Afghanistan Analysts Network – Dari Pashto

سیمییزې اړیکې / روابط منطقهای

په پاکستان کې افغان محصلین: د هیلو مړینه که ګوښی ژوند؟

راما میرزاده • 20 دقیقې

په پاکستان کې افغان محصلینو هیله لرله چې له هغو ډله ییزو شړنو څخه به چې له ۱۴۰۲ کال راهیسې یې هلته د  څه باندې دوه میلیونو افغانانو ژوند ګډوډ کړی دی، خوندي پاتې شي. خو د جبري شړلو ددې پراخې لړۍ  له امله محصلین نور د زده کړو ویزې نه شي اخیستی. ځینې یې  پاکستاني پولیسو نیولي او په زور یې افعانستان ته لېږلي دي. نورو بیا تر اوسه چارواکي غولولي یا یې د بډو په ورکولو ځانونه له خطره ژغورلي دي، خو بیا هم د نیولواو شړلو له امله په ډار کې ژوند کوي. ښځینه محصلینو ته چې په خپل هېواد کې له زده کړو بې برخې شوې وې، له پاکستانه د شړلو ګواښ ډېر خواشینوونکی دی. ځکه چې پاکستان  د دوی د زده ‌کړو د فرصت د ژغورنې یواځینی ځای و. په دې وضیعت باندې د ښه پوهېدلو له پاره راما میرزا‌ده له شپږو هغو محصلینو سره چې یا په زور هېواد ته شړل شوي او یا ډارېږي چې و به شړل شي، خبرې کړې دي.

هغه خبرتیا چې د غبرګولي په میاشت کې له نیول شویو درېو افغانو محصلینو سره د مرستې له پاره خپره شوې وه. وروسته هغوی درې واړه افغانستان ته وشړل شول. سرچینه: فېسبوک

د ۱۴۰۵ کال د غوايي میاشتې په دویمه په پاکستان کې افغان زده‌کوونکو یوه خبرتیا خپره کړه او په اسلام آباد کې یې د نیول شویو دریو محصلینو چې په لاهور پوهنتون  کې یې زده کړې کولې، د خوشې کېدا غوښتنه وکړه.  پاکستان په دې غوښتنه غوږ و نه ګراوه او د هماغې میاشتې په وروستیو کې یې هغوی افغانستان ته په زور ستانه کړل.

یواځې دا درې نه، بلکې په پاکستان کې ډېر افغان محصلین له ورته برخلیک سره مخ شوي او یا په وېره کې وخت تېروي. که څه هم په پاکستان کې د افغان محصلینو کره شمېر معلوم نه دی، خو هر کال د پاکستان حکومت زرو افغانانو ته بورسونه ورکوي او زرګونه نور په خپل شخصي لګښت دې هېواد ته د زده‌کړو له پاره ځي. ځینې نور له وړاندې لا په پاکستان کې اوسي. بورس لرونکو محصلینو له څو میاشتنۍ اندېښنې او په تمه کېدا وروسته ویزې تر ګوتو کړې. خو څوک چې  لګښتونه پخپله کوي، هغوی ته ویزې نه ورکول کېږي. په دې کې په پاکستان کې مېشت افغان کډوال محصلین چې ډېرئ یې هلته زېږېدلي او له پاکستان پرته یې بل ځای نه دی لیدلی، هم شامل دي.

پاکستان له لسیزو راهیسې د افغان کډوالو کوربه دی چې پخوا هم  ترې افغانان په ډله ییز ډول په زور ایستل شوي دي. تر ټولو  پام وړ یې په ۱۳۹۵ کال و چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي کړکېچ په ترڅ کې تر نیم میلیون ډېر کسان وشړل شول ، خو اوسنۍ لړۍ تر دې ډېرې سختې او پراخې دي( د افغانستان تحلیلګرانو شبکه).

په ۱۴۰۰ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدا وروسته د دواړو ګاونډیو هېوادونو اړیکي خراب شول. اسلام‌أباد په طالبانو تور ولګاوه چې د هغو پاکستانیو وسله‌والو ډلو، په ځانګړي ډول د تحریک طالبان پاکستان (TTP)، ملا تړ کوي چې د پاکستان د حکومت پر ضد فعالیت لري. پاکستان پخوا د طالبانو د بغاوت پر مهال د دې ډلې [طالبانو] ملاتړ کړی و. تحریک طالبان پاکستان له ۱۴۰۰ کال راهیسې په پاکستان کې خپل بریدونه زیات کړي دي او اسلام‌آباد په اسلامي امارت تور لګوي چې دې ډلې ته یې خوندي پناه‌ځای ورکړی دی. اسلامي امارت دا تورونه ردوي او  دوی بیا پاکستان د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا په نقضولو تورنوي. دا تورونه په ځانګړې ډول هغه مهال زیات شول چې پاکستان د ۱۴۰۴ کال له مني راهیسې پر افغانستان هوايي بریدونه پیل کړل(د افغانستان تحلیلګرانو شبکه).

پاکستان د افغانانو ډله‌ ییزه ستنونه د ۱۴۰۴ کال له وږي میاشتې څخه د «ناقانونه بهرنیانو د بېرته ستنولو د پلان» له مخې پيل کړه. د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې( یو این ای ایچ سي آر) د مالوماتو له مخې، د ۱۴۰۴ کال له تلې د ۱۴۰۵ کال د  وري تر ۱۵ مې پورې تر دوو میلیونو ډېر افغانان له پاکستانه بېرته ستانه شوي یا په زور ایستل شوي دي.

سره له دې چې د ملګرو ملتونو چارواکو او د بشري حقونو سازمانونو خبرداری ورکړی چې له کوربه هېواد څخه په ډله ییزه توګه  د کډوالو په زور ایستل قانوني نه دي، خودا بهیراوس هم دوام لري. د هغوی په وینا، افغانستان له شته بشري ناورین سره د مقابلې وس نه لري او ځینې یې، په ځانګړي ډول نجونې، چې له شپږم ټولګي پورته د زده کړو اجازه نه لري، له لوی خطر سره مخ دي.

پاکستاني چارواکو په لومړي پړاو کې بې‌اسناده افغانان په نښه کړل. وروسته یې د افغانان وګړو د ځانګړي کارت (ACC) لرونکو ته مخه کړه. اې سي سي کارت د موقتي هستوګنې له پاره افغان کډوالو ته ورکړ شوی و. په درېیم پړاو کې  هغو افغانانو ته چې له یو این ایچ سي آر سره رسمي کډوال ول او ددې ادارې له خوا ورکړ شوي اسناد یې درلودل، وویل شول چې د ۱۴۰۴کال د چونګاښ میاشتې له لسمې وروسته به یې کارتونه نه نوي کېږي او هغوی به هم په زور ایستل کېږي. د دې کارتونو لرونکو شمېر شاوخوا ۱.۴ میلیونه وو( ډان ورځپاڼه).

د افغان محصلینو ستونزې د ۱۴۰۴ کال په اوړي کې هغه مهال پیل شوې، چې هڅه یې وکړه د وږي په میاشت کې د پېلېدونکي نوي تعلیمي کال لپاره  ویزې واخلي. دا ستونزه نویو محصلینو او هلته له وړاندې په زده کړو بوختو دواړو ډلو درلوده  (هشت صبح او Displaced International) ). هغه محصلین چې د زده‌کړو په منځ کې وو د نیول کېدو او شړل کېدو له ګواښ سره یې ژوند کاوه او هغه چې په افغانستان کې وو، له ویزې پرته پاکستان ته نه شو تلای. په پاکستان کې د افغان محصلینو د ټولنې استازي، عنایت‌الله مومند، وویل چې که څه هم د پاکستان حکومت «کومه رسمي اعلامیه نه ده خپره کړې»، خو د هغو افغان محصلینو له پاره يې « د ویزې پروسه درولې چې خپل لګښتونه پخپله ورکوي».

دا راپور په پاکستان کې د اسلام‌آباد، لاهور او بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې له شپږو افغان محصلینو او د افغان محصلینو د ټولنې له استازي سره د مرکو پر بنسټ چمتو شوی دی. د مرکه شویو له ډلې دوو یې د نیمه تمویل شویو بورسونو له لارې زده‌کړې کولې او څلورو نورو خپل ټول لګښتونه پخپله کول. دوی د روغتیا، سوداګرۍ او ادارې، نړیوالو اړیکو، اقتصاد او سایبري امنیت په ګډون په مختلفو څانګو کې د لیسانس او ماسټرۍ تر کچې لوړې زده کړې کولې. د مرکو تر مهاله د مرکه شویو له ډلې دوه تنه افغانستان ته شړل شوي وو. په دې راپور کې د محصلینو اصلي نومونه په لوی لاس نه دي یاد شوي.

له ۱۴۰۰م کال وروسته په پاکستان کې د زده کړو دوام

پاکستان له لسیزو راهیسې د افغان محصلینو له پاره یو مهم تعلیمي مرکز و. د افغانانو پخوانیو نسلونوهم په پاکستان کې زده‌کړې کړې وې او بیا د هېواد په حکومتي ادارو، روغتیا ، نادولتي موسسو او خصوصي شرکتونو کې په لوړو دندو ګومارل شوي وو.په ځانګړي ډول، زرګونو افغان محصلینو د افغانانو له پاره د علامه اقبال د بورسونو له پروګرام څخه ګټه اخیستې. دا بورسونه له ۱۳۸۸ کال راهیسې افغانانو ته ورکول کېږي (ټریبیون). د دې پروګرام نوی پړاو په ۱۴۰۳ کال کې پیل شو او ټاکل شوې وه په څه باندې پنځو کلونو کې۴،۵۰۰ محصلین هلته زده کړې وکړي . په دغو بورسونو کې محصلینو ته د لېسانس او فوق لیسان لګښتونه، لکه د زده‌کړو فیس، خواړه، د هستوګنې او کتابونو لګښتونه ټول شامل دي( د پاکستان د لوړو زده کړو کمېسیون).  

بورس لرونکو محصلینو ته د مختلفو پوهنتونونو د روغتیا، انجینرۍ، کرنې، مدیریت، سیاسي علومو او کمپیوټر ساینس په ګډون په ګڼو برخو کې د زده‌کړو زمینه برابره وه. خو هغه افغان محصلین چې بورسونه نه لري، د ویزې په ګډون ټول لګښتونه خپله پرېکوي.

که څه هم په پاکستان کې لوړې زده کړې کول تل ستونزمنه چاره وه، خو تر هغه مهاله پورې چې د دواړو هېوادونو اړیکي خراب شوي نه وو او د افغانانو په اړه د پاکستان تګلاره بدله شوې نه وه، دا یو ارزښتناک فرصت ګڼل کېده. تر ۱۴۰۴ کال پورې افغانانو ته د زده کړو له پاره په ویزو اخیستلو کې لږ محدودیتونه وو.

د ویزې ترلاسه کولو ستونزې

د مرکو پر مهال د دغو شپږو محصلینو له ډلې  یوه هم  د زده‌کړو ویزه نه وه ترلاسه کړې او دوه يې لا افغانستان ته په زور ایستل شوي وو: د یوه یې د ماسټرۍ دورې وروستی کال و او بل یې د لېسانس د دورې په درېیم سمسټر کې و.

د سمیې تجربه، چې له ۱۴۰۳ کال راهیسې یې په پاکستان کې نړۍ وال اړیکي لوستې، د ډېرو محصلینو د حالت بېلګه ده. هغې د مرغومې په میاشت کې د خپلې ویزې د غځولو غوښتنه کړې وه، خو ویزه ورنه کړ شوه. د ویزې د مودې له پای ته رسېدا څلور ورځې وروسته، د کب په شلمه په زور افغانستان  ته ولېږل شوه. هغې د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته وویل: « په همدې دلیل مې په ازموینو کې ګډون و نه شو کړای. دا شونې وه چې د بهرنیو چارو له وزارت څخه  د ویزې له پاره مرسته وغوښتل شي، خو د پوهنتون کارکوونکو مرسته راسره و نه کړه».

ډېرو افغانانو د ویزو سخته اړتیا درلوده. له همدې امله کمېشنکاران راپیدا شول چې د لوړو پیسو په بدل کې يې د مرستې وړاندیز کاوه. سمیه چې [ اوس په افغانستان کې ده] پاکستان ته د بېرته تګ او د ازموینې ورکولو له پاره دوه ځله کمېشنکارانو ته پیسې ورکړې وې، وویل:

« د ویزې له پاره مې له څو تنو سره اړیکه ونیوله. ډېرو راته وویل چې دا ناشونې ده. ځینو ژمنه وکړه چې د پیسو په بدل کې به ویزه راته واخلي. د ۱۴۰۵ کال په کب میاشت کې یوه کس له ما ۳۰۰۰۰ پاکستانۍ روپۍ [۱۰۷ امریکايي ډالر] واخیستې او ورک شو. بیا بل کس ۵۵۰۰۰ روپۍ [۱۹۷ امریکايي ډالر] واخیستې خو جعلي ویزه یې راکړه. دواړو پیسې یووړې او تری تم شول. ما ځکه څه نه شوای کولی چې زه په افغانستان کې وم او دوی په پاکستان کې».

 برهان بیا په ۱۴۰۴ کال کې په پاکستان کې له څلورو کلونو زده‌کړو وروسته د لېسانس دوره بشپړه کړې وه او غوښتل یې ماسټري وکړي، خو د ویزې له ستونزې سره مخ شو:

« د زده‌کړو ویزې یو کلنې وې او په عمومي ډول به یې موده په مني کې پای ته رسېده. موږ به د پای تر نېټي یوه یا دوې میاشتې وړاندې د مودې د غځولو له پاره غوښتنلیک ورکاوه. دې کار به عموما دوې میاشتې یا تر دې کمه موده نیوله. د ۱۴۰۴ کال په غوایی میاشت کې د لیسانس تر بشپړېدا ژر وروسته، زما د ویزې وخت پای ته ورسېد. ما یې تر دې دوې میاشتې وړاندې د غځولو غوښتنه کړې وه او ټول اسناد مې چمتو کړي وو.  زه د اوړې په رخصتیو کې وطن ته راغلم ، ځکه ما د تېرو کلونو په څېر د ویزې د غځېدا هیله لرله. نژدې څلور میاشتې په تمه پاتې شوم، خو ویزه مې ترلاسه نه کړه».

برهان پوه شو چې ویزه په لاس نه ورځي نو د لوړو زده کړو له تکلونو تېر شو او د ویزې غوښتنلیک یې لغوه کړ. په پای کې یې یواځې د فراغت سند د اخیستو له پاره «سیاحتي ویزه» ترلاسه کړه. د دې ویزې له پاره سیستم په چټکۍ کار وکړ. هغه وویل: «ما ۱۰۰۰ امریکايي ډالر ورکړل او په ۷۲ ساعتونو کې مې د سیاحت (کتنې) ویزه واخیسته».

عبدالله د لوړو زده‌کړو محصل و او له ۱۳۹۹ کال راهیسې یې په پاکستان کې زده‌کړې کولې. هر کال به یې د ویزې تر پای ته رسېدا وړاندې د زده‌کړو ویزې له پاره غوښتنلیک ورکاوه. په ۱۴۰۴ کال کې هم حالت همداسې و. هغه وویل: «ما د ویزې د مودې تر بشپړېدا یوه نیمه میاشت وړاندې غوښتنلیک ورکړ، خو ویزه یې را نه کړه. د همدې کال ترغوايي میاشتې پورې [شپږ میاشتې] بې ویزې په پاکستان کې پاتې شوم». هماغه مهال عبدالله افغانستان ته وشړل شو، چې وروسته به یې نور تفصیل راشي.

نسرین تمه لرله چې د ۱۴۰۴ کال په تله کې په پاکستان کې خپلې زده‌کړې پیل کړي، خو د ویزې غوښتنلیک یې ونه منل شو. هغه وېرېده چې درسونه به ترې پاتې شي، نو د ناروغۍ د  ویزې غوښتنه یې وکړه. دا هغو زده‌کوونکو ته چې د زده کړو ویزه یې نه شوه اخیستلای، یوه عامه بدیله لاره وه. دې ویزې ۲۹۰ امریکايي ډالره لګښت درلود. هغه د ۱۴۰۴ کال په لړم میاشت کې پاکستان ته ولاړه، زده‌کړې یې پیل کړې او وروسته یې د زده‌کړو د ویزې غوښتنلیک بیا وسپاره:

«پوهنتون ما ته تصدیق را کړ. د پوهنتون د تصدیق  پر مټ د زده‌کړو د ویزې غوښتنه قانوني چاره وه. خو دغه لیک د کورنیو چارو وزارت ټاپې ته هم اړتیا لرله. د افغان محصلینو استازي راته وویل چې وزارت د هر محصل د لیک د ټاپه کولو په بدل کې ۱۰۰۰۰ پاکستانۍ روپۍ [۳۶ ډالر]  فیس اخلي. خو که غوښتنلیکونه ډېر وي بیا په وزارت کې  دننه کمېشنکار هم یو څه پیسې غواړي. ځینو محصلینو د ټاپې له پاره له ۲۵۰۰۰ تر ۳۰۰۰۰ پاکستانۍ روپۍ [۸۹ تر ۱۰۷ ډالر] ورکړې وې».

نسرین وویل چې په پاکستان کې اوسېدنه، په ځانګړې ډول هغو ته چې ویزې یې پای ته رسېدلې وي، هم دا بهیر په بشپړه توګه له پېچلتیا نه باسي. ځکه چې افغانان هر وخت د جبري ایستلو له خطر سره مخ دي:

« موږ د خپلو غوښتنلیکونو د ټاپه کولو له پاره ور تللی نه شو، ځکه ویزې نه لرو او پولیس مو نیولای او شړلای شي. ځینې محصلین چې پخپله وزارت ته تللي وو، نیول شوي او افغانستان ته لېږل شوي دي. په پوهنتون کې یو کس شته چې د محصلینو غوښتنلیکونه راټولوي او په وزارت کې یې بل کس ته ورکوي.موږ د ټاپې پیسې هم هماغه کس ته ورکوو».

ډېر افغانان چې له پاکستانه د شړلو له خطر سره مخ دي او یا وطن ته په زور ستانه شوي، په پاکستان کې زېږېدلي او په افغانستان کې یې بېخي ژوند نه دی کړی. د پاکستان د ۱۹۵۱ کال د تابعیت قانون عموماً د زېږېدو یا نسب له لارې تابعیت ورکوي، خو افغانان په پرله پسې توګه له دې حقه بې‌برخې کېږي.

هدیه له دغو افغانانو څخه یوه ده. هغه په پاکستان کې زېږېدلې، ښوونځي ته تللې او پوهنتون یې هم هلته پیل کړی دی. هغه د پې او آر کارډ [ د ملګرو ملتونو د کډوالي د ادارې له خوا ورکړ شوی کارډ] لري.دا د کډوالۍ ثبوت دی،که څه هم د ۱۴۰۴ کال له غوايي میاشتې وروسته دا کارتونه نه نوي کېدل. هغې وویل: «ما بېخي ویزه نه لرله. ما د ویزې غوښتنه ونه کړه، ځکه د دې ایالت محکمې اعلان کړی و چې افغان زده‌کوونکي کولای شي د خپل پي او آر کارټ له مخې زده‌کړې وکړي. زه خپلو زده کړو ته دوام ورکولی شم، که څه هم زما د کورنۍ د پي او آر کارتونو موده پای ته رسېدلې ده».

هدیه په یوه نا ډاډه حالت کې ده. که خپلې زده‌کړې بشپړې هم کړي، د مور او پلار په څېر به يې هلته د پاتې کېدا حق له منځه ولاړ شي. هدیه د زده کړو تر بشپړېدا پورې د خپلې کورنۍ په اړه اندېښمنه ده: « په پاکستان کې زما د کورنۍ غړي په ډېر ستونزمن حالت کې دي. چې له کوره وځي، تل د نیول کېدا او شړل کېدا له خطر سره مخ دي».

له ویزې پرته ورځنۍ چارې

ځینې افغان محصلین د زده کړو له پاره په پاکستان کې اوسې. دوی د ویزې د نوي کولو هڅې هم کوي خو بې ویزوهم زده کړو ته دوام ورکوي. دې حالت د هغوی ورځنی ژوند ډېر ستونزمن کړی دی. دوی تل وېره لري چې پولیس به یې ودروي او پوښتنې به ترې وکړي. پاکستاني چارواکي کولای شي د محصلینو سیم‌کارتونه بند کړي او د پېژندپاڼې او د ویزې د حالت د څېړلو په پلمه بانکي حسابونو او روغتونونو ته د هغوی لاسرسی محدود کړي. د دغو عملي محدودیتونو او د نیولو د خطر له امله محصلین له پوهنتونه د باندې نه شي وتلی.

۱۴۰۴ کال د خالد د پوهنتون وروستی کال و. هغه په رخصتیو کې افغانستان ته د راتلو پر مهال د ویزې د نوي کولو له ستونزې سره مخ شو. له همدې امله هغه او ملګري یې په ناقانونه ډول بېرته پاکستان ته ولاړل. هغه وویل: «موږ د ویزو له پاره یوه بله میاشت هم په تمه شوو، خو چې ویزې مو ترلاسه نه کړې، بله چاره نه وه او د سپین بولدک په لار بې‌ویزې پاکستان ته ولاړو. هر یوه مو تر کرښې د اوښتو له پاره ۶۵۰۰۰ پاکستانۍ روپۍ [۲۳۳ امریکايي ډالر] ورکړې».

هغوی پاکستان ته ورسېدل، خو خالد وویل چې زده‌کړو ته دوام ورکول ورته اسان نه و او چې و نه نیول شي له  بېلابېلو بدیلو لارو یې کار اخیست:

«ما د پاکستاني ملګرو پر مټ بانکي حسابونه او سیم‌کارتونه ترلاسه کړي دي. ځينې مهال په هغو لارو له پوهنتونه وځو چې امنیتي پوسته پکې نه وي. خو که له پوستو تېر هم شو، د نیول کېدو له وېرې  اندېښمن یوو. ځینې روغتونونه هم ویزې غواړي، نو موږ هڅه کوو بنسټیزه درملنه د پوهنتون په کلینیک کې وکړو. زه  او ملګري مې هره اوونۍ بهر ته د تلو پلان جوړوو، خو د شړل کېدا له وېرې بېخي وځو نه. ډېرئ وختونه خواړه او کالي آنلاین راغواړو.»

نسرین وویل چې د روژې په میاشت کې به ځینې مهال بېخي له خوړو تېرېده. هغې نه غوښتل چې د نیولو له خطر سره مخ شي:

«کله به مې په کوټه کې د خوړو هېڅ نه و، خو د باندې نه شوم وتلای ځکه پولیسو زما د لیلیې مخې ته پوسته جوړه کړې وه. کله چې به مې میاشتنی عادت و، د اړینو توکو د پېرلو له پاره هم د باندې نه شوم وتلی. په پاکستان کې زده‌کړو ته د رسېدو له پاره له ډېرو ستونزو سره مخ شوې یم .زه نه غواړم دا فرصت مې له ګوتو ووځي، ځکه  نو ډېراحتیاط کوم. زما لومړنۍ اړتیا خواړه دي. که څه هم د لیلیې دننه خواړه د بهر پرتله هم ګران او هم بې‌کیفیته دي، خو له وېرې یې همدلته اخلم».

هغې وویل پر دې سربېره هم له پولیسو څخه په وېره کې ژوند کوي:

«ځینې خلک وايي پولیس به افغانې ښځې نه ځوروي، خو زه پرې باور نه شم کولای. که و مې نه هم شړي، پیسې به غواړي. ډېری وخت پولیس له افغان محصلینو د پیسو تر اخیستو وروسته هغوی خوشې کوي».

نسرین وايي ډېر پاکستانیان، د پاکستان د کمزوري اقتصاد او ناامنۍ مسؤل افغانان ګڼي. له همدې امله هغه خپل هویت پټوي: « زه هڅه کوم چې څرګنده نه کړم افغانه یم. ځکه له نیول کېدو او شړل کېدو وېرېږم. خلکو ته وایم چې ایرانیان یوو. زما د پوهنتون له ټولګیوالو پرته،  بل څوک نه پوهېږي چې زه افغانه یم».

هدیې هم وویل چې په ګڼو برخو، په ځانګړي ډول د مناسبې روغتیايي پاملرنې په ترلاسه کولو کې له ستونزو سره مخ ده:

« دلته د ورځني ژوند چلول ستونزمن دي موږ عامه روغتون ته نه شو تلای، هغه اسناد غواړي، خو خصوصي روغتونونه بیا اسناد نه غواړي. له یوه ښاره بل ښار ته سفر نه شو کولای. د ۱۴۰۴ کال له نیمایي راهیسې، زموږ ژوند په پاکستان کې ډېر سخت شوی دی».

برهان وویل چې دی او ملګري یې په پاکستان کې د پولیسو له وېرې دباندې نه وتل. هغه وویل: «موږ د بندیانو په څېر وو». هغه د سیم‌کارت او نورو توکو د پېرلو له پاره له هغو ملګرو څخه مرسته غوښته، چې ویزې یې لرلې. هغه وویل چې ده او ملګرو یې څو ځله پولیسو ته بډې ورکړي او له نیول کېدو ژغورل شوي دي. برهان وویل:

« د ۱۴۰۴ کال په لړم میاشت کې له هوايي ډګره تر راوتلو وروسته پولیسو په یوه پوسته کې ودرولم او د پولیسو د ثبت ټاپه یې راڅخه وغوښته. سره له دې چې مسافر ته په هوايي ډګر کې د دې ټاپې ترلاسه کول ناشوني وي، خو هغوی دوه ساعته هلته کېنولم او ګواښلم یې چې حاجي کمپ ته مې بیایي او افغانستان ته مې شړي. په پای کې یې ۸۰۰۰ پاکستانۍ روپۍ [۲۸ امریکايي ډالر]را څخه واخیستې او پرې یې ښودم».

هغه او ملګري یې اوس په فرعي لارو تګ راتګ کوي او یا د هغه په وینا، « چې پولیس یې و نه نیسي او یا يې و نه دروي، له پاکستاني ملګرو سره د باندې وځي». د هوايي ډګر له پولیسو سره د هغه له مخامخ کېدا یوه اوونۍ وروسته هغه مهال چې د خوړو اخیستو لپاره له ټکسي راکوزېدل، دی او افغان ملګري یې پولیسو ونیول. برهان د سیاحت ویزه او د پولیسو د ثبت ټاپه لرله او ملګرو یې د زده‌کړو ویزې لرلې، خو پولیسو ونیول:

« پولیسو موږ خپل موټر ته پورته کړو او زموږ د افغانانو سپکاوی یې پیل کړ. دوی ویل چې موږ ټول ترهګر یو. هغوی موږ د شپې په نهو بجو یووړو، د موټر د بارونو برخه کې یې کېنولواو بیا یې په سیمه کې ګزمه پیل کړه. موږ د سهار تر دریوو بجو پورې په موټر کې ناست وو. پولیسو په لوی لاس موټر داسې چلاوه چې موږ ته د موټر په شا کې خوږ او زیان ورسېږي. دوی په زور له موږ پیسې وغوښتې. دوی سړي سر د ۵۰۰۰۰ پاکستانیو روپیو [۱۷۹ امریکايي ډالر] غوښتنه وکړه او راته ويې ویل که روپۍ ور نه کړو، افغانستان ته به مو وشړي. خو زموږ د ټولنې مشر زموږ ځای پیدا کړ او د ۱۵۰۰۰ روپیو [۵۳ ډالر] په بدل کې یې خوشې کړو.».

عبدالله په ژبه د ښه پوهېدا او له پاکستاني ملګرو سره د نژدېوالي له امله د یوې مودې له پاره له پولیسو خوندي و:

« زما د ویزې وخت د ۱۴۰۴ کال په وږي میاشت کې پای ته ورسېد، خو د ۱۴۰۴ کال تر کب میاشتې پورې  یعنې شپږ میاشتې له ویزې پرته په پاکستان کې پاتې شوم. زه په اردو او انګلیسي ښه پوهېږم، پولیسو چې به په پوستو کې خبرې راسره کولې، نه پوهېدل چې افغان یم. ځینې پاکستاني پولیس هم زموږ ملګري وو، هغوی له هماغه پوهنتونه فارغ شوي وو چې زه پکې زده‌کړه کوم. افغان محصلین په پاکستاني بانکونو کې بانکي حساب نه شي پرانیستلای. ما بانکي حساب او سیم‌کارتونه د خپلو پاکستاني ملګرو له لارې ترلاسه کول».

خو وروسته به څرګنده شي چې په پای کې د هغه بخت هم یاري ورسره ونه کړه.

شړل شوي محصلین

ډېری محصلین له پولیسو ډېر لږ وخت پټېدای یا د لږې مودې له پاره په بډو خلاصېدای شي‌ . عبدالله دا دا ګوزار هغه وخت وخوړ چې ملګري یې د فراغت مراسمو ته چمتووالی نیوه. عبدالله د ملګري د فراغت مراسمو ته په چمتو کېدو کې ونیول شو.

« دغوايي په میاشت کې موږ نهه محصلین ماښامنۍ خوړلو ته ووتو. وروسته سلماني ته ولاړو، ځکه چې راتلونکې ورځ د افغانستان په سفارت کې د افغان محصلینو د فراغت مراسم وو. پولیسو زما په ګډون زموږ له ډلې پنځه تنه ونیول.موږ يې حوزې ته یووړو او هلته ته یې راسره ومنله چې سړي سر به مو  د ۷۰۰۰۰ پاکستانیو روپیو [۲۵۱ امریکايي ډالر] په بدل کې خوشي کړي، خو بیا یوه پولیس افسر وویل: چې نه. موږ یې [په اسلام‌اباد کې] حاجي کمپ ته ولېږدولو او یوه ورځ مو هلته تېره کړه. بله ورځ یې پولې ته یووړو او د تورخم په لار یې افغانستان ته وشړلو. زما ټول توکې لا هم په پاکستان کې دي. ملګرو مې ان زما توکې کمپ ته راوړي وو، خو پولیسو يې د را سپارلو اجازه را نه کړه».

سمیې د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته وویل چې د ۱۴۰۵ کال په غوايي میاشت کې د ویزې له پای ته رسېدا یواځې څلور ورځې وروسته ونیول شوه. د هغې مور او پلار پاکستان ته د جراحي عملیاتو له پاره راغلي وو او دا يې لیدو ته ورغلې وه.

« تر نیول کېدا وروسته يې حاجي کمپ ته یووړم. ددې له پاره چې مور او پلار مې اندېښمن نه شي له هغوی سره مې د اړېکي نیولو هڅه وکړه ،خو پولیسو ټیلیفون راڅخه واخیست. د روژې په میاشت کې مې هلته دوې ورځې تېرې کړې.نه يې له کورنۍ سره اړېکي نیولو ته پرېښودو او نه له کوټې د باندې وتلای شوو».

هغې په کمپ کې د سختو شرایطو یادونه وکړه:

« په یوه کوټه کې نژدې ۶۰ تنه وو. کړکۍ په بشپړه توګه تړل شوې وې او تشنابونه ډېر ککړ وو. روژه وه، خو ماشومانو ته یې خواړه نه ورکول. د روژه ماتې له پاره یې موږ ته په پلاستیکي کڅوړه کې یو څو کاچوغې سپینې وریځې راکولې. خواړه یې د ځناورو په څېر را اچول. دا ډېر ظالمانه کار و».

د سمیې کورنۍ ډېره اندېښمنه وه ځکه چې سمیه یواځې وه او له خپلې کورنۍ سره یې اړیکه نه شوه نیولای. مور یې د موندلو هڅه کوله:

 «مور مې  په ما پسې چمن ته راغلې وه او زما په تمه یې هلته درې ورځې تېرې کړې وې.افغانستان ته له رسېدا وروسته مې مور په روغتون کې بستر شوه. هغه پخوا لا ناروغه وه او په چمن کې اوسېدا یې ناروغۍ ته ښه نه وه».

په پاکستان کې محصلاني

هغه  نجونې چې اقتصاد یې ښه و او د کورنی ملاتړ یې درلود،د نجونو په زده کړو د بندیز له امله د بدیلو لارو په لټه کې شوې. دوی په آنلاین پوهنتونونو کې درس پیل کړ او ځینې یې په زده کړو پسې بهرنیو هېوادونو ولاړې.

که څه هم په پیل کې ډېرو هېوادونو ملاتړ وښود، خو وروسته په اروپا او شمالي امریکا کې د کډوالو او مهاجرینو له پاره قوانین سخت شول. په بریتانیا کې افغانانو ته  په بشپړه توګه د دغو ویزو د بندېدو په ګډون ،په نورو هېوادونو کې د زده‌کړو ویزې محدودې شوې(د افغانستان تحلیلګرانو شبکه) .  پاکستان تر ۱۴۰۴ کال پورې له هغو څو محدودو ځایونو څخه  یو و چې افغانو نجونو په کې لوړې زده‌کړې کولای شوې. افغانستان ته شړل کېدل د سمیې زده کړو ته تر ټولو لوی ګوزار و:

« د طالبانو له‌خوا د نجونو پر زده‌کړو له بندیز وړاندې زه د قابلګۍ د زده‌کړو په درېیم سمسټر کې وم. زه په  کورنیو او  اقتصادي ستونزو سربېره پاکستان ته ولاړم. د زده کړو په دې سفر کې څو ځلې بندي شوې یم.  ډېره اغېزمنه شوې یم».

د هغې کورنۍ په پاکستان کې په ویزو او د پوهنتون په فیسونو سلګونه ډالر لګښت کړی دی، دوی دا هڅه ارزښتناکه بلله:

« زه ورځني لګښتونه په ډېره سختۍ پوره کوم. د پاکستانیو محصلینو له پاره د لیلیې فیس یوازې ۲۵۰۰۰ پاکستانۍ روپۍ [۸۹ امریکايي ډالر] و، خو موږ ۹۵۰۰۰ روپۍ [۳۴۱ امریکايي ډالر]پرېکولې. د دې لګښتونو چمتوکو ل ما ته ډېر سخت و. په افغانستان کې مو اقتصادي وضعیت خراب دی او زما ملاتړ مې کورنۍ ته ډېر ګران دی.خو له دې امله چې په خپل هېواد کې له زده کړو بې برخې وم،نو په پاکستان کې د زده کړو فرصت ته  خوشاله وم ».

 له پاکستانه د ستنېدا پر مهال خپل ټول ارزښتناک توکې هم د هستوګنې په کوټه کې ځینې پاتې شوي وو. هغې وویل چې له پاکستانه په راستنېدا ناهیلې شوې ده: «زده‌کړو ته د رسېدا له پاره زما ټولې هڅې اوبو یووړې. بې زده کړو شوم. خدایزده  چې بیا به د ا فرصت ومومم که نه».

نسرین وویل چې له دې هېواده د شړلو وېره یې په درسي فعالیت اغېز کوي: «ددې ستونزو له امله موږ نه شو کولای له پوهنتونه بهر ووځو. د ازموینو پر مهال ددې پرځای چې هوسا واوسم او ټول پام مې درسونه ته وي،وضیعت مې لا بد وي».

هدیه چې د خپل PoR کارت په مرسته زده‌کړه کوي وویل، که یې کورنۍ وشړل شي، نو دا به هم وتلو ته اړه شي او کورنۍ به يې په پاکستان کې پرېنږدي: «زما کورنۍ زما د زده‌کړو له پاره په پاکستان کې پاتې ده. که هغوی دلته نه وي، اجازه به رانه کړي چې په لیلیه کې واوسم  اوزده کړو ته دوام ورکړم. هغوی محافظه‌کاره دي».

د نسرین په څېر، د هدیې او  د هغې د کورنۍ ناامني د هغې په هر څه سیوری غوړوي: «کله چې زما په سیمه کې د افغانانو ایستل زیات شول، ما په زده‌کړو تمرکز نه شو کولی.ډېره اندېښمنه وم چې زده کړې به مې بشپړې کړای شم که نه. یوازې په دې اندېښنه کې وم چې افغانستان ته به مې ولېږي او بیا به د  هېواد د نورو نجونو په څېر له زده کړو بې برخې شم».

پاکستاني چارواکي غوښتنې نه ځوابوي

د ویزو د ستونزو او د افغان محصلینو د نیولو یا شړلو په اړه غږونه معمولاً بې ګټې وي. په پاکستان کې د افغان محصلینو  د ټولنې استازی، عنایت‌الله مومند چې د یوه بورس پر مټ د طب په برخه کې زده کړې کوي او تحصیلي ویزه لري، د نورو پرتله يې حالت ډاډمن دی او له نورو سره هم مرسته کوي. هغه وویل چې له ویزې محرومو محصلینو څخه یې د مرستې سلګونه غوښتنلیکونه ترلاسه کړې دي، خو چارواکو «د افغان محصلینو له پاره یو ګام هم نه دی اخیستی».

خالد وویل، سره له دې چې د محصلینو ټولنې خپلې اندېښنې د پاکستان د لوړو زده‌کړو کمیسیون ، د کورنیو چارو وزارت او د افغانستان له سفارت سره شریکې کړي، خو هیچا ځانونه مسوول نه دي ګڼلي: «د کورنیو چارو وزارت وویل لوړپوړو حکومتي چارواکو هغوی د ویزو له صادرولو منع کړي دي. د لوړو زده کړو وزارت وویل  چې د کورنیو چارو وزارت ویزې نه تاییدوي اود افغانستان سفارت وویل چې دا یې په وس کې نه ده او هیڅ هم نه شي کولی».

برهان هم وویل چې ده او د محصلینو ټولنې له نورو محصلینو سره د مرستې هڅه کړې وه:

« ټولنې هېڅکله ډاډمنوونکی ځواب ترلاسه نه کړ. ما او څو نورو محصلینو څو ځله په شخصي ډول د افغان محصلینو له پاکستاني مسوول او د لوړو زده کړو له نورو چارواکو سره ولیدل. هغوی ژمنه وکړه چې زموږ ویزې به په څو اوونیو کې صادرې شي، خو موږ ویزې تر لاسه نه کړې. څو ځله د پاکستان کورنیو چارو وزارت ته هم ولاړو. د وزارت د چارواکو چلن له موږ سره ښه نه و. ځینې مهال به یې بدې خبرې راته کولې. یو ځل مې د ستونزو حل ترې وغوښت له وزارته یې وایستلم. هغوی به تل ویل چې په تمه شو».

برهان وویل چې تر ۱۴۰۴ کال وړاندې به یې د ویزې د پروسې د چټکولو له پاره بډې ورکولې، خو وروسته دا کار هم بې ګټې شو:

« پخوا به مو د ویزې د تایيدولو له پاره د کورنیو چارو وزارت ته ۳۰۰۰۰ تر ۴۰۰۰۰ پاکستانیو روپیو [۱۰۷ تر ۱۴۳ امریکايي ډالر] بډې ورکولې،اوس په بډو هم کار نه کېږي. د تحصیلي ویزو تر بشپړې بندېدا وړاندې، ما د ویزې د ترلاسه کولو له پاره دوه ځله پیسې ورکړې . چې پیسې به مو ورکولې، عموماً به ویزه په ۲۵ ورځو کې تاییدېده خو بې پیسو به یې درې تر څلورو میاشتو وخت نیو. موږ اړ وو چې پیسې ورکړو، کنې درسونه را نه تلل. موږ پیسې هغه منځګړي ته ورکولې چې په وزارت کې یې خپل کس درلود. په لومړي کال کې د ویزې د تایید بیه ډېره لوړه نه وه، خو وروسته یې له هرمحصل څخه تر۷۰۰۰۰ پاکستانیو روپیو [۲۵۱ امریکايي ډالر] پورې غوښتنه کوله».

سمیې وویل چې تر شړل کېدا وړاندې یې ځینو ملګرو له پوهنتون څخه د مرستې هڅه کړې وه، «خو د پوهنتون کارکوونکو سخت چلن ورسره کړی و». هغې وویل فکر نه کوي چې له غوښتنې سره سره دې هم چارواکي له چا سره مرسته وکړي:

« د پاکستان حکومت په دې هېواد کې په بشپړ ډول د افغان محصلینو له ستونزو خبر دی. موږ خپلې ستونزې له پوهنتون سره شریکې کړې او څو ځله مو پاکستاني چارواکو ته ټول اسناد وړاندې کړي دي. زه چې یې افغانستان ته ستنولم، ورته ومې ویل چې ویزه مې یواځې څلور ورځې تر وخت تېره ده. د نوې ویزې غوښتنلیک مې ورکړی دی خو ستاسې حکومت نه ده راکړي. هغوی راته وویل چې دا نه په دوی پورې اړه لري او نه ارزښت ورکوي».

عبدالله او ټولګیوالو یې د کورنیو چارو وزارت ته غوښتنلیکونه ورکړي وو، خو ګټه یې نه وه کړې. هغه وايي ستونزه د ویزې د اداري چارو تر بریده نه بلکې  تر دې ډېره ژوره ده: «په تېرو اتو میاشتو کې د افغان محصلینو وضعیت ډېر بدل شوی دی. پولیس د پوهنتون د کارتونو او نورو اسنادو په ګډون هېڅ اسناد نه مني. زه په کمپ کې له هغو افغانانو سره هم مخ شوم چې له ویزو سره سره هم نیول شوي وو.»

عبدالله انګېرله چې د افغان محصلینو ستونزې ښايي تر ډېره د پاکستان د پوځي استخباراتو له ځواکمنې ادارې، آی اېس آی (ISI)، سره تړاو ولري:

«زما د مالوماتو له مخې، د پاکستان کورنیو چارو وزارت اوس افغانانو ته د ویزې ورکولو واک نه لري. ما او نورو زده‌کوونکو ته د یوه « نامالوم کس» زنګونه راتلل، ویل یې چې په یوه کافې[ رستورانت] کې ورسره ووینواو هلته به یې له موږ څخه پوښتنې کولې. موږ نه هغه کس پېژاند او نه یې موږ ته وویل چې څوک دی. د کورنیو چارو وزارت کارکوونکو هم راته وویل چې د ویزو ورکولو واک نه لري. نو فکر کوم د ویزو واک د پاکستان د آی اېس آی [پوځي استخباراتي ادارې] په لاس کې دی».

د هدیې کورنۍ هوډ کړی چې دې او خویندو ته یې په پاکستان کې د زده‌کړو د بشپړولو زمینه برابره کړي، هغوی قانوني ګام اخیستی دی:

زه او نورې خویندې مې همدلته ژوند کوو. پلار مو له محکمې غوښتې چې زموږ د زده کړو تر بشپړېدا پورې په پاکستان کې د هستوګنې اجازه راکړي. موږ لا تر اوسه ځواب نه دی ترلاسه کړی، خو یو لیک یې راکړی چې پولیس مو د محکمې تر پرېکړې پورې له دې هېواده نه شي ایستلی. وکیل مو راته ویلي چې د پاتې کېدا اجازه تر لاسه کول يواځې یوه هیله او کابو ناشونی کار دی».

هغې دا هم وویل چې د پاکستان حکومت د هغوی د کړاو پروا نه لري:

« حکومت ښه خبر دی چې په پاکستان کې افغان محصلین له ډېرو ستونزو سره مخ دي او  په دې هم پوهېږي چې په افغانستان کې نجونو ته د زده‌کړو اجازه نشته. خو د پاکستان حکومت د افغانانو هېڅ پروا نه لري. که خوشاله یې که خواشینی، شړي دي».

پایله

په پاکستان کې د زده‌کړو له فرصته بې برخې کېدل د ډېرو ځوانو افغانانو، په ځانګړې ډول د نجونو له پاره یو ناورین دی.په افغانستان کې د ځوانو نجونو پرمخ د زده کړو دروازه تړلې ده . د سمیې شړل د هغې له پاره یو ژوند بدلوونکی ګوزار و: « اوس د خپل راتلونکي په اړه ډېره اندېښمنه یم او وېرېږم چې زده کړې به و نه کړای شم».

خالد په څرګند ډول پړه د دواړو غاړو پر سیاستوالو واچوله. هغه وویل: «دواړو هېوادونو زده کړې له سیاست سره ګډې کړې دي».

افغان محصلین د افغانستان او پاکستان د اړیکو د خرابوالې له امله زیان ویني . ځینې ښايي وکولای شي په پاکستان کې له ویزې پرته خپلو زده‌کړو ته په ګرانه دوام ورکړي، خو دوی به یواځې په پوهنتون کې پټ وي. اوس‌مهال یواځینۍ عملي لار د بورسونو د درلودو ده.

پروسږ یواځې د علامه اقبال د ۱۵۰۰ بورسونو له پاره تر ۲۰۰۰۰ ډېرو افغانانوغوښتنلیکونه ورکړي وو (اریانا). اوس چې بورسونه د ویزې اخیستلو له پاره د سرو زرو په ټکټ بدل شوي، که پاکستان د افغانانو له پاره دا وروستی ور[تحصیلي بورسونه] پرانیستی پرېږدي، نو اټکل کېږي چې په ۱۴۰۵ کال کې به د غوښتنلیکونو باران وي.

لیکوالان:

راما میرزاده

نور د دې لیکوال څخه