تازه داسې هڅې پیل شوي چې وطن ګوند بیا خپل شتوالی اعلان کړي. دا ګوند چې په ۱۳۷۰ لسیزه کې واکمن و، د هغه مهال د ولسمشر نجیب الله له خوا یې په دې تکلنوم واړول شو چې کمونسیتي سابقه یې واوړي. سره له دې چې اوس هڅه دا ده چې د افغانستان پخواني کیڼ اړخي په دغه ګوند کې راټول کړل شي، خو دا بالقوه ځواک هم په کې برېښي چې ویشلي کیڼ اړخي بیا په کې یوموټی شي. که هر څه وي، دا ګوند په افغانستان کې هڅه کوي له ټاکنو وړاندې خپل پلویان همغږي کړي او د ټاکنو ګرمېدونکي ډګر ته ووځي. د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې څېړونکي توماس روتېګ او علي یاوري عادلي په خپله څيړنه کې له ۱۳۷۱ کال وروسته د دې ګوند تاریخ، د ګوندي مشرانو ترمنځ اړیکو او نوي پړاو ته یې کتنه کوي.
د وطن ګوند بیا اعلانېدل
د بي بي سي د یوه رپوټ له مخې د ۱۳۹۶ کال د لړم پر ۸ ګڼ وګړي چې ښايي شمېر به یې زرګونو ته رسېد، د کابل په یوه هوټل کې ټول شوي وو چې د وطن ګوند شتوالی بیا اعلان کړي. ( په دې اړه د رسنیو رپوټونه دلته کېکاږئ)
وطن ګوند په افغانستان کې یوازې یو سیاسي ګوند نه دی. دا د یوه داسې ګوند بیرته ژوندي کول دي چې پخواني شوري اتحاد یې ملاتړ کاوه او هغه یې وخت یې نوم د خلق دیموکراتیک ګوند و. دې ګوند په ۱۳۵۷ کال کې له یوې کودتا وروسته په افغانستان د شوروي تر یرغل (۱۳۵۸-۱۳۶۸) لاندې تر ۱۳۷۱ کال پورې واکمني وکړه؛ او د وطن ګوند په نامه یې له ۱۳۹۶ کال راهیسې واک چلولی دی.
په افغانستان کې له۱۳۷۱ کال وروسته، د مجاهدینو د واک پر مهال دا ګوند ړنګ او له منځه یووړل شو. له ۱۳۸۰ کال وروسته څو ځلې هڅې وشوې چې په رسمي ډول دا ګوند بیرته را ژوند کړي شي، خو عدليې وزارت رد کړې. (د قانون له مخې عدلیې وزارت د دې واک لري چېګوندونو ته د فعالیت اجازه ور یا ورنه کړي) د دې ګوند په بیا پرانیست غونډه کې، دا نه دي ویل شوي چې څه ډول به خپل کارونه مخ ته وړي.
د وطن ګوند د بیا پرانیستې غونډه د ولسي جرګې د پخواني غړي عبدالجبار قهرمان له خوا جوړه شوې وه. نوموړي په ولسي جرګه کې خپله څوکۍ له دې امله پرېښوده چې ولسمشر د ۱۳۹۵ کال کې د هلمند د امنیت لپاره خپل استازی وټاکه. قهرمان د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته وویل چې دی په ۱۳۷۰ لسیزه کې د وطن ګوند د مرکزي کمیټې غړیو، خو دې تر ډېره د افغانستان په جنوب کې پر دې مشهور و چې له حکومت پلوو ملېشو سره یې نژدې اړیکي درلودل. ( دنوموړي په اړه نور مالومات لاندې هم راوړل شوې دي)
قهرمان په یاده ناسته کې د خپلې وینا پر مهال وویل چې ګوند یې د اوسني حکومت ملاتړ کوي، خو له هغو تګلارو چې د خلکو په خیر وي. ( په اړه یې د رسنیو رپوټونه دلته کتلای شئ) نوموړي د وطن ګوند له ټولو غړو غوښتنه وکړه چې د دې ګوند د پخواني مشر نجیب الله د ملي پخلاینې تګلارې له مخې له دې ګوند سره یو ځای شي. هغه دا تګلاره د اوسنیو حالاتو لپاره مناسبه وبلله.
پنځه ویشت کاله وروسته اوس هم دا تګلاره د نجیب الله د پلویانو اود خلق دیموکراتیک ګوند د ډېرو ځایناستو ډلو لپاره د ټولېدو ښه وسیله ده. (۱) د نجیب الله په مشرتابه دې ګوند خپل کیڼ لاسي پروګرامونه لرې کړل؛ ځکه هغه وخت موخه دا وه چې افغانستان په سوسیالیستي ټولنه وانه وړياو واګې پکې د هغه مهال دحکومت مخالفو اسلامپالو وسله والو سره شریکې کړای شي.
نوی وطن ګوند اوس غواړي د هغه مهال د ځایناستي یاني ډاکټر نجیب الله د سیاست بڼه ځانته خپله کړي. نجیب الله په ۱۳۷۰ لسیزه کې طالبانو وواژه. ایمل لایان چې د دې ګوند د مشرتابه شورا غړی دی وايي نوی وطن ګوند غواړي د کیڼ اړخو نوې سیاسي لاره غوره کړي، په دې مانا چې نظریې به یې تر ډېره منځلارو ته ورته وي او په تګلاره کې به یې د کارګرو او عادي خلکو په ګډون د ټولو نظریې ګډېوي. نوموړي په ځانګړي ډول د بیمې اړتیا ضروري بلله.
لایان د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته وویل په وطن ګوند کې د داسې کسانو په راغونډولو بوخت دي چې په دویمه او درېیمه پوړۍکې وي، نه د ګوند مشهور غړي. حقیقت دا دی چې د خلق د یموکراتیک ګوند پخواني مشهور غړي چې دې ګوند کې یې پخوا تربګنۍ پاللې، د نوي وطن ګوند په ناسته کې نه لیدل کېدل. ګڼو دغه ډول کسانو د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته ویلي چې ور بلل شوي نه وو. (۲)
لاین وايي، کله یې چې د ګوند اداري بهیر بشپړ شي، د نویو پروګرامونه د جوړېدو حق به ولري. دی دا هم وايي چې په راتلونکېکې به په ډاګه شي چې څوک د دې ګوند مشري وکړي. لا روښانه نه ده چې د وطن ګوند له بیا اعلان سره به څومره غړي ورټول شي. هغه مهال چې دا ګوند په واک کې و، وروستۍ عمومي ناسته يې په ۱۳۷۰ کال کې شوې او ۱۸۵۰۰۰غړي یې لرل. دا شمېرې د دې ګوند یوه پخواني غړي موږ ته راکړې دي چې اوس د نوي ګوند د بیا جوړېدو په هڅو کې ښکیل نه دی.
لایان اټکل کوي چې له ۶۰تر ۸۰سلنو دغه غړي له سیاسي پلوه فعال نه دي او باور لري چی نوی ګوند د دوی ټولېدو لپاره ښه فرصت دی. وطن ګوند د ۱۳۹۶ کال په جولای کې د جبار قهرمان په مشرۍ بیا خپل شتوالی اعلان کړ چې د سټیج تر شا د نجیب الله تصویر هم لګېدلی و.
د وطن ګوند مخینه
د افغانستان د خلق دیموکراتیک گوند په ۱۳۴۴ کال کې جوړ شوی و چې ټول پکي کیڼ اړخي ټول شوي وو. (۳) هغه مهال دا ګوند د افغان ټولنې په روښان فکره برخه کې ډېر مشهور شو؛ او په پوهنتونو او ښوونځیو کې يې ځوانان همغږي کړل او د کارګري اتحادیو په جوړېدو کې یې مرسته وکړه. د خلق په نامه د یوې ډلې- چې د ښوونکي ګوند نوم هم ورکړ شوی و، مشري نور محمد تره کي کوله. نور محمد تره کی خپله هم ښوونکیو. د ښوونځیو تر ټولو ډېر استادان همدې ډلې ته ورټول شوي وو چې دې کار دا ګوند ډېرو کلیوالو ته وغځاوه. ببرک کارمل ( روسیه کې په ۱۳۷۵ کال کې د تبعید پرمهال مړ شو) د خلق دیموکراتیک ګوند د پرچم ډلې مشري کوله. دی د محصلانو پیاوړی استازی و چې د خپلو فعالیتونو پر سر زنداني شوی هم و. د نوي اساسي قانون له مخې، په ۱۹۶۵ کال کې د نسبتا آزادو پارلماني ټاکنو پرمهال د خلق دیموکراتیک ګوند څلورو غړو پارلمان ته لار پرانسته. خلق او پرچم د ګوندونو په ډول له ۱۳۷۶ کال څخه تر ۱۳۸۶ کال پورې جلا فعالیتونه کول. (۴)
دواړو جدا په پوځ او پولیسو کې ځوانان جذبول. په ۱۳۵۲ او ۱۳۷۵ کلونو کې دوو پوځي کودتاګانو چې دې ګوند ته د وفادارو پوځي جنرالانو له خوا وشوې، خلق دیموکراتیک ګوند په کې په دوو پړاوونو کې واک تر لاسه کړ او په دې هېواد کې یې د پخواني شوروي اتحاد تر یرغل لاندې واکمني وکړه. له ۱۳۵۷ کال نه تر ۱۳۶۷ پورې، د افغانستان خلق دیموکراتیک ګوند د یوه کیڼلاسي ګوند په بڼه مخ ته روان و. د منځلاري ګوند په ډول بدلون په کې د نجیب الله د واکمنۍ پرمهال هغه وخت راوړل شو چې نوموړي غوښتل د خپلو وسله والو مخالفانو پرله پسې فشار ته ځواب ووايي. د دې بدلون یو بل لامل بیا دا هم و چې د ۱۹۸۰ لسیزې په نیمايي کې پخواني شوروي غوښتل خپل مالي لګښتونه ټیټ کړي؛ له افغانستانه خپل ځواکونه وباسي او چارې د هغه مهال رژیم ته وسپاري. سره له دې چې ځینې سیمه ییزې بریاوې وې، خو له مجاهدینو سره د نجیب الله د سولې هڅې بې پایلې وختلې.
وروسته له هغه چې روسیې د باریس یلڅين د واکمنۍ پرمهال، د نجیب الله پرحکومت مالي سرچینې بندې کړې، حکومت یې له مالي پلوه له ننګونو سره مخامخ شو؛ وپاشل شو او بالاخره د ۱۹۹۲ کال په اپریل کې و پرځېد. د جنرال عبدالرشید دوستم ځواکونه چې د رژيم پیاوړی مټ بلل کېده، د مجاهدینو لوري ته واوښت. نجیب الله ته یې له وطنه د وتلو اجازه ورنه کړه؛ او له هغې وروسته یې په کابل کې دملګرو ملتونو په دفتر کې پناه واخیسته.
څلور کاله وروسته، کله چې طالبان کابل ته ننوتل، نجیب الله یې دملګرو ملتونو له دفتره وایست او په بې رحمۍ یې وواژه. کله چې خلق دیموکراتیک ګوند په واک کې و، په لویه کچه یې خپل ټول سیاسي سیالان وژلي و، په ځانګړي ډول د واکمنۍ په لومړیو کلونو کې. دې ګوند، د اسلامپالو مجاهدینو له پلویانو نیولې بیا په ښارونو کې تر ماوویستانو، قومي مشرانو او د پخوانۍشاهي کورنۍ غړي په نښه کړي وو ( په دې اړه د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې رپوټ دلته لوستلی شئ) دهغه مهال د جرمونو ترخې خاطرې اوس هم له افغانانو سره پاتې دي؛ او که هر څوک د وطن ګوند او یا هم خلق دیموکراتیک ګوند سیاسي میراثونو په اړه خبرې کوي، د خلکو ذهنو کې ترخه یادونه بیا تاندېږي.
خو له دې ټولو سره سره، د دې ګوند د منځلاري کېدو په اړه د نجیب الله وروستیو هڅو ته په دې سترګه کتل کېږي چې غوښتل یې د خپل ګوند په اړه ډېر بد قضاوتونو څنډې ته کړي او نوم یې ښه کړي.
د ویشلي ګوند بیا تاندېدل
کله چې په ۱۳۷۱ کال کې پر وطن ګوند بندیز ولګيد، ګڼو مشرانو یې له وطنه پښې سپکې کړې خو ځینو یې لا هم سیاسي کارونه مخ ته وړل. ګوند په ډلو ډلو وویشل شواو دا ویشنه لومړی پرهغو ګوندیانو راغله چې بهر اوسېدل خو په کور دننه یې هم درزونه مخ په ډېرېدو وو. تر ۱۳۹۵ کال پورې لږ تر لږه نهه داسې سیاسي ګوندونه ثبت شوي وو چې په یوه نه یوه ډول یې له پخواني خلق دیموکراتیک ګوند او یا هم وطن ګوند سره اړیکي درلودل، ځينې نور یې ناثبت شوي هم وو چې ټول شمېر یې تر ۲۰ رسېده.
ترخلق دیموکراتیک ګوند وروسته ځایناستې ډلې ته یې تر ډېره د خلق او پرچم مشرانو لارښوونه کوله. دوی هغه کسان وو چې له کارمل، امین او یا هم تره کي سره یې ټینګ تړاوونه درلودل چې د پخواني شوري اتحاد ځواکونو کینولي او بیرته لرې کړيدي. د وطن ګوند نامه،په ځانګړي ډول د وژل شوي مشر نجیب الله نامه ته یې تر یوې کچې په ښه سترګه کتل کېږي، دا خبره یوازې د ده تر خپلو فعالانو محدوده نه ده. که د نجیب الله واکمني تر هغه مخکې حکومتونو سره پرتله شي، لوی شمېر افغانان نجیب الله ته د یوه هوښیار سیاستوال، ښه همغږي کوونکي او د یوه داسې چا په سترګه ګوري چې د کارنده امنیتي ځواک قومانده یې درلوده.
ځینې بیا اوس هغو جرمونو ته هم ګوته نیسي چې د نجیب په وخت کې د خاد ادارې کړې وو. ځینو ته چې د هغه مهال له ظلمونو مخامخ نه دي اغیزمن شوي، ښايي دا یو څه زوړ شوی حقیقت وبرېښي . خو هغه ظلمونه چې د طالبانو او مجاهدینو د رژیمونو پرمهال شوي، لا هم خلکو ته ډېر تازه دي. نجیب الله د پکتیا په سید کرم ولسوالۍ کې زوکړی او په قوم احمدزی دی، د افغانستان جنوب ختیځ کې لا ډېر نوموتی دی. ددې څیړنې لیکوال وايي، په لومړي ځل مې د نجیب الله عکس ( د مخکیني ولسمشر حامد کرزي عکس څنګ ته) په ۱۳۹۴ کال د پکتیا په مرکز ګردیز کې ولید. له هغې وروسته د کابل په کوڅو کې هم ځای ځای دهغه پوسټرونه لیدل کېږي. د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې هم د هغه تصویر لګیدلی دی او په بازارونو کې دهغه ویناوې په ډي وي ډي بڼه هم پلورل کېږي.
نوی وطن ګوند تر ډېره هڅه کوي د نجیب الله له شهرت نه ګټه واخلي او له همدې وجې یې د ګوند د بیا اعلان په ناسته کې د هغه ډېر تصویرونه ځړولي وو. داسې اوازې هم خپرې شوې وې چې ښايي د نجیب الله میرمن فتانه چې اوس په هند کې اوسېږي او لور یې هیله نجیب الله چې اروپا کې ژوند کوي، هم په دې ناسته کې برخه واخلي؛ او له همدې وجې د ګډونوالو شمېر هم ډېر وو. دغونډې یوه ګډونوال چې د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې سره یې خبرې کولې وویل، د کنفرانس برخه وال ځکه نهیلي شول چې یوه یې هم کنفرانس ته ورنغله.
د افغانستان د تحلیلګرانو له شبکې سره خبرو کې هیلې نجیب الله په ډاګه کړه چې هیڅکله یې په دې کنفرانس کې د برخې اخیستو تکلنه درلود او نه هم د وطن ګوند په بیا اعلانېدو کې ورسره سلا مشوره شوې. نوموړې همدا څه موده وړاندې تازه کتاب خپور کړی چې د خپل پلار ملي پخلایني تګلاره یې په کې څېړلې وه. د دې مور له وړاندې په ۱۳۹۱ کال کې د یوې مرکې پرمهال روښانه کړې چې نه غواړي بیا سیاسي ډګر ته دننه شي. ( د ۱۳۹۶ کال د سنبلې پر ۴ هیلې نجیب الله د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته وویل: هیڅ نشته، د راتلونکې په اړه اټکل نه شم کولای خو په اوسنيو سیاسي بهیرونو کې موږ برخه نه لرو)
له ملېشې د ګوند تر مشرۍ
د نوي وطن ګوند مشر، عبدالجبار قهرمان د نجیب الله د واکمنۍ پرمهال مشهور شو. قهرمان چې د کندهار د سپین بولدک نیازی دی، په میوند ولسوالۍ کې د حکومت پلوو ملېشو مشر شو او دا هغه وخت و چې نجیب الله د ملیشو پروګرام پراخ کړ.
نوموړي د ۱۳۶۰ لسیزې په لومړیو کې د کابل پولیسو اکاډمي لوستې (دلته یې لنډه پيژنده کېکاږئ) د دې پروګرام له مخې چې پخواني شوري اتحاد یې کلک ملاتړ کاوه، د قهرمان په څېر پوځي افسرانو ددې اجازه لرله چې په خپلو ولایتونو کې ملېشه ځواکونه جوړ کړي. (۵) ( د هغه مهال د ملېشو دپروګرام بیلابیل کسان دافغانستان په اوسنیو ملیشو کې هم شته)
په میوند ولسوالۍ کې جبار د قهرمانۍ نوم وګاټه، ځکه مجاهدین یې له دې سیمې بیرته په شا کړل. له هغې وروسته، د نورو ملېشو په شان د ده ملېشو هم ورته نوم نښان وګټه (آن له نورو ډېر مالي امکانات ورکول کېدل). آن دا هم ویل کېدل چې د هغه مهال له پوځ نه یې په جګړو کې ښه نوم درلود. ده دخپلو ملېشو له برکته د جنرالۍ رتبه وګټله. همغسې چې په شمال کې د دوستم ملېشې نورو جګړو ته استول کېدې، د جبار قهرمان ډله هم نورو ځایونو ته د سختو جګړو لپاره استول کېده. په ۱۳۸۶ کال کې افغانستان ته له ستنېدو وروسته، قهرمان د ۱۳۸۹ کال په پارلماني ټاکنو کې رایې خپلې کړې او د هلمند د خلکو استازی شو. کله چې په ۱۳۹۴ کال کې حکومت د هلمند پرډېرو ولسوالیو ولکه وبایلله ( نور مالومات دلته کېکاږئ)، ولسمشر اشرف غني د حالاتو د کابو کولو لپاره نوموړی د ۱۳۹۵ کال په لومړیو کې د هلمند لپاره خپل ځانګړی امنیتي استازی وټاکه. ( د هغو سیمه ییزو سرچینو له خولې چې حالت له نژدې څاري، قهرمان په ۱۳۸۹ او ۱۳۹۰ کلونو کې امریکايي ځواکونو ته مشوره ورکړې وه چې دی دخپلېپخوانۍ سیمې میوند ساتنه کولی شي) د ځانګړي استازي څوکۍ قهرمان ته د پوځي عملیاتو واک ورکړ چې ظاهراً په دغه ولایت کې د ټولو امنیتي ځواکونو واګې د ده په لاس کې وې. (په دې اړه د رسنیو رپوټونه دلته کېکاږئ)
ده د ۱۳۷۰ لسیزې تګلاره بیا غوره کړه، په دې مانا چې هم يې طالبانو ته د سولې دخبرو وړاندیز وکړ او په څنګ کې یې ورسره له ځواک نه همکار اخیست. خو قهرمان پر دې څوکۍ له دريو میاشتو کار وروسته له دندې استعفا وکړه او دلیل یې دا و چې هلته پراخ اداري فساد یې ماموریت ناشونی کړی دی. په ورته وخت کې کابل کې د فساد ضد ادارې د هلمند امنیه قوماندان هم د فساد او دواکد ناوړه کارونې په تور په درې کاله بند محکوم کړ. خو امنیه قوماندان د استیناف غوښتنه وکړه. ( په دې اړه نور دلته کېکاږئ)
هلمند ته د قهرمان ورتګ، ده ته پراخ سیاسي اغیز ورکړ او د ملي امنیت د شورا په ګډون دحکومت لوړ پوړو چاروکو ته یې لاسرسی وموند. په کابل او بهر کې د وطن ګوند پخواني غړي، چې دا پروژه له نژدې څاري ګومان کوي چې همدې لاسرسي قهرمان ته دا فرصت چمتو کړ چې دا ډول لویې او وړې ګڼې غونډې جوړې کړي او له مالي پلوه یې بار ته اوږه ورکړي.
د وطن ګوند په نامه نور ګوندونه
وروسته له هغه چې د ۱۳۸۳ کال د اساسي قانون له مخې ټولو سیاسي ګوندونو ته د فعالیت اجازه ورکړ شوه، ډېرو ډلو هم په کور دننه او هم بهر د وطن ګوند د بیا تاندولو هڅې وکړې. (۷) او د همدې هڅو په پایله کې اوس د افغانستان په سیاسي میراث کې د وطن ګوند په نامه نور سیاسي ګوندونه هم شته. د قهرمان د ډلې ترڅنګ، د وطن په نامه دوه نور سیاسي ګوندونه هم شته چې رسمي ثبت شوي او لا هم شته. لومړی ګوند په ۱۳۹۱ کال کې د نجیب الله د بیلا بیلو پلویانو له اته کلنو بحثونو وروسته راڅرګند شو. ځینویې په سمبولیک ډول د تلې میاشتې پر ۱۸په کابل کې د نجیب الله دتلین مراسمو کې ګډون کړی و. دوی داسې سلا مشوره کړې وه چې د نجیب الله د کورنۍ یو غړی به د دوی د ګوند مشري وکړي.
له همدې وجې د نجیب الله میرمنې اعلامیه خپره کړه چې د وطن ګوند د بیا پرانیستو په هیڅ مراسمو کې برخه نه اخلي. نو ځکه میر افغان باوري د دې ډلې مشر وټاکل شو. دې ډلې خپل ګوند ته په خپل ویبپاڼه کې « ملي، د یموکراتیک، پرمختللی او سمونپال»توري کارولې دي. قهرمان د دې ډلی غړی نه و. خو عدلیې وزارت د دې ګوند د ثبت غوښتنلیک رد کړی و. وزارت دوی ته ویلي چې خپل ګوند ته بل نوم غوره کړي ځکه پر دې ګوند په ۱۳۷۱ کال کې بندیز لګول شوی دی. دې ډلې پرېکړه وکړه چې له رسمي ثبتونې تېر شي خو فعالیت یې لا هم روان دی. باوري څه موده وړاندې افغان نیوز ویبپاڼې ته ویلي و چې د افغانستان په ۳۰ ولایتونو کې یې فعالیت شته او ۱۳۰۰۰ غړي لري.
فقیر محمد ودان چې د دې ګوند له مخکښو غړو دی او اوسمهال جرمني کې اوسېږي، د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته وویل چې د دې ګوند ځینې څانګې په ختیځه اروپا ، دپخواني شوری اتحاد په هېوادونو او استرالیا کې هم شته. (۸) د دې ګوند د بلې ډلې مشري بیا شیر الله جبارخیل کوي چې له عدلیې وزارت سره یې خپل ګوند د وطن ملي ګوند په نامه ثبت کړی دی. دې برخې بیا د نجیب الله بنسټ په نامه یوه اداره هم جوړه کړې او د نجیب الله کورنۍ ناخوښه ده چې په دې تړاو ورسره سلا مشوره نه ده شوې.
هغوډلو چې باوري او جبارخیل یې مشري کوي، د قهرمان په ناستو کې ګډون نه درلود خو دا هڅه یې هم نه ده کړې چې خنډ یې شي.(۹) باوري د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته وویل چې نویو هڅو ته منفي نظر نه لري. خو زیاتوي چې: موږ دوه میاشتې وړاندې له هغه سره خبرې وکړې او دا یادونه مو ورته وکړه چې له وړاندې ورته یو بنسټ لرو او د یو ځای کېدو بلنه مو ورکړه. د جبارخېل څرګندونې هم دغه ډولوې: موږ یې په ناسته کې برخه وا نه خیسته ځکه موږ له وړاندې یو جوړښت لرو او دی اوسد دې جوړښت پر طرحه کار کوي. د قهرمان د ډلې غړي لاین د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې ته وویل تمه لري چې ټولې څانګې به د دوی ډلې ته ورګډې شي چې د پخواني وطن ګوند په څېر ګوند رامنځ ته کړي. خو ځینې اندېښنې هم شته. اصف بکتاش چې د یووالي لپاره د هرې سیاسې هڅې برخه دی، د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته وویل چې اوسنۍ ویشلې څانګې داسې مانا لري لکه څوک چې مړی بیا ژوندی کوي. دی وايي اوسني ویشلي ګروپونه د وطن ګوند له اصل سره نه شي پرتله کیدای ( او د ګوند پخوانی ځواک بیرته نه شي راژوندی کولای).
د باوري ډلې ته اندېښنه دا ده چې ښايي قهرمان د وطن ګوند پېژندل شوې بڼه بیرته راژوندۍ کړي ځکه له حکومت سره ښه اړیکي لري او د دې شونیتیا شته چې دا ځل عدلیې وزارت د وطن ګوند په نامه ثبت سره هوکړه وکړي. د باوري د برخې غړيودان د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته وویل هیله من دی چې دغسې وشي، خو وايي لادې پرېکړې ته نه دي رسیدلي چې له قهرمان ډلې سره یو ځای شي او که نه، خبرې یې اما روانې دي. د جبارخېل ډله بیا وايي، که قهرمان په دې کار کې بریالی شي، ګوند به یېورسره ګډ شي.
درې واړو ګوندونو په ډاګه کړې چې د خلق دیموکراتیک ګوند دبیا تاندولوهوډ نه لري. دوی ټول له پرچمیانو (چې دوی یې کارملیان بولي) او خلقیانو ځان لرې ساتي. دوی ادعا کوي چې ډېرو پخوانيو پرچمیانو له روسانو سره اړيکي درلودل او ګڼ شمېر خلقیان بیا له پاکستان سره په ارتباط کې وو؛ د دوی په باور نه غواړي له هغه چا سره لاس یوکړي چې له بهره ریموټ کنټرولېږي.
په حقیقت کې، کله چې په ۱۳۷۱ کال کې رژیم وپرځېد، د خلقیانو مهمې څېرې پاکستان ته وتښتېدې او د پاکستان له ملاتړه برخمن حزب اسلامي سره یې لاس یو کړ، خو پرچمیانو د روسانو له ملاتړې شمالي ټلوالې سره پښې په يوه بستره کې وغځولې. ځینې یې بیرته افغانستان ته ستانه شول او خپل ګوندونه یې جوړ کړل.
د ټاکنو له پیل مخکې مبارزه: د سیاسي ګڼې ګوڼې ډګر
د وطن ګوند بیا تاندېدو ته له لویه سره د داسې یوه ګام په سترګه کتل کېږي چې غواړي د افغانستان سیاست کې ورګډ شي. دوی د انقرې د ټلوالې په څېر نوې لار تعقیبوي چې نورې ډلې هم ورسره یو ځای شي. د افغانستان د ژغورنې په نامه ایتلاف د ترکیې په پلازمینه انقره کې د ولسمشر غني د لومړي مرستیال جنرال دوستم په کور کې جوړ شو، خو له دوستم هځینومرورو څیرو بیا د نوي جنبش په نامه ګوند هم جوړ کړ. د افغانستان د ولسي محور په نامه یوه بله ټلواله چې د حامد کرزي ملاتړي بلل کيږي، هم جوړه شوې.( دلته یې اعلامیه کېکاږئ، دلته د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې پخوانۍ شننه هم لوستلی شئ)
د ۱۳۹۵ کال په مني کې د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار بیرته راتګ هم له دې سیاسي ډګر سره تړلی بلل کيدای شي. له حکومت سره د حکمتیار د سولې تړون ځینو وغانده خو ډېرو یې هر کلی هم وکړ. ( دلته نور لوستلی شئ) د دې ترڅنګ، د لاریونیانو ځینې حرکتونه او د مجاهدینو شورا هم د دې سیاسي ډګر لوبغاړي بلل کېږي، که څه هم ځینې یې له وړاندېله سیاسي ګوندونو سره هم اړيکي پالي خو یو شمېر یې بیا د خپلو ځانګړو قومي جوړښتونو له مخې پخوانیو مشرانو سره غاړه وړي ( په دې اړه د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې شننې دلته کېکاږئ)
نو ځکه بیاتاندېدونکي ګوندونه او نوي ايتلافونه او ټلوالې سرله اوسه د ټاکنو لپاره خپلې غاړې تازه کوي او چمتووالی نیسي. د ملي شورا ټاکنو لپاره د ۱۳۹۷ کال اسد میاشت غورهشوې او ولسمشرۍ ټاکنې به ترې یو کال وروسته کېږي. وطن ګوند او نوي جنبش ګوند دواړو اعلان کړی چې راتلونکو ټاکنو کې برخه اخلي. د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار خو بیا له وړاندې په ډېر ډاډ اعلان کړی چې راتلونکی ولسمشر به هغه څوک وي چې د ده ګوند یې ملاتړ وکړي.
تر اوسه داسې ښکاري چې د نوي وطن ګوند اصلي هدف به هغه کسان وي چې له ۱۳۷۰ لسیزې نه مخکې د دې ګوند غړي وو. دوی تمه لري د ټولو پخوانیو چپیانو او هغوی لپاره چې لا هم دغو نظریو ته ورکاږه دي، د راټولېدو یو مرکز شي. خو اوس داسې نښې نښانې ښکاري چې یوازې به نجیب پلوي کیڼ اړخي پرې راټولېږي. د نورو عمومي ستونزو تر څنګ یوه لویه ننګونه اوسني سیاسي توپیرونه دي. د قهرمان ډله د غني ملاتړې بولي خو باوري د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته وویل: موږ په تېرو ټاکنو کې د ډاکتر اشرف غني ملاتړ وکړ، خو خلکو ته په خپلو کړو ژمنو کې پاتې راغی. فکر نه کوم چې موږ دې بیا دغني ملاتړ وکړو)
نور ګوندونه چې تر خلق دیموکراتیک ګوند وروسته جوړ شوي او نجیب پلوي نه دي، لیوالتیا نه لري له هغه ګوند سره یو ځای شي چې د نجیب د فکر پلویان دي. د افغانستان د ملي یووالي ګوند د مشرتابه شورا غړي لیاقت علي فرامرز همدا خبره د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې ته وکړه. ددې ګوند مشري جنرال نورالحق علومي کوي چې د خلق دیموکراتیګ ګوند پخوانی غړی او پخوانی پرچمی دی. علومي د ولسمشر غني په حکومت کې د کورنیو چارو وزیر هم و. نوموړی د ۱۳۹۳ کال په ټاکنو کې د ډاکټر عبدالله د هغه ایتلاف غړی و چې له ولسمشرۍ ټاکنو مخکې یې جوړ کړ. دا ګوند وايي له هیڅ ايډیالوژۍ سره تړاو نه لري او د ازاد بازار پلوی دی.
د افغانستان د ملي یووالي ګوند او ځینو نورو هغو ګوندونو چې پخوا یې چپي نظریې درلودې، د ۱۳۹۶ کال په اسد میاشت کې د خپلو اتحادیو دجوړېدو بهیرونه بشپړ کړل چې کلونه وخت یې واخیست. (۱۰)
دې ته له پام پرته چې ایا د وطن ګوند وروستۍ بیا څرګندېدنه به د خلکو د همغږۍ وړتیا ولري او که نه؛ بریالۍبه وي او که نه؛ د نجیب د فکر ټول پلویان به پرې راټول شي او که څنګه؛ خو په ټوله کې دا ګوند د افغان کیڼ لاسې ایډيالوژۍ د بیا غوړېدو استازیتوب نه کوي. تندلارو چپیانو ته تر هربل ځای په افغانستان کې ډېر بد کتل کېږي او خلک ترې ځکه کرکه کوي چې د خپلې واکمنۍ پرمهال یې ډېرې وینې بهولې دي. پخواني ګڼ شمېر چپیان، که په هر معیار وي ځانونه ټولنیز ډېموکراتان بولي. دوی د سیاسي پلورلیزم یا داسې سیستم ملاتړ کوي چې هره سیاسي ایډیالوژي پکې ازاده وي او د ټاکنو له لارې د پارلمان ملاتړ کوي. ځینې په پراخه کچه په سوداګرۍ او د مسلکي اتحادیو په جوړېدو بوخت دي. همدا هم لامل دی چې په نوي وطن ګوند ر انغاړل شوي ځکه ځانونه منځلاري کیڼ اړخي بولي.
خو د خلق دیموکراتیک ګوند له پاشلو را وروسته، د افغانستان د ملي متحد ګوند په څېرځینې ګوندونه بیا له کیڼ اړخو سره خپل هر ډول تړاو نه مني. په عین حال کې په لویدیځ کې د ځینو افغانانو ترمنځ، په ځانګړي ډول لوستو ځوانانو کې کیڼاړخو ته لېوالتیا شته خو دا لېوالتیا تر ډېره د دې پر ځای چې ایډيالوژیکه وي، پر دې ورټوله ده چې د کیڼاړخو په اړه مالومات تر لاسه کړي. د ډېرو لپاره دا ګرانه ده چې پوه شي اصلي پخواني چپیان څوک دي، آن هغه کسان هم په دې اړه مالومات تر لاسه کول غواړي چې پیاوړې اسلامي ایډیالوژي لري. دا چې نوی وطن ګوند به څومره دا خلک ورجذب کړي، وروسته به جوتېږي. ځکه د پيوستون ګوند په نامه یوه بله داسې نوې کیڼ اړخې ډله هم شته چې نظریې یې لا ډېرې افراطي دي (دې ګوند له اسلامپالو سره هم بیا شخړې کړې دي). پیوستون ګوند په لویدیځ کې، مثلا په جرمن او سوېډن او دارنګه په پاکستان کې هم اړيکي جوړ کړي دي. دا ګوند په ځوان پاټکي او مېرمنو کې ډېر اغیز لري او مشري یې یوه میرمن کوي. ( دلته نور مالومات کېکاږئ)
خو له دې ټولو سره سره، که نوی وطن ګوند له خپلو نورو ډلو سره محدودې بریاوې ولري، په ټاکنو کې د پام وړ پرمختګ نه شي کولای؛ او بیا به هم د نورو سیاسي همغږیو قرباني کېږي. دا به همغه ډول وي لکه اوسني ولسمشر چې د۱۳۹۳ کال د ټاکنو پرمهال، د رایو خپلولو لپاره د کیڼ اړخو په ګډون له ډېرو ګوندونو سره د همکارۍ هوکړه لاسلیک کړه.
۱.نجیب الله د ۱۳۴۰ لسیزې په نیمايي کې، کله یې چې دکابل طبي پوهنتون کې زده کړې کولې، د خلق دیموکراتیګ ګوند دمحصلانو مشر شو. دی د ۱۳۶۰ او ۱۳۶۵ کلونو ترمنځ د هغه وخت د استخباراتو مشر و. په ۱۳۶۵ کال د خلق دیموکرایتک ګوند مشر شو او له ۱۳۶۵ کال څخه تر ۱۳۷۱ پورې د افغانستان ولسمشر و. د څو کلونو لپاره نجیب الله یوازې په نجیب (یوازې یو نوم یې ورته اخیست) مشهور و. کله کله به ډاکتر نجیب او یا ډاکتر نجیب الله هم بلل کېده. د هغه کورنۍ هم وايي چې نوم یې یوازې نجیب الله و، د محمد کلمه ورسره نه وه. ځینې رسنیو محمد نجیب الله هم کارولی دی.
۲.په غیر حاضرانو کې انجینر نظر محمد چې د نجیب د وطن ګوند له مهمو کسانو شمېرل کېده، شامل و. ( دی د مرکزي کمیټې له څلورو مرستیالانو یو و چې د نجیب ځای ناستی هم بلل کېده.) دویم ناسوب کس ۸۸ کلن سلیمان لایق و چې په۱۳۷۰ لسیزه کې د نجیب نژدې ملګری و. ( دی د پښتو ژبې نوموتی شاعر هم دی چې د مجددي کورنۍ سره تړاو لري او د یوناما سیاسي استازی هم و) لایق د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته وویل: له ما سره د دې کار په اړه مشوره نه ده شوې، که داسې نه وای، غونډې ته ورتلم. زما نظر د وطن ګوند ټولو ډلو ته یو شان دی. زه له دوی سره نه یم تړلی خو دوی ته هیله من یم. زه د هغو ډلو مخالف یم چې خلک وژني او زما د وطن خلک لوټوي.
۳.د افغانستان کیڼ اړخي په دوو جریانونو وویشل شول. پخواني شوري پلوي ( اصلي کسان یې دخلق دیموکراتک ګوند غړي دي)، دویم یې بیجینګ پلوي دي. ( دوی ته عموما شعله جاوید وايي چې بیا هم په دوو ډلو وویشل شول) په نجیب پلوو کسانو کې بیا دواړه يانې پرچمیان ( چې نجیب ورسره تړاو درلود) او خلقیان شامل وو چې د ۱۹۸۰ لسیزې په وروستیو کې یې د نجیب الله د ملي پخلاینې تګلارې ملاتړ کاوه. اوس همدا د نجیب پلوۍډله چې د خلق دیموکراتیګ ګوند پخواني غړي وو، په درېیمې ډلې بدله شوې. (یانې پر خلق او پرچم څانګو سربېره دا درېیمه ډله ده) پخواني پرچمیان چې د نجیب الله د نوې تګلارې مخالف وو ( په حقیقت کې نجیب الله د هغوی د مشر کارمل ځای ونیو، د ګوند مشر او ولسمشر شو) اوس په کارمل پلویو یا کارملیانو مشهور دي. ډيری خلقیان د شوروي اتحاد دمداخلې مخالف وو ځکه چېددوی مشرحفیظ الله امین یې له واکه لرې کړی او وژلی و. حفیظ الله امین د پخواني وژل شوي مشر تره کي مرستیال و. پهدوی کې ډېرو یې د نجیب الله د تګلارې چې پخوانی پرچمی و، مخالفت کاوه او کله چې نجیب الله د استخباراتو مشر و د دوی ګڼ ملګري یې زندان تهاچولي وو. یو مهم دلیل چې خلق دیموکراتیک ګوند یې په وطن ګوند واړاوه دا و چې په ډلو وېشل شوی ګوند یو موټی کړی.
۴.خلق او پرچم په ۱۳۵۶ کې د شوروي د سخت فشار په پایله کې بیرته یو ځای کړ شول چې د هند د کمونیست ګوند په څیر یې جوړ کړي. خو پرچم وروسته له ولسمشر داود خان سره له ایتلافه ځان لرې کړ. داود خان د شاهي کورنۍ غړی و چې په ۱۳۵۲ کال کې یې دخلق دیموکراتیک ګوند په مرسته شوې کودتا کې واک تر لاسه کړ. (خلق هیڅ کله د دې اېتلاف برخه نه و) ګوند بیرته یو موټی شو خو دې دواړو ډلو د واک پر سر خپل اختلافات روان ساته. له ځینو وړو ډلو پرته د خلق دیموکراتیک ګوند غړي یا خلقیان وو او یا هم پرچمیان. نجیب الله له پرچم ډلې تړاو درلود.
۵.جنتن سټیل، د افغانستان پيریان: د سختې جګړې ډګر، برېکلي، ۱۳۹۰. ۱۴۱ ایف ایف.
۶.د بېلګې په ډول: انټونیو ګوستېزو، د خټو امپراطوري: په افغانستان کې د جنګ سالارۍ څَکَوونکي. ۱۳۵۹-۱۳۸۸، ۷۶.
۷.نوی وطن ګوند له وړاندې په ۱۳۷۰ لسیزه کې په بلجیم کې څرګند شو. دا ګوند د نجیب الله د یوه ځوان خپلوان له خوا بیااعلان شوی و او د ختیځې اروپا په ډېرو برخو کې یې څانګې جوړې کړې وې. له نجیب الله پرته دې ګوند ټول پخواني مشران له ګونده ایستليوو او هڅه دا وه چې له پخواني خلق دیموکراتیک ګوند نه خپلې کړۍبیلې کړي. اوس د دې ګوند څرک نه لګېږی.
۸.باوري په ۱۳۷۰ لسیزه کې د وطن ګوند مرکزي کمیټې غړی او د اقتصادي څانګې مشر و. دی وروسته د ننګرهار دامنیتي کمیټې مشر شو.
۹.د دې پروسې په پایله کې د افغانستان د خلکو مترقي ګوند رامنځ ته شو. نوم یې ځکه ډېر پیچلی شو چې درې ګوندونه- ملي ګوند، د خلکو ګوند او مترقۍ ګوند سره یو ځای شول او دومره اوږد شوې او ښايي همدا کار لا هم دوام لري.
بیاکتنې:
دا مقاله په وروستي ځل تازه شوې وه ۲۵ ثور / غويی ۱۳۹۹