Afghanistan Analysts Network – Dari Pashto

سیاست / چشم انداز سیاسی

د اسلامي امارت په تعریف د پوهنتون راڅرګندېدا: د «فکري جګړې» له مخې له پاس نه ښکته د نوي لوري او مطلق اطاعت عملي کېدنه

سید رضا کاظمی 32 دقیقې

اسلامي امارت  دوه کاله وړاندې د ۱۴۰۰ کال زمري کې تر واک نیونې وروسته هڅه کړې چې د افغانستان لوړې زده کړې بیا وارزوي او له سره یې راجوړې کړي. هغوی خپل کسان په دغه وزارت او ګڼو دولتي پوهنتونو کې ګومارلي، د مذهبي موسسو د جوړولو او د لوړو زده کړو سیستم کې یې د ور ننه ایستلو له پاره نوې ادارې رامنځ ته کړي او تحصیلي نصاب یې له سره داسې تنظیم کړی چې اصلي پام یې پر مذهبي زده کړو ورټول وي. دوی، د ۱۴۰۱ کال په قوس کې له لوړو زده کړو د نجونو تر بېخي بندولو وړاندې، د هلکانو او نجونو دواړو پر کړو وړو څار جاري کړی او د هغوی د  ظاهري بڼې او چلند له پاره یې سخت قواعد را ایستلي وو. دا رپوټ چې زموږ د مېلمه لیکوال سید رضا کاظمي پر څېړنو بنا دی، د امارت  د «فکري جګړې» مفهوم له مخې د لوړو زده کړو د طالباني کېدو، مذهبي کېدو او د وسیلې په توګه د کارېدو د تدریجي بهیرځینې جزییات وړاندې کوي او پر محصلانو، استادانو او کارکوونکو یې اغېز سپړي. په هغه کې دا پایله را ایستل شوې چې د اسلامي امارت د تعریف له مخې پوهنتون چې د لوري بیا تنظیم یې له پاسه تحمیل شوی او مطلق اطاعت په کې اصلي غوښتنه ده، دادی رامنځ ته شوی، خو د (نژدې) راتلونکې اړوندې پوښتنې یې لا هم له ځوابېدو لرې دي.

په خوست کې د شیخ زاید پوهنتون د بیا پرانستنې له پاره جوړه شوې غونډه. عکس: سردار شفق/ انادولو خبري آژانس د فرانسپرېس له لارې، د ۱۴۰۰ کال د کب ۷

دا رپورټ پر دوو برخو ویشل شوي دی:

لومړۍ برخه:

اساسي موندنې:

  • د لوړو زده کړو بدلول، د هغې «فکري جګړې» شنډولو کې چې د دوی په فکر بهرنیو مداخله ګرو او مخکني حکومت د یوه لوی تاریخي بهیر د یوې برخې په توګه د ۱۳۸۰ ‏- ۱۴۰۰ کلونو په ترڅ کې پر افغانستان ورتپلې، بنسټیزه مساله بولي. د هغوی په باور، لوړې زده کړې باید له «مذهبي او ملي» ارزښتونو سره له سره سمون ومومي او «اسلامي او افغاني روحیه» په کې په هرڅه برلاسي وي. د امارت په نظر، دا کار د لوړو زده کړو له سره تنظیم او بیا ایجادول غواړي. دې بهیر تر اوسه دوې ځانګړتیاوې درلودلې دي.
  • لومړۍ دا چې، امارت د لوړو زده کړو وزارت له خپلو اړوندو کسانو ډک کړی او د ډېرو دولتي پوهنتونو مشران یې بې پوښتنې ګوښه کړي او تبدیل کړي دي. یوه بله موضوع چې ډېر پام نه دی ور اوښتی خو همدغومره مهمه ده، په ولایتي کچه د «فوق العاده استازي» مقام رامنځ ته کول دي چې د خپل اړوند پوهنتون چارو کې د مداخلې، مدیریت او څار  واکونه لري. د لوړو زده کړو سیستم دې لنډمهالې ولکه کېدنې امارت ته فرصت ورکړ چې خپل اړوند یا وفادار کسان د پوهنتونو د مشرتابه پر څوکیو وګوماري. په ځینو مواردو کې دې بدلونو د جمهوریت تر ړنګېدو وړاندې د لوړو زده کړو موسسو کې د طالبانو حضور یا نفوذ ثابت کړ.
  • اسلامي امارت له اسلامي شریعت نه خپل تفسیر د لوړو زده کړو په مرکزي ټکي اړولی او دا کار یې په دریو لارو کړی دی: لومړی دا چې، په وزارت کې د مذهبي زده کړو د پوهنتونو او تخصص نوي لوی ریاست دادی تر دې مهاله د مذهبي زده کړو نوي مضامین را ایستلي او اوسنۍ  دوې مذهبي موسسې یې په لوړو زده کړو کې ورګډې کړې دي. دویم دا چې، د تبلیغ او ارشاد نوی ریاست جوړ شوی چې پر لوړو زده کړو مذهبي څار پیاوړی کړي. درېیم، امارت د پوهنتوني نصاب د بیا کتنې بهیر چې د دوی تر واک نیونې وړاندې پیل شوی و،  پرېښود چې ادامه وکړي، خو هغسې چې د مذهبي زده کړو د نصاب له دریو نویو خپرو شویو مضامینو برېښي، اصلي پام یې مذهبي زده کړو ته اړولی دی. په دوی کې یو مضمون د ټولو پوهنتونو له پاره دی چې هرومرو باید د لوړو زده کړو په ټولو دولتي او خصوصي موسسو کې تدریس شي او د تدریس وخت یې درې برابره شوی دی.
  • د لوړو زده کړو خصوصي موسسو له خپله لوري د نجونو او هلکانو د جلا زده کړو تګلارې په وړاندې کولو او عملي کولو، د ۱۴۰۰ کال په زمري کې د اسلامي امارت تر واک نیونې درې اوونۍ وروسته، نسبتاً په چټکۍ د بیا پرانستنې اجازه تر لاسه کړه. له دې وروسته، اسلامي امارت چارواکو ته شپږ میاشتې په کار شوې چې دولتي موسسې پرانیزي او دا کار یې هم تر کلک څار لاندې تر سره کړ.
  • د جنسیتي جلاوالي حکم، چې د بیا پرانستنې اصلي شرط و، په بېلابېلو پوهنتونو کې په جلا بڼو پلی شو چې د تدریسي وخت، ورځو او تدریسي خونو جلاوالی هم په کې راته. دا کار په ټولګیو کې د جلا کوونکو تختو په درولو یا لیلیو ته د نجونو د زده کړو په لېږدولو، او یا هم د نجونو د ټولګیو د دایرېدو له پاره د هغوی د حد اقل شمېر په ټاکلو ترسره شو. چارواکو ددې ترڅنګ، په لوړو زده کړو کې د بوختو کسانو د لباس د څرنګوالي (صورت او سیرت) په اړه لایحه هم اعلان او عملي کړه. ډېرو محصلانو ته چې کله د نویو مقرراتو او ټاکنو اغېز برسېره شو، پوهنتونو ته د بیا ستنېدو لومړنۍ خوشحالي یې په ژورې نا څرګندتیا او نهیلۍ واوښته. په ټوله کې، ښځې تر سړیو له خورا ډېرو ننګونو سره مخامخې شوې.
  • هغو کسانو چې خبرې ورسره شوي، د استادانو او محصلانو د پراخې وتنې یادونه کړې، سره له دې چې دا وتنه په بېلابېلو ولایتونو کې توپير کوي. ګڼو یې ویل چې دوی او/ یا ملګرو ته یې نور په پوهنتون کې ځانونه خوندي او آزاد نه ایسېدل. نورو د لوړو زده کړو دولتي موسسو کې د استادانو د معاشونو د سختې کمېدنې خبره کړې چې ورسره ډېرئ په دې سوچ کې لوېدلی چې خپل مسلک یا ګردسره هېواد پرېږدي. محصلانو ته هم دې کار هله ورته مالي عواقب رامنځ ته کړل چې دولتي تحصیلي موسسو ته د شاملو شویو محصلانو مدد معاشونه، سره له دې چې ډېر کم، خو محصلانو ته ارزښتناک وو، یا ودرول شول او یا مختل شول او یا هم دندې، چې د خصوصي (او تر یوې لږې اندازې یې د دولتي پوهنتونو) محصلان تمویلول، نژدې له یوې مخې له لاسه ووتې. په دې سره خاصتاً د لوړو زده کړو د خصوصي موسسو د محصلانو مالي بنسټ زیانمن شو. ورسره سم ددغو موسسو د دیوالي (ورشکست) کېدو او آن ړنګېدو خطر رامنځ ته شو.
  • د لوړو زده کړو ادارې له خوا د راغلو بدلونو ژورتیا او پراختیا – او د هغوی ژور او هر اړخیزعواقب – دې ته اشاره لري چې لوړو زده کړو، چې د دویم امارت پیاوړي کولو او منطقي ښودلو ته ګومارل شوې، د طالباني کېدنې، مذهبي کېدنې او وسیله کیدنې چټک او بنسټیز بهیر پیل کړی دی. د آزادۍ او رنګارنګۍ کوچنۍ او نازکه یا حساسه ساحه چې د ۱۳۸۹- ۱۴۰۰ کلونو ترمنځ راټوکېدلې وه، د امارت د تعریف له مخې د پوهنتونو په راڅرګندېدو، په دومره چټکتیا له لاسه وځي.
  • که څه هم د بدلونو بڼه او تګلوری جوت دي، په هېواد کې د لوړو زده کړو د (نژدې) راتلونکې په اړه پوښتنې لا هم پرځای پاتې دي. په دې کې دا پوښتنه راځي چې د امارت له خوا د لوړو زده کړو هر اړخیز چمتو شوی او روښانه شوی تعریف به څه بڼه لري او څنګه به برېښي. تر ټولو ډېره بنسټیزه دا پوښتنه ده چې کله اسلامي امارت په موجودو پوهنتونو کې چې لا هم، تر یوه بریده طالبانو او ناطالبانو دواړو ته غېږ پرانیزي، له پاسه کښته خواته د بیا سمبالښت او د مطلق اطاعت تګلارو تعقیبولو ته دوام ورکړي، څه به پېښ شي.
د کندهار بېنوا پوهنتون له انجنیرۍ او کمپیوټر ساینس پوهنځي نه د فراغت مراسم. دا له لوړو زده کړو د ښځو تر بشپړې بندېدنې وړاندې د فارغو شویو نجونو یوه وروستۍ ډله ده. عکس: جاوېد تنویر/ فرانسپرېس، د ۱۴۰۰ کال د کب ۲۶

د مطالبو فهرست

میتودولوژي (کاربڼه)

۱ فصل. انتقالي پړاو ته یوه لنډه کتنه

۲ فصل. د اسلامي امارت د تعریف له مخې راڅرګندېدونکی پوهنتون: د خپلو کسانو ګومارنه

۱.۲ ځانګړي استازي

۲.۲ د پوهنتونو مشرتابه کې نور بدلونونه

۳ فصل: د اسلامې امارت د تعریف له مخې راڅرګندېدونکی پوهنتون: شریعت د لوړو زده کړو مرکز کې

۱.۳ فکري جګړه

۲.۳ په وزارت کې نوې مذهبي ادارې

– د شرعیاتو پوهنتونو او تخصصي زده کړو لوی ریاست

– د تبلیغ او ارشاد ریاست

۳.۳ د پوهنتوني نصاب بیا کتنه

۴ فصل. د امارت د تعریف له مخې راڅرګندېدونکی پوهنتون: د جنسیت، بڼې او چلند اړوند مقررات

۱.۴ جنسیتي جلاوالی

۲.۴ صورت او سیرت

۵ فصل. د اسلامې امارت ولکې ته د لوړو زده کړو د لوېدو نور عواقب

پایله

میتودولوژي (کاربڼه)

ددې رپوټ له پاره څېړنې او پلټنې (ریسرچ) له ۳۹ کسانو سره پر ۴۱ نیمه تنظیم شویو مرکو بنا دي (چې په دوی کې دوې له اصلي معلومات ورکوونکو سره تعقیبي مرکې دي). ۳۱ مرکې د دوو څېړونکو (ریسرچرانو) او لس پخپله د لیکوال له خوا تر سره شوې دي.

اصلي مرکې د ۱۴۰۰ کال د لیندۍ (قوس) د ۱۰ او د ۱۴۰۱ کال د وري (حمل) د ۱۰ ترمنځ تر سره شوې دي. له اصلي معلومات ورکوونکو سره د ۱۴۰۱ د کب (حوت) له نیمايي د ۱۴۰۲ کال د وري تر نیمایي درې تعقیبي مرکې ددې له پاره وشوې چې پخوانۍ موندنې یوځل بیا چک (و ارزول) شي او پاتې پوښتنې، لکه د شرعیاتو د نویو پوهنتونو اړونده پوښتنه، روښانه کړي.

په مرکه کېدونکو کې نهه مېرمنې او ۳۰ سړي دي؛ عمرونه یې د ۲۱ او ۶۳ کلو تر منځ راځي او ټول یې د لوړو زده کړو په بېلابېلو برخو کې بوخت وو: ۱۱محصلان، ۲۲ استادان او شپږ مدیران یا کارمندان. دوی ټولو د مرکو د ترسره کېدو پرمهال یا زده کړې کولې، یا یې زده کړې ورکولې، یا په کې په کار بوخت وو او یا یې د لوړو زده کړو له دولتي یا خصوصي موسسو سره مخامخ تړاو درلود؛ یوازې درې مرکه کېدونکي له دغه سسیتم نه بهر وو یا له هېواده تللي وو.

مرکه کېدونکو د افغانستان د پوهنتوني نظام د ټولې پراختیا استازیتوب کاوه: کرنه، بیولوژي، کمپیوټر ساینس، اقتصاد، انجنیري، جیولوجي، طب، ژورنالیزم، ژبې او ادبیات، حقوق، ریاضي، پیداګوژي، فزیک، سیاسي علوم، سایکالوژي، شرعیات او ټولنپوهنه (سوسیولوژي) (دا لیکلړ له کوم ځانګړي ترتیب پرته راوړل شوی دی). مرکه کېدونکو ددې ترڅنګ، پخپله ځانونه د هېواد له بېلابېلو ټولنیزو، قومي، یا مذهبي سابقو سره اړوند را وپېژندل: عرب (یو مرکه کېدونکی)، بلوڅ (یو)، هزاره ګان (نهه)، پښتانه (دولس)، سادات (نهه)، تاجکان (شپږ) او ازبک (یو) (د انګرېزي الفبا په ترتیب).

مرکه کېدونکي د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه د ۲۳ ولایتونو د لوړو زده کړو موسسو[۱] سره تړلي وو چې هر ولایت ته له یوه څخه تر شپږو اصلي معلومات ورکوونکي رسېدل: بدخشان (دوه مرکه کېدونکي)، بادغیس (یو)، بغلان (یو)، بلخ (دوه)، بامیان (دوه)، دایکندي (شپږ)، فراه (یو)، فاریاب (یو)، غزنی (دوه)، هلمند (دوه)، هرات (څلور)، کندهار (دوه)، کاپیسا (یو)، خوست (یو)، کونړ (یو)، ننګرهار (یو)، پکتیا (یو)، پکتیکا (یو)، پنجشېر (یو)، سرِپُل (یو)، ارزګان (درې)، وردک (یو) او زابل (یو) (د انګرېزي الفبا په ترتیب).

د کابل یوه خصوصي پوهنتون کې دا بنر ښیي چې د مېرمنو مخونه تر هغه وروسته چې له لوړو زده کړو بندې شوې، د رنګ په شیندلو پټ کړای شوي دي. عکس: وکیل کهسار/ فرانسپرېس، د ۱۴۰۱ کال د کب

مهمه ده دا ټکی په یاد وساتل شي چې دا رپوټ ټولنیز یا جغرافي عمومیت نه لري. اصلي پام پر دې و چې د اسلامې امارت  ولکې ته د افغانستان د پوهنتونو د لوېدو په تړاو په لوړو زده کړو کې د ښکېلو کسانو د کیفي تجربو او اخیستنو جزییات، پېچلتیاوې او ژورتیاوې برسېره شي.

مرکه کېدونکو سره د هغو پلټنیزو متودونو له مخې تماس نیول شوی چې «د نمونه اخیستنې آسانتیا» (convenience sampling’) او «له یوې موضوع د بلې څرک لګېدنه» (snowball sampling) یې بولي. په افغانستان کې مېشتو دوو څېړونکو او پخپله لیکوال چې بهر کې اوسي، د هېواد د بېلابېلو برخو د لوړو زده کړو موسسو کې خپلو نژدې او لرې خپلوانو سره د ټلیفوني مرکو د تنظیمولو له پاره تماس نیولی دی. کله چې مرکې ته راضي شوي کس منلې چې نور کسان مرکو ته را وپېژني بیا دا نمونه اخیستنه پراخه شوې ده. په دوی کې ځینو بیا نور کسان راپېژندلي او په ځینو مواردو کې بیا آن نور کسان راپېژندل شوي دي. دا میتود ددې له پاره غوره شوی چې لاسرسی شونی شي، باور جوړ شي او د سمو معلوماتو د ټولېدو احتمال پراخ شي. خو ځینو کسانو چې تماس ورسره شوی، له مرکو ډډه کړې، په تېره بیا دا کار له بهر مېشتي لیکوال سره شوی، یا بلنه له څو ځلي هڅو وروسته منل شوې ده. ځینو چې خبرو ته غاړه ایښي، نه یې غوښتل ډېر جزییات ورکړي او دا د موضوع د حساسیت په اړه د احساس څرګندونه کوي. کله چې د چا د خولې خبره راخیستل شوې، موږ یې پېژندنه په دې ډول کړې ده: محصلان له کارکوونکو (تدریسي او غیر تدریسي) جلا شوي، د مرکه شوي جنسیت که یې ارتباط درلودلی، ښودل شوی، ځای ځایګی یې چې کله یې ارتباط درلودلی، د ولایت په ښودلو راوړل شوی دی.

مرکې ترڅه ځایه تنظیم شوې وې چې بنډار خپل طبیعي بهیر ومومي او په پراخو کیفي پوښتنو ټول پاتې شي. ځینې موضوعګانې یې دا وي: د اسلامې امارت تر واک نیونې وروسته د لوړو زده کړو د دولتي او خصوصي موسسو حالت، د ښځینه او نارینه ښوونکو شرایط؛ د اسلامې امارت  تر ولکې لاندې د هغوی د بیا پرانستنې تجربه؛ د وزارت له خوا ځینې نوي را ایستل شوي مقررات؛ د پوهنتون په کارکوونکو لکه مدیرانو او استادانو کې تغییر او تبدیل او نوي چارواکي که ګومارل شوي وي؛ د استادانو او محصلانو شمېر کې احتمالي بدلونونه؛ مالي اغېز یې؛ او د وزارت له خوا نظارت یا څار.

له مرکو راوتلې موندنې په دفتر کې د اړوندو اسنادو او رسنیزو رپوټونو په بیا کتنې او  د لوړو زده کړو وزارت د رسمي وېبپاڼې د رپوټونو په لوستلو بشپړې شوې او تایید شوې دي. له دې امله، هر ډول تېروتنه که په حقایقو کې وي یا تفسیرونو کې، یوازې د لیکوال خپل مسوولیت دی.

۱ فصل. انتقالي پړاو ته لنډه بیا کتنه

د اسلامې امارت واک نیونه د ۱۴۰۰ تعلیمي کال په اوږدو کې پېښه شوه. د لوړو زده کړو موسسو همدا څو اوونۍ وړاندې د کوویډ – ۱۹ له امله د بندېدو په وروستي پړاو پسې د بیا پرانستنې اجازه تر لاسه کړې وه. د کورونا وبا یو نیم کال لوستونه ګډوډ کړي وو. له دې سره جوخت، جګړو هم ډېر هغه ښارونه او ښارګوټي چې د افغانستان د لوړو زده کړو موسسې په کې جوړې شوې وې، اغېزمن کړي وو.

تر واک نیونې دوې اوونۍ وروسته، د ۱۴۰۰ کال د وږي په ۷، د هغه مهال د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني په پرانستونکو مراسمو کې وویل چې د لوړو زده کړو موسسې به د اسلامې امارت واکمنۍ لاندې هم فعالې وي، خو د نجونو او هلکانو زده کړې به ګډې نه وي (د رسنیو رپوټ دلته وګورئ).

هغه وویل: «افغان ولس به د شریعت رڼا کې، په خوندي ډول او د نارینه او ښځینه زده کوونکو له ګډولو پرته، لوړو زده کړو ته دوام ورکوي. خو ویې نه ویل چې کله به دوی بېرته پرانستل کېږي. دې حقیقت چې پرانستونکې غونډې ته یوه ښځه هم بلل شوې نه وه، په دې اړه ناروښانتیا ښه برسېره کړه چې ښځو ته به اصلاً په لوړو زده کړو کې د ګډون اجازه ورکړ شي او که نه.

سیمه ییزو چارواکو ددې اندېښنو منځ منځ کې چې تر نویو مقرراتو لاندې به لوړې زده کړې څه بڼه لري، د لوړو زده کړو له کارکوونکو سره کتنې پیل کړې. د پوهنتون یوه پخواني استاد او مدیر چې د افغانستان لوېدیځ کې یې د لوړو زده کړو په دولتي او خصوصي دواړو برخو کې تجربه درلوده، وړاندې له پوهنتوني کارکوونکو سره په یوه غونډه کې تر ګډون وروسته، د هغه څه یادونه کوله چې ده «د فاجعې عمق» باله. ګڼ هغه مسایل چې لا ډېر څرګند شول، د مخه د هغه په توضیحاتو کې راغلي وو:

 د لوړو زده کړو چارواکو د دولتي او خصوصي موسسو له استادانو سره کتنه رابللې وه. زه په اداري برخه کې د [د موسسې نوم پټ ساتل شوی] مرستیال رییس وم. زما همکاران او زه دغې غونډې ته په خپله خوښه نه یوو ورغلي… لومړی دا چې د غونډې له پاره لګول شوی بنر چې موخه یې روښانه کړي، په پښتو او عربي و. عربي د انګرېزۍ او دري ځای نیولی و، زما مورنۍ ژبه یې لرې کړې وه. دویم، چارواکو په خپلو خبرو یا پوښتنو ته په ځوابونو کې یوازې شریعت ته اشاره درلوده. کله چې ترې پوښتنه وشوه چې له مضامینو سره به څه کېږي، ویل یې چې له سره یې ګوري او که له شریعت سره یې ټکر نه درلود، پرځای به پاته وي.

یو چارواکی  د لوړو زده کړو پر ارزښت وغږېده. هغه وویل کله چې الله تعالی وایي چې نس د ناروغیو سرچینه ده، دا طب دی. کله چې الله تعالی وایي چې منابع باید ضایع نه کړو، دا اقتصاد دی. کله چې الله تعالی وایي چې اوبه له آسمانه راځي او په خاورو کې دا یا هغه شی راټوکوي، دا انجنیري ده. دا له لوړو زده کړو د دوی اخیستنه [پوهه] ده. کله چې د پوهنتوني استادانو د ژوندانه د اړتیاوو پوښتنه وشوه، هغه یو معمولي ځواب ورکړ، ویل یې چې [استادان] تر مجاهدینو [هغه اصطلاح چې طالبان یې خپلو غړو، په تېره بیا هغوی ته چې جنګي سابقه لري، کاروي] غوره نه دي. که مجاهدین په وږي نس ویده کېدل، موږ هم باید وږي ویده شو. که مجاهدینو د خوړو له پاره ډوډۍ درلوده، له موږ سره به یې هم نیموي.

د لوړو زده کړو خصوصي موسسې تر ټولو دمخه، د اسلامې امارت تر واک نیونې څه باندې درې اوونۍ وروسته د ۱۴۰۰ کال د وږي په ۱۵ بیا پرانستل شوې. دا چټکه خوځېدا د افغانستان د خصوصي پوهنتونو او د لوړو زده کړو موسسو د انجمن[۲] په نوښت چې د جمهوریت تر ړنګېدو لږ وروسته یې نویو چارواکو ته مراجعه کړې وه، شونی شوی و. دوو مرکه کېدونکو، چې له نویو واکمنو سره ددغه انجمن په تماس خبر وو، د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته وویل چې د افغانستان د خصوصي پوهنتونو او د لوړو زده کړو د موسسو انجمن ددې له پاره خبرې پیل کړې چې د لوړو زده کړو خصوصي موسسو نور د تړنې زغم  نه درلود. له مزارشریف څخه یوه پوښتل شوي وویل:

د لوړو زده کړو خصوصي موسسو خورا زیاته پانګونه کړې او ډېرو وګړو، لکه موسسانو، مدیرانو، استادانو او کارمندانو ته مخامخ او ګڼو نورو ته په نامخامخ ډول، د ګټې وټې سرچینه ده. هغوی اړ وو چې بیا پرانستنه یې وشي او چارې یې بېرته روانې شي.

پوښتل شویو د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته وویل، څرنګه چې د لوړو زده کړو خصوصي موسسو د خپل کار د بیا پیل له پاره د لوړو زده کړو وزارت اجازې ته اړتیا درلوده، له دې امله یې خبرو کې دریځ خورا کمزوری و. دوی ژر تر ژره له نویو  چارواکو سره یوې هوکړې ته رسېدل – او یا که دقیق وویل شي، د هغوی راضي کول غوښتل.

کله چې د افغانستان د خصوصي پوهنتونو او د لوړو زده کړو موسسو انجمن استازو په وزارت کې چارواکو ته مراجعه وکړه، ورته روښانه شوه چې د نارینه او ښځینه زده کوونکو جلا کول مرکزي موضوع د ه او د اسلامی امارت د اجازې تر لاسه کولو له پاره یې حل حتمي دی.

درېیم پوښتل شوي چې څېړونکی او پوهنتوني استاد و او هغه مهال کابل کې اوسېده او حالاتو ته له نژدې ځیر و، وویل: «[د سړیو او ښځو جلاوالی] د پام اصلي ټکی و. په نصاب، د تدریس په ښه والي او په ټوله کې د لوړو زده کړو د ودې اړوندو مسالو ته هیڅ پام ونه شو.»

محصلان د کندهار ولایت د یوه پوهنتون درسي خونه کې چې د نجونو او هلکانو له پاره د پردې په راځړولو ویشل شوی، لوستونو ته ناست دي. عکس: د فرانسپرېس آژانس سیمه ییز خبریال، د ۱۴۰۱ کال د کب ۳۰

له نوې  ادارې سره تر غږېدو وروسته، د افغانستان د خصوصي پوهنتونو او د لوړو زده کړو موسسو انجمن یو تګلاریز وړاندیز چمتو او وړاندې کړ. «د لوړو زده کړو موسسو د بیا پيل او د ګډ تدریسي سیستم د جلا کولو په اړه د افغانستان د خصوصي پوهنتونو او د لوړو زده کړو موسسو د انجمن وړاندیز» د ۱۴۰۰کال د وږي په ۱۱ د چارواکو تایید تر لاسه کړ او څلور ورځې وروسته، د ۱۴۰۰ کال د وږي پر ۱۵ د لوړو زده کړو خصوصي موسسو د بیا پرانستنې اجازه ومونده.  (د تګلاریز سند او د منظورۍ مکتوب انګرېزي ژباړې په ضمیمه کې وګورئ).

د اسلامي امارت د منظورۍ لیک کې ټینګار شوی و چې د لوړو زده کړو خصوصي موسسو کې ټولګي هله بېرته پرانستل کېدلی شي چې «چاپېریال یې خوندي او له اسلامي غوښتنو او اصولو سره سم وي». په هغه کې راغلي و چې د افغانستان د خصوصي پوهنتونو او د لوړو زده کړو موسسو انجمن تګلاریز وړاندیز ورسپارلی، وزیر منظور کړی او د لوړو زده کړو د ټولو خصوصي موسسو مشران مکلف دي دا تګلاره په خپلو موسسو کې پلې کړي. په هغه کې دغه راز راغلي چې د افغانستان د خصوصي پوهنتونو او د لوړو زده کړو موسسو انجمن ژمن شوی چې د هغه پلې کېدا وڅاري او په اړه یې د لوړو زده کړو وزارت ته رپوټ ورکړي – او په دې ډول یې د تګلارې د جوړولو او پلي کولو دواړو بار پر خصوصي موسسو او د افغانستان د خصوصي پوهنتونو او د لوړو زده کړو موسسو پر انجمن ایښی دی.

له بلې خوا، د افغانستان د خصوصي پوهنتونو او د لوړو زده کړو موسسو د انجمن تګلاریز وړاندیز کې راغلي، غړې موسسې به ځوانانو ته لوړې زده کړې «د اسلامي روحیې رڼا کې» وړاندې کوي. په هغه کې، په تېرو څو کلو کې د کورونا وبا له لاسه پېښ شوي اخلال ته په اشارې هیله ښودل شوې وه چې «[اوس]، الحمدلله د اسلامي امارت په راتګ سره… د لوړو زده کړو ټولې موسسې خپلې عادي اداري او تدریسي چارې له سره پیلوي.» وروسته په تګلاره کې د اصلي مسالې غم خوړل شوی، هغه حل لاره چې د امارت اجازه ورسره شونې شوه:

ټولې محصلانې، استادانې او کارمندانې مکلفې دي چې شرعي حجاب رعایت کړي (د حجاب رنګ باید تور وي، چې محصلانې، استادانې او کارمندانې یې په بازار کې پېرلی یا پخپله چمتو کولی شي). ټول پوهنتونونه مکلف دي چې ښځو ته د ننوتلو لار جلا کړي.

په تګلاره کې وړاندې د ښځینه او نارینه محصلانو، استادانو او کارمندانو جلاوالی، له هغه مهاله چې ودانۍ ته ننوځي او تر هغو چې ترې وځي، یاد شوی دی. په هغه کې د [مالي] امکاناتو چمتووالي ته په پام سره، د ودانۍ په جلا کولو، او که دا شونې نه وي، د وخت په جلا کولو، او که دا هم شونې نه وي د ۱۵ ښځینه زده کوونکو د شتوالي په صورت کې د ټولګیو په جلا کولو، د جنسیتي جلاوالي لارښوونه شوې ده. که د جلا ټولګیو چمتو کول شوني نه وي، او په یوه ټولګي کې  تر ۱۵ لږو ښځینه زده کوونکو نوم لیکنه کړې وي، ټولګی به د پردې په راځړولو ویشل کېږي.  د لوړو زده کړو وزارت او د لوړو زده کړو د خصوصي موسسو یو ګډ کمیسیون به «د پوهنتونو د شمېرو او د ټولګیو د حاضرۍ کتابو» له مخې د جنسیتي جلاوالي په اړه پرېکړه کوي. په تګلاره کې غوښتنه شوې چې نوي ټولګي دې له هماغه پیله له جنسیتي پلوه جلا وي او په دې سره یې دا خبره جوته کړې چې دا لومړني شرایط بشپړ جنسیتي جلاوالي ته د اوښتو څرګندویي کوي.

په تګلاره کې دغه راز راغلي چې یوازې ښځینه استادانې، او که هغوی نه وي، د ښې سابقې درلودونکي پاخه سړي به نجونو ته درس ورکوي. سربېره پر دې، د لوړو زده کړو خصوصي موسسې باید ښځینه شاګردانو ته «د ځانګړې نقلیه وسیلې د چمتو کولو هڅه وکړي او په موټر کې ناستې شاګردانې باید په یوه پرده له نارینه چلوونکي نه جلا شوې وي».

دې حقیقت چې د افغانستان د خصوصي پوهنتونو او د لوړو زده کړو موسسو انجمن له خوا چمتو شوې تګلاره کې د جنسیتي جلاوالي په اړه د امارت د تګلارې ټکی په ټکي راخیستنې، که څه هم د لوړو زده کړو هغو موسسو ته چې له کافي مالي امکاناتو بې برخې وې، موقتي هوسايي راوسته، په خبرو کې یې خصوصي تحصیلي موسسې په  ډېر نهیلي [کمزوري] دریځ کې وبرېښولې. که هغوی د جنسیتي جلاوالي مرکزي موضوع حل کړې نه وای، مجبورې وې چې تړلې پاتې شي. ډېر احتمال دا و چې دې کار به، په تېره بیا د کورونا وبا له سختو کلو وروسته د هغوی چټکې او پراخې دیوالي کېدنې او ړنګېدنې ته لار پرانستې واي.

د تګلاریز وړاندیز د چمتو کېدو او منظورېدو ترمنځ د زماني واټن لنډوالي او د خصوصي تحصیلي موسسو بیا پرانستنې ته په پام سره، حیرانوونکې نه برېښي چې د جزییاتو او د ساحې د پراختیا په اړه یې یوه ناڅرګندتیا رامنځ ته شوه او ورپسې پر انټرنېټ او بې انټرنېټه د قهر څپه راوخوځېده (د ساري په توګه د اطلاعاتِ روز دا رپوټ وګورئ). ډېرو موسسو یا د جنسیتي جلاوالي مقرراتو ته طرحې نه درلودې او یا یې ځای نه درلود. په تېره بیا ټولګیو کې د پردې ځړونې غوښتنه ډېره روښانه نه وه، لکه هماغسې چې زموږ له خوا یوه پوښتل شوي یادونه وکړه:

په سر کې ځینو موسسو د ټوکر یوه پرده د ټولګي منځ کې را وځړوله. دې د ښځینه او نارینه محصلانو د خپلمنځي لیدنې او غږېدنې مخه نه نیوله. ځکه نو واکمنو ویل چې دا ورته د منلو نه ده او ټولګي باید په لرګینو تختو یا اوسپنو سره جلا شي… [په ځینو مواردو کې] دوه ټولګي په یوه واوښتل او ځینې ټولګي بېخي لغوه شول ځکه د شاګردانو کافي شمېر یې نه درلود او د هغوی فیسونو د موسسې لګښتونه او د استادانو معاشونه نه شوای پوره کولی.

په دولتي تحصیلي موسسو کې بیا، امارت ته څو نورې میاشتې هم په کار شوې څو دا پرېکړه وکړي چې کله او له کومو شرایطو لاندې یې پرانیزي. یوه پوښتل شوي چې  له لوړو زده کړو وزارت سره په تماس کې و، وویل چې د مالي ستونزو ترڅنګ، یو بل لوی دلیل چې اسلامي امارت پرې د دولتي تحصیلي موسسو بیا پرانستنه ځنډوله، د نصاب په اړه د هغوی اندېښنې وې:

اسلامې امارت  د نصاب په اړه ډېرې پوښتنې درلودې. ویل یې لا یې نصاب نه دی اړولی، او که همدا نصاب تدریس شي داسې به و انګېرل شي چې ګنې سم دی. همدا دلیل دی چې نه پوهېږي دولتي تحصیلي موسسې به کله بیا پرانستل کېږي: دوې اوونۍ وروسته، درې اوونۍ وروسته که څومره. هغوی په ټولو پوهنځیو او څانګو کې د ټول نصاب په اړه خپلې پوښتنې درلودې. بې له شکه به هغوی د اسلامي مذهبي زده کړو مضامین ډېروي. دوی وایي چې زموږ محصلین پوهنتونو کې پر شریعت او اسلام ډېر نه غږېږي. دوی وایي چې محصلان باید د اسلام او شریعت تر اغېز لاندې راوستل شي. همدا دلیل دی چې وایي په ټولو پوهنتونو کې باید اسلامي مضامین ډېر او بهرني یا لوېدیځ نظریات محدود شي. هو، د بودجې مساله شته، خو خبره دغه راز د نصاب ده.

د ۱۴۰۰ کال د مرغومي (جدي) په ۱۱ (له پاس اقتباس شوې مرکې یوه اوونۍ وروسته)، د هغه مهال د لوړو زده کړو وزیر حقاني، په لنډ ویډیویي پیغام کې  پړاو په پړاو د دولتي تحصیلي موسسو د بیا پرانستنې اعلان وکړ: لومړی د سلواغې (دلوې) په ۱۳ په شپږو ګرمسېرو ولایتونو کې (لغمان او ننګرهار په ختیځ؛ کندهار، هلمند او نیمروز په جنوب؛ او فراه په جنوب لوېدیځ کې) او د ۱۴۰۰ کال د کب ۷ په پاتې ۲۸ ولایتونو کې. زموږ د مرکه کېدونکو له خولې، په  ځینو ولایتونو لکه بامیانو او دایکندي کې، بیا پرانستنه د یوې اوونۍ یا زیات و کم له پاره ځنډېدلې وه او دلیل یې دا و چې ډېر لږ محصلان او استادان ور حاضر شوي وو.

د لوړو زده کړو د بیا پرانستنې تجربې یو ډول نه وې. په ډېرو ولایتونو کې پوهنتون ته د بېرته تګ لومړنۍ خوشحالۍ – چې خورا ډېره وه – خپل ځای، په تېره بیا له نویو مقرریو سره د مخامخېدو پرمهال ناڅرګندتیا، ګنګسیت او نهیلۍ ته ورکړ. په ځینو ولایتونو کې روحیه، په تېره بیا د سړیو ترمنځ یا هغو ځایونو کې چې نوي مقررات لا دمخه سیمه ییز دود پاتې شوی و، تر څه ځایه لوړه پاتې وه.

۲ فصل. د اسلامي امارت  په تعریف د پوهنتون راڅرګندېدا: د خپلو کسانو ګومارل

له مرکو او د لوړو زده کړو وزارت د تګلاریزو اسنادو په ګډون نورو سندونو له ځیر کتنې دا پایله را ایستلی شو چې لوړې زده کړې د امارت په ولکه کې څنګه بدلېږي او کومه بڼه نیسي. تر دې ځایه، دوې لویې ځانګړنې رابرسېره شوې دي.

لومړی دا چې لوړې زده کړې باید امارت اداره کړي. هر هغه چا ته چې د لوړو زده کړو پر وزارت او د هغه تر ادارې لاندې موسسو باندې نظر ساتي ګرانه نه ده چې وویني د اسلامې امارت واکمنۍ کې اوس نوې څېرې مسوولیت په غاړه لري. تر هغه ځایه چې په وزارت پورې اړه مومي، ټولې نوې ګومارنې د امارت له خپلو کسانو چې د تېر نظام خلاف د جنګېدو سابقه لري، شوې دي. ډېر ځله دوی د افغانستان د لسیزو اوږده کړکېچ کې له پخوا را ښکېل وي او/ یا په مذهبي تدریسي ادارو کې د زده کړو یا تدریس سابقه لري.

یوه ښه بېلګه یې د مالي او ادارو چارو اوسنی معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب دی چې د لوړو زده کړو وزارت پر وېبپاڼه یې د خپاره شوي ژوند لیک له مخې د پراخو مذهبي زده کړو ترڅنګ، په ۱۳۷۰ یمو کلونو کې د «هرات په فتحه کې» هم برخه درلوده. د ناټو او امریکا له خوا د افغانستان د «نامشروع اشغال» پر مهال، هغه «خپل علمي جهاد جاري وساته، د ورځې به یې له خپلو شاګردانو او ملګرو سره کار کاوه او د شپې به یې د اشغالګرو خلاف جهادي عملیات تنظیمول او تر سره کول». هغه د ساري په توګه مخکې د قاضي، د هلمند ولایت په نهر سراج ولسوالۍ کې د پوځي کمیسیون د مشر، په بګرام زندان کې د بند، او د اسلامې امارت په پوهنې او لوړو زده کړو کمیسیونو[۳] کې د غړي په توګه دندې ترسره کړې دي.

یو بل لوی بدلون چې لږ پام ور اوښتی، په ولایتي کچه د موقتو خو ډېرو ځواکمنو «فوق العاده استازو» معرفي کول او دغه راز د لوړو زده کړو دولتي موسسو مشرتابه کې، لکه په لاندیني ۱ جدول کې چې یې لنډیز راوړل شوی، له پاسه کښته خواته د ډېرو خپلسرو بدلونو راوړل دي.

۱.۲  فوق العاده استازي

په هغو لومړنیو کارونو کې چې د لوړو زده کړو پخواني سرپرست وزیر مولوي حقاني د ۱۴۰۰ کال د وږي (سنبلې) په ۷ د خپل کار له پیل سره سم وکړ یو یې په ډېرو ولایتونو کې د فوق العاده استازي معرفي کول و. دوی چې د ولایت په اصلي دولتي پوهنتون یا د لوړو زده کړو موسسو کې ځای پرځای شول، د ځواکمنو لنډمهالو سیاسي استازو په توګه چې دنده یې د امارت تر کلک نظارت او څار لاندې د لوړو زده کړو راوستل و، فعالیت کاوه.

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب. عکس: د لوړو زده کړو وزارت وېبپاڼه، د ۱۴۰۱ کال د مرغومي (جدي) ۱۱.

ددې نوي مقام دندې او واکونه په یوه رسمي لیک او ورسره ضمیمې کې[۴]، د واک تر نیونې څه باندې دوې اوونۍ وروسته د ۱۴۰۰ کال د وږي په ۱۰ تشریح شوې دي. د هغه مهال وزیر حقاني وویل چې فوق العاده استازو شتوالي ته «په هر ولایت کې له دولتي او خصوصي پوهنتونو سره د همغږۍ، څارنې او ارزونې له پاره اړتیا ده… چې هغه [فوق العاده استازي] ته یو مناسب کاري دفتر، ټرانسپورت او د چارو له پاره یې نور اړین مادي امکانات چمتو کړای شي». وزیر وړاندې وویل چې «د پوهنتونو رییسان او ټول تدریسي او اداري کارکوونکي به پر خپلو څوکیو پاتې وي،» خو «ټولې چارې به له فو ق العاده استازي سره په تفاهم او له هغه سره په همغږۍ کې ترسره کېږي».

وزارت، فوق العاده استازو ته د لوړو زده کړو په ټولو اړوندو چارو کې د مداخلې، څار او مدیریت پراخ او لوی واکونه ورکړل. دوی حق درلود چې «د دولتي تحصیلي موسسو د مشرتابه او اداري برخې ټولو غونډو کې ګډون وکړي او د پرېکړو پلې کېدا وڅاري». دوی دغه راز «د دولتي پوهنتونو د ملکیتونو، شتمنیو او مالي چارو د څار او نظارت» مسوولیت هم درلود. سربېره پردې، د هغوی واکونه له اداري برخې نه اوښتل او علمي برخې ته هم ورغځېدل چې هلته یې باید «د لوړو زده کړو موسسو د پوهنځیو علمي او تجربي چارې څارلې وای». دوی دغه راز د بشري سرچینو د مدیریت او کیفي کنټرول دندې هم درلودې او له دې لارې یې د «د اصولو او مقرراتو له مخې د پوهنتونو د علمي او اداري برخې د کارکوونکو او محصلانو د استخدام، ارتقا او انفکاک چارو ته د رسېدنې او څار» او دغه راز «د لوړو زده کړو موسسو د تدریسي بهیر په اړه د پوهنځیو او محصلانو د شکایتونو د ترلاسه کولو، څارلو او حلولو دندې هم درلودې. د هغوی واکونه آن د لوړو زده کړو خصوصي برخې ته هم غځېدلي وو او په دې برخه کې هم هغوی ته لارښوونه شوې وه چې «د لوړو زده کړو خصوصي موسسې او پوهنتونونه وڅاري او له هغوی سره له لوړو زده کړو وزارت سره د همغږۍ برخه کې مرسته وکړي».

د ۱۴۰۰ کال وروستیو کې وزیر حقاني د فوق العاده استازو واکونه نور وغځول. هغه امر وکړ چې له لوړو زده کړو وزارت سره د لوړو زده کړو د ټولو موسسو مکاتبه باید د فوق العاده استازو له لارې وشي.[۵]

د دقیق او ځیر تعمیل په منظور، ټولې هغه موضوعګانې چې د لوړو زده کړو د وزیر اوامرو ته اړتیا لري، باید د فوق العاده استازي له خوا تایید او لاسلیک او وروسته د لوړو زده کړو وزارت ته راجع شي.

کله چې اسلامې امارت د لوړو زده کړو له پاره خپل دویم سرپرست وزیر د ۱۴۰۱ کال تله (میزان) کې معرفي کاوه، دا ځواکمنې څوکۍ له منځه تللې وې، ځکه تر دغه مهاله امارت د ډېرو پوهنځیو مشران تبدیل کړي، ځینې یې له هماغو فوق العاده استازو څخه غوره شوي وو او داسې یې ګڼله چې اوس یې منګول پر اداره کلکه ټینګه شوې ده.

لږ ترلږه د یو شمېر فوق العاده استازو سابقې ته یوې ځغلندې کتنې د واک تر نیولو وړاندې د لوړو زده کړو سیستم کې د امارت کادرونو حضور یا نفو‌ذ په ډاګه کړ. ځينې یې د هغو لوړو زده کړو موسسو وروستي فارغان وو چې ناببره یې د څار له پاره ګومارل کېدل. د ساري په ډول کندهار پوهنتون کې، د لوړو زده کړو د یوې خصوصي ولایتي موسسې فارغ د وزارت د فوق العاده استازي په توګه ګومارل شوی و. یوه پخواني استاد چې تر واک نیونې وړاندې او وروسته له اسلامې امارت چارواکو سره تماس کې و، دغه فوق العاده استازی د «حقوقو او سیاسي علومو فارغ وښوده چې پټ یې امارت ته کار کاوه او په کندهار ولایت کې د هغوی د لوړو زده کړو کمیسیون مشر و». له څو میاشتو وروسته، دغه فوق العاده استازی په مالي او اداري چارو کې د کندهار پوهنتون مرستیال وټاکل شو.

د لوړو زده کړو تحصیلي موسسو کې د هغو نویو فارغو شویو کسانو ګومارنه چې د جمهوریت پر مهال یې پټ د طالبانو غړیتوب درلود، بیا بیا پېښه شوې ده. د ساري په ډول په بامیان پوهنتون کې، فوق العاده استازی د بامیان پوهنتون یو فارغ و چې ویل کېږي مخکې یې په پټه د طالبانو غړیتوب تر لاسه کړی و. هغه وروسته په مالي او اداري چارو کې د پوهنتون مرستیال رییس وګومارل شو. په پکتیا کې د لوړو زده کړو د دولتي موسسې یو نوی فارغ، لومړی د فوق العاده استازي په توګه وګومارل شو او وروسته یې په مالي او اداري چارو کې مرستیال رییس شو.

د فوق العاده استازو پرله پسې ګومارنه چې وروسته ترې دغه راز په مالي او اداري چارو کې د رییس مرستیالان جوړ شوي، ښیي چې دا د اسلامې امارت لویه اندېښنه وه چې باید د پوهنتونو د مالي او اداري چارو باور په هغه چا وکړی شي چې نوي سیاسي جوړښت ته یې وفاداري ثابته شوې وي (وګورئ: لاندینی ۱ جدول).

په دوو مواردو کې چې مو د فوق العاده استازو په اړه معلومات تر لاسه کړل، دوی د پخواني حکومت مامورین وو او په دې سره هغه کرښه لا تته شوه چې د ۱۴۰۰ کال تر زمري وړاندې څوک پر کومه خوا و. د دایکندي د لوړو زده کړو انستیتوت کې، فوق العاده استازی چې وروسته یې په مالي او اداري چارو کې د رییس مرستیال شو، د جمهوریت پر مهال په ګاونډي ارزګان ولایت کې د یوې حکومتي ادارې رییس و. هغه د تخنیکي او حرفوي زده کړو له یوه انستیتوت نه فارغ شوی، پټ یې د طالبانو غړیتوب تر لاسه کړی او ویل کېږي چې د ولایت له پاره د امارت د استخباراتو د مشر نژدې خپلوان و. د کونړ په سید جمال الدین افغان پوهنتون کې فوق العاده استازی چې وروسته یې په مالي او اداري چارو کې د مرستیال رییس دنده تر سره کوله، په پخواني حکومت کې ولسوال و.

زموږ پوښتل شویو کسانو په ډېرو مواردو کې د اسلامې امارت له خوا ګومارل شوي استازي د هرډول پوهنتوني مقام له پاره بېخي ناوړه بللي، د دومره لویو مسوولیتونو او واکونو مقام خو لا پرځای پرېږده. په پکتیا کې یوه پوښتل شوي د خپلې دندې د پرېښودو سوچ درلود، ځکه د خپل یوه داسې شاګرد تر لاس لاندې ورته کار کول ګران و چې «ددغو مسایلو [یعنې د پوهنتون د مشرۍ او ادارې] په اړه په یوه ټکي هم [نه پوهېده]». د فراه ولایت یوه استاد وویل، ګرانه ده چې د امارت له خوا د ګومارل شوي مشر تر لاس لاندې چې زده کړې او/ یا تحصیلي وړتیاوې یې تر ده ډېرې ټیټې وې، کار وکړي. دې ته ورته په ارزګان ولایت کې، یو استاد هغه مهال حیران شوی و چې یو پخوانی شاګرد یې – د انستیتوت د کرنې څانګې فارغ – ورته ناببره د فوق العاده استازي په توګه وروپېژندل شو. دی هم وروسته په مالي او اداري چارو کې مرستیال رییس شو.

۱ جدول.  د لوړو زده کړو وزارت له خوا د ۲۳ ولایتونو د پوهنتونو مشرتابه کې لومړني راغلي بدلونونه چې زموږ له خوا پوښتل شویو یاد کړي دي:

شمېرهولایتد لوړو زده کړو موسسهد اسلامې امارت د لوړو زده کړو وزارت له خوا مشرتابه کې راغلي بدلونونه
۱بدخشانبدخشان پوهنتونفوق العاده استازی ور استول شوی؛ یو استاد د رییس په توګه ګومارل شوی دی
۲بادغیسد بادغیس د لوړو زده کړو انستیتوتفوق العاده استازی ګومارل شوی
۳بغلانبغلان پوهنتونفوق العاده استازی ګومارل شوی؛ یو استاد په کې رییس ټاکل شوی؛ مالي او اداري مرستیال تبدیل شوی
۴بلخبلخ پوهنتونفوق العاده استازی ګومارل شوی
۵بامیانبامیان پوهنتوند پوهنتون یو فارغ فوق العاده استازی ګومارل شوی؛ رییس او مالي او اداري مرستیال یې لرې شوي؛ د پوهنتون یو فارغ نوی رییس ټاکل شوی؛ فوق العاده استازی په مالي او اداري مرستیال اړول شوی دی
۶دایکنديد دایکندي د لوړو زده کړو انستیتوتد پخواني حکومت یو رییس فوق العاده استازی ګومارل شوی؛ وروسته فوق العاده استازی په مالي او اداري چارو کې په مرستیال رییس اړول شوی
۷فراهد فراه د لوړو زده کړو انستیتوتفوق العاده استازی ګومارل شوی
۸فاریابفاریاب پوهنتونفوق العاده استازی ګومارل شوی، وروسته هغه د مالي او اداري مرستیال په توګه ګومارل شوی؛ یو استاد په علمي چارو کې مرستیال رییس ټاکل شوی
۹غزنی۱. غزني پوهنتون ۲. د غزني د لوړو زده کړو انستیتوت۱. فوق العاده استازی ګومارل شوی او یو استاد د رییس په توګه ګومارل شوی؛ ۲. یو استاد رییس ټاکل شوی
۱۰هلمندد هلمند د لوړو زده کړو انستیتوتفوق العاده استازی ګومارل شوی، وروسته بل څوک ټاکل شوی؛ رییس تبدیل شوی
۱۱هراتهرات پوهنتونفوق العاده استازی ګومارل شوی؛ رییس تبدیل شوی
۱۲کندهارکندهار پوهنتونفوق العاده استازی ګومارل شوی؛ وروسته هغه مالي او اداري مرستیال ټاکل شوی؛ رییس تبدیل شوی
۱۳کاپیساالبیروني پوهنتونفوق العاده استازی ګومارل شوی؛ رییس په اعتراضي ډول استعفی کړې
۱۴خوستشیخ زاید پوهنتونفوق العاده استازی ګومارل شوی
۱۵کونړسید جمال الدین پوهنتونیو استاد رییس ټاکل شوی؛ د پخواني حکومت یو ولسوال فوق العاده استازی ګومارل شوی، وروسته هغه دغه راز مالي او اداري مرستیال ټاکل شوی؛ د محصلانو چارو کې مرستیال رییس تبدیل شوی
۱۶ننګرهارننګرهار پوهنتونعلمي مرستیال تبدیل شوی
۱۷پکتیاپکتیا پوهنتونفوق العاده استازی ګومارل شوی؛ نوی رییس ټاکل شوی، وروسته یې ځای د همدغه پوهنتون یوه استاد ته ورکړ شوی دی
۱۸پکتیکاد پکتیکا د لوړو زده کړو انستیتوتد همدغه پوهنتون یو فارغ فوق العاده استازی ګومارل شوی، وروسته هغه مالي او اداري مرستیال ټاکل شوی
۱۹پنجشېرد پنجشېر د لوړو زده کړو انستیتوتفوق العاده استازی ګومارل شوی، وروسته هغه رییس ټاکل شوی
۲۰سرِپُلد سرِپُل د لوړو زده کړو انستیتوتفوق العاده استازی ګومارل شوی، وروسته هغه دغه راز په مالي او اداري چارو کې مرستیال ټاکل شوی
۲۱ارزګاند ارزګان د لوړو زده کړو انستیتوتد همدغه انستیتوت یو فارغ فوق العاده استازی ګومارل شوی، وروسته هغه مالي او اداري مرستیال ټاکل شوی
۲۲وردکد وردکو د لوړو زده کړو انستیتوتفوق العاده استازی ګومارل شوی، وروسته هغه مالي او اداري مرستیال ټاکل شوی
۲۳زابلد زابل د لوړو زده کړو انستیتوترییس تبدیل شوی
اخځ: د ۱۴۰۰ کال له کب نه د ۱۴۰۱ کال تر وري (حمل) پورې ترسره شوې مرکې

ځینو پوښتل شویو دغه راز څرګنده کړې چې څه ډول یو شمېر محصلانو د اسلامې امارت تر واک نیونې وروسته د پوهنتون په بیا پرانستنې پسې، ځانونه د امارت غړي ور وپېژندل. د مثال په ډول په بغلان پوهنتون کې، یوه پوښتل شوي وویل دا محصلان سره له دې چې شمېر یې «دومره نه دی»، اوس «په پوځي یونیفورم کې راځي». یوه بل پوښتل شوي وویل، پنجشېر کې طالبان لا دمخه، د جمهوریت تر ړنګېدو وړاندې په ولایت کې پیدا شوي وو، آن د لوړو زده کړو په ولایتي انستیتوت کې. هغه وویل، دده غوندې استادان نه پوهېدل چې «زموږ محصلان له امارت سره دومره نژدې کار کوي. موږ دا شی نه شوای لیدی. د اسلامې امارت له واک نیونې وروسته وپوهېدو چې هغوی د امارت غړي دي». د کابل د طبي پوهنتون یوه استاد چې د امارت له واک نیونې وروسته یې هېواد پرېښي، لیکوال ته وویل حیران و چې د پوهنتون څومره غړي یې لا د مخه په اسلامي امارت  کې وو او یا د جمهوریت له پرزېدو وروسته د هغوی ملګري شول. همدا خبره په پکتیا کې هم پېښه شوې، لکه یوه بل پوښتل شوي چې وویل:

موږ داسې شاګردان لرو چې د امارت غړي دي. د پوهنتون د بیا پرانستنې په لومړۍ ورځ هغوی په یونیفورمو کې حاضر شول او توپک ورسره وو. وروسته فوق العاده استازی په ټولو ټولګیو وګرځېد او هغوی ته یې وویل چې نور به داسې نه کوي. ما هم خپلو شاګردانو ته وویل: هرچېرې چې کار کوئ، زه ورسره ستونزه نه لرم، خو پوځي یونیفورم ته پوهنتون کې اجازه نه شته ځکه دا د زده کړو ځای دی.

۲.۲ د پوهنتونو په مشرتابه کې نور بدلونونه

په داسې حال کې چې د لوړو زده کړو وزارت په ټوله کې د لوړو زده کړو پر تحصیلي موسسو د هر اړخیزې ولکې د ټینګولو له پاره د یوه موقت اقدام په توګه، پر فوق العاده استازي ډډه لګوله، ورسره جوخت یې د ډېرو دولتي تحصیلي انستیتوتو مشران هم تبدیل کړل. په ډېرو مواردو کې دا پرېکړې ډېرې ناڅاپي وې. د مثال په ډول د غزني پوهنتون یوه استاد وویل، رییس ته آن د تبدیلۍ خبر هم ورکړ شوی نه و چې ځای یې «له امارت سره تړلي» نوي کس ته ورکړ شوی دی او دغې پرېکړې ته د غبرګون امکان هم ورنه کړ شو. دغه ډول یوه بېلګه له بامیان پوهنتون نه هم تر لاسه شوې چې امارت په کې رییس او په مالي او اداري چارو کې د هغه مرستیال بې پوښتنې ګوښه او ځایونه یې له همدغه پوهنتون نه فارغو شویو کسانو ته ورکړ چې عمرونه یې نسبتاً لږ او د اسلامې امارت له خپلو لیکو څخه وو (د ساري په ډول ۱ جدول وګورئ).[۶]

موږ په دې اړه چې نوې اداري ګومارنې څومره مناسبې دي بېلابېل نظرونه تر لاسه کړي دي. د ځینو پوښتل شویو نظر دا و چې د پوهنتون مشرتابه ته نوي ګومارل شوي کسان په عمومي ډول دغو څوکیو ته مناسب نه دي. نورو فکر کاوه چې وزارت لږ تر لږه هڅه کړې دا ځایناستي له اسلامي امارت سره د تړلو سیمه ییزو علمي کدرونو له منځه غوره کړي. ګڼو پوښتل شویو ویلي چې طالبانو تر هغو علمي کدرونو ځانونه ډېر پورته بلل چې ځایونه یې دوی نیول. د یوه پوښتل شوي په ټکو، هغوی ته ځانونه « ډېر غوره، له معلوماتو ډک او هوښیار برېښېدل». د یوه بل پوښتل شوي په  خبره، «هغوی دا مقامونه خپلو ملګرو ته، بې له دې چې وړتیاوو ته  یې وګوري، ورکړل».

د کابل پوهنتون رییس عثمان عزیز، د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي ندا محمد ندیم او د پوهنتون علمي مرستیال ډاکتر لطف الله خیرخواه (له ښۍ نه کیڼې خواته) د کابل پوهنتون د مشرتابه شورا غونډه کې. عکس: د لوړو زده کړو وزرات وېبپاڼه، د ۱۴۰۱ کال د مرغومي ۲۰

د کارکوونکو ځینو بدلونو په مامورینو او محصلینو دواړو کې غبرګونونه جوړ کړل چې استعفاوې او بې تاوتریخوالي اعتراضونه یې برخه وه. په ځینو مواردو کې یې پایله دا شوه چې وزارت د پوهنتون مشرتابه کې بدلون له سره و ارزوي. د ساري په ډول، کابل پوهنتون کې محمد اشرف غیرت د ۱۴۰۰ کال د وږي پر ۳۰ د فوق العاده استازي په توګه وروپېژانده او وروسته یې هغه، د هغه مهال د رییس محمد عثمان بابري د ځایناستي په توګه ونوماوه (وګورئ: د رسنیو دا رپوټ). په دې اړه راپورته شوې غوسې دوه دلیلونه درلودل. لومړی، د غیرت وړتیاوې د بابري په انډول چې کلونه کلونه یې استادي کړې او د پوهنتون تر ریاست وړاندې یې له ۱۳۸۶ نه تر ۱۳۹۶پورې د لوړو زده کړو مرستیال وزیر په توګه دنده ترسره کړې وه، پیکه راتلې.[۷] دویم دا چې، غیرت له مقررېدو سره سم د نصاب او  د ښځو د ونډې په ګډون د لوړو زده کړو د ټول سیستم د «اسلامي کولو» غږ پورته کړ.

څرنګه چې غوسه نه کمېده او د کابل پوهنتون لسګونو استادانو د دندو د پرېښودو ګواښ کړی و، وزارت د ۱۴۰۰ کال د تلې په ۳ [۸] له  استادانو سره د غږېدو له پاره یو لوړپوړی پلاوی ورواستاوه  چې «د اسلامي امارت موخې او طرحې ورته روښانه کړي» او د پوهنتون له علمي کدرونو د همکارۍ غوښتنه وکړي. د پوهنتون د علمي کدرونو له نامه د غږېدو پر مهال، پروفیسر قدرت الله اوریا خېل «د محدود شمېر استادانو له خوا د پوهنتون د نوي سرپرست رییس [غیرت] په تړاو راپورته شوې غوښتنې رد کړې» او ټینګار یې وکړ چې «د کابل پوهنتون استادانو هېڅکله دغه ډول غوښتنې نه دي کړې». دا غونډه چې فشار په کې نغښتی و، د اعتراضونو په غلي کولو وتوانېده. خو اسلامې امارت  په دا بله میاشت د غیرت ځای داسې یو چاته چې لږ تر لږه علمي وړتیاوې یې تر هغه ښې وې، ورکړ.[۹]

 لوړو زده کړو وزارت د پکتیا پوهنتون نوی رییس هم د نوي ګومارلي د وړتیاوو په اړه د ځینو استادانو او محصلانو د ناخوښۍ تر څرګندېدو وروسته تبدیل کړ. د هغه پرځای د حقوقو پوهنځي رییس د ریاست مقام ته ورپورته کړ چې هرکلی یې وشو، لکه زموږ یو پوښتل شوی چې وایي:

د پوهنتون استادان او محصلان خوښ نه وو ځکه [مخکني ګومارل شوي کس] زده کړې نه وې کړې. له څه وخت وروسته د حقوقو پوهنځي رییس د [یوه بل ځل له پاره] د نوي رییس په توګه وګومارل شو. استادانو او محصلانو له دې سړي سره ستونزه نه درلوده او د هغه په ګومارنه یې غبرګون ونه ښود. اوسنی رییس هم د پکتیا پوهنتون حقوقو پوهنځي کې استاد و.

زموږ د ځینو پوښتل شویو په خبره یو شمېر استادان پر خپلو دندو پاتې شول. په دوی کې د بادغیس د لوړو زده کړو انستیتوت رییسه هم راځي چې لومړیو کې یې خپله دنده وساتله. زموږ پوښتل شوي فکر کوي چې د هغې قومیت پښتنه وه، ورسره مرسته وکړه چې له ښځیتوب سره سره، په هغو شپو ورځو کې د ریاست «له څوکۍ ونه شړل شي». سره له دې چې هغه پاتې شوه، خو زموږ د پوښتل شوي په خبره «د موسسې ټولې چارې ځانګړي استازي څارلې او وروستۍ پرېکړې یې تاییدولې». [۱۰] نور پوهنتوني مشران  چې لږ ترلږه په لومړیو کې یعنې زموږ د مرکو تر مهاله، پر خپلو دندو پاتې شوي، په هغوی کې په ختیځ کې ننګرهار پوهنتون او د کابل ځینې دولتي پوهنتونونه راځي (د کابل پولي تخنیک پوهنتون او د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون).

ځينو مرکه شویو ویل اټکل یې دا و چې اوسني چارواکي به د پوهنځیو د رییسانو، د ډیپارتمنتو د مشرانو او استادانو په بدلولو لاس پورې کوي. د ساري په ډول له کندهاره یوه پوښتل شوي فکر کاوه «ناشونې ده چې د پوهنځیو رییسان او د ډیپارټمنتو مشران دې پر خپلو ځایونو پاتې شي؛ اسلامي امارت [په خپلو لیکو کې] د هرې دندې له پاره داسې کسان درلودل چې په تېرو ۲۰ کلو کې یې له دوی سره کار کړی دی». په مزارشریف کې یوه پوښتل شوي وویل: «که پوهنځي یا ډیپارتمنت کې کوم ځای تش وي، شک نه شته چې هغه به [له امارت سره په کوم تړلي] کس ډکېږي».

د لومړۍ برخې پای

دویمه برخه یې  دلته کتلی شئ:


[۱] د افغانستان د لوړو زده کړو ۳۹ دولتي او څه باندې ۱۲۰ خصوصي موسسې د هېواد د ۳۴ ولایتونو په ښارونو او ښارګوټو کې خپرې دي. وګورئ: د جمهوریت د لوړو زده کړو وزارت کاتالوګ کې د ۱۳۹۸ کال د کب د میاشتې د دولتي لوړو زده کړو د موسسو لست او د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې د لوړو زده کړو د خصوصي موسسو لست د لوړو زده کړو وزرات په عمومي لست کې.

[۲]  د افغانستان د خصوصي پوهنتونو او د لوړو زده کړو موسسو انجمن چې د افغانستان د لوړو زده کړو موسسې په کې رایوځای شوې او د هغوی د ګټو استازیتوب کوي، په ۱۳۸۴/  ۱۳۸۵ کلونو کې جوړ شوی دی (جزییات یې د دوی وېبپاڼه کې وګورئ).

[۳] په لوړو زده کړو وزارت کې د امارت د ګومارلو کسانو د سابقې په اړه لږ معلومات موجود دي. خو د مالي او اداري چارو د معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب اړوند معلومات په هغې بیوګرافیکې طرحې کې راغلي چې د وزارت پر وېبپاڼه خپره شوې ده. هغه راته وایي چې د وزارت دا ۴۵ کلن کندهاری مرستیال دوه کلن و چې کورنۍ یې پر افغانستان له شوروي یرغل وروسته پاکستان ته وکوچېده. هلته یې لومړنۍ مذهبي زده کړې له خپله پلاره وکړې چې پخپله هم عالم و. لس کلن و چې د پاکستان د جنوب لوېدیځ بلوچستان ولایت مرکز کوټه کې دارالحفاظ ته شامل شو. کله چې یې د قرآن حفظ بشپړ کړ او عربي یې زده کړه، لومړی د همدغه ښار په یوه لېسه کې عصري زده کړو ته واوښت او وروسته په کراچۍ کې یوه دیني پوهنتون یا جامعې ته ورغی. هغه خپلې زده کړې په ۱۳۷۰ یمو کلونو کې هغه مهال د څه مودې له پاره پرېښودې چې «ده او همفکرو ملګرو یې د شر او فساد خلاف د طالب غورځنګ تر جوړېدو وروسته د هرات په فتحه کې برخه واخیسته». هغه وروسته بېرته «د خپلو ښوونکو په ټینګار» پاکستان ته ستون شو او په حدیثو، افتا‌‌ء او قضا کې یې خپلې زده کړې د تخصص تر کچې ورسولې. افغانستان ته له ستنېدو وروسته په خپل پلرني ولایت کندهار کې د یوې مدرسې استاد شو. کله چې امریکا او ناټو د افغانستان «نامشروع اشغال» پیل کړ، هغه د «ورځې په علمي جهاد بوخت شو» او «د شپې یې پر اشغالګرانو جهادي عملیات کول». دغه لنډ ژوندلیک کې وړاندې زیاته شوې چې «د هغه د ژوندانه دا پړاو له کړاوونو ډک و».هغه «د خپل نه ستومانېدونکي جهاد او لوړ علمي دریځ» له برکته د هلمند ولایت په نهر سراج ولسوالۍ کې قاضي وګومارل شو او دغه راز یې په همدغه ولسوالۍ کې د نظامي کمیسیون مشري کوله. د ۱۳۸۹ کال په کب کې «د امریکایي ځواکونو او د هغوی د اجیر رژیم له خوا په یوه خطرناک کمین کې ونیول شو او د بګرام وحشي زندان ته ولېږدول شو». په ۱۳۹۱ کال کې له خوشې کېدو وروسته، د طالبانو د پوهنې او لوړو زده کړو کمیسیونو د غړي په توګه فعال و. په ۱۳۹۷ کال کې د دریو کلو له پاره د جنوب لوېدیځې حوزې دارالافتا ته ګومارل شوی و. «د امریکايي اشغال تر پایته رسېدو او د اسلامي امارت په لاس د کابل له کښېوتو وروسته» هغه د شپږو میاشتو له پاره د جوماتونو د چارو د تنظیم مقام کې کار وکړ او وروسته «د امیر المؤمنین په فرمان په مالي او اداري چارو کې د لوړو زده کړو وزرات د معین په توګه وګومارل شو».

[۴]  د ۲۳/۱/۱۴۴۳ نېټې، [نه لوستل کېږي] ګڼې لیک چې د افغانستان د اسلامي امارت د لوړو زده کړو سرپرست وزیر عبدالباقي حقاني له خوا صادر شوی او او د هغه ضمیمه «د لوړو زده کړو وزارت د فوق العاده  استازي د دندو تشریح» (له لیکوال سره شته).

[۵]  د ۳/۳/۱۴۴۳ نېټې ۱۴۹ ګڼه لیک، د لوړو زده کړو وزیر د دفتر د رییس عرفان الله عباد له خوا صادر شوی (له لیکوال سره شته)

[۶]  د افغانستان په لوېدیځ کې د هرات په مهم پوهنتون کې، د اسلامی امارت تر واک نیونې وروسته په مشرتابه کې ژر ژر څو بدلونونه رامنځ ته شوي دي. د ۱۴۰۰ کال تر زمري میاشتې دمخه وروستی رییس پوهنوال ډاکتر عبدالله فائض د طالبانو په لاس د ښار له کېوتو سره هم مهاله هېواد پرېښی و. د هغه مهال د محصلانو چارو مرستیال رییس ډاکتر محمد داود منیر سرپرست رییس شو تر هغو چې ده هم ډېر ژر له هېواده پښې سپکې کړې. له دې سره مهم مهاله، اسلامې امارت خپل فوق العاده استازی مولوي منت الله اخوند زاده د پوهنتوني چارو د نظارت له پاره ور واستاوه. وروسته یې پوهاند عبدالعزیز نعماني د هرات پوهنتون ریاست ته وګوماره.

[۷]  ویل کېږي چې غیرت د کابل پوهنتون له ژورنالیزم پوهنځي نه په ۱۳۸۷ کال کې فارغ شوی او له امارت سره یې د همکارۍ ۱۵ کلنه تجربه درلوده. بابري بیا له بلې خوا، د جرمني په ماربورګ کې له فلیپ پوهنتون نه په فارموکوګنوزۍ (له بوټو او نورو طبیعي سرچینو څخه د درمل جوړونې زده کړو) کې ډاکتري درلوده. هغه په کابل پوهنتون کې څو لسیزې استادي کړې او له ۱۳۸۶ نه تر ۱۳۹۶ پورې د لوړو زده کړو مرستیال وزیر او د ۱۳۹۹ کال له غبرګولي (جوزا) نه د کابل پوهنتون رییس و (وګورئ: د رسنیو دا رپوټ).

[۸]  د لوړو زده کړو وزارت پلاوي کې د هغه مهال اداري او مالي مرستیال مولوي اسدالله فرید، پخپله د پوهنتون رییس غیرت، د هغه مهال د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو رییس ډاکتر دلاور سېلاب او شیخ الحدیث مولوي شاه محمد شامل وو.

[۹] د کابل پوهنتون نوی رییس عثمان عزیز، په  شرعیاتو کې لیسانس، په اسلامي سوداګریزو حقوقو کې ماسټري او په فقهه کې ډاکټري د پاکستان د اسلام آباد له اسلامي پوهنتون نه، لکه دا رسنیز رپوټ  چې وایي، تر لاسه کړې دي.

[۱۰] خو بلې پوهنتوني مشرې چې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون رییسه وه، خپله دنده پرېښوده. د ۱۴۰۰ کال لیندۍ [جدي] کې یې لیکوال ته په توضیح کې ویلي و چې «ښځې [د اسلامي امارت تر واک نیونې وروسته] په کور کېناستې او ما هم همداسې وکړل».

لیکوالان:

سید رضا کاظمی

نور د دې لیکوال څخه