افغانستان د نړیوالې ټولنې په مرسته هڅه کوې چې له سیمه اییزو هیوادونو سره په سېمه او افغانستان کې پر امنیتي موضوعاتو کار وکړې خو په افغانستان کې د ټاکنو ځنډیدلو له دغه هیواد سره سیمه اییزې همکارۍ هم له ستونزو سره مخ کړیدي. دغه پروسه له ۲۰۱۱ کال راپدیخوا د افغانستان په مشرۍ د آسیا زړه یا د استانبول پروسې تر عنوان لاندې پېل شویده. د دغه پروسې څلورم کنفرانس چې د آګسټ نهه ویشتمې ته په پام کې نیول شوی وو، اوس ځنډیدلې چې لامل یې ښایې په افغانستان کې د ټاکنو ګډوډي وې. سید رضا کاظمي، د تحلیلګرانو د شبکې قلمي همکار، د دغې پروسې د تیرو کلونو د کارونو، په ځانګړې ډول د ادارې او مالې ستونزو په اړه، دغه لیکنه برابره کړیده. لیکوال لیکې چې د محدودیتونو سره سره، د آسیا زړه د پروسې دوام د افغانستان او سېمې لپاره مهم دی ځکه په سېمه کې د هېوادونو تر منځ د خبرو اترو چانس برابروې – هغه څه چې پدغه سېمه کې د هېوادونو تر منځ ډير لږ ترسره کیږی.
کله چې د جولای په لسمه د آسیا زړه/استانبول پروسې غړو هیوادونو په بیجنګ کې د وروستې ځل لپاره ولیدل، په سېمه کې یې د همکاریو په نسبت په افغانستان کې پر لانجمنو ټاکنو ډیر بحث وکړ. ډیره واضحه ده چې په افغانستان کې ټاکنو نه یوازې ځایې او ملي بلکې د افغانستان په اړه یې سېمه اییز او نړیوال تصمیمونه هم تر تاثیر لاندې راوستې دي. د غونډې د عمومي توافق په اړه کولای شی چې د پروګرام دغه خبرې اعلامیه ولولئ.
د پروګرام د خبرې اعلامیې یوه برخه داسې لیکې:
مونږ ډاډه یو چې دواړه نوماندان به د هیواد د ښې راتلونکې، یووالې او ثبات په خاطر، د ټاکنو ستونزه د سیاسې خبرو له لارې هواره کړې.
بل دا چې په غونډه کې ګډون وال دې نتیجې ته ورسیدل څو د پروسې څلورم کنفرانس وځنډوې. د آسیا زړه د څلورم کنفرانس لپاره اجنډا مخکې له مخکې برابره شوې وه او تمه کیده چې د آګسټ په نهه ویشتمه د چین هېواد په تیانجن کې ترسره شې.
ډیرې خبرې، لږ عمل خو بیاهم مهم
د افغانستان په رهبرۍ دغه نوښت د ۲۰۱۱ کال د نومبر په یوولسمه د ترکیې هېواد د استانبول په ښار کې د یو کنفرانس په ترڅ کې رامنځته شو. د پروسې هدف دا وو چې په سېمه کې د هېوادونو تر منځ سیاسې او اقتصادي همکارۍ رامنځته شې. د دغې پروسې غړي هېوادونه افغانستان، آذربایجان، چین، هندوستان، ایران، قزاقستان، قرغیزستان، پاکستان، روسیه، سعودې عربستان، تاجکستان، ترکیه، ترکمنستان او متحده امارات دي. همداشان د پروسې ملاتړې هیوادونه آسترالیا، کاناډا، ډنمارک، مصر، اروپایې اتحادیه، فرانسه، فنلنډ، جرمنې، عراق، ایټالیا، جاپان، ناورې، پولنډ، هسپانیه، سویډن، برتانیا او د امریکا متحده ایالاتونه دي (د پروسې د مرستندویه ادارو او سازمانونو په اړه معلومات د دې راپور په پاې کې لوستلای شی.) د پروګرام هدف دا وو چې د سېمه ایېزو همکاریو له لارې له ترهګرۍ او مخدره موادو سره مبارزه وشې او د سوداګرې، پانګونې، سېمه اییزو زیربناوو او ښوونې په برخه کې سره همکارې وکړې. تر دې دمه، ۱۹ تخنیکې، نهه د سفارتونو په کچه په کابل، نهه لوړ رتبه غونډې د سېمې په نورو هېوادونو کې چې یو یې د امریکا په نیویارک کې وو او درې غونډې د وزیرانو په کچه د ترکیې په استانبول، کابل او آلماتا په ښار کې ترسره شویدي (نور معلومات دلته لوستلای شی).
پداسې سېمه کې چیرې چې په ځینو هېوادونو کې يې ترهګرې کړۍ فعالیت کوي او د اوبو پر سر لانجې وې، د سېمې په کچه داسې خبرې کول یوه لاسته راوړنه ده.
د دغې پروسې لویو لاسته راوړنو ته باید انتظار وباسو خو یوه کوچنۍ لاسته راوړنه دا ده چې د آلماتې له غونډې وروسته یې د ۲۰۱۳ کال په اپریل کې دغه ویبپاڼه جوړه کړیده. د ویبپاڼې هدف دا دی چې له عامه خلکو سره معلومات شریک کړې او د سازمان مخکینې معلومات سره په یوځای کې راټول کړې. دغه ویبپاڼه تر دې دمه ټول مهم معلومات نلرې او د غړو او ملاتړو هیوادونو او سازمانونو اعلامیې پکې ندې چاپ شوې. خبرې اعلامیې د دې لپاره مهمې دي څو پدې وپوهیږو چې بېلابیلې خواوې څرنګه پالیسۍ جوړې او ارزوې. دا کار په ځانګړې ډول د دې لپاره مهم دی چې هر هېواد په دننه کې له بل سره توپېر لري. په هر حال، په ویبپاڼه کې د لومړې ځل لپاره د باور د رامنځته کولو په خاطر د ناورین د اداره کولو، د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې، سوداګرۍ او پانګونې، سېمه اییزو زیربناوو/زیرمو او ښوونې په برخه کې د پروګرامونو د پلې کولو پلانونه شریک کړیدي (پلانونه دلته، دلته، دلته، دلته او دلته لوستی شی).
دا کار یې د دې لپاره کړی څو په سېمه کې د حکومتونو ترمنځ د باور فضا رامنځته شې. د باور د فضا د رامنځته کولو لپاره هڅې ښایې چې په سېمه کې د دغو هیوادونو ترمنځ ستونزې موجودې دي. د دې لپاره چې د هیوادونو ترمنځ باور رامنځته شې او همکارې ډیره کړې، د دغې پروسې غړې هڅه کوي چې لومړۍ د پورتنیو شپږو پروګرامونو په برخه کې عملې کارونه وکړې.
دا چې د دې پروګرامونو جزییات څه دي او په څه ډول به عملې کیږي، په اړه یې نور معلومات نشته ځکه چې د آسیا زړه/ د استانبول پروسه لا هم د انکشاف په حال کې ده. پر دغه پاڼه د آلماتا د کنفرانس په اړه راپور یوازې د کنفرانس د جریان په اړه دی. ( د کنفرانس لنډيز دلته لوستلای شی).
تر هر څه دمخه، غړو هیوادونو او ملاتړو سازمانونو او ادارو پر دې غونډې کړي څو د شپړو پورتنیو پروګرامونو په اړه بحث او ورته پلان برابر کړې. د مثال په ډول، غړو هیوادونو د ناورین د ادارې په اړه خپلې تجربې شریکې کړې، د ترهګرۍ په وړاندې په مبارزه کې یې پر بودیجې بحث کړې، د مخدره موادو په اړه یې خبرې کړې، د افغانستان سره د سوداګرۍ په اړه یې یو کنفرانس جوړ کړې، په کابل کې یې د کتابونو نندارتون پرانیستی وو او د لارو او اورګاډو په جوړولو یې بحث کړیدی. خو دا فعالیتونو یوازې سېمې ته محدود پاتې شویدي. پدې معنا چې هېوادونه د خپلو فعالیتونو په اړه یوازې افغانستان ته راپور ورکوي چې یو ښه مثال یې په کابل کې د ایران د کتابونو نندارتون وو.
د سیمه اییزو همکاریو یو شمیر لویې پروژې لکه د ترکمنستان – افغانستان – هندوستان – پاکستان ترمنځ د ګازو د نل لیکې تیریدل او د مرکزي او سویلې آسیا د برېښنا پروژه چې دمګړی د آسیا زړه/ استانبول پروسې برخه شویده، لا هم عملې بڼه نده غوره کړې. د دغو پروژو په پلانونو کې وخت په وخت بدلون راغلی او پدې کې پاتې راغلې څود پروژو په برخه کې باورې او د پام وړ ګامونه واخیستل شې. که څه هم د بریښنا په برخه کې پخوانې کارونه کولای شې دغه پروژه لږ څه آسانه کړې خو د څلورو هیوادونو ترمنځ د ګازو د نل لیکې تیریدل ډیرو ته ناشونې ښکارې ځکه چې دغه نل لیکه د افغانستان د سویل له لارې پاکستان او هندوستان ته تیریږي. په هر حال، د دغې پروسې په خبرې پاڼو کې راغلې چې ۲۰۱۴ کال د بریښنا او د ګازو د نل لیکې لپاره عملي کال دی. (د بریښنا د پروژې په اړه کولای شی چې دا خبر ولولئ).
۲۰۱۴ کال له نیمایې تېر دی، خو تر دې دمه پدې اړه هیڅ عملې کار ندی شوی. د ګازو د نل لیکې د جوړیدو هیڅ نخښې نه لیدل کیږی خو پدې وروستیو کې د افغانستان د بریښنا او اوبو وزارت خبر ورکړ چې د بریښنا پروژه به په ۲۰۱۵ کال کې پیل شې (پدې اړه کولای شی چې دغه خبرپاڼه ولولئ. خبر په روسې ژبه کې دی).
سره له دې هم، حتی که پر دغو پروژو عملې کار په ۲۰۱۵ کې پېل شی، د افغانستان په شمال او سویل او د پاکستان په ځينو برخو کې زیاتیدونکو نا امنیو ته په کتو سره، داسې نه ښکارې چې د دغو پروژو کار به په آسان او معمول ډول پرمخ لاړ شې.
د افغانستان غوښتنې رد شویدي
یو دلیل چې د دغې پروسې کارونه ډیر سست روان دي هغه دا دی چې غړي او ملاتړي هیوادونه پر دې هوکړه نشې کولای چې څرنګه داسې یوې لویې پروژې تهاداري او مالې مرستې برابرې کړې. د اختلاف اصلی موضوع هم پر انعطاف پذیرۍ او موثریت ده. تر دې دمه د ټولو موافقه دا ده چې د آسیا زړه هیوادونه یوه پروسه ده، پروګرام ندی او باید په ادارې او مالې چارو کې انعطاف پذیره وي. له دې سره دا ویلای شم چې ډیر لږ خلک د مالي، دوه اړخیزو او څو اړخیزو مسالو لکه اقتصادي او نظامي برخو کې د سمدستې پایلو انتظار باسې. د همدې لپاره، افغانستان د رسمي سکرتریت د جوړولو او په راتلونکې کې د پروګرامونو او غونډو د دوام لپاره د بودیجې د رامنځته کیدو غوښتنې کړې خو دواړه وړاندیزونه یې رد شویدي (پدې اړه کولای شی چې دلته نور معلومات ولولئ. دولسم مخ).
افغانستان او یو شمېر نور هېوادونه پدې باور دې چې که دا پروسه همداسې په انعطاف پذیرۍ يا سستۍ روانه وې، معنا دا چې که سمه اداره او مالي بودیجه نه وې کیدای شې چې د پروسې د موثریت په بیه تمام شې. بل دا چې داسې یوه پروسه له ادارې او بودیجې پرته بل څه نه بلکې یوازې د خبرو پر پروسې بدلیږې.
په هر حال، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سېمه اییزو همکاریو لپاره یو ریاست جوړ کړی چې د دغې پروسې لپاره د سکرتریت په حیث کار کوي. دغه ریاست د خپلو چارو لپاره دوه لویې دندې غوره کړیدي چې یو یې دننه په افغانستان کې د دغې پروسې لپاره د افغان حکومت او د ټولنې د ملاتړ ترلاسه کول دي. د مثال په ډول، د روژې په میاشت کې یې د روژه ماتي لپاره حکومتي چارواکې او د مدني ټولنې غړې د دې لپاره وربللې وو چې ورته د دغې پروسې په اړه معلومات ورکړې).
له حکومته هاخوا، دغه ریاست هڅه کوي چې د غړو هیوادو او نورو ادارو لکه ملګرو ملتونو، ناټو، د شانګهای د سازمان او داسې نورو سره د پروسې د ملاتړ په برخه کې کار وکړې. د بهرنیو چارو په وزارت کې د وړتیاوو او نورو ستونزو له موجودیت سره، دا څه آسانه دنده نده. همدا شان دا پدې معنا ده چې خپله افغانستان هم که څه هم د دغې پروسې رهبرې په غاړه لرې، ترې پوره باخبره ندی چې له امله یې نشې کولای څو د پروسې د پرمختګ لپاره پوره لارښود برابر کړې.
له بلې خوا، دا چې د اوږدمهالو پروګرامو لپاره د افغانستان لخوا د بودیجې غوښتنلیک رد شوی، اوس دا مهمه ده چې د هغو شپږو پروګرامونو لپاره یو دوه اړخیزه، درې او یا څو اړخیزه بودیجه برابره شې. پر دې سربېره، بودیجه باید په ځانګړې ډول د ګازو د نل لیکې او برېښنا د پروژو لپاره باید رامنځته شې. د یادونې وړ ده چې که څه هم د ګازو د نل لیکې او د برېښنا پروژې د آسیا زړه/استانبول پروسې په غونډو کې پرې بحث کیږی خو پر دې پروژو له دې پروسې ډير وړاندې خبرې روانې وې. د ګازو د نل لیکې لپاره بودیجه لا معلومه نده خو د برېښنا د پروژې لپاره بودیجه شته او په راتلونکې کې هم ښایې ورته بودیجه پیدا شې. د دې پروسې لپاره بودیجه هم د لویو مرسته کوونکو هیوادونو په سیاسی او نورو ګټو پورې تړلې ده. د برېښنا د پروژې لپاره زیاتره بودیجه د امریکا هیواد او د آسیا انکشافي بانک ورکوي. دا ویلای شو چې په عمومي ډول، د دغې پروسې لپاره بودیجه هم د مرسته کوونکو هیوادونو په سیاسي او نورو ګټو پورې تړاو لرې. د پروسې د نورو فعالیتونو عملي کیدل لکه د مخدره موادو د مبارزې په برخه کې د سېمې په کچه د خبرو پیل، هم باید د مرسته کوونکو هیوادونو او ادارو مرستو ته انتظار وباسې.
د تیوری له مخې، له افغانستان سره سېمه اییزې همکارې لا هم ډیر بحث ته اړتیا لرې. له یوې خوا امریکاېې پوهانده بارنټ روبین او همکاران یې پدې باور دي چې سېمه اییزې ستونزې، په ځانګړې ډول هغه ستونزې چې د نادولتې کړیو لکه ترهګرې او د مخدره موادو قاچاق – باید په سېمه کې د سيمه اییزو خبرو له لارې حل شې. له بلې خوا، نارویژنی څیړونکی کرسټیان بیرګ هارپویکن او همکارانو يې د افغانستان اړوند ګاونډې په سویلې، مرکزي او د فارس په خلیج ویشلې دي او پدې باور دي چې دوی هر یو بېلابېل سیاسي او امنیتي لارې چارې لرې. دوی دا نظر د نړیوالو اړیکو د پوهانو بیرې بوزن او اولې ویفر د معلوماتو له مخې وړاندې کوي. دوی وایې چې ستونزه یوازې افغانستان ندی بلکې د دغو هیوادونو ترمنځ نورې سیاسي او امنیتې ستونزې دي چې له امله یې دا هیوادونه په ریښتونې او صادقه ډول له یو بل سره همکارې نه کوي. په بله وینا، دا هیوادونه وایې چې په سېمه کې هر څه پر افغانستان نه څرخې.غړې او ملاتړې هیوادونه خپل نور لومړیتوبونه لرې (د افغانستان او منځنۍ آسیا د روابطو په اړه کولای شی چې د افغانستان د تحلیلګرانو د شبکې دغه راپور په ځانګړې ډول له ۹-۱۴ مخ پورې ولولئ).
داسې ښکارې چې د هارپویکن نظریه د روبین په وړاندې په سېمه کې له حقیقت سره نژدې وې خو پدغه برخه کې تیوریک بحث بیا هم نیمګړۍ دی.
د آسیا زړهیا د استانبول په پروسه کې پورتنۍ ادارې او مالې ستونزې داسې ښیې چې دا پروسه یوازې په سېمه کې د سیاسی مشورو ځای دی نه د عملې ګامونو د پورته کولو – او دا به تر هغې همداسې وې څو په اوسنې ادارې چارو کې یې بدلون رانشې. دا بدلون آسانه ندی ځکه په هر تصمیم کې باید د ټولو موافقه موجوده وې او پداسې یوه پروسه کې چې مختلفې خواوې پکې شاملې دی، د ټولو موافقه اخیستل ګران کار دی. پدغه پروسه کې د اداري او مالي ستونزو د موجودیت له امله د دغې پروسې موثریت له ستونزو سره مخ دی. د پروسې له پېل راهیسې، غړې هیوادونه پدې کې پاتې راغلې څو دا ستونزې هوارې کړې او داسې هم نه ښکارې چې د غړو هیوادونو تر منځ د دغو ستونزو د هواري لپاره څه ځانګړې هوډ او اراده وي.
پر دې سربېره، له موجودو ستونزو سره سره، پر افغانستان متمرکزه د آسیا زړه یا د استانبول پروسه لږترلږه د خبرو په برخه کې موثره ده. دا کار په ځانګړې ډول د دې لپاره ښه دی چې په سېمه کې اکثره هیوادونه له یو بل سره سمې اړیکې نلرې او د خبرو اترو هڅې پکې ډيرې کمې دي. د وخت په تیریدو سره که په افغانستان کې ټاکنې په بریالې ډول پاې ته ورسیږی او بې له کومې لویې پیښې افغانستان پدې وتوانیږې چې بهرنۍ چارې سمې پر مخ یوسې، کیدای شی د آسیا زړه به نه یوازې په روانو خبرو اترو بلکې له خبرو وړاندې د عمل په برخه کې هم په درزا پیل وکړې.
د لیکوال په اړه: سید رضا کاظمې په هیدلبرګ پوهنتون کې د دکتورا محصل دی چې په ۲۰۱۶ کال کې فارغیږې. دی د افغانستان په سیمه اییزو او نړیوالو اړخونو تحقیقي لیکنې کوي. ده لدې مخکې د افغانستان د تحلیلګرانو له شبکې سره د څیړونکې په حیث کار کړیدی.
ملاتړې ادارې: ملګرې ملتونه (UN)، د آغا خان پرمختیایی شبکه(AKDN)، د مرکزي آسیا د سېمه اییزې اقتصادي همکاری سازمان(CAREC)، د آسیا پرمختیایې بانک(ADB)، په آسیا کې د خبرو او د باور د رامنځته کولو کنفرانس (CICA)، د ټوله اییز امنیتي تړون سازمان (CSTO)، د اقتصادي همکارۍ سازمان (ECO)، د شمالې اتلانتیک تړون یا ناټو(NATO)، د اسلامي همکاریو سازمان (OIC)، په اروپا کې د امنیتي همکاریو سازمان (OSCE)، دسویلياسیالپارهدسیمهایزیهمکارۍټولنه(SAARC) او د شانګهای د همکاریو سازمان(SCO)
د شپږو پروګرامونو رهبري:
د ناورین اداره کول: پاکستان او قزاقستان
د ترهګرې په وړاندې مبارزه: افغانستان، ترکیه، متحده امارات، روسیه، او آذربایجان
د مخدره موادو سره مبارزه: روسیه او آذربایجان
سوداګرې او پانګونه: هندوستان
سېمه اییزې زیربناوې: ترکمنستان او آذربایجان
ښوونه: ایران
د افغانستان لپاره د تحلیلګرانو شبکې د آسیا زړه/استانبول د پروسې په اړه له پیله لیکنې دلته ، دلته، دلته، دلته، او دلته لوستی شی). لیکوال د بهرنیو چارو د وزارت له دوو کارکوونکو سره مرکې کړیدي. د بارنټ روبین بشپړ راپور دلته ترلاسه کولای شی. د کرسټیان بیرګ هارپویکن بشپړ راپور دلته لوستلای شی.
بیاکتنې:
دا مقاله په وروستي ځل تازه شوې وه ۱۵ ثور / غويی ۱۳۹۹