په افغانستان کې د نوي ولسمشر د ټاکل کېدو لپاره ټاکنیز کمپاینونه د یکشنبې په ورځ د زمري۶ پیل شول. داسې حال کې چې ۱۸ کاندیدان به ټاکنیزې منډې ترړې روانې ساتي، د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې څېړونکي علي یاور عادلي په خپله شننه کې د ټاکنو د کېدو په اړه شکونو، د کمپاینونو قوانینو او د کمپاینونو پرمهال د بیلابیلو سیاسي ګوندونو وېش او درزونو ته کتنه کړې ده. په دې شننه کې دارنګه لیکوال د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د ۱۸ نوماندانو او د هغوی د مرستیالانو لنډه پيژندنه هم بیا خپره کړې ده.
سره له دې چې لا هم د تلې پر ۶ د ټاکنو پر کېدو باور لږ دی، هغسې چې مخکې یې یادونه وشوه، له ۱۸ نوماندانو ځینو یې ټاکنیز کمپاینونه پیل کړي دي چې نژدې ۶۰ ورځې به روان وي. دا شکونه د دوو لاملونو له مخې کېږي:
- لومړۍ اندېښنه ناامني ده او همدې پر داسې ټاکنو چې عمومي وي، شکونه راپیدا کړي دي. په هېواد کې اوسنیو حالاتو ته په کتو، یو نوماند نور الحق علومي وايي ( کله چې هره ورځ ولسي خلک او پوځیان وژل کېږي، ښايي ټاکنې له ننګونو سره مخامخ شي.) له شک پرته همدا ستونزه به یوه لویه برخه افغانان له ټاکنو څڼدې ته کړي ځکه کارتونه نه شي اخیستي او رایه هم نه شي کارولی – هغه څه چې د ولسي جرګې په ټاکنو کې وشول. خو ښاغلی علومي وايي ښايي د ناامنیو له وجې ټاکنې له سره ونه شي.
- د امریکا، طالبانو او افغانانو ترمنځ د سولې روانو خبرو( د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې رپوټونه دلته او دلته کتلای شئ)- هاغسې چې د ولسمشرۍ کاندید شیدا محمد ابدالي وايي، دا (بې باوري) رامنځ ته کړې چې ایا د تلې پر۶ به ټاکنې وشي او کنه. موږ د چونګاښ په لومړیو کې هم په خپل رپوټ کې ویلي و( امریکايي چارواکو وال سټریټ ژورنال ته ویلي چې د ټاکنو د ځنډ اصلي هدف چې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له سیاستوالو او مرکچیانو سره راپورته کړی، د سولې خبرې دي) ګومان دا کېده چې ښایي تر ټاکنو هاخوا اوږدمهال د هوکړې د تر لاسه کېدو لپاره اړین وي او مخکې له دې چې له طالبانو سره د سولې هوکړه وشي، حکومت باید بدل نه شي چې بیا پرې اعتراض ونه لري. خو له بلې خوا یو بحث بیا دا دی چې که ټاکنې قرباني شي، ښايي بیا له سره ونه شي. ابدالي د چونګاښ پر ۲۱ رسنیو ته وویل، داسې تمې شته چې ښايي له ټاکنو وړاندې د سولې خبرې یو ډول هوکړې ته ورسېږي. خو دا ډول پایله تر اوسه نه ده تر لاسه شوې او همدې د دې دواړو پروسو ترمنځ (ناڅرګند) حالت رامنځ ته کړی دی .
ځینو کاندیدانو بیا د ممکنه ځنډ ملاتړ کړی دی. د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب یوه وتلي غړي همایون جریر وویل ( د سولې بهیر یوه مهم پړاو ته رسېدلی دی…که دا بهیر نور هم جدي کېږي او داسې نښې وي چې سولې ته لا هم نژدې یوو، نو موږ غوره ګڼو چې لومړی سوله وشي او بیا په سوله ییز چاپيریال کې ټاکنې وشي.)
د ولسمشرۍ بل کاندید محمد شهاب حکیمي وايي د ولسمشرۍ د کاندیدانو شورا چې د نوموړي په باور له ۱۸ کاندیدانو ۱۳ یې غړي دي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي تادامیچي یاماماتو سره په خبرو کې د ټاکنو د ځنډېدو او چارسمبالي ي حکومت وړاندیز کړی دی.
ولسمشر اشرف غني بیا د دې هر څه مخالف دی: د چونګاښ پر ۲۶ د کابینې یوې ناستې ته ښاغلي غني وویل ( تمه مې دا ده چې اوس هیڅ شک نه وي، ټاکنې حتمي کېدونکې دي، د چمتووالي لپاره یې اړین ګامونه زموږ ملي دنده ده) له دې ټولو سره سره، د ټاکنو لپاره چمتووالي او تګلارې نه دي بندی شوي. د ۱۳۹۸ کال د غوایي پر درېیمه، د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون مشرې زهرا بیان شینوارې یوې خبرې ناستې ته وویل ( د ولسمشرۍ د کاندیدانو د لومړي لیست په اړه هیڅ شکایت او نېوکه نه ده ثبت شوې) نو ځکه ټول ۱۸ کسان د ولسمشرۍ کاندیدان دي. دوه ورځې وروسته د غوايي پر ۵ د ټاکنو کمیسیون ( د خبري ټولګې ۱۱ ګڼه یې دلته وګورئ) په رای پاڼو کې د کاندیدانو نومونه په ترتیب سره خپاره کړل. د ټاکنو کمیسیون وروسته د کاندیدانو وروستی نوملړ(دلته یې وګورئ) خپور کړ. کاندیدانو کولای شوای تر دې مهاله له خپلې نوماندۍ تېر شي، خو هیڅ کاندید تر اوسه دا کار نه دی کړی.
که کوم کاندید له یاد شوي تاریخ وروسته د ولسمشرۍ له سیالۍ تیر شي، نوم به یې بیا هم په رای پاڼو کې وي، خو که بیا هم رای ورته اچول کېږي، په شمار کې نه راځي. او سپارل شوې پیسې به بیرته نه ورکول کېږي.( پيسې به یې دولتی بودجې ته سپارل کېږي). (۱)
د زمري پر درېیمه د ټاکنو خپلواک کمیسیون یوازې کاندیدانو او د هغوی مرستیالانو ته اعتبار لیکونه ورکړل. له دې ليکونو سره د هغوی کاندیداتوري په رسمي ډول ومنل شوه او کولی شي د زمري له شپږمې ټاکنیز کمپاینونه پیل کړي. ( دا کار د ټاکنو قانون د ۱۹ مادې د ۱۲بند له مخې شوی دی) یوه کاندید غلام فاروق نجرابي بیا ویل نه یې منله (د رسنیو رپوټونه دلته او دلته کتلای شئ) چې نوموړي ته دې اعتبار لیک استول شوی وي، او ویل یې (تر هغې چې سوله نه وي او لنډمهالی حکومت نه وي جوړ شوی، موږ د درغلیو لیک نه منو) خو د ټاکنو کمیسیون مرستیال ویاند عبدالعزیز ابراهیمي د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته د زمري پر دویمه وویل چې نجرابي د رسنیو پر وړاندې د اعتبار لیک اخیستل رد کړل خو یوه ورځ وروسته یې واخیسته. د زمري پر لومړۍ، د شکایتونو کمیسیون په یوه خبري ناسته کې وویل ( موږ په ولایتو او مرکز کې بشپړ چمتووالی لرو چې شکایتونه تر لاسه کړو او ویې څېړو)
د ټاکنیزو کمپاینونو پولې او ادعا شوې سرغړونې
د ټاکنو قانون په ۷۶ ماده کې د ولسمشرۍ کاندیدانو لپاره د ټاکنیزو منډو ترړو موده ۶۰ ورځې ټاکل شوې چې د ټاکنو له ورځې ۴۸ ساعته مخکې پای ته رسېږي (۲) د جنترۍ له مخې، د روانو ټاکنو لپاره کمپاین د زمري پر ۶ پیلېږي او د تلې تر ۳ به روان وي. د کمپاینونو په پای کې به ۴۸ ساعته د خاموشۍ دوره وي او پرمهال به یې کاندیدان، سیاسي ګوندونه او ایتلافونه د کمپاینونو، غونډو، پوسټرونو لګولو، له رسنیو سره د خبرو او پر تیلیفون او خواله رسنیو د کمپاین اجازه نه لري. د ټاکنو کمیسیون د دارالانشا مشر حبیب الرحمان ننګ وویل چې کاندیدان کولای شي تر ۴ نیم میلیارده افغانۍ مصرف کړي. د شکایتونو کمیسیون د یادو شویو پيسو د شمېر مالومول ټاکنو کمیسیون ته پرېښې دي. (۳) په قانون کې ویل شوي چې کاندیدان مکلف دي چې د خپلو پیسو د سرچینو رپوټ او د لګښتونو عمومي مالومات ټاکنو کمیسیون ته ورکړي او که ناسم مالومات ورکړي، د جریمې خبرداری هم ورکړ شوی دی.
پر کاندیدانو بندیزلګول شوی چې له بهرنیو وګړو، دولتونو او دپيلوماتیکو ځایونو نه پيسې وانه خلي. دا ځل دا خبرداری هم ورکول شوی چې که له قانونه سرغړونه وکړي، زندان ته اچول کېدای شي. (۴) د زمري پر پنځمه، د ټاکنو کمیسیون دا اعلان هم کړی چې کاندیدان د خپلو کمپاینونو لپاره بهرني وګړي او یا هم بنسټونه خپلو کمپایني هلو ځلو ته نشي وربللی. د کمپاینونو له پیل څو ورځې وړاندې د چونګاښ پر ۲۸، د ټاکنو د ملاتړ ډلې ( اروپايي ټولنه، اسټرالیا، سویډن، جرمني، جاپان، بریتانیا او امریکا) ناټو او یوناما په یوه خبرپاڼه کې له ولسمشر غني او اجراییه مشرعبدالله عبدالله نه غوښتنه وکړه هغه ګامونه ولس ته په ډاګه کړي چې له مخې یې حکومتي چارواکي ( په ټولو پوړونو کې) دولتي سرچینې د کوم ځانګړي کاندید په ګټه او یا هم زیان ونه کاروي، دارنګه ټاکنیزونو کمیسیونو ته بشپړه خپلواکي ورکړي چې له مخې یې د ټاکنو بهیر په سم ډول مدیریت کړي.
د ټاکنو د ملاتړ ډله وايي د چارواکو سرغړونې او تورونه جدي بولي او په دې باور دي چې دا ډول ادعاوې- که سمې وي او که ناسمې د ملي وحدت حکومت د مشرتابه پام ورته راوړي چې د ټولو کاندیدانو، د افغانستان د خلکو او د هغوی د نړیوالو ملګرو لپاره یې د رڼو ټاکنو اصل ته درناوی وشي. (۵) له دې څو ورځې وروسته د چونګاښ پر ۳۰ د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې اعلان وکړ چې په حکومتي بستونو کې مقررۍ او منفکۍ بندې شوې. یاد شوي اورګان ويلي چې د ټاکنو تر پای ته رسېدو پورې یې په یاده اداره کې ټولې ګومارنې ځنډولې دي. د سیمه ییزو اورګانونو اداره وايي، د یادې ادارې د مشرتابه پرېکړې له مخې تر هغې چې د ولسمشرۍ ټاکنې پای ته نه وي رسېدلي، په مرکز، ولایتونو، ښاروالیو او ولسوالیو کې به له لومړۍ رتبې تر ۸ رتبې هیڅوک په دندو نوي نه ګومارل کېږي. سیمه ییز اورګانونه وايي، هغه کسان چې په ازموینو کې دندو لپاره شارټ لیست شوي دي، د ګومارنې ۍ نور بهیر به یې له ټاکنو وروسته ترسره کېږي.
د دې بنسټ له مخې، په دولتي ادارو کې به اوس ګومارني او منفکۍ یوازې ( د ځانګړو اړتیاوو، امنیتي ستونزو، اداري فساد او یا هم ناغېړیو) له مخې کيږي. خو له دې سره سره، د سولې او اعتدال ټاکنیز ټیکټ چې مشري یې حنیف اتمر کوي، د زمري پر درېیمه په یوه خبرپاڼه کې وویل چې ( پخوانی ولسمشر او د ولسمشرۍ کاندید اشرف غني د خپلو ناقانونو کړنو په دوام، پرون د سفیرانو او د کرېکټ بورډ د مشر په ګډون لوړ دولتي چارواکي ګومارلي دي) په خبرپاڼه کې ویل شوي چې یادې ګومارنې لکه د تېرو اتو میاشتو په څیر سیاسیي او کمپایني اړخ لري چې د سیاسي اخلاقو له معیارونو او د ټاکنو د قانون له اصولو سره په ټکر کې دي. یادې ټاکنیزې ډلې غوښتنه وکړه چې واکمن ټیم دې د وروستیو ګومارنو په ګډون حکومتي سرچینې او واک د ټاکنو د مهندسي کولو لپاره نه کاروي. دا څرګندونې د ولسمشر غني له خوا په هند کې د سفیر په توګه د ګازو او تیلو تصدۍ د پخواني مشر ولید تمیم د لانجمنې ګومارنې په تړاو وې. تمیم د زمري پر څلورمه د ټویټ په یوه پیغام کې لیکلي و تر هغو چې په ډيلي کې دسفیر په توګه د هندي چارواکو هوکړه تر لاسه کېږي، نوموړی د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکي چارو مرستیال هم ټاکل شوی دی. دا څوکۍ په حکومت کې د عوایدو د لوړولو له مهمو بستونو بلل کېږي.
تمیم د فساد په تور د لویې څارنوالۍ تر پوښتنو لاندې دی. د څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي وايي تمیم په اختلاس تورن دی. (۶) د زمري پر لومړۍ ولسمشر غني فرحان یوسفزی د عزیز الله فضلي پر ځای د افغانستان د کرېکټ بورډ نوی مشر وګوماره. له قانونه د نورو سرغړونو ادعاوې هم کېږي. د چونګاښ پر ۲۸ شکایتونو کمیسیون وویل له رسنیو او خلکو یې داسې شکایتونه تر لاسه کړي چې ځینو کاندیدانو له ټاکلي وخت وړاندې کمپاینونه پیل کړي دي. یاد کمیسیون وویل د ولسمشرۍ له ټولو کاندیدانو جدي غوښتنه کېږي چې له ټاکنو سره هر ډول تړلو غونډو، له وخت وړاندې کمپاینونو، منفي سیالیو او له ټولو هغو کارونو ډډه وکړي چې ټاکنیز کمپاینونه بلل کېږي. کیمسیون سیاسي ګوندونو او کاندیدانو ته ور یاده کړه چې له وخت وړاندې کمپاین جریمه ښايي خبرداری، د یوه مهال لپاره پر ټاکنیزو منډو ترړو بندیز، په ټاکنو کې پر درېدو بندیز او یا هم نغدي جریمه وي او دا هر څه د سرغړونې په کچې پورې تړلي دي . (۷)

دا ۱۸ نوماندان په ولسمشرۍ ټاکنو کې سیالي کوي چې یو به پکې د افغانستان راتلونکی ولسمشر وي. دوی خپلې ټاکنیزې هلې ځلې پيل کړې دي.
د سیاسي ګوندونو ځای ( درزونه او وېش)
د کمپاینونو له پیل سره سم، سیاسي ګوندونو د ځینو کاندیدانو ملاتړ پیل کړی. سره له دې چې په افغان ټاکنیز سیستم کې نه دي راغلي، ځینې ګوندونه په ځانګړي ډول تنظیمونه چې د جګړو پرمهال د مهمو لوبغاړو په بڼه را پورته شول، ډېر اغیزمن دي. (۸) د هغوی شبکې کولای شي پراخې کمپایني غونډې راوبولي، مالي سرچینې برابرې کړې، رایه اچوونکي همغږي کړي او ملاتړي جذب کړي. ډېری یې له ۱۳۸۰ وروسته ووېشل شول. خو په ځانګړي ډول د ټاکنیزو کمپاینونو له پیل وړاندې میاشتو کې ګڼ اغېزناک سیاسي ګوندونه سره جلا شول او تر ټولو مهم دلیل یې دا و چې د کوم کاندید ملاتړي شي. دلته یې د ځینو یادونه کوو:
اسلامي جمعیت
د چونګاښ پر ۲۹ د جمعیت د مشرتابه شورا په غونډه کې چې د دې ګوند د مشر او د بهرنیو چارو د چارسمبال وزیر صلاح الدین رباني په کور کې جوړه شوې وه، د شورا غړو په اکثریت پرېکړه وکړه چې د ۱۳۸۹ ټاکنو کې د ډاکټر عبدالله ملاتړ وکړي. هغوی دا پرېکړه هم کړې وه چې دلومړي مرستیال عبدالرشید دوستم په مشرۍ د جنبش ملي اسلامي ګوند او د پخواني دویم مرستیال او د سولې شورا د مشر کریم خلیلي په مشرۍ وحدت ګوند سره په ګډه به په ټاکنو کې د یوه کاندید ملاتړ کوي. خو څو ورځې وروسته د زمري پر لومړۍ پخواني لومړي مرستیال یونس قانوني، د جمعیت اجراییه مشر او د بلخ د پخواني والي عطا محمد نور (دلته یې ولولئ) او د هرات د پخواني والي اسماعیل خان (دلته یې ولولئ) په ګډون د جمعیت ګوند ځینو مهمو او وتلو څېرو د فیسبوک له لارې اعلان وکړ چې د مشرتابه شورا په غوڅ اکثریت پرېکړه کړې چې په ټاکنو کې د حنیف اتمر د سولې او اعتدال د ټاکنیز ټیکټ ملاتړ کوي او قانوني به یې لومړی مرستیال وي. هغوی ویل چې ګوند یې په ۱۳۸۹ او ۱۳۹۳ ټاکنو کې د عبدالله ملاتړ کړی و خو هغه په خپلو دندو کې پاتي راغی او نه هم په ملي وحدت حکومت کې د اجراییه مشر په توګه بریالی و.
په خبرپاڼه کې راغلي و تېرو تجربو او د ګڼو د لایلو له مخې د اجراییه شورا مشرتوب دې پايلې ته رسېدلی ې چې د یوه خپلواک کاندید وړاندې کول مناسب نه و. له دې دا مانا اخیستل کېدای شي چې که جمعیت ګوند په ټاکنیز ټیکټ کې لومړی مرستیال وړاندې کړي، د بریا شونیتیا یې له دې ډېره ده چې خپله خپل کاندیدان ولري. (۱) مخکې له دې چې ټاکنو کمیسیون ته د ثبت لپاره ولاړ شي، د اتمر د سولې او اعتدال په یوه ناسته کې قانوني د یاد ټیکټ په جوړېدو کې د جمعیت د اسماعیل خان او عطا محمد نور د رول یادونه وکړه. ( زه د دې دوو شخصیتونو له نومونو سترګې نه شم پټولی، که د دوی پر له پسې هڅې نه وای، موږ پایلې ته نه شوای رسېدلی.) قانوني دارنګه د نورو ملاتړ کوونکو نومونه هم یاد کړل چې د جمعیت مرستیال مشر کلیم الله نقیبي، د جمعیت دسیاسي کمېټې مشر او د اقتصاد پخوانی وزیر عبدالستار مراد، د ملي امنیت پخوانی مشر عبدالمالک هموار، د کلیو د بیا رغونې پخوانی وزیر او د مخدره توکو پرضد د مبارې مرستیال وزیر باز محمد احمدي هم پکې وو.
د اسلامي وحدت ګوند
د خلیلي په مشرۍ د وحدت ګوند مخکې له دې چې ۱۵ ماده ییزه اعلامیه خپره کړي، د زمري پر ۴ او ۵ دوه مشورتي ناستې درلودې. په خبرپاڼه کې یې راغلي (موږ په ټول افغانستان کې خپلو ملاتړو ته اعلانوو چې موږ به ټاکنو کې د عبدالله عبدالله د همپالنې او ثبات ټیکټ ملاتړ کوو). دې اعلان د عبدالله تله درنه کړه چې د کریم خلیلي له خوا د عبدالله په ټیکټ کې اسدالله سعادتي دویم مرستیال پيژندل شوی دی. خو له دې سره سره، د کریم خلیلي دریځ د ولسمشر غني اوسنی دویم مرستیال سرور دانش بې خونده کولی شي چې د اشرف غني په ټیکټ کې بیا هم دویم مرستیال دی. دانش د دې ګوند له پرېکړې خوشاله نه و. ښاغلي دانش د زمري پر ۶ په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي و چې هغه د یاد ګوند اساسنامه لیکلې او د ۱۳۸۲ کال د وږي پر نهمه د دې ګوند په لومړنۍ ناسته کې تایید شوې ده. خلیلي، دانش او حبیبه وهاج ( چې اوس د سرور دانش سلاکاره ده) په ترتیب سره د دې ګوند مشر، لومړی او دویم مرستیالان وو. دانش دا هم لیکلي و چې نوموړی او د یاد ګوند یوه لویه برخه فعالان په چونګاښ میاشت کې سیاسي مشورتي ناستې ته نه و بلل شوي.
د ملي همغږۍ ګوند
د ملي همغږي ګوند مشر صادق مدبر وايي د ګوند سیاسي کمیټې او ولایتي مشرانو د زمري پر لومړۍ غونډه وکړه او په ناسته کې پرېکړه وشوه چې په ټاکنو کې به د اشرف غني د دولت جوړوونکې ډلې ملاتړ کوي او د کمپاین لپاره یې بشپړ ملاتړ اعلان کړ. خو څلور ورځې وروسته د یاد ګوند مرستیال او د دایکوندي پخواني وکیل محمد نور اکبري خبرپاڼه خپره کړه او په هغې کې یې د حنیف اتمر د سولې او اعتدال د ټاکنیز ټیکټ ملاتړ اعلان کړ. هغه په کابل او ولایتو کې له خپلو ملاتړو غوښتنه وکړه چې د حنیف اتمر بریا لپاره کار وکړي. دوه ورځې وروسته د چونګاښ پر ۳۰ نوموړي ادعا و کړه د ګوند غړي یې د یوه کاندید په ملاتړ کې پاتې راغلې او په دي نه دي بریالي شوي چې خپل ملاتړي قانع کړي او د هغه د ادعا له مخې دلیل یې دادی چې په حکومت کې ځینې کسان د دوه ګونو معیارونو له مخې غواړي د هغوی ګوند کمزوری کړي.
د افغانستان زرغون بهیر
د افغانستان زرغون بهیر کې چې مشري یې د اشرف غني په ټاکنیز ټیم کې لومړی مرستیال امرالله صالح کوي، د زمري پر دویمه درز رامنځ ته شو. تیمور شاه بشار د دې بیلې شوې ډلې چې- د افغانستان د زرغون بهیر بېله شوې ډله- ده، ځان مشر بللی دی. هغه په ۱۳۹۷ کال کې له کابله په پارلماني ټاکنو کې هم کاندید و او د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته یې خپل ځان د افغانستان د زرغون بهیر شریک بنسټګر معرفي کړ. بېلې شوې ډلې په خپله خپره شوې اعلامیه کې د خپلې تګلارې څلور ټکي راوړي و: امرالله صالح په راتلونکو ټاکنو کې زموږ استازولي نه کوي؛ د اشرف غني له دولت جوړوونکي ټیم سره یو ځای والی یې خپله شخصي پرېکړه ده؛ زرغون بهیر تر اوسه پرېکړه نه ده کړې چې ټاکنو کې د کومې ډلې ملاتړ وکړي؛ او خپله پرېکړه به ژر له خلکو سره له سلا مشورو وروسته اعلان کړو.
له هغې څه موده وروسته بېلې شوې ډلې په کاپیسا کې د چونګاښ پر ۲۶ او په پروان کې د چونګاښ پر ۲۴ خپل شتون اعلان کړ. د بیلې شوې ډلې یوه غړي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته وویل چې له درېیو لویو ټاکنیزو ډلو ( د حنیف اتمر، عبدالله او اشرف غني) سره خبرو کې دي او د حنیف اتمر له ډلې سره یې په خبرو کې پام وړ پرمختګ کړی دی.
د ملي پیوند ګوند
خو له دې ټولو درزونو سره سره یو ګوند لا هم یو موټی پاتې دی چې مشري یې سید منصور نادري کوي. یاد ګوند د سلواغې په لومړۍ نېټه اعلان وکړ چې د ګوند مشرتابه پلاوي او په ټول هېواد کې له دې ګوند سره تړلو لسګونو سیاسي، ټولنیزو او کولتوري بسنټونو پتېیلي چې د اتمر د سولې او اعتدال د ټاکنیزې ډلې ملاتړ وکړي.
د کمپاینونو پیل
ځینو ټاکنیزو ډلو د کمپاین د پیل په لومړۍ ورځې لویې غونډې وکړې او ځینو بیا له سره هیڅ غونډه نه وه کړې. په راتلونکو دوو میاشتو کې به د رای ورکوونکو د جذب لپاره ولایتونو ته سفرونه کېږي . خو د ټاکنیزو منډو ترړو او فعالیتونو لپاره به نا امني لویه ننګونه وي. د ټاکنیزو ډلو هڅې به دا وي چې په پراخه کچه د ملاتړ کوونکو پام ورټول کړي چې دویم پړاو ته لار ومومي او یا به هم هڅه کوي چې مخامخ په لومړي پړاو کې ۵۰+۱ رایې تر لاسه کړي. ښايي د نورو ټاکنیزو ډلو موخه به دا وي چې په ټاکنو کې ځانونه ښه ثابت کړي او وروسته د پیاوړو ډلو په ګټه له خپلې کاندېداتورۍ تیر شي چې په راتلونکي حکومت کي برخه ور ورسېږي. خو دا چې ټاکنیز ټیکټونه به رای ورکوونکو ته څه وړاندې کوي، لا هم روښانه نه ده . له ۱۸ کاندیدانو تر اوسه یوه هم مهم پروګرام رای اچوونکو ته نه دی وړاندې کړی. یوازې حنیف اتمر د یوې ځانګړې تګلارې خبرې کړې دي او هغه دا چې د لویې جرګې له لارې به د لومړي وزیر پوست په اساسي قانون کې رامنځ ته کوي. اتمر دا خبره له طلوع نیوز سره په خپله وروستۍ مرکه کې منلې ده او ویلې یې دي:
( که ټاکنې وګټو، زموږ د ټیم ژمنه دا ده چې موږ به د ولسمشرۍ سیستم سل فیصده پر خپل ځای وساتو خو د همدې سیستم په چوکاټ کې به د حکومتي چارو د ښه والي او د اعلیحضرت ظاهر شاه واکمنۍ ته په پام سره د صدراعظمۍ څوکۍ رامنځ ته کړو، دا کار به په اساسي قانون کې د بدلون له مخې کوو د ولسمشر له خوا به ګومارل کېږي او له دندې لرې کېږي.)
خو کله چې روان کمپاینونه یو څه مخ ته ولاړ شي، د کاندیدانو ژمنې به هم یو څه روښانه شي، خو افغان کاندیدان رای ورکوونکو ته په روښانه ټکو د پروګرامونو او خپلو تګلارو په وړاندې کولو کې ښه نوم نه لري. ښايی د کاندیدانو ترمنځ تلویزیوني مناظري او له رسنیو سره یې مرکې رامخ ته شي.
په تېرو ټاکنو کې ټولو کاندیدانو نه غوښتل چې خبریالان یې وپوښتي. مثلا، ښاغلي سیاف د ۱۳۹۳ کال ټاکنو کې په کمرو کې له راتلو ډډه کوله ( په تېرو ټاکنو کې د رسنیو د رول په اړه د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې شننه دلته کتلای شئ). اوس لا هم وخت شته چې خبریالان د هېواد له وتلو سیاستوالو- که کولای شي سختې ي پوښتنې او مرکې وکړي.
د ۱۳۹۸ کال ولسمشریزې ډلې
د ولسمشرۍ د کاندیدانو او دهغوی د مرستیالانو لنډه پيژندنه لومړی د ۱۳۹۷ کال په کب میاشت کې هغه وخت خپره شوه چې د کاندیدانو لومړنی لیست خپور شو او دلته یې لنډه یادونه بیا کوو. د هغوی نومونه د هغو ټکټونو له مخې راوړل شوي چې هر یوه یې ځانته غوره کړي دي. سوله او اعتدال دوه هغه نومونه دي چې په ډېرو ټېمونو کې عام دي. موږ یې هم پيژندنه د هغه لیست له مخې راوړې چې د ټاکنو کمیسیون په رای پاڼو کې راوړی دی .
د امنیت او عدالت ټاکنیزې ډلې مشر رحمت الله نبیل دی. هغه په خټه پښتون او د میدان ودرګ ولایت اوسېدونکی دی ( په اړه یې د افغانستان تحلیلګرانو شبکې پيژندنه دلته ولولئ) هغه د حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال د ولسمشر د ساتونکي ځواک مشر و، وروسته له ۱۳۸۸ نه تر ۱۳۹۴ کال پورې د ملي امنیت مشر و. ( په اړه یې زموږ پخوانی رپوټ دلته ولولئ) هغه د افغانستان د خلکو محور ټلوالې له بنسټګرو دی. ( په اړه یې زموږ رپوټ دلته ولولئ) د هغه لومړی او دویم مرستیالان په لاندې ډول دي :
- لومړي مرستیال یې مراد علي مراد دی چې د غور ولایت هزاره دی. هغه د ۱۳۹۷ تر وروستیو پورې د کابل ګارنیزیون مشر و ( له دې څوکۍ نه یې استعفا وکړه چې د ولسمشرۍ لپاره لومړی مرستیال شي) او له هغې وړاندې د کورنیو چارو وزارت ستر معین، د لوی درستیز لومړی مرستیال او د ځمکنیو ځواکونو عمومي قوماندان هم پاتې شوی دی. ( دلته یې د پلویانو پر فیسبوک پاڼه دهغه لنډه پيژندنه لوستلی شئ)
- د نبیل دویمه مرستیاله مسعوده جلال ده چې د بدخشان تاجکه ده. اغلې جلال د ۱۳۸۳ کال په ټاکنو کې د ولسمشرۍ کاندیده وه او له هغې وروسته د ۱۳۸۴ او ۱۳۸۶ کلونو ترمنځ د ښځو چارو وزیره وه. ( په اړه یې زموږ پخوانی رپوټ دلته ولولئ) مسعوده جلال د ۱۳۹۷ کال د ولسي جرګې ټاکنو ته هم له کابله کاندیده وه، خو بریالۍ نه شوه.
د مور وطن ټاکنیزې ډلې مشري نورالله جلیلي کوي. نوموړی د ننګرهار له سیدانو دی او د کابل له طبي پوهنتونه فارغ دی. هغه د طالبانو د واکمنۍ پرمهال په بهرنیو چارو وزارت کې کار کاوه. نوموړی په کابل کې د امریکا په نامه د سړک جوړونې کمپنۍ مشر هم دی. هغه او کمپنۍ یې دواړه له امریکاییانو سره د قراردادي په ډول کار کاوه. ( دیپلوماتیکي سرچینې دا خبرې کوي) مرستیالان یې په ترتیب سره په لاندې ډول دي:
- لومړی مرستیال یې خلیل رومان دی، په خټه تاجک او په کابل کې زېږېدلی دی. نوموړی له ژورنالیزم نه فارغ دی او د افغانستان د خلق دیموکراتیګ ګوند د پرچمۍ څانګې غړی و. نوموړی د پخواني ولسمشر نجیب الله په واکمنۍ کې د هغه د دفتر مشر و او د کرزي په واکمنۍ کې د هغه د دفتر مرستیال و. هغه په ۱۳۸۹ کال کې د پارلمان ټاکنو لپاره له کابله کاندید و، خو بریالی نه شو.
- چراغ علي چراغ یې دویم مرستیال دی. نوموړی په کندوز کې د روغتیا چارو مشر و، په کابل کې د جمهوریت روغتون مشر هم پاتې شوی دی. د بلخ پوهنتون او په کابل کې د رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون مشري یې هم کړې ده. چراغ علي د ۱۳۸۸ کال په ټاکنو کې د ډاکتر عبدالله عبدالله مرستیال و.
د تدبیر او پرمختګ ټاکنیزې ډلې مشري ډاکټر فرامرز تمنا کوي چې په خټه تاجک او په هرات کې زېږېدلی دی. نوموړي په ایران کې د تهران او په هند کې جواهر لال نهرو پوهنتونونو نه په نړیوالو اړیکو کې دوکتورا اخیستې. هغه له ۱۳۸۱ کال راهیسې په بهرنیو چارو وزارت کې پر بیلا بیلو پوستونو کار کړی دی. مخکې له دې چې ولسمشرۍ لپاره ځان کاندید کړي، نوموړی په بهرنیو چارو وزارت کې د ستراتيژېکو مطالعاتو مرکز مشر و. تمنا له تېرو لسو کلونو راهیسې د افغانستان په بیلا بیلو شخصي پوهنتون کې درس ورکوي. مرستیالان یې په دې ډول دي:
- لومړی مرستیال یې پوهنمل سید قیس سیدي دی چې د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې پیدا شوی دی. سیدي لوړې زده کړې د ننګرهار پوهنتون په اقتصاد برخه کې کړې دي او وروسته یې د جرمني په روهر پوهنتون هم درس لوستی دی. نوموړي په ننګرهار کې له یونیسیف سره د عامه پوهاوي په برخه کې کار کړی دی، دارنګه په ختیځو ولایتونو کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې مسوول هم پاتې شوی دی او په ننګرهار پوهنتون کې یې د اقتصاد پوهنتون مشري هم کړې ده.
- دویم مرستیال یې ډاکټر محمد امین رشادت دی چې په خټه هزاره او په غزني کې زیږېدلی دی. هغه په ایران کې له شیراز پوهنتون نه په ټولنپونه کې دوکتورا کړې ده . رشادت اوسمهال په کابل کې د غرجستان شخصي پوهنتون مشر او بنسټ اېښودونکی دی. (د پيژندنې دا مالومات چې په دري لیکل شوي ، د تمنا له فیسبوک پاڼې نه د ۱۳۹۷ کال د مرغومي پر ۲۷ را اخیستل شوې دي)
د مشارکت او بدلون ټاکنیزې ډلې مشري شیدا محمد ابدالي کوي. نوموړی د کندهار پښتون دی، ماسټري یې په امریکا کې کړې او دوکتورا یې په هند کې. نوموړی د ولسمشر کرزي د واکمنۍ پرمهال د ملي امنیت شورا مرستیال و. ښاغلي ابدالي شپږ کاله په هند کې د افغانستان سفیر و. د مرستیالانو لنډه پيژندنه یې دلته راوړو:
- لومړی مرستیال یې بصیر سالنګی دی. هغه په خټه تاجک او د پروان اوسېدونکی دی او د جمعیت ګوند غړی هم دی. نوموړی له ۱۳۸۱ نه تر ۱۳۸۷ پورې د کابل، میدان وردګ او ننګرهار امنیه قوماندان و. وروسته بیا له ۱۳۸۸ نه تر ۱۳۹۷ کال پورې د پروان او فراه ولایتونو والي و. ( نور دلته ولولئ)
- ذوالفقار امید یې دویم مرستیال دی چې د دای کندي هزاره دی. نوموړی د کار او پرمختګ ګوند غړی د هزاره ګانو د روښنايي غورځنګ له مخکښو غړیو دی. دا غورځنګ له دې غوښتنې سره پیدا شو چې د وارداتي برېښنا د لېږد د مزي تګلوری دې له سالنګه بامیانو ته واوړي. ( د شالید په اړه یې زموږ پخوانۍ شننه دلته او دلته لوستلی شئ) امید د ولسمشر کرزي د دویمې دورې پرمهال د چارو په اداره کې د نړیوالو اړیکو د مسوول په ډول هم کار کړی دی. هغه د ۱۳۹۷ کال پارلماني ټاکنو کې له کابله او په ۱۳۸۳ کال کې له دای کوندي نه ځان نوماند کړی و، خو بریالی نه شو.
ملي وفاق ټاکنیزه ډله چې مشري یې احمد ولي مسعود کوي. هغه په خټه د پنجشیر تاجک او د جمعیت له مهمو غړو بلل کېږي. نوموړی د مجاهدینو د یوه قوماندان احمدشاه مسعود ورور دی چې ووژل شو. مسعود څو کاله په لندن کې د افغانستان سفیر و او د برهان الدین رباني له واکمنۍ راهیسې یې سفارت کاوه. اوس په کابل کې د احمد شاه مسعود بنسټ مشر دی. د مرستیالانو لنډه پيژندنه یې په لاندې ډول ده:
- لومړۍ مرستیاله یې پوهانده فریده مومند ده چې د ننګرهار اوسېدونکې ده. اغلې مومند د کابل په طبي پوهنتون کې ښوونکې او د کوچنیانو د روغتیایي څانګې مشره هم پاتې شوې ده. نوموړې د ولسمشر غني په حکومت کې نژدې یو کال په ۱۳۹۴ لمریز کال کې د لوړو زده کړو وزیر وه، خو ولسي جرګې د نه باور رایه ورکړه. ( په اړه یې د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې شالید دلته او دلته لوستلی شئ)
- دویم مرستیال یې لطیف نظري دی چې د غزني له هزاره ګانو دی. نوموړي د ایران له تهران پوهنتون نه په نړیوالو اړېکو کې دوکتورا اخیستې او اصلاحات ورځپاڼې له بنسټګرو بلل کېږي. نوموړی دارنګه د غرجستان شخصي پوهنتون له بنسټ اېښودونکو هم دی. نظري د ۱۳۹۷ کال د ولسي جرګې ټاکنو کې هم له کابله کاندید و، خو بریالی نه شو. ( د نوموړي په اړه نور مالومات دهغه د ملاتړو په فیسبوک پاڼه کې دلته لوستلی شئ) نظري پخوا د محمد محقق يه مشرۍ د وحدت ګوند غړی و.
د مسوولیت او عدالت ټاکنیزې ډلې مشري نورالرحمان لېوال کوي. نوموړی په لوګر کې زېږېدلی، د کمپیوټر او سافټویر په برخه کې یې زده کړې دي. نوموړی په کابل کې د پښتو سافټویر کمپنۍ بنسټ اېښودونکی هم دی ( نور دلته ولولئ) نوموړی په ۱۳۹۳ کال ټاکنو کې هم د ولسمشرۍ کاندید و. د لیوال د مرستیالانو لنډه پېژندنه دلته راوړل شوې ده.
- لومړی مرستیال یې عبدالهادی ذوالحکمت دی چې د لوګر اوسېدونکی دی.
- دویم مرستیال یې محمد یحيی ویاړ دی. نوموړی د کابل د خاکجبار پښتون دی او له جهادي مخینې سره طبي ډاکټر دی. نوموړی په ۱۳۹۳ او ۱۳۹۷ کلونو کې ولسي جرګې ته هم کاندید و خو بریالی نه شو. هغه په ۱۳۹۴ کال کې د ټاکنو د مدیریت ګډ بورډ لپاره د څیړونکي په ډول کار هم کړی دی.
د سولې ،قانونیت او هوساینې ټاکنیزې ډلې مشری بیا شهاب حکیمي کوي. نوموړی په خټه پښتون دی او د میدان وردګو اوسېدونکی دی. ښاغلي حکیمي له کابل پوهنتونه کرنه کې لیسانس تر لاسه کړي او د اسلام اباد په پرېسټن پوهنتون کې یې د عامه ادارې ماسټري لوستې. هغه په کابل کې تدریس کړی او په دا وروستیو کې د ماین پاکۍ د یوې موسسې مشر هم پاتې شوی دی. هغه په ۱۳۸۴ کال د ولسي جرګې په ټاکنو کې ناکام شو. ( په اړه یې د رسنیو رپوټونه دلته او دلته لوستلی شئ)
لومړی مرستیال یې نور الحبیب اسیر دی ( تر اوسه یې په اړه مالومات نشته)
دویم مرستیال یې عبدالعلي سراب دی. ( تر اوسه یې په اړه مالومات نشته)
د دولت جوړونې ټاکنیز ټیم مشري اوسنی ولسمشر محمد اشرف غني کوي. نوموړی په خټه پښتون او د لوګر اوسېدونکی دی. هغه د لنډمهالي حکومت پر مهال د پخواني ولسمشر حامد کرزي سلاکار و، د کاپل پوهنتون مشري یې هم کړې او د مالیې وزیر هم و. نوموړی په ۱۳۸۹ کال ټاکنو هم کې د ولسمشرۍ کاندید و او څلورم ځای یې خپل کړ. پخواني ولسمشر کرزي هغه د امنیتي مسوولیتونو د لېږد کمیسیون مشر هم ټاکلی و. د دې ډلې نوم ښايي د غني له هغه کتاب سره تړاو ولري چې د ناکامو دولتونو د جوړونې په نوم یې په ۱۳۸۷ کال کې له کلېر سره په ګډه لیکلی و. د نوموړي لومړی او دویم مرستیال په لاندې ډول پېژندل شوې دي:
- لومړی مرستیال یې امرالله صالح دی. هغه د پنجشیر تاجک دی او پخوا د جمعیت ګوند غړی و خو وروسته یې له هغه ګوند سره اړېکي وشکول . هغه اوس د افغانستان زرغون بهیر په نامه حرکت مشري کوي چې په ۱۳۸۷ کال کې یې د ملي امنیت د مشرۍ له استعفا وروسته بنسټ کېښود او په لومړي ځل یې شتون د ۱۳۹۰ کال د غوایي پر ۱۵ اعلان کړ. صالح د ۱۳۹۳ کال ټاکنو کې د عبدالله عبدالله ملاتړی و. د ملي یووالي حکومت پرمهال په ۱۳۹۴ کال کې د هغه پلاوی له مشرانو څخه و چې د کندوز د سقوط د څېړنې لپاره ګومارل شوی و. نوموړی وروسته د ۱۳۹۵ کال په کب میاشت کې په امنیتي سکتورو کې د سمونو لپاره د دولت وزیر وټاکل شو خو درې میاشتې وروسته یې له دندې استعفا وکړه. په ۱۳۹۷ کال کې د لنډ مهال لپاره د کورنیو چارو وزیر وګومارل شو، خو له ټاکل کېدو یوه میاشت وروسته یې دا دنده پرېښود او په ولسمشرۍ ټاکنو کې د اشرف غني لومړی مرستیال شو. ( د شالید په اړه یې مالومات دلته او دلته ولولئ)
- دویم مرستیال یې سرور دانش دی چې په خټه د دای کندي هزاره دی. هغه د دایکندي لومړنی والي و( وروسته له هغه چې په ۱۳۸۲ کال کې جوړ شو)، د کرزي د واکمنۍ پرمهال د عدلیې او لوړو زده کړو وزیر هم پاتې شوی دی. دانش د هغه کمیسیون غړی و چې په ۱۳۸۱ کال د اساسي قانون د مسودې لیکلو لپاره جوړ شوی. هغه د خلیلي په مشرۍ د اسلامي وحدت ګوند غړی دی چې د ۱۳۹۳ کال ټاکنو کې یې د ولسمشر غني ملاتړ کاوه. خو په راتلونکو ټاکنو کې د خلیلي ګوند د عبدالله د ټیم ملاتړ کوي. د دې یادونه مهمه ده چې غني په خپله ټاکنیزه ډله کې درېیم او نارسمي ملګری محمد یوسف غضنفر هم یو ځای کړی دی. نوموړی ازبیک دی او د بلخ پخوانی استازی دی. نوموړی د ښځو چارو د پخوانۍ وزیرې حس بانو غضنفر ورور دی ( د یپلوماتیکه سرچینه) کله چې اشرف غني په ټاکنو کمیسیون کې د کاندیداتورۍ لپاره نوم لیکنه کوله، نو یادونه وشوه چې ښايي تر هغې یې ځانګړی استازی او یا هم سلاکار وي چې په اساسي قانون د بدلون له لارې د درېیم معاوینت لپاره زمینه برابره شي. داسې یو فکر شته چې په اساسي قانون کې دې بدلون راوړل شي او درېیم معاوینت دې پکې ځای کړ شی. خو تر ډېره دا کار سیاسي ښکاري او د دې لپاره کېږي چې د اوزبېکانو رایې خپلې کړي چې په هېواد کې څلورم لوی قوم بلل کېږي. ( د غني د ۱۳۹۳ کال ټاکنیزه ډله کې دوستم لومړی مرستیال و چې د ازبیکانو استازیتوب یې کاوه، خو په ډله کې یې له تاجکانو څوک نه و)
د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې مشري ډاکټر عبدالله عبدالله کوي چې د ملي یووالي حکومت اجراییه مشر او د جمعیت ګوند مهم غړی دی. د ۱۳۸۸ او ۱۳۹۳ کال له ټاکنو وروسته دا درېیم ځل دی چې نوموړی د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره کاندېدېږي. د اسماعیل په څیر د هغه ځینې مهمو ګوندیانو له ښاغلي عبدالله نه غوښتنه وکړه چې بیا دې ټاکنو ته نه درېږی، پر هغه یې نېوکه وکړه او د ملي یووالي حکومت یې وړکتون وباله. د عبدالله د لومړي او دویم مرستیال لڼده پېژندنه دلته راوړل شوې:
- لومړی مرستیال یې ډاکتر عنایت الله بابر فرهمند دی چې په خټه د جوزجان اوزبېک دی او په بلخ پوهنتون کې یې طیب لوستی دی، دارنګه یې د بي بي سي له اوزبيکي څانګې سره د خبریال او پروډیوسر په ډول هم کار کړی دی. هغه له ۱۳۸۹ څخه تر ۱۳۹۴ پورې په ولسي جرګه کې د خلکو استازی و، وروسته بیا د ۱۳۹۸ کال تر وري میاشت پورې د لومړي مرستیال جنرال دوستم د دفتر مشر و چې د عبدالله په ټاکنیزه ډله کې مهم کس بلل کېږي ( نوره پېژندنه یې په انګریزي ژپه د هغه پر فیسبوک پاڼه دلته ولولئ)
- دویم مرستیال یې اسدالله سعادتي دی چې د دایکندي هزاره دی. هغه په کابل پوهنتون کې ادبیات لوستي او دارنګه یې په کابل له ابن سینا شخصي پوهنتونه په نړیوالو اړیکو کې ماسټري تر لاسه کړې ده. هغه له ۱۳۸۹ څخه تر ۱۳۹۷ پورې په ولسي جرګه کې د خلکو استازی و. نوموړی د سولې عالي شورا د مشر کریم خلیلي په مشرۍ د وحدت ګوند غړی دی.
د عمل کوو، شعار نه ورکوو ټاکنیزې ډلې مشري بیا حکیم تورسن کوي او په خټه اوزبېک دی چې کابل کې پیدا شوی دی. نوموړي په کابل کې پوهنتون کې ادبیات لوستي او د پخواني ولسمشر نجیب الله د واکمنۍ پرمهال یې په بیلا بیلو استخباراتي پوستونو کې کار کړی دی. هغه په ۱۳۸۸ ( د کمپاین له پیل مخکې له کاندیداتورۍ تېر شو)او ۱۳۹۳ کال کې هم د ولسمشرۍ لپاره ځان نوماند کړی و. ( د هغه پيژندنې له مخې چې پلویانو یې خپره کړې ده). مرستیالان یې په دې ډول دي:
- لومړی مرستیال یې نادرشاه احمدزی چې په کابل کې پیدا شوی او په خټه پښتون دی. نوموړی په افغانستان کې د مدني حقونو د څیړنې د یوه بنسټ مشر دی. هغه یو له هغو کاندیدانو و چې د ۱۳۹۳ کال ټاکنو کې یې کاندیداتوري ونه منل شوه.
- محمد شفیع قیصاري یې دویم مرستیال دی چې د فاریاب د قیصار ولسوالۍ اوزبیک دی. ( نور دلته لوستلی شئ) هغه په کابل پولتخنیک کې انجینري لوستی او پخوا په کابل کې د مکروریانو تصدۍ مشر هم و. قیصاري کیڼ اړخیاو د جنبش ګوند غړی دی (د یپلوماتیکي سرچینې وايي)
د سولې او اسلامي عدالت ټاکنیزې ډلې مشر ي ګلبدین حکمتیار کوي چې د کندوز پښتون او تر ۱۳۸۰ کال پورې د اسلامي ګوند مشر و خو اوس یې د یوې برخې مشري کوي. ( د شالید په اړه یې زموږ شننه دلته وګورئ.) د هغه لومړی او دویم مرستیالان په لاندې ډول دي:
- لومړی مرستیال يې فضل هادي وزین دی چې په خټه د پروان تاجک دی. هغه د سعودي له محمد بن سعود پوهنتونه په اسلامي زده کړو کې دوکتورا تر لاسه کړې ده او د اسلام اباد په نړیوال پوهنتون کې استاد و. هغه د پاکستان فاطمه جناح پوهنتون کې هم د میلمه استاد په ډول درس و رکاوه.
- مفتي حافظ الرحمان نقي یې دویم مرستیال دی. نوموړی د بدخشان تاجک دی او په قضايي ادارو کې یې په بیلا بیلو پوستونو کې کار کړی دی. نوموړی په ۱۳۸۹ او ۱۳۹۷ کال کې پارلماني ټاکنو ته نوماند و، خو بریالی نه شو. د دواړو مرستیال نوماندانو په اړه د لنډې پېژندنې ې مالومات د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته د حزب اسلامي مرستیال ویاند فضل غني حقمل ورکړي دي. هغه د افغانستان تحلیلګرانو شبکې سره په خبرو کې ادعا وکړه چې دواړه مرستیالان یې د لیاقت له مخې ټاکلي دي، نه د قومي وېش له مخې. د حقمل په وینا دواړه مرستیالان د حزب اسلامي غړي دي. رسنیو د وزین په اړه پخوا ناسم مالومات خپاره کړې و او هغه یې اوزبېک بللی و.( نور دلته او دلته ولولئ)
د ازادۍ او عدالت ټاکنیزې ډلې مشري عبداللطیف پدرام کوي چې په خټه د بدخشان تاجک دی. هغه د ملي ګانګرس ګوند مشري کوي چې تر ډېره د تاجکو ملتپالی او د فدرالي نظام پلوي بلل کېږي. پدرام په ۱۳۹۳ کال ټاکنو کې بریالی کاندید ونه بلل شو. هغه دوه دورې له بدخشانه د پارلمان غړی و خو د ۱۳۹۷ کال په پارلماني ټاکنو کې ناکام شو. د نوموړي د دواړو مرستیالانو لنډه پېژندنه دلته راوړل شوې ده:
- لومړی مرستیال یې احسان الله حیدري دی چې په دایکندي کې د اشترلي د یوې معتبرې هزاره کورنۍ غړی دی. نوموړي په کابل پوهنتون کې د ټولنپوهنې او انسان پېژندنې برخه لوستې ده. حیدري د اکسفام او فرانسوۍ موسسې سنټرلې فېم په ګډون له ګڼو نادولتي ادارو سره کار کړی دی
- دویم مرستیال یې محمد صادق وردګ دی او په خټه د ودرګو پښتون دی. هغه تر دولسمه زده کړې کړي او پخوانۍ جهادي څېره بلل کېږي. ( دا مالومات له ديپلوماتیکو سرچینو او خلکو تر لاسه شوي دي)
د دېموکراسۍ او مساوي پرمختګ ټاکنیز ټیم مشري نور الحق علومي کوي چې د کندهار پښتون دی او د خپل ملي متحد ګوند مشري کوي. نوموړی د ۱۳۹۳ له مرغومي د ۱۳۹۴ تر کب مياشتې د کورنیو چارو وزیر و. ( په اړه یې د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې رپوټونه دلته او دلته لوستلی شئ) هغه د ۱۳۸۴ او ۱۳۸۹ کلونو ترمنځ په ولسي جرګه کې د کندهار دخلکو استازی و. د نجیب الله د واکمنۍ پرمهال نوموړی یو جنرال او د جنوبي زون یانې د لوی کندهار مشر و. مرستیالان یې په دې ډول پېژنو:
- لومړی مرستیال یې بشير بېژن دی چې د بدخشان تاجک دی. نوموړی د اریانا هوايي چلند د پرواز مجلې اېډیتر، د خبر نګار مجلې مشر او د سینا په نامه د کولتوري اوونیزې بنسټګر و. نوموړی په ۱۳۸۹ او ۱۳۹۷ کال پارلماني ټاکنو کې له کابله کاندید و خو ناکام شو.
- دویم مرستیال یې محمد نعیم غیور دی چې د هرات په گذرې ولسوالۍ کې پيدا شوی دی. دهغه د فیسبوک د مالوماتو له مخې یې کورنۍ ګډه تاجکه او پښتنه ده. پلار یې په اصل کې د غور ولایت دی او مور یې د پکتیکا د کټواز پښتنه ده. لیسانس یې په سیاسي علومو کې کړی او ګڼ پوځي او اسخباراتي کورسونه یې په افغانستان کې دننه او بهر لوستی دي. لومړنۍ رسمي دنده یې په انجیل ولسوالۍ کې د ملي امنیت د مدیر په ډول پیل کړه او وروسته یې د هرات د ۶۰۶ انصار زون د پولیسو د استخباراتو د مشر په ګډون په ډېرو پوځي دندو کار کړی دی. ویل کېږې چې غیور کیڼ اړخی دی او پخوا د پرچم ډلې غړی و (د یپلوماتیکې سرچېنې) او اوس د علومي د ګوند غړی دی.
د ظلم ضد مبارزه او عدالت هغه ټاکنیزه ډله ده چې مشري یې محمد ابراهیم الکوزی کوي او د کندهار پښتون دی. نوموړی د افغانستان د خلکو ملي اجماع په نامه د سیاسي ټلوالې مشر دی چې په ۱۳۹۶ کال جوړه شوه. ( د رسنیو رپوټونه). دا ډله له جوړېدو را وروسته په ځینو مسایلو کې خپل دریځ په ډاګه کوي او هڅه کوي سیاسي اهمیت ځانته ورکړی. الکوزی د خپل قوم یوه شورا هم جوړه کړې او نوموړی یې مشري هم کوي. ( د د يپلوماتیکو سرچینو په وینا) هغه په کابل پوهنتون کې سیاسي علوم لوستي. په ۱۳۹۷ کال کې ولسي جرګې ته له کندهاره نوماند و، خو بریالی نه شو. ( د رسنیو رپوټونه). لاندې یې مرستیالان دي:
- لومړۍ مرستیاله یې خدیجه غزنوي ده چې په خټه هزاره او بدخشان کې پيدا شوې ده ( نور دلته ولولئ) خو کورنۍ یې دغزني ده ( دپيلوماتیکې سرچېنې). نوموړې هڅه وکړه د ۱۳۹۳ کال ولسمشریزو ټاکنو کې ټاکنیزه ډله ولري، خو ناکامه وبلل شوه. ( د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې رپوټونه دلته او دلته ولولئ) غزنوي لوجستیکي کمپنۍ لري او د ابراهیم اېشیا کمپنیو مشره ده.
- دویم مرستیال یې سید سمیع کیاني دی او د بغلان په دوشي کې د کیان کورنۍ غړی دی.
یو ټاکنیز ټیکټ چې لا هم نوم نه لري، مشري یې غلام فاروق نجرابي کوي چې د کاپيسا تاجک دی. نوموړی چې د هند له اندرا ګاندي پوهنتونه د جراحۍ برخه کې دوکتورا لري، د افغانستان د استقلال په نامه ګوند مشري هم کوي. دا یې درېیم ځل دی چې ولسمشرۍ ته کاندیدېږي. (د رسنیو رپوټونه دلته ولولئ) مرستیالان یې په لاندې ډول دي:
- شریف الله ( تر اوسه یې په اړه یې مالومات نشته)
- محمد شریف بابکرخیل
د ملت خادم ټاکنیزې ډلې مشري عنایت الله حفیظ کوي چې په خټه هزاره او د میدان وردګو دی. نوموړی په کابل کې د رباني د ښوونې او روزنې له پوهنتونه فارغ شوی دی. نوموړی دوه ځلې ولایتي شورا ته کاندید و خو بریالی نه شو او یو ځل ولسي جرګې ته هم کاندید و، خو بریا یې نصیب نه شوه. ( د رسنیو رپوټونه) لومړی او دویم مرستیالان یې په لاندې ډول دي:
- لومړی مرستیال یې جنت خان فهیم چکري دی چې د کابل ولایت د بګرامیو د چکري سیمې پښتون دی. نوموړي پوځی زده کړې کړې دي او پخوا یې پوځي دنده درلوده. ( دیپلوماتیکه سرچینه)
- دویم مرستیال یې عبدالجمیل شیراني دی او هغه هم د کابل پښتون دی. هغه پوهنتون لوستی او پخوا یې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون کې کار کړی دی.
سوله او اعتدال بله ټاکنیزه ډله ده چې مشري یې محمد حنیف اتمر کوي چې په اصل کې د لغمان پښتون دی. نوموړی تر ۱۳۹۷ کاله د اوسني ولسمشر اشرف غني د ملي امنیت سلاکار و. تر هغې وړاندې د حامد کرزي د واکمنۍ پرمهال د پوهنې، کورنیو چارو او د کلیو بیارغاونې وزیر هم و. ( چا له دندې لرې کړ—د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې شالید دلته او دلته لوستلی شئ) ښاغلی اتمر دارنګه د حق او عدالت ګوند له بنسټ اېښودونکو څخه و( شالید یې دلته ولولئ). د لومړي او دویم مرستیال پيژندنه یې دلته راوړو:
- پخوانی لومړی مرستیال یونس قانوني یې لومړی مرستیال دی. نوموړی په خټه تاجک او د پنجشیر دی چې د جمعیت ګوند مهم غړی بلل کېږي. په ۱۳۸۰ کال کې قانوني د شمالي ټلوالې په استازولۍ په بون غونډه د مهم مرکچي رول درلود. هغه په ۱۳۸۳ کال کې د ولسمشرۍ کاندید و او دویم ځای یې خپل کړ. نوموړی له ۱۳۸۴ نه تر ۱۳۸۹ پورې د ولسي جرګې مشر او د کابل د خلکو استازی و. نوموړی د ۱۳۹۲ کال کب میاشت کې د مارشال فهیم له مرګ وروسته تر تلې میاشتې پورې لومړی مرستیال و.
- دویم مرستیال یې محمد محقق دی. نوموړی په خټه هزاره دی او د اجراییه مشر دویم مرستیال هم دی چې د افغانستان د خلکو د وحدت ګوند مشري هم کوي. محقق مرستیال ولسمشر پاتې شوی او د کرزي د لنډمهالې دورې پرمهال د پلان وزیر هم و. نوموړی په ۱۳۸۳ کال کې ولسمشرۍ ته کاندید او درېیم ځای یې خپل کړ. نوموړی دوه ځلې له کابله په ولسي جرګه کې دخلکو استازی و او وروسته یې استعفا ورکړه او د ډاکټر عبدالله له ټیم سره په ټاکنو کې یو ځای شو. ولسمشر اشرف غني د سلواغلې پر څلورمه نوموړی د یوه فرمان له مخې د اجراییه ریاست له مرستیالۍ لرې کړ خو محقق یې دا ګام ناقانونه وباله. اجراییه مشر عبدالله عبدالله چې محقق یې دویم مرستیال دی، دهغه لرې کېدنه (د ملي یووالي حکومت له سیاسي هوکړې سره په بشپړ ټکر) کې وبلله او زیاته یې کړه چې اوسنی حکومت به د راتلونکو ټاکنو او د ولسمشر تر ټاکل کېدو په واک کې وي. د غني په څیر اتمر هم په خپله ډله کې درېیم نارسمي کس له ځان سره ملګری کړی او هغه عالم ساعي دی. نوموړی په خټه اوزبېک او د جوزجان پخوانی والي دی. نوموړی د دوستم خلاف د نوي جنبش ګوند غړی دی چې خپل شتوالی یې د ۱۳۹۶ کال په چونګاښ کې اعلان کړ. ( د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې شالید دلته ولولئ)
د یووالي، روڼتیا او اعتدال ټاکنیزې ډلې مشري ډاکټر زلمی رسول کوي چې په خټه پښتون دی او په کابل کې پېدا شوی خو په اصل کې د کندهار دی او طبي ډاکتر دی. نوموړی د ټرانسپورټ او هوايي چلند او د بهرنیو چارو وزیر و د کرزي په دوره کې د ملي امنیت سلاکار هم و. ښاغلی رسول له ۱۳۸۰ کال مخکې، د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه د دفتر مشر و او دا هغه وخت و چې پاچا په جلا وطنۍ کې اوسېده. نوموړی چې مرستیالي یې احمدضیا مسعود او حبیبې سرابي کوله، په ۱۳۹۳ کال کې هم ولسمشرۍ ته کاندید و( نور دلته ولولئ). هغه د تېرو ټاکنو په لومړي پړاو کې درېیم ځای خپل کړ. لومړی او دویم مرستیالان یې په لاندې ډدول دي:
- لومړی مرستیال یې عبدالجبار تقوا دی چې د تخار د فرخار ولسوالۍ اوسېدونکی دی او د مجاهدینو د و اکمنۍ پرمهال د جمعیت ګوند غړی و. ( د يپلوماتیکې سرچنې). هغه د کابل، پروان او تخار ولایتونو والي هم تیر شوی. ( د هغه نوره پېژندنه دلته ولولئ)
- دویم مرستیال یې غلام علي وحدت دی چې په خټه هزاره او دبامیانو اوسېدونکی دی. نوموړی څو کاله د بامیانو والي و، دکورنیو چارو وزارت کې یې هم پر ګڼو څوکیو کار کړی او د یاد وزارت مرستیال هم پاتې شوی دی. وحدت په جنوب کې د پولیسو د ۴۰۴ نمبر میوند زون مشر هم و. ( نور دلته ولولئ) نوموړی د وکیلې صیفوره اېلخاني ورور دی. هغه د ۱۳۹۷ کال د ولسي جرګې ټاکنې بشپړې کړې وې چې له واکه د ناوړه ګټې اخیستنې په تور په درې کاله بند محکوم شو. داسې ویل کېده چې د ۱۳۹۷ کال په لړم کې به نوموړی زندان ته ځي خو لا هم د استیناف غوښتنې حق لري. ( ديپلوماتیکې سرچینې)
ژباړه: حفیظ معروف
بیاکتنې:
دا مقاله په وروستي ځل تازه شوې وه ۱۵ ثور / غويی ۱۳۹۹