د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون کنفرنس (کاپ ۲۹) د ۱۴۰۳ کال د لیندۍ (قوس) په ۲مه د آذرباییجان پلازمېنه باکو کې چې د افغانستان اسلامي امارت هیات هم ګډون په کې درلود، پای ته ورسېد. د اقلیم په اړه دا د ملګرو ملتونو له خوا د جوړو شویو غونډو لومړۍ هغه وه چې امارت ګډون په کې وکړ، خو دا ګډون د کتونکې په ډول و. امارت ته د ملګرو ملتونو له خوا نه، بلکې د کوربه هېواد له خوا بلنه ورکړل شوې وه. د امارت د هیأت مشري د افغانستان د چاپېریال ساتنې ادارې نوي رییس مطیع الحق خالص کوله. ملګرو ملتونو له افغانستان څخه دوو افغانو نادولتي موسسو او د مدني ټولنې یوه استازي ته د کنفرنس په څنګیزو غونډو کې د ګډون بلنه ورکړې وه. د افغانستان تحلیلګرانو شبکې پخواني ګډ رییس توماس روټیګ ددې بلنې لاملونو ته کتنه کړې، هغه د افغانستان اقلیم ته پر ننګونو غږېدلی او د اقلیم بدلانه په تړاو یې د اسلامي امارت عمل او خبرو ته کتنه کړې ده.
د افغانستان دهیات یو غړی حمید ساپی د ۲۰۲۴ کال د نومبر په ۱۱مه د پرانستې په ورځ د باکو د کنفرنس د وققې پر مهال له خپلو همکارانو سره خبرې کوي. انځور: الیګزانډر نومینو/ اې ایف پي
د بلنې سیاست
په ۱۴۰۰ کال کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې افغانستان د ملګرو ملتونو له خوا په جوړ شوي دا ډول لوی کنفرنس کې برخه اخلي. د ملګرو ملتونو له خوا د اقلیمي بدلون (کاپ ۲۹) کنفرانس د آذرباییجان په پلازمېنه باکو کې د ۱۴۰۳م کال د لړم (عقرب) له ۲۱ د لیندۍ میاشتې تر ۲ نېټې، کابو یوولس ورځې دوام وکړ. د (بی بی سی را پور دلته ولولئ)
که څه هم افغانستان د ۱۳۹۴ کال د پاریس د اقلیمي تړون چې پرله پسې غونډې لري، غړی دی، خو امارت د بشپړ غړي په توګه نه، بلکې د کتونکي په توګه غونډې ته وربلل شوی و. د کتونکي په ډول د ګډون رول امارت ته فرصت ورکوي چې د رایې له بشپړ حق یا د پرېکړې له واک پرته چې د غړو هېوادو امتیاز دی، په بحثونو کې برخه واخلي. د یادولو ده چې امارت ته کوربه هېواد بلنه ورکړې وه، خو په خپله د اقلیم بدلون (کاپ ۲۹)غونډې سمبالونکي( ملګرو ملتونو) امارت نه و ورغوښتی.
د اقلیم بدلون( کاپ۲۹) غونډه کې ګډون امارت ته د نړیوال ګوښیتوب د لرې کېدو او په نړیوال دریځ د رسمیت پېژندنې او مشروعیت موندنې له پلوه ډېر مهم دی.
ملګري ملتونه په رسمي ډول امارت ته بلنه نه شي ورکولی، ځکه چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ له دوی سره نه ده او تر اوسه پورې ددې سازمان یوه غړي هم امارت په رسمیت نه دی پېژندلی. سره له دې چې ځینې هېوادونه، په ځانګړي ډول د افغانستان ګاونډیان، لکه ترکیه، روسیه، چین، ایران، پاکستان، د منځنۍ آسیا ډېرهېوادونه او تر ډېره برېده هندوستان له افغانستان سره تر نارسمي ډیپلوماټیکو اړیکو ورهاخوا راشه درشه او تماسونه لري (د آزادۍ راډیو راپور دلته او د هندوستان په اړه ډېر څه په ډیپلوماټ کې وګورئ). اوس ډېرهېوادونه په کابل کې او کابل په همدې هېوادونو کې سفیران لري.
سره له دې چې اسلامي امارت له اوږدې مودې راهیسې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د څوکۍ غوښتنه کوي، خو یاد ټول هېوادونه او د ملګرو ملتونو نور غړي په پرله پسې ډول له ملګرو ملتونو غواړي چې امارت ته دې د یادې څوکۍ له ورکړې څنګ وکړي. د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې سږنۍ ۷۹ مې غونډې ته د بلنې نه موجودیت د یادولو وړ و، ځکه چې دا په پرله پسې ډول درېیم کال دی چې امارت ته بلنه نه ده ورکړ شوې. امارت يې په غبرګون کې اعتراض کړی او د خپل پرله پسې نه ګډون په اړه يې نارضایتي ښوولې ده ( د طلوع نیوز راپور وګورئ).
دغه حالت دا پوښتنه راپورته کوي چې د امارت استازي باید د ملګرو ملتونو په غونډو کې برخه واخلي او که نه. ځکه چې دا یواځې د اقلیمي بدلون د تګلارې مساله نه ده، بلکې په حقیقت کې د عمومي بهرني سیاست له مسالو څخه شمېرل کېږي.
کټ مټ د ملګرو ملتونو د هغه لانجمن ګام په څېر چې د امارت د ګډون د ساتلو په بدل کې يې د مېرمنو او مدني فعالانو په ګډون ټول افغان لورې یا له ورتلو بې برخې کړل او یا یې په څنګيزو غونډو کې برخه ورکړه.هغه مهال دا کار په پراخه کچه وغندل شو او د مېرمنو د حقونو د فعالانو له خوا د دوحې په درېیمه غونډې کې د نه ګډون او پرېکون غږ هم وشو. پر دې هم ناندرۍ وې چې د اسلامي امارت استازي د باکو غونډې ته، کچې ته یې له پام پرته ، وبلل شي که نه (په دې اړه راپورونه دلته او دلته وګورئ) .د مدني ټولنو مخکښو فعالانو، په ځانګړي ډول هغوی چې له هېواده د باندې دي او د ملګرو ملتونو خپلواکو کارپوهانو له امارت سره د ملګرو ملتونو هر ډول ښکېلتیا غندلې ده، د بېلګې په ډول د ۱۴۰۳ کال د زمري میاشتې په دې پرېکړه لیک کي چې تر شلو زیاتو ځانګړو راپور ورکوونکو، خپلواکو کارپوهانو او کاري ډلو لاسلیک کړی دی. دوی استدلال کوي چې:
له نارسمي واکمنو سره تر هغو چې د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د مېرمنو او نجونو په وړاندې يې منلي او په خپلواکه توګه تایید شوي اصلاحات نه وي راوستي، باید د اړیکو د عادي کولو یو ګام هم پورته نه شي.
د دوحې تر درېیمې غونډې وړاندې په هېواد کې دننه د نورو ښځینه ټولنو فعالانو ویلي و چې د ملګرو ملتونو دا تګلاره د منلو وړ ده. په وروستیو کې په یوه آنلاین ناسته کې چې ددې راپور لیکوال هم ګډون په کې درلود، ددې مېرمنو له ډلې یوې وویل « له طالبانو سره باید د خبرو یوه لړۍ پیل شي»، خو هغې دا هیله درلوده چې ملګري ملتونه باید وروسته مېرمنې بېرته د دوحې په ناستو کې ورګډې کړي. دي او نورو ميرمنو وویل چي د دوی سازمانونه چې ځینې يې تر اوسه هم د مېرمنو له خوا پرمخ بېول کېږي، له وړاندې لا له طالب چارواکو سره په ډېرو ستونزمنو، محتاطو او سکالو محوره خبرو بحثونه کوي. هغې افغانې میرمنې چې پورته يې یادونه شوې وویل د دوحې تر درېیمې ناستې وړاندې چې د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتون بایوا د سلا او مشورو غونډه جوړه کړې وه، «کوټه ډکه وه» او دا هغه مهال خواشیني شوه چې هلته د هېواد له منځ نه د ولس غږ کمزوری و او آن هغوی چې له طالبانو سره یې د ښکېلتیا په پلوۍ دلایل راوړل، ځنیو بهرمېشتو افغانانو پرې د طالبانو یا له هغوی نه د امتیاز غوښتونکو تور لګاوه.
د کتونکي په توګه بلنه
د افغانستان د چاپیریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس او د امارت د ټول نارینه درې کسیز هیأت مشر مطیع الحق خالص ومنله چې بلنه د آذرباییجان د چاپېریال ساتنې وزیر مختار بابایوف له خوا چې د اقلیمي بدلون ( ۲۹) غونډې مشر هم و، ورکړ شوې وه (د فرانسې خبري آژانس راپور دلته). خالص چې د پخوانیو مجاهدینو د مړه شوي مشر مولوي یونس خالص زوی هم دی د فرانسې خبري آژانس ته په باکو کې له کوزېدو وروسته ویلي و چې امارت د بابایوف د بلنې او د آذرباییجان د حکومت له خوا د ویزو د آسانچارۍ ډېر منندوی دی.
د کتونکو د رول مانا داده کوم کس چې د اقلیم بدلون (کاپ ۲۹) غونډې ته وربلل کېږي، په اصلي غونډه کې د ګډون اجازه نه لري، د رايې ورکولو حق نه لري ، او ځکه امارت به هغې نړیوالې بودجې ته لاسرسی نه لري چې له وړاندې ټوله شوې او یا د باکو په کنفرانس کې د اقلیمي بدلون د اغيز کمولو په موخه د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې ټولېږي. همدا ډول امارت نه شي کولی د اقلیمي بدلون د اغېز کمونې له پاره د افغانستان له خوا ټاکل شوﯤ بودجه د ملګرو ملتونو د اقلیم په اړه د کنفرانسونو جوړوونکې ادارې ته ولېږي. د رويټرز د راپور له مخې د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون د کنوانسیون د چوکاټ مشر له ۲۰۲۱ کال راهیسې د افغانستان د برخې اخیستنې په اړه فکر کول ځنډولی، چې په پایله کې یې دا هېواد له خبرو ګوښه پاتې شوی دی( د رویټرز راپور دلته ولولئ) .
د افغانستان چاپېریال ساتنې ملي اداره کې د اقلیمي بدلانه د برخې مشر روح الله امین چې د باکو غونډې ته بلل شوي هیأت غړی هم دی وايي چې د افغانستان د اقلیمي بدلون اداره تر دې وړاندې د چاپېریال ساتنې نورو [نامالومو] غونډو ته هم وربلل شوې وه، خو د ویزو نه ترلاسه کولو له امله يې هلته ګډون نه دی کړی. هغه زیاته کړې چې دې ادارې د ملګرو ملتونو له خوا د صحرا کېدو سرمشریزې کې چې په سعودي عربستان کې جوړېدونکې ده، د ګډون بلنه تر لاسه کړې او د ویزو په اخیستلو کار روان دی (د فرانس پریس آژانس په استناد د حریت ورځپاڼې راپور دلته وګورئ).
د آذرباییجان د اقلیمي بدلون غونډه کې د امارت ونډه چې هرڅه وه، خو د موضوع په اړه یوه اوڅار ډیپلوماټ رویټرز ته ویلي چې دې کنفرنس د امارت هیأت ددې جوګه کړ چې په بالقوه توګه په چاپېریالي بحثونو کې برخه واخلي او دوه اړخیز مجلسونه وکړي( د Reuters راپور دلته ولولئ).
د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته په کابل کې له یوې سرچینې چې نه يې غوښتل نوم يې څرګند شي مالومه شوی چې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر یا یوناما د اوسني هدف له مخې له طالبانو سره ژورې ښکېلتیا ښايي د بلنې له نوښت سره مرسته کړې وې او یا د بلنې لامل شوې وي. د امنیت شورا د ۱۴۰۲ کال د لړم میاشتې د راپور له مخې چې د ځانګړي سمبالوونکي، فریدون سنیر اوغلي له خوا وړاندې شوی، ویل شوي چې د ښځو د حقونو او د سیاسي ګډون هر پرمختګ په اصل کې د اړیکو د عادي کېدو او رسمیت پېژندنې برخه کې پرمختګ دی».
د ملګرو ملتونو له ښکېلتیا سره سره، د امارت له خوا د بشري حقونو په اړه د پرمختګ کمی په څرګند ډول په ډیپلوماټیکه توګه د رسمیت پېژندنې خنډ دی. دا خبره د ۱۴۰۰ کال د زمري (اسد) میاشتې راهیسې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په بېلابېلو پرېکړه لیکونو کې څرګنده شوې ده. ځکه چې افغانستان د ملګرو ملتونوغړی هېواد دی او دغه پرېکړه لیکونه يې لاسلیک کړي دي.
سره له دې چې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د ۱۴۰۳ کال په لیندۍ میاشت کې ویلي و چې دوی به له ملګرو ملتونو سره «د شریعت د پلي کولو په خلاف ددې سازمان د تکراري پروپاګند له امله خپلې ټولې مرستې بندې کړي»، د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر اوس هم په افغانستان کې خپلو کارونو ته دوام ورکوي.
داسې ګونګوسی هم شته چې د افغانستان له پاره د ځانګړو استازو او اسلامي امارت راتلونکې ناسته (د دوحې څلورمه غونډه) به له اقلیم سره په تړلیو سکالوګانو باندې بحث کوي. له دریو غونډو څخه یوه هغه چې امارت برخه په کې اخیستې وه د ۱۴۰۳ کال د چونګاښ (سرطان) له ۱۰ تر ۱۱ پورې وه. ددې راپور د لیکلو تر مهاله د دوحې د ناستو بڼه څرګنده نه ده او تر اوسه د راتلونکې ناستې د نېټي پرېکړه هم نه ده شوې.
د کاپ ۲۹ غونډې په څنډه کې د موسسو ناستې
د اقلیمي بدلون ( کاپ ۲۹) په غونډه کې د ګډون کوونکو په توګه له افغانانو څخه یواځې د اسلامي امارت هیأت نه و، بلکې نور افغانان هم ورغلي وو. ملګرو ملتونو دوې افغانې نادولتي موسسې او د مدني ټولنې یو غړی او د چاپېریال ساتنې فعال هم د استازو په توګه وربللي وو. دوی د باکو په غونډه کې د اسلامي امارت د رسمي هیأت چې د غونډې په څنګیزو ناسته کې یې برخه اخیسته، غړي نه وو ( دهغو نادولتي موسسو نوملړ چې د ګډون بلنه ورکړ شوې وه، دلته وګورئ). سربېره پر دې ځینو ګډونوالو په غونډه کې له لرې واټنه آنلاین ګډون کړی و، چې یو شمېر یې افغانان وو. دوی له هېواده بهر د ځینو ادارو استازولي کوله. د افغانستان د اوبو د مدیریت کارپوه ( دا خبره د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې همېشني همکار) عاصم مایار چې د میونیخ د کرنې مرکز د شننې په برخه کې کار کوي وکړه (په ایکس پاڼه کې د نوموړي لیکنه دلته ولولئ).
د چاپېریال ساتنې، روزنې او پرمختیا ټولنه ( اي، پي، ټي، ډي، او) او (ټې ایل او) هغه دوې ادارې وې چې دې غونډې ته وربلل شوې وې. وروستۍ هغه یې په چاپېریال ساتنه کې تخصص نه لري خو د ټولنې له پاره د چاپېریال ساتنې پروژې پلې کوي. دواړې ادارې په کابل کې دي. درېیم افغان د مدني ټولنې فعاله مروه عالم صفا د افغان ځوانانو په استازیتوب غونډې ته بلل شوې وه. هغه په افغانستان کې د آغا خان بنسټ د چاپېریال ساتنې د برخې مشره او د اقلیم او چاپېریال ساتنې د ځوانانو د نوښت د بنسټ د مرکزي ډلې غړې ده ( لینکډ این پاڼه يې دلته وګورئ او نور مالومات یې د آسیا یو میلیون مشران پاڼه کې موندلی شئ).
صفا د لړم میاشتې په ۲۴مه د لینکډ این په یوه پوسټ کې لیکلي چې په باکو کې يې «له یوه ساده خو اړین رول سره برخه واخیسته». « موږ د اقلیمي کړکېچ د نړیوال حل په موخه او د اقلیمي عدالت د مبارزې له پاره د افغان ځوانانو غږ اوچت کړ».
د افغانستان د اقلیم مسالې
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو او نادولتي موسسو له خوا په چاپېریالي مسالو باندې تمرکز ښايي له امارت سره د ښکېلتیا یو تاکتیک وبرېښي، چې بېخي همداسې ده هم، خو تر دې لاهم زیاتې نورې خبرې شته. افغانستان په ریښتیا هم د اقلیمي کړکېچ له خطر سره مخامخ دی. د ملګرو ملتونو د همږغۍ ادارې یا اوچا د راپور له مخې، افغانستان تر ۴۰ میلیونو پورته وګړو په لرلو سره په نړۍ کې یو له هغو لسو هېوادونه څخه دی چې د اقلیم د بدلانه له لاسه بدې هوا او طبیعي ناورینونو اغېزمن کړی دی.
همدا ډول افغانستان په نړۍ کې د اقلیم له بدلون څخه شپږم زیانمېدونکی او په ټوله کې په طبیعي ناورینونو کې څلورم زیانمنېدونکی هېواد دی ( له طلوغ نیوز سره د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام د مشر سټیفن روډریکس مرکه دلته او د ازادۍ راډیو راپور دلته ولولئ). په ورته مهال کې، افغانستان د شینکوریزو (ګلخانه یي/ هوا ککړوونکو) غازونو په تولید کې ډېره لږه ونډه لري چې د ټول نړیوال ککړوونکي (شینکوریز) غاز تر یوې سلنې هم لږ راځي. (د یو این ډي پي د شمېرو له مخې په کره توګه ۰.۶ سلنه). په نورو ټکو د افغانستان د سړي سر زهري غازو تولید تر جرمني ۲۵ سلنه لږ دی او د نړیوال اوسط ۶.۵ سلنه کېږي ( شمېرې دلته وګورئ).
د دغو شميرو او ارقامو اغېز پر افغانانو راځي چي له اقلیم سره د تړلو بې رحمه ناورینونو زور ته مخامخ دي ( د چاپېریالي او اقلیمي بدلون په اړه د افغانستان تحلیلګرانو شبکې پراخ راپورونه په یوه دوسیه کې دلته ، دلته ، دلته او دلته ولولئ). عاصم مایار وايي چې د اقلیم بدلون له امله ناببره او سخته وچکالي کرنیز محصولات نژدې ۳۰ سلنه کموي چې په پایله کې د هېواد د ټول اقتصاد د لس سلنې کمېدا لاملېږي (دعاصم مایار ټویټ دلته وګورئ).
د ماشومانو د ژغورنې نړیوالې موسسې (Save the Children ( د کورنیو بې ځایه شویو مرکز د۱۴۰۳ کال په زمري میاشت کې ویلي چې «د اقلیمي بدلون له امله د ۱۴۰۲ کال تر ژمي پورﯤ په نړۍ کي د بې کوره شویو ماشومانو شمېر (۷۴۷،۰۹۴) پورته تللی دی ( راپور دلته ولولئ)». دا راپور زیاتوي چې د هېواد له ۳۴ ولایتونو څخه ۲۵ «د وچکالۍ له سخت حالت سره مخامخ دي، چې تر نیمايي زیات وګړي ورسره اغېزمن شوي دي».
په نړیواله کچه له انزوا ( که څه هم اوس کمه شوې) او د ملګرو ملتونو له بېلابیلو ناستو څخه د امارت په وتنې سربېره، د باکو غونډې ته بلنه ښايي د اقلیمي بدلانه سره د اړوندو پرمختیایي مرستو په برخه کې د بحثونو را خوځولو لار پرانېزي. ځینې استدلال کوي چې د نړیوالې ټولنې او د افغانستان د اوسني حکومت ترمنځ د کړکېچ سزا دې افغانانو ته نه ورکول کېږي، په تېره بیا د داسې کړکېچ پر سر چې دوی یې په جوړولو کې ونډه نه لري.
مایار وايي چې د ډیالوګ فرصتونه به امارت ته اجازه ورکړي چې د ملي پراختیا د همږغۍ کنفرانس د څنګ په دوه اړخیزو ناستو کې خپل پلانونه په نا رسمي بڼه د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون چوکاټ (UNFCCC) ته وړاندې کړي. هغه هیله څرګنده کړه چې دا کار به لږ تر لږه بحثونو ته لار پرانېزي. هغه دې ته هم اشاره وکړه چې د اقلیمي پروژو بودجه باید په افغانستان کې د ملي بنسټیزو تاسیساتو ستونزو ته بېلې شي او د معیشت په څېر په وړو پروژو و نه لګول شي. هغه وویل د معیشت پروژې اړینې دي خو ښايي غوښتونی اغېز و نه لري (پر ایکس پاڼه لیکنه يې دلته وګورئ). هغه ټینګار وکړ چې په تېرو دریو کلونو کې د اقلیمي بدلانه له اغېز سره د مبارزې پروژې چې ۸۲۶ میلیونه ډالر ارزښت يې درلود، د لوېدیځ د پرمختیايي مرستو په درېدو، بندې شوې دي. په همدې خاطر مایار د اقلیم بدلون د اغېز له پاره د پیسو نامرکزي کېدلو، په ځانګړي ډول د افغانستان په څېر له جګړې یا د جګړې له پایلو اغېزمنو شویو هېوادونو له پاره منډې ترړې وهي( د هغه ټویټ دلته وګورئ).
د اقلیمي بدلون په اړه د امارت دریځ
له اقلیمي کړکېچ سره د افغانستان تړلې زیانمنېدنې ته په کتو، اسلامي امارت په اقلیمي مسایلو کې ځان یو جدي لوبغاړی بولي. د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رییس خالص د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې« د امارت هیات په باکو کې د غونډې ګډونوالو ته دا پیغام وړاندې کړ چې د اقلیم بدلون یوه نړیواله مساله ده او دا مساله برید نه لري») (د فرانسې د خبري آژانس راپور دلته ولولئ).
هغه همدا رنګه د اسلامي امارت دریځ او غوښتنې هم روښانه کړې. هغه د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې د اقلیم ددې غونډې ګډونوال باید د افغانستان په څېر زیان ګالونکي هېوادونه چې د اقلیم په بدلانه کې ډېر اغېزمن شوي په خپلو پرېکړو کې په پام کې ونیسي. خالص چې په قطر کې د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې د خبرو پر مهال د طالبانو د مذاکراتي ډلې غړی هم و، د اقلیمي عدالت په اړه وغږېد او په واضح ډول يې وویل چې د اقلیمي غونډې له ګډونوالو څخه يې د هېواد والو لویه تمه پیسو ته لاسرسی دی: هغه زیاته کړه: «زموږ د هېواد وګړي باید د اقلیم اړوندو پیسو ته لاسرسی ولري». د نړۍ په جنوب کې د نورو هېوادونو په څېر طالبان هم په دې باور دي چې بډای هېوادونه چې د شینکوریزو (ککړوونکو) ګازونو په جوړولو کې لویه برخه لري، باید دوی ته د اقلیم د زیانمنولو تاوان ورکړي. د امارت د پالیسیو په لړ کې د ښځو د حقونو اړوندې لانجې ته په مستقیمې اشارې سره خالص وویل چې د اقلیم خوندي کوونکو پروژو په پلي کېدو «د ښځو ژوند هم ښه کېږي».
مایار د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته وویل چې خالص د سرې میاشتې ټولنې مشرتوب درلود او هلته يې د همدې ټولنې له پاره په بریالیتوب سره بودجه پیدا کړه او په دې اړه یې ډېرې ناستې وکړې. مایار وویل چې« له همدې امله امارت، خالص د چاپېریال ساتنې ادارې مشر وګوماره».
زین العابدین عابد د باکو د کنفرانس په ترڅ کې د امارت او نړیوالې ټولنې تر منځ شخړې ته په اشاره په دې ټولنه غږ وکړچې «د اقلیمي بدلون مسالې باید له سیاست سره و نه تړي». هغه وویل «د اقلیم بدلون یوه بشري سکالو ده» (د حریت ورځپاڼې راپور دلته ولولئ). دا دریځ خبرو ته د چمتووالې په مانا هم تعبیرېدای شي، خو د نورو مسایلو په اړه له امتیاز نه د نټې مانا هم لري.
اسلامي امارت نه له اقلیمي بدلانه څخه د انکار ډلې ملګری شوی او نه يې د اقلیم په اړه د پاریس تړون څخه چې پخواني حکومت منلی و، د وتلو نیت ښوولی دی. په حقیقت کې امارت سږ د کال په سر کې د ننګرهار په مرکز جلال آباد کې د اقلیمي بدلون په اړه یوه نړیواله غونډه وکړه. هلته په رسمي ډول په ډاګه شوه چې د اقلیم بدلون یو حقیقت دی او دا چې دا د خدای په کارو کي لاسوهنه نه ده. او په نړۍ کې چې څوک د اقلیم بدلون نه مني هغوی ته باید قناعت ورکړ شي. په کنفرانس کې د افغانستان له ټولو امامانو څخه غوښتنه وشوه چې د جمعي په خطبو کې د چاپېریال ساتنې پر اړتیا ټینګار وکړي (د واشینګټن پوسټ راپور دلته وګورئ). په کابل کې فریدالله اظهري په نامه یوه امام واشینګټن پوسټ ته ویلي چې «د کاربن نښې به د قیامت په ورځ ډېرې درنې وي، خدای به پوښتنه وکړي چې:«پیسې مو څه وړ لاس ته راوړې؟ بیا به خدای وپوښتي چې « په دې بهیر کې مو څومره زیانونه واړول»؟
همدا ډول د چاپېریال ساتنې ادارې ایکس پاڼه د اقلیمي بدلون د هغوغونډو او فعالیتونو له انځورونو او راپورونو ډکه ده چې په بېلابېلو ولایتونو کې يې کړي دي. په ځینو کې یې آن ویل شوي چې د چاپېریال ساتنه او څارنه یوه دیني فریضه ده.
د افغانستان د ملي ټاکل شوې ونډې پنځه کلن پلان له مخې چې هر هېواد يې باید د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون ادارې ته وړاندې کړي، د اسلامي امارت هیأت باکو ته تر ۱۷ میلیونو ډالرو زیاته بودجه وړاندې کړې چې له ۱۴۰۴- ۱۴۰۹ پورې ده. ټولې ټاکل شوې ونډې باید خپل پلانونه په پنځو کلونو کې نوي کړي چې امارت دا کار نه دی کړی او اوسنی پلان يې هم د پخواني جمهوري حکومت د ۱۳۹۴ کال کاپي ده (دلته يې ولولئ). په هغه پلان کې هم ۱۷ میلیونو ډالرو ته اړتیا ښودل شوې وه خو هغه اړتیا له ۱۳۹۹ نه تر ۱۴۰۹ پورې د یوې لسیزي له پاره وه.
د افغانستان د چاپېریال ساتنې ادارې له خولې ویل شوي چې تېر کال امارت د خپل پلان د نوي کولو پرېکړه کړې، د ملگرو ملتونو کاپ۲۹ غونډه يې مني او که نه. په نوي پلان کې د بودجې اندازه د پخوا په شان لیکل شوې، خو د بودجې تر لاسه کول يې په یوه ځل نه بلکې دوه ځله ( نیمايي، نیمايي) ته واړول. خو دا به تر هغو پورې عملي اغېز و نه لري چې د افغانستان بودجه د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون چوکاټ له خوا کنګل او ورسره ورسره د نړیوال اقلیمي بدلون بودجې ته لاسرسی بند وي.
د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته یوې سر چینې چې نه يې غوښتل نوم يې واخیستل شي وویل چې د ملګرو ملتونو له خوا په لومړي سر کې پتېیل شوې وه چې د دې سازمان پرمختیايي پروګرام (یو این ډي پي ) د افغانستان د ملي پلان په بیا کتنه کې د افغانستان له چاپېریال ساتنې ادارې سره مرسته وکړي، خو دې سازمان وروسته له هغه نټه وکړه چې څرګنده شوه چې د چاپېریال ساتنې اداره د هغه سند په جوړولو کې مرسته کوي چې د ملګرو ملتونود جنسیتي اصولو خلاف ده. همدې سرچینې وویل چې وروسته یو این ډي پي د یوې افغانې نادولتي موسسې (رها) له خوا هغه نوی پلان تر لاسه کړ. دې کار به یو این ډي پي ته دا ګټه کړې وای چې د سند په بیا کتنه کې د خپل نامه له یادونې پرته مرسته وکړي. که څه هم د افغانستان د چاپېریال ساتنې ادارې دا وړاندیز رد کړی او ویلي یې دي چې دوی غوره بولي چې ددې سند د نوي کولو کار په خپله وکړي.
د کابل غونډه د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون غونډې سره په یوه مهال
په باکو کې د اقلیمي بدلون په اړه د ملګرو ملتونو د غونډې په لومړۍ ورځ افغانې نادولتي موسسې (رها) په کابل کې «له نه ګډون نه تر ګډون پورې» تر سر لیک لاندې یوه غونډه وکړه. د رها د وینا له مخې د غونډې موخه دا وه چې «د افغان ماشومانو، ځوانانو، ښځو، خصوصي سکتور، علماوو، سیمه ییزو ټولنو او کارپوهانو غږ واورېدل شي» ( په ایکس کې د مایار پوسټ دلته،په لینکډ این کې د رها پوستونه دلته او د رها راپور دلته ولولئ).
د دوی په ډله کې د امارت د بهرنیو چارو مرستیال او د دوحې د خبرو اترو پخواني مرکچي شېرمحمد عباس ستانکزي په خپله وینا کې تور ولګاوه چې « ناټو، امریکا، روسیه او ټول صنعتي هېوادونه په عمومي ډول زموږ هېواد ته د چاپېریالي ستونزو د جوړولو عاملین دي» هغه زیاته کړه « او دوی اوس هم نه غواړي چې له افغانستان سره د هغو ستونزو په غوڅولو کې مرسته وکړي چې دوی پنځولې دي» ( په ایکس کې د ستانکزي پوسټ دلته ولولئ).
د رها د وینا له مخې «ګډونوالو چې د افغانستان د بېلابېلو ډلو، کارپوهانو، شریکانو، بزګرانو، ځوانانو او ماشومانو استازولي یې کوله د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون د کنوانسیون چوکاټ (یو این ایف سي سي سي) او د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون د غونډې له ګډونوالو وغوښتل چې افغانستان په اقلیمي مالي ونډو کې ورګډ کړي او په دې هېواد کې د اقلیمي کړکېچ سختې پایلې له پامه و نه غورځوي» ( د رها پوسټ په ایکس کې دلته ولولئ). دا داسې یوه غوښتنه ده چې امارت ورسره همږغی ښکاري.
نور به څه کېږي؟
دا به وروسته مالومېږي چې په باکو کې د کاپ ۲۹ غونډه او د غونډې په څنډو کې د اسلامي امارت دوه اړخیزې ناستې د ملګرو ملتو د غړو هېوادو په هڅولو کې څومره بریالۍ وې چې افغانستان په اقلیمي مالي نوښتونو کې بېرته ورګډېدو ته پرېږدي.
دا غونډې لږ تر لږه د رسنیزو رپوټونو له مخې، تر اوسه اغېزناکې نه دي برېښېدلې. د افغانستان د چاپېریال ساتنې ادارې په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې هیأت یې د جنوبي آسیا د چاپېریال له مرستندوی پروګرام ، د ملګرو ملتونو د چاپېریالي پروګرام د اوزون دارالانشا له چارواکو، د ملګرو ملتو د پرمختیایي پروګرام (یو این ډي پي) له جګپوړو چارواکو، د نړیوال سره صلیب له مرستیال رییس ډراګانا کوجیک ، د روسیې د اقلیمي بدلون د ځانګړي استازي روسلان ایدیلګیرییف او د افغانستان له پاره د ناروې ځانګړي استازي سره ناستې درلودې. هیأت د قرغزستان، نیپال، منګولیا او آذرباییجان د لوړپوړو چارواکو سره په غرنیو سیمو کې د اقلیمي بدلون په اړه ناسته کې ګډون کړی دی (د افغانستان چاپېریال ساتنې ادارې د ایکس لیکنه دلته ولولئ).
له ناروې پرته افغانستان ته د پخوانیو بسپنه ورکوونکو هېوادونو نورو استازو د امارت له هیأت سره نه دي لیدلي.
د باکو د غونډې یوه افغان ګډونوال چې په یوه درېیم هېواد کې له یوې نادولتي موسسې سره کار کوي، د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته وویل سربېره پردې چې دوی د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون د کنوانسیون چوکاټ (یو این ایف سي سي سي) او څو اړوندو ګڼ اړخیزو بسپنه ورکوونکو سره بودجې ته د لاس موندنې پر امکاناتو خبرې کړې، خو د اسلامي امارت هیأت ښکاره دا ویل چې که بسپنه ورکوونکي هغو افغانو نادولتي موسسو ته چې د چاپېریال ساتنې برخه کې کار کوي، بودجه ورکړي، امارت به یې مخامخ ملاتړ وکړي.
رویټرز د ملګرو ملتونو ددو کارمندانو له خولې لیکلي چې ملګرو ملتونو «هڅه کوله د افغانستان له پاره پر اقلیمي بودجې بندیز له منځه یوسي». دا راپور وايي چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې او پرمختیایي پروګرام په وروستیو کې په ګډه په یوې وړاندیزې طرحې کار پیل کړی او هیله لري چې د۱۹ میلیونو ډالرو دا وړاندیز په راتلونکي کال کې د ملګرو ملتونو د نړیوال چاپېریالي مرکز بودجې ته د لاسرسي له پاره وړاندې کړي.
د راپورونو له مخې د ملګرو ملتو پرمختیایي پروګرام ویلي: «زموږ خبرې د چاپېریال له زرغونې بودجې(GEF) او د اقلیمي بدلون له پاره له ټولو مالي بنسټونو سره روانې دي چې د پیسو لارې بیا پرانېزو او د طالبانو د غیر رسمي حکومت له ګډونه پرته هېواد ته یو ځل بیا د پیسو سرچینې پیداکړو». د امارت ویاند په دې اړه د رویټرز پوښتنې ځواب نه کړې. رویټرز وايي چې «که دا چاره بریالۍ شوه نو دا به په تېرو دریو کلونو کې لومړی ځل وي چې د اقلیم له پاره نوې نړیوالې پیسي د افغانستان غرني ولس ته بیا را درومي. تر اوسه نه ده مالومه چې د افغانستان پخواني لوی بسپنه ورکوونکي هېوادونه به له دې سره هوکړه وکړي او که نه.
اسلامي امارت خپله هم په ټینګه راتلونکو غونډو ته په تمه دی. د افغانستان د چاپېریال ساتنې ادارې مشر خالص وویل: «موږ دې ته ډېر لېوال یوو چې په برازیل کې د کاپ ۳۰ کنفرانس کې ګډون وکړو» (په دې اړه د عرب نیوز راپور دلته ولولئ).
ژباړن: علي محمد سباوون
بیاکتنې:
دا مقاله په وروستي ځل تازه شوې وه ۳ جدی / مرغومی ۱۴۰۳