کله چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ولسي جرګې له ټاکنو لږ وړاندې په ټاکنو کې د بایومتریکوسیلو د کارونې خبره وکړه، داسې یوه تګلاره یې هم ومنله چې له مخې یې هغه رایې باطلې بلل کېدې چې له نوي سیستم پرته کارول کېږي. خو دا خبره هیڅکله روښانه نه وه چې د هغو مرکزونو له رایو سره به څه کېږي چې بایومتریکوسیلو پکې کار نه دی کړی. وروسته، د ټاکنو پر ورځ د ټاکنو خپلواک کمیسیون هغو رای مرکزونو کې د رای اچونې اجازه ورکړه چې یاد شوي سیستم پکې کار نه کاوه. اوس د ټاکنو کمیسیون لپاره هغه رایې په سر خوږي بدلې شوي چې له بایو متریک پرته اچول شوې دي. د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون دې ستونزې ته د ځواب لپاره رامخ ته شو او هڅه يې کړې د ټاکنو کمیسیون مجبور کړي هغه تګلارې پلې کړي چې د ټاکنو له ورځې مخکې یې غوره کړې وې. د دې ستونزو په پایله کې داسې جوړ جاړي ته لارې پرانیستل شوه چې د سمو او ناسمو رایو د مالولو لپاره معیارونه وټاکل شي. خو بیا هم داسې نه ښکاري چې د نوي سیستم په پلي کولو سره دې اوسنیو ستونزو ته دپای ټکي کېښودل شي. د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې څيړونکي علي یاورعادلي یې جزییاتو ته کتنه کړې.
جړه: د بایومتریک ماشینو نه کارېدو ستونزې ته د ټاکنو کمیسیون ناروښانه حل لارې
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د پراخو سیاسي فشارونو په پایله کې د تلې میاشتې پارلماني ټاکنو لپاره په وروستیو شېبو کې د بایومتریکوسیلو د کارونې خبر ورکړ. (د نور مالوماتو لپاره دا ځای کېکاږئ) د همدې فشارونو په پایله کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ولایتونو ته پر وخت د همدې ماشینونو د استولو، کارولو ته یې د خپلو کارکوونکو د چمتو کولواو یا هم د دې لپاره کافي وخت نه درلود که له ستونزو سره مخامخېږي، څنګه به یې غوڅوي.
په داسې حال کې چې د ټاکنو کمیسیون ویلي، یادې شوې الې یا ماشینونه د درغلیو په مخنیوي کې مهم ګام دی، خو دا یې هیڅکله نه دې روښانه کړيچې له هغو رایمرکزونو سره به څه کوي چې بایومتریکوسیلې نه دي ور رسول شوي او یا یې په کارونه کې ستونزې وي. (رایمرکزونه هغه ځایونه دي چې د سړیو او ښځو لپاره د رایې اچونې خونې یا محلونه لري) دا ډول ستونزې په بېلابیلو کټګوریو ویشلی شو: ځینو مرکزونو ته له سره دا الې استول شوې نه وې. ځینو ته استولشوې وې خو کار یې نه دی کړی. یو شمېر مرکزونو کې یې د ټاکنو کارکوونکي له کارونې سره بلد نه وو. داسې مرکزونه هم وو چې د ورځې په پیل کې یې کار کاوه، خو وروسته یې کار پریښی وو. ځینو ځایونو کې په پرېنټرونو کې رنګ ختم شوی و. نورې ستونزې هم وې.
د هغو اصولو له مخې چې د ټاکنو له ورځې وړاندې د بایومتریک سیستم له پاره ټاکل شوي وو، هغه رایپاڼې باطلې بلل کېدې چې له دې سیستم پرته کارول شوې وي. (د بایو متریک سټیکر، د رای مرکز کوډ، د رای اچونې تاریخ ، د رای اچونې وخت او د رای اچوونکي د کیو آر ځانګړی کوډ د بایومتریک له مالوماتو سره یو ځای چاپ کېده) خو د ټاکنو د کمیسیون دا تګلاره وروسته له هغه بې ګټې شوه چې نه پوهېدل د هغو مرکزنو له رایو سره څه وکړي چې له بایومتریک پرته کارېدلې دي. (۱) همغسې چې اټکل یې کېده، د ټاکنو په ورځ د رایو ځینو مرکزونو ته بایومتریک الې نه وې رسېدلې، یا یې کار نه کاوه او یا یې کارکوونکي په کارولو نه پوهېدل. له همدې امله د ټاکنو کمیسیون له چمتووالي پرته د ټاکنو پر ورځ له غرمې وروسته په خبري ناسته کې یوه پرېکړه ( شمېره: ۸۹-۱۳۷۹) وکړه. ( په دې اړه د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې پخوانۍ شننه دلته کتلای شئ)
د ټاکنو کمیسیون په پرېکړه کې راغلي ( په هغو رایمرکزونو کې چې بایومتریکالې ور رسېدلې نه دي، یا یې کار نه دی کړی، باید د تخنیکي غوراویو په مرسته حل شي، (مالومه نه ده چې هدف یې څه وو). خو که دا ستونزه لا هم پر خپل ځای وي، بیړني ماشینونه او یا هغه ماشینونه دې پکې وکارول شي چې د بندورایمرکزونو لپاره په پام کې نیول شوي وو. که بیا هم دا ستونزه پر خپل ځای پاتې وي، رای اچونه دې د ګډونوالو د نوملړنو په پام کې نیولو سره مخ ته ولاړه شي او خلک دې خپلې رایې وکاروي. د ورځې په پای کې دې د رای اچونې د مرکز مشر او څارونکي په ځانګړې پاڼه کې خپل نظر په جزییاتو ولیکي او د نوماندانو له استازو او څارونکو نه دېپرې لاسلیکونه واخلي.)
که د ټاکنو کمیسیون دا پرېکړه د رای مرکزونو چارواکو ته دا واک ورکوي چې و له بایومتریک ماشینونو پرته رایېوکاروي ( که بایومتریک ماشینونه نه وو) خو دا واک یې نه دی ورکړي چې د رایو پر کره والي او ناکره والي خپل نظر ورکړي. اوس داسې ښکاري چې د ټاکنو کمیسیون وروستۍ پرېکړې هغه پخوانۍ تګلاره لغوه کړه چې ویلي یې و لهبایومتریکسټيکر پرته اچول شوې رایې به باطلې وي. (ځکه دا هیڅ مانا نه لري چې رای اچونې ته اجازه ورکړ شوې وي او اچول شوې رایې سمې ونه بلل شي) د همدې مسالې ناروښانتیا وروسته د ټاکنو کمیسیون او د شکایتونو کمیسیون مخامختیا ته لار پرانیسته.
د ستونزې پراخوالی: په څومره رایمرکزونو کې بایومتریکالې نه دي کارول شوي؟
داسې کره مالومات نشته چې دې ستونزې به څومره د رای اچونې صندوقونه اغیزمن کړې وي. د ټاکنو خپلواک کمیسیون ضد و نقیضې شمېرې ورکوي. د دې کمیسیون مشر ګلاجان بدیع صیاد له ټاکنو درې ورځې وروسته، کله یې چې د رایشمېرنې ملي مرکز پرانیسته وویل، چې بایومتریک ماشینونه د ټولهېواد په ۲۰ سلنه مرکزونو کې نه دي کارول شوي او د ټاکنو کمیسیون کارکوونکي هڅه کوي د دې مرکزونو رایپاڼې په ډېر احتیاط سره وګڼي. (د رسنیو رپوټونه دلته کتلای شئ)
د رسنیو په نورو رپوټونو کې (دلته او دلته یې کتلای شئ) د ټاکنو خپلواک کمیسیون د چارواکو له خولې ویل شوي چې څه نا څه شل سلنه رایمرکزونو کې بایومتریکالې نه دي کارول شوي او دلیل یې دا دی چې یا وراستول شوې نه دي او یا یې د تخنیکي ستونزې له وجې کار نه دی کړی. د ټاکنو کمیسیون ویاند حفیظ الله هاشمي بیا بي بي سي ته د لړم پر ۶ ویلي و، داسې ولایتونه هم شته چې یوازې یې په پنځوس سلنه مرکزونو کې بایومتریک الې کارول شوې دي.
د ټاکنو کمیسیون مرستیال ویاند ذبیح الله سادات د لړم پر ۸ د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته وویل چې په ۹۰ سلنه مرکزونو کې بایومتریک الې کارول شوې دي. نوموړي دارنګه ویلي د کونړ، لغمان او پنجشیر په څیر ولایتونو کې بیا آن په ۹۸ سلنه مرکزونو کې بایومتریک الې کارول شوې دي خو په ځینو نورو ولایتونو کې بیا دا کچه ۹۵ او یا هم ۹۲ سلنه وه.
ښايي دا ډول ضد او نقیضې شمېرې ټولې سمې وي. د دې شونیتیا شته چې ښايي په ۲۰ سلنه مرکزونو کې لږ تر لږه یوه کې يې د بایومتریک ستونزې وې؛ او په ټولو ۹۰ سلنه رایمرکزونو کې لږ تر لږه په یوه هغه کې یې بایومتریک سم کارول شوی وي. حقیقت دا دی چې (د رایو مرکز) اصلي واحد نه دی، بلکې اصلي واحد د رایو محل یا هغه خونه ده چې رایې پکې اچول کېږي.
د وحدت ګوند مرستیال مشر او د سیاسي ګوندونو ویاند محمد ناطقي د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته وویل چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون سیاسي ګوندونو ته ویلي چې یوازې اته سلنه رایمرکزونو کې بایومتریکالې نه دي کارول شوي. نوموړي دا هم وویل چې د ټاکنو کمیسیون باید د هغو رایمرکزونورایېسمي وګڼي چې بایومتریک پکې کارول شوی نه وي. د هغه په وینا آن که بایومتریک په ۷۰-۸۰ سلنه مرکزونو کې کارېدلی هم وي، باید د ټاکنو کمیسیون په پاتې ۲۰- ۳۰ سلنه مرکزونو کې له سره ټاکنې وکړي.
د افغانستان د ټاکنو د څار خپلواکې ادارې ټيفا په خپلو لومړنیو موندنو کې ( چې د لړم پر ۸ یې خبري کنفرانس کې وړاندې کړې او د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته یې هم یوه کاپي رسېدلې) ویلي د دوی د څارونکو د رپوټ له مخې په ۱۸ سلنه رایمرکزونو کې بایومتریکالې نه وې ( ۱۶ ولایتونو کې) په ۴۲ سلنه مرکزونو کې بایومتریک الو سم کار نه دی کړی؛ او همدې د ټاکنو بهیر څو ساعته وځنډاوه او کارکوونکي یې مجبور شول چې له بایومتریک سیستم پرته د رای اچونې بهیر مخ ته بوځي.
د ټیفا په لومړني رپوټ کې دا هم ویل شوي چې د دوی د څارونکو د مالومانو پر بنسټ په ۲۱ سلنه رایمرکزونو کې د رای اچوونکو لیستونه نه وو. په پاتې ۷۹ سلنه مرکزونو کې بیا ستونزې وې. په ځینو برخو کې د رای اچوونکو نومونه نه وو، په ځینو ځایونو کې ۴۰ او یا هم ۵۰ کلن وګړي له ۱۸ کلنۍ په کم عمر ثبت شوي وو او داسې هم شوي چې د رایاچوونکولیستونه ناسمو ولایتونو ته استول شوې دي (۲) همغسې چې یادونه وشوه، په لاندې برخو کې سمه روښانتیا نشته.
الف: څومره مرکزونو (او کومو مرکزونو) ته بایومتریک وسیلي نه دي رسېدلي
ب:څومره محلونو ( او کومو محلونو) ته بایومتریک الې رسول شوې دي خو کارول شوې نه دي
پ: څومره محلونو ( اوکومو محلونو) کې بایومتریک الې کارول شوې دي خو د ټاکنو په ټوله ورځ کې نه دي کارول شوي، لکهد بېلګې په ډول بایومتریک الو کار پرېښی او یا یې په پرېنټر کې رنګ خلاص شوی دی.
ځواب: د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون رامخته کېدل
دې ناڅرګند حالت ته د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د اکټوبر پر ۲۷ یوه پرېکړه اعلان کړه چې د کمیسیون پنځو واړو غړو پرې لاسلیکونه کړي وو او پکې ویل شوي د ولسي جرګې په ټاکنو کې اچول شوې سمې او ناسمې رایې دې بېلې کړل شي. د شکایتونو کمیسیون وايي (دا پرېکړه یې د ټاکنو حالت، دشکایتونو جدي والي، له سیاسي ګوندونو او له ټاکنو سره اړوندو مدني ټولنو سره له پراخو تخنیکي او قانوني سلا وروسته کړې ده) شکایتونو کمیسیون په خپله پرېکړه کې د سمو او ناسمو رایو دبیلولو لپاره لاندې معیارونه په پام کې نیولې دي:
- هغه رایې چې د بایومتریک له لارې کارول شوې دي او د رای اچوونکو له نوملړ سره سر خوري، سمې رایې بلل کېږي. (که چېرې داسې دلایل نه وي چې له مخې یې رایې باطلې وښودل شي)
- هغه رایې چې رای اچوونکو د لیست په نشتوالي کې د بایومتریک له لارې اچول شوې دي خو بنسټ یې عمومي لیست وي، باطلې نه دي او سمې رایې بلل کېږي. (که چېرې داسې دلایل نه وي چې له مخې یې رایې باطلې وښودل شي)
- هغه رایې چې د رسمي لیست پر بنسټ له بایومتریک پرته اچول شوې وي، باطلې شمېرل کېږي، ځکه دا رایې د رایې اچونې، رایې شمېرنې او بایومتریک ماشینونو له بهیر سره په ټکر کې دي.
- هغه رایي چي د بایومتریک له بارکوډونو او رسمي لیست پرته اچول شوې وي، بشپړې باطلې بلل کېږي. (۳)
د لړم پر ۵ د شکایتونو کمیسیون دې پرېکړې په دې اړه پراخ ګرم بحثونه راوپارول چې د ټاکنیزو قوانیونو له مخې کوم کمیسیون د دې واک لري چې رایې داعبتار وړ یا باطلې اعلان کړي. (۴) د ټاکنو کمیسیون غبرګون ډېر تند و. د لړم پر ۶، د ټاکنو کمیسیون ویاند هاشمي بي بي سي ته وویل د شکایتونو کمیسیون د دې واک نه لري هغه رایې چې له بایو متریک پرته کارول شوې دي، باطلې اعلان کړي. هغه د شکایتونو کمیسیون پرېکړه ناقانونه او غیراخلاقي وبلله او زیاته یې کړه ( دا ځان ښودنه او نمایش دی) او هیڅ قانوني بنسټ نه لري او غواړي په دې ډول خپل ځانونه مخ ته کړي.
بل پلو، سیاسي ګوندونو او څیرو د شکایتونو کمیسیون د پرېکړې ملاتړ او هرکلی کاوه. د بېلګې په ډول د حراست او ثبات شورا ( په اړه یې د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې شالید دلته کتلای شئ) دسیاسي جرګه ګۍ مشر عمر داودزي پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي: د شکایتونو کمیسیون پرېکړه دستاینې وړ ده او موږ یې ملاتړ کوو. هغه ادعا کړې چې په پراخه کچه بیلابیلو سرغړونو، ستونزو او درغلیو ټولو خلکو او سیاستوالو ته په افغانستان کې اندېښنې ور اچولې دي. نوموړی وایي ( د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون مسوولیت لري ټولو دې ډول شکایتونو او نیوکو ته په بشپړ پام سره ځواب ومومي. په دې ډول حساس او مهم وخت کې د شکایتونو کمیسیون دا ډول ريښتینې او سمه پرېکړه کړې، د ستاینې وړ ده)
ولسي جرګې هم له بایومتریک پرته دکارول شویو رایو د باطلولو ملاتړ وکړ. د دې جرګې مشر عبدالرووفابراهیمي د لړم پر ۷ د ولسي جرګې غونډې ته وویل ( په ټولو ټاکنو کې د روڼوالي لپاره د بایومتریک کارونه مهم اصل دی. د افغانستان ټول سیاسي لوري پر دې هوکړه یوه خوله دي او اوس باید پلې شي)
د بامیانو استازي فکوري بهشتي وویل د ټاکنو کمیسیون کارکوونکو په بامیانو کې هیچا ته اجازه ور نه کړه چې له بایو متریک پرته رایه وکاروي. اوس که له بایومتریک پرته اچول شوې رایې باطلې اعلان نه شي، دا به په ښکاره دوه ګونی چلند وي ځکه هغو مرکزونو کې چې بایومتریک نه دی کارول شوي، حتما به له نورو ځایونو پکې د درغلیو شونیتیا ډېره وي) ( نور دلته ولولئ)
ځینو بیا د شکایتونو کمیسیون پرېکړه وننګوله. د بېلګې په ډول اطلاعات روز ورځپاڼې د لړم پر ۷ لیکلي وو ( د شکایتونو کمیسیون له پرېکړې سره به د هغو ګڼ شمېر خلکو رایې باطلې شي چې د ټاکنو پر ورځ یې د ټاکنو کمیسیون له پرېکړې وروسته له بایومتریک پرته رایې ورکړې دي. د دې مانا دا ده چې د افغانستان د ګڼ شمېر وګړو رایې په لوی لاس بې اعتبارې بلل کېږي) ورځپاڼې لیکلي چې د شکایتونو کمیسیون دې له وچو سره لانده نه سوځوي.
د شکایتونو او ټاکنو کمیسیونو ګډه پرېکړه
د لړم پر ۸ د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون له پرېکړې وروسته، دواړه ټاکنیزکمیسیونونه پر خپلو اختلافاتو د بحث لپاره سره جرګه شول او داسې ښکاري چې اختلافونه یې اوس څنډې ته کړې دي. د لړم پر ۸ د ټاکنو کمیسیون او د شکایتونو کمیسیون ګډه خبرپاڼه خپره کړه. په دې خبرپاڼه کې د هغو رایو لپاره چې د باور وړ بلل کېږي، درې معیارونه په پام کې نیول شوې دي:
- هغه رایپاڼې به داعتبار وړ بلل کېږي چې له رایمرکزونو او محلونو راوړل شوې وي.
- هغه رایېد اعتبار وړ دي چې د بایومتریک سیستم په کارونې سره د رای اچوونکو د چاپ شویو لیستونو له مخې اچول شوې وي.
- هغه رایې د اعتبار وړ دي چې د بایومتریک ماشینونو د عمومي لیست په اساس کارول شوې وي ( که د رای اچوونکو چاپ شوي لیستونه نه وو) خو د رای اچوونکو نومونه د ټاکنو کمیسیون دمالوماتو له اصلي ذخیرې سره ورته وي. ( د بېلګې په ډول، رای اچوونکي د نوملیکنې پرمهال ثبت شويوي)
- په هغو ځایونو کې چې بایومتریک ماشینونه نه دي کارول شوي، خورایې د پرینټ شوي لیست له مخې اچول شوې دي د اعتبار وړ دي. خودا شرایط په پام کې نیول کېږي. (الف) د رایمرکز مشر، د کاندیدانو استازي او څارونکي حاضر وي او لاسلیک یې هم پرې کړی وی. (ب) په بکسونو کې د اچول شویو رایو پر ضد شکایت او نیوکې نه وي. (۵)
له ګډې اعلامیې داسې ښکاري چې د شکایتونو کمیسیون له خپلې پخوانۍ پرېکړې تیر شوی دی، ځکه په هغه پرېکړه کې دغه کمیسیون ټولې هغه رایې باطلې بللې وې چې له بایومتریک وسیلو پرته د رای اچوونکو د رسمي لیست له مخې کارېدلې وې. خو دوه نور شرایط د رایو د اعتبار لپاره په خبرو کې په پام کې نیول شوي دي (څارونکو او حاضر استازي لاسلیک کړي وي او مشوره یې پرې اخیستل شوي او د پوښتنې وړ صندوق پر ضد شکایت نه وي)
په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د بایومتریک ماشینونو د کارونې په اړه د اصلي تګلارو په تړاو روښانه دریځ لري. ځکه په هغو تګلارو کې ویل شوي و چې د بایو متریک له بارکوډونو پرته کارول شوې رایې به باطلې اعلانېږي. د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ فیفا اجراییه مشر یوسف رشید د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته د اکټوبر پر ۳۱ وویل، دوه تازه معیارونه چې له مخې یې رایې د اعبتار وړ بلل کېږي، کافي نه دي. د بایومتریک ماشینونو له کارونې پرته په رایمرکزونو کې د رای اچوونکو چاپ شوي لیستونه د تازه معیارونو برخه دي. نوموړي وویل د وکیلانو داستازو او څارونکو لاسلیکونه په ډېرۍ اسانۍ جعلل کېدلی شي او وايي آن پخپله د فیفا دمشر په توګهنه شي کولای په لرې پرتو سیمو کې دخپلو څارونکو پر لاسلیکونو تکیه وکړي. ( پر هغوی په اسانۍ فشار راوړل کېدای شي او لاسیک ترې اخیستل کېدای هم شي) ښاغلی رشيد وايي د شکایتونو کمیسیون ته به د ده سلا دا وي چې له دې ډول رایو سره په ډېر احتیاط چلند وکړی.
نوموړی زیاتوي، دا هم مناسبه نه ده چې دا ډول ټولې رایې باطلې وبلل شي ځکه پاکې رایې هم پکې شته. مثلا، د کابل په رابعه بلخي لېسه کې یې د رایو دوه داسې محلونه لیدلي چې بایومتریک الې پکې نه دي کارول شي خو نژدې ۲۰۰ رایهاچوونکي په لیکو کې ولاړ وو. ( لیکوال د کابل په شپږمه ناحیه کې د نارینه وو له څلورو په یوه محل کې هم د رای اچوونکو لوی کتارونه لیدلې دي چې بایومتریک ماشینونه یې نه دي کارولي) ( نور دلته وګورئ)
ګډې خبر پاڼې ته د سیاسي ګوندونو دریځ او غبرګونونه
د وحدمت ګوند مرستیال مشر او د سیاسي ګوندونو ویاند محمد ناطقي د لړم پر ۹ د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته وویل، سیاسي ګوندونه پر خپل هغه دریځ کلک ولاړ دي چې په رایمرکزونو کې له بایو متریک پرته کارول شوې رایې به باطلې بلل کېږي. دی وايي سیاسي ګوندونه پر یوې بلې سیاسي رسمي خبرپاڼې کار کوي چې له بایومتریک پرته د کارول شویو رایو په اړه خپل دریځ بیا تازه کړي. د دوی خبر پاڼه د نومبر پر لومړۍ نیټه خپره شوه (دلته او دلته یې کتلای شئ)
دوی په خپله اعلامیه کې ویلي وو (په هغو مرکزونو کې چې رایې د بایومتریک ( له مالومات ټولونې پرته) اچول شوې وي، سیاسي ګوندونو ته دمنلو نه دي او د ټاکنو خپلواک کمیسیون کولای شي په دا ډول سیمو کې تازه رای اچونه وکړي) (۶) سیاسي ګوندونه د بایومتریک سیستم دکارونې لپاره دفشار اصلي سرچینه ده. (دا چې د دوی سیاسي فشارونو او احتجاجونو څه ډول د ټاکنو کمیسیون او حکومت دې کار ته اړ کړل، په اړه یې د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې شننه دلته کېکاږئ)
له ټاکنو دوه اوونۍ وړاندې د اکټوبر پر ۶مه، سیاسي ګوندونو وار له مخه په ټول هېواد کې د بایومتریک د کارونې غوښتنه کړې وه. دوی ویلي وو د هغو مرکزونو رایې دې باطلې وبلل شي چې له بایومتریک پرته کارول کېږي. د تلې پر ۳۰، د دویمې ورځې له ټاکنو وروسته سیاسي ګوندونو له نېوکو ډکه اعلامیه خپره کړه، چېپکې ویل شوي و «د تلې پر ۲۸ او ۲۹ د ټاکنو پر ورځوپه لوی لاس په ډېری رایمرکزونو کې بایومتریکماشینونه نه دي کارول شي او غواړي په دې ډول درغلیو ته لار پرانیزي.» د افغانستان دسیاسي ګوندونو ټلواله د هغو رایمرکزونورایېباطلي بولي چې له بایومتریک ماشینونو پرته کارول شوې دي. ( زموږ پخوانۍ شننه دلته ولولئ)
پایله: سیاسي ګوندونه د ټاکنو او شکایتونو کمیسیونو پر وړاندې
د ټاکنو په ورځ، له چمتووالي پرته د ټاکنو د خپلواک کمیسیون دې پرېکړې چې له بایومتریک پرته دې رایې وکارول شوي، ناڅرګندتیا رامنځ ته کړه. دا پرېکړه یې له هغو تګلارو سره په ټکر کې وه چې له ټاکنو وړاندې یې غوره کړې وې چې له مخې یې له بایومتریک سټیکرونو پرته کارول شوې رایې باطلې بللې وې . همدې پرکړې د ټاکنو خپلواک کمیسیون او د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون یو بل ته مخامخ کړل. دې کار هغه اصلي رایورکوونکي هم هک پک کړل چې ولې له بایومتریک پرته د دوی پاکې رایې د هغې غلطۍ له مخې باطلې وبلل شي چې اصلا د دوی نه ده. اوس دواړو کمیسیونو خپل اختلافات حل کړی او تګلارې یې روښانه دي. خو د دې ستونزې حل ته لا هم اوږده لاره پاتې ده.
د رایو د باطلولو دا بهیر اوس هم پر پاکو او ناپاکورایواغیز کولای شي. د ټاکنو خپلواک کمیسیونتګلارو کې ناڅرګندتیا، د شکایتونو کمیسیون د دریځ بدلون او د هغو رایو او بکسونو نا روښانه شمېر چې اغیز به پرې کېږي، دې ته لار پرانیزي چې د رایو په شمېر کې ادلون بدلون راولي. دا هرڅه یادو شویو سیاسي ګوندونو او هغو کاندیدانوته د ګوزارونو موکه په لاس ورکوي چې د ټاکنو لهبهیر او یا هم له خپلو ځانګړو پایلو خوښ نه دي.
سیاسي ګوندونه لا هم پر خپل هغه دریځ ولاړ دي چې له بایومتریک پرته ټولې کارول شوې رایې دې باطلې وبلل شي. ښايي همدا دریځ د دوی او د ټاکنو کمیسیون ترمنځ لانجه لا پراخه کړي او د ټاکنو د پایلو اعلان هم وځنډېږي. ښايي همدا لانجې د ۲۰۱۹ کال د اپریلولسمشریزو ټاکنو لپاره پر چمتووالي هم اغیز وکړي.
(۱) دبایومتریک د کارونې په اړه د رایاچوني او رایشميرنيتګلارو کې ویل شوي چې: د بایومتریک الې کارونه د رایو په هر محل کې ضرويده. که بایومتریک د هر دلیل له مخې کار ونه کړي او یا هم رایمحلونو ته نه وي استول شوي، د نورو محلونو د بایو متریک بیړني ماشینونه به کارول کېږي. هلته دا هم ویل شوي چې هغه رایپاڼېچې د بایومتریکسټیکرې ونه لری، باطلې دي او د باطلو رایوپه بڼه شمېرل کېږي. د ټاکنو کمیسیون په دې کې پاتې راغلی و چې روښانه کړي که بایومتریک ماشینونه کار نه کوي څه به کېږي او له همدې وجې د ټاکنو په ورځ داسې پرېکړه وشوه.
(۲) د ټیفا په نورو موندنو کې دا هم ویل شوې دي:
- نژدې ۹۱ سلنه رایمرکزونه او محلونه په هغو ځایونو کې پرانیستل شوي چې له وړاندې ورته ټاکل شوي وو.
- په ۲۱ ولایتونو ( کابل ، بلخ، سمنګان، هرات، پکتیا، میدان وردګ، بادغیس، بامیان، زابل، نورستان، پروان، لوګر، غور، سرپل، جوزجان، فاریاب، ننګرهار، لغمان، روزګان، بادغیس او کندوز) کې د رایو ۵۲۰ مرکزونه نه دي پرانیستل شوي.
- دټاکنو د کارکوونکو نشتوالی، ناامني او د رایمرکزونو شاوخوا نژدې چاودنې یې اصلي لاملونه بلل کېږي.
- د لغمان او بادغیس په څیر ځینو ولایتونو کې د ټاکنو دحساسو او ناحساسو موادو له نشتواليهم ځینې مرکزونه تړلي وو.
- نژدې ۱۲ سلنه رایمرکزونه پر خپل ټاکلي وخت یانې د سهار پر اوو بجو پرانیستل شوي وو.
- په ۳۳ ولایتونو کې څه نا څه ۶۸ سلنه رایمرکزونه له ټاکلي وخت وروسته پرانیستل شوي دي.
- د ۳۳ ولایتونو په ۹۸ سلنه رایمرکزونو کې امنیتي ځواکونه (د ساتونکو په بڼه) حاضر وو.
- د ۳۳ ولایتونو په ۱۶۰۰ رایمرکزونو کې د ټاکنو کمیسیون کارکوونکي کافي نه وو.
- په ګڼو رایمحلونوکې د رایاچوونکولیستونه نه وو ځړول شوي.
- په ۲۱ سلنه رایمحلونو کې له سره د رایهاچوونکولیستونهنه وو.
- پهټاکنو کې دخلکو ګډون پراخ وو خو ناسم مدیریت یې زړونه ماتکړي وو.
- په ۳۸ سلنهرایمرکزونوکې حساس او ناحساسټاکنیز توکي دواړه کم شوي وو.
- د کاندیدانواعلانونه په ۳۳ ولایتونو کې د ۷۵ سلنه رایمرکزونوپه سل مترۍ کې لاهمځړېدل.
- د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د نښتو په ګډون د چاودنو، ډزو او توغندیو د بریدونو ۱۵۰ پېښې شوې دي.
- په ۱۷ ولایتونو کې د ټاکنو کمیسیون د ولایتي مرکزونو او کارکوونکو ترمنځ د لویو ستونزو د حل لپار ښه همغږي روانه وه.
- د رای اچونې په مرکزونو کې د ټاکنو او شکایتونو کمیسیونو ترمنځ همغږي او د شکایتونو کمیسیون ته د شکایتونو د لېږلو بهیر کمزوری و.
- په ځینو مرکزونو کې د کاندیدانو ګڼ شمېر استازو هم ستونزې جوړې کړې وې.
- د ۲۸ ولایتونو په ۳۵ سلنه رایمرکزونو کې د ټاکنو کمیسیون د کارکوونکو ناقانونهلاسوهنې هم لیدل شوې دي.
- د تلې په ۲۸ له خپل ټاکلي وخته دوه ساعته د ټاکنو د بهیر غځولو ښځینه رای اچوونکو، څارونکو او د ټاکنو کمیسیون کارکوونکو ته ستونزې جوړې کړې وې.
- په ۷۹ سلنه رایمرکزونو کې د برېښنا نشتوالي د رایشمېرنې بهیر هم ستونزمن کړی و.
- په ۹۳ سلنه رایمرکزونو کې رایې په همغه ورځ شمېرل شوې دي چې رایه اچونه پکې شوې ده.
- د ټیفا څارونکو ته په ۲۹ سلنه رایمرکزونو کې اجازه نه وه ورکړشوې چې د رایشمېرنې بهیر وڅاري.
- دویمې ورځې ته د ټاکنو دبهیر غځېدو په ۱۶ ولایتونو کې له درغلیو او ناقانونهرای کارونې سره مرسته کړې.
ژباره: حفیظ مغروف
بیاکتنې:
دا مقاله په وروستي ځل تازه شوې وه ۲۵ ثور / غويی ۱۳۹۹