Afghanistan Analysts Network – Dari Pashto

کډوالي / مهاجرت

د بالکان د لارې مزلونه: د افغان پناه غوښتونکو له پاره په کرویشیا او سربیا کې زړه سوی نشته

فابرېزیو فوسکیني 35 دقیقې

سږ اوړی د بالکان په لاره د افغان کډوالو سفرونه ډېر زیات شوي وو. په دوی کې د ډېرو عمرونه چې منځنۍ، ختیځې او شمالي اروپا ته اوږده سفرونه کوي تر شلو لږ اوښتي یا د تنکۍ ځوانۍ وو. له ترکیې څخه سربیا ته د رسېدا په پار دوی عموما له یونان او بلغاریا څخه تېرېږي. چې هلته ورسېږي بیا ډېری یې غوره ګڼي چې د لویدیځ بالکان پر لار چې له بوسنیا، کرویشیا، سلووینیا او ایټالیا څخه تېرېږي، مزل وکړي. هلته بیا اصلي منزل ته تر رسېدا وړاندې لارې یو ځل بیا سره بېلېږي. د  ۲۰۲۳ م کال په جنورۍ کې کرویشیا د اروپايي ټولنې د هېوادونو تر منځ په هغو پولو کې چې د بالکان لاره پرې ورسیخه ده، تر ټولو مهمه بهرني پوله شوه، خو سربیا چې د اروپايي ټولنې غړی هېواد نه دی، د  کډوالو له پاره اوس هم د نیمې لارې د تمځای په توګه د اروپايي ټولنې د هېوادونو له پولو پورې غاړې اخیري منزلونو ته ښه نژدې ده. د افغانستان تحلیلګرانو شبکې  فابرېزیو فوسکیني هڅه کړې چې د کرویشیا او سربیا د وروستي سفر په ترڅ کې  د ایټالیا په تریستې ښار کې چې کرویشیا او سلووینیا  ته نژدې دی او د بالکان یوه لار پرې اوړي، په دې بېلابېلو خو سره تړلیو هېوادونو کې د افغانانو حال مالوم کړي.

د سلواما په ګاونډ کې د استوګڼي ارزانه ځایونه او هوټلونه د کډوالو د همېشني تګ راتګ نښې دي. دا ځای اوس د لویو ودانیو د پروژو یوه ساحه ده. انځور: فابرېزیو فوسکیني ، ۲۵ جولای ۲۰۲۳

کرویشیا: د اروپایي ټولنې غړی هېواد

یوه ځوان افغان شاوخوا لس کاله وړاندې ماته خپله کیسه وکړه چې  څنګه په ناخبرۍ کې په کرویشیا باندې د اروپايي ټولنې د غړیتوب په نامه غولېدلی و. د بلغاریا، سربیا او هنګري ها غاړې ته د څو میاشتو اوږده او په زړه پورې سفر وروسته هغه د کمو پیسو لرونکو هغو بې لارښودو مسافرو له ډلې څخه و، چې آن له جي پي اس (ډیجېټل لارښود) پرته يې یواځې د خپلې وړتیا پرمټ ترمنزله ځان رساوه. هغه د سربیا او کرویشیا ترمنځ پر پوله، په ناخبرۍ اوښتی و. هغه د بېرو له یوه باغه چې شپه یې پکې تېره کړې وه، تېر ماښام راوتلی او د کرویشیا په یوه واړه کلي کې یې له هغه لومړي سړی څخه، چې ده لیدلی و، د خپل موقعیت پوښتنه کړې وه، چې چېرې دی: « زه په کوم هېواد کې یم؟ آیا دا هېواد د اروپايي ټولنې غړی دی؟» هغه هیله بښوونکی ځواب ترلاسه کړی و. « دا کرویشیا ده، د اروپايي ټولنې غړی هېواد». زما ملګری چې د پولیسو تر ټولو نژدې تمځای ته يې په ډېر مناسب وخت کې د پناه اخیستلو غوښتنلیک ورکړی و، په دې تمه چې د ګرځنده ټیلیفون رومینګ خدمات به هم وپېري او هم مهاله به غوښتنلیک هم ورکړي، له تمځای نه وتلی و. د کرویشیا خلک ریښتیا هم چې څو ورځې وړاندې  د ۲۰۱۳م کال د جولای په بدمرغه میاشت کې يې د اروپايي ټولنې غړیتوب اخیستی و، ډېر خوښ وو. هغه پوهېده چې څو ورځې نورې هم په تمه شي، ځکه دې هېواد لا د مسافرو له پاره د تمېدا سیتسم نه درلود او پناه غوښتونکو، په ځانګړي ډول افغانانو ته يې د پناه اخیستنې پاموړ فرصتونه نه درلودل. په پای کې هغه له کرویشیا څخه د وتلو پرېکړه وکړه او په دې کار بریالی هم شو. هغه تریستې ته د رسېدا پر مهال ماته وویل چې غوښتنلیک يې ورکړی دی او لنډه دا چې پناه يې اخیستې ده.

د کرویشیا دا انځور د بالکان له لارې د تېرېدونکو کډوالو په ذهن کې له هغو لومړنیو ورځو راهیسې روښانه دی او دوی يې په ډېرلنډيز داسې راپېژني: که زما ملګري څلور یا پنځه کاله وروسته دې پولې ته سر ورښکاره کړی وی، هغه به هلته د پناه اخیستلو فکرهم نه وی کړی. اوس تر ډېره بریده کډوال کرویشیا ته د لوېدیځو هېوادو خوا ته د دوی د تلو په لار کې د یوه خنډ په سترګه ګوري او د کرویشیا د امنیتي ځواکونو او حکومت چلند مطلقه دوښمني ګڼي.

ښايي په دې کې به څه تناقض نه وي چې  سړی ووایي د کرویشیا په وړاندې د افغان کډوالو د ناخوښۍ ډېرېدونکی احساس په اروپايي ټولنه کې د دې هېواد د ورګډېدو کلونو کې زیات شو. د ۲۰۲۳ م کال په جنورۍ کې کرویشیا دوه وروستي ګامونه واخیستل، یو يې ملي سِکه په یورو واوښته او بل د بې ویزې تګ راتګ تړون (شینګن) ته ورګډه شوه. د شینګن تړون له مخې د هېوادونو تر منځ په پولو کې د پلټنې نړیوال اصول نه پلي کېږي. بلغاریه او رومانیا د اروپايي ټولنې غړي دي، خو په شینګن کې نه دي. یونان د شینګن غړی دی، خو دده او د ټولنې د نورو هېوادونو تر منځ یوه سمندري پوله شته چې د کډوالو د بهیر په مخنیوي کې مرسته کوي. دا سمندرګی په شمال کې له کرویشیا او هنګري څخه  تېرېږي او د هغه چا له پاره چې له جنوب ختیځ څخه اروپا ته ځي اصلي بهرنۍ پوله ده. اروپايي ټولنه د کډوالو بهیر ته د یوه بحران په سترګه ګوري، له همدې امله اروپايي ټولنه له سیاسي بحث ورها خوا ډېره د کډوالو په وړاندې د کرویشیا تګلارو او چلند ته متوجه ده. کډوال که څه هم ډېر دي، خو د یادو تګلارو او پالیسیو له امله په کرویشیا کې ډېرلږ پاتې شوي او مېشت دي. خو د ۲۰۲۳ کال په لومړیو میاشتو کې د پناه له پاره د غوښتونلیکونو ډېرېدا چې کروویشیا کې سپارل شوي، د بالکان لارې اوږدو کې د کډوالۍ په تړاو ددغه هېواد په دریځ او ونډه کې احتمالي ژر پېښېدونکو بدلونو ته اشاره درلوده چې همدا ددې څېړنې او رپوټ د سرته رسولو خوځوونکی عامل شو. راځئ لومړی یو لړ شمېرو ته نظر واچوو:

په کرویشیا کې پناه غوښتونکي: د تګ او راتګ بهیر

د ۲۰۲۳ م کال په لومړیو میاشتو کې د اروپايي ټولنې هېوادونو ته د ورتګ له پاره افغانانو ته د بالکان لوېدیځه لارډېره غوره وه. د اروپا د پولې او ساحل ساتونکې ادارې، «فرنټیکس » د همدې لارې په اوږدو کې په ناقانونه توګه تېرېدونکي  ۶۳۲۹ افغانان په نښه کړل .دا شمېره د مدیتراني د ختیځې لارې ( له ترکیې  تر یونان یا بلغاریا یا پر سمندرګيو له ترکیې د یونان تر ټاپو یا ایټالیا پورې) پرتله چې ۲۴۳۷ تنه وو، ډېره زیاته ده. د فرنټیکس شمېرې په وروستیو کلونو کې د کډوالۍ د بهیر ډېروالي ته په کتو لږې ښکاري. ۲۰۲۲ م کال کې خو د کرویشیا د کورنیو چارو وزارت په یوه راپور کې یواځې په کرویشیا کې دا شمېرې تر دې خورا لوړې ښودلې دي: د کورنیو چارو وزارت ناقانونه کډوال ۱۴۸۷۷ او پناه غوښتونکي ۱۳۹۰ یادوي.

د افغانستان تحلیلګرانو شبکې له پاره د روجر هیلمز په لاس جوړه شوې نقشه

د افغانانو په لار کې داسې پولې هم شته چې دوی نه شمېري، نود بالکان له لوېدیځې لارې د سفر کوونکو افغانانو شمېر ښايي تر دې هم لوړ وي. د بېلګې په ډول  د هنګري د پولیسو د پناه غوښتونکو د مالوماتي زېرمې  د شمېرو له مخې په ۲۰۲۲م کې هنګري  سربیا ته تر ۲۵۳۰۰ زیات افغانان بېرته وشړل. ډیرو افغانانو، د سوریې د کډوالو پرعکس چې د   هنګري له شمال څخه تېرېږي، غوره ګڼله چې لوېدیځ ته له سربیا څخه تر بوسنیا او بیا کرویشیا ته د بالکان د لوېدیځې لارې له یوې برخې چې تر ایټالیا پورې تللې ده، ولاړ شي (دا په شمالي اروپا کې د دوی تر منزل پورې تر ټولو سیخه لار ده). دا راپور به په ځانګړي ډول په دې برخه باندې ډېر تمرکز وکړي.

د ایټالیا شمال ختیځې پولې ته د کرویشیا له لارې د افغانانو د ورتلو یو مالوم بهیر د دوی د ټول شمېر کچه په ګوته کوي. په ۲۰۲۲ م کې د سلووینیا له لارې ایټالیا ته د اوښتو افغانانو شمېر چې د تریستې ښار پوله ساتو پولیسو ښودلی او د چارواکو له خوا د هغو کډوالو شمېرې چې په خپله خوښه يې ځانونه سپارلي، ټولې شاوخوا دیارلس زرو تنو ته رسېږي. دا شمېرې په انډولیز ډول هغو شمېرو ته ورته دي چې په دې ښار کې د مرسته کوونکو سازمانونو له خوا د سروې په ترڅ کې مالومې شوې وې. په هغه سروې کې ویل شوي و چې تر نیمايي زیات يې افغانان دي. (د دوی وروستی راپور دلته وګورئ). ددې راپور له مخې د ۲۰۲۲م کال په ځانګړي ډول وروستیو څلورو میاشتو کې د تریستې ښار له لارې د ټولو ورغلیو کډوالو ترمنځ ۷۵ سلنه افغانان وو.  په راپور کې راغلي چې د افغانانو ترمنځ يې ۸۵ سلنه لويښت ( بلوغ) ته نه وو رسېدلي او د کورنۍ د نورو غړو بې ملتیا راغلي  وو.

خپله په کرویشیا کې هم د ټولو کډوالو او افغانانو ورتګ څارل کېده. په ۲۰۲۲م کې د ۱۲۸۷۲ پناه غوښتونکو غوښتنلیکونه راټول شوي وو، خو په ۲۰۲۱م کې غوښتنلیکونه یواځې ۳۰۳۹ وو. ( د  کرویشیا په اړه د څیړنیز بنسټ اې آی ډي اې کلنی راپور دلته وګورئ). بیا په ۲۰۲۳ م کې  لومړنیو قسمي مالوماتو د پناه له پاره غوښتنلیکونو کې یو لوی زیاتوالی وښود:

 د مارچ میاشتې تر ۲۰ پورې په کرویشیا کې ۶۲۸۰ تنو د پناه غوښتنلیکونه ورکړي وو، چې د ۲۰۲۲م  د همدې میاشتې  پرتله ۸۰۰ سلنه ډېر وو. د کورنیو چارو د وزارت د خپرو کړیو شمېرو له مخې د جون تر ۳۰ پورې د پناه غوښتونکو شمېر ۲۴۳۶۷ تنو ته رسېدلی و، چې ډېر (۵۹۲۵ تنه) یې افغانان وو.

ګرانه به وي که د پناه له پاره د غوښتنلیکونو نوې لړۍ، د ۲۰۲۳ م کال له بدل شوي سیاسي او اقتصادي وضیعت سره چې په  شینګین  تړون کې د کرویشیا له غړیتوب او د ملي سِکې په توګه د یورو له منل کېدو نه راټوکېدلی، تړلې ونه بلل شي. په شینګن کې د پاتې کېدو سربېره هم لوبه بدله شوه، د بېلګې په ډول د کرویشیا ورځپاڼې ته یوه پولیس د نوم نه اخیستلو په شرط ویلي و:

پخوا دوی سلووینیا ته چې د شینګن غړی هیواد دی، تلل او هلته يې د پناه غوښتنه کوله ځکه چې دوی هغو هېوادو ته چې د شینګن غړیتوب يې نه لاره، نه شو تلای. اوس چې کرویشیا د شینګن غړې ده، او د سلووینیا تګ ته د انتظار اړتیا نشته، نو دوی دلته د پناه له پاره غوښتنلیکونه ورکوي.

آیا شونې ده چې کرویشیا چې اوس د شینګن غړې ده، د منزل په توګه کډوالو ته په زړه پورې وي او هغوی چې په نژدې وخت کې د کرویشیا له لارې تېر شوي دي،د کرویشیا د اقتصاد ګړندۍ غوړیدا او د سیلانیانو په برخه کې ارزانه کاریګرو ته د کرویشیا تندې ته په کتو به دلته اوسېدو ته لېوال وي؟ په هر صورت سږ کرویشیا د اروپايي ټولنې له ډېرو هېوادونو سره یوځای دا قانون ومانه چې په پناه غوښتونکو باندې تر پلي کېدونکي انتظار پورې به یعني چې دوی په قانوني توګه ځان ته یوکار لټوي، د وخت درناوی کوي. دا موده له نهو میاشتو څخه یواځې دریو میاشتو ته را کمه شوه.

حالاتو ته په کتو داسې ښکاري  چې پورته نظریه ډېر ژر له منځه تللې ده. لومړی، دا انګېرنه چې د پناه ټولې غوښتنې به په کروویشیا کې د هغو کسانو پاتې کېدو ته لار پرانیزي چې دلته پناه غواړي، غولوونکې ده. یو شمېر نور عوامل د هغو پناه غوښتونکو د شمېر خورا لږوالي ته اشاره لري چې غواړي د تل له پاره په کرویشیا کې پاتې شي.  په دې کې مالومه شوې چې په کرویشیا کې د پناه له پاره غوښتنلیکونه له تریستې ښار څخه د تېرېدونکو کډوالو له شمېر سره یو شان دي. همدا رنګه کرویشیا او (ایټالیا ته پر لاره) سلووینیا ته په ناقانونه توګه د ننوتونکو ثبت شویو شمېر د ۲۰۲۳م په لومړیو شپږو میاشتو کې د اټکل له مخې په ترتیب سره ۲۶۸۷۱ او ۲۵۴۳۱ تنه وو. د بېلګې په ډول د دغه (راپور شمېرې وګورئ). دا شمېرې له کرویشیا څخه سلووینیا ته  د پناه له پاره د غوښتنلیکونو ورکوونکو په ګډون د نویو راتلونکو کډوالو بهیر مالوموي. د زاګریب پوهنتون شنونکو د یوې سروې له مخې په ۲۰۲۱م کې له کرویشیا څخه ۹۰ سلنه پناه غوښتونکي د یوې لنډې مودې له پاره وتلي او غوښتنلیکونه يې معطل پاتې شوي دي. اوسنی اټکل دا دی چې اوس هم ۸۵ سلنه کډوال د لنډې مودې له پاره له کرویشیا وتلي دي.

نور لاملونه هم شته چې په کرویشیا کې د کډوالو د ښېګڼې له پاره د نویو پناه غوښتونکو مخنیوی تاییدوي. وړاندې مو وویل چې سږ په کرویشیا کې تر ټولو ډېر پناه غوښتونکي افغانان دي. ښکاره ده چې تر ډېرو نورو ډلو، د افغانانو لوی اکثریت له خپل هېواد څخه لوېدیځ ته روان دی. په زاګریب کې مېشت د کډوالو له پاره د سولې د مطالعاتو خپلواک مرکز د مالوماتو له مخې د افغانانو د پناه غوښتنلیکونه په عمومي ډول ردېږي. سره له دې چې د کډوالو او جلا وطنو له پاره اروپايي شورا او په کرویشیا کې ددې شورا همکارو سازمانونو لکه سي ایم سي  چې زیات تمرکز يې پر افغانانو دی، د پناه غوښتنې د تګلارې په بدلانه کې تر اوسه د افغانانو پناه غوښتنې ته په ملي کچه غبرګون نه دی ښوولی. یواځې  د افغانانو یو وړوکی شمېر، چې ډېرو يې د شمالي اتلانتیک تړون (ناټو) له ځواکونو سره کار کړی وو او د کرویشیا له ځواکونو سره يې د همکارۍ کره شواهد وړاندې کړي وو، وکولی شول چې په ۲۰۲۱م کې له افغانستان څخه له وتلو وروسته په کرویشیا کې مېشت شي. ډېر لږ شمېر افغانان به په داسې حال کې چې د اروپايي ټولنې ډېرو زړه راښکوونکو هېوادونو ته په دومره نژدې واټن کې وي، د کرویشیا غوندې یو هېواد کې پاته کېدا خوښه کړي.

 یو بل لامل چې افغانان له کرویشیا څخه وتلو ته مجبوروي د کرویشیا د پولیسو چلند دی. له بوسینا او سربیا سره ددې هېواد له پولو سره په ټرانزیټي لارو باندې سخته ګزمه کېږي. د کرویشیا د لومړي وزیر د وینا له مخې، ۶۷۰۰ پولیس د پولې ساتنه او ګزمه کوي. د کرویشیا پولیس ډېرئ مهال د کډوالو په بېرته ستنولو بوخت وي، چې دا د هغو کډوالو چې ښايي د پناه غوښتنې له پاره يې غوښتنلیکونه هم ورکړي وي، په بېړه او ناقانونه شړنه ده.

په لار کې نیول شوي کډوال نه یواځې پولې ته نژدې، بلکې له پولې ډېر لري هم هر وخت پولې ته راوړل کېږي او پرته له دې چې بوسني چارواکو ته په رسمي بڼه ورتسلیم کړای شي، په زوره او پلي هغه ته اړول کېږي. دا کارعموما د دوی له اصلي پولو څخه ډېر لري د پولې په صحرايي لارو کې کېږي.

 سي ایم سي په اټکلیز ډول وايي چې له ۲۰۱۹- ۲۰۲۱ پورې ۲۵۰۰۰ تنه بیرته بوسنیا ته شړل شوي دي( ډېر لږ شمېر يې سربیا ته شړل شوي). ښايي چې په ۲۰۲۲م کې تر دې کم کډوال شړل شوي وي. د ډنمارک د کډوالو شورا ۳۴۶۱ تنه شړل شوي شمېرلي دي، خو افغانان پکې تر ټولو ډېر یعني ۹۱۹ تنه دي. د ۲۰۲۳ م په لومړیو شپږو میاشتو کې هم د شړل شویو افغانانو شمېر نژدې په همغه کچه، یعني ۴۷۵ تنه وو.

په تېرو کلونو کې د پولیسو له خوا د کډوالو د ځورونې راپورونه په پرله پسې ډول راغلي او غیر دولتي ادارو او په کرویشیا او نورو ځایونو کې رسنیو غندلي دي. په وروستیو کې د بشري حقونو څار ډلې په خپل لوی راپور کې په دې اړه تفصیلي خبرې کړې دي. که د ځنځیري شړنې لړۍ نه تېر شو چې له یوه څخه ډېر هېوادونو په کې ښکېل دي (په سلووینیا او ایټالیا به وروسته خبرې وشي) په دې کې د پناه پر غوښتنو له ځان ناګاره کولو څخه نیولې تر خپل سرې سزا، لوټلو، د  شخصي شتمنیو زیانمنولو، فیزیکي شکنجې او سپکوونکو مجازاتو راځي. د سي ایم سي په مستند راپور کې ښکاري چې په داسې عملیانو کې پولیسو افسرانو ددې له پاره چې و نه پېژندل شي، مخونه پټ کړي وي.

سره له دې چې د اروپا د بشري حقونو محکمې د یوې شپږ کلنې افغانې نجلۍ ، مدینې حسیني قضیه کې چې پولیسو په ۲۰۱۷م کې په زوره سربیا ته شړلې وه او هلته اورګاډي وهلې وه، کرویشیا پړه بللې وه، خو بیا هم د کرویشیا پولیس د کډوالو ځورولو ته دوام ورکوي. په ښکاره د کرویشیا او د اروپا د نورو حکومتونو له خوا د فرنټیکس ځواک پرمټ د کرویشیا د پولې د کنټرول اقتصادي اوعملیاتي ملاتړ کېږي.  د کرویشیا د پولیسو دا کار باید یواځې د کرویشیا نه، بلکې د ټولې اروپایي ټولنې د خوندي کولو له پاره بشپړ ګامونه وګڼل شي: د کډوالو مخنیوی یا شړنه خو ددې ګامونو د لړۍ یواځې یوه کړۍ ده، د بېروکراسۍ خنډونه، د منلو ټیټه یا کمه کچه،تهدید، بېرته شړنه، د اروپايي ټولنې د بېلابېلو هېوادونو له خوا ددې ګامونو نورې برخې دي.

د سربیا پر پوله د باندې پراته ښار، سیډ کې دیوې ځواني افغانۍ نجلۍ مدینې حسیني له قبر سره چې له کروشیا څخه د شړلو پر مهال اورګاډې وهلې وه، د هغې مور او خور انځور.انځور یلینا بلیثا، ډیسمبر ۲۸، ۲۰۱۷

که څه هم د افغانانو د ورتګ مخنیوی په پورته ګامونو کې نشته، خو د نادولتي ادارو او یا موسسو د کارمندانو له خوا راپورونه وايي چې له دوی سره د کډوالو تر نورو ډلو (لکه د سوریې یو څو تنه) بد چلند کېږي. نو له دې امله چې دوی ته په کرویشیا کې دومره ښه راغلاست نه ویل کېږي، دا نظریه په ګړندۍ توګه له ټرانزیټي لارو په ورتلونکو افغانانو اغېز پرېباسي. له یو شمېر افغان کډوالو سره زما خبرې چې د کرویشیا له لارې يې سفر کاوه ددغه ټکي پخلی کوي.

 له پورین هوټل نه د باندې له افغانانو سره خبرې

په کرویشیا کې تر ټولو لوی مېلمستون، د زاګریب په جنوبي څنډو کې پخوانی پورین هوټل دی. دا مرکز چې ۶۰۰ تنه پکې ځايېږي، په ۲۰۱۱ م کې پرانیستل شو. مرکز که څه هم د څړه سړیو له پاره جوړ شوی و، خو اوس د ډېرو کورنیو په ګډون ، ښځینه او نارینه ګډ په کې اوسي. ښايي چارواکو د ښار له مرکز څخه لري د مرکز جوړول د کډوالو له پاره هوسا ځای بللی وي ، خو څوک چې هلته اوسې دا ځای هوسا نه ګڼي. هغه ځای ته نژدې یو ډېر بدبویه د کثافاتو ډېران، د اورګاډو لوی تمځای او د ببرو وښو یوه ورشو شته. د هغې سیمې بې رحمه غوماشي  په ۲۰۲۳ م کې د زاګریب د لانده او توپاني اوړې د عادي دښتو پرغوماشو لا پښه اړوي.

د کرویشیا د زاګریب په جنوبي څنډو کې د پناه غوښتونکو اصلي مرکز،پورین هوټل ته د ننوتلو دروازه: انځور: فابرېزیو فوسکیني ، ۲۱جولای ۲۰۲۳

له حکومتي کارمندانو او سره صلیب پرته، پنډغالي ته بل څوک نه ورپرېښوول کېږي. بې پولې ډاکټرانوهلته د ورتګ لاسرسی لاره، خو په وروستیو کې يې خپل فعالیتونه درولي دي. افغان کډوال د زاړه هوټل د کټارو پرغاړه د هوټل شاوخوا شنو سیمو کې یو تر بله له دې ښاره د وتلو د څرنګوالي یا ددغسې یوې نابریالۍ هڅې د مالوماتو د شریکولو په حالت کې لیدل کېدل . د غرمنۍ پر مهال، په ځانګړي ډول هغو افغانانو چې په پنډغالي کې يې لا د اوسېدا ځای نه و موندلی، هڅه کوله چې دننه له خپلو پېژند ګلویانو څخه د خوراک یو څه ومومي.

ما ته چې څو کاله وړاندې به مې له کډوالو سره د بالکان په لاره او همدا رنګه تریستې ښار ته له ورتلونکو سره خبرې کولې، په ۲۰۲۳م کال کې په کرویشیا کې له افغانانو سره خبرو کې حيرانوونکې دا وه چې کډوال ښکاره نه شوای غږېدی. لومړی تن چې خپه مالومېده، د میدان وردګو یو ځوان و. هغه له ما سره تر خبرو وړاندې د بښنې په غوښتو، زما د پېژندګلوۍ د کارت غوښتنه وکړه. هغه ترهغه وخته پورې چې ډاډ من شوی نه و چې زه د کرویشیا له امنیتي ځواکونو یا فرنټیکس سره تړاو نه لرم، له ما سره خبرې ونه کړې.

ته پوهېږې چې زه تازه د پولیسو له توقیف څخه راخلاص شوی یم. تېره شپه مې په توقیفخونه کې تېره کړه. زه پرون سهار دلته راورسېدم، پولیسو وپېژندم او پورین پنډغالي ته يې ولېږلم. له لږ ځنډ وروسته له پنډغالي ووتم او د اورګاډي تمځای ته ولاړم چې سفر ته د دوام له پاره یو اورګاډی پیدا کړم.خو د اورګاډي تر چالانېدو وړاندې مې اورګاډی کوټه په کوټه وکوت، زما له پاره پټنځای پکې نه و. دوی ما ته له پنډغالي په وتلو ډېر غوسه وو او تر دې لا د اورګاډي په کرایه کولو ډېر ایشېدل. دوی راته وویل « ته دلته د بسونو یا اورګاډو د نیولو حق نه لرې. هغه ځای ته  چې ته ترې راغلی یې، یواځې پلی تلی شې». زه يې د پولیسو تمځای ته راوړم او شپه مې هلته تېره کړه. چې سترګې به مې سره ورغلې، یو چا به زوږ جوړ کړ یا به يې وښورولم، چې ویښ پاته شم. وروسته يې د تګ اجازه راکړه، خو راته ويې ویل: « ځه ولاړ شه، که نه هغه ځای ته دې لېږدوو چې ترې راغلی یې.» د کرویشیا پولیس زموږ د پناه غوښتنې پروا هم نه لري. دوی یواځې زموږ د ګوتو نښې اخلي، ځکه څومره ډېرې د ګوتو نښې چې واخلي له اروپايي ټولنې همدومره ډېرې پیسې تر لاسه کوي.

په زاګریب کې  سي ایم سي وايي که له کرویشیا څخه تېرېدونکي افغانان د پولیسو له خوا ونیول شي او ثابته شي چې کډوال دي، نو دوی به له دریو شونو قانوني پایلو سره مخامخېږي. ځیني کډوال د پناه غوښتنلیکونو ته لاسرسی پیدا کوي او نیغ پورین هوټل یا د کډوالو یو بل تمځای ته لېږل کيږي چې له هغه ځایه لویديځ لورې ته بیا خپل مزل پیلوي. دویمه شونې پایله داده چې یو کډوال د بېرته ستنېدا پرېکړه یعني خبرداری ترلاسه کوي چې په اووو ورځو کې به له کرویشیا څخه وځي. دېرش زره دا ډول پرېکړې په ۲۰۲۲م کې په ځانګړي ډول د بروندي وګړو (دوی سربیا ته له وېزې پرته تلای شول) او ډېرو افغانانو په اړه وشوې. راپورونه وايي چې دا کار له یوه څرګند بهیر پرته روان دی او کډوال يې له یو نامالوم برخلیک سره مخ کړي دي. د بېرته ستنولو پرېکړه په حقیقت کې کډوالو ته دا اجازه ورکوي چې خپلو هېوادونو ته ولاړ شي؛ که نه ستنېږي، نیول کېږي او بوسنیا ته شړل کېږي.  درېیمه پایله د شړنې ده، چې سږ په ځانګړي ډول د ۲۰۲۳م په اپریل میاشت کې د لویدیځ بالکان هېوادونو او د اروپايي ټولنې هېوادونو تر منځ د وزیرانو په کچه له کنفرنس وروسته چټکه شوې ده. نور تفصیل د (بالکانینن سایټ  په څېړنه کې ولولئ). کډوالو ته ښايي د شړلو پرېکړه واورول شي، چې  په پایله کې به په کرویشیا کې په رسمي ډول د دوی نوم لیکنه کېږي. دوی د بوسنیا پولیسو ته ورسپارل کېږي. داسې راپورونه شته چې دا کار له هغو خلکو سره هم شوی دی چې په کرویشیا کې يې د پناه له پاره غوښتنلیکونه ورکړي وو.

په دې دریو پایلو کې یعنې (د پناه غوښتني اجازه، په اووو ورځو کې د وتلو د خبرداري پرېکړه او یا د شړلو رسمي پرېکړه) یوه هم د کډوالو په ګټه نه ده. داسې اورېدل شوي چې لږ تر لږه افغانانو د ژباړې او پوهاوي راپوهاوي په برخه کې، په تېره بیا له پولیسو سره د ژباړن د نشتوالې په اړه ډېرشکایتونه درلودل. د یوه تخاري ځوان چې د افغان ملي اردو پخوانی غړی و، دا شکایت نژدې د هغه د هر هېوادوال له خوا بدرګه شو: « دلته له پولیسو سره ژباړن نشته، ټول اسناد او کاغذونه په کرویشیايي ژبه لیکل شوي دي، او ډېر پولیس آن ځان دومره هم نه ځوروي چې په انګلیسي درسره وغږېږي.»

ډېری افغانانو چې د افغانستان تحلیلګرانو شبکه ورسره وغږېده، په کرویشیا کې پناه غوښتنې ته لېوالتیا نه درلوده او غوښتنلیکونه يې نه وو ورکړي، که څه هم د ګوتو نښې يې پخوا د اروپا د پناه غوښتونکو سیستم یا ډیټابېس ته ورکړې وې. د ډبلین د قوانینو له مخې، که یو تن د کرویشیا پولیسو یو ځل بایومتریک ثبت کړی وي، آن که نور د غوښتنلیک بشپړول هم نه غواړي ،د پناه له پاره د غوښتنلیک د بشپړېدا مسوولیت يې د کرویشیا په غاړه دی، ځکه نوم لیکنه يې د اروپايي ټولنې په یوه هېواد کې شوې ده. که چيرې هغه سړی د اروپايي ټولنې یوه بل غړي هېواد ته ورهم شي، ددې هېواد دنده ده چې بېرته يې کرویشیا ته ولېږي. کرویشیا ته د ډبلین د دوسیو بیا لېږنه، نژدې یوه تکراري بېلګه ده او په حقیقت کې له شینګن سره د کرویشیا له یوځای کېدا راهیسي دا پروسه، په ځانګړي ډول د سویس په څېر هېوادونو کې چې د افغان پناه غوښتونکو شمېر په کې ډېر دی، په لوړېدا ده.دې پېښې د جون میاشتې په نیمايي کې د کرویشیا نادولتي ټولنې ( انجوګانې) اړې کړې چې برن ته سفر وکړي او د سویس د کډوالو له وزیر سره ددې بهیر په تمولو وغږېږي. دوی د کډوالو له پاره د دوی په هېواد کې د تمځای یا پنډغالي د وړتیا د نشتوالي خبره وکړه. (د هیئت په اړه په سویس پریس کې ولولئ). البته د شړلو مانا دا نه ده چې په دې کار سره کډوال لویدیځ ته بیا سفر نه شي کولی او یا بیاځلی یو بل ځای د پناه غوښتنلیک نه شي ورکولی.

په هغو ورځو کې چې د افغانستان تحلیلګرانو شبکه په زاګریب کې وه، پورین هوټل بشپړ ډک وو. د هوټل په شاوخوا کې افغانانو ویل چې ځینې نوي ورغلي په دهلېزونو کې ویدېدل او نورو چې په هوټل کې دننه يې ځای نه درلود، د نژدې اورګاډې په سیمه کې په واګونونو کې شپه تېروله. ددې راپور لیکوال چې د جولای په پای کې د ویدېدا ځایونه ولیدل، بېخي خراب وو، ځکه چې زاګریب یو بیخي بېساري توپان ځپلی و. توپان په ښار کې پراخې ویجاړۍ کړې وې او څو تنه يې وژلي هم و. د کرویشیا پلازمینه د سختو بارانونو او بادونو له امله یوه بشپړه اوونۍ بنده وه.

د بغلان د ډنډ غوري ولسوالۍ یو هلک چې له پورین هوټل نه د باندې ویده و، چې ډېر يې وښیم ۱۶ کلن به و. هغه ادعا کوله چې د کرویشیا پولیسو د هلته رسېدا پر مهال د هغه په ټکو « د وړو( نابالغو) پنډغالي» ته ( د کوتینا د کډوالو تمځای ته ورته) لېږلی و. هغه یوه ورځ وروسته له هغه ځایه وتلی او زاګریب ته رسېدلی و، خو په پورین هوټل کې يې ځای نه شو پیدا کولی. هغه خپلو ځینو زړه سواندو هېوادوالو نه تمه درلوده چې له هوټل نه به ډوډۍ وروړي. هغه وویل د کوشنیانو پنډغالی  یې چې ډوډۍ یې ښایي تر پورین هوټل ښه وه، د زړه سواندو هېوادوالو د مرستې په هیله پرېیښی و:

له هېواده دوه کاله وړاندې، د جمهوریت له نسکورېدا وروسته راغلم. په ترکیه کې مې ډېر وخت خوشی تېر کړ، ځکه چې د راتلونکي مزله له پاره مې پیسې نه درلودې. ما استانبول ته نژدې او په ښار کې شپني وکړه، خو د هغه کار پیسې مې نه بس کېدې. زما کورنۍ له افغانستان څخه زما د راایستلو له پاره هر څه وپلورل. دوی د وریجو وروستۍ بوجۍ هم وپلورله، آن یو څه ځمکه چې يې درلوده، هغه يې هم وپلورله. زما ټوله کورنۍ ما ته په تمه ده چې یو ځای ته ورسېږم او لاسنیوی يې وکړم. وړه خور مې په کور کې ده. زما د راتګ دوه کاله تېر شول، خو ما و نه شو کولی چې یوه خوږه هم د ډالۍ په توګه خپلوخپلوانو، ملګرو یا پلار ته ولېږم. په کور کې مو پیسې خلاصې شوې دي. پیسې به نو له کومه شي؟ موږ بزګران یوو: د حاصلاتو څلورمه برخه اسلامي امارت د مالیې په توګه له موږ څخه اخلي، بله څلورمه يې د ځمکې څښتن ته ځي، درېیمه څلورمه يې چې ژوندي پرې پاتې شو، موږ خورو او د پاتې څلورمې برخې په پلورلو سره باید د کور نور پاتې لګښتونه پوره کړو. زه د مریي غوندې د ډېرو لږو پیسو له پاره ژوند کوم. زه اړ یم چې یو ځای ته ژر ورسېږم، چې زده کړې وکړم، یوه ښه دنده ومومم او تر دې اوسني یو څه ښه ژوند وکړم.

دا چې دغسې غوره اخري منزل به کوم یو وي، انځور یې هغه ځای ته د تلونکو په ‌‌ذهن کې د یو څو تکراري نظریو بڼه لري. څوک د فرانسې یادونه کوي، ځینې بیا د بریتانیا او سویس په فکر کې دي او ډېرئ يې داسې ښکاري چې جرمني ته تلل غواړي. په هر صورت په دوی کې ډېر شمېر کډوالو چې د افغانستان تحلیلګرانو شبکه ورسره وغږېده، ویل چې لومړی غواړي ایټالیا ته ولاړ شي او ددې له پاره به رییکا ته، چې د کرویشیا ادریاتیک سمندري پوله ده په بس یا اورګاډي کې ځان رسوي. رییکا له ایټالیا څخه یواځې ۵۰ کیلومیټره لري ده.

کډوال په الوتکو کې نشي تلی، آن داسې ښکاري چې په بس یا اورګاډي کې هم د سفر اجازه نه لري، خو په پښو تللی شي. د بلخ ولایت دوو تنو چې د ملي اردو پخواني عسکر وو، د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته خپل نکل داسې وکړ:

پرون موږ د اورګاډي اصلي تمځای ته د ټکټ اخیستلو له پاره ولاړو، خو پولیس هلته وو، او موږ یې بیرته پورین پنډغالي ته واستولو. پولیسو په ټېلېفون یو ټکسي راوغوښت، موږ یې اړ کړو چې  کرایه یې ورکړو او دوی په خپل موټر کې راپسې شول. ټکسي چلوونکي لومړی موږ ته وویل چې کرایه ۳۰ یورو ده، موږ پیسې ورکړې. وروسته يې موږ ته وویل چې سړي سر کرایه ۳۰ یورو ده. موږ چې نټه وکړه، هغه راته غوسه شو، یو درې کوره وړاندې يې ټکسي ودروله، پولیس راغلل او زموږ بکسونه يې له ټکسي د باندې وغورځول او موږ اړ شوو چې پنډغالي ته پلي ولاړ شو. پولیسو موږ ته وویل چې موږ پلي تلی شو، خو په هیڅ ډول موټرو کې د تلو اجازه نه لرو. دوی آن موږ تهدید کړو: بیرته پنډغالي ته ولاړ شئ، ګنې افغانستان ته مو شړو.

ټکسي چلوونکي مهم خلک دي، چې افغانان يې ددې لارې لوبغاړي بولي. دوی د کډوالو له پاره د لنډو لارو موټروانان دي او ډېرئ وخت د پولیسوجاسوسان.

تر سربیا ورها خوا د قاچاق وړونکو رول بې ارزښته او شتون يې غیر ضروري دی. داسې خلک هم شته چې ډېر په لوړ معیار او په ډېرو ګرانو امکاناتو، لکه مخامخ په موټرو کې  سفر کوي چې د یوه پلټونکي پولیس په وینا له بوسنیا څخه تر ایټالیا پورې    ۵۰۰۰  او که څوک نورهم وړاندې لوېدیځ ته ، د بېلګې په توګه اسپانیا ته ځي، نو تر ۸۰۰۰ ډالرو پورې لګښت پرې راځي. خو ډېر کډوال، په ځانګړي ډول ځوانان( نارینه) چې له سربیا روان شي او د بوسنیا له پولې تېر شي، خپلې خوښې ته پرېښوول کېږي. قاچاق وړونکي له دوی سره ټیلیفوني اړیکی لري او د جي پي ایس پرمټ ورته د ځای موندنې لارښوونې کوي، چې پړاو په پړاو هغو ځایونو ته رسېږي.

د پورین له دروازو څخه لږ لرې ددې راپور لیکوال په ببرو وښو کې د پښو په ګوتو ناستو افغانانو له یوې ډلې سره ولیدل. دوی د باګرام یوه شل کلن ځوان ته چې له قاچاق وړونکو سره يې په پښتو  ټیلیفوني خبرې کولې، غوږ غوږ وو. هغه قاچاق وړونکو ته په سیمه کې د موټرو د موندنې له ګرانوالي او د څو مخکنیو ورځو اجباري مزله نه وروسته د ځان او خپلو ملګرو د سختې ستړیا او د پښو د بد حالت شکایت کاوه. هغه لیکوال ته خپل وروستی مزل داسې بیان کړ:

زه دوې ورځې وړاندې راورسېدم. له پورین هوټله د باندې ویده شوم، ودانۍ ته نشم ننوتلی یا مې هلته ډوډۍ نه شوای خوړلی، ځکه چې پولیسو ته مې د ګوتو نښې نه وې ورکړې. که ریښتیا ووایم ما له پولیسو سره تر اوسه لیدلي هم نه دي. زه په ټوله لار کې له یوه ملګري سره چې زما د ولسوالۍ و، یو ځای وم. له ترکیې تر سربیا پورې مو ۳۰۰۰ امریکايي ډالر ورکړل. د مزل په دې برخه کې موږ تل یو لارپېژاند درلود او کله چې موږ په بلغاریا کې د یو څو ورځو له پاره توقیفخونې ته واچول شوو، زموږ د قاچاق وړونکو شبکې یو کس راته تر راوتلو پورې په تمه و او تر سربیا  د تلو لار یې راوښوده. له سربیا ها خوا ته موږ یواځې وو. اوس نو هر څه یواځي د موقعیتونو له مخې کېدل. قاچاق وړونکي د جي پي ایس له مخې تا ته یو څو موقعیتونه درکوي او ته به په هغو عمل کوې: لکه د یوه سړک، د یوه تمځای، د یوې پولې موقعیتونه. دوی موږ له بیلګراد څخه د سیند پولې ته راوړو او راته ويې ویل چې بوسنیا ته د پورې وتلو له پاره اوبو ته ورټوپ کړو. پورې غاړه مو بیا ټکسي ونیوه. د بیهاک سیمې تر څنګه پورې، سړي سر کرایه پنځوس یورو وه. بیا موږ یوه پنډغالي ته چې لیپا نومېده ولاړو او تر شاوخوا یوې اوونۍ وروسته، کرویشیا ته واوښتو. هغه کسان چې ټیلیفونونه يې د کرویشیا پولیسو ور مات کړي یا غلا کړي وو، بیرته پنډغالي ته را روان وو. موږ تر یوه ځنګله چې لار یې نه درلوده راتېر شوو. له نېکه مرغه له پولیسو سره مخ نه شوو، که څه هم موږ د بې پیلوټه الوتکو غږونه چې پر سر مو تېرېدې، اورېدل. بیا تر زاګریب پورې پلي ولاړو. اوس له هغه چا څخه چې ورسره په اړیکه کې وو، د نویو ادرسو په تمه یوو. که قاچاق وړونکی دې ملګری وي نو له بوسنیا څخه تر ایټالیا پورې د مزله د موقعیتونو په ښودلو ۷۰۰ امریکايي ډالر لګښت راځې، که نه ۸۰۰ امریکايي ډالر لګېږي.

 د کډوالو په ډله کې هغه څوک تخفیف هم لري چې ډلې ته لارښوونه کوي، یعني په نارسمي توګه د یوې وړې ډلې مشري کوي او د قاچاق وړونکو له شبکې سره  په مرستې، بل پړاو ته د ډلې د بریالۍ رسونې شونیتیا ډېروي. ( قاچاق وړونکي بشپړه ونډه اخلي). په وروستیو کې ځینو رسنیو راپورونه ورکړي وو چې د کرویشیا پولیسو ګڼ شمېر قاچاق وړونکي نیولي دي. د سي ایم سي د مالوماتو له مخې په نیول شویو کې ډېرئ هغه کډوال وو چې رییکا ته یا د بوسنیا پولو ته نژدې ښه لرې ځایونو ته رسېدلي وو. دا په اصل کې د قاچاق وړونکو شبکې اصلي غړي نه،بلکې نارسمي لارښوونکي وو.

سره له دې چې کرویشیا  د اروپايي ټولنې په استازیتوب د بوسنیا پر پوله چې ددې ټولنې غړیتوب نه لري د کډوالو مخنیوی کوي، خو چې یو ځل کډوال کرویشیا ته ننوځي بیا ددې هېواد پولیس هڅه کوي چې په کډوالو باندې د اروپا نوروهېوادونو ته د تګ په پار فشار واچوي. ( بوسنیا په ۲۰۲۲ م کې د اروپايي ټولنې غړیتوب ته نومانده شوه).

په رییکا کې له کډوالو سره د پولیسو وروستي بد چلندونه ددې لامل شوي چې د کډوالو د یوې برخې بهیر د پولا(د ایټالیا د تګ لېوالانو ته فرعي لار) خوا ته ور کوږ شي. دغې خواته د کډوالو بهیر ددې ډول سیخونې شونې موخه داده چې یوه لار ډېره جوته نه شي او ګڼه ګوڼه را کمه شي. خو دا فرعي لار ښايي ډېره بدنامه شي یا د هېواد هغه نوم چې ښوول کېږي د سیاحانو له پاره جنت دی، پیکه کړي.

له دې ټولو سختو ځورونو او تاوتریخوالي یا د هنګري په څېر د نه منلو خنډ سره سره هم، له کرویشیا څخه تېرېدل د بلغاریا د سفر پرتله ګران نه دي. کډوال خوښ دي چې د خپل مزله ګرانه برخه يې وهلې ده. اوس د لویدیځې اروپا په وره کې دي. دوی دې ته خوښ دي چې ښه تمځای یا پنډغالی او بشري حقونه به ولري. یوه تن راته وویل:

د سربیا او بوسنیا خلک ښه دي او پولیس يې موږ (کډوال) نه ځوروي. په کرویشیا کې له موږ سره د څارویو په څېر چلند کېږي. په نورو ځایونو کې په پوله باندې تاوتریخوالی او د دوښمنۍ چلند وي، خو چې له پولې تېر شې، بیا دې حالت ښه وي، خلک دوښمني نه درسره کوي او پولیس دې نه ځوروي. د بوسنیا پر پوله چې کله له ځنګلونو زاګریب ته ورسېږې، فکر کوې چې له وحشي ځنګلونو ښار ته ورسېدې، خو دلته پوهېږې چې د پولیسو چلند په پلازمېنه کې هم د پولې په څېر دی. په حقیقت کې دلته پولیس داسې بد چلند درسره کوي،چې ته يې تمه یواځې په ځنګله کې کولی شې.که څه هم په بوسینا کې خلکو له موږ سره ډېر متمدن چلند کاوه.

د زاګریب د حکومت له خوا له کډوالو سره د دوښمن غوندې چلند په کرویشیا کې د کډوالو د نه پاتېدا لېوالتیا زیاته کړې ده. له همدې امله دوی هغو ژمنو سازمانونو ته چې قانوني ملاتړ او نورې مرستې کوي، بېخي لږ مراجعه کوي. د بلخ دوو پخوانیو سرتېرو او نورو کډوالو د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته وویل چې د پولیسو او بوسنیا او سربیا د خلکو ښه چلند له پولې څخه په تېرېدا کې  له دوی سره ډېره مرسته وکړه. خو لیکوال چې په سربیا کې د هغو افغان کډوالو حال چې اوس هم هلته دي، له نژدې لیدلی، موندلې چې په بوسنیا او سربیا کې بشپړ انځور نه دومره خوندور او نه دومره ساده دی. کلونه کېږي چې دا ځایونه د کډوالو د بحران اصلي مراکز دي.

په بیلګراد کې خبرې او پلی تګ

ډېرو کډوالو ته چې د اروپايي ټولنې هېوادونو ته تګ يې په یونان یا بلغاریا کې په لومړي پړاو کې لیدلی، د سربیا سفر ښايي په پرتلیز ډول هوسا وبرېښي. هلته پناه غوښتنې ته لاسرسی شته، خو هر ځای نه: د یوې سربیايي موسسې چې له کډوالو سره قانوني او ټولنیزې رواني مرستې کوي د غړو په وینا ، پولیس په اسانۍ سره له بېلګراد نه د باندې او آن په پلازمینه کې د کډوالو له پاره د نوم لیکنې اسانتیا نه برابروي، دا فرصت هر وخت نشته. سره له دې چې په سربیا کې فعالو ۱۷ مېلمستونو کې چې لویه تمویلونکې يې اروپايي ټولنه ده، د ځای موندلو وړتیا زیاته شوې ده. بیا هم هغو پناه غوښتونکو ته چې د پناه غوښتنلیکونه سپاري، د اوسېدا د ځای په ګډون ډېرې اسانتیاوې نه ورکول کېږي. د قانوني کارموندني له پاره نهه میاشتې انتظار ته اړتیا ده. په بیلګراد کې د کډوالو مرستندویو موسسو په خبره، تر څو چې  د کډوالو په اړه یوه مثبته پرېکړه نه وي شوې، د ژبې یا مسلکونو د زده کړې کورسونو ته لاسرسی نه ورکول کېږي. په هره دغه موده کې په مېلمستونو کې ۳۰۰۰ کډوال اوسي، خو ډېر لږ یې په سربیا کې پاته کېدا غوره ګڼي. ډېرئ يې په چټکۍ بوسنیا یا کرویشیا ته ځي.

د سربیا اصلي رول ټرانزیټ دی او په وروستیو کلونو کې دا بهیر په زیاتېدونکې توګه چټک شوی دی. د کډوالو او سفرکوونکو له پاره د سربیا د کمیسارۍ د کلني راپور له مخې، په ۲۰۲۲م کې د ۱۲۴۱۲۷ کډوالو نوم لیکنه شوې وه. دوی په اوسط ډول د ۱۶ ورځو له پاره هلته پاتې شوي، چې دا د ۲۰۲۱م او ۲۰۲۰ م کلونو پرتله چې هلته په ترتیب سره ۳۰ او ۳۶ ورځې پاتېدا وه، پاموړ کموالی دی. د راپورونو له مخې تر ۷۳۰۰۰ زیات کډوال وړاندې لا د ۲۰۲۳ م په لومړیو شپږو میاشتو کې د سربیا له پنډغالو پورې وتلي دي. په ۲۰۲۲م کې د سربیا له پنډغالو وتونکي افغانان ۳۶ سلنه وو، چې تر ټولو کډوالو یې سلنه زیاته وه.

هغه کورنۍ یا وګړي چې روغتیايي ستونزي لري، په پنډغالو کې له خپلې خوښې پرته اوسېږي. دوی ښايي تر رغېدا پورې د لنډ وخت له پاره هلته پاتې شي، خو نور کډوال هڅه کوي چې ډېر ژر خپل مزله ته دوام ورکړي. تر رسمي پنډغالو د باندې، په سربیا کې نور کډوال هم شته چې شمېر یې د اټکل له مخې له دریو تر څلورو زرو پورې دی او دا کډوال له هېواده په دوامداره توګه ځي او ځای يې نوي راتلونکي نیسي. دوی د قاچاق وړونکو له خوا په کرایه شویو پټنځایونو کې اوسي او د هنګري شمالي پولې ته نژدې په ډېرو هغو کورونو کې اوسېږي چې د څښتنانو له اجازې پرته نیول شوي دي. له بوسنیا سره په لوېدیځه پوله کې هم د کډوالو یو همېشنی بهیر روان وي، خو هلته چې سړی تر پوله ژر او اسانه اوښتی شي، کورونه ډېر لږ دي.

 بوسنیا ته د تېرېدا پر مهال افغانانو داسې لار غوره کړې چې یواځې په سربیا کې د دوو ورځو دمې له پاره پاتېږي. کډوالو او د موسسو کارمندانو چې د افغانستان تحلیلګرانو شبکه ورسره غږېدلې ویل چې بوسنیا ته تګ اوس په پرتلیز ډول ډېر اسانه شوی دی. له بيلګراد څخه کډوال د لوزنیکا په څېر د لوېدیځې سربیا آرامو ښارګوټو ته نژدې د تېرېدا وړو پولو ته ځي. کډوالو د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته وویل چې له سیندونو د تېریدا پر مهال لامبو وهي او په خټو کې هم تګ کوي. له درینا څخه د تېرېدا پرمهال چې د دواړو هېوادونو ترمنځ تر ډېره د یوې پولي بڼه لري، په ډېرو ځایو کې د لامبو پوره مهارت ته اړتیا ده.( د سیند په منځ کې بند پاتې کډوالو په اړه( دلته ولولئ). بېلابېلو مرکه کېدونکو وویل چې  مسافر يا په پټه تر پله لاندې د ځړېدونکو سنیو پر مټ، یا په ښکاره ډول د پله پر سر له سیندونو بلې غاړې ته پلي پورې وځي. په ځینو وړو پولو لکه لیوبو وییا باندې، کډوال د موټر پرمټ له سیند څخه پورې ایستل کېږي. د کلیکاکتیو(سربیايي نادولتي موسسې) په وینا له دې، او  پولې ته نژدې نورو وړو ښارګوټو څخه د هغو موټري کاروانو تېرېدل چې نمبر پلیټونه يې سیمه ییز نه وي، یوه عادي خبره ده. ځینې کډوال به ښايي د بوسنیا په خاوره کې په موټرو کې وړل کېږي. دا کډوال چې د هرهېواد وګړي په کې وې، ډېرې پیسې ورکوي او چټک مزل کوي. دوی په ټوله لار کې له قاچاق وړونکو سره وي او ډېرئ مهال نېغ د کرویشیا پولې یا ترې ها خوا ته وړل کېږي. د کډوالو اوسط شمېر چې کله د بوسنیا خاورې ته ورسېږي، عامه ټرانسپورت  ته لار مومي.

د پولې دواړو غاړو ته ډېرئ مهال پولیس د کډوالو په تېرېدو ځان ناګاره اچوي او یا که اړتیا وه، قاچاق وړونکي بډې ورکوي. کډوال د پولیسو بې نظمه چلند مثبت بولي. داسې ښکاري چې له کډوالو سره د پولیسو په چلند کې له ۲۰۱۶ راهیسې چې د افغانستان تحلیلګرانو شبکې په راپور کې يې په اړه هغه مهال خبرې شوې وې، بدلون نه دی راغلی. (په دې اړه دلته او ددې لړۍ  په نورو راپورونو کې مالومات ولولئ). په هر صورت، ښايي دې برخه کې بدلونونه راشي، ځکه چې په پولو باندې د ترخو پېښو صحنې په دې وروستیو کې مستندې شوې او ښکاري چې مستندېدا نوره هم پراخېږي. کالیکاکتیو دغه راز پر هغو کډوالو چې له جنوب څخه یې بیلګراډ ته د رسېدا له پاره د عامه ټرانسپورټ د کارولو هڅې کولې، د پولیسو د فشار راپورونه درلودل.

د سربیا د پولیسو په چلند کې بدلون یواځې پر پولو باندې نه دی راغلی. په بیلګراد ښار کې  له یوې لنډې قدم وهنې وروسته  «د بالکان د اصلي لارو بحران» شننې وښوده چې له ۲۰۱۶ م  وروسته پخپله ښار کې هم ډېر څه بدل شوي دي. د ساوامالا د ګاونډ په منځنۍ سیمه کې د اورګاډي تمځای چې یو وخت ویجاړ شوی او اوس بېرته رغېدلی دی، د بېلګراد د یوې نوې لوړې کچې په کڅ یا د اوبو د غاړې په پروژه بدل شوی چې ښاري افق او د شاوخوا بڼه یې بېخې اړولې ده. ددې مانا دا هم ده چې په سیمه کې د کډوالو شتون چې پخوا تر پولو د اوښتونکو له پاره یوه طبعي ځاله وه، اوس ډېره لږ زغمل کېږي.

د سوامالا د اورګاډې د زاړه تمځای په شاوخوا کې د کډوالو نه شتون د دوی له پخوانۍ ګڼې ګوڼې سره ښکاره تناقض لري. دلته (د سربیا د خلکو د پخواني برم په اړه د بي بي سي راپور ولولئ) : د ټېلېفوني مخابرې واړه مرکزونه چې خلکو به کورونو یا قاچاق وړونکو ته ترې زنګونه وهل او کبابیان چې یومهال یې پر ستر واټ لیکه جوړه کړې وه، اوس تړلي دي. هغه ارزانه هوټلونه چې له سربیا څخه د راتلونکو کډوالو کورنۍ به په ډېره غوره بڼه پکې اوسېدې هم تړلې دي. کېږدۍ او جونګړې ورکې شوې او د اورګاډې زاړه تمځای ته نژې د اورګاډي په خونو کې دننه نیول شوي ناقانونه کورونه لرې کړل شوي دي. د سربیا پولیس په داسې نیول شویو ځایونو چاپې اچوي، هغه ویجاړوي او د کرویشیا پولې ته نژدې يې سید پنډغالو اویا د شمالي مقدونیې  پولو ته نژدې پریسیوو ته ورشړي. (د کلیکاکتیو دا راپور ولولئ).

د ۲۰۲۳م تر نیمايي پورې د سوامالا په ګاونډ کې  د بېلګراډ د اورګاډي په پخواني تمځای کې  یواځې یو څو کډوال لیدل کېدل. پخوا دا یو بوخت مرکز و. انځور: فابرېزیو فوسکیني ، ۲۵ جولای ۲۰۲۳

نژدې پارک چې په عمومي ډول د کډوالو ترمنځ په افغان پارک مشهور دی، او نژدې له ۲۰۱۵م راهیسي د قاچاق وړونکو د تفریح ځای و، اوس داسې ښکاري چې یواځې مازیګر مهال کډوال ورځي(په سربیا کې د افغان کډوالو په اړه د افغانستان تحلیلګرانو شبکې دا راپور ولولئ) . د پسرلي او بیا اوړې په رارسېدا به پارک د بلغاریا او مقدونیا له پولو په نویو راتلونکو کډوالو بېرته ډکېده، خو هغوی ټول وخت هلته نه تېروي، په پرله پسې توګه د دوی مخنیوی کېږي او د پولیسو له خوا په زوره له ښاره ښه لرې په پنډغالو کې مېشتول کېږي.

ددې راپور لیکوال یو ګهیځ له یوولسو بجو لږ وروسته  پارک ته په رسېدو په خپلو سترګو له ورایه یو لړ عملیات ولیدل. په چمن کې ناست څه باندې شل کډوال یې چې افغانان مالومېدل، او ها خوا تر سلو زیات پولیس یې چې خپل لوی بس ته یې د هغوی د خېژولو هڅه کوله، وشمېرل. بس له وړاندې لا د سرک پر غاړه ولاړ و. ځینې ښاریان په دې ټول بهیر کې هلته ولاړ وو، شونې ده چې دوی به د موسسو کارمندان وو او له خپل ژباړن سره به ددې له پاره راغلي وو چې وپوهېږي کډوالو ته لارښوونه کېږي که نه، او څوک خو به سربیا ته نه شړل کېږي.

تر پارک یو دوه قطاره ور پورته، د لوبتوکو د پلورنځيو د کتار مخته، یو څو کډوال چې ښکارېده د پولیسو عملیاتو د پای ته رسېدا په تمه دي، ولیدل شول. درې یې د جنوب لوېدیځ پښتانه وو. دوی په ټیلیفون کې له کوم چا سره په پښتو غږېدل او له کوم ناپېژانده سړي سره په دري ژبه غږېدا کې یوڅه زړه تنګې ښکارېدل. په ډېره بیړه یې راته وویل چې د ښار د څنډو پنډغالو کې دمخه مېشته شوي او یواځې د توکو پېرلو له پاره ښارګوټي ته راغلي دي.

په بله لیکه کې چې بېرته پارک ته تللې وه، پلی روان شوم. هلته مې د افغانانو یو بله ډله ولیده چې ښکارېده د پولیسو له ورتګ څخه وېرېدلي دي. دوی نژدې ټول پښتانه وو، چې لږ تر لږه دوه تنکي ځوانان هم پکې وو. دوی که څه هم ډېر احتیاط کاوه چې د پولیسو له بس نه ځانونه لیرې وساتي، خو بیا هم ډېر اندېښمن نه وو. په پارک کې یوه ولاړ موټر دوی د پولیسو له استازو څخه پټ کړي وو. له دوی سره زما خبرې ډېرې ژر له یوې برنډې څخه د یوې زړې مېرمنې په لوړو چیغو چې ویل یې له کډوالو سره د غږېدو اجازه نشته، پرې شوې. هغې کډوالو ته ویل چې بېرته ولاړ شي او ژر به په پارک کې پولیسو ته خبر ورکړي، ځکه چې دوی په ښار کې د پاتېدا اجازه نه درلوده. په حقیقت کې افغانان هم په آسانۍ سره په یوه ځای کې ولاړ نه لیدل کېدل او په بیړه وړاندې روان وو. نو زما مرکه څو سوه متره په تلو تلو کې روانه وه. په بیلګراد کې له کډوالو سره په تېرو څو کلونو کې له غږېدا راته ښکارېده چې هغه مهال له هغوی سره خبرې او مرکه څومره اسان وو او اوس بشپړ بدلون راغلی دی. د دوی له خوا راکړ شوي مالومات  هرومرو نیمګړتیاوې لري، خو د هغه ځای حالاتو ته په کتو يې تعبیرآسان دی.

دوی د سربیا پولیسو نه وو درولي او هغوی پوهېدل چې دوی په پنډغالو کې مېشت دي. که څه هم دوی ادعا کوي چې د ښار په بېلابېلا پارکونو کې ویدېږي،خو داسې مالومېده چې کوم ښه فعال سړي يې مشري کوله. یو جګ ږیرور سړی تر دوی لسګونه متره وړاندې روان و او دوی له خوړو ډکې کڅوړې په شا کړې وې. دوی ویل چې بوسنیا ته تر رسېدا وړاندې به یو دوې ورځې دمه کوي. له دوی نه مې پوښتنه وکړه چې پخپله روان دي، که له قاچاق وړونکو سره دي. دوی ته دا خبره ټوکه ښکاره شوه او ځواب يې راکړ « له قاچاق وړونکو سره یوو». دوی ویل چې په پارک کې پولیسو دوی نه دي لیدلي او نه غواړي چې ولیدل شي. که يې وویني نو ښايي بېرته یې په سربیا کې جوړو شویو پنډغالو ته چې دوه ساعته لرې دي، یوسي. دوی شکایت کاوه چې د سربیا پولیس کډوالو ته یو څه ستونزي جوړوي. د بېلګې په توګه خلک د پنډغالو تګ ته اړ باسي او پولیسو کله کله ځينې خلک بېرته بلغاریا ته استولي هم دي.

چې بیرته راوګرځېدم، پارک  شړ برېښېده، کډوال د پولیسو په بس کې سپاره شوي وو او داسې ښکارېده چې بس روانېدو ته چمتو و. دا ټوله پروسه په یونیم ساعت کې بشپړه شوې وه. یو څو نور افغانان، چې شمېر يې تر شپږو تنو زیات نه و، د پارک په ګوښه برخو کې د اورګاډي د زاړه تمځای مخ ته ، چې اوس یو رغول شوی یادګار و، ویده وو. دوی آن په لاره تېرېدونکو خلکو ته نه ورښکارېدل. د حیرانتیا خبره داوه چې تر دوی لوړ د مسافر وړونکو د دفتر د یوې نابشپړې ودانۍ پر سر دا ژمنه لیکل شوې وه: « تاسې، هره ورځ ترکیې ته تللی شئ».

د موسسو له کارمندانو او په بېلګراد پوهنتون کې له شنونکو سره له غږېدو وروسته را ته مالومه شوه چې سره له دې چې د کډوالو یو لوی شمېر له بېلګراد څخه تېریږي، خو په ښار کې بېخي لږ ښکاري. ددې لاملونه د چارواکو د چلند بدلون او همدا ډول د قاچاقي شبکو له خوا په سربیا کې د عملیاتو ډول دی. د سربیا حکومت ته د کډوالو شتون سرخوږی نه دی، ځکه کډوال د ښار په مرکزي سیمو کې ډېر نه ګرځي. حکومت د کډوالو د شتون د کمولو له پاره، له چاپو او له ښار د باندې پنډغالو ته په زور لېږلو سربېره، هغوی ته په سیمو کې د خدمتونو وړاندې کول هم درولي دي. کډوالو ته په ښار کې د مرستو وړاندې کولو اصلي ځاله میکسالېشتې وه (ددې مرکز په اړه دلته مالومات ولولئ). دا مرکز له کلونو رضاکارانه هڅو وروسته په ۲۰۱۶ م  کې دولتي مالوماتي مرکز ته واوښت او بیا د ۲۰۲۲ م کال د ډیسمبر په ۳۱ مه وتړل شو.

له سیمې د حکومت وتلو، قاچاق وړونکو ته یو ځل بیا نه یواځې له پولو څخه په ټولیز ډول د کډوالو د اړولو، بلکې په سربیا کې د  دوی د مېشتولو له پاره  هم د هر ډول اسانتیاوو فرصت ورکړ. اوس هغه کډوال چې د حکومت په پنډغالو کې اوسېدل نه غواړي، د ټرانسپورټ ، د استوګنځای او خوړو له پاره یومخ، د قاچاق وړونکو لاس ته ګوري، آن ټېلیفونخونې او د خوړو له پاره وړې هټۍ هم اوس نشته. دا يې بې شکه پایلې دي. هغه کډوال چې قاچاق وړونکو ته پیسې نه شي ورکولی له سختو ننګونو سره مخ کېږي او ډېرئ مهال د مزدورۍ او جنسي غوښتنو له پاره کارول کېږي. دا ډول ډېر کډوال باید د  ځان یا نورو کډوالو د استوګنې، د لېږد رالېږد او ځای موندلو له پاره له قاچاق وړونکو سره کار وکړي. دوی ددې له پاره ګوښه ساتل کېږي چې د کډوالو مرستندویو نادولتي موسسو او امنیتي ځواکونو ته د غږ رسولو فرصت ونه لري . دا حالت بیا په ځانګړي ډول زیان منونکو خلکو، د بېلګې په ډول یواځې راغلیو ماشومانو ته، د ډېرې اندېښنې وړ دی. د کالیکاکتیو د سروې له مخې د ۲۰۲۳ م په لومړیو شپږو میاشتو کې په سربیا کې له پولو تېرېدونکو کډوالو شمېر په تېر کال کې د همدغې مودې پرتله، درې واره زیات دی.

په وروستیو کې د قاچاق وړونکو تر منځ د تاوتریخوالي بې شمېره بېلګې لیدل شوې. ګومان کېږي چې دا د سیالو ډلو ترمنځ د مقابلو پایله وې.  د تاوتریخوالي لړۍ تېر کال په جولای کې پیل شوه.  تاوتریخوالی د افغان قاچاق وړونکو د دوو سیالو ډلو ترمنځ له هنګري سره په شمالي پوله کې، په زور نیول شوي یوه ځای کې رامنځته شو، چې یو افغان پکې ووژل شو او یوه ایرانۍ نجلۍ چې د جګړې په منځ کې راګیر شوې وه، سخته ټپي شوه. دې پیښې د سربیا په رسنیو باندې یو څه اغېز وکړ، خو سږ لږ تر لږه  پنځه ورته پېښې ثبت شوې، چې یوه يې په مارچ کې د بوسنیا پر پوله وه چې په پایله کې یې یو افغان ووژل شو، خو نه يې د عامو خلکو څه پام ورواړاوه او نه پولیسو غبرګون وښود. ريښتیا داده چې دا پیښې د دوو هېوادو تر منځ  ګډو سیمو کې شوې وې، لکه د کډوالو ځانګړو ځایونو یا د پولې په لرې ښارونو کې چې د سربیا اتباع په کې نه وو. دوی تر اوسه پورې ددې جرمونو بڼه د ولس او دولت له سترګو ډېره پټه او لرې ساتلې ده. خو کالیکاکتیو د قاچاق وړونکو له خوا کډوالو ته ورپېښ شوي تهدیدونه غندلي دي او د نادولتي موسسو کارمندانو، او په حقیقت کې ټولو اتباعو د چارواکو له خوا د ستونزې د حل په موخه د سیاسي ارادې پر نشتوالي خواشیني څرګنده کړې ده. د هغوی تازه راپور( دلته ولولئ).

د بالکان لار تر کومه ځایه تللې ده.

په ۱۹۹۰ مو کلنو کې چې د پخوانۍ یوګوسلاویا په ټولو سیمو کې د کورنیو جګړو له امله د توکمونو له منځه وړنه او په پراخه کچه بېځایه کېدنه رامنځته شوه، د بالکانایزېشن او بالکانایز زړې اصطلاوې بیا، د سپکاوي، نفاق، ګډوډيو، بې امنیتۍ او بې قانوني د ښودلو له پاره رامنځ ته شوې. د بالکان د فیزکي پولو په اړه یوه ټوکه هغه چا چې یو مهال یې پر دغه سیمه لیکنې کولې، دود کړې ده. هغوی ویل، دا یقیني کول ناشونی دی چې بالکان له کومه ځایه پیلېږي یا ختمېږي، ځکه چې د یوګوسلاویا له تجزیې راوتونکی یو هېوا به هم و نه مني چې د بالکان برخه ورته وویل شي او له اوسني بدنام ګاونډي سره یې تړاو وښودل شي.  

د اروپايي ټولنې د دولتونو چلند ته په کتو به اوس دا قضاوت ګران وي چې څوک ووايي د بالکان لار له کومه ځایه پیلېږي او چېرې پای ته رسېږي. آیا ددغې لارې ماهیت د افغان کډوالو د حالت په اغېز څه ژور توپیر کړی او پای یې بل ډول شوی دی؟ د قانون په حکمونو کې ښایي بل ډول شوی وي، خو په حقیقت کې نه دی.

له ۲۰۱۹م څخه ۲۰۲۱م پورې تریستې ته نژدې د ایټالیا له پولې څخه تر سلووینیا او له هغه ځایه تر کرویشیا او بوسنیا پورې د ډېرو پناه غوښتونکو په ګډون د زرګونو کډوالو د بېرته شړنې لړۍ روانه وه. د بېرته شړنې لړۍ یواځې د هغو خپلواکو ادارو او  حقوقي وکیلانو د کار له امله چې د ځینو شړل شویو پناه غوښتونکو شکایتونه يې پلټلي وو، را څرګنده شوه. دې کار حساسیتونه راوپارول او د محکمې سزا بېرته د دې ډول کړنو مخه ونیوله. مګر په دې وروستیو کې یې چارواکي په ښکاره، په سیمه ییزه او ملي کچه بیا پیلولو ته کار کوي.

په همدې وخت کې په ایټالیا کې دننه د تریستې ښار د اورګاډي په تمځای کې او د هغه مخې ته ګڼ شمېر کډوال لیدل کېږي چې نیمايي يې د ښار له لارې خپلو منزلونو ته ځي او بله نیمايي يې په ایټالیا کې پناه اخیستنې ته چې له وړاندې يې غوښتنلیکونه ورکړي، د کوم پروګرام په تمه ناست دي. په دې پروګرام کې د استوګنې ځای ته تر پنځوسو ورځو زیات انتظار کېږي. د پروګرام له پاره پخوا په ښار کې  پرېمانه  واړه واړه اپارتمانونه جوړ شوي وو، چې خورا ګټور وو، خو د مالي بسپنې د نشتوالي له امله هغه اپارتمانونه وتړل شول او پرځای يې له ښاره لرې لوی مرکزونه چې ډېر کډوال پکې ځایېږي، جوړ کړای شول. د داسې مرکزونو له پاره ځایونه په نښه کول د ادارو او د سیاسیونو ترمنځ د شخړې لامل شوي دي، ځکه چې ټولنه  د سیاسیونو مخه نیسي او نه يې مني ، خو سیاسي ډلې بیا د دندو د پوره کولو ټټر وهي ( په انګلیسي او ایټالوي ژبو دا راپورونه ولولئ). د ایټالیا د نورو برخو د پنډغالو پروګرامونو ته لېږدېدل  له ۲۰۲۲م راهیسې بند دي، ځکه چې د سمندر له لارې راغلو کډوالو ته د ځمکې له لارې راغلو پرتله ډېره ترجیح ورکول کېږي. دوی یواځې په دا وروستیو کې  په ځینو ځایونو کې د بحران مخنیوی پیل کړی دی.

یواځې ایټالیا د مخالفت او بې کفایتۍ د تګلارو بېلګه نه ده. اتریش هم  له ایټالیا سره په پوله باندې بیا د کنټرول له پاره چمتووالی نیولی دی. آن له سلووینیا سره د خپلو پولو پر ځینو برخو یې په ۲۰۱۵ م کې کټارې هم جوړې کړې وې. هغه هېواد دا ناندره ییز ګامونه اخیستي که څه هم دوی ته ډېر کډوال اوس مهال  له هنګري ورځي، خو دا په نارسمي ډول د  شينګن  له مقرراتو یوه سرغړونه او آن د دیپلوماتیکو اړیکو په مخ کې یو خنډ دی. په ۲۰۱۵م کې د الپ په بله څنډه کې فرانسې هم د پولې د کنټرولولو ګامونه واخیستل او د ایټالیا له پولې ورتلونکي کډوال، که خاورې ته یې ډېر ورننوتي هم وي، نه ورپرېږدي ( په دې اړه د ایدا راپور دلته ولولئ).

پاتې شوه د بالکان خبره،  که یې جغرافیې ته وکتل شي، نو دوی د اروپايي ټولنې یا د هغې غړو هېوادونو ته د بهرنیانو د تګ د کنټرولوونکې تګلارې د پلي کولو اصلي ځایونه دي. (په دې اړه دا راپور ولولئ). د بهرنیانو د کنټرولولو دا ډول تګلارې ډېری وخت اختلافي یا ګډه وډه بڼه لري، خو په دې کې د اروپايي ټولنې په غړو کې د کډوالۍ بحران اوږد مهاله تګلاره چې ددې ټولنې ځنډنۍ یعنې د یوې لسیزې زړه اندېښنه ده، نه راځي. اوسني تمایلات بوسنیا او سربیا ته چې د اروپايي ټولنې غړي نه دي، د بهرنیانو د بهیر د ورماتېدو مانا لري. (په دې اړه دا لیکنه ولولئ).

دا نه ده روښانه چې د اروپايي ټولنې د تګلارو ټولګه به چې په خپلو جنوب ختیځو پولو کې د کډوالو د بحران له پاره ده، ژر جوړه شي که نه. داسې ښکارې چې افغان کډوال له سربیا او کرویشیا څخه د تېرېدا د شرطونو له پوره کولو څخه ډېر لرې دي. سربیا چې اوس له اروپايي ټولنې سره د یوځای کېدا ډېر لږ فرصت لري، ښايي د کډوالو د ټرانزیټ له پاره تر یوه بریده د تېرېدو مناسب چاپېریال ولري، خو که د پولي امنیت او د تمځای سیستم  پراخېده، نو له اروپايي ټولنې سره د همکارۍ په مساویتوب کې ښايي پوښتنه راولاړه شي. دا به د اقتصاد ي مرستو په کچه او یا د سربیا په سیاسي الحاق باندې چې اروپايي ټولنه ترې غواړي لوېدیځ لور ته د کډوالو د تګ مخنیوي وکړي، اغیز ولري.‎ له یوې خوا لا نورې هڅې باید وشي چې کډوال په سربیا کې د پناه له پاره غوښتنلیکونه ورکړي او قضیې يې هماغلته وڅېړل شي. په دې کې باید لږه موده وروسته د ژبې د زده کړې او حرفوي کورسونو په ګډون د اروپايي ټولنې په کوم هېواد کې د  میشتېدا شونیتیا هم وي. له بلې خوا د اروپايي ټولنې د هېوادو له خوا د هغوی ناخوښه کډوال او نابریالي پناه غوښتونکي بېرته سربیا ته ورشړل کېږي. دا د اروپايي ټولنې په هېوادو کې د سربیا د غړیتوب نه لرلو برکت دی او سربیا د اروپايي ټولنې د قانوني چوکاټ پابنده نه ده. د بوسنیا په اړه د دا ډول پرمختګونو راپورونه چې تګلاره او چلند يې د کډوالو له پاره آن د اروپايي ټولنې  له تګلارو سره ډېر تړلي دي، خپاره شوي دي. د یوه تړون په اړه چې بوسنیا کولی شي پاکستاني کډوال بېرته ستانه کړي (په دې راپور کې ولولئ).

د اوس له پاره باید دا خبره چې کرویشیا په خپله ښايي د پناه غوښتونکو له پاره یو منزل وي، له ذهنه وایستل شي، سره له دې چې دا هېواد د شینګن تړون دننه دی، د سیاحت په یوه غوړېدونکي ځای اوړي او د کارګومارنې امکانات یې ډ‌ېر دي. دغه بالقوه امکانات، د امنیتي ځواکونو او سیاسي قوتونو له خوا د نه هرکلي په توګه  لکه د ټیټ معاش، د ژبې او پوهاوې برخه کې خنډونو او آن د بهرنیو وګړو د ټولنې له نشتوالي چې دوی باید ګډ کار ورسره وکړي، له پامه غورځول کېږي. تر څو پورې چې د اروپايي ټولنې د کډوالۍ تګلارو ته بیا کتنه نه وي شوې یا بهرنۍ پولې یوې بلې خوا ته نه وي وړل شوې، په کرویشیا کې کډوالو ته د دوښمنۍ دا پنډ غالی ښايي وانه وړي. کرویشیا له بوسنیا سره یوه اوږده او کږه وږه پوله لري. پخوا په ۱۶مه او ۱۸ مه پېړیو کې دا پوله د پوځي موخو له پاره کارېده. دا یوه ځانګړې سیمه وه چې د امپراتور د خوندیتابه له پاره حائل و او د پوځ زور د قانون بڼه درلوده. ددې حالت خطرونه اوس په یو څو اقتصادي او سیاسي ګټو بدلېدونکي دي.

هغه افغان کډوال چې مرکزي او لویديځې اروپا ته د ترکیې له لارې د ورتلو هڅه کوي، له یو شمېر هېوادونو څخه چې بېلابېلې تګلارې او چلندونه لري، تېرېږي او له څرګندې دوښمنۍ او تاوتریخوالي نیولي تر بې پروایۍ او  د هماغې شېبې له حالت سره د سم چلند ننګونو سره مخامخېږي.دا ډول بې ثباتي د بالکان له لارو ورها خوا په ټرانزیټ کې  د پرتوهېوادونو تر منزلونو لکه فرانسه، جرمني او آن بریتانیا پورې شته. د هغو خلکو تجربه چې د لویديځ بالکان په لارو درومي، ښيي چې د اروپايي ټولنې د کډوالۍ تګلارې ګډې و‌ډې او قوانین یې چې ددې ټولنې له خوا جوړ شوي، ناڅرګند او د یوه هېواد يې له بل سره توپیر لري.

ژباړن: علي محمد سباوون

لیکوالان:

فابرېزیو فوسکیني

نور د دې لیکوال څخه