Afghanistan Analysts Network – Dari Pashto

سیاست / چشم انداز سیاسی

په افغانستان کې د ټاکنو ستونزه: د ولسي جرګې ټاکنو په اړه بنسټیز مالومات

توماس روتیگ تیم ما / زموږ کاري ډله 10 دقیقې

د  افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د خپلې ویب پاڼې په لومړي مخ کې داسې ګړۍ لګولۍ چې د تلې د ۲۸ پارلماني ټاکنو ( له غزني پرته) ته پاتې وخت پکې ښوول کېږي. دا په زړه پورې کار دی. دا به هم ښه وای چې که د ټاکنو کمیسیون د بېلګې په ډول د ټولو ثبت شویو رای اچوونکو شمېر او یا هم د ټولو نوماندانو شمېر هم په خپله درې/ پښتو پاڼه کې لیکلی وای. په دواړه حالتو کې لوستونکي اړ دي چې شمېرې خپله پيدا کړي. دا یوازې څو داسې بېلګې دي چې ښيي د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ټاکنیزو بهیر تعقیبول نه اسانوي. نو ځکه د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې څیړونکي توماس روتیک د دې شبکې د نورو څېړونکو په مرسته د افغان ټاکنو ل په اړه بنسټیز مالومات راټول کړې دي.

 د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې د راتلونکو ټاکنو په اړه د شننو او څیړنو داسې لړۍ پيل کړې چې ټاکنو ته پر چمتوالي او پر سیاسي هلو ځلو ورټولې دي.  هره شننه (د ټاکنو ستونزه) په نامه د لړۍ یوه برخه ده.

د افغانستان د ولسي جرګې ټاکنې پر شنبه، د تلې په ۲۸ کېدونکې دي. د ټاکنو کمپاین د سنبلې پر ۲۸ یانې ټیک یوه میاشت مخکې پیل شوی دی. د ټاکنو د  ورځې له پيل مخې به  ۴۸ ساعتونه د دمې وخت وي او هیڅ نوماند ټاکنیز کمپیانونه نه شي کولای.

ټاکل شوي د دې ټاکنو لومړنۍ پیلې به د لیندۍ پر ۱۰ په ډاګه کېږي او وروستۍ پایلې به د همدې کال د مرغومي په۱۲ روښانه کېږي. په افغانستان د طالبانو له پرځېدو وروسته، دا د ولسي جرګې درېیمې ټاکنې دي. د چارواکو په وینا دا به د دې هېواد په تاریخ کې د پارلمان ۱۷ دوره وي ( د ولسي جرګې هره دوره خپله شمېره لري) مالومه نه ده چې کومې ټاکنې لومړنۍ هغه بلل کېږي. ( د بي بی سي د پښتو ویب څانګې د مالوماتو له مخې، د ملي شورا په نامه اوسنۍ پارلمان د نادرشا په وخت کې رامنځ ته شوی (واکمني ۱۳۰۸-۱۲) چې ۱۱۱ غړي یې لرل. خو دا مالومه ده چې پرتله ییز ډول لومړنې ازادې ټاکنې په ۱۳۲۸ کال وشوې چې د اوومې دورې پارلمان یې انتخاب کړ. ښځو په لومړي ځل په ۱۳۴۴ کال رای اچونه کې برخه واخیسته او دا هغه وخت و چې د ملي شورا لسمه دوره ټاکل کېده.

اوسنۍ ټاکنې له خپل ټاکلي وخت نژدې درې نیم کاله وروسته کېږي. ټاکنې به دافغانستان له ۳۴ ولایتونو په ۳۳ کې کېږي او غزني به له دې بهیره استثنا وي. ( د دې موضوع د شالید په اړه د افغانستان د تحلیلګرنو شبکې شننه دلته لوستی شئ) د کوچنیانو لپاره بیا ټول هېواد یوه ټاکنیزه حوزه ده.

 رای اچونکي او نوماندان

د ټاکنو کمیسیون د ویب پاڼې د وروستیو مالوماتو له مخې، ۸۹۱۸۱۰۷ رایه اچونکي ثبت شوې دي. په دوی کې ۳۰۶۷۹۱۸ یې ښځې دي او ۵۶۸۱۵۹۲ نارینه دي، ۱۶۸۰۱۵ یې کوچیان دي او ۵۸۳ یې سیکان او هندوان دي. ( دې وروستیو مې شمېرو د ښځو او نارینه شمېر مالوم شوی نه دی او د غزني رای اچوونکي هم پکې شامل دي، د نورو مالوماتو لپاره د ټاکنو کمیسیون پاڼه دلته کتلای شئ)

د تلې پر ۸ د ټاکنوخپلواک کمیسیون له غزني پرته د رای اچونکو شمې ۸ عشاریه ۸ میلیونه ښوولی و. دوی دا هم ویلي چې ۶۰۰۰۰۰ ثبت شوي کسان له دې امله لغوه شوي چې یا یې عمرونه کم وو او یا یې د پيدايښت ورځې ناسمې وې او یا هم دوه ځلې لیکل شوې دي. د ټاکنو کمیسیون خلکو ته دا نه روښانه کړې چې دوی وروستۍ شمېر د څه شي له مخې ټاکلې دي. د بېلګې په ډول دا یې نه دي ویلي چې دوی څه ډول د رای اچونکي  کره والی مالوموي. (د ټاکنو د خپلواک کمیسیون په دري ویب پاڼه کې د هر ولایت لپاره د رای اچونې مرکزونه دلته کتلای شئ)

د ولسي جرګې لپاره ټولټال۲۵۰ څوکۍ دي. ۱۰ یې کوچیانو ته ځانګړې شوې دي او یوه څوکۍ یې د سیکان او هندوانو لپاره په ګډه ځانګړې شوې ده. د ولسي جرګې دا څوکۍ په ۱۳۹۵ کال کې د ټاکنو په قانون کې راوړل شوه ( نور مالومات یې زموږ په دې رپوټ کې لوستلای شئ) د ټولو  کاندیدانو کره شمېر مالوم نه دی. د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې ۲۵۳۲ نوماندان شمېرلې دياو دا شمېر یې د ټاکنو کمیسیون په ویب پاڼه کې د ولایتونو د کاندیدانو له رای پاڼو پیدا کړی دی. (۲)

برعکس د ټاکنو خپلواک کمیسیون بیا بل ډول شمېرې وړاندې کړې دي. د وږي پر ۲۶ د ټاکنون کمیسیون مرستیالې ویاندې کوبرا رضايي د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته وویل چې د ټولو کاندیدانو شمې ر ۲۶۵۱ ته رسېږي. په دوی کې ۲۲۵۰ یې نارینه دي او ۴۰۱ یې ښځې دي، ۴۹ پکې د کوچیانو کاندیدان دي. د ټاکنو کمیسیون په ویب پاڼه کې د هر ولایت د کاندیدانو نوملړ شته خو د ټولو هېواد د نوماندانو شمېر پکې نشته. رسنیو کې بیا د کاندیدانو شمېر بل ډول راوړل شوی دی. د بېلګې به ډول نیویارک ټایمز د کاندیدانو شمېر ۲۵۶۵ لیکلی دی چې ۴۱۷ پکې ښځې ښوول شوې دي او دا شمېرې  یې د تلې د لومړیو ورځو د مالوماتو له مخې جوړ کړی دی. ښايي د کاندیدانو د شمېر بیلابیلوالی له دې امله وي چې ځینې کاندیدان چې مخکې له نوملړه وېستل شوي وو، ځینې یې وروسته بیرته د نوماندۍ وړ وبلل شول.

په ټوله کې د کاندیدانو شمېر  د ۱۳۸۹ کال د پارلماني ټاکنو کې د کاندیدانو له شمېر سره نژدې دی. هغه مهال د کاندیدانو شمېر ۲۵۸۴ و چې ۴۰۶ یې ښځې وي. په دې ټاکنو کې بیا ۳۵ کاندیدانو د کاندیدانو له لیست وېستل شوې دي او اصلي دلیل یې له ناقانونه وسله والو ډلو سره د دوی تړاو بلل شوی دی.

تر دې مهال درې کاندیدان وژل شوې دي  یوه ښځینه کاندیده، فریبا رحمان په ټرافیکي پېښه مړه شوې او د شاه ګل رضايي په نوم کاندیده بیا په کابل کې له خپلې کاندیداتورۍ تېره شوې ده. دا دواړه ښځې او هغه کاندیدان چې له دوي مخکې وژل شوي دي، نومونه یې لا هم د رای اچونې په پاڼو کې شته دی.

په کابل کې د کاندیدانو شمېر ۸۰۴ ته رسېږي چې ۱۱۹ یې مېرمنې دي. په دوی کې داسې کسان هم شته چې په تېرو ټاکنو کې له نورو ولایتونو کې ولسي جرګې ته بریالي شوي وو خو دا ځل له کابله نوماندان دي او له پلازمینې بهر کمپاین خوندي نه بولي. ځینې بیا داسې ګومان هم کوي چې ښايي په کابل کې بریالي کېدل به پرتله ییز ډول اسانه وي، ځکه د ډېرو کاندیدانو ترمنځ رایې ووېشل شي، کاندیدان په کمو رایو هم ولسي جرګې ته لار پیدا کولای شي.

د رای اچونې سیستم

په ټاکنو کې ۳۵ بیلا بیلې حوزې دي ( ۳۴ ولایتونه دي او یوه د کوچیانو حوزه ده) او هر ولایت یوه ټاکنیزه حوزه بلل کېږي. په هر حوزه کې د څوکیو شمېر د همغې حوزې/ولایت  د وګړو له شمېر سره تړلی دی. په ولسي جرګه کې  کابل کې تر ټولو ډېرې څوکې یانې ۴۴ سېټونه لري ( ښار او او ۱۴ ولسوالۍ پکې شاملې دي). پنجشیر او نیمرزو بیا دوه دوه څوکۍ لري.

د کوچیانو استازو د ټاکنو کمیسیون پر تګلار نېوکه کړې چې خپلې رایې دې پر هغو ځایونو کې وکاروي چې نوم لیکنه یې پکې کړې ده.  هغوی وايي، ښايي د دې تګلارې له مخې ډېر خلک په رایه اچونه کې برخه ونه خیستی شي. ځکه دوی د پسرلي په موسم کې ځایونه په یوه سیمه کې ثبت کړي او  د رای اچونه پر وخت دوی نورو ځایونو ته کوچېدلې وي.

د ولسي جرګې په ټاکنو کې ۶۸ څوکۍ ( نژدې په څلورو کې یوه څوکۍ) د ښځو لپاره ځانګړې شوې دي. دوی بیا هم د وګړو له مخې ټاکل کېږي. د بېلګې په ډول  کابل کې بیا هم تر ټولو ډېرې یانې ۹ څوکۍ لري. د دې مانا دا نه ده چې یوازې ښځې به ښځینه کاندیدانو ته رایه ورکوي او نارینه به نارینه کاندیدانو ته رایه ورکوي. په هره ټاکنیزه حوزه کې نارینه او ښځینه دواړه ځانونه کاندیدان کړې دي. په ټاکنیزه حوزه کې، هغه څوک ( که ښځه وي او یا هم نارینه) بریالی بلل کېږي چې تر ټولو یې ډېرې رایې ګټلې وي. مثلا، په کابل کې به هغه ۲۴ نارینه او ۹ ښځینه کاندیدانې بریالۍ وي، چې له نورو ټولو یې ډېرې رایې ګټلې وي. که کومه ټاکنیزه حوزه یا ولایت کې ښځینه کاندیدانې په همغه ولایت کې ښځو ته له ځآنګړو شویو څوکیو ډېرې رایې وګټي، ولسي جرګي ته د استازو په ډول بریالۍ کېدای شي او په ډې ډول د نارینه د څوکیو شمېر راکمېږي. ( د ۱۳۸۹ کال په ټاکنو کې همدا کیسه په نیمروز کې وشوه چې ښځو پکې دواړه څوکۍ وګټلې. د ۱۳۸۴ کال په  ټاکنو کې هم  ګڼې ورته بېلګې لېدل شوې دي.)

په دې ټاکنو کې د افغانستان هندوان او سیکان یوه کاندید لري چې نریندسینګ خالصه نومېږي.  نوموړی د خپل پلار اوتار سینګ خالصه ځای ناسته دی چې په لومړي سر کې هغه ټاکنو ته ولاړ خو په جلال  اباد کې ځآنمرګي برید په چونګاښ میاشت  کې وواژه. د ټاکنو کمیسیون ۱۱۰۵ هندوان او سیکان رای اچوونکي ثبت کړې دي، چې ۷۵۹ یې په کابل ۳۴۲ په ننګرهار او څلور یې په هلمند کې دي. ( په دې اړه نور رپوټونه دلته، دلته او دلته لوستی شئ)

د سیاسي ګوندونو رول

ټاکل شوې وه چې په ټول هېواد کې بهد ټاکنو په ورځ ۷۳۶۶ د رایې اچونې مرکزونه پرانیستي وي او په هر مرکز کې بیا لږ تر لږه د رایې اچونې دوه خونې وي چې د سړیو او ښځو لپاره بېلې اسانتیاوې پکې په پام کې نېول شوې دي او د دا ډول خونو ټولټال شمېر تر ۲۱۰۰۰ رسېده. خو د کورنیو چارو وزارت دمالوماتو له مخې چې د ملګرو ملتونو په یوه رپوټ کې یې هم منښته شوې، د امنیتي اندېښنو له امله به د ټاکنو په ورځ د رای اچونې ۵۱۰۰ مرکزونه پرانیستي وي چې له درېيو دوه برخې کېږي.

د دې ټاکنو څارنه به د سیاسي ګوندونو د استازو، رسنیو او کاندیدانو ترڅنګ کورني او نړیوال څارونکي هم کوي. که څه هم تر اوسه د نړیوالو څارونکو کره شمېر نه دی مالوم، خو داسې اټکل کېږي چې شمېر به یې له ۱۳۸۱ کال راهیسې تر ټولو کم وي. اروپايي ټولنه د  څآرونکو داسې ډله استوي چې یوازې درې غړي لري او داسې ښکاري چې ښايي د اروپا د همکارۍ او امنیت سازمان هیڅ  څارونکي دې ټاکنو ته ونه ستوي، او دا له پخوانیو ټاکنو سره بشپړ توپير دی. د ملګرو ملتونو نژدې ۴۰۰ څارونکي به د  ټاکنو بهیر څاري چې ګومان کېږې تر ډېره به افغانان وي.

د ټاکنو د څار څلورو لویو کورنیو ادارو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې  دوی به د ټاکنو د څار لپاره ټولټال ۶۵۶۵ کسان وګوماري ( ۴۰ سلنه به یې  ښځې وي) چې په ټول هېواد کې د شونتیا تر کچې د رایو مرکزونه وڅاري. په اعلامیه کې ویل شوي ( په دوی کې به ۲۵۰۰ څارونکي د ټاکنو د روڼوالي اداره ټيفا وي، ۱۱۳۰ څارونکي به د افغانستان د ازادو ټاکنو دڅار ادارې وي، ۱۱۱۷ څارونکي به د افغان مدني فعالانو د بنسټ وي، ۱۱۰۰ څارونکي به د افغانستان د ازادو او عادلانا ټاکنونو د بنسټ وي او ۸۱۸ څارونکي به د افغانستان له معلولو سره د مرستو د ټولنې وي))

 طالبان او ټاکنو مخکې تاوتریخواي

د ۱۳۹۷ کال په وري کې طالبانو له ټاکنو سره مخالفت اعلان کړ او د پرېکون غږ یې وکړ. د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې ته مالومه شوې چې طالبان له ډېرو اړخونو هڅول کېدل چې په فعال ډول د ټاکنو بهیر ګډوډ نه کړي. خو داسې ښکاري چې پایله یې نه لرله ځکه طالبانو د ۱۳۹۷ کال د تلې پر ۱۶ یوه بله اعلامیه خپره کړه او له ټاکنو سره یې د بایکاټ خبره بیا پکې تکراره کړه. په اعلامیه کې له کاندیدانو غوښتل شوي دي چې  ټاکنو ته له چمتوالي لاس واخلي  ځکه د دوی په باور ټاکنې هسې تش غولونکي بهیر دی او یرغلګر غواړي په دې ډول خپل ځان ته مشروعیت ورکړي او د بهرنیانو د یرغل پر پرضد ( د خلکو) مقاومت را کم کړي.  طالبانو په خپله خبرپاڼه کې له خپلو وسله والو غوښتنه کړې چې د دوی په وینا په ټول هېواد کې دا امریکايي بهیر ګډوډ کړي او پر وړاندې یې ډېر خنډونه جوړ کړي. دوی له خپلو وسله والو دا هم غوښتي چې د ولسي خلکو ژوند او مال ته دې ډېر پام وکړي. د دوی خبر پاڼه وايي (هغه افراد چې ددې پروسې دبریا هڅه کوي او په امنیتي برخه کې مرسته ورسره کوي،هغوی ترهدف لاندې راولي او په ټولتوان سره د امریکایانو دغه دسیسه ناکامه اونامراده کړي)

د ملګرو ملتونو یو رپوټ کاږي چې د نومی لېکنې له پیل راهیسې په لومړۍ میاشت کې ۸۶ ولسي خلک وژل شوي او ۱۸۵ نور ټپیان شوې دي. د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د مالوماتو له مخې د کمپیان له پيل مخکې، د تلې د میاشتو  تر لومړیو پنځه کاندیدان وژل شوې دي. د کمپاین له پیل راهیسې بیا تر اوسه پنځه نورو کاندیدان، په پروان، غزني، کندهار او هلمند کې وژل شوې دي (وروستی یې په هلمند کې عبدالجبار قهرمان و) شپږم کاندید په کابل کې ټپي شوی او د درېيو نورو کاندیدانو کمپاینونه په کونړ او خوست کې په  نښه شوې دي. په کونړ کې د یوه کاندید درې ساتونکي ووژل شول او  په خوست کې بیا پنځه کسان ټپیان شوې وو. ( نور مالومات دلته او دلته کتلای شئ) د تلې میاشتې په لومړیو کې د ننګرهار په کامه کې د یوه کاندید ټاکنیزه غونډه په نښه شوه چې مسوولیت یې اسلامي دولتي نومې ډلې ومانه. په دې پېښه کې۱۳ کسان ووژل شول او او له ۳۰ ډېر نور ټپیان شول. ( په اړه یې د رسنیو رپوټونه دلته لوستلای شئ)

د کورنیو چارو وزارت وايي، ۵۴۷۷۶ سرتیري یې د رای اچونې ۵۱۰۰ مرکزونو دامنیت لپاره ګمارلې دي چې د ټاکنو له پیله پنځه ورځې مخکې به خپلې چارې پیلوي او له ۹۵۴۰ نور سرتیري به د تیارسۍ په حال کې  وي.

راتلونکې ټاکنې

په راتلونکي ګام کې به د ۱۳۹۸ کال د وري میاشتې پر ۳۱ د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو ټاکنې وي. د ټاکنو خپلواک کمیسیون د تلې پر لومړۍ نېټه اعلان وکړ چې دغزني ځڼدول شوې پارلماني ټاکنې به هم په همدې ورځ کېږي. لا هم روښانه نه ده چې ایا د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې چې په اصل کې د تلې پر ۲۸ کېدونکې وي، له ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو ټاکنو سره به یو ځای وشي او کنه.

ټاکل شوې چې د ولسي جرګې د رای پاڼو ګڼل به د ۱۳۹۷ کال د لیندۍ میاشت له ۲۹ پورې روان وي. د ۱۳۹۸ کال د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د کاندیدانو نوم لیکنه به د ۱۳۹۷ کال د لړم له شلو د لیندۍ تر ۴ روان وي ( لومړنۍ نوملړ به د لیندۍ پر ۱۹او وروستی لیست به د ۱۳۹۷ کال د مرغومي پر ۲۶اعلان شي)

( د تلې د ۲۸ ولسي جرګې ټاکنو لپاره د ټاکنو جنتري لاندې  کتلای شئ)

د بایومتریک وسایلو د کارونې، په ټاکنو کې د خلکو ګډون، د ټاکنیزو درغلیو د مخنیوي او د کورنیو او نړیوال څآرونکو په اړه به د افغانستان د تحلیلګرانو شبکه ډېر ژر نورې مقالې او شننې هم خپرې کړي.

اخذلیکونه

(۱) د جرمني په یوه نړیواله خپرونه کې د حفیظ الله عمادي په یوه لیکنه کې چې ۱۳۸۵ کې ( دا فغانستان د پارلمان جوړېدل او په پارلمان کې د ښځو ونډه)  په نامه خپره شوې راغلي: دا پارلمان جوړ شو او ولسي جرګه هم وټاکل شوه، خو تګلارو، ګډونوالو او یاهم پایلو په اړه نور مالومات نشته.

(۲) د ټاکنو خپلواک کمیسیون په ولایتونو کې د کاندیدانو لاندې نوملړنه خپاره کړې دي.

کابل: ۸۰۴ کاندیدان

بامیان: ۴۰ کاندیدان

نورستان :۱۸ کاندیدان

کونړ: ۳۰ کاندیدان

خوست : ۵۵ کاندیدان

روزګان: ۲۵ کاندیدان

بلخ:۸۵ کاندیدان

دای کونډي: ۴۱ کاندیدان

هرات: ۱۶۱ کاندیدان

کاپيسا:۳۵ کاندیدان

پکتیکا: ۳۳ کاندیدان

پنجشیر: ۱۳۲ کاندیدان

پروان: ۲۸ کاندیدان

وردګ: ۴۰ کاندیدان

لغمان: ۳۳ کاندیدان

سرپل: ۳۳ کاندیدان

بدخشان:۷۶ کاندیدان

جوزجان: ۳۰ کاندیدان

فاریاب:۶۲ کاندیدان

سمنګان: ۳۱ کاندیدان

زابل: ۲۴ کاندیدان

کوچیان: ۴۴کاندیدان

کندهار: ۱۱۲ کاندیدان

هلمند:۹۲ کاندیدان

کندوز:۹۰ کاندیدان

ننګرهار ۱۳۷ کاندیدان

بادغیس: ۳۵ کاندیدان

لوګر: ۳۵کاندیدان

بغلان:۸۸ کاندیدان

پکتیا:۷۸کاندیدان

تخار ۳۷:  کاندیدان

غور: ۳۰ کاندیدان

فراه: ۴۲ کاندیدان

(۳)  د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې د مالوماتو له مخې ، د ټاکنو لپاره ۲۶ سیاسي ګوندونو ۲۰۵ کسان په خپلو نومونو کاندیدان کړې دي. ځینې له لومړنی نوملړ نه اېستل شوي وو خو ګڼ یې پیرته لیست ور بیرته ور اچول شوې دي. نو کره شمېر یې نه شي په ډاګه کېدلای.

(۴)  د تلې د ۲۸ ټاکنو لپاره ټاکنیز ساعت یا جنتري دلته کتلای شئ. ( د افغانستان د تحلیلګرانو رپوټ دلته وګورئ)

 

لیکوالان:

تیم ما / زموږ کاري ډله

نور د دې لیکوال څخه