Afghanistan Analysts Network – Dari Pashto

سیاست / چشم انداز سیاسی

د افغانانو د ۷۵۰ کلونو تاریخ ته یوه کتنه

توماس روتیگ 18 دقیقې

ژباړن: علي محمد سباوون

نامتو افغانستانپوهانو او تاریخپوهانو د جنتن ایل لي اثر «د ۲۰۱۸ کال افغانستان: له۱۲۶۰ زېږدیز نه تر اوسه پورې» ستایلی دی. دوی دا کتاب د یوې لوړې کچې شننه بللې او آن ددې موضوع په اړه يې ویلي چې « دا یو غوره دایرة المعارف دی». د افغانستان تحلیلګرانو شبکې توماس روټیګ چې ددې کتاب ۷۸۰ مخه يې لوستي وايي چې د افغانستان له تاریخ څخه ناویل شویو پیښو ته په کتو دا شننه ریښتیا هم یو دایرة المعارف (پوهنغونډ) ګڼلی شو، خو بیا يې هم ځینې برخې ناهیلې کوونکې دي. د هغه موندنې ښیي چې د کتاب له  ۱۹۱۹زېږدیز کال څخه وروسته څپرکي له ناسمو غوره شویو پېښو ډک دي.

ددې کتاب ارزښت ته په کتو دا یو ستر کار دی. په دې اړه ستاینې ډېرې شوې دي خو اړینه نه ده چې د کتاپ پر پوښتۍ باندې له ستاینو دي یو څوک د کتاب ارزښت همغه ډول ومني . ویلیم ډالریمپل «افغانستان له ۱۲۶۰  زېږدیز څخه تر اوسمهاله» تاریخ « د سوچه توب او کره والي یوه بېلګه بللې ده»، نامتو ادبي مجلې« The Kirkus Review » دې ته  د دایرة المعارف نوم ورکړی.  د برمینګهم  پوهنتون کریس واییټ چې « افغانستان د امپراتوریو دفاع کې» کتاب لیکوال دی،  د نیوزیلاند مېشتي انګرېز جانتن ایل لي کتاب یې « د افغانستان د تاریخ په اړه وروستۍ څرګندونه » بللې ده. کتاب د ۱۳۹۷ هجري په پای کې چاپ شو، خو د ۷۸۰ مخونو حجم ته به یې په کتو ګرانه وي چې سړی پرې داسې ژر لنډیز ولیکلای شي.

د لیکوال کړنلاره چې د تاریخ له یوې ټاکلې مودې پیلېږي تمې، راپنځوي. دی، د نورو لیکوالو په توپیر، نه له یوه نسبتاً را وروسته پړاو، یعنې د درانیانو د امپراتورۍ (۱۷۴۷( له جوړیدو او نه هم له ډېر وړاندې یعنې د لوی سکندر له مهاله پیل کوي. پرځای یې، ۱۲۶۰ د پیل له پاره غوره کوي. دا ریښتیا هم د تاریخ یو بدلیدونکی مهال و چې د چنګېز خان تېري په افغانستان کې ټول شته ویجاړ اود ننني افغانستان، په ځانګړي ډول د افغان ترکستان ( شمالي افغانستان) ښېرازې ورشوګانې ویجاړې کړې.  په حقیقت کې د چنګېز خان تېري په پراخه کچه آن د منځنۍ آسیا د مرکز په ګډون د ټولې سیمې د قوت بنسټونه ولړزول. ددې نېټې انتخاب په زړه پوري دی، که څه هم لیکوال ددې نېټې د ټاکلو لامل نه دی ویلی. د افغانستان د جغرافیایي موقعیت او قومي او مذهبي ترکیب له عمومي کتنې وروسته کتاب نېغ د پېښو په بیانولو ډوبېږي. لي د کتاب د پایلې په اخرني پاراګراف کې د صفویانو، مغولو او د بخارا د خانانو امپراتوریو ته په کتو لیکي «افغانستان د دریو لویو امپراتوریو له زوال نه راووت». (۶۹۷مخ). دا هغه څه دي چې کتاب باید پرې پیل شوی وای او له هغه ځایه مخ ته تللی وای.

که د کتاب تفصیل ته ځير شو نو دا ریښتیا هم لکه دایرة المعارف داسې دی او موږ ته پیاوړي څپرکي راکوي.  په څپرکو کې تر درانیو سدوزیانو وړاندې د واکمنې کورنۍ لړزوونکی زوال (پخوانی ولسمشر حامد کرزی  په سدوزۍ لړۍ اړه لري او پر زوی  يې د درانیانو تر امپراتورۍ وړاندې کورنۍ د نامتو واکمن میرویس نوم ایښی دی)، په ۱۷۹۳کې د تیمورشاه له مړینې وروسته کورنۍ جګړې (نوموړي د هېواد پلازمېنه له کندهار څخه کابل ته ولېږدوله)، د امیر امان الله خان له خوا د افغانستان د خپلواکۍ لور ته ګامونه (۱۹۱۹-۱۹۲۹) او په شلمه پېړۍ کې د افغانستان شاهي دولت او د افغانانو ترمنځ کورنۍ جګړې را اخیستل شوې دي. په ۱۹۷۳  کې د لیون پولادا له کتاب « په افغانستان کې اصلاحات او بلواوې- ۱۹۱۹-۱۹۲۹) څخه وروسته دا لومړنی تفصیلي کار دی چې بشپړېږي.

 د لي موندنې په ځانګړي ډول د ترک  قبیلو او د امو د هاغاړې د منځنۍ آسیا او افغانانو تر منځ د اړیکو په اړه او دا چې د امو سیند او د هندوکش د غرونو تر منځ سیمې څنګه په افغان ترکستان واوښتې ، ډېرې پیاوړې دي.  په دې کې په هزاره جات کې د ظلمونو پرتله، په هغه ځای کې د امیر عبدالرحمن لږ مشهور ظلمونه چې له مذهبي مخورو نیولې د پخوانیو ازبیکو کورنیو تر امیرانو،  پوځي افسرانو او حریفو محمدزیانو پورې يې په ټولو قشرونو کړي وو، شامل دي.

په کتاب کې ډېر داسې حقیقتونه راغلي چې خپاره نه دي او په ډېرو ناویلو پېښو باندې رڼا اچول شوې ده، لکه د امیر عبدالرحمن راپور (۱۸۸۰-۱۹۰۱) د ترکستان ظلمونه،  چې د هندوستان او انګلستان رسنیو کې راښکاره او راپور د عامو خلکو له نیوکو سره مخامخ شو. آن ملکې ویکتوریا د امیر د سلوک په اړه خپل احساسات  سالیسبوري ته لیکلي وو.

یا دا چې یوې ښځې ( د امیر عبدالرحمن کونډې) هڅه وکړه چې په ۱۹۰۳ کې  د امیر عبدالرحمان ځایناستی حبیب الله خان د یوې پوځي بلوا پر مټ راوپرزوي.

یا « تر ۱۹۷۹ پورې د کابل بالا حصار کې یوه امریکايي کلیسا وه. په ۱۸۴۰ م لسیزه کې د ارمني ټولنې د یوه مشر خور سردار محمد اعظم خان ته چې لنډه موده ( ۱۸۶۷-۱۸۶۸) د افغانستان امیر و، واده شوې وه. په کابل، کندهار او هرات کې د  کافي شمېر ګرجیانو سوداګرو اوسېدنه ثبت شوې ده او تر دې مخکې اروپایي څېړونکوموندلې چې د ګرجستان د کلیسا د مشر قبر د کابل د اسمايي غره په ډډه کې دی.) په ۷۹ مخ کې د یوې جګړې یادونه شوې چې په غزني کې د یوه ګرجي خان په مشرۍ د صفویانو د ګرجستاني مرییانو او ابدالیو او کاکړو تر منځ چې د ماليې له ورکړې يې نټه کړې وه پېښه شوې.).

دا ټولې خبرې حیرانوونکې نه دي: لي د افغانستان د شمالي سیمو د تاریخ او په ځانګړي ډول  د خپلواکو پېژندل شويو ازبیک خانانو د سیمو په تړاو چې په نولسمه پېړۍ کې د کابل تر واک لاندې راغلې ډېر لوی نوم لري. د لي ډېر مشهور کتاب (The ‘ Ancient Supremacy’: Bukhara, Afghanistan and the battel for Balkh, 1731-1901(1996))  او له پخوانیو مقالو څخه یې یوه هم « په شمال لویدیځ افغانستان کې د میمنې تاریخ ، ۱۷۳۱-۱۸۹۳» دی چې اوس هم ډېره لوستل کېږي.

له افغانیته تر پښتونپالنې

لي د افغانستان تر خپلواکۍ  وروسته مهال په څپرکو کې پرمختګونو ته د یو ډول تنګ نظرو لومړنیو نژادي عینکو څخه ګوري. هغه په ځانګړي ډول د واکمنې شاهي کورنۍ د افغان هویت پنځونې  په هڅو تمرکز کوي او دا په افغانستان کې د پښتنو د نژادي او کلتوري تفوق ایجاد بولي. ددې له پاره هغه بېلابېلې اصطلاوې کاروي لکه :« پښتونیزم» یا نژادي ملتپالنه یا پښتون اریاییزم»  په ځینو ځایونو کې هغه د پښتون کلمه په نادرو یا نادودو بڼو لیکي، لکه پاختو.

 لي دغه هڅې د امان الله خان  تر دورې وړاندې کلونو په پیل کې ګڼي. هغه « د امان الله خان  د خسر او سلاکار محمود طرزي د افغانیت یا افغاینه مفکوره د وروستیو ټولو ملتپالو باچاهیو بنسټ» بولي. هغه زیاتوي چې د طرزي پلویانو « افغان ځوانانو» دا مفکوره  د ډاروینیزم (د نژادي او اریايي تفوق المانۍ نظریه) له مفکورې سره یوځای مخ ته بوتله. په ورپسې برخه کې لي دغه نظریې او تګلارې له الماني نظریو، په ځانګړي ډول له ناڅيزم او د یهودو دعام وژنې (Holocaust) له نظریو سره تړي. هغه وړاندې وايي چې ځینې راډیکال پښتتونپالان دعوه کوي چې پښتون نژاد لوی نژاد دی. داسې ښکارې چې د لي اشاره محمد ګل خان ته وي . لي د محمد ګل خان مومند بحث ته یو فرعي څپرکی ځانګړی کړی دی (هغه ته به موږ وروسته راستانه شو).

که څه هم لیکوال موږ ته ان یوه لنډه شننه یا سرچینه نه راښیي چې کومو لیکوالو او نظریو د طرزي یا (مومند) او یا هم وروسته د ځوانو افغانانو نظریه اغېزمنه کړه، خو خبر يې بېځایه هم نه ده.  هغه ارین پلوو یا په المان کې زېږېدلي مکس مولر (۱۳۲۳-۱۹۰۰) ته اشاره کوي، خو موږ ته وايي چې څنګه هغه د المان ناڅي (نازي) ګوند اغېزمن کړ، خو دا نه وايي چې هغه خامخا طرزي چمتو کړی و که نورو افغانانو. څرګنده ده چې د تفوق ( تر نورو ځان لوړ ګڼل ) په مفکوره کې د فرانسې او بریتانیې  جوزیف ارتر، کومټي ډي ګوبینو ( ۱۸۱۶-۸۲)، یا هاسټن سټیوارټ چمبیرلین ( ۱۸۵۵-۱۹۲۷)  مفکورې چې په آسیا کې پراخې لوستل شوي، ګډې وې.

دلته د مالوماتو ناسم (غلط) تفصیل وړاندې شوی دی. داسې مالومېږي چې دا مالومات له یادو نورو سره یوځای ډېر ځله د تعصب له مخې  لیکل شوي دي. په ۴۳۹م مخ کې لي وايي « د افغانستان اکثریت وګړو پښتو نه ویله» یا دا چې «په ډېر سخاوتمند اټکل پښتانه د افغانستان د ټولو وګړو درېیمه برخه ده». ښه نو، که ډېرو سخاوتمندو اټکلونو ته چې تر مینځ يې ځیني د شورویانو اټکلونه هم دي وګورو، په افغانستان کې د پښتنو شمېر ۶۰ سلنه دی.  لږ وړاندې په همدې مخ کې لیکوال موږ ته په کره ډول را په زړه کوي چې « د نفوسو په اړه اټکل پاموړ ډول توپیر لري». همدا ډول د لیکوال دا ادعاوې چې «پښتو د ادب ژبه نه وه او د پښتو لومړني اصلي ویونکي ډېری نالوستي بزګران، مالدار کوچیان او د افغان – هند پولې نیم خپلواک قومونه وو» معماوې دي. لیکوال دا هېروي چې د معارف په سیستم کې د امان الله خان د اصلاحاتو په پایله کې د پښتنو افغان روڼ آندو یوه پیاوړې ډله  ډګر ته راووته، چې ډیرو يې بیا د شوروي یرغل پر مهال (۱۹۷۹) هېواد پرېښود. په ۴۴۱ مخ کې  لي بیخي لکه ملنډې چې وهي، وایي: « د طرزي له خوا پښتو د افغانستان ملي ژبه ګرځول داسې و لکه د بریتانیې حکومت چې ویلشي خپله ملي ژبه کړي». (د برتانیې تر ۶۶ میلیونو زیاتو وګړو کې د ویلش ژبې ویونکو شمېر تر یوه میلیون ټیټ دی.)

یوه بله لویه غلطي  یې دا ادعا ده چې وايي «  پښتو په ۱۹۳۶ کې د افغانستان یواځینۍ ملي ژبه اعلان شوې وه». (مخ ۵۲۷). په حقیقت کې هغه مهال پښتو له دري ژبې وروسته چې د افغانستان د بېلابېلو قومونو تر منځ د غږېدو یوه ژبه او له وړاندې لا رسمي وه،  یوه بله رسمي ژبه وګرځول شوه.  دا پرمختګ په حقیقت کې د دوو ژبو د ملت جوړونې د پروژې یوه برخه وه. ځکه چې د تاریخ ترهغه مهال پورې پښتو د رسمياتو له حالت څخه څنډې ته غورځول شوې وه. هغه کار چې په حقیقت کې د دري په ډول پښتو ته پرمختګ ورکول و، لي په ناسم ډول د پښتو ژبې د تفوق هڅه بللې ده. په حقیقت کې دا خبره مشهوره نه وه چې د حکومت کارمندان په زور د پښتو زده کړې کورسونو ته اړایستل کېدل. کله چې په کتابونو کې وایو چې نادرشاه، ورور يې او زامنو يې هم د پښتو زده کړې کورسونه لوستل، نو سړی پوهېږي چې د پښتو ژبې زده کړه جبري نه وه.  لي یوې برتانوۍ سرچینې ته په اشاره چې تر دوو لسیزو  ډېر وروسته (۱۹۵۹) لیکل شوې وايي « د پښتو ژبې د کارونې ډېروالي ان ګډوډي را مینځته کړه». په نورو اثارو کې ورته راپور نه دی موندل شوی.

د محمد ګل خان مومند رول

  د افغانستان د تاریخ په ډېرو لوبغاړو کې چې لي يې له تتوالي راباسي محمد ګل خان مومند دی. وروسته له هغه چې نادرشاه، حبیب الله کلکانی په ۱۹۲۹ له پښو وغورزاوه، مومند د کورنیو چارو د وزیر او ورپسې د والي په توګه، د دویمې نړیوالې جګړې وړاندې افغانستان په مهمو سیاستوالو کې و. نوموړی اصلا یو پوځي افسر و، خو له ژبپوهنې سره یې هم لېوالتیا درلوده. د هغه لېوالتیا یواځې له خپلې مورنۍ ژبې سره نه، بلکې له نورو ژبو سره هم وه.  هغه خپل سیاسي موقف د یوې محرکې قوې په توګه د پښتو ژبې د پرمختیا له پاره وکاراوه. جیمز اې کارټن، د مومند په اړه د یوې پراخې لوېدیځې خپرونې (د پښتون ملتپالنې کلتوري تاریخونه، د ولس ونډه او په ۱۹۵۰- ۱۹۶۰کې په شاهې افغانستان کې ټولنیزه نا انډولتیا(Culturual Historeis of Pashtun Nationalism, Public Participation and Social Inequality in Monarchic Afghanistan, 1950-1960)  لیکوال د پښتون روڼ آندي صدیق الله ریښتین له خولې لیکي چې « هغه یوه سیاسي پښتو رامنځته کړه».

لي په مومند تور پورې کړی چې ترکمن او ازبیک کډوال او د مرکزي آسیا اصلي اوسېدونکې يې له هغه ځایه په زور د افغانستان جنوب ته بېځایه کړي وو. د هغوی ځمکې يې په زور نیولې او د ننګرهار پښتنو ته یې چې ډېری يې د مومندو قبیلې وو، ارزانه ورکړې او یا ډالۍ کړې وې. لي همدا راز مومند په دې تورنوي چې د مهمو ولایتي ښارونو د پرمختیايي پروګرام له پلي کولو يې موخه  د اصلي کلتور د ودې له منځه وړل و او  په پایله کې يې د شمالي افغانستان ډېرو ښاري مرکزونو خپل اصلیت او برم له لاسه ورکړ او ښارونو د هوارې ځمکې بڼه غوره کړه.

د لي په ټکو، کله کله دې کار د توکم وژنې بڼه موندله.

په دې کې شک نشته چې له جنوب او ختیځ څخه پښتانه چې ناقلین يې بولي، په شمال او شمال ختیځ افغانستان کې په زور میشت کړل شوي وو. ډېر ځله له دې کار سره بېځایه کېدنه مله وه. کتاب په دې اړه وضاحت نه دی ورکړی. لي همدا ډول د ادعا شویو ویجاړوَنو څو بېلګې ورکړې دي: له مېشت یا بیا مېشتېدنې پرته، د اقچې او امو ترمنځ په سړک باندې منګلک کلا او پر دې سړک څوسوه کلومتره مربع ځمکه او یو زیارت چې دی د شاه مردان مزار ورته وايي په بشپړ ډول اوار شوي وو ( ددې قبر ډېر مشهور نوم د علي روضه ده. په کابل کې هم د شاه مردان په نوم یو زیارت شته).

لي د خپلو دلایلو د ملاتړ له پاره د رابرټ بېرون،( The Road to Oxiaba) د  مشهور یون لیک چې په ۱۹۳۷ کې يې لیکلی و خبرې رااخیستي دي، ، خو خپله رابرټ په دې یون لیک کې د پراخو ویجاړونو په اړه نه دی غږېدلی. رابرټ بېرون له مومند سره د خپلې لیدنې په برخه کې مني  چې د علي د زیارت  شاوخوا بې ارزښته ودانۍ يې له منځه وړې وې. خو له لي سره په توپیر رابرټ وايي چې بلخ تر دې وړاندې لا په ۱۹۲۹ کې د شورویانو د لنډې تمېدا پرمهال چې د امان الله خان مرستې ته راغلي وو نړېدلی و او هغه دا د اصلي اوسېدونکو د کلتور د له منځه وړلو پروژه نه بولي. هغه ان له بیا پسولېدلي مزارشریف څخه خوند اخلي. هغه لیکلي دی:

«بازارونه نوي، په چونه سپین شوي او چتونه يې په داسې ستنو ولاړ دي چې دننه يې رڼا او هوا ورځي. په نوي ښار کې د سړکونو په څنډو کې د سوتره خښتو لښتي جوړشوي دي.  دا به سمه نه وي چې سړی و نه مني چې ښار ددغو کارونو له امله ښکلی دی».

بېرون په زور د بېځایه کولو یادونه نه ده کړې، خو دا يې ویلي دي چې د جنوب افغانان، فارسي- ژبي تاجیکان، تورکمن او هزاره د بېلګې په ډول د میمنې په ښار کې لیدل شوي دي. دا سمه ده چې هغه محمد ګل خان مومند یو ملتپال بولي خو وايي چې هغه مهال دا ډول ملتپالنه په ټوله آسیا کې وه او له دې پرته بسیاینه شونې نه وه.

 د هغه مهال او د شلمې پېړۍ تر نیمايي پورې د ډېرو بېځایه کېدنو/کَوَنو پېښې چې لي يې د توکمونو او کلتورونو له منځه وړل بولې په نورو سرچینو کې نه تر سترګو کېږي. دا سمه ده چې د نولسمې پېړۍ په وروستیو دوو لسیزو کې امیر عبدالرحمن د افغانستان په شمال کې ډېرې وژنې وکړې، قحطي یې رامنځته کړه، خلک يې شکنجه او بندیان کړل او ډېرغیر پښتانه او  یاغي پښتانه یې تبعید کړل، خو په شلمه پېړۍ کې پرته له هغو بېځایه کېدنو چې د زراعت د پرمختیايي پروژو له پاره يې د جنوب پښتنو او شړل شویو ته  ځمکې ورکړې، د خلکو بېځایه کېدنه ډېره لږه وه.

کارن مني چې مومند د پښتنو د سیاسي ولکې د خوندي کولو په پار د پښتنو کلتوري میراث په مستند ډول خوندي کړ. هغه زیاتوي چې د پښتنو روڼ آندو په ګډون په مرکز کې بیروکراټان (لکه ریښتین) دې احساس چې مومند هیله لري  د پښتني ملتپالنې کلتور د اشرافي دربارله بریدونو ها خواته وغځوي ناکراره کړي وو.

 دې ګروپ پرېکړه وکړه چې دا پروسه ودروي او همداسې يې وکړل. مومند يې څنډې ته کړ.

کارن زیاتوي: « له ۱۹۴۶ وروسته پښتو او پښتون کلتور ته د رسمي تګلارې له مخې د دولتي خپرنیزو فعالیتونو په لړ کې په مطلق ډول او د پښتو ټولنې له خوا وده ورکول کېده. پښتو ټولنه لا هغه مهال په هېواد کې لومړنۍ کلتوري ټولنه وه.  خو بې له شکه چې په خلکو باندې د حکومت له خوا د پښتو لوستل جبري نه و. د پښتو ټولنې کار د مومند تر کار بېخي لږ و».

دا برخه د لي په کتاب کې نشته. همدا ډول د لي دا تور چې مومند د باسماچي مشرانو د بندي کولو او اعدامولو مسول و، د هغو مالوماتو پراخول دي چې په نورو سرچینو کې شته. د نادرشاه په باچاهۍ او د مومند د ولایت په مهال په یقیني توګه د شوروي پر پوله له بسماچي جنګیالیو سره له زوره کاراخیستل شوی دی. هلته ځیني بسماچيان نیول شوي او اعدام شوي دي (ابراهیم بیګ ۱۹۳۱)، خو نورې سرچینې چې ویلي يې وي افغان ځواکونو د بسماچیو په اعدامولو کې مستقیم رول لاره نشته.

د ناڅي (نازي) جرمني اغېز

لي دې پایلې ته رسیدلی دی چې په ۱۹۳۰کې  له ناڅي المان سره د افغان شاهي دولت اړیکو د دوی د پښتونپالنې تګلارې کلکې اغېزمنې کړې وې. هغه وايي:

« د هیټلر له المان او ملي سوسیالیزم  سره په حکومتي نخبګانو کې  خواخوږي دومره ژوره شوه چې په ځینو برخو کې حکومت پښتونپالنې ته وده ورکوله چې په زیاتېدونکي ډول له نژادي او کلتوري تفوق او اریانیزم سره اوبدل شوې وه».

دا ریښتیا ده چې افغانستان او المان هغه مهال نژدې اړیکي درلودل. اړینه خبره داده کله چې لي د سارا کوپلیکس کتاب « د افغانستان د یهودانو سیاسي او اقتصادي تاریخ» د یوې مهمې سرچینې په توګه یادوي او وايي چې د اقتصاد وزیر عبدالمجید زابلي په تګلارو کې د یهودو ضد عناصر موجود وو. د سارا د کتاب له مخې د زابلي شرکتونو کې چې د افغانستان د دولتي پانګونې سیستم پر بنسټ يې هغه د جوړولو نیت درلود، سیکان او یهودان له ونډې  محروم شوي وو. دې کار په ځانګړي ډول د بخارا یهودان چې د شوروي اتحاد له خوا د مرکزي اسیا هېوادونو د نیولو په وخت راتښتېدلي وو، متضرر کړل. لي وايي چې دوی د قره قول ( غورقولیو نویو زیږېدلیو وریو د پوستکو) اصلي سوداګر وو، ځکه نو دوی د زابلي مهم سیالان وو.  لي په دې پسې لیکي چې په ۱۹۳۳ کې د بخارا یهودان او د افغانستان په شمال کې د یهودو ډېره پخوانۍ ټولنه د هندوکش په جنوب کې د مسکو د پنځمې ستنې په تور په زور مېشت کړل شوه.   له دې وروسته په ۱۹۳۵ کې په هرات کې د یهودو خلاف اله ګوله  وشوه او ډېر افغان یهودیان فلسطین ته ولېږدېدل. بېرون (۲۸۰مخ) مني چې د اندخوی یهودان له دې ځایه هرات ته په دې موخه ولېږدول شول چې د بهرنیانو لاس له سوداګرۍ را لنډ کړي.

خو د لي دا خبره سمه نه ده چې محمد ظاهر شاه او لومړی وزیر يې محمد هاشم خان د ناڅیانو د ولکې برلین کې د ۱۹۳۶ پروپاګندي اولمپیک لوبو کې برخه اخیستې وه. دې لوبو ته د محمدهاشم کشر ورور شاه محمود چې وروسته د جنګ وزیر شو تللی و. هټلر ان په هغه کال د شاه محمود په هڅولو بریالی شو چې په نوریمبرګ کې د ناڅي ګوند په پیاوړي کانګرس کې چې د یهودي نژاد ضد قوانینو راوتنه پکې کېده برخه واخلي.  دا برخه چې یو شمیر الماني شنونکو  په جدي ډول شنلې ده د لي په کتاب کي نشته.    د هغه ماخذونه پرته له پنځلسو فارسي سرچینو ټول انګلیسي دي.

دا نه ده څرګنده چې د ناڅي نظریې په اړه شاه محمود په کوم اند و، خو دا مالومه ده چې هاشم خان چې په همدې کال د درملنې له پاره المان ته تللی و، له نازي (ناڅي) مفکورې سره خواخوږي نه درلوده او همدا خبره یې په ډاګه کوله.   یوې المانۍ سرچینې د هاشم خان له خولې لیکلي چې د المان سفیر ته یې (داسې ښکاري چې سفیرد ناڅیزم پلوی نه و) په کابل کې ویل، چې هیله لري ناڅیان پیاوړي نه شي ، ځکه چې «د هغوی پیاوړتیا به د نړیوالې سولې د پای مانا ولري». داسې راپورونه شته چې هاشم خان په کابل کې د المان په سفارت کې د سیمه ییزې ناڅي ډلې د فعالیتونو په اړه هم خپلې اندېښنې د خپلو تبلیغي نندارو له ډېرو نندارچیانو سره شریکې کړې وې. هغه مهال په کابل کې سینما او تلوېزون نه وو.

د لي هغه ادعاوې چې پکې ویل شوي چې د۱۹۳۶ په اولمپیک کې افغان لوبډلې په لوبغالې کې د لوبو پرانیستلو له پاره چې ناڅي سلامي پکې څرګنده کړي مارش وکړ، هم تر پوښتنې لاندې راځي. هلته د فرانسې د لوبډلې په ګډون د نورو لوبډلو په وړاندې هم ورته ادعاوې شوې دي.   شننې ښيي چې «د هټلر سلامي ډېرو لوبډلو ته د اولمپیک د سلامۍ په نامه ورپېژندل شوې وه».دا کار هلته د مالومات ورکولو د یوې وسیلې په توګه شوی و، او دا باید د ناڅي له سلامۍ سره اشتباه نه شي. د دویمې نړیوالې جګړې وروسته اولمپیک کمېټې دا کار بند کړ. لي دا هم ویلي چې زابلي په ۱۹۲۹ کې په برلین کې د المان د پولیسو د یوه افسر له لور سره واده وکړ.  په دې اړه هم د لي سرچینه څرګنده نه ده، خو دغه لیکوال چې د زابلي په سیاسي رول يې شننې کړې دي، موندلې چې ډېرې سرچینې وايي چې زابلي د یوې المانۍ – روسۍ  کورنۍ د یوه سوداګر له لور سره په سنت پیرز برګ کې واده کړی و. دا شونې ده ځکه چې هغه ډېرې میرمنې درلودې او له دې امله چې دده ملي بانک چې په ۱۹۳۲ کې يې بنسټ ایښوول شوی و د افغانستان د قره قولو پياوړي صادرات هم انحصار کړي وو او د مسکو، برلین او نیویارک په ګډون يې په ټوله نړۍ کې څانګې درلودې.

  لي لوستونکو ته وايي چې زابلی چې ناڅي جرمني ته څو ځله تللی و، هټلر ته يې ویلي و چې «چمتو دی ظاهرشاه او هاشم خان له واکه ليرې کړي او د برتانوي هند په خلاف جګړه اعلان کړي». دا خبره تر یوې کچې سمه ده. زابلي د یو شمیر نورو افغان سیاسیونو په ډول د افغانستان د ملاتړ وړاندیز چې یا به د برتانوي هند په وړاندې د خرپ او ترپ جګړه کوي او یا  به مخامخ جګړه کوي،  المان ته کړی و،خو په دې شرط که المانیان په برتانویانو بریالي شي په بدل کې به يې د برتانوي هند شمال لویدیځ سرحدي ولایت ،چې یو وخت له افغانستان څخه بېل کړای شوی و، بېرته کابل ته ورکوي.   د ظاهرشاه له واکه غورځولو او واک ته د امان الله خان د ستنولو پلان په حقیقت کې په برلین کې د صدیق خان چرخي  په څېر د امان الله خان د جلاوطنه ملاتړو پلان و( امان الله خان هغه مهال د موسولیني ایټالیا کې جلاوطنه و). د الماني مالوماتو له مخې ( دې پلان په برلین کې کار ورنه کړ، ځکه چې برلین د آسیا په دې برخه کې د موسولیني اغېز نه غوښت).

دا ریښتیا نه ده چې د افغان زلمیانو غورځنګ دې چې د امان الله خان د سلاکار طرزي له خوا راپورته شوي وو، په افغانستان کې له مشروطه پال غورځنګ سره چې په ۱۹۰۸/۱۹۰۹ کې جوړ شو، مترادف وي.  هلته هیڅکله یوه حزبي مشروطه نه وه. مشروطه پال د افغان زلمیانو ترغورځنک وروسته و چې په دوی پورې تړل شوي و. عموما په دې اړه لیکنې داسې انګېري چې دا د افغان زلمیانو د افکارو دوام دی، خو  دا د افغان زلمیانو د غړیو دوام نه و. ځکه چې مخکښ مشروطه پال اعدام شوي وو. لي ان په دې اند دی چې «د طرزي وراره ( خوریی) چې د اعدام شویو له ډلې و، ښايي د توطیه جوړوونکو راز شیندلی وي». دا یو سخت تور دی او تر شکونو ورها خوا ډېرو پلټنو ته اړتیا لري.

اسامه، ملا عمر او نورې مسالې

په پېښو کې غلطیو هم د کتاب نورې برخې د بېلګې په ډول « د افغانستان د تاریخ د شلمې پېړۍ پېښې»اغېزمنې کړې دي.  په ډېرو ښکاره غلطیو کې یوه دا ادعا ده چې وايي د القاعدې مشر اسامه بن لادن په ۱۹۹۶ کې د طالبانو د مشر ملا محمد عمر په ځانګړې بلنه له سوډانه افغانستان ته راغی. په حقیقت کې اسامه د برهان الدین رباني د مجاهدینو د موقت حکومت په وخت کې د افغانستان جلال اباد ته راغلی و.( په دې اړه د بېلګې په ډول د سټیو کول د پیریانو جګړې وګورئ).

برهان الدین رباني له ۱۹۹۲-۱۹۹۶ پورې د افغانستان د اسلامي جمهوریت نه  بلکه د اسلامي دولت ولسمشر و ( البته د اوس مهال تروریستي ډلې مشر نه) .  رباني په پیل کې لږ تر لږه یوازې د موقت حکومت مشر و. داود د افغانستان د جمهوري دولت نه، بلکې د دولت ولسمشر و. حرکت انقلاب اسلامي په ۱۹۶۰ مو کلونو کې نه دی جوړ شوی بلکه دا تر دې مخکې ډلې چې خدام الفرقان نومیده برخه وه. د افغانستان تحلیلګرانو شبکې راپور دلته. په ۱۹۶۴ کې د افغانستان دوه جرګه ییز سیستم  له لويې جرګې او ولسي جرګې نه، بلکې له ولسي جرګې او مشرانو جرګې جوړ و.

د شاه محمود د ۱۹۴۶ کابنیه کې  څرګند کیڼ اړخي او سمونپالي ګوندونه نه وو (۵۳۹مخ) او نه هلته د کمونستانو خواخوږي وو (۵۵۰مخ)۰ په ۱۹۴۰مو کلونو کې په افغانستان کې نه کیڼ اړخي وو او نه سمونپالي. په کیڼ اړخ کې د افغانستان د خلکو ډیموکراټيک ګوند (PDPA)،  د ماویست شعله جاوید حرکت په ۱۹۶۵ کې را پیدا شول. په ۲۰۱۲ کې د ملک الشعرا خلیل الله خلیلي یادښتونه، تر دویمې نړیوالې جګړې وړاندې افغان دربار او ددې دورې له پاره د لي لویه سرچینه غوړه مالي او په کابینه کې د بحثونو نشتوالی بیانوي. هغه مهال اصلاح غوښتونکي په اپوزیسیون کې وو.

په حقیقت کې دا د شاه محمود  له خپل ورور او تر ده وړاندې چارواکو سره په توپیر خپله خپلواکه تګلاره وه چې سمونپالې ډلې ته يې بیا د راڅرګندېدو لار پرانیسته. په ۱۹۴۶ کې وروسته له هغه چې دی لومړی وزیر شو، ځوان افغان سیاسي بندیان يې له بنده ازاد کړل او په ۱۹۴۹ کې يې لومړی ځل په افغان تاریخ کې نیمه خپلواکو ټاکنو ته د پټو رایو په کارولو سره اجازه ورکړه. ولسي جرګې ته پنځو بریاليو شویو سمونپالو د ملي جبهې په نامه یوه ډله جوړه کړه  چې په ګاونډي هېواد ایران کې د دوی د ایډیال ډلې، ملتپال لومړي وزیر محمد مصدق په څېر یوغږ منعکس کړي. لي په ناسم ډول دې ته جبهه مردم ( د خلکو ډله) ویلې ده. د لي دا خبره سمه ده چې دا د حکومت د نیوکګرو (منتقدینو) ډله وه. د ۱۹۵۱ په جون میاشت کې دوی په لومړي ځل د افغان کابینې په خلاف د نه باور رایه وکاروله، خو دا غورځنک لکه لي چې یې پر باچا نیوکګر بولي، نه وه.   بلکې د ډلې غړیو له باچا سره د وفادار پاته کېدو ژمنه کړې وه او له هغه يې غوښتي و چې د اصلاحاتو مشري وکړي.  باچا دا کار وکړ،خو په ۱۹۶۴ کې وروسته له هغه چې دده  د ځایناستي داود خان له لاسه  ډېرو سمونپالو  غړيو په کلونو زندان تېر کړی وو. لي همدا ډول تر دې وړاندې مهال هم تشریح کوي هغه په ۱۹۲۰ کې د ځوانو افغانو انقلابیانو د مرکزي کمېټۍ کمونیسته ډله د محمود طرزي د زلمیو افغانانو ډلې ته منسوبوي.

له طالبانو وروسته افغانستان د انځورولو په مهال، هغه د افغانستان د سولې له پاره د امریکا اوسنی ځانګړی مرکچي او له ۲۰۰۱ څخه وروسته د افغانستان له پاره د امریکا ځانګړی استازی او سفیر زلمی خلیلزاد باچا پلوی بللی. د ۲۰۰۲ کال بېړنۍ لویه جرګه کې د خلیلزاد له خوا په دې دلیل چې د هېواد د مشرتابه له پاره د امریکا له منلي نوماند حامد کرزي سره سیالي و نه کړي، د کاندید په توګه د ظاهرشاه څنګ ته کول، د لي ادعا کمرنګه کوي. په دې پسې لي په ناسم ډول وايي چې د افغانستان په اړه د ۲۰۰۱ د بون تړون تر شپږو میاشتو پورې د باور وړ و. دا تړون تر ۲۰۰۴ پورې د لومړي منتخب ولسمشرتر راتګ پورې معتبر و. ظاهرشاه د ولسي جرګې او سنا افتخاري مشر نه، بلکې د ۲۰۰۲ د بېړنۍ لويې جرګې مشر و. ظاهر شاه ته د بېړنۍ لويي جرګې مشرتوب پخواني ولسمشر حامد کرزي نه و ورکړی، بلکې دا د بون د تړون له مخې ورکړ شوی و. بېړنۍ لويې جرګې موقت ولسمشر نه دی ټاکلی، بلکې رییس (مشر) یې ټاکلی و، د ولسمشر اصطلاح د ۲۰۰۴ له ټاکنو وروسته ورته وکارول شوه.

لي د سړې جګړې ځینې کیسې هم کړې دي. هغه وايي چې  په ۱۹۷۳ کې د مارکس نظریاتي پلویانو ته د شوروي د سفارت له خوا د پلان شوې کودتا د کولو اشاره شوې وه. ددې پېښې ارزښت ته په کتو د ۷۸۰ مخونو دې کتاب کې اړینه وه چې ددې ادعا له پاره یو ځانګړی بحث شوی وای. له دې کودتا وروسته هم واک د خلقیانو په لاس کې نه و. دا چې خلقیانو او پرچمیانو له داود خان سره «د پښتونستان په خبره کې برخه نه اخیسته»، د منلو نه ده. لي دا ناسپینه شوې خبره هم راپورته کړې چې په ۱۹۷۹ کې د شوروي له یرغل وروسته د کارمل رژیم د بدخشان په واخان دهلېز باندې له شوروي اتحاد سره یو تړون لاسلیک کړی و، چې له مخې یې په ۱۹۸۰ مو کې د لویدیځ او ختیځ د هستوي سلاوو د سیالۍ پر مهال مسکو د څارنې توکي ددې دهلېز پر سر لګولی شول. په پای کې لي د افغانستان د خلکو ډیموکراټیک ګوند دوو مهمو ډلو، خلق او پرچم ته د ډېر ساده نژادي توپیر په ډول کتلي او وایي چې د خلق ګوند ډيری غړي غلجي پښتانه وو. هغه دا نه دي ویلي چې په پرچمۍ ډله کې ډاکټر نجیب الله چې احمدزی غلجی دی او نورو غلجیانو څه کول. هغه په ناسم ډول لیکلي چې خلق ګوند د ۱۹۶۴ په جنورۍ کې او ندای خلق ورځپاڼه چې یواځې یو څو میاشتې خپره شوه، په ۱۹۵۱ کې راووته، دا د ولسواکۍ په لسیزه کې په ۱۹۶۴ کې خپرېده.

دې ته ورته نورو غلطیو ته چې سړي ګورې، نو ویلی شي چې لیکوال د کتاب ځینې برخې له ځانه لیکلې دي او د دویم ځل کتلو زیار يې نه دی کښلی. که يې لمن لیکونه او سرچینې لږې سمې لیکلې وای ، ښايي کتاب سل مخه نور هم لوی شوی وای. له دې ټولو ورهاخوا په کتاب کې املايي غلطۍ ډېرې دي، نومونه پکې ګډ وډ دي او ژبه يې ناکره ده.

ښه به وای چې لیکوال او خپروونکو بازار ته د کتاب له را ایستلو وړاندې، لږ نور وخت هم ورکړی وای او څو نورو لیکوالانو ته يې هم د کتنې له پاره استولی وای. هیله ده دا کار په بل چاب کې وشي، ځکه چې د کتاب ډېر مواد بیا کتنې ته کلکه اړتیا لري.

خرافات او ابهام

شک نشته چې د درانۍ امپراتورۍ د کمزوري اقتصاد لرونکي افغانستان واک د شاهي حکومت (۱۹۷۳) تر پای پورې د درانیانو د کورنۍ په لاس کې و. په دې کې هم شک نشته چې د امیرعبدالرحمن خان په واسطه ان دغیر پښتنو نسل وژنه شوې او هزارګان يې  اېل کړي ول. په تاریخ کې پښتانه نخبګان دا خبره نه مني او ددې جرمونو له امله تر اوسه پورې چا په رسمي توګه بښنه هم نه ده غوښتې. د بښنې له غوښتلو ناګاره کېدل د ۱۹۷۸ د تنظیمي جګړو وروسته د جنګي مجرمینو کار هم و. بې له شکه ددې جرمونو تاریخي زخمونه د ننني افغانستان د سیاسي بڼې د جوړولو لاملونه دي .

تر ډېره بریده نژادي ملتپالنه د افغانستان د نورو نژادونو سیاسي ډلو کې هم په لوړېدو ده او هغه سیاسي نژادي ګروپونه چې محرومیت يې خپله هم ازمویلی دی، د واک د ولکې پر مهال ورته چلند کوي. ښايي داسې وانګېرو چې موږ غالبا یواځې د نژاد په پدیده نه ،بلکې د واک په اړه هم غږېږو.

ډېره اړینه ده چې  د افغانانو واقعي تاریخ او خرافات تفکیک شي، د شننو په مهال موندنې وشي او د افغانانو د تاریخ  تشې لکه لي چې پیل کړې دي، ډکې شي. ددې کار له پاره کله چې لیکوال تر ۱۹۱۹ وروسته څپرکو ته راځي، له خپلو موخو پښه اړوي. په داسې کولو سره د کتاب نورې برخې هم بې خونده کوي. په هر صورت د لوېدیځ د یوه لیکوال له خوا لیکل شوی کتاب ریښتیا هم د اوسنیو نورو لیکل شویو تاریخونو پرتله له مالوماتو او ارزښته ډک دی.

لیکوالان: