Afghanistan Analysts Network – Dari Pashto

سیاست / چشم انداز سیاسی

اسلامي امارت په تعریف د پوهنتون را څرګندېدا: د «فکري جګړې» له مخې له پاس نه کښته د نوي لوري او مطلق اطاعت عملي کېدنه

سید رضا کاظمی 53 دقیقې

ددې څېړنې لومړۍ برخه کې مو ولوستل چې اسلامي امارت د بیا واکمنېدو دوو کلونو کې هڅه کړې د افغانستان لوړې زده کړې له سره داسې  تنظیم کړي او داسې لوری ورکړي چې مرکزي ټکی یې شریعت او اصلي محور یې له پاسه تحمیل شوی مطلق اطاعت وي. په تېره برخه کې مو (لمړۍ برخه دلته لوستلی شئ ) انتقالي پړاو ته کتنه او د اسلامي امارت د تعریف له مخې راڅرګندېدونکي پوهنتون کې د هغوی د خپلو کسانو د ګومارنې دوه فصلونه درلودل. دا یې هم پاتې څپرکي.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي ندیم، د لوړو زده کړو موسسو د ژبې او ادبیاتو د نصاب د بیا کتنې یوې غونډې ته وینا کوي. عکس: د لوړو زده کړو وزارت وېبپاڼه. د ۱۴۰۱ کال د مرغومي (جدي) ۱۱

دویمه برخه:

۳ فصل. د اسلامي امارت  د تعریف له مخې پوهنتون راڅرګندېدا: شریعت د لوړو زده کړو په مرکز کې

د اسلامي امارت د تعریف له مخې جوړ شوي پوهنتون دویمه ځانګړنه داده چې غواړي د امارت د درک له مخې شریعت او د هغه رعایت بېخي کلک د لوړو زده کړو په مرکز کې ودرېږي. د امارتی چارواکو له ویناوو څرګندېږي چې هغوی د لوړو زده کړو اړول، د پخواني رژیم او د هغه د لوېدیځو پلویانو  خلاف جهاد یا وسله واله مبارزه کې یو ماموریت بولي. د دې نظر پر بنسټ، مخکني حکومت او د لوېدیځ لاسوهنې له ۱۳۸۰ کال راهیسې نه یوازې وسله واله بلکې فکري جګړه هم، د نورو برخو تر څنګ په لوړو زده کړو کې نښلولې وه. طالبانو تکل کړی چې دا هر څه په څټ وګرځوي.

اسلامي امارت ددې جګړې د یوې برخې په توګه، په وزارت کې نوې مذهبي ادارې رامنځ ته کړې دي چې په لوړو زده کړو کې د مذهبي ادارو د تجدید او ادغام او ددې کار د باوري کولو واک لري چې لوړې زده کړې او په هغې کې ښکېل ټول کسان د یوې مذهبي ادارې تر ځیر څار لاندې چارې ترسره کړي. هغوی اجازه ورکړه چې د پوهنتوني نصاب روانه بیا کتنه ادامه ومومي، خو له شریعت نه د خپلې اخیستنې له مخې یې هغې ته مذهبي لوری ورکړی دی.

۱.۳ فکري جګړه

مېرمنې کابل پوهنتون کې  کانکور ازموینې ته پر لیکه ولاړې دي. خو امارت تر هغه وړاندې چې د لېوالانو دا ډله حتی خپل لوستونه پیل کړي، په لوړو زده کړو کې د ښځو ګډون بند کړ. عکس: وکیل کهسار/ فرانسپرېس، د ۱۴۰۱ کال د تلې ۲۱

فکري جګړې ته لومړنۍ اشاره د اسلامي امارت د لوړو زده کړو د لومړني سرپرست وزیر مولوي حقاني په وینا کې، د ۱۴۰۰ کال په تله (میزان) کې راڅرګنده شوه. حقاني چې د جګړې پر مهال د اسلامي امارت د لوړو زده کړو کمیسیون مشر و، ټینګار وکړ چې دیني او طبیعي علوم دواړه د اسلام برخه ده، خو مخکني حکومت «د دیني او طبیعي علومو پر جلاوالي د تمرکز له امله د کفارو لار غوره کړې وه» (د رسنیو رپوټ دلته وګورئ). د هغه څرګندونو په امارتی چارواکو کې دا عمومي نظر را غبرګاوه چې دین باید د لوړو زده کړو د غني کولو او لارښودلو له پاره عمومي چوکاټ وي او دا بنسټ د ۱۳۸۰ – ۱۴۰۰ کلونو ترمنځ د لوېدیځ د کلکې مداخلې له امله له لاسه وتلی و. هغسې چې امارتی چارواکو بیا بیا یادونه کړې، لوړې زده کړې باید پر «دیني او ملي ارزښتونو» او دغه راز «اسلامي او افغاني روحیه ولاړې وي» او لوړې زده کړې باید راکابو شي.

ددې ډول تفکر یوه بله بېلګه یوه میاشت وروسته، د ۱۴۰۰ کال په وږي (سنبله) کې، د محمد  حامد یعقوبي له خوا چې کله هغه د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون کې فوق العاده استازی وګومارل شو، وړاندې شوه (نوموړی اوس په وزارت کې د دولتي پوهنتونو د محصلانو چارو رییس ټاکل شوی دی). هغه د محصلانو او کارمندانو یوې غونډې ته وویل[۱]:

د یوې سیمې نیول د هغه تر ساتلو ګران وي. مانا دا چې هېواد د هر ظالم له منګولو په څو کلونو یا نسبتاً لنډه موده کې ژغورلی شو، خو د نظام ساتل او چلول تر دې ډېر ګران دي. دا کار نه یوازې له دې امله ګران دی چې امریکاییانو زموږ هېواد په خپل پوځي قوت اشغال کړی او لاس وهنه یې په کې کړې، ورسره ورسره یې تر دې لا ډېره  پیاوړې وسیله هم په کې کارولې چې هغه فکري جګړه ده، څو زموږ د خلکو ذهنونه او فکرونه واړوي. هغوی د خپلو طرحو ډېره برخه په پوهنتونو، ښوونځیو او نورو ځایونو کې پلې کوله.

د لوړو زده کړو اوسنی سرپرست وزیر مولوي ندا محمد ندیم چې مخکې د کابل والي و، د فکري جګړې په اړه همدغومره سپین سپین غږېدلی دی: «په هېواد کې د کفارو عملي جګړه پای ته رسېدلې، خو د هغوی فکري او تبلیغاتي جګړه لا هم روانه ده». ندیم دا څرګندونې له خپلو ګڼو ولایتي سفرونو څخه د یوه په ترڅ کې د ۱۴۰۱ کال په لیندۍ (قوس) کې کړې وې. هغه له استادانو وغوښتل چې «د هېواد ځوان نسل له بهرنیو افکارو لرې وساتي او هغوی په سالمه اسلامي عقیده وروزي».

امارت دا فکري جګړه ستره او پراخه بولي. د ساري په توګه، مولوي ندیم د ۱۴۰۱ کال د مرغومي پر ۱۱ په وزارت کې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د نصاب د بیاکتنې غونډه کې له ګډونوالو وغوښتل چې «ملي ژبې د بهرنیو ژبو له اغېزه خوندي کړي.» په همدې غونډه کې په علمي چارو کې مرستیال وزیر ډاکتر لطف الله خیرخواه وویل چې ژبې یوازې  د پوهولو راپوهولو وسیلې نه دي بلکې دغه راز یې دنده د افکارو لېږدول هم دي. او وروسته یې ټینګار وکړ چې «فکري جګړه په فکر ترسره کېږي». یوه اوونۍ وروسته د ژورنالیزم پوهنځي د نصاب د بیا کتنې له پاره یوې بلې غونډې ته وینا کې مولوي ندیم وویل چې رسنۍ یوه پیاوړې وسیله ده او «همدا علت دی چې کفار د مسلمانانو خلاف فکري جګړه او تبلیغاتو کې تر ډېره رسنۍ کاروي». ډاکتر خیرخواه وویل چې رسنیو «د اشغال په ۲۰ کلونو کې پر عامه افکارو» سخت اغېز غورځولی و.

له دې امله حکومتی چارواکي خپله دنده بولي چې لوړې زده کړې او د تېرو ۲۰ کلو میراث چې د دوی له نظره بهرنیانو په کې د دوی د لومړي امارت تر  نسکورولو وروسته تزریق کړی دی، څټ ته وګرځوي. مولوي ندیم د ۱۴۰۱ کال په لیندۍ کې په هرات کې د دیني عالمانو یوې غونډې ته په وینا کې وویل: «اسلامي امارت موږ ته د الله تعالی نعمت دی. په دې نظام کې واکمن هغه ستر ذات او امیر د نظام خادم دی. مولوي ندیم د همدغه ولایتي سفر په ترڅ کې د زده کوونکو او کارمندانو یوې غونډې ته وویل: «دا پر موږ فرض ده چې د الله (ج)، پیغمبر (ص) او د امیر المؤمنین اطاعت وکړو.»

د لوړو زده کړو موسسو له مشرانو، کارمندانو او شاګردانو تمه داده چې په دې چاره کې ګډون وکړي. یوه پوښتل شوي وویل چې وزارت «د خصوصي تحصیلي موسسو څښتنانو او رییسانو نه غوښتنه وکړه چې هغو شریرو کسانو [د پوهنځیو رییسانو، د ډیپارتمنتو مشرانو، استادانو او شاګردانو] ته چې د اسلامي امارت قوانینو او تګلارو ته غاړه نه ږدي، خبرداری ورکړی.» ورته ویناوې بیا بیا دغه وزارت اورولې دي. د ۱۴۰۱ کال د سلواغې (دلوې) پر ۲۸، د «لوړو زده کړو کابل مېشتو موسسو استادانو ته په یوه مذهبي – پوهنیز سیمینار» کې د وزارت مسوولو امارتی چارواکو له ګډونوالو غوښتنه وکړه چې «د یوه وظیفه شناس او امانتدار استاد ځانګړتیاوې» په ځان کې څرګندې کړي.»

داسې برېښي چې اسلامي امارت د لوړو زده کړو د یومخیزې ړنګونې پرځای، لکه هغسې چې یې د ساري په ډول د ښځو چارو وزارت سره وکړل (او وروسته یې ودانۍ ته په سمبولیک ډول د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ولېږداوه)، د خپل واک د منطقي ښودلو او ټینګولو له پاره چې د دوی په باور  په الهي مقدراتو راغلی، غواړي له دغې برخې نه د یوې وسیلې کار واخلي.

۳.۲ په وزارت کې نوې دیني ادارې

اسلامي امارت د لوړو زده کړو نظام ته د نوې بڼې د ورکړې په هڅه، په وزارت کې دوې نوې ادارې رامنځ ته کړې: یوه یې ددې له پاره چې لوړو زده کړو کې ځانګړې مذهبي موسسې ورځای او کچه یې ورلوړه کړي، او بله ددې مسالې د تبلیغ او څار له پاره چې په لوړو زده کړو کې ټول ښکېل کسان، پر ځانګړو جنسیتي، رفتاري او قیافتي مقرراتو ټینګ پاتې وي.

د دینې جامعاتو او تخصصاتو چارو لوی ریاست

لومړۍ نوې اداره د دیني جامعاتو او تخصصاتو چارو لوی ریاست دی. لومړی ځل یې وزارت خبر د ۱۴۰۱ کال د غوایي (ثور) په لومړیو کې ورکړ (وګورئ: اړوندې خبرپاڼې دلته، دلته، دلته او دلته)[۲] او بیا یې څو اوونۍ وروسته د ۱۴۰۱ کال د غوایي په ۲۹ په کابل کې د مخورو کسانو په ګډون غونډه کې[۳] پرانستنه  وشوه. دغه ریاست دوې سره پېیلې موخې تعقیبوي:

د اسلامي  امارت چارواکي د لوړو زده کړو وزارت د جامعاتو او تخصصاتو چارو د لوی ریاست ودانۍ پرانیزي. عکس: د لوړو زده کړو وزارت وېبپاڼه، د ۱۴۰۱ کال د غوایي ۲۹

لومړی، دا لوی ریاست غواړي په لوړو زده کړو کې ځانګړي دیني مضامین پیاوړي کړي. ددې کار په لړ کې یې، پنځه څانګې را و ایستلې چې وزارت د ټولنیزو علومو د ماسټرۍ د پنځو څوکیو په نامه ومنلې: (۱) تفسیر، (۲) حدیث، (۳) دعوت او ارشاد، (۴) فقهه او قضا او (۵) اسلامي اقتصاد او بانکوالي (په اړه یې دغه راز دا خبرپاڼه وګورئ). وزارت د زده کړو ددغو پنځو څانګو له پاره د استادانو لږ تر لږه لومړۍ ډله استخدام کړې (وګورئ: خبرپاڼې دلته، دلته، او دلته) او دغه لوی ریاست ته یې ۵۴ مامورین وربېل کړي دي.

دویم، دغه لوی ریاست غواړي چې ځانګړې مذهبي موسسې د دیني پوهنتونو (جامعاتو) په نامه ثبت کړي (دا خبرپاڼه وګورئ). تر دې مهاله یې دوې مذهبي موسسې په پوهنتون اړولې دي: په کابل کې د عبدالله بن مسعود جامعه او په کندهار کې د ابراهیم النخعي جامعه (دغه راز وګورئ: د وزارت د لومړني کلني رپوټ ۴۷ مخ)[۴].

د لوړو زده کړو وزارت له خوا د ابراهیم النخعي پوهنتون په توګه ثبتېدو څخه وړاندې، هغه د کندهار ښار د حمدیه مدرسې په نامه پېژندل کېده او چارې یې د قرآن بنسټ له خوا چې مفتي عبدالهادي حماد په ۱۳۸۴ کال کې په کندهار ښار کې جوړه کړې وه، پرمخ وړل کېدې.[۵] د پاکستان له دارالعلوم حقانیه څخه فارغ شوی مفتي حماد، په حنفي فقهه کې د تخصص درلودونکی مفتي او د حدیثو شیخ دی چې ډېرو اسلامي هېوادونو ته یې سفرونه کړي دي (د هغه په اړه نور، د ویکیپیډیا له دې معلوماتو څخه). د هغه په ګڼو تالیفاتو کې په ۱۳۹۵/۱۳۹۶ کلونو کې تالیف شوی کتاب فکري جګړه هم راځي[۶] چې د طالبانو د فکري جګړې استدلال ته خورا ورته والی لري، لکه هماغسې چې د ټولو پوهنځيو له پاره په بیا کتل شوي اسلامي ثقافت مضمون کې چې موږ یې لاندې نور څېړو، راغبرګ شوی دی.

زموږ یوه پوښتل شوي چې د موضوع په اړه پوره معلومات لري پر دې حیرانتیا څرګندوله چې  د پوهنتون کچې ته دا ارتقا ولې د لوړو زده کړو په موجود سیستم کې رامنځ ته نه شوه:

[د ابراهیم النخعي جامعې] مخکې په دې نامه شتوالی نه درلود. مخکې دا یوه مدرسه وه. حمدیه مدرسه. هغوی [وزارت] اوس دا د یوې موسسې کچې ته لوړه کړې چې په مذهبي علومو کې ماسټري ورکوي. بېخي ونه څېړل شوه چې دا [د لوړو زده کړو] کوم معیار پوره کوي که نه. مثلاً د ماسټرۍ سند درلودونکی باید په اصولو کې د ماسټرۍ دورې محصلانو ته تدریس ونه کړي. استاد باید د ډاکټرۍ سند ولري – خو اوس همدا کار [د ابراهیم النخعي جامعه کې] روان دی. کندهار کې مو لا دمخه شرعیاتو  پوهنځي درلود. دوی کولی شوای همدا پوهنځی لوړ کړي چې د ماسټرۍ او ډاکټرۍ سندونه ورکړي، لکه د کابل او ننګرهار پوهنتونو د شرعیاتو پوهنځي چې دغسې سندونه ورکوي. هغوی ولې داسې ونه کړل؟ … د وزارت په مشرتابه کې ناست کسان ټول د مدرسو فارغان دي. فکر کوم هغوی وزارت او پوهنتونو ته هماغه سیستم راولي چې دوی په کې درس لوستی دی. دوی غواړي دغو فارغانو ته یو سند برابر کړي چې په دولت کې کار وکړای شي.   

دوو نویو رامنځ ته شویو دیني پوهنتونو دادی افتا او قضا مسلکونو کې د هغو کسانو لومړنۍ ډله فارغه کړې چې دوی یې علمای کرام یا فاضلان بولي، ددې پرځای چې عمومي دود شوی نوم – محصلان ورته وکاروي.

په کابل پوهنتون کې د ۱۴۰۱ کال د کب په ۱۷ د فراغت جوړه شوې غونډه کې  مولوي ندیم وویل چې «د هېواد په محکمو کې دې ډول کارپوهانو ته سخته اړتیا وه» چې د «تېر نظام ناوړه پرېکړې لا هم پرځای پاته دي». د کندهار د فراغت غونډې ته وزیر د ۱۴۰۱ کال د کب په ۲۱ وویل چې «د ملت په پیسو له دوه کلنو زده کړو وروسته» اوس فارغان «د صادقانه خدمت په برخه کې لوی مسوولیت پر  غاړه لري».[۷] د دوو کلونو یاد شوی زماني قید ښیي چې شاګردانو یا خپلې زده کړې د نوي ریاست تر فعالېدو وړاندې پیل کړې وې او یا د لوړو زده کړو وزارت په بیړه فارغ کړي دي.

هماغسې چې وزارت په بلخ، هلمند، هرات، کندز، ننګرهار او پکتیا کې د شپږو نورو دیني پوهنتونو د جوړولو په اړه د اسلامي امارت فرمان ته په اشاره کې ښودلې، دغه لوی ریاست غواړي چې لا ډېرې دیني موسسې په پوهنتونو واړوي (وګورئ: د وزارت د ویاند حافظ ضیا‌ءاالله هاشمي د ۱۴۰۱ کال د کب د ۱۶ نېټې وینا؛ دغه راز وګورئ:  د وزارت خبرپاڼه او د دولتي رسنۍ – د افغانستان راډیو او ټلویزیون دا رپوټ  چې د نورو خبرو ترڅنګ په ځانګړي ډول په کندز کې د یوه دیني پوهنتون د جوړېدو پلانونه یادوي). 

دعوت او ارشاد ریاست

د لوړو زده کړو وزارت کې دویمه نوې اداره د دعوت او ارشاد ریاست په نامه پېژندل شوې ده. وزارت هغې طرحې ته ګوته نیولې چې ددغه لوی ریاست له خوا چمتو شوې او د لوړو زده کړو ټولې موسسې یې په عملي کولو مکلفې دي. موږ د طرحې متن ونه لیده، خو رییس یې شیخ شاکرالله وحدت روښانه کړه چې «کاري لایحه» یې پر دوو برخو تمرکز لري (د هغه توضیحات دلته وګورئ). د هغه په وینا دا ریاست به لومړی د وزارت کارکوونکو  ته «ورځنۍ روزنې او د وړتیا لوړولوغونډې جوړوي» او دا غونډې به په دې اړه وي چې:

څنګه موږ [په وزارت کې] ځانونه له قومپرستۍ،  نژاد پرستۍ، سمت پرستۍ او اخلاقي او اداري فساد نه ژغورلی او د خپلو افغانانو وروڼو په وړاندې چې له بدخشان، له ننګرهار، له هرات، له خوست، له کندز او نورو ځایونو راغلي له ترحم نه کار اخیستلی او مرسته ورسره کولی شو چې کارونه یې د سبا پرځای نن خلاص شي.

شیخ وحدت وویل کارونو یې «ښه پایله درلودلې او مراجعینو سره مو روابط ډېر دوستانه شوي دي». دویم، د هغه په وینا دا چې ددې ریاست کارکوونکو لوړې موسسې کتلي، څارلي او لاسنیوی یې کړی چې «مرکزي نظام ته ملاتړ راجلب کړي»، خو په دې اړه یې نور جرییات ورنه کړل.

د وزارت د کلني رپوټ له مخې چې پاس یې یادونه راغله (۵۰ مخ)، دا نوی ریاست په وزارت او دغه راز خصوصي او دولتي تحصیلي موسسو کې کارمندان «د حجاب د رعایت، د ښځو او سړیو د اختلاط او تعصب او دغه راز د افراط او تفریط د مخنیوي برخه کې» روزي.

د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ترمنځ د اړیکو څرنګوالی روښانه نه دی. ځینو پوښتل شویو داسې انګېرله چې دا ریاست د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت په چوکاټ کې فعالیت کوي. کارکوونکي یې چې ظاهراً په نوي ریاست او دغه راز امر بالمعروف وزارت دواړو پورې اړه لري، استادان او محصلان ټولوي چې نوې تګلارې او مقررات ورته تشریح کړي.

د ساري په ډول کابل کې د لوړو زده کړو د یوې خصوصي موسسې د کتنې پر مهال د ۱۴۰۱ کال په وري میاشت کې، ظاهراً د امر بالمعروف وزارت پلاوي د ښځينه او نارینه استادانو، کارمندانو او محصلانو له پاره جلا غونډې جوړې کړې وې (ددغې کتنې خبر د افغانستان د لوړو زده کړو د خصوصي پوهنتونو او موسسو انجمن په یوه فیسبوکي لیکنه کې ورکړی و چې نور نه موندل کېږي او خپله لیکوال لیدلې وه). پلاوي هغوی « د قرآني آیتونو او احادیثو په رڼا کې په سپېڅلي اسلام دین کې په حجاب، لمونځ، روژې، اخلاقو او چلند؛ د افغانستان د بېلابېلو قومونو په ورورګلوۍ او د اسلامي اُمت د سترو شخصیتونو په اعمالو پوهولي وو.»

زموږ مرکو وښوده چې د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د هر ولایت په اصلي دولتي پوهنتون او یا تحصیلي موسسه کې خپلې څانګې پرانیستې او کارکوونکي یې د لوړو زده کړو ټولو موسسو ته د مذهبي مسایلو په اړه د ارشاد او دعوت له پاره استولي دي. یوه پوښتل شوي چې په شمال کې د یوه خصوصي پوهنتون رییس دی، له هغوی سره د خپلې لومړنۍ مخامخېدنې نکل وکړ:

د ارشاد او دعوت ماموران هر کله او ناکله راڅرګندېږي چې د خاصو ټکو د [رعایت] یادونه راته وکړي. لومړی ځل چې راغلل، راته ویې ویل چې قلم او کاغذ را واخلم او پنځه یا شپږ ټکي له ځانه سره یادداشت کړم: صورت او سیرت باید د سنتو مطابق وي، لباس باید ارت وي او په ځان پورې نښتی نه وي، ږیره او برېت باید اوږده او د سنتو مطابق وي، لمونځ دې په جماعت ادا شي، د لمانځه له پاره دې درسونه ودرول شي، نجونې زده کوونکې دې نقاب تړي او ویښتان یې باید راوتلي نه وي، ښځینه استادانې دې نارینه زده کوونکو ته د درس پر مهال نقاب تړي.

لوی ریاست د لوړو زده کړو ټولو موسسو نه غوښتي چې د دعوت او ارشاد مامورین وګوماري، او غوره به وي که کسان د مذهبي زده کړو سابقه ولري (دغه راز وګورئ: د وزارت دا خبرپاڼه). یوه پوښتل شوي په خپله موسسه کې ددغو مامورانو نکل  وکړ: «[زما موسسې] د دعوت او ارشاد یو مامور ګومارلی دی. دی فعال دی، ډېر واکونه لري، او ځانګړې پېژندپاڼه ورسره وي… هغه ټولو ته د اسلامي مسایلو تعلیم ورکوي. هغه چې څه کوي یادداشتوي یې، عکس یې اخلي او لوړو چارواکو [په لوی پوهنتون کې د دغه ریاست څانګې] ته یې په هرو دریو  میاشتو کې یو ځل خبر ورکوي.» د افغانستان له لوېدیځو او شمالي سیمو څخه د پوښتل شویو له خولې، ریاست تر اوسه موسسې اړ ایستلې نه دي چې کوم کس له باندې څخه او یا د خپلې ارادې خلاف وګوماري.

دغه ریاست د ۱۴۰۱ کال د زمري پر ۳۱ اعلان وکړ چې د لوړو زده کړو هرې دولتي موسسې ته به یو ملا امام او یو مبلغ هم استخداموي (په اړه یې خبري رپوټونه دلته او دلته وګورئ). د مذهبي دندې ترڅنګ، ښایي موخه دا هم وي چې په موسسو کې د هغو کارکوونکو شمېر ډېر شي چې په محصلانو، استادانو او اداري کارمندانو پسې څار کولی شي.

د دعوت او ارشاد رییس شیخ شاکرالله وحدت په کابل کې یوه خصوصي پوهنتون ته د څار له پاره د ورتګ پر مهال محصلانو ته وینا کوي. عکس: د لوړو زده کړو وزارت وېبپاڼه، د ۱۴۰۰ کال د کب ۲۴

د دعوت او ارشاد ریاست دغه راز د ۱۴۰۰ کال د سلواغې په وروستیو او د کب په لومړیو کې علمای کرامو او استادانو ته د «دیني – علمي سیمینارونو» د یوې لړۍ نوښت هم پیل کړ (د وزارت خبر پاڼه دلته، دلته، دلته، دلته، دلته او دلته وګورئ). د لوړو زده کړو وزارت څخه بهر لوړ پوړو چارواکو، او په دې ډله کې د ولایتي ادارې غړو، په دې غونډو کې ګډون کړی دی. عمومي ریاست په خوست، غرني، پروان، کونړ نورستان، سرپُل او بغلان ولایتونو کې د امارت د دولتي او خصوصي تحصیلي موسسو له پاره جوړ شوي سیمینار کې وویل چې یوه ښودل شوې موخه داده چې «د لوړو زده کړو موسسو د دیني علماوو او استادانو ترمنځ د مفاهمې، مناظرې او پوهاوي وَر پرانستل شي څو د دواړو خواوو د پوهې په کارولو د هېواد د وګړو د خدمت له پاره یوه هراړخیز لید ته ورسېږو.» وزارت دغه راز دا مناسبتونه په لوړو زده کړو کې د نویو مسالو او په دې ډله کې د «مسلمانانو د امیر د حقونو او وجایبو»، «د جهاد د ارزښت او حقیقت»، «په اسلام کې د حجاب»، او «د یوه بریالي او ریښتیني  استاد د ځانګړتیاوو»[۸] د توضیح له پاره کارولي دي.

۳. ۳ د پوهنتوني نصاب بیاکتنه

د پوهنتوني نصاب بیا کتنه چې موخه یې د هېواد په هر ګوټ کې د لوړو زده کړو ټولو موسسو، په تېره بیا دولتي موسسو ته د یوه واحد نصاب جوړول و، لا بشپړه شوې نه وه چې اسلامي امارت واک قبضه کړ. چارواکو بیا کتنه پرېښوده چې د هغوی تر څار لاندې روانه پاتې شي، په داسې حال کې چې ښکاره یې دیني زده کړو ته لومړیتوب ورکاوه.[۹]

داسې برېښي چې د لومړیتوبونو د غوره کولو له پاره بنسټیز سند په عربۍ ژبه لیکل شوی کتاب دی چې «اسلامي امارت او نظام یې» نومېږي او د اسلامي امارت قاضي القضات شیخ عبدالحکیم حقاني لیکلی او د اسلامي امارت مشر مولوي هیبة الله اخوندزاده چې سریزه یې هم پرې لیکلې، منظور کړی دی.[۱۰] دا سند، د نورو مسالو ترڅنګ د (لوړو) زده کړو په اړه دریځ  توضیح کوي چې په غوڅ ډول ټولو زده کړو کې شریعت ته د مرکزي دریځ پر ورکولو راڅرخي.

ددغه کتاب له مخې، دولت ددې مسالي په یقیني کولو کې اصلي لوبغاړی دی چې شریعت هر ډول زده کړې را ولکه کړي چې دا بیا په خپل وار دولت پیاوړی کوي. قاضي القضات حقاني لیکي: «په اسلامي دولت کې دې تعلیم الدین پر تعلیم العصري لوړ وبلل شي. ددې مانا دا نه ده چې عصري زده کړې دې یومخ له پامه وغورځول شي، خو دا مانا  ترې راوځي چې عصري زده کړې باید د دیني زده کړو دننه ترسره شي» (۲۴۲ مخ). هغه وړاندې لیکي: «په اسلامي دولت کې کمزورتیا له دې راوځي چې غیرمذهبي زده کړې په کې بېخي برلاسی لري… او په نویو عصري علومو کې ډوبېدا، د عقیدې او عمل ویجاړوونکې ده» (هماغه ځای). دی وروسته د دیني او غیر دیني زده کړو موخې په دوو داسې کته ګوریو ویشي چې یو بل نفی کوي: «د علم الکتاب والسنه مقصد د الله پېژندل دي… په داسې حال کې چې د علم العصري موخه د فاني مادي ګټو لاسته راوړنه ده» (۲۴۵ مخ). قاضي  القضات حقاني وایي چې «که یو زده کوونکی یو ساعت په حساب، کرنه او کېمیا لګوي، په کار ده چې دوه ساعته په دیني علومو ولګوي نه بالعکس» (۲۴۶ مخ).

پر دې سربېره د اسلامي امارت مشر خپلو چارواکو ته لارښوونه کړې چې دا کار یقیني کړي چې «داسې علما چې اسلام ته ژمن، متقي او ددې مسلک وړ وي په شرعیاتو پوهنځيو کې درسونو ته وګومارل شي» او دا چې «د وړ علماوو په ګډون یوه کمیټه دې وټاکل شي چې په پوهنتون کې د تدریس بهیر وڅاري».[۱۱]

لږ تر لږه ددې ډول تفکر ځینې برخې په هغه څه کې راغبرګې شوي چې د لوړو زده کړو وزارت تر دې شېبې د پوهنتوني نصاب په تړاو ترسره کړي دي. په هغو دریو نصابونو کې چې تر اوسه بیا کتل شوي او په پښتو ژبه خپاره شوي، لومړنی او تر ټولو مهم د دیني زده کړو مضمون دی چې اسلامي ثقافت بلل کېږي. دا په ټول پوهنتون کې تدریسېدونکی مضمون دی چې خصوصي یا دولتي ته له کتو پرته د لوړو زده کړو د ټولو موسسو د هر پوهنځي هر محصل ته یې لوستل حتمي دي.[۱۲] دوه نور بیا کتل شوي او خپاره شوي نصابونه د اسلامي تعلیماتو او فقه او قانون مضامینو له پاره دي چې مخکې یوازې د شرعیاتو پوهنځي له لومړي تر څلورم سمستر محصلینو ته تدریسېدل.[۱۳]

د اسلامي ثقافت د تعدیل شوي نصاب پښتو متن کې وزارت دغه مضمون ته بېل شوی وخت ډېر کړی دی. محصلان اوس، د هغوی د زده کړو ساحې ته له پام پرته اړ دي هر سمستر کې د ۱۶ ساعتو پرځای ۴۸ درسي ساعتونه اسلامي ثقافت ولولي او بیا د مخکني یوه کریډیټ پرځای درې کرېډیټه تر لاسه کړي چې دا درې ځله ډېروالی ښیي. د ټول تعدیل شوي نصاب ارزونه ددې څېړنې له ساحې وتلې ده، خو  د فکري پوهنې (۳۱ – ۳۵ مخونه) او سیاسي نظام (۴۰ – ۴۵ مخونه) بېلګې هغه تفکر برسېروي چې د اسلامي امارت تر واک نیونې وروسته د لوړو زده کړه له سره سمبالښت تنظیموي. [۱۴]

د فکري پوهنې برخه چې په نصاب کې «یوه ډېره مهمه او هر اړخیزه برخه» بلل شوې، فکري جګړه څېړي او دا څلور تاریخي پړاوونه په کې جلا کوي: صلیبي جګړه، استعمار، استشراق او تنصیر/ تبشیر او په دې ډول د مفتي عبدالهادي حماد د ۱۳۹۵/۱۳۹۶ کلونو هغه کتاب چې پاس یې یادونه وشوه، راغبرګوي (۱۹ – ۵۳ مخونه). په نصاب کې وروسته «په اسلامي ټولنه کې د بدو او ناسمو مفکورو د دودېدو [مخنیوی]» د تدریس یوه موخه بلل شوې او د فکري جګړې حدود او وسایل یې چې مخنیوی یې غواړي، یو په یو شمېرلي او بیا یې استدلال کړی چې:

د فکري جګړې حدود:

۱. لوېدیځو ټولنو ته د اسلامي دعوت د رسېدو مخنیوي/ ۲. په لوېدیځو ټولنو کې د اسلام سپکول/ ۳. د اسلامي اُمت د تېر تاریخ سپکول/۴. په بېلابېلو پلمو په نړۍ کې د اسلامي ملتونو سپکول/ ۵. مسلمانان په خپلمنځي فزیکي او رواني جګړو اخته کول/ ۶. مسلمانان پر خپلې راتلونکې مشکوکول/ ۷. د اسلامي اُمت په توګه د مسلمانانو د نړیوال انځور زیانمنول/ ۸. په اسلامي هېوادو کې واک په خپلو منګولو کې ساتل/ ۹. د نړیوالو اسلامي غورځنګونو سپکول.

د فکري جګړې وسایل:

۱. د لوېدیځ کلتور دودل/ ۲. د سیکولریزم دودول/ ۳. د جعلي او مصنوعي مشرتابه راجوړول/ ۴. له نصاب څخه د هغو موادو ایستل چې د غلیم دسیسې برسېروي/ ۵. د رسنیو کنټرولول.

په تعدیل شوي نصاب کې د سیاسي نظام څپرکی هغه څه څېړي چې د الهي اصل نظریه بلل شوې چې امیر یا امام په کې خپل واک له الهي حاکمیت نه تر لاسه کوي، د بیعت له لارې په شورا یا استخلاف غوره کېږي.

وزارت لا د مخه د تعدیل شوي نصاب او د پوهنتونو په ټولو برخو کې د اسلامي ثقافت د درې ځله ډېر شوي تدریس پلي کول پیل کړي دي. یوه پوښتل شوي په عمل کې د هغه د پلې کېدو څرنګوالی په هرات ولایت کې ښودلی دی:

د لوړو زده کړو وزارت د اسلامي ثقافت مضمون ته دوه نور کرېډیټونه ور زیات کړي. وایي له پوهنتونو سره یې تر مشوورو وروسته دا پرېکړه کړې ده… مخکې د اسلامي ثقافت له پاره یو واحد نصاب  نه و. آن په هرات ښار کې یې نصابونه ډول ډول و.اوس یې نصاب د محتوا، ژبې او سرچینو له پلوه یومخ اوښتی دی. ژبه یې پښتو او سرچینې یې تر ډېره عربي دي. دا د ټولو له پاره ګډ نصاب دی. ډېرو ته یې لوستل [په ژبنیو دلایلو] ګران و، ځکه چې وزارت یې متن په دري ژبه هم  نه دی چمتو کړی. د هرات پوهنتون شرعیاتو پوهنځي دري ته وژباړه او د کتاب په بڼه یې بازار کې چاپ کړ.

موږ د اسلامي ثقافت له داسې استادانو سره چې پر نصاب یې اعتراض یا تبصره درلوده، مخامخ شوي نه یو. د یوه خصوصي پوهنتون رییس راته وویل چې «اعتراض او مخالفت ته هېڅ [ځای] نه شته.»

روښانه نه ده چې  اسلامي امارت د لوړو زده کړو وزارت به کله د هغو ګڼو نورو مضامینو نصاب چې تعدیل کړي یې دي، خپروي. دا هم روښانه نه ده چې ددغو مضامینو تعدیل شوی نصاب به، د لوړو زده کړو د ټولو موسسو په هر ټولګي کې د اسلامي مسایلو د تدریس له اټکلېدونکي ډېروالي پرته، نور څنګه برېښي. یوه پوښتل شوي باور درلود، «سره له دې چې [وزارت] د اسلامي ثقافت مضمون ټول متن بېخي واړولی شو، د انجنیرۍ او ساینس غوندې مضامینو کې د څه لوی بدلون تصور ګران برېښي.»

۴ فصل. د اسلامي امارت په تعریف راجوړېدونکی پوهنتون: د جنسیت، بڼې او چلند قواعد

د لوړو زده کړو مرکز کې د تفسیر له مخې شریعت ځایېدا، په ښکاره د جنسیت، لباس او کړو وړو په اړه یو لړ کلکو قواعدو کې راڅرګنده شوې ده. کله چې پوهنتونونه پرانستل شول، د اسلامي امارت چارواکو  د لوړو زده کړو وزارت له رییسانو، د هغوی له مرستیالانو، د پوهنځیو له رییسانو، د ډیپارتمنتو له آمرانو او نورو پوهنتوني چارواکو وغوښتل «درسي چاپېریال داسې جوړ کړي… چې هم اسلامي او هم ملي وي» او دغه راز یې شاګردان مکلف کړي چې «د اسلامي شریعت مطابق… کالي واغوندي… او خپلې بڼې (صورت) او کړه وړه (سیرت) له اسلامي شریعت سره برابر کړي.» له استادانو او علمي پرسونل نه یې غوښتي چې د ګرانو محصلانو اخلاقي تربیت ته خورا ځیر پام وکړي او خپل صورت او سیرت له نبوي سنتو سره برابر کړي.» له پوهنتوني کارکوونکو غوښتل شوي چې «داسې صورت او سیرت ولري چې محصلانو ته د غوره بېلګې کار ورکړي»[۱۵]. او د بشپړ یا تر وسه وسه بشپړ جنسیتي جلاوالي ټینګار یې کړی دی.

۴. ۱ جنسیتي جلاوالی

قاضي القضات عبدالحکیم حقاني له خوا لیکل شوی او د اسلامي امارت  مشر هبته الله  اخوند زاده له خوا تایید شوی کتاب چې پاس یې یادونه راغله، د التعلیم المختلط [د هلکانو او نجونو ګډو زده کړو] د بشپړ بندښت په اړه بېخي وضاحت لري. حقاني لیکي: «د سړیو او ښځو د ګډو زده کړو په تړاو لکه په دفترونو، ښوونځیو او پوهنتونو کې چې یې وینو شک نه پاتېږي چې هغه بېخي ممنوع دي.عجیبه ده چې د یوه مسلمان ملت په پوهنتونو، ښوونځیو او ادارو کې ښځې او سړي سره ګډ وي… په داسې حال کې چې اسلام دین ددې بېخي ممانعت کړی دی» (۲۶۳ مخ). سربېره پر دې، هغه د ښځو د زده کړو او تدریس برخه کې روښانوي چې «الله ښځې له شرعي اړتیا پرته، کورونو نه له وتلو راګرځولې دي». ددغو «شرعي اړتیاوو» په توضیح کې یې دا بېلګې راوړې دي: لمونځ، حج او عُمره (۲۵۰مخ).

جنسیتي جلاوالی د اسلامي امارت تر واک نیونې وروسته او مخکې تر هغې چې د ۱۴۰۱ کال په کب کې په بشپړ بندیز واوړي، د لوړو زده کړو د بیا پیلولو مخشرط و. دا حکم په جلا پوهنتونو کې په جلا بڼو پلی شوی دی چې په دې کې د وخت، ورځې او تدریسي سیمې بدلون، یا د ټولګیو په منځ ویشنه، یا لیلیو ته د نجونو د زده کړو لېږدونه او یا د نجونو د ټولګي د پیل یا بیا پیل له پاره د حد اقل شمېر ټاکنه شامل وو. په ځینو پوهنتونو او پوهنځیو کې چې لا د مخه په کې نجونې او هلکان جلا شوي وو، نوي قواعد له وړاندې پاخه شوي دود باندې اوښتي وو. په دوو ولایتونو – پکتیا او میدان وردکو کې – ښځې په هر دلیل چې وې له وړاندې لږ تر لږه په دولتي لوړو زده کړو کې نه وې.

۲ جدول: په ۲۳ ولایتونو کې چې په دې څېړنه کې یاد شوي، د لوړو زده کړو وزارت له خوا راوتلي نوي مقررات

شمېرهولایتد لوړو زده کړو  موسسهد اسلامي امارت د لوړو زده کړو وزارت له خوا تحمیل شوي  نوي مقررات
۱بدخشانبدخشان پوهنتونجنسیتي جلاوالی؛ د نجونو ځینې درسونه د نجونو لیلیې ته لېږدول شوي؛ نجونو ته د حجاب ځانګړي مقررات
۲بادغیسد بادغیس د لوړو زده کړو انستیتوتد وخت د بدلون پر بنسټ جنسیتي جلاوالی؛ هلکانو او نجونو ته د لباس قواعد
۳بغلانبغلان پوهنتوند وخت د بدلون پر بنسټ جنسیتي جلاوالی؛ له علمي شورا نه د ښځینه استادانو ایستل؛ د صورت او سیرت قواعد
۴بلخد لوړو زده کړو خصوصي انستیتوتونهپه پردې سره د ټولګیو د ویشنې له لارې جنسیتي جلاوالی؛ د سرغړونې له لارې د طالبانو له خوا له راوتلي حجاب سره ځینې مخالفتونه
۵بامیانبامیان پوهنتون د وخت د بدلون پر بنسټ جنسیتي جلاوالی؛ د صورت او سیرت قواعد؛ د معروفاتو او منکراتو څار
۶دایکندي د دایکندي د لوړو زده کړو انستیتوتد وخت د بدلون پر بنسټ جنسیتي جلاوالی؛ د صورت او سیرت قواعد؛ د وینا په اړه قواعد؛ د معروفاتو او منکراتو څار
۷فراهد فراه د لوړو زده کړو انستیتوتد وخت د بدلون پر بنسټ جنسیتي جلاوالی؛ د معروفاتو او منکراتو څار
۸فاریابفاریاب پوهنتوند وخت د بدلون پر بنسټ جنسیتي جلاوالی؛ د صورت او سیرت قواعد، په تېره بیا د نجونو له پاره
۹غزنیغزني پوهنتون د غزني دارالمعلمیند وخت د بدلون پر بنسټ جنسیتي جلاوالی؛ د صورت او سیرت قواعد په تېره د نجونو له پاره؛ د معروفاتو او منکراتو څار
۱۰هلمندد هلمند د لوړو زده کړو انستیتوتد وخت د بدلون پر بنسټ جنسیتي جلاوالی؛ د ښځینه ټولګیو د پیل له پاره لږ ترلږه د لسو تنو اړتیا؛ د صورت او سیرت قواعد په تېره بیا د نجونو له پاره؛ د معروفاتو او منکراتو څار
۱۱هراتد لوړو زده  کړو خصوصي انستیتوتونهپوهنتون د مرکې پر مهال تړلی و؛ جنسیتي جلاوالی
۱۲کندهارد لوړو زده کړو خصوصي انستیتوتونهپوهنتون د مرکې پر مهال تړلی و؛ جنسیتي جلاوالی
۱۳کاپیساالبیروني پوهنتوند ورځو په اړولو جنسیتي جلاوالی؛ د صورت او سیرت قواعد په تېره بیا د نجونو له پاره؛ د ښځینه محصلانو له پاره د محرم مقررات
۱۴خوستشیخ زاید پوهنتوند پردې په اچولو د ټولګي د جلا کولو پر مټ جنسیتي جلاوالی؛ ښځینه لیلیو ته د ګڼو ښځینه ټولګیو د درسونو لېږدول؛ د صورت او سیرت په اړه «نصیحت»
۱۵کونړسید جمال الدین افغان پوهنتونپه درسي ساحه د ښځینه لیلیې د اړولو له لارې جنسیتي جلاوالی؛ د صورت او سیرت قواعد
۱۶ننګرهارننګرهار پوهنتوند وخت د بدلون پر بنسټ جنسیتي جلاوالی؛ نور معلومات نه شته
۱۷پکتیاپکتیا پوهنتوند تدریسي ودانۍ په بېلولو جنسیتي چلاوالی؛ نور قواعد د مخه په سیمه ییزو دودونو کې راځي
۱۸پکتیکاد پکتیکا د لوړو زده کړو انستیتوتد نجونو له نشتوالي جنسیتي جلاوالي ته اړتیا نه شته
۱۹پنجشېرد پنجشېر د لوړو زده کړو انستیتوتد وخت د بدلون پر بنسټ جنسیتي جلاوالی چې لا دمخه په سیمه ییز دود اوښتی و؛ د صورت او سیرت قواعد؛ د معروفاتو او منکراتو څار
۲۰سرپُلد سرپُل د لوړو زده کړو انستیتوتجنسیتي جلاوالی؛ د ښځینه ټولګیو د پیل له پاره د حد اقل شمېر ټاکنه؛ د صورت او سیرت قواعد؛ د معروفاتو او منکراتو قواعد
۲۱ارزګاند ارزګان د لوړو زده کړو انستیتوتجنسیتي جلاوالی خو د نجونو د شمېر د ډېر کموالي له امله یې په پلي کېدا کې ستونزې؛ د صورت او سیرت شدید مقررات، په تېره د نجونو له پاره
۲۲میدان وردکد میدان وردکو د لوړو زده کړو انستیتوتد ښځینه شاګردانو له نشتوالي جنسیتي جلاوالي ته اړتیا نه شته
۲۳زابلد زابل د لوړو زده کړو انستیتوتد پردې په ځړولو د ټولګیو د جلاکېدو له لارې جنسیتي جلاوالی
سرچینه: د ۱۴۰۰ کال د لیندۍ او کب ترمنځ  ترسره شوې مرکې

کله چې د نویو قواعدو اغېز په برسېرېدو شو، په ډېرو ځایونو کې پوهنتونو ته د ممکنې شوې ستنېدا لومړنۍ خوشحالۍ خپل ځای ناڅرګندتیا او نهیلۍ ته ورکړ. ښځې تر سړیو له لا ډېرو ننګونو سره مخامخ شوې، لکه هغسې چې د ارزګان یوې محصلې راته په خبرو کې څرګنده کړه:

کله چې پوهنتون ته ولاړو، په لومړۍ ورځ ادارې ټولګیو ته د تلو اجازه ورنه کړه، سره له دې چې درسونه په کې پیل شوي وو. راته وویل شول چې لومړی به ټولګي کې پرده ځړوي. د بیا پرانستنې په لومړیو څلورو ورځو کې مو ونه شوای کړی پوهنتون ته ولاړې شو. اوس هلکان او نجونې په یوې پردې سره جلا شوي دي، خو ګټه نه لري، ځکه هلکان اوس هم کولی شي موږ وویني. دا یوازې موږ ته ستونزې جوړوي، ځکه درسي تخته لیدلی نه شو.

جنسیتي جلاوالي د ښځینه استادانو کار لا ګران کړی دی، په تېره بیا چې علمي غونډو کې یې د ګډون حق له لاسه ورکړی او دفترونه یې، لکه د لوېدیځو او شمالي سیمو مرکه کوونکو چې راته وویل، له نارینه همکارانو جلا شوي دي:

د ښځینه او نارینه استادانو دفترونه یې بېل کړل او ښځینه استادانو ته یې یوه نوې کوټه ورکړه، خو ډېره وړه ده او هېڅ آسانتیاوې نه لري او د ګڼو ښځینه استادانو له پاره ده. هغوی حتی خپل اسناد او رَوَکونه دلته راوړای  نه شي ځکه کوټه ډېره وړه ده. دا خبره یې چارواکو ته څو ځله رسولې، خو هیچا هېڅ ونه کړل.

د لوېدیځ زون د کدر غړې

د ادبیاتو ډیپارتمنت مشره ښځه ده، خو اوس ښځې د پوهنتون د علمي شورا غونډو یا هره بله غونډه کې د ګډون حق  نه لري…. ښځينه استاداني نارینه محصلانو ته د تدریس هېڅ حق نه لري. نارینه استادان کولی شي د اړتیا په صورت کې ښځینه شاګردانو ته درس ورکړي، خو  د یوه رسمي مکتوب له مخې، که په پوهنتون کې کافي شمېر ښځینه استادانې وي، نارینه استادان اجازه نه لري چې ښځینه محصلانو ته درس ورکړي.

د شمالي د کدر غړې

په جنسیتي لحاظ جلا شوي پوهنتوني چاپېریال کې، د ښځينه وو له پاره جلا شوي وخت کې له اړوندو استادانو او اړینو اداري کارکوونو پرته نه یوازې نور نارینه استادان تدریسي ودانۍ ته د ننوتلو اجازه نه لري بلکې ښځو ته ویل شوي چې په تدریسي ودانۍ کې آن په ځانګړو وختونو کې هم یوې او بلې خواته ولاړې نه شي. ډېرئ مېرمنې په موټرو کې پوهنتون ته راوړل کېږي او وړل کېږي.

ددې له پاره چې دا مقررات پلي شي، پوهنتونو ته د ننوتلو دروازو کې تلاشۍ او دغه راز د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست او / یا د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له خوا څارونکې ډلې ګومارلې وي.

یوه نارینه استاد له نویو مقرراتو د زړه تنګۍ خبره کوله:

د ښځینه او نارینه ټولګیو جلا کول یو نا انساني عمل دی. که لوړې زده کړې د ښځو او سړیو ترمنځ جلاوالی راکم نه شي کړای، که چېرې دا نظر چې ښځې او سړي په دوستانه او محترمانه بڼه یو له بل سره کار کولی شي پیاوړی نه کړای شي او د وګړو ترمنځ پوهاوی ډېر نه کړای شي، بیا نو اصلاُ د لوړو زده کړو ګټه څه ده؟ د لوړو زده کړو او علمي معلوماتو د لاسته راوړو موخه داده چې روابط پیاوړي شي، پوهاوی ډېر کړي، او یو د بل په وړاندې د وګړو انګېرنې واړوي. دا کار یوازې په پوهنتونو کې د نجونو او هلکانو په ګډو زده کړو سره شونی کېدلی شي… طالبانو په ټوله کې د افغانستان ښوونیز سیستم له معیاري شوي او نړیوال ښوونیز نظام او معیار څخه بېخي ایستلی دی.

په ځینو ځایونو کې جنسیتي جلاوالی لا دمخه یو منل شوی دود و. د ساري په ډول د هرات ولایت په لوی پوهنتون – هرات پوهنتون کې د شرعیاتو پوهنځي محصلانو لا د اسلامي امارت تر واک نیونې وړاندې  له جنسیتي پلوه جلا ټولګیوکې درسونه ویل. د شرعیاتو پوهنځي ښځینه زده کوونکو د نورو پوهنځیو تر ښځینه زده کوونکو ډېر عادي کالي اغوستل چې څادرۍ او نقاب هم په کې راتلل او د شرعیاتو پوهنځي که ټول نه وي، ډېرو نارینه محصلانو هم وطنی کمیس پرتوګ اغوست او برېتې او ږیرې یې درلودې.[۱۶]

په ورته ډول، د بدخشان پوهنتون په شرعیاتو پوهنځي کې هم نویو مقرراتو په عمل کې لږ بدلون راوست او ځینو یې هرکلی هم وکړ چې یوه په کې زموږ دا پوښتل شوې وه:

له کړکېچ [د اسلامي امارت واک نیونې] سره سره، په بدخشان کې د لوړو زده کړو حالت ښه دی، تر اټکل پورته ښه دی. استادان راځي او غواړو [د زده کړو له پاره] هماغه پخوانۍ تلوسه بیا ومومو… د حجاب د اغوستو په تړاو اسلامي امارت نوي محدودیتونه لګولي، خو حجاب په اسلام کې راغلی دی. موږ یې منو او ورسره خوښ یو. پخپله زه د یوې مسلمانې او بیا محصلې په توګه، په دې ډېره خوشحاله شوې یم. زموږ [شرعیاتو] پوهنځي کې زده کړې ریښتیا ښې روانې دي. د تېر پرتله اوس ټولې ښځې ښه نظم مني. زموږ پوهنځي پخواني حکومت کې هم د سړیو او ښځو ګډې زده کړې نه درلودې، نو یواځینی توپیر اوس دادی چې ټولو نورو پوهنځیو کې یې هم د سړیو او ښځو ټولګي جلا کړي دي.   

داسې برېښي چې ځینې دا بدلونونه له وړاندې په یو مخیز ډول له لوړو زده کړو د ښځو بې برخې کول غواړي. د ساري په ډول بدخشان کې، وزارت د نجونو ځینې ټولګي ښځینه لیلیو ته لېږدولي چې هلته  یې اوسېدونکو محصلانو ته د معیشتي ساحې په کمېدو ناوړه اغېز درلودلی دی. په خوست کې، د ګڼو نجونو ټولګي («تر ۵۰ محصلانو») لا دمخه یوې لیلیې ته لېږدول شوي، خو که شاګردان یې لږ وي («دومره لږ چې شمېر یې تر دوو پورې هم راځي») د پردې په راځړولو ویشل شوي دي.

د یوه خصوصي پوهنتون د کابل ودانیو کې ښځو، د هغوی کورنیو او ټولنې ته د حجاب د ګټو په اړه راځړېدلی بنر. عکس: وکیل کهسار/ فرانسپرېس، د ۱۴۰۱ کال د کب ۱۶

په هلمند او سرپُل کې، د لوړو زده کړو چارواکو پرېکړه وکړه د هغو ښځینه ټولګیو غړې دې چې تر لسو لږ کسان په کې وي، خپلې زده کړې تر هغو وځنډوي چې نورې نجونې ورشاملېږي، خو د وروستي سمستر زده کوونکې له دې نه مستثنی شوې. په ځینو مواردو کې بیا، ټولګي لا تر اوسه تړلي دي، سره له دې چې د ګډونوالو د حد اقل شمېر شرط یې پوره کړی دی، لکه زموږ یوې پوښتل شوې چې وویل:

کله چې مې د بیا پرانستنې خبر واورېد، په جامو کې نه ځایېدم. فکر مې کاوه: خیر دی که جمهوریت وپرزېد، خو چې امارت راته د نورو زده کړو امکان راکړي. وروسته مې بیا د هغوی د نا اړینو مقرراتو خبره واورېده چې ډېره یې نهیلې کړم… د ګڼو ښځینه محصلانو ټولګي جلا کړای شول، خو د کم شمېرو نجونو ټولګي لا بند دي. که پوهنتون د ټولګیو غم وخوړلی شو، دا مېرمنې به بېرته راوغواړي؛ که نه نو بس پاته به وي… زموږ ټولګي کې د ښځینه محصلانو شمېر [تر لسو پورته] و، خو بیا یې پیل نه کړ. اوس زما همصنفیانې د کور په کارونو لګیا دي. ځینو یې د خپلو زده کړو [ساحه] واړوله، خو [د مسلک نوم مو پټ وساته] زما د زړه مسلک و. همدا دلیل دی چې اوس منتظره یم چې وګورم ټولګی به مې د کال په پای کې بېرته پیل شي او که نه.

ددغو مرکو د کېدو پر مهال، ښځو لا هم پوهنتونو ته د تلو اجازه درلوده، خو دې پوښتل شوې لا هماغه مهال د طالبانو واکمنۍ کې د نجونو د زده کړو لرلید ته خوشبیني نه درلوده:

فکر نه کوم چې طالبان به محصلانې د درسونو ادامې ته پرېږدي. طالبان وايي چې [د بهرنیانو له خوا]  تر رسیمت پېژندنې وروسته به یوه ښځه هم پرېنږدي چې له کوره ووځي. دوی منتظر دي چې په رسمیت وپېژندل شي او بیا به خپل دا پلان عملي کوي. دا خبره ځکه کوم چې ډېر طالبان اوس زما ګاونډ کې په حکومتي ودانیو کې اوسي. د هغوی د کورنیو ښځینه غړې دا خبرې کوي. هغوی وایي: سړي یې وایي چې ښځې به د طب په ګډون په ټولو برخو کې له زده کړو راګرځوي. د طالبانو باور  دادی چې ښځې تش دوه ځایونه لري: یا کور یا ګور.  

د ۱۴۰۱ کال لیندۍ کې ریښتیا هم په ټولو لوړو زده کړو کې د ښځو د هر ډول ونډې بشپړې بندېدا د جنسیتي جلاوالي ځای ونیو. د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي ندیم د ۱۴۰۱ کال د لیندۍ د ۲۹ نېټې د کابینې د مصوبې له مخې په یوه لنډ رسمي مکتوب کې د لوړو زده کړو ټولو دولتي او خصوصي موسسو ته لارښوونه وکړه چې «تر ثاني امر پورې د ښځو د ټولو زده کړو بشپړه ځنډېدا سملاسي پلې کړي» (د لیک اصلي نسخه په دې رسنیز رپوټ کې موندلی شئ).

دا آن د امارت له پاره یوه ډېره ناندره ییزه پرېکړه وه چې د ۱۴۰۲ کال په پسرلي کې ترسره شوې تعقیبي مرکې کې راغبرګه شوه. یوه پوښتل شوي موږ ته وویل چې دده په ولایت کې د امارت له خوا ګومارل شويو یا د هغوی ملګرو پوهنتوني مشرانو هڅه کوله چې ددې بندیز مخالفت وکړي، خو د تمولو لاس یې بر نه شو:

د ۱۴۰۱ کال د کب پر ۳۰ [د عمومي بندیز تر اعلان یوه ورځ وروسته]  انجمن [د افغانستان د لوړو زده کړو د خصوصي موسسو او پوهنتونو انجمن] او دولتي پوهنتون له والي سره کتنه درلوده. د [امارت له خوا د هرات پوهنتون ګومارل شوي] رییس وویل چې که ښځې له پوهنتون څخه یومخ بندې شوې، پوهنتون به یې کار ونه شي کړای او دی به هم خپله دنده پرېږدي. د انجمن د سیمه ییزې څانګې مشر وویل چې [د حکومت له خوا د کار  ورکړ شوی] اجازه لیک به وشکوي. په پای کې یوه هم څه ونه کړل او ویې نه شوای کړی.

۴ .۲ صورت او سیرت

د پوهنتونو د ښځینه زده کوونکو له پاره د لباس  مقررات. عکس: د  افغانستان د خصوصي پوهنتونو او تحصیلي موسسو د انجمن تګلاریز وړاندیز څخه چې د لوړو زده کړو وزارت له خوا تایید شوی دی (ضمیمه دلته  وګورئ)

چارواکو دغه راز د بڼې او چلند (صورت او سیرت) نوي مقررات هم اعلان کړل. دا مقررات یوازې د یوې داسې متقي اسلامي ټولنې د بیا راجوړولو تفسیر بلل کېدلی شي چې تعمیل یې څارل کېدلی شي، په تېره بیا په لویو او وړو ښارونو کې چې د افغانستان د لوړو زده کړو ټول موسسات په کې فعالیت لري او داسلامي امارت  په باور د ۱۳۸۰ – ۱۴۰۰ کلونو ترمنځ تر هر اړخیز بهرني اغېز لاندې په فساد اخته شوي یا لږ تر لږه بې لارې شوي دي.

د ۱۴۰۱ کال د لیندۍ په وروستیو کې د بشپړ بندیز تر اعلان وړاندې په لوړو زده کړو کې بوختو مېرمنو ته لارښوونه شوې وه چې د حجاب هغه ځانګړې بڼه چې له سره تر پښو یې پوښي او تور رنګ لري رعایت کړي او له سینګار نه ډډه وکړي. په دی اړه د افغانستان د راډیو ټلوېزیون دا رپوټ هم کتلی شئ).[۱۷] په لوړو زده کړو کې بوختو سړیو ته «نصیحت» وشو چې کمیس او پرتوګ واغوندي او سر وپوښي (د ساري په ډول لونګۍ یا خولۍ په سر کړي) او خپلې ږیرې او برېتې ونه خریي. پر دې سربېره، سړيو او ښځو، په تېره بیا محصلانو ته وویل شول چې له رسنیو سره ونه غږېږي او ځیرک ټیلېفونونه پوهنتونو ته ور  نه وړي. په لوړو زده کړو کې ټولو ښکېلو کسانو ته وویل شول چې لمونځ په جماعت ادا کړي.

ددې مقرراتو تطبیق په بېلابېلو ولایتونو کې توپیر درلود. په خصوصي پوهنتونو کې چې وړاندې پرانستل شوي وو، خال خال تطبیق شوی دی. د ۱۴۰۰ کال د لیندۍ په وروستیو کې – مخکې تر هغه چې دولتي پوهنتونونه پرانستل شي، د بلخ ولایت د لوړو زده کړو د یوې خصوصي موسسې کارمند، توضیح کړه چې څرنګه ډېرئ محصلانو هغه مهال لا هم له مقرراتو سرغړونه کوله:

زه فکر کوم چې حالت ورو ورو واوښت او لږ واوښت. یو دلیل یې دادی چې ښځینه محصلانو پخپله مقاومت کاوه [دا کار یې د هغه ډول حجاب په نه اغوستو کاوه چې د لوړو زده کړو د خصوصي موسسو د بیا پرانستنې په اړه موافقه کې یاد شوی و]. د لوړو زده کړو وزارت او خصوصي موسسو د هغه حجاب عکس او ټولې ځانګړتیاوې په خپل وړاندیز کې ځای کړل او غوڅ  یې ویلي و چې محصلانې به دغه ډول کالي اغوندي. وروسته مو ولیدل چې یوه انستیتوت هم [پوره] غاړه کېنښوده. محصلانې په هماغو کالیو کې راستنې شوې چې پخوا یې اغوستل او اوس هم، تر دې مهاله همداسې کوي. دا د ښځینه محصلانو له خوا یو ډول مقاومت دی او چارواکو لا هم ورته هېڅ ‌ډول جدي غبرګون نه دی ښودلی. دا زما په نظر مثبته خبره ده، خو دننه لا هم  وېره شته ځکه چې موږ له داسې یوه نظام سره مخامخ یو چې خپل نظریات، افکار او غوښتنې لري چې [له موږ سره]  توپیر لري. څوک نه شي کولی په غونډو کې هغسې وغږېږي، لیکنه یا ګډون په کې وکړي چې زړه یې غواړي. دلته ریښتیا هم دننه دغسې وېره شته.

د مقرراتو تطبیق په دولتي تحصیلي موسسو کې چې تر ډېره او بشپړ د طالبانو په ولکه کې دي، تر دې سخت و، سره له دې چې د ۱۴۰۰ کال په سلواغه (دلوه) کې د لوړو زده کړو دولتي موسسې بیا پرانستل شوې، ډېرئ محصلانو دا مقررات هومره ټینګ په پام کې ونه نیول. له دې سره جوخت، د ۱۴۰۰ کال په کب میاشت کې شویو مرکو په ښکاره هغه ترینګلتیا په ډاګه کړه چې له یوې خوا د مقرراتو د نه رعایت یا سستولو له پاره د تلوسې او له بلې خوا زده کړو ته د لاسرسي د تامین له پاره د هیلو ترمنځ احساسېده.

د پوهنتون په لومړۍ ورځ محصلانې په هماغو جامو کې راغلې چې د واک تر بدلېدو وړاندې یې اغوستې. امارتي عسکرو چې دروازه یې ساتله له رییس سره وکتل او ورته ویې ویل چې محصلانې که بیا بې حجابه پوهنتون ته راغلې، ننوتو ته یې نه پرېږدي.

د کدر غړې، غزنی

کله چې موږ [پوهنتون] کې وو د امر بالمعروف ځینې کسان راغلل او محصلانې یې د پوهنتون جومات ته ټولې کړې.  هغوی راته وویل چې اسلامي حجاب رعایت کړو. زما یوې همصنفۍ ورته وویل کوم ډول حجاب اسلامي حجاب دی. هغوی راته وویل چې پلټنه وکړو. دا یې هم راته وویل چې د اسلامي حجاب مانا داده چې له سترګو پرته مو د بدن بله هېڅ برخه باید ونه برېښي. موږ وپوهېدو چې هغوی عربي حجاب* یادوي، خو تر اوسه هیچا هغه ډول حجاب چې دوی په پام کې درلود، رعایت کړی نه دی. موږ یوازې اوږد تور پوړنی، او نه عربي حجاب اغوسته. روښانه نه ده چې د اسلامي امارت چلند به نور څومره سختېږي. بدلونونه ټول بېخي ناڅاپي او بېخي ناببره وو. خو زه فکر نه کوم چې یو دا ډول قید به هم پر پوهنتوني چاپېریال ونه تپل شي. موږ ته ددې ټولو محدودیتو له لاسه ځانونه پردي یا بهرنیان ایسي. داسې ګڼو چې زموږ په اوږو کوم اضافي شی ایښودل شوی دی. د خواشینۍ احساس لرو. دا بېخي عادي نه ده…. خو بې له دې چې له اوسنیو شرایطو سره ځان جوړ کړو، بله لار نه شته.

محصله، بامیان

د اسلامي امارت [د لوړو زده کړو ولایتي اداره] محصلان پوهنتونو ته له تلو ډاروي. د مثال په ډول وايي چې توره عبایه یا برقع باید واغوندو، تور نقاب، تورې لاسکښې او تورې عینکې باید ولرو. زه بشپړ حجاب او نقاب، برقع،  تورې عینکې او تورې لاسکښې لرم. کله چې محصلانې ټولګیو ته ننوځي، کولی شي خپلې برقعې لرې کړي خو تورې عینکې به یې وي. زه ډېرئ وختونه عینکې  نه په سترګو کوم ځکه چې ورسره نه یم هوسا او چې تختې ته ګورم په عذابوي مې. محصلانې دغه راز اجازه نه لري چې ځیرک ټیلېفونونه ورسره پوهنتون ته راوړي. مخکې به محصلانو پر تخته د استادانو د لیکنو عکس اخیست، ځکه هغوی چې د ټولګي د شا کتارونو کې دي، تخته سمه نه شي لیدای.

محصله، ارزګان

په دې اړه قواعد چې خپل صورت او سیرت څنګه په سنتو برابر کړو، مشورتي بڼه لري. د ساري په ډول نارینه او ښځینه کارمندان باید جلا دفترونه ولري، ښځې دې اسلامي حجاب اغوندي او ټول دې په جماعت لمونځ  کوي… که طالبان کوم مقررات یوازې [ په دې ولایت کې] پلي کړي، موږ یې ښایي ونه منو، خو که نوي قواعد په ټول افغانستان کې پلي کړي، بې له دې چې ویې منو بله لار راته نه پاتې کېږي. که چېرې استادان او محصلان نوي شرایط و نه مني او ځان ورسره جوړ نه کړي،  مجبورېږي چې پوهنتون پرېږدي. ځکه نو بله لار نه شته. همدا دلیل دی چې خلک نوي مقررات مني.

د کدر غړې، ارزګان

۵ فصل. د اسلامي امارت له خوا د لوړو زده کړو د ولکه کېدو نور عواقب

د اسلامي امارت  له خوا د لوړو زده کړو ولکه کېدو نور عواقب هم درلودل. لومړی دا چې د لوړو زده کړو وزارت د استادانو معاشونه سخت ټیټ کړل. دغه راز میاشتني معاشونه هم ځنډېږي او کله ناکله څو میاشتې نه ورکول کېږي. د معاشونو ټیټېدا اوځنډېدا د اسلامي امارت د واک نیونې په اغېز له پېښې شوې اقتصادي پرزېدا سره چې د ژوندانه لګښتونه ورسره خورا پورته ولاړل، هم مهاله راغلې.

زموږ پوښتل شویو پر دې خبره اتفاق درلود چې استادانو ته ډېره ګرانه شوه چې ژوند یوازې په یوه معاش وچلوي. ګڼو پوښتل شویو چې پوهنتوني  استادان وو، وویل پر دې غور کوي چې بل کار ومومي یا هېواد بېخي پرېږدي.

د استادانو معاشونو کې ۴۰ سلنه کموالی راغلی دی. هغوی [وزارت] دا دلیل وایي چې بودجه نه شته او د [طالبانو] حکومت چا په رسمیت نه دی پېژندلی… دا بدلون ناڅاپي و، ځکه مخکني حکومت لوړ معاشونه راکول او اوس بېخي وغورځېدل. موږ ورسره ډېر اغېزمن شوي یو. د خوړو او نورو ټولو بیې اوس ډېرې لوړې دي. همدا دلیل دی چې موږ استادان اوس خپل ژوند چلولی نه شو.

د کدر غړی، بدخشان

د معاش کمېدو راباندې ژور اغېز کړی دی. هغوی [وزارت] معاشونه هم پر وخت نه راکوي. هرځل معاش د دوو او دریو میاشتو په ځنډ اخلم. زه دې فکر هم اخیستی یم که معاش مې بېخي ودرېږي، څه به کوم. نژدې و چې په اقتصادي دلیلونو او روحي فشارونو پوهنتون بېخي پرېږدم.

د کدر غړی، پنجشېر

د استادانو معاشونو کې نژدې ۵۰ سلنه کموالی راغلی دی. مخکې زما معاش ۵۶ زره افغانۍ و، خو اوس ۳۱ زره افغانۍ کېږي. دې پر موږ ټولو اغېز کړی دی. د ساري په ډول، زما کوچنیان خصوصي ښوونځیو ته تلل، خو اوس دولتي ښوونځیو ته ځي. دې هر څه راباندې ډېر اغېز کړی دی. زه ۳۵ کلن یم، خو همدا اوس راته ځان زوړ ایسي.

د کدر غړی، ارزګان

د لوړو زده کړو وزارت وایي معاشونه یې د بودجې له نشتوالي او د نړیوالو مرستو له درېدو کم کړي دي. دوی دا هم وایي چې استادان باید تر هغو چې حالات سمېږي، یو څه سختي وګالي. دا یو دلیل دی چې استادان خپل مسلک پرېږدي او یا دننه هېواد کې په نورو کارونو پسې ګرځي. له روان انفلاسیون سره معاشونه د استادانو او د هغوی د کورنیو اړتیاوو ته نه بس کېږي.

د کدر غړی، بامیان

د معاشونو دا کموالی استادان اړباسي چې استعفی وکړي او په اینجوګانو کې ځانو ته کار وګوري. زموږ د پوهنتون ډېرئ استادان د نورو ولایتونو دي: کابل، میدان وردک، غزنی، ننګرهار. دوی نه شي کولی هم هلته خپلې کورنۍ وساتي او هم دلته د کوټو کرایه او نور لګښتونه پرې کړي. ټول استادان دې ورځو کې تر اقتصادي فشارونو لاندې دي.

د کدر غړی، پکتیکا

زموږ ډېرئ استادان وایي له استادۍ نه به ورته دا غوره وي چې کومه خصوصي سوداګري جوړه کړي. دوی وایي دا معاش ورته نه بس کېږي او د خپلو کورنیو غم پرې نه شي خوړلای. یوه استاد خپله دنده پرېښوده او دوکان یې جوړ کړ.

محصل، خوست

زموږ تر مرکو وروسته، د لوړو زده کړو وزارت د ۱۴۰۲ کال د وري پر ۲۱ خبر ورکړ چې د دولتي پوهنتونو د استادانو معاشونه به د نوي ۱۴۰۲ کال له پیل نه لوړ کړي. وزارت ویلي، ددې کار وس یې «د لوړو زده کړو وزارت له پرله پسې هڅو او د افغانستان د اسلامي امارت د ریاست الوزرا‌ء د تاسیساتو او معاشاتو د تنظیم کمیسیون له منظورۍ وروسته وموند.»[۱۸] د معاشونو اعلان شوې ډېرېدا به په معاشونو کې د راغلي کموالي نیمایي پوره کړي، خو بیا به هم دا نوي معاشونه تر هغه څه چې جمهوري دولت ورکول، ټیټ پاته وي. د ساري په ډول یوه پوهاند چې په جمهوریت کې یې ۷۵ زره افغانۍ معاش تر لاسه کاوه، موږ ته وویل چې د واک تر بدلېدو وروسته به د هغوی د معاشونو نوې کچه له ۳۹ زرو نه ۶۰ زرو ته لوړه شي. ویل کېږي چې د معاشونو نوې کچې به د ۱۴۰۲ کال له غبرګولي (جوزا) نه پلې شي او د کال له پیله به معاشونه اجرا شي.

انستیتوتونه، په تېره خصوصي هغه، له مالي پلوه کلک ځپل شوي دي. ډېرئ محصلانو یا د هغوی میندو او پلرونو، مېرمنو، وروڼو او خویندو او نورو خپلوانو چې له دوی سره یې مالي مرسته کوله، په مخکني حکومت یا بې شمېرو ادارو کې چې د حکومت بهرنيومرستندویانو چلولې، خپلې پخوانۍ دندې بایللې دي. هغوی اوس په تنګسه کې دي او نه شي کولای خپل فیسونه او د لوړو زده کړو لګښتونه پوره کړي چې په نتیجه کې یې د محصلانو په شمېر یا د زده کړو له پاره په غوښتنلیکونو کې خورا لوی کمی راغلی دی. دې په خپل وار بیا  د خصوصي لوړو زده کړو اقتصادي بنسټ رېږدولی، په دغه سکټور کې بوخت کسان یې ځپلي او په ټوله کې یې ددغه سکټور د ژوندانه او پایښت وړتیا ګواښلې ده. [۱۹]

[واک ته] داسلامي امارت په راستنېدو زموږ د ډېرو محصلانو پلرونو، مړونو، وروڼو، یا پخپله محصلانو خپلې دندې وبایللې. هغوی دا وړتیا نه درلوده چې د خپلو زده کړو لګښت پرې کړي نو اړ شول چې ووځي. د ساري په ډول، د [نوم یې پټ وساتل شو] لوړو زده کړو د خصوصي انستیتوت په اقتصاد پوهنځي کې د لومړي، دویم او درېیم سمسترونو ګڼ محصلان بس همداسې پسې ولاړل. د څلورم، پنځم او شپږم سمسترونو شمېر ۶۰ سلنه ولوېد. ټولګیو کې شمېر ولوېد او انستیتوت اړ شو چې قراردادي استادان رخصت کړي. انستیتوت ونه شو کړای چې د استادانو معاشونه یا مخکنۍ پاتې پیسې ورکړي.

د کدر غړی، دایکندي

زما ډېرو همصنفیانو خپلې دندې وبایللې او د پوهنتونو د فیس د ورکړې وس نه لري. پوهنتون اعلان وکړ چې فیسونو کې به ۲۰ سلنه تخفیف راولي. خو آن له دې تخفیف سره سره به هم لا ډېرئ محصلان دا وس ونه لري چې فیسونه ورکړي.

محصل، هلمند

د دیوالې (ورشکست) کېدو خطر شته. له اوو یا اتو خصوصي تحصیلي انستیتوتو څخه چې لا هم په بلخ ولایت کې پرانستي دي، فکر کوم یوازې دوه یا درې به یې دا وړتیا ولري چې ادامه ورکړي. پاتې به یې دیوالي شي او مجبور به وي چې ویې تړي، مګر دا چې یو ځل د محصلانو شمېر مخ په ډېرېدو شي. زموږ خپل انستیتوت کې موږ داسې محصلان درلودل چې بهر ته تللي او بېرته راستانه شوي دي. هغوی بېرته ځانونه شامل کړي چې پاتې زده کړې بشپړې کړي، خو شمېر یې ډېر لږ دی. که په خوشبینۍ وغږېږم، هیله لرو چې محصلان به بېرته راشي، اقتصاد به وغوړېږي او وګړي به کارونو او معاشونه بیا تر لاسه کړي. خو که خبره همداسې وي چې ده، ګڼ خصوصي تحصیلي انستیتوتونه به په قوي احتمال د دیوالي کېدو پر خوا ولاړ او مات شي.

د کدر غړی، بلخ

د ۱۴۰۲ کال د وري په لومړیو کې ترسره شویو تعقیبي مرکو د لوړو زده د خصوصي انستیتوتو پرله پسې لوېدنې او په دې لړ کې، په تېره بیا د ۱۴۰۱ کال د مرغومي په لومړیو کې په لوړو زده کړو کې د مېرمنو پر زده کړو او کار تر یومخیز بندیز وروسته، په زیاتېدونکي شمېر تړل کېدنې ته، اشاره درلوده. سره له دې چې طالبانو د اوس له پاره خصوصي پوهنتونونه له مالیو معاف کړي،[۲۰] ټولې نښې دادي چې یوازې هغه موسسې به چې څښتنان یې د لوړو زده کړو سکټور نه بهر عواید تر لاسه کولی شي، په اوږده مهال کې مالي ټکانونو ته د درېدو وس ولري.

اصلي خبره داده چې مېرمنې له لوړو زده کړو راوګرځول شوې. دې کار د [لوړو زده کړو] دولتي موسسې دومره اغېزمنې نه کړې. خو خصوصي هغه یې سختې وځپلې. د هغوی عواید نیمایي  ته ولوېدل. زما غوږونو ته پرله پسې دا خبره رارسېږي چې له ۴۰ تر ۵۰ خصوصي موسسې تړل کېدونکې دي. تر دې دمه په کندهار کې یو خصوصي پوهنتون هم پرزېدلی نه دی. دلیل یې دادی چې دا پوهنتونونه په شتمنو کسانو پورې اړه لري. د [کندهار مېشتي خصوصي پوهنتون] څښتن نور کاروبار هم لري چې د پوهنتون لګښتونه یې ورپوره کوي. خو دوی هم هرومرو د کارکوونکو شمېر او د [پاتې] کارکوونکو معاشونه ټیټ کړي دي.

د کدر غړی، کندهار

د لوړو زده کړو خصوصي موسسو خپله کانکور ازموینه له مېرمنوپرته شپږ ورځې وړاندې [۱۴۰۱ کال کب کې] د ښځو له ګډون پرته واخیسته. د زده کړو له پاره د شاګردانو د غوښتنلیکونو شمېر په ټول افغانستان کې لوېدلی دی. که چېرې موږ ۵۰۰ محصلان منل، اوس دا شمېر ۵۰ او یا آن تر دې لږو ته لوېدلی دی. په [کابل کې] په وزارت کې زموږ ارتباطي کس وویل چې ځینو خصوصي موسسو ته یوازې ۱۵ یا ۲۰ تنه شامل شوي او نورو بیا د کانکور ازموینه بېخي اخیستې نه ده. [نوم پټ ساتل شوی] پوهنتون په کابل کې په ۸۰ زرو امریکایي ډالرو وپلورل شو. [یو بل] پوهنتون بېخي وتړل شو او د خپل کتابتون ټول کتابونه یې لیلام کړل. دلته د لوړو زده کړو ۱۴۰ ثبت شوې خصوصي موسسې شته او احتمال دی چې ۴۰ یې وتړل شي. ډېرئ [خصوصي] پوهنتونونه بودجوي کسر لري. هغوی چې د طب مسلک تدریسوي یا د سوداګرو او سوداګریزو شرکتونو ملاتړ لري، خپل لګښتونه تر یوه بریده پوره کولی شي…. ښایي په پای کې شاوخوا ۲۰ [موسسې] وپایي. ځینو [خصوصي] پوهنتونو خپل ځایونه  بدل کړل ځکه چې کرایه یې نه شوای ورکولی. په هرات کې له دولتي پوهنتون پرته، نژدې نورې ټولې خصوصي تحصیلي موسسې خپله ځمکه نه لري. کرایه ملا ماتوونکې ده.

د کدر غړی، هرات

د نویو محصلانو جذب پرله پسې په کمېدو دی. د شاملېدو ښځینه غوښتونکې نورې نه شته. او هر سړی چې اوس د شاملېدو په هیله راځي پوښتنه کوي: څومره فیس اخلئ؟ تخفیف لرئ؟ زموږ موسسه کې کارکوونکو  د څلورو او پنځو میاشتو له پاره تنخواوې نه دي اخیستې. د [نوم یې پټ ساتل شوی] پوهنتون چې ښه اعتبار یې درلود او د ماسټرۍ تصدیق یې ورکاوه، [په کابل کې] تړل شوی دی. ښایي اوس ۱۰۰ یا ۱۱۰ موسسې پاتې وي او د ۳۰ یا ۴۰ حالت یې ډېر بد دی. ډېرئ [خصوصي] موسسې د محصلانو په فیسونو تکیه دي او چې فیس نه وي عاید نه شته او چې عاید نه وي د لګښتونو پیسې نه وي او اغېزمنې شوې موسسې ړنګېږي.

د کدر غړی، بلخ

سربېره پر دې د ډېرو محصلانو او په دې ‌ډله کې د نجونو لګښتونه کله چې یې لا هم د زده کړو اجازه درلوده، د نویو مقرراتو له امله په دولتي موسسو کې د مهمو حکومتي خدماتو په ټکني کېدو لوړ شوي دي:

محصلان، په تېره بیا ښځینه محصلانې د پوهنتونو بیا پرانستنې  ته خورا خوشحاله وې. ښځینه محصلانو ویل ګومان یې هم نه کاوه چې بیا به پوهنتونو ته د تلو اجازه مومي، خو ډېرئ یې لا هم ډاډه نه دي چې زده کړو ته به د اقتصاد له کمزورۍ دوام ورکړای شي. د ساري په ډول زما یوې محصلې وویل چې هره ورځ ۳۰ افغانۍ په تګ راتګ لګوي. کورنۍ یې بېوزلې ده او ښایي ددې لګښت د ورکولو وس یې بر نه شي. هغه ښایي پوهنتون پرېږدي.

د کدر غړی، کونړ

د نجونو لیلیه شته، خو د بودجې له نشتوالي ډوډۍ نه لري. د هلکانو لیلیه او ټولو دولتي پوهنتونو کې حالت همداسې دی. ډېرئ محصلان چې له کلیو یا لرې پرتو سیمو راځي په لیلیو کې اوسي. مخکې لیلیو کې وړیا خواړه ورکول کېدل. د [طالبانو] حکومت وایي دا مساله غوڅوي، نو ګورو به. مخکې لیلیو د جنراټورونو د تېلو له پاره هم خپله بودجه درلوده، خو اوس یې نه لري، ځکه نو [د شپې] تیاره پاته وي. مخکې موږ انټرنېټ  ته لاسرسی درلود، خو هغه اوس نه شته. د اوبو نشتوالی بله ستونزه ده، ځکه کله چې برېښنا نه وي، واټرپمپ نه چالانېږي… بیا هم د بودجې له نشتوالي، هم د پخواني حکومت [په وروستي کال] او هم اوس په نوي حکومت کې هغو محصلانو چې د پوهنتون له لیلیې بهر په کرایي کوټو کې اوسي، خپله بدل اعاشه نه ده تر لاسه کړې. او دا لا د مخه په کورونا کې نیمایي ته ټیټه شوې وه.

د کدر غړی، بدخشان

یو سمستر وشو [یعنې د پوهنتون د بیا پرانستنې له مهاله] چې موږ خپله بدل اعاشه نه ده تر لاسه کړې. هغه کوټې چې محصلان یې کرایه پوره کولی شي، ‌ډېرې کوچنۍ دي. ځکه نو محصلان تش درسونو ته ځي او بېرته خپلو کوټو ته راستنېږي…. ما مخکې اقتصادي ستونزې درلودې او اوس یې هم لرم. خو مخکې مې لږ تر لږه خپله بدل اعاشه تر لاسه کوله. موږ له کړکېچ [د طالبانو له واک نیونې] راهیسې هېڅ پیسې نه دي تر لاسه کړې.

محصل، زابل

د زابل یوه محصل پر دې خواشیني څرګندوله چې د پوهنتون اړین ترمیمونه په طالب واکمنۍ کې ودرېدل:

زموږ پوهنتون [د زابل د لوړو زده کړو انستیتوت] یو کتابتون لري، خو کافي شمېر کتابونه په کې نه شته. دا تش لکه یو وړه خونه. موږ لابراتوار نه لرو. موږ لیلیه نه لرو. د ورځې برېښنا نه وي، کله ناکله جنراټور چالان کړي. د پوهنتون او لیلیې له پاره د نوې ودانۍ جوړېدا دوه کاله وړاندې پیل شوې وه، خود طالبانو تر واک نیونې وروسته ودرېده.

پوښتل شویو کسانو ددغو فشارونو او په ټوله کې د اسلامي امارت د واک نیونې له امله له پوهنیزې برخې نه د استادانو او محصلانو دواړو د ډېر شمېر یوځایي وتنې خبر  ورکړی دی. همدا ټکی په نورو ځایونو کې هم راغبرګ شوی دی. د ساري په توګه د فارسي بي بي سي په دې رپوټ کې چې ډېر لاس په لاس شوی، ویل شوي چې یوازې د کابل له دریو پوهنتونو ۲۲۹ استادانو هېواد پریښی دی. د ۱۴۰۲ کال تر غوایي (ثوره) پورې د کابل پوهنتون له نژدې ۷۸۰ استادانو څخه څه باندې ۴۰۰ هغو یې، د پښتو بي بي سي د رپوټ [۲۱] له مخې هېواد پریښی دي. په هغو دلایلو کې چې زموږ پوښتل شویو له هېواده د وتلو په تړاو یاد کړي، د شخصي او علمي آزادیو له لاسه تلل، مالي ستونزې او د طالبانو د حکومتولۍ او په دې ډله کې په لوړو زده کړو کې[۲۲]، انحصاري ماهیت راځي.

زما په ولایت کې دولتي انستیتوت د خپلو استادانو ۲۰ سلنه، او خصوصي انستیتوت ۸۰ سلنه له لاسه ورکړې، یا په دې دلیل چې محصلان نه شته او یا په دې چې استادانو هېواد پریښی دی. د یو شمېر دولتي موسسو استادانو کارونه پرېښودل او ایران ته ووتل چې هلته دندې ولټوي.

د کدر غړی، دایکندي

په بلخ کې د محصلانو او استادانو په شمېر کې سخت کموالی راغلی دی. ما د [لوړو زده کړو] هر انستیتوت چې کتلی، یا مې یې له مدیرانو سره تماس نیولی او یا د خبرو اترو او بحثونو له پاره غونډو ته ورغلی یم، د محصلانو او استادانو د شمېر کمېدا مې په کې لیدلې ده. زه نه شم کولای دا نظر جنوبي او ختیځو سیمو ته هم تعمیم کړم، خو پوهېږم چې په شمالي، لوېدیځو او مرکزي برخو کې خبره همداسې ده. د بلخ [دولتي] پوهنتون ګڼ شمېر محصلانو او استادانو هېواد پریښي دی. یوه بېلګه یې ژورنالیزم پوهنځی دی چې له دولسو څخه یې لسو استادانو هېواد پریښی دی.

د کدر غړی، بلخ

د استادانو شمېر له ګډوډیو [د طالبانو له واک نیونې] وروسته لوېدلی دی. نژدې ۵۰ سلنه یې کار ته نه راځي. زه د خپل ډیپارټمنټ له هغو پنځو استادانو سره په تماس کې یم چې نور درس نه ورکوي. دوو یې افغانستان پریښی دی. یو یې په جګړو کې ژوبل شوی و. دوو نورو یې [خپل کارونه] پرېښودل، ځکه چې خصوصي کار یې پیل کړی دی. فکر کوم اصلي دلیل چې استادان له هېواده ووتل د معاشونو ناوخته ورکړه او امنیتي اندېښنې وې. زما دوه استادان د طالبانو له وېرې پټ شوي، ځکه هغوی په پخواني حکومت کې هم دندې درلودې. دلته په هلمند کې طالبان په نښه کړو کسانو پسې ګرځي او نیسي یې.

محصل، هلمند

نورو د نړیوالو مواقعو په بایللو خواشیني څرګنده کړې ده:[۲۳]

د استادانو په تحصیلي بورسونو کې بدلون بله ستونزه ده. هرکال نژدې همدا شپې ورځې، هند، پاکستان اوا ایران استادانو ته د بورسونو چانس ورکاوه، خو موږ له پروسږکال راهیسې د بورسونو په اړه هیڅ رسمي لیک نه دی ترلاسه کړی. په دې وروستیو کې مې واورېدل چې ښځې له محرم پرته نورې بهر ته د تلو اجازه نه لري. ددې مانا داده چې ښځې به په بهرنیو هېوادو کې د زده کړو امکان ونه لري او بورسونه به نه شي ترلاسه کولی.

د کدر غړی، بادغیس

طالب چارواکي د امنیتي کسانو په بدرګه د کابل پوهنتون له شرعیاتو پوهنځي نه د وتلو په حال کې. عکس: وکیل کهسار/ فرانسپرېس، د تلې [میزان] ۲۱

د پوهنتوني استادانو يوځایي وتنې، په تېره بیا د پوهنتونو د بیا پرانستنې په لومړیو میاشتو کې د لوړو زده کړو کیفیت خورا کلک وځاپه او پخپله یې د تلپاتېوالي خطر رامنځ ته کړ:

په هرات پوهنتون کې زما په خپل ډیپارټمنټ کې له شپږو څخه څلورو استادانو [ددې پوښتل شوي په ګډون] هېواد پرېښود. دوه پاتې یې هم د پرېښودو په حال کې دي. په ژورنالیزم پوهنځي کې هم همدغسې یو حالت دی چې ۷۰ سلنه استادان یې له هېواده تللي دي. دا پر لوړو زده کړو او د هغو پر کیفیت ډېر کلک ګوزار دی.

د کدر غړی، هرات

زما پوهنځي نهه استادان درلودل. شپږ یې له هېواده ووتل. هغوی چې پاته دي تر ډېره مسلکي خلک نه دي…. هغوی یوه ورځ  راځي، بله ورځ نه راځي. او هغوی [درسونو] ته هم دومره چمتو والی نه کوي.

محصل، بامیان

نورو پوښتل شویو په خپلو ولایتونو کې دا ډول ډله ییزه وتنه په خپلو سترګو نه ده لیدلې. لکه دا:

له کړکېچ [د اسلامی امارت له واک نیونې] وروسته، د غزني پوهنتون نارینه استادانو خپلې دندې پرېنښودې. [خو] هغه استادان چې بهر ته د تحصیل له پاره تللي، ښایي د نویو  مقرراتو له امله راستانه نه شي. د غزني پوهنتون له شپږو تر اتو استادان همدا اوس په ترکیه او ایران کې زده کړې کوي.

د کدر غړی، غزنی

زما نظر دادی چې موږ ددې هېواد وګړي یو او په وتلو خپلې ستونزې نه شو حلولای. که استادان او محصلان له هېواده ووځي، د خلکو خدمت ته به څوک پاتې وي؟ زه او همکاران مې دا شرایط زغمو چې که یو مثبت بدلون راولو. موږ بله لار نه لرو بې له دې چې پاتې شو او خدمت وکړو…. زموږ پوهنتون کې د استادانو شمېر کم شوی نه دی. تر اوسه د پوهنتون یوازې دوه کارمندان بدل شوي دي: یوه یې استعفی وکړه چې [بل ځای]  کار وکړي او دا بل یې کابل ته ولاړ. د محصلانو په اړه سم معلومات نه لرم. په ځینو ټولګیو کې د افغانستان د شمال محصلان وو چې اوس یې ډېرئ نه لیدل کېږي. موږ مخکې ۴۰۰ محصلان درلودل. فکر کوم یو لږ شمېر یې له هېواده تللي وي. فکر کوم د شمېر ددې کمېدنې دلیل نهیلي او کمزوری اقتصاد دی.

د کدر غړی، ارزګان

په اقتصادي ستونزو او نورو دلیلونو د محصلانو د شمېر د کموالي ترڅنګ، ګڼ شمېر پوښتل شویو د محصلانو تر منځ د انګېزې نشتوالي ته هم ګوته نیولې ده. زموږ ډېرئ پوښتل شوي په دوو  کې حیران پاته وو: له یوې خوا د کار د دوام له پاره کلک هوډ او له بلې خوا دا احساس چې زده کړې یې نورې د ادامې ارزښت نه لري:

بیا پرانستنه په بادغیس کې ښه وه، خو محصلانو د زده کړو انګېزه بایللې وه. ډېرئ یې ایران ته ولاړل او هغوی چې رانغلل ایستل کېږي. محصلانې خپلو ټولګیو ته راځي او د پوهنتون بیا پرانستل کېدو ته خوشحاله دي. د ښځینه محصلانو دومره پام وړ حضور له دې امله و چې نوره یې دا هیله نه درلوده چې پوهنتون به د هغوی له پاره هم پرانستی وي. په عمومي ډول، ۸۰ سلنه محصلان [د پوهنتون تر پرانستل کېدو وروسته] حاضر شوي وو، نور یې چې ایران او ترکیې ته تللي وو، غیرحاضر پاتې شول.

د کدر غړی، بادغیس

 د فاریاب پوهنتون بیا پرانستنه ښه وه، هر چا د خورا ډېرې خوشحالۍ احساس درلود. محصلان بیا پرانستنې ته په بې صبرۍ منتظر وو. ځکه نو هغوی ټول په لومړۍ ورځ حاضر شول. هغوی هیله من دي چې پوهنتون به وروسته هم همداسې پرانستی پاته وي…. [خو په عمومي ډول] د لوړو زده کړو حالت ښه نه دی ځکه محصلان داسې انګېري چې راتلونکې یې روښانه نه ده. کورونا او بیا دې کړکېچ [د امارت واک نیونې] د محصلانو او استادانو شوق زیانمن کړی دی. انګېزه بېخي لوېدلې ده. هیله لرو چې حالت د نوي سمستر له پیلېدو سره ښه شي.

د کدر غړی، فاریاب

په ټوله کې محصلان ددې کړکېچ [د اسلامي امارت د واک نیونې]، ګډوډۍ او په افغانستان کې د ګڼو خلکو د بد اقتصادي حالت له امله، هغه پخوانی شوق چې د  درسونو  لوستلو ته یې درلود، نور نه لري. محصل باید له ذهني پلوه چمتو وي او د راتلونکې له پاره ټاکلي پلانونه او موخې ولري، خو محصلان او استادان اوس له بده مرغه په دې بوخت دي چې څنګه د خوړو د پېرلو له پاره پیسې وګټي. ډېرئ یې له پوهنتونه اخراج شوي ځکه چې یا بهر تللي او یا د ښځینه محصلانو کورنۍ هغوی د پوهنتون بیا پیلولو ته نه پرېږدي، په دې دلیل چې یو مسوول حکومت نه شته چې خوندي یې وساتي او که ستونزه ورته پیدا شوه مرسته ورسره وکړي.د مثال په ډول، موږ په خپل ټولګي کې ۲۵ محصلان وو، اوس یوازې نهه پاتې یو.

محصل، بلخ

د لوړو زده کړو وزارت خصوصي تحصیلي موسسې څاري.هغوی خپل نظر ډېر پر محصلانو ورټول ساتي، په تېره بیا د ښځینه محصلانو پر حجاب، ددې پرځای چې اصلي خبرو لکه نصاب یا د تدریس اصولو ته پام وکړي… محافظه کارو کورنیو ته چې لوڼو یې په ډېرې سختۍ پوهنتون  ته د تلو اجازه تر لاسه کړې وه، اوس پلمه په لاس ورغلې چې ښځې له لوړو زده کړو راوګرځوي…. ما پخپله د زده  کړو لېوالتیا بایللې ده او لس اوونۍ له درسونو غیرحاضره وم. زه نه غواړم ادامه ورکړم، ځکه هسې بې ګټې راته ایسي.

محصله، بلخ

په دولتي [تحصیلي] موسسو کې دندې مسلکي کسانو ته نه دي سپارل شوې. د دفترونو آمران او مدیران باید انجنیران او ډاکټران وي، خو طالبانو تر ډېره ملایان د آمرانو اومدیرانو پر څوکیو ګومارلي دي. دا بېخي خواشینوونکې ده.

محصل، هلمند

حیرانوونکې نه ده چې په پنجشېر کې پوښتل شوي کس تر نورو ټولو ډېر نهیلي وو. محصلانو او استادانو ویل د طالبانو ټولنه کې لوړو زده کړو ته «هېڅ ارزښت» نه ویني او داسې یې احساسوله چې «هرڅه له لاسه تللي دي»، او آن دا چې «د هر چا زړه مات شوی [و]». د پنجشېر د لوړو زده کړو انستیتوت په هغو جګړو کې چې طالبانو ته یې ددغه ولایت د نیولو لار پرانسته، خورا کلک زیانمن شوی دی. یوه استاد وویل: «لوړو زده کړو ته د طالبانو لوی ګوزار دا و چې په ځوان نسل کې یې د لوړو زده کړو شوق له منځه یووړ.»

پایلــه

د ۱۴۰۰ کال په زمري میاشت کې له واک نیونې راهیسې، حکومتی چارواکو پَل په پَل د لوړو زده کړو د بیا طراحي کولو او نوي لوري ته د اړولو بنسټ ټینګ کړی دی. د اړوندو موادو او اعلامیو ځیر لوستنه ښیي چې طالبان فکر کوي په داسې یوه فکري جګړه اخته دي چې د هغوی له نظره د یوه اوږده تاریخي بهیر په ترڅ کې پر افغانستان تپل شوې ده. دې کار یو لړ چټک او بنسټیز بدلونونه له ځانه سره راوړل چې له ۱۴۰۰ کال وروسته لوړو زده کړو د بیا طراحي کولو او له سره راجوړولو مانا ښندي او ماهیت یې له پاسه لاندې خواته د سمت ورکونې په تحمیلولو او مطلق اطاعت کولو کې راڅرګندېږي.

امارت اسلامي  لوړې زده کړې ویجاړې کړې نه دي، خو هڅه کوي د هغوی د جوړښت او نصاب په مذهبي کولو او د وسیلې په توګه کارولو او په هغو کې د ښکېلو کسانو په څارلو یې د خپل غورځنګ په یوه څانګه واړوي. له دې امله یې هڅه داده چې لوړې زده کړې د خپل دویم امارت د توجیه کولو او پیاوړي کولو برخه وګرځوي چې د دوی له نظره په الهي اراده رامنځ ته شوی دی. ددغې لارې په غوره کولو، نویو چارواکو ظاهراً د نامذهبي مسلکونو ارزښت کم راوستی، که یې لا بېخي له منځه نه وي وړی. دا د افغانستان په ګڼ توکمیزه ټولنه کې د لوړو زده کړو او زغم، پوهاوي او سولې د راتلونکې له پاره ښه نښه نه ده . دا د افغانستان رابرسېرېدونکي مسلکيان له دې امکان او زمان نه بې برخې کوي چې خپل پام پر مذهبي زده کړو له برلاسي او متحجر تمرکز نه هاخوا چې ګټه یې اوسنیو واکمنو ته رسېږي، پر نورو مسلکونو ټول کړي. تر دې هم بیړه نۍ خبره داده چې د ښځو پر لوړو زده کړو او تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بشپړ بندیز، په ټولو کچو کې د پاتې ټولو زده کړو دوام، پایښت او مانا له منځه وړي.

د لوړو زده کړو سکټور د جمهوریت په واکمنۍ کې هم خپلې ستونزې درلودې، لکه هغسې چې ځینې به ښایي استدلال کوي، هلته هم هڅې کېدې چې لوړې زده کړې د موجود نظام د توجیه کولو او پیاوړولو له پاره وکارېږي. دا زده کړې لا له وړاندې ډېرې مرکز محوره شوې وې چې دولت په کې ډېر ځله خپل تمویل او د هغه د څار واک ددې له پاره کارواه چې په تېره بیا په دولتي تحصیلي موسسو کې ګومارنې او د هغوی ورځنۍ اداري چارې په خپله ولکه کې وساتي. خو له دې سره سره هغه مهال دومره امکان و چې له پاس نه ورغلو تګلارو او پرېکړو باندې اعتراض وشي او یا دا چې د عمومي مخالفتونو او افکارو او د خپلو جلا آندونو د څرګندولو چاپېریال موجود و. دغه راز د درسي نصابونو چټکه راڅرګندېدونکې رنګارنګي، پراخېدونکې علمي آزادي او په حکومتي او پوهنتوني کچه پراخه شوې نړیواله همکاري هم وه.  په پوهنیز چاپېریال کې د آزادۍ او رنګارنګۍ مخالفین به ښایي ژر په دې برخه کې ستونزو او دغه راز هغو برخو ته چې دا په کې پراخېدلې او پیاوړې کېدلې، ګوته ونیسي.

د اسلامي امارت تر واک نیونې وروسته د پلټنو ساحه په چټکۍ راتنګېږي. له هر هغه چا څخه چې د اسلامي امارت د تعریف له مخې دادی له وړاندې راجوړ شوي پوهنتون کې ښکېل وي، تر مطلق اطاعت لاندې غوښتنه دا وي چې له پاسه ورغلیو امرونو او په دې ډله کې هغو ته چې د لوړو زده کړو وزارت له باندې هم راځي، غاړه کېږدي. داسې برېښي چې امارتی چارواکي به دا ډول پوهنتوني بڼه تر یوې اوږدې راتلونکې همداسې پخه پرځای ساتي.

محصلانې د کابل پوهنتون له بیا پرانستنې وروسته د هغه مخې ته راټولې شوې دي. له دې عکس اخیستنې لږ څه باندې یو کال وروسته امارت ښځې بېخي له لوړو زده کړو راوګرځولې. عکس: احمد ساحل آرمان/ فرانسپرېس، د ۱۴۰۰ کال د

خو لا هم داسې نا حله پوښتنې او برخې شته چې د  تګ بهیر کې به څارل غواړي. سره له دې چې اوس دا خبره روښانه ده چې امارتی چارواکي د لوړو زده کړو پر نوي مفهوم او جوړښت کار کوي، خو دا روښانه نه ده چې دا نوی جوړښت به په پای کې کله چې سم وپېیل شو او وسپړل شو، څه بڼه لري او څنګه به ایسي. هلته به ، د لوړو زده کړو په اړه د واکمن حکومت مشرتابه له اخیستنو ورهاخو رنګارنګۍ، په تېره بیا که مخالفې نه وي، بل ډول اخیستنو او لارو چارو ته ځای وي او که نه؟ د نویو ثبت شویو دیني پوهنتونو او د موجودو پوهنتونو د شرعیاتو پوهنځیو تر منځ  اړیکي به څنګه وي او د هغو کسانو راتلونکې او د هغوی له پاره اړتیا به څه وي چې نویو دیني پوهنتونو ته ورځي او زده کړې په کې بشپړوي؟ د دعوت او ارشاد ریاست به وروسته کومه بڼه غوره کوي او لوړې زده کړې او په هغو کې ښکېل کسان به څومره کلک څاري؟ سربېره پر دې، د پوهنتوني نصاب د «اسلامي کولو» مانا به له دیني زده کړو ورهاخوا، په تېره بیا د بشري او ټولنیزو علومو له  پاره څه وي؟

د طالبانو غړي د کابل د یوه خصوصي پوهنتون د اقتصاد پوهنځي درسونو ته ناست دي. عکس: احمد ساخل آرمان/ فرانسپرېس، د ۱۴۰۱ کال، د غبرګولي (جوزا) ۱۷

له اداري پلوه به اسلامي امارت چې تر اوسه یې کسان له دندو ایستلي او معاشونه کم کړي، که چېرې د هغوی حکومت او د لوړو زده کړو وزارت همداسې په نړیواله کچه ناپېژندل شوی او بې ملاتړه پاتې وي او په حکومتي (وزارتي) او پوهنتوني کچه د خپلو علمي تړاوونو په پراخولو کې همداسې له ستونزو سره مخامخ وي، د لوړو زده کړو دولتي سیستم څنګه تمویلوي او څنګه به یې روان ساتي؟ ترکومه چې د خصوصي لوړو زده کړو خبره ده، آیا دغه سکټور تر اوسنیو سپکوونکو او ویجاړوونکو شرایطو لاندې راتلونکې لري او که یې لري، بڼه به یې څنګه  وي په تېره بیا د هغوی له پاره چې له اقتصادي ستونزو راوځي او په اوږده مهال کې له نورو ستونزو سره د مقابلې وس مومي؟ په لا پراخه کچه، آیا واکمن چارواکي به دا وړتیا ولري چې له پاسه کښته خواته لوړو زده کړو ته نوی لوری وټاکي او بې پوښتنې غاړه ایښودنه په کې رامنځ ته کړي، یوازې دا نه چې له کوم منظم او ډاګیز اعتراض سره به مخامخېږي بلکې دغه راز د استادانو، محصلانو، اداري غړو او نورو هغو کسانو ډله ییزې وتنې ته په کتو چې دلته نوره خپله راتلونکې نه ویني؟ آیا دا هرڅه به هغه ځای ته وځي چې لوړې زده کړې په کې یوازې د طالبانو له پاره وي او که داسې وشول آیا چارواکي به ددې جوګه وي چې آن په خپلو لیکو کې په اوږده مهال کې دا سخت یو اړخیزتوب همداسې ټینګ وساتي؟

ددې پوښتنو روښانېدل لا ډېر لرې دي، ځوابېدل خو یې لا پرځای پرېږده. هغه څه چې دا څېړنه ورته د اوس له پاره ګوته نیسي دادي چې د آزادۍ او رنګارنګۍ د هغې ډېرې لږې او نازکې ساحې له بایلنې سره چې د ۱۳۸۰ – ۱۴۰۰ کلونو تر منځ په یو ډول نه یو ډول د لوړو زده کړو په برخه کې را وټوکېده، پوهنتون نور د دویم امارت په واکمنۍ کې ، په هغه مانا چې پېژندل شوی دی، آن د افغانستان په ګاونډ کې د اسلامي هېوادو پرتله په چټک ډول د ژوندانه له ډګره په وتو دی.

زموږ دواړه مرستیال څېړونکي او لیکوال د زړه له کومي ټولو ۳۹ محصلانو، استادانو او اداري غړو ته چې په ډېرو ننګوونکو شرایطو کې یې وخت وموند او د اسلامي امارت تر واک نیونې لږ وړاندې او راوروسته د لوړو زده کړو په اړه پر خپلو تجربو او اخیستنو له موږ سره وغږېدل، د زړه له کومي مننې وړاندې کوي. د هغوی له ښکېلتیا پرته به ددې پلټنې بشپړول ناشونې وای.

لیکوال د اسنادو په بیا کتنه او ارزونه دا موضوعي رپوټ چمتو کړی دی. له دې امله، د هر ډول تېروتنې مسوولیت، که په حقایقو کې وي یا تفسیرونو کې، یوازې لیکوال ته ورګرځي.

* رضا کاظمي د الکساندر فان هومبولت بنسټ د فلیپ شوارڅ نوښت مېلمه څېړونکی (د ۱۴۰۰ کال وږی – د ۱۴۰۲ کال زمری) دی. دغه بنسټ د هایدلبرګ د روپرېخت کارل پوهنتون د آسیایي او بین الکتوري څېړنو د بشرپوهنې انستیتوت کې دی. دی مخکې د افغانستان تحلیلګرانو شبکه کې څېړونکی و.

تاسو کولی شئ  یاد راپور بشپړ په انگریزی  ژبه کي په آنلاین ډول وګورئ او د لاندې لینک په کلیک کولو سره یې ډاونلوډ کړئ. Higher Education Report Final

لمن لیک:


[۱]  لیکوال ددې فوق العاده استازي وینا پر خواله رسنۍ اورېدلې ده. لېنک یې وروسته نه پرانستل کېده.

[۲]   وزارت د ۱۴۰۱ کال  غوایي د ۶ او ۱۰ ترمنځ د جګپوړو چارواکو یو پلاوی ددې له پاره واستاوه چې د جامعاتو او تخصصاتو چارو د ریاست د جوړېدو موضوع تبلیغ کړي. پلاوی، د نوي ریاست له جګپوړي چارواکي مولوي سیف الدین حماد، او دوو  نورو چارواکو – د هغه مهال د مالي او اداري چارو له مرستیال وزیر مولوي اسدالله فرید او د ریسرچ، تالیف او ترجمې رییس مولوي داود حقاني نه چې په وزارت کې له نورو دندو دې خوا رالېږدول شوي وو، جوړ شوی و. دغو درېواړو چارواکو په کندز، کونړ، پنجشېر، هرات او کندهار کې له فوق العاده استازو او د اسلامي امارت له خوا له نورو ګومارل شویو چارواکو او دغه راز د ګاونډیو ولایتونو له پوهنتونې مشرانو سره چې ددغې کتنې له پاره دوی ته ورغلي وو، وکتل.

[۳]  په ګډونوالو کې یې د هغه مهال د لوړو زده کړو د وزیر عبدالباقي حقاني  ترڅنګ، د کانو او پترولیم وزیر شیخ شهاب الدین دلاور او د طالبانو تر  ولکې لاندې علومو اکاډیمۍ رییس شیخ فریدالدین محمود هم ګډون کړی و.

[۴]  جامعه په عربۍ کې پوهنتون ته وایي. عبدالله بن مسعود د محمد رسول الله (ص) په لومړنیو مشهورو صحابه وو کې راته چې د ۳۲ – ۳۳ هجري شاوخوا مړ شوی او په سترو اسلامي مفسرینو کې شمېرل کېږي. د هغه په اړه نور معلومات د بریلز اسلامي دایرة المعارف په دې ګڼه کې وګورئ. ابراهیم النخعي (زېږېدنه:  ۵۰ هجري شاوخوا؛ مړینه: د ۹۶ هجري شاوخوا) یو اغېزمن محدث او فقیه او د رسول الله (ص) تر اصحابو وروسته نسل پورې چې تابعین یې بولي، اړه لري (په اړه یې نور د بریلز اسلامي دایرة المعارف په دې ګڼه کې وګورئ).

[۵]  په پښتو ژبه د ویکیپیډیا ددې معلوماتو له مخې، قرآن بنسټ دغه راز یوه دارالافتا او د تعلیم القرآن په نامه یوه راډیو هم چلوله چې آنلاین خپرونې یې کولې او په هلمند او هرات ولایتونو کې یې هم څانګې درلودې.

[۶]  فکري جګړه – تحقیق، تدقیق او ژباړه د عبدالهادي حماد له خوا، کندهار د اسلامي علومو حمدیه مدرسه، ۱۳۹۴ لمریز هجري/ ۱۴۳۶ سپوږمیز هجري (ددې مقالې له لیکوال سره شته). ددې کتاب پي ډي اېف بڼه  نوره، د تعلیم القرآن راډیو د وېبپاڼې له دې ځایه  د لاسرسي  نه ده.

[۷]  د کابل او کندهار د فراغت غونډو کې له لوړو زده کړو وزارت بهر لوړ پوړو چارواکو ګډون کړی و، لکه د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر خلیل الرحمان حقاني او د کابل غونډه کې کابل والي شیخ محمد قاسم خالد او د کندهار غونډه کې مرستیال والي حیات الله مبارک. د کندهار غونډه کې د لوړو زده کړو د سرپرست وزیر مولوي ندیم وینا ناندره ییزه شوه، کله چې یې وویل «هرڅوک چې نظام ته زیان اړوي، که په ژبه وي یا قلم او یا عمل، هغه باغي دی او باید ووژل شي» (وګورئ: د ځینو رسنیو رپوټونه دلته، دلته او دلته). د هغه دا څرګندونې د وزارت په اړونده مطبوعاتي وینا کې نه وې راخیستل شوې.

[۸]  وزارت ته په دغو سیمینارونو کې ایډیال استاد ابو حنیفه النعمان ابن ثابت (۸۰ – ۱۵۰ هجري) ایسېدلی چې الهیات پوه او فقیه و او د حنفي فقهې مکتب یې په نامه یاد شوی دی (د هغه په اړه نور د بریلز اسلامي دایرة المعارف له دې ځایه تر لاسه کولی شئ). لارویان یې هغه امام اعظم بولي.

[۹]  تر دې مهاله بیا کتنه کې د ریاضۍ، فزیک، کېمیا، بیولوژۍ، طب، فارمسۍ، وترنرۍ، کمپیوټر ساینس، انجنیرۍ، کرنې، ژبو او ادبیاتو، ژورنالیزم او ځمکپېژندنې او کان پېژندنې پوهنځي رانغښتل شوي دي.

[۱۰]  عبدالحکیم حقاني، امارة الاسلامیه و نظامها [د چاپ ځای یې نه دی ښودل شوی]، مکتب دارالعلوم الشریعه، ۱۴۴۳ سپوږمیز هجري (له لیکوال سره شته).

[۱۱]  د افغانستان د اسلامي امارت د عدلیې وزارت، د امیر المؤمنین فرمانونه، حکمونه او لارښوونې، د ۱۴۴۴ سپوږمیز لمریز کال د ذوالقعدې ۲، د ۱۴۰۲ لمریز هجري کال د غبرګولي ۱، رسمي جریده، ۱۴۳۲ ګڼه، مخ ۹۶.

[۱۲]  په سریزه کې یې د لوړو زده کړو پخواني وزیر حقاني لیکلي چې دا د «اشغال» او ۴۳ کلنې تحمیلي جګړې له خاتمې وروسته د وزارت له خوا خپور شوی لومړنی نصاب دی (مخ i). د افغانستان د اسلامي امارت د لوړو زده کړو وزارت، د اسلامي ثقافت نصاب، کابل، د لوړو زده کړو وزارت، ۱۴۴۳ سپوږمیز هجري.

[۱۳]  د لومړي او دویم سمسترونو له پاره د اسلامي تعلیماتو نصاب له دې ځایه او د درېیم او څلورم سمسترونو له پاره له دې ځایه او د لومړي او دویم سمسترونو  له پاره د فقهې او قانون نصاب  له دې ځایه او د درېیم او څلورم سمسترونو له پاره له دې ځایه تر لاسه کړئ.

[۱۴]  د اسلامي ثقافت په ټول نصاب کې دا څیزونه راخیستل شوي: اعتقادي نظام، سیرت، اخلاقي نظام، ټولنیز نظام، فکري پوهنه، ادیان او مذاهب، سیاسي نظام، اداري نظام، اقتصادي نظام، قرآن او معاصر علوم، اسلامي تمدن (iii مخونه). نصاب د هر دې څپرکي له پاره تر ډېره د عربي ژبې اخڅونه ورکوي.

[۱۵]  «د لوړو زده کړو موسسو استادانو او کارمندانو ته» د افغانستان د اسلامي امارت د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا، نوې شوې بڼه یې (له لیکوال سره شته).

[۱۶]  دا خبره د هغه محصل له خولې کېږي چې په هماغه ودانۍ کې یې اووه کاله لوست کړی او وایي  چې د شرعیاتو پوهنځي ادارې ددغې ودانۍ ټول درې پوړونه له جنسیتي پلوه بېل کړي وو (څلورم پوړ کې یې د غاښونو د طب پوهنځي و چې له لیکوال سره غږېدونکي کس په کې لوست کړی دی).

[۱۷] د طالبانو له خوا د تبلیغ شوي حجاب رنګ تور دی او درې اصلي برخې لري: (۱) عبایه (یو ارت پوښ چې له سر، پښو او لاسونو پرته نور ټول بدن رانغاړي)؛ (۲) نقاب (د سر او مخ پوښ چې له سترګو پرته نورې دغه ټولې برخې نغاړي)؛ (۳)  اوږدې لاسکښې (دستکشې) چې لاسونه وپوښي. پر دې سربېره باید حجاب پښې هم راونغاړي، په تېره ښنګري.

[۱۸]  د لوړو زده کړو وزارت د اعلان له مخې، له دې وروسته به میاشتني معاشونه داسې وي: پوهاند ۶۰ زره افغانۍ، پوهنوال ۴۵ زره افغانۍ، پوهندوی ۳۸ زره افغانۍ، پوهنمل ۳۰ زره افغانۍ، پوهنیار ۲۵ زره افغانۍ او نامزد پوهنیار ۲۰ زره افغانۍ. د پوهنتوني علمي رتبو په اړه وګورئ: د ملکي لوړو زده کړو د قانون ۳۴ (۱) ماده، رسمي جریده، ځانګړې ګڼه، نېټه – د ۱۳۹۴ کال د لړم (عقرب) ۹، پرله پسې شمېره ۱۱۹۵.

[۱۹]  په هغو لومړنیو خصوصي انستیتوتو کې چې د اسلامي امارت له واک نیونې سره نژدې هم مهاله په کابل کې له پښو ولوېد، د افغانستان امریکایي پوهنتون و (په اړه یې رسنیز رپوټونه دلته او دلته وګورئ). ودانۍ یې اوس امارت ولکه کړي او هغه یې «افغان نړیوال پوهنتون» ته اړولی دی. د وزارت په وینا، دا به په هغو څلورو مسلکي برخو کې چې وزارت ته «د هېواد اړتیاوې برېښي» د ماسټرۍ او ډاکټرۍ سندونه ورکوي، لکه شرعیات، انجنیري، کرنه او طب. وزارت ویلي چې «شاوخوا ۸۰۰ غوښتونکو» په شرعیاتو کې د کانکور ازموینه تېره کړې او «نژدې ۳۰۰ به یې ومنل شي». د وزارت ۳۰ کارمندان د نوي جوړ شوي پوهنتون  چلولو ته بېل شوي دي. وزارت چې د شرعیاتو درسي نصاب یې د پوهنتوني نصاب د روانې بیا ارزونې په لړ کې چمتو کړی، د ۱۴۰۱ کال د زمري (اسد) په ۱۵ وویل چې د دریو پاتې برخو – انجنیرۍ، کرنې او طب د نصابونو د چمتو کولو لومړني کارونه یې هم بشپړ کړي دي. وزارت د ۱۴۰۱ کال د کب په ۹ وویل چې دا پوهنتون به خپل عملي کارونه ډېر ژر پیل کړي. ورسره جوخت د افغانستان امریکایي پوهنتون خپل عملیات په دوحه کې ښوونیز ښار ته لېږدولي او آنلاین او مخامخ دواړه ډوله تدریس ورکوي. پوهنتون پر خپله وېبپاڼه لیکلي چې «تر هغې ورځې چې د افغانستان امریکایي پوهنتون خپلې تدریسي چارې بېرته کابل ته لېږدوي، د خپلو محصلانو په فکرونو او د خپلو فارغانو په بریاوو کې چې د زده کړو د بري په اړه یې زموږ تلپاتې باور ثابت کړی، ژوندی وي.»

[۲۰] د ۱۴۰۱ کال د غوايي (ثور)  د ۲۶ نېټې په یوه وروستۍ ناسته کې چې «د لوړو زده کړو د خصوصي انستیتوتو د ستونزو د غوڅولو ګډ کمیسیون» په وزارت کې ترسره کړه (رپوټ یې دلته وګورئ)، ډاکټر احمد طارق کمال د وزارت مشرانو ته «له مالیې څخه د لوړو زده کړو د خصوصي موسسو په مستثنی کولو» مننه وویله. د وزارت رپوټ کې دغه راز هغو «انستیتوتو ته هم چې… اوس تړل شوي» اشاره شوې ده.  د غوایي په ۲۷ د افغانستان راډیو او ټلویزیون، د یوه کابل مېشتي خصوصي پوهنتون د یوه چارواکي له خولې وویل  چې «د افغانستان د اسلامي امارت حکومت… موږ د یوه کال له پاره له مالیو معاف کړو».

[۲۱]  زموږ  د پلټنو له مخې، له علمي برخې نه یوځایي وتنه په لویو ښاري مرکزونو لکه بلخ، هرات، کابل او هغو سیمو کې چې قومي او مذهبي اقلیتونه په کې اوسي – لکه بامیان او دایکندي، ‌‌ډېره ځیروونکې ده، خو ښایي دا په نورو سیمو کې هم همدومره او یا آن تر دې په لویه کچه پېښه شوې وي، ځکه زموږ بېلګې ډېره استازولي نه شي کولی چې عمومي پایلې ترې را و ایستل شي.

[۲۲]  یو څو پوښتل شویو [د بهرنیو ځواکونو له خوا] تخلیه هم له هېواده د خپلو همکارانو یا استادانو د وتلو د لامل په توګه یاده کړه. ګرانه به وي چې د علمي برخې داسې کارکوونکي ومومو چې له هېواده د وتلو امکان ورته جوړ شوی او ده دې رد کړی وي.

[۲۳] د لوړو زده کړو وزارت سره نړیوال تماسونه د اسلامي امارت له واک نیونې راهیسې ودرېدل. د واک نیونې پر لومړي کال، د وزارت چارواکو یوازې د ترکیې، جاپان، قطر، جرمني، سره صلیب او ملګرو ملتو له استازو سره کتلي او پاکستان او ازبکستان ته یې سفرونه کړي دي (وګورئ: د لوړو زده کړو وزارت د لومړني کلني رپوټ ۶۲- ۷۱ مخونه).  د امارت د لوړو زده کړو ادارې دغه راز په افغانستان کې له مېشتو چینایي ډېپلماتانو سره کتلي او روسیې ته تللي چې په ترڅ کې یې د ساري په ډول د تحصیلي بورسونو غوښتنه کړې ده (وګورئ: د ساري په ډول د افغانستان راډیو او ټلوېزیون دا رپوټونه دلته او دلته). خو له لوېدیځو هېوادو سره اړيکي په ځانګړي ډول ترینګلي پاتې شوي، په تېره بیا چې کله اروپایي ټولنې د لوړو زده کړو پر اوسني سرپرست وزیر د ۱۴۰۱ کال په وري کې بندیزونه ولګول او هغه یې «په افغانستان کې له بشري حقونو د کلکې سرغړونې، په تېره بیا د زده کړو برخه کې د ښځو پر حقونو او د زده کړو چاپېریال کې له ښځو او سړیو سره د برابر چلند پر حقونو د تېرې  مسوول» وباله. 

لیکوالان:

سید رضا کاظمی

نور د دې لیکوال څخه