هغه څېړونکې چې د چيچنیا پرمسايلو کار کوي د یوه ښکاره سند له مخې وایي چې زيات شمېر چيچنیان په سوريه کې جنګيږي، خو په افغانستان کې یې شتوالی یو مخ ردوي. کريسشن بلویرپه دې اړه د دوو ځانګړو ليکنو په لومړۍ هغې کې ليکلي چې چيچنيان څنګه د لوېدیځو ځواکونو له پاره د جګړه ییز ډګر پر یوې افسانې او د افغان او امريکا حکومتونو له پاره په یوې وسیلې واوښتل چې خپله جګړه پرې د بهرنیو جنګیالیو خلاف د مبارزې په بڼه وځلوي. په همدغې دويمه ليکنه کې کریسشن بلوير هغه ستونزې په ګوته کوې چې د یو چيچني وګړي په پېژندنه کې راپورته کېږي.
د مقاومت مشر امام شامل چې په قوم اوار دی او د زيات شمېر چيچينيانو لپاره اتل دی، د ۱۲۳۸ کال په شا خوا کې روسانو ته تسليميږي. (په افغانستان کې د چيچينيانو انځور مندل ګران دی).
د ۱۲۵۹ کال په شاخوا کې د اليکسي کیفشينکو رسامي
په افغانستان کې د یوه چیچني وګړي پېژندنه یا په کې تېروتنه: یو څو بېلګې
چيچنيايي وګړي (که مړه دي يا ژوندي) وخت نا وخته په افغانستان کې ليدل شوي، خو پېژندل يي زیاتره وخت ستونزمن وي. د بېلګې په ډول، د ۱۳۸۶ کال په اوړي کې يوه امريکايي عسکر ویلي ول چې افغان پوليسو په پکتيا کې يو چيچنی وګړی نيولی. خو کله چې یې په پای کې پېژندنه برسېره شوه، نو سره له دې چې د روس تابعیت یې درلود خو په خټه روس سربیایی و چې اندرې نومېده او وروسته مسلمان شوی و(د ۱۳۸۶ کال بلاګ دلته وګورئ). يا د ۱۳۸۸ کال يوه بله بېلګه: يو خبريال چې په افغان جګړه کې يي د بهرنيو جنګياليو د رول په اړه ليکنې کولې، په پکتيکا ولايت کې يي د يوه امريکايي پوځي د خولې خبره په پوره ډاډ خپره کړه چې عرب، ازبک، ترکمن او چيچني جنګيالي یې د جګړې سيمې ته ننوتل. يو څېړونکی چې شک ورلوېدلی و د تایيد لپاره له همدې پوځي سره په اړيکه کې شو. هغه ورته وويل چې ده خبريالانو ته ويلی ول چې دی او ډله یې له سیمه ییزو افغانانو سره جنګېده. هغه وويل «ما هيڅکله هغه خبره نه ده کړي چې دغه خبريال زما له خولې راخیستې ده». هغه وويل «ما ویلي چې داسې راپورونه شته چې په دې سيمه کې چيچني وګړي شته، خو موږ دا معلومات نه شو تايیدولای».
دداسې پېژندپاڼو رپوټونه هم خپاره شوي چې له مخې یې چيچني وګړي ګواکې پېژندل شوي دي. لکه پر۱۳۸۴ کال د «یو اېس ټوډی»خپرونې يوه ليکنه چې په کې د زابل د والي وياند ويلي چې وروستي وژل شوي کسان سم پېژندل شوي چې پاکستاني او چچني جګړه مار وو، ځکه «له دریو مړو سره موندل شویو اسنادو د هغوی تابعیت برسېره کړ». کيدای شي دا خبره د وژل شويو پاکستانيانو په تړاو سمه وي، خو د چيچني وګړو لپاره به ناشوني وي. که چېرته هغوی پاسپورت لري نو هغه به د روسيې د فدراسیون وي. په ۱۳۷۶ کال کې روسي حکومت له پاسپورټونو څخه هغه معلومات وایستل چې د وګړو ټبر ښیي. که څه هم د پيدايښت ځای اوس هم په پاسپورټ کې شته، خو هغه هم په روسې تورو او يوازي ښار ښیي او د ولایت یا جمهوریت څرک نه ورکوي (نو د چيچنيا کلمه په کې نشته). ترکومه چې د چيچن جمهوریت (ایچکېریا) د ناڅرګند شمېر پاسپورټو خبره ده چې په ۱۳۷۶ کال کې ویشل شوي یو یې هم په جګړه ییزو سیمو کې نه بلکې د اروپا د پناه غوښتنې عریضو کې موندل شوي دي (۱).
د ۱۳۸۹ کال په ژمي کې د جرمني خبري اژانس (DPA) يوه عجيبه کيسه خپره کړه. په دې کيسه کې راغلي چې د کندز ولايت په دشت ارچي ولسوالۍ کې پنځلسوچيچني ميرمنو له طالبانو سره ودونه کړي او له دوی سره يي د ځانمرګو واسکټونو او د سړکغاړي ماينونو په جوړولو او د روغتیاپالنې په برخه کې مرسته کوله (۲). ددغو معلوماتو سرچينه د کندز امنيه قومندان عبدالرحمن سيدخيلي له خوا ترسره شوي تحقیقات وو (۳) چې ورسره دا احتمال راټوکېږي چې ګوندې دا به د همدغه پوليس افسر خپلې خبرې وي چې بندی طالب ته په خوله کې ورکړ شوي دي. همدارنګه، که پر دې کيسه باور وشي نو سړی بايد داسې و انګيري چې پنځلس چيچن مېرمنې، چې هغه هم سخت دريځې مسلمانې وي، هم يي د ځانمرګي واسکټ او د سړکغاړي ماين جوړونې درس زده کړی و، هم له چينچنيا څخه په خپله کندز ته تللې او بيا يي هلته له طالبانو سره ودونه کړي دي. دا کيسه کيدای شي د هغو روسو ښځينه ځانمرګو کونډو د نکل په څېر وي چې د قفقاز د شمالې برخې اوسيدونکې وې، چې هغه په خپله له مبالغې ډکه خبره ده. دا ښځې چې په روسيې کې ورته شهیدکه (شهیده) (دلته يي ولولئ) هم وايي، هغه کونډې دي چې هڅول شوې وې ځانمرګي واسکټونه واغوندي او دننه په روسيه کې ځانمرګي بریدونه وکړي، ، خو دوی پر نړۍ څرخېدونکې اورپکې او د تروريستي تکتيکونو ماهرانې نه وې.
په ځينو پېښو کې چې پړه یې سمه پر بهرنيو جګړه مارو راځي، افغان حکومت بيا هم ډېر ژر د ورته پېښو عاملين چيچن وګړي ګڼلي دي. ښه بېلګه یې د ۱۳۹۳ کال په ژمي کې په زابل ولايت کې د کابل کندهار له لويې لارې څخه د هزاره توکمو برمته کول دي. د زابل والي سملاسي تور پوري کړ چې په دې پېښه کې د پاکستانۍ ترهګرې ډلې لشکر جنګوی او د چيچن وګړو لاس دی. خو د هېواد له بېلابېلو برخو نه د نورو ورته رپوټونو پر خلاف چې چیچن په کې تر ډېره پړه بلل شوي، دې پېښې د رسنیو او عامه وګړو ډېر پام ځانته ور واړاوه. په ترسره شویو ځیر پلټنو کې د حکومت لومړنۍ ادعا رد شوه او له شک پرته برسېره شوه چې پړه د ازبکستان د اسلامي غورځنګ پر ازبکانو راځي. (۴) خو د چیچنانو په اړه نور رپوټونه په دومره ځیرتیا نه پلټل کېږي.
د چيچنيانو سمه پېژندنه: «توکميزه» کليشه
که د ۱۳۶۸ شاوخوا کلونو کې مجاهدينو د روسي عسکرو اجساد په تېروتنه کیوباییان بلل (ښایي ځکه روسي عسکرو د شپنيو جګړو لپاره خپل مخونه يو څه تور وزمه کول، په دې اړه د ليکوال پخوانۍ ليکنه دلته ولولئ) آیا شونې ده چې د اوس مهال امريکايي او افغان ځواکونو هم همداسې کړي وي؟
د روسانو په ګډون ډېری داسې انګېري چې چيچنیان سم بېلولی شي خو سخت ناکام شوي، دا خبره په روسي ژبې یوې پراخې خپرې شوې ليکنې کې چې د يوه چیچني له خوا ليکل شوې او سرلیک يي دی «چيچن څنګه وپېژندل شي» یاده شوې ده. توکميزي کليشې (چې پوهان يي فينوټايپ phenotype) هم بولي، چې د ويښتانو بڼه، د مخ جوړښت، د پوستکي رنګ او داسې نور په کې محاسبه کېږي، په ځانګړي ډول ګټور ځکه نه دي چې چيچني وګړي د متنوع ګروپ خلک دي چې په يوه ژبه خبري کوي. د چیچني وګړي کلیشه شوې «بڼه» د پېژندنې بریالۍ وسیله نه شي کېدای. که چېرې روسانو ته چې له چیچنیانو سره ګډ هېواد لري د هغوی پېژندنه ګرانه پرېوځي، نو افغان به یې څنګه و کړای شي؟ له دې سره سره هم، ځینې امریکایي پوځیان د افغانانو خبره چې کله یو مړی چیچن وبولي، مني. يوه سرتيري چې دنده یې په خوست کې وه داسې ادعا کړي ده:
… چچنیان دي چې په خوست، پکتیا او پکتیکا کې جنګېږي (او وژل کېږي) او کلونه کلونه همدا خبره روانه ده[…] زه څنګه پوهېږم؟ ځکه افغانان یو وژل شوی چیچن کس له یوه وژل شوي عرب کس، له یوه افغان، له یوه پاکستاني څخه چې کله یې وویني بېلولی شي، نو زه په دې ډول پوهېږم.
چې رېښتیا شي په افغانستان کې د وژل شویو یاغیانو پېژندنه هم په ډېر ناکره ډول ترسره کېږي.د بېلګې په توګه په ۱۳۸۶ کال کې (دلته يي ولولئ) د پکتيا امنیه قوماندان یواځې د ځانمرګي بې جسده سر ته اړتيا درلوده چې اعلان وکړي:«د مخ ظاهري جوړښت وښوده چې دی چیچن دی». د افغانستان په شمال کې د نړیوال سوله ساتي ځواک – آیساف يوه تجربه لرونکي پوځي پر ۱۳۹۰ کال داسې ليکلي:
موږ یې دلته د (مزارشریف) په ولایتي روغتون کې چې د یاغیانو مړي ورته راوړل کېږي وینو. کله چې د مړي خپلوان ونه موندل شي، نو بې له ځنډه پرې د بهرني جګړه مار نوم ایښودل کېږي او د مخ بڼې ته په کتو که آسیایي وي = ازبک؛ که تور وزمی وي = پاکستانی؛ که قفقاز وزمه وي = چیچنی [بلل کېږي]. دا کار ډاکټران او همدا راز پولیس کوي او ټول هماغه څه چې وویل شول مني. (۵)
دوه نور څېړونکي چې د شمالي قفقاز او افغانستان په اړه يي څېړنې کړي هم مني: هغه اجساد چې د افغان جګړې په «ډګر کې موندل شوي چې قفقاز وزمه (سپين اروپايي) برېښېدل غالبا پرې د چيچنیانو نوم ایښودل کېده». په یوه بل ورته نکل کې، يوه افغان توکمه امريکايي چې له امريکايي سرتېرو سره يي خوست ولايت ته نژدې د سلاکار په توګه کار کړی ویلي چې سيمه یيزو افغانان چارواکو سپین وزمه بهرنیو جګړه مارو ته په عمومي ډول د «چیچني» نوم کاراوه، ترڅه ځایه ددې له پاره چې فکر یې کاوه دا هماغه څه دي چې امریکاییان یې اورېدل غواړي. کله چې دا هم په پام کې ونیول شي چې افغانستان پخپله د ژړو ویښتانو او سپین وزمه پوستکي وګړي لري نو بیا روښانېږي چې ولې د نږه قومي کلیشو له مخې د کوم مړه یا ژوندي جګړه مار پېژندنه باوري نه ده.
په افغانستان کې روسي ژبه: چيچنیان، مرکزي آسیاییان او نور
د «جينز ډیفینس»یوې څېړنې چې د ۱۳۸۰ کال په لیندۍ کې خپره شوې په افغانستان کې د چيچني وګړو یو شمېر ټولګي، اډې او «ملکي ټولنې»د ازبکستان د اسلامی غورځنګ د یوې برخې په توګه ښودلي دي. دا د هغه څه یوه احتمالي بېلګه ده چې ښیي څنګه «د چیچن پېژندنه» کېدې شي د ژبنۍ او کلتوري سربدالۍ پایله وي. تر کومه چې د ژبنۍ پېژندنې خبره ده، دا مساله چې امریکایي پوځ نظامي ژبپېژندونکي ګومارلي او په نوخچین موت (چیچني ژبه) د ماهرو استخباراتي کارکوونکو سیګنالونه کاروي د هغه څېړونکي له خوا په بشپړ ډول رد شوې چې له امریکایي پوځ سره یې په افغانستان کې وخت تېر کړی دی. د ترهګرۍ دغه څېړونکي مراد بطل الشیشاني (چې په خټه چیچنی عرب دی – په عربي کې د «چ» غږ نه شته او پرځای یې «ش» کارول کېږي) چې کله له امریکایي پوځ نه ووت، په افغانستان کې یې د چیچنیانو د شتوالي مساله پر دې بنسټ رد کړه چې په افغانستان کې د هېڅ جنګیالي له خوا د چیچني ژبې د کارېدو شواهد نه شته. خو لکه د نورو شک لرونکو په څېر، هغه – د یو لړ ژبنیو (او نورو) موندل شویو شواهدو له مخې چې په افغانستان کې نه شته، په سوریه کې د چیچنیانو پر شتوالي ډاډ لري.
د جګړې په ډګر د روسیې ژبې له کارېدو نه د چچنیانو د شتوالي د ثبوت په توګه ګټه اخیستنه لا بې ګټې ده.
د چیچنیانو د شتوالي د ثبوت په توګه د جګړې پر ډګر د روسي ژبې کارېدنه نوره هم بې ګټې ښکاري. د روسیې په ۱۶ ميليونه مسلمانانو کې يو نيم ميليون چيچني مسلمانان دي. د دوی ترمنځ، په مرکزي اسيا او شمالي قفقاز کې روسي ژبه کارول کيږي. په افغانستان کې د روسي ژبې اورېدل يا په روسي ژبه د ليکل شويو اسنادو موندنه دا مانا نه لري چې دوی چيچنيان دي. خو افغانانو ته غالبا ويل شوي چې مرکزی آسيايان چې روسي ژبه وايي دوی په واقعيت کې چيچنيان دي(۶). په روسي ژبه ليکل شوي اسناد هم د چيچنيانو د شتون د نښو لپاره کارول شوي دي. خو هغه څېړونکي چې د مرکزي اسيا له جنګياليو سره بلد دي دا اسناد د ازبکستان په اسلامي غورځنګ پوري تړي (لکه د بېلګې په ډول، په روسي ژبه ليکل شوي هغه اسناد چې په ۱۳۸۰ کال کې د بهرنيانو په کورونو کې موندل شوي).
د هغو څېړونکو د لیکنو له سروې څخه چې د شمالي قفقاز او یا د منځنۍ آسیا په اړه تجربه لري (یا یې له هغوی سره مخامخ تماس درلودلی) دا ګډ نظر راوځي: افغانان او په افغانستان کې مېشت بهرني سرتيری او همدارنګه مهم ژورنالستان او نور څېړونکي پرله پسې دا تېروتنه کوي چې د روسي ژبي ويونکي مسلمانان چيچنيايي وګړي بولي. په ځانګړي ډول زيات شمېر خلک د مرکزي اسيا جنګيالي چې د ازبکستان د اسلامی خوځښت غړي دي، د چيچنيايي وګړو په نامه یادوي او نور بیا د شمالي قفقاز نور غیر چيچنيايي وګړي په ورته ډول ناسم په چیچنیانو کې راولي(۷). خو دا بيا د روسي ژبې له کارولو هاخوا خبره ده. هغسې چې د چيچنيايي شخړي دوه څېړونکي وایي«په حقیقت کې افغانانو د ټولو هغو بهرنيانو لپاره چې دوی يي تشخیص نه شوای کولای د «چیچن»ګډ نوم کارولي «له عربو او پاکستانيانو پرته نور تقريبا د ټولو لپاره کارول شوی»(۸). حتا هغه ازبک چې په محلي ژبو خبري کولای شي د چيچنيانو په نامه په ګوته شوي، په دې برخه کې په زابل کې د هزاره ګانو برمته کول راتلای شي.
همدارنګه له هر افغان پوليس سره دا استدلال کول چې کوم چیچن دی او کوم نه دی، هم تېروتنه رامنځ ته کوي: د افغانانو لپاره چيچنيايي وګړی د نا معلوم توکم بهرني مسلمان په مانادی او دا کیدای شي د دوی لپاره سمه خبره وي حتی که دا کس چیچن هم نه وي (۹). خو اوريدونکی کيدای شي دا فکر وکړی چې د ده مطلب بهرني ته اشاره ده، چې اصلا د چيچنيا دی. همدارنګه دداسې بېلګو بې شمېره راپورونه شته چې په سيمو کې افغانان امريکايي ته د شوروي يا روسي خطاب کوي (۱۰). دا په څرګنده تېروتنه ده ځکه چې امريکایيان په واقعيت کې روسان نه دي، خو که د چا په ژبنۍ او کلتوري قرينه کې له شوروي څخه مطلب بهرنی نامسلمان وګړی وي نو بيا دا سمه خبره ده او دا يوازي د ژبنۍ ترمینالوژۍ توپير دی.
په افغانستان کې ریښتني چيچنيايي وګړي
(ښایي) لومړنی پيژندل شوی چيچنيايي وګړی چې افغانستان ته پر ۱۳۶۱ کال د بهرني رضاکار په توګه تللی فتح محمد حبیب وي. دی د برېښنا انجنير و چې له عبد الرب رسول سیاف سره په اتحاد ګوند کې ملګری شو. که څه هم د هغه له نامه سره چیچن ليکل شوي ول، خو په اصل کې د چيچنيا نه و بلکې له هغو عربو څخه و چې له چيچنيا څخه د عثماني خلافت په وخت کې اردن ته مهاجر شول (۱۱). سیف الله چیچني ته چې په سوريه کې ومړ له انلاین خواخوږۍ نه برېښي چې هغه يو څه وخت په افغانستان کې هم جنګيدلی دی. يو بل څېړونکی وایي چې د کوم بل چيچنيايي وګړي لپاره یې هم انلاین تسليت ليدلی چې په افغانستان کې مړ شوی(۱۲). د اسلامپالوپرخلاف يو بل چيچنيايي وګړي بیا له دوستم سره و چې د طالبانو او د ازبکستان د اسلامی غورځنګ پر ضد جنګيده. کله چې له هغه څخه پر۱۳۸۲ کال پوښتنه وشوه، هغه ويل ده تر اوسه په افغانستان کې بل چیچن وګړی نه دی ليدلی«که څه هم هڅه یې کړي وه چې په طالبانو کې خپل وطنوال ومومي» (۱۳).
د چيچنيايي وګړو دا يو څو بيلګې بېخي استثناګانې دي. د بهرنیو جګړه مارو په اړه هر اړخیزو پلټنو، د هغوی ژوندلیکونو، او دغه راز «شهیدانو» ته د خواخوږۍ په پیغامونو کې نژدې هېڅ هم برسېره شوي نه دي. د «شهيدانودژوندلیکونو» یوه څېړنه کې چې پر۱۳۸۱ -۱۳۸۵کلونو کې په افغانستان او پاکستان کې وژل شوي، یواځې پنځه روسان راغلي چې هغوی هم په خټه تاتار، یا د داغستان وو، نه د چیچنیا(۱۴).همدارنګه هغه څېړنه چې له ۱۳۵۹څخه تر ۱۳۸۹پورې په افغانستان کې د بهرنيو جنګياليو په اړه تر سره شوې، د چيچنیانو خبره ردوي(۱۵).کله چې روسي وګړي د «شهيدانو په لست» کې را څرګند هم شي، شمېر یې لږ او د روسیې د نورو سیمو- معمولاًداغستان او تاتارستان وي، نه د چيچنيا. ترکومه چې د ژونديو نيول شويو خبره ده، هغه اته روسان چې په ګوانتانامو کې بندیان وو، هغوی هم چيچنيايي نه ول. هغه لست چې د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې د بګرام د بنديانو په تړاو چمتو کړی، په هغوی کې هم يو روسی وګړی موندل شوی چې هغه هم په خټه تاتار دی.
د جنګ په ډګر کې د چیچني وګړو څخه تښتول شوی هويت
په ۱۳۸۹ کال کې د نجیب الله قریشی په مستند فلم کې چې په شمال کې يي د اسلامي حزب د جنګياليو په تړاو جوړ کړی و، په يوه برخه کې یې يو جنګيالی يوه کس ته په اشاره د «چیچني ورور» خطاب کوي. داسې لږې بېلګې شته چې طالبانو دې په کې ويلي وي چې دوی له يوه يا څو چیچنیانو سره کار کړی دی. تر ټولو مشهوره هغه يي په ۱۳۸۸ کال کې نيوزويک مجلې ته د سميع يوسفزي ليکنه ده. يو دليل دا هم دی چې آنکه کوم څوک په خپله هم ځان د چيچنيا وښيي منل یې ګران دي. لومړی دليل يي دا دی چې روسي وګړي ته دا ګرانه ده چې خپل هويت مسلمانانو يا هغو خلکو ته چې له روسيې څخه بهر اوسيږي، روښانه کړي. يوازي د روسيې په شمالي قفقاز سيمه کې داسې مسلمانان شته چې هويت يي اوار، درګوا، قلمېق، لزګين، تباساران، کاراچای، چرکيس، ابازين، کباردین، اينګوش او داسې نور دي. که چېرې پېژندنه یوازې په چيچنيايي او يا داغستاني (چې دا هويت نه دی بلکې د روسيې يو ولايت دی) سره وشي خبره آسانوي.
داسې جنګيالي او تروريستان شته چې د ځان ښودنې له پاره د چیچني وګړو هويت اخلي چې انځور یې ډاروونکی شي او غښتلی او جنګیالی وبرېښي. په سوريه کې چيچني جنګياليو هم په ډاګه د همدې هويت تښتوني خبره کړې ده. پر دې موضوع جوانا پاراسزوک چې د چيچنيايي جنګياليو په اړه څېړنې کوي رپوټونه ورکړي دي.
په ورته وخت کې، چيچنيايي وګړو دا شکايت هم کړی چې غرب او په سوريه کې اسلامي جنګيالي غواړي چې چیچن نوم په ځان پورې وتړي ځکه چې فکر کوي چیچن والی د جنګ پر ډګر د غښتلتيا مانا لري.
په الاذقیة کې يوه چیچن جنګيالي پر خپل فیسبوک پاڼه ليکلې چې شيشاني چې په عربي ژبه کې د چیچني پر ځای کارول کيږي اوس يوه نښه ګرځېدلې«ډېر شمېر خلک غواړي چې چیچني و اوسې خو نه دي».
کله چې يوه خبريال د امريکا د ځانګړو عملياتو له سرتيري څخه، چې د شمالي قفقاز او چيچنيا په اړه يي علمي څېړنه هم کړې، د چیچني هويت د غلا په اړه و پوښتل، نو هغه دا کسان له هغو امريکایيانو سره پرتله کړل چې ځانونه د امريکا د ځانګړو ځواکونو غړي بولي. «څرنګه چې دلته په امريکا کې د ځانګړو ځواکونو غړی ډېر ښه ايسی دغه ډول د نړۍ په هاغه برخه کې دا ډېره ښه ايسي چې یو څوک چیچن وبلل شي». هغه عمومي دلایل چې نوموړي د دغه نامه د درنښت په تړاو یاد کړي دا دي چې چیچن وګړي ښه جنګيالي دي، او په۱۳۶۹ کلونو کې چې نړۍ ته د چيچنیانو ويډيوګانې خپرې شوې چې له روسي ځواکونو سره جنګيږي او هغوی وژني، د جنګي خلکو په ټولنه کې يي د مسلمانو جنګياليو په نامه ښه شهرت وموند. دی آن لا دا ادعا هم کوي چې په افغانستان کې د ازبکستان د اسلامي غورځنګ جنګيالي ادعا کوي چې دوی چیچن جنګيالي دي چې پر دښمن ويره راولي.
چيچنيان څه وايي؟
ددې ټکي له یادونې هاخوا چې نور جګړه مار په درواغو ځانونه چیچنیان بولي، پخپله چیچنیان که روس پلوي دي یا مخالفین دواړه پر دې یادونه چې ګنې ددوی ګڼ شمېر هېوادوال په افغانستان کې شته، ملنډې وهي. يوې ليکنې چې پر۱۳۸۴ کال په«روسي ضد» چیچن مطبوعاتو کې په دې سرلیک چې «چیچنیان د خپسې په توګه» خپره شوې (دلته يي ولولئ) پر هغو «لېونیو … وهمونو» ملنډې وهلي چې چیچنیان یې د نړۍ بېلابېلو جګړه ییزو ډګرونو ته رسولي او هغوی یې له نا پېژندل شویو الوتونکو وسیلو سره پرتله کړي دي. د پوليسو، جنرالانو او رسنيو له خولې یې د څو کلونو په ترڅ کې د هغو وګړو بېلګې موندلي چې چیچنیان یې «لیدلي» چې په افغانستان، اسرایيلو، اذربایجان، پاکستان، عراق، هند، چين، مکسيکو او آن اريزونا کې جنګيږي یا د ترهګرو بریدونو پلانونه جوړوي (په پای کې د بوستون د ډله ییزې ځغاستې بمي بریدګرو په امریکا کې لومړني اصلي چیچن ترهګر په ډاګه کړل). په ډېرئ مواردو کې د چیچنیانو د لیدلو خبره له عجیبو جزییاتو او خندوونکو ادعاوو سره ملګرې وي.
یو کال وړاندې، پر۱۳۸۳ کال جلاوطني احمد زکايوف چې د چيچنيا حکومت د لومړي وزير مرستيال و، دا ادعاوی رد کړي چې ګني چيچنيان په افغانستان او عراق کې جنګيږي. نورې ردېدنېآن تر دې هم ستوغي دي، د بېلګې په توګه روسي ضد قفقاز سنتر وېبپاڼه د امريکايي ځواکونو او ژورنالستانو دا ادعاوې چې په افغانستان کې یې چيچنيان لیدلي په کلکه ردوي او وايي چې «له اسلامه زړه توري امریکاییان د چیچن مجاهدينو په اړه يوازې درواغ خپروي».
په پای کې روس پلوي چیچن ولسمشر رمضان قادروف په سوريه کې د چیچني جنګياليو د شتوالي د کلکې ردونې په ترڅ کې، په خپله په افغانستان کې د چيچنيانو د شتون اوازي دروغ وبللې. په ۱۳۹۳ کال کې یې په خواشینۍ و منله چې په سوريه کې يو څه چيچنيان شته خو ډېرئ یې له هغو وګړو څخه دي چې په لوېدیځ کې زوکړي او ستر شوي دي. خو اوس په ۱۳۹۵ کال کې چيچنيان په سوريه کې د خپلو وګړو شتون نه شي ردولای ځکه د ویډیوګانو په ګډون یې ګڼ زباتوونکي شواهد شته.ورسره جوخت دا ثبوت هم شته چې په اوکرايین کې هم چيچنيان دواړو لوريو ته جنګيږي(دلته يي بېلګه کتلای شئ). هغو څېړونکو او پلټونکو چې په افغانستان کې د پام وړ شمېر چیچنیانو د نشتوالي استدلال کوي ښودلې چې په بهرنیو جګړه ییزو ډګرونو کې د چیچنیانو د شتوالي خبره بېخي منلی شي خو چې کله ورته شواهد وړاندې شي (لکه په سوریه کې). (۱۷)
که په افغانستان کې زيات شمېر چيچنيان جنګيدلای…
يو تصور چې په پلټونکو، څېړونکو او له امريکايي حکومت سره مخامخ یا نامخامخ ښکېلو قردادیانو کې شته دادی چې که په افغانستان کې رېښتيا هم چيچنيان وای او که امريکايي حکومت او پوځیانو هم رېښتيا هم دغسې باور درلودای، د امريکايي حکومت په پروګرامونو او جوړښت کې به يي هم نښې لېدل شوې وای. د بېلګې په ډول د ژبو په دفاعي انستيتوت کې به چیچني ژبه لوستل کيده، د حکومت په پروګرامونو کې به د چيچنیانو او چيچنيا پر پېژندنه ډېر لګښتونه کېدل(د بېلګې په ډول د ژبې اکاډمیک پروګرامونه)، قرارداديانو به په منظم ډول د چیچني ژبې ويونکو ته اعلانات ورکول، او هغو څېړونکو او تحليلګرانو به یې چې پر چيچنيا او مرکزي اسيا يي کار کړی او تجربه لري په افغانستان کې د چيچنيانو شتون نه ردولای. همدارنګه د چیچني وګړو نومونه به د امريکايیانو له خوالکه په افغانستان او پاکستان کې ازبک جنګیالي،په هدفي وژن ليستونو کې راتللای. تر کومه چې د امریکا او روسیې په اړیکو پورې اړه مومي، د استخباراتي معلوماتو د شریکولو نورې نښې به لکه هماغسې چې اوس مهال یې په سوریه کې نښې شته، یا د سپټمبر تر یوولسمې سملاسي وروسته په افغانستان کې وې، لیدل کېدلای.
پايله: «عمومي» چیچنیان:
سره له دې چې يو کم شمېر چيچنیان په ۱۳۷۰کلونو کې افغانستان ته راغلي ول، ډېرئ خلک په پای کې دې باور ته ورسېدل چې هغه مهال د چيچنیانو شتون يوه عادي خبره وه. د روسيي حکومت، چې تل پرې امریکا له چیچني یاغي غورځنګ سره د چلند له امله نیوه کې کولې،د طالبانو له خوا د چیچن حکومت تر رسمي پېژندنې وروسته دا يو فرصت وباله چې د چیچن د خپلواکۍ غورځنګ پر ټوله نړۍ د سخت دریځو په توګه وځلوي.شمالي ټلوالې چې پر۱۳۷۹ کلونو کې کلکه د روسيې په نظامي ملاتړ متکي وه، په خوښۍ سره د روسيې حکومت خبره خپله کړه چې په افغانستان کې ډېر شمېر چيچني تروریستان شته، خو لوېدیځو حکومتونو د روس حکومت دا نظر رداوه.خو د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د يوولسمې پېښې د امريکا حکومت هم دې ته وهڅاوه چې د چيچنيا په تړاو د روسيې حکومت نظر خپل کړي او دا د تلپاتې آزادۍ په نامه عملیاتو کې د روسیې د ملاتړ په بدل کې (د نورو معلوماتو لپاره دلته ولولئ).
دلته به ښایي په افغانستان کې د چیچني وګړو د شتوالي افسانه پای ته رسېدلې وای، ځکه چې هيڅ چيچنی وګړی نه ژوندی نيول شوي او نه هم په افغانستان کې وژل شوی. خو بيا هم په افغانستان کې پېژندل شويو جنګياليو د افغان حکومت او ايساف او ناټو ځواکونو په وړاندې پرمختګ وکړ. افغان حکومت او امريکايي ملاتړو یې، په يوه هڅه کې چې جنګيالي نا مشروع وښيي، وپتېیله چې د جنګياليو یاغی توب بهرنۍ ستونزه وښیي. افغان او لوېدیځو ځواکونو په عادلانه ډول د پاکستان په حکومت او ټولنه کې یو شمېر عناصر د جګړه ماروپه ملاتړ تورن کړل، خو چیچنیان تش په توره، د بهرنیو جنګیالیو پر اوږده لیست ور زیات کړای شول. ژورنالستانو او څېړونکو يوه هم هغه ویناوې چې د چیچني وګړو په تړاو د افغان حکومت او ايساف ځواکونو له خوا خپرې شوې،و نه پوښتلي.په دې سره دا لار هواره شوه چې له نيوکې پرته په خپلو خپرونو او ليکنو کې ورکړل شوي معلومات له ناسم نظر سره خپاره کړي.
د چیچني افسانې په جوړولو کې یو لړ کوچنیو تخنیکي جزییاتوهم ونډه درلودلې ده. په اصل کې د جنګياليو ترمنځ دچیچنیانو شهرت او په افغانستان کې د دوی د نامه کارونه (د ۱۳۷۳- ۱۳۷۹ کلونو ترمنځ) د روسيې پر وړاندي د هلوځلو له لاسه را پيدا شوې ده. غیر چيچني جنګياليو د چيچنیانو نوم غلا کړ حال دا چې په افغانستان کې د ناټو او ايساف ځواکونو داسې وبلله چې همدوی ګنې چیچنیان دي. خو د چيچن نامه په تړاو ويلای شو چې دا یو شمير هغو مسلمانانو ته چې د پخواني شوروی اتحاد وګړي دي او مسلمان شوي روسان هم په کې راځي، کارول شوی دی.
د افغانستان د بې شمېره ستونزو په منځ کې، د چیچنیانو په پېژندنه کې تصادفي او قصدي تېروتنه کومه لویه خبره نه ده. خو همدا ستونزه د لويي سيستماتيکي ستونزي لپاره يو سمبول ګرځيدای شي چې لامل يي کيدای شي: کمزوري استخباراتي معلومات او د امريکا د حکومت او سرتيرو او ورسره د دوی د لوېدیځو ملاتړو تحلیل، د تحلیل او روحي عملیاتو تر منځ د کرښو بيلوالي، لټ ژورنالیزم، پر بل د پړې اچول او د افغان او امريکا حکومتونو کږېدا، په حقایقو کې لاسوهنه چې د زبرځواکونو سیاستونو ته (لکه د روسیې او امریکا ترمنځ) ګټه واړوي، او په لوېدیځ او افغانستان کې د پوهانو، څېړونکو او عادي وګړو له خوا د انتقادي پلټنو نشتوالی وي. دا هرڅه چې کله سره یوځای شي، د کړکېچ له اصلي ماهیت نه سړی کږولی شي: چې یاغي او ترهګر رېښتیا څوک دی؟ ولې هغوی بغاوت ته لاس اچوي؟ کومو کارونو ته اړتیا ده چې ددغو ستونزو غم وخوړلی شي؟
کريسشن بلویر خپلواک څېړونکی دی چې په مرکزي اسيا کې اوسيږي. د ۱۳۹۴ کال له مني څخه یې بيا د ژمي تر لومړيو پوري د افغانستان له تحلیلګرانو شبکې سره کار کړی دی. هغه ته له دې لارې لاسرسی کېدلی شي: [email protected].
(۱) په ۱۳۶۶ کال کې، د چيچنيا په لومړۍ او دویمه جګړه کې، د چيچنيا دولت يو شمېر پاسپورټونه چاپ کړل. دا راپور چې په روسي ژبه خپور شوی (دلته لوستلای شئ). دا پاسپورټونه هيڅ وخت د سفر د رسمي سند په صفت ونه پيژندل شول. دا پاسپورټونه له اروپايي قوانينو سره په ټکر کې ول (دلته يي وګورئ).
(۲) د ۱۳۹۰ کال، افغان پوليس د پنځلسو چيچني مېرمنو په لټه کې (دلته يي ولولئ). د همدې کال بل راپور (دلته ولولئ).
(۳) دوه مياشتې وروسته بي بي سي د پولیسو د قوماندان د مرګ خبر خپور کړ چې په هغه کې ويل شوي چې دې قوماندان غوښتل بهرني جنګيالي وځپي: لکه پاکستانيان، عرب او چيچنیان. د بلال سروری راپور. سيدخيلي: هغه قومندان چې په طالبانو پسې شو. د بي بي سي راپور (دلته ولولئ).
(۴) د افغانستان د تښتونو ويډيو: د ازبک ښځو له خوا بندیان حلال شوي. د بي بي سي راپور (دلته ولولئ). هزاره تښتول شوي مسافر خوشي شول، د بي بي سي راپور (دلته ولولئ).
(۵)په ۱۳۹۰ کال کې، له پخواني ايساف سرتيري سره شخصي خبريالي چې په شمالي افغانستان کې د زياتو کلو تجربه هم لري. د تلاشۍ په تړاو د بلې بيلګې لپاره د يو څه تت رپوټ لپاره دا بيلګه وګورئ: په ۱۳۹۱ کې خپور شوی په افغانستان کې ځانګړي عملياتي ځواکونه.
(۶) د بریان ګلين ويليمز د «د القاعدې او چيچنیانود ټوټه کولو نکل» دويمه برخه. او همدارنګه د چيچنیانو او د افغانستان د مقاومت اړيکي سپړل، د چيچنيا اوونيزي څلورمه برخه (۱۳۸۲).
(۷) ګايډو سټينبرګ، چچني القاعده؟ د قفقاز ډلي د سوريي جنګ نور نړيوال کوي (۱۳۹۳). لورا میلر، چيچنیان: سخت افسانوی خلک، د ۱۳۹۲ (دلته يي ولولئ). د ۱۳۹۳، جيمز ګورډن ميک، .
(۹) ما د استدلال دغه کرښه د نورو څېړونکو په شمول و ايسته، او دوی هم موافق دي چې دا خو يا د باور وړ ده يا همداسې ده. خو د پوهانو په حيث دوی وايي دا نه ده ثابته شوي، ځکه چې نه په ارشیف کې څېړنه شته او نه افغانستان ته ځانګړي سفرونه شوي.
(۱۰) ځيني بېلګې: مارټي کاپټون او نور، د جنګ کور: ميني څنګه د يوه سرتيري د افغانستان د خپسې ويره لاندې کړه. ان مارلوي او ډيريک هرانډيز، د سيبستين افغانستان نړيوالي چاري ۱۳۸۹ کال. په افغان ژورنال کې د جيف کارټر ليکنه: په افغانستان کې د يوه سرتيري يو کال، پ جي ټوبيا، ما څنګه په افغانستان کې خپله رخصتي تيره کړه ناشويل. ۱۳۸۸ کال، ټام باومن، د امريکايي سرتيرو لپاره په افغانستان کې یو بل پرمختګ، د اين پي ار راپور (دلته ولولئ).
(۱۱) په ۱۳۸۷ کال کې، د ساروين مور او پاول ټوملټي، بهرني جنګيالي او د چيچنيا موضوع: نقدي ارزونه، د جنګ او تروريزم په اړه څېړنې.
(۱۲) په ۱۳۹۰ کال کې له نا معلومو څېړونکو سره همکاري، چې په عربي ژبه د «شهيدانو» ويډيو ګانو ته کتنه شوې.
(۱۳) په افغانستان کې د هيڅ چيچني ثبوت نشته، په ۱۳۸۲ کال کې د چيچنیا اوونيزه.
(۱۴)د ان سټينرسن څېړنه: د القاعدې پلي سرتيري: د هغو بهرنيو جنګياليو د ژوندلیکونو ارزول چې په افغانستان او پاکستان کې په ۱۳۸۱ او ۱۳۸۵ کلونو کې وژل شوي.
(۱۵)د بريان ګلين ويليمز ليکنه، د اسلام د زمريانو پر ليکنه: د ۱۳۵۹ او ۱۳۸۹ کلونو تر منځ په افغانستان او پاکستان کې بهرني جنګيالي.
(۱۶) د بېلګې په ډول، د ازبکستان د اسلامي غورځنګ د «شهيدانو» رسمي ليست وګورئ چې د ۱۴۳۲ هجري قمري کال اړوند دی چې د ۱۳۹۰ کال د مني موسم شاوخوا کيږي.
(۱۷) لکه د نورو زياتو بيلګو په ډول: د بريان ګلين ويليمز، په چيچنيا کې زوږ.
بیاکتنې:
دا مقاله په وروستي ځل تازه شوې وه ۱۵ ثور / غويی ۱۳۹۹