Afghanistan Analysts Network – Dari Pashto

نړیوالې موضوعګانې / تعامل بین المللی

امریکا انتخاب کوي: خو چې د امریکا ټاکنې هرڅوک ګټي پر افغانستان یې څه اغېز راتلی شي؟

کیت کلارک 32 دقیقې

د امریکا د ټاکنو بهیر کې  چې دا اوونۍ کېږي، افغانستان تقریباً هېڅ نه برېښېده، مګر تش د سیاسي فوټبال د توپ په ډول چې هر نوماند هڅه کړې له افغانستان نه د ۱۴۰۰ کال په شرمېدلې وتنې او د طالبانو په بیا واک نیونې کې د یو بل د تورنولو له پاره پرې خپل سیال وولي. بیا هم، آیا دا چې په ټاکنو کې څوک بریالی کېږي – پخوانی ولسمشر او د جمهوریپالو اوسنی نوماند ډونالډ ټرمپ که اوسنۍ ډیموکراته مرستیاله ولسمشره کماله هاریس، د افغانستان لپاره پر امریکایي تګلارو به یې اغېز څه وي؟ د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې کیټ کلارک ( د توماس روتیګ  له زیاتونو سره) د آرشیف له منځه د تېر په راسپړلو لیدلي چې څنګه د ۱۳۸۰ کال تر ښکېلېدا وروسته چې امریکا په افغانستان کې په یواځیني خورا پیاوړي بهرني لوبغاړي واوښته، په ولسمشریزو مباحثو کې افغانستان څومره ډېر یادشوی دی او دا پوښتنه راپورته کوي چې افغانستان د امریکا پر ولسمشریزو ټاکنو څومره اغېز درلود.

د امریکا مرستیاله ولسمشره او ډیموکراته نومانده کماله هاریس د پنسلوانیا په فلادلفیا کې د یواځینۍ مباحثې پر مهال مخکني ولسمشر او د جمهوریپالو نوماند ډونالډ ټرمپ ته لاس ورکوي. عکس: سول لوب/ د فرانسې خبري آژانس، د ۱۴۰۳ د وږي (سنبلې) ۶

مشهوره داده چې امریکاییان رایې د بهرنۍ تګلارې د موضوعاتو له مخې نه اچوي، ځکه نو دا حقیقت چې افغانستان په تېرو شلو کلونو کې د ولسمشرۍ له پاره سیالانو دومره ډېر یاداوه، مهم دی. دواړو سیالانو به کله په تګلارو مشاجرې کولې، کله به یې افغانستان د یوې جلا مسالې د بېلګه کولو له پاره رایاد کړ، لکه جورج بوش چې د ۱۳۸۳ کال ټاکنو کې یې هغه دداسې یوه سند په ډول راپورته کړی و چې ښیي «ولسواکي پر مخ درومي.» ددې ټکي روښانول چې که د امریکا پرله پسې ټاکنې بل سړي (یا په ۱۳۹۵ کال کې ښځې) ګټلې وای، د افغانستان په اړه به د امریکا تګلارو توپیر درلودای، ګران دي او حقایق کاږه لوري ته بیایي. سربېره پر دې، لکه لاندې چې لیدل کېږي، د امریکا په ټاکنو کې، لکه په هر بل ځای کې، هره ژمنه چې کېږي، نه پلې کېږي او ډېر ځله خبره سرچپه راوځي. خو بیا هم دا پوښتنه په کولو ارزي.

د ۱۳۸۳ کال ټاکنې: بوش د کیري په وړاندې، آزادي او د افغانستان ولسمشریزې او پارلماني ټاکنې

په ۱۳۸۳ کال کې ټاکل شوې دا وه چې امریکا او افغانستان دواړه انتخابات وکړي، ښایي مانا یې دا وه چې د افغانستان ولسمشریزې او پارلماني ټاکنې هم مهاله تر سره شي. دا کار ونه شو. دواړه افغان انتخابات چې د ۱۳۸۳ کال د غبرګولي (جوزا) له پاره په پام کې نیول شوي وو (د بُن د موافقې په ضرب الاجل)، وږي (سنبلې) ته وځنډول شول او وروسته نور هم وځنډېدل او سره جلا کړای شول، داسې چې ولسمشریزې ټاکنې د ۱۳۸۳ کال تلې (میزان) ته شي او پارلماني تر ۱۳۸۴ کاله ونه شي (چې یو ځل بیا له غوایي (ثور) نه شاته وغورځېدې او په پای کې د تلې په ۲۷ وشوې.) آیا امریکا زور اچولی و چې لږ تر لږه یو انتخابات، دویمې دورې ته د جورج بوش تر ځان جوړونې وړاندې تر سره شي؟ له شک پرته فشار و. د ساري په ډول د ۱۳۸۲ کال په کب (حوت) کې نا امني او د ملګرو ملتو له خوا د رای ورکوونکو ورو نوم لیکنه له غبرګولي نه وږي ته د لومړني ځنډ لامل وبلل شول. ګاردین ورځپاڼې رپوټ ورکړی و:

[ځنډ] ولسمشر حامد کرزي ته د واشنګټن له ټینګار سره سره چې ټاکنې دې په غبرګولي کې وشي، پېښ شو. جورج بوش غوښتل په لړم (عقرب) کې د امریکا تر ټاکنو ښه وړاندې، افغانستان د بهرنۍ تګلارې د یوې بریالۍ بېلګې په نامه وړاندې کړي.

د چونګاښ (سرطان) په ۲۱ چې کله دویمه ځنډېدا او د دواړو ټاکنو جلا کېدا اعلان شوه د بیزنس ریکورډر (ورځپاڼې) په ټکو:

سپینې ماڼۍ د یوې وینا په خپرولو وویل چې ولسمشر بوش د ټاکنو دا مهالوېش «ولسواکۍ ته د افغانستان د تېرېدو یو مهم ګام» وباله او هرکلی یې وکړ. [د ټاکنو د سمبالښت له پاره د ملګرو ملتو او افغانستان د ګډې ادارې (JEMB) مشر ذکي] شاه وویل چې سیاسي ګوندونو، علماوو، قومي مشرانو او نورو اندېښنه ښودلې چې د ملېشو د بې وسلې کولو بهیر چې د پارلماني ټاکنې ژر تر سره کېدو ته لار پرانیزي، ورو روان دی. هغه وویل د ټاکنو ګډې سمبالوونکې ادارې د دواړو ټاکنو پر ځنډېدو غور کړی و، خو پرېکړه یې دا شوه «چې د نور ځنډ په راوستلو ښایي ثبات ته ګټه ونه رسېږي.» اندریو ویلډر چې د افغانستان د پلټنې او ارزونې واحد (AREU) ته یې د ۱۳۸۳ کال په وږي (سنبله) کې لیکنه کړې وه، وویل آن په ولسمشریزو ټاکنو کې چې «بالآخره وشوې، په بیړه کې اصول له پامه وغورځول شول چې د ټاکنو رنګ یې پیکه کړ او دې بیا په خپل وار د نتیجو اټکل شوی مشروعیت لږ کړ.» ده لږ تر لږه په دې هوسایي څرګندوله چې افغانستان په هغه مني کې د دواړو ټاکنو د یوځايي کولو هڅه ونه کړه. شک نه شته چې پارلماني ټاکنې تر ولسمشریزو هغو ډېرې پېچلې او ستونزمنې دي، خو که د ځنډولو پر ځای د دواړو د جلا کولو پرېکړه د امریکا د فشار له امله وي چې ګواکې لږ تر لږه یو انتخابات خو ترسره شي چې جورج بوش د بیا ټاکنې هڅو کې پرې ځان وستایلی شي، دا به پر افغانستان د امریکا د ټاکنو د اغېز تر ټولو ښکاره [بده] بېلګه وي.

د مهالوېشونو جلا کېدا افغانستان ته مضره وه او د افغانستان په سیاسي نظام کې یې نا انډولي نوره هم ډېره کړه: له پارلمان نه، لکه هغسې چې د بحران نړیوالې ډلې د ۱۳۸۳ کال په لړم (عقرب) کې رپوټ ورکړ، تمه دا وه چې هم «د ولسمشر واک وڅاري» او هم «د ټولو افغانانو سیاسي استازیتوب رامنځ ته کړي،» چې دا برخه په تېره بیا د اجراییه ځواک د پرله پسې ځواکمنتیا له پلوه مهمه وه، ځکه «ګڼ قومي او ګڼ سیمه ییز» ولس داسې «ټول ګډونو او مشارکتي ډګرونو ته اړتیا درلوده چې خپلې اړتیاوې په کې وړاندې او ناخوښۍ د پارلماني ټاکنو له لارې راپورته کړي.» د پارلماني ټاکنو د ځنډېدو پرېکړې له هماغه پیله پر دغه بنسټ باور کمزوری کړ او ارزښت یې وغورځاوه. په جلا نېټو ددغو ټاکنو تر سره کېدل د اسلامي جمهوریت په ټولو کلونو کې روان پاتې شول او لا ډېر درانده لګښتونه او ګډوډۍ یې له ځانه سره راوړي او مانا یې دا وه چې وکیلان به تل د ولسمشر له ټاکل کېدو وروسته، د هغه له دومره پراخو مرکزي واکونو سره، غوره کېدل: د هغه اغېز ډېرېده، د دوی غږونه پیکه کېدل.

جورج بوش ریښتیا هم د افغانستان په ټاکنو ځان ستایه او د هر هغه څه سمبول یې باله چې دده په باور د امریکا آزادۍ راوستونکی ماهیت دی. (دا پوښتنه هم کېدی شي چې که د ۱۳۷۹ کال ټاکنې د بوش پرځای جان کیري ګټلې وای، د ۱۳۸۳ کال تر ټاکنو پورې به تاریخ لا دمخه بله بڼه درلودای، خو دا ددې رپوټ د څېړنې له کړۍ وځي.)  له خپل ډ‌یموکرات سیال جان کیري سره په ولسمشریزو مناظرو کې، هغه بیا بیا د افغانستان ټاکنې ولسونو ته د آزادۍ په رسولو کې د امریکا ستره ونډه وبلله، لکه په لومړۍ ولسمشریزه مناظره کې چې د تلې په ۹  شوې وه (متن یې دلته ولولئ).

زموږ ددې ملت کلکه دنده ده چې د [القاعدې] د کرکې دا ایډیالوژي ماته کړي. هغوی همدغسې دي. دا د قاتلانو یوه ډله ده چې نه یوازې به دلته وژنې کوي، بلکې په روسیه کې [هم] ماشومان وژني، په عراق کې بې رحمه بریدونه کوي، په دې هیله چې زموږ تکلونه ورېږدوي. موږ مکلف یو چې دا غلیم مات کړو. موږ مکلف یو چې خپل بچیان او لمسیان خوندي کړو. د هغوی د ماتولو تر ټولو غوره لار داده چې زړونو ته شک پرېنږدو، پیاوړي و اوسو، خپل ټول امکانات وکاروو، پرله پسې په یرغل پاتې شو او هم مهاله ورسره آزادي خپره کړو. او دا هماغه څه دي چې خلک یې په افغانستان کې پېښېدل ویني. لس میلیونو وګړو د رای اچونې له پاره نوملیکنه کړې. دا یو بېساری رقم دی. په دې ډول نو که آزادي ومومي، رای اچونې ته ورځي. په دغو لسو میلیونو کې ۴۱ سلنه ښځې دي.

پر یوه واحد جګړه ییز ډګر د افغانستان او عراق او نورو ځایونو راښکېلول او بیا د آزادۍ بخښونکې په توګه د امریکا ځلول، له نا روښانه تعریف شوي «غلیم» نه د ولسونو ژغورل او د بدۍ ځپل له ترهګرۍ سره د جګړې په تړاو د بوش د دورې معمولې لفاظۍ وې. دا هسې یو روایت و چې افغان او عراقي ولس ته یې ریښتنې ویجاړوونکې پایلې درلودې، خو بوش ترې د ۱۳۸۳ کال په ټاکنیزو منډو ترړو کې ښه سمه ګټه پورته کړه. ده په هماغه لومړنۍ مناظره کې دا مفهوم ډېر روښانه بیان کړ:

شک نه شته چې عراق کې سختي ډېره ده. چارې ګرانې دي. له باور پورته ګرانې دي. پوهېږئ ولې؟ ځکه غلیم پوهېږي چې څه ترې ځي. غلیم پوهېږي چې یو آزاد عراق به د هغوی د کرکې ایډیالوژۍ ته لویه ماته وي. ځکه نو هغوی دومره سرټمبه جنګېږي. کله چې هغوی افغانستان کې وو ځان یې وښود، ځکه هڅه یې وکړه چې موږ مات کړي، خو وس یې ونه رسېد. او اوس په همدغه دلیل په عراق کې ځان ښیي. غواړي چې موږ مات کړي. که ټینګار ما بایلود، جنګ مو بایلود. خو که ټینګ او پیاوړي پاته شوو، غلیم ماتوو.

بوش په دویمه مناظره کې، د ۱۳۸۳ کال د تلې په ۱۷ یوځل بیا د افغانستان د را روانو ټاکنو موضوع راپورته کړه او هغه یې د امریکا د خوندي کولو له پاره د خپلو هڅو د لیست یوه ماده وبلله:

موږ به د القاعدې ښکار جاري ساتو. موږ به دغو ترهګرو ته خوندي ځای پرېنږدو. موږ به دا باوري کړو چې هغوی د ګڼ وژنې وسلو ته لاسرسی نه مومي. خو زموږ اوږدمهالی خونديتوب په آزادۍ باندې زموږ باور کې دی او موږ به په نړۍ کې د آزادۍ خپرول جاري وساتو. آزادي په ټینګو ګامونو مخ ته ځي. افغانستان سبا د ولسمشر له پاره رایې اچوي. په عراق کې به هم آزادې ټاکنې وشي او یوه آزاده ټولنه نړۍ لا آرامولی شي. خدای دې و رحمېږي.

درېیمه مناظره د ۱۳۸۳ کال د تلې په ۲۲، د افغانستان له ولسمشریزو ټاکنو وروسته وشوه او مانا یې دا وه چې بوش کولی شوای وباټېږي: «د ځان د خوندي کولو او له افغانستان نه د طالبانو د شړلو په برکت، افغان ولس په دې اوونۍ پای کې رایې واچولې. او لومړنی کس چې رایه یې واچوله یوه ۱۹ کلنه مېرمن وه. یو ځل په دې غور وکړئ. آزادي په ټینګو ګامونو مخ ته ځي.»

جان کیري د افغانستان ټاکنې تر ډېره نالیدلې پرېښودې، یوازې په ناخوښۍ یې د هغو درې ځله ځنډېدا یاده کړه، او ددغه هېواد په اړه یې نظر پر هغه څه چې ده د بوش «د قضاوت ژوه تېروتنه» بلله او په دې ټول و چې بوش څنګه په ۱۳۸۲ کې د عراق په نیولو له افغانستان نه چې ده «له ترهګرۍ سره د مبارزې مرکز» باله پام بلې خوا ته واړاوه. د ۱۳۸۳ کال ټاکنو له پاره لومړۍ مناظره کې کیري د ساري په ډول، بوش تورن کړ چې د عراق د نیولو تلوسې دومره په سر اخیستی و چې له بې باوره افغان خواوو سره د امریکا تر ملګري کولو وروسته یې د افغانستان د جګړې ډګرونه د امریکا غلیمانو ته پرانستي پرېښودل:

صدام حسین په موږ برید نه و کړی. پر موږ برید اسامه بن لادن کړی و. کله چې موږ اسامه بن لادن د تورې بوړې غرونو کې ایسار کړ، زر ملګري یې په دغو غرونو کې ورسره وو. په داسې حال کې چې امریکایي پوځي ځواکونه شاوخوا او پخپله هماغه سیمه کې وو، موږ د نړۍ تر ټولو ښه روزل شوي پوځیان و نه کارول چې ولاړ شي او د نړۍ  لومړی لمبر جنایتکار او ترهګر ووژني. هغوی دا کار هغو افغان جنګسالارانو ته وسپاره چې همدا تش یوه اوونۍ وړاندې په هابله خوا کې له موږ سره جنګېدل. هیچا په بل باور نه کاوه. دادی هغه غلیم چې پر موږ یې برید کړی. دا دی هغه غلیم چې له هغو غرونو نه د وتلو لار ورکړ شوه. دا هغه غلیم دی چې اوس په ۶۰ هېوادو کې فعال دی او د جذب کچه یې لا ډېره شوې ده.

کیري پوښتنه وکړه: آیا عراق ته د عسکرو استول چې شمېر یې لس ځله په افغانستان کې تر عسکرو ډېر شي په دې مانا دي چې «صدام حسین تر اسامه بن لادن لس ځله ډېر مهم و؟»

دا پوښتنه کېدلی شي چې آیا له حالاتو نه د کیري دې اخیستنې ته په کتو چې د بوش له اخیستنې یې دومره توپیر درلود، که د ۱۳۸۳ کال ټاکنې د بوش پر ځای کېري ګټلې وای، ددې سبب کېدلی شوای چې امریکا د افغانستان (او/ یا عراق) په تړاو بل ډول تګلاره غوره کړي؟ لږ تر لږه دا احتمال و چې کیري افغانستان ته لا ډېر عسکر ولېږي، هماغه کار چې بارک اوباما په ۱۳۸۸ کال کې واک ته تر رسېدو وروسته په اصطلاح د surge (شمېر ډېرونې) پر مهال وکړ (چې دا پخپله د بوش د دویمې دورې پر مهال په عراق کې د جنرال ډیویډ پټرېیس له خوا د مقاومت د مقابلې له پاره د surge کاپي وه). خو بیا هم دې ټکي ته په پام سره چې د [بهرنیو ځواکونو] حضور له ځایه د مقاومت په راخوځولو کې ونډه درلوده، ګرانه  برېښي چې سړی ووایي د افغانستان په جبهو کې د نورو امریکایي جنګي ځواکونو شتوالي څنګه ګټه اړولی شوای. (د امریکا په اقداماتو کې دا شیان راتلل: بې پوښتنې ډله ییزې نیونې، له سپیو سره د خلکو په کورونو شپنۍ چاپې او د نورو ترمخه د سړیو بربنډول، ربړول، د هغو افغانانو په خوښه تلل چې غوښتل یې امریکایي ځواکونه د هغوی شخصي یا ګوندي غلیمان وځپي، او له سیمه ییزو زورواکو سره ملګرتیا او د هغوی د وړتیاوو لا ډېرول چې ولس وځپي او واک انحصار کړي. ددې ټکو د نورې ارزونې، د نیونو د ځیر کتنې او نورو معلوماتي سرچینو له پاره د لیکوالې ددې لیکنې «کافکا په کیوبا کې. په ګوانتانامو کې افغان تجربه» ۹- ۱۴ مخونه وګورئ. بله پوښتنه داده چې آیا د کیري تر ولسمشرۍ لاندې امریکا به د «جنګسالارانو» له همکارۍ راګرځېدلې وای؟ دلته په ګرانه داسې برېښي چې د کورنیو جګړو د مهال زورواکي چې تر دغه مهاله  د جمهوریت په سیاسي سیستم کې ژور ننوتي وو، له دغه ځایه راوباسي. په ۱۳۸۰ کال کې د بوش پرېکړې چې د لومړني اسلامي امارت د نسکورولو له پاره له طالب ضد قوماندانانو او ډلو سره لاس یو کړي، هغوی ټینګ د جمهوري نظام په زړه کې ځای کړي وو.

ولسمشران اوباما او کرزی په اووال آفیس (بیضوي دفتر) کې تر غونډې وروسته د سپینې ماڼۍ د ستنو له کتار سره. عکس: پیت سوزا/ د سپینې ماڼۍ عکاس، د ۱۳۹۱ کال د مرغومي (جدي) ۲۲   

۱۳۸۶ – ۱۳۹۰: اوباما د مک کین او رومني په وړاندې، «ښه جګړه»، د عسکرو ډېرول او د [امنیتي مسوولیتونو] لېږدول

په ۱۳۸۶ کال کې اوباما پر هماغه پیغام ټینګار وکړ چې ډیموکرات ملګري یې – جان کیري څلور کاله وړاندې کړی و، دا ځل د جمهوریپال سیال جان مک کین په مقابله کې. بوش، د هغه په ټکو، په ۱۳۸۲ کال کې د عراق په نیولو ناسمه جګړه ونښلوله. په لومړۍ ولسمشریزه مناظره کې چې د ۱۳۸۷ د تلې (میزان) په پنځمه وشوه، اوباما ژمنه وکړه چې عسکر له عراق نه افغانستان ته وباسي، «چې څومره ژر کېدلی شي، ځکه په سیمه کې قوماندانانو منلې چې حالت خرابېږي، سمېږي نه.»

موږ په دې تېر کال کې له ۱۳۸۱ راهیسې د عسکرو تر ټولو لوړه مړینه درلوده. وینو چې یو لوی برید راپیل شوی دی. القاعده او طالبان پر پوله را اوړي په پوره بېباکۍ زموږ په عسکرو بریدونه کوي. هغوی لا زړور شوي دي. او موږ نه شو کولی افغانستان له عراق نه جلا کړو، ځکه قوماندانان چې څه راته وایي هغه دادي چې موږ همدا اوس د افغانستان د سمبالولو له پاره عسکر نه لرو. په دې ډول، زه به افغانستان ته دوه یا درې نور غونډونه واستوم. په یاد مو وي چې موږ په عراق کې چې د سپټمبر له یوولسمې سره هیڅ تړاو نه لري، څلور چنده ډېر عسکر لرو. زموږ تر ورتګ وړاندې په حقیقت کې هلته القاعده بېخي نه وه، خو موږ په کې تر افغانستانه څلور چنده ډېر عسکر لرو. او دا یوه ستراتېژیکي تېروتنه ده، ځکه هره استخباراتي اداره به دا ومني چې القاعده متحدو ایالتونو ته تر ټولو لوی خطر دی او دا چې دفاع وزیر ګیټس ومنله چې مرکزي جبهه به – یعنې هغه ځای چې ددغې ډلې غم په کې وخوړل شي، افغانستان او پاکستان وي.

د نویو عسکرو د استولو ترڅنګ (یو غونډ ۳ – ۵ زره عسکر لري) د اوباما د «surge» [عسکر ډېرونې] په بهیر کې سیمې ته تر هغه شمېر لا ډېر عسکر ولېږل شول چې په ټاکنو کې یې ژمنه کړې وه (له ۵۱ زرو نه تر ۱۰۰ زرو پورې د زیاتولو په اوج کې.) اوباما وویل چې «افغان حکومت به فشار ته ونیسي چې دا ډاډ تر لاسه شي چې ریښتیا خپلو خلکو ته کار کوي» او دغه راز د «کوکنارو د ‌ډېرېدونکې سوداګرۍ» غم وخوري. ده همدا شان ژمنه کړې وه چې د پاکستان غم هم خوري:

ځکه القاعده او طالبان په پاکستان کې، له پولې ها خوا په شمال لوېدیځه سیمه کې خوندي ځایونه لري، او سره له دې چې، تاسې خبر یاست د جورج بوش په واکمنۍ کې د سناتور مک کین په ملاتړ موږ هغوی [اسلام آباد] ته په تېرو اوو کلونو کې څه باندې لس میلیارده ډالر ورکړي، هغوی هغه څه ونه کړل چې باید ددغو خوندي ځایونو د لرې کولو له پاره یې کړي وای. او تر هغو چې دا کار نه وي شوی، امریکاییان به دلته په کور کې خوندي نه وي.

خو که جان مک کین په ۱۳۸۷کې ګټلې وای، ډېر احتمال دا و چې د امریکا تګلارو به دومره توپیر نه درلودای. د اوباما خلاف، هغه په عراق کې د جګړې بشپړ ملاتړ کاوه، خو دا یې هم غوښتل چې په عراق کې د ځواکونو د ډېرولو بڼه په افغانستان کې هم کاپي او هلته هم د امریکا پوځي حضور پراخ کړي. مک کین دغه راز د پاکستان پر «ستونزه» هم وغږېده. هغه په دې لومړۍ مناظره کې وویل، امریکا باید له پاکستاني حکومت سره ګډ کار وکړي او دا یې ومنله چې د پاکستان نوی ولسمشر کرداري (په ناسم تلفظ) کلک بوخت دی» او دا «پولې ته څېرمه سیمه د ستر سکندر له وخته په نظم اداره شوې نه ده.» مک کین وزیرستان ته تللی و، نو زیاته یې کړه، سړی لیدلی شي چې «هغه ځمکه څومره سخته [غرنۍ] ده. یو څو ټبرونه پرې واک چلوي.» هغه وویل، «پاکستانیانو ته به لاس ورکړي چې دغو سیمو ته ورشي او ولس یې ځان ته ورمات کړي. او دا به یو ګران کار وي. هغوی له طالبانو او القاعدې سره پېیل شوي دي. او دا به یو ګران کار وي. خو موږ ته په کار ده چې ددغو سیمو همکاري راخپله کړو.»

پاکستان د امریکایي پوځ پر بدن تر هغو چې په ۱۴۰۰ کال کې له افغانستانه وت، د اغزي غوندې خښ و. د هغه «غم خوړل» له دې امله چې په افغانستان کې د امریکایي پوځ ډېرئ اکمالات د هغه هېواد پر ځمکنیو لارو کېدل، ګران وختل. د اوباما له خوا د عسکرو ډېرول «surge»  (چې مرستیال یې جو بایډن ورسره مخالفت کاوه او د «سپک پوځي حضور» فشار یې اچاوه – د دریځ په اړه یې زموږ د ۱۳۸۷ کال رپوټ دلته وګورئ) بې ګټې او افغانانو او بهرنیانو دواړو ته د سر په درانده زیان تمام شول. له دې سره سره، څلور کاله وروسته، په ۱۳۹۱ کال کې اوباما د خپلې افغان تګلارې د بري ادعا وکړه. هغه له جمهوریپال میت رومني سره په دویمه ولسمشریزه مناظره کې چې د ۱۳۹۱ کال د تلې په ۲۵ وشوه، وویل:

په عراق کې مو جګړه ودروله، پام مو بېرته هغوی ته چې د سپټمبر په یوولسمه یې موږ ووژلو، ورټول کړ. پایله یې دا شوه چې د القاعدې د مشرتابه مرکزي کړۍ دړې وړې شي. ترڅنګ یې موږ اوس کولی شو په یوه سنجېدلې بڼه [د مسوولیتونو] په انتقال له افغانستانه ووځو او دا باوري کړو چې افغانان د خپل امنیت مسوولیت پخپله اخلي. او دا موږ ته دغه راز د همکاریو د بیا جوړولو او په نړۍ کې د راتلونکو خطرونو د مقابلې له پاره د ملګرو د موندلو وس راکوي.

رومني د ولسمشر کېدو په صورت کې خپله غوره کېدونکې تګلاره «بېخي روښانه» وبلله:

«د خرابو کسانو راګیرول چې تر وسه وسه یې ګډوډ کړو، – چې ویې وژنو، چې له صحنې یې وباسو.» دغه راز یې دا هم وویل چې د امریکا تګلاره باید تر ډېره پراخه وي. اصلي خبره، د هغه په باور «دداسې یوه مسیر غوره کول دي چې اسلامي نړۍ پخپله د اورپکۍ ردولو ته راولو.» چې دا ډاډ ومومو چې «بل عراق … بل افغانستان» نه راجوړېږي، هغوی باید «ددې – ددې جهادیانو» غم وخوري، خو ورسره ورسره «اسلامي نړۍ ته لاس ورکړو.»  مانا یې د اقتصادي ودې پیاوړتیا، ښه ښوونه او روزنه، جنسیتي برابري، د قانون حاکمیت او «له دغه ولسونو سره مرسته ده چې مدني ټولنې راجوړې کړي.»

خو رومني په دې کې له اوباما سره یوه خوله شو چې د عسکرو ډېرولو «surge» ګټه کړې، او دا ټینګار یې هم وکړ چې افغان ځواکونه اوس پیاوړي او د شمېر له پلوه ډېر شوي او چمتو دي چې «د امنیت تامین ته پخپله اوږه ورکړي.» هغه په غوڅ ډول وویل چې امریکایي عسکر به پر ۱۳۹۳ کال یعنې په هغه نېټه وباسي چې ولسمشر حامد کرزي، امریکا او ناټو پرې د افغانستان له پاره د ټیکاو او ملاتړ ځواک (آیساف) ماموریت د پای ته رسولو له پاره هوکړه کړې وه چې امنیتي مسوولیتونه به ورسره په بشپړ ډول د افغانستان ملي امنیتي ځواکونو ته لېږدېږي. دا لېږدېدنه ریښتیا د ۱۳۹۳ کال په پای کې وشوه، خو د بارک اوباما تر مشرتابه لاندې او بهرني ځواکونه ورو ورو د ناټو په چوکاټ کې د «روزنې، مشورې او مرستې» ماموریت – غوڅ ملاتړ(Resolute Support) ته واوښتل چې امریکا په کې خپل جنګي ماموریت چې د اړتیا پرمهال وکارېږي، تر پایه وساته.

ټرمپ د کلنټنې په وړاندې: ۱۳۹۵ کال، هغه پړاو چې افغانستان په کې له آجنډا ولوېد

د ۱۳۹۵ کال په دریو ولسمشریزو مناظرو کې، افغانستان تش یوځل یاد شو او همغه هم تش ځغلند د ډیموکراټې هیلري کلنټن له خوا. (کلنټنې په لومړۍ مناظره کې چې د ۱۳۹۵ کال د تلې په ۵ وشوه، افغانستان په دې کې قرینه کې د شاهد په توګه یاد کړی و چې د ناټو غړیتوب امریکا ته ګټور دی [ځکه] د سپټمبر د یوولسمې بریدونو څخه وروسته، ناټو په پنځمه ماده او د ډله ییزې دفاع اصل باندې استناد کړی و.)

د ګارډین ورځپاڼې سایمن تېسډیل پر هغه څه د دواړو نوماندانو اغماض په انتقاد یاد کړ چې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه ترې جوړه شوه. هغه وویل، کلنټنې غوښتل «په افغانستان کې نابشپړې پاتې چارې ته پام وا نه وړي» ځکه چې د افغانستان جګړې په رای ورکوونکو کې بېخي مینه وال نه درلودل، خو چې سیال ته یې راشو،

داسې برېښي چې ټرمپ پرې سم نه پوهېږي او غم یې هم نه لري. هغه یوځل ویلي و چې دغه جګړه «یوه ناوړه تېروتنه» وه، خو پخپله کومه پېژندل شوې تګلاره نه لري. آن طالبانو پرې لا خوا بده کړه. یوه طالب ویاند چې څېړونکي یوچي دریزین یې خبرې راخیستې وې، تر لومړۍ مناظرې وروسته تبصره کې وویل چې ټرمپ «هر هغه څه چې په خوله ورشي» وایي او «جدي یې مه بولئ».

موږ [هغه مهال] لیکلي و چې که ټاکنې کلنټنې ګټلې وای، د اوباما د بهرنیو چارو د وزیرې په توګه به یې د ولسمشرۍ پر څوکۍ د هغه تګلارې تعقیبولای. خو هغې وبایلله او ټرمپ ته د ټاکنیزو هلوځلو پر مهال دا پوهول شوې نه وه چې له افغانستان سره به څه کوي. موږ د هغه پر رسمي پاڼه ټویټونه  او نورې لیکنې په ټاکنو کې د هغه تر بري وروسته ځیر وکتلې چې تګلارې یې را چاڼ کړو. په ۱۳۹۲ کال کې یې د عسکرو ایستل خوښ کړي وو:

«ځئ چې له افغانستانه ووځو. زموږ عسکر د افغانیانو [په ناسم تلفظ] له خوا وژل کېږي، موږ یې روزو او میلیاردونه خوشې له لاسه ورکوو. چټیات! امریکا بېرته راجوړه کړئ.» بل یې هم دا ټویټ کړی و: «همدا یې وخت دی چې له افغانستانه ووځو. موږ هغه چا ته سړکونه او ښوونځي جوړوو چې موږ ته په کرکه ګوري. دا زموږ په ملي ګټه کې نه راځي.» د سي این این په مخامخ مرکه کې یې د ۱۳۹۴ کال په تلې (میزان) کې وویل چې امریکا له لویه سره په افغانستان کې په ښکېلېدو ډېره بده تېروتنه وکړه، خو ټینګار یې وکړ چې هېڅکله یې نه دي ویلي چې امریکا افغانستان ته په ورتلو تېروتنه کړې ده. هېښتیا یې ښودله چې امریکایي ځواکونه به «نور ۲۰۰ کاله هلته وي که څنګه؟» ویې ویل دا به اوږده موده وي خو،

سمه ده، مهمه نه ده، ما هیڅکله دا نه دي ویلي. افغانستان جلا خبره ده. افغانستان پاکستان ته نژدې دی، دا یې د ورتګ لاره ده. اټومي وسلو سره احتیاط په کار دی. دا ټوله د اټومي وسلو خبره ده. په هر حال، له اټومي وسلو پرته لوبه بېخي بل ډول کېږي.

د ټرمپ مخکنۍ څرګندونې د هغه نظر سم نه برېښوي. د هغه خبرې معمولاً نا منسجمې او ضد او نقیضې وي، خو دا ترې برېښي چې [په افغانستان کې د پوځي] ښکېلتیا د درولو پلوی دی. تر ولسمشر کېدو وروسته یې پلانونه په پای کې ډېر وروسته د ۱۳۹۶ کال د زمري (اسد) په ۳۰ هغه مهال عملي شول (متن یې دلته ولولئ) چې ویې منله د خپلو غریزو له مخې یې چلند نه و کړی. هغه وویل، امریکایي ځواکونه په افغانستان کې پاتې کېږي، خو ټینګار یې وکړ، چې امریکا به «ملت جوړونه» نه کوي بلکې «ترهګر به وژني.» په دې سره یې خپل محافظه کار ملاتړي خواشیني کړل. د هغه د ستراتېژیو د مخکني سر سمبالوونکي سټیو بانن وېبپاڼې برېیټبارټ (Breitbart) ولسمشر دداسې یوې تګلارې په وړاندې کولو وغانده چې له اوباما سره لږ توپیر لري: ولسمشر په دې اعتراف چې له خپلو غریزو سره یې سم چلند نه دی کړی، بېخي په بله خوا واوښت (رپوټ یې دلته ولولئ). ټرمپ په ډاګه کړه چې «زما لومړنۍ غریزه دا وه چې ووځو.» کله چې واک ته ورسېد او افغانستان یې «په ټولو جزییاتو او له هره ممکنه اړخه» مطالعه کړ او «په ګڼو میاشتو کې یې ګڼې غونډې وکړې» په دې اړه یې نظر واوښت چې «په افغانستان کې» د امریکا «د بنسټیزو ګټو» غوښتنې څه دي.

د طالبانو امنیتي کسان په  کابل کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ساتنې ته ولاړ دي. عکس: وکیل کهسار/ د فرانسې خبري آژانس، د ۱۴۰۳ د تلې ۱۶

داسې برېښي چې د افغانستان له پاره د ټرمپ تګلاره هماغه وه چې په سیمه کې امریکایي قوماندان جنرال جان نیکلسن د هغه مهال له ولسمشر اشرف غني او افغان حکومت سره اووه میاشتې وړاندې چمتو کړي وه. (کانګرس ته د ۱۳۹۵ په سلواغه (دلوه) کې د نیکلسن د شهادت متن دلته او د پلان په اړه زموږ ارزونه دلته ولولئ). ټرمپ له میاشتو میاشتو غور وروسته چې څه وکړي، د خپلو پوځي سلاکارانو مشوره چې په افغانستان کې پاتې شي، ومنله.

که ټرمپ له نورو توپیر درلودای، ډېر هغه څه چې هغه مهال یې پتېیلي وو، ښایي وروسته یې ورته ستونزې جوړې کړې وای. هغه وویل، امریکایي پوځیانو چې کومې قربانۍ لا دمخه ورکړي، مانا یې داده چې هغوی «د داسې یوې تګلارې وړ دي چې بری راوړي.» ټرمپ وویل، امریکا د بري له پاره جنګېده او بری به یې نصیب شي، ځکه د چټکې وتنې پایلې، هم روښانه دي او هم د منلو نه دي. هغه وویل، په بیړه وتنه به داسې تشه رامنځ ته کړي چې د سترګو رپ کې ترهګر، او په دې ډله کې داعش او القاعده ځانونه ور وغورځوي، ټیک هماغه څه چې د سپټمبر تر ۱۱ وړاندې شوي وو.»

زموږ د نوې تګلارې اصلي ستن د ضرب الاجل له مخې چلند څخه د شرایطو له مخې چلند ته اوښتنه ده. څو ځله مې مخکې ویلي چې که امریکا د پوځي عملیاتو د پیل یا پای نېټې په ډاګه کړي، څومره معکوسې نتیجې به ولري. موږ به د عسکرو په شمېر او یا د نورو عملیاتو په پلانو ونه غږېږو. سر له همدې شېبې به ځمکني شرایط – او نه د خپلې خوښې مهالوېشونه زموږ لارښوونه کوي. د امریکا غلیمان باید هېڅکله هم زموږ په پلانو خبر نه شي یا دا باور ونه مومي چې زموږ تر وتلو انتظار کولی شي. زه به ونه وایم چې کله برید کوو، خو برید به کوو.

هغه دا ټکي د اوباما له خوا د وتلو نېټې اعلان ته په غبرګون کې اورول او دا هغه وخت و چې د امریکایي پوځیانو شمېر له ډېرېدو نه په لوېدو شوی او افغان امنیتي ځواکونو ته د امنیتي واکونو د سپارنې بهیر پیل شوی و. دا کار د جګړې ضد دیموکراتانو په طبیعت برابر راغی، خو په عمل کې یې له طالبانو سره د هغوی د جګړه ییزو طرحو په جوړولو کې مرسته وکړه. وروسته د ۱۳۹۸ کال د دوحې تړون له مخې د وتنې له پاره دده خپل ټاکلي مهالوېش ټیک په همدغه بڼه طالبانو ته ګټه واړوله.

د ټرمپ بلې شاته ګرځېدنې، امریکا د یوه ټاکلي مهالوېش له مخې وتلو ته ژمنه کړه، داسې چې په هر پړاو کې به ټاکلی شمېر پوځیان وځي. یواځینی ریښتینی شرط چې د افغانستان د سولې او بیا پخلاینې له پاره د ټرمپ د ځانګړي استازي، افغان الاصله امریکایي زلمي خلیلزاد له خوا د ۱۳۹۸ کال د کب (حوت) د لسمې تړون کې پر طالبانو ایښودل شوی و دا و چې وسله وال باید پر بهرنیو پوځیانو او ملکي اهدافو بریدونه ودروي. د بهرنیو جنګیالیو په اړه د هغوی ژمنې تر وروستۍ کچې نا روښانه وې. موږ ولیکل:

تړون پر طالبانو ډېرې لږې ژمنې ایښې دي. تحریک ژمنه کړې چې «خپل هېڅ غړی، نور وګړي یا د القاعدې په ګډون ډلې» پرېنږدي چې «د افغانستان خاوره د امریکا د متحدو ایالتونو او د هغوی د متحدینو د امنیت ګواښلو ته وکاروي.» طالبان دغه راز په ځانګړي ډول ژمن شوي چې خوشې شوي بندیان پرېنږدي چې د امریکا یا د هغې د متحدینو امنیت وګواښي. دا هیله چې د امریکا په متحدینو کې به افغانستان، یعنې افغان حکومتي ځواکونه او د حکومت د ولکې سیمو کې مېشت ولسي وګړي هم شامل وي، د تړون د لاسلیک په دا بله ورځ د افغان ځواکونو خلاف د طالبانو د تاوتریخوالي په بیا پیلېدو له منځه ولاړه (په اړه یې نور لاندې راځي).

تر کومه چې د القاعدې او نورو ډلو په اړه د طالبانو د ژمنو خبره ده، دا ټکي په کې راغلي دي: «ښکاره پیغام ورکول» چې هغوی «په افغانستان کې هېڅ ځای نه لري»؛ د هغوی نه رابلل؛ د هغوی د جلب او جذب، روزنې او چندې ټولونې مخنیوی؛ د طالبانو د تحریک غړو ته لارښوونه چې هغوی سره همکاري ونه کړي؛ هغوی ته د ویزو، پاسپورت او د نورو اسنادو چې افغانستان ته پرې ننوځي، نه ورکول؛ «له هغوی سره چې په افغانستان کې پناه یا مېشېدا غواړي» داسې چلند «چې دغسې هېڅ کس» امریکا او د هغې متحدینو ته «ګواښ پېښ نه کړي.» داسې ماده په کې نه شته چې طالبان د بهرنیو جنګیالو سپارلو یا شړلو ته ژمن کړي. په حقیقت کې «د بهرنیو جنګیالیو» اصطلاح اصلاً کارېدلې نه ده؛ پرځای یې، د داسې چا خطاب ورته شوی چې امریکا او د هغې متحدینو ته ګواښ پېښوي. دا تړون خلیلزاد مخامخ له طالبانو سره وکړ او د هغوی په ټینګار یې افغان حکومت له خبرو و ایست. هغسې چې موږ هغه مهال لیکلي و، امریکا د ځواکونو د ایستلو ترڅنګ ګڼې نورې ژمنې هم لاسلیک وکړې، که څه هم ډېرئ دغه ژمنې په دې اړه وې چې د کابل حکومت باید کوم کارونه ترسره کړي، لکه د زرګونو طالب بندیانو پرېښودنه. (زموږ ارزونه  دلته وګورئ او افغانستان ته د سولې د راوستلو له پاره د افغانستان د اسلامي جمهوریت او د امریکا د متحدو ایالتونو ترمنځ ګډه اعلامیه

 چې هم مهاله خپره شوه). موږ لیکلي و:

تحریک له خپلې خوا دا ژمنه کړې چې «خپل هېڅ غړی، نور وګړي او د القاعدې په ګډون ‌ډلې پرېنږدي چې د افغانستان د خاورې په کارولو د امریکا د متحدو ایالتونو او متحدینو امنیت وګواښي.» طالبان دغه راز په ځانګړي ډول ژمن شوي چې خوشې شوي بندیان د امریکا او متحدینو د امنیت ګواښلو ته پرېنږدي. … تر کومه چې د القاعدې او نورو ډلو په اړه د طالبانو د ژمنې خبره ده، دا ټکي په کې راځي: «د داسې ښکاره پیغام ورکول» چې هغوی «په افغانستان کې هېڅ ځای نه لري»؛ د هغوی نه رابلل؛ د هغوی د جلب او جذب، روزنې او چندې ټولونې مخنیول؛ د طالبانو تحریک غړو ته لارښوونه چې له هغوی سره همکاري ونه کړي؛ هغوی ته د ویزو، پاسپورتو او نورو داسې اسنادو نه ورکول چې افغانستان ته پرې ننوتلی شي او؛ «په افغانستان کې د پناه یا مېشتېدنې غوښتونکو» سره داسې چلند «چې هېڅ دغسې کس» امریکا او متحدینو ته «ګواښ پېښ نه کړای شي. داسې یوه ماده چې طالبان په کې د بهرنیو جنګیالیو سپارنې یا شړنې ته ژمن شوي وي، نه شته. په حقیقت کې د «بهرنیو جنګیالیو» اصطلاح بېخي کارېدلې نه ده؛ پرځای یې، د داسې چا خطاب ورته شوی چې امریکا او د هغې متحدینو ته ګواښ پېښوي.)

د طالبانو او جمهوریت ترمنځ «بین الافغاني خبرې» چې ددې ژمنه هم د دوحې تړون کې راغلې وه، د امریکا د پوځي ګواښ کمېدو او په پای کې درېدو ته په کتو، تل هسې شنډه هڅه برېښېده. کله چې هوکړه ټپه ودرېده، امریکا غني ته ګواښ وکړ چې تړون ته غاړه کېږدي. په ګواښونو کې یو د واشنګټن د یو میلیارد ډالري مرستې درېدا وه، په هغه صورت کې چې افغان حکومت ۵۰۰۰ طالب بندیان خوشې نه کړي. تړون دغه راز افغان امنیتي ځواکونه هم اړ کړل چې دفاعي حالت غوره کړي، یوازې «د فعالې دفاع» اجازه ولري (یعنې په ګوزار کې تر طالبانو مخکې کېدلی شي، خو یرغلیز ګوزار نه شي کولی). موخه دا وه چې د اعتماد جوړونې داسې اقدامات وشي چې د «بین الافغاني خبرو» له پاره سمه فضا جوړه شي. عجیبه نه وه چې د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو مورال ولوېد او د طالبانو هغه ډېر لوړ شو.

 د افغانستان تحلیلګرانو شبکې مېلمه لیکوال اندریو کوالیټي، د ۱۳۹۹ کال په دوبي کې د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو او طالبانو له غړو سره د مرکو له لارې دا خبره مستنده کړه چې د امریکا تګلارې څه ډول پر ځان د طالبانو ویسا پیاوړې کړې، په داسې حال کې چې د حکومتي ځواکونو مورال چیت شوی و:

طالبانو او د هغوی ملاتړو ته [د ۱۳۹۸ کال د کب] تړون د هغو قربانیو بدل برېښېده چې د پنځلس کلنې وسله والې جګړې پر مهال یې ورکړې وې. اوس چې د حکومتي او امریکایي ځواکونو له خوا د ویشتل کېدو ګواښ لږ شوی، د جنګیالیو مورال بېخي ختلی دی. د هغو کسانو له خولې چې د افغانستان تحلیلګرانو شبکه ورسره غږېدلې، له امریکا سره جنګ د هغوی د وتلو او ورسره جوخت، له یرغلیزو عملیاتو د څنګ کولو تړون ته لاره جوړه کړه…

حکومتي ځواکونه تر ډېره د امریکا پر تکلونو شکمن دي او داسې بولي چې امریکا د دوحې تړون په بد نیت کړی بې له دې چې پخپله افغانانو ته یې عواقب لږ هم په پام کې نیولي وي. ډېرئ هغه کسان چې د افغانستان تحلیلګرانو شبکې سره غږېدلي، وایي چې تړون د افغان حکومت او د ملي امنیتي ځواکونو په زیانمنولو چې، د هغوی په خبره لا هم هره ورځ مري، طالبانو او امریکا ته ګټه اړوي. د حکومتي ځواکونو ډېرئ غړو چې د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې ورسره خبرې کړي، دغه راز د طالبانو په وړاندې د حکومت پر ناڅاپي بې اقدامۍ [انفعال] نهیلي ښودله. د امریکایي ځواکونو په پروسږنیو کلکو هوایي بریدونو کې د طالبانو له درندو تلفاتو او د پراخو شپنیو چاپو له امله په هغوی کې له خپرې شوې وېرې وروسته، د غني امر چې یوازې دفاعي حالت وساتي، طالبانو ته پر هغو سیمو چې له وړاندې په کې د دوی واک چلېده، نامحدوده ولکه او په مناقشه یي سیمو، په تېره بیا لویو لارو او واټونو باندې د  ځان ټینګولو له پاره لا ډېره آزادي ورکړه. ډېرئ حکومتي او امنیتي چارواکو ته دا نوي اقدامات، دې ته له کتو پرته چې آیا د سولې د راوستلو ادعا شوي هدف ته رسېږي او که نه، له پوځي پلوه کمزوري او له سیاسي پلوه احمقانه برېښېدل.) (ددغې دورې په اړه زموږ د ارزونې له پاره وګورئ: واک ته د طالبانو رسېدا: امریکا چې د سولې تابیا وکړه، طالبان جګړې ته ځان جوړوي او د افغانستان شخړه په ۱۴۰۰ کال کې (۲ برخه): د جمهوریت ړنګېدا او د طالبانو بری د تاریخ په اوږده منظر کې.)

۱۳۹۹ کال: ټرمپ د بایدن په وړاندې، وتنه ادامه مومي

کله چې امریکاییان د ۱۳۹۹ کال په لړم (عقرب) کې رایمزکزونو ته ولاړل چې خپل راتلونکی ولسمشر وټاکي، د دوحې تړون دوام ته نژدې شپږ میاشتې پاتې وې. ټرمپ ژمنه کړې وه چې د ۱۳۹۹ کال د غوایي (ثور) تر ۱۱ ټول امریکایي ځواکونه وباسي. دا افغانستان ته خورا مهم مهال و چې امریکا په کې تر عادي حالت لوی رول لوباوه. له دې سره سره، د ۱۳۹۹ کال ولسمشریزو مناظرو کې، افغانستان یو ځل بیا نژدې هېڅ یاد نه شو، یوازې یو ځل او هغه هم د جو بایدن په ضمني اشاره چې په تله (میزان) کې یې د درېیمې مناظرې په ترڅ کې وکړه او د افغانستان حالات یې، د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د اړیکو پرسر، د ټرمپ د غندنې له پاره وکارول:

زه نه پوهېږم چې دا ولسمشر ولې نه غواړي د پوتین مخې ته ودرېږي، په داسې حال کې چې هغه اصلاً په افغانستان کې د امریکایي عسکرو د وژلو له پاره جایزې ورکوي، په داسې حال کې چې هغه په داسې کارونو بوخت دی چې د ټولې ناټو د څپ څپاندولو هڅه ده. زه نه پوهېږم ولې دا کار نه کوي، خو له دې سره سره په دې ارزي چې پوښتنه وشي. ولې دا کار نه دی شوی؟ هر هېواد چې په موږ کې لاسوهنه کوي، بیه به یې پرې کوي ځکه هغوی زموږ ملي واکمني زیانمنوي.

د ۱۳۹۹ پسرلي کې بایدن ولیکل چې غواړي د امریکا «دایمي جګړې» پای ته ورسوي، که څه هم د امریکا له پوځي و رځپاڼې Stars and Stripes سره یې  د ۱۳۹۹ کال د وږي (سنبلې) د لسمې مرکه کې تر ډېره دقیق دریځ وړاندې کړ. د ورځپاڼې رپوټ وایي:

«بایډن وویل په سوریه، افغانستان او عراق کې شرایط دومره پېچلي دي چې په نژدې راتلونکې کې د ځواکونو د بشپړې وتنې ژمنه نه شي کولی. خو دی د امریکا د یوه ډېر محدود پوځي حضور ملاتړی دی چې اصلي دنده به یې د اسلامي دولت ډلې یا داعش او نورو ترهګرو ډلو خلاف له ځانګړو عملیاتو سره لاس کول وي.»

په پای کې، د ۱۳۹۹ کال ټاکنو په بېلګه ییز ډول وښوده چې د امریکا ولسمشریزه سیالي چې هرڅوک ګټي، د امریکا پر تګلارو یې اغېز هېڅ وي. تر هغو چې ټرمپ د ۱۳۹۹ کال په مرغومي (جدي) کې څوکۍ پرېښوده، د عسکرو شمېر له ۱۵۵۰۰ څخه ۲۵۰۰ ته لوېدلی و. په حقیقت کې تر هغه شمېر د ډېرو عسکرو په ایستلو کې یې بیړه وکړه چې تر ټاکنو وړاندې یې له طالبانو سره کړې هوکړې اجازه ورکوله او تر ټاکنو یوه میاشت وړاندې یې د ۱۳۹۹ کال د تلې (میزان) په ۱۷ آن ژمنه وکړه چې تر کرېسمس پورې ټول عسکر راوباسي (ټویټ یې دلته ولولئ ) (په دوحه کې د ۱۳۹۸ کال د کب (حوت) په ۱۲ د امریکا- طالبانو تړون تر لاسلیک وروسته، امریکا خپله ژمنه چې د ۱۳۹۹ کال تر چونګاښ (سرطان) پورې د عسکرو شمېر له نژدې ۱۳۰۰۰ نه ۸۶۰۰ ته راټیټ کړي، پوره کړه. ټرمپ وروسته، نور هم وړاندې ولاړ او په  ټاکنیزو هلوځلو کې یې کړې ژمنه چې چې دغه شمېر نور هم کم او د ۱۳۹۹ کال تر لړم (عقرب) پورې ۴۵۰۰ ته غورځوي، ترسره کړه.) ټرمپ د مانور له پاره بایډن ته چې که یې نه غوښتلی د دوحې تړون پلی کړي، ځای پرېنښود. (تر بري وروسته د هغه د  غوراویو په اړه زموږ ارزونه وګورئ.) خو بایډن تړون ومانه. زلمی خلیلزاد یې په خپله دنده وساته او د ټرمپ تګلاره یې له یوې مخې پلې کړه، تش د «وروستۍ وتنې» ضرب الاجل یې په یوه اعلان کې چې د ۱۴۰۰ کال د وري (حمل) په ۲۵ خپور شو، د غوایي (ثور) له ۱۱ نه د وږي (سنبلې) تر ۲۱ وغځاوه.  

ولسمشر بایډن هوډ کړی و چې د امریکا پوځي ښېکلتیا په داسې یوه ورځ چې امریکاییانو ته [خاصه] مانا لري، پای ته ورسوي. د هغه په اعلان کې راغلي و، «هغوی به مخکې له دې چې موږ د سپټمبر د ۱۱ کرغېړن برید ۲۰ کال نمانځو، له افغانستانه وتلي وي». لکه د تل په څېر د امریکا د افغان تګلارې بڼه د هغه څه په اغېز ټاکل کېده چې امریکایي ولسمشر خپلو کورنیو مخاطبانو ته ښه خبر انګېره، ددې پرځای چې افغانستان ته یې عواقب – ښه یا بد – په پام کې ونیسي. نورو هغه مهال د احتیاط سپارښتنه کوله: په ناټو تړون کې یې ډېرئ متحدینو د عسکرو په ایستنه ناخوښي ښودله، لکه د بایډن ځینو خپلو سلاکارانو چې ښودله. له دې سره سره یې، د ټرمپ پلان پل په پل راونیو، خو دا چې څه به ترې راوځي په اړه یې ډېر لږ فکر شوی و، لکه موږ چې لیکلي و:

د ځینو مهمو چارو د سرته رسېدو څرنګوالی، لکه د الوتکو فعال ساتل، سنجول شوي نه و. د افغانستان له ملي امنیتي ځواکونو سره د امریکا هوایي ملاتړ ورو ورو له منځه ولاړ. که څه هم وروسته بېرته پیاوړی شو، خو نور ورته د طالبانو د بریدونو منځ کې ناوخته شوی و، دومره ناوخته چې پر ځمکه د افغان ځواکونو د تکړه کېدو له پاره یې اړین ملاتړ نه څرګنداوه. داسې برېښېده چې تلونکو امریکایي ځواکونو له خپلو غلیمانو سره همغږي کوله، ددې پرځای چې شاته پاتې کېدونکو ملګرو سره یې وکړي: هغه ملګري چې د بګرام له هوایي اډې نه یې د شپې شپې نا اعلان شوې وتنه په داسې حال کې په خپلو سترګو لیده چې برېښنا په کې د ۲۴ دقیقو له پاره د ټایمر (ځانګړي خاموشوونکي ساعت) په لګولو روښانه پرېښودل شوې وه. داسې برېښېده چې امریکا ددې هیلې تر اغېز لاندې عمل کوي چې بس ووځي او خبره خلاصه شي، لکه «پر ټپ د لګول شوې پټۍ شکول» او بیا دا هیله چې هرڅه به سم شي.

د بایډن دې اعلان ته په غبرګون کې چې امریکایي عسکر ټول وځي، طالبانو بریدونو ته زور ورکړ او له بې روحیې او بې سمې قوماندې حکومتي ځواکونو او داسې یوه ولس سره په مخامخېدو یې چې پر خپل حکومت یې باور نه درلود،  د ولسوالیو او بیا ولایتونو په نیولو پیل وکړ، لومړی ورو ورو او وروسته لکه د قطعو دېوال [چې یوه پر بله لوېږي او ړنګېږي] (د ۱۴۰۰ کال په مرغومي کې لیکل شوې عمومي کتنه دلته وګورئ).  پلازمېنه یې د ۱۴۰۰ کال د زمري په ۲۴ ونیوله. [بهرني] ځواکونه تر پلان شوې نېټې مخکې، د وږي په ۸ ووتل، ته وا ددې له پاره چې د سپټمبر د ۱۱ کالیزه بدنامه نه شي.

د ښوونځي یوه زده کوونکې په خوست ولایت کې د درسونو تر پایته رسېدو وروسته کور ته روانه ده. عکس/ د فرانسې خبري آژانس، د ۱۴۰۳ کال د تلې ۳۰

بایډن، ددې پرځای چې د ۱۳۸۰ کال د بریدونو په شلمه کالیزه چې له لویه سره یې افغانستان ته د امریکا پښه ور وڅکولې وه، ځان وستایلی شي، د زمري په ۲۵ یې یوازې دومره هڅه وکړای شوه چې د خپلې پرېکړې ننګه وکړي او د طالبانو د بري پړه پر افغانانو واچوي. (بایډن د زمري په ۲۵ وویل:

امریکایي عسکر نه شي کولی او باید ونه شي کړی چې په هغه جګړه کې وجنګېږي چې افغان ځواکونه په کې پخپله نه جنګېږي. موږ څه باندې یو ټرېلیون ډالر ولګول. موږ د نژدې ۳۰۰ زرو په شمېر افغان پوځ و روزه او تجهیز کړ – بېخي ښه تجهیز شوی و – دومره یو لوی ځواک چې په ناټو کې زموږ د ډېرو ملګرو له پوځونو ستر و.

موږ هرڅه چې دوی اړتیا ورته درلوده، ورکړل. تنخواوې یې موږ ورکولې، د هوایي ځواک حفظ او مراقبت یې – چې طالبان یې نه لري، موږ کاوه. طالبان هوایي ځواک نه لري. موږ ورته هوایي ملاتړ چمتو کړی و.

موږ ټول امکانات ورکړل چې خپله راتلونکې پخپله وټاکي. څه مو چې نه شوای ورکولی، ددغې راتلونکې له پاره د جنګېدو تکل و.

افغان ځانګړي ځواکونه ځینې ډېر مېړني او وړ واحدونه او پوځیان لري، خو که افغانستان د طالبانو په وړاندې اوس د سم مقاومت د جوړولو وړتیا نه لري، دا امکان نه شته چې هلته پر ځمکه د امریکایي ځواکونو یو کال، یو بل کال، ۵ نور کلونه، یا ۲۰ نور کلونه پاتېدنې دې کوم توپیر راوستی وای.

او دادي هغه څه چې زه پرې ټینګ باور لرم: ناسمه ده چې امریکایي ځواکونو ته د درېدو امر وشي، په داسې حال کې چې د افغانستان خپل وسله وال ځواک نه درېږي. که د افغانستان سیاسي مشران ددې جوګه نه وو چې د خپل ولس له پاره سره لاسونه ورکړي، که ویې نه شوای کړی چې په سخت بیړه ني حالت کې د خپل هېواد د راتلونکې له پاره خبرو ته سره کېني، که امریکایي ځواکونه په افغانستان کې پاته وای او د هغوی له پاره یې د جګړو اصلي پیټي ته اوږه هم ورکړې وای، دا کار یې نه شو کولی.) او چې کله هرڅه د وږي (سنبلې) په ۱۰ بشپړ شول، پخپله د عسکرو راوتل یې لکه «یو بېساری بری» وښوده. دا یوه بېسارې ادعا وه، د کابل هوایي ډګر کې پراخې ګډوډۍ ته په کتو چې ورټولو شویو افغانانو ورځې ورځې د تخلیې الوتنو ته د رسېدو هڅه کوله، د وږي د ۵ نېټې ځانمرګي برید ته په کتو چې داعش وکړ او ۱۷۰ افغانان او ۱۳ امریکایي پوځیان یې ووژل او بیا د امریکا ځوابي هوایي برید ته په کتو چې ګواکې د داعش پر پلان جوړوونکو شوی و خو ۱۰ ولسي وګړي یې ووژل. د وروستۍ وتنې بې نظمۍ په بېلګه ییز ډول وښوده چې د امریکا د دوو لسیزو لاسوهنه څومره له یوې مخې ناکامه وه او څومره ګرانه پرېوتې ده: همکاران یې آن مخکې له دې چې امریکایي ځواکونه ټول ووځي وپرزېدل، خو غلیمان یې چې طالبان وو، بېرته واکمن شول.

د وتنې عواقب

تر هغې برخلیک ټاکوونکې وتنې  راوروسته میاشتو کې په واشنګټن کې یوه ټوکه جوړه شوې وه چې ویل یې د افغانستان له پاره به د بایډین تګلاره څه وي. وروستۍ جمله یې دا وه: چې ددغه هېواد نوم د واشنګټن پوست یا نیویارک ټایمز په سرلیکونو کې یاد نه شي. د نړۍ زبر ځواک، په پای کې، افغانستان هماغومره چټک او له یوې مخې وغورځاوه، چې څنګه یې راپورته کړی و. سږکال له ټرمپ سره د کماله هارېس په یواځینۍ مناظره کې چې د وږي (سنبلې) په ۲۱ وشوه، افغانستان بالآخره هله یاد شو چې وړاندې کوونکي درې ځله د افغانستان نوم واخیست او بیا دوی ځواب ورکړ.

کماله هارېس وویل چې د [ځواکونو] د ایستلو په اړه د بایډین پرېکړه تاییدوي: په دې سره امریکایي مالیه ورکوونکو ته د ورځې ۳۰۰ میلیونه ډالره چې دغې «ناپایه جګړې» ته یې ورکول، وسپمېدل. ډونالډ ټرمپ، د هغې په ټکو، «دومره کمزوری تړون کړی چې تصور کې نه ځایېږي»، داسې یو تړون چې د امنیت شورا خپل سلاکار یې وویل، «یوه کمزورې، ناوړه معامله وه». هغې وویل، ده «افغان حکومت څنګ ته پرېښود» او داسې یوې ترهګرې ډلې سره خبرو ته کېناست چې طالبان نومېږي. د خبرو یوه برخه دا وه چې طالبان به ۵۰۰۰ ترهګر تر لاسه کوي، طالب ترهګر [له زندانه] خوشې شول.» هغې دغه راز یادونه وکړه چې ټرمپ د ۱۳۹۸ کال په وږي کې «کمپ ډیوېډ ته طالبان» رابللي وو، د هغه څه یوه بېلګه چې څنګه یې «پرله پسې زموږ د پوځ غړي، وژل شوي سرتېري تحقیر کړي او سپک کړي دي.» (  دا پټه غونډه د ۱۳۹۸ په وږي کې جوړېدونکې وه، ټرمپ په کې ګډون کاوه او بیا وروسته جلا غونډو کې اشرف غني او د طالبانو د سیاسي کمیسیون مشر او د هغوی سرمرکچې عبدالغني برادر راڅرګندېدل. ټرمپ تر هغه وروسته د غونډې د فسخه کېدو اعلان وکړ چې طالبانو یو امریکایی پوځي وواژه. د رسنیو رپوټونه دلته او دلته وګورئ)

ټرمپ د [کماله هارېس] په ځواب کې د هغه څه دفاع وکړه چې ده «ډېره ښه معامله وبلله»، ویې ویل چې له دې سره د انفرادي نښه ویشتونکو په لاس د ګڼو امریکايي عسکرو وژنه ودرېده (حقیقت نه دی) او پتیېلې یې وه چې مخامخ «د طالبانو له مشر… عبدل سره وګوري» (ښایي، د طالبانو د سیاسي کمیسیون مشر ملا عبدالغني برادر [یې منظور وي]). هغه دغه راز ادعا وکړه چې حکومت یې معامله پرېښوده ځکه چې طالبانو ګڼې ژمنې ماتې کړې: «په تړون کې راغلي و چې دا به کوئ، دا، دا، دا، دا، خو هغوی ونه کړل. موږ هغه تړون فسخه کړ، ځکه هغوی هغه څه چې باید کړي یې وای، ونه کړل.» په دې اړه چې د ځواکونو په ایستنه کې ناسمي چېرته پېښه شوه، د ګوندي نظر د معلومولو له پاره، وګورئ د امریکا د ولسي جرګې د جمهوریپالو لنډمهالی رپوټ: «ستراتېژیکه ماته: «له افغانستان نه د وتلو د حکومتي پرېکړې ارزونه»، د خپرېدو نېټه د ۱۴۰۳ کال د زمري ۵.

تر کومه چې د افغانستان راتلونکې ته د کتنې په اړه د نظریو خبره وه، یوه نوماند هم نظر نه درلود. هرڅوک چې د لړم (عقرب) ټاکنې وګټي، یوه هم دا نښه ورکړې نه ده چې د افغانستان له پاره امریکايي تګلاره ښایي واوړي، له اسلامي امارت سره د امریکا غلیمي به غورځېږي یا ډېرېږي، بندیزونه یا له هغو نه استثناګانې به ډېرېږي یا به بشري مرستې، ددې پرځای چې د اوس غوندې کمې شي، درېږي. دا اټکل کېدلی شي چې ټرمپ ښایي د هغه څه پرتله چې بایډن کول، له اسلامي امارت سره سخت چلند راواخلي او دغه راز به د کډوالو په توګه په امریکا کې د افغانانو مېشتېدنه چې د اوس له پاره لا ځینو ته د کډوالو د منل کېدو پروګرام لاندې پرانستې ده، ودروي. ترڅنګ یې، دا تصور هم ګران دی چې هارېس به د اسلامي امارت په وړاندې د امریکا تګلاره نرمه او له امله یې ځان ته د خپلو ډیموکراتو پلویان ترمنځ د ښځپلوو کسانو د غوسې خطر راجوړ کړي. له دې سره سره، داسې شواهد نه شته چې ټرمپ یا هارېس، که د لړم (عقرب) په ۱۵ ټاکنې وګټي، څه کول غواړي، یا یې څه فکر پرې کړی که نه. (د تلې په ۱۰ د افغان تګلارې په مشرتابه کې بدلون ولیدل شو. ځانګړی استازی، زیارکښ ټام وېسټ چې د ۱۴۰۰ کال له تلې راهیسې پر دغه دنده و، (د بهرنیو چارو وزارت دلته) پرېښود او ځای یې مسلکي ډېپلمات جان پومېرشیم ونیو چې تر دې وروستیو پورې په تاجکستان کې د امریکا سفیر و او دغه راز یې په روسیه او قزاقستان کې هم دندې کړې دي (وینا یې دلته وګورئ)

د ګوانتانامو استثنا

د تګلارو یوه برخه چې په پوره احتمال د امریکا د سږنیو ټاکنو له پایلو اغېزمنېدلی شي، هغه څه دي چې تر اوسه ورته په دې رپوټ کې اشاره نه وه شوې – د ګوانتانامو خلیج د زندان کمپ چې د ۱۳۸۰ کال له مرغومي (جدي) راهیسې په کې د جنګي قوانینو یا جنایي عدالت له چوکاټ نه بهر بندیان ساتل کېږي او له ترهګرۍ سره د بوش د مبارزې په لړ کې جوړ شوی و. له ۱۳۸۸ کال راهیسې په ولسمشرۍ کې بدلون نه یوازې پر ګوانتانامو بلکه د امریکا له خوا د شکنجې پر کارولو اغېز کړی دی.

کله چې اوباما په ۱۳۸۸ کال کې واک تر لاسه کړ، شکنجه یې چې بوش اجازه ورکړې وه، بنده کړه، خو د تېرو سرغړونو له امله یې د چا محاکمه کول رد کړل. دغه راز یې ژمنه کړې وه چې ګوانتانامو وتړي، خو کانګرس او خپلو کمزورو پلانونو پرېنښود (په دې اړه د نورو معلوماتو له پاره وګورئ: د لیکوالې د ۱۳۹۵ کال رپوټ «کافکا په کیوبا کې   د ګوانتانامو افغان تجربه» او د ۱۴۰۰ کال رپوټ «کافکا په کیوبا کې، تعقیبي رپوټ: افغانان لا هم په داسې حال کې د بند برزخ زغمي چې بایدن پر خپلې راتلونکې پرېکړې غورکوي»). کله چې د اوباما د دویمې دورې په پای کې د شکنجه پلوي او ګوانتانامو پلوي ډونالډ ټرمپ د بري مانا د ۱۳۹۵ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې رڼه را وبرېښېده، تلونکې اداره په منډو شوه چې څومره شونې وي ډېر بندیان له ګوانتانامو وباسي. ځینو یوازې څو ساعتونه درلودل چې ووځي. د ټرمپ په ولسمشرۍ کې یوازې یو بندي له ګوانتانامو ووتلی شو. (هغه یوازینی بندی چې د ټرمپ په ولسمشرۍ کې له ګوانتانامو ووت سعودی احمد الدربي و. دی د جرم د منلو په بدل کې له زندانه و ایستل شو. هغه په ۱۳۸۱ کال کې د فرانس پر یوه تېلي ټانکر د برید اړوند تور ومانه او پرېښودل شو چې د بند پاتې ۱۳ کلونه په خپل پلرني وطن کې تېر کړي. وګورئ: «د بندي د لېږد اعلان»، د امریکا د دفاع وزارت خبرپاڼه، د ۱۳۹۷ کال د غوایي (ثور) ۱۲.) بل ځل بیا، په ۱۳۹۹ کال کې د جو بایدن په ټاکل کېدو، نور بندیان د زندان له کمپ نه ووتل، چې یو یې دویم خو وروستی افغان اسدالله هارون ګل و چې دغلته ساتل کېده. هغه د ۱۴۰۱ کال په غبرګولي (جوزا) کې پرېښودل شو. دا پرېښودنه تر څه ځایه تر ړنګېدو وړاندې د اشرف غني حکومت کې د اسلامي ګوند د غړو د هڅو چې غوښتل یې ملګری یې راووځي او دغه راز د ګل د امریکایي وکیل د ټینګار برکت و. (وګورئ، د لیکوالې رپوټ: بالآخره خوشې شو: افغان هارون ګل ۱۵ کاله وروسته له ګوانتانامو ووت).

۳۰ کسه لاهم په ګوانتانامو کې پاتې دي چې یو یې وروستی افغان محمد رحیم دی. دی  دغه راز وروستی کس و چې له درېیم هېواد نه ورلېږدول شوی او د امریکا د مرکزي استخباراتو (CIA) له خوا شکنجه شوی دی. (د هغه په اړه زموږ وروستی رپوټ له دې ځایه لوستل کېدلی شي). که ټرمپ وګټله، شونې ده چې له دغه کمپ نه ایستنه بېرته ټپه ودرېږي. که هارېس بره شوه، رحیم ښایي آزاد شي. تر کومه چې پخپله د کمپ خبره ده، دوو مخکنیو دیموکراتو ولسمشرانو ژمنه وکړه، خو په تړلو یې بریالي نه شول. د دواړو ګوندونو حکومتونو په محکمو کې په دې اړه په ډېرو ککړو بڼو دعوې کړې دي (د بېلګې له پاره وګورئ د لیکوالې «کافکا په کیوبا کې» دواړه رپوټونه دلته او دلته ولولئ) چې وګړي په داسې حال کې بندي وساتي چې د قاضي له خوا یې د محاکمې غوښتنې وړاندې شوې وې. د یوې پېړۍ له نژدې څلورمې برخې وروسته چې د ګوانتانامو زندان په پرانستل کېدو تېر شول، لا یې هم د تړنې نښه نه شته. د هغه شتوالی تر افغانستان هم ورهاخوا د امریکا له سیاسي آجندا غورځېدلی دی.

پایله

د امریکا د ولسمشریزو مناظرو د متن له لوستلو وروسته، هغه څه چې ډېر پام ور اوړي دادي چې امریکایي مشران چې دوې لسیزې یې پر افغانستان دومره نفوذ درلود، ددغه هېواد اړوند حقایق یې یا ناسم اخیستی یا یې داسې کارولي چې له امریکایي رای ورکوونکو سره ددوی کارېدونکې تګلارې پیاوړې کړي او دا کار د جورج بوش له مهاله چې افغانستان یې د آزادۍ د یوې بېلګې په توګه وړاندې کړی و، همداسې را روان دی.

دا چې د ولسمشر په بدلېدو د امریکا تګلاره هم اوښتې که نه، داسې برېښي چې د ټرمپ د ۱۳۹۵ کال د ولسمشرۍ تر یوې برخې پورې افغان تګلاره تر ډېره د پوځ او د جنرالانو د نظریو په اغېز چې د طالبانو د مقابلې له پاره یې څه اړین بلل، جوړېده او بیا ورسته سیاستوالو خپل استدلال جوړاوه. بایدن د ځواکونو د ایستلو لومړنیو مبلغینو کې راته او په ۱۳۸۸ کال کې له مرستیال ولسمشر کېدو راهیسې یې ورته دلایل وړاندې کول. د اوباما ټینګار هغه مهال دا و چې د افغانستان جګړه «ښه جګړه» ده او د ځواکونو ډېرول یې پیل کړل. په امریکا کې تل ډیموکراتو ولسمشرانو ته ګرانه وي چې له جګړې نه وتونکي وبرېښي: په کور دننه ورته د کمزوري په سترګه د کتل کېدو غبرګون جوړېږي. ښایي، عجیبه ونه برېښي چې دا جمهوریپال ولسمشر ډونالډ ټرمپ و چې د عسکرو ډېره برخه یې و ایستله او بیا بایدن، چې له اوږدې مودې یې دا غوښتنه درلوده، وروستي عسکر را و ایستل.

دا چې وړاندې به څه کېږي، د ۱۴۰۳ کال له ولسمشریزو منډو ترړو یې یوه نښه هم را ونه وتله چې  وښیي دا اوسنۍ تګلاره به پرځای وي که بدلېږي. خو کومه خبره چې پخه ده، داده چې افغانستان نور د امریکا له سیاسي آجندا لوېدلی دی.

لیکوالان: