Afghanistan Analysts Network – Dari Pashto

سیاست / چشم انداز سیاسی

د دولت په اړه د طالبانو نظریه: د قاضي القضاة د قانون پوهنې کتاب ته یوه کتنه

جان بټ 47 دقیقې

 د اسلامي امارت  د نشراتو په اړه زموږ د وړې لړۍ د دویمې برخې دا راپور چې د اسلامي امارت په باور به اسلامي دولت څه وړ وي، ښيي چې دا کتاب د دوی په نشراتو کې تر ټولو پیاوړی او بشپړهغه دی. الامارت الاسلامیه و نظامها ( اسلامي امارت او نظام یې) د اسلامي امارت د سترې محکمې رییس، شیخ عبدالحکیم حقاني لیکلی او د اسلامي امارت مشر شیخ هبة الله اخندزاده سریزه پرې کښلې ده. په دې کتاب کې چې ۳۰۲ مخه دی، شیخ حقاني دده په باور د یوه اسلامي دولت په قانون کې د دیني علماوو سیاسي رول، پارلمان، قضا، د زده کړو سیستم، د ښځو ځای او دا چې ولې یو اسلامي دولت د انسان له خوا په جوړ شوي قانون باندې نشي متکي کیدای، غږېدلی دی. کتاب له دې امله چې په عربي ژبه لیکل شوی، په اسلامي نړۍ کې يې ډېر عالمان لوستلی شي، خو په افغانانو کې به يې د لوستلو فرصت محدود وي. همدا لامل و چې د افغانستان تحلیلګرانو شبکې له یوه جرنالسټ او براډ کاسټر جان بټ څخه چې څو لسیزې په افغانستان کې پاتې شوی او د هندوستان په شمال کې د دیوبند په مدرسه ( دارالعلوم دیوبند) کې يې زده کړې کړې دي، وغوښتل چې دا مهم کتاب ولولي.

د «الامارة الاسلامیه و نظامها » کتاب د پښتۍ رانځور: جان بټ، ایکس (پخوانی ټویټر)، لومړی سیپټمبر ۲۰۲۳.

ددې وړې لړۍ لومړۍ برخه کې، د اسلامي امارت د مشر مولوي هبة الله اخندزاده، فرمانونه، حکمونه او لارښووني خپرې  شوې دي. د فرمانونونو اصلي پښتو او دري بڼې او همدا ډول د افغانستان تحلیلګرانو شبکې له خوا په غیر رسمي ډول ژباړل شوې انګلیسې بڼه يې   دلته لوستلی شئ.

 له عربي څخه انګلیسي ته ټوله ژباړه، پخپله لیکوال کړې ده. د کتاب د څپرکو نوملړ ددې راپور په پای کې موندلی شئ.

پېژندنه:

اسلامي امارت د یوه عالم له خوا «په لوړه کچه نامشخص او بې نظریې سیاسي نظام»(۱) معرفي شوی دی. د یادونې وړ ده چې اسلامي امارت د افغانستان تر واک نیونې راهیسې له اساسي قانون پرته حکومت کوي. تر دې وړاندې هم طالبانو د نورو سیاسي  ډلوغوندي یو منظم سیاسي ګوند چې له مخې يې خپلې تګلارې او سیاست مخ ته بوځي، نه درلود. د افغانستان تحلیلګرانوشبکې بحث (دلته) وګورئ. دوی په ۱۹۹۶-۲۰۰۱ کې د خپل حکومت له پاره په پښتو ژبه یوه لیکلې تګلاره (منشور)  «طالبان: د جهاد اتلان د فساد دوښمنان» درلوده خو بهرنۍ دونیا په دې تګلاره دومره خبره نه وه. دا هغه څه دي چې اسلامي امارت او د حکومت ډول يې ترې جوتېږي. په عربي ژبه لیکل شوی دا کتاب ښايي په پراخه توګه د نړۍ پام ځان ته ورواړوي. دا د پاموړ کچې کتاب دی چې د طالبانو تر پالیسیو ورهاخوا د حکومت په اړه د دوی د باورونو (عقایدو) ډول هم ښيي. کتاب د طالبانو پر تګلارو د یوه فقهي کار په ډول، لکه فقه چې د قانون د فلسفې نظریه وي، لیکل شوی دی. سړی ویلی شي چې کتاب د لیکوال په اند د اسلامي سیاسې نظریې یوه سپړنه (شرحه) ده، چې یو ریښتونی اسلامي دولت باید، دده په باور، همداسې بڼه ولري.

په دې رپوټ کې د کتاب بڼه تعقیب شوې او په هماغه ترتیب پیلیږي. په لومړي سر کې لیکوال مولوي عبدالحکیم حقاني ته او د هغه شالید او رسوخ ته کتنه کوي. بیا په تفصیل سره د کتاب متن له پخوانۍ حنفي فقهې او د هندوستان په شمال کې د دیوبند  دارالعلوم نه راوتلو بېلابېلو فکري بهیرونو سره، چې فکر کېږي طالبان هم پرې باور لري، پرتله کوي. آیا دا له هغه دیوبندي دودیز فکر سره چې په پراخه توګه په اسلامي فکر لرونکو کې په اسلامي باورونو ولاړه یوه سیاسي فلسفه ګڼل کېږي، توپیر لري؟

ایا د حقاني کتاب هغه عملي پلان دی چې اساسي قانون، مقننه او نورعادي شیان چې د حکومت له پاره اړین دي، لري؟ آیا د ښځو له پاره، سره له دې چې په کور کې به وي، نورڅه هم شته؟ دا هغه څو پوښتنې دې چې په دې رپوټ کې پام ورته شوی دی.  

د هندوستان په شمال کې د اسلامي زده کړو ۱۵۰ کلنه پخوانۍ مدرسه، «دارالعلوم دیوبند». انځور، سجاد حسین/ فرانسپرېس، ۰۸ دسمپر ۲۰۱

زه ددې راپور لیکوال د دیوبند له مدرسې فارغ شوی یم. په ۱۹۷۰ کې تر اسلام منلو وروسته په پېښور کې تر ډېره کټ مټ په هغو لرغونو اسلامي زده کړو بوخت شوم چې خپله حقاني کړې دي. زه لومړنی او زما په فکر یواځینی اروپايي وګړی وم، چې په دې مدرسه کې مې زده کړې بشپړې کړې او په ۱۹۸۳ کې فارغ شوم. زما کاري تاریخچه، په ځانګړي ډول په افغانستان کې، جرنالیزم او خبریالي وه چې په دې کې د بي بي سي له پاره  د یوه نوښت په توګه د نوي کور نوي ژوند ډرامو چمتو کول هم راتلل. ما په جرنالیزم، خبریالۍ او ډرامه لیکنه کې تل دې ته پام کړی چې له اسلامي دود سره سمې وي او کار مې له خپلو اسلامې زده کړو سره برابر ترسره کړم. که څه هم دا هغه منلې لار نه د ه چې یو دیني عالم يې د ځان له پاره ټاکي. له همدې امله فکر کوم چې تر یوه بریده ددې وړتیا لرم چې شننه له هغه ټکي چې حقاني نښلولې، پیل کړم.

د حقاني ژوند لیک

د افغانستان تحلیلګرانو شبکې همېشني لوستونکي به خبر وي چې د افغانستان اسلامي امارت په چوکاټ کې دوه ډوله حقانیان دي. لومړی هغوی چې د شوروي اتحاد ضد جهاد له پخواني قوماندان مولوي جلال الدین حقاني سره تړلي دي. مولوي جلال الدین حقاني له طالبانو سره یوځای شو او د ۱۹۹۰یمو کلونو په پای کې يې په اسلامي امارت کې چوپړ کاوه. په دوی کې د مولوی جلال الدین حقاني زوی، مولوی سراج الدین حقاني د امارت د کورنیو چارو چارسمبالی وزیر، هم یادولی شو.

د «الامارت الاسلامیه و نظامها» لیکوال هم حقاني دی، خو عبدالحکیم د دویمې ډلې حقاني دی، یعني په دارالعلوم حقانیه کې يې زده کړې کړې دي. په حقانیه مدرسه کې د حنفي فقهې تدریس کېږي. حقانیه د دیوبند مدرسې یوه څانګه ده چې د ۱۹۴۷ په سپتمبر میاشت کې د مولوي عبدالحق له خوا چې په دیوبند کې يې زده کړې کړې وې، جوړه شو.د یادولو ده چې د سترې محکمې رییس مولوي عبدالحکیم حقاني ته اوس امارت د درناوي له پاره شیخ صاحب وايي. شیخ هغه لقب دی چې تر افغانستان په عربي نړۍ کې ډېرعام دی.  دا لقب هلته د لوړو او معتبرو دیني زده کړو پرهېزګار او نامتو عالم ته ورکول کېږي، یعنې داسې چا ته چې خلک د یوې دیني شتمنۍ په سترګه ورته ګوري.

زده کړې او لومړني کارونه

شیخ عبدالحکیم حقاني په ۱۳۷۶ هجري کې د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د اسحاقزیو قبیله کې زېږېدلی دی. سړی استدلال کولی شي چې پنجوايي د کندهار د طالبانو زېږدځای دی. په کتاب کې دا هم ویل شوي چې د حقاني پلار چې په سیمه کې یې حاجي ملا صاحب باله، د یو پاموړ دیني عالم نوم درلود. حقاني په حقیقت کې په تنکۍ ځوانۍ کې بېلابېل فنون لکه صرف، نحوه،منطق،فلسفه، معاني، فصاحت او بلاغت، فقه او د فقهې اصول له خپل پلار څخه ولوستل (مخ ۱۰)

شیخ عبدالحکیم حقاني له ښۍ خوا څلورم او په قطر کې د اسلامي امارت مرکچي غړي د متحده ایالاتو له مشر مرکچي زلمي خلیلزاد سره په دوحه کې.انځور Przysucha/ State Department/ ، ۲ نومبر ۲۰۲۰

هغه مهال به عموما افغان طالبان د خپلو دیني زده کړو بشپړولو له پاره پاکستان ته تلل. شیخ عبدالحکیم حقاني چې لا  ۲۰ کلن ځوان و، اکوړه خټک ته يې تګ یو څه د معمول خلاف خبره وه، ځکه چې د کندهاریانو طالبانو د لېوالتیا مرکزونه کوټه او کراچۍ ښارونه وو. د اکوړه خټک حقانیې ته به عموما د ختیځو، مرکزي او شمالي ولایتونو طالبان ورتلل. 

د حقاني پلار به خامخا یو ښه دلیل درلود چې خپل زوی د لوړو زده کړو له پاره د اکوړې تګ ته وهڅوي. د حقانیې د بنسټګر، مولانا عبدالحق شهرت به ښايي د حاجي ملا صاحب په ذهن کې ځای نیولی و. په ۱۹۷۷ کې اکوړې ته د عبدالحکیم د سفر پر مهال لا مولانا عبدالحق د حقانیې مشري کوله. مولانا عبدالحق له دیوبند څخه د هند له وېش ( ۱۹۴۷) څخه وړاندې، هغه مهال چې هند خپلواکي واخیسته او د پاکستان په نوم یې یو نوی هېواد وزېږاوه، له مدرسې څخه فارغ شو. مولانا عبدالحق له مولانا حسین احمد مدني سره په ګډه، چې نه یواځې د دیوبند دارالعلوم استاد، بلکې د هند د خپلواکۍ د جګړې نامتو څېره وه، د جواهر لعل نهرو او مهاتما ګاندي د هند د ملي کانګرس ګوند سره چې دده په باور د یوه متحد هندوستان غوښتونکی او د بریتانیا له واکه د هندوستان خپلواکۍ ته ژمن و، یوځای شو.مدني په بشپړه توګه د هند کانګرس ګوند د نه تاوتریخوالي تګلاره « هندوستان پرېږدئ » ومنله.

وروسته مدني د دیوبند غورځنګ د یوه ښاخ چې باور يې درلود اسلامي عالمان باید په سیاست کې ښکېل وي، غړی شو. د دیوبند غورځنګ بل ښاخ چې له مولانا اشرف علي تهانوي سره تړلی و او د اسلامي زده کړو په پرمختګ او د ځانونو په اصلاح کولو يې باوردرلود، له سیاسته لاس واخیست. مولانا مدني د جمیعت علماء هند په نامه د یوه سیاسې ګوند مشرتوب کاوه چې غړي يې دیوبندي عالمان او د کانګرس ملګري وو.

همدغه ګوند له ۱۹۴۷ وروسته د جمیعت علماء اسلام په نامه په پاکستان کې جوړ شو. د مولانا عبدالحق زوی، مولوي سمیع الحق، د خپل پلار په څېر، د جمیعت علماء اسلام د یوې بېلې شوې ډلې مشري په غاړه واخیسته. جمیعت علماء اسلام د اصلي ګوند په توګه  د یوه بل روحاني، مولانا مفتي محمود چې هغه هم په دیوبند کې زده کړې کړې وې او بیا د هغه د زوی مولانا فضل الرحمن له خوا اداره کېده. د مولانا سمیع الحق جمیعت په جګړو کې د طالبانو او بیا د هغوی د حکومت ستر ملاتړی و.

د مولانا مدني او د اسلامي امارت د سیاستونو ترمنځ په څرګنده یوه نړۍ توپیرونه شته. مولانا مدني د سیاست په ډګر کې غیرفعال سړی نه و، خو مولانا تهانوي د سیاست په ډګر کې غیرفعال و. د مولانا مدني سیاست د اسلام د سیاسي نظریې  سره توپیر او لریوالي لرې، بلکې په طبعي ډول سیکولر و. د هغه سیاست د وخت پر غوښتنو ولاړ اوعملي و، یعنې د بریتانیا له ولکې د هندوستان خپلواکول. خو کله چې دیوبندي فکر پاکستان ته ولاړ او پاکستان خپله هم ژور سیاسي بدلونونه تجربه کړل، موږ اوس لا هم وینو چې په دغه هېواد کې د عالمانو سیاسي فکر چې په څرګند ډول له دیوبندي فکري مکتب سره تړلی دی اوس له هغوی سره چې اسلام په بنسټیز ډول د یوې سیاسي نظریې په توګه تعبیروي، بیخي لږ یا د نشت هومره توپیر لري. د «اسلامي امارت او نظام يې» کتاب لوستلو پرمهال باید پورته ټکی په پام کې ونیول شي. داسې مالومېږي چې د اسلامي امارت سیاست هم اسلامپالی دی، یعني د اسلام په سیاسي نظریې باندې ولاړ دی، په ځانګړي ډول له بهرنیانو او افغان حکومت سره د جګړې پر مهال. خو دیوبندي فکر چې لږ تر لږه د اسلامي امارت ځینې مشران اوس هم ترې متاثر دي، په هیڅ ډول اسلامپالی، یعني د اسلام په سیاسي نظریې باندې ولاړ نه دی. په کتاب باندې د شیخ هبة الله اخندزاده له سریزې پرته دویمه سریزه د عمارالمدني ( نوره پېژندنه يې په کتاب کې نشته، خو څرګنده ده چې د دیوبند له مدني کورنۍ سره تړاو نه لري) له خوا لیکل شوې ده. مدني لیکلي، « لکه چې پوهېږو اسلام داسې دین نه دی چې یواځې د انسان او د هغه د څښتن ترمنځ اړیکه پالي، اسلام تر دې ورها خوا نور ډېر څه لري. اسلام  له اسلامي اصولو سره سم یو بشپړ او پیاوړی سیاسي سیستم معرفي کړی دی». اسلام ډېر څه لري، خو تر اسلامي سیاسي سیستم پورې محدودول او بیا هغه سیستم له خدای سره د انسان له اړیکې سره برابرول، له دیوبندي فکر سره تړلې خبرې نه دي. دا خبرې د اسلامپالو ژبې ته ډېرې ورته دي.  

د دې په برتله د کتاب د پېژندنې په لومړي سر کې د عبدالحکیم حقاني ژبه ډېره محتاطه او په پراخ ډول حاشیوي ده. د وینا بڼه يې له دودېزې حنفي فقهې سره چې یو يې عبادات او بل معاملات دي، ډيره ورته ده.

«شک نشته چې اسلام خپل منظم قانوني سیستم لري، یوه ښه برخه يې له عبادت او قربانۍ سره تړلې ده او نورې برخې يې سلوک، د خلکو تر منځ راکړه ورکړه، سیاست او داسې نور دي. دا ټولې خبرې د اسلام د پیغمبر په کړنو او لارښوونو کې راټولې دي. د سپېڅلي پیغمبر له لارښوونو پرته څوک د اسلام په قانوني سیستم باندې نه شي پوهېدلی، لکه الله پاک چې په خپل سپېڅلي کتاب کې ویلي دي:

    څه شی چې پیغمبر(ص) تاسې ته درکوي هغه واخلئ او له څه شي څخه چې تاسې منعه کوي، له هغه څخه منعه شئ، له الله څخه ووېرېږئ، الله سخت سزا ورکوونکی دی.(د الحشر سورت ۷ آیت).»

لومړنۍ استادي

مالومېږي چې شیخ عبدالحکیم حقاني داسې عالم دی چې ټول ژوند يې په اسلامي زده کړو تېرکړی دی. د هغه د کتاب د پېژندنې برخې په لوستلو سړی پوهېږي چې نوموړی د سیاسي واک او په جګړه کې ښکېلتیا ډېر لېوال نه دی.هغه د سیاست او جګړې پرځای علمي بوختیاوې غوره کړې دي. په ۱۹۸۰ کې له حقاني مدرسې څخه له فارغېدو راهیسې هغه د پنجوايي په تولوکان کې چې خپل کلی یې دی، او دغه راز د هلمند او کوټې په مدرسو کې تدریس کاوه. په کندهار کې د طالبانو د غورځنګ تر راڅرګندیدا وړاندې لا حقاني په هغه  غورځنګ کې ښه مشهور و.

د ۱۹۹۴ په جون کې د طالبانو له خوا د خپل اصلي ټاټوبي کندهار تر ولکه کېدو څو میاشتې وړاندې، دی په هغو خلکو کې و چې د طالبانو د راتلونکي مشر ملا محمد عمر له خوا یوې ناستې ته وربلل شوي وو. غونډه کندهار ته نژدې په سنګیسارکلي کې وشوه. د غونډې موخه په کندهار زون کې د قوماندانانو د تېریو د تمولو له پاره د یوه سوله ییز غورځنګ جوړېدا وه. د طالبانو د واک له غوړېدا وروسته، د هغوی مشر ملا محمد عمر،عبد الحکیم حقاني ور وباله، چې وروسته بیا هغه د کندهار په جهادي مدرسه کې ښوونکی شو. په ۲۰۰۱ کې د لومړي اسلامي امارت له نړېدو وروسته حقاني کوټې ته ولاړ او هلته يې بیا تدریس پیل کړ.

طالبان د خیبر پښتونخوا په اکوړه خټک کې د حقانیه مدرسې په لیلیه کې.  د شیخ عبدالحکیم حقاني په ګډون د اسلامي امارت ډېرو لوړپوړو چارواکو همدلته زده کړې کړې دي. انځور عبدالمجید/ فرانسپرېس، ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۰

«اسلامي امارت او نظام يې» په ۲۰۲۲ کې چاپ شو، خو په حقیقت کې داسې مالومېږي چې کتاب په ۲۰۲۱ کې د طالبانو له خوا تر واک نیولو وړاندې په کوټه کې لیکل شوی وي. دا د حقاني کښلو کتابونو کې یو دی چې د خپل فعال تدریس په ترڅ کې یې لیکل. له عادي تدریس ورها خوا دا کار دده په خوښه نه و. حقاني او نورو هغو عالمانو چې له افغان طالبانو سره تړلي وو، له «امریکایانو او د هغوی له متحدینو» د ډار احساس کاوه. (مخ ۱۲). د کندهار د جهادي مدرسې یو بل پخوانی استاد، مفتي رحمت الله په ۲۰۱۳ م کې په کوټه کې په ډزو ووژل شو. په ۲۰۱۶ کې د طالبانو پخوانی مشر، مولوي اختر محمد منصور د امریکایانو له خوا د بې پېلوټه الوتکي په برید کې په نښه شو. حقاني آن داسې احساس کاوه چې مسجد ته د پنځه وخته لمانځه له پاره هم نشي تلی او په خپل کور کې یې لیکنو ته ملا وتړله.

هغه مهال دده له خوا په لیکل شویو کتابونو کې یو په اسلام کې د عدلي سیستم تاریخ و.  کتاب ته لومړی د اسلامي تاریخ د حکومتي سیستم د بشپړتیا نوم غوره کړای شوی و. دا کتاب د اسلامي امارت او نظام يې («الامارت الاسلامیه و نظامها») په نوي عنوان ، واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته چاپ شو (۱۳مخ). د کتاب لومړی نوم په زړه پورې دی. چې د لیکوال به خوښه وه که نه، خو داسې مالومېږي چې په کتاب کې دا اشاره شوې چې د افغانستان اسلامي امارت د حکومتولۍ ډول د اسلامي تاریخ د حکومتي سیستم د بشپړتابه استازیتوب وکړي.

د حقاني ژوند لیک په حقیقت کې ددې کتاب د لیکلو ارزښت بیانوي. له دې وروسته حقاني د «اسلامي امارت او نظام یې» سکالو په سپړنه پیل کوي.

د کتاب لنډیز

وړاندې تر دې چې سړی د کتاب ځانګړې برخې وشني، بېځایه به نه وي چې لومړی د کتاب لنډیز چې په اصلي متن کې تر څه ځایه شوی،  بیان شي. د بحث وړ ټکی ښایي دا وي چې ایا حقاني اسلامي امارت د یوه اسلامي حکومت بشپړ ډول ګڼې او که نه. دومره خبره یقیني ده چې هغه اسلامي امارت تر امارت وړاندې له اسلامي جمهوریت نه غوره ګڼي. زه دا ځکه وایم چې د حقاني لومړنۍ مناقشه داده چې وايي اسلامي حکومت ددې پر ځای چې پیسې راټولې کړي، باید یولارښود وي( د هغه په اند اسلامي جمهوریت پیسې راټولولې). هغه باید د انسان له خوا د جوړ شوي قانون پرځای د خدای قانون ته ژمن وي. هغه وایي چې اسلامي حکومت خپل مالومات د خدای له نازل کړي کتاب – قرآن او د پیغمبر له ارشاداتو اخلي. حقاني په څرګند ډول وايي چې اسلامي امارت د همدغه ډول لارښوونو یوحکومت دی. هغه د اسلامي حکومت پر جوړېدا ډېر ټینګار کوي او وايي چې د اسلامي امارت جهاد به د بشپړ اسلامي حکومت تر راتلو پورې دوام کوي ( په دې باندې لاندې تفصیلي خبرې شوې دي). د کتاب لومړۍ برخه کې لیکل شوي چې ولې د اسلامي امارت غوندې یو لارښود حکومت ته اړتیا ده. په دویمه برخه کې لیکوال په خپل آند د یوه اسلامي دولت ځانګړنې تشریح کوي.

د اسلامي امارت دسرتېرو له خوا د امارت د بیاځلي واکمنېدا د لومړۍ کلیزي نمانځنه، د کابل تر بي بي مهرو پورې تګ. انځور: وکیل کوهسار/ فرانسپرېس ، ۱۵ آګست ۲۰۲۲

خپلواکي د اسلامي دولت له ښېګڼو څخه بلل شوې ده. حقاني په دولسم څپرکي کې په څرګنده وايي چې اسلامي امارت به بهرنیو فشارونو ته سر ټیټ نه کړي. په دیارلسم څپرکي کې هغه ډاډ څرګندوي چې افغانان به په یوه اسلامي دولت کې دننه د بیان د ازادۍ حق ولري. هغه د اسلام د پیغمبر د څلورو خلیفه ګانو، چې سني مسلمانان خلفاي راشدین ورته وايي، بېلګه ورکوي، چې خلکو ته یې نه یواځې اجازه ورکوله بلکې هڅول یې چې خپل نظریات دوی ته ووايي. په ډېرو ځایونو کې دغو خلیفه ګانو د خلکو رایو ته غاړه ایښووه. له ۱۷-۲۰ پورې څپرکو کې د دولتمشر په اړه خبرې دي، چې څنګه باید وټاکل شي او دندې يې څه دي ( د حقاني په آند ښځې د دولت مشرتوب خو څه چې آن سیاسي فعالیت هم نه شي کولی). ۲۱م څپرکی د مشر په وړاندې د خلکو دندو ته کتنه کوي. په یوه ۶۰ مخیز څپرکي کې حقاني د یوه اسلامي حکومت جوړښت – مقنني، اجرایي او عدلي څانګو ته کتنه کړې ده. ۲۲م او ۲۴ م څپرکي په سلاکارۍ او توصیې باندې چې حقاني يې د درلودو هیله ښیي، بحث کوي.

اسلامي امارت او د حکومت ډول يې: یوه شننه

د حقاني د کتاب په شننه کې ما د کتاب په متن کې خپله ځایونه چڼ کړي دي.د سلاکارۍ او توصیې په بنسټونو باندې مې تمرکز کړی، هغو مالوماتو ته مې کتلي چې دوی به مقننه قوه چې د اسلامي امارت په اډانه کې تر اوسه نشته، له کوم ځایه مومي، سره له دې چې د دوی عدلي او اجراییوي بنسټونو ښه وده کړې ده. ما په یوه مناسب تفصیل کې د مشر په ټاکنه کې د حقاني میتود ځیر کتلی دی. همدا شان مې د حقاني د کتاب پر اخیري څپرکو ښه غور کړی دی. دا څپرکي د ښوونې او روزنې – عصري زده کړو او مېرمنو او نجونو په اړه دي.

د یوه اسلامي حکومت موخه: د جهاد ارزښت، ښو کارونو ته لارښوونه او د بدو کارو مخنیوی او په حکومت کې د علماوو شتون

د حقاني په باور د اسلامي امارت موخه  د اسلامي حکومت ( لارښود حکومت) جوړول دي. یوه بله اړینه خبره د حقاني په باور داده چې اسلامي امارت باید د یوه بشپړ اسلامي حکومت تر جوړېدا پورې جهاد ته دوام ورکړي. په بله مانا، د اسلامي امارت جهاد له افغانستان څخه د شمالي اتلانتیک تړون یا ناټو ځواکونو له وتلو وروسته هم پای ته نه دی رسېدلی، بلکې د هغه په آند جهاد اوس هم روان دی.

د کندهار له جوادیه مدرسې څخه د فراغت په مراسمو کې یو ځوان طالب انځور: جاوید تنویر/ فرانسپرېس، ۱۵ فبروري ۲۰۲۲

د جهاد سکالو په ۱۸م مخ کې حقاني په حنفي فقه کې د جهاد د توجیه کولو پرمهال وايي. جګړه (قتال) د فقهې د اصولو له مخې په طبعي توګه له دې امله چې ویجاړي رامنځته کوي بده (قبیح لعینه) ده. د اسلامي اصولو له مخې، دا نامنلی کار د ښو پایلو د ترلاسه کولو (حسن لغیره) له پاره توجیه کېدای شي. په بله مانا، ښې پایلې یې دادي چې د وسلې په اوچتولو سره فتنه له منځه ځي. حقاني ددې خبرې د کره توب او پیاوړتیا له پاره د قرانکریم د یوه آیت یادونه کوي.

( اې مومنانو! له دې کافرانو سره تر هغو وجنګېږئ چې فتنه پاتې نه شي او ټول دین د الله له پاره شي. بیا که هغوی له فتنې لاس واخیست، نو د هغو د عملونو لیدونکی الله دی. ( الانفال: ۳۹)  

یادونه : دلته د قرآن کریم آیتونه د هغه له خپرې شوې پښتو ژباړې څخه را اخیستل شوي او ددې راپور د ژباړن کار نه دی. همدا راز، حدیثونو کې هم تر ډېره د هغوی پښتو مفهموم را اخیستل شوی.

داسې مالومېږي چې دلته د اسلامي عالمانو ترمنځ د نور بحث له پاره دلته دوه ټکي دي. لومړی دا چې داسې دیني دلایل شته، چې آیا د وسلې پورته کول تل روا او آن په عقل برابر کار دی؟ د دینی ربړونې له منځه وړلو ورها خوا، یو څوک ښايې استدلال وکړي چې وسله پورته کول، د ستونزې د حل پر ځای نورې زېږوي. دا ټکی په ځانګړي ډول هغه مهال ډېرمعقول دی چې یو څوک د وسلې په لحاظ کمزوری وي. د یوه داسې ځواک په مورد کې چې دویم ځل تر پخوا په لا ډېرو وژونکو وسایلو درپسې راګرځېدلی شي، ښايي غوره دا وي چې د جګړې پرځای د خپلو مټو پیاوړولو ته پام وشي او د قرآن په دې لارښوونو عمل وشي: 

ژباړه: او تاسې قوت او تړلي اسونه چمتو کړئ څومره چې استطاعت لرئ چې په دې سره به تاسې د الله دوښمنان او خپل دوښمنان وېروئ او له دوی نه پرته نور خلک (هم) چې تاسې هغوی نه پېژني الله هغوی پېژني او تاسې چې د الله په لار کې څه شی هم لګوئ، تاسو ته به یې پوره بدل درکړ شي او پر تاسې به ظلم نه کېږي. (سوره الانفال ۶۰ آیت)

ددې یوه بېلګه هغه پېښې دي چې په پایله کې يې په ۱۸۶۵م کې د دیوبند مدرسه جوړه شوه. دیوبند د هند د پاڅون پایله کې  چې ۱۸۵۷ کې وشو، رامنځ ته شو. دا په حقیقت کې هغه نامتو پاڅون دی چې د هند ځایي پوځیان هم ورګډ شوي وو. پاڅون د انګلیسانو له پاره په یوې خورا سختې غچ اخیستنې واوښت. د ډیلي مسلمان عالمان او یوموټی شوي ولایتونه یا یو- پي د پاڅون مرکزونه وو. دوی د بریتانوي واک په وړاندې د مقاومت پر بڼې او تګلارې بیاځلي فکر وکړ. دا عالمان د دیوبند دارالعلوم جوړولو په نظریه، چې د دودیزو اسلامي زده کړو یومرکز و، سره سلا شول. د دیوبند مدرسې مالي ملاتړ په شخصي بڼه کېده او له حکومته په بشپړ ډول خپلواکه وه. دا داسې یو سوله ییز طبعي مورچل و چې مسلمانانو په غلي ډول خپلې مټې بیاځلي پکې پیاوړې کولای شوې.  

دویمه پوښتنه : فتنه، چې جهاد یې له امله توجیه کېږي یا که کره ووایم قتال څه مهال درېږي او سوله ییز حالات څه وخت رول پیداکوي؟ حقاني یو څه د ناول په څېرغږېدلی دی. دې پوښتنې ته ځواب کې حقاني ریښتیا هم اسلامپال دی. هغه په واضح ډول د جهاد ډول نه دی یاد کړی – یعنې د جهاد هغه ډول چې تاوتریخوالی پکې دی. هغه وايي:

د اسلامي‌ امارت عسکر اجازه نه لري چې د امریکایانو او د هغوی د متحدینو له وتلو وروسته جهاد پرېږدي. د افغان جهاد موخه داسې نه ده. ددې جهاد موخه په بندګانو یعني په افغانانو باندې د خدای د حکم پلي کول دي، چې دوی د اسلامي شریعت تر بیرغ لاندې د ژوند تېرولو وړتیا پیدا کړي.

د کندهار د امر بالمعروف و نهي عن المنکر ریاست نه د باندې په یوه بیلبورډ باندې د دوو مخپټو مېرمنو انځور چې د اسلامي امارت له خوا يې مراعاتول حتمي دي انځور: جاوید تنویر/ فرانسپرېس ، ۱۶ جون ۲۰۲۲

دلته پوښتنه پیدا کېږي چې، که حقاني جهاد ته، چې قتال یا جګړه ده په دودیز نظر ګورې، نو بیا دده خبره چې جهاد د ناټو ځواکونو په وتلو سره پای نه مومي بلکه ترهغو به دوام کوي چې یو اسلامي نظام نه وي پلی شوی، د قرآن له آیت سره په ټکر کې راځي، ځکه چې جګړه یواځې هغه مهال چې فتنه یا ځورونه روانه وي، توجیه کېدای شي. د بېلګې په ډول کله چې حقاني او همکارانو يې د خطر احساس کاوه او د تدریس له پاره له کورونو راوتلی نه شول او مسجد ته د لمانځه له پاره نشو تلای، نو سړي ویلی شوای چې دوی په ځور کې وو او هلته فتنه وه. کله چې یې واک تر لاسه کړ نو فتنه چېرې ده چې دوی يې له امله قتال یا جګړه توجیه کړي؟

شونې ده چې دا په دې کتاب کې نه وي روښانه شوې، او حقاني د اسلامي امارت دندو کې چې یوه اسلامي فریضه یعنې «جهاد» وغځوي، دا کلمه د هغې د ټکي په ټکي مانا یعنې د جګړې پرځای د هڅې په مانا کارولې وي.  په یوه بل څپرکي کې د یوه داسې « حکومت چې نښه يې لارښوونه ده» او د یوه داسې حکومت چې دنده يې د شتو راټولول دي، په باره کې هم بحث راغلی دی. هغه د قرآن د یوه آیت په استناد ریښتونی باور کوونکی ( مسلمانان) داسې تعریفوي:

دا هغه کسان دي چې که موږ دوی ته په ځمکه کې قدرت ورکړو، نو لمونځ به قایم کړي، زکات به ورکړي، په ښو چارو به امر وکړي او د بدیو مخه به نیسي او د ټولو چارو پای د الله په لاس کې دی( سوره الحج ۴۱ آیت)

حقاني « ښو  چارو ته د خلکو د بلنې او له بدو راګرځونې – امر بالمعروف و نهي عن المنکر» سکالو (موضوع) باندې د اسلامي نظام څپرکي کې  له دې  یادونې او په ۳۲ م مخ کې له یوې بلې هغې پرته، نور تفصیلي نه دی غږېدلی. خو دا  کړنه له اسلامي امارت سره اوس او په ۱۹۹۰یمو کلونو کې ډېره تړلې ده. نو اړینه ده چې له دې عبارت څخه په پوهېدلو دا سکالو په تفصیل سره وځیرو.

په حدیثو کې لیکل شوي دي چې ښو ته لارښوونه او له بدو راګرځونه درې بېلابېلې لارې لري. یوه يې په لاس سره یعني په زور، بله يې په ژبه باندې لارښونه او ښه مشوره او درېیم، په زړه کې په یوه ښه کار باندې خوشالیدل او بدو کارونو ته بد کتل دي. دا خبره هم مالومه ده چې په زور باندې په ښو امر کول او له بدو راګرځول د حکومت دنده ده. که څه هم بیخې لږ شمېر اوسني مسلمان هېوادونه ددې کار له پاره یوه اداره لري، خو طالبان یې لري. نصیحت او لارښوونه د دیني عالمانو کار دی. خو عام خلک باید له بدو کارونو ځان راوګرځوي. که د افغانستان اسلامي امارت په اړه غږېږو، نو وینو چې دلته دیني عالمان له لارښوونې ورها خوا له زوره هم کار اخلي.

په څرګند ډول، حقاني باور لري چې اسلامي عالمان سره په یوه خوله دي،نو د دوی له پاره د یوه حکومت جوړول لویه اړتیا ده. په ۵۱-۵۲ مخونو کې د دولت د مشر له پاره د القابو او نوم په څپرکي کي هغه د مشرتابه له پاره  په اسلام کې د دوو ډولو نومونو یعني دیني او سیاسي هغو یادونه کوي. هغه د خپلې رایې د پیاوړتیا له پاره له سرچینې  یا تاریخي استناد پرته  په ۵۲ م مخ کې لیکي:

د مشرتابه ښه ډول هغه دی چې په ترکیب کې يې دیني او سیاسي دواړه ډولونه وي. دوی له دې امله چې په دواړو پوهېږي، خلک ریښتوني اسلامي مذهب ته رهنمايي کولی شي.دوی همدا ډول د خلکو د چارو د منظمولو او درغلیو له منځه وړلو له پاره د خدای د شریعت په پلي کولو سره خلکو ته سیاسي لارښوونې کولی شي.

 ما ته د سني اسلام په تاریخ کې د دیني او سیاسي حکومت د دا ډول ترکیب او جوړښت بېلګه نه ده مالومه.

خروج- د وخت د حکومت متابعت نه کول

د حقاني د څېړنې یو بل اړخ هغه وفاداري ده چې مسلمانان یې دولت ته لري. د یادولو ده چې شیخ حقاني دا کتاب د خپلې جلاوطنۍ په وخت کې لیکلی دی. هغه مهال طالبانو نه یواځې له امریکايي ښکېلاک څخه د خپل هېواد د خپلواکۍ له پاره بلکې له هغه حکومت سره چې د دوی په باور د امریکایانو لاسپوڅی و، هم جګړه کوله. دا هم باید په یاد ولرو چې داسې ډېر شمېر دیني عالمان هم وو،چې د اسلامي جمهوریت ملاتړ يې کاوه. زه دا د حقاني د هغې نظریې په تناظر کې وایم چې د خپل څپرکي په ۲۸م مخ کې وايي چې ولې د انسان له خوا جوړ شوي قوانین بې ارزښته دي:

د خدای له خوا له ټاکل شويو قوانینو پرته نور قوانین وضع کول بې باوري او ارتداد دی. او په مسلمان باندې لازمه ده چې د مرتد مسلمان واکمن په ضد راووځي یعني خروج و کړي.

حقاني دا خبره دده په باور« د مسلمانانو د اجماعي رايې» پر بنسټ کوي.خو زه باید تر یوه بریده ومنم چې دې مشورې وبوږنولم چې که یوه مسلمان واکمن ټول اسلامي حکمونه نه وي پلي کړي، مسلمانان باید د هغه له اېلتیا څخه ووځي.

د اسلامي حکومت له پیروۍ وتل – یعني خروج کول – په اسلام کې یوه حساسه مسئله ده. خوارجو، یعنې له سني او شیعه پرته هغوی ته چې د اسلامي حکومت له پیروۍ وتلي وي، په اسلام کې د درېیمې ډلې په سترګه کتل کېږي. خوارجو په څرګند ډول د اسلام د درېیم خلیفه حضرت عثمان رض د قتل ملاتړ وکړ او د څلورم خلیفه حضرت علي بن ابی طالب چې شیعه مسلمانان يې لومړی خلیفه ګڼي، د وژنې مسئول هم همدوی وو.

زه فکر کوم چې طالبان به چې کلک سنیان دي، دا ښه ونه ګڼې چې په خوارجو پورې وتړل شي. دا هغه اخیستنه ده چې لیکوال د داسې ژبې کارېدو ته په کتو  کړې ده. که څوک په دې باور وي چې اسلامي امارت اسلام په بشپړ ډول نه پلی کوي، نو ایا هغه به حق و لري چې خروج و کړي؟ هغه مهال چې حقاني دا ټکي لیکل د بلوچستان ایالت په کوټه کې اوسېده (۱۳مخ) . د پاکستان جزا قانون کې ښه ډېرې مادې شته چې د اسلام له اصولو سره په بشپړه توګه سمون نه لري. حقاني او په کوټه کې د طالبانو نورو مېشتو مشرانو هغه مهال نه نور وهڅول او نه يې خپله د هغه حکومت  له وفادارۍ سره مخالفت وکړ. نه یواځې دا چې مخالفت يې ونه کړ،بلکې دوی د هغه حکومت له خوا هلته پناه ومنله. وروسته په دې کتاب کې حقاني د سوریې  له عالم وهبه الزحیلي څخه د قانون جوړونې په سکالو کې نقل قول کوي. په زړه پورې داده چې الزحیلي خپل ټول ژوند په خپل اصلي وطن سوریه کې د حافظ الاسد او د هغه د زوی بشارالاسد ترحکومت لاندې تېر کړی او هلته يې تدریس کړی دی. د دوی دواړو حکومتونه په بشپړه توګه اسلامي نه وو. تر مرګه پورې الزحیلي او د هغه په څېر نورو دیني عالمانو د وخت د حکومت له اطاعت نه سرغړونه نه ده کړې. الزحیلي د سوریې د کورنۍ جګړې پر مهال ناپېیلتوب غوره کړ او د یوې ډلې ملګری هم نه شو.

د خپل دریځ په دفاع کې حقاني په ۲۸ مخ کې یادونه کوي چې د خروج ( نه پیروۍ)  تر ټولو وړه بڼه « د واکمن د حکم او منعې ، چې هغه له اسلام سره په ټکر کې وي، نه پیروي ده». هغه ددې دریځ د ملاتړ له پاره یو شمېر حدیثونه وايي:

۱. «په کوم کار کې چې سړی خدای ته پړ راځي، د بنده امر منل په هغه کار کې نشته».

۲. «اطاعت په سمو ( معروفو) مسئلو کې وي».

۳. «مسلمان باید د واکمنو خبره واوري او اطاعت یې وکړي، که يې خوښه وي او که نه وي، ترڅو پورې چې د ګناه د ارتکاب ورته نه وي ویل شوي. که د ګناه کولو امر ورته وشي، په هغه صورت کې نه غوږ نیول شته او نه هم اطاعت».

۴. «له ما وروسته به واک د هغه چا په لاس کې وي چې سنت به نه پلي کوي، بدعت به کوي، د بېلګې په ډول په لمانځه کې به ځنډ کوي». ابن مسعود (رض) د خدای له پیغمبر (ص) څخه پوښتنه وکړه چې که دی له داسې خلکو سره مخامخ شي څه به کوي؟» پیغمبر (ص) دا خبره  درې ځلې وکړه چې «څوک د خدای اطاعت نه کوي د هغه اطاعت روا نه دی».

ددې حدیثو وروستنی  هغه د دولت د چارو په اړه نه، بلکې د عبادت په اړه دی، نو سپړنې ته یې دلته اړتیا نشته. پاته درې حدیثونه، ددې په اړه دي چې یو چا ته د یوه غیر دیني کار کولو امر کېږي یا برعکس که یو څوک اړ ایستل کېږي چې د اسلامي فریضو له اجرا ډډه وکړي. ددې یادونه په څرګند ډول د حقاني له خوا په یادو شویو احادیثو کی شوې ده .« کله چې ده ته امر کېږي چې ګناه وکړه». د بېلګې په ډول که د ځمکې په قانون کې یو څوک سود اخیتسلو یا ورکولو،شرابخونو ته تګ یا شراب څښلو او یا له ښځو سره نامشروع اړیکو ته اړ ایستل کېږي، نو دا بیا په څرګند ډول د هغه شخص اسلامي دنده ده چې له داسې حکمونو سرغړونه وکړي. زه فکر کوم دا به ټول راسره ومني چې په عمومي ډول مسئله داسې نه ده. په لوېدیځو هېوادونو کې د سود مخنیوی ډېر ګران کار دی، خو ناشونی نه دی او نه زه په خپله داسې یوه بېلګه لرم چې مسلمانان دې په زور د دیني دندو، د بېلګې په ډول، لمانځه یا دیني زده کړو راګرځول شوي وي. که داسې وای نو د یوه مسلمان دنده بیا دا وه چې سرغړونه وکړي. دا د ګناه هغه ډول دی چې پورته درې حدیثونه يې په اړه خبرداری ورکوي. زما په اند د سپیڅلي پیغمبر(ص) په دې ویناوو کې د هغو هېوادونو اوسېدونکي نه راځي چې قوانین یې په بشپړه توګه له شریعت سره سم نه دي.

دا درې حدیثونه د حدیثو په هغو کتابونو کې موندل کېږي چې د واکمن پر دفتر او قاضي غږېږي چې الامارة و القضاء ور ته ویل کیږي. له دې احادیثو  ښه جوتېږي چې ټینګار د قانون پر پلې کېدا دی او له مسلمانانو غوښتل کېږي چې په هرهېواد کې اوسي د هغه هېواد قوانینو ته غاړه کېږدي. په دې کار کې طالبان تل پیاوړي دي. دا هغه څه دي چې حقاني په ۱۴۱-۱۴۵ مخونو کې د اتباعو د دندو په څپرکي کې ټینګار پرې کوي. د حقاني له خوا د خلکو هڅونه چې د هغه قانوني سیستم پیروي و نه کړي چې له شریعت سره بشپړ سمون کې نه راځي، ښايي د اسلامي امارت خپل قانوني نظام د بدنامۍ له خطر سره مخامخ کړي.

واکمن ته ریښتیا ویل

حقاني اسلامي امارت هغسې نه انځوروي چې په پورتنیو نیوکو کې ورته اشاره وشوه. خو یو اړخ چې حقاني د ښه اسلامي سیسټم په توګه باوري بللی او د بنسټیزې آزادۍ په څپرکي کې پرې غږېدلی، په ریښتیا هم لوستونکي هک پک کوي. په ۴۲م مخ کې هغه یو حدیث بیانوي:

تر ټولو غوره جهاد د یوه جابر حاکم په مخ کې د حق ویل دي.

ددې او نورو ډېرو احادیثو پر بنسټ، حقاني موږ ته ډاډ راکوي چې په اسلامي امارت کې د بیان آزادي تضمین شوې ده. هغه له پیغمبر(ص) وروسته د څلورو خلیفه ګانو بېلګې ورکوي چې د خلکو نظریې يې هڅولې او مثبت ځواب يې ورکړی دی. زه به خپله تر دې لږ وړاندې ولاړ شم: د یوه بل حدیث له مخې چې حقاني نه دی بیان کړی،  هغه نیوکه چې د مقاومت یا بلوا له پاره نه وي ، د صدقې یو ډول دی، د سترې وفادارۍ یو کار دی :

پیغمبر(ص) وویل ،« له خپل ظالم او مظلوم ورور سره مرسته وکړئ»  صحابه وو پوښتنه وکړه، « که مظلوم وي مرسته به ورسره وکړو، خو له ظالم سره څنګه مرسته کولی شو؟» پیغمبر(ص)وویل ،« تاسې يې په مخ کې درېدای شئ او له ظلم کولو يې راګرځولی شئ».

یوه بله بېلګه خپله حقاني د کتاب په ۴۳م مخ کې د دویم خلیفه حضرت عمر بن خطاب (رض) په اړه راوړي:

« ښځو ته تر ۴۰ اوقیو ډېر مهر مه ورکوئ،» هغه یو ډېر شتمن سړی یاد کړ چې « آن که دا کار یزید ابن الحسین الحارثي هم کوي». « که تر څلوېښت اوقیو ډېرې پیسې ورکړي، زه به يې اضافه پیسې خزانې ته واچوم. د ښځو په لیکه کې یوه ناسته ښځه ولاړه شوه، عمر ته يې وویل « تا ته څه درپېښه ده؟» «ته ولې داسې وايې؟» عمر ترې تپوس و کړ. ښځې عمر ته ځواب ورکړ« دا زه وایم ځکه چې الله وايي… آن که تاسې دوی ته یوه خزانه هم ورکړې وي، د خپل مهر هيڅ برخه بېرته مه ترې اخلئ »(  د النساء ۲۰م آیت مفهوم). عمر و وېل «هغه ښځه په حقه ده او سړی (زه) ناحقه».

صحنه په خبل ذهن کې راولئ: حضرت عمر (رض) خلکو ته خبرې کوي، کله چې يې وویل ښځو ته ډېر مهر مه ورکوئ، یوه ښځه ورته و وايي چې موږ ستا خبره ومنو که د خدای؟ خلیفه خلکو ته وايي دا مېرمن ريښتونې ده او زما خبره سمه نه ده. دا پېښه د اسلام د دویم خلیفه حضرت عمر (رض)، د خلافت په وخت کې شوې ده. تر دې وخته پورې د اسلامي حکومت واکمني ډېره پیاوړې وه او لوی ګامونه يې اخیستل. ددې راپورد لیکوال په آند د خلیفه او یوې مېرمنې تر منځ دا ډول خبرې چې یوه ښځه د مومنانو په یوه غونډه کې ولاړېږي او د مسلمانانو یو واکمن ننګوي او واکمن مني چې دی ناسم دی او ښځه په حقه ده، د یوې پیاوړې اسلامي ټولنې ښه انځور وړاندې کوي.داسې ښکاري چې د اسلامې امارت له خوا په حکومت باندې له ولکې راهیسې د هغه څه ترمنځ چې حقاني یې د بیا د آزادۍ د ډاډمنولو په اړه وایي او هغه څه چې اسلامي امارت یې په عمل کې کوي، ډېر څرګند توپیر وي.

دولت مشر او د هغه ټاکنه

حقاني وروسته د څپرکو په یوه لړۍ کې د دولتمشر په اړه بحث کوي: دولتمشر باید په کوم نوم یاد شي؟ هغه باید څنګه وټاکٔل یا وګومارل شي؟ د هغه دندې او مسئولیتونه څه دي؟ دده له پاره د خلکو دندې څه دي؟ هغه د سلطان، خلیفه او امام ټول القاب د دولتمشر له پاره څېړي. د حیرانتیا خبره نه ده، چې ده د دولتمشر له پاره د امیرالمومنین نوم چې طالبانو تل د خپل لوی مشر له پاره کارولی، هم خوښ کړی دی. په وروستیو کلونو کې، د اسلامي امپراتوریو ډېر نامتو واکمنان له پیغمبر(ص) څخه وروسته په لومړۍ پېړۍ کې خلیفه ګان او په غیر رسمي توګه د امیرالمومنین په نامه هم بلل کېدل. د امیر لقب په افغانستان کې نوی نه دی. د افغانستان پاچایان، له دوست محمد خانه (۱۸۲۶-۱۸۴۳،۱۸۴۳-۱۸۶۳) تر امیر امان الله خانه پورې (۱۹۱۹-۱۹۲۹) هم امیران بلل کېدل. همدا ډول دولتمشر د امارت په حکومتي بڼه کې، په منځني ختیځ او په تاریخي منځنۍ آسیا کې په پراخه کچه د امیر په نامه یادېده، د بېلګې په ډول د بخارا امیر. امیر دوست محمد خان د ځان له پاره د اسلامي امارت د مشر په څېر د امیرالمومنین لقب غوره کړ، خو ډېر ژر لنډ او د امیر په نوم واوښت. حقاني دا خبره نه ده تشریح کړې چې څنګه د یوه هېواد واکمن د نړۍ د ټولو مسلمانانو امیر و ګرځي یوازې یې دا لیکلی دی چې دا لقب د اسلام لومړیو واکمنانو ته ورکړ شوی و.

که د مسلمانانو لومړنیو واکمنانو بېلګو ته په همداسې تاریخي باور او تعامل وګورو، نو پوښتنه به دا وي چې حقاني د دولتمشر ټاکنه په څه ډول مني؟ هغه د دولتمشر د ټاکنو د څپرکي په ۵۹م مخ کې لیکي:

د غزني په ابتداییه محکمه کې قاضي د غوښتونکي اسناد ګوري. انځور: وکیل کوهسار/ فرانسپرېس، ۲۸ نومبر۲۰۲۲

د قرآن او سنتو ټولو حکمونو ته په کتو سره موږ یو څرګند حکم چې د دولتمشر د ټاکلو طریقه په کې ښوول شوې وي، نه شو موندلی…. نو تر ټولو به دا ښه وي چې د خلفای راشدینو د ټاکل کېدو طریقې ته کتنه وکړو.

حقاني هڅه کړې چې د دولتمشر د ټاکلو له پاره یوه نمونه پیدا کړي. هغه له پیغمبر(ص) وروسته د اسلام د لومړیو څلورو خلیفه ګانو د ټاکنو د طریقې په اړه مالومات پلټلي دي. د هغه مهال حاکمو حالاتو ته په کتو د هغوې د ټاکنو د پروسو قضیې بېلابېلي وې. هرې ټاکنې ته د کتنې په ځای چې حقاني کړې، زه به  د پیغمبر(ص) د لومړي خلیفه د ټاکنې پروسې ته کتنه وکړم،چې موږ کومې زده کړې له هغې پروسې کوو او بیا به له دې پروسې نه د حقاني پر را ایستلې پایله وغږېږو.  

۱. د پیغمبر(ص) له رحلت وروسته درې سیالې ډلې را وړاندې شوې: یوه ډله د علي او زبیر(رض) په ملاتړ، دویمه د انصارو ډله، چې غوښتل يې « یو امیر زموږ له لورې او بل امیر ستاسې له خوا» او درېیمه ډله د مهاجرینو وه چې په حضرت ابوبکر او حضرت عمر راټول شوي وو.

۲. د حضرت ابوبکر رایه دا وه چې خلافت باید د سپېڅلي پیغمبر(ص) ټبر یعني قریشو ته ورکړ شي.

۳. ابوبکر خپل ځان د خلافت له پاره و نه ټاکه.  هغه د خلافت له پاره د حضرت عمر او ابوعبیده ابن الجراح (رض) نومونه وړاندې کړل.

۴. کله چې ولیدل شول چې مسئله له ولکې وځي، عمر خبره په خپل کنټرول کې واخیسته. هغه له حضرت ابوبکر نه وغوښتل چې خپل لاس ور اوږد کړي. بیا هغه له ابوبکر سره بیعت وکړ. مهاجرو او انصارو یې هم پیروي وکړه.

۵. داسې روایت نشته چې حضرت عمر(رض)  حضرت علي (رض)  ته د ډاډ ورکولو هڅه کړې وي. له ابو سعید الخدري څخه روایت دی چې کله حضرت ابوبکر راغی او دریځ (منبر) ته وخوت، ويې لیدل چې زبیر نشته. دلته بیا د حضرت علي یادونه ونه شوه، چې شیعه مسلمانان باور لري چې د پیغمبر(ص) د کورنۍ نژدې غړی( اهل بیت) او میراثخور دی.حضرت ابوبکر زبیر ور وغوښت او هغه له حضرت ابوبکر سره بیعت وکړ.

۶. کله چې د مهاجرو او انصارو مشرانو حضرت ابوبکر د خلیفه په توګه وټاکه، ابوبکر د ټولو مسلمانانو په وړاندې راښکاره شو او مشرتوب يې ومنل شو.

حقاني په نومَوَنه او تصویبَوَنه کې دوه پړاوه په ګوته کوي (۱۶ مخ):لومړی د اهل الحل و العقد لومړنۍ پیروي، چې حقاني په یوه بشپړ څپرکې کې پرې غږېدلی دی، موږ به پرې وروسته خبرې وکړو. دویم، د عوامو پیروي. د حقاني په آند دا د مشرتابه له پاره لومړنی  رسمي درناوی دی او ډېر اړین هم دی. دویم ټکی د عوامو له خوا د هغوی وفاداري او غوږ نیونه ده.

که دا خبره ومنو،نو د حضرت ابوبکر د ټاکلو پروسه چې امام سیوطې ته يې نسبت ورکړ شوی دی، د خلکو په وړاندې د ابوبکر پرانستونکې وینا چې د مشرتابه تر منلو وروسته یې وکړه، د هغه عاجزۍ ته په کتو د یادونې وړ ده. حقاني د هغه وینا نه ده یاده کړې، خو زه يې دلته د یادولو اړتیا وینم:

که څه هم زه تر تاسې ښه نه یم، خو زه مشر ټاکل شوی یم. که مې ښه کول، ملا مې وتړئ، که مې ښه نه کول،ښو کولو ته مې سم کړئ.په ریښتیاوو باید باور وشي. نا ریښتینوالی، له خیانت سره برابر دی. په تاسې کې تر ټولو کمځواکه زما په آند تر ټولو پیاوړی دی.که د خدای خوښه وه زه به هغه ته بشپړ حقونه ورکړم. په تاسې کې تر ټولو پیاوړی ما ته تر ټولو کمځواکه دی، که د خدای خوښه وه زه به له هغه څخه هغه حقونه چې ده له نورو تروړلي واخلم. هر قوم چې د خدای په لار کې جهاد پرېږدي ، خدای به يې ذلیل کړي. خدای به په هغه قوم باندې چې نفاق پکې خپور وي، ناورین راولي.

که مې د خدای او د هغه د پیغمبر پیروي کوله، پیروي مې وکړئ. که مې د خدای او د هغه د پیغمبر پیروي نه کوله، په تاسې باندې حق نه لرم چې پیروي مې وکړئ. اوس ولاړ شئ لمونځونه وکړئ، خدای دې په تاسې ورحمېږي.

وروسته ابوبکر د مسلمانانو د نوي مشر( امام) په توګه د جماعت لمونځ ورکړ.

په شلم څپرکې کې د دولتمشر د واک په سکالو کې د حضرت ابوبکر په خطبه کې  یو بل تصور چې حقاني ډېر ټینګار پرې کړی هم د یادولو وړ دی. اسلام ټینګار کوي چې د ځان له پاره د واک تر لاسه کولو هڅه مه کوئ. هغه دا برخه حضرت ابوهریره ته د یوه منسوب حدیث په  یادولو سره کوي:

تاسې به واکمنۍ ته لېواله یاست، خو دا به د قیامت په ورځ ستاسې د پښېمانۍ لامل شي. دا ښه زبېښي او بد رووي.

 په نورو ټکو، واک سړی فاسدوي.

په یوه بل حدیث کې چې د حدیثو دوو معتمدو کتابو، بخاري او مسلم را اخیستي او حقاني يې هم په  ۱۳۹م مخ کې یادونه کړې ده، پیغمبر خپل یوه نژدې صحابي، عبدالرحمان بن سموره ته داسې وايي:

د واکمن د څوکۍ غوښتنه مه کوه،‎‎ ځکه که له غوښتنې وروسته څوکۍ درکړ شي، ته به یې او وړتیا به دې وي، او که له غوښتنې پرته درکړ شي، د مسوولیت پرځای کولو کې به مرسته درسره کېږي.

یو بل حدیث چې د عوامو د ملاتړ تصور حمایه کوي او حقاني يې یادونه نه ده کړې هم شته چې زه د هغه یادونه هم اړینه بولم:

عوف بن مالک الاشجعي د پیغمبر له وینا وايي: «ستاسې ښه مشران هغه دي چې تاسې مینه ورسره لرئ او دوی له تاسې سره مینه لري، چې تاسې درودونه پرې وایاست او دوی يې پر تاسې وايي او ستاسې بد مشران هغه دي چې تاسې کرکه ترې کوئ او دوی له تاسې کرکه کوي، هغه چې تاسې لعنت پرې وایاست او دوی يې پر تاسې وايي». دوی د خدای له پیغمبر نه پوښتنه وکړه، نو په داسې  وخت کې دوی هغه له څوکۍ لري کړي که نه؟ پیغمبر ځواب ورکړ« تر هغو پورې چې دوی په تاسو کې لمونځونه قایموي، نه»

د حقاني د دولتمشر د ټاکلو د څپرکې په ټوله سکالو کې سړی دې پایلې ته رسېږي چې هغه په یوه نه بدلېدونکې نمونې پسې ګرځي، خو خپله هم دې ته اشاره کوي چې باید بدلون منونکې وي. که مسلمانان اړ وای چې یواځې په یوې بېلګې یا نمونې پورې ونښلي، نو دا خبره به په سپېڅلي کتاب یا د پیغمبر په حدیثو کې شوې وای. پیغمبر (ص) چې د ښو اخلاقو بېلګه وه، په دې اړه به يې څرګندې لارښوونې کړې وای. خو داسې روښانه لارښوونې نشته. آن د پیغمبر (ص) د لومړي ځایناستې، حضرت ابوبکر په ټاکنه کې، چې ډېره ټولشموله او منظمه وه، په مسلمانانو کې د رایو داسې موافقه نشته چې سړی ووايي د مشرتابه د غوره کولو له پاره دې یوه منلې بېلګه وي. شیعه مسلمانان داسې فکر کوي چې د پیغمبر کورنۍ (اهل بیت) ، په ځانګړې توګه د پیغمبر تربره او زوم ته باید د مشرتابه په رول کې لومړیتوب ورکړ شوی وای. په قرآن او حدیثو کې د مشرتابه د ټاکنې په اړه د روښانه لارښوونې نشتوالی، په اسلامي فقه کې له دې سکالو ډډه، د یوې منل شوې بېلګې نشتوالی، دا ټول عوامل او وړاندیزونه ښايي د حقاني له نظریې سره په ټکر کې وي، په دې مانا چې مسلمانان باید قیاس چې ددې خبرې له پاره له تاریخي دود او د اوسني مهال له بېلګو سره سمه  یوه ډېره مناسبه او منلې پروسه ده، غوره کړي.

 حکومت او ډولونه يي: اجرائیه،عدلیه او مقننه

د حقاني د نظريې برعکس ،تمدنونه د  بدلون نه منلو پرځای ښايي د سیاسي نظریو له پاره د یوه او بل له تجربو څخه زده کړه وکړي. له همدې امله زه د حکومت د جوړښت په سکالو باندې د حقاني په څپرکي کې د هغه په شننه باندې د څه ویلو پرځای لومړی د اسلام لومړني تاریخ او نژدې تېر مهال ته یوه کتنه کوم. دا کار زه د حکومت په سکالو باندې د حقاني له خبرو نه، بلکې د دې کتاب د زده کړو څپرکي او نورو څپرکو په کارولو کوم.

که د حضرت ابوبکر د انتخاب چې تاسې ښايي انتصاب ورته ووایاست، له پروسې نه يې راواخلو. یو څوک ښايي هلته د «ولسواک » ټکي کارولو څخه ډډه وکړي، خو د مهال شرایطو ته په کتو ښايي دا ټکی ډېرهراړخیز وي. د ولسواکۍ زېږدځای، لږ تر لږه، د نارینه خپلواکو اتباعو په توګه، پخوانی یونان ګڼل کېږي. د اتمې او دیارلسمې پېړۍ تر منځ په بغداد کې د عباسي خلافت پر مهال د یونان ډېرو افکارو په عربو کې نفوذ وکړ. داسې نه ښکاري چې په دې لاملونو کې دې یوه ولسواکي هم وي. په حقیقت کې د ټولشمولې پروسې ورها خوا، چې په رڼا کې يې د حضرت ابوبکر ټاکنه وشوه، د عباسيانو او امویانو تر وخته پورې، په اسلامي نړۍ کې د یوې ځانګړې کورنۍ له خوا واک چلول عام وو. خو د سیاسي نظریو د ساحې په ګډون د تمدنونو تر منځ د نظریو تبادلې له یونانیانو تر مسلمانانو او له مسلمانانو تر اروپایانو او بالعکس، د تاریخ په اوږدو کې تل رامنځ ته شوې دي.دا آن د حقاني په کتاب کې لا ثابته ده.د بېلګې په ډول، د حقاني د کتاب په ۲۳م څپرکي کې په اسلام کې د حکومت د جوړښت په سکالو کې هغه په رسمي توګه د حکومت درې قوې: مقننه، اجرائیه او عدلیه مني. هغه د عدلیې په خپلواکۍ باندې بیا بیا ټینګار کوي. هغه د یوه اساسي قانون شتوالی د لاندې اړتیا د پوره کولو په موخه هم یادوي:

د شیندل شویو ډلو د منظمولو، د بې عدالتۍ د مخنیوي، د خلکو د حقونو د خوندیتابه او د عدلي سیستم ( ټولنیز او عدلي دواړو) جوړښت (۱۶۰ مخ).

د حکومت د څانګو دا ډول وېش ښايي په تاریخ کې تر یوه برید شوی وي. خو په رسمي ډول به د حکومت د مټو ( پیاوړتیا) په دا ډول وېش نړۍ تر ډېره بریده د اروپا له عصري سیاسې فلسفې پوروړې وي.  د تمدنو ترمنځ له یوه او بل څخه د کلتورونو او نظریو دا ډول اخیستل یا پورول یوه عادي خبره ده.  حقاني خپله هم په یو ډول خواشینۍ سره په ۲۴۲ م مخ کې دې ته اشاره کړې، خو دا په پراخه کچه د اموي اوعباسي تمدنونو له خوا آن  په ۷۸۶ زېږدي  کال د بغداد پلاز ته د خلیفه هارون رشید تر رسېدو پورې، له یونانۍ څخه عربۍ ته د آثارو د ژباړې له برکته شوي دي.

د حقاني پر اندېښنه سربېره به هم، ډېر تاریخ پوهان په دې آند وي چې د مسلمانانو په نظریو کې د یوناني تفکر ورګډېدل بده خبره نه وه.د قرآن د څرګندونو او ثابتو نصیحتونو له مخې خدای مسلمانانو ته فکري خپلواکي ورکړې چې د خدای په مخلوقاتو کې د خدای د رازونو د موندنې پلټنه وکړي. مسلمانانو وکولی شول چې د یوناني علومو پر مټ په بغداد کې تر هغو چې منګولو په ۱۲۵۸ زېږدي کال کې نیوه، په بېلابېلو برخو کې تمدنونه وپنځوي. اروپایانو په منځنیو پیړیو کې له مسلمانانو د هنرونو په ډېرو برخو کې  ډېر مهارتونه زده کړل چې د اروپا په رنسانس کې يې ښه رول ولوباوه.  

د لوړو زده کړو پخوانی وزیر مولوي عبدالباقي حقاني د لویې جرګې په خېمه د لوړو زده کړو له پاره د پالیسۍ په اړه یوې مشورتي غونډې ته د وینا په مهال. تر اوسه پورې اسلامي امارت یواځې اجراییه قوه لري، خو ځانګړې مقننه نه لري. انځور عامر قریشي/ فرانسپرېس،۲۹ آګست ۲۰۲۱

حقاني په رسمي ډول د حکومت په مقننه، عدلیه او اجرائیه برخو د وېش د منلو په ترڅ کې په ضمني ډول دا هم مني چې  په اسلامي حکومتولۍ کې لږ تر لږه د اروپا د سیاسي تفکر ځینې عناصر ورګډول هم شوني دي.په دې سربېره، که هیڅ هم نه وي، د اتلسمې پېړې په پای او د نولسمې په پیل کې به اروپايي عناصرو تر یوه بریده په اسلامي نړۍ کې خپلې ریښې درلودلې وي. دا نښې د حضرت محمد (ص) د لومړي خلیفه حضرت ابوبکر په ټولشموله ټاکنه کې چې ابوبکر يې مشرتابه ته ورساوه، څرګندې وې.

حقاني د تمدنونو دې تاریخي پروسې منلو ته چې یو او بل يې پیاوړي کړي دي، بې میله ښکاري. هغه د اسلامپال تفکر د نورو څښتنانو په څېر هیله لري چې داسې یوې سیاسې نظريې ته چې بېلګه يې بېخي نشته، پام واړوي. همدا  لامل به وي چې اسلامي امارت له یوه ټولواک امیر پرته د حکومتي ادارو په راغونډولو کې نابریالی دی. دا کار په یوه ځای کې هم د یوه واکمن او پیاوړي ځواک په توګه نه دی بریالی شوی. دې سکالو ته به لاندې کتنه وکړو.

  د مقننې برخې ګټور ټکی

دوه کاله کېږي چې اسلامي امارت بیاځلي واکمن شوی دی. تر اوسه پورې د دوی د حکومت د کلیدي عناصرو په جوړښت کې خوځښت نه تر سترګو کېږي. موږ لا یوه اساسي قانون ته چې تر څېړنې لاندې وي نه یو نژدې شوي او د امیر له پاره یو ځانګړی قانون نشته. په امارت کې امیر هم تر ټولو ځواکمنه اجرائیه قوه ده،هم د ټولو قوانینو آخیرنۍ سرچینه او آخرنی عدلي ځواک دی. سره له دې چې حقاني په خپل کتاب کې ددې ملاتړ کوي چې دغه ادارې بېلې او خپلواکې وي. هغه د یوې خپلواکې عدلیې او د یوه اساسي قانون د شتوالي پر اړتیا ډېر ټینګار کوي. هغه مسئله چې ښکاري اسلامي امارت يې په رامنځته کولو کې ډېره ستونزه لري، مقننه ده. دا چې اسلامي امارت یوه مقننه قوه  نه ده رامنځ ته  کړي حیرانوکې خبره مالومیږي. حقاني په خپل کتاب کې ټول څپرکی دوو تصورونو ته وقفوي چې په لومړي ګام کې داسې ښکاري چې دوی به د داسې مقننې په جوړولو بوختېږي. لومړی تصور د اهل الحل والعقد دی، چې په اصل کې د سیاسي فعالانو مجموعه ده.  په دې باندې په ۲۲ م څپرکي کې  له ۱۴۶ تر۱۵۸مخونو کې بحث شوی دی. دویم تصور د  شورا دی. حقاني یو بشپړ څپرکی د شورا سکالو ته چې ۲۲۸ – ۲۴۱ مخونو کې بحث پرې شوی، ځانګړی کړی دی. ددې دواړو څپرکو په منځ کې په اسلام کې د حکومت د جوړښت تر عنوان لاندې یو اوږد څپرکی دی. حقاني په هغه څپرکي کې مقننه داسې راپېژني:

د شورا د مجلس یا ولسي جرګې غړي انتخابي وي….. په عصري سیاست کې دې جرګې ته پارلمان او ځینې وخت مقننه هم وايي (۱۵۹مخ).

په لومړۍ کتنه کې خو داسې مالومېږي چې د یو ډول مقننې د جوړښت ځینې نښې شته، خو  تر هغه وړاندې،موږ د اهل الحل والعقد اصطلاح ته کتنه کوو او ګورو چې د حقاني په آند دا له یوې شورا سره څنګه ورته والی لري. اهل الحل والعقد خپله لومړۍ دنده چې د ټاکنیز کالج رول لوبول دي، په ګوته کوي.

د دیوبند مدرسې شاګردان د مدرسې د نوې ودانۍ په غولې کې د هندوستان د خپلواکۍ ورځ نمانځي.انځور: یاسر/ فرانسپرېس، ۱۵ آګست ۲۰۲۱

د حقاني د اهل الحل والعقد له څپرکي څخه څرګنده ده چی اصلي فقهاوو چی ددی ارګان د رول په اړه توضیحات ورکړي، ددې دنده يې د دولتمشر ټاکل ګڼلې ده. حقاني په دې اړه په پراخه کچه د امام جوویني ویناوې را اخیستې دي. د الجویني تعریف څرګندوي چې اهل الحل والعقد یو ټاکنیز کالج دی، چې حقاني یې  په ۱۴۶م مخ کې  رانقلوي:

د خلکو له منځه نامتو وګړي چې تجربه ولري، له دین سره بلد وي، ښه پوخ قضاوت کولی شي او د ښې وړتیا او درک له امله د خلکو چارې ورسپارل کېږي، اهل الحل والعقد بلل کېږي.

حقاني د سوریې معاصرعالم وهبه الزحیلي څخه هم نقل قول کړی دی. زحیلي په دې آند دی چې نوي امام یا د مسلمانانو مشر ته د اهل الحل والعقد وفاداري تر ډېره بریده د خلکو استازیتوب دی. حقاني وروسته په دې څپرکې کې د اهل الحل والعقد په سکالو باندې ډېرغږېدلی دی او دلایل یې راوړي چې ولې مېرمنو ته په دې شورا کې رول نه دی ورکړ شوی.هغه په دې اړه پیل د الجویني په نقل قول باندې کوي:

که له مېرمنو سره سلا کېدلی( د مشرتابه په ټاکنه کې) نو د حضرت محمد ( ص ) لور حضرت فاطمه به چې په ښځو کې تر ټولو غوره وه، د سلا استحقاق درلودای او همدا ډول د پیغمبر مېرمنې به د سلا حقدارې وای، خو موږ فطرتا پوهېږو چې مېرمنو هيڅ اړتیا نه درلوده چې ځانونه له دې خبرو سره وتړي.

امام جویني مېرمنې له عامو خلکو سره د مشرتابه په ټاکنه کې یو ډول ګڼي. هغه وايي چې د دوی ترمنځ یو هم د مشرتابه د ټاکلو وړتیا نه لري: « دوی په هغو خلکو کې چې ددې مسئلې وړتیا ولري، نه راځي». اوس نو باید حقاني وپوښتل شي چې د اهل الحل والعقد د غړیتوب معیار څه شی دی؟ هغه په ۱۴۶ مخ کې وايي چې له دیني عالمانو پرته نورخلک هم د شورا د غړیو په توګه منل کېدای شي.

یوه پوښتنه چې له حقاني باید وشي داده چې که تر دې وړاندې عامو مسلمانانو د اهل الحل والعقد د غړیتوب وړتیا نه درلوده، آیا ددې شورا له پاره په یوه ځانګړي عمر کې د اړتیا وړ پوهې له ترلاسه کولو وروسته سړی کولی شي ددې شورا غړی شي؟ آیا مېرمنې په ورته ساحه کې دا وړتیا نه شي پیدا کولی؟ سره له دې چې قرآن کریم وايي:

څه چې الله ستاسې څخه ځینو ته د ځینو نورو پرتله زیات ورکړي دي، د هغو هیله مه کوئ، د سړیو له پاره د خپل عمل حصه ده او د ښځو لپاره د خپل عمل برخه ده. هو، له الله څخه د هغه د فضل دعاګانې غواړئ. په دې کې شک نشته چې الله په هر څه پوه دی. (النساء ، ایت ۳۲)

که د اهل الحل والعقد او د شورا په اړه د حقاني آندونو ته راوګرځو، څرګنده ده چې اهل الحل والعقد په اصل کې په بشپړه توګه  د ټاکنیز کالج یو تصور و. د حقاني د پورته تعریف له مخې مشورتي جرګه بیخې یو بېل شی و. د حیرانتیا خبره ځکه ده چې حقاني دواړه تصوره سره ورته ګڼي. حقاني د څپرکې په بېخي پیل کې چې پورته يې هم یادونه وشوه، اړین مالومات چې د شورا له غړو سره تړاو لري، رانقلوي. هغه وايي اهل الحل والعقد بالکل د شورا په څېر دی.

  اهل الحل والعقد له شورا سره په برابرولو کې داسې ښکاري چې حقاني د عصري اصلاح غوښتونکي او اسلامي عالم محمد رشید رضا څخه مالومات راخیستي دي. ویل کېږي چې رشید رضا په معاصره دوره کې د اهل الحل والعقد په نوم د سِکې وهلو تصور هم ورکړی و.

نو د اهل الحل والعقد رول چې د حقاني په آند د مشورتي شورا دوه برابره دی، څه شی دی؟ د مشر تابه په ټاکلو کې اهل الحل والعقد مشورتي رول لري او  پرېکړه يې وروستی ده. د ولسي جرګې یا مشورتي اورګان په توګه ددې رول څه دی؟ آیا دا یواځې مشورتي دی که تقنیني رول هم لري؟ او که يې رول تقنیني وي، آیا پرېکړې يې د دولتمشر له خوا د اهل الحل والعقد د شورا په څېر هرومرو منل کېږي؟ همدا ډول  آیا د اهل الحل والعقد پرېکړي د دولتمشر په ټاکنه کې هم منل کېږي؟

ددې پوښتنو لومړیو ځوابونو ته حقاني په ۲۳۵ م مخ کې د سوریې د نامتو پوهاند وهبه الزحیلي (۱۹۳۲-۲۰۱۵) خبره د منلو په بڼه را اخلي:

 د اسلامي شریعت د مشورتي شورا او د انسان په لاس جوړو شویو تقنني اورګانونو تر منځ توپیرونه باید وځیرل شي. په اسلام کې مشورتي اورګان، مقننه نه ده. د مشورتي شورا دنده د خدای حکمونه را وړاندې کول او په هغو بحث کول دي. نو په شورا کې د لږکیو او ډېرکیو د رایو تر منځ توپیر نشته. خو د انسان له خوا په جوړ شوي نظام کې، مشورتي اورګان تقنیني ارزښت لري او واکمن اړ دی چې د ډېرکي رايه ومني.

نو د الزحیلي په آند د شورا رول تقنیني نه، بلکې مشورتي دی. حقاني دا مني چې په قرآن کریم او حدیثو کې هر څه نه دي تشریح شوي. ځینې قوانین باید د قرآن او حدیثو پر بنسټ جوړ شي او د حنفي فقهې له دوو نورو اصولو ، قیاس او اجماع نه باید کار واخیستل شي. د حقاني په اند(۱۵۹مخ):

قوانین دوه ډوله دي. په لومړي کې د شریعت نوښت شته. دویم ډول د شریعت د اصل په اساس د قوانینو تشریح ده. د قانون جوړونې لومړنی بنسټیز ډول د الله تعالی د قوانینو خوندي کول دي. د قانون جوړونې دویم ډول اصحابو، د هغوی پیرویانو، هغه خلک چې له قانون سره د سمو پرېکړو وړتیا لري او د اسلام ریښتینو عالمانو ته ورسپارل شوی دی. 

شورا د دویم ډول قانون له پاره ده.

که په لنډ ډول ووایو، د حقاني په آند د شورا رول تر ډېره بریده مشورتي دی، که څه هم شورا یو څه واک لري چې د هغو مسئلو په اړه، قوانین جوړ کړي چې په قرآن او حدیثو کې روښانه نه دي. دلته یوه اړینه پوښتنه راپیدا کېږي: آیا مسلمان واکمن یا دولتمشر د شورا له لورې د جوړو شویو قوانینو په پلي کولو مکلف دی؟ حقاني د خپل څپرکي په ۲۳۴- ۲۳۶ مخونو کې د شورا په دې برخه غږېدلی دی. عموما په دې اړه دوه نظرونه شته: دی وايي چې ځینې عالمان په دې باور دي چې واکمن د شورا د پرېکړې پابند دی، نور  يې ردوي او وايي چې واکمن د پرېکړې نه منلو واک لري. حقاني خپله په دې اړه پایلې ته نه دی رسېدلی.

د حقاني په کتاب کې د مقننې په اړه خبرو ما ته یو داسې احساس راکړ چېې یو لوی فرصت له ګوتو وتلی. قرآن په دې اړه ډېر روښانه دی:

او هغه کسان چې د خپل رب حکم مني، لمونځ قایموي، خپلې چارې په خپل منځي مشورې سره سرته رسوي. موږ چې هر څه روزي هغو ته ورکړې ده، له هغې څخه ( د الله په لار کې) لګښت کوي. (الشوری ۳۸ آیت)

هغه سورت چې دا آیت په کې دی، شورا نومېږي. د اهل الحل والعقد تصور ته د حقاني په کتاب کې ډېرارزښت ورکړ شوی دی. سړی به وايي چې موخه يې د ولسي جرګې او مشرانو جرګې جوړول دي، خو تر اوسه پورې نه د حقاني په کتاب کې د یوې نظریې په توګه او نه هم په عمل کې په اسلامي امارت کې په دې اړه څه پرمختګ شوی دی.

عصري زده کړې

دې ته په کتو چې اسلامي امارت به د زده کړو ارزښت ته د اسلامي امارت د حکومتولۍ د سیستم په کتاب کې ځانګړی ځای ورکړي، د حقاني له خوا زده کړو ته دومره ارزښت ورکول به ډېرو ته حیرانوونکی وي. زده کړې ریښتیا هم د حکومتولۍ موضوع نه ده. بیا هم حقاني د کتاب په پای کې ۶۰ مخه ـ درې بشپړ څپرکې د زده کړو سکالو ته ځانګړي کړي دي. دا ښیي چې لیکوال د زده کړو ارزښت مني. په دې دریو څپرکو کې چې دوه يې په زیاته کچه د مېرمنو ارزښت او د نجونو د زده کړو سیستم ته ځانګړي شوي، په خپله دوه برابره ارزښتناک کار دی.

دغه څپرکي کې هغه رول چې اسلامي امارت يې مېرمنو ته په عام ژوندانه او ټولنې ته د چوپړ په وړاندې کولو کې اړین بولي، له هغې برخې سره چې دوی ته زده کړې رانغاړي، ګډ څېړل شوی دی. ددې په اړه به نور وروسته راشي.

حقاني دیني زده کړې او هغه چې دی يې عصري زده کړې بولي، سره بېلوي. په بله مانا،هغه زده کړې چې په مدرسه کې او هغه زده کړې چې په یوه ښوونځي کې کېږي. د حقاني په اند لومړی حیثیت د دیني زده کړو دی او باید د نورو ټولو زده کړو چوکاټ دیني زده کړې وي.(۲۴۲ مخ):

یو اسلامي دولت باید دیني زده کړو ته پر عصري زده کړو لومړیتوب ورکړي. ددې مانا دا نه ده چې یو څوک باید عصري زده کړې بېخي بندې کړي، بلکې عصري زده کړې دې د دیني زده کړو په چوکاټ کې ورکړ شي.

ځینې به زما په ګډون، د زده کړو تر منځ دا فرضي وېش د دیني او سیکولر یا دیني او عصري زده کړو ستونزه وګڼي. قرآن په خپله هم له هغه څه ډک دی چې یو څوک یې ښايي د خدای ددې کتاب د بنسټيزو پیغامونو ملاتړي ساینسي ثبوتونه وګڼي لکه دا چې:

د کایناتو په نظام کې یووالی دی، په کایناتو کې هر شی د طبیعت حکم تعقیبوي، انسان هم باید همداسې وکړي. په تخلیق کې یوه ثابته بیا زېږېدنه شته- له مرګه وروسته د انسان ژوندي کېدل هم معقوله خبره ده. دا د دلایلو هغه ډولونه دي چې قرآن يې په مختلفو ځایو کې بیانوي. د دیني او عصري زده کړو تر منځ د حقاني او په عمومي ډول د افغانستان د دیني کړیو د وېش وړاندیز ریښتیا هم یوه عجیبه خبره ده.

په دیوبندي کړیو کې یو ډېرارزښتناک او معتبر کتاب «تاریخ ارض القرآن» یعني د قرآن د ځمکې تاریخ او جغرافیه سید سلیمان ندوي لیکلی دی. د کتاب عنوان خپله خبرې کوي، کتاب په خپله ثابتوي چې تاریخ او جغرافیه سره ورته مضامین دي.د قرآن یو بل لوی تفسیر بیا یو دیوبندي مفسر مولانا عبدالماجد درابادي په انګلیسي او اردو ژبو لیکلی دی. ده، سره له دې چې په مدرسه کې زده کړې نه دي کړې، خو دې موضوع ته په بشپړ ډول د عصري زده کړو له تناظره ګوري. دا باید وویل شی چې هغه د پراخې مطالعې پر مټ او له مولانا تهانوي سره د اوږده وخت تېرولو په برکت، خپله پوهه ډېره کړې ده.

حقاني زده کړې نه یواځې په دیني اوعصري برخو وېشي، بلکې دې پایلې ته رسېږي چې په سیکولر زده کړو کې دننه عصري مضامین زیان رسونکي دي. هغه په ۲۴۲م مخ کې لیکلي:

د اسلامي جمهوریت تر نسکورېدا وروسته د ښوونځي نجوني د یوه ښوونځي په انګړ کې. وروسته اسلامي امارت د نجونو د ټولو منځنيو ښوونځيو او لېسو د تړلو امر وکړ.انځور: عارف کریمي/ فرانسپرېس ، ۱۷ آګست ۲۰۲۱

تجربې ښيي چې په عصري، سیکولر او ساینسي زده کړو بوختېدل د خلکو د عقیدو او کړنو دواړو له پاره ډېر خطرناک دي. ددې زده کړو ښوونکي او زده کوو نکي د قرآن او سنتو او همدا ډول د اسلافو او امامانو د ویناوو د پرېښودو خوا ته کږېږي. دوی په عقلي دلایلو باور کوي او اسلامي اړتیاوي پرېږدي. په حقیقت کې د الحاد د هغې څپې مخنیوی چې د افغانستان حکومت يې ونړاوه، د افغانستان په تعلیمي ادارو کې د عصري زده کړو پر ځای دیني زده کړو ته په لومړیتوب سره کېږي.  

ما ته دا د عصري، سیکولر یا نا دیني زده کړو په اړه د افغانانو نظر ښکاري. د بېلګې په ډول، داسې نه مالومېږي چې د دیوبند مدرسې بنسټګرو دې د زده کړو په وړاندې دوښمني ښوولې وي. دیوبند مدرسه بې له شکه د دیني زده کړو د پرمختګ له پاره جوړه شوې وه.

هغو خلکو چې دیوبند مدرسه يې جوړه کړې وه، له نورو مضمونونو سره يې دوښمني نه درلوده. د دیوبند په تاریخ کې ضیاالحسن فاروقي لیکلي چې څه ډول په ۱۸۶۹ کال کې د نصاب یوې کمېټې د یوه ګام په ترڅ کې محصلینو ته د مدرسې موده له لسو کلونو څخه شپږو ته را لنډه کړه. ددې لامل دا و چې فارغین يې وړاندې تر دې چې عمر یې ډېرشي، په رسمي سیکولر ادارو کې درس وویلي شي. زما خپله تجربه ددې خبرې ملاتړ کوي. په ۲۰۱۱ م کې ما په دیوبند کې، د دیوبند د حدیثو له یوه لوی استاد او د جمیعت علماء هند مشر ارشد مدني سره، چې پخوا يې مشري دده پلار کوله، غونډه درلوده. مدني پر دې ډېر ټینګار کاوه چې د دیوبند په نصاب کې د عصري زده کړو د مضامینو د ورزیاتولو اړتیا نشته، خو که له فراغته وروسته محصلینو غوښتل چې عصري زده کړې وکړي، دوی پرېمانه وخت ورته لري. دا ښايي ځینو ته حیرانونکې وي چې د دیوبند او نورو لویو مدرسو څومره محصلینو به وروسته عصري زده کړې کړې وي.

د مدرسې دریځ د دیوبند د مدرسې د بنسټګر، مولانا قاسم نانوتوي خبرو کې چې په ۱۸۷۴ کې یې د مدرسي د جوړېدو په لومړیو کې په یوه غونډه کې کړې وې، بدرګه شو:

ددې اړتیا ده چې دودیزو زده کړو ته په ځانګړي ډول ، او د ټرېنینګونو له هغو برخو سره چې د اوسنیو زده کړو د پیاوړتیا له پاره ګټور دي، ډېر پام وشي:

دا زیان رسوونکې ده او د محصلینو تر سويې لوړه ده چې په دوو جلا څانګو کې وروزل شي.

د عصري زده کړو په اړه د دیوبند د اوسنیو او پخوانیو مشرانو دریځ د حقاني له دریځ سره څرګند توپیر لري. حقاني سره له دې چې د عصري زده کړو اړتیا مني، خو د یوه معمولي شي په سترګه ور ته ګوري. په ۲۴۵ م مخ کې لیکي:

په قرآن او د پیغمبر په ژوندانه او کردار پوهېدل، د خدای پېژندنه ده. د همدې موخې له پاره جنت او ځمکه پیدا کړای شوي دي، خو عصري زده کړې د دونیايي او فاني ګټو له پاره دي او د دغو ګټو د ترلاسه کولو اسباب دي.

نو ولې پر عصري زده کړو بې باوري (که تر افغانستان پورې محدوده نه وي)، د ظواهرو له مخې نوره هم په دې هېواد کې پراخېږي؟ په افغانستان کې لږ تر لږه په تېره پېړۍ کې عصري زده کړې په عمومي ډول د یوې فکري (عقیدوي) اجنډا د برخې په توګه پېژندل کېږي. همدا فکر د امیر امان الله خان په وخت (۱۹۱۹-۱۹۲۹ ) کې هم و. د امان الله خان مورد کې عصري زده کړې د ترکیې له کمال اتاترک (۱۹۲۳- ۱۹۳۸ ) سره په تړاو، د ټولنې په سیکولر کولو پسې وتړل شوې. وروسته لکه د حقاني پورته یاد شوی نقل قول چې ښيي عصري زده کړې له الحادي نظریې سره تړل شوې دي. ددې مانا دا نه ده چې دیني زده کړې په کوم ډول د عصري زده کړو ضد دي.

دلته د پړې څو نښې دي چې پر بنسټ یې باید د افغانستان علما ومني چې ویې نه شوای کړی عقیده له عصري نظریو سره موافقه تشریح کړي.

په زده کړو کې د مېرمنو او نجونو ونډه

 قرآن له ساینس سره ټکر نه لري ځکه چې ساینس هم د تخلیق د نظریې او د کاینانو د راز په توګه د خدای د واک او شان نښه ده.

د اسلام په اړه یوه ډېر پاموړ خبره داده چې څنګه یو امي (بې سواده) سړی د یوه مذهب له پاره د پوهې داسې لارښود شو چې د زده کړو په ارزښت پوهېږي او د زده کړو حاصلولو لویه سپارښتنه کوي.  په حضرت محمد (ص) باندې د قران کریم دغه وحې يې شاهدي وايي‎:

اې پیغمبر (ص) ولوله، د خپل رب په نوم چې هغه ( ټول مخلوقات) پیدا کړي، د کلکې شوې وینې له یوې ټوټې څخه يې انسان هست کړ. ولوله، او ستا رب ډېر مهربانه دی، چې هغه د قلم په مرسته ( انسان ته) علم وښود، انسان ته يې هغه علم ورکړ، چې هغه پرې نه پوهېده (العلق، ایات ۱-۵).

مکې ته نژدې په حرا غار کې د مراقبې په حالت کې ددې وحي په تر لاسه کولو وېرېدلي محمد خپلې مېرمنې خدیجې ته بېرته ورمنډې کړې. هغه د مکې په وتلیو سوداګرو ښځو کې یوه مخکښه مېرمن وه. د ځوان محمد (ص) له شخصیت او ریښتینولۍ څخه په اغېز يې هغه په کار ګومارلی و، چې خبره آن تر واده پورې ورسېده. دا مهال چې د محمد (ص) ژوند له یوه ناڅاپي بدلون سره مخ شو، خدیجه هغه مېرمن وه چې پیغمبر ته یې ډاډ او پیاوړتیا ورکړه او وړاندې تګ ته يې وهڅاوه.

د احادیثو د پراخو کتابونو د مالوماتو په کتلو سره سړی، د نارینه وو او ښځو زده کړه کې د توپیر پوښتنه نشي پیدا کولی. حقاني پر دې سکالو هم خبرې کړې دي. دی، د مخکنیو فقهاوو په پَل نیونه، په دې کې شک نه لري چې  زده کړې د نارینه وو او ښځینه وو له پاره بې توپیره اړینې دي.

په ۲۵۳ م مخ کې د فقیه ابن الحاج څخه نقل قول کوي:

که یوه ښځه واده شي او زده کړې يې نه وي کړې، نو په مېړه يې لازمه ده چې پوهه وروښيي. که يې مېړه دا کار و نه کړي، مېرمن يې باید غوښتنه وکړي، که يې مېړه بیا هم زده کړه ور نه کړي،ښځه حق لري چې د زده کړو کولو له پاره د کور پرېښوولو غوښتنه وکړي. که د مېړه يې خوښه نه وي، مېرمن يې د مېړه له اجازې پرته د زده کړو په نمت کور پرېښوولی شي. الخطیب البغدادي وايي چې حاکمان باید مېړونه مجبور کړي چې دا ډاډ ورکړي چې د دوی مېرمنو زده کړې کړې دي.

د کندهار په یوه مدرسه کې نجونې د روژې په میاشت کې قرآن کریم لولي.انځور: ثنا‍ء الله صیام/ فرانسپرېس ، ۱۶ اپریل ۲۰۲۳

حقاني د ښځو د زده کړو له پاره یو طرحه وړاندې کوي. د ښځو د زده کړو په اړه دده نظر د ستاینې وړ او اړین دی او د هغې طریقې چې دوی يې له مخې زده کړې کوي لومړۍ ستونزه داده چې که ښځو ته د زده کړو اجازه ورکړ شي، نو ښځې باید له کورونو ووځي. هغه پوښتي چې مېرمنې دا کار څه ډول کولی شي؟ او بیا د قرآن د مفسر امام قرطبي قول راوړي چې  په ټینګار د شریعت دا کلک دریځ یادوي چې مېرمنې دې په کور کې دننه وي او له کوره دې له ډېرې اړتیا پرته نه وځي. نو له دې امله اړینه ده چې له حقاني وپوښتل شي چې د نجونو زده کړې اړینې بولي که نه. 

حقاني خپل څپرکی په دې وضاحت سره چې د نجونو په زده کړه کې دده له پاره څه شی ډېر اړین دی، پیلوي(۲۴۸م مخ):

که یوه چاره په مېرمنو فرض وي، نو دا هم په هغوی فرض ده چې هغه وپېژني . او که دوی ته د یوې چارې د کولو اړتیا وي، ددې اړتیا هم شته چې هغه زده هم کړي.

د حقاني په آند، دغه قانون ښځو ته اجازه ورکوي او آن مجبوروي  یې چې زده کړې وکړي. په ننني افغانستان کې د نجونو له پاره د منځنۍ کچې د زده کړو په نورو ډولونو له بندیز سره سره هم، د نجونو مدرسې فعالې دي. په هر صورت حقاني هغې پوښتنې ته نه ځي چې د نجونو له پاره عصري زده کړې همدا اوس اړینې دي او که نه، خو پر ځای يې هغه د څپرکي په پاته برخو له ۲۵۴-۲۶۲ پورې په دې غږېدلی دی چې دده په فکر که چېرې نجونې د زده کړو له پاره  له کوره وځي نو حجاب او اخلاق باید مراعات کړي. د ښځو د عصري زده کړو په اړه د حقاني شکونو ته په کتو، د حیرانتیا خبره نه ده چې سړی ووایي د نجونو د منځنیو ښوونځیو او لېسو د بیا پرانیستلو خبره چې پر واک د اسلامي امارت تر ولکې وروسته په رسمي ډول بېخي نه دې پرانستل شوې، د حقاني او د اسلامي امارت له پاره دومره بیړه نۍ نه ده.

د نجونو د زده کړو دې اړینې پوښتنې ته آن د حقاني د فکر په چوکاټ کې هم ځواب موندل کېدای شي: له زده کړو پرته،نورې کومې چارې په ښځو فرض دي؟   

د حقاني  د معیار له مخې ، که فعالیت اړین وي، نو ښوونه به خامخا اړینه وي. د بېلګې په توګه د افغانستان نجونې به میندي شي: کوم ډول زده کړه به اړینه وي چې په غوره شونې لاره دغه رول پوره کړي؟ دلته سړی د قرآن د تدبیر المنزل، کورني اقتصاد یا د کور اداره او مدیریت د سکالو مطالعې ته چې د النسا، النور او الحجرات په سورتونو کې خبرې پرې شوې دي، اشاره کولی شي.  د کورنۍ اقتصاد د محاسبې او ریاضي د یو څو اړتیاوو یو څه زده کړه په نظر کې نیول شوې ده. که ښځې وغواړي چې روغتیايي کارمندانې شي، چې  د۱۹۹۰ یمو کلونو امارت او اوسنی امارت يې له کار او زده کړو سره موافق دي، نو له عصري زده کړو پرته به څه ډول نرسې، قابلې یا ډاکټرانې شي؟

که د حقاني دې نظریو ته چې مېرمنو ته باید د کومو کارونو اجازه ورکړ شي، ښه ځیر شو، د نجونو په اړه دده نظر د پوښتنو د حل کولو پرځای، ډېرې پوښتنې راپورته کوي. سربېره پر دې، حقاني د الحاج قول راوړی چې وايي یوه مېرمن ښايي د زده کړو حق له مېړه واخلي، هلته  دا نښه نه شته چې ګنې  فقیه دې د زده کړه برخه کې یواځې په دیني اړخ خبرې کړې وي، کله چې وایي مېرمنې باید له خپلو مېړونو د زده کړو حق وغواړي. 

پایله

په پیل کې ما یادونه وکړه چې د«اسلامي امارت او نظام یې» کتاب د اسلامپالنې د فقهې په ډول لیکل شوی دی. په سریزه او تر یو څه بریده خپله کتاب کې داسې وایي چې سیاست د اسلامي فقهې د هغې موضوع یوه برخه ده چې د خلکو تر منځ په معاملاتو پورې اړه مومي.د فقهې په دوو برخو، معاملاتو او عباداتو د ویشلو پر مهال په معاملاتو کې سیاست ته پاموړ ارزښت ورکوي. 

حقیقت دادی چې اسلامي فقهې د حقاني د څرګندونو پر خلاف، په دودیزه توګه له سیاست سره د سیاسي نظریې په څېر معامله نه ده کړې. حدیثو او اسلامي فقهې حکومت د سیاسي تیورۍ په توګه نه، بلکې قوماندانانو او حکمرانانو ته د دوی د دندې په اړه بیان کړی دی. سربېره پردې په دغو بحثونو کې قوماندانان او حاکمان د افرادو په توګه یاد شوي دي. سیاسي تیوري په افرادو پورې اړه نه لري، بلکې له ټولنې سره تړلې ده. حقاني زده کړې په خپله اسلامپاله فقه کې ورګډوي، خو په حقیقت کې له اسلامي فقهې سره توپیر لري.نو ویلی شو چې حقاني د هغو مسئلو له پاره یوه فقه جوړوي چې د اسلام د سترو فقهاوو په فقهه کې نشته.

ځینې لاملونه به هرومر وو چې اسلامي فقهاوو مناسبه نه ده ګڼلې سیاسي نظریه په خپلو فقهې آثارو کې ورګډه کړي. یو لامل دادی چې سیاسي تیوري یا دولتي ماشین، لکه زده کړې، د تاریخ له یوې دورې تر بلې پورې ثابتې نه دي پاته شوې. کړنلارې د بشر له پرمختګ،اړتیاوو، ډېرو زده کړو، نویو اغېزو او تجربو سره سمې بدلې شوې دي. څو پېړۍ وړاندې به نو فقهاوو دې ته څه اړتیا درلوده چې په هغه څه بحث وکړي چې په ډېره لنډه موده کې بې ارزښته کېده. قرآنکریم او د پیغمبر (ص) ارشاداتو په دې اړه بحث نه دی کړی، نو فقهاو څنګه په دې بحث کړی وای. اسلام چې د حکومتولۍ او عدل کوم اصول وړاندې کړي هغه تر اوسه هم پیاوړي دي.دا چې دا تګلارې څنګه پلې کېږي، له یوه مهاله تر بل مهاله، او له یوه ځایه تر بله ځایه توپیر لري.    

هلکان او ځوانان دهند د شمالي ایالت په اترپردېش کې دیوبند مدرسې ته د شامیلېدا په پار چمتوالی نیسي. انځور: سجاد حسین/ فرانسپرېس ، ۸ سیپتمبر ۲۰۱۱

په اسلام کې دوې بېلابېلې برخې لیدلی شو. یوې خوا ته زموږ باورونه او معاملې، د خدای عبادت او له نارینه وو او ښځینه وو سره زموږ اړیکي، د خدای او بندګانو حقونه، دا ثابت او نه بدلېدونکي دي. دا هغه څه دي چې په اسلامي فقهه کې دننه تعامل ورسره کېږي. نور داسې شیان دي چې له هغه ځای او مهال سره تړلي دي چې موږ پکې اوسو. زده کړې او کړنلاره هغه دوې سکالوګانې دي چې د حقاني په کتاب کې د دویمې کټګورۍ په توګه بحث پرې شوی دی. د حقاني په لیکنه کې دده له ډېرې پوهې او علم سره سره هم ستونزه داده چې دی د اسلامي اصولو پر بنسټ  یوه فقه جوړوي، یوه اسلامپاله فقه، خو هغه له مهال او ځای سره په تړلیو شیانو باندې پلې کېږي. هغه فقه چې خپله مورد نه لري، د امتحاني پلې کولو هڅې يې روانې دي.

جانبټ له یوې دودیزې مدرسې څخه جرنالیزم او ویاندويۍ ته راغی. له تېرو دېرشو کلونو راهیسي هغه په ډېروهېوادونو، په ځانګړي ډول افغانستان کې په عصري بڼه د راډیويي ډرامو د لړیو او کیسو د مشر په توګه کار کړی دی : په ۱۹۹۰ کې د نوي کور نوي ژوند ډرامه او په دې نژدې وختونو کې د پولې پورې، ډرامه.

« اسلامي امارت او نظام يې» لاندې څپرکي لري:

۱- د شیخ مولوي هبة الله اخندزاده سریزه (۵-۶ مخونه)

۲- د کتاب په اړه، امیرالمومنین (۷-۹ مخونه)

۳- د لیکوال د ژوند یو لنډیز

۴ـ د کتاب پېژندنه (۱۷-۱۹ مخونه)

۵ـ د حکومت ډولونه (۲۰-۲۱ مخونه)

۶- د یوه حکومت د لارښوونې اړتیاوې (۲۲-۲۴)

۷ـ ولي جوړشوي قوانین بې باوره دي (۲۵-۲۹)

۸ـ اسلامي حکومت (۳۰-۳۲ مخونه)

۹ – د اسلامي قانون سرچینې (۳۳- ۳۶)

۱۰ ـ فکري مکتبونه (۳۷-۳۸)

۱۱ ـ انساني طبیعت او خوی (۳۹-۴۰)

۱۲ – خپلواکي (۴۱)

۱۳- آزادۍ (۴۲-۴۶)

۱۴ ـ د یوه اسلامي دولت ترمینالوژۍ (۴۷-۵۰)

۱۵ – د دولت د مشر له پاره القاب او نومونه (۵۱-۵۴)

۱۶ – بیرغ او توغ (۵۵-۵۷)

۱۷ – د دولتمشر له پاره ټاکنې (۵۸-۷۹)

۱۸ –  د دولت د مشر شرطونه او نسبتونه (۸۰-۸۶)

۱۹ – د یوه دولتمشر دندې او مسولیتونه (۱۲۶-۱۴۰)

۲۰ – د اتباعو دندې (۱۴۱-۱۴۵)

۲۱ –  اهل الحل والعقد ( ۱۴۶-۱۵۸)

۲۲ – په اسلام کې د حکومت جوړښت:مقننه، اجراییه او قضا (۱۵۹-۲۲۷)

 ۲۳ – شورا (۲۲۸- ۲۴۱)

لیکوالان: