Afghanistan Analysts Network – Dari Pashto

سیاست / چشم انداز سیاسی

په خاص ارزګان کې ستونزه: سپکاوی، بریدونه، کلابندي او هوایي لېږد

مارتینه فان بیلرت 21 دقیقې

تر دریو میاشتو پرله پسې جګړو وروسته په خاص ارزګان کې چې د پښتنو او هزاره توکمو ګډه سیمه ده، طالبان وتوانېدل چې  د سیمه ییزو پولیسوپه ځپلو سره، ګڼ امنیتي ځواکونه اړ کړي چې د ولسوالۍ له مرکز نه په شا شي. دا یرغل یواځې د طالبانو د هغو پراخو همغږو هڅو یوه برخه نه وه چې غوښتل یې پر مهمو سیمو فشار راوړي، بلکې د سیمه ییزو پولیسو د قوماندان عبدالصمد د ځواکونو د ښکارولو لپاره، چې د ځایي سرچینو په وینا یې ناوړه چلند نور د زغملو نه و، یوه ځانګړې هڅه هم وه. د افغانستان له تحلیلګرانو شبکې څخه مارتینا فن بیلرت یوه کیسه راسپړي چې د ږیرې د لنډولو، سپکو چلندونو، د پسونو او اوښانو پر سر شخړه او د اړوندې سزا ځنډېدل، تر ځمکې لاندې لغم، چاودنه او د هوایي لېږد په څېر ټکي په کې یو ځای شوي دي.

خاص ارزګانخاص ارزګان

دا پیښه هلته چې پيل شوي وه پای ته رسیږي، خو د طالبانو جنګيالي اوس هم راټولیږي (که څه هم په ګاونډي ولایت زابل کې د مشرتابه پر سر د ټوکېدلې شخړې پر سر ځینې جنګیالي شا او مخ ته شول) حکومت هم په دې سوچ کې دی چې رټل شوی قوماندان بېرته دې سیمې ته واستوي. په خاص ارزګان کې له ترخو جزییاتو ډکه وروستۍ نښته دا څرګندوي چې په افغانستان کې جګړه ولې دومره پیچلې ده. دا د هغو فاسدو مرستندویو ځواکونو د دوام ونډه ښیي چې د سیمې د خلکو او دولت تر منځ فاصله زياتوي، خو په ولسوالیو کې د دولت د ماتېدونکې واک د ساتلو لپاره ډېر مهم دی. ددغو ځواکونو کارول له ترهګرۍ او طالب جنګياليو سره د امریکا د پوځي ستراتیژۍ د یوې برخې په توګه په میراث پاتې شوي دي.

د خاص ارزګان دا جګړه جوتوي چې څه ډول د ټولنې وګړي د خپل ځان د ساتلو او یا د مرستې غوښتلو لپاره، بېلابېلې لارې لکه د کوم چا په پلوۍ غږېدل او یا هم خبرو ته کیناستل په خپله ګټه کاروي. دا جګړه دغه راز د غلیم او دوست مرکزي رول، چې له چا سره جګړه وشي او د چا ملاتړ، او د دې اړیکو بدلون په ښه توګه جوتوي. په پایله کې دا فکر هم راکوي چې دا جګړه کومې خواته غځول کیږي، د امریکا پوځ خپله جګړه ییزه ونډه ټیټه کړې ده (تر ډیره نا څرګنده ده) خو تر اوسه پورې خپل رول لوبوي، افغان حکومت او طالبان هم هڅه کوی چې خپل کورني مخالفتونه او د واک کرښې ځانته روښانه کړي.

دا سیمه د څو لاملونو په خاطر مهمه ده. دا له هغو سیمو څخه یوه ده چې هزاره او پښتانه په کې په ډېر ترینګلي حالت کې له یو بل سره څنګ پر څنګ ژوند کوي. دوی په داسې حال کې چې ځانونه د یوه غټ ناورین پر بېلا بېلو څنډو ویني، هڅه کوي سوله ییز اړیکي وساتي. د هغو قوماندانانو شخړې چې پر ناوړه چلند تورن دي په پراخو توکمیزو ټولنو او تر ملي کچې پورې خپرې شوې دي. خاص ارزګان، طالبانو ته د یوې لویې لارې په توګه له زابل او غزني، شمالی هلمند او د ارزګان ولايت د ګیزاب ولسوالۍ له لارې غور ته د رسېدو لاسرسی ورکوي، په خاص ارزګان کې د تګ راتګ آزادي طالب جنګياليو ته د راټولېدو او خپريدلو موقع برابروي. ډیر کلونه وشول چې د ولسوالۍ د مرکز او پوځي پوستو  په شاو خوا کې جګړې کیږي.

کلابندي (د ۲۰۱۵ کال مې او اګست میاشتې)  

په خاص ارزګان کې وروستی یرغل د سږکال د مې میاشتې په منځ کې پیل شو. تر څو ورځو سپکو نښتو وروسته، طالبانو د ۲۰۱۵ کال د مې پر ۱۸ نیټه  د ولسوالۍ په مرکز کې پر قوماندانۍ، ولسوالۍ او د شاه زمان ښوونځي پر شاوخوا دروند یرغل پیل کړ. جګړې څو ساعته دوام وکړ چې په پایله کې یې دولس پولیس او د ښوونځي مدیر عبدالعالم خان چې د ولسوال دنده یې هم ترسره کوله، ووژل شول. د ولسوالۍ مشرتابه په سملاسي توګه له ترینکوټ، کندهار او کابله د ملاتړ غوښتنه وکړه او ګواښنه یې وکړه چې ولسوالي ښایي له لاسه ووځي. په پایله کې دا د سیمه ییزو پولیسو قوماندان عبدالصمد و چې مرستې ته یې ورودانګل او طالبان یې په شا وتمبول. د سیمې ځینې اوسیدونکي دا د طالبانو لپاره پیاوړی ګوزار بولي. وروسته له څو ورځو او څو اوونیو طالب جنګيالي بېرته راوګرځېدل، په  امنیتی پوستو یې پرله پسې بریدونه پیل کړل او څو پوستی یې هم ونیولې (د مثال په توګه دا راپور دلته وګورئ). د ۲۰۱۵ کال د مې میاشتې په پای کې د عبدالصمد پوځی اډه په ناوه سلطان محمد سيمه کې کلابنده شوه، په داسی حال کې چي د عبدالصمد نوري پوستې په نورو برخو (په خاصه توګه په ناوه شالي) کې تر درانده برید لاندې راغلې. د ۲۰۱۵ کال د مۍ میاشتې په ۳۰ نېټه سیمه ییزو چارواکو راپور ورکړ چې طالبان د ولسوالۍ مرکز ته په ۵۰۰ متره واټن کې نژدې شوي دي. طالبانو د ولسوالۍ پر مرکز برید ونه کړ او ټول پام یې عبدالصمد ته اړولی و. د یوې سیمه ییزې سرچینې له خولې، وروسته له هغه چې عبدالصمد طالبانو ته د مې میاشتې په برید کې د ولسوالۍ پر مرکز د یرغل پر مهال ماتې ورکړه، طالبانو په ځینو امنیتی پوستو بریدونه وکړل خو دا بریدونه یواځی د دې لپاره وو چي حکومت بوخت وساتي، خو د دوی اصلي موخه بيا هم عبدالصمد و.

د عبدالصمد د پوستو کلابندۍ څو اوونۍ دوام وکړ. د پارلمان غړی حاجي عبیدالله بارکزی تر هغه وروسته چی د ۲۰۱۰ کال په پارلمانې ټاکنو کې یې عبدالصمد ننګه وکړه، د هغه کلک ملاتړی دی او په کابل کې د ده په پلوۍ جرګې او مرکې کوي (خو د دې پارلماني غړي مخورتوب دومره نه دی چې د سیمه ییزو پولیسو له دې قوماندان سره د جګړې په چمتو کولو کې څه مرسته وکړای شې). د ځینو راپورونو له مخې، له څو اوونیز ځنډ وروسته د ۲۰۱۵ کال د جولای په میاشت کې له کندهار څخه ۲۰ سرتېري له وسلو او مهماتو سره د طوفان عملیاتو د یوې برخې په توګه ورواستول شول. په ورته وخت کې د سیمه ییزو پولیسو مخکني قوماندان عبدالحکیم شجاعي (هزاره، عبدالصمد پښتون دی) له سیاه بغله په شمال کې پر طالبانو برید وکړ او هغوی يي اړ کړل چې د لنډی مودې لپاره په دوو جبهو کې وجنګیږی. د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې د عبدالحکيم شجاعي په اړه مخکې هم راپورونه خپاره کړي (دلته او دلته يي ولولئ) شجاعي په ۲۰۱۲ کال کې د خاص ارزګان د سیمه ییزو پولیسو د قوماندانۍ له دندې څخه ګوښه کړای شوی دی (خو سره له هغه هم، دی په دې دومره موده کې لا هم د سیمه ییزو پولیسو د ډیرو پوستو مشري کوي). د ډېر تاوتریخوالي له کبله د ده د نیولو حکم هم صادر شوی و، چې په جدي ډول د چا له خوا تعقیب نه شو. (۱)

د پوځي مرستې د رارسیدلو او د دویمې جبهې د پرانیستلو په پایله کې حکومتي ځواکونو طالبان په شا وتمبول او لارې یی بېرته پرانیستلې. د ۲۰۱۵ کال د جولای په ۱۲ نېټه د افغانستان ملي ټلویزیون خبر ورکړ چې هغه سیمې چې د طالبانو له خوا نیول شوې وې ( د دوی د پلان شویو ډله ییزو بریدونو په پایله کې چې د سیمی ډیر خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي وو) له دوی څخه بیرته ونیول شوې او جګړه په ارزګان کې پای ته رسېدلې. دا یو لنډمهالی بریالیتوب و. د افغانستان د ملي اردو تقویتې ځواکونه د دوو اوونیو لپاره هلته پاتي شول خو کله چې ووتل د عبدالصمد د سیمی کلابندي د طالبانو له خوا بېرته پیل شوه. د ۲۰۱۵ کال د اګست پر لومړۍ نېټه ځایي چارواکو وویل چې د سیمه ییزو پولیسو ځواکونه په ناوه سلطان محمد کې کلابند دي، په داسی حال کې چې ډله ییزو رسنیو راپور ورکړ چې دا سیمه تر څلورو ورځو سختو جګړو وروسته د سقوط په حال کې وه. عبدالصمد په دې وتوانېد چې درې نورې اوونۍ هم ځان وساتي، خو هغه وخت چي دی د ناوه سلطان محمد واکوال و، د دې لپاره چې په دهن سنګو کې خپل کور او پاتې جنګیالي، چې تقویتی ځواکونه او مهمات هم ورباندی قطع وو، وساتلی شي، هغې خواته ولاړ. خو د ۲۰۱۵ کال د اګست پر ۲۱ د جمعې په ورځ وضعیت نور له ولکې ووت. طالبانو له خپل سنګر څخه د عبدالصمد د کلا پر لور، یو لغم وکيند او بیا یی هلته چاودیدونکې توکي ځای پر ځای او وروسته وچول، چې د کلا یو دیوال یې هم ونړاوه. د جزئیاتو، د ویجاړۍ د کچې او د وژل شویو د شمېر په اړه بیلا بیلې خبرې کیږی (د مثال په ډول دلته وګورئ) خو دا خبره روښانه وه چې نور نو عبدالصمد له ځانه دفاع نه شي کولای.

د عبدالصمد ژغورنه

بله شپه د ۲۰۱۵ کال د اګست د میاشتې پر ۲۲ نېټه د شنبي په ورځ، صمد له خپلې کورنۍ او پاتو جنګیالیو سره د خاصو عملیاتو لپاره د چورلکو په واسطه ترینکوټ ته ولېږدول شو. د هغو کسانو په منځ کې چې ایستل شوي وو، د صمد دوې میرمنې، دده څو ماشومان، په وروستۍ جګړه کې دده د وژل شوي ورور ځوان زوی او ۲۰ ملاتړي شامل ول. (۲) د څو وروستیو اوونیو په ترڅ کې دده ورور ولي محمد او ورسره يو شمېر جنګیالي ووژل شول. دی پخپله او بل ورور يي میرویس ټپیان شول. دا هوایی لېږد د یوې امریکایي چورلکې له خوا تر سره شو چې د سیمی خلکو د جټ په نوم یادوله او پر هر هغه څیز یې ډزې کولې چې ښورېده به ( د یوې سیمه ییزې سرچیني له خولې دا د دې لپاره و چې لاندی ډیرو طالب جنګیالیو په کورونو او کلکو مورچو کې ګونډې وهلې وې). ځینې سیمه ییز راپورونه دا هم وایي چې پر همدې شپه یا تر دې يوه شپه مخکې د دې لپاره چې د صمد انبار له منځه یوړل شي، بمونه هم غورځول شوي ول، چې دا خبره لا تر اوسه په خپلواکه توګه تایید شوې نه ده. ځینی سرچینی دا هم وایی چې د صمد له شا تګ سره ډېرې وسلې او ترانسپورتي وسایل د طالبانو لاسته ورغلل. صمد نه یواځی په خپل کور کې غټه زېرمه درلوده بلکې په یوه پټ ځای کې یی هم ډیرې وسلې خوندي کړې وې.

د هوایې لېږد بیه

د ۲۰۱۵ کال د اګست میاشتې پر ۲۳ نېټه د غوڅ ملاتړ ځواکونو یوې څانګې مطبوعاتي اعلامیه خپره کړه او په هغې کې یې هغه ځواکونه چې عبدالصمد یې ایستلی و وستایل او د حکومت بې وسي یې چې د څو اوونیو په ترڅ کې یې و نه شو کړای ننګې ته ورشي، په بشپړه توګه له پامه غورځولې وه. (۳) د صمد ځواکونه په داسې وضعيت کې ول لکه د افغانستان سیمه ییز پولیس چې تر ظلم لاندی کلیوالو د دفاع لپاره له بلی دونيا راستول شوي وي، نه د محاصره  شویو ځواکونو په څېر. د افغانستان ځانګړو امنیتي ځواکونو د قوماندان صمد او د سیمه ییزو پولیسو د ژغورلو په موخه ډیر پیچلي عملیات ترسره کړل… د افغانستان د سیمه ییزو پولیسو دې ډلې کلیوال او د دوی د کورنۍ غړي په اوونیو په دې نرۍ دره کې چې ۲۸۰۰ متره لوړوالی لري، د طالبانو له بریدونو وژغورل. د ځانګړو ځواکونو ټولګی د ۶۰ کلیوالو او د هغوی د خپلوانو د موندلو لپاره ۵۰ متره سورور کلابند ځای ته له څلورو چورلکو څخه ښکته شوي وو. د دفاع وزارت او جنرال عبدالرازق د اوامرو پر اساس، د افغانستان ځانګړو امنیتي ځواکونو دا مظلوم کلیوال له خاص ارزګان څخه خوندي سیمې ته ورسول.

له هغه څه نه چې لاندې په ګوته شوي، د سیمې د خلکو نظر په بشپړه توګه بل ډول و.

د مرستې او ژغورلو د عملیاتو د پرمخ بیولو کرښی تیاره وي. لکه څنګه چې د غوڅ ملاتړ د ځواکونو په اعلامیه کې ذکر شوي، دا عملیات ددفاع وزارت او جنرال عبدالرازق په امر د افغانستان د ځانګړې قطعې د غړو له خوا د افغانستان د هوایي پوځ د څلورو MI-17 چورلکو پر مټ تر سره شول. له دې څخه ددې خبرې پټول برېښي چې ګواکې په دغو عملیاتو کې د افغانستان ملي امنیتي ځواکونو ګډون کړی وي. په دې پیښه کې داسی انګیرنه کيږي چې د عبدالرازق یو څه ځانګړي ځواکونه ارزګان ته استول شوي ول چې د خپل اڅکزي قوم یو غړی وژغوري. د ۲۰۱۵ کال د اګست میاشتې پر ۲۳ نېټه د یکشنبې په ورځ  له هوايي لېږد یوه شپه وروسته، درې څلور پوستې-  شش پخته، ګودر، قدم شالي هم تخلیه شوې او هغه کسان چې لا نه وو تښتیدلی د ولسوالۍ مرکز ته راوستل شول. دوی د افغانستان د ملی اردو یوه پوسته شمال خواته په شش پر کې او یوه هم پنځه کیلومتره له مرکزه لویدیځ خواته په دهن قلعه خور کې پرېښوده. طالبان د ولسوالۍ مرکز ته راغلل او جنګیالي یی په آزاده توګه په بازار کې ګرځېدل. داسې ضد او نقیض راپورونه هم موجود ول چې ولسوالي او امنیه قومانداني د احتمالي برید د ښې دفاع په خاطر د امریکاییانو پخوانۍ پوځي اډې اناکوندا ته دننه لېږدول شوې وه.

ددې یرغل علت: ږیره، تاوتریخوالی او که بریدونه

خاص ارزګان هم لکه د ډېرو نورو سیمو هغه امنیتي ځواکونه تر خپله وسه آزمویلي چې خلکو ته یې په سپکه سترګه کتل. له پېل نه د افغانستان ملي پولیس، د افغانستان امنیتي ګارد او وروسته بیا د افغانستان سیمه ییزو پولیسو د امریکا له ځانګړوعملیاتي ځواکونو سره د حمايوي ځواک په ډول کار کاوه. عبدالصمد چې د ۲۰۱۲ کال په لومړیو کې له طالبانو څخه بېل او له سیمه ییزو پولیسو سره یو ځای شو، په پیل کې د ډېرو ناوړو کسانو له ډلې څخه نه و. د وخت په تیریدو سره د ده  کسانو خپل ناوړه سلوک ته زور ورکړ، تر هغو چې نور نو د خلکو لپاره دا کړنې د منلو وړ نه وې. په پیل کې فشار او سپکاوی په وړو خبرو باندې و چې دا عادي خبره وه، خو وروسته ناخوښۍ ځکه ډېرې شوې چې نورې خبرې، لکه جریمه کول د دې لپاره چې ولې د سړک د غاړې د چاودنی مخ نیوی نه کیږی یا ولی خلک ملی بیرغ نه جګوي، ډېر شول.

دلته په هر ځای کې وژنې وې، کله د جګړې په منځ کې یا وروسته او یا هم بې له جګړې چې د ځای پر ځای اعدامونو بڼه یی درلوده. دا وژنې یوه هم د خلکو له یاده نه دي وتلې او ټولو د غچ اخیستلو انتظار کاوه. دلته داسې جزاوې وې چې په ښکاره یې موخه یوازي د خلکو سپکاوی برېښېده. د مثال په ډول د ۲۰۱۵ کال د جولای په منځ کې وروسته له هغه چې جګړه کراره شوه او عبدالصمد ځان غښتلی او غچ اخیستونکی ګاڼه، د ده جنګیالیو د ناوه سلطان محمد څو سپین ږیري کلابند او په زور اړ کړل چې خپلی ږیري لنډې کړي. دا محاسبه شوی سپکاوی ( د یوې ډلې ویدیو دلته کتلای شئ) هغو سړیو ته چي د طالبانو ملاتړ کوي، په نظر کې نیول شوی و. ددې سیمي ځینې سړي وهل او ټکول شوي چې د یو لړ راپورونو له مخې دې ته اړ شوي وو چې ۱۴ لکه پاکستانۍ کلدارې چې ۱۳۵۰۰ ډالره کیږي، جریمه ورکړي. خو هغه څه چې رېښتیا هم تله یي واړوله، د عبدالصمد د کسانو کیسې وې چې د خلکو کورونو ته ننوتل او خلکو ته يي شرم واړاوه.

ډېری سرچینې نه غواړي چې په دې اړه په جزییاتو خبرې وکړي، خو د ادوزیو د پیښې په اړه چې د خلکو ږیرې لنډې شوې وې، داسې ویل کیږي چې د میلیزیو د قوم یوه ځوانه نجلۍ په زور له خپله کوره ایستل شوې او په ده سنګو کې د سیمه ییزو پولیسو پوستی ته بیول شوې وه. داسې راپورونه هم شته چې په همدې ځای کې پر هغې جنسي تېری شوی او وروسته وژل شوې وه. مخکې له دې عبدالصمد ټولو اوسیدونکو ته امر کړی و چې د دې لپاره چې د ده کسان وکولای شي چې کورونه تلاشي کړي، د خپلو کورونو دروازې دې د شپې له خوا خلاصې پریږدي. داسې ښکاري چې دا امر هم په خلکو کې د سپکاوي، کوزګورۍ او بې وسۍ احساس د پارولو لپاره پلی کیده. دا لومړی ځل نه و چې په خاص ارزګان کې سیمه ییز پولیس پر جنسي تېرې تورنیږی، خو دا له هغو نادرو پیښو څخه یوه ده چې ټولې سرچینی پرې یوه خوله دي چې رېښتیا هم داسی تیری شوی دی. همدارنګه په ترینکوټ کې دولتي چارواکي هم په دی اړه په خصوصي توګه خبرې کوي. خپله عبدالصمد په دې تیري کې ښکیل نه و، داسې ویل کیږي چې دده ورور ولي چې ووژل شو، اصلي مجرم و. هغه تر اوسه پورې پر دې پړ بلل کیږي چې خپلو کسانو ته به یي امر کاوه چې خلک د بې وسۍ پر حالت کې وساتي. (۴)

ډېرو کورنیو ( د راپورونو له مخې ۲۰۰ کورنۍ، کیدای شی چې یو څه ډېرې ښودل شوې وي) دا سیمه پریښې ده او اوس په وارنی کې د آب پران خواته پر بیدیا په کېږدیو کې ژوند کوي. د بشري مرستو څرک دلته ډیر کم لګیږي ځکه چې دا سیمه او ورڅیرمه لار د طالبانو تر ولکې لاندې ده. په وروستیو میاشتو کې پر له پسې جګړې، ددې کورنیو د بې ځایه کېدو بل دلیل دی خو د ډېرو سرچینو په وینا کورنیو دا ځای د نورو بریدونو د پیښیدو له وېرې هم پریښی دی. یوه سپین ږیري وویل دا خلک له وژلو، وهلو ټکولو او غلاوو څخه نه تښتې، خو دوی له شرم اوښتو څخه تښتي… او هغه څوک چې د تېښتې لار نه لري په ډار کې شپې او ورځې تېروي.

په خبرو کې د طالبانو پلوي

د دې فشار له کبله ددې خلکو يو پلاوی پاکستان ته ولاړ چې هغوی مرستې ته راوبولي او د عبدالصمد له شره ځان وژغوري. څو کورنیو د خپلو ځمکو یوه برخه وپلورله یا يي په اجاره ورکړه چې پیسې ټولې کړي او په هغه باندې سپکې او درنې وسلې او نور مهمات وپېري. د ډېرو زیانمنو سیمو کورنیو خپل کسان ولېږل چې په راروانه جګړه کې له طالبانو سره ودرېږي. لومړني بریدونه د سیمې د خلکو له خوا چې د عبدالصمد د سړیو  ناوړو کړو قهرولي وو، پیل شول. په سر کې د سیمې طالب جنګیالی ورسره ګډ شول، وروسته په ډېرېدونکې توګه د لرې پرتو سیمو طالبان هم ورماتېدل. رېښتیا به وي او که نه، خو دا د ظلم او تیري په وړاندي د خلکو د بې زغمه کولو لپاره خورا اغېزناک روایت دی چې د افغانستان په شرایطو کې به یې د کچې ټیټول ډېر ګران وي (هغو خلکو ته هم چي د طالبانو په وړاندي راپاریدلي، یو خواشینونکی خبر دی).

د خلکو قهر او د طالبانو هڅې چې په ستراتېجیکو سیمو کې يي خپل ځواکونه ځای پر ځای کړي وو، سره ګډ شول. پخوا هم خاص ارزګان په پر له پسې توګه تر درنو بریدونو لاندی راغلی و. طالبانو خپل ځواکونه په آسانۍ د زابل له لارې په دې سیمه کې ځای پر ځای کول (په ځانګړي ډول په ګاونډي ولايت زابل کې د دای چوپان، خاک افغان او ارغنداب ولسواليو له لارې) او له غزني (په ځانګړي ډول د اجرستان د ولسوالۍ له لارې). د جنګیالیو د شمېر کچه نه څرګنديږي. ډېرې سرچینی د مختلفو بریدونو د سرته رسولو لپاره د ۷۰۰، ۸۰۰ او تر ۱۰۰۰ پورې جنګیالیو د ټولېدو خبره کوي ( په دې لړ کې هغه ځایي خلک چي د سیمه ییزو پولیسو پر ناوړه چلند له دوی  سره یو ځای شوي، د سیمي تنظیم شوي طالبان او همدارنګه له ولایت څخه د باندې جنګیالي هم شامل دي). د شمېر په اړه يي کېدای شي یو څه مبالغه شوې وي، خو دا څرګنده ده چې یو لوی شمېر جنګیالي چې په ځایي خلکو کې یې ملاتړ شته، دلته راټولیږي.

شجاعي جګړې ته ورګډ شو: پسونه، اوښان او مذاکرات

د ناوړه چلند بله برخه د ۲۰۱۵ کال د جولای د میاشتې په هغه پړاو کې راغلې وه چې د صمد د مورچلو کلابندي د لنډ مهال لپاره لېرې شوه او د صمد په ځواکونو کې یو وار بیا د واکمنېدو احساس پیدا شو. هغه مهال د طالبانو د شاتګ یو لامل دا هم و چې د شجاعي ځواکونه جګړې ته ورګډ شول او طالبان اړ شول چې په دوو جبهو کې وجنګیږی. داسې برېښي چې شجاعي له عبدالصمد سره د هغه د ژغورنې له پاره مرسته نه ده کړې(۵) بلکې دا کار یې ددې لپاره کړی چې هغه ته ښه فرصت و د هزاره توکمو ترمنځ دریځ پیاوړی کړي. د ده برید په اجرستان کې د کوچي طالبانو د وروستي یرغل په ځواب کې وشوـ په بیلابیلو مرکو کې دوه ډوله خبري کیږی – چې ۲۰۰ پسونه له  هزاره توکمو څخه اجرستان ته بېول شوي دي. د شجاعي ځواب دې ډول غلا ته له ورایه څرګند پلان و. پښتنو او هزاره ځواکونو (که یی له دولت سره اړیکي درلودل یا له طالبانو سره) د دې لپاره چې یو بل په زور خبرو ته کېنوي په پر له پسې توګه یې پر یو بل بریدونه کول، لاري یې تړلې او د یو بل سپین ږیري یی یرغمل نیول.

په دې پیښه کې شجاعي له دې شېبې نه هم ګټه پورته کړه چې طالبان د عبدالصمد په کلابندۍ باندی بوخت ول او همدارنګه د افغانستان د ملی اردو د حمايوي ځواکونو په ور رسېدلو سره یې لا په ډیر قوت سره د هغوی په وړاندې جګړه پر مخ بیوله. دا په دې مانا ده چې برید د طالبانو لپاره په ډېر نا مناسب وخت کې تر سره شوی و، نو له همدې کبله یې په سملاسي توګه د سیمې پښتانه سپین ږیري د هزاره ګانو سیمې ته ورولېږل چې شخړه د خبرو له لارې هواره کړي. وروسته له دوو ناستو دواړه خواوې (د سیمي هزاره او د اجرستان کوچیان پښتانه) په دې سلا شول چې پسونه به هزاره ګانو ته بېرته ورکول کیږي او هزاره ګان به هم په خپل وار د دوو اوښانو انډوله بیه د اجرستان خلکو ته ورکوی. ( داسی ښکاري چې دوه اوښان هم ورک شوي وو او څرګنده هم نه ده چې په دې کې هزاره ګان پړه ول او که نه، خو دوی ومنله چې تاوان به یې ورکوي). دواړه خواوې په دې هم سلا شوې چې د ولسوالۍ مرکز ته لاره بېرته پرانیزي، که هېڅ نه وي دا کار دې د ولسي وګړو په پار وشي. له دوه ورځني برید وروسته شجاعي له جګړې لاس په سر شو.

دا هوکړه پلې نه شوه: پسونه راونه ګرځول شول او د اوښانو تاوان هم ورنه کړ شو. تر څو ځلي زاریو او پلمو وروسته چې ګنې اوښان پر لاره دي او موږ تر اوسه ټول نه دي تر لاسه کړي، د اجرستان لوري دا خبره په هغه ورځ چې عبدالصمد د هوا له لاری ولېږدول شو څرګنده کړه چې نور نو پسونه بېرته نه ورکوي. تاو تریخوالی لا پسې ډېر شو، شجاعي ګواښ وکړ چې که هوکړې ته درناوی و نه شي، په ۲۴ ساعتونو کې به جګړه بېرته پیل کړي. همدارنګه د طالبانو سیمه ییز قوماندان شاه ولي ټولو خواوو ته وویل چې تر هغو دې صبر وکړي چې دی د عشر له ټولولو بېرته ستنېږي.  وضعیت داسې ځای ته رسیدلی و چې چاته څرک نه لګېده چې د بېرته وتلو لار به څه وي. دواړه خواوې په دې تکل وې چې د څارویو پر سر نوې جګړه پیل کړي، په ځانګړي ډول د لارې پر مساله چې د هوکړي د مهمې برخې په توګه لا تر اوسه پرانیستې پاتې شوې وه.

د طالبانو د کورني سیاست ونډه او د ملا عمر مړینه

د ۲۰۱۵ کال د جولای په میاشت کې د ملا عمر د مړینی د خبر په خپرېدلو چې په واقعیت کې د دوو کلو مخکې خبره وه، د نورو سيمو په څېر د طالبانو پر جنګياليو او د هغوی پر راټولېدلو او د همغږو بریدونو په ترسره کولو هیڅ اغېز نه درلود. د سیمي د یوه سپین ږیري په وینا چې د طالبانو یووالی د بهرنیو سلاکارانو په شتون ټینګ پاته شو: هغه وویل تر اوسه دلته پنجابي سلاکاران شته چې له یوې سیمې بلې ته ځي او پلانونه جوړوي. که داسې نه وای نو د طالبانو بېلابېلی ډلې به له یو بل سره په جګړو اخته شوې وای. په ټولیزه توګه پرته له عشره چې طالبان یې د سیمی له خلکو ټولوي، سیمه ییز طالبان نورې ډېرې لږي سرچینې لري. نو هر کله چې یو پنجابی له پیسو او پلان سره راځي طالبان به هغه څه کوي چې سلاکار یی ورته وایي. همدارنګه هر څوک د خپلی شخصی کینی پر بنسټ له دې وضعیت څخه د خپلو موخو لپاره ګټه پورته کوي. په دې حالت کې د سیمی خلکو پرته له دې چې د عبدالصمد له ناوړه چلند سره مقابله وکړي، بله چاره نه درلوده.

د ملا عمر د مړیني خبر په خپریدو په طالبانو کې د واک پر سر ویجاړوونکو هڅو سیمې ته د جنګیالیو د تلو راتلو بهیر اغېزمن کړ. په هغو ورځو کې چې عبدالصمد په سملاسي توګه له سیمي ووت ځایي وګړو راپور ورکړ چې یو اضافي ځواک، ۱۵۰ هوسا طالب جنګیالي په وړو ډلو کې پر موټرسایکلونو سپاره زابل ولایت ته پر لاره ول. خو د ۲۰۱۵ کال د اګست میاشتې پر ۲۷ د ملا اختر محمد منصور د ځواکونو او ملا منصور دادالله د ملاتړو مخامختیا چې په سیمه ییزو رسنیو کې یې د طالبانو او داعش د مقابلې په نامه شهرت موندلی، د لنډ مهال لپاره له دی پلان راوړاندې شوه. (۶) د دې مخامختیا په پایله کې د طالبانو دا ځواکونه هم د ملا منصور داد الله   ملاتړو ته د زور ښودلو په تکل د زابل ولايت په ارغنداب او خاک افغان ولسواليو کې سره راټول شول.

د ۲۰۱۵ کال د اګست میاشتی پر ۳۰ تر لومړۍ نښتې وروسته، سیمه ییزو مشرانو، په داسې حال کې چې دواړو خواوو خپلو مشرانو ته د وفادارۍ په ښودلو یو بل ډارول، په زابل کې د یوې لویې جګړې د مخنیوي لپاره د دواړو لوریو تر منځ يو ډول سياسي راشه درشه پيل کړه. د ۲۰۱۵ کال د اګست میاشتې پر ۳۱ د طالبانو ځواکونه بېرته د خاص ارزګان پر خوا وخوځېدل. د سپتمبر پر لومړۍ داسې خبر خپور شو چې د ملا اختر محمد منصور او ملا منصور دادالله ځواکونه هوکړې ته سره رسیدلي دي او یوه ورځ دمخه یی یو بل په سوله او هوسایۍ کې پرېښودل.  د طالبانو د غټ ځواک د بیا راټولېدو خبره له خاص ارزګان څخه د راپورونو له خوا هم کره کېده، چې د زابل لوی تقویتې ځواک هم پکې ګډون لري. اوسنۍ نښې داسې دي چې طالبان د ولسوالۍ پر مرکز د نوي برید چمتووالی کوي.

اوسنی حالت

پر هزاره توکمو فشار، په خاص ارزګان کې د طالبانو د لوړې کچې شتون له وجې دی چې هڅه کوي له دوی څخه سرتیري جلب او یا هم له ځانه يي ملاتړ ته اړ کړي. د بېلګې په ډول د پالان د سیمي خلکو ته چي د ولسوالۍ مرکز او د عبدالصمد پوځې کلا ته لنډه لار لري د خوندي تېریدو وړاندیز شوی و. سربېره پر دې طالبانو له خلکو وغوښتل هغه کسان چې له نړیوالو ځواکونو یا له افغان حکومت سره کار کوي ورحاضر کړي، او بیا به د طالبانو اسلامي امارت پرېکړه وکړي چې له دوی سره څه ډول چلند کوي. دوی د ۱۱۶ تنو نوملړ درلود؛ ورته غوښتنه د ششپر سیمې له اوسیدونکو هم شوې وه. همدارنګه دوی ته ویل شوي دي چې د افغانستان د ملي اردو پاتې پوسته له خپلې سیمې وباسي او وسلې یې دوی ته وسپاري. د فشار د واردولو په هیله هزاره توکمو د تل په شان هڅه کړې چې د دوی مخه ونیسي.

دواړو خواوو د خاص ارزګان د ولسوالۍ د مرکز شاوخوا خپلې مورچلې ټینګې کړې. د افغانستان ملي اردو او ملي پولیس په مرکز کې له خپلو اډو راووتل او د خلکو کورونه يي د لنډ مهاله امنیتي پوستو په بڼه وکارول، په داسی حال کې چې د طالبانو شتون په وروستیو ورځو کې لږ او بې خونده شوی و. دلته په خورو ورو ډزو کې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو په اصل کې دواړه خواوې د انتظار په حال کې دي. کیدای شي صمد د نورې درملنې لپاره د هوا له لارې کابل ته واستول شي، خو تر اوسه پوري په ترینکوټ کې د لارښوونو انتظار باسي. دولتې چارواکې منی چې که عبدالصمد سیمي ته بېرته واستوي نو ستونزه به پیدا شي، خو وایي چې دا موضوع به حل کړي. داسې ښکاري چې دده د بیا درولو پلان شته او ده ته ویل شوي چې د نویو سیمه ییزو پولیسو د جوړولو لپاره په خپل قوم او په ځانګړې توګه په سپین بولدک کې له اړیکو څخه ګټه پورته کړي. (۷) سربیره پر دې له دواړو خواوو د غچ اخیستلو احتمال شته: د طالبانو او سیمه ییزو خلکو له عبدالصمد څخه او د صمد له خوا له هغو خلکو څخه چې دی پرې د برید پړه اچوی. (۸) دا ښکاره ده چې د ده بېرته راتګ ټیکاو نه شي راوستلای.

د ۲۰۱۳ کال په اوړي کې د خاص ارزګان په اړه د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې مخکینی راپور چې یوه ټولکتنه پکې وه تر دې نامه لاندې چې : هغه جګړې چې پام ورته نه کیږی، په ځانګړې توګه د پښتنو او هزاره ګانو د ګډو سیمو په اړه (له هغې جملی څخه د خاص ارزګان په اړه)؛ د ۲۰۱۳ کال د اپریل میاشتې راپور د شجاعې د پېچلي رول په اړه: سپکاوی، نیونه، ضمانت او سرغړونه؛ د ۲۰۱۱ کال راپور د ایساف د مطبوعاتې اعلامیی پرتله کول د سپکاوي په اړه چې شورا هغه پخوانۍ وبلله (د هزاره ګانو د سیمه ییزو پولیسو د قوماندان شجاعي او د پښتنو د سیمه ییزو پولیسو د قوماندان ندا محمد د مرکزی رول په هکله)؛ د ۲۰۱۰ کال راپور چې څرنګه هزاره ګانو د ۲۰۱۰ کال پارلمانی ټاکنې پیچلې کړې ( تر هغه پوری چې د ټاکنو د ټولو مرکزونو صلاحیت رد شو)؛ د ۲۰۰۹ کال راپور د تښتونې او د یوه لوړ پوړي سپي د خوشې کولو په تړاو.

(۱) شجاعي د امریکا د ځانګړو عملیاتو په پخوانیو پوځونو پورې تړلی هزاره قوماندان دی چې تر ډېره بریده یی د دوی په خوښه کار کاوه. خو څرنګه چې به ډېری قوماندانانو په سیمه کې د خپلوانو او هم قومو د لږوالي له امله کمزوری واک درلود، شجاعی خپل کسان له خپلې سیمې بهر له مالستان څخه راوستل نو ځکه د پخوانیو قوماندانو په پرتله دده په اړه داسې یوه ملاحظه نه وه. د ۲۰۱۲ کال په اوړي کې دی له خپلو کسانو سره د پښتنو څو کلیو ته د وېرې اچونې لپاره ولاړ چې دومره پام یی راواړاوه چې دولت اړ شو دده د نیولو امر وکړي ( د سپکاویو او د نیولو د حکم جزئیات دلته او دلته وګورئ). د هزاره ګانو مشران هم د شجاعي د اوږدې مودې له کړنو څخه ناخوښه ول او ويرېدل چې د ده ناوړه چلند به د پښتنو او هزاره ګانو سیمه ییزو اړیکو ته نه جبرانېدونکی زیان  واړوي. هغه مهال چې د هزاره ګانو ترمنځ د کلابندۍ احساس ډېر شو، شجاعي ته په زیاتېدونکي ډول د تاو تریخوالي پر وړاندې د خوندي کوونکي په سترګه کتل کیدل.

(۲) ډېری سرچینې د پاتې شویو سیمه ییزو پولیسو شمېره ۲۰ تنه بولي ( چې له ۸۰ تنو پیل شوی) خو ډیرې کره سرچینې د ۲۰ کورنیو د غړو او ۲۹ تنو سرتېرو خبره کوي. د ناټو د غوڅ ملاتړ مطبوعاتي اعلامیه د ۶۰ تنو کلیوالو او کورنیو غړو خبره کوي (خو هغو کلیوالو ته چې د سیمه ییزو پولیسو په لیکو کې تر کلابندۍ لاندې ول دا حیرانونکې ښکاري). د عبدالصمد ډېر جنګیالي په جګړه کې ووژل شول چې په هغوی کې دده له دریو مرستیالانو څخه دوه شامل دي ( د ده درېیم مرستیال په هغه وخت کې چې د ده ځواکونه تر برید لاندي ول د تېښتې پرمهال نیول شوی دی).

(۳) دا وینا په ښکاره ډول د هغه چا لپاره لیکل شوې ده چې په سیمه کې له پرمختیاوو خبر ندی او پر څو دلیلونو بې خونده ده. لومړی دا چې معلومه نده ولې د غوڅ ملاتړ ځواکونه باید د افغانستان د امنیتې ځواکونو له لوري مطبوعاتی اعلامیه خپره کړي. او هم، دا چې د افغان چورلکو په اړه بشپړ معلومات ورکول کېږي خو د دوی په بدرګه د نړیوال پوځي هوایي ملاتړ په تړاو څه نه ویل کیږي، دوه مخی غوندي ښکاري. د هوایی لېږد بریالي عملیات چې د دې پیښې یو ګوټ بلل کېږي، نشي کولای هغه حقیقت پټ کړي چې په وروستۍ شېبه کې دا عملیات ځکه اړین شول چې حکومت د اوونیو په ترڅ کې ونه شوای کړی چې د خپلو ځواکونو ملاتړ وکړي.

غوڅ ملاتړ د ځواکونو د مطبوعاتي اعلامیې پوره متن (چې ټکې په ټکې د خامه، پژواک او نورو خبري رسنيو له خوا له سره چاپ شوې):

د افغانستان ځانګړو امنیتي ځواکونو په ارزګان کې بریالي عملیات ترسره کړل.

کابل- افغانستان، تېره شپه د ۲۰۱۵ کال د اګست میاشتې پر ۲۳ نیټه د افغانستان ځانګړو امنیتي ځواکونو د ارزګان ولایت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې د قوماندان عبدالصمد او د سیمه ییزو پولیسو غړو د مرستې لپاره یو لړ پېچلي عملیات ترسره کړل.

دا عملیات د افغانستان د هوایی ځواکونو د څلوروMI-17  چورلکو په ګډون د کندهار له هوايي اډې د شپی په تیاره کې تر سره شول.

د افغانستان د سیمه ییزو پولیسو دې ډلې، کلیوال او د دوی د کورنۍ غړي په اوونیو په دې نرۍ دره کې چې ۲۸۰۰ متره لوړوالی لري، د طالبانو له بریدونو خوندي وساتل. د افغانستان د ځانګړو عملیاتو د قطعې غړي د ۶۰ کلیوالو او ددوی د کورنیو د غړو د موندلو لپاره د ۵۰ مترو په سور کلابند شوي ځای ته له څلورو چورلکو څخه ښکته شوي وو. د دفاع د وزارت او جنرال عبدالرازق د اوامرو پر اساس، د افغانستان ځانګړو امنیتی ځواکونو دا مظلوم کلیوال له خاص ارزګان ولسوالۍ څخه خوندي سیمی ته ولېږدول.

د ایتلاف د لوړ پوړي سلاکار په وینا دا پېچلي عملیات د لید لپاره پر ستونزمنو ساعتونو او همدارنګه پر ستونزمنه ځمکه باندې د څو الوتکو په ګډون په پوره بریالیتوب ترسره شول او د لسګونو خلکو ژوند وژغورل شو. دا د افغانستان د ځانګړو او هوایي ځواکونو د لوړتیا یوه ښه بېلګه ده. د افغانستان امنیتي ځواکونه دا هوډ لري چې خپلو عملیاتو ته په ارزګان ولایت کې د ټیکاو او امنیت په موخه دوام ورکړي.

د غوڅ ملاتړ د ځواکونو د ټولنیزو اړیکو دفتر

(۴) عبدالصمد او دده ورور ولي، د ۲۰۱۲ کال په فبرورۍ کې پر یوه وخت له سیمه ییزو پولیسو سره یوځای شول. عبدالصمد د ولي له کبله ونه توانيد چې طالبانو ته بېرته ورشې: صمد د طالبانو قوماندان و چې د خپلو ملګرو له خوا په دې تور چې له امریکاییانو سره اړیکي لري، ونیول شو. هغوی په وهلو ټکولو سره د ده یو لاس هم مات کړی وو. هغه مهال چې صمد د وسلو د ورکولو لپاره خپل کور ته د طالبانو له خوا بدرګه کېده، د ده ورور ولي د دغو طالبانو څخه یو تن وواژه او ځانته یې نوې بدي واړوله.

(۵) داسې ښکاري چې حاجي عبیدالله چې په ۲۰۱۲ کال کې یې د شجاعي پر نېول کیدو ډېر ټینګار کاوه، په وار وار له هغه څخه غوښتنه کړې وه چې د صمد مرستې ته ورودانګي. حاجي عبیدالله له شک پرته د خپلې غوښتنې سپکوالی احساساوه، نو د بخښنې په غوښتلو یي هڅه وکړه چې خپلې اړیکي جوړې کړي او خپل پخوانی چلند او دده پړه بلل یي ناسم او ناوړه وبلل. شجاعي وروسته پر دې ټینګار کاوه چې عبیدالله دې په عام ډول د ده له ملامتولو څخه لاس پر سر شې او د هغه پخوانی سپکاوی دې وغندي، خو هغه داسې ونه کړل.

(۶) شخړه د دواړو خواوو تر منځ هغه وخت راولاړه شوه چې د دې کال په پېل کې ملا منصور دادلله ته نژدې یوه ځوان سیمه ییز قوماندان له شمالي وزیرستان څخه غټ شمېر راغلو بهرنيو جنګیالیو ته ځای ورکړ ( د بهرنیو جنګیالیو په هکله د ډېرو جزییاتو لپاره د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې راپور «داعش چې داعش نه دی» تر عنوان لاندې وګورئ). د سیمي خلکو هغه مهال دغو جنګیالیو ته شا وګرځوله چې دوی په زور د خلکو د کورونو په نیولو پیل وکړ. اوس چې منصور داد الله د ملا اختر محمد منصور مشرتوب نه مني نو دې شخړې ته په پراخه توګه د طالبانو او داعش ترمنځ د جګړې بڼه ورکول کېږي. طالبان د دې جګړو پخلی نه کوي.

(۷) د خاص ارزګان ډیری بې ځایه شوې کورنۍ په سپین بولدک کې سره راټولې شوې، په ځانګړي ډول په وېش او د پولي پوري غاړه چمن کې. د دوی ځای پر ځای کېدل دلته د قومی اړیکو پر بنسټ شوي دي. دا بې ځایه کېدل په بېلابېلو وختونو کی د طالبانو، امریکایی پوځ، په دولت پوري تړلو ځواکونو، شخصي دښمنیو او په ټولیزه توګه د جګړې د یو لړ پراخو ګواښونو له کبله شوي دي.

(۸) د صمد د بېرته راتګ په هکله د سیمي یو مخور وویل چې د ترینکوټ خلک به له ده نه په خپل لاس کې د یوه بم په توګه ګټه پورته کړي. د راپورونو له مخې صمد پخپله د کندهار ولایت له امنیه قوماندان عبدالرازق څخه وغوښتل چې په سپین بولدک کې، په ځانګړې توګه د طالبانو د هغو کورنیو خلاف چې د برید پړه پرې اچول کیږي، عملیات ترسره کړي. داسې ښکاري چې هغه اوس خپل دا سوچ بدل کړی دی.

لیکوالان:

مارتینه فان بیلرت

نور د دې لیکوال څخه