Afghanistan Analysts Network – Dari Pashto

سیاست / چشم انداز سیاسی

په افغانستان کې د ټاکنو ستونزه (۱۲) د ولسوالیو د شمېر په اړه ښه او بد خبرونه

توماس روتیگ 17 دقیقې

افغان چارواکو د افغانستان په پيچلي ټاکنیز سیستم کې د دې هېواد تر ټولو یوه اوږده او مهمه ستونزه هواره کړه چې هغه د ولسوالیو شمېر دی چې ۳۸۷ کېږي. په دې اړه وروستۍ پرېکړه به پارلمان کوي او په اصطلاح ځینې لنډمهالې ولسوالۍ هم شته چې ښايي دا شمېر یو څه وخېژوي. که پارلمان دا موضوع بیا وشاربي، ښايي په ډېره سختۍ پرې بیا یوه خوله شي. لامل یې دا دی چې ولسوالۍ یوازې د اداري وېش خبره نه  ده بلکې دمالي امکاناتو او اغیز مهمې وسیلې دي. د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې توماس روټېګ ( د علي یاورعادلي په همکارۍ) په خپله شننه کې د ولسوالیو شمېر ته کتنه کړې چې په څه مانا دي او کومې  پوښتنې لا هم پر ځای پاتې دي.

راتلونکو ټاکنو د افغانستان خنډنه لاره لږ تر لږه یوڅه پرانیستله چې پایله یې مثبته ده. د افغانستان د احصاییې مرکزي اداره او د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکه اداره  په افغانستان کې د ولسوالیو د شمېر په اړه یوې هوکړې ته رسېدلې دي. دوی دا لیست د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته سپارلی دی او د ټاکنو لپاره په چمتووالي کې ترې کار اخلي. دغه شمېر ۳۸۷ دی. ( دا نوملړ دلته کتلای شئ)

اوس د افغانستان درې مهم ټاکنیز بنسټونه همدا نوملړ کاروي. او له دې سره د ولسوالیو د لومړنیو ټاکنو لپاره لویه تخنیکي ستونزه هواره شوه. د سیمه ییزو اورګانونو او د افغانستان د احصاییېمرکزې ادارو ورته لیستونه لرل چې اختلاف پکې وو. مثلا، د روان میلادي کال په می میاشت کې د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته د سیمه ییزو اورګانو داسې لیست ورکړ شوی و چې په ۱۳۹۶ کال کې د افغانستان  دولایتونو او ولسوالیوله پاره چمتو شوی و. په هغه کې ویل شوي و چې افغانستان ۳۸۲ ولسوالۍ لري.

همدغه شمېر د افغانستان د احصاییې د مرکزي ادارې د ۱۳۹۷ کال د اټکلیز نفوس په بیا کتنه کې راغلی و، خو یوازې یې ټولیزشمېر په دواړو لیستونو کې سره ورته و. په ډېرو ولایتونو کې ستونزه بیا دا وه چې کومې ولسوالۍ له کوم ولایت سره تړلې دي. (۱) په افغانستان کې ځینې بهرنۍ  ادارې لا هم بیلا بیلې شمېرې ښيي (نور دلته کتلای شئ) خو له دې ټولو سره سره دا بیا هم ښه خبر دی چې د سیمه ییزو اورګانو خپلواکه اداره او د احصاییې مرکزي اداره په ګډه يوې پایلې ته رسېدلې دي.

هماغسې چې د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې په رپوټ کې ویل شوي، بد خبر بیا دا دی چې د ټاکنو کمیسیون د ۱۳۹۷کال د تلې پر۲۸ د ولسوالیو شوراګانو په ټاکنو  کې د کاندیدانود شمېر له جدي کمښت سره مخامخ دی او همدې داسې احساس رامنځ ته کړي چې هغه د راتلونکي کال وري ته وځنډول شي چې د ولسمشرۍ او ولایتي شورا له ټاکنو سره یو ځای وشي. ددې کار شونیتیا ډېره ښکاري. خو که دا ټاکنې ځنډول کېږي، ښايي د ولسوالیو د شمېر په اړه بیا بحثونه راپورته شي چې لاندې ورته کتنه هم شوې ده.

 د سیمه ییزو اورګانو/ د احصاییې د مرکزي ادارې لېست کې څه دي؟

د ولسوالیو په نوي ګډ نوملړ کې لا هم کوچنۍ تېروتنې او لوی توپيرونه شته. د ولسوالیو پرله پسې شمېر د ۳۸۷ پر ځای ۳۸۹ ته رسېږي. د غورماچ په نامه یوه ولسوالي هم په بادغیس او هم په فاریاب کې راوړل شوې ده او په سره خط ورسره لیکل شوي چې دا ولسوالي  د لنډ مهال لپاره فاریاب سره تړل شوې ده. په دې مانا  چې ثبتوونکو هېره کړې چې یوه پرله پسې شمېره ورکړي.( ښايي د اېکسل پروګرام ستونزه به وي) خو آن که دا تېروتنه سمه شي، بیا هم د ولسوالیو شمېر ۳۸۸ دی نه ۳۸۷.  د لیست نورې ستونزې په څلورو لویو برخو کې اوارېدلی شي، که د دایکندي، ننګرهار، پکتیا او روزګان ولایتونو ته وکتل شي، ځکه ځینې ولسوالۍ یې بیخي ورکې شوې دي.

د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته د ټاکنو کمیسیون د ساحوي عملیاتو مشر زمري قلمیار د ۱۳۹۷  کال د چونګاښ په وروستیو کې وویل چې په دغو ولایتونو کې د احصاییې مرکزې ادارې تر اوسه د نویو جوړو شویو ولسوالیو د نفوس په اړه مالومات نه دي ورکړي.(۲) خو له دې سره سره په لیست کې  د نویو ولسوالیو نومونه لیکل کېدی شوای ځکه داسې ښکاري چې جوړېدو سره یې ستونزه نشته. یوازې د وګړو د شمېر ځای یې تش پرېښودلکېدی شوای خودایېغورهنه ده بللې. په یادو شویو څلورو ولایتو کې چې د الفبا تورو په بڼه نه دی راوړل شوی  او ځینې ولسوالۍ پکې ورکې شوې دي،د ولسوالیو شمېر په دې ډول دی: روزګان شپږ ولسوالۍ،  پکتیا ۱۴ ولسوالۍ، دایکندي  ۹ ولسوالۍ او ننګرهار ۲۲ ولسوالۍ. همدغه شمېر- چې بشپړ بلل شوی، د ولسوالیو په هغه لیست کې هم راوړل شوی چې د احصاییې مرکزي ادارې  د افغانستان د وګړو د اټکلیز شمېر په ډول په خپله ویب پاڼه کې خپور کړی دی.

د احصاییې مرکزي ادارې په لیست کې هم د ۲۸۸یمې اضافي ولسوالۍ ستونزه حل شوې ده. ولسوالي نومیش نومېږي چې ځینې یې نوامیش هم تلفظ کوي. دا هم غورماچ ته ورته ده چې دوو ولایتونو کې راوړل شوې ده ( نور مالومات د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې په شننه کې دلته وګورئ) په دې ولسوالۍ کې چې تر ډېره پکې هزاره توکمي مېشت دي، د ۱۳۹۵ کال په وري میاشت د ولسمشر د حکم له مخې د هلمند په شمال کې له باغران نه چې اکثریت وګړي یې پښتانه دي، بېله شوه. سیمه ییزو اورګانو د لنډمهال لپاره د دې  ولسوالۍ اداري، امنیتي او لوژستیکي چارې د ۱۳۹۷ کال په غبرګولي کې له دایکندي سره وتړلې. خو د ټاکنو کمیسیون اعلان کړی چې ټاکنیزې چارې به یې له هلمند څخه سمبالېږي، د دې پرېکړې پرضد ځینې سیمه ییز خلک لاریون ته ووتل. هغوی غوره ګڼله چې ټاکنیزي چارې یې له دایکندي سره وتړل شي. ( د رسنیو په دې تصویر کې لیدل کېږي چې وايي: موږ دا پرېکړه نه منو)

نوامیش هم لنډمهالې ولسوالي  ده چې له رسمي  او نالانجمنو ولسوالیو سره سر نه خوري. ( لا یې هم په رسمي بڼه پولې نه دي مالومې شوې  او پارلمان هم پرې رایه نه ده ورکړې) د سیمه ییزو اورګانو خپلواکه اداره لنډمهالې ولسوالۍ هغو ته وايي چې د ۱۳۸۲ له اساسي قانونه وروسته ولسمشر امنیتي او نورو موضوعاتو ته په پام سره ټاکلي وي خو لا هم پارلمان نه وي منلي. ( د ټاکنو خپلواک کمیسیوند افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته په رسمي لیک کې دا خبره کړې ده چې یوه کاپي یې موږ سره شته) د اساسي قانون له مخې وروستۍ پرېکړه د ملي شورا د غړو ده.

 د ولسوالیو نور لیستونه

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د څار ځانګړې ادارې سیګار په وروستي رپوټکې ( دلته یې ۱۳۱ مخ کې کتلی شئ) چې د ۱۳۹۷ کال په چونګاښ کې خپور شو، د ولسوالیو د کنټرول په تحلیل کې دوه ډوله نوملړونه خپاره کړي دي. د ناټو غوڅ ماموریت خپلو مالوماتو کې ۴۰۷ ولسوالۍ راوړې دي. د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې یا یو ایس آی ډي په خپلو مالوماتو کې د ولسوالیو شمېر ۳۹۹ یاد کړی دی. دواړه لیستونه د سیمه ییزو اورګانو او د احصاییې د مرکزي ادارې له شمېرو سره توپیر لري. ( دا مالومات د رپوټ په ۲۳۹ تر ۲۴۹ مخونو کې لیدلی شئ) دا په زړه پورې ده چې آن د افغانستان تر ټولو لوی بسپنوالبنسټونه هم خپل مالومات نه همغږي کوي. د غوڅ ماموریت په لیست کې چې ۴۰۷ ولسوالۍ کېږي، ۳۴ ولایتي مرکزونه هم شامل دي. خو که ولایتي مرکزونه ترې وایستل شي، بیا به هم ۳۷۳ ولسوالۍ پاتې شي چې د یو ایس آی ډي، سیمه ییزو اورګانو او د احصاییې د مرکزي ادارې له شمېرو سره توپیر لري.

د ملګرو ملتو د بشري مرستو د همغږۍ اداره د یو ایس آی ډي په څیر د ۳۹۹ ولسوالیو لیست لري او په کور دننه یې دبې ځایه شویو په ګډون د نورو شخړو په مالوماتو کې کاروي. د کډوالو لپاره د اروپا د ملاتړ اداره چې اروپايي بنسټ دی، د ۱۳۹۶ کال د لیندۍ په وروستي رپوټ کې ۳۶۸ ولسوالۍ یادې کړې دي. دا بنسټ د نورو کارونو ترڅنګ، د افغانستان په ګډون په سیمه کې له امنیت سره تړلي مالومات راټولوي. د مخدره توکو او جرمونو پرضد د ملګرو ملتو ادارې د اپينو په تړاو د ۱۳۹۶ کال په وروستي رپوټ کې ۴۱۳ اداري واحدونه راوړي چې د ۳۴ ولایتونو مرکزونه هم پکې رانغاړل شوې دي چې د ولسوالیو شمېر پکې ۳۷۹ کېږي.

د ولسوالیو شمېر، د ولسوالۍشوراګانو د ټاکنو د ځنډ مهم لامل

سره له دې چې د افغانستان د ۱۳۸۲ کال اساسي قانون کې د ولسوالیو د شوراګانو ټاکنې یادې شوي، خو دا ټاکنې تر اوسه هیڅکله هم نه دي شوي.یو مهم لامل یې دا بلل کېږي چې د ولسوالیو شمېر په لویه کچه لانجمن دی. په ځانګړي ډول لانجه د ولسوالیو د پولو پر ټاکنې، کلیو او پر دې ده چې کوم کلي او سیمې له کومو ولسوالیو سره تړلې دي او اوسېدونکي یې باید په کوم ځای کې رایه واچوي. مانا دا چې د چارواکو له خوا برابر شوی وروستی لیست هیڅکله پارلمان نه دی تایید کړی. (۴)  سره له دې چې وروستی لیست سیمه ییزو اورګانو او د احصاییې مرکزي ادارې  په ګډه جوړ کړی، لا یې هم وروستي کېدو ته ځینې کارونه پاتې دي.

کله چې دې لیکوال، په ۱۳۸۱ کې هغه مهال چې د بیړنۍ لویې جرګې په جوړېدو کې دملګرو ملتو د کارکوونکي په توګه برخه لرله، هغه وخت هم د ولسوالیو استازي په انتخابي او انتصابي بهیر کې غوره کېدل. (۵)د ولسوالیو شمېر له وړاندې هم هماغسې  یوه لانجه وه. په عمومي ډول د ولسوالیو په اړه منل شوی نوملړ نه و خو د لنډمهال حکومت چارواکو، د بیړه نۍلویې جرګې کمیسیون د ملګرو ملتو په مشوره (ټاکونکی رول) د ولسوالیو شمېر۳۳۹ وټاکه. (۶) دا د ولسوالیو له هغه شمېره ۴۰ لږ دی چې اوس منل شوی دی ، یا په بله ژبه ۱۲ سلنه کمې دي.

یوه بله ستونزه دا ده چې له ۱۳۸۲ کال راهیسې نه یوازې لنډمهالې ولسوالۍ جوړې شوې دي بلکې د حامد کرزي او ولسمشر اشرف غني د واکمنېدو پرمهال ځینې  وختونه نارسمي ولسوالۍ هم بلل شوې دي. ځینې دا ډول ولسوالۍ له ۱۳۸۲ کال مخکې پخوانیو حکومتونو جوړې کړې دي؛ ډېر وخت دا ډول ولسوالۍ د پخوانیو هغو له وېشلو جوړې شوې دي. دا کار د خلق دیموکراتیک حکومت د واکمنۍ پرمهال شوی دی. ( د دې موضوع د شالید په اړه مالومات د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې په دې رپوټ کې لوستلی شئ). د مجاهدینو او د طالبانو د رژیم پرمهال هم دا ډول کارونه شوې دي. د ښاغلي کرزي او  اشرف غنې د واکمنۍ پر مهال هم ولسوالۍ په همدې بڼه جوړې شوې دي ( په دې بڼه نوي  ولایتونه هم جوړ شوې دي) (۷)

ځینې وخت دا ډول کارونه د ځانګړو سیمه ییزو ډلو د غوښتنو پوره کولو لپاره شوې دي، ځکه دوی انګېرله چې په لویو ولسوالیو کې د دوی سمه استازولی نه ده شوې.  او یا يې دا ډول ولسوالۍ د دې لپاره جوړې کړې دي چې یوه ځانګړې سیاسي ډله پکې خپلو پلویانو ته ځینې  اداري پوستونه چې معاش لري، تر لاسه کړي. بدخشان چې تر ټولو ډېرې د ریکارډتر بریده ۲۷ ولسوالۍ لري، ښايي یوه بېلګه وي (پخوانی ولسمشر برهان الدین رباني د همدې ولایت و). پنجشیر چې یوازې یوه دره او لږ شمېر وګړي پکې اوسېدل، اوس داسې ولایت دی چې نهه ولسوالۍ لري. او یا هم په کندهار کې چې د کرزي د کورنۍ ځای دی، ډنډ سیمه پکې په ولسوالۍ بدله شوه.

داسې ښکاري چې د شتو ولسوالیو پر سر له ډاکټر نجیب الله نه مجاهدینو ته په ۱۳۷۰ لسیزه کې د واک تر لېږدېدلو پورې لانجه نه وه. د طالبانو د رژیم او د دې رژيم له پرځېدو وروسته هم د ولسوالیو پر سر لانجه نه ښکارېده. (۸) اوس هیڅوک د دې جرات نه کوي چې جوړې شوې ولسوالۍ بیرته واخلي او دا کار له دې وېرې نه کوي چې له جوړېدونکو سره یې په شخړو کېنوځي، ځکه ځینې سیاستوال او یا یې هم پلویان اوس په ملي شورا او نورو ځایونو کې پياوړی ځواک لري.

پایله : مخ ته یو ګام، خو لا هم نا وروستی

که څه هم له اداري پلوه د دې هېواد بنسټونو، لږ تر لږه د اوس لپاره د ولسوالیو د رسمي شمېر اوږدمهالې ستونزه هواره کړې، خو ملي شورا لا هم نه دی تایید کړی. اوس د ولسوالیو د سیمو پر سر ستونزې هم اوارې شوې دي. دا دواړه ستونزې یوازې اداري اړخ نه لري. ځکه د ولسوالیو جوړول او هغوی ته د سرچینو  بېلول (لکه تشکیل او بودیجه) حکومتونو د خپل ځان او پلویانو په ګټه هم کارولي دي..د رسمي، نارسمي او لنډمهالو ولسوالیوګډول او د  ولسوالیو په جوړېدو کې ښکېلو ګټو دا موضوع  دومره پيچلې کړې چې اوارول یې ډېر ګران ښکاري. دا چې تر اوسه د افغانستان د وګړو کره شمېر نشته (لا هم د نفوسو په اړه ټول یوه خوله نه دي) ، دې موضوع په افغانستان کې د هر ډول ټاکنو د مشروعیت پر وړاندې خنډ جوړ کړی دی.

دې مسالې د وګړو شمېر لپاره هم جدي ستونزې راپورته کړي چې ایا د بېلابېلو قومونو د شمېر په مالومولو کې وکارول شي او کنه. نو ځکه د  سر شمېرنې په بهیر کې هم  ورته او  له دې هم ژورې او خطرناکې ستونزې شته چې دبرېښنايي تذکرو په وېشنه کې یې لانجې راپورته کړې ( په دې اړه د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې شننه دلته او دلته لوستلی شئ) خو دا چې تر اوسه د ولسوالیو د شوراګانو ټاکنې نه دي شوي، ټولو د ولسوالیو د شمېر موضوع شاته غورځولې ده. په داسې حال کې د ولسوالیو د شوراګانو ټاکنې د ۱۳۹۷ کال د تلې پر ۲۸ پلان شوې دي ( یا پلان شوې وې، لا تر اوسه یې د ځنډولو پرېکړه نه ده شوې)، نو دا ستونزه نوره بې حله نه شوای پاتې دی. د ولسوالیو له کره شمېر پرته، په هیڅ ډول د ټاکنو شونیتیا نه لېدل کېده. د ټاکنو د ځنډېدو شونیتیابېلا بېل لاملونه لرلی شي. د افغانستان د ټاکنو کیمسیون او د سیمه ییزو اورګانو اداره وايي، که ټاکنې وځنډول شي، د ولسوالیو شوراګانو د مسوولیتونو په جلا کولو به، د دوی د بودیجې او نورو اړوندو موضوعاتو  غوڅولو ته کافي وخت ومومي او دا به هم په ډاګه شي چې د ولسوالیو شوراګانو غړو ته معاش ورکړ شي او کنه.  ورسره جوختبه پارلمان چې ځینې ډلې پکې مخالفت کوي، د ولسوالیو  نوملړ ته له سره کتنه وکړي.

(۱) د ۱۳۹۶ کال په لیندۍ کې د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې ته د سیمه ییزو اورګانو ادارې ویاندې ( اوس پخوانۍ بلل کیږي) منیرېیوسفزاده یو لیست ورکړی چې ۳۸۵ ولسوالۍ یې درلودې. د ۱۳۹۷ کال په زمري او وږي کې  د همدې لیست پر بنسټ د رای مرکزونو ارزونه شوې وه. ( زموږ شننه دلته کتلای شئ).  دا خبره د مرغومي پر ۱۰ د ټاکنو کمیسیون د دارالانشاچارسمبالې مشرې شهلا حق د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته کړې. له هغې وروسته دوه نورې ولسوالۍ هم جوړې شوې دي چې ښايي د منیرې یوسفزاده لیست له وړاندې تازه شوی وي او په اړه یې د سیمه ییزو اورګانو او د احصاییې مرکزې ادارې همغږې شوې وي.

(۲) د افغانستان د نفوسو شمېر یوه بله ستونزه ده. تر اوسه هیڅکله بشپړه سر شمېرنه نه ده شوې. لیکوال لاندیني مالومات له ملګرو ملتونو نه په ۱۳۸۱ کال کې تر لاسه کړي چې هغه وخت یې ورسره کار کاوه. ځینې مالومات د نجیب منلي له هغې مقالې اخیستل شوي چې  په  ۱۳۹۳ کال کې یې په واډسم ویب پاڼه کې خپره کړې وه. دا پاڼه د افغانستان په تړاو اقتصادي مطالب خپروي.

د احصاییې مرکزي اداره په ۱۳۵۱ کال کې د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې په مالي مرسته جوړه شوې وه، او هدف یې دا و چې په افغانستان کې د وګړو د سرشمېرنېپه اړه هر اړخیزه بشپړه سروې وکړي. دا سر شمېرنه د کورنیو چارو وزارت د تذکرو د مالوماتو او د کرنې وزارت د هغو سّرو او تخمونو دمالوماتو له مخې وشوه چې بزګرو ته یې ویشل.  د سروې پایلې په ۱۳۵۲ کال کې (د افغانستان ولایتي جریده) کې خپرې شوې. په دې سر شمېرنه کې ټولټال ۱۴ میلیونه خلک شمېرل شوې وو چې دوه میلیونه کوچیان هم پکې اټکل شوې وو. بله سروې په ۱۳۵۷ کال کې پلان شوې وه او دا داسې وخت و چې د  دې هېواد ډېرو برخو کې جګړه روانه وه.  د احصاییې د مرکزي ادارې چارواکو ویل چې یوازې یې تر ۷۰ سلنې موخه تر لاسه کړای شوه. د دې سروې ځینې برخې په ۱۳۶۲ کال کې خپرې شوې او شپاړلس میلیونه خلک یې شمېرلې وو. له هغې وروسته چې د احصاییې مرکزي ادارې څومره شمېرې خپرې کړې دي ( که د خلق دیموکراتیک ګوند، مجاهدینو او یا هم د طالبانو د واکمنۍ پرمهال وې) ټولې د ۱۳۵۷ کال د شمېرو پر بنسټ خپرې شوې دي. دا ډول شمېرې د اټکلیزې اقتصادي ودې له مخې هم شوې دي چې په لومړیو کلونو کې ۱ عشاریه ۹ سلنه وه او او له ۱۳۹۵ کال راهیسې ۲ عشاریه صفر ۵ ښوول شوې ده.

په ۱۳۸۳ کال کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق په ټولهېواد کې د کورونو له مخې سروې وکړه چې د احصاییې مرکزي اداره یې دټول هېواد د وګړو د مالومولو په اټکل کې کاروي. په ۱۳۹۷ کال د احصاییې مرکزي ادارې شمېرې خپرې کړې او د افغانستان د وګړو شمېر یې ۲۹ عشاریه ۷ میلیونهوښوده. نجیب منلي هم ځینې نورې سرچینې او شمېرې په خپله  مقاله کې راوړې دي. ځینې شمېرې یې د کلیو بیارغونې له وزارت هم راخیستې دي د ملي پیوستون پروګرام له مخې د وګړو شمېر په ۱۳۹۳ کال کې ۳۶ عشاره ۳ میلیونه اټکل شوی دی.

(۳) د احصاییې د مرکزي ادارې او سیمه ییزو اورګانوپه ګډ وروستي لیستکې لاندې شپاړلس ولسوالۍ لا هم نه دي وروستۍ شوي. بامیان:  یکه اولنګ ۲ ( یکه اولنګ په دوو برخو وېشل شوې ده) پنجشیر: ابشار کندوز: کلباد،اقتاش، ګورتپه ( په نوملړ کې په تېروتنه ګل تپه لیکل شوې ده) یاښايي په لوی لاس اړول شوې وي چې مانا یې د قبر له غونډۍ د ګلانو غونډۍ ته واړول شي. دا دواړه ولسوالۍ د طالبانو تر واکمنۍ لاندې دي. ( نور دلته ولولئ) کندهار: ډنډ ( د کرزي د کورنۍ ځای دی) تخته پُل.

کونړ:شیلتن ( دا ولسوالي  له  ۱۳۸۲ کال راهیسې جوړه شوې ده او له هغې مخکې ۱۳۸۰ کال د بیړنۍ لویې جرګې د ولسوالیو په لیست کې هم راغلې وه) لغمان: بادپښ ( د شالید په اړه یې زموږ دا شننه وګورئ)

نیمرو: دلارام

هرات: زیرکوه، زوال، پښتون کوټ، کوه زوار ( په لیست کې پنځمه ولسوالي هم شته چې لنډمهالې  ورته لیکل شوې او هغه شین ډنډ ده. خو په اصلکې دا پخوانۍ زړه لویه ولسوالي  ده چې څلور نورې ولسوالۍ ترې جوړې شوې دي)

هلمند:مارجه ( نور دلته ولولئ) نومیش

د سیمه ییزو اورګانو اداره واييټولټال ۲۳ لنډمهالې  ولسوالۍ شته. نو ښايي له وروستي لیسته به اووه نورې ولسوالۍ پاتې شوې وي چې د سیمه ییزو اورګانو او د احصاییې د مرکزي ادارې لیست به یې نیمګړی کړی وی. خو د ۱۳۹۶ کال په غوايي میاشت کې چې کوم لیست د ټاکنو کمیسیون ته استول شوی، په هغه کې څلور نورې ولسوالۍ اضافه شوې دي.

روزګان: چارچېنو

پکتیا: لاجا منګل، میرزکه

دایکندي: پاتو

د دې خبرې مانا دا ده چې د ۱۳۹۶ کال له غوايي را وروسته، داسې ښکاري چې درې نورې  لنډمهالې ولسوالۍ هم جوړې شوې دي. دا چې کوم ځای کې دي، هغه وخت به یې په اړه مالومات په ډاګه شي چې سیمه ییز اورګانونه او د احصاییې مرکزي اداره یې په اړه بشپړ لیست خپور کړي.

(۴) د پلان شویو ولسوالیو شوراګانو څوکۍد ولسوالیو له پراخوالي او نفوس سره تړلي دي. په دې اړه د اړوند قانون په ۶۰ ماده کې راغلي: په هره ولسوالۍ کې یوه شورا شته چې غړي یې د همدې ولسوالۍ د اوسېدونکو په رایو د دریو کلونو لپاره ټاکل کېږي.  د ولسوالۍ شورا د څوکیو ټاکنه: (۱) د هرې ولسوالۍ شورا  غړي د همغې ولسوالۍ د وګړو شمېر ته په پام سره ټاکل کېږي چې په لاندې ډول تشریح شوې دي. الف: هغه ولسوالۍ چې د وګړو شمېر یې تر ۴۰ زرو رسېږي، پنځه څوکۍ ورکول کېږي. ب: هغه ولسوالۍ چې شمېر یې له ۴۰ زرو اوړي، اووه څوکې ورکول کېږي. ج: هغه ولسوالۍ چې د نفوسو شمېر یې له ۷۰  زرو ډېر وي، نهه څوکۍ ورکول کېږي. د: هغه ولسوالۍ چې د نفوسو شمېر یې تر یو لکو رسېږي، ۱۱ څوکۍ ورکول کېږي. (۲) د ولسوالۍ په شورا کې به لږ تر لږه ۲۵ سلنه څوکۍ ښځو ته ورکول کېږي. (۳) کوچیان هم د ولسوالۍ شوراګانو په ټاکنو کې د رایه ورکوونکي او یا هم کاندید په ډول برخه اخیستلی شي.

په ټوله کې ۱۷۵ ولسوالۍ شته چې هر یوه یې پنځه څوکۍ لري.

۱) بادغیس:مقر۲)  بامیان: کهمرد، ۳) شېبر ۴) سېغان۵) یکه اولنګ دوه ۶) بدخشان: جرم  ۷) شهدا ۸) یاوان ۹) اشکان ، ۱۰) بهارک ، ۱۱) تګاب ۱۲) شغنان ۱۳) کوز درواز (مامي) ۱۴ ) شاخي  ۱۵) یمګان/ګېروان ۱۶)دروازه بالا/ نیسي ۱۷) کوف اب ۱۸) وردوج ۱۹) کوهستان ۲۰) خواهان ۲۱) ارغنجخواه ۲۲) واخان ۲۳) اشکاشم ۲۴) کران و منجان ۲۵) زیباک ۲۶) بغلان: ده صلاح ۲۷) خنجان ۲۸) تاله و برفک ۲۹) پُل حصار ۳۰) ارغنداب ۳۱) خواجه هجران/جلګه ۳۲) فرنګ و غارو ۳۳) ګذرګاه نور ۳۴) بلخ: کلدار ۳۵) مارمل ۳۶) پروان: کوه صافي ۳۷) سالنګ ۳۸ ) شیخ علي ۳۹) پکتیکا : برمل ۴۰) ګیان ۴۱) زرغون ښار ۴۲) دیله او خوشامند ۴۳) مټه خان ۴۴) جانیخېل ۴۵) سرروضه ۴۶ ) وازه خوا ۴۷) یوسف خیل ۴۸) یحیی خیل ۴۹) سروبي ۵۰) نېکه ۵۱) اومنه ۵۲) ګومل ) ۵۳ ) اورممي ۵۴) تروه۵۵) پنجشیر: انابه ۵۶) پریان ۵۷) رخه ۵۸) دره ۵۹) شوتل ۶۰) ابشار ۶۱) تخار: کلفګان۶۲)بنکي ۶۳) دشت قلعه ۶۴) بهارک ۶۵) چال ۶۶) درقد ۶۷) خواجه بهاالدین ۶۸) هزار سوموج ۶۹) نمک اب ۷۰) جوزجان: جواجه دوکوه ۷۱) قرقین ۷۲) قوشتېپه ۷۳)خانقاه  ۷۴)خم اب ۷۵) خوست: نادرشاه کوټ ۶۷) ګوربز ۷۷) سپېره ۷۸) ځاځي میدان ۷۹) باک ۸۰) شمل ۸۱) قلندر ۸۲)  زابل: ارغنداب ۸۳)شملزي۸۴) کاکړ خاک افغان ۸۵) شینکۍ ۸۶) نوبهار ۸۷) ترنک او جلدک ۸۸) میزان ۸۹) اټغر۹۰)سمنګان ۹۱) فیروز نخچیر ۹۱) غزني: ګیرو ۳۲) جغتو ۹۳) ناوه ۹۴) اجرستان ۹۵) اب بند ۹۶)ولي محمد شهید/ خوګیاڼي ۹۷) خواجه عمري ۹۸) رشیدان ۹۹) زنه خان ۱۰۰) غور: دولینه ۱۰۱) ساغر ۱۰۲) دولت یار ۱۰۳) چارسده ۱۰۴)فاریاب: خان چهار باغ ۱۰۵) قرمقل۱۰۶) فراه: بکوا ۱۰۷)قلعه کاه  ۱۰۸) خاک سفید ۱۰۹) لاش وجوین ۱۱۰) انار دره ۱۱۱) شیخ کوه ۱۱۲) کابل: چهار اسیاب ۱۱۳) استالف ۱۱۴) کلکان ۱۱۵)موسيي ۱۱۶)ګلدره ۱۱۷)فرزه۱۱۸) خاک جبار ۱۱۹) کاپيسا: الاسای ۱۲۰) خاک بند ۱۲۱) کندوز: کلباد۱۲۲) اقتاش ۱۲۳) ګل تپه/ ګورتپه۱۲۴) کندهار: دامان ۱۲۵)  ارغستان ۱۲۶) معروف ۱۲۷) خاکریز ۱۲۸) میانیشین ۱۲۹) نیش ۱۳۰)شورابک ۱۳۱)غورک ۱۳۲)ریګ/شاګاه ۱۳۳) تخته پُل (لنډمهالې) ۱۳۴) کونړ: څوکۍ ۱۳۵) خاص کونړ۱۳۶) نورګل ۱۳۷)چپه دره ۱۳۸) نرنګ ۱۳۹) ناړۍ ۱۴۰) وټه پور ۱۴۱) سرکاڼو ۱۴۲) بر کونړ ۱۴۳) مروره ۱۴۴) غازي اباد ۱۴۵) دانګام  ۱۴۶) شيګل ۱۴۷) شیلتن ۱۴۸) لغمان: دولت اباد ۱۴۹) بادپښ ۱۵۰) لوګر: خروار ۱۵۱) خوشي ۱۵۲) ازره ۱۵۳) میدان وردګ: بهسود یو ۱۵۴) دای میرداد ۱۵۵)نورستان: نورګرام ۱۵۶)کامدیش ۱۵۷)منډول۱۵۸) وایګل۱۵۹)برګمټال ۱۶۰) وامه۱۶۱)دواب ۱۶۲)نیمروز: چهار برجک ۱۶۳)خاشرود ۱۶۴) اصل چخانسور ۱۶۵) کنګ ۱۶۶) دلارام ۱۶۷) هرات : فارسی ۱۶۸ )چشت شریف ۱۶۹)پشت کوه ۱۷۰) کوه زر ۱۷۱) هلمند: ریګ (خانشین) ۱۷۲) دېشو ۱۷۳) واشیر ۱۷۴) مارجه ۱۷۵) ناوه میش.

۸۵ داسې ولسوالۍ هم شته چې د ولسوالۍ شوراګانې یې اووه څوکۍ لري چې لاندې راوړل شوې دي:

۱)  بامیان: یکه اولنګیو ۲) بدخشان: درايم ۳) یفتل سفلی۴)شهر بزرګ ۵)راغستان ۶) کاش ۷) بغلان: خوست او فرنګ ۸)دهن  غوري ۹) بارکا ۱۰) کشنده ۱۱) نهر شاهي ۱۲)  چهار کینت ۱۳)زري ۱۴)شورتېپه ۱۵) پروان: جبل سراج ۱۶) سید خیل ۱۷) شینواري ۱۸) سرخ پارسا ۱۹) پکتیکا: اورګون ۲۰) پنجشیر: حصه اول/ خینج ۲۱) تخار: اشکاشم ۲۲) فرخار ۲۳)ینګي قلعه ۲۴) ورسج ۲۵) جوزجان: درزاب ۲۶) مینجک۲۷) فیض اباد ۲۸) مردیان ۲۹) خوست: تڼي ۳۰) مندوزي/اسماعیل خیل ۳۱) علی شیر ۳۲) موسی خیل ۳۳) زابل: شاجوی ۳۴) دای چوپان ۳۵)سرپُل: ګوسفندي۳۶)صیاد۳۷) بلخاب ۳۸) سوزمه قلعه ۴۹) سمنګان: دره صوف بالا ۴۰) روی دو اب۴۱ ) حضرت سلطان ۴۲) خرم او سرباغ ۴۳) غزني : ګیلان ۴۴) مقر ۴۵) ده یک ۴۶) واغظ ۴۷) غور: شهرک ۴۸) تولک ۴۹)فاریاب: کوهستان ۵۰) بلچراغ ۵۱)خواجه سبز پوش  ۵۲) دولت اباد ۵۳)قرغان۵۴) اندخوی ۵۵) غورماچ ۵۶) فراه: پرچمن ۵۷) ګلستان ۵۸) پشت رود ۵۹)کابل : بګرامي ۶۰) سروبي ۶۱) ده سبز ۶۲) میر بچه کوټ ۶۳) کاپيسا: کوهستان دوه ۶۴)کندوز: علي اباد ۶۵) کندهار: ارغنداب ۶۶) میوند ۶۷) شاه ولي کوټ ۶۸) ډنډ ۶۹) کونړ: چپه دره ۷۰) لوګر: څرخ ۷۱) میدان وردګ: نرخ ۷۲)جلریز: ۷۳) جغتو ۷۴)هرات:کرخ ۷۵) زنده جان ۷۶) کهسان۷۷) ادرسکن ۷۸) کشک کهنه ۷۹) زیرکوه ۸۰) زوال ۸۱) شینډنډ ۸۲) هلمند: باغران ۸۳) سنګین ۸۴) موسی قلعه ۸۵) نوزاد۱:

۴۵ نورې ولسوالۍ بیا د ولسوالۍ شوراګانو لپاره نهه څوکۍلري چې دلته راوړل شوې دي.

۱) بادغیس: قادس ۲) جوند ۳) ابکمري ۴) بامیان: پنجاب ۵) بدخشان: کشم ۶) ارګو ۷) بغلان: نهرین ۸) دېشو ۹) بلخ: چمتال ۱۰)چاربولک ۱۱) خلم ۱۲) دهدادي ۱۳) تخار: شاه اب ۱۴)خواجه غار۱۵) جوزجان: اقچه ۱۶) خوست : سوبري(یعقوبۍ) ۱۷) سرپل: کوهستانات ۱۸)سمنګان:  دره صوف پایین ۱۹) ناور ۲۰) مالستان ۲۱) غور: تیوره ۲۲) فاریاب: شیرین تګاب ۲۳)ګرزیوان ۲۴) المار ۲۵) فراه : بالابلوک ۲۶) کابل: شکردره ۲۷: قره باغ ۲۸) کاپيسا: تګاب ۲۹: کوهستان یو ۳۰) کندوز: دشتارچي ۳۱) چهاردره ۳۲) قلعهزال ۳۳)کندهار:شاهجوی ۳۴) ځیري ۳۵) لغمان: علیشنګ ۳۶) لوګر: برکي برک ۳۷) محمد اغه ۳۸) میدان وردګ: چک  ۳۹) هرات: ګلران ۴۱) اوبه   ۴۲) هلمند : ناوه بارکزی ۴۳) نادعلي ۴۴) ګرمسیر ۴۵) کجکي.

 

او ۳۱ داسې ولسوالۍ هم شته چې شوراګانې یې ۱۱ څوکۍ لري چې دلته یې نومونه راوړو.

۱) بادغیس: بالامرغاب ۲) بامیان: ورس ۳) بغلان: بغلان جدید ۴) بلخ: بلخ ۵) شلګره ۶) دولت اباد ۷) پروان :بګرام ۸) غوربند/سیاهګرد ۹) تخار: رستاق۱۰)سرپُل: سنچارک  ۱۱)غزني: جاغوري ۱۲)قره باغ ۱۳) اندړ ۱۴) غور: لعل او سرجنګل ۱۵) پسابند ۱۶) فاریاب: پښتون کوټ ۱۷) قیصار ۱۸) کابل: پغمان ۱۹) کاپيسا: نجراب ۲۰) کندوز: حضرت امام صاحب ۲۱) خان اباد۲۲)کندهار: سپین بولدک ۲۳) لغمان: قرغه يي ۲۴) الینګار ۲۵) میدان وردګ: مرکزي بهسود ۲۶) سید اباد ۲۷) هرات: انجیل ۲۸) ګذره ۲۹) کشک/رباطسنګي ۳۰) پښتون زرغون ۳۱) هلمند : نهر سراج.

(۵) د بيړني لویې جرګې د جوړېدو پرمهال نژدې ۱۰۰۰ تنه د انتخابي او انتصابي بهیر له لارې ټاکل شوي وو. داسې ولسوالۍ هم وې چې د هرې سیاسي ډلې او قوم خلک پکې اوسېدل. له دوی داسې تمه کېده چې د ټولو استازولي وکړای شي. ټاکل شوي کسان ولایتي مرکزونو ته واستول شول چې د پټو ټاکنو له لارې ولایتي استازي وټاکي. د استازو او پلاوو شمېر د نفوسو له مخې ټاکل کېده.

(۶) د اضطراري لویې جرګې د ولسوالیو لیست د لیکوال په ارشیف کې شته. د اوسنیو شرایطو له مخې به ۳۳۷ ولسوالۍ وای ، ځکه هلته لا هم پنجشیر او دایکندي ولایتونه نه وو او د دوی ولایتي مرکزونه ولسوالۍ بلل کېدي. ( په ولایتي مرکزونو کې د ولسوالۍ شوراګانو ټاکنې نه کېږي، خو هغسې چې په اساسي قانون راوړل شوي دښاروالۍ ټاکنې باید پکې وشي)

(۷) د بېلګې په ډول لاندې ولایتونه جوړ شول.

پکتیکا په ۱۳۵۰ لسیزه کې جوړ شو ( کره کال یې نه دی مالوم). په دې ولایت کې د کټواز په نامه د غزني ځینې ختیځې سیمې راوړل شوې او ځینې جنوبي سیمې پکې له پکتیا ورګډېکړای شوې.

سرپل په ۱۳۶۷ کال کې د خلق دیموکراتیک  ګوند حکومت کې جوړ شو. دا د نیمايي جوزجان جنوبي برخې وې.

خوست ولایت د پکتیا له ختیځو برخو د ۱۳۶۷ او ۱۳۷۱ کلونو ترمنځ جوړ شو.

د نورستان په جوړېدو کې ځینې برخې له لغمان او ځینې یې له کونړه واخیستل شوې. داسې ښکاري چې دا ولایت د مجاهدینو په واکمنۍکې جوړ شوی دی.

پنجشیر په ۱۳۸۳ کال کې د پروان له شمالختیځو برخو جوړ شو ( پخوا د لنډ مهال لپاره له کاپیسا سره تړلی و)

دایکندي هم په ۱۳۸۳ کال کې جوړ شو چې تر ډېره پکې هزاره توکمی اوسېږي چې د روزګان برخه وه.

د غورماچ او شینډنډ په څیر نا ارامې ولسوالۍ هم له  یوه ځایه بل پورې وتړل شوې.  شینډنډ او فارسي ولسوالۍ له فراه نه واخیستل شوې او هرات پورې وتړل شوې.  درزاب ( د قوشتېپې په ګډون (هغه ځای چې تر همدې وروستیو پورې په کې داعش ډلې فعالیت کاوه، دلته زموږ شننه کتلی شئ) له فاریاب اخیستل شوې او جوزجان پورې تړل شوې ده. دارنګه کلدار او خلم له سمنګان واخیستل شوې او بلخ پورې وتړل شوې ( دخلق دیموکراتیک ګوند په واکمنۍ کې).د کرزي په واکمنۍ کې ازره له پکتیا نه بیله شوه او لوګر پورې تړل شوې ده.

له ډېرې مودې راهیسې داسې غوښتنې هم کېږي چې په جوزجان ولایت کې دې د ترکمن په نامه ولایت او دغزني له لوېدېځو ولسوالیو دې د هزاره په نامه ولایت جوړ شي. همدا مساله په غزني ولایت کې د ولسي جرګې د ټاکنو په اړه هغه بحث کې ګرمه ده چې غزنی یې په دريو ولایتي حوزو وېشلی چې قومي تناسب پکې برابر شي.( د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې څېړنه دلته کتلای شئ)

(۸) یوه لوستونکي روګر هیلمز په ډېرې مهربانۍ په تېرو وختونو کې د افغانستان د ولایتونو او ولسوالیو د نقشو په راټولولو کې موږ سره مرسته کړې چې نوموړي د ارک ګېس په نامه کمپیوټري سیستم په مرسته د ولایتونو او  ولسوالیو نقشې کښلې دي. (نور دلته کتلای شئ) په دې سیستم کې د ۱۳۵۲ کال نقشه هم شته چې ۲۹ ولایتونه او ۳۲۵ ولسوالۍ لري. دارنګه د۱۳۷۷ کال نقشه هم شته چې ۳۲ ولایتونه او ۳۲۹ ولسوالۍ لري.

بل خوا، هغه د احصاییې مرکزي ادارې د ولسوالیو د مالوماتو پر راټولولو هم کار کړی چې اوسنی حالت یې هم په ډاګه کوي (د لته یې کتلای شئ).له دې مالومېږي چې د سیمه ییزو اورګانو او د احصاییې مرکزي ادارې ګډ لیست کې هغه ستونزې چې موږ یې پورته یادونه وکړه، شته او دا زموږ موندنې هم تاییدوي. د ۱۳۵۲ او ۱۳۷۷ کلونو ترمنځ نقشو کې د اضافه شویو ولسوالیو مالومات نشته او تازه نه دي. مثلا په ۱۳۶۰ لسیزه کې د خلق دیموکراتیک ګوند په واکمنۍ کې د خوست او سرپل له جوړېدو مخکې مالومات پکې نه لېدل کېږي او دا مالومات د لیکوال له ارشیفه را اخیستل شوې دي. په دوی کې ۲۹ ولایتونه هم ښوول شوي  دي خو د ولسوالیو شمېر یې بیخي کم یانې ۲۳۰ ښوول شوی دی.( ولایتي مرکزونه پکې نه دي شمېرل شوي) د دې لیست او هغو یادو شویو دوو نقشو توپیر دا دی چې په دې لیست کې یوازې ولسوالۍ ښوول شوې دي او علاقدارۍهم چې وروسته یې هم شتوالی درلود پکې نه دي راوړلشوې. علاقدارۍ په ۱۳۸۰ کال کې له اداري واحدونو لرې کړای شوې، پا په ولسوالیو واوښتې او یا هم په  نورو اداري واحدونو ورګډې شوې دي.

ژباړه: حفیظ معروف

لیکوالان: