Afghanistan Analysts Network – Dari Pashto

کډوالي / مهاجرت

نا ډاډه حالت ته ستنېدا: له پاکستانه د راستنو شویو افغانانو ستړی ژوند

نور خان همت یلینا بلیثا 25 دقیقې

د ۱۴۰۲ هجري له وږي میاشتې راهیسې له ایران او پاکستان څخه نژدې شپږ میلیونه افغانان هېواد ته په زور ایستل شوي دي. نیمايي یې نژدې په ۱۴۰۴ کې ایستل شوي چې دا په وروستیو لسیزو کې د یوه ملت د وګړو د بېرته ستنونې تر ټولو لوی بهیر دی. له پاکستان څخه ۲۰۲۶ میلیونه وګړي بېرته ستانه شوي چې یو میلیون یې یواځې په ۱۴۰۴ کې هېواد ته راغلي‌ دي. پاکستان دا چاره د بهرنیو ناقانونه وګړو د بېرته ستنونې د پلان له مخې د بېرته ستنونې د څو پړاوونو د کمپاین په بهیر کې پیل کړ. په دې پلان کې یې لومړی بې اسناده افغانان، د اې سي سي کارډ لرونکي  [ د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یا آی ام ایم سره ثبت خو له یو این ایچ سي آر سره نارسمي کډوال ] او وروسته یې د ملګرو ملتونو له عالي کمشنرۍ ( یو این ایچ سي آر) سره قانوني کډوال هم په نښه کړل. نور خان همت او یلینا بیلیثا د هغو دولسو کورنيو له مشرانو سره چې ډېرئ یې تېر کال هېواد ته راستنې شوي، د مرکو پر بنسټ، د هغوی یو ډېر خواشینوونکی انځور وړاندې کوي. د دوی موندنې ښيي چې راستانه شوي د بریالي بیا ادغام پر ځای خپلې سپماوې (زېرمې) مصرفوي، پورونه اخلي، او آن د بیا کډوالېدا فکرونه کوي.

د کندهار په تخته پل ولسوالۍ کې له پاکستان څخه راستنېدونکي افغانان د نوملیکنې پر مهال . انځور: ثناءالله صیام/ اې ایف پي، ۲۴ ⁄ ۱ ⁄ ۱۴۰۴

کله چې جمعه خان د ۱۴۰۴ هجري په لړم میاشت کې له خپلې ۱۸ کسیزې کورنۍ سره له پاکستانه راستون شو، نو خپل کندوز ته چې اصلي ولایت یې دی، ستون نه شو. پر ځای یې په کندهار کې مېشت شو، هیله یې درلوده چې پاکستان ته نژدېوالی، ګرمه هوا او په پرتلیز ډول د کار لوی بازار به یې د کورنۍ ژوند اسان کړي. خو څو میاشتې وروسته لا هم د دوی د کورنۍ هېڅ یوه نارینه غړي کار و نه موند . هغه وویل: « زما په ګډون زموږ د کورنۍ اته نارینه غړي بالغ دي. دوه تنه یې لوستي دي. موږ ټول وزګار یوو. دلته کار بېخي نه موندل کېږي. موږ کار کولی شو، خو کار نشته».

جمعه خان د راستنو شویو په هغه شاوخوا درېیمه برخه  کې راځي چې خپلو اصلي سیمو ته نه دي ستانه شوي. همدارنګه، هغه د هغو څه باندې نیمایي راستنو شویو کورنیو د مشرانو په څېر دی چې کوم مسلکي مهارت نه لري او د افغانستان په لوېدلي اقتصاد کې د کار په نه موندنې له سختو ستونزو سره مخ دی. د ډېرو نورو راستنو شویو په ډول، هغه هم د پاکستان پرېښودو پلان نه درلود. بلکې هغه او میلینونونه نور افغانان د جبري ایستلو د کمپاین له امله بېرته افغانستان ته راستانه شول (کمپاین د ۱۴۰۲ کال له وږي میاشتې راهیسې لا ډېر سخت شوی دی.( په دې اړه د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې د ۱۴۰۳ او ۱۴۰۴ کلونو پخواني راپورونه هم وګورئ).

د جمعه خان په څېر ډېرو کورنیو له پاکستانه د وتلو پرېکړه د فشار او مجبوریت تر اغېز لاندې کړې وه. اوس چې هغه بېرته افغانستان ته راستون شوی، د ملګرو ملتونو د ادارو، د افغانستان د حکومت په محدودو مرستو او همدارنګه په خپلو شخصي هڅو تکیه دی.

دا راپور د ۱۴۰۵ هجري شمسي په وري او غوايي میاشتو کې له هغو دولسو نارینه وو سره د شویو مرکو پر بنسټ چمتو شوی چې له خپلو کورنیو سره په کندهار،هلمند او کندوز ولایتونو کې ژوند کوي (د نه پېژندو په پار د دوی ټول نومونه اړول شوي دي). په راپور کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) او د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) د وروستیو ارزونو موندنې هم ګډې شوې دي.

دا مرکې او موندنې د هغو کورنیو انځور وړاندې کوي چې د خپلو خپلوانو په لاسنیوي، پورونو او لږو بشري مرستو بسیا دي. د مناسب استوګنځي کمښت، وزګارتیا او د ماشومانو د زده ‌کړو پر وړاندې شته خنډونه، ستونزې لا ډېروي او زیان ګالنه دوام مومي، چې له امله یې ډېرې کورنۍ دې پایلې ته رسېږي  چې بیاځلي کډوالي ورته تر ټولو غوره او شونې حل لار شي.

تر فشار لاندې ستنېدنه

په وروستیو کلونو کې په پاکستان او ایران کې د مېشتو افغانانو پر وړاندې د تګلارو له سختېدا سره افغانستان ته د بېرته ستنېدونکو شمېر په بې‌ساري ډول زیات شوی دی. د ۱۴۰۲ له وږي میاشت څخه د ۱۴۰۵ تر غبرګولي پورې، شاوخوا ۶.۰۴ میلیونه افغانان له دغو هېوادونو څخه بېرته افغانستان ته راستانه شوي، چې د اټکل له مخې یې د افغانستان نفوس له ۱۰ تر ۱۲ سلنې پورې زیات کړی دی.

دا راپور له پاکستان څخه په بېرته ستنېدنې تمرکز کوي. د ۱۳۵۷ کال د ثور له کودتا راهیسې له دغه هېواد څخه د افغانانو ډله‌ییزه کډوالي او بېرته راستنېدا په مختلفو وختونو کې شوې. خو په ۱۴۰۴م کې له پاکستان څخه د بېرته ستنېدا کچه او چټکتیا بې‌سارې وه. همدارنګه د بېرته ستنېدونکو کورنیو شمېرهم پاموړ زیات شوی، په ځانګړې توګه هغه افغانان چې له څو لسیزو راهیسې په پاکستان کې اوسېدل (UNHCR). ډېری بېرته ستنېدونکو د ژوند ډېره برخه په پاکستان کې تېره کړې، او ځینې خو هېڅکله په افغانستان کې نه دي اوسېدلي. د بېرته ستنوشویو له نیمايي څخه ډېر ماشومان وو، چې ډېری یې په پاکستان کې زېږېدلي او هلته یې زده کړې کړې دي.

ډېری کورنۍ په خپله خوښه بېرته نه راستنېدلې ، خو د پاکستاني چارواکو د فشار او وېرې له امله راستنې شوې. د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د مالوماتو له مخې له ایران او پاکستان څخه ډېرو بېرته ستنېدونکو افغانانو ویلي چې د راستنېدا په پرېکړه کې یې هېڅ انتخاب نه درلود، او له پاکستان څخه د راستنوشویو ۶۱ سلنې وګړو ویلي چې د زور یا فشار له امله بېرته راستانه شوي دي.

محمد انور ترکاڼ چې د کندز اوسېدونکی او د ۱۳ کسیزې کورنۍ مشر دی وویل چې کورنۍ یې تر وروستۍ شېبې پورې د وتلو هڅه ځنډولې وه. دوی د بلوچستان ایالت په لورالايي [بوري] سیمه کې اوسېدل.هغه وویل کله چې ځايي چارواکو پر افغان کډوالو خپل فشارونه زیات کړل نو،

«زموږ کورنۍ د  ۱۴۰۴ په لړم میاشت کې افغانستان ته راستنه شوه. موږ نه غوښتل چې راستانه شو، خو پاکستاني پولیسو هر افغان نیوه. موږ له خپل کور څخه هم نه شو وتلی. پولیس څو ځله زموږ کور ته راغلل او زموږ ماشومانو ته یې لیکلي اخطارونه ورکړل چې باید خپل هېواد ته بېرته ستانه شو».

ولي خان چې د کندهار د خاکرېز ولسوالۍ یو بزګر دی او د ۱۰ کسیزې کورنۍ مشر دی، وویل چې د ده د بېرته راستنېدا اصلي لامل د پاکستاني پولیسو له خوا د ده د دوو توقیف و.

هغه وویل: «زما دوه مشران زامن ونیول شول او درې ورځې په توقیف کې وساتل شول. هغوی یوازې په دې شرط خوشې شول چې زموږ ټوله کورنۍ به افغانستان ته بېرته ستنېږي. ما له وړاندې لا د خپل کور سامان ټول کړی و او هغه څه مې وپلورل چې له ځان سره مې نه شو وړلای. کله چې زما زامن خوشې شول، ما یوه لارۍ کرایه کړه او بېرته افغانستان ته راستون شوم».

د ولي خان او محمد انور تجربې د زرګونو نورو بېرته ستنېدونکو له حالت سره ورته وې. دوی هغه کسان وو چې د څو لسیزو په اوږدو کې جوړ کړي کورونه، دندې، کاروبارونه او ټولنیزې اړیکې یې شاته پرېښودې، خو خپل هېواد ته له راستنېدا وروسته له یوې سختې اقتصادي ستونزې سره مخامخ شول.

په خپل هېواد کې بېکوري

بېرته راستنېدونکو ته لومړنۍ ستونزه د استوګنې له پاره د وړ ځای موندل دي. هغه کسان چې له کلونو او آن لسیزو وروسته له بهر څخه راستنېږي، د اوسېدا له پاره مناسب کورونه نه شې موندلی. ځینې په خپل اصلي ټاټوبي کې کور نه لري او د ځینو بیا ځمکې خلکو غصب کړې یا پلورل شوې دي. ډېری راستنېدونکي له ډېرو کمو زېرمو سره راځي او د کور جوړولو یا پېرلو وس نه لري. له همدې امله ډېری راستانه شوي په کرايي کورونو کې اوسي. د کورونو د کرایې زیاتوالي او د کورونو کمښت نه یوازې راستنېدونکوته، بلکې ټولو خلکو ته ستونزې جوړې کړې دي.

د کډوالۍ د نړیوال سازمان (IOM) د څېړنې له مخې، نژدې درېیمه برخه راستنې شوې کورنۍ په کرايې کورونو کې ژوند کوي. خو دغه سازمان ویلي چې په کرايې کورونو کې یې اوسېدا بې باوره ده، ځکه یواځې نژدې څلورمه برخه يې د کرایې لیکلي تړونونه لري. ډېرئ یې یوا‎ځې په شفاهي او نارسمي هوکړو تکیه کوي، چې دا کار له کرايې کورونه څخه د ایستلو، د کرایې د ناڅاپي لوړېدا او د قانوني خوندیتوب د نشتوالي خطرونه زیاتوي. له همدې امله بې باوره اوسېدا یا د اوسېدني ناخوندیتوب هغه لومړنۍ او بېړنۍ ستونزه ده چې نوې راستنې شوې کورنۍ ورسره مخامخېږي.

د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې له خوا  د مرکه شویو له یوې کورنۍ پرته نور ټول په کرایي کورونو کې اوسېدل. یو شمېر یې په لوی لاس خپل اصلي ولایت یا ولسوالۍ ته نه وو ستانه شوي، په دې ډاډ چې په نورو سیمو کې به د کار او ژوند ښه فرصتونه ومومي، نو ځکه یې هلته کورونه  کرایه کړي وو. د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د مالوماتو له مخې، د سرپناه نشتوالی، د کار موندني لږ فرصتونه او د ځمکې نه درلودل هغه مهم لاملونه دي چې راستانه شوي یې له خپل اصلي ټاټوبي څخه په بل ځای کې مېشتېدا ته اړ کړي دي.

د بلخ ولایت اوسېدونکی جمال په کندهار کې مېشت شوی. ځکه په خپله اصلي ولسوالۍ کې یې کور نه درلود او باور یې دا و چې د کندهار توده هوا او له پاکستان سره نژدېوالی به ورته ډېر فرصتونه برابر کړي. نورو بیا د کار موندنې شونیتیاوې د خپل نوي استوګنځي د ټاکلو اصلي دلیلونه وبلل.

د خاکرېز بزګر ولي خان د کندهار دامان ولسوالۍ ته کوچېدلی او له خپل ورور سره په یوه تنګ او واړه کرایي کور کې ژوند کوي. هغه وویل: «نه په خپل ولایت کې کور لرم او نه کرنیزه ځمکه. د دې کور کرایه درې زره افغانۍ ده، نیمه زه ورکوم او نیمه مې ورور».

یواځې یو مرکه شوی سړی د کرايي کور پر ځای د یوه خپلوان په کور کې مېشت و. د کندوز د ترکاڼ محمد انورکورنۍ د یوه نژدې خپلوان په کور کې بې کرایې ژوند کوي، خو هغه هم له ګڼو ستونزو سره مخ دي. هغه وویل:

«زه په خپل ولایت کې کور نه لرم، خو زموږ د کلي یوه کس، چې نژدې خپلوان مې هم دی، خپل کور وړیا راکړی دی. هغه لا له پاکستانه نه دی راستون شوی. په کور کې د څښاک اوبه نشته. ځینو راستنوشویو د خپلو کورونو مخې ته ډنډونه کیندلي دي. هغوی د ماهي [ د اوبو راایستلو ماشین] پر مټ له نهر څخه اوبه راکاږي، په هماغه ډنډ کې یې ساتي او څو ورځې يې د څښلو او نورو اړتیاوو له پاره کاروي. کله چې ډنډ وچ شي، بیا یې له اوبو ډکوي».

د محمد انور په څېر ډېر نورهم له خپلو خپلوانو، دوستانو یا د کوربه ټولنو له کورنیو سره اوسېږي. دا چاره د سرپناه په برابرولو کې د ټولنیزو اړیکو تلپاتۍ ارزښت ښيي. خو ان دا کورنۍ هم ډېرئ مهال له نامناسبو او بې سېکه استوګنیزو شرایطو سره مخ وي. د کډوالۍ د نړیوال سازمان د ۱۴۰۴ د لړم  میاشتې«د راستنېدونکو د مقاومت او زغم» راپور موندنې ښيي چې ګڼ راستانه شوي په نامناسبو کورونو کې ژوند کوي. دغه سازمان ویلي چې په ۱۴۰۴ هجري کې د راستنو شویو ۱۵ سلنه هغه کورنۍ دي چې مشري یې د مېرمنو په غاړه ده او دوی تر نورو ډېر له ستونزو سره مخ دي. ددغو کورنیو ۱۵ سلنه په نیمګړو، بې دیواله یا موقتي سرپناوو کې ژوند کوي. راپور زیاتوي چې دا کچه  د هغو کورنیو پرتله چې مشري یې نارینه کوي نژدې څلور برابره لوړه ده.

ډېری راستانه شوي اوس هم هیله لري چې د خپلې ځمکې څښتنان شي او د هغې ځمکې د وېش په تمه دي چې حکومت یې د ورکړې ژمنه کړې ده.

د ډیورنډ کرښې په پاکستانۍ غاړه چمن کې افغانان له بار لاریو سره د نوملیکنې مرکز ته په تمه ناست دي. انځور: عبدالباسط/ اې ایف پي/ ۷ ⁄ ۲ ⁄ ۱۴۰۴

ژمنه شوې ځمکه

اسلامي امارت د کرښې په دروازو کې هر راستنېدونکي ته ۲۰۰۰ افغانۍ نغده مرسته وېشي. دوي په وار وار دا ادعا هم کړې چې راستنو شویو ته د استوګنې د ځمکو وېش پیل شوی دی. د حکومت له خوا د وېشل شویو ځمکو کچه د راستنېدونکو کورنیو د ټول شمېر پرتله ډېره لږ ده. زموږ له مرکه شویو کسانو څخه تر اوسه یواځې یوه تن د استوګنې نمره ترلاسه کړې ده.

عبدالکریم، چې یو بې کسبه کارګر دی او لس کسیزه کورنۍ لري، په ۱۴۰۲ هجري کې د لومړنیو راستنېدونکو له ډلې څخه و. هغه په مټې په دې وروستیو کې یوه نمره ځمکه ترلاسه کړه، خو په هغه ځمکه کې نه اوبه وې او نه هم بنسټیزې اسانتیاوې.

« نژدې یوه میاشت وړاندې مې د کندهار د ژړۍ ولسوالۍ په یوه ښارګوټي کې ځمکه ترلاسه کړه. دا ځای د هرات – کندهار له لویې لارې شاوخوا لس دقیقې د موټرسایکل واټن لري. هلته ولاړم او خپله نمره مې تر لاسه کړه. په ټول ښارګوټي کې یوازې یوه څاه کیندل شوې وه. دومره  اوبه نه موندل کېدې چې موږ خپل کورونه پرې جوړ کړو. نه ښوونځي شته، نه روغتونونه او نه هم نورې بنسټیزې اسانتیاوې. ځکه نو تر اوسه یوه راستنه شوې کورنۍ هلته نه ده ورغلې. اسلامي امارت وایي چې کله موږ [راستانه شوي] هلته ولاړ شو او کورونه جوړ کړو، بیا به ښوونځي، روغتونونه او نور خدمات هم جوړ کړي. د ښوونځیو، مدرسو او روغتونونو له پاره ځانګړي ځایونه په نښه شوي دي».

عبدالکریم اوس وزګار دی او هره میاشت ۳۰۰۰ افغانۍ د کور کرایه ورکوي. نوموړی په سختۍ د کور کرایه ګټي . هغه وایي« که اوبه وای، نو خپلې ځمکې ته به تللي و:

«لږ تر لږه به مې د خپل کور چاپېره دېوال جوړ کړی و، یوه کېږدۍ به مې درولې وه او د کور له کرایې به خلاص وم. خو اوس خپله کورنۍ هلته نه شم بیولای. هلته اوبه نشته؛ څه به وڅښو؟ ښار تر هغه ښارګوټي ښه دی. کله کله دلته لږ کار موندل کېږي، خو هلته هېڅ نشته».

بل راستنېدونکي احمدخان چې د شپږو ماشومانو پلار دی، په پاکستان کې د خوراکي توکو دوکان درلود او په  ۱۴۰۴هجري کې افغانستان ته راستون شو. نوموړی  د کندوز اوسېدونکی دی، خو د ځمکې د وېش اوږده انتظار اړ کړی چې د کندهار په دامان ولسوالۍ کې پاتې شي:

« ما په لومړي سر کې کندهار غوره کړ، ځکه فکر مې کاوه چې دلته به د کار فرصتونه ډېر وي. لږې پیسې مې لرلې او کور مې په کرایه ونیو. وروسته کندوز ته ولاړم او  راستنېدونکو ته د ځمکو د وېش ادارې سره مې نوم ولیکه. اوس اسلامي امارت په کندوز کې ځمکې وېشي، خو زه دومره پیسې نه لرم چې خپلې کورنۍ ته خواړه چمتو کړم، نو څنګه به خپله کورنۍ کندوز ته یوسم او څنګه به کور جوړ کړم؟ زه بېخي پیسې نه لرم. که یې د راتګ په لومړیو کې ځمکه راکړې وای، هغه وخت مې پیسې لرلې او په خوښۍ به مې هلته کور جوړ کړی وای. خو اوس مې ټولې پیسې په کندهارکې د کور په کرایه ولګېدې. ښايي هېڅکله کندوز ته ولاړ نه شم. که حکومت یا کومه مرستندویه اداره کور راته جوړ کړي، بیا به ولاړ شم. خو اوس زه له اسلامي امارت څخه ډېر خواشینی او ناهیلی یم».

احمدخان وویل، که څه هم اسلامي امارت تر اوسه ورسره اړیکه نه ده نیولې، خو خپلوانو یې په کندوز کې ورته ویلي چې نوم یې د ځمکې د مستحقینو په لېست کې لیدلی دی:

«زما خپلوانو، چې څو میاشتې مخکې راستانه شوي وو، راته وویل چې ځمکه یې ترلاسه کړې او ورته ویل شوي چې که غواړي کورونه جوړ کړي، همدا اوس دې کار پیل کړي او په دې تمه دې نه کيني چې حکومت یا کومه مرستندویه اداره به کورونه ورته جوړوي».

په دې راپور کې د ۱۴۰۴ ټولو راستنو شویو ویلي چې د حکومت د کډوالو په اداره کې یې د استوګنې د ځمکې له پاره نومونه لیکلي خو تر اوسه یې ځمکه نه ده ترلاسه کړې. هاشم خان، چې هغه هم د کندوز یو بې کسبه کارګر دی، د ۱۴۰۳ هجري په غبرګولي میاشت کې راستون شوی دی او د ۱۴۰۴ هجري په غوايي میاشت کې یې نوم د اسلامي امارت د ځمکو د وېش له ادارې سره ولیکه. چارواکو ورته ویلي وو چې شپږ میاشتې وروسته به ورسره اړیکه ونیسي، خو تر اوسه بېخي زنګ نه دی  ورته وهل شوی. ځینې نورو تازه راستنو شويو، لکه اسلم خان چې په پاکستان کې ښوونکی و او د ۱۴۰۴ هجري په پای کې راستون شوی، لا تر اوسه د نوملیکنې اجازه هم نه ده ترلاسه کړې.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) او د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) راپورونه په پرله پسې توګه ښيي چې د سرپناه نه درلول د بیا ادغام له  تلپاتو مهمو خنډونو څخه دی. د UNHCR د ۱۴۰۴ هجري د لیندۍ په میاشت کې «له راستنېدا وروسته د څارنې سروې» موندلې چې هغو افغانانو چې خپلو اصلي سیمو ته نه وو ستانه شوي، ۴۶ سلنه یې د ځمکې  یا سرپناه نشتوالی د بیا مېشتېدو د خنډ اصلي لامل بللی. له پاکستانه راستانه شوي د ایران د راستنېدونکو پرتله د کور او ځمکې له پلوه له ډېرو ستونزو سره مخ دي او د راستنېدا پر مهال یې د خپل کور یا میراثي ملکیت د لرلو شونیتیا هم لږه ده.

د راستنېدونکو په اړه د IOM د  ۱۴۰۴ هجري راپورهم ښيي چې د ځمکې او استوګنې ستونزې د دویم ځل بې‌ځایه کېدو مهم لاملونه دي. د هغو راستنو شویو له ډلې چې په خپل اصلي ځای کې نه اوسېدل، نژدې درېیمې یې ویلي چې د دوی کور یا ځمکه یا ویجاړه شوې، یا غصب شوې او یا هم د استفادې وړ نه وه. له همدې امله ډېرئ اړ شوي چې په نورو سیمو کې مېشت شي یا له راستنېدا وروسته څو ځله د اوسېدو ځای بدل کړي. 

له دې ټولو سره سره، ډېری راستانه شوي د ځمکو د وېش له پروګرام څخه د ګټې اخیستو پر ځای، لا هم د استوګنې ځمکې ته د لاسرسي او د خوندي او باثباته سرپناه د موندلو له جدي ستونزو سره مخ دي.

نا ډاډمن ژوند

د استوګنې ستونزه که څه هم د راستنو شویو تر ټولو څرګنده ننګونه ده، خو وزګارتیا هغه بنسټیزه ستونزه ده چې نژدې ټولې نورې ستونزې ترې راوځي. د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې له پوښتل شویو بیا راغلو کډوالو سره د خبرو پر مهال، ټولو کار او د عاید موندل خپله تر ټولو بېړنۍ اړتیا بللې ده. د ثابت عاید له نشتوالي پرته کورنۍ نه شي کولی د کور کرایه ورکړي، خوراکي توکي برابر کړي، ماشومان ښوونځي ته ولېږي او هغه پورونه ادا کړي چې د راستنېدا پر مهال او وروسته یې کړې دي. د دې راپور مرکې ښيي چې ډېری کورنۍ د دې پر ځای چې خپل ژوند له سره ورغوي او باثباته ژوند وکړي، لا هم خپله پخوانۍ سپما مصرفوي، پور اخلي یا د خپلوانو او بشري مرستو پر مټ ژوند پر مخ وړي.

د کندهار بزګر، ولي خان له پاکستانه د شاوخوا ۷۰ زره افغانیو له زېرمې سره راستون شوی و. څو میاشتې وروسته یې د زېرمې ډېره برخه د کور په کرایه، خوراک او ورځنیو لګښتونو تللې وه. هغه وویل:

«دلته د لګښتونو پوره کول ډېر سخت دي. زه هره میاشت شاوخوا ۱۷۵۰۰ افغانۍ مصرفوم. د راستنېد پر مهال، اسلامي امارت موږ ته (زموږ دواړو کورنیو ته) ۱۴۰۰۰ افغانۍ راکړې. زما یو خپلوان چې په کابل کې اوسي، ۲۵۰۰۰ افغانۍ  يې په زکات کې راولېږلې. له هماغه وخته تر اوسه همدا پیسې مصرفوم. اوس مې زېرمه نژدې خلاصه شوې او نه پوهېږم چې وروسته به خپلو ماشومانو ته  څنګه خواړه چمتو کوم».

د جمعه خان په ګډون، چې کیسه یې د دې راپور په پیل کې راغله، ګڼو نورو راستنو شویو فکر کاوه کندهار به، چې د افغانستان له لویو ښارونو څخه دی ، د دوی له پاره د کار ښه فرصتونه ولري. جمعه خان هیله لرله چې د پیسو زېرمه به یې تر هغو چې د کورنۍ یو یا څو غړي یې کار مومي، بس شي. هغه وویل:

«چې له پاکستانه راستنېدم اتیا زره افغانۍ او دوه موټرسایکلونه مې له ځان سره راوړل. لومړی مې خپلې پیسې مصرف کړې، وروسته مې موټرسایکلونه هم وپلورل او هغه پیسې مې هم ولګولې. اوس د خپلې کورنۍ د راتلونکي په اړه سخت اندېښمن یم».

یو شمېر نورو مرکه کېدونکو هم وویل چې دوی د کار د فرصتونو په اړه د اوازو او اټکلونو له مخې د استوګنې ځای وټاکه، خو کله چې هلته ورسېدل، و يې لیدل چې د کورنيو بېځایه شویو او ځايي اوسېدونکو په ګډون زرګونه نور راستانه شوي د محدودو دندو له پاره سیالۍ سره کوي. جمعه خان هیله لرله چې حکومت یا ناولتي مؤسسې به ورسره مرسته وکړي. هغه وویل: «موږ د پیسو او خوړو له سخت کمښت سره مخامخ یوو او ښايي  ډېر ژر د خوړو له پاره هېڅ هم ونه لرو».

آن هغه کسان چې زده کړې یا مسلکي مهارتونه لري هم کار نه شي موندلی. د ولي خان دوه مشران زامن چې په پاکستان کې یې د پولیسو له لوري تر نیول کېدا وروسته کورنۍ د وتلو ژمنه کړې وه، د لېسې فارغان وو او د پوهنتون د کانکور له پاره یې چمتووالی نیوه. یواځې یو زوی يې، چې په انګلیسي ژبه پوهېږي، د ژبښوونې په یوه کورس کې نیمه دنده موندلې ده. د هغه میاشتنی معاش یواځې ۲۵۰۰ افغانۍ دی. د هغه پلار وویل: «په دې پیسو آن زما د زوی خپل لګښتونه هم نه پوره کېږي».

د نورو څېړنو موندنې هم ورته انځور وړاندې کوي. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ (UNHCR) « ترراستنېدا وروسته د څارنې سروې» چې له پاکستان او ایران څخه له ۱،۶۵۸ راستنو شویو کورنیو سره د مرکو پر بنسټ ترسره شوې، ښيي چې له پاکستانه ډېری ستنوشویو ویلي چې د عاید کومه سرچینه  نه لري، خو بیا یې هم نامنظمه ورځنۍ مزدوري تر ټولو عامه سرچینه جوړوي. په څه باندې لسو کې د نهو کورنیو میاشتنی عاید تر لس زره افغانیو کم و، او له لسو شاوخوا نهو کورنیو ویلي چې پوروړې دي. د ډېرو کورنیو عاید د ناروغانو او زړو د درملنې په ګډون د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو له پاره بسنه نه کوي.

د روغتیايي خدمتونو لګښتونو او د مناسبو چوپړونو کموالي هم  ددغو زیان ګالو کورنیو پیټی دروند کړی دی. د UNHCR د سروې له مخې، راستنېدونکو د راستنېدا پر مهال روغتیايي خدمتونه له مهمو اړتیاوو څخه بللي او ډېری پوروړو کورنیو ویلي چې د درملنې او درملو د لګښتونو له پاره یې پور اخیستی دی. په ډېرو سیمو کې د روغتیايي مرکزونو کمښت،  تر کلینیکونو پورې اوږده واټنونه او د خدماتو ټیټ کیفیت هم د خلکو مهمې ستونزې دي. ښځې، معیوبین او هغه کورنۍ چې قانوني اسناد نه لري، روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې له ځانګړو خنډونو سره مخ دي. دا ټول په داسې حال کې دي چې د بشري مرستو د بودجې کمښت د افغانستان پر بې سېکه روغتیايي نظام فشار نور ډېر کړی او داسې اندېښنې شته چې ښايي راستانه شوي په راتلونکې کې اړینو روغتیايي خدمتونو ته لا لږ لاسرسی ولري.

د ډېرو غړو لرونکو او هغو کورنیو  له پاره چې د کار کولو وړ وګړي یې ډېر وي د بېکارۍ او لوړو لګښتونو اغېزې لا ډېرې درنې دي. د افغانستان تحلیلګرانو شبکې نژدې ټولو مرکه شویو بیا راغلو کډوالو، لکه ولي خان او جمعه خان، په دې اړه ژورې اندېښنې ښودلي چې په راتلونکو میاشتو کې به خپلو کورنیو ته خواړه څنګه چمتو کوي. همدې حالت ډېر شمېر راستانه شوي اړ کړي چې له خپلوانو او ملګرو څخه پور واخلي.

د پورونو کول ښيي چې راستانه شوي له یوه څرګند بحران سره مخامخ دي. ډېری راستانه شوي یواځې د پورونو په مټ خپل ورځنی ژوند پر مخ وړي، خو د دغو پورونو د بېرته پرې کولو هېڅ روښانه هیله نه لري. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د « راستنېدا وروسته د څارنې د سروې» له مخې، نژدې ۹۰ سلنه راستنې شوې کورنۍ پوروړې دي او ډېریو یې د یوې میاشتې له عاید څخه ډېر پور اخیستی دی. د دغو کورنیو لوی اکثریت ویلي چې افغانستان ته تر راستنېدا وروسته یې پورونه لا زیات شوي دي. پورونه تر ډېره د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو، په ځانګړي ډول د خوړو (۷۲ سلنه)، روغتیايي خدمتونو (۶۴ سلنه) او د کور کرایې (۳۱ سلنه) له پاره اخیستل کېږي. دا چاره ښيي  چې ګڼې کورنۍ د ژوندي پاتېدا له پاره په پورونو تکیه دي (UNHCR).

د دې راپور مرکې هم د UNHCR موندنې تاییدوي. راستانه شوي، پورونه د کاروبار یا پانګونې له پاره نه، بلکې یوازې د خوراک، کرایې او نورو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو له پاره اخلي. د کندهار د خاکرېز ولسوالۍ بزګر، ولي خان، وویل چې کله یې له پاکستانه راوړې زېرمه په دریو میاشتو کې خلاصه کړه،نو اړ شو له خپل پخواني کارګومارونکي پور واخلي:

«له پاکستانه مې یو څه پیسې راوړې وې. په دریو میاشتو کې ټولې خلاصې شوې. د کور کرایه مې ورکړه او پاتې پیسې مو په خوړو، نورو اړتیاوو او د کورنۍ د ناروغانو په درملو ولګولې. کله چې سپما ختمه شوه، له هغه کس څخه مې ۲۰ زره افغانۍ پور واخیستې چې ما او زما درېیو زامنو ورسره څه باندې یو کال په پاکستان کې کار کړی و. کله چې هغه پیسې هم خلاصې شوې، بیا مې پیغام ور ولېږه او همدومره نورې مې ترې وغوښتې.».

خو پخواني کار ګومارونکي مې  د نور پور راکولو له پاره یو شرط وړاندې کړ:

«هغه راته وویل چې نورې پیسې نه شي رالېږلی، ځکه زه به یې د بېرته ورکولو توان ونه لرم. خو یوه مشوره یې راکړه چې خپل دوه زامن پاکستان ته ولېږم؛ یو به دی وګوماري او دده پور به پرې کړي او بل به بل کار کوي او موږ ته به افغانستان ته پیسې رالېږي».

ولي خان وایي، بله چاره نه وه او خپل یو ۲۲ کلن (مشر زوی )او ۱۷ کلن (درېیم زوی)  مې بېرته پاکستان ته ولېږل:

«له اختر  څخه مې څو ورځې وړاندې ولېږل. بله هېڅ لاره نه وه. نېکمرغه وو چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پوله څلور ورځې پرانیستې وه، زامن مې تر پولې واوښتل او هغه سړي ته ورسېدل چې پور یې راکړی و. هغه سړي  بیا ماته پیسې راولېږلې. اوس مې یو زوی د هغه سړي په کور کې کار کوي ،هغه یې له پولیسو ساتي او مشر زوی مې بل ځای مزدوري کوي.».

د ځینو نورو راستنو شویو له پاره د پورونو پایلې لا ډېرې درنې وې. د کندوز ولایت بزګر، عبدالغني، وویل چې څو ځله پور اخیستل په پای کې دې ته اړ کړ چې د پور ورکوونکي غوښتنو ته غاړه کېږدي:

« شاوخوا ۱۴ میاشتې وړاندې له پاکستانه راستون شوم. ټولې راوړې پیسې مې ولګېدې. درې ځله مې د خپل کلي له یوه کس څخه پور واخیست چې ټولی ۸۵ زره افغانۍ کېدې. موږ دواړو فکر کاوه چې بېرته به یې ورکړم، خو د کار د نشتوالي له امله ونه توانېدم. بیا مې ترې نورې پیسې وغوښتې او څلورم ځل یې هم راکړې. خو دا ځل یې وویل که په دریو میاشتو کې ټول پور ورنه کړم، نو باید خپله څلور جریبه للمي ځمکه پرې وپلورم. درې میاشتې تېرې شوې او بیا مې هم د پور پرېکولو وس و نه موند».

عبدالغني د ځمکې خرڅولو غوښتنه و نه منله. وروسته یې تر دې لا سخته پرېکړه وکړه:

« بله هېڅ لار نه وه پاتې. له خپلې مېرمنې سره مې مشوره وکړه او پرېکړه مو وکړه چې ۱۴ کلنه لور د خپل کلي یوه سړي ته په نکاح ورکړو. همداسې مو وکړل. فکر مو کاوه چې ځمکه باید د نورو اولادونو له پاره وساتو. خدای مهربان دی، ښې ورځې  به بېرته راشي. هغه کس موږ ته سل زره افغانۍ راکړې او د واده تر وخته به پاتې ۲۷۰ زره افغانۍ هم راکوي».

عبدالغني وایي، د لور د ولور پیسو یې  پور ادا کړ او ځمکه یې وساتله، خو د کورنۍ اقتصادي حالت یې ښه نه کړ:

« موږ خپله لور ددې له پاره قرباني کړه چې د هغې د نورو وروڼو او خویندو ژوند وژغورو او خپله ځمکه له لاسه ور نه کړو».

د UNHCR تر راستنېدا وروسته د څارنې سروې هم ښيي چې د ګڼو راستنو شویو کورنیو ماشومان کار ته اړ شوي دي. ځینې ښوونځي ته د تګ پر ځای  کار کوي او ځینې نور له کورنۍ سره کارونو کې مرسته کوي.دوی ته د زده کړو له پاره ډېر لږ وخت پاتې کېږي. د ماشومانو میندې او پلرونه دا کار د خپلې خوښې پرېکړه نه بولي، بلکې د سخت اقتصادي حالت پایله یې ګڼي. کله چې کورنۍ د خوړو، کرایې او روغتیايي لګښتونو د چمتو کولو وس ونه لري، هغه مهال بیا د ماشومانو زده کړې لومړیتوب له لاسه ورکوي. د افغانستان تحلیلګرانو شبکې له خوا مرکه شویو هم په پرله ‌پسې ډول د خپلو ماشومانو د زده کړو راتلونکی له خپل کاري حالت سره وتاړه. ډېرو وویل که دوامداره دنده او خوندي استوګنځای ولري، له شکه پرته به خپل ماشومان د کار پر ځای، ښوونځي ته ولېږي.

 د خوندیتوب کاواک چتر

د افغانستان ډېرو سیمو ته د بهر مېشتو خپلوانو له خوا رالېږل کېدونکې پیسې (حوالې) د کورنیو د عاید یوه لویه سرچینه ده. خو له پاکستان څخه د راستنېدونکو له پاره د ملاتړ دا ځواک ډېرمحدود برېښي. د UNHCR د« راستنېدا وروسته د څارنې د سروې» له مخې، له پاکستانه د راستنو شویو یواځې درې سلنه کورنیو له بهرنیو خپلوانو څخه مالي حوالې ترلاسه کړې، چۍ په منځني ډول هره میاشت ۱۳۴۰۰ افغانۍ ور رسېدلې دي. د دې راپور ډېرو مرکه شویو کورنیو وویل چې دوی له بهر څخه د عاید یا منظم مالي ملاتړ هېڅ باوري سرچینه نه لري.

بشري مرستو تر یوه بریده دغه تشه ډکه کړې ده. له راستنېدونکو سره هېواد ته د راتګ پر مهال د حکومت او ملګرو ملتونو د ادارو له خوا مختلفې مرستې شوې دي. مرستې د نغدو پیسو،خوراکي توکو، د استوګنې د ملاتړ او تر خپلو اصلي ځایونو پورې د موټر د کرایو په بڼه شوې دي. ډېرو مرکه شویو وویل چې دا مرستې یا بس نه وې او یا هم ژر خلاصې شوې.

اکرم خان یو نامسلکي مزدور دی او د ۱۴۰۴ په وروستیو کې کندهار ته راستون شوی. هغه د هغې شېبې نکل چې خبر شو نورې مالي مرستې نه ورکول کېږي، داسې وکړ: «موږ ته وویل شول چې له UNHCR سره نورې پیسې نشته. هغوی راته وویل چې خپل اسناد وساتو او په تمه شو».

یو شمېر مرکه شویو هم یادونه وکړه چې کله د ۱۴۰۴ هجري په کب میاشت کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اجرائیوي فرمان له مخې د امریکا له خوا بهرنۍ مرستې ودرول شوې، د بشري مرستو د بودجې د کمښت له امله د مرستو کچه په څرګند ډول راټیټه شوه ( د افغانستان تحلیلګرانو شبکه). د بېلګې په توګه، UNHCR  د امریکا د مرستو تر بندېدا وروسته د خپلې نا مشروطۍ بودجې نژدې نیمايي برخه له لاسه ورکړه. که څه هم د اروپا د ملکي ساتنې او بشري مرستو اداره (ECHO) او په افغانستان کې د اروپایي ټولنې استازولۍ هڅه کوي چې د UNHCR له لارې د هغو راستنېدونکو مالي لاسنیوی وکړي چې له سختو ستونزو سره مخامخ دي. نړیوالو مرستندویو ادارو په وار وار خبرداری ورکړی چې د بودجې کمښت د مخ پر زیاتېدونکو اړتیاوو د پوره کولو وړتیا بې سېکه کړې ده. سربېره پر دې، په داسې حال کې چې افغانستان لا هم له پراخو اقتصادي ستونزو او د لوړې کچې بېکارۍ سره مخ دی، لنډمهالې او یو ځل ورکول کېدونکې نغدي مرستې د هېواد د درېدلي پرمختګ او د راستنېدونکو د اوږدمهالو ستونزو د حل له پاره بسنه نه کوي.

زده‌ کړې: د راستنو شویو ماشومانو له پامه غورځېدلې اړتیا

د دې راپور په ټولو مرکو کې د ماشومانو د زده‌کړو په اړه اندېښنه په وار وار یاده شوې. ډېرئ مرکه شوي کسان کلونه په پاکستان کې اوسېدلي وو، سره له دې چې هلته له ګڼو ستونزو سره مخ وو، خو د دوی ماشومانو( هلکانو او نجونو) د زده‌کړو ټولو پړاوونو او نورو روزنیزو فرصتونو ته لاسرسی درلود. افغانستان ته له راستنېدا وروسته په بشپړه توګه له یوه بېل حالت سره مخ شول.

د جمعه خان په ۱۸ کسیزه کورنۍ کې پنځه هلکان او څو نجونې د ښوونځي د عمر دي. خو د کندهار په هغه نارسمي پڼغالي کې چې دده کورنۍ اوس پکې اوسي، هېڅ رسمي ښوونځی نشته. یواځې یوه نارسمي مدرسه ده چې یو سیمه‌ییز ملا یې چلوي. دغه پڼغالی له کوم رسمي پلان یا حکومتي ملاتړ پرته کورنیو بېځایه شویو او راستنو شویو جوړ کړی دی.  دلته چې کورنیو هرڅومره ځمکه موندلې، کېږدۍ او لنډمهالې سرپناوې یې په کې جوړې کړې دي. د وخت په تېرېدو سره نفوس زیات شوی، خو د زده کړو امکانات ورسره جوخت نه دي رامنځته شوې.

د جمعه خان په وینا، د دوی په سیمه کې هېڅ رسمي ښوونځی نشته. هغه وویل: « د یوې نادولتي موسسې (NGO) یو ښوونځی شته.خو هلته عادي درسي مضامین نه تدریسېږي. د هغه په خبره، ماشومانو ته یواځې د پوهاوي ځینې لنډ پروګرامونه وړاندې کېږي چې تر ډېره د ماینونو د خطرونو او رواني ملاتړ په اړه وي. د ډېرو میندو او پلرونو له پاره دا هغه څه نه دي چې افغانستان ته د راستنېدا پر مهال یې تمه لرله. جمعه خان وویل: «موږ هم له حکومت او هم له مرستندویو ادارو وغوښتل چې ښوونځی را ته جوړ کړي، خو هېڅ ځواب مو ترلاسه نه کړ.» له همدې له امله د ډېرو ماشومانو له پاره یواځنۍ شته لار نارسمي دیني زده‌کړې دي. د جمعه خان زامن د کلي په یوه نارسمي مدرسه کې زده‌کړې کوي، چې سیمه‌ییز ملا پکې د دیني مضامینو ترڅنګ لومړنی لیک او لوست هم ورزده کوي. خو لوڼو یې مدرسه پرېښې ده، ځکه د بدني سزا له امله وېرېدلې وې. هغه وویل: «په پیل کې هلکان او نجونې دواړه تلل، خو اوس نجونې نه ځي، ځکه ملا ماشومان ډېر وهي».

د نورو راستنېدونکو له پاره ښوونځي شته، خو په عملي ډول ورته لاسرسی ناشونی دی. د UNHCR له «راستنېدا وروسته د څارنې سروې» ښيي چې ۷۱ سلنه هغو راستنو شویو کورنیو چې د ښوونځي په عمر ماشومان لري ویلي چې هېڅ یوه نجلۍ یې ښوونځي ته نه ځي. خو د هلکانو کچه ۵۱ سلنه ده. (UNHCR) سروې همدارنګه ښيي چې له ایران او پاکستان څخه د راستنېدونکو ترمنځ هم توپیر شته. له پاکستانه راستنو شویو ۶۸ سلنه کورنیو ویلي چې هېڅ یو هلک یې ښوونځي ته نه ځي،خو له ایران څخه د راستنو شویو بیا ۵۱ سلنه هکان ښوونځيو ته نه ځي.

روزي خان، چې هلمند ولایت ته راستون شوی او د ټکسي چلوونکی دی، وویل چې ماشومان یې له پاکستان څخه تر راستنېدا وروسته په ښوونځي کې شامل شول، خو ډېر ژر یې زده‌کړې پرېښودې. هغه وویل: «یوه یا دوې اوونۍ ښوونځي ته ولاړل، خو ښوونځی ډېر لرې و». د UNHCR په وینا، د ښوونځي واټن، د تګ راتګ لګښتونه، امنیتي اندېښنې او د کورنۍ مسؤلیتونه ټول د ماشومانو پر دوامداره حضور اغېز کوي.

دا ستونزه په ځانګړي ډول په هغو سیمو کې  ډېره ده چې لوی شمېر راستانه شوي په کې مېشت دي. داد محمد چې پخوا په پاکستان کې د افغان کډوالو په یوه ښوونځي کې ښوونکی و او اوس کندوز ته راستون شوی، اټکل کوي چې د دوی په سیمه کې شاوخوا ۱۲۰ هلکان او نجونې د ښوونځي د عمر دي، خو د هغه په وینا، یو يې هم ښوونځي ته نه ځي. هغه وویل: «د دوی له پاره په شاوخوا کې هېڅ ښوونځی نشته.» د داد محمد له پاره دا حالت ډېر خواشینوونکې دی. هغه وویل: «موږ به  له لوږي نه مرو، خو د خپلو ماشومانو د زده‌کړو په اړه ډېر اندېښمن یو». د ډېرو نورو په څېر، هغه هم څو ځله له حکومتي چارواکو او مرستندویو ادارو څخه د مرستې غوښتنه کړې، خو تر اوسه یې چا په خبره غوږ نه دی ګرولی.

ډېرو مرکه شویو نارینه وو په افغانستان کې د خپلو ماشومانو د زده‌کړو فرصتونه له هغو امکاناتو سره پرتله کړل چې په پاکستان کې یې درلودل. که څه هم افغان کډوال په پاکستان کې له ګڼو خنډونو سره مخ وو، خو ډېرو کورنیو کولی شول چې خپل ماشومان د کډوالو په ښوونځیو یا د زده کړو په سیمه‌ییزو بنسټونو کې شامل کړي. یو شمېر مرکه شویو وویل چې د دوی ماشومانو هلته منځنۍ زده‌کړې بشپړې کړې وې او یا یې پوهنتون ته د تګ هیله لرله. خو افغانستان ته راستنېدا دغه هیلې له خنډ سره مخ کړې. د ولي خان دوو زامنو په پاکستان کې دولسم ټولګی [ هلته د کالج دویم کال] لوستی وو او په افغانستان کې یې د کانکور ازموینه هم ورکړې ده. خو اوس یې یو بېرته پاکستان ته د کار له پاره تللی او خپلې زده‌کړې یې ځنډولي، او بل یې لا هم د بریالیتوب په هیله د کانکور پایلو ته په تمه دی.

ډېرو مرکه شویو د خپلو ماشومانو د زده‌کړو په اړه د ناهیلۍ، وېرې او پښېمانۍ احساسات څرګند کړل. دا اندېښنه بې‌ځایه نه ده. د افغانستان د زده‌کړو سکتور لا له وړاندې له سترو ستونزو سره مخ دی. د یونیسیف د اټکل له مخې، په ټول افغانستان کې شاوخوا ۳.۷ میلیونه ماشومان چې ۶۰ سلنه یې نجونې دي ښوونځيو ته لاسرسی نه لري. په داسې حال کې چې بشري مرستې مخ په کمېدو دي او پر عامه خدمتونو فشار ورځ تر بلې زیاتېږي، راستانه شوي تر سخت فشار لاندې د زده کړو دغه نظام ته ورګرځي. له پاکستان څخه د سلګونو زرو ماشومانو راستنېدا دغه فشارونه نورهم زیات کړي دي.

د بیا کډوالۍ پر لور؟

د دې راپور له پاره ترسره شوې مرکې ښيي چې له راستنېدا وروسته پاموړ شمېر کورنۍ په ټولنه کې نه دي ادغام شوې او ډېری یې لا هم په ناڅرګند حالت کې ژوند کوي. دوی کار نه لري، کور نشته او د ماشومانو له پاره ښوونځي نشته.د دغو ستونزو ټولیز اغېز د زیان‌مننې داسې جال ورته جوړ کړی چې ترې وتل ورځ تر بلې ستونزمن کېږي. همدا لامل دی چې د ټولو خطرونو په منلو سره د راستنو شویو مخ پر زیاتېدونکی شمېر، د بیا کډوالۍ په اړه فکر کوي. ځینو خو دا پرېکړه پخوا لا کړې ده.

 د کندوز ولایت یو بزګر اکبرخان  وویل چې ورور یې وړاندې لا افغانستان پرېیښی او بېرته پاکستان ته تللی دی. هغه وویل: «ورور مې لومړی هلمند ته کډه وکړه، خو وروسته په ناقانونه لارو بېرته پاکستان ته ولاړ. اوس په پاکستان کې له خپلې کورنۍ سره ژوند کوي». اکبر خان وایي دی هم اوس د همدې لارې د غوره کولو په فکر کې دی. هغه وویل: «زه هم ځان تګ ته چمتو کوم.غواړم چې زه او کورنۍ مي له ورور سره یوځای شو. که دلته پاتې شو، ناشونې ده چې کورنۍ وساتلی شو». د دې راپور د ډېرو نورو مرکه کېدونکو په څېر، اکبر خان له پاکستانه راوړې زېرمه نژدې ټوله خوړلې ده. هغه تر اوسه کومه دایمي دنده نه ده موندلې. هغه وویل: «زما اقتصادي حالت ډېرخراب دی. که همداسې دوام وکړي، په یوه یا دوو میاشتو کې به مې ټولې پیسې خلاصې شي».

د اکبر خان په څېر، ګڼې کورنۍ له یوه سخت انتخاب سره مخ دي. دوی پاکستان ځکه پرېښود چې نور یې هلته پاتېدا شونې نه وه. خو له راستنېدا وروسته اوس ځینې دا احساس کوي چې په افغانستان کې هم د خپل ژوند د دوام وس نه لري. په داسې شرایطو کې کډوالېدل دوی ته د ژوند د دوام یوازینۍ عملي لار ښکاري.

د بیا کډوالۍ فکر یوازې په څو لاملونو پورې نه دی تړلی. د مرکو په اوږدو کې راستنو شویو څو ځلې په افغانستان کې د خپل اوږدمهاله راتلونکي په اړه شکونه څرګند کړل. آن هغوی چې لا یې د وتلو پرېکړه نه وه کړې، ویل که شرایط ښه نه شي، کډوالي به یو شونی انتخاب وي. یو شمېر کورنیو لا له وړاندې ځینې غړي ایران او له هغه ځایه ترکیې او اروپا ته استولي دي، خو نورو بیا د کار له پاره د خپلو کورنیو غړي بېرته پاکستان ته لېږلي دي. همدارنګه، ټول راستانه شوي چې په پاکستان کې خپلوان او ملګري لري، لا هم نژدې اړیکې ورسره ساتي.

د خاکرېز د بزګر، ولي خان کیسه د دې حالت ښه بېلګه ده. هغه د خپلو پورونو پرېکولو له پاره خپل دوه زامن بېرته پاکستان ته د کار له پاره ولېږل. که څه هم د دوی تګ د یوې لنډمهالې حللارې په توګه پلان شوی و، خو دا ډول چارې ډېری مهال اوږدمهالې کډوالۍ ته نوې لارې پرانېزي. کله چې له هېواده بهر د یوې کورنۍ یو غړی خپل ځای ومومې او اړیکې جوړې کړي، نور خپلوان يې هم پر پله د تګ هڅه کوي. هغه څه چې په پیل کې یوازې د ستونزو د مقابلې یوه لنډمهاله تګلاره وي، وروسته د کډوالۍ په نوي پړاو بدلېدای شي،یا هم لکه پخوا، په پای کې په یوه بله جبري راستنېدنه اوښتلی شي. په پیل کې دا د ستونزو د حل یوه لنډمهاله تګلار وي خو وروسته بیا د کډوالۍ په نوي پړاو بدلېږي او د تېر په څېر هېواد ته د بلې جبرې ستنونې لامل کېدای شي.

کله چې د کار او عاید فرصتونه محدود وي او د بیا ادغام لپاره بشپړ ملاتړ نه وي، نو ډېر ځله راستانه شوي د ژوند د دوام له پاره نورو هېوادونو ته د تلو فکر کوي. د دې راپورمرکې ښيي چې ډېرئ راستانه شوي د افغانستان د پرېښودو په احتمال کلک غور کوي. که څه هم ډېر شمېر یې لا هم غواړي خپل ژوند په افغانستان کې بېرته و رغوي، خو ورځ تر بلې دا پوښتنه ورسره پیاوړې کېږي چې ایا په اوسنیو شرایطو کې  به دا هیله عملي شي؟

پایله

د کابل، کندهار، هلمند او کندوز له راستنو شویو سره مرکې ښيي چې اصلي ستونزې له پولې تر اوښتو وروسته پیلېږي. که څه هم ډېرې کورنۍ په خپله خوښه نه وې راستنې شوې، خو هیله یې لرله چې له داسې حالت سره به نه مخامخېږي چې په کې د کار فرصتونه محدود، د ژوند لګښتونه لوړ، د استوګنې ځایونه کم او عامه خدمتونه ډېر بې سېکه وي.

د ژوند د دوام له پاره راستنو شویو بېلابېلې لارې غوره کړې دي.د بېلګې په ډول پور اخیستل، په خپلوانو تکیه کول، په یوه کورکې د دوو یا څو کورنیو اوسېدل، د کار له پاره له ښوونځي څخه د ماشومانو ایستل او د عاید ترلاسه کولو په موخه بهر ته د کورنۍ د غړو لېږل. که څه هم دا تګلارې د لنډ مهال له پاره له کورنیو سره مرسته کوي، خو په افغانستان کې د دوی د بیا ادغام ستونزه نه شي اوارولای. ډېرو ته جبري راستنېدنه د اوږدمهالې ناڅرګندتیا او مخ پرزیاتېدونکې اندېښنې لامل شوې ده. دوی سره له دې چې ثابت عاید نه لري، خو لا هم د کور کرایه ورکوي. دوی د ځمکو د وېش بهیر ته چې ښايي میاشتې یا آن کلونه وخت ونیسي، په تمه ناست دي. د ځمکو د وېش خبرونه اوري، خو نه پوهېږي چې کله به ځمکې تر لاسه کړي او دا چې ځمکې به دوی ته ورکړي او که نه. یا لکه د کندهار د ژړۍ ولسوالۍ عبدالکریم چې د ځمکې یوه نمره یې ترلاسه کړې وه په دې پوهېدلی و چې ورکړ شوې ځمکه د اوبو په څېر د ژوند له بنسټېزې اړتیا بې برخې ده. له بلې خوا، ډېرئ راستانه شوي خپلو اصلي سیمو ته د بېرته ستنېدا لېوالتیا نه لري، خو په هغو ځایونو کې چې اوس مېشت دي هم حالت تر هغه ښه نه دی.

د دې راپور مرکې ښيي چې ډېری راستانه شوي د پاڼ او پړانګ تر منځ ژوند کوي. شونې نه وه چې دوی نور په پاکستان کې پاتې شي، خو په افغانستان کې یې هم ژوند ثبات نه لري. همدغه ناڅرګند حالت د ځینو له پاره یوې سختې پایلې ته لاره اواره کړې ده. دوی فکر کوي چې ښايي بیا کډوالي یې د ستونزو یواځینۍ حللاره وي.

لیکوالان: