Afghanistan Analysts Network – Dari Pashto

کډوالي / مهاجرت

ورځني کړاوونه: که ته کوچی یې نو څنګه به تذکره اخلې

نور خان همت 5 دقیقې

له دې ادعاوو سره سره چې د ملي پېژندپاڼې (تذکرې) اخیستنه آسانه شوې ده، ډېرئ افغانان چې کله یې د اخیستلو تکل وکړي، له لویو خنډونو سره مخامخېږي. دا ستونزې په تېره بیا راستنېدونکو ته – هغوی چې له کلونو وروسته له پاکستانه راځي یا هماغلته زېږېدلي بې له دې چې خپل وطن کې اوسېدلي وي – او دغه راز کوچیانو ته ډېرې لویې دي. د جمهوریت کلونو کې کوچیانو ته د تذکرې اخیستنه تر ډېره یوه ساده خبره وه خو اوس په اسلامي امارت کې دا بهیر ډېر پېچلی شوی دی. د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې غړي نورخان همت له پاکستان نه د یوې ستنې شوې کوچۍ مېرمنې نکل اورېدلی چې د تذکرې په اخیستلو کې له کومو خنډونو سره مخامخ شوې ده.

افغان کډوال د کندهار ولایت سپین بولدک ته په رسېدو. عکس: ثنا‌ءالله صیام/ د فرانسې خبري آژانس، د لیندۍ (قوس) ۱۱، ۱۴۰۲

خپل «کور» افغانستان ته ستنېدا

زه کوچۍ یم. موږ د دود له مخې له خپلو څارویو سره د افغانستان او پاکستان ترمنځ خپلې کډې ګرځوو. اوس وختونو کې ډېرې کوچیانۍ کورنۍ مېشتې شوې دي او د پخوا غوندې له یوې ورشو بلې ته نه لېږدي.

د نورو ډېرو کوچیانیو کورنیو غوندې زما مور او پلار هم نژدې ۴۰ کاله وړاندې په افغانستان کې د کورنۍ جګړې د بل شوي اور له لاسه پاکستان ته کډه شول او ورسره په کوچیانۍ بڼه ژوند ورته نور ناشونی شو. زه پاکستان کې زوکړې او لویه شوې یم. هلته واده شوې یم. شپږواړه بچیان مې ټول پاکستان کې شوي دي. مشر مې ۱۶ کلن او کشر مې ایله دوه کلن دی.

خو پاکستان نور هلته د افغانانو پاتېدا نه غواړي او د هغه ځای حکومت یې اړباسي چې ووځي. ځکه نو زما کورنۍ هم پروسږکال له زرګونو نورو سره د خپلې مېنې لور ته چې بېخي راته نا آشنا وه، راوخوځېدو. لږتر لږه په دې ډول موږ هغسې راووتلو چې زړه مو غوښتل.

بې تذکرې هېڅ نه شې کولی

کله چې افغانستان ته لومړی راغلم، د تذکرې په اخیستلو مې سوچ هم نه و کړی. ډېرئ کوچیانې (او کوچیان) تذکرې نه لري. پاکستان کې مې ورته کله هم اړتیا نه درلوده. اورېدل مې چې خلکو ویل په کار ده چې تذکره واخیستل شي، خو په خاطر کې مې هم نه راتله چې دومره ژر به ورته اړه شم. په هرحال، نورې ډېرې ضروري خبرې وې چې مېړه مې او ما یې باید غم خوړلی وای. اړتیا وه چې د ژوندانه له نوې بڼې سره ځانونه روږدي کړو، په اصولو او مقرراتو ځان وپوهوو او بچیانو ته مې ښوونځی ومومو. له بده مرغه مشرانې لوڼې مې نورې ښوونځي ته نه شي تلای لکه پاکستان کې چې تلې او بیا خو کورته مو نژدې ښوونځی هم نه شته نو ځکه مې اوس لس کلن زوی او دوې لوڼې مدرسې ته ځي. خو ژر را ته جوته شوه چې اوس وختونو کې هرچېرته او د هر کار له پاره تذکره غواړي. د مثال په ډول، که سخت ناروغ شې او اړتیا وي چې درملنې ته دې بهر یوسي، او یا که غواړې حج ته ولاړ شې. دې ټولو کارونو ته پاسپورت په کار دی او هغه بې تذکرې نه درکوي. او یا لکه زما په برخه کې چې باید ثابته کړم افغانه یم.

بې تذکرې افغان نه یاست

یوه ورځ هغې ادارې چې له پاکستان نه راستنو شویو خلکو سره مرستې کوي [د ملګرو ملتو د کډوالو ادارې UNHCR] وروغوښتلو چې دفتر ته ورشو. هغوی راته وویل چې تاسې د ځینو نورو مرستو مستحق هم یاست ځکه چې پاکستان کې ثبت شوي کډوال وو او اوس په رسمي لارو افغانستان ته راستانه شوي یوو. افغانستان ته په لومړۍ راننوتنه کې یې لا دمخه سړي سر ۳۷۵ امریکایي ډالر راکړي وو او اوس یې د ټولې کورنۍ له پاره نور ۷۰۰ ډالر راکول. خو چې کله د کتنې له پاره ورغلم، تذکره یې رانه وغوښته. ومې ویل نه یې لرم. راته ویې ویل چې بې تذکرې پیسې نه شي راکولی ځکه باید هغوی ته ثابته کړم چې افغانه یم. ایسته یې پیسې رانه کړې. ویې ویل چې کله مې تذکره واخیسته ورشم.

دا راته لوی خنډ شو. بیا مو اوږده موده – نژدې اته میاشتې – لار وڅارله چې څو یې بیا راغږ کړ. ښایي دا ډېرو ته دومره پیسې ونه ایسي، زموږ کورنۍ ته دا لوی نعمت و. له کله نه چې راغلي یوو، په ګرانه مو د ژوندانه اړتیاوې پوره کړې دي او په دې پیسو مو په افغانستان کې د مېشتېدنې ډېر کارونه سمېدل.

اداري مقررات تر هرڅه پورته دي

ډېر خواشیني له دفتر نه ووتلو. مېړه ته مې وویل غواړم څومره چې ژر کېدلی شي د تذکرې له پاره عریضه وکړم. هغه هم ومنله او په دا بل سهار یې کندهار کې د احصاییې دفتر ته ولاړو. خو کله چې مې عریضه ورکړه، راته وویل شول چې باید یو اصولي خپلوان (په وینه شریک کسان لکه پلار، ورور، تره، تربور یا خوریی] ورته راولم چې زما اصلي والی تصدیق کړي. پلار مې اووه کاله وړاندې پاکستان کې مړ شوی او خور او ورور هم نه لرم. بیا یې راته وویل چې پر ځای یې دوه شاهدان ورولم خو هغوی باید تذکره ولري. د داسې دوو کسانو موندنه چې تذکره ولري او زما تصدیق وکړي، آسان کار نه و. مېړه مې او ما ټول عمر پاکستان کې اړولی او افغانستان کې څوک دومره نه پېژنو. ډېرئ خلک چې پېژنو کوچیان دي چې اوس اوس له پاکستانه راستانه شوي او همدې لانجه کې نښتي چې موږ یوو.

مېړه مې له ګڼو هغو کسانو چې په دې وروستیو کې یې لیدلي وو غوښتنه وکړه خو یوه هم ونه منله. وایي زه یې نه ملامتوم. خلک د هغه چا له تصدیقولو چې سم یې نه پېژني، ډارېږي. ښه که دغه کس جنایتکار وخوت، یا د نشه یي توکو قاچاق وړونکی، یا د داعش غړی نو بیا؟ په دې سره په بلا ککړېدلی شي.

د شاهدانو موندل

مېړه مې په پای کې یو کس چې یوې حکومتي اداره کې یې کار کاوه او دی یې پېژانده وموند. هغه ومنله چې یو شاهد به دی شي او مېړه ته مې یې د خپلې تذکرې کاپي ورکړه. بل شاهد بلخ ولایت کې اوسېده او د تذکرې کاپي یې د یوه کس په لاس چې دواړو پېژاند او کندهار ته راروان و، راواستوله.

خو کله مو چې تذکرې د احصاییې دفتر ته وروړې، راته ویې ویل چې شاهدان باید پخپله دوی ته مخامخ شي. له نېکه مرغه، یو شاهد کندهار کې اوسېده او راته ویې ویل کله چې هغه دویم کندهار ته راغی، دی به هم راسره ورشي. مېړه مې هغه بل کس ته ټېلېفون وکړ چې کېدلی شي یو ځل کندهار ته راشي، خو ویې ویل چې بېوزلی دی او د لارې کرایه نه لري. موږ ورته وویل څومره لګښت چې راځي دوه ځله هومره به ورکړو. خیر دې یوسي ویې ومنله. هغه یو زړه خوږی سړی دی او ډېره مرسته یې راسره کړې ده. موږ به یې تل منندوی یوو.

په پای کې مې وکړای شول چې خپله برېښنایي پېژندپاڼه [تذکره] تر لاسه کړم. اوس رسماً افغانه یم.

مهمه نه ده چې ته څوک یې، مهمه داده چې څوک پېژنې

یوازې زه نه یم چې د تذکرې اخیستنه کې دومره وکړېدم. ډېرئ کوچیانې همدغه ډول ستونزې لري. له نېکه مرغه مېړه مې لومړنۍ زده کړې کړي او ځان ته یې لس کاله وړاندې تذکره جوړه کړې وه، نو ځکه لارې چارې ورمعلومې وې. دغه راز هغه ډېر یاردوست سړی دی او آسان ملګري پیدا کولی شي. له خلکو سره د نژدې کېدو همدا وړتیا یې وه چې زموږ په ښه راغله. همدې جوګه کړ چې زما د تصدیقولو له پاره د خپلو ملګرو او پېژندګلوو کسانو سخاوت را خپل کړي.

هغه خنډونه چې د یوې افغانې په توګه زما د تصدیقولو او د تذکرې د لاسته راوړلو برخه کې وو او موږ ترې پښه واړولای شوه، تل په سر کې راګرځي. پوهېږم چې که څوک و نه پېژنې له خپل هېواد سره ستا د تړاو ثابتول نژدې ناشونی کار دی. افغان کوچیان یومتل لري: «خوار په هندوستان هم خوار دی!» په بله ژبه، بې اسرې، بې اسرې دی، هر چېرې چې وي.

لیکوالان: