Afghanistan Analysts Network – Dari Pashto

سیاست / چشم انداز سیاسی

د زابل په شاجوی کې خلکو څنګه د سيمه یيزو پوليسو پخوانی قومندان بدل کړ

فضل مظهری 21 دقیقې

په زابل ولایت کې د سيمه یيزو پوليسو قومندان حاجي ګل آغا څه موده مخکې د طالبانو په کمين کې له څلور نورو کسانو سره ووژل شو. د افغانستان له تحلیلګرانو  شبکې څخه فضل مظهری د حاجی ګل آغا د بدلولو او له خلکو سره پر چلند، چې د نورو قوماندانانو له چلند څخه ډېر جلا و، څېړنه کړې. د خلکو له خوا د دې غوره کېدا چې هم ورسره پخوانی قوماندان بدل شی او هم د سيمه ییزو پولیسو ناسم چلند پای ته ورسېږي، یوه په زړه پوري موضوع ده. که څه هم ددې ليکنې موخه د وګړو د هوسایۍ له پاره د حالت په اړولو کې د ولس ونډه وه، خو اوس دا څېړنه د حاجی ګل آغا په مرثیه اوښتې ده.

د حاجي ګل آغا جنازې ته د زابل ولایت له بېلابېلو سيمو شاوخوا ۲۰۰ قومي مشران ورغلي ول. د جنازې د لمانځه له ادا کولو وروسته د حاجي ګل آغا جسد د شاجوی ولسوالۍ د چينو سيمي په هلال چينه کلي کې په خپله پلرنۍ حضیره کې خاورو ته وسپارل شو. د قومي مشرانو تر څنګ دولتي چارواکو هم په دې جنازه کې ګډون کړی و. په دې چارواکو کې د ولسمشر اشرف غني سلاکار داود ګلزار، د اجرايیه ریيس سلاکار داود اساس او همدارنګه په پارلمان کې د زابل ولايت وکيل حميد الله توخی شامل و. حکومت په دې اړه ويلي چې څېړنه یې پېل کړې ده. په ورته وخت کې د شاجوی ولسوال ويلي چې حاجي ګل آغا خپل موټر په خپله چلاوه چې طالبانو پرې برید وکړ. طالبانو د ۱۳۹۵ لمريز کال د وږې د مياشتې په ۲۸ نېټه حاجي ګل آغا ته شاجوی بازار ته څېرمه د کلاخيلو په کلې کې کمين نيولی و، چې په کې حاجي ګل آغا او دوه ملګري یې ځاي پر ځای ووژل شول او دوه نور کسان کلک ټپيان شول چې وروسته هغوی هم په روغتون کې ساه ورکړه. طالبانو د خپلې کړنې په پخلي کې ويلي چې دا بريد دوی تر سره کړی.

د شاجوی ولسوالي

شاجوی يوه اواره او د زابل ولايت مهمه ولسوالي ده. د دې ولسوالۍ شمال ته د غزني ولايت او سويل ته د زابل ولایت مرکز کلات پراته دي. دا ولسوالي د کابل – کندهار پرلويه لاره راځي او له همدې امله یې ونډه د زابل ولايت د نورو ولسواليو لپاره مرکزي بڼه لري. ددې ولسوالۍ زياتره اوسيدونکي بزګران دي. دوی د مڼو، انګورو او زردالو باغونه لري او دغه راز توت هم په کې خورا ډېر کېږي. د شاجوی ولسوالي د طالبانو لپاره هم مهمه ده ځکه، هغوی د همدې ولسوالۍ له لاري هم غزني، پکتيکا او پاکستان ته د تللو لپاره وخت نا وخته کار اخلي.

د امنيت له پلوه ددې ولسوالۍ زياتره کليوالې سيمي د طالبانو تر ولکې لاندې دي، خو د ولسوالۍ بازار او د کابل کندهار د لويې لارې زياتره برخي بيا د دولت تر ولکې لاندې دي. دولتي کسان زيات وخت د طالبانو د ولکي سیمي ته تګ را تګ نه کوي.

دا ولسوالي لوړپوړي طالب چارواکي هم لري، لکه مولوی عبدالجبار. مولوی جبار د طالبانو پخوانی قومندان دی او اوسمهال د پاکستان د بلوچستان ايالت په کوټه ښار کې د طالبانو د مشرتابه شورا مهم غړی دی. اوس هم مولوی جبار د شاجوی د طالبانو مهم قوماندان دی. څرنګه چې هغه په خپله شاجوی ته نه راځي ځکه يي د ځان لپاره دوه مرستيالان ټاکلي دي او په خپله له کوټي څخه امر ورکوي. د مولوی جبار دوه مرستيالان مولوی عبدالله حبیب او ملا عبدالقدوس دي چې په شاجوي ولسوالۍ کې یې د جنګي چارو مسؤليت پر غاړه دی. د شاجوی ولسوالۍ له پاره د طالبانو له خوا ولسوال ملا محمد علی قسمت دی. دا طالب چارواکي ټول په قوم توخي دي.

بل پلو د پارلمان وکيل حميد الله توخی د طالبانو پرضد او په دولتي اړخ کې مهم کس دی. د هغه په اړه په زابل کې دا خبره مشهوره ده چې له امريکايانو سره یې نژدې ملګرتيا درلوده. که څه هم حميداالله توخی د شاجوي ولسوالۍ نه دی، خو له خلکو سره او همدارنګه له سيمه یيزې ادارې سره د هغه اړيکي او ورسره جوخت د پارلمان وکالت چې په کابل کې يې هم له چارواکو سره اړیکي ورپاخه کړي، د سيمي یو مهم کس ترې جوړ کړی دی. په ټوله کې توخی لومړی په خپل قوم او دويم په ځوانانو او هغو خلکو کې نفوذ لري چې زياتره وخت يي په کابل کې کار بند وي او د توخي مرستې ته اړتيا لري او يا هم حکومتي ادارو ته تګ او راتګ لري. په ورته وخت کې د شاجوی ولسوالۍ ډېری طالبان هم په قوم توخي دي او يا زياتره د مدرسو زده کوونکي او د جوماتونو امامان دي. په شاجوی ولسوالۍ کې ستر قومونه توخي او خروټي دي او واړه قومونه تره کي، اندړ، سلېمانخيل او هوتک دي. په زړه پورې دا ده چې زياتره طالبان او په همدې ولسوالۍ کې اربکيان هم په قوم توخي دي (۱).

سيمه یيز پوليس (اربکيان)

د افغانستان په مختلفو ولايتونو او ولسواليو کې سيمه یيز پوليس يا اربکيان فعاليت کوي چې خلک يي د چلند  ډول ډول تجربې لري. په ځينو سيمو کې محلي پوليس د خلکو حفاظت کوي چې د امن لامل ګرځي خو په نورو سيمو کې بيا د داړه مارانو رول لري چې حتی خلک بيا خپل ځان هم نه شي ور څخه ساتلای او يا داسې قوماندانان چې په دوی باندې ظلمونه کوي نه شي بدلولای. د شاجوي ولسوالي په چينو سيمه کې خلکو دواړه ډول محلي پوليس يا اربکيان ليدلي او د دواړو د چلند تجربه لري.

د شاجوی ولسوالي په چينو سيمه کې چې د هولان رباط په نامه هم ياديږي سيمه یيز پوليس په ۱۳۸۹ لمریز کال کې رامنځ ته شول. چینې د شاوخوا ۵۰۰ کلیو په درلودلو سره ډېره پراخه سيمه ده چې په کې تر ۳۰۰۰ ډيرې کورنۍ استوګنې دي. په دې سيمه کې د سيمه یيزو پوليسو لومړنی قوماندان محمد الله و. محمد الله د پخواني ولسمشر حامد کرزي د حکومت په لومړيو کې ملي پوليسو ته ورګډ شو. مخکې له دې چې محمد الله د شاجوی په چينو سيمه کې د سیمه یيزو پولیسو قوماندان شي، د زابل ولايت د سيوري ولسوالۍ امنيه قوماندان و. محمد الله او د هغه کورنۍ له روسانو سره جهاد کې دومره فعال ګډون نه دی کړی او همدا وجه ده چې محمد الله په کوم ګوند پوري نه دی تړلی. په اصل کې محمد الله د همدې چينو سيمي اوسيدونکی دی، خو د ژوندانه ډېره برخه يي د زابل ولايت په کلات ښار کې تېره کړي.

د سيمه یيزو پوليس د قوماندان په توګه د محمد الله د ټاکل کېدو عمده لامل دا و چې په ځانګړي ډول یې له امريکايي سرتيرو او جوخت له ځينو دولتي چارواکو سره نژدې اړيکي لرلي. د شاجوی د ولسوال له خولې، کله چې د شاجوی ولسوالۍ په چينو سيمه کې سيمه یيز پوليس رامنځ ته کېدل، په هغه وخت کې امريکایيانو د زابل ولايت امنيه قومندانۍ ته محمد الله وړانديز کړ چې په همدې سيمه کې د سيمه یيزو پولیسو قوماندان و ټاکل شي. د محمد الله ټاکنه د هغو مقررو سره په ټکر کې وه چې د سيمه یيزو پوليسو د رامنځ ته کولو او د هغوی د قوماندان د ګومارنې  له پاره غوره شوي وې. د بشري حقونو د څار ادارې د راپور په اساس (دلته يي ولولئ) د افغانستان کورنیو چارو وزارت او امريکايي سرتيري دې له يوې فعالې سيمه یيزې شورا سره د سیمه یيزو پوليسو ګومارل او رامنځ ته کول شريکوي. په همدې راپور کې يوه امريکايي چارواکي  ويلي دي چې له شورا سره مشوره کول مهم دي، ځکه شورا دا ثابتولای شي چې دا سيمه یيز پوليس چې دلته رامنځ ته کېږي پخوانۍ ستونزې نه لري او له سيمي سره بلد او له خلکو سره يي تړاو لري. دې چارواکي په دې راپور کې وړاندي ويلي دي: «د ورته پروګرامونو د رامنځ ته کولو لپاره زياتې هلي ځلې شوې دي». «مهمه خبره دا ده چې فعاله شورا شتون ولري، او کله چې شورا وپېژندل شوه بيا موږ د سيمه یيزو پولیسو پروسه پيلوو».

کله چې د چينو په سيمه کې سيمه یيز پوليس رامنځ ته کيدل نو هغه مهال د امريکا ځانګړو ځواکونو خلکو ته ډاډ ورکړی و چې سيمه یيز پوليس به خلکو ته ځواب ويونکي وي او دا کار به د هغه وخت د ولسوالۍ د امنيه قوماندان له لارې تر سره کوي او د سيمي خلک د هرې ستونزې په تړاو شکايت کولای شي (د ولايتي بيا رغونې ډلې راپور دلته ولولئ). د همدې ولايتي بيا رغونې ډلي د هغه وخت قوماندان انډي وريس ويلي ول چې «د دې پروګرام قوت په دې کې دی چې له سیمي سره د پېژندګلوۍ له مخې جوړيږي، د سيمي د مشرانو او د سيمي د شورا له خوا يي هرکلی کېږي، د کورنيو چارو وزارت له خوا سم سمباليږي او روزل کيږي او د ولسوالۍ د قوماندان له خوا ورته لارښوونه کيږي». خو په حقیقت کې دې پروسې کار ور نه کړ.

د سيمي خلکو او د شاجوی ولسوالۍ ولسوال د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې ته وويل چې دا پروسه د همدې قوانينو تر چتر لاندي نه ده ترسره شوي. قوماندان محمد الله يوازې د امريکایانو له خوا د سيمي خلکو ته ور معرفي شوی. په دې سيمه کې له هيڅ شورا سره مشوره نه ده شوې، او هيچا د سيمه یيزو پولیسو کسان نه دي ټاکلي. همدې ته ورته له قوانينو څخه سرغړونه په نورو سيمو کې هم شوې چې ورته پايلي يي لرلې دي. د امريکا د سولې انسټيټيوټ تفصيلي راپور (دلته لوستلای شئ).

د سياسي ملاتړ اهميت

کله چې محمد الله په ملي پولیسو کې و له امريکايي سرتيرو سره یې اړیکي وساتل او له هماغه مهاله ټینګ پاته شول. دا اړيکي لومړی هغه وخت پيل شوي چې دی په شاجوی کې له ملي پولیسو سره و او وروسته کله چې دی د سيوري ولسوالۍ قوماندان شو. دا چې په سيوري کې امريکایانو له ده سره نژدې کار کړی ځکه خو يي اړيکي نور هم پیاوړي شوي دي. امريکايي سرتېرو فکر کاوه څرنګه چې محمد الله په اصل کې د چينو د سيمي اوسيدونکی دی کېدای شي د سيمه یيزو پولیسو د قوماندانۍ له پاره وړ کس وي. که څه هم دا وېره وه چې محمد الله به په سيمه کې د خلکو له پاره ستونزې جوړې کړي.

کله چې  محمد الله په سيوري ولسوالۍ کې امنيه قومندان و هغه څلور کسان د امريکایانو په مرسته د طالبانو په تور وژلي ول. دا کيسه د چينو د سيمي خلکو له هغه وروسته اوريدلې چې کله محمد الله په همدې سيمه کې د سيمه یيزو پوليسو قوماندان و ټاکل شو. د همدې سیمي د يوه اوسيدونکي په خبره محمد الله ددې کيسې په شريکولو سره خلکو ته خپلې باټې هم وهلي دي چې څنګه يي بيا د هغو څلورو کسانو جسدونه  څاه ته وغورځول. همدارنګه محمد الله په همدې ولسوالۍ کې د ملي پولیسو يو کس هم وژلی. د شاجوی ولسوال حاجي وزير خان له خولې، دغه کس غوښتل بلې ولسوالۍ ته تبديلي واخلي خو محمد الله ورسره نه منله، ځکه خو د دوی تر منځ لانجه رامنځ ته شوه. له لانجې وروسته محمد الله همدا کس په سر وهلی چې له وجې يي دا پولیس زخمي شوی او پنځه ورځې وروسته يي بيا په روغتون کې ساه ورکړې.

د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې ته مختلفو سرچينو ويلي دي چې په کابل کې له زابل ولايت نه د ولسي جرګې غړي حميد الله توخي هم د محمد الله په ګومارنه کې لویه ونډه درلودلې ده. دا چې توخی د امريکايي سرتېرو نژدې ملګری و، ځکه خو د هغه ملاتړ د سيمه یيزو پولیسو د قوماندان په توګه د محمد الله لپاره مهم و. په چينو سيمه کې سرچينو ويلي چې حميد الله توخي په ۱۳۸۹ کال کې د محمد الله په ګومارنه کې لاس کړی و. دې سرچينو ويلي چې ددې مرستې تر شا راز دا و چې توخي هغه مهال غوښتل په پارلماني ټاکنو کې زيات شمېر رايي تر لاسه کړي. که څه هم په ټاکنو کې یې ډېرې رایې خپلې کړې خو بيا د ټاکنیزو شکايتونو کميسيون نابریالی را ویوست، که څه هم بېرته په همدې کال کې د سترې محکمې له خوا د پارلمان غړی و ټاکل شو (تفصل دلته ولولئ). د ۱۳۹۲ کال په اوړي کې غلام سخي روغ ليونی د زابل د امنيه قومندان په توګه و ټاکل شو. له ټاکل کېدو سره سم یې محمد الله ځان ته ډېر ورنژدې کړ. د سيمي د خلکو په وينا دا اړيکي د روغ ليوني لپاره هم ډېر ګټور وو ځکه هغه د همدې اړیکو له برکته زياتې پيسې تر لاسه کولې.

د بېلګې په توګه د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې ته د سيمي يوې سرچيني د يوې پوستې په اړه ويلي دي چې محمد الله د کابل – کندهار پر لويه لاره جوړه کړې وه چې سيمه یيزو پولیسو به له بار وړنکو موټرو څخه پيسې اخيستې او همدارنګه به يي له نا محصول شويو موټرو څخه هم خپله ونډه ترلاسه کوله. يوې بلې سرچيني ويلي دي چې روغ ليوني به په مياشت کې اووه زره ډالر له همدې لارې تر لاسه کول خو بلې بيا ويلي دي چې دوه لکه کلدارې ګوتو ته ورتللې. له چارواکو سره د همدې اړيکو له برکته محمد الله په دې سيمه کې زورور کس و او له دندې یې لري کول اسان کار نه برېښېده.

د محمد الله د قوماندانۍ پر مهال له خلکو سره د اربکيانو چلند

محمد الله ادعا لرله چې د اسنادو له مخې دی ۱۸۰ کسان تر لاس لاندي لري چې د همدې کسانو لپاره يي تنخواوې، اعاشه او اباته هم له حکومت څخه تر لاسه کول. خو کله چې د ۱۳۹۱ کال په شاوخوا کې د شاجوی لپاره نوی امنيه قوماندان وټاکل شو هغه محمد الله ته وویل چې ټول کسان حاضر کړي څو حساب ور سره وکړي، خو محمد الله يوازي ۸۰ کسان حاضر کړای شول. کله چې محمد الله پوه شو چې دا نوی امنيه قوماندان کيدای شي نور معلومات هم ور څخه وغواړي او ښایي نورې ستونزې هم ورته جوړې کړي، نو ده له ولایتي امنيه قوماندان او نورو چارواکو څخه د نوي قوماندان د لرې کولو غوښتنه وکړه. هغه امريکایانو ته وويل چې یا به دا نوی قوماندان دلته پاتېږي او يا محمد الله. همدارنګه يي امريکایيانو ته وويل چې که دا نوی قوماندان په شاجوی کې پاته شي نو دی به له امريکايانو سره هېڅ ډول همکاري ونه کړي. له همدې وجې د شاجوی نوی قوماندان په اتلس ۱۸ ورځو کې بدل شو.

د محمد الله په اړه له خلکو سره د ناسم چلند په تړاو هم راپورونه ول. کله چې به د محمد الله کسانو د طالبانو سره د اړيکو په تور څوک ونيول نو اول به يي ووهل بيا به يي د نيول شوي کس له خپلوانو څخه دوه لکه  کلدارې غوښتې چې خوشې یې کړي. د بېلګې په ډول د ۱۳۹۲ کال په دوبي کې د محمد الله کسانو درې وګړي (د سرور کلا د عبدالرحيم زوی نورالله، د احمق کلی د پیر محمد زوی او د اخندزاده خيلو د کلی عزت الله) ونيول. کله چې ددې کسانو خپلوانو له محمد الله څخه ددوی د پرېښودو په اړه و پوښتل، نو محمد الله ورته ويلي ول چې دی غواړي دا کسان  کلات ته د محاکمې لپاره واستوي. خو دوی هيڅکله هم کلات ته وانه ستول شول بلکې درې واړه يي ووژل. د سيمي د خلکو په وينا د محمد الله کسانو اول دا درې کسان سخت وهلي او بيا يي په همدې ورځ وژلي دي.

د محمد الله چلند د هغه تر لاس لاندي کسانو له پاره يوه بيلګه و ګرځېده. د محمد الله کسانو په خپل سر خلک وهل او پيسې يي ترې شکولې. د بېلګې په توګه: په همدې سيمه کې سیمه ییزو پولیسو له خلکو په زور پيسې اخيستې، نجوني يي تښتولې او خلک يي وژلي دي. د بېلګې په ډول په ۱۳۹۱ کال کې اربکيانو دوه نجونې وتښتولې چې يوه د کوز جعفر کلي وه او بله يي د شاجوی ولسوالۍ په بازار کې د يوه قصاب لور وه. په ۱۳۹۲ کال کې يوه سيمه یيز پولیس له بازرګان کلي څخه هغه نجلۍ چې ده ته کوژده شوي وه وتښتوله. خو دې اربکي د ولور پيسي او د واده مصارف ور نه کړل بلکې د محمد الله په مرسته يي د نجلۍ پلار او خپلوان اړ کړل چې نه د ولور غوښتنه وکړي او نه هم د واده د مراسمو څه ووايي. يوه بل اربکي بيا له تاوس خيلو څخه يوه نجلۍ وتښتوله چې دا نجلۍ په ساوت خيلو کې چا ته کوژده وه. کله چې ددې نجلۍ کورنۍ او خپلوانو محمد الله ته شکايت وکړ، هغه دا خلک په زور اړ ایستل چې پنځه ويشت زره  کلدارې ومني او د واده يا نور څه غوښتنه ونه کړي. د سيمي د خلکو په وينا محمد الله په خپله هم له خوازک کلي څخه يوه نجلۍ له ځان سره بیولې وه او وروسته يي واده ور سره وکړ.

د سيمه یيزو پولیسو چلند يوازې په تښتونو نه رالنډېده، بلکې دوی خلک په زور اړ کول چې سيمه یيزو پوليسو ته ډوډۍ ورکړي، په کال کې دوه ځلې د کور پر سر يوه اندازه پيسې ورکړي، چې دې خلکو ته ويل شوي ول چې دوی په دې پيسو لرګي اخلي، او همداسې نور. په ورته وخت کې، دوی خلک اړ ایستل چې هر کس د خپل وره پر سر يو برېښنایي څراغ ولګوي که چا ونه لګاوه نو دوه نيم زره کلداري جريمه کيږي او که چا لانجه کوله دا پيسې دوه برابره کيږي. همدارنګه د سیمه یيزو سرچينو په وينا چې تېر کال په پسرلي کې سيمه یيزو پولیسو په سه بندي سيمه کې له يوه کوچي څخه پسه غوښتی و خو کله چې کوچي وویل چې دی غواړي له محمد الله سره وويني سيمه یيزو پولیسو پرې نه ښود او هلته يي واژه. تر وژلو وروسته يي د کوچي درې پسونه له ځانه سره يووړل او بيا يي هوايي ډزې وکړې څو خلکو ته وښيي چې دا کوچی له طالبانو سره په نښته کې وژل شوی.

کله چې محمد الله په دې سيمه کې د سيمه یيزو پولیسو قوماندان و نو امنيتي وضعيت ډېر خراب و. طالبانو د سيمه یيزو پولیسو په ډېرو پوستو بريدونه کول او په پايله کې يي زيات شمېر سيمه یيز پولیس وژل کېدل. د شاجوی د ولسوال په وينا په هغو وختونو کې طالبانو زياتره وخت په مانده، سه بندي، سيدانو او ليلزو کليو کې بريدونه کول. د چينو سيمي خراب امنيت د شاجوی ولسوالۍ پر بازار هم بد اغېز کړی و، ځکه طالبانو به وخت نا وخت په پولیسو حملې کولې.

د دې وضعيت په اړه سرچينو بېلابېل دلايل وړاندي کړي. په لومړي قدم کې د سيمه یيزو پولیسو ناسم چلند ددې لامل شوی چې وضعيت نارامه شي. د بېلګې په ډول کله چې اربکيانو له خلکو په زور پيسې غوښتې نو دې کار خلک خواشیني کړل او د دوی بې احترامي وشوه چې په پايله کې يي ځينو خلکو له طالبانو سره همکاري پيل کړه او ځيني بيا مخامخ د طالبانو لیکو ته ورغلل.

نورو سرچينو بيا ويلي دي چې محمد الله په خپله نه غوښتل دلته وضعيت ښه شي، ځکه چې څومره وضعيت خراب و هغومره په کې د محمد الله  ګټه وه. د بېلګې په ډول سرچينو ويلي دي چې که چېرته به طالبانو پر کومه پوسته بريد وکړ او په هغه کې به سيمه یيزو پولیسو ۱۰۰ ګولۍ وویشتلې نو محمد الله به د ۵۰۰ ګولیو راپور ورکاوه. همدارنګه کله چې به طالبانو په پوستو بريدونه وکړل نو محمد الله به تش دوه يا درې کسان ور واستول او دا په دې مانا چې هغه د وضعيت د ښه کيدو لپاره جدي نه و.

د سيمي د خلکو شکايتونه

که څه هم د سيمه یيزو پولیسو نا سم چلند د سيمي خلک وخوځول چې غبرګون وښیي، خو د دوی لومړنيو هلو ځلو پايله نه درلوده. د سيمه یيزو سرچينو په خبره دې خلکو په لومړي سر کې په پټه دا شکايتونه د ولايت چارواکو ته کړي ول، ځکه دوی د سيمه یيزو پولیسو د ناسم چلند د شکايت په پايله کې د بدو عواقبو ويره درلوده. کله چې له کابل څخه يو پلاوی د زابل د عمومي وضعيت د ليدلو له پاره دې ولايت ته ورغی، هغه مهال هم دې خلکو خپل شکايت له ورغلي پلاوي سره شريک کړ. د دې پلاوي په اړه (دلته لوستلای شئ). په دې پلاوی کې د زابل ولايت وکيل عبدالقادر کلاتوال، د ولسمشر د شکايتونو د دفتر رییس اسدالله وفا، د ملي امنیت ریاست او دفاع وزارت استازي، د ولسمشرۍ ماڼۍ استازي او د زابل ولايت د ولايتي شورا ریيس عطا جان حق بيان ګډون کړی و. د کلاتوال په وينا: «د سيمه ییزو خلکو اصلي شکايت دا و چې اربکيانو په دې سيمه کې پېغلې نجونې او ښځي تښتولې او بيا يي په زور واده کړې دي. دوی دا شکايت هم کړی و چې اربکيان یې اړباسي چې پیسي او ډوډۍ ور کړي».

د ولسمشر د شکايتونو د دفتر ريیس اسدالله وفا چې د دې پلاوي مشري يي کوله هم دا ومنله چې دوی ته د سيمه ییزو پولیسو د چلند په تړاو شکايت شوی و، خو دا چې ډېر وخت ورباندي تېر شوی نو ځکه یې څه شی په ياد نه و او همدارنګه هغه وويل چې دوی بيا د دې شکايتونو په اورېدلو يا نه اوريدلو پسې نه دي ګرځېدلي. د هغه په خبره، دې پلاوي خپل راپور جوړ کړ او د ولسمشر ماڼۍ ته يي وړاندي کړ خو نور يي نه دی تعقیب کړی چې څه وشول.

د سيمي د خلکو په وينا له دې شکايتونو سره سره بيا هم هيڅ بدلون رامنځ ته نه شو، ځکه چې محمد الله د ولايتي چارواکو، لکه د هغه وخت امنيه قوماندان غلام سخي روغ ليوني، حميد الله توخي او د هغه وخت والي محمد اشرف ناصري ملاتړ ورسره درلود. خو د زابل ولايت د ولايتي شورا ریيس عطا جان حق بيان بيا وايي چې حکومت په هغه وخت کې ځکه اقدام ونه کړ چې د محمد الله لپاره مناسب ځای ناستی نه ليدل کيده، نو وېره دا وه چې ښایي دا سيمه د طالبانو لاس ته و لويږي.

د نوي قوماندان په ټاکلو کې د خلکو ونډه

دا چې محمد الله د سيمه ییزو چارواکو قوي ملاتړ درلود، له همدې امله یې لري کول اسان کار نه و. خو د وخت په تېرېدو سره د محمد الله ملاتړ کم شو. په لومړي ګام کې امريکايي ځانګړي ځواکونه له دې سيمې څخه په ۱۳۹۳ کال کې ولاړل. په ورته وخت کې له حميد الله توخي سره د محمد الله اړيکي هم کمزوري شوي ځکه چې په نژدې راتلونکې کې ټاکنې نه وي نو ځکه د محمد الله شتون د توخي لپاره ډېر ګټور نه پرېواته او حمیدالله هم اړیکي ورسره ساړه کړل. همدارنګه د محمد الله بل مهم ملاتړی غلام سخي روغ ليونی هم د زابل له امنیه قوماندانۍ څخه لرې او په روزګان کې امنيه قوماندان و ټاکل شو.

زابل ولایت ته میرویس نورزی د نوي امنيه قوماندان په توګه وګومارل شو. نورزی د فراه ولايت اوسيدونکی دی او مخکې یې په کندهار ولايت کې له سرحدي پوليسو سره کار کړی او تر زابل وړاندې د دوه مياشتو لپاره د فراه ولايت امنيه قوماندان و. کله چې نورزی امنيه قوماندانۍ ته ورغی د ولايتي شورا کسان یې شاجوی ولسوالۍ ته واستول چې د سيمي حالات په ځیر وګوري. د همدې ولايتي شورا د غړو له ستنيدو سره سم، ميرويس نورزي محمد الله له دې دندې څخه ګوښه کړ او پر ځای يي د شاجوی ولسوالۍ لپاره امنيه قوماندان وټاکل. د قوماندان په توګه د محمد الله ټاکلو هم ښه پايله نه درلوده ځکه په هغه صورت کې محمد الله د سيمه ییزو پوليسو مسؤليت هم په غاړه درلود او هم يي له خلکو سره خپل پخواني چلند ته دوام ورکړ. د بېلګې په ډول د ۱۳۹۳ پر شاوخوا يوه پيښه کې ملي اردو د طالبانو يو مهم کس وژلی و، د شاجوی بازار ګڼ هټیوال د همدې سړي جنازې ته ورغلي ول. کله چې محمد الله خبر شو نو ډير شمېر هټیوال يي بنديان کړل، له دې ډلې یې ځيني کلات ته واستول او ځيني يي د دېرش زرو کلدارو په بدل کې پرېښودل.

په دې وخت کې د چينو د سيمي خلکو هم دا مناسب وخت و باله چې د بازار له خلکو سره يوځای کلات ته ولاړ شي او د سيمه ییزو پولیسو پر چلند ګډ شکايت وکړي. په دې ځل دوی له هټیوالو سره يوځای له شاجوی څخه د محمد الله لرې کول وغوښتل. د ولايتي شورا د ریيس په وينا «موږ د زابل امنيه قوماندان ته وويل چې محمد الله د شاجوی وضعيت نه شي ښه کولای په همدې خاطر به دا ښه خبره وي چې شاجوی ته بل قوماندان راشي او محمد الله له شاجوی څخه لرې شي». په پايله کې د زابل امنيه قوماندان او د ولايتي شورا غړو پر دې کلک غور وکړ چې يو وړ کس پيدا کړي.

د نوي قوماندان ټاکنه

په کلات کې چارواکو د ولايتي شورا له غړو، د شاجوی ولسوالۍ او همدارنګه د چينو سيمي له قومي مشرانو سره په دې تړاو مشورې وکړې. د ولايتي شورا د ریيس په وينا دوی پرېکړه وکړه چې په سيمه کې داسې يو کس پيدا کړي چې ټول ژوند يي همدلته اړولی وي او له سيمي سره ښه بلد وي. خو د محمد الله لپاره د وړ ځایناستي موندل آسان کار نه و. ددغې سيمي یوه وګړي هم نه غوښتل چې دې مسؤليت ته اوږه ورکړي او ګرانه وه چې داسې کس وموندل شي چې د سيمي ګڼ خلک یې تر شا ولاړ وي. بالاخره د کلات چارواکو د ولايتي شورا له غړو او د سيمي له خلکو سره تر مشورې وروسته د ولايتي شورا د غړو په مرسته حاجي ګل آغا د سيمه ییزو پولیسو د قوماندان په توګه غوره کړ. ګل آغا چې شاخوا ۵۰ کلن و د همدې سيمي يو مشر کس ګڼل کېده او همدلته ورته د قومي مشر په سترګه کتل کېدل.

حاجي ګل آغا په هلال چينه کلي کې زيږيدلی او په همدې سيمه کې ستر شوی و. دی او وروڼه يي تل په خپلو ځمکو کې بوخت ول او دوی په دې سيمه کې خپل بڼونه او ډېره ځمکه لري. که څه هم حاجي ګل آغا له کوم ګوند سره تړاو نه درلود خو په خپله سيمه کې يي له خلکو سره ښه اړيکي ساتل، په ځانګړي ډول له قومي مشرانو سره د هغه اړيکي د پام وړ وو. حاجي ګل آغا هم د محمد الله په څېر بې سواده و، خو ښېګڼه یې دا وه چې ټول عمر يي په همدې  سيمه کې ژوند کړی و. ګل آغا د سيمي د خلکو د ستونزو په غوڅولو کې ډېر ښکېل و او خورا ونډه یې په کې درلوده. دا کارونه حاجی ګل آغا مخکې تر دې چې دې سيمي ته سيمه یيز پوليس ور معرفي شي تر سره کړي ول. کله چې به د سيمي خلکو د سيمه ییزو پولیسو د چلند په تړاو چارواکو ته شکايت کاوه هم دی به ور سره مل و. د سيمي د يوه اوسيدونکي په وينا حاجي ګل آغا «د ستونزو هواروونکی کس و. هغه به د سيمي د خلکو ستونزي له قومي مشرانو سره په مشوره او مرسته غوڅولې».

په لومړيو کې حاجي ګل آغا نه غوښتل چې د سيمه ییزو پولیسو قوماندان شي، ځکه هغه ستونزې یې چې ورپېښېدلای شوې وار له مخه سنجولې وي. په ورته وخت کې ګل آغا په دې نه و باوري چې ايا خلک به يي ملاتړ وکړي او که يه. ده هغو کسانو ته چې ددې دندې منل یې ترې غوښتل ويلي و چې ډاډه نه دی خلک به يي ملاتړ وکړي چې هم وضعيت کابو کړي او هم د سيمه ییزو پولیسو په چلند کې بدلون راولي. په دې تړاو د سيمي له خلکو سره د ولايتي شورا کسانو درې ځله ناستې وکړې چې حاجي ګل آغا وهڅوي چې دا دنده ومني.

په ۱۳۹۴ کال کې بالاخره حاجي ګل آغا ومنله چې دې مسؤليت ته اوږه ورکړي، خو خپل شرطونه يي لرل. يو شرط يي دا و چې د سيمي خلک به يي ملاتړ کوي. هغه له خلکو وغوښتل چې ځوانان وهڅوي چې د سيمه ییزو پولیسو لیکو ته ورشي او له سيمه ییزو مشرانو څخه يي وغوښتل چې له ده سره مرسته وکړي او د دولت ضد مخالفينو د کارونو په اړه له ده سره معلومات شريک کړي. کله چې دې ناستو ګډونوالو دا شرطونه و منل، بيا ګل آغا د زابل ولايت امنیه قوماندانۍ ته ورمعرفي شو. امنيه قومندان د هغه مشرتوب ومانه او هغه ته يي د کار کولو لپاره رسمي مکتوب ورکړ. د امنيه قوماندان او والي په تصديق سره ګل آغا په رسمي ډول د سيمه ییزو پولیسو قوماندان وټاکل شو.

د سيمي د خلکو په وينا حاجي ګل آغا دا مسؤليت د دې لپاره نه و منلی چې پيسې پيدا کړي، ځکه هغه مخکې له دې دندې هم شتمن سړی و. خو دا دنده یې د سيمي د خلکو د ټينګار په درناوي ومنله. د سيمي خلکو دا هم ويلي دي چې حاجي ګل آغا د جنګ سړی ځکه نه و چې عمر یې پوخ و او د محمد الله په پرتله یې جسمي وړتیا لږه وه نو ځکه يي د خپل ځان لپاره بخت محمد د مرستیال په توګه غوره کړ. بخت محمد تر دې مخکې هم له محمد الله سره دنده تر سره کړې وه او د هغه په اړه مخکي هم د ناسمو کړنو شکايت نه و. بخت محمد هم د چينو د سيمي اوسيدونکی دی او د ګل آغا لرې خپلوان کيږي. همدارنګه حاجي ګل آغا د سيمه ییزو پوليسو پرځای ډېر د یوه قومي مشر رول لوباوه چې بېلابېل مسايل له قومي مشرانو سره شريک کړي او ستونزو ته حل ومومي.

 د سيمه ییزو پولیسو اصلاحات

کله چې حاجي ګل آغا د سيمه ییزو پولیسو مسؤليت په غاړه واخيست د سيمي خلکو نه يوازې د هغه ملاتړ وکړ بلکې دوی پر څو مقررو هم هوکړه وکړه. د بېلګې په ډول، که له دې وروسته په دې سيمه کې څوک کومه نجلۍ وتښتوي، دوی له ګل آغا سره هوکړه وکړه چې هغه به د قومي مشرانو په مرسته نيول کيږي او اړ ایستل کېږي به چې شل لکه  کلدارې د نجلۍ کورنۍ ته ورکړي او بخښنه هم ور څخه وغواړي.

د ولايتي شورا د ریيس په وينا له کله چې حاجي ګل آغا د همدې سيمې د سيمه ییزو پولیسو قوماندان ټاکل شوی و، په سيمه کې امنيتي وضعيت خورا په ښه کېدو شو. وجه يي د سيمي د خلکو همکاري او د معلوماتو شريکول په ګوته شوې ده. د ولايتي شورا ریيس همدارنګه وويل له کله نه چې حاجي ګل آغا ټاکل شوی، د هغه د وژلو تر ورځې د سيمه ییزو پولیسو د ناسم چلند په اړه هيڅ راپور ورکړ شوی نه دی. کله چې له کلاتوال څخه  وپوښتل شول نو هغه وويل چې «کله خلک ما ته د شکايت له پاره زنګ ونه وهي مانا دا چې خلک خوشاله دي». په کلات ښار کې له يوه سپين ږيري سړي څخه پوښتنه وشوه چې په چينو کې وضعيت څنګه و د هغه ځواب دا و «دومره امنيت و لکه د ظاهر شاه په وخت کې». که له مبالغې تېر شو نو ويلای شو چې د سيمي د خلکو له خوا تر دغه مهاله د خواشینۍ کومه خبره نه وه شوې.

د همدې ښه وضعيت تر شا لامل  دا و چې کله حاجي ګل آغا د سيمه ییزو پولیسو قوماندان و ټاکل شو نو ده هغه کسان چې پخوا يي خلک ځورولي ول په ګوته کړل او هغه يي يا لرې کړل او يا يي له پوستو څخه بدل کړل. مختلفو پوستو ته یې نوي کسان وګومارل. د بېلګې په ډول، خنجری یې له سرور کلا څخه لري کړ او د هغه پر سر يي بل کس مقرر کړ چې ده ورباندې باور درلود او دا کس بابو نومېده، نو ځکه خو خنجري له چا څخه د پيسو غوښتنه نه شوه کولای. په بل ځای کې حاجي ګل آغا درې سيمه یيز پولیس بې وسلې کړل او له دندو یې وشړل. دې کسانو چې د حاجي صاحب د کلا په پوسته کې ګومارل شوي ول، له خلکو پيسي شکولې. حاجي ګل آغا د هغوکارونو مخه هم ونيوله چې سيمه ییزو پولیسو به له خلکو پيسې اخيستې يا به يي خلک اړ ایستل چې د دروازو پرسر  څراغ ولګوي.

داسې ښکاري چې د حاجي ګل آغا بدلونو او د سيمه ییزو پولیسو د چلند سمون خلک دې ته هڅولي وي چې له سيمه ییزو پولیسو يا اربکيانو سره همکار و اوسي. د شاجوی ولسوالۍ په نورو سيمو کې خلکو د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې ته ويلي دي چې کله دوی دغې سيمي ته د ګل آغا په وخت کې تلل نو د هيڅ ډول ستونزو وېره ور سره نه وه. د غزني ولايت د جنډې سيمي يوه اوسيدونکي د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې ليکوال ته په تېر کوچني اختر کې ويلي دي چې د چينو سيمي خلک د سيمه ییزو پولیسو له چلند او له نوي قوماندان څخه خوښ ول.

د شاجوی ولسوال ويلي چې د حاجي ګل آغا له راتګ سره د طالبانو د بريدونو او د سيمه ییزو پولیسو د تلفاتو اندازه هم پاموړ ولوېده. د حاجي ګل آغا تر مرګ مخکې هغه ويلي ول، چې په دې سيمه کې ډيرې کمې امنيتي پيښې رامنځ ته شوي وي.

پای

د سيمه ییزو پولیسو د ناسم چلند په تړاو د افغانستان په ګڼو سيمو کې ډېر راپورونه ليکل شوي دي. دا چې ولي داسې پيښې رامنځ ته کيږي نظرونه یې په اړه ګڼ دي. لکه د زابل په شاجوی ولسوالۍ کې د سيمه ییزو شورا ګانو هيرول او د سيمي له مشرانو سره مشوره نه کول، دا ځيني وخت د ستونزو لامل ګرځيدلي. له سيمه ییزو چارواکو سره د سيمه ییزو پولیسو اړيکي کيدای شي هغه سيمه ییز پولیس لا زړور کړي چې خپل توان په غلط ډول د خپلو ګټو لپاره وکاروي او خپل ځان خوندي وګڼي. د سیمه ییزو پولیسو نا سم چلند ډېر ځله د ویجاړ وضعيت لامل ګرځي چې له دې فرصت څخه په استفاده، د دولت مخالفين کولای شي د سيمي خلکو ته لاسرسی ومومي او پر دولتي ودانيو او تاسیساتو بريدونه وکړي او دولتي کسانو ته درانده تلفات واړوي. دداسي سيمه ییزو پولیسو شتون کولای شي له دولت څخه د خلکو په ملاتړ باندې ډېر منفي اغېز ولري.

د شاجوی ولسوالۍ د چينو سيمي خلک د يو څه وخت لپاره بختور ول. له ځينو لاملونو سره سره ، لکه په ځانګړي ډول  له ځایي او مرکزي چارواکو سره د سيمه ییزو پولیسو اړيکي، بيا هم ددې خلکو د بدلون غوښتنې ومنل شوي او پلې شوې. په نورو سيمو کې کيدای شي دې ته ورته کار کول ګران وي، ځکه زيات شمېر د سيمه ییزو پولیسو قوماندانان دننه په حکومت کې له لوړ پوړو چارواکو سره ښه اړيکي لري. همدارنګه د شاجوی د چينو سيمي کيسه دا بيانوي چې په سيمه کې يو پيژندل شوی کس او قوماندان، چې هم د سيمي د خلکو ملاتړ لري او هم ستونزي له دوی سره په ګډه حل کوي، څومره مثبت اغېز درلودلی شي.

موږ نه پوهيږو چې په اوږد مهاله کې به، پر سيمه ییزو پولیسو له فشارونو سره سره، حاجي ګل آغا څه ډول خپل کار ته ادامه ورکړې وای. د سيمي د يوه قومي مشر په وينا د «هغه قتل پر ټولنه منفی اغېز لري» او «خلک نهیلي شوي دي. له دوی سره دا وېره ده چې د حاجي ګل آغا ځایناستی به څوک وي. اندېښنه داده چې که هر څوک نوی راځي دا به ګرانه وي چې وضعيت همدومره سوله یيز وساتي لکه حاجي ګل آغا».

د شاجوی د ولسوال په وينا په اوسني وخت کې د حاجي ګل آغا پر ځای د هغه مرستيال بخت محمد کارونه چلوي او په سيمه کې به د سيمه ییزو پولیسو په توګه کار کوي. د نوی قوماندان د ټاکلو په اړه به پريکړه وروسته وشي او دا پريکړه به د سيمي له قومي مشرانو سره د موضوع له شريکولو وروسته کېږي. هغو چارواکو چې له زابل ولايت څخه د جنازې مراسمو ته ورغلي ول، د سيمي خلکو ته ډاډ ورکړ چې د نوي قوماندان په ټاکلو کې به له دوی سره مشوره کوي. هغوی دا هم و ويل چې د سيمي خلکو ته به واک ورکړ شي چې په خپله خوښه کس ور معرفي کړي.

حاجي ګل آغا د منير اخوندزاده زوی و، د چينو د سيمي د هلال چيني اوسيدونکی او دوه وروڼه او درې خوندې يي لرلې، درې لوڼې او يو زوی ور څخه پاته دي.

(۱)

د لوستونکو د معلوماتو له پاره: له روسانو سره د جهاد په وختونو او را وروسته کلونو کې په شاجوی ولسوالۍ کې د حرکت انقلاب اسلامی او حزب اسلامي ډلې ډېري فعالي وي. حرکت ځکه زيات ملاتړي لرل چې په دې سيمه کې ډېر شمېر ملايان ور سره ولاړ ول. په دې ولسوالۍ کې د حرکت عمومي قوماندان حسن خان و چې هغه مهال یې شاوخوا ۵۰۰ کسان لرل. هغه دوه کاله مخکې وفات شو. د اويايمو کلو په کورنیو جګړو کې د حزب او حرکت ډلې په چينو سيمه کې سره یو ځل نښتې وې. دا شخړه د حزب اسلامي قوماندان روح الله خان او د حرکت قوماندان حسن خان تر منځ وه، خو د سيمي خلکو مداخله وکړه او جنګ يي اوږدوېدو ته پرې نه ښود. اوس هم په چينو سيمه کې حزب اسلامي نفوذ لري، خو په ټوله کې لکه د نورو ولايتونو په څېر په سيمه ییزو پولیسو کې نه دي دخيل.

همدارنګه د پورتنيو کسانو په څېر د شاجوی ولسوالۍ بل پېژندل شوی کس ملا سلام راکټي دی. هغه د طالبانو په وخت کې مشهور قوماندان و او بيا د پارلمان غړی او همدارنګه په ۱۳۸۹ کال کې ولسمشريزو ټاکنو ته نوماند هم و. راکټي اوس په کابل کې مېشت دی.

 

لیکوالان: