«حرکت انقلاب اسلامي» د مجاهدینو له پخوانیو ګوندونو څخه یو مهم ګوند (تنظیم) دی چې تر ۲۰۰۱ کال وروسته یې د کړنو کچه تیټه وه خو اوس د افغانستان په سیاسي ډګر کې ډېر راڅرګندیږي. په خپله تبلیغاتي غونډه کې خپل ځان د مذهبي علماوو د ګوند په توګه را پیژني چې تېره دوره یې له نورو هغو ګوندونو څخه چې له اخوان المسلین نه یې سرچینه اخیستې ده، جلا کوي. دا ګوند له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره ځان د یوه پله په څیر بولي. په داسې یوه چاپیریال کې چې د ملي یووالي حکومت د ړنګولو غوښتنې په ډېرېدو دي، پر حکومت په خپلو معتدلو نیوکو سره، دا یو منځلاری غږ بریښې. د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې مشر توماس روتیک ( د فضل مظهری په همکارۍ) د حرکت وروستیو نوښتونو او په ځانګړې توګه له طالبانو سره یې اړیکو ته کتنه کړې ده
په پوستري تبلیغاتو او یو لړ غونډو سره دوی غواړي د خلکو پام دې ته راواړوي چې ګوند یې په ۱۹۸۰ کلونو کې د هېواد د جهادي تنظیمونو په ډله کې یو لوی تنظیم و. حرکت انقلاب اسلامي افغانستان (۱) یو سُني تنظیم دی چې د ۱۹۷۹ کال د دسمبر د میاشتې په وروستیو او یا هم د ۱۹۸۰ کال په لومړیو کې په پیښور کې رامنځته شوی ( له اوسنیو مشرانو څخه یی هیڅوک هم نه شي کولای د ۱۹۷۹ کال په مسیحي اختر کې د شورویانو د یرغل په ناکرار پېر کې کره نیټه ور په زړه کړي) چې له ۲۰۰۱ کال وروسته تر ډېره له صحنې وتلی و. په دې پړاو کې دا د دوی درېیم ځل دی چې په پراخه توګه راغونډیږي.
حرکت ځان د علماوو او قومي مشرانو ګوند بولي او ادعا کوي چې ټولنیز بنسټ یې په ښکاره د علماوو، د هیواد په جګپوړي اسلامي روحانیت کې دی. د ۲۰۱۵ کال د نومبر په میاشت کې د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې او حرکت د مشرانو په کتنو کې یوه کرښه په وار وار سره مخې ته راتله چې د ارګ او منبر ترمنځ واټن باید نه وي. له همدغه شعار نه اشرف غني هم د ۲۰۱۴ کال د ټولټاکنو په کمپاین کې چې د ده د پلوي علماوو له خوا وړاندې شوی و او د حرکت غړو هم په کې ګډون درلود، ګټه پورته کړه. په دې سره هغوی، حکومت ته چې د لوېدیځ د ملاتړ له امله د طالبانو له خوا نا اسلامي بلل کېده او تر برید لاندې و – په تېره د اشرف غني لوري ته – چې د هغه مهال د کاندید په توګه یې په لوېدیځ کې د زده کړو او مسلکي سابقې پر سر د عبدالله او ځینو نورو جهادي نوماندانو پر تله ددغه څیز تشه احساسوله، مذهبي مشروعیت چمتو کړ.
حرکت په لومړي ځل په ریښتونې توګه هغه وخت د خلکو پام ځان ته ورواړاوه چې د دې کال د اګست په میاشت کې یې د طالبانو د مشر ملا محمد عمر فاتحه واخیسته. دوی دا غونډه د افغانستان د علماوو د همغږۍ له شورا سره په ګډه چې دې ګوند ته نژدې ده، رابللې وه. (۲) دې غونډې د طالبانو د یو لړ مرګونو بمي بریدونو له کبله چې د ډېرو کابلیانو په ذهنونو کې لا پاتې دي، د غوسې څپه راوپاروله او غوښتنه وشوه چې د طالبانو خواخوږي باید وځپل شي.
په رسمي ډول څو کاله کېږي چې د سولې د مهال حرکت بېرته راګرځیدلی دی. په ۲۰۰۲ کال کې ددې ګوند د بنسټ ایښودونکې مولوي محمد نبي محمدي زوی احمد نبي محمدي چې د لوګر ولایت یو اسلامي روحاني وو، بیرته افغانستان ته راغی او ځان یې د پلار پر ځای (چې د همدې کال په لومړیو کې ومړ) د مشر په توګه وټاکه او ګوند یې د افغانستان د اسلامی او ملی انقلاب حرکت تر نوي نامه لاندې ثبت کړ. خو دی ډېر ژر له خپلې دندې ګوښه کړای شو او خپل ځای یې د خپل پلار پخواني سلاکار مولوي محمد سعید هاشمي ته پریښود. هاشمي د ۲۰۰۹ کال د جمهوري ریاست ټولټاکنو ته ځان نوماند کړ چې وروسته ولسمشرۍ ته د حامد کرزي په دویم ځل درېدنې پسې د هغه په ګټه له خپلې نوماندۍ لاس پر سر شو. دې ګوند په ۲۰۱۰ کال کې د سیاسي ګوندونو د نوي قانون په رامینځ ته کېدو سره خپل ځان بېرته ثبت نه کړ. خو پر ځای یی محمد موسی هوتک چې د مجاهدینو او طالبانو په حکومتونو کې وزیر او په ۲۰۰۱ کال کې د پارلمان غړی پاتې شوی، د ۲۰۱۱ کال په لومړیو کې حرکت بېرته په خپل اصلي نامه ثبت کړ چې دومره ډېر څرګند سیاسي رول یې و نه لوباوه.
په اوس مهال کې د لومړي ځل لپاره تر ۱۹۹۴ کال وروسته د حرکت ډېر پاتې مشران چې له ګوند سره نژدې اړیکې هم لري او ځان د خادم الفرقان (۳) په نامه یادوي، بېرته یو ځای شوي دي. دې ګوند د خپلو تبلیغاتو لپاره د کابل په لویو لارو کې د اعلانونو یو شمیر ډیری غټې تختې چې ګڼ انځورونه هم لري، د څو اوونیو لپاره په کرایه نیولې وې. په دوی کې تر ډېره برېښېدونکي لوی تصویرونه هغه دي چې د فقید مولوي محمد نبي محمدي له خوا د جوړ شوي ګوند په اوسني مشر او د طالبانو د مذهبي پولیسو (امربالمعروف و نهی عن المنکر) په مشر مولوي قلم الدین چې وروسته یې د کرزي له حکومت سره روغه وکړه او د ګوند په پخواني مشر هوتک پورې چې اوس د قلم الدین مرستیال دی، اړه لري. قلم الدین خپل ښی لاس پورته کړی او د خوځښت اشاره کوي چې د غښتلي مشرتابه نښه څرګندوي. یو څه وړوکی غوندې انځور د وژل شوي مولوي نصرالله منصور چې د شورویانو په ضد جګړه کې د مولوي محمد نبي محمدي مرستیال و، هم ښودل شوی دی. هغه وروسته په ۱۹۸۰ کلونو کې خپل ځانته د حرکت نوین انقلاب اسلامي په نامه نوې ډله جوړه کړه. دی په ۱۹۹۳ کال کې ووژل شو. (۴) دا انځوریزه تخته د ګوند د اوسني مشرتابه د ۲۴ نورو غړو په انځورونو بشپړه شوې چې ټول سړي او ډیر یې د دین عالمان دي.
ولې دوی اوس بېرته فعال شول؟
د حرکت دریو مشرانو چې د افغانستان له تحلیلګرانو شبکې سره په نوامبر میاشت کې په کابل کې غږیدلي دي وایي چې د ګوند بیا فعالېدل بیلابیل لاملونه لري. د ملي یووالي حکومت، ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله له کمزورو کړنو څخه نا هیلي کیدل او دا احساس چې دوی له حکومته لیرې ساتل شوي دي له همدغو لاملونو څخه شمیرل کیږي. سره له دې چې دوی د ۲۰۱۴ کال په ټولټاکنو کې د غني ملاتړ کړی دی خو مشران یې ګیله من دي چې ډلې یې په حکومت کې هېڅ لوړې دندې نه دي تر لاسه کړي ( دوی مني چې غني له دوی سره داسې ژمنې نه وې کړي) او همدارنګه ددغو دندو د ویشلو پر مهال هم له دوی سره سلا مشورې نه دي شوي. د دوی په وینا چې غني دا ژمنه کړې وه. هوتک چې د لسګونو سلاکارو وزیرانو په ډله کې د کرزي له خوا د قومونو په چارو کې د تش په نامه سلاکار وزیر دنده په غاړه اخیستې ده، د دوی یوازینی لوړ پوړی چارواکی ګڼل کیږي.
دې ګوند د خپلو غړو د لویې غونډې د رابللو څخه وروسته چې ویل کیږی ۳۰۰۰ تنو په کې ګډون درلود، یوه اعلامیه خپره کړې او په هغی کې یې خپل اوسنی سیاسې دریځ څرګند کړی دی. دوی د حکومت پر ناکارۍ، فساد او قانون ته پر نه درناوي نیوه کې لري او غوښتنه کوي چې پارلماني ټولټاکنې دې له اساسي قانون سره سمې ترسره شي (چې لا له وړاندې خورا ځنډېدلې دي)، پر کابینه او د والیانو پر ګومارنې دې له سره کتنه وشي او دې دندو ته دې هغوی چې وړتیا یې لري راوستل شي. دوی په هیواد کې د بهرنیو ځواکونو د ادعا شوي ” ناقانونه اوږد مهاله شتون” او ترڅنګ یې د نا ضروری او غیر مسوولو وسله والو وګړو او ملېشو د راټولیدو پرضد دریځ لرې، غوښتنه کوي چې ددې پر ځای دې د هیواد وسله وال (منظم) ځواکونه لا غښتلي شي.
عبدالحکیم مجاهد په ملګروملتو کې د طالبانو د امارتي رژیم (چې له پراخ نړیوال رسمیت بې برخې و) استازی چې اوس د حرکت د سیاسي کمیټې مشرتوب په غاړه لري، وایي چې دا حکومت یوازې په خبرو کې د ملي یووالې حکومت دی : « موږ دې حکومت ته د ملي یووالي حکومت نه شو ویلای» خو ټینګار کوي چې د دوی ګوند اوس هم د اساسي قانون په چوکاټ کې کار کوي او ټولټاکنو، د حکومتونو او ریاستي سیستم سوله ییز بدلون ته ژمن دی ځکه چې تر اوسه پورې د هیواد سیاسي ګوندونه ښه پاخه شوي نه دي. دی همدارنګه د انتقالي حکومت او لویې جرګې د پراخو څېړل شویو پلانونو تر هغو مخالف دی چې خپله حکومت دې ته اړ شوی نه وي چې خپله ماته ومني. هوتک وایي چې د دوی ګوند لکه څرنګه چې د ۲۰۱۴ کال په ټولټاکنو کې یې د غني ملاتړ وکړ اوس هم د ملي یووالي په حکومت کې د ولسمشر غني پر خوا دی. د ګوند د مشرتابه غړی حبیب الله فوزی چې د طالبانو پخوانی دیپلومات و وایي چې نه (پخوانی ولسمشر) کرزی او نه بل هیڅوک بل کولای شي لویه جرګه راوغواړی، یوازی حکومت دا کار کولای شي. مجاهد دی پایلې ته ورسید چې ښه به دا وي چې دا حکومت خپله ټاکلې قانوني موده پوره کړي، خو دا په حکومت پورې اړه لري. ناکاره حکومت د هغه تر رانسکورولو ښه دی.
دا ګوند غواړي چې د خپلو سنجول شویو نیوه کو له لاری د نورو جهادي مشرانو او ډلو پرتله خپل منځلاریتوب چې د پخوانې ولسمشر کرزي پلویان هم په کې شته، وښیی چې د ډېرو ژورو بدلونو او له یوه سره د حکومت د ځای نیونې په تمه دي او همدارنګه هڅه کوي د افغانستان د امنیتي ځواکونو د نیمګړتیاوو له کبله چې په ترڅ کې یې د دوو اوونیو لپاره کندز د طالبانو لاس ته ورغی، پخواني مجاهدین د طالبانو د ګواښ په وړاندې بېرته په وسلو سمبال کړي او همدارنګه د نوي انتقالي جوړښت، دودیزې لویې جرګې او یا هم نویو ټولټاکنو له لارې د ملي یووالي حکومت د بدلېدو پلوي کوي. مجاهد دا د افغانستان لپاره ګواښوونکی بولي.
د حرکت لنډ تاریخ
د حرکت بنسټ له پیل څخه د شوروي ضد مجاهدینو د یو چتر تنظیم په توګه کښې ښودل شو. خو د ۱۹۸۰ کال په پیل کې له دوو میاشتو وروسته دوه ډلې، جمعیت اسلامي او حزب اسلامي له دې تړونه ووتل. هغسې چې مجاهد د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې ته وویل، حرکت خپله وسله واله جګړه د شورویانو پر ضد په کراچۍ کې د افغان کډوالو په مالي مرسته له خپلې غوره اډې د پاکستان له میرانشاه څخه پیل کړه. د غیر مذهبي ملتپالو، ماوئیستانو او وړو ډلو په کنګل کولو سره حرکت په پیښور کې د شوروي ضد مهمو لویو تنظیمونو په ډله کې راغی چې د کوربه هېواد پاکستان له خوا (د لوېدیځ او عربو په پیسو) په وسلو او مالي مرستو سمبالیده.
حرکت د علماوو په منځ کې د غښتلې بنسټ په درلودو له نورو سُني تنظیمونو څخه جلا کېږي. په ځانګړې توګه د فقید برهان الدین ربانې او ګلبدین حکمتیار تر مشرۍ لاندی له جمعیت اسلامي او حزب اسلامی نه چې په ۱۹۶۰ کلونو کې د اخوان المسلمین تر اغیز لاندې په افغانستان کې د دوی د یوې څانګې په توګه ( خپل ځان یی همداسی باله) منځ ته راغلل. دوی دواړو، د حرکتیانو له نظره، له دودیزو مدرسه یي زده کړو څخه سرچینه نه وه اخیستې. رباني د پوهنتون (د شرعیاتو) استاد و او حکمتیار هم یو انجنیر چې دواړه له ښاري چاپیریال څخه راغلي ول. پرعکس یې حرکت له ځایي، کلیوالي، دودیز اسلامي غورځنګ څخه چې پورته ذکر شوی او خادم الفرقان هم پکې راځې، راټوکیدلی دی. دا ګوند په ۱۹۶۴ کال کې د نوي اساسې قانون په رڼا کې چې د پارلماني ولسواکۍ ارکان یی رامنځته کړل، د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې د هیواد د یوې ډیرې غوره مدرسې- نورالمدارس الفاروقي پر شاوخوا راوټوکېده.
کله چې شورویان په ۱۹۸۹ کال کې ووتل او په ۱۹۹۲ کال کې په کابل کې کیڼ لاسی رژیم وپرځېد، د حرکت دواړه څانګې (د نبي محمدي او منصور) بېرته سره یوځای او د مجاهدینو حکومت کې ګډې شوې. کله چې رباني په خپل سر د مشرتابه درې میاشتنی دورانیتوب (هغسې چې اوو مشرانو پرې په پیښور کې هوکړه کړې وه) له منځه یووړ او هڅه یې وکړه چې ځان تلپاتی جمهور رئیس کړي، یو شمیر مشرانو حکومت پریښود. دهغوی په ډله کې د نبي محمدي حرکت هم و چې د خپل ګوند ټولو غړو ته یی لارښوونه وکړه چې کابینه او د والیانو څوکۍ پرېږدي. یو کال وروسته کله چې د طالبانو نوي غورځنګ د مجاهدینو د خپل منځې جګړو د پای ته رسولو لپاره سر راپورته کړ، نبي محمدي خپل ګوند ړنګ او له ټولو غړو څخه یې وغوښتل چې له طالبانو سره یوځای شي. په دې توګه حرکت یو لوی شمېر جنګیالي نوي غورځنګ ته چمتو کړل. د طالبانو مشر ملا محمد عمر چې د ۲۰۱۵ کال په پیل کې په رسمي توګه مړ اعلام شو، له شوریانو سره د جګړې په موده کې په حرکت پورې اړه درلوده. د مجاهد په وینا د حرکت مشر نبي محمدي طالبان دې ته راوبلل چې د مجاهدینو نوی ایتلافي حکومت جوړ کړي، خو هغوی یې دې سپارښتنې ته غوږ ونه نیوه.
د حرکت او طالبانو ځانګړي اړیکي
له طالبانو سره د حرکت د فقید مشر تړون په ۱۹۹۰ کلونو کې د دې غورځنګونو ترمنځ د ځانګړیو اړیکو بنسټ جوړوي چې تر اوسه پرځای دی. د حرکت ډېر مشران د طالبانو لوړپوړي رسمي چارواکې ول. دوی د تېرو کلونو له سلا مشورو سره چې څرنګه له طالبانو سره خبرې وشي، ډېر فعال شوي دي. همدارنګه په ۲۰۱۰ کال کې د اوسني حرکت ډېر وتلي مشران د ولسمشر حامد کرزي له خوا د سولې د عالي شورا د غړو په توګه ونومول شول. په دوی کې قلم الدین، هوتک، مجاهد، فوزي او شیرمحمد اخندزاده چې د هلمند پخوانی والي او اوس د مشرانو جرګې غړی دی، ګډون لري.
دې ډلې تر بیا راوتلو وروسته نوي جوړښت کې، بې له دې چې مخامخ یې ووایي ځان د یوه پْله او ښایي “د منځلارو طالبانو د ګوند” په توګه چې ځای یې لاهم تش دی، ښودلی دی چې حکومت او لوېدیځ پلویان یې هیله من دي ښایي د سولې تر کېدو وروسته “پخلا شوي طالبان” هم ورسره ملګري شي. دا مساله له دې امله هم لا ډېر ارزښت مومي چې د طالبانو د مالیې د پخواني وزیر آغاجان معتصم په څېر د خبرو پلوي ناراضي طالبانو له خوا “د منځلارو طالبانو د ګوند” د جوړولو هڅې لا نابریالۍ پاتې دي.
د حرکت ټولو مشرانو په کابل کې د افغانستان له تحلیلګرانو شبکې سره په مرکو کې دا ټینګار کړی چې سوله د دوی د ګوند او هیواد لومړیتوب دی. د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې ته فوزي وویل چې موږ غواړو ټول علما او خلک د سولې د بهیر ترشا ودرېږي. هوتک وویل چې د سولی جدي بهیر باید د ملګرو ملتو، پاکستان او چین په مرسته پیل شي. د حرکت دریځ پاڼه له اسلامې زده کړو او د افغانستان د اساسې قانون له منځپانګې سره سم د یوه افغانې او د افغانانو تر مشرۍ لاندې بهیر یادونه کوي. فوزي وایي دولت باید پر دوی باور وکړي چې له طالبانو سره خبرې وکړي، ځکه چې دوی د نورو سیاسې ځواکونو پرتله طالبانو ته نژدی دي. حرکت له همدې کبله په لوړو حکومتي دندو کې لږ تر لږه د والیانو په کچه د بدلون غوښتونکی دی. هوتک دا سپړي او وایي چې که والیان ځوانان وي نو بیا ورته طالبان غوږ نه نیسي. مجاهد زیاتوي چې بې له سولې او روغې جوړې نورې لارې له ماتې سره مخامخ کیږي.
په زړه پورې ده چې حرکت هم د غني په دې تګلاره نیوکه کوي چې پاکستان دې د طالبانو په خبرو کې ډېره جوته ونډه ولري. شېر محمد اخندزاده چې د مشرتابه غړی او همدارنګه پخواني ولسمشر حامد کرزي ته هم نژدې دی، د اګست په میاشت کې وویل چې خدای دې موږ او طالبانو ته دا وس راکړي چې د پاکستان له شره خلاص شو. د حرکت د علماوو شورا غړي له طالبانو وغوښتل چې “خاین او دوه مخی هېواد” پاکستان نور پریږدي. دغه راز دا هم ردېدلای نه شي چې د حکومت دا پخوانۍ طرحه چې د سولې عالي شورا له سره سمبال او د غړو شمېر یې لږ کړي ښایي د حرکت له پاره یو بل محرک ګرځېدلی وي چې خپل سیاسي ارزښت او اغېز مطرح کړي. که داسې ونه کړي، ښایي ډېرئ غړي یې د هغو کسانو په ډله کې راشي چې د سولې شورا غړیتوب له لاسه ورکوي.
د نوي حرکت مخې ته خنډونه
په کابل کې ټول هم د حرکت په بیا غوړیدا خوشحاله نه دي. د سړکونو پر سر ددې ګوند ځینې تبلیغاتي پوسترونه ویجاړ شوي او د لوګر یوه اوسېدونکي چې ددې ګوند د تاریخي مشر د زوکړې ولایت دی، شک وښود چې حرکت به ګوندې هلته ولسي ملاتړ تر لاسه کړای شي. هغه وویل ددې ګوند مشر نبي محمدي، په پېښور کې د جهاد پرمهال یو ځل په ډاګه کړې وه چې آن که جګړه پای ته هم ورسېږي بېرته خپل ولایت ته نه ستنېږي ځکه چې “هوا یې پرې ښه نه لګېږي”. داسې څرګندونې د افغانستان په څېر هېواد کې د اوږدې مودې له پاره په یادونو کې پاتېدلی شي.
سیاسي ډګر ته د حرکت پر بیا راستنېدو له څو تلویزیوني رپوټونو پرته، دودیزې او ټولنیزې رسنۍ دواړه تر ډېره غلې وې، چې کیدای شې یوه برخه یې د حرکت د مشرتابه د ټولنیزو اړیکو د نه پرا ختیا له کبله وي. حرکت ویاند او چاپې خپرونې نه لري، یوازې د فیسبوک یوه ډیره پڅه پاڼه لري، چې وروستۍ لیکنه یې یوه میاشت زړه ده او همدارنګه ځانګړې ویبپاڼه هم نه لري. د ګوند ویناوې په پراخه توګه نه دي خپرې شوې او کله چې ترې ددې مقالې لیکوال وغوښتلې، نو اړتیا شوه چې په ډېره خوارۍ په سولې شورا کې ددې ګوند د ځینو مشرانو له خوا له کارېدونکو زړو کمپیوټرونو څخه را و ایستل شي. داسې ښکاري چې حرکت او ځوان نسل چې نوي اسلامپالي هم پکې راځې پر جلا تګلورو اوړي. دا هم باید وکتل شې چې لوړه ټکنالوژي تر دودیزې رسنۍ ښه چلیږي او که نه. سربیره پر دې هغه بېلا بیلې ډلې چې له دودیز حرکت نه جلا شوې وې لا تراوسه پورې ځان بېل ساتې. د حرکت ځینو مشرانو د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې ته ویلې ډېره لیرې برېښي چې دوی دی ډیر ژر بیرته له اصلې بهیر سره یوځای شې. د مولوي محمد عثمان سالک زاده په مشرۍ چې د افغانستان د شمال اوسېدونکی دی یو ګوند چې “حزب سعادت ملي و اسلامي افغانستان” نومېږي او نژدې یوه لسیزه کېږي چې رسمي ثبت شوی دی، لږ داسې څه هڅولی شي چې له خپلواکۍ لاس واخلي، سره له دې چې سیاسي ژوند یې تر ډېره د سیاست په څنډو کې تېرېږي.
د افغانستان د خلکو د اسلامي انقلاب حرکت لا نوی ګوند دی چې تر اوسه پوری په رسمې توګه ثبت شوي نه دی او د ملي یووالي حکومت پر سر د حرکت له اصلې بهیر سره سیاسې توپیرونه لري. دا ګوند د ملي یووالي په حکومت باندې ډیرې نیوکې او پر منځمهالې ادارې یې د اوښتلو اړتیا راپورته کوي چې پخواني ولسمشر حامد کرزي ته هم ډېر نژدې دی. ددې ګوند مشر عبدالحکیم منیب د پخوانیو طالبانو لومړنی رسمي چارواکی و چې روغه جوړه یې وکړه او د کرزي د واکمنۍ پر مهال پر (۲۰۰۶-۲۰۰۷) کلونو د ارزګان د والي په توګه پر لوړه حکومتي دنده ګومارل شوی و. همدارنګه د پخواني حرکت (منصور) یوه برخه د خپل وژل شوي اصلي مشر د خپلوانو تر مشرۍ لاندې د طالبانو له غورځنګ او باغیانو سره پاتې شوې ده (د شالید له پاره نور معلومات له دې ځایه) چې لا تر اوسه یې هم د حرکت په اصلي سیمه ییزو اډو، د لوګر او پکتیا په ځینو برخو کې پاموړ پلوي کیږي. هغه څه چې لا پام ځان ته اړوي دادي چې په خادم الفرقان ګوند کې هم د بېلتون نښې برسېريږي. د لسو کلونو په موده کې دې ګوند لومړی د حرکت په چوکاټ او وروسته د طالبانو په لیکو کې په بري سره خپله سیاسي خپلواکي او یووالی وساته. که څه هم عبدالحکیم مجاهد د افغانستان تحلیلګرا نو شبکې ته ویلي چې دغه ګوند نور شتوالی نه لري، خو معنوي مشر یې امین جان مجددي (۵) د پلویانو د بیا ټولولو له پاره د افغانستان د سویل ختیځ د ځینو سیمو په کتنه وتلی و. دی د ۲۰۱۵ کال د نوامبر پر ۱۴ اندړو ته د خپلې مدرسې- نورالمدارس د زده کوونکو په فراغت غونډه کې د ګډون لپاره ورغلی و. دلته ورته په ډېره لوړه کچه ښه راغلاست وویل شو. د سیمې د ملایانو، د مدرسې د اوسنيو زده کوونکو او طالب جنګیالیو په ګډون چې ډېر یې له همدې مدرسې وتلې دي سلګونه کسان پر لیکه ولاړ وو او ده ته یې هرکلی وایه.
مجددي سره له دې چې وویل د “سیاسي موخو” لپاره دلته نه دی راغلی، خو د خادم الفرقان پر شتون او بې پرې والي یې بیاځلي ټینګار وکړ. هغه پر هغو پخوانیو خدام والو چې په کابل کې د حکومت ترڅنګ درېدلي (او دغې سیمې ته یې ورتګ شونی نه دی) په یوه ضمني برید کې وویل: «که ما د کوم چا خوا نیولای، نو اوس به دلته نه وای.» مجددي دغه راز په اندړو او قره باغ ولسوالیو کې د طالبانو تر ولکې لاندې یو شمېر کلیو ته ورغی او په دې ډول یې خپله کتنه له پلان شویو دریو ورځو څخه یوې نیمې اوونۍ ته وغځوله. له ده سره پر خپلو امنیتي ساتونکو سربېره چې په کابل کې یې له خپله مرکزه ورسره بیولي وو، د کلیو ترمنځ د ګرځېدو پر مهال د طالبانو یوې ۱۵- ۲۰ کسیزې ډلې هم چې په درندو وسلو سمبال وه، ملګرتوب کاوه. دا سفر، د طالب جنګیالیو ترمنځ او بهر، نه یوازې دده د شخصي اغېز ښودنه کوي، چې د نوي حرکت مشرتابه او د هغوی ددې ادعا په وړاندې یوه ننګونه هم ده چې ګواکې کولای شي له طالبانو سره د خبرو له پاره د پْله کار ورکړي.
(۱) نور مهم سُني تنظیمونه چې د پېښور د اووګونو په نامه یادیدل دادي: د (حکمتیار) اسلامي حزب، د (خالص) اسلامي حزب، د (ربانې) اسلامي جمعیت، د (مجددي) د ملي نجات جبهه، د (ګیلانې) اسلامي او ملي محاذ او د (سیاف) اسلامې اتحاد. د تېروتنې د مخنیوي له پاره، دلته د حرکت په نامه دوه تنظیمونه ول: یو حرکت انقلاب اسلامې چې د مجاهدینو پخواني سُني ګوند (تنظیم) دی او حرکت اسلامي چې د هغه پرتله کوچنی شیعه تنظیم دی. زه دلته د حرکت نوم د سُني تنظیم لپاره د لنډیز په ډول کاروم.
(۲) په نا رسمې توګه شورا، د حرکت د علماوو یوه څانګه ده. د ګوند مشر قلم الدین وویل هڅه به وکړي چې په پراخ بنسټه توګه یې چې شیعه علماوو ته هم په کې غړیتوب شونی وي، وساتي.
(۳) د نور شالید په موخه د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې لپاره زما د ۲۰۱۰ کال د لیکنې په لاندینۍ برخه کې.
(۴) د افغانستان په پخواني او اوسني سیاسي ډګر کې ډیر منصور نومي ول، لکه د اوسنیو طالبانو د اصلې بهیر مشر ملا اختر محمد منصور، د طالبانو د جلاشوې ډلې قوماندان ملا منصور دادالله چې د رپوټونو له مخې وژل شوی دی او همدارنګه د حرکت وژل شوی مشر نصرالله منصور. دا درې واړه په خپلو کې هېڅ تړاو نه لري. دا کورنی نوم نه دی چې له پلاره زوی ته لېږدول شوی وي. دا تخلص یا مستعار نوم دی چې هر څوک یې خپله د ځان له پاره غوره کوي. منصور د بریالي مانا ښندي نو ځکه ډېر عام دی. له بله پلوه اوس ځینې تخلصونه د لویدیځ والو په بڼه کاروي، لکه د نصرالله منصور د کورنۍ غړي چې له طالبانو سره یې ځان نښلولی دی (په دې تړاو نور په دې لیکنه کې) او د اړیکو د ښودلو لپاره یې د منصور تخلص غوره کړی دی چې پر دوبي په مري (پاکستان) کې عبداللطیف منصور د طالبانو مذاکره کوونکی هم له همدې ډلې څخه دی.
(۵) امین جان مجددي د ۲۰۰۱ کال په وروستیو کې خپل ګوند له مجاهد، فوزي او نورو سره یوځای په پاکستان کې بېرته راجوړ کړ. د اندړو په ولسوالۍ کې چې دده مدرسه په کې ده، دی د حضرت صاحب په نامه پېژندل کیږي. دا لقب همدارنګه د منځمهالي پخواني حکومت د ولسمشر او د افغانستان د مشرانو جرګې د پخواني رئیس صبغت الله مجددي له خوا هم کارول کېږي چې د مجددي کورنۍ په جلا څانګې اړه لري او په دودیزه توګه د نړیوالې نقشبندیه صوفي طریقې د افغانستان د څانګې مشري کوي.
بیاکتنې:
دا مقاله په وروستي ځل تازه شوې وه ۲۵ ثور / غويی ۱۳۹۹