(دویمه برخه)
د سیاسي سیستم راتلونکې به څنګه وي؟
له دې ټولو سره سره ددې مانا دا نه ده چې د طالبانو اصلي ډله سیاسي پروژه نه لري. آنندګوپال او الکس سټرېګ وان لېنزخوټن د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته په یاده شوې څېړنه کې ویلي چې طالبان له ۱۳۸۰ کال راهیسې سیاسي شوې دي.
«په داسې حال کې چې دې حرکت یو مهال دودیز اسلام رامخ ته کړی و او فکر دا کېده چې دوی هغه اسلام پلی کوي او دفاع یې کوي، چې د جنوب په پښتنو سیمو کې یې تعبیر شته. اوس د اورپکۍ په دوران کې د دوی اسلام هغه سیاسي اسلام ته نژدې دی چې عربي نړۍ کې منل شوی دی».
سره له دې چې په لیکلې بڼه د دوی سیاسي پروګرامونه نشته، خو په خپلو اختریزو پیغامونو کې دخپلې خوښې راتلونکي سیاسي سیستم په اړه ډېر مالومات ورکوي. په ۱۳۷۲ کال د دې غورځنګ له پیل راهیسې، طالبانو د افغانستان لپاره سیاسي هدف په ډېرو عمومي ټکو کې راوړی و او هغه: د جګړه مارو ډلو ختمول او د (واقعي اسلامي نظام) پلې کول دي چې د شریعت پر بنسټ ولاړ وي. خو له هغه وروسته چې کله په ۱۳۸۰ کال کې د امریکا په مشرۍ یرغل د دوی رژیم رانسکور کړی، دوی پر خپلسیاسي شعار له افغانستان نه د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل او د خپلواکۍ بېرته تر لاسه کولهم اضافه کړيدي. دوی ټینګار کوي، کله چې ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي، بیا به له افغان حکومت او نورو اغیزناکوسیاسي اړخونو سره په کورنیو مسایلو خبرو ته کېني.
تيرو څو کلونو کې طالبانو یوه بله نظریه هم رامخ ته کړې چې نوم یې پرې پراخ بنسټی اسلامي حکومت ایښی دی. د بېلګې په ډول همدا ټکيد ۱۳۸۹ کال د اختر په پیغامونو کې راوړلشوي دي.. د ۱۳۹۰ کال پاریس ته نژدې په چنټيلې کې جوړې شوې ناسته کې د طالبانو استازو مولوي شهاب الدین دلاور (د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په ریاض او اسلام اباد کې سفیر) او محمد نعیم وردګ هم په انګریزېژبه یوه اعلامیه ولوسته چې همدا توري پکې کارول شوې وو. دا ناسته د فرانسې یوه فکري بنسټ جوړه کړې وه. دواړه طالب استازي د طالبانو د سیاسي کمیسیون غړي دي. ( د دې اعلامیې پښتونه بڼه او د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې څېړنه دلته لوستلی شئ) په دې اعلامیه کې په لومړي ځل پراخ بنسټی اسلامي حکومت روښانه شوی چې د دوی په باور ټولې قومي ډلې او سیاسي ګوندونه به د افغانستان په راتلونکو سیاسي بنسټونو کې برخه ولري.
کله چې افغان او نړیوالو ویناوالو په هغه ناسته او نور غونډو کې ترې پوښتل چې طالبان به دا کار څنګه کوي، هغوی یو لړغوراوي وړاندې کړل چې پر مټ به یې د دوی په باورد ټولو افغانانو سیاسي او مدني حقونه تضمین شي.
لومړی به په اسلامي بڼه د أهل الحل والعقد په نامه شورا جوړېږي. په دې شورا کې به د ټولو سیاسي ګوندونو له خوا پېژندل شوي استازي وي، لکه په ۱۳۷۱ کال کې چې د مجاهدینو ګڼو تنظیمونو شورا جوړه کړې او د برهان الدین رباني د لنډمهالي حکومت دوره یې اوږده کړه. (نور دلته ولولئ) طالبانو په ۱۳۹۵ کال کې د خپل اوسني مشر د ټاکلو لپاره له همدې ډول شورا نه کار واخیست چې له ګڼو ګوندونو نه وه جوړه شوې. ( په دې اړه د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې څېړنه دلته لوستی شئ) (۱۰)
دویم غوراوی بیا لویه جرګه ده چې د هېواد لپاره برخلیک ټاکونکې پرېکړې پکې کېږي. لکه د ۱۳۸۲ کال بېړنۍ لویه جرګه( نور مالومات دلته کتلای شئ) د اساسي قانون د تصویب لویه جرګه یې هم بله بېلګه کیدای شي. ( نور دلته ولولئ). لویې جرګې په افغانستان کې یو منل شوی اصل دی چې د پرېکړو مهمه سرچینه بلل کېږي. (۱۱) بالاخره ملي شورا یې بل غوراوی دی. په زړه پورېخو لا دا ده چې (ملي شورا یا شورایملی) د افغانستان د اوسني پارلمان رسمي نوم هم دی.
خو په دوحه کې د۱۳۹۳ کال په یوه ناسته کې چې د دې څېړنې یو لیکوال یې هم ګډونوال و، د طالبانو د دوحې دفتر استازو ویل چې اوسنی پارلمان ورتهته دمنلو نه دی ځکه د دوی په باور مشهور مجرمان او ټوپکوال یې غړي دي. دوی وايي، له ۱۳۸۱ کال راهیسې هغه سمبال شوي جرمونه چې سیاسي وسله والو ډلو د رسمي دولتي بنسټونو په نامه کړي، د افغانستان د اوسني حکومت ټولې هغه ادعاوې نامشروع کړي چې وايي د خلکو د مدني حقونو ضمانت کوي.
له دې خبرو داسې ښکاري چې دوی په نامستقیم ډول پارلمان د یوه اصل په ډول نه دی رد کړی. خو دایي هم نه دي ویلی چې د اصلاح شوي پارلمان غړي به وي. کله چې ترې لا ډېر مالومات وغوښتل شول، خوله یې پرې پټه کړه. په عمومي ډول طالبانو د دې څېړنې له یوه لیکوال سره چې پرهمدې موضوع یې تحقیق کاوه، په وروستیو خبرو کې ادعا کوله چې دوی د اوسني حکومت په بنسټونو کې چې دوی یې بشپړ اسلامي نه بولي، سمونې غواړي. په دې کې اساسي قانون ته بیا کتنه هم شامله ده. د طالبانو له فکره د اساسي قانون طرحه به په بشپړ ډول د افغان ديني عالمانو او قانون پوهانو له خوا جوړېږي ( عالمان، فقیهاناو قانون پوهان) او هیڅ نړیوال کارپوه به پکې لاسوهنه نه کوي؛ هغه کس به هم ترې ایستل کېږي چې دوی یې دبهرنیانو تر اغیز لاندې بولي. دا خبره د طالبانو د سیاسي کمیسیون غړي او د طالبانو د رهبرۍ شورا غړي محمد عباس ستانکزي د ۱۳۹۴ کال په مرغومي میاشت کې په دوحه کې یوې ناستې ته وکړه. دا ناسته د پګواش په نامه یوې نړیوالې نادولتي ادارې جوړه کړې وه چې له ۱۳۹۰ کال راهیسې د طالبانو او افغان لوریو ترمنځ د منځګړتوب رول لوبوي. ( نور دلته لوستلی شئ) (۱۲)
طالبانو په نورو بېلا بیلو ناستو کې دا هم ویلي له لویه سره غواړي په امنیتي او قضايي پرسونل کې هم بدلونونه راوړل شي، خو نه غواړي له منځه یووړل شي. دوی یې دلیل دا راوړي چې د ډاکټر نجیب الله له پرځېدو وروسته هغه حالت بیا تکرار نه شي چې امنیتي ځواکونه سره ووېشل شول او ځینې یې د مجاهدینو له بېلا بېلو ډلو سره یو ځای شول. هغه ویناوال چې د طالبانو ترمنځ یې په ناستو کې خبرې کړي، یوه یې هم داسې روښانه نظر نه درلود چې د طالبانو په ټکو مجرمانو او جنګسالارنو سره څه وکړي چې اوس د دولت مهمې څوکۍ لري.
طالبان داسې سیاسي سیستم غوره بولي چې ګڼ اړخونه یې برخه وي او د پرېکړو واک په بشپړ ډول شورا ته ورکړشوی وی. د شورا غړي به ځانګړي سیاسي بنسټونه ورمعرفي کوي او پرېکړې به له پاسه ښکته پلې کوي.( د افغان تنظیمونو جوړښت هم په همدې ډول و. د هر غړي دیموکراتیکه برخه اخیستنه پکې ډېر وخت شونې نه وي. په دې اړه زموږ شننه دلته لوستلی شئ)
همدا خبره په ۱۳۹۷ کال کې په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم په یوه لیکنه کې تکرار کړې وه. ( دلته یې په۷۲مخکې کتلایشئ)د طالبانو دا خبره چې دوی د پراخ بنسټي اسلامي حکومت غوښتونکي دياو نه غواړي ټول واک انحصار کړي، دا مانا نه لري چې دوی د امارت د بیا جوړولو له فکره تېر شوي دي. په ۱۳۹۴ کال تېیو فاریل او مایکل سمپل په خپله لیکنه کې امارت ( د طالبانو دسیاسي مفهوم مرکز) بللی. خو د طالبانو له اعلامیو بیا څرګندېږي چې دوی په افغانستان کې د واک پر تواون، پر سیاسي وېشنې او یو د بل پر زغملو پوهېږي او لږ تر لږه غواړي وښيي چې داسې کوي.
د واک نه انحصار ادعا سمه ده؟
دا روښانه ده چې طالبان په افغانستان کې یوازینی ځواک نه دی او طالبانو بیا بیا ویلي دوی نه غواړي د واک هغه ډول انحصار رامنځ ته کړي چې د ۱۳۷۴ او ۱۳۸۰ کلونو ترمنځ یې تر خپل واک لاندې سیمو کې د امارت پرمهال درلود. د بېلګې په ډول طالبانو د ۱۳۸۹ کال په اختریز پیغام کې ویلي چې د دوی امارت د واک د انحصارغوښتنونکینه دي. د ۱۳۹۱ کال په ډېسمبر کې طالب استازو په چنټلي کنفرانس کې خپل رسمي دریځ داسې په ډاګه کړ
«… د افغانستان د اسلامي امارت د راتلونکي حکومت د واک په توازن یا حکومت کې به ټول اړخونه برخه لري. نو په دې ډول بهټولو ګوندو او اړخونو ته لاره هواره وي چې حکومت کې برخه واخلي».دلته د ټولو اړخونو یادونه شوې، چې د ګوند له کلمې سرهتوپیر لري. په دې ناسته کې طالبانو دا هم تکرار کړه چې دوی به ټولو سیاسي سیالانو ته درناوی لري. خو دوی د کابل هغه غوښتنه هم رد کړې چې د۱۳۸۳ کال د اساسي قانون پربنسټ دې له حکومت سره یو ځای شي ځکه د دوی په باور، دا دتسلیمۍ په مانا ده.
د ۱۳۹۴ په غوايي او د۱۳۹۴ په مرغومي کې دوو ناستو کې چې پګواش په دوحه کې جوړې کړې وې، طالبپلاوي چې مشري یې عباس ستانکزي کوله، همدا دریځ بیا هم تکرار کړ. له دې وروسته طالب استازو په ډېرو ځایونو کې د امریکا په ګډون د نړیوالو څارونکو په شته والي کې بیا بیا یادونه کړې چې پراخ بنسټی اسلامي حکومت غواړی.
له دې ورهاخوا، دچنټلې له ناستې را وروسته طالبانو د افغان سیاسي اړخونو له استازو سره د مخامخ اړیکو هڅه کړې ده. د بېلګې په ډول د ۱۳۹۴ کال په غوايي کې د طالبانو د سیاسي کمیسیون غړو د پګواش د کنفرانس په څنډو کې له ځینو افغان سیاسي اړخونو سره ناستې درلودې. په دوی کې د جمعیت ګوند غړی او دسولې د عالی شورا مرستیال مولوي عطا الرحمان سلیم، د حزب اسلامي مهم غړی انجینر قریب الرحمان هلال، د ولسي جرګې غړی او د وحدت ګوند استازی اسدالله سعادتي، د افغان ملت ګوند پخوانی او د نوې ملې جبهې اوسنی مشر انوار الحق احدي، د افغان سلفیانو مشر حاجي روح الله وکیل او د افغانستان د ملي پیوستون خوځښت مشر اسحاق ګیلاني شامل وو.
دوی ویلي طالبانو ورته ډاډ ورکړی چې د واک انحصار نه غواړي خو اساسي قانون کې بدلون اړین بولي. اول غواړي داسې اسلامي حکومت جوړ کړي چې ټول اړخونه پکې برخه ولري. (۱۳) دوی ویل چې طالبانو ان له دې سیستم سره په تړاو د (منتخب) کلمه هم کارولې خو داسې ښکاري چې ډېموکراتیکو ټاکنو ته یې اشاره نه ده کړې او د اسلامي شورا پر میکانیزم یې- چې مخکې یې یادونه وشوه، ټینګار کړی.
په ټاکنو کې ګډون؟
پورتنی بحث زموږ پام دې ته اړوي چې طالبان د ټاکنو په اړه څه وايي. په ۱۳۹۵ کال کې د یوې ناستې پرمهال چې پګواش جوړه کړې وه، له طالبانو وپوښتل شول چې له نورو افغان سیاسي ډلو سره د واک له شریکولو یې هدف دا دی چې دوی په ټاکنو کې برخه اخلي که څنګه. دوی په خپلو ځوابونوکې روښانه نه وو. د لاور د شورا په اړه د قران شریف د الاشورا سورت ۳۸ ایات تلاوت کړ چې د اسلامي شورا سیستم په اړه د دوی اصلي سرچینه بلل کېږي. ترجمه: (خدای تعالی به هغه چاته اجر ورکوي، چې دخپل رب امر مني، عبادت یې کوي، او ترخپل منځ مشوره کوي).
دلاور ویل طالبان د ولسوالۍ، ولایت او په ملي کچه ټاکلې شورا مني. له دې داسې ښکاري طالبان په هغه سیستم کې چې دوی د راتلونکې لپاره پلان کړی، د نورو سیاسي اړخونو رول ویني او هغه په یادو شویو شورا ګانو کې برخه اخیستل دي. دا نظر له شک پرته ( د یوه کس یوه رایه) د سیستم اصولو ته ورته نه دی . کله چې دطالبانو له استازو وپوښتل شول چې د ټاکنو په اړه وضاحت ورکړي، د دوی ځواب د پخوا په شان خپلې معیاري اعلامیې ته ورته و (… دا په افغانانو پورې تړلې چې څه ډول خپل سیاسي سیستم او د خپل هېواد لپاره مشرتوب ټاکي)همدا خبره عباس ستانکزي هم د دې څېړنې یوه لیکوال ته د۱۳۹۷ کال په لومړیو کې تکرار کړې وه.
د ښځو حقونه
په زده کړو، کار او ټولنه کې د ښځو د ژوند په اړه د طالبانو تګلاره بله هغه سیاسي مساله ده چې ډېر خلک یې په اړه پوهېدل غواړي. په ۱۳۹۴ کې په دوحه کې د یوې ناستې پرمهال طالب استازو ویل د مدني حقونو په ګډون ټول انساني حقونه له اسلام سره په ټکر کې نه بولي او دا حقونه د نارینه وو او ښځو دواړو لپاره دي. افغان چارواکو، بهرنیو او د طالبانو دسیاسي کمیسیون استازو په ډېرو ناستو کې منلې چې طالبانو د خپلې واکمنۍ پرمهال انساني حقونو، د ښځو حقونو او د وینا ازادۍ ته درناوی نه دی کړی. دوی ژمنه وکړه چې هغه تېروتنې به بیا نه تکرارېږي. دوی ویل افغان مېرمنې په بشپړ ډول سیاسي او عامه ژوندانه کې برخه اخیستی شي، وزیرانې، والیانې، د شورا غړې جوړېدای شي او په سوداګرۍ کې هم فعال رول لوبولی شي.
خو له دې سره سره دوی دا هم تکراروله چې مېرمنې به دحنفي مذهب د اصولو له مخې د اسلامي اخلاقو اړتیاوې په پام کې نیسي. مثلا، مېرمنې به له لاسونو، مخ او پښو پرته نور بدن پټ ساتي خو وايي په عمل کې به د دې کار پرېکړه له دودونو او د مېرمنو له خوښې سره سمه کېږي ( چې ښايي یو بل سره ټکر کې شي) د سیاسي حقونو په برخه کې د دوی په باور شریعت مېرمنو ته اجازه نه ده ورکړې چې ملي مشره (ولسمشره) شي، دارنګه په جومات کې امامت هم نه شي کولای.
پایله: طالبان د قضیې یوه برخه که سیاسي ګوند؟
د طالبانو جوړښت له لویه سره پوځي دی او ځینې برخې یې حکومتي همدي. نو ځکه سیاسي ګوند نه شي بلل کېدای. خو دا د دې مانا نه لري چې دوی سیاسي پروژه نه لري. او د دې مانا دا هم نه ده چې دوی پر سیاسي ګوند نه شي اوښتی. خو تر اوسه دې کار ته جوړ نه دي. ځکه؛ لومړی خو دا چې دوی تل خپل پام پر نظامي جګړو ورټول ساتلی. دویم دا چې د افغان دولت او سیاسي سیستم په اړه د دوی نظر پر دې نه دی ولاړ چې دوی سیاسي ګوندونه غواړي، پارلماني سیستم غواړي او که یوه رایهیو کس سیستم خوښوي. د حکومت او له لویه سره له سیاسي اړخه، طالبانو ته د ولسمشر غني دا وړانديز چې د سیاسي ګوند په ډول فعالیت وکړي، ډېر منطقي ښکاري. د حکومت لپاره طالبان له وسله والو ډلو یوه بلل کېږي. نو ولې د نورو په څیر خپل سیاسي اهداف له سیاسي لارونه تعقیبوي؟ خو د طالبانو لپاره د غني وړاندیز په دې مانا بلل کېږي چې په اوسني قانوني چوکاټ کې دننه فعالیت وکړي او د اوسني سیاسي سیستم برخه شي. او طالبان د همدې سیستم پرضد جګړه کوي او وايي لږ تر لږه باید اساسي (سمونې) پکې راوړل شي.
په عمل کې طالبان به هم پر دې حقیقت پوه وي چې سیاسي ګوندونه د افغانستان په سیاسي سیستم کې په رسمي ډول ډېر مهم رول نه لوبوي. په ټاکنو کې یوازې د سیاسي ګوند په بڼه برخه اخیستل د دوی د واکمنۍ خوب نه شي پوره کولای او همغسې چې ولېدل شول، د امارت له نامه سره تړلي حکومت پايښت ونه موند. په پارلمان کې د څوکیو ګټل هم په یوازې سر اغیز نه شي کولای ځکه په پرېکړو او نورو حالاتو کې څنډې ته پاتېږي. د دې تر څنګ هیڅ ډله او سیاسي ګوند په پارلمان کې دننه په یوازې سر فعالیت نه شي کولای. که په سیاسي ګوند بدلېږي، د نورو۷۰ سیاسي ګوندونو په ډله کې به شمېرل کېږي (په افغانستان کې د سیاسي ګوندونو په اړه زموږ شننه دلته لوستلی شئ) او له شک پرته طالبان به هیڅکله دا ډول حالت د خپل ځان لپاره ونه غواړي.
په پارلماني ټاکنو کې ګډون ( واک ته د رسېدو ممکنه لار)، هم له فکري او هم له عملي بڼې د طالبانو غوښتنه نه ده. (۱۴) نو د پورته ذکر شویو دلایلو په رڼا کې- او د ولسمشر کرزي د حکومت دهغې غوښتنې په رڼا کې چې له ملګرو ملتونو به وغواړي طالبان د قضیې د یوې برخې په ډول ومني، د ولسمشر غني وروستی وړاندیز د شا تګ په مانا دی. طالبانو اټکل کاوه چې کابل به همغه تګلاره تعقیب کړي چې د کرزي ادارې کارولې وه. دوی غواړي د قضیې د یوې برخې په ډول وپېژندل شي. له امریکا هم همدا ډول تمه لري او د دوی لپاره د کابل حکومت تش د امریکاییانو لاسپوڅی ښکاري. همدې ونډېچې باور پرې لري، دوی ته پوځي غوراوی چمتو کړی دی او له همدې وجې د دوی تر واک لاندې ساحه او نفوذ لا پراخېږي (د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې شننه دلته لوستی شئ). همدا ښايي په راتلونکې سیاسي معامله کې د واک په وېش کې ونډهولري.
(۱) د طالبانو، په ځانګړي ډول د ټیټ پوړو قومندانانو او وسله والو د چلند په اړه د افغانستان دتحلیلګرانو شبکې پخواني همکار برهان عثمان د ۱۳۹۷ کال لیکنه دلته لوستلی شئ.
(۲) بله مهمه مساله چې دواړه اړخونه پرې یوه خوله وو او هوکړه یې هم پرې کړې وه، د نړیوال منځګړي شتوالی و چې تر ډېره ملګري ملتونه غوره بلل کېدل. دوی د ملګرو ملتونو پر دوو پخوانيو استازو هوکړه کړې وه. طالبانو لا هم د درېيم هېواد په منځګړتوب له امریکا سره اړيکې ساتل او هغه ناروې وه.
(۳) په دې قضیه کې بیا هم درېیم هېواد ناروېو. همدا مساله په ۱۳۹۵ کال کې په نارویژي ژبه د ګودال په نامه خپرونه کې خپره راغلې وه (دلته یې لوستلی شئ) د ۱۳۹۶ کال انګرېزي بڼه یې دلته لوستلی شئ. (د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې رپوټ دلته ولولئ)
(۴) د هغه زوی مولوي محمد یعقوب ته یوې نژدې سرچینې د دې لیکنې یوه لیکوال ته ویلي و چې ملا عمر په افغانستان کې مړ شوی و. د ۱۳۹۱ کال د سلواغې پر ۶ ملا اختر منصور د رهبرۍ شورا ځینې غړي له دې مسالې خبر کړياو ورته ویلي یې و چې دا یې د مرګ څلورمه ورځ ده. پر همغه ورځ په ناسته کې دوی خپل منځ کې پرېکړه کړې وه چې د ملاعمر مړینه به پټه ساتي. دوی دا کار د طالبانو د غورځنګ د یووالي او د طالب وسله والو د مورال لپاره مهم باله. نو له همدې وجې دطالبانو سیاسي کمیسیون( چې د ۱۳۹۱ کال د غبرګولي پر ۲۳ د قطر په دوحهکې ځای پر ځای شوی و- د لته زموږ شننه لوستلی شئ) د دې حقیقت په اړه په تیاره کې ساتل شوی و. طیب اغا د طالبانو دسیاسي کمیسیون له مشرۍ لرې شو ځکه د ملا عمر له مرګه په ۱۳۹۴ کال کې خبر شو او ملا منصور ترې د مرګ خبره پټه ساتلې وه.
(۵) د ۱۳۹۴ کال په چونګاښ کې د پاکستان د مري د خبرو په ګډون نور نوښتونه د دې لپاره وشول چې د کابل او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو لپاره فرصتونه برابر کړي ( نور دلته لوستلی شئ). په دې نوښتونو کې د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا ترمنځ څلور اړخیزه خبرې هم شاملې وي. (نور دلته لوستلی شئ)
(۶) په دې اړه د طالبانو د کارپوه فلېکسکېوهان تازه لیکنه هم دلته لوستلی شئ.په دې لېکنه کې د افغانستان سولې ته د ډېرېدونکو هیلو په اړه شننه شوې ( لیکنه، ۳۷ مخ)
( د هغه څه خلاف چې له بهره برېښي او ځینې افغان ډلې یې بولي، طالبان ځانونه د ۱۹۹۰ لسیزې دلومړیو د کورنۍ جګړې برخه نه ګڼي) کیوهان له الیکس سټرېک سره په ګډه (هغه دښمن چې موږ جوړ کړی: د طالبانو/القاعدې افسانه،۱۳۸۸- ۱۳۹۴) په نامه مشهور کتاب لیکلی دی. دې کتاب ته د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې شنونکې کېټ کلارک ځغلنده کتنه هم کړې(دلته یې ولولئ)
(۷) د ۱۳۷۵کال پخوانۍ اسلامپالې ډلې خادم الفرقان دطالبانو د واکمنۍ پرمهال له هغوی سره اړیکيساتل. ( نور دلته ولئ)
(۸) مولوي متوکل په دې ولایت کې صفر عشاره ۹ سلنه رایې وګټلې او خاکسار بیا صفر عشاره یو سلنه رایې خپلې کړې وې.
(۹) نور هم دې ته چمتو دي چې طالبان د سیاسي ګوند په ډول ومنل شي. عبدالمنان نیازي ته یوې نژدې سرچینې د ۱۳۹۶ کال د کب پر۱۳ د دې څېړنې یوه لیکوال ته وویل دوی غواړي چې د سیاسي ګوند په ډول وپېژندل شي. نیازی د طالبانو د بیلې شوې ډلې مرستیال دی چې دوی یې د افغانستان د اسلامي امارت د لوړېشورا په نامه پېژنې. دا ډله د ملا رسول په نامه هم پېژندل کېږي. ( د شالید په اړه یې نور مالومات دلته لوستلی شئ) دا ډله له لویو خیالونو سره را مخکې شوې او خپل ځان د اصلي طالبانو په نامه یادوي خو اوس یې هغه پخوانی زور اوبه شوی او نور د طالبانو د غورځنګ مهمه برخه نه شي بلل کېدای.
(۱۰)أٔهل الحل والعقد هغه شورا ده چې ستونزې هواروي او اصولجوړوي.دمنځنیوپېړیوځینې اسلامي او سیاسيکارپوهان وايي، دېډول شوراګانو کې به دیني عالمان او اغیزناک کسان راټولېږي او د ټولنې داسې خلک به پکې وي چې دمشرۍ وړتیالري.
(۱۱) لویه جرګه په بیلا بېلو وختو کې رابلل کېدای شي او ځینې وخت یې جوړېدل لانجمن هم وي. د جرګې د غړو پر وړتیا هم شکونه وي او پر دې هم یوه خوله نه وي چې ایا د دوی د پرېکړو منل ضروري او که جوړوونکو ته یوازې د مشورې بڼه لري ( د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې شننه دلته او یوه برخه یې دلته لوستلی شئ) په ۱۳۸۱ کال کې د بون کنفرانس د هوکړې له مخې په ۱۳۸۲ او ۱۳۸۳ کلونو کې لویې جرګې د هغه مهال لنډمهال او انتقالي حکومت د چارواکو له خوا جوړې شوې دي. د لویې جرګې بنسټ د اوسني اساسي قانون په ګډون، د ۱۳۰۱ کال له اساسي قانونه راهیسې د افغانستان په اساسي قوانینو کې شته.
(۱۲) دا غوښتنه په رسمي ډول د ساینس او نړیوالو چارو په اړه د پګواش کنفرانس وه ځکه دا یوه علمي شبکه ده چې په نړیواله کچه د مخالفو لوریو ترمنځ خبرو ته فرصت برابروي. دې ادارې په ۱۳۷۴ کال کې دنوبلد سولې جایزه ګټلې ده.
(۱۳) د طالبانو په پنځه کسیزپلاوي کې دا کسان شامل وو. مولوي شهاب الدین دلاور، مولوي عبدالرحمان حنیف، مولوي نیک محمد، شیخ سید رسول حلیم او محمد سهیل شاهد. دوی دارنګه له سیاسي ګوندونو هاخوا له نورو عادي کسانو او داسې خلکو سره هم وکتل چې هیڅ ډلې سره یې تړاو نه درلود. دوی د ۱۳۹۴ کال د چونګاښ او د۱۳۹۴ کال تر کب میاشتې پورې دوه ځلې سره کتلې دي. دا ناستې د سولې د څېړنو په اړه یوې کابل میشتې مدني ټولنې او پګواش کنفرانس همغږېکړې وې . په دې سیاستوالو کې د ننګرهار د خلکو استازی میرویس یاسیني، د کانو پخوانی وزیر وحید الله شهراني او د ولسمشر غني تره ډاکتر قیوم کوچی شامل وو. د کورنیو چارو له پخواني وزیر عمر داودزي سره هم ناستې شوې دې. ( داود زي د دې شننې یوه لیکوال ته د ۱۳۹۶ کال په وروستیو کې دا خبره منلې وه چې دی اوس هم لهدوحه مېشتو طالب استازو سره اړيکه لري)
(۱۴) طالبانو ته به ښايي دا هم مالومه وي چې په کولمبیا کې د فارک په نامه یاغیانو د سولې هوکړه وکړه، وسلې یې پر ځمکه کېښودې او ځان يې پر یوه سیاسي ګوند بدل کړ. فارکډلې په وروستیو پارلماني ټاکنو کې محدود شمېر رایې خپلې کړې.
پای
بیاکتنې:
دا مقاله په وروستي ځل تازه شوې وه ۲۵ ثور / غويی ۱۳۹۹