Afghanistan Analysts Network – Dari Pashto

کډوالي / مهاجرت

له پاکستانه د افغان کډوالو د شړنې دویم پړاو: د افغانانو له خولې د ستونزو او کړاوونو کیسې

نور خان همت 15 دقیقې

 پاکستانيو چارواکو په رسمي ډول د ناقانونه بهرنیو اتباعو د بېرته ستنولو د دویم پړاو پلان د ۱۴۰۴ ه کال د وري میاشتې په ۱۳مه نېټه د بې اسنادو او افغان کارډ [اې سي سي ]لرونکو افغانانو په نښه کولو سره پیل کړ. د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنري (یو این ایچ سي آر)  وايي چې د ۱۴۰۲ ه د وږي میاشتې له ۲۴مې راهیسې، چې پاکستان په کې د بهرنیانو د شړلو پلان پیل کړ، تر یو میلیون زیات افغانان هېواد ته ستانه شوي دي. له دې ډلې ۸۴،۲۰۰ په زور شړل شوي دي. د ملګرو ملتونو ادارو، د بښنې نړیوال سازمان (امنیسټي انټر نشنل)، د پاکستان د مخالفو سیاسي ډلو مخورو او  سیمه ییزو سوداګرو د پاکستان په دې کار نیوکې کړې دي، خو اسلام آباد د یادو ادارو او ډلو په نیوکو غوږ نه دی ګرولی. داسې راپورونه هم شته چې آن د کډوالۍ قانوني اسنادو لرونکي کډوال چې هلته مېشتو افغانانو ته د کډوالۍ قانوني دریځ ورکوي، هم نیول شوي او په زور افغانستان ته شړل شوي دي. د افغانستان تحلیلګرانو شبکې نورخان همت له څلورو ستنو شویو سره د هغوی د راتګ پر څرنګوالي غږېدلی دی.

افغان کډوالو له خپلوتوکو سره د ډیورینډ پر کښه چمن کې د کډوالو د ستنولو په یوه مرکز کې وطن ته د روانېدو په حال کې. انځور: عبدالباسط/AFP، د وري ۲۱ مه/ ۱۴۰۴

موږ د کندوز ولایت له دوو، د کندهار ولایت له یوه او د فاریاب ولایت له یوه راستانه شوي سره چې دا وروستی په پاکستان کې زېږېدلی، مرکې کړې دي. دوی ټول له کورنیو سره یو ځای چې کاروبارونه يې هم درلودل په لسیزو په پاکستان کې د کډوالو په توګه اوسېدلي دي. دوی ټول د پاکستان له خوا د بهرنیو وګړو د بېرته ستنولو د پلان په دویم پړاو کې چې د ۱۴۰۴ ه کال د وري میاشتې په ۱۳ مه پیل شو، افغانستان ته بېرته استول شوي دي. پاکستان د بهرنیو وګړو د بېرته ستنونې د پلان لومړی پړاو د ۱۴۰۲ ه کال په تلې میاشت کې پیل کړ، په دې اړه د افغانستان تحلیلګرانو شبکې پخوا هم راپور خپور کړی و.

څلور مرکه کېدونکي

 عبدالحلیم د کندوز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ اوسېدونکی، د نهو ماشومانو پلار د ۱۴۰۴ ه کال د وري میاشتې په ۲۱مه د پاکستان د سند ایالت له کراچۍ څخه ستون شوی دی. هغه د زړو اوسپنو کاروبار کاوه. دی لومړی ځل په ا فغانستان باندې د شوروي اتحاد له یرغل وروسته پاکستان ته وکوچېد او پنځلس کاله یې له خپلې کورنۍ سره یوځای په بلوچستان کې تېر کړل؛ د لومړني اسلامي امارت د واکمنۍ پر مهال هېواد ته ستون شو او نژدې شپږ کاله په وطن کې و. کله چې امارت ونړېد، بېرته پاکستان ته وکوچېد. حلیم په پاکستان کې واده وکړ، اووه ماشومان يې په پاکستان کې او دوه نور یې له لومړي ځل ستنېدا وروسته په وطن کې زېږېدلي دي.

د دیارلسو تنو د یوې لویې کورنۍ مشر شکرالله هم د کندوز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ اوسېدونکی دی. هغه د شوروي اتحاد له یرغل وروسته پاکستان ته وکوچېد او له څلوېښت کلنې جلاوطنۍ وروسته د وري په ۲۶مه له خپلې کورنۍ سره یوځای هېواد ته راستون شو. هغه په پاکستان کې زاړه توکي پېرل او بیا یې بېرته پلورل. هغه او ورور یې دواړو د پنجاب ولایت په راولپنډۍ کې ودونه کړي او له خپلو مېرمنو او اولادونو سره هېواد ته بېرته ستانه شوي دي.

د فاریاب ولایت قیصار ولسوالۍ اوسېدونکی د پنځو اولادونو پلار اختر محمد د وري میاشتې په ۲۵مه له کراچۍ څخه هېواد ته ستون شو. د هغه پلار او مور د شوروي یرغل پر مهال پاکستان ته کوچېدلي وو او هلته یې ۴۲ کاله تېر کړل. اختر محمد په پاکستان کې زېږېدلی او هلته یې واده کړی دی. مشر زوی یې هم په پاکستان کې واده کړی او اوس له ده سره ګډ ژوند کوي.

د کندهار ولایت د غورک ولسوالۍ اوسېدونکی د پنځو ماشومانو پلار نیک محمد  تر دریو لسیزو زیاتې جلاوطنۍ وروسته د وري میاشتې په ۳۰مه له کوټې څخه هېواد ته ستون شو. هغه د کورنیو جګړو پر مهال پاکستان ته کوچېدلی و؛ په پاکستان کې یې واده کړی او ټول ماشومان يې هلته زېږېدلي دي. هغه د بلوچستان  په لورالایي [بوري] ولسوالۍ کې د خوراکي توکو هټۍ درلوده.

په دې څلورو تنو کې یو هم په خپله خوښه هېواد ته نه دی ستون شوی او ټولو يې هېواد ته د راتګ پر مهال ستونزې درلودې.

د کندوز ولایت اوسېدونکی  عبدالحلیم له خپلې خوښې پرته له پاکستانه وتلو ته اړ شوی دی. هغه وویل چې پاکستاني پولیسو به يې هره ورځ د افغانو ګاونډیانو په کورونو چاپې وهلې. پولیسو یې دوه صغیر زامن هم نیولی وو. هغه چې له خپلو دوو نیول شویو ماشومانو پرته، په زور ستنېدنې ته اړ کېده، ډېر خواشینی و. خو بیا هم هغه د پولیسو له ډاره چې د کورنۍ له ټولو غړيو سره به یې ونیسي او له سپکاوي سره به یې هېواد ته وشړي، خپله راستون شوی و.

پولیس مې کور ته نه دي راغلي، خو زه د هغوی له چاپې ډارېدم. دوی زموږ په ګاونډیانو چاپې ووهلې، ټول یې ورسره یووړل او هېواد ته یې راوشړل. پولیسو زما دوه زامن چې یو ۱۴ کلن او بل ۱۲ کلن دي، ونیول. دوی لا له پولیسو سره په توقیف کې وو، چې موږ هېواد ته راستانه شوو. زه له خپلې پاتې کورنۍ سره راستون شوم، خو مشر زوی مې هلته پرېښود،هغه ته مې وویل چې د  خپلو وروڼو تر راخلاصېدو پورې د کډوالۍ د قانوني اسنادو لرونکو خپلوانو په کورو کې پاتې شي. هغه ته مې وویل چې وروڼه یې راخلاص شي، له ځانه سره دې یې هېواد ته راولي. پرون یې زنګ را ته وهلی و چې وروڼه یې راخلاص شوي دي. دوی به اوس له موږ سره یوځای شي.

زموږ دویم مرکه کېدونکی شکرالله د پنجاب له راولپنډۍ څخه د پولیسو له خوا د نیونې او فشار له ډاره راستون شوی دی. هغه وايي «که څه هم موږ په جبر او زور نه یو راستانه شوي، خو موږ له دې امله چې پولیس به مو ونیسي له کوره نه شوو راوتلای، ځکه مو هېواد ته د راستنېدا پرېکړه وکړه». اختر محمد او نیک محمد بیا دواړه په زور هېواد ته راشړل شوي دي.

اختر محمد وايي چې څه وړ یې زوی پولیسو ونیو، نامالوم ځای ته یې یووړ او یوه اوونۍ وروسته یې پولیسو  په کور چاپه ووهله  او د کورنۍ ټول غړي یې د کډوالو د ستنولو مرکز ته یووړل. هغه وايي: « موږ چې پولیسو له کوره را ایستلو، په دې وخت کې مې زوی بېرته راورسېد. زه ډېر خوشاله شوم. زه د پولیسو له خوا د خپلې کورنۍ په شړلو ډېر خواشینی وم، خو چې زوی مې ولید د خوشالۍ څپه راباندې راغله. زه ډېر سخت اندېښمن وم، مور یې هم ډېره خواشینې وه».

موږ له یوه بل افغان سره چې نه يې غوښتل نوم یې په دې راپور کې یاد شي، هم خبرې وکړې. هغه د بلوچستان په کلا سیف الله ولسوالۍ کې اوسي. د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته یې وویل چې، پولیسو د کوچني اختر په څلورمه ورځ د اې سي سي کارډ لرونکو افغانانو په نیولو پیل وکړ. هغه پولیس لیدلي وو چې افغانان یې هېواد ته د شړلو له پاره نیول. هغه د افغانستان له تحلیلګرانو شبکې سره یوه ویډیو شریکه کړه چې په کې ښکار ي چې  افغانان په یوه موټر کې اچوي او یو پولیس په یوه افغان پسې منډې وهي او نیسي یې ( ویډیو دلته وګورئ).

د افغانانو شړنه څه وړ پیل شوه؟

د وري میاشتې تر ۱۲ مې نېټې پورې نژدې درې میلیونه افغانان په پاکستان کې اوسېدل. دوی د نوم لیکنې له مخې په دریو کټګوریو یا ډلو وېشل شوي دي: رسمي کډوال د نوم لیکنې د ثبوت کارډونه لري. دې کارډونو ته په لنډ ډول پي او آر  وايي چې عام کډوال يې شنه کارډونه بولي او له ۱۳۸۵ه راهیسې افغانانو ته د یو این ایچ سي آر او د پاکستان د حکومت له خوا په ګډه ورکول کېدل. دویمه ډله یې د اې سي سي کارډونو لرونکي دي. دې کارډونو ته عام کډوال زېړ کارډونه وايي چې د پاکستان حکومت له ۱۳۹۶ه وروسته افغان کډوالو ته ورکړي دي. دا کارډونه د کډوالۍ رسمي سندونه نه بلل کېږي. درېیمه او اخري ډله يې بې اسنادو افغانان دي. په پاکستان کې نژدې یو میلیون د اې سي سي کارډ لرونکي او بې اسنادو کډوال ژوند کوي. د کډوالۍ سند لرونکو او بې اسنادو  کډوالو ایستنه، د ستنېدنې پر مهال د ملګرو ملتونو  د ادارو د مرستو د څرنګوالی ټاکي: یو این ایچ سي آر یواځې له هغو راستنېدونکو سره چې د پي او آر کارډونه ولري او په خپله خوښه ستنېږي مرسته کوي او د ملګرو ملتونو د کډوالۍ اداره ( آی او ام) بیا د اې سي سي کارډونو له درلودونکو او بې اسنادو ستنېدونکو سره مرستې کوي.

 اسلام آباد د ۱۴۰۲ه کال د تلې په اوومه د بهرنیو وګړو د بېرته ستنونې د پلان  د لومړي پړاو  پلي کول د هغو افغان کډوالو په وړاندې چې د کډوالۍ هیڅ ډول اسناد یې نه لرل، پیل کړل. د ۱۴۰۲ه کال د وږي له ۲۴مې د ۱۴۰۳ه کال د وږي تر ۲۵مې پورې تر ۷۲۲،۰۰۰ ډېر افغانان چې ډېری یې بې اسنادو  وو ،راستانه شول ( د افغانستان تحلیلګرانو شبکې  راپور، له پاکستانه راستنېدنه: راستانه شوي افغانان په خپل هېواد کې له څه ډول ستونزو سره مخامخ دي، وګورئ).

د پلان دویم پړاو چې موخه یې د بې اسنادو او د اې سي سي کارډونو درلودونکي په نښه کول دي، د ۱۴۰۴ه کال د وري په ۱۳مه نېټه پیل شو. تر اوسه ۲۳۰،۵۰۰ افغانان له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شوي دي. یو این ایچ سي آر وايي چې له دې ډلې یې ۴۲،۸۰۰ په زور شړل شوي دي. د یو این ایچ سي آر د شمېرو له مخې « په ستنو شویو کې ۷۰ سلنه بې اسناده، ۱۹ سلنه اې سي سي کارډ لرونکي او ۱۱سلنه د پي او آر کارډ لرونکي دي».

د خواله رسنیو ډېرو راپورونو او د اسلامي امارت د چارواکو خبرو کې منل شوې چې د ځینو افغانانو په کورونو چاپې وهل شوې او په زور هېواد ته شړل شوي دي. لږ تر لږه په خواله رسنیو کې د ستنو شویو افغانانو د ویډیوګانو له مخې ښکارې چې ډېری يې د پنجاب او سند ایالتونو څخه په زور شړل شوي دي، په بلوچستان کې  د یادو ایالتونو پرتله د کډوالو په زور شړنه کمه ده.

 اسلام آباد ویلي چې پلان لري په درېیم پړاو کې قانوني کډوال یا د پي او آر کارډ لرونکي افغانان هم خپل هېواد ته ستانه کړي.  د ۱۴۰۳ه کال د غبرګولي په میاشت کې رسمي کډوالو ته یو کال د پاته کېدو نوره موده ورکړل شوې وه؛ دا مهلت د چونګاښ میاشتې په ۱۱ مه پای ته رسېږي.

کېدای شي چې د پې او آر کارډ درلودل هم د جبري ستنولو له پاره د بشپړ خوندیتابه تضمین ونه شي کړای. د بلوچستان په لورالایي (بوري) ولسوالۍ کې یوه اوسېدونکي افغان چې نه یې غوښتل نوم یې په دې راپور کې یاد شي د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته وویل چې  د اپریل په پنځمه د دوی په کلي کې پولیسو دوه تنه ونیول. هغه وویل چې په نیول شویو کې یوه  پي او آر کارډ هم درلود. هغه وویل « موږ یو کرنل پېژاند او د هغه کور ته ددې دوو تنو د را خوشي کولو له پاره ولاړو. موږ وویل چې لږ تر لږه د پي او آر کارډ درلودونکی خو به راخوشی کړي. کرنل راته وویل کله چې یو څوک و نیول شي، بیا نو مهمه نه ده چې کوم ډول اسناد لري، هغه باید افغانستان ته وشړل شي». کډوال زیاته کړه چې نیول شوي کلیوال یې تر اوسه نه دي خوشي شوي. یو این ایچ سي آر د پي او آر کارډ درلودونکو ستنو شویو په استناد وايي چې شمېر یې زیات شوی دی. هغه وایي « په مې په میاشت کې د رسمي کډوالو [د شړنې] کچه ۲۱ سلنې ته لوړه شوې ده. دا شمېره د اپریل په میاشت کې ۶ سلنه وه». 

د توکو پلورل، یا پرېښوول

زموږ ټولو مرکه کېدونکو په پاکستان کې دندې یا کاروبارونه درلودل. د کندوز ولایت عبدالحلیم د لرګيو تختې پېرلې او پلورلې. هغه له خپل موټر سایکل څخه کراچۍ جوړه کړې وه، چې وروسته به پرې وغږېږو. ده په کوربه هېواد کې د خپلې کراچۍ پرمټ د لرګيو تختې پلورلې. د فاریاب ولایت اوسېدونکي اختر محمد د اوسپنو کاروبار کاوه. د پنجاب ولایت له راولپنډۍ څخه راستون شوي د فاریاب ولایت اوسېدونکي شکرالله او ورور یې هټۍ درلودې. هغه د ټوکرو هټۍ  او یوه بله هټۍ هم درلوده. د کندهار ولایت اوسېدونکي نیک محمد په لورالايي کې د خوراکي توکو هټۍ درلوده.

یوه ګيله چې په خواله رسنیو کې پراخه خپره شوې ، د پاکستاني پولیسو له خوا د خپلو توکو له وړلو د ستنېدونکو راګرځول دي. زموږ څلورو واړو مرکه کېدونکو همدا ستونزه درلوده. د بېلګې په ډول د کندوز ولایت اوسېدونکي عبدالحلیم وویل: « ما خپل ټول توکي را نه وړلی شول. ما یواځې لوښي، بړستنې او توشکې راوړې. ما خپل موټرسایکل او څلور وزې را نه وړلی شول. د خپل کور پاتې نور ټول توکي مې هلته پرېښوول، ځکه چې د پلورلو فرصت مې و نه موند». عبدالحلیم هم په کراچۍ کې یو کور درلود.

ما د توکو پلورلو هڅه وکړه، خلکو په نه بیه پېرل. د کورونو بیې بېخي لوېدلې وې. زما کور دوه میلیونه پاکستانۍ روپۍ ارزښت درلود. کور مې پرېښود  او و مې نه پلوره. حکومت زما کور نه دی راڅخه ګرځولی، خو اوس هم وېرېږم چې پولیس یې و نه نیسي. په پښتو کې متل دی : «چاړه که د سرو هم شي، په نس یې نه منډي». ما یوې افغانې کورنۍ ته چې په کرایي کور کې اوسېده، وویل تر هغو چې زه مې کور پلورم ، دوی په کې وړیا و اوسي. هغوی اوس هلته ورکډه شوي دي.

اختر محمد هم په کراچۍ کې د زړو توکو دپېر او پلور کاروبار درلود، « د بېلګې په ډول د لوښو او پلاستیکي توکو»خو کله چې هغه له پاکستانه په زور وشړل شو، ويې نشو کړای چې د خپلو توکو ډېره برخه وپلوري: د هغه توکو تر دوه سوه زرو روپیو پورته ارزښت درلود. هغه وویل: « توکي مې پرېښوول». هغه خپله هټۍ پلورلې وه، خو  دهغې پیسې یې لا تر اوسه نه دې تر لاسه کړې.

ما خپل ټول شته و نه پلورلی شول. کور مې په اووه نیم میلیونه روپۍ [۲۶،۸۰۰ ډالرو] و پلوره، خو یو نیم میلیون مې لا تر اوسه نه دې تر لاسه کړې. ما ته دومره وخت را نه کړ شو چې پیسې مې تر لاسه کړم. ما پولیسو ته زارۍ وکړې چې ما او کورنۍ ته مې لږ وخت راکړي او چې پیسې مې نه وې تر لاسه کړې، ومو نه شړي، خو پولیسو  مې زاریو ته غوږ کېنښود او پیسې مې پاتې شوې.

د کندهار ولایت نیک محمد چې له کوټې ستون شوی، وویل چې پولیسو یې د دوو غواوو  د پلور  مخنیوی چې یو میلیون روپۍ ارزښت یې درلود، و نه کړ. هغه وویل « دواړې مې په ۳۰۰،۰۰۰ روپۍ وپلورلې. پولیسو ما ته اجازه را نه کړه چې غواوې مې وطن ته راسره راولم». هغه د خوراکي توکو هټۍ او ټول توکي پلورلي وو. هغه وویل:« زه نېکمرغه وم، چې دوې میاشتې وړاندې مې د هټۍ ټول توکې په یوه سړی وپلورل. زه اندېښمن وم چې حالات به لکه دوه کاله وړاندې چې خراب شول، یو ځل بیا خراب شي. ځکه مې پرېکړه وکړه چې توکي وپلورم». د نورو مرکه کېدونکو پرخلاف نیک محمد د کوټې له پولیسو ډېره بده خاطره نه درلوده:

دوی موږ د شتو له پلورلو منع نه کړو. که ریښتیا ووایم دوی له موږ سره ښه چلن وکړ.  هلته مو ډېر وخت تېر کړی و.  ښه مو سره پېژندل، دوی زموږخپل پښتانه وو. پولیس او نور چارواکي آن زموږ په راشړلو خواشیني وو،خو د خپل حکومت قانون یې باید پلی کړی وای.

د شکر الله له پاره بیا یواځې دومره شونې وه چې، د خپل کور توکي، لکه بړستنې، توشکې او لوښي له ځان سره راوړي. خو د هټۍ ټول توکي یې په راولپنډۍ کې کولپ پرېښي دي:

له پاکستان څخه د رارسېدا وروسته  د ننګرهار ولایت د تورخم په یوه لنډ مهالي پنډغالي کې له یوه ماشوم سره ټرک ته په ختلو کې مرسته. انځور: وکیل کوهسار/AFP، د وري ۳۱ مه/ ۱۴۰۴

د کور له توکو پرته مو نور هيڅ شی را نه وړلای شول. موږ په کورو کې ځانونه پټ کړي وو او د هټیو د خلاصولو نیت مو نه درلود. موږ پوهېدو که ومو ویني، د هټیو د توکو د پلور یا له ځانه سره وړلو اجازه نه راکوي. پرېکړه مو وکړه چې هټۍ تړلې پرېږدو. د هټیو څښتنانو ته مو کرایې ورکړې وې. موږ فکر کاوه چې له ستنېدا وروسته به بېرته په وېزه ورشو او یا به هغو خپلوانو ته چې د کډوالۍ رسمي اسناد لري، ووایو چې زموږ هټۍ وپلوري. موږ د سیمې په خلکو ټوکر پلورلی وو او هغه مو ۲۵۰،۰۰۰ روپۍ پوروړي وو، هغه روپۍ هم پاتې شوې.

افغانستان ته د رسېدو پر مهال ستانه شوي څه تر لاسه کوي؟

راستنېدونکي چې هېواد ته راورسېږي نو اسلامي امارت او ملګري ملتونه مرستې ورسره کوي. د ملګرو ملتونو مرستې تل له پاکستان څخه د راستنېدونکو د شمېر په کچې پورې اړه لري: یو این ایچ سي آر پخوا د پې او آر کارډ لرونکو ته افغانستان ته په رسېدو سړي سر ۳۷۵ امریکايي ډالر ورکول او په هېواد کې له دریو  میاشتو تېرولو وروسته يې هرې کورنۍ ته ۷۰۰ امریکايي ډالر ورکول. آی او ایم په یوه محدوده کچه خوراکي او غیر خوراکي مرستې او نغدې پیسې د اې سي سي کارډ لرونکو او بې اسنادو ستنو شویو سره کولې.

اسلامي امارت د بودجې له سخت کمښت سره مخ دی او سږ یې یوه پنځمه برخه ملکي کارمندان له دندو ګوښه کړل. د مشال راډیو د راپور له مخې د وري په شلمه رییس الوزرا ، ملا محمد حسن اخوند له ملګرو ملتونو مرسته وغوښته چې د« لوی ناورین» مخه ونیسي او د کډوالو په باعزته راستنونه کې اسانچاري وکړي (مشال راډیو).خو ملګري ملتونه هم د بودجې له کموالي سره مخامخ دي ( د نورو مالوماتو له پاره زموږ وروستی راپور، له افغانستان سره د امریکايي مرستو پای:د کورنیو، خدماتو او اقتصاد له پاره به څه پایلې ولري؟ وګورئ). له هغه راهیسې چې د امریکا حکومت افغانستان ته په بشپړ ډول د مرستو لړۍ ودروله،  امریکایي ادارو هم خپل ملاتړ درولی دی.

 په خیبر پښتونخوا کې د ملګرو ملتونو  د کډوالو عالي کمشنرۍ (یو این ایچ سي آر) ویاند، قیصر اپریدي یوې ایف ایم راډیو ته ویلي چې په نړیواله کچه د مرستو د کموالي له امله دوی اوس  د پي او آر کارډ لرونکې هرې کورنۍ ته ۱۴۰ امریکايي ډالر او د موټر د کرایې له پاره سړي سر ۲۰ ډالر ورکوي.

زموږ په مرکه کېدونکو کې یوه هم پي او آر  کارډ نه درلود. دوی ټولو ته آی او ایم او اسلامي امارت نغدې او همدا ډول نورې مرستې چې تر خپلو اصلي ولایتونو پورې د موټر کرایه هم پکې وه، ورکړې وې. عبدالحلیم د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته وویل:

طالبانو موږ ته د انځرګي په پنډغالي کې  اته زره افغانۍ راکړې. په انځرګي کې مو شپه تېره کړه. دوی د ماښام ډوډۍ او د ګهیځ ناشته راکړه او موږ ته یې تر کابله یو موټر کرایه کړ. په کابل کې یې تر کندوز پورې یو بل موټر په کرایه را ته ونیو. هغه یې زموږ د کور د توکو او زموږ له پاره کرایه کړ. دوی همدا ډول موږ ته بیسکټ او د حفظ الصحې توکي راکړل او همدا ډول يې ۵۸۰۰ افغانۍ هم راکړې. فکر کوم دا ټول توکي آی او ایم راکړل.

اختر محمد هم وویل چې اسلامي امارت او آی او ایم دواړو نغدې پیسې ورکړې دي:

موږ دوو کورنیو ته یې شل زره افغانۍ راکړې، یعنې هرې کورنۍ ته لس زره افغانۍ. آی او ایم موږ ته لږ بسکټ، کېک، صابون، لاسپاکونه، شامپو او د پاکوالي له پاره ځینې نور توکې هم راکړل. یو څه نغدې پیسې یې هم راکړې. طالبانو له کندهاره تر کابله او له هغه ځایه بیا تر فاریاب ولایت پورې زموږ د لېږد له پاره موټران کرایه کړل.

شکرالله هم وویل چې د تورخم په عمري پنډغالي کې اته زره افغانۍ آی او ایم  او لس زره طالبانو ورکړې دي. هغه وویل چې طالبانو تر کابل پورې د دوی د لېږد له پاره موټرونه هم کرایه کړي وو. نیک محمد ته هم په کندهار کې تر خپلې ولسوالۍ پورې طالبانو موټر کرایه کړی دی او طالبانو لس زره افغانۍ هم ورکړې دي. هغه ته آې او ایم د ځینو خوراکي توکو  او د حفظ الصحي توکو په ګډون پنځه زره افغانۍ هم ورکړې دي.

د نوي کور په موندلو کې نه لاسنیوی

د اوسېدا له پاره کور پیدا کول زموږ د ټولو مرکه کېدونکو له لویو ستونزو وه. له اختر محمد پرته چې د فاریاب په قیصار ولسوالۍ کې یې د کر ځمکه او خپل کور درلود، نورو ټولو یا په خپلو ولایتونو (نه په خپلو ولسوالیو) کې کورونه په کرایه نیولي یا یې له خپلوانو سره اړولي دي. د بېلګې په ډول عبدالحلیم وايي چې په کندوز کې په خپله ولسوالۍ کې نه د کر ځمکه لري او نه کور. هغه ته یې ماما په خپل کور کې یوه کوټه ورکړې او اوس هلته ژوند کوي.

د کندوز  د دشت ارچي ولسوالۍ اوسېدونکی شکرالله او د کندهار د غورک ولسوالۍ اوسېدونکی نیک محمد هم نه د کر ځمکه لري او نه د اوسېدا له پاره کورونه. شکرالله په کابل او  نیک محمد د کندهار په دامان کې په کرایي کورونو کې ژوند کوي.

اسلامي امارت د  بې کوره کډوالو له پاره په تورخم کې د عمري په نامه یو پنډغالی جوړ کړی دی. دا کار يې ددې له پاره کړی چې بې کوره راستانه شوي په نښه او هلته یې تر هغې مودې پورې خوندي کړي چې په خپله اصلي سیمه یا بل ځای کې ځانو ته کورونه چمتو کوي. ورته چمتووالی په کندهار کې هم په پلان کې و، خو د امارت د یوې سرچینې له خولې چې غوښتل یې نوم یې وانخیستل شي، دا کار د هغې کميټۍ د بې پروايۍ او ناغېړۍ له امله چې ورته ګومارل شوې وه، تر اوسه نه دی شوی.

امارت هم اعلان کړی او ژمنه یې کړې چې هرې راستنې شوې کورنۍ ته ځمکه ورکړي چې هغوی په کې کورونه جوړ کړي. هغوی په سیمه ییزه کچه هم ځینې اعلانونه کړي دي. د بېلګې په ډول د ۱۴۰۴ه کال د وري په ۳۱ مه پژواک خبرې آژانس د کلیو پراختیا او اراضۍ وزارت له قوله ویلي چې په وروستیو کې اسلامي امارت د کندوز ولایت په چار دره ولسوالۍ کې پر درې زره جریبه ځمکه د نویو ستنو شویو له پاره یو ښارګوټی جوړوي. د پژواک د راپور له مخې د ۱۴۰۳ه کال د مرغومي په ۱۶ امارت اعلان وکړ چې د هېواد په ۳۰ ولایتونو کې یې د راستنو شویو له پاره ۴۸ ښار ګوټي جوړ کړي دي او په نهو ولایتونو کې یې له پاکستان او ایران څخه په زور شړل شویو ته ۲۸،۱۱۶ جریبه ځمکه ځانګړې کړې ده.

د زده کړو فرصتونه په پاکستان کې پاتې شول

زموږ د ټولو مرکه کېدونکو ماشومان په پاکستان کې ښوونځیو ته تلل. د بېلګې په ډول، د عبدالحلیم دوې لوڼې په درېیم او څلورم ټولګيو کې وې او درې زامن یې په څلورم او پنځم ټولګيو کې وو او درې نور ماشومان یې لا د ښوونځي عمر ته نه دي رسېدلي. د نیک محمد په لوڼو کې یوه چې په پاکستان کې په اتم ټولګي کې وه، اوس به په هېواد کې خپلو زده کړو ته دوام نه شي ورکولی، ځکه چې امارت تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی. اوس په افغانستان کې د ښوونځیو ستونزې نورې هم په پراخېدو دي. د یو نیسف د راپور له مخې «اټکل دی چې په افغانستان کې به نژدې څلور میلیونه ماشومان له ښوونځيو پاتې وي. ډېری یې د ښوونځیو د ودانیو د نشتوالي،پاکو او بو او د حفظ الصحې اسانتیاوو  ته د نه لاسرسي او مسلکي ښوونکو، په ځانګړي ډول، د ښځینه ښوونکو  د نشتوالي له امله ښوونځیو ته نه شي تلای. ماشومان ډېری وخت د اقتصادي ستونزو له امله له ښوونځي پاتې کېږي،ځیني وخت خپلو کورنیو ته د پیسو ګټلو له پاره کار ته اړ کېږي». نیک محمد آن د راستنو شویو هلکانو له پاره د ښوونځیو ستونزې په ګوته کړې. د هغه دوو زامنو په پاکستان کې په کالج کې زده کړې کولې، خو د راستنېدا پر مهال يې یواځې د ښوونځي اسناد تر لاسه کړي وو. هغوی ته به ستونزمنه وي چې ثابته کړي په پاکستان کې یې د کالج په لومړي ټولګي کې زده کړې کولې او که خبره د سویې ازموینې ته ولاړه شي لا به ستونزمنه شي، ځکه چې دوی په اردو یا انګلیسي ژبه زده کړې کړې دي او ازموینه به په پښتو یا دري اخیستل کېږي.

د راستنو شویو راتلونکی به څنګه وي؟

له ۱۴۰۲ کال راهیسې ۲،۴ میلیونه افغانان له پاکستان او ایران څخه هېواد ته ستانه شوي دي، ځینې یې په زور راشړل شوي دي. په خپل بېوزله او په نړیواله کچه څنډې ته شوي هېواد کې ډېری راستانه شوي له یوه تت او سپېره راتلونکي سره مخامخ دي. په هېواد کې کارونه بېخي کم دي. په داسې یوه چاپېریال کې راستنېدنه ډېره سخته پرېوځي ځکه چې اسلامي امارت اوس تازه په سلګونو زره دولتي کارمندان د بودجې د کموالې له امله له دندو شړلي او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له افغانستان سره خپلې مرستې په بشپړه توګه درولې دي.

اوس که په هېواد کې ژوند هر څومره ستونزمن وي، ګاونډیو هېوادونو ته وتنه لا ګرانه ده. په دې راپور کې موږ له هغو افغانانو سره مرکې وکړې چې په پاکستان کې یې اوږده موده تېره کړې وه، خو په کندهار کې یوه چارواکي را ته وویل چې په وروستیو راستنو شویو کې ځینې هغه کورنۍ هم وې چې تېر کال له راستنېدا وروسته بیا پاکستان ته کوچېدلې وې. په بله مانا، له راستنېدا وروسته یې بیا هم پاکستان ته د کوچېدو هڅې کړې وې. شونې ده چې ډېر افغانان اروپا ته د لارې موندلو په لټه کې شي، خو دا یو اوږد او ستونزمن سفر دی. دا کار د څړه سړیو له پاره ښايي شونی وي، په دې شرط که د قاچاقوونکو پیسې ولري او یا په لار کې دومره کار پیدا کړی شي چې لګښت یې وباسي. بله دا چې لږ تر لږه ځینې راستانه شوي څړه سړي و چې په پاکستان کې یې کار کاوه او کورنیو ته یې پیسې رالېږلې.   

په ټوله کې، په زور د افغانانو شړنه له بهر څخه هېواد ته د هغوی د پیسو لېږنه بندوي، چې دا چاره کورنیو او ملي اقتصاد ته یو لوی ګوزار دی، ځکه چې له بهر څخه د کورنیو د غړو  او کورنیو له خوا خپلو کورنیو یا خپلوانو ته د پیسو لېږنې په هېواد کې له ډېرو اړمنو وګړو سره د ورځني ژوندانه چلولو کې مرسته کوله.

لیکوالان: