Afghanistan Analysts Network – Dari Pashto

سیاست / چشم انداز سیاسی

د انقرې ايتلاف: د حکومت دننه اپوزېسيون

علی یاور عادلی توماس روتیگ 15 دقیقې

له څه باندې دوو کلو راهیسې، له کله نه چې د ملي یووالي حکومت جوړ شوی؛ دننه له سیاسي  توپیرونو او د لاریونو له ننګونو سره مخامخ دی. اوس تازه د حکومت دننه داسې  اېتلاف جوړ شوی چې غړي یې مهم چارواکي  دي. د ملي یووالي حکومت پرمهال دا لومړی ځل دی چې د درېیو مهمو سیاسي ګوندونو مشران چې اکثریت ملاتړي یې له دریو بېلو قومونو دي، په دې بڼه یو ځای کېږي.  ددې ايتلاف له لوري راپورته شویو ننګونو وروسته له هغه ډارماتیکه بڼه غوره کړه چې د ۲۰۱۷ کال د جولای پر ۱۷ د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال دوستم الوتکې ته وطن ته د راستنېدو پر مهال په مزارشریف کې د کېناستو اجازه ورنه کړ شوه .د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې څېړونکي علي یاور عادلي او توماس روتېګ په خپله څېړنه کې د دې اېتلاف د غړو مخینې، غوښتنو او د هغو ممکنو  لاریونونو پایلو ته کتنه کړې چې د حکومت له اډانې راپورته کېږي او دغه هېواد ناکراریو له یوه بل توپان سره مخامخوي.

د ۲۰۱۷ کال د جون پر۳۰ دریو مهمو سیاسي ګوندونو- د افغانستان اسلامي جمعیت، جنبش او وحدت د نوي ایتلاف د جوړېدو اعلان وکړ او ( د افغانستان د ژغورنې جبهې) نوم یې ورکړ. د اېتلاف مشرانو اعلان وکړ چې د دوی اصلي اهداف د اوسني سیستم د پرځېدو او سیاسي بې ثباتۍ مخنیوی، د حکومت او سیاسي قشر ترمنځ د باور پیدا کول دي.

تر اوسه روښانه نه ده چې له دې اېتلاف سره د سیاسي ګوندونو، په  ځانګړي ډول د جمعیت ګوند د  څه شمېر  مشرانو ملاتړ شته. د دې اېتلاف په  نیوه کوکې درې مهم ټکي شامل دي. لومړی، د ولسمشر د نژدې کسانو له خوا د واک انحصارول؛ پر ځینو مهمو لوړ پوړو کسانو په بریدونو کې د حکومت د لاس لرلو تورونه چې دوی ګومان کوي په لوی لاس پرې بریدونه شوې دي او شمالي ولایتونو کې له لویه سره د ناامنیو خپرېدل. د دې اېتلاف وروستی تور تر ډېره پر هغو پښتنو مشرانو پوری دی چې ولسمشر ته نژدې دي او د اېتلاف په  باوریېه څه دا ده چې په شمال کې مشران بې ثبات کړي.

په هغواعلامیو کې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوي (لینک یې دلته کېکاږئ ۱) غوښتنه شوې چې د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال دوستم واکونه دې بیرته ورکړ شي، په داسې حال کې چې د هغه واکونه هیڅکله په رسمي ډول نه دي اخیستل شوي.  د جنرال دوستم د جنش ډلې پلویانو په جوزجان ،بلخ او ځینو نورو ولایتونو کې اعتراضیه لاریونونه هم کړي چې  دغه واکونه دې بېرته ورستانه کړی شي. د دوی ټینګار په دې و چې په حکومت کې د جنرال دوستم پوست  و رته د سرې کرښې بڼه لري او  هغه ته بې احترامي میلیونونو  ازبکانو او ترک ټبرو ته  نادرناویدی.

د دې تر څنګ، د اېتلاف یوه مهمه غوښتنه دا هم وه چې د ملي  یووالي حکومت د جوړېدو سیاسي هوکړه دې بشپړه پلېشي. ۲ اېتلاف پر دې غوښتنې لا ډېر ټینګار کړی دی. د افغانستان د ژغورنې په  نامه د دې اېتلاف جوړېدنه د هغو نیوکو او تورونو پایله ده چې د جمعیت مشرانو او لومړي مرستیال پر ولسمشر او د هغه پر ځینو پلویانو لګول.  د ساري په ډولد ۲۰۱۷ کال د جون پر پنځمه، دوه ورځې وروسته له هغه چې د جمعیت مشران د سالم ایزدیار په جنازه کې ( د جون پر دویم لاریون کې وژل شوی و) له درېیو چاودنو ژوندي ووتل. د جمعیت مشر او د بهرنیو چارو چارسمبالي وزیر صلاح الدین رباني په خبري ناسته کې  د امنیت شورا د سلاکار حنیف اتمر د لرې کېدو غوښتنه وکړه او داسې یې ګڼله چې ده په دغو بمي چاودنو کې لاس درلود۳.

همدغه خبرې د ۲۰۱۷ کال د جون پر پنځه ویشتمه د بلخ  والي عطا محمد نور چې د جمعیت اجراییه مشر دی، د کوچني اختر د لمانځه پرمهال په خپله وینا کې تکرار کړې. هغه خپلې خبرې پر دې ټولې وساتلې چې  دپوځي او امنیتي ارګانونو په لوړو پوستونو کې دې سمونې راشي. نوموړي د همدې خبرو پرمهال خبرداری هم ورکړ چې تر ټولو خطرناک مدني حرکتونه را وباسي ۴. همدا ډول د ۲۰۱۶ کال په اکټوبر میاشت کې مرستیال ولسمشر جنرال دوستم، وروسته له هغه چې د موټرو کاروان یې چې له طالبانو دسیمو د پاکولو لپاره روان و، تر برید لاندې راغی؛ د ملي امنیت پر مشر معصوم ستانکزي او د  امنیت شورا پر سلاکار تور پورې کړ چې ګنې دده د وژلودسیسه یې جوړه کړې وه. نوموړي دارنګه د ولسمشر غني په اړه هم تنده ژبه وکاروله چې ګنې په ګومارنو کې پښتانهښه ګڼي، په ځانګړي ډول  هغوی چې دلوګر وي. ده ویل «د ولسمشر لپاره هغه څوک ښه سړی دی چې په پښتو خبرې کوي، او هغه څوک ورته لا نور ښه دی چې هم پښتون وي او هم د لوګر وي» ۵.

د ژغورنې د یاد شوياېتلاف غړي ټینګار کوي چې د حکومت د نسکورولو په لټه کې نه دي. وروسته له هغه چې د ولسي جرګې ځینو استازو د دغه اېتلاف له غړو غوښتنه وکړه چې له حکومتي څوکیو استعفا ورکړي، د وحدت ګوند مشر محقق یې په ځواب وویل چې دا کار ځکه شونی نه دی چې د ده په باور دا ایتلاف په تېرو ټاکنو کې د لږ تر لږه له درې نیمو تر څلورو ميلیونو پاکو رایو استازولي کوي. له انقرې نه افغانستان ته تر ستنېدو وروسته عطا محمد نور هم ټینګار کاوه چې ګنې اېتلاف یې د اوسني سیستم مهمه غوښنه برخه ده.

 

د لاریونو څپې

د حکومت له دننه دغه اېتلاف پر داسې مهال سر را پورته کوي، چې د بدلون حرکت په  نامهلاریونونه بیا د جولای پر درېیمه پیل شول. ( د نورو مالوماتو لپاره دا ځای کېکاږئ) د دې حرکت لومړنۍ مظاهره د ۲۰۱۷ کال د جون پر دویمه وشوه چې د کابل په زړه کې د مې میاشتې د ۳۱ برید پر ضد را وتلې وه. ( په دېاړه د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې پخوانۍ شننه دلته لوستلی شئ) دې حرکت وروسته له هغه نوې بڼه خپله کړه چې د پولیسو او مظاهره چیانو ترمنځ نښتو کې لږ تر لږه شپږ لاریونیان ووژل شول. یوکس بیا هغه وخت ووژل شو چې د جون د ۱۹ او  ۲۰ترمنځ یې امنیتي کسانو کېږدۍ له واټونو ټولولې. ( په دې اړه د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې پخوانۍ شننه دلته لوستلی شئ)

له دې  پېښو وروسته پر ولسمشر او دهغه پرنژدې ملګرو نیوکې لا نورې ډېرې شوې. د جولای پر۱۳ د ولسي جرګې د لومړي مرستیال همایون همایون په ګډون د ملي شورا څه باندې شپېته غړي د امنیتي ځواکونو دملاتړ په موخه هغې غونډې ته ورغلل چې کندهار کې جوړه شوې وه. د کندهار د پولیسو ځواکمن قوماندان جنرال رازق دې ناستې ته په وینا کې وویل چې حکومت لکه د ملا عمر د  پېرڅو کسانو یرغمل کړی دی. جنرال رازق د مخکني ولسمشر حامد کرزي نژدې پلوی دی ( په دې اړه د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې پخوانۍ څېړنه دلته کېکاږئ). د ولسي جرګې مرستیال همایون پر حکومت تور پورې کړ چې قومي شخړو ته لمن وهي.

د ۲۰۱۷ کال د جولای پر نهمه روښنايي غورځنګ چې هدف یې د بامیانو له لارې د برېښنامزو تېرول دي، ( په دې اړه نور دلته کېکاږئ) هم اعلان وکړ چې د دهمزنګ په څلور لارې کې د ځانمرګي برید د لومړنۍ کلیزې په پار لاریون کوي. د دغه برید پړه چې د ۱۳۹۵کال  په زمري میاشت کې وشوداعش اورپکې ډلېمنلېوه.

د اېتلاف غړي او د دوی کورنی بېلوالی

د افغانستان په ټولنیزو رسنیو کې دې اېتلاف ته د انقرې درې اړخیز اېتلاف هم وايي؛ ځکه هغه په انقره کې د جنرال دوستم په استوګنځي کې رامنځ ته شو. د ازبکانو له ادرسه یې مشري جنرال دوستم، د هرازه ګانو په استازولۍ پکې محقق او د تاجکانو په استازیتوب پکې عطا محمد نور او صلاح الدین رباني برخه اخیستې وه. جنرال تر دا څه وړاندې مودې پورې د ازبکانو داسې  لارښود بلل کېده چې مشريیې نه وه ننګول شوې. ( په دې اړه د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې څیړنه دلته وګورئ)

صلاح الدین رباني دبهرنیو چارو چارسمبالی وزیر دی او د  جمعیت ګوند مشري کوي چې تر ډېره یې غړي تاجکان دي. عطا نور بیا د بلخ والي او د جمعیت ګوند د اجراییه شورا مشر هم دی. محقق ته بیا په هزاره ګانو کې د اغیزناک مشر په سترګه کتل کېږي او د وحدت ګوند مشري هم کوي. نو  څرنګه چې درې مشران پکې برخه لري، په ټولنیزو رسنیو کې یې درې اړخیز اېتلاف هم بولي.

همغسې چې مخکې یادونه شوه، د دې اېتلاف د جوړېدو اصلي انګیزه د جنرال دوستم، عطا او رباني شکایتونه وو چې په دا وروستیو کې محقق هم ورسره غاړه یوه کړه. محقق چې د اجراییه مشر دویم مرستیال دی، په حکومت کې دننه پرځینو کړیو نیوکي لري.  له اریانا ټلویزیون سره په مرکه کې نوموړي، پرته له دې چې د چانوم واخلي، په حکومت کې پر داخلي کړیو نېوکې وکړي. همغسې چې دوستم، رباني او عطا ورته اشاره کوله، محقق هم ویل چې په  الزهرا جومات کې د ترهګریز برید  نښه دی و ( په دې برید کې د ده مهم پلوی او مشهور سوداګر حاجي حسین رمضان زاده ووژل شو په دې اړه د ټولنیزو رسنیو رپوټ دلته کېکاږئ)

محقق ویل، د همدي جومات په مذهبي مراسمو کې دبرخې اخستنې لپاره ورتلونکی و چې پر جومات برید وشو. دی د روژه ماتي لپاره وربللی شوی و. ده دا یې هم وویل چې د برید هدف دا وچې دده په ګډون ډېرو نور لوړ پوړي کسان په کې  ووژل شي. د جون پر۲۴، نوموړي په خپل اختریز پیغام کې شکایت وکړ چې دوو یا دریو مهمو وزیرانو سره واکونه دي او د ده د وزیرانو په شمول له ټولو نورو وزیرانو یې واک اخیستی دی. نوموړي دا ادعا هم وکړه چې ځینې کړۍ هڅه کوي ټول واکونه په خپل لاس کې ونیسي او په دې ډول نورې ډلې د واک له صحنې وباسي؛ او همدا د ده په باور لامل شوی چې ځینې ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ولوېږي او د امنیتي ځواکونو مرګ ژوبله لوړه شي ۶.

محمد ناطقي چې د وحدت ګوند مرستیال دی او د انقرې په ناسته کې یې ګډون  درلود، د افغانستان تحلیلګرانو شبکې سره د دغې ناستې په اړه خبرې کړې دي. د نوموړي ټینګار دا و چې دغه ایتلاف یوازې د مشرانو ترمنځ نه دی جوړ شوي، بلکې درې مهم ګوندونه پکې دي. نوموړي ویل چې د اېتلاف هوکړه شپږو کسانو لاسلیک کړې ده. د دوستم، رباني، عطا او محقق تر څنګ، د جنرال دوستم زوی باتور چې په افغانستان کې د ګوند چارسمبالی مشر دی، هم پردې هوکړه لاسلیک کړی دی. دا رنګه خپله ناطقي چې د وحدت ګوند مرستیال دی،  دا هوکړه لاسلیک کړې ده. خو ښايي یو دلیل چې له هره ګونده پرې دوو کسانو لاسلیک کړی دا وي چې خلکو ته د اېتلاف توازن وښيي او دا حقیقت هم پرې پټ کړي چې د  جمعیت دوو مشرانو چې خپل منځي سیالان هم دي، هوکړه لاسلیک کړې ده. خو تر اوسه روښانه نه ده چې د اسماعیل خان او احمدضیا مسعود په څېر د جمعیت نورې سټې هم ددغه اېتلاف ملاتړ کوي او که نه. اسماعیل خان اوس رسمي دولتي دنده نه لري او ضیا مسعود هم په اپرېل میاشت کې ولسمشر غني د ځانګړي استازي له څوکۍ لرې کړ.

ضیا مسعود تر وخت وړاندې ټاکنو غوښتنه کوي چې دا غوښتنه یې دملی  یووالي حکومت د جوړېدو له هوکړې سره په ټکر کې ده. د جمعیت یو بل  پوخ غړی، سید ابراهیم عماد ادعا کوي چې د جمعیت ۹۵ سلنه غړي د دې اېتلاف مخالف دي. ښايي دا د اېتلاف لپاره ښه خبر نه وي. د ابراهیم عماد پلار سید نورالله عماد د جمعیت پخوانی مرستیال مشر و. د جمعیت  داغوښتنه (د جون په پنځمه اعلامیه کې خپره شوه) چې د امنیت شورا سلاکار دې له دندې لرې کړشي، سملاسي ولسمشرۍ ماڼۍ رد کړې. خو اوس همدا غوښتنه د دې اېتلاف  د غوښتنو یوه برخه شوې ده.

په داسې حال چې د دې ایتلاف د هغې غوښتنې  په اړه چې د ملي وحدت حکومت هوکړه دې پلې شي، ظاهراً د اجراییه مشر عبدالله عبدالله ملاتړ نه دی لیدل شوی؛ خو په ښکاره یې مخالفت هم نه دی کړی. ښاغلی عبدالله هم د جمعیت ګوند له مخکښانو بلل کېږي.  خوله دې ټولو سره سره، دا به د عبدالله لپاره ډېره ګرانه وي چې د جمعیت ګوند پرېږدي، ځکه د۲۰۱۴ کال په تېرو ټاکنو کې جمعیت ګوند د عبدالله دکاندیداتورۍ ملاتړ کړی او تر اوسه یې هم ملاتړ لري. ( سره له دې چې یو مهال داسې اټکل کېده چې دی د جمعیت ګوند نه څنډې ته شوی، خو بیا هم په دې کې بریالی شوی چې د جمعیت په داخلي مشرانو کې خپلې مانورې بریالۍ کړي. په دې اړه مالومات دلته  کېکاږئ)

خو له ولسمشر سره د عبدالله کاري اړيکي لا هم سم نه دي. ۷ ځینو سرچینو د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته ویلي چې عبدالله عبدالله لا هم د ولسمشر په اړه شکمن وي. د بېلګې په ډول، د خپلو مهمو ملاتړو په یوه ناسته کې عبدالله شکایت کړی و چې ارګ ماڼۍ هڅه کړې چې د ده او د ده د مهم ملاتړي عطا محمد نور ترمنځ درز  واچوي او په دې سره غواړي کمزوری یې کړي. دا یې هم ویلي چې ارګ  یې له اړوندو وزیرانو واک اخیستی دی. تېره میاشت عبدالله د وزیرانو شورا د اوونیزې ناستې پرمهال په  ډاګه پر ځینو وزیرانو نیوکه وکړه چې  د وزیرانو شورا په ناستو کې ګډون نه کوي. ظاهرا یې اشاره د مالیې وزیر ته وه چې له نژدې اوو میاشتو  وروسته بالاخره د ۲۰۱۷ کال د جولای پرلسمه د وزیرانو شورا په ناسته کې راڅرګند شو.

د جولای پر ۱۱ ولسمشر د یوه فرمان له مخې مالیې وزارت ته څلور نوي مرستیالان وټاکل چې یو پکې د عبدالله د  خوریي مصطفی مستور پر ځای ګومارل شوی و. دی د مالیې وزارت مالي او اداري مرستیال و. عبدالله ته ځینو نژدې سرچینو د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته ویلي چې عبدالله مستور ته لارښوونه کړې چې خپله دنده روانه وساتي او همدې ښايي د ولسمشر او اجراییه مشر ترمنځ نازکاړیکي لا پسې نازک کړيوي.

د دې ايتلاف له لوري راپورته شویو ننګونو وروسته له هغه ډارماتیکه بڼه غوره کړه چې د ۲۰۱۷ کال د جولای پر ۱۷ د لومړي مرستیال جنرال دوستم الوتکې ته پرمزار هوايي ډګر د کېناستو اجازه ورنه کړ شوه چې وطن ته راستون شي. تمه دا کېده چې جنرال دوستم به د دې ایتلاف په پرانېستونکې ناسته کې له عطا نور سره برخه اخلي. عطا محمد نور له ۲۰۰۱ کال مخکې د دوستم اصلي سیال و. داسې رپوټونه هم ورکړ شوي وو چې والي نور له سلګونو پلویانو سره هوايي ډګر ته تللي وو چې د جنرال دوستم هرکلی وکړي. ( په دې اړه خپاره شوي رپوټونه دلته کېکاږئ) خو دا رپوټونه د جنرال دوستم او عطا نور دفترونو رد کړي دي.  خو په شمال کې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ماموریت ویاند ویلیم سالوېن تایید کړې چې په شمالي زون کې د دوی قوماندان ته داسې ټیلیفون شوی و چې له مرکزي حکومت نه یې د ولسمشر د لومړي مرستیال د الوتکې د کېناستو اجازه غوښته. حکومت هم په دې اړه رسمي سپیناوی نه دی کړی.

خو په حکومت کې ځینو سرچینو دا پېښه تایید کړې ده، خبرداری یې ورکړی چې لومړی مرستیال په دې شرط وطن ته ستنېدلای شي چې په کابل کې په خپل کور کې نظر بندي ومني او په محکمه کې هغو تورونو او فزیکي ځورونو ته ځواب ووايي چې سیاسي سیال یې احمد ایشچي پرې لګوليدي. له دې وړاندې د ۲۰۱۷ کال د جون پر۲۳ جنرال دوستم په اختریز پيغام کې خپلو پلویانو ته ویلي و چې د خپل زوی باتور د کوزدې مراسمو لپاره ترکیې ته تللی او ژر به له خپلو رخصتیو  وروسته وطن ته ستون شي. مخکې له دې دوستم وطن ته د ستنېدو هڅه کړې وه، ناطقي د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته تایید کړه چې اېتلاف یې د غړو په شمول په کابل کې د یوې غونډې پرمهال پرانیستل  کېدونکی دی.

د حکومت دننه او باندې غبرګونونه

ولسمشر غني د دې اېتلاف جوړېدو ته په  زغرده خو نامخامخ په ولسمسرۍ ماڼۍ کې خلکو ته د خبرو پرمهال غبرګون وښود. ولسمشر همدا څه موده وړاندې داسې ملاقاتونه پیل کړي چې ارګ ماڼۍ ته بیلا بیلې ډلې ورغواړي او سلا مشورې ورسره کوي، ښايي علت یې دهغو فشارونو کمول یا ورته ځواب موندل وي چې دحکومت د ننه او بهر حرکتونو رامنځ ته کړې دي. (ولسمشر غني د۲۰۱۴ کال په سپټمبر کې واک ته له رسېدو وروسته هم له خلکو سره ورته ناستې کولې) د بېلګې په ډول د جون پر دېرشمه د لویې پکتیا له مدني ټولنو، ځوانانو او سیاسي فعالانو سره په خبرو کې، ولسمشر غني د اصلاحاتو د پلان هر کلی وکړ خو د واک دشریکولو نظریه یې رد کړه. هغه زیاته کړه ( ولسمشري څه داسې پوست نه دی چې شریک شي) او ټینګار یې کاوه چې ولسمشري په سیاسي سیستم کې تر ټولو لوړه ده.) ۸

په حکومت کې دننه دغه وېشنه ډېر ژر تر ملي شورا او آن تر هغې هم هاخوا وغځېده. د جولای پر درېیمه د ولسي جرګې لومړی مرستیال همایون همایون چې مخکې د ولسمشر غني کلک ملاتړی و، د نوي اېتلاف جوړېدنه د ولسمشر د کمزورې مشرۍ پایله وبلله. هغه پر ولسمشر غني نيوکه وکړه چې له خپل لومړي مرستیال،حکومت او داجراییه مشر له دویم مرستیال سره هوکړې ته په رسېدو کې پاتې راغلی دی. د الله ګل مجاهد په څیر نورو وکیلانو بیا د دې اېتلاف پر غړو تور پورې کړ چې هېواد د کړکیچ لور ته بیايي.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار هم غلی پاتې نه شو او ایتلاف یې وغانده؛ ټینګار یې دا و چې دی او  ګوند به یې د حکومت ملاتړي پاتې کيږي. نوموړی  د ۲۰۱۶ کال په سپټمبر کې له حکومت سره له یوه تړون وروسته کابل ته ستون شو. خو له دې ټولو نيوکو سره سره، ولسمشر  له خپلو دلایلو سره سم پر مخ ځي او همغسې چې مخکې یې په غبرګونونو کې یادونه وشوه، دغه مشران  یې خلکو ته د خدماتو له رسولو راګرځوي او د حکومتولۍ بڼه بدلوي. د جولای پر لسمه ولسمشر غني د ارزونې او څارنې ګډ بورډ ته په وینا کې ومنله چې ډېرېدونکي ناخوښي پرتوکمیز  بنسټ جوړېږي او د قومونو ترمنځ وېشنه رامنځ ته کوي چې وېجاړوونکې وي. هغه چې په نامستقیم ډول یې اشاره د همدې اېتلاف مشرانو ته وه، خبرداری ورکړ هغه مشران او اشخاص چې د شخصي ګټو لپاره ملي ګټې قربانوي، دټولنې له جوړښت نه ناسمه ګټه اخلي.

په ورته وخت کې د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تاداموچي یاماموتو د ۲۰۱۷ کال د جولای پر ۲۱ دملګرو ملتونو امنیت شورا غونډې ته د حکومت د نیمګړتیاوو اشاره هم وکړه. هغه د ملي  یووالي له حکومته غوښتنه وکړه چې سیاسي همغږي، مسوولیت منل او د حکومت ځواکمنتیا په ځانګړي ډول امنیتي برخه کې ډېره کړي؛ که داسې ونه شي د ده په ټکو ښايي حکومت په ډېرېدونکي ډول په نازکو حالاتو کې له نورو کړکیچونو سرهم خامخ شي.

ورسره جوخت د ۲۰۱۷ کال د جولای پر۱۶ د (افغانستان د خلکو محور)  په نامه یوه حرکت چې ځینې مطرح سیاسي کسان هم پکې دي، د جوړېدو اعلان وکړ. دې سیاسي خوځښت ځان د حکومت سیاسي مخالف وباله او پرحکومت یې نېوکه کوله چې ناکام دی او تګلارې یې خلک ویشي. ( په دې سیاسي خوځښت کې له حامد کرزي سره تړلې سیاسي څېرې شاملې دي،  لکه د امنیت شورا پخوانی مشاوررنګین دادفر سپنتا؛ د ملي امنیت پخوانی مشر رحمت الله نبیل، د ټاکنو کمیسیون د دارالانشا مخکنی مشر داودعلي نجفي او د کندهار پخوانۍ وکیله شکیبا هاشمي).

پایله: د قومي اختلافاتو بیا راڅرګندېدل

په انقره کې د دوستم، محقق، عطا او رباني اېتلاف د داسې کسانو له خوا جوړ شوی چې ټول یې مهمې حکومتي  دندېلري. همدې د ملي  یووالي حکومت دننه یو بل موازي قدرت رامنځ ته کړ. ( په دې اړه د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې څیړنه دلته کېکاږئ) د دې اېتلاف غړیو ګوندونو د ۲۰۱۴ کال په ټاکنو کې د رایو بانکونه درلودل چې هم د ولسمشر لپاره وې او هم د اجراییه مشر لپاره؛ او دوی اوس هم په خپلو ټاکنیزو سیمو کې پراخ اغیز لري. د انقرې اېتلاف چې ناطقي یې د حکومت له منځه اعتراض بولي، پرجګړه ښکیل حکومت لپاره ترلاریونو (روښنايي غورځنګ او د بدلون خوځښت) چې په مدني حرکتونو ولاړ دي، ډېرې ننګونې پیدا کولای شي.

توپیر یې دا دی چې له دوی سره په اېتلاف کې ډېر قومونونه شته او ټول یې په حکومت کې مهمې دندې لري. د مدني حرکتونو خلاف چې یوازې د ټولنیزو او امنیتي مسایلو د سمون لپاره لارو کوڅو ته راوځي، نوی اېتلاف پر داسې شعارونو پام ورټول ساتي چې د ملي  یووالي حکومت دننه سیاسيون سره پرې یوه خوله نه دي؛ له دې علاوه د دوی په شعارونو کې شخصي، قومي او  ډله ییز اړخونه هم شته. هغه شعارونه یا اهداف چې د دې اېتلاف غړو کارولي او هغه غبرګونونه چې له وړاندې د حکومت له خوا دبره شوي، په حکومت کې یې دننه لا نور انشعاب ته زمینه برابره کړې. پارلماني ټاکنې د ۲۰۱۸کال دجولای  له پاره اعلان شوې او ورپسې به په ۲۰۱۹ کال کې د ولسمشرۍ راتلونکې ټاکنې کېږي.

د ټاکنیزو کمپاینو ژر یو ځای کېدنې او له منځه تلنې او دارنګه د اېتلافونو جوړېدو وښووله چې قوم یو بل هغه مهم فکتور دی چې دټاکنو پرمهال د ټاکنیز ټیکټ په جوړېدو کې مهم رول لري، لکه همغسې چې د ۲۰۱۴ کال په ټاکنو کې ملي ایتلاف وښووله. ( د شالید په اړه یې دلته د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې مالومات کېکاږئ) په اوسنیو حالاتو کې تر ټولو مهمه موضوع دا ده چې د ولسمشر لومړی مرستیال په کومو شرایطو کې وطن ته ستنېدلی او په کومو کې نه شي ستنېدلی؛ او همدا موضوع په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې مهم رول درلودای شي.  که چېرې دوستم وکړای شي چې له بهره خپل پلویان همغږي کړي، هم  حکومت ته ننګونې جوړولای شي او هم د راتلونکو ټاکنو لپاره ترې د رایو بانک جوړېدای شي.

 

لمن لیکونه

  1. د جولای پر۲۳ د وحدت ګوند مرستیال محمد ناطقي د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته ومنله چې خپره شوې اعلامیه د دوی ده او پرېکړه دا شوې چې له لاسلیک پرته دې په رسنیو کې خپره شي. خو په اصلي پریکړه د اېتلاف غړو لاسلیکونه کړې دي.
  2. د سمونو دغوښتنې ترڅنګ چې دوی یې ادعا کړې، داسې ښکاري چې یوه موخه به یې راتلونکې ټاکنې وي، دا ډول اېتلافونه تر ټولو ټاکنو مخکې جوړ شوې دي. د بېلګې په ډول عطا محمد نور له بي بي سي سره په خبرو کې ویلي و چې ولسمشرۍ ماڼۍ هڅه کوي دا اېتلاف سره وویشې خو ټینګار یې دا وچې د اېتلاف غړي ژمن دي چې دخپلو غوښتنو تر پوره کېدو به پر خپل دریځ ولاړ وي. په داسې حال کې چې  اېتلاف هغو اندېښنو ته په ځواب کې جوړ شوی چې ګنې ولسمشر غني ټول واک په خپل لاس کې نیولی، عطا نور له وړاندې د دې اوږدمهالې موخې په ډاګه کړي چې یا به خپل کاندید دروي او یا به  د بل یوهملاتړ کوي؛ ښايي هغه کاندید ولسمشر غني نه وي چې دوی  یې ترڅنګ درېږي.
  3. سره له دې چې د ۲۰۱۶ کال په نومبر کې ولسي جرګې صلاح الدین رباني نه د باور رایه اخیستې وه، خو لا د بهرنیو چار د چارسمبالي وزیر په توګه دنده مخ ته وړي. ( په دې اړه د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې څيړنه دلته کېکاږئ) رباني په کابل کې د استانبول د پروسې د کنفرانس په ناسته کې هم ګډون نه و کړی خو ولسمشر غني چې دغه کنفرانس د کورنیو ستونزو له کبله کمزوری مالوم نه شي، په خپله  په کې برخه واخیسته.
  4. له دې وړاندې عطا نور له ولسمشر او یا هم د نوموړي له ټیم سره پر دې خبرې کړې وې چې څه ډول د ملي یووالي حکومت هوکړې پلې کړي. له ولسمشر سره د عطا نور خبرو په جمعیت کې دمشرانو ترمنځ تاویلې ما ویلې رامنځ ته کړې. ښايي د همدې خبرو په پایله کې عطا نور بیرته د بلخ والي په  توګه ټاکل شوی وي. له دې وړاندې دی سرپرست والي و. طاهر قادري چې د نور له نژدې سلاکارانو دی، ادعا کوي چې ولسمشر او سلاکارانو یې دغه خبرې زیانمني کړې او دا رنګه یې د دې اېتلاف غړو ته د شخصیتونو په  سترګهنه کتل.
  5. لومړی مرستیال له وړاندې په ترکیه کې و. هغه ترکيې ته د می پر۱۹ ولاړ چې د رسنیو د رپوټونو له مخې یې هدف درملنه وه. (دلته یې نور مالومات ولولئ). ترکیې ته یې دا سفر د ایشچي له قضیې څو میاشتې وروسته شوی. ایشچي پر دوستم تور پورې کړی چې دی یې له جنسي پلوه ځورولی دی. د افغانستان لویه څارنواليوايي د دې ادعاو د څیړلو لپاره یې  ډله ګومارلېده. دوستم بیا پر ایشچي تور پورې کوي چې د امنیت په خرابېدو کې لاس لري.
  6. په تېرو دوو کلونو کې محقق د روښنايي غورځنګ په مقابل کې د حکومت ملاتړ کړی. د دې غورځنګ نژدې ټول غړي هزاره ګان دي. د بېلګې په ډول، کله چې داعش په زابل کې اووه هزاره توکمي ووژل، ( دلته یې په اړه د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې څيړنه وګورئ) او په کابل کې یې پرضد پراخ لاریون راووت او ګڼ یې د ارګ مخې ته راټول شول، محقق یې پر سمبالوونکو نیوکه وکړه چې هزاره ګان یې د ارګ په مقابل کې را پورته کړي دي.
  7. عبدالله په عام محضر کې د ۲۰۱۶ کال د اګست پر یوولسمه د ولسمشر پر استبدادنیوکې وکړې.  ( د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې څېړنه دلته کېکاږئ) له هغه وروسته له ولسمشر د ده ځینې اختلافات  برسېره شول. د پردې تر شا د دوی اختلافات پر خپل ځای دي.

د دې ترڅنګ چې له خلکو سره یې په ناستو کې دې اېتلاف ته نامستقیم ځواب ویلي، ولسمشر د ملي امنیت مشر معصوم ستانکزی له دوستم سره دخبرو لپاره  هم استولی و. د دوستم د دفتر مشر عنایت فرهمند بي بي سي سره په خبرو کې ویلي چې ستانکزي له دوستم سره د جولای پر ۴ په انقره کې وکتل او هغه ته یې بلنه ورکړه چې په کابل کې د سیاسي مشرانو په جوړېدونکې ناسته کې ګډون وکړي. د دې ترڅنګ څه موده وړاندې ځینې ناتایید شوي رپوټونه هم خپاره شول چې ستانکزي داسې معامله کړېچې که دوستم له دې اېتلاف نه ځان وباسي،  حکومت به بیرته کابل ته د ده د ستېدو زمینه برابره کړي او د لومړۍ مرستیالۍ واکونه به بیرته ورکړ شي. محمد ناطقي د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته دا هم ومنله چې ستانکزي نه یوازې له جنرال دوستم سره لیدلي، بلکې له محقق او رباني سره یې هم کتنې درلودې.  پرعکس یې، ارګ له څارنوالۍ او قضايي ادارو غوښتنه کړې چې د دوستم قضیه ژر تر ژره بشپړه کړي، که چېرې دوستم په دې څیړنو کې سپين راوخوت، نو خپلو کارونو ته به دوام ورکړي او که نه محاکمه  به شي.

لیکوالان:

علی یاور عادلی

نور د دې لیکوال څخه