Afghanistan Analysts Network – Dari Pashto

کډوالي / مهاجرت

وطن ته پیسې لېږل: په کاریګرو، کورنیو او کلیو باندې د پیسو لېږلو اغېز

سباوون صمیم 28 دقیقې

په کوم هېواد کې چې کارموندنه سخته وي او ژوند د ډېرو له پاره  بې باوره وي، بهر ته د کار له پاره د کورنۍ د غړو لېږل هغه څه دي چې ډېرې کورنۍ يې هڅه کوي. هغه پیسې چې کاریګر یې له بهر نه هېواد ته لېږي، ملي اقتصاد، کورنیو او ټولنې ته خورا ارزښتناکې دي. په دې راپور کې مېلمه لیکوال سباوون صمیم په خلیج کې د کاریګرو افغانانو دا تجربې چې څه وړ یې کورونو ته په استولو پیسو د کورنیو او چم ګاونډ ورځ چلېږي، بیان کړې دي. لیکوال همدا ډول د همدې مهاجرت ټولنیز او کلتوري اغېز څېړلی، چې د ډېرې ګټې وس او په خلیج کې د نورو خلکو له ژوند سره اشنايۍ هلته د افغانانو فکر څه ډول اغېزمن کړی او د فکر او فکري پیاوړتیا اغېز یې په کورنۍ او ټولنه باندې څه دی.

افغان کاریګر په دوبۍ کې د یوه سرک پر غاړه د کار موندنې په لټه کې. انځور: کریم صاحب/ اې ایف پي، ۱۸ آګست ۲۰۲۱.

پېژندنه  

په وروستیو لسیزو کې ایران او پاکستان د ډېرو افغانانو له پاره  د کار موندنې تر ټولو عام ځایونه وو. دا شننه خلیج ته د تلونکو افغانانو په کار او ژوند او د منزلونو تر منځ  په توپیر او هلته د تګ په لاملونو راڅرخي. افغانان ایران او پاکستان ته لومړی د کارموندنې له پاره نه، بلکې له خپلو کورنیو او خپلوانو سره یوځای د جګړې له امله د کډوالو په توګه ورغلل. وروسته ځینې په ناقانونه ډول ایران او پاکستان ته د کار له پاره هم ولاړل. دا دواړه هېواده په خپله هم له اقتصادي اړخه کمزوري دي او افغانانو  په کې د یوه پتمن  کار د موندنې په تکل ډېرې ستونزې ګاللې دي.

له بله اړخه، خلیج ته تلونکې افغانان کار ته د اړتیا لامل هڅولي او ډېرئ يې څړه نارینه دي چې کورنۍ يې تر شا (په هېواد کې) پرېیښې دي. د دوی شمېرهم میلینونه نه، بلکې ډېر لږ، په سلګونو زره دی. دوی خپل هېواد ته د بېرته ستنېدو ډېره توده تلوسه لري. دوی نه يواځې د خپلو خپلوانو د لیدو له پاره هېواد ته ځي، بلکې هغوی ته ډېرې پیسې هم لېږي. آن که خپلې مېرمني او ماشومان هم ورسره وي، خپلو نژدې خپلوانو ته پیسې لېږي. دوی تر ډېره بریده په قانوني لارو هلته ځي. افغان کارګران خلیج ته د تګ له پاره د کار د اجازې (جواز) په ګډون نورو اسنادو ته هم اړتیا لري، خو کله چې بیا کوربه هېواد ته ورسېږي، هلته له قانوني ورتګ نه خوند اخلي.  له تېلو ډک خلیج د ایران او پاکستان پرتله خورا ډېرې پیسې لري.

ددې توپیرونو مانا داده چې خلیج ته تګ خورا زړه راښکونکې ځانګړتیا لري او همدا ډول يې په کور دننه په سیمه ییز او کورني اقتصاد باندې اغېز ډېر دی. دا راپور د کډوالۍ دواړو اړخونو ته له سیمه ییز اړخه کتنه کوي. راپورهمدا ډول په یوه کورنۍ باندې ددې اقتصاد اغېز سپړي، ځکه چې ځوانان د څه ګټلو وس مومي او په اقتصادي او کلتوري چارو کې لوی لاس لري. راپور تر ډېره د افغانستان د جنوب او جنوب ختیځ  په مسافرو باندې چې د هېواد د نورو برخو پرتله يې ډېر کارګران خلیج ته استولي راڅرخي. راپور په ملي کچه ددې کډوالۍ  پراخ اغېز ، د بېلګې په ډول په ملي اقتصاد باندې د کورته استول شوې ګټي ارزښت ته تم شوی، خو لومړی يې په سیمه ییزه کچه او انفرادي تجربه باندې تمرکز کړی دی.

 د راپور له پاره له یوولسو کډوالو سره اوږدې مرکې شوې او همدا ډول د لیکوال له خوا د پخوانیو سفرونو او د ساحوي کار په مالوماتو باندې نورهم غني شوی دی. مرکې د خوست، پکتیا، غزني او کندهار له خلکو سره شوې دي. ددې ولایتونو ګڼ شمېر اوسېدونکي په خلیج کې اوسي. مرکې له مسافرو او د دوی له نارینه وو خپلوانو سره شوې دي. ( له بده مرغه لیکوال ددې کورنیو له ښځینه غړو سره مرکې و نه شوای کړای).

راپور خلیج ته د مسافرو تاریخ ته په کتنه پیلېږي او بیا په دې غږېږي چې افغان کارګر هلته څه وړ کارونه کوي. راپور په کورنیو باندې د مسافرو د ګټلو پیسو اغېز شني او همدا ډول په افغانه ټولنه باندې د دې پیسو ټولنیز اغېز ته کتنه کوي.

‎راپور په دې دلیل باندې پای ته رسېږي چې د خلیج مسافري چې ډېرو کورنیو ته د ژوندانه د اړینې سرچینې په توګه یوه بېلګه ده، خو له ځان سره لکه د سفر کولو وړتیا ، له هېواده بهر کار کول او د کوربه هېوادونو په تګلارو کې د بدلون زغملو په څېر خطرونه او ستونزې هم لري.

خلیج ته د مسافرۍ تاریخ

د نړۍ د نورو وګړو په څېر افغانان هم له اوږدې مودې راهیسې د داسې ځایونو په لټه کې وو چې  هلته  يې تر خپل هېواد د کار له پاره فرصتونه ډېر ښه وو. د لومړي ګام په توګه د کارموندنې په نمت مسافري لومړی په هېواد کې دننه پیلېږي، دا مسافري عموما له کلیوالو سیمو څخه ښارونو ته کېږي، ځکه چې په ښار کې مزدوري په پرتلیز ډول ښه وي اوله هغه وروسته  بیا بهرنیو هېوادونو ته سفر پیلېږي.

خلیج ته د افغانانو سفرونه په نوي عصر کې د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه (۱۹۳۳-۱۹۷۳) د حکومت پر مهال پیل شول.هغه مهال افغانانو برتانوي هند ته سفرونه کول او ځینې به خلیجي هېوادونو ته هم تلل. یو مرکه کېدونکی د خپل نیکه له خولې وايي چې په ۱۹۴۰مو کې د کارموندني په لټه خلیج یا د نیکه په ټکو یې « وچې دښتې» ته ولاړ.خو کار پیدا کول ورته ډېر ستونزمن شوي و او د ډېرو نورو په څېر بېرته هند ته ستون شو.

 خلیج ته تګ په ۱۹۷۰ مه لیسزه کې د داود خان په واکمنۍ کې هغه مهال ډېر راښکون پیدا کړ چې خلیجي دولتونو په پراخه کچه له خپلو زېرمو تېل ایستنه پیل کړه او چټک پرمختګ یې وکړ. څرنګه چې دغو هېوادونو د خپل ښه غوړېدونکي اقتصاد له پاره ارزانه کاریګرو ته اړتیا درلوده، نو افغانانو ته هم خلیجي هېوادونه لکه د نورو ډېرو بهرنیو وګړو، د کارموندنې په یوه فرصت واوښتل. لږ تر لږه دریو مرکه کېدونکو چې په ۱۹۷۰مو کلونو کې خلیج ته د کار له پاره تللي وو، وویل چې د داود خان له حکومته غوښتنه شوې وه چې سعودي عربستان، متحدو عربي اماراتو او تر یوه بریده کویت ته کاریګر ورولېږي. دوی درې واړو وویل چې د داود خان د شخصي غرور له امله افغان حکومت د عربو وړانديز رد کړ. درې واړو مرکه کېدونکو وویل چې داود خان د کاریګرو په توګه عربو ته د خپلو وګړو استول ځانته ملي سپکاوی ګاڼه، خو بیا یې هم د خپل هېواد وګړو ته خلیجي هېوادونو ته د تګ له پاره د سیاحتي پاسپورټونو اخیستلو اجازه ورکړه. نو د مرکه کېدونکو په وینا، افغانان چې هلته ورسېدل، ډېرو يې کارونه وموندل.

وروسته په ۱۹۷۹م کال کې په افغانستان باندې د شوروي اتحاد د یرغل پر مهال د پرله پسې جګړو له امله د لومړي ځل له پاره له دې هېواد څخه مهاجرتونه پیل شول. دې تاوتریخوالي سلګونه زره افغانان ایران او پاکستان ته کوچېدلو ته اړ کړل او هلته په پنډغالو کې  له ډېرو ستونزو سره مخامخ شول او په کارموندنه کې يې ډېرې ستونزې وګاللې. په دوی کې ځینو هڅه وکړه چې له پاکستان او ایران ورها خوا د خلیج په ګډون نوروهېوادونو ته ولاړ شي او هغو افغانانو چې د ظاهرشاه او داود خان د واکمنیو پر مهال هغو هېوادونو ته تللي او هلته يې له وړاندې د پښې ایښودو ځای موندلی و، له خپلو دغو هېوادوالو سره هلته د ورتګ مرسته وکړه.

افغانستان آن په ۱۹۸۹ کې د شوروي اتحاد په وتلو پسې د کمونیست پلوي خلق ډیموکراټيک ګوند د واکمنۍ له پرځېدا او په ۱۹۹۲ کې د مجاهدینو له واک نیونې وروسته هم آرام نه شو. په دې وخت کې هم له هېواده خلک وتل او آن د کورنیو جګړو او بېوزلۍ نویو څپو خلک لا اړ کړل چې له هېواده بهر ځانونو ته کار او خوندي ژوند ولټوي. په ۱۹۹۶-۲۰۰۱ کې د طالبانو د لومړي اسلامي امارت پر مهال هم هېواد او خلک همداسې کړېدل.

خو دا په افغانستان کې له ۲۰۰۱ م وروسته پېښې وې چې دې هېواد کې يې په اغېزناک ډول د خلیج  پرتله د کډوالۍ بڼه بدله کړه. د لومړي اسلامي امارت له نړېدا او په ۲۰۰۱ کې د امریکا په ملاتړ د نوي حکومت له راتګ سره سم  د نړۍ له خوا د افغانستان کټار حالت پای ته ورسېد او دا هېواد له ډېرو کلونو وروسته د لومړي ځل له پاره بهرنۍ نړۍ ته بیا ورڅرګند شو. د خلیجي هېوادونو په ګډون له نورو هېوادونو سره د افغانستان ډیپلوماټیک اړیکي واوښتل او هلته افغان کډوالو ته د کار په بازار کې هرکلی وویل شو.

افغانان ولي خلیج ته ځي؟

هغه لاملونه چې تر ۲۰۰۱ کال مخکې يې افغانان کډوالۍ ته اړ کړي په خپل ځای پاتې او آن ډېر شول. دلته په جنوبي او جنوب ختیځو ټولو کلیوالو سیمو کې د نا امني په ګډون ډېرو لاملونو رول درلود او ناپایو جګړو ورو ورو خپلې ریښې غځولې. په ځینو ځایونو کې بغاوتونو د سوداګرۍ او اقتصادي ودې مخنیوی کاوه. طالبانو، په ځانګړي ډول د حکومت او بهرنیانو پر ضد د دوی د جګړې د لومړیو کلونو پر مهال پرمختیايي پروژې بندې کړې،د سیمې په خلکو باندې يې له حکومت او موسسو سره په کار کولو بندیز ولګاوه، ويې ترټل  او آن حکومت ته ځینې نژدې وګړي يې ووژل. په ځینو ناامنه سیمو کې د ځینو موسسو له خوا د کار نه کولو نټې هلته اقتصاد نور هم خراب کړ. په کلیوالو سیمو کې  زموږ د مرکه کېدونکو په ګډون خلکو داسې انګېرله چې د مهارتونو په نه درلودلو یا  بېخي نالوستیتابه له امله په نوي جوړښت کې ځای نه شي موندلی. کرنې د لا ډېرېدونکي نفوس مرسته نه شوای کولی او د کاریګرو بازار ټولو وګړو ته د کار ځای نه درلود.

ښايي کورنیو هم له دې امله چې زامن يې وژغورل شي او له حکومت، طالبانو او یا سیمه ییزو ملېشو سره یوځای نه شي، غوښتل يې چې له هېواده ووځي. لیکوال د ورته لاملونو ډېرې پیښې لیدلې دي. د پکتیکا په موږخېلو سیمه کې یوې کورنۍ له خپل کلیوال څخه چې په متحدو عربي اماراتو کې یې کار کاوه، غوښتي و چې د دوی ځوان زوی ته چې له طالبانو سره یوځای شوی و، ویزه ورولېږي، ځکه دوی غوښتل چې زوی يې د طالبانو له لیکو راوباسي. د یوې بلې بېلګې په توګه، کله چې متحدو عربي اماراتو کې یو مسافرخبر شو چې ورور يې له طالبانو سره ناسته ولاړه زیاته کړې، له هغوی نه یې د راشکولو له پاره سمدستي خپل کشر ورور ته د متحدو عربي اماراتو ویزه ورولېږله.

په داسې حالاتو کې خلیج ته تلل یوه ښه چاره وه. له ۲۰۰۱ کال راوروسته حکومت د پاسپورټونو ورکولو، د کار د جواز، سفر او نورو اړوندو کارونو له پاره اسانتیاوې برابرې کړې. خو دا پوښتنه چې د متحدو عربي اماراتو یا سعودي عربستان غوندې زړه راښکونکي ځای ته څوک تلی شي، په دې پورې اړه لري چې څوک له وړاندې لا په هغو هېوادونو کې له مېشتو افغانانو سره اړیکي لري. هغه څوک چې په خلیج کې کاروبارلري دننه به خپله ټولنه کې د ارزانه کار ځوانان لټوي. هغوی ته به ویزې او کاري فرصتونه برابروي، د هغوی لګښتونه به ورکوي او بیا چې دوی کله کار پیل کړي ، دا ټولې پیسې به د دوی له معاش څخه ګرځوي. زموږ یوه مرکه کېدونکي لاندې نکل وکړ:

زه په ۲۰۱۵ م کې په اتلس کلنۍ کې دوبۍ ته ولاړم. زما یوه کلیوال هلته د خپلې هټۍ له پاره یوه کاریګر ته اړتیا لرله. پلار مې له هغه غوښتنه وکړه چې ما ته ویزه واخلي، هغه راضي شو او ما له هغه سره لومړی د میاشتې په زر درهمه چې ۳۶۷ امریکايي ډالره کېږي کار پیل کړ. معاش مې ۱۳۰۰ درهمه و، خو هغه زما له معاش څخه درې سوه د ويزې د لګښت پور ګرځاوه.

له هغه سره مې درې کاله کار وکړ او بیا په یوه نوې هټۍ کې له یوه ملګري سره چې هغه هم له همدې سړي سره کار کاوه، شریک شوم.زموږ هټۍ ورو ورو لویېده. اوس زه دوې هټۍ لرم او تر لسو ډېر کسان مې په کار ګومارلي دي، دوی ټول زموږ کلیوال او خپلوان دي. لومړی زه دلته تش لاس راغلم،تر پنځه سوه افغانۍ مې ډېرې په جېب کې نه وې. خو اوس له مسافرۍ اووه کاله وروسته، ما یو نوی کور جوړ کړ، موټر مې وپېره او ښه ژوند لرم.

د خلیج ډیرئ مسافر افغانان په عربي اماراتو او سعودي عربستان کې وي. عربستان که څه هم ویزې نه ورکوي، خو د افغانانو په لوی مرکز اوښتی دی. د نړیوال بانک د راپورونو له مخې په ۲۰۱۵ کې هلته ۳۶۰۰۰۰ افغانان اوسېدل. ډېرو یې په ۱۹۸۰مو کلونو کې د کډوالو په توګه پاکستان ته له رسېدو وروسته پاکستانۍ پېژندپاڼې او پاسپورټونه په پیسو وپېرل او ځینو پرې لږ تر لږه تر سعودي ځانونه ورسول. زموږ یوه مرکه کېدونکي هم همدا کار کړی و، خو دریو بیا د شخصي اړیکو په کارولو سره پاکستاني چارواکو ته د رشوت ورکولو په بدل کې پاسپورټونه ترلاسه کړي وو او سعودي عربستان ته يې ځانونه رسولي وو. پاکستانیان د سعودي ویزې اسانه اخیستلی شي. سعودي ته له رسېدا وروسته د نورو ډېرو افغانانو په څېر زموږ مرکه کېدونکو هم خپل پاسپورټونه په افغان پاسپورټ باندې اړولي وو. دا د افغانانو له پاره د سعودي حکومت یو ځانګړی رعایت و.

 متحدو عربي اماراتو  تر ۲۰۲۰ پورې افغانانو ته ویزې ورکولې، نو ګڼ شمېر هلته ورغلل. د خلیج نور هېوادونه، لکه کویت او قطر هم  د لږ شمېر افغانانو کوربه دی، افغانان هلته اوسي او کاروبار کوي. یادو دوو  هېوادونو او د خلیج نورو هېوادونو ته په وروستیو دوو لسیزو کې خال خال افغانان ورغلي دي، ځکه چې دوی هم افغانانو ته د ویزې له ورکړې نټه کړې وه. په دا وروستیو کې افغانانو عمان ته هم د ورتګ مخه کړې ده. عمان افغانانو ته دوه کاله وړاندې د ویزو ورکړه پیل کړه. ډېرو افغانانو هلته کاروبارونه ونښلول، خو ځینې بیا دغه هېواد نورو هېوادونو، په ځانګړي ډول اماراتو ته د وره په توګه کاروي.

نژدې ټول مرکه کېدونکي چې لیکوال ورسره غږېدلی، یا يې همداسې ورسره لیدلي، ډېرې لږې زده کړې لري. زموږ د مرکه کېدونکو د وینا له مخې، په خلیج کې اوسېدونکي ډیرئ افغانان د جنوب لویدیځ او جنوب د کلیوالو سیمو اوسېدونکي دي. یوه مرکه کېدونکي وویل چې هلته د تګ هڅوونکی یې خلیج ته له وړاندې ورغلي سیمه وال وو. هغه وویل کله چې له داود خان څخه د کاریګرو د ورلېږلوغوښتنه وشوه، هغه له جنوب لوېدیځ څخه د سیاحانو په توګه خلک ورولېږل. له هغه راهیسې د یادو سیمو خلک چې له وړاندې لا په خلیج کې کار کوي د خپل شتون د ساتلو او لا پراخولو له پاره له خپلو سیمو څخه کاریګر خلیج ته ورغواړي.

په عمومي ډول، د ښاري مرکزونو پرتله په کلیوالو سیمو کې د کار فرصتونه ډېر کم وي، نو د کلیوالو سیمو د خلکو ډېره هڅه دا وي چې د کارموندنې له پاره پاکستان، ایران او که بخت يې روڼ وي، نو خلیج ته ولاړ شي. ډېر خلک لومړی په کوردننه ښاري مرکزونو ته کوچېږي.  د ښار مارکېټونه عموما له ناماهرو کاریګرو ډک وي، هغوی چې کافي زده کړې او کاري مهارتونه نه لري، د کار موندنه ورته ستونزمنه وي. لږ تر لږه د پکتیکا ولایت یوه مرکه کېدونکي چې اوس په عربي اماراتو کې کار کوي، دغسې ستونزه درلوده. هغه لومړی هڅه وکړه چې په کابل کې یو کاروبار پیل کړي او یا یوه دنده چې ښه معاش ولري، پیدا کړي، خو کاروبار یې هیڅ وده و نه کړه او د ښه معاش په موندلو بریالی نه شو، نو خلیج ته ولاړ.

کله چې افغانان خلیج ته ورسېږي، لومړی فزیکي کار پیل کړي، خو کله چې سم ځای پرځای شي، ډېرئ یې بیا خپل کاروبار پیلوي. په خلیج کې چې د بریالي کاروبارهیلې سمې خېژي، افغانانو په کې په خپل زغم بېلابېل کاروبارونه جوړ کړي او نه یواځې نورو افغانانو بلکې پاکستانیانو او بنګالیانو ته يې هم کاري فرصتونه چمتو کړي دي.

په خلیج کې افغانان کوم کارونه کوي؟

افغانان د نورو هېوادونو د مسافرو، د بېلګي په توګه د هندیانو په څېر، نه د حکومتي او نه د خصوصي سکتور په اداري دندو کې ونډه لري. یو شمېر يې واړه کاروبارونه لري، او نور یې افغانانو، عربو او نورو په دندو ګومارلي دي.

په خلیج کې افغانان بېلا بېل کاروبارونه لري. د هرې سیمې یا ولایت افغانان په بېلابېلو سکتورونو کې کار کوي. د خوست یوه مرکه کېدونکي چې ۱۵ کاله يې په متحدو عربي اماراتو کې تېر کړي، دا کارونه داسې وښودل:

عربي اماراتو ته چې ورشې، نو هر افغان چې په ساختماني کارونو بوخت وينې، خوستی به وي. که نانوايي ته ولاړ شي، نو څښتن به يې د غزني یا پکتیا وي. دا دود، کلونه وړاندې جوړ شوی او تر اوسه دوام لري.

د هېواد د نورو برخو وګړي، د بېلګې په ډول د شمالي ولایتونو خلک د موټرو د پرزو په کاروبار باندې مشهور دي. د پکتیکا یوه مرکه کېدونکي وویل چې د دوی د ولایت د وګړو تمرکز په فرنېچر او د غالیو په دوکانونو دی، په دې برخه کې د غزني د اوسېدونکو کاروبارهم اوس غوړېدلی دی. د پکتیکا یوه څلوېښت کلن مرکه کېدونکی په دې اړه داسې وویل:

کلونه وړاندې چې افغانان له ځانګړو ولایتونو راغلل او په ځانګړو برخو کې يې کار وکړ، دوی وروسته خپل کلیوال او خپلوان همغو کاروبارو ته راوستل. څنګه چې د کاروبار د غوړېدا فرصتونه لوړ دي،د هرې برخې وګړي ښې ګټې کوي، دوی همدې ځانګړو کاروبارونو ته دوام ورکړ او ورسپارل شوي مسلک وده وکړه. د بېلګې په ډول زه پکتیکانی یم او د فرنېچر هټۍ لرم. کله چې کاریګر ته اړتیا ولرم،یو خپلوان راغواړم. هغه زما له پاره کار کوي، زما له کاروبار سره روږدی کېږي او څو کاله وروسته د ځان له پاره هم همدا ډول هټۍ جوړوي. دا دود همداسې دوام کوي، همدا لامل دی چې د هر ولایت وګړي خپله ځانګړې دنده لري.

ډېرئ افغانان خپل کاروبار نه لري، خو له نورو سره کار کوي. مرکه کېدونکو وویل، هغه کاریګر چې  د افغانانو له خوا ګومارل کېږي، ټاکلی معاش لري او کار ګومارونکي دوی ته ویزې هم اخلي. هغوی چې له عربو سره کار کوي، عموما موټر چلوونکي، باغوانان یا ساتونکي وي او یا له نورو لارو ویزې تر لاسه کوي.

شمېرې ښیي چې د ۲۰۲۱ کال تر پایه، نژدې شپږ میلیونه افغانان له هېواده بهر اوسېدل. له دې جملې یواځې ۲.۷ میلیونه قانوني مهاجر ول ( د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې دا راپور وګورئ). د نړیوال بانک د اټکل له مخې، په ۲۰۱۵ م کې له هېواده بهر د اقتصادي کډوالو په توګه د اوسېدونکو افغانانو شمېر ۲.۵ میلیونه و. خو که په ځانګړي ډول په پاکستاني پاسپورټ خلیج ته د افغانانو ورتګ ته وکتل شي، بې له شکه به اصلي شمېرډېر لوړ وي.دا چې څومره افغانان به په خلیج کې کار کوي، شمېر یې نه دی مالوم، خو ډېرئ وايي چې سلګونه زره دی.

د سیمې خلک د دوبۍ په یوه زاړه مارکېټ کې د افغانانو له نانوايي څخه ډوډۍ پېري. انځور: کریم صاحب/اې ایف پي. ۱۲ مارچ ۲۰۰۷.

کور ته د پیسو لېږل

هغو پیسو ته په کتو چې افغانان يې خپلو کورونو ته لېږي، څرګندېږي چې د کار له پاره مسافرېدل د افرادو، کورنیو او ملت له پاره اړین دي، خو دا چې دوی څومره پیسې کورونو ته لېږي، ټیک ښودل یې شونی نه دی. رابرټ هولزمن په ۲۰۱۸ م کې یادونه وکړه چې « افغانستان ته له بهره د خپلو وګړو د لېږل شویو پیسو کره شمېرې نه شته» او ددې پیسو څومره والی اوس هم نه دی مالوم. هغه وايي چې د اوږدو کلونو جګړو د رسمي مالي سکتور او نورو برخو وده بې سېکه او محدوده کړې ده:

                                                                                                                       

ددې پیسو یوه غوښنه

 اومهمه برخه افغانستان ته د یوې منظمې شبکې پرمټ چې حواله يې بولي د غیر رسمي صرافانو له خوا لېږل کېږي، ددې پیسو څارنه نه کېږي او په رسمي احصائیو کې نه شاملېږي. له دې نه ورها خوا، د دغو پیسو په اړه د کورنیو سروېګانو پایلې ګډې وډې دي، ځکه بې باورۍ خلک اړ کړي چې په دې اړه مالومات وړاندې نه کړي چې په پایله کې هېواد ته د لېږل کېدونکو او له هېواده د وتونکو پیسو د څومره والي په اړه رسمي مالومات نیمګړي دي

سره له دې چې په دې اړه شمېرې تیتې او نامالومې دي، خو دا ریښتیا ده چې خپل هېواد ته ستنېدونکي افغانان، په ځانګړي ډول له خلیج څخه عموما ډېرې نغدې پیسې وړي. هغوی چې لوی کاروبارونه لري، ژر ژر افغانستان ته ځي او په بکسونو کې له ځان سره خپلې ګټلې لېږدوي. که څه هم له ځان سره د ډېرو پیسو وړل په ډېرو هېوادونو کې ناقانونه کړنه ده، خو تر اوسه پورې افغانانو دا شونې کړې ده چې په هوايي ډګرونو کې د څارنې له شته سیستمونو څخه پیسې تېرې کړي. زموږ یوه مرکه کېدونکي ادعا وکړه چې یو ځل یې د ماشوم په پمپرونو کې سل زره امریکايي ډالره تېر کړل او په هوايي ډګرونو کې د څار برېښنايي سیستمونه پرې ونه پوهېدل.

خو په دې سربېره هم هېواد ته د وړل کېدونکو پیسو د کچې اټکلونه د پیسو د څومره والي یو برید راښودلی شي. نړیوال بانک اټکل کوي چې په ۲۰۲۲ م کې هېواد ته ټول له یوه میلیارده تر یو اعشاریه دوه میلیاردو امریکايي ډالر لېږل شوي دي او وایي چې دا په ۲۰۱۹ م کې د لېږل شویو پیسو دوه هومره دي. که د نړیوال بانک د همدې شمېرو له مخې پرتلنه وشي، نو په همدې ۲۰۲۲م کال کې ملګرو ملتونو د بشري مرستو له پاره افغانستان ته ۱.۸ میلیارده امریکايي ډالر لېږلي وو. د ACAPS راپور وايي چې په ۲۰۲۰ م کې لس سلنه افغانو کورنیو ته له بهرنیو هېوادونو پیسې لېږل شوې وې او هغو پیسو په منځني ډول  ددې کورنیونژدې ۵۹ سلنه بودجه بشپړه کړې وه.  نړیوال بانک د افغانستان د ژوندانه حالت  د ۲۰۱۶ -۲۰۱۷ م سروې(Afghanistan Living Condition Survey) له مخې وايي ،هغوی چې له بهر څخه ورته د کورنۍ د غړو له خوا پیسې رسېدلې وې، د بېوزلۍ کچه یې ترهغو خلکو ټیټه وه، چې دا پیسې یې نه تر لاسه کولې ( ددې راپور راتلونکې برخه به په دې بحث وکړي).لیکوال لومړی غوښتل په دې وپوهېږي چې څومره افغانان په خلیج کې پیسې ګټلی شي. په خلیج کې د افغانانو له مالوماتو څرګنده شوه چې کومې پیسې چې دوی کورو ته لېږي، بېرته یې په خپلو خلکو لګېږي.

ډېرو افغانانو چې په اماراتو کې د کاروبار څښتنان وو، وویل چې هلته د نویو ورتلونکو کاریګرو لومړنی معاش عموما نژدې له زر درهمو یا ۳۶۷ امریکايي ډالرو پیلېږي. په سعودي عرب کې د کاروبار څښتن یوه افغان راته وویل چې د نوي کاریګر معاش هلته له ۱۸۰۰ ریالو ( ۴۸۰ امریکايي ډالرو) پیلېږي. کله چې دوی د ویزو پور پرې کړي او د کار وړتیا يې زیاته شي بیا يې معاش نورهم لوړېږي. یوه مرکه کېدونکي ادعا وکړه چې ده یا لږ تر لږه یوه کس چې ده پېژانده، په اماراتو کې د میاشتې ۴۰۰۰ درهمه ( ۱۰۹۰‎ امریکايي ډالر ) او په سعودي کې ۵۰۰۰ ریاله ( ۱۳۳۰ امریکايي ډالر) ګټلی شول.

تر ټولو ټیټ معاش چې یو افغان يې په خلیج کې په یوه دنده کې لري، په افغانستان کې د ورته دندې دوه برابره دی. یوه مرکه کېدونکي دا بېلګه وویله: « که ته په افغانستان کې په یو ریستوران کې کار وکړې، نو د میاشتې له ۷۰۰۰ تر ۱۰۰۰۰ افغانیو پورې ګټې، خو که همدغه کار په دوبۍ کې وکړې له ۲۵۰۰۰ تر ۳۵۰۰۰ افغانیو پورې ګټلی شې». هغه وویل « په اماراتو کې یو ټیکسي چلوونکی د میاشتې ۴۰۰۰۰ افغانۍ ګټي، خو د افغانستان په ښارونو کې ټیکسي چلوونکي  که په مټې د میاشتې ۱۵۰۰۰  افغانۍ وګټلی شي».

له څو کلونو تېرولو او په خپل مسلک کې له وړتیا موندلو وروسته، د کاریګرو معاشونه ځینې مهال دوه ځله لوړېږي. یوه مرکه کېدونکي وویل چې د مرستیال پخوونکي( اشپز) په توګه په اولو ورځو کې دده معاش ۱۲۰۰ درهمه (۳۸۰ امریکايي ډالر) و، خو درې کاله وروسته ۲۵۰۰ درهمو (۷۰۰ امریکايي ډالرو) ته لوړ شو.  هلته یو لوړ لګښت چې افغانان سر ځینې ټکوي، استوګنځی او خوراک دی.

په خلیج کې د افغانانو دویمه ډله، کاروباریان دي. افغانانو له ساختماني او ټرانسپورټي بنسټونو نیولې، تر ریستورانونو، نانوایانو، د موټرو پرزو، د موټرو بارګینونو او حوالو پورې، په بېلابېلو برخو کې پانګونه کړې ده. زموږ د مرکه کېدونکي د وینا له مخې ځینو آن د سیمې له اوسېدونکو سره ګډ کاروبارونه هم جوړ کړي دي. یوه وویل چې هغه د خلیجي هېوادونو د ویزو ترلاسه کولو له پاره له یوه عرب سره کار کاوه او بیا یې په افغانانو او د نورو هېوادونو په وګړو باندې په ښه لوړه بیه پلورلې. یوه بل مرکه کېدونکي خپل حال داسې څرګند کړ:

زموږ خلک په دوبۍ او سعودي کې لوی کاروبارونه لري. موږ د فرنېچر او غالیو دوې هټۍ لرو. موږ د میاشتې له ۲۰۰۰ تر۴۰۰۰ ریاله (۵،۳۰۰ تر۱۰،۶۰۰ امریکايي ډالرو) پورې ګټلی شو. زموږ کاروبار د ډېرو مالیو او نورو ستونزو له امله رالوېدلی دی. زما په زړه دي چې د صیفیه (دوبنۍ رخصتۍ) په دریو میاشتو کې موږ ۵۰،۰۰۰ امریکايي ډالر وګټل.

 د کندهار یوه مرکه کېدونکي چې پخپله دی، ورور او تربرونه يې په اماراتو کې کاروبارونه لري د خپلې کورنۍ او ملګرو د ګټې په اړه راته وویل:

 د تره زوی مې په اماراتو کې دی او هلته د موټرو د پرزو پلورلو دوې هټۍ لري. هغه په دریو کلو کې په کابل کې یو کور چې دوه سوه زره امریکايي ډالره ارزښت لري وپېرود. یو بل کلیوال مو د عبایه (حجابونو) کاروبار لري. لومړی چې دوبۍ ته ولاړ، رکشا يې لا نه درلوده. خو اوس دوه فیلډر موټرونه لري، کلا يې جوړه کړه او دریو وروڼو ته يې ودونه وکړل.

افغان کاریګر د خلیج په شارجه کې له کار څخه تر رخصتیدا وروسته کور ته په موټر سایکل د تګ پر مهال. انځور: کریم صاحب/ اې ایف پي، ۱۵ آګست ۲۰۲۱.

په کورنیو باندې له بهر نه د راتلونکو پیسو اغېز

 هغه کورنۍ چې یو غړی يې په بهر کې کار کوي، ښايي یواځینی عاید يې د همدې کس د لاس ګټه وي. په کلیوالو سیمو کې يې کرنه او مالداري د ژوند بنسټیزې اړتیاوې پوره کوي او له بهر نه راتلونکې پیسې یې په نورو اړتیاوو مصرفېږي. یوه مرکه کېدونکي وویل:

د اوړو په ګډون زموږ  ډېر خوړنتوکي، زموږ د ځمکې او مالدارۍ محصولات دي. خو ډېر نور اړین توکي په پیسو پېرل کېږي. په دې اړه چې آن یو ګام هم اخلې باید پیسې پرې کړې. کرنه او مالداري یواځې ډېرې اړینې اړتیاوې پوره کولی شي او د نورو اړتیاوو له پاره څه نه پاتېږي. د ښارونو خلک دندې او معاشونه لري. خو د کلیوالو سیمو خلک له بهره د ورلېږل کېدونکو پیسو پر مټ د ژوند نورې اړتیاوې پوره کوي. که له بهره د افغانانو د لاسو راروانه ګټه نه وای، خلک به د شلو مخکنیو کلو غوندې بېوزلي وای.

د پکتیا یوه بل ۳۴ کلن مرکه کېدونکي په هېواد کې ددې پیسو کارېدنه داسې بیان کړه:

نن که پیسې نه لرې نو هیڅ نه لرې. په  کرنه پیسې نه شې ګټلی، ځکه د محصولاتو د پلورلو له پاره ښه مارکېټ نشته، وچکالي ډېره او ځمکه لږ ده. نو په بنسټیزه توګه ته هيڅ نه شې کولی، ځکه چې هر شی پیسو ته اړتیا لري. د بېلګې په ډول د پخوا خلاف، ته باید یواځې پټاټې او لوبیا نه، بلکې بېلابېل خواړه وخورې، ځکه دا اوس یو رواج ګرځېدلی دی. نو ته باید توکې وپېرې او توکې په پیسو پېرل کېږي. ددې له پاره چې د خلکو له دود او دستور نه و نه وځې، باید کلي ته راغلي نور ډېر نوي رواجونه ومنې، چې  دا ټول پیسې غواړي. دا مې د یوه انځور درکولو له پاره وویل، موخه مې دا وه چې د هر څه له پاره پیسو ته اړتیا ده او پیسې په افغانستان کې نشته. له اوړو، لوبیا، پټاټو،شیدو او مستو پرته، نورهر شی له بازاره راځي او په پیسو دي. خلک دا ټول زغمي او په ډاډ ژوند کوي، دا ژوند نو په افغانستان کې په ګټلو پیسو نه کېږي، بلکې ټولې پیسې له عربي هېوادونو راځي.

یوه مرکه کېدونکي چې له خپل ورور سره په شارجه کي کار کوي وویل چې دوی هره میاشت ۱،۳۰۰ درهمه (۳۹۰ امریکايي ډالره) کور ته لېږي. دوی ځکه دومره پیسې سپمولې دي چې کار ګومارونکی يې د خوراک او هستوګنې لګښت په خپله غاړه اخیستی دی. هغه وویل چې ټول بې کسبه کاریګر همداسې کوي. « موږ دلته لږ لګښت کوو، او ډېرې پیسې افغانستان ته لېږو». درېیم مرکه کېدونکی چې په غزني ولایت کې اوسي، دوه زامن يې په دوبۍ کې دي وايي:

دوی خپل معاش هره میاشت رالېږي. یوه برخه یې له بازار څخه د اړینو توکو په پېرلو مصرفوم. پاتې یې په ډېرو نورو لارو لګېږي، لکه دوو زامنو ته ودونه کول، د برمې څاه وهل، د لمریزو هیندارو او موټر سایکل پېرل. یو څه هم د درملنې او نورو بېړنیو لګښتونو له پاره سپموم.

 په خلیج کې ډېرئ افغان څړه ژوند کوي، د دوی کورنۍ په افغانستان کې دي او هلته ځي راځي. ددې مانا داده چې د دوی د ګټې ډېره برخه افغانستان ته لېږل کېږي. آن هغه لږ شمېر خلک چې کورنۍ يې په خلیج کې ورسره دي، هم  افغانستان ته پیسې لېږي. لکه یوه مرکه کېدونکي چې وویل:

 کورنۍ مې هم په سعودي کې راسره ده. خو وروڼه او ترونه مې  دلته (په افغانستان کې ) دي. زه هره میاشت دوی ته پیسې لېږم. له دې ورها خوا، له کورنۍ پرته هم زه په افغانستان کې پانګونه کوم، ځکه موږ په پښتو کې یو متل لرو چې « پردی کټ تر نیمو شپو دی». پردي هېوادونه نه خپلېږي، په خپل هېواد کې پانګونه تل خوندي وي او کله چې دې پردی هېواد وتلو ته اړ کړي، نو هغه مهال به په خپل هېواد کې هم یو څه لرې.

تر ډېره بریده زموږ مرکه کېدونکو وویل چې، هېواد ته یې  پیسو استونې له ټولنې سره مرسته کړې چې په حکومت باندې تکیه و نه کړي او په هېواد کې په سیاسي خبرو کې ونډه وانه خلي. ددې پیسو لېږل ددې لامل شوي چې ټولنه حکومت ته د دندو تمه و نه کړي او د حکومت په چوپړونو تکیه ونه کړي او په دې توګه ټولنه خپله خپلواکی وساتلی شي. په ځانګړي ډول په جنوب لوېدیځ کې چې زموږ ډېرمرکه کېدونکي ددې سیمې دي، هغوی ویل چې دا ډول خپلواکي له پخوا ستایل شوې او اوس هم ارزښت لري. همدا ډول کله چې د افغانستان اقتصاد کله نا کله  له یوه ناڅاپي ناورین سره مقابله کوي، لکه په ۲۰۲۱ م کې د طالبانو له خوا له حکومت نیولو وروسته، چې بهرنۍ مرستې په پټو سترګو بندې شوې او په ناڅاپي ډول د وسله والې مخالفې ډلې پرځای، پر ټول هېواد بندیزونه ولګېدل، هغه چا چې له بهره پیسې ورته رالېږل کېدې د ناورین د مهارولو غوره وړتیا او تابیا لرله. یوه مرکه کېدونکي چې په کابل کې د دوو مارکېټونو څښتن دی او په اماراتو کې غوړېدلی کاروبار لري داسې وویل:  

 هغه اوازې مې ښې په زړه دي چې په ۲۰۱۴ م کې ویل کېدل امریکايي ځواکونه وځي او په افغانستان کې خپلې مرستې دروي. دوی په بشپړه توګه ونه وتل، خو مرستې کمې شوې او ډېرو خلکو چې له دوی سره يې کار کاوه، خپلې دندې له لاسه ورکړې. زما یو ملګری چې په یو څو مرکزونو کې د لوژیستک مسئول و، له خپلې ټولې کاري ډلې سره یوځای دندې له لاسه ورکړې. ملګري مې له ما غوښتنه وکړه چې د دوبۍ ویزه ورته ومومم. په موږ باندې د مرستو بندېدا یا د امریکایانو وتلو اغېز نه درلود. زموږ کاروبار له دا ډول کارونو سره تړاو نه لري او تر اوسه پورې د پخوا په څېر روان دی.

د پکتیا یوه بل مرکه کېدونکي هم دې ته ورته خبرې وکړې:

طالبانو چې واک ونیو، ډېرو خلکو خپلې دندې له لاسه ورکړې. یواځې زموږ په کلي کې لس ځوانان چې په جمهوریت کې يې کار کاوه، بې دندې شول. آن هغوی چې دندې یې له لاسه ور نه کړې، معاش یې ښه ډېرکم شو. زه ډېر خلک پېژنم چې کاروبار یې سقوط وکړ. خو د خدای شکر دی، څوک چې په بهر کې دي له داسې ننګونو سره نه دي مخامخ شوي او کاروبارونه يې په عادې ډول مخ ته روان دي.

مرکه کېدونکو وویل، کله چې په ۲۰۲۱م کې افغانیو د بهرنیو اسعارو په مقابل کې خپل ارزښت بایلود او په پایله کې يې د توکو بیې لوړې شوې، هغه کورنۍ چې له بهره پیسې ورته راتلې، ډېرې اغېزمنې نه شوې. زموږ یوه مرکه کېدونکي چې په اماراتو کې ژوند کوي وویل کله چې د ۵ لیتره غوړیو بیه له ۵۰۰ افغانیو ۸۰۰  ته لوړه شوه، هغه يې نه دی اغېزمن کړی، ځکه چې درهم يې په لوړ نرخ  په افغانیو بدلول:  مخکې یو درهم په ۲۰ افغانیو  بدلېده، خو د توکو د بیو له لوړېدا وروسته د یوه درهم د اړولو نرخ ۲۸ افغانۍ شو. له دې ورها خوا، د پیسو لېږنې نارسمي چېنلونو هم خپل کار ته دوام ورکاوه. په ۲۰۲۱ م کې چې په بانکونو او د پیسو لېږلو شرکتونو بندیزونه ولګيدل، حوالې هغه مهال هم په عادي ډول فعالې وې او اوس هم کار کوي. بهر مېشتو افغانانو هغه مهال او اوس هم د پیسو په لېږلو کې لږه ستونزه درلوده او یا يې بېخي نه درلوده.

له سیاسي او اقتصادي ناورینونو ورها خوا، له بهر نه لېږل شوې پیسې کورنۍ د وچکالۍ او سېلابونو په څېر له طبیعي ناورینونو او د درملنې له لګښتونو ژغوري. دا به ناسمه نه وي چې څوک ووايي له بهر نه لېږل شویو پیسو د جنوب او جنوب لوېدیځ په ډېرو برخو کې کرنه ژوندۍ ساتلې ده. کله چې تر ځمکې لاندې اوبه کمېږي، د څاه ګانو د وچېدا له امله بزګران خپلې کروندې نه شي اوبولی. د جنوب لوېدیځ افغانستان په ډېریو سیمو کې بزګران کروندې په بهاندو اوبوخړوبوي، خوچې وچکالي راشي کر ستونزمن شي. په هر صورت هغوی چې د کورنۍ یوغړی يې په بهر کې کار کوي او کورته پیسې لېږي، کورنۍ يې په لېږل شویو پیسو ژورې څاه ګانې کاږي، د واټر پمپونو له پاره تېل پېري یا لمریزې هیندارې لګوي. دا کار زموږ یوه مرکه کېدونکي هم کړی دی:

پروسږ د اوبو کچه تر ۳۵ متره پورې ټیټه شوه. اوبه تر اوو مترو کښته ولاړې.  موږ چې کومه څاه وهلې وه، هغه وچه شوه. د کښت د خړوبولو له پاره ما باید نوې څاه وهلې وای. خپلو وروڼو ته مې چې په دوبۍ کې کار کوي، تلیفون وکړ چې پیسې راولېږي. دوی ۱۵،۰۰۰ افغانۍ راولېږلې او ما په څاه کیندلو، پیپونو پېرلو او د څاه له پاره په نورو توکو مصرف کړې.

البته، د اوبو بحران ته په کتو که بارانونه ونه شي د اوبو کچه به لا نوره هم ولوېږي. سړی ویلی شي، څوک چې امکانات لري هغه به د شته اوبو یوه نا انډوله برخه تر لاسه کوي او بېوزلي به نور هم شا ته پاتېږي.

همدا ډول د سېلابونو په څېر د طبیعي ناورینونو پر مهال  هم له بهر نه کورنیو ته لېږل شوې پیسې  له کورنیو سره مرسته کوي. د بېلګې په ډول کله چې د غزني اندړو ولسوالي سېلابونه سخته وځپله، ډېرو بزګرانو د کرنې محصولات له لاسه ورکړل. د همدې ولسوالۍ یوه بزګر چې په شل جریبه ځمکه باندې يې لوبیا او غنم کرلي وو او کابو ټول حاصلات يې له لاسه ورکړي وو، وویل« د کال خوراکه( اوړه) مې نه درلودل». هغه وویل چې دوه وروڼه یې په اماراتو کې وو او هغوی د اوړو پېرلو له پاره پیسې ورته راولېږلې.

له بهر نه رالېږل شوې پیسې ډېر لوی جغرافیوي اغېزهم لري: د خوست یوه قومي مشر راته وویل چې دا بهرنۍ پیسې د ولایت اقتصاد ته د «اکسیجن» په څېر دي. هغه وویل چې د خوست ډېرې ولسوالۍ یواځې د عربو له خوا خوست ته په ورلېږل شویو پیسو ولاړې دي، ځکه چې د دوی د عاید یواځینۍ سرچینه د عربو پیسې دي، که دا پیسې نه وای نو د دوی اقتصادي حالت به داسې خراب شوی وای، لکه د افغانستان اقتصادي حالت چې لسیزې وړاندې خراب شوی و او یا به يې اقتصاد د پرله پسې ټکانونو له امله په ټپه درېدلی وای.

له بهر نه د راتلونکو پیسو ټولنیز اغېز

بهرنیو هېوادونو ته د کار له پاره د خلکو لېږدېدنې یواځې د افغانانو په اقتصاد اغېز نه دی کړی، بلکې د هغوی په ټولنیز سیاست يې هم اغېز کړی دی. مرکه کېدونکو داسې احساس درلود چې افغانه ټولنه، په ځانګړي ډول کلیوالې سیمې له ښاري فرصتونو او پرمختګونو بېلې ساتل شوې دي. هغوی وویل چې د دوی ولس اوس هم په هغه پخوانۍ لار روان دی او هغه دودونه چې په لسیزو او ښایي پیړیو یې درلودل، اوس هم لري. هغوی دا محسوسوله چې په تېرو دوو لسیزو کې خلیج ته د خلکو تګ د دوی په سیمو کې د بدلون لامل شوی دی.  له عربو خپلو کلیو ته د خلکو ډېر ډېر ورتګ عام شوی او هلته يې خلک په پرتلیز ډول له عصري ژوندانه سره اشنا کړي دي. دوی معیاري ژوند، ټینګ اقتصاد او د ژوندانه بېلابېلې لارې لېدلې، چې ډېرې یې هماغسې له مسلمانۍ سره سمې دي. دوی ښايي د کورنیو او ټولنې په کچه پخواني جوړ شوي رواجونه او دودونه وننګوي، د خپلو لوڼو او خویندو په ګډون د خپلو ماشومانو له پاره زده کړه او پوهه وغواړي، په خپلو کلیو کې د ډاډمن ژوندانه غوښتنې ولري او د خپلو اولادونو په زده کړو او په خپلو کلیو کې د انټرنیټ په کارولو پیسې ولګوي.

په تاریخي توګه، په کورنۍ کې دننه او په کلي کې د هر څه په اړه پرېکړې د کورنۍ د مشر، پلار او یا نیکه له خوا کېدې. خو بهر ته له سفرونو سره په کورنیو کې د واک دا دود په ماتېدا دی. یوه مرکه کېدونکي چې د خلیج مسافر دی او دوه وروڼه لري، داسې وویل:

پخوا به د کورنۍ د هر شي واک د کورنۍ له مشر سره و، ځکه چې له ده سره به پیسې وې. خو اوس ځوانان پیسې هم ګټي او کنټرول يې هم د دوی په لاس کې دی. که یو مشر ورته ووايي: دا کار مه کوه، دوی یې کوي! که د کورنۍ مشر یې مخنیوی کوي، زوی يې بیا پیسې نه ورته لېږي او مشر واک له لاسه ورکوي.

یوه بل مرکه کېدونکي د خپل یوه ملګري چې له دوبۍ نه کورته راغلی و او غوښتل يې یو موټر وپېري نکل وکړ. 

پلار يې اجازه نه ورکوله، ورته ویل يې چې تر موټر پېرلو وړاندې د نورو توکو پېرل اړین دي. خو چې پیسې يې د زوی په لاس کې وې او هغه ګتلې وې، موټر يې وپېره. یو څو ورځې يې پلار خبرې نه ورسره کولې. یوه ورځ يې پلار یو څه پیسې په کار وې او له خپله زویه يې وغوښتې. ملګري مې ښې ډېرې پیسې ورکړې او د دوی تر منځ ستونزه حل شوه.

یوه بله بېګه بل مرکه کېدونکي وړاندې کړه، هغه وویل یو څو ځوانانو پرېکړه کړې وه چې د کلي مسجد ترمیم کړي. که څه هم سپینږیرو ټینګار کاوه چې زوړ مسجد سم دی، خو ځوانانو په خلیج کې له خپلو کلیوالو او په کلي کې دننه پیسې راټولې کړې وې. د مسجد رغول يې پیل کړل او د سپینږیرو په خبرو يې غوږ و نه ګراوه.

د خوست په تڼیو ولسوالۍ کې د ځوانانو یوې ډلې پرېکړه وکړه چې د اختر په ورځو کې به هرماښام په بېلو بېلو کورونو کې ماښامنۍ کوي. دوی سپینږیري له دې پلانه ایستلي وو. سپینږیرو په ځواب کې دوی ورټل، چې تر دې پلان تېر شي. د یوه مرکه کېدونکي د وینا له مخې ځوانانو دا دلیل ورته ووایه: « پیسې موږ ګټلې دي او دا پرېکړه هم باید موږ وکړو چې څه وړ لګښت وکړو». یوه ۴۰ کلن سړي په ټولنیزو جوړښتونو د مهاجرت اغېز داسې بیان کړ:

پخوا چې به چا واده کاوه، د واده تر شپې پورې به يې خپله مېرمن نه پېژنده. د مېرمنې په خوښولو کې به هيچا سلا نه ورسره کوله او نه به يې خپله دومره زړه کولی شوای چې د خپل راتلونکي ژوند په اړه خبرې وکړي. خو اوس له دوبۍ نه مور و پلار ته زنګ وهي چې هغه [ځانګړې] نجلۍ ورته وغواړي. ډېر پلرونه [مور و پلار] اړ ایستل کېږي چې خپل زامن وپوښتي ، کومه نجلۍ يې خوښه ده.

دا په دې مانا نه ده چې د سپینږیرو ټول واک ځوانانو اخیستی دی، خو دا هم ریښتیا ده چې په ډېرو پرېکړو کې د سپینږیرو واک کم شوی دی.

د یوه مرکه کېدونکي د وینا له مخې له نورو ټولنو سره د کډوالو پېژندګلوي هم « د زده کړو ارزښت ته د دوی پام زیات کړی دی». مرکه کېدونکو وویل چې په خلیج کې مېشت ډېر افغانان یا لږې زده کړې لري او یا يې بیخي نه لري او تل له داسې کارونو سره مخامخېږي چې لیکلو او لوستلو ته اړتیا لري. د بېلګې په ډول یوه وویل چې د بانکي حساب د فعالولو، د بیلونو له لوستلو او په کاروبار کې د لارې په موندلو کې ستونزي لري. هغه ادعا وکړه چې د نه زده کړې له امله یې په اصولو سر نه خلاصېده او ځکه يې ډېرې پیسې ورکې شوې دي. هغه د زده کړو په نه کولو ډېر پښیمانه و او ویل يې که يې زده کړې درلودای ډېرې پیسې یې ګټلی شوای. د یوې کورنۍ مشر چې سعودي ته مسافر شوی و، وویل چې په دې عصري نړۍ کې زده کړې د سړي سترګې او غوږونه دي. 

که زده کړې نه لرۍ نو ړوند او کوڼ یې، زه خپله له خپله هېواده بهر کار کوم، ځکه چې زده کړې مې نه دي کړې او په افغانستان کې ښه دنده نه شم موندلی. آن په سعودي عرب کې زه له مزدورۍ او کاروبار پرته بل شی نه شم کولی، ځکه چې نالوستی یم. هلته له موږ سره پاکستانیان دي، ښه لوستي دي، او کمپنیو په کارونو ګومارلي دي، ښه لوړ معاشونه لري  او کارونه يې اسان دي. خو زموږ کاریګران باید شپه او ورځ کار وکړي. زه په خپله دې ځای ته تر راتګ وړاندې د زده کړو په ارزښت نه پوهېدم، خو اوس زه ځینې وخت ډېر خواشینی شم چې ولې مې زده کړې ونه شوای کړی او ولي مو په خپل هېواد کې هوسا ژوند و نه موند.

یوه بل سړي چې هغه هم د خپلې کورنۍ مشر دی او کشران وروڼه يې په اماراتو کې کار کوي، وویل چې کډوالۍ يې د زده کړو په اړه پر فکر اغېز کړی دی:

 زما کشران وروڼه دلته ښوونځي ته نه تلل. له ښوونځي سره يې نه وه جوړه. نو ما دوبۍ ته د کار له پاره ولېږل. یوه ورور مې راته وویل: « زموږ عمر خو تېر شو، خو ماشومان مو باید نالوستي پاتې نه شي». د وروڼو د ټینګار له امله مو په ګردېز کې یو کور په کرایه ونیو او ماشومان مو د درس له پاره هلته ولېږل. په دوی کې یوه اوس پوهنتون خلاص کړی او په یوه موسسه کې يې دنده موندلې ده.

کډوالۍ نه یواځې د هلکانو د زده کړو په اړه د کډوالو نظر بدل کړی، بلکې څو کډوالو دا هیله هم ښوولې چې د کورنیو نجونې يې هم زده کړه وکړي. که څه هم په دې اړه د کلیوالو افغانانو د لویې برخې نظر نه دی بدل شوی او اوس هم د نجونو د زده کړو د پرمختګ مخنیوی کوي، خو ډېر داسې پرمختګونه شته چې د نجونو د زده کړو په ګډون په چټکۍ سره زده کړو ته لېوالتیا په ډېرېدو ده. د زده کړو په اړه د کډوالو برخه او د نورو اسلامي هېوادونو د ژوندانه  له لارو سره د افغانانو بلدتیا له نظره نه شي غورځېدلی.

په وروستیو کې، یوه مرکه کېدونکي چې اته وروڼه او یو وراره يې په سعودي عربستان او اماراتو کې دي، وویل چې دوی څه وړ ټول کلیوال سره راټول کړل او د چټکو زده کړو د یوه ټولګي د جوړېدا په اړه یې چې د دوې په کلي کې د یوې موسسې له خوا چلېږي، خبرې وکړي. هغه وویل په پیل کې خلکو دا کار نه خوښاوه، خو لږ وروسته يې دا نظر خوښ شو. موږ ټول د ښوونې او روزنې ریاست ته ولاړو او ترې  و مو غوښتل چې له یوې موسسې زموږ په کلي کې د یوه ټولګي جوړولو غوښتنه وکړي. مرکه کېدونکي وویل چې له څو ځلي هڅو وروسته دوی د ټولګي په جوړولو بریالي شول. هغه وویل چې د ټول کلي نجوني يې تر شپږم ټولګي پورې زده کړې کوي. یوه بل مرکه کېدونکي چې  اماراتو ته هم تللی دی وویل چې د خپلې کورنۍ نجونې یې دې ته هم وهڅولي چې د رادیوګانو له خوا خپرېدونکې تعلیمي خپرونې هم واوري.  

زما یوه ملګري راته وویل چې یوه سیمه ییزه راډیو د نجونو له پاره ډېر تعلیمي پروګرامونه خپروي. دوی ځانګړي کتابونه لري او که څوک اړتیا ورته لري نو له مسوولو وګړو  يې باید تر لاسه کړي. نجوني آن باید ازموینه ورکړي. نو ما د خپلې کورنۍ ټولو ښځینه غړو ته وویل چې برخه پکې واخلي. دوی ته مې کتابونه او کتابچې واخیستل. نژدې یو کال کېږي چې دوی هغه پروګرام تعقیبوي. دوی اوس لوستل او لیکل کولی شي.

پایله

 د افغانانو له پاره خلیج ته تګ ورځ تر بلې سختېږي. اوس له عمان پرته یو دولت هم افغانانو ته ویزې نه ورکوي. هغه افغانان هم له ستونزو سر ټکوي چې له وړاندې لا ویزې او د کار جوازونه لري. د بېلګې په ډول سعودي عربستان په هغو کاروباریانو باندې چې عرب نه دي، یو شمېر سخت اصول لګولي دي. زموږ مرکه کېدونکو هم وویل چې عربو مالیې زیاتې کړي او د استوګنې د جوازونو بیې يې لوړې کړې دي. د پاکستاني پاسپورټ تر لاسه کول او پرمټ يې سعودي عربستان ته تلل هم که ناشونی نه وي، ډېر ستونزمن شوي.د ۲۰۲۳م کال په اکتوبر میاشت کې د راپورونو له مخې سعودي چارواکو له افغانانو څخه تر دولس زره ډېر پاسپورټونه واخیستل او په دې اړه یې پاکستاني چارواکي هم خبر کړل (د ایکسپریس ټریبیون دا راپور وګورئ). د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ددې خبرې د څېړلو له پاره یوه کمیټه جوړه کړه. دا کار په بالقوه توګه په سعودي کې د افغانانو حالت اغېزمنولی شي.

اماراتو له خپل لورې په افغانانو او په دیارلسو نورو هغو اسلامي هېوادونو چې ډېری وګړي يې مسلمانان دي، د څلورو کلو له پاره، د راپورونو له مخې د امنیتي اندېښنو له امله ویزې بندې کړې( د رسنیو راپورونه دلته او دلته وګورئ). زموږ مرکه کېدونکو هم ومنله چې ویل کېږي په دې نوملړ کې د افغانانو د ورګډولو اصلی لامل امنیتي اندېښنه وه، ځکه ویل کېدل چې ځینو افغانانو طالبانو ته د پیسو راټولولو په ګډون، له هغوی سره اړیکي درلودل او په خواله رسنیو کې یې جهادي او د هغوی په وینا، افراطي مالومات خپرول. دوی وویل چې سلګونه افغانان یا له متحدو عربي اماراتو وشړل شول او یا هلته د ورتګ بندیز پرې ولګېد. بندیز په هغو افغان سوداګرو باندې هم منفي اغېز وکړ چې خپلې تر وخت تېرې ویزې یې نشوای نوې کولی او په افغانستان کې بند پاتې شول( په بندیز او منفي اغېزو  يې د افغانانو د لاریون دا راپور وګورئ). افغانانو ته د ویزو ورکړه کې  نټه آن په ۲۰۲۱م کې په افغانستان کې د امارت له بیا راتګ وروسته هم شته، متحد امارات په کابل کې سفیر لري او اسلامي امارت په دوبۍ کې کونسلګري لري( د رسنیو راپورونه دلته او دلته وګورئ). د اوس له پاره له عمان پرته د خلیج نورو هېوادونو ته د افغانو ورتګ په بشپړه  توګه بند دی. یواځې هغه افغانان چې له وړاندې لا ویزې لري د کوربه هېوادونو او افغانستان ترمنځ تګ راتګ کولی شي.

زموږ یوه مرکه کېدونکي وویل چې افغانان په بهرنیو کوربنو باندې د تل له پاره باور نه شي کولی. د بهرنیو هېوادونو تر ټولو ښه بېلګه چې ثابتوي «پردی کټ تر نیمو شپو وي»، له پاکستان څخه د ۲۰۲۴م  کال د جنورۍ تر لومړیو پورې د افغانانو په زور شړل و، چې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ دفتر (یو این ایچ سي آر) په وینا د ۲۰۲۴ م د جنورۍ تر لومړیو ورځو پورې يې تر نیم میلیونو زیات افغانان په زوره خپل هېواد ته وشړل.

د افغانستان بې سېکه اقتصادي حالت ته په کتو د کار له پاره سفر ته تر پخوا ډېره زیاته اړتیا ده، ځکه چې له بهره د پیسو ( اکسیجن) راوړل د کورنیو، ټولنو او ملي اقتصاد له پاره اصلي ځواک دی. اوس چې د سفر قانوني لارې بندې شوې، افغانانو ناقانونه کډوالۍ ته مخ اړولی دی. خلیج ته تګ نژدې ناشونی دی یا لږ تر لږه ډېر ګران دی، خو ډېر خلک د شړنې ګواښ سره سره، اوس هم  د ایران او پاکستان سخته لار د تګ له پاره غوره کوي. د نیول کېدا آن شکنجو، نور تاوتریخوالي، جېب تشېدو او له نیمې لارې شړنې ګواښونو ته په کتو، د اروپا ډاروونکی سفر اسانه نه دی ( د بي بي سي او افغانستان تحلیلګرانو شبکې راپورونه دلته او دلته وګورئ). خو بیا هم ډېر خلک احساس کوي چې اوس هم باید کوم لور ته د وتلو هڅه وکړي. یوه مرکه کېدونکي وویل « که په افغانستان کې پاته شې، کار نه شې پیدا کولی، او که غواړې ژوندی پاته شې، یواځینۍ لاره بهر ته تګ دی».   

ژباړن : علي محمد سباوون

لیکوالان: