دا ۱۸ نوماندان په ولسمشرۍ ټاکنو کې سیالي کوي چې یو به پکې د افغانستان راتلونکی ولسمشر وي. دوی خپلې ټاکنیزې هلې ځلې پيل کړې دي.
له دوه میاشتو ځنډ او د سولې د خبرو له لغوه کېدو وروسته چې ښايي ټاکنې یې ټکنی کړې وای، بلاخره په افغانستان کې د ولسمشرۍ ټاکنې د تلې په ۶ د شنبې په ورځ کېدونکې دي. دا به په افغانستان کې له ۱۳۸۱کال را وروسته د ولسمشرۍ څلورم ځل ټاکنې وې ، چې ټول ټال له نورو ټاکنو سره اوومې بلل کېږي. د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې څیړونکو ، علي یاور عادلي، یلینا بلیثا او توماس روټیک ( د عبید علي په مرسته) د دې ټاکنو په اړه ځېنې مهم بنسټیز مالومات راټول کړي دي چې د رایه اچوونکو شمېر، د رایو اچونې مرکزونه، محلونه، کاندیدان، څارونکي او د ټاکنو ورځې لپاره امنیتي ګامونه پکې رانغاړل شوي دي. لیکوالان د اساسي مالوماتو او شمېرو په راغونډولو کې له ستونزو سره مخامخ وو ، ځکه رسمي شمېرې سره په ټکر کې وې او له همدې وجې دې پایلې ته رسېدلي چې تېرو اتلسو کلونو کې ولسواکۍ ته د نژدې کېدو له هڅو سره سره، د شنبې ورځې ټاکنې لاهم په داسې حالاتو کې ترسره کېږي ، چې مالومات ناروښانه او روڼوالی یې محدود دی.
کاندیدان
دوه میاشتې وړاندې د ولسمشرۍ سیالي د ۱۸ کاندیدانو ترمنځ پیل شوه ( لنډه پېژندنه یې زموږ په پخوانۍ راپور کې) خو اوس یې وروستی شمېر ۱۳ ته راښکته شوی دی. تر ټولو لویه تیرېدنه پکې د حنیف اتمر وه ، چې تر ۱۳۹۷ کال پورې د ولسمشر غني د ملي امنیت سلاکار و او له هغې وړاندې د حامد کرزي د واکمنۍ پرمهال د پوهنې، کورنیو او د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر هم و. اتمر خپلې ټاکنېزې منډې ترړې د زمري پر ۱۷ وروسته له هغه وځڼدولې چې ټاکنیزه ډله یې وپاشل شوه. ( زموږ پخوانۍ شننه دلته ولولئ)
له هغه وروسته د بهرنیو چارو پخوانی وزیر او د حامد کرزي د واکمنۍ پرمهال د ملي امنیت سلاکار زلمی رسول، شیدا ابدالي چې پخوا د امنیت شورا مرستیال و، د ولسمشر غني له ټاکنیزې ډلې، دولت جوړونکې سره یو ځای شول. [د کمپاین پر وروستۍ ورځ دوه نور کاندیدان ابراهیم الکوزی او د کورنیو چارو پخوانی وزیر نور الحق علومي هم د اشرف غني له ټاکنیز ټیکټ سره یو ځای شول] حنیف اتمر د تلې پر ۲ په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې په ټاکنو کې د چا ملاتړ نه کوي او بې پرې پاتېږي. د نوموړي د ټاکنیزې ډلې دویم مرستیال محمد محقق او د ابدالي دواړه مرستیالان ، بصیر سالنګي او ذوالفقار امید د اجرایه مشر عبدالله عبدالله له ټاکنیزې ډلې ثبات او همپالې سره یو ځای شول. ( نور دلته ولولئ) .د تلې پر لومړۍ د ولسمشر غني د ټاکنیز کمپاین مشر عمر داودزي وویل د کاندید عنایت حفیظ مرستیالانو جنت فهیم چکري او عبدالجمیل شیراني د غني ټاکنیز ډلې سره یو ځای شوې دي او سملاسي د داودزي مرستیالان مقرر شول. حفیظ وویل چې له نویو مرستیالانو سره به خپله سیالي روانه وساتي. (۱)
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون په وینا هغو کاندیدان او مرستیال کاندیدان چې له سیالۍ وتلي او له نورو ټاکنیزو ډلو سره یو ځای شوي، له قانوني پروسیچرونو ، نه دي تیر شوي. د وږي پر ۳۱ د ټاکنو کمیسیون وویل دوی د رسنیو له لارې خبر شوي چې ځینې کاندیدان له خپلې نوماندۍ تیر شوي. د ټاکنو کمیسیون له هغوی غوښتنه وکړه چې په لیکلي ډول د ټاکنو کمیسیون خبر کړي او له نوماندۍ د تېرېدو فورمه ډکه کړي. کمیسیون دا هم ویل چې که کاندیدان له رسمي پړاونو تیر نه شي، د شکایتونو کمیسیون ته به یې ور وپيژني. ټول هغه کاندیدان چې نورو ته تیر شوي، لا به یې هم نومونه په رای پاڼو کې وي ځکه له وړاندې چاپ شوې دي. تر هغې چې د ټاکنو کمیسیون ته د نوماندانو تېرېدنه په لیکلي بڼه ور نه کړل شي، آن رای اچوونکو ته هم نه شي ویلای چې دا کاندیدان په ټاکنو کې نوره سیالي نه کوي. ښايي ګڼ رای اچوونکي د کاندیدانو د تېرېدو له اعلانه خبر نه وي، او ممکن لا هم رایې ورکړي چې د ټاکنو کمیسیون د ویاند ذبیح الله سادات په وینا باطلې بلل کېږي.
پرته له دې چې د شنبې ورځې ټاکنو کې د کاندیدانو شمېر په پام کې ونیول شي، بریالی کاندید باید پنځوس فیصده جمع یو رایه تر لاسه کړي چې کامیاب وبلل شي. که هیڅ اکثریت رایې خپلې نه کړي، ټاکنې دویم پړاو ته ځي. د اوسني مهال ویش له مخې د دویم پړاو ټاکنې به د لیندۍ پر ۲ کېږي. د ټاکنو د جنترۍ له مخې د ټاکنو لومړنۍ پایلې به د لړم پر ۲۸ په ډاګه کېږي. خو د ټاکنو څارونکو د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته وویل شک لري چې پر یاد شوي تاریخ دې د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شي. په تیرو ټاکنو کې هم کمیسیون د ټاکنو پایلې پر ټاکل شوي او یا هم ټاکل شوي وخت ته به نژدې تاریخ نه دي اعلان کړې. د شنبې ورځې ټاکنې به د سهار پر اوو بجو پیلېږي او ماسپښين پر دریو به پای ته رسېږي. ( ښايي دا موده د ټاکنو کمیسیون په خوښه تر دوو نورو ساعتونو و غځېږي)
که رایه اچونه تر ټاکل شویو ساعتونو ژر پای ته ورسېږي، د محلونو چارواکو ته به د دې فرصت برابر شي چې له ډېرې تیارې مخکې رای شمېرنه پای ته ورسوي. د غرمنۍ او لمانځه پر مهال به د محلونو کارکوونکي په نوبت خپلې چارې روانې ساتي، د رایو محل مشر به د هغه کارکوونکي کارونه مخ ته وړي چې لنډه دمه کوي او یا به په همغه محل کې نورو کارکوونکو ته د کارونو لار ښوونه کوي.
د ولسمشرۍ لپاره د رایو پاڼې رنګ شین دی.د رایو هر مرکز ته د ثبت شویو رای اچوونکو له شمېر او لیست سره مساوي رای پاڼې ورکول کېږي. دارنګه به پنځه سلنه نورې رای پاڼې د احتیاط لپاره هم ورکول کېږي. دا رای پاڼې به هغه وخت کارول کېږي چې رای اچوونکې رای پاڼې خرابې او یا هم ناسمې وکاروي. ( د ټاکنو کمیسیون تګلاره دلته ولولئ)
د رای اچوونکو شمېر
څه کم ۷،۹میلیونو افغانانو د رای اچوونې لپاره نوملیکنه کړې ( د ټاکنو کمیسیون د زمري پر ۲۸ د رای اچوونکو کره شمېر ۹،۶۶۵،۷۴۵ ښوولی دی) دا شمېر د هغو نویو رای اچوونکو له مخې حساب شوی چې د ۱۳۹۷ کال د ولسي جرګې له ټاکنو مخکې او په غبرګولي میاشت کې له بیا نوملیکنې وروسته ثبت شوې دي. (۲) د ټاکنو کمیسیون په وینا په دوی کې ۶،۳۳۱،۵۱۵ یې نارینه او ۳،۳۳۴،۲۳۰ یې ښځې دي. په دې مانا چې نارینه ۶۵ سلنه او ښځې بیا ۳۵ سلنه دي.
خو په دې شمېرو کې تازه ثبت شوي کسان نه دي حساب شوي. د ټاکنو کیمسیون په ویب پاڼه کې د شمېرو له مخې، د پارلماني ټاکنو لپاره د ثبت شویو کسانو شمېر ۹،۰۷۲،۲۰۲ وو. ( نور مالومات په دویم لمنلیک کې). په غبرګولي میاشت کې د ټاکنو کمیسیون په ټول هېواد کې په تازه نوملیکنه کې ۳۲۹،۳۱۲ کسان ثبت کړل. د دې ترڅنګ په غزني کې چې پارلماني ټاکنې او نوملیکنه پکې نه وه شوې، ۲۴۴،۴۰۹ کسانو نوملیکنه وکړه. د دې درېو شمېرو ټولټال ۱۹۰۰۰ کسان په هغه شمېر کې کم دی چې د ټاکنو کمیسیون په زمري میاشت کې خپرې کړې دي. دارنګه له هغه شمېر سره هم سر نه خوري چې د ټاکنو کمیسیون د ۱۳۹۷ کال پارلماني ټاکنو لپاره خپور کړی دی. ( په دویم لمنلیک کې نور ولولئ). د شمېرو همدې بیلا بیلوالي د نوملیکنې د مالوماتو پر کره والي شک پیدا کړی او همدا مالومات د شنبې ورځې په ټاکنو کې د رای اچوونکو په مرکزونو کې د رایو د تثبیب لپاره کارول کېږي.
د رایو مرکزونو او محلونو شمېر
په عادي حالاتو کې به په ټوله هېواد کې د رایو ۷۳۶۶ مرکزونه فعال وي. ( زموږ د ۱۳۹۷ کال رپوټ دلته ولولئ) خو اوسنیو امنیتي شرایطو او لوجیستکي محدودیتونو ته په پام، د ټاکنو کمیسیون د ۵۳۷۳ رایو مرکزونو لپاره چمتوالی نیولی دی. په دې ۵۳۷۳ مرکزونو کې ۲۹۵۸۶ رایو محلونه شته. ( چې ۱۸۴۶۷ یې د نارینه وو او ۱۱۱۱۹ یې د ښځو دي) په هر مرکز کې لږ تر لږه دوه محلونه شته چې یو یې د ښځو او بل یې د نارینه وو رای اچوونکو لپاره په پام کې نېول شوی دی. د محلونو دا شمېر د ۱۳۹۷ کال د ولسي جرګې ټاکنو په اندازه ډېر دی. ځکه د ټاکنو کیمسیون د هر محل لپاره د رای اچوونکو شمېر له ۶۰۰ نه ۴۰۰ ته رای اچوونکو ته راکم کړی دی. دا بدلون د تیر کال د اداري لانجو د کمولو لپاره راوړل شوی دی ( زموږ رپوټ دلته ولولئ). دویم دلیل یې دا دی چې رای اچوونکي وکړای شي د سهار له اوو د ماسپښين تر ۳ بجو خپلې رایې وکارولی شي.
کله چې د ټاکنو کمیسیون د ۵۳۷۳ مرکزونو لیست امنیتي بنسټونو ته د کتنې له پاره ورکړ، د هغوی ارزونه دا وه چې ۳۳۶۰ مرکزونه خوندي دي، ۹۰۷ مرکزونه تر ټیټ امنیتي ګواښ لاندې دي، ۶۷۵ یې له لوړ امنیتي ګواښ سره مخامخ دي او د رپوټونو له مخې ۴۳۱ مرکزونه له لیسته غورځول شوې دي. د وږي میاشتې په وروستیو کې د کورنیو چارو چارسمبالي وزیر مسعود اندرابي په یوه خبر پاڼه کې اعلان وکړ چې پولیس د ۴۳۱ مرکزونو امنیت نه شي خوندي کولای او تړلي به وي. هغه دا وروستیو کې د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته وویل چې له امنیتي ارزونو وروسته داسې شونتیا شته چې له ۴۳۱ مرکزونو ډېر تړلې پاتې شي. د ټاکنو کمیسیون د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته وویل، له ټاکنو وړاندې به له امنیتي ادارو سره په ګډه خبري ناسته جوړه کړي او په کره ډول به د هغو مرکزونو شمېر اعلان کړي چې د ټاکنو پر ورځ به پرانستې وي. په ټوله هېواد کې به به څه باندې ۲۰۰،۰۰۰ د ټاکنو کارکوونکي ګومارل شوي وي ، چې د ټاکنو کمیسیون به یې روزنه او پيسې ورکوي. (۳)
د تېرو ټاکنو پرتله دا کار نوښت بلل کېږي، ځکه ځینې وخت د قانون له مخې د ښوونځي ښوونکي اړ وو دا کار وکړي او کله کله خو د دې چوپړ په بدل کې پيسې هم نه ورکول کېدې. دا قانوني مجبورتیا دا وروستیو کې لرې کړل شوه، ښايي دلیل به یې دا و چې طالبانو په ځانګړي ډول د پوهنې کار کوونکو ته ګواښونه کړي وو. (۴) په هر محل کې لږ تر لږه شپږ ټاکنیز کسان کار کوي: د محل مشر، د پيژندنې مرستیال، د بایومتریک کارونکی، د رای پاڼو وېشونکی، د ګوتې رنګونکی، د صندوق اداره کوونکی او د لیکو تنظېمونکی پکې شامل دي. ( د ټاکنو تګلاره دلته ولولئ) د بایومتریک د کارکونکي ګومارل د ۱۳۹۷ کال ټاکنو پرتله نوښت بلل کېږي، ځکه په تېرو ټاکنو کې د لېکو جوړونکي د بایومتریک کارونکي شول او محل مشر د خلکو لپاره لېکې تنظېمولې. همدا لامل و چې په ډېرو رایو مرکزونو کې د خلکو په لیکو کې ګډوډي رامنځ ته شوه.
د څارونکو شمېر
د ټاکنو کمیسیون ۱۱۵ د څارنې باورلیکونه وېشلي دې چې په ترتیب سره ۱۸ کاندیدان، ۲۹ سیاسي ګوندونه، کورنی ۲۶ څارونکي بنسټونه، ۲۴ رسنی او ۱۸ نړیوال بنسټونه پکې راځي. د ۷۵ نورو ادارو غوښتنلیکونه هم منل شوي دي. تر اوسه په ټوله کې ۱۱۸،۰۰۰ استازي او څارونکي په سیستم کې د څارنې لپاره ثبت شوې دي.
سیاسي ګوندونو نژدې ۲۰،۵۰۰ څارونکي، مدني ټولنو ۱۳۸۰۰ او د رسنیو نژدې ۷۰۰۰ کارکوونکو نومونه ثبت کړي دي. دارنګه به په ټاکنو کې نژدې ۱۷۴ نړیوال څارونکي هم وي. د دې ترڅنګ، د ټاکنو کمیسیون د کاندیدانو نژدې ۷۰،۰۰۰ استازو ته هم باور لیکونه ورکړې دي. دوی تر دوو اصلي کاندیدانو څه نه څه ورته شمېر څارونکي د ټاکنو کمیسیون ته معرفي کړې وو. د غني د څارونکو شمېر ۲۶۸۷۵ کسانو ته رسېده. د عبدالله د څارونکو شمېر هم نژدې ۲۶۶۴۹ ته رسېدلی دی. د حکمتیار ټاکنیزې ډلې څه نا څه ۸۵۰۰ څارونکي ګومارلي دي. د نبیل ډلې ۴۴۰۰ استازي ثبت کړي دي او د احمد ولي مسعود د څارونکو شمېر تر ۲۳۰۰ رسېږي. د کاندیدانو څارونکي بې پرې نه بلل کېږي ځکه چې هغوی هر یو د خپلو کاندیدانو ګټې په پام کې نیسي.
هغه کارکونکي چې د ټاکنیزو چارو کارمندان نه بلل کېږي، شمیر یې له خپلواکو څارونکو خورا ډېر دی او له لویه سره سیاسي استازي دي. د خپلواکو څارونکو شمېر که هر څومره پراخ هم شي، بیا هم د رایو مرکزونو تر نیمايي کم تر پوښښ لاندې راوستی شي چې په منځني ډول د رایو هر مرکز ته ۳ څارونکي رسېږي. د تېرو ټاکنو په څیر، ښونې ده چې ښاري او امنو سېمو کې به د څارونکو او استازو شمېر ډېر وي خو لیرې پرتې سېمي که څارل کېږي هم، څارنه به یې خورا پيکه وي.
روان کال ښايي ګڼ ځايي خلک د خبریالانو په ډول را څرګند شي ځکه طلوع نیوز له ځايي خلکو غوښتنه کړې چې د ټاکنو پر ورځ ورسره د وایبر او واټس اپ له لارې تصویرونه او مالومات شریک کړي. (دري او پښتو بڼه یې دلته وګورئ)
د رایو خوندیتوب ( د بایومتریک په مرسته د رایو تثبیت)
د روان کال ولسمشرۍ ټاکنې به د افغانستان په تاریخ کې دویمې هغه وي چې بایومتریک سیستم پکې کارول کېږي. د رایو په هر محل به کې د بایومتریک یو سیستم فعال وي چې پرینټر، پاڼې او چارجر به هم ورسره وي. د رایو هر مرکز ( نه محل) کې به یو اضافه سیستم هم وي چې د ټاکنو کمیسیون په وینا که کوم محل کې کار نه کوي، له هغه به کار اخلي. تمه دا ده چې د بایومتریک له کارونې سره د رای اچوونکو پيژندنه تثبیت شي او د درغلیو مخه به ونیسي. یاده اله سیم کارت لري چې له انټرنیټ سره یې نښلوي او په دې ډول مرکز ته مالومات یا ډاټا لېږدوي. په اله کې یو میموري کارت هم شته چې په همغه رای محل کې د ټولو رای اچوونکو مالومات پکې خوندې شوي دي. د ټاکنو کمیسیون پخوا ویلي و چې د یادو الو ۹۰ سلنه به یې له انټرنیټ سره نښلېدلې وي، یوازې ۱۰ سلنه یې چې په لیرې پرتو سېمو کې کارول کېږي، د ټاکنو پر ورځ له انټرنیټ سره نه وي وصل شوي. خو د تلې پر دویمه د ټاکنو کمیسیون د دارالانشا مرستیال وویل د ټاکنو کمیسیون له ایتصالات کمپنۍ سره قرارداد لاسلیک کړی چې له ۵۳۷۳ مرکزونو نه به ۱۲۰۰-۱۳۰۰ مرکزونو کې انټرنیټ نه وي ( ۲۴ عشاریه ۱۹ سلنه کېږي). د ټاکنو کمیسیون د دارالانشا مشر ډاکټر حبیب الله ننګ وویل چې الې به مالومات په ډېجیټتي بڼه استوي چې د ټاکنو د پایلو پاڼه به هم پکې شامله وي د هغه په وینا ( نه بدلېدونکې او د درغلیو شونتیا پکې نشته)
د ټاکنو کمیسیون په ۱۳۹۷ کال کې د بایومتریک کارونه پیل کړه (۵) او د روانو ټاکنو لپاره يې نوی سیستم پکې زیاد کړ. په نوی سیستم کې بایو متریک الو ته د رای اچوونکو یوه ډيجیټل کاپي اضافه شوه چې په مرسته یې له رایو مرکزونو څخه د پایلو پاڼې په ډیجیټلي بڼه په کابل کې د رایو شمېرنې ملي مرکز ته استول کېږي. ویل کېږي په یاد شویو الو کې هر ډول کار- له چالانېدو نېولې تر مړه کېدو ثبتېږي او وخت یې هم مالومېږي.
د وږي پر درېیمه د ټاکنو کمیسیون او د بایومتریک الو جوړونکي جرمني شرکت ډیرمالوګ د یاد سیستم په اړه په ټاکنو کې ښکېلو اړخو ته لنډ مالومات ورکړل، برخه والو ویل چې بایومتریک الې په رایو مرکزونو کې د لاسونو ورته یا تکراري ګوتې نه شي مالومولی. مانا دا چې د کاپي شویو ګوتو د نښو ثابیتول او د ستونزو حلول یې مرکزي سرور یا ماشین ته پرېښودل شوې دي. (۶) د ډیرمالوګ ځواب دا و، چې سافټوېر د قرارداد د اوصولو له مخې برابر شوی چې دا ډول فعالیت ته پکې اړتیا نه وه ټاکل شوې. د ټاکنو کمیسیون مشرې هوا عالم نورستانۍ پرېکړه وکړه چې د ټاکنو دا مواد تر هغې وځنډوي چې دا ستونزه حل شوې نه وي او اعلان یې د وږي پر شپږمه وشو. ( نور دلته ولولئ) د ټاکنو کمیسیون د مالوماتو له مخې د تخنیکي برخې دا ستونزه اوس هواره شوې (۷) او نړیوالو او کورنیو دواړو څارونکو بنسټونو د بایومتریک سیستم کارونه منلې ده.
خو د افغانستان د ازادو او رڼو ټاکنو بنسټ فیفا اجرایوي مشر یوسف رشید وايي لا روښانه نه ده چې دومره ژر دې په ۳۹۰۰۰ الو کې نوی سافټویر انسټال شوی وي. هغه هشت صبح ورځپاڼې ته د دوږي پر ۹ وویل چې نوموړې څارونکې ادارې ته بیا اجازه نه ده ورکړل شوې چې د یادو شویو الو ارزونه وکړي. هشت صبح د محمد ناطقي له خولې چې د ګوندونو د سیاسي جرګه ګۍ غړی دی لیکي، په سافیټورونو کې راوړلې شوي پرمختګونه له هغوی سره نه دي شریک شوي.
د رای اچونې بهیر
د رای اچونې او رایې شمېرنې په اړه د ټاکنو کمیسیون په تګلاره کې ویل شوي د بایومتریک عملیاتي سیستم به د ټاکنو پر ورځ فعال شي او د رایو محلونو بارکوډونه به سکن کوي او دا به تاییدوي چې د رای اچوونکو لیست د همغه ځانګړي محل دی او له هغې وروسته به لیست فعالېږي. ( د دې تګلاري انګلیسي بڼه دلته او دري بڼه یې دلته لوستی شئ) کله چې رایه اچونکي محل ته ځي، د بایومتریک چلونکی مامور به یې د تذکرې پر شا لګېدلی راجستر نمبر په ماشین کې لیکي چې د رای اچونکی جزیات ( نوم، د پلار نوم، نیکه نوم او سيرېل نمبر) را ښکاره کېږي.
له دې مرحلې وروسته به د بایو متریک کارونکی د رای اچووني د تذکېرې او د هغه/هغې د ثبت د تایدۍ تصویر اخلی، بیا یې د دواړو لاسونو د غټو ګوتو نښې اخلي. که رایه اچونکی غټې ګوتې ونه لري، د شهادت، منځنۍ او د واړه خچکیو ګوتو نښې اخیستل کېږي. که رای اچوونکی لاسونه ونه لري، د رایو محل مشر د ګوتو نښې به اخیستل کېږي او رایه اچونکي ته به د رای اچوونې اجازه ورکول کېږي. په دې ډول حالاتو کې به د محل مشر د رای اچونکي جزیات د محل د جزیاتو په کتاب کې ثبتوي. له همدې سره بهیر بشپړېږي او رای اچونکی/اچونکې خپله رای پاڼه په بکس کې اچوي.
کله چې د رای اچونې بهیر پای ته ورسېږي او رای پاڼې وشمېرل شي، د بایومتریک کارونکی به د هغې پاڼې تصویر اخلي چې پایلې پکې لیکل شوې دي او له ډيجیټلي بڼې سره یې چې له وړاندې په سیستم کې شته، ملي سرور یا ماشین ته استوي. که بایومتریک اله انټرنیټ سره و صل شوې وي، مالومات یا ډاټا به اوتومات استول کېږي. هغه سیمې چې انټرنیټ پکې نشته، بایومتریک الې به د ټاکنو په ولایتي مرکزونو کې له انټرنیټ سره تر وصلېدو وروسته خپل مالومات ملي سرور ته استوي او دا کار به د استازو او څارونکو په مخ کې کېږي.
د ۱۳۹۷ کال په ټاکنو کې ګڼ بایومتریک الو کار نه کاوه او یا یې کار پرېښود او مرکزونو کې اضافي الې هم نه وې. هاغسې چې د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې په رپوټ کې ویل شوي، دا الې چې د فساد د مخنیوي لپاره وړاندې شوې، خپله په یوه پراخ سرخوږي بدلې شوې. د ټاکنو کمیسیون د خپلو تګلارو په تازه کولو کې له ستونزو سره مخامخ شو او بلاخره یې پرېکړه وکړه چې د بایومتریکو مالوماتو له اخیستو پرته دي خلکو ته د رای اچونې اجازه ورکول شي. (۸) د ټاکنو کمیسیون اوس ویلي هغې رایې به باطلې اعلانوي چې له بایومتریکو مالوماتو (د ثبت نمبر، د ګوتې نښې او تصویر) پرته اچول شوې وي. خو که په لوی شمېر بایو متریک الې د ۱۳۹۷ کال د ټاکنو په څیر کار ونه کړي او ګڼ رای اچوونکي له رای اچوونې پرته پاتې شي، ښايي پر خپلو تګلارو له سره غور کولو ته اړه شي. د ټاکنو کمیسیون دې پرېکړې چې د ښځینه رای اچوونکو تصویر به هم اخیستل کېږي، ځینې اندېښنې را پورته کړې دي او ښايي په ځینو سېمو کې ښځې رای اچونې ته زړه ښه نه کړي. د افغانستان د ښځو شبکې د بېلګې په ډول داسې وړاندیز کړی چې ښځینه رای اچوونکو لپاره دې د تصویر اخیستل په ځینو سېمو کې اختیاري وبلل شي او یا دې یوازې د سترګو تصویر واخیستل شی.
فزیکي امنیت
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي د پوځ، استخباراتو او پولیسو په ګډون به۷۲،۰۰۰ سرتېري د ټاکنو د امنیت خوندي کولو لپاره ګومارل کېږي. د هغه په وینا له ۲۰،۰۰۰ تر ۳۰،۰۰۰ نور سرتیري به د احتیاط په ډول چمتو وي.
په داسې حال کې چې پولیس به د رایو مرکزونو شاخوا امنیت ساتي، پوځ به د لېرې پرتو سېمو امنیت خوندي کوي. پوځ ته دا دنده هم ورکړل شوې چې ټاکنیز توکي او رای پاڼې به ولایتي او لېرې پرتو سیمو ته استوي او بیرته به یې کابل کې مرکز ته رسوي. خلکو ته د ډاډ ورکولو له پاره، ښاغلی رحیمي وايي، ټول ټاکنیز حساس او عادي توکي ټولو ۳۴ ولایتونو ته له کومې پېښې پرته رسول شوې دي. نوموړي دا خبرې د وږي پر ۲۴ کړې وې. خو ولایتو کې دننه لا هم د ټاکنیزو توکو لېږد ولسوالیو ته روان دی او د ولایتي مرکزونو او ولسوالیو ترمنځ غځېدلي سړکونه تر ډېره له ګواښونو ډک دي. د ټاکنو کمیسیون ویاند عبدالعزیز ابراهیمي وايي دا چاره د وږي پر ۲۲ پیل شوې او د تلې میاشتې تر ۵ به روانه وي،چې له ټاکنو یوه ورځ مخکې بشپړېږي. له بله اړخه طالبانو بیا د زمري پر ۱۷ عموي خبرداری خپور کړی چې مشرتابه پکې له خپلو اورپکو غوښتنه کړې وه د ټاکنو مخه ونیسي.
د طالبانو د پوهنې او لوړو زده کړو کمیسیون د وږي پر ۲۷ بله اعلامیه خپره کړه او په هغې کې یې د پوهنې له کارکوونکو، ښوونکو او ښوونځیو له سرمعلمانو غوښتنه کړې په خپلو تعلیمي مرکزونو کې کمپاینونو او ټاکنیزو مرکزونه ته اجازه ور نه کړي. طالبانو ښوونکو او زده کوونکو ته دا هم ویلي چې د رای اچوونې په ځایونو کې کار ونه کړي. د افغانستان تحلیلګرنو شبکې ته ویل شوي چې د کابل په ځینو ګاونډیو ولایتونو کې طالبانو د شپې له مخې په خپرو کړو لیکونو کې خلکو ته دا خبرداری ورکړی دی.
طالبانو تر اوسه دوه لوی برېدونه کړې دي. یو یې د زمري پر ۶ د کابل په یوه خورا خوندي سیمه کې د کمپاین پر یوه دفتر کړی او د وږۍ پر ۲۶ یې په بل برید کې د پروان په چاریکارو کې ټاکنیزه غونډه په نښه کړې وه. د کابل په برید کې ۱۲ کسان ووژل او تر ۵۰ ډېر یې ټپیان کړل، د پروان په پېښه کې د وژل شویو شمېر ۲۶ او د ټپیانو شمېر تر ۴۲ رسېده. ( د رسنیو رپوټونه دلته ولولئ)
په دواړ برېدونو کې د ولسمشر غني ټاکنیز کمپاینونه په نښه شوي وو. د هغه لومړی مرستیال امرالله صالح د کابل په برید کې وژغورل شو خو د پرون برید له ځایه ښاغلی صالح او غني دواړه نژدې ۵۰۰ متره لیري وو. نورو کاندیدانو ته هم د راپورونو له مخې ګواښونه شوي دي. ( زموږ رپوټ دلته ولولئ) د زابل په مرکز کې د وږي پر ۲۸ لوی موټر بم برید چې ولایتي روغتون یې ونړاو، رای اچوونکې یې لا ډېر ووېرول. دارنګه له طالبانو ها خوا اسلامي دولت نومې ډله یا داعش هم یو ګواښ دی چې اورپکو یې په کابل کې شعیه ګان په ځانمرګو برېدونو کې په نښه کړي دي. هغوی په هرات، جلال اباد او ځینې نورو سېمو کې هم برېدونه کړي دي. دا ډول بریدونه هم رای اچوونکو، ټاکنیزو کارکوونکو او د رایو مرکزونو ته یو ګواښ دی.
ځینې پرمختګونه، خو لا هم اندېښنې
که څه هم د ټاکنو کمیسیون له تخنیکي پلوه د تیر کال یا تر پخوانیو ټاکنو پرتله ییز ډول ډېر چمتو ښکاري، خو رای اچوونکو د شمېر، رای اچونې مرکزونو، څارونکو او نورو موضوعاتو په اړه لا هم لکه پخوا ستونزې شته دي. ( نور زموږ په راتلونکې شننه کې لوستی شئ) د بایو متریک په کارونه کې په روښانه ډول پرمختګ شوی، او همدا د ۱۳۹۷ کال په ټاکنو کې یو له ستونزو او ګډوډیو ستره سرچینه وه. خو لا هم جدي اندېښنې شته چې ایا دا الې به په سم ډول کار وکړي که نه، ایا ګومارل شوي کارکوونکي به یې پر کارونه سم پوه شي که نه او دا چې ایا د بایومتریک په مرسته اخیستل شوي مالومات به له درغلیو ضد ګامونوسره کافي مرسته وکړي او که څنګه؟
(۱) حفیظ ومنله چې مرستیالان یې دغني له ډلې سره یو ځای شوې دي او ادعا یې دا ده چې د مشرانو جرګې د مشر فضل هادي مسلمیار او د غني د ځینو سلاکارانو په منځګړتوب دا کار شوی دی. لا روښانه نه ده چې نوموړی به په دومره لنډه موده کې مرستیالان پیدا کړي او که نه. او دا هم روښانه نه ده چې د ټاکنو کمیسیون به یې تاید کړي. د ټاکنو کمیسیون د اصولو له مخې (دلته یې ولولئ) که د کوم کاندید یو یا دواړه مرستیالان د وروستي نوملړ له اعلان وروسته له نوماندۍ تیر شي، کاندید باید په ۷۲ ساعتونو کې خپل نوي مرستیالان کمیسیون ته معرفي کړي. په تګلاره کې دا هم ویل شوي چې که ټاکنو ته له ۲۲ ورځو کمه موده پاتې وي ( د حفیظ مرستیالان هم په همدې موده کې راځي) د ټاکنو کمیسیون مناسب پرېکړه کولای شي.
(۲) د ۲۰۱۸ کال په اګسټ کې د ټاکنو کمیسیون وویل ټولټال یې ۹،۰۷۲،۲۰۸ کسانو ثبت کړې دي: ۵،۷۸۳،۰۳۷ یې نارینه (۶۳ عشاریه ۷ سلنه)، ۳،۱۱۴،۹۴۲ یې ښځې دي (۳۴ عشاریه ۳ سلنه). د افغانستان تحلیلګرانو شبکې له هغې وروسته په خپل رپوټ کې (په افغانستان کې د رای ورکوونکو د نوملړ په اړه شکونه پیدا کړل) چې د حل له پاره یې څارنې ته اړتیا لري. د ۱۳۹۷کال د مېزان په لومړیو کې د ټاکنو کمیسیون یوازې پر خپلو دري او پښتو فیسبوک پاڼو د رای اچوونکو یو بل اټکلیز شمېر خپور کړ چې ۸ عشاریه ۸ میلیونه یې ښوولی دی. په دوی کې د غزني رای اچوونکي نه دي ګڼلي چې د ناامنیو له کبله پارلماني ټاکنې او نوملیکنه پکې لغوه شوه ( زموږ راپور دلته ولولئ). د ټاکنو کمیسیون ویلي په ټول هېواد کې یې د ۶۰۰،۰۰۰ کسانو نوملیکنه لغوه کړې ده، دلیل یې کم عمر، د زېږېدو د نېټې نشتوالی او یا هم تکرار ښوول شوی دی. د ټاکنو کمیسیون خلکو ته دا نه ده روښانه کړې چې وروستۍ شمېرې يې د کومو اصولو له مخې ټاکلې دي او یا یې څه ډول د نوملیکنې مالومات تثبیت کړې دي. ( زموږ شننه دلته ولولئ). له پارلماني ټاکنو کې مخکې د رای اچوونکو په اړه تازه مالومات او یا هم کره شمیره نه ده په ډاګه شوې.
(۳) ځینو څارونکو ډلو چې د ټاکنو د ځنډ غوښتنه یې کوله، ویلي د ټاکنیزو کارکونکو کموالی او د کارکوونکو د روزنې سست بهیر یو له هغو لاملونو دی چې ټاکنې ښايي له پلان سره سمې مخ ته ولاړې نه شي. د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته یوه نړیوال څارونکي چې د ټاکنو له کمیسیون سره له نژدې کار کوي، د وږي پر ۳۱ وویل چې د ټاکنو اړوند نژدې ۹۵ سلنه کارکوونکي ګومارل شوي او روزل شوې دي.
(۴) د ټاکنو کمیسیون د ۱۳۹۷ کال پارلماني ټاکنو کې د ټاکنیز قانون له ۲۳ مادې سره سم لنډمهالي ملکي مامورین ګومارلي وو. په هغه ماده کې ویل شوي، د رای مرکزونو او محلونو لپاره لنډمهالي ټاکنیز کارمندان دې د کمیسیون له تګلارو سره سم د ښوونځیو له ښوونکو، له حکومتي تعلیمي بنسټونو او او نورو حکومتي ادارو څخه وګومارل شي. د ټاکنو په ورځ د ملکی کارکونکو ګومارلو یوه موخه دا وه چې لګښتونه را کم کړي. ( زموږ رپوټ دلته ولولئ) د ټاکنیز قانون دا ماده له پارلماني ټاکنو وروسته په قانون کې ادلون بدلون سره لیرې شوه. په نوي قانون کې ( د ۲۳ مادې لومړي بند او ۳۳ مادې لومړي بند) اوس ویل شوي، د ټاکنو او ټاکنیزو شکایتونو کمیسیونونو دایمي او لنډمهالي کارکوونکو ګومارنه دي د ټاکنو کمیسیون او ملکي خدمتونو کیمسیون په ګډه وکړي او سیالي دې پرانیستې وي چې هر څوک پکې برخه واخیستی شي. ( د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې راپور دلته ولولئ)
(۵) په افغانستان کې د بایومتریک ټیکنالوژي د ۱۳۹۷ کال له پارلماني ټاکنو مخکې پیل شوه. ( د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې راپور دلته ولولئ) له هغې وروسته د ټاکنو قانون کې بدلون راوړل شو او اوس د ټاکنو کمیسیون اړ دی چې د ټاکنو په ټولو پړاونو کې بایومتریک وسایل وکاروي (د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې راپور دلته ولولئ) په غبرګولي میاشت کې د ټاکنو کمیسیون پرېکړه وکړه چې د نوي قانون د دې مادې د پلې کېدو شونتیا نشته او د رای ورکونکو په نوملیکنه کې بایومتریک نه شي کارولی (د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې رپوټ دلته ولولئ)
(۶) د وږي پر شپږمه د جمعیت ګوند استازي نورالرحمان اخلاقي پر خپله فیسبوک پاڼه ادعا وکړه چې د دې ډول بهانو په پایله کې به هر کس په صندوق کې تر ۴۰۰ رایې وکارولی شي. هغه د دې سافټویر په اړه لاندې ستونزې راپورته کړې:
- دا سیستم د دې وړتیا نه لري چې محلونو کې د ګوتو تکراري نښې مالومې کړي او مرکزي سرور ته یې راجع کوي
- دا سیستم تکراري تصویر نه شي مالومولی او مرکزي سیستم ته یې راجع کوي
- داسې شونتیا شته چې په مرکزي سرور یا سیستم کې له رای پاڼو ناسمه ګټه واخیستل شي
- سیاسي اړخونه مرکزي سرور یا ماشین نه شي څارلی او له تخنیکي پلوه د دې اجازه نه لري چې مالومات په مرکزي سرور کې و څاري.
- هغه کسان چې نومونه یې د رای اچونې په لیست کې نشته او پخوا نه دي ثبت شوي، لا هم کولای د (سکيپ) غوراوي په کارولو سره رایه وکاروي
- که د هر رای ورکونکي لپاره درې بارکوډونه سکن کېږي، همدا دې ته لار برابروي چې یو کس دوه اضافي کوډونه وکاري.
د اخلاقي وړاندیز دا و چې یوازې یو بارکوډ دي چاپ شي؛ د هغو کسانو لیست چې باید د رایو ورکوونکو په لیست کې نه وي باید له کاندیدانو سره شریک شي، او هغه امنیتی ځواکونه او د ټاکنو کارکوونکي چې په محلونو کې رایه ورکوي او په همغو ځایونو کې یې نوملیکنه نه وي کړي، باید له وړاندې له سیاسي ګوندونو او کاندیدانو سره شریک شي، چې په دې ډول وکړای شي له هغو رای اچوونکو سره یې پرتله کړي چې د (سکيپ) غوراوي په کارولو یې رایې ورکړې دي.
(۷) د ټاکنو کمیسیون د ایضافي ګام په توګه دا هم ویلي چې بارډکو به یوازې له هغې بایومتریک الې پرته چې د ټاکنو کمیسیون ویشلې، بل هیڅ بایومتریک اله نه شي لوستی. په ۱۳۹۷ کال ټاکنو کې داسې جدي اندېښنې وې چې د سټیکرونو ځانګړ کوډونه چې د رای اچوونکو مالومات پکې خوندي وو، ښايي نور سافټوېرونه هم ولوستی شي چې له امنیتي پلوه ننګونه بلل کېږي.
(۸) د ټاکنو کمیسیون اوس د رایو هر مرکز لپاره یوه اضافه بایومتریک اله هم په پام کې نېولې. که له یوه په ډېرو محلونو کې د رایو بایومتریک الې کار پرېږدي، د محل او یا هم مرکز مشر باید لاندې ګامونه واخلي:
تر هغې دې رایه اچونه بنده کړي چې بایومتریک بیرته فعال شوی نه وي او یا هم نوی نه وي وروړل شوی، د جوړېدو هڅه دې وکړي، ولایتي مرکز دې له یادې ستونزې خبر کړي او نوی بایومتریک دې ترې وغواړي.
کله چې بایومتریک اله په بل محل کې کارول شوې وي، د محل مشر دې په نوې اله کې د پخوانۍ الې مېموري کارټ واچوي- هاغسې چې په روزنه کې ورته ویل شوي چې د تکرار رایو مخه ونیسي. د محل مشر باید دا خبره په ځانګړي کتاب/کتابچه کې ولیکي. له څارونکو او استازو دې وغوښتل شي چې په ځانګړي کتاب کې د دې بدلون تاید وکړي او لاسلیک یې کړي. د محل مشر او د بایومتریک کارونکی د بایومتریک الې د سمې ساتنې او او سمې کارونې مسوول دی، که اله په لوی لاس خرابول کېږي او یا یې نه کاروي، مسوولیت یې د هغوی پر غاړه دی.
سمونه: علي محمد سباوون
بیاکتنې:
دا مقاله په وروستي ځل تازه شوې وه ۲۱ حوت / كب ۱۳۹۹