Afghanistan Analysts Network – Dari Pashto

سیاست / چشم انداز سیاسی

د افغان سولې خبرود ستونزو پوهېدا: ایا طالبان یو سیاسي ګوند دی؟

خلیل الله صافی توماس روتیگ 12 دقیقې

(لومړۍ برخه )

کله چې ولسمشر اشرف غني د ۱۳۹۶ کال په چونګاښ کې طالبانو ته د سولې خبرو وړاندیز وکړ، له هغوی یې وغوښتل چې راتلونکو ټاکنو کې د سیاسي ګوند په څېربرخه واخلي. په ۱۳۸۹ کال کې د غني سلف، حامد کرزي طالبانو ته بل ډول وړاندیز کړی و او هغه دا چې حکومت به یې د ملګرو ملتونو له امنیت شورا وغواړي چې طالبان د شخړې د یوې غاړې په ډول ومني. طالبان پوهېدل چې دا به د سولې په خبرو کې دوی ته یو ځای ورکړي. خو دا  وړاندیز هیڅ کله عملي نه شو. ځکه هغه وخت د سولې عالي شورا مشر برهان الدین رباني ووژل شو  او د طالبانو مشر ملا عمر هم مړ شوی و. خو د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې لیکوالان خلیل الله صافی او توماس روتېګ بیا وايي طالبانو ته دا توپیر چې سیاسي ګوند وبلل شي که د شخړې یوه برخه وګرځول شي ډېر  مهم دی – او دا د سولې د خبرو په هر ډول هڅه کې هم مهم رول لري.

د دې څیړنې یوه لیکوال خلیل الله صافي د سولې په برخه کې ملګرو ملتونو او ګڼو نورو خیریه ادارو ته کار کړی او د هغو ډېرو ناستو برخوال هم و چې دې څېړنه کې یې یادونه شوې اوهمغږې مرسته یې هم کړې ده. په دې څېړنه کې د طالب استازو پخوانۍ او اوسنۍ خبرې هم را اخیستل شوې دي.

 د ۱۳۸۹ کال نظر؛ طالبان د شخړې د یوې برخې په ډول پېژندل

په ۱۳۸۹ کال کې، هغه مهال چې د طالبانو او امریکا ترمنځ خبرې غوړېدلې وې، طالبانو ته په لومړي ځل وړاندیز وشو چې د افغان قضیې د یوې برخې په ډول به ومنل شي. دواړه غاړې له ۱۳۸۷ کال راهیسې له یوه بل سره په اړېکه کې وو چې ډاډمن چاپیریال ته لار برابره کړي. ( په دې اړه نور مالومات دلته لوستلی شئ) د طالب زندانیانو خوشې کول او له افغانستان بهر طالبانو ته د یوه داسې دفتر پرانیستل چې د سولې خبرې پکې لا نورې همغږې شي، د دې بهیر برخه وه. بالاخرهطالبانو ته دفتر پرانیستل شو. په ۱۳۹۳ کال کې امریکا له ګوانتانامو زندانه د امریکايي سرتیري بو برګډال په بدل کې پنځه مهم طالب مشران ازاد کړل.( په دې اړه د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې شننه دلته لوستلی شئ)

هغوی قطر ته ولېږدول شول او هلته د طالبانو دفتر د ۱۳۹۲ کال په غبرګولي کې جوړ شو. خو ډېر ژر بیرته وتړل شو. لکن د طالبانو د سیاسي کمیسیونغړي لا هم په دې دفتر کې ناست وي. ( نور د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې په دې رپوټ کې ولولئ)د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرو په کابل کې  حکومت ته هم لار برابره کړه چې په اسانۍ له طالبانو سره اړېکي ټینګ کړي، او دا دافغان حکومت کار و چې د طالبانو دپېژندنې غوښتنه یې راپورته کړه.

د ۱۳۹۰ کال د زمري پر لومړۍد افغان حکومت دوو لوړ پوړو چارواکو له طالبانو سره وکتل، وروسته بیا د ولسمشر حامد کرزي په دوره کې د سولې عالي شورا د طالبانو له باوري استازو سره- چې د هغوی د مشرتابه سلاکار هم پکې و، په دوبۍ کې کتنه لرله.  دواړو لوریو په شفاهي بڼه هوکړه کړې وه چې د افغانستان حکومت به د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته لیک استوي او غوښتنه به ترې کوي چې افغان طالبان ( د افغانستان په قضیه کې د یوه مستقل سیاسي جهت) په ډول وپيژني. ښايي په انګریزي ژباړه کې د (جهت) مانا یو څه ګونګه وي، خو په پښتو کې روښانه ده چې په جګړې او یا هم سپورت کې یوه لوري ته ویل کېږي. خو سیاسي ګوند بیا بېله مانا لري. (د بېلګې په ډول د افغانستان د اساسي قانون ۳۵ ماده دلته کتلای شئ.)

( د افغانستان په قضیه کې د یوه مستقل سیاسي جهت) له کلمو ډېر تعبیرونه کېږي. لومړی دا چې طالبان به په روانه شخړه کې د دوی له اصلي سیالانو سره مساوي شرایط ولري. د بېلګې په ډول دوی به له امریکا سره خبرې کوي او په دویم پړاو کې به بیا له افغان حکومت سره  غږېږي. دویم دا چې طالبانو ته په نامستقیم ډول په شته سیاسي سیستم کې د یو ځای کېدو مشوره هم نه ده ورکړ شوې. خو د دوی په غوښتنو کې روښانه ویل شوي وو چې د روانې شخړې سیاسي حل د دوی په ګټه دی. نو له یادو شویو تورو داسې اټکل کېږي چې د طالبانو  مخالفان باید د دوی حرکت په روانه شخړه کې د یوه لوبغاړي په ډول وپيژني چې دې ستونزې ته سیاسي حل لار غواړي. د مستقل توري راوړل هغه دایمي باور ردوي چې له مخې یې طالبان یوازې او یوازې د پاکستان لاسپوڅي بلل کېږي. دا هوکړه د هغه لیک لپاره شوې وه چې د سولې عالي شورا په نامه به لیکل کېده. دویم پړاو دا و چې طالبان به له افغان حکومت سره رسمي خبرې پيلوي. د دې تګلارې له مخې طالبانو ځینې ځانګړې غوښتنې هم په خبرو کې شاملې کړې، چې د بېلګې په ډول له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل  او د دې کار لپاره مهال ویش هم پکې شامل وو. د اساسي قانون بیا کتنه هم پکې راتله. (  دوی وايي اوسنی اساسي قانون بشپړ اسلامي نه دی) (۱)

د ۱۳۹۰ کال د زمری ناسته کې، طالبانو غوښتنه وکړه چې حکومت  د دوی دخبرو لپاره د سیاسي دفتر پرانیستو سره هوکړه وکړي، د ملګرو ملتونو د بندیزونو له لیسته دې طالبان  و ایستل شي، د امریکا او افغان حکومت  په زندانونو کې دې ټول طالب بندیان ازاد کړ شي، د لویې څارنوالۍ په ګډون دې په قضايي بنسټونو کې بدلونونه راوړل شي. په همدې ناسته او  را وروسته نورو ناستو کې طالبانو د لنډ مهالي  حکومت نظر هم وړاندې کړ. طالبانو د ۱۳۹۲ کال د زمري پر لومړۍ ورځ، ناسته کې د حکومت پر جوړښت او په حکومت کې د دوی پر ممکنه ګډون بحث ضروري وباله.  خو دې مسالې ته یې بیا پام ډېر ونه کړ. د طالبانو او کابل ترمنځ خبرې د  ځري یا استازيله لارې د ۱۳۹۰ کال تر تلې روانې وې. دواړو لوریو په دې هوکړه کړې وه چې ۱۳۹۰ کال کې د تلې پر ۶ به په دوبۍ کې بله مخامخ ناسته کوي.

دا پرېکړه هم شوې وه چې په دې ناسته کې د راتلونکو خبرو لپاره مهالویش هم ټاکل کېږي. د دې ترڅنګ پر دې هم خبرې کېدې چېیوه نړیوال منځګړي ته اړتیا شته او کنه. ټاکل شوې وه د تلې پر ۶ ناسته کې د سولې عالي شورا مشر برهان  الدین رباني او د طالبانو یو مشهور غړیچې دواکمنۍ پرمهال یې مهم دپیلومات و، برخه واخلي. د طالبانو دا پېژندل شوې څېره د هغوی د سیاسي کمیسیون غړی هم و. د ۱۳۹۰ کال د وږي پر ۲۰ رباني په کابل کې په خپل کور کې ځانمرګي برید وواژه. بریدګرځان داسې ښوولی و چې ګنې د طالبانو د مشرتابه پيغام یې راوړی دی. ( د دې پېچلې پېښې په اړه د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې له پنځو څېړنو یوه یې دلته لوستلی شئ) طالبانو د دې برید مسوولیت ونه مانه او پټه خوله پاتې شول. (د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې شننه دلته لوستلی شئ) خو له لویه سره پړه پر طالبانو اچول کېده او د افغانستان ملي امنیت ادارې طالبان په دې وژنه کې ښکېل بلل (نور دلته ولولئ)

له دې سره د حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې وځنډېدې. د دې لېکنې د یوه لیکوال په وینا، د برهان الدین رباني له وژنې سره سره، د طالبانو مرستیال او برحال مشر ملا اختر محمد منصور تمه لرله چې نارسمي خبرې روانې وساتي. په ورته وخت کې منصور دا پلټنه هم کوله چې وګوري ایا د سولې  خبرې خو به په  پټه چا رسوا کړې نه وي چې په دې ډول یې د ګډوډولو لپاره دا پېښه وشوه. خو له حکومت سره د خبرو ټول چینلونه اته میاشتې تړل شوي وو. د ۱۳۹۲ کال په نیمايي کې د  استازي له لارې اړیکي بیرته پیل شول. هغه وخت حکومت له طالبانو سره د خبرو لپاره بیا چمتو و. حکومت د برهان الدین رباني ځایناستي لپاره شخص پیدا کړی و او هغه یې زوی صلاح الدین رباني و. صلاح الدین د ۱۳۹۲ کال په وري میاشت کې د سولې شورا مشر وټاکل شو. داسې اټکل کېده چې د پوهنې وزیر فاروق ودرګ هم د سولې په دې بهیر کې مخکښ رول لري. په دې تماسونو کې دواړو اړخونو بیا په شفاهي ډول پرېکړه کړې وه چې د ملګرو ملتو له امنیت شورا به غوښتل کېږي چې (طالبان دې د قضیې د یوه مستقل جهت) په ډول وپېژني. د ۱۳۹۲ کال د وږي پر ۲۷ طالبانو له یوه نړیوال درېیمګړي سره په ناسته کې همدا ډول وړاندیز مخته کړ.

دې درېیمګړي هڅه کوله چې د طالبانو، افغان حکومت او امریکا ترمنځ د سولې خبرو لپاره یوه لار نقشه جوړه کړي. دا ناسته بیا هم په دوبۍ کې وه چې د طالبانو د مهال د روغتیا  وزیر ملاعباس اخوند په ګډون پکې دریو طالب استازو برخه اخیستې وه. ملا عباس د ۱۳۹۴ کال په زمري کې د طالب پلاوي مشري هم کوله ( نور دلته لوستلی شئ) عباس له ۱۳۸۸ کال راهیسې د طالبانو په سیاسي کمیسيون کې فعال دی. ملا عباس د طالبانو د هغه مهال د برحاله مشر ملا منصور ځانګړی استازی و. خو منصور دطالبانو سیاسي کمیسیون ته د دې ناستې ځانګړنه نه په ډاګه کړې او نه یې د دې کمیسيون مشر طیب اغا پرې خبر کړی و. طیب اغا د ملاعمر ځانګړی استازی  او د طالبانو د خبرو مشر مرکچي و. ( نور دلته لوستلی شئ)

په پنځو اوونیو کې د طالبانو په منځ کې ډېرې مهمې پېښې وشوې. د ۱۳۹۱ کال د سلواغې پر ۳ د طالبانو مشر ملا عمر مړ شو. د ملا عمر یو خپلوان او د هغه د امنیت ډله چې منصور ته یې حال ورکاوه، له دې مړینې خبر و.  منصور په خپل ټول توان هڅه وکړه د ملا عمر مړینه پټه کړي، په ځانګړي ډول له طیب اغا نه. هغه د ملا عمر مړینه تر دوو کلونو پوښلې ساتلې وه. (۴) دې پېښې د سولې خبرې لا وځنډولې. خو دویمه ناسته د ۱۳۹۱ کال په غبرګولي کې په دوحه کې وشوه. د طالبانو استازو بیا هم تایید کړه چې نړیوال مرکچي دې غوره شي او دا غوښتنه یې هم وکړه چې طالبان دې د افغانستان قضیه کې د خپلواک لوري په ډول و پېژندل شي. له هغې وروسته په راتلونکو کلونو کې د څو ناستو پرمهال طالبانو بیا بیا د همدې کار غوښتنه کوله خو هیڅ کله عملي نه شوه.

د ۱۳۹۲ کال په چونګاښ کې په دوحه کې د طالبانو دفتر پرانیستل شو، خو ډېر ژر بیرته وتړل شو. ولسمشر کرزی هغه مهال ډېر قهرېدلی و چې دا ډله هلته د یوه دولت په بڼه راڅرګنده شوې او خپل بیرغ یې هم پورته کړی دی. خو په دوحه کې د طالبانو دفتر بیا یوازې د اړیکو ټینګولو د یوه ځای په ډول کارېده او د افغانستان د حکومت استازو هم ترې ګټه اخیسته. ( د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې رپوټ دلته کتلای شئ) وروسته په ۱۳۹۳ کال کې ټاکنې وشوې.  اشرف غني د ملي وحدت حکومت ولسمشر شو. ښاغلي غني د سولې پر داسې میکانیزم پام ورټول کړی چې غواړي ګڼ اړخونه پکې را ښکیل کړي. غواړي پاکستان سره خبري وکړي چې د طالبانو مهم ملاتړی یې بولي که په دې ډول جګړې ته د پای ټکی  ومومي.

د پخوا په څير پاکستان تر اوسه د دې برخې په پرمختګ کې ناکام شوی (۵) له دې هر څه سره سره، د حامد کرزي د حکومت دا وړاندیز چې طالباند شخړې یوه برخه وګرځوي، بیا تکرار نه شو. د ۱۳۹۶ کال د کب په وروستیو کې ولسمشر غني له هر ډول شرط پرته طالبانو ته د سولې خبرو وړاندیز وکړ. ( نور دلته لوستلی شئ)  وروسته یې د غوايي میاشتې په نیمايي کې له طالبانو غوښتنه وکړه چې د سیاسي ګوند په بڼه دې رامخ ته شي او په ټاکنو کې دې برخه واخلي. ( د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو کې) د وروستي وړاندیز له تورو داسې ښکاري چې پر دې مسالې بحث نه دی شوی.

ایا طالبان یو سیاسي ګوند دی او یا غواړي سیاسي ګوند شي؟

دا چې اوس یا وروسته پر سیاسي ګوند د طالبانو اوښتل ښه دي او که بد- خو پوښتنه په کې دا ده چې دوی سیاسي ګوند دي او یا څومره د دې شونیتیا شته چی دوی سیاسي ګوند شي. د دوی له سترګو، دوی خپل ځان یو سیاسي ګوند نه بولي. مخکې له دې چې په ۱۳۷۵ کال کې د کابل واګې تر لاسه کړي، دوی خپل ځان د طالبانو اسلامي غورځنګ باله، او کله نا کله به یې ځانونه د طالبانو اسلامي تحریک هم ګاڼه. دوی د مجاهدینو د بیلا بیلو تنظیمونو پرضد را پورته شول. د تنظیمونو کلمه ډېر کله د حزب اسلامي، جمعیت اسلامي او وحدت ګوند په څیر ګوندو ته کارېده چې پوځي او سیاسي دواړه لوري یې درلودل. طالبانو ویل دوی د تنظیمونو پرضد را پورته شوي دي چې د پخواني شوروي په مرسته د جوړ شوي حکومت له پرځېدو وروسته واکمن شوي وو. د  نجیب الله حکومت په ۱۹۹۲ کال کې وپرځېده. (۶) طالبانو ټینګار کاوه چې د سیاسي واک تر لاسه کولو لپاره مبارزه نه کوي او آن دا یې هم نه ویل چې پر دې هېواد به واکمني کوي. خو دا فکر په ۱۳۷۵ کال کې واوښت.  کله چې یې کابل ونیو، پر ځان یې د افغانستان اسلامي امارت نوم کېښود او د غورځنګ توری یې لرېکړ.

دوی داسې حکومت جوړ کړ چې د وزیر په څېر توری به یې تر ټولو ستر حکومتي چارواکي ته کاراوه. خو وزیران یې ان د جګړو د ډګر فعال قوماندانان هم وو.

د واک اصلي سرچینه د امیر المومنین ملا عمر تر مشرۍ لاندې رهبرۍ شورا وه چې کندهار کې مېشت و. دوی هیڅ سیاسي ګوند یا ډلې ته اجازه نه ورکوله چې ازادفعالیت وکړي. آن د افغانستان د اسلامي حرکت په څېر د مجاهدینو هغو ډلو ته هم د جدا سیاسي فعالیتونو اجازه نه ورکول کېده چې طالبانو سره یوځای شويوو. ( نور دلته ولولئ ۷)  سره له دې چې طالبانو منظم سیاسي ګوند نه درلود، خو د طالبانو واکمنۍ ته په افغانستان کې یو ګوندیز واک ویل کېدای شي.

له ۱۳۸۱ کال وروسته، طالبان بیرته د یوې وسله والې ډلې په ډول راڅرګند شول. دوی تش په نامه  حکومتي جوړښتونه، کمیسیونونهچې وزارتونوسره ورته والی لري او په ولایتي او سیمه ییزه کچه خپل جوړښتونه رامنځ ته کړل. دوی تش په نامه ولسوالان، والیان وټاکل او د روغتیا، زده کړو او نورو برخو لپاره یې بیا کمیسیونونه وټاکل. په پوځي برخه کې دوی د جګړې لومړۍ کرښې لپاره د محاذ کلمه کاروي چې دڅو وسلهوالو ډلومشري کوي، په ولایتي کچه نظامي قوماندانان او یو نظامي کمیسیون هم لري. ( نور دلته لوستی شئ)

طالبان که واکمن و یا له واکه بهر، هیڅ کله یې د سیاسي ګوند په ډول چلند نه دی کړی. دوی هیڅ کله داسې جوړښت یا موډل نه  درلود چې سیاسي ګوند ته ورته وي. دوی له اصله نظامي ادارې ته ورته دي، او آن کله چې واک کې هم وو، د حکومتولۍ ، سیاسي اهدافو او واک د تر لاسه کولو لپاره یې تر هرڅه لومړی نظامي زور کاراوه. په سیمه ییزه کچه د جګړې په ډګر کې  له سیمه ییزو قوماندانانو پرته، د دوی په منځ کې د ټیټې کچې رهبري نشته. سیاسي ټولېدنه او ګوندي کانګرس یا غونډه نه لري. له اختریزو پيغامونو پرته، طالبان روښانه سیاسي پيغامونه نه لري (دلته یې د ۱۳۸۹ کال اختریز پیغام او دلته یې تر ټولو وروستی د ۱۳۹۷ کال د کوچني اختر پيغام لوستلی شئ)

طالبانو هیڅکله منظمه سیاسي څانګه نه لرله، خو نوره نړۍ کې بیا وسله والې ډلې منظمي سیاسي څانګې لري. مثلا، په شمالي ایرلنډ کې  د شېنفېن ډلې د ایرلنډ د جمهوري پوځ د سیاسي برخې په ډول فعالیتونه کول. دې ډلې د بریتانیا او ایرلنډ ترمنځ د ګډې پولې په دواړو لوریو کې په ټاکنو کې برخه اخیسته، او په ورته وخت کې د ایرلنډ جمهوري پوځ په شمال کې د بریتانیا له پوځ سره  وسله واله جګړه هم کوله. شېنفېن ډله په ۱۳۷۷  کال د هوکړې یوه برخه وه چې د «ګوډ فرایډی»یا غوره جمعې هوکړه نومېده او شخړه ورسره پای ته ورسېده.

همدغه ډول تګلاره په فلیپین کې هم پلې شوه چې کمونیست ګوند او اړوندېوسله والې ډلې یې – چې د خلکو پوځ په نامه یادېده، له حکومت سره بیا بیا خبرو ته کېناستل او دا کار یې د خپل سیاسي مټ پر زور وکړ. د دوی سیاسي ډله بیا ملي ډیموکراتیک ایتلاف نومېده چې د کمونیست ګوند تر مشرۍ لاندې یې فعالیتونه کول خو دا بېلګه طالبانو نه ده غوره کړې.

طالبان له لویه سره آن له نورو دودیزو اسلامپالو ډلو سره هم په مخالفت کې دي. د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې د ۱۳۹۶ کال یوه رپوټ کې د طالبانو د ایډیالوژۍ د تدریجي پرمختګ په اړه بحث شوی او پکې ویل شوي چې دوی په ډېر لومړي پړاو کې دي او د هر ډول سیاسي ګوند مخالف دي ځکه فکر کوي چې سیاسي ګوندونه د مسلمانانو تر منځ درز راولي. د دوی دا دلیل ښايي ډېرو ته د منلو نه وی ځکه په مصر، الجزایر او فلسطین کې عصري اسلامپالو ګوندونه جوړ کړي او په ټاکنو کې برخه اخلي.

په حقیقت کې د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې په هغه رپوټ کې اصلا د دې اړتیا نه ده لېدل شوې چې پر دې بحث وکړي چې ایا طالبان سیاسي ګوند بلل کېدای شي او کنه. له لویه سره ویل کېدای شي چې طالبانله تنظیمونه هم په سیاسي ډګر کې لږ فعال دي  ځکه هغه وخت تنظیمونو د خپلو جګړو پرمهال د بېلګې په ډول په کور دننه او بهر ځینې دفترونه درلودل او داېتلافونو په جوړېدو ښکیل وو ( د طالبانو له پرځولو را وروسته پخواني تنظیمونه د سیاسي ګوندونوپه ډول ثبت شوياو په ټاکنو کې برخه اخلي، سره له دې چې پخوانیو تنظیمونو کې د دې وړتیا وه چې د وسله والو ډلو په بڼه ځانونه همغږي کړي.)

طالبانو هیڅ کله په ټاکنو کې د برخې اخیستو لیوالتیا نه ده ښوولې. آن که داسې شوې هم وي، بیا به هم پوښتنه دا وي چې دوی به څومره په کې بریالي وي. خو له دې سره سره د بي بي سي د ۱۳۹۷ کال د یوې موندنې له مخې طالبان د افغانستان په نژدې ۷۰ سلنه ولسوالیو کې واک لري او یا یې اغیز پکې شته. په افغانستان کې د امریکا د بیارغونې ځانګړې څارونکې ادارې یا سیګار وروستی رپوټ بیا وايي چې طالبان د افغانستان د وګړوپر درېیمه برخه واک لري. خو دا ټولې ادعاوې د دې ثبوت نه شي کیدای چې دوی یو مخیز سیاسي ملاتړ لري. که فرض کړو چې طالبان په ټاکنو کې برخه واخلي، دوی دا هیله نه شي کولای چې تر واک لاندې سیمو کې به یې ټول خلک رایه ورکوي- په دې شرط چې ټاکنې رڼې وي. دې کې شک نشته چې ښايي طالبان یوه اندازه ريښتینی سیاسي ملاتړ ولري، خو دوی تر خپل واک لاندې سیمو کې ډېر زور کاروي. د طالبانو ځینو پخوانیو چارواکو په انفرادي ډول په پخوانیو ټاکنو کې برخه اخیستې وه او ځینې یې بریالي شوي هم وو.

د ۲۰۰۵ کال له پارلماني ټاکنو مخکې،  افغان حکومت او نړیوالو ملګرو یې په ټاکنو کې د برخې اخیستو لپاره هغه طالبان  چې د پخلاینې له بهیر سره یو ځای شوي وو وهڅول چې  د منځلارو طالبانو ګوند جوړ کړي. د طالبانو د مهال د بهرنیو چارو وزیر مولوي وکیل احمد متوکل او د کورنیو چارو  مرستیال وزیر ملا عبدالصمد خاکسار ټاکنو کې خپلواک کاندیدان وو، خو بریالي نه شول. (خاکسار په ۲۰۰۶ کال کې ووژل شو) خو ملا عبدالسلام راکټي په زابل او محمد سلام محمدي په سمنګانو کې  څوکۍوګټلې خو دواړه د طالبانو مشرتابه ته هومره نژدې نه وو لکه څومره چې متوکل او خاکسار وو. سلام په اصل کې د اسلامي جمعیت ګوند سره تړلی و او له جمعیت سره یې ښه اړیکي ساتلي وو چې له ګټونکو ډلو څخه وه.

داسې طالبان هم اوس شته چې دهغوی له تګلارو سره مخالف دي او طالبانو ته دتحریک په سترګه ګوري، نه د دولت او یا هم داسې ادارېپه سترګه چې واک ته د رسېدو  شېبې شمېري.

دا ډول کسان په دې باور دي چې طالبان دې د افغانستان په راتلونکې کې د ونډې لپاره خپل ځای ومني. د بېلګې په ډول معتصم اغا جان چې له ۱۳۸۳ کال تر ۱۳۸۵ کال پورې د طالبانو د سیاسي کمیسیون مشر و او وروسته د طالبانو له لوري لرې کړ شو، د سکایپ له لارې د دې څیړنې له لیکوال سره همدا نظر د ۱۳۹۶ کال د کب پر ۱۳ بیا تکرار کړ. د ده له نظره امارت ناکام شو او په ۱۳۸۱ کال کې پای ته ورسېد. د ده په اند د طالبانو لپاره به تر ټولو غوره لار دا وي چې د سیاسي ګوند رول قبول کړي او له داسې حکومت سره یو ځای شي چې بنسټ یې اسلامي وي. (۹)

د لومړۍ برخې پای

لیکوالان:

خلیل الله صافی

نور د دې لیکوال څخه