که چېرې دسپینې ماڼۍ لپاره د نومبر د اتمې ټاکنې هیلري کلنټن ګټلې وای، نو نړۍ به اوس د هغې د سر سر ممکنه چارواکو په اړه مالومات درلودل چې څوک دي او پر بهرنۍ تګلارې به یې هم تر یوې کچې سر خلاص و. هغې چې د بهرنیو چارو وزارت تجربه ورسره وه، داسې اټکل کېده چې د ولسمشرۍ پرمهال به یې د افغانستان اړوندو تګلارو کې ډېر توپیر نه وای لیدل شوی. خو په جنورۍ کې د واک پر ګدۍ د ډونالډ ټرمپ له کېناستو سره هیڅ څه روښانه نه دي. د مالي ملاتړ، په افغانستان کې دبهرنیو ځواکونو د شته والي او په حکومتۍ تګلارو کې د اوږدمهالي اغیز له پلوه، امریکا د افغانستان مهمه او اساسي ملاتړې ده. په افغانستان کې د امریکا د رول په اړه لوستونکي که هر څه فکر کوي، خو د امریکا په تګلارو کې ناڅاپي او یا هم ستر بدلون په افغانستان کې له پراخ اغیز سره تړلی دی. سره له دې چې د افغانستان د تحلیلګرانو شبکه په امریکا کې نه ده، په افغانستان کې ده، خو بیا د دې شبکې مشر څیړونکي توماس روټېنګ او کېټ کلارک په خپله شننه کې هڅه کړې ومومي چې د ټرمپ ولسمشري د افغانستان له پاره په څه مانا کېدلی شي.
بهرنۍ تګلاره او افغانستان، چې امریکاییان پکې د تر ټولو اوږدې جګړې برخه دي، د ټاکنیزو منډو ترړو پرمهال اساسي مساله نه وه. د افغانستان مساله یواځې یو ځل د ټرمپ او کلنټن ترمنځ د لومړۍ مناظرې ( د مناظرې وېډیویي بڼه دلته کتلای شئ) پرمهال یاده شوې ده، هغه هم یواځې د یوه واقعیت په بڼه، نه د تګلارې په ډول. په دویمه او درېیمه مناظره کې د افغانستان نوم لا اخیستل شوی هم نه دی. او اسوشیټېد پریس هڅه کړې چې دلیل یې ومومي:
«د امریکا راتلونکی ولسمشر به دخپل واک په لومړیو کې د افغانستان په تړاو له یو لړ سختو پرېکړو سره مخامخ وي. په دې کې دا هم شامل دي چې د امریکايي ځواکونو شمېر به راټیټوي او که لوړوي— او که په ټوله کې وویل شي چې د پوځ په تړاو د اوباما د ادارې تګلارې ته دوام ورکوي او که بدلون پکې راولي. ښايي په افغانستان کې همدغو سختو غوراویو ته په پام سره ټرمپ او کلنټن په دې اړه غلي پاتې شوې وي)».
د افغانستان په تړاو تر ټولو هېښوونکې یادونه د ټرمپ د کمپاین ویاندې د ۲۰۱۶ کال په اکټوبر کې له سي این این سره په مرکه کې وکړه. هغې د ۲۰۰۷ کال په اړه وویل «په یاد ولرئ، موږ دغه وخت په افغانستان کې حضور نه درلود، چې اوباما افغانستان ته ولا». ښايي هغه پر افغانستان د ۲۰۰۱ کال په یرغل کې تېر وتې وي. ۲۰۱۶ کال په سپټمبر کې د یوه کمپاین پرمهال، ټرمپ یو ځل بیا افغانستان یاد کړ خو دا ځل یې د امریکا له خپلو ښارونو سره پرتله کې یادونه وکړه. هغه ویل «تاسې افغانستان ته تللی شئ، جګړه ځپلو هېوادونو ته تللی شئ او هلته به پکې زموږ له ځینو ښارونو ځان خوندي احساس کړئ». ( د دې ښارونو شمېر د بي بي سي نیوز شمېرو کې پیدا شوی دی) (۱)
د بهرنۍ پالیسۍ او په افغانستان کې د امریکا د ماموریت په اړه د ټاکل شوي ولسمشر او دهغه د کمپ تجربه او ظاهرا مالومات لږ دي او دا پخپله وېروونکې خبره ده. هغه د افغانستان په تړاو څرګندونې نه دي کړي خو څه یې چې ویلي ډېر کم دي. دلته څو ګواښنې رامخ ته کېدای شي. لومړی: ټرمپ ځینې وخت دبهرنۍ پالیسۍ په اړه ځینې پیاوړې خبرې کړې دي، خو کله یې داسې څرګندونې هم کړي چې ډېرې سطحي او ځینې خبرې یې بیا یو بل سره په ټکر کې وي. ځینې خبرې یې بیا وروسته له پامه غورځولي او یا یې بدلې کړې هم دي. لکه امریکا ته دمسلمانانو پر ننوتو بندیز ( په دې اړه د بي بي سي هغه ټولګه دلته په کېکاږلو ومومئ چې د ټرمپ ۳۰ اندونهپکې راټول شوي دي)
خو له دې ټولو سره سره به ټرمپ په یواځې سر ټوله واکمنۍ نه چلوي، ځکه د امریکا ولسمشر د نورو پرتله په مخامخ واک چلولو کې نسبتا کم واکونه لری. که څه هم سنا مجلس، ولسي جرګه او ولسمشر به د جهموریت پالو وي خو د جمهوریت پالو ډېرو استازو او سیاستوالو د ولسمشرۍ لپاره دهغه ملاتړ نه کاوه، نو ښايي ځینې د واک په چلولو کې خنډ هم شي. له بلې خوا نیوزویک مجله بیا د بېلګې په ډول وايي «د بهرنۍ تګلارې په اړه ښايي په کانګرس کې هم د جهموریت پالو نظریې سره بیخي ورته نه وي».
هغه څه چې ټرمپ کوي، ښايي تر ډېره په دې پورې تړلې وي چې پرمهمو سیاسي څوکیو څوک ګوماري. په دې اړه تر اوسه ډېر لږه روښانتیا شته. ځینو ویب پاڼو (دلته یې لوستلی شئ) یو شمېر نومونه هم په ډاګه کړي، خو دا هم وايي چې د ټرمپ ویشلي کمپاین ته په پام سره ښايي دا به هغه ته سخته وي چې د لوړ استعداد لرونکي خلک ورمات کړي ځکه له تېر یوه کال راهیسې ډېرو سیاستوالو او خلکو په ازاد ډول د ټاکل شوي ولسمشر په اړه ترخې خبرې کولې. دویم دا چې هغه ته د واک د لېږد ډلېد کاندیدانو د غوره کولو لپاره هڅې ګړندۍ کړې دي خو دا بهیر یې ډېر محدود کړی دی.
ټرمپ لوستنه
د ټرمپ د کمپاین په ویب پاڼه کې په روښانه ټکو لیکل شوي چې (بهرنۍ تګلاره او د داعش ماتونه) (۲).تر دې عنوان لاندې په یوه بل فرعي عنوان کې د ډونالډ جي ترمپ ځینې اصول موندل کېدلی شي. لکه، د پرمختللې امریکا اساسي ملي ګټې، د سیمه ییز ثبات پرمختګ او د نړیوالې ترینګلتیا راکمول.
په ویب پاڼه کې د سولې په اړه دا هم ویل شوي چې د پرمختګ له لارې به جوړېږي. له دې عنوانه داسې اټکل کېدای شي چې له اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش سره جګړه د ټرمپ د بهرنۍ تګلارې په سر کې ده. که څه هم د داعش له راپورته کېدو سره اوباما اړ شو چې په سوریه او عراق کې (بیا) بشپړ ښکېل شي، دارنګه یې د ډېورنډ کرښې دواړو غاړوته د خراسان په نامه د داعش پر مرکزونو د لا ډېرو هوايي بریدونه اجازه هم ورکړه.( په دې اړه د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې څېړنه ددې ځای په کېکاږلو ومومئ)، خو بیا په افغانستان کې د ولسمشر اوباما بهرنۍ تګلاره د داعش د ګواښونو له منځه وړلو نه ډېره پراخه ده. اوباما په پاکستان، یمن او سومالیا کې د بې پيلوټه الوتکو بریدونه په بې ساري ډول ډېر کړل ( سره له دې چې ټول بریدونه یواځې پر مشکوکو داعش وسله والو نه کېږي).
که څه هم ټرمپ بیا بیا ویلي چېپه ولسمشرۍ کې به یې د داعش ځالې ژر له منځه وړي او په اړه به یې پرېکړې په چټکۍ کوي. خو بیا په ټوله کې ټرمپ د افغانستان پرتله د منځني ختیځ په اړه ډېرغږېږي. هغه پر داعش بمباري امریکا ته د سوري کډوالو له بندولو سره تړي ( په یوه بل ځای کې هغه دا ژمنه هم کړې چې امریکا ته له وړاندې ورغلي سوري کډوال به بیرته باسي). که څه هم پوځي وکیلان به ونه شي کړای داسې یو څه چې د ژنیو کنوانسیون ماتوي تایید کړي، خو د ټرمپ احساسات روښانه دي.
په عمومي ډول ټرمپ غواړي خپل پوځ له سره ورغوي، استخبارات پیاوړي کړي او انټرنیټي خونديتوب ځواکمن کړي. په امریکا کې رسنۍ اټکل کوي چې د ټرمپ تر واکمنۍ لاندې به پوځي لګښت لوړ شي. نو له همدې وجې د ۲۰۱۶ کال په مارچ کې د فورچون په نامه د پانګونې مجلې وار له مخې وړاندوېنه کړې وه چې دفاعي برخه کې به لګښت ډېرېږي او له دې امله یې د دفاعي صنایعو پېرل تر ټولو غوره [پانګونه] بللې وه: ( که ټرمپ ولسمشر کېږي، دا ونډې د پېرلو دي) د ۲۰۱۶ کال د سپټمبر په ۱۱ داسې رپوټونه خپاره شول چې د وسلو د تولید د سترو شرکتونو ونډې تر څه باندې لس سلنې لوړې شوې دي.
له بلې خوا ټرمپ په پام کې لري چې پوځي لګښتونه په نورو برخو کې را کم کړي. دی باوري دی چې ناټو د امریکا له پیسو ډېره ګټه اخلي ځکه ددغه سازمان نور غړي ډېره کمه بودجه ناټو ته ورکوي خو په ټوله کې د دغه سازمان پلوی و. هغه دا اعلان هم کړی چې غواړي له هغو هېوادونو پیسې واخلي چې امریکايي پوځيان یې ساتي (اشاره یې جنوبي کوریا، عربستان او جرمني ته وه) د هغه له قوله داسې هم ویل شوي چې دده حکومت به پر بالتیک هېوادونو د روسیې د برید په صورت کې وار له مخې مرستې ته نه وردانګي ( که څه هم ټرمپ پولنډ ته یې د ډاډ ورکولو هڅه کړې).
دا څرګندونې افغانستان هم مخې ته را دروي. که ټرمپ د امریکايي ځواکونو ژوند په ناټو کې له خطر سره نه مخامخ کوي، نو په افغانستان کې یې بیا ولې وګواښي؟ د هغه په رسمي ټویټر پاڼه کې ځینې پیغامونه هم په دې تړاو شته— ځینې د ۲۰۱۳ کال دي او وايي دی په افغانستان کې دامریکا د ملاتړ مخالف دی. په یوه پېغام کې لیکل شوي ( راځئ چې له افغانستانه ووځو. زموږ سرتیري په افغانستان کې د هغو افغانانو له خوا وژل کېږي چې موږ روزلي او میلیاردونه ډالره مصرف مو هلته کړی. دا بې عقلي ده! امریکا ورغوئ.) او ( له افغانستانه د وتلو وخت دی. موږ هغو خلکو ته ښوونځي او سړکونه جوړوو چې له موږ کرکه لري. دا زموږ ملي ګټې نه دي).
د ۲۰۱۵ کال په اکتوبر کې له سي این این سره په مرکه کې هغه له لویه سره په بشپړ ډول بل څه وايي: ( هلته لومړی زموږ ښکېلتیا بده تېروتنه وه)او بیا وايي (ما هېڅکله نه دي ویلي چې افغانستان ته تلل ناسم و). هغه دا پوښتنه هم کړې وه چې ایا (تر راتلونکو ۲۰۰ کلونو پورې موږ هلته یو؟)—یواځې یې کمول ناسم نه دي. ( ځینو حالاتو کې سړی نه پوهېږي څه کېږي؟ ښايي دا موده ډېره اوږده وي) او: ( سمه ده فرق نه لري، ما هیڅکله داسې نه دي ویلي. د افغانستان مساله یوه بېله ستونزه ده. افغانستان پاکستان ته نژدې پروت دی، د ننوتو یوه لار ده. پر اټومي وسلو باید پام وشي. دا هر څه د اټومي وسلو لپاره کېږي. او هو رېښتیا، که اټومي وسلې نه وي بیا نو لوبه بدله ده).
د هغه د ویب پاڼې د بهرنۍ پالیسۍ په برخه کې د افغانستان ځای نه شته. داعش او د ایران د اټومي وسلو یادونه شوې چې هغه یې (یواځینی خورا ستر ګواښ او ملي امنیت ته ګواښ بللی دی). هغه د کمپاین په یوه وینا کې (دلته یې لوستلی شئ)ایران په نړۍ کې د ترهګرۍ تر ټولو ستر ملاتړی هېواد بللی دی. هغه ویلي و چې له نړیوالې ټولنې سره په ۲۰۱۵ کال کې د اټومي پروګرام پر سر د ایران معامله “اټومي هالوکاست (پراخې وژنې)” ته لار پرانستلی شي.
هغه مارچ میاشت کې د ایپک په نامه اسراییل پلوې ډلې ته په خبرو کې ویلي د هغه (تر ټولو ستر لومړیتوب) له ایران سره د شوې هوکړې له منځه وړل دي. هغه وروسته ومنله چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا د شوې یوې معاهدې له منځه وړل به سخت کار وي، او د ۲۰۱۵ کال په اګست کې دی له خپلې خبرې بېرته په شا شو او ویل یې چې دغه هوکړه به خپله داسې کلکه څاري چې ایراند اټومي وسلې د موندلو فرصت پیدا نه کړي.
سره له دې چې د ټرمپ د ویب پاڼې په ټرمینالوژۍ کې افغانستان د هغو ۱۸ هېوادونو په کتار کې دی چې داعش پکې بشپړ فعالیتونه لري، خو د افغانستان یادونه پکې یواځې په دې بڼه شوې چې د ۲۰۱۶ کال په جون کې د اورلنډو د کلپ بریدګر او پلاریې ( داسې هم ویل کېږي چې د بریدګر پلار د طالبانو ظالم رژيم ملاتړ کاوه)په افغانستان کې پیدا شوي دي. دارنګه په دې پاڼه کې دا یادونه هم شوې چې هغه ځوان افغان کډوال هم په افغانستان کې زېږېدیلی چې د روان کال په جولای کې یې د جرمني پر یوه سپرلۍ وړونکي اورګاډي برید وکړ. په بله مانا، د افغانستان نوم په دې بڼه هم یاد شوی چې له دغه هېواده چې داعش په کې شته، امریکا ته تلونکي کډوال ښايي په امریکا کې خلک په نښه کړي.
ملت جوړونه، ځورونې او ګوانتنامو
د ټرمپ په بهرنۍ تګلاره کې داسې هم ویل شوي چې ( د ملت جوړونې او د ژريم د بدلون تګلاره به بدلوي)، دا دهغه ټوېټر کې یوه بله داسې نښه ده چې ګنې په افغانستان کې د امریکا لګښت بې ځایه دی. که یو څوک په افغانستان د امریکا د لګښت په اړه هر څه فکر کوي- او یا هم په دغه هېواد کې له سیستماتیک اداري فساده دغه مرستې بې ځایه بولې، خو په دې کې شک نه شته چې امریکا پر افغان پوځ او حکومت تر ګردو ډېرې پيسې لګوي. د امریکا له مالي مرستو پرته، په اوسنۍ بڼه د افغانستان د حکومت پایښت ناشوني ښکاري. د مالي ملاتړ ترڅنګ، امریکا په افغانستان کې سیاسي ونډه هم ترسره کوي، ښه بېلګه یې د ۲۰۱۴ کال د دویم پړاو له ټاکنو وروسته د ولسمشر اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د امریکا په منځګړیتوب د ملي وحدمت حکومت جوړول دي. په کابل کې د امریکا سفیر میک مکېنلي، د بهرنیو چارو وزیر جان کیري او ځینې وخت ولسمشر بارک اوباما هم له افغان مشرانو سره پر تیلیفون د مشورو په بڼه غږېږي. نو افغان حکومت به له دې ډول فشار وروسته، له خپلو ناندریو سره څه کوي؟
داسې ګومان هم کېږي چې د ټرمپ په ولسمشرۍ کې به د امریکا په اجنډا کې د بشري حقونو، دېموکراتانو، دېموکراسۍ او د بشري حقونو ملاتړ وغورځول شي. دبېلګې په ډول ټرمپ له سي این این سره په خبرو کې وویل باور لري چې په عراق او لیبیا کې حالت د معمر قذافي او صدام حسین د واکمنۍ تر مهاله ډېر بد دی او د ترکیې پر ولسمشر رجب طیب اردوغان به فشار را نه وړي چې ولې یې په خپل هېواد کې د ملکي آزادیو خوځښتونه وځپل. ټرمپ دارنګه د روسیې د زورواکي ولسمشر ولادیمیر پوتین ستاینه هم کړې او هغه یې د خپل هېواد تر ولسمشر ډېر پياوړی لارښود بللی چې د هغه په ټکو خپل هېواد ښه سمبالولی شي.
د سلو جمهوریت پالو امنیتي مشرانو په یوه سرخلاصي لیک کې چې د ۲۰۱۶ کال په مارچ کې خپور شو، ویل شوي چې د نړۍ د سترې ولسواکۍ دمشر له خوا د ولادیمیر پوتین په څېر د یوه دیکتاتور ستاینه د منلو نه ده.
د ګوانتنامو په زندان کې د ترهګرۍ اړوند جګړه کې د ځورونو په اړه د ټرمپ دریځ ډېر تریخ دی. د اوباما د نظر خلاف، ټرمپ غواړي دغه زندان همداسې وساتل شي. په دغه زندان کې چې پنځه افغانان هم په کې شته، ټرمپ پکې آن د داعش په تور د نیول شویو زندانیانو د اچولو خبره هم کړې ده. هغه د ربړولو ستاینه کړې ده. دبېلګې په ډول یې په اوبو کې ډوبول چې په ۲۰۰۶ کال د هغه مهال ولسمشر بوش بالاخره ناقانونه او بې ګټې اعلان کړل، وايي ( فکر نه کوم چې دا دې سخته سزا وي، آن که دا سزا بې ګټې هم وه). دی بیا وايي چې بوش باید اجازه ورکړې وای ځکه د هغه په باور (هغوی ته د هغه څه په مقابل کې چې له موږ سره یې کوي، دا سزا لازمه ده).
د ۲۰۱۶ کال په سپټمبر کې د امریکا د پوځ یو شمېر پخوانیو قوماندانانو، د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي او سفیر، شنونکو او ځینو دیموکرات پلوو او جمهوریانو د ولسمشرۍ دواړو کاندیدانو ته په نېشنل انټرسټ مجله کې سر خلاصی لیک ولیکه. ( دهغه لیک بشپړ متن ددې ځای په کېکاږلو ومومئ) دوی دې لیک ته (د امریکا راتلونکي ولسمشر ته وړاندېزونه) نوم ورکړ. په دې لیک کې ویل شوي چې له افغانستان سره دې په اوږدمهالې ملګرتیا کې ژمن پاتې شي. د دوی غوښتنه داسې وه:
(د جهادیانو پر وړاندې په لویه مبارزه کې دافغانستان ارزښت او په دغه هېواد کې تر دې مهاله د امریکاپانګونې ته په پام سره، زموږ جدي غوښتنه دا ده چې هغه پرمختګونه پرله پسې پرځای پاته شي چې تر اوسه مو تر لاسه کړې دي.)
په دې لیک کې دا هم ویل شوي چې نوی ولسمشر دې په دغه هېواد کې دامریکا او ایتلاف د اوږدمهالي لید لپاره له دې فرصت نه ګټه واخلي، افغان تګلاره دې لا اغیزمنه او اوږدمهالې کړي. دارنګه دې هر کال له دغه هېواد سره دمرستو او پوځي ښکیلتیا او د پوځيانو د وتلو نېټې په اړه له سره کتنه نه کوي. په لیک کې (له شرایطو پرته ژمنې) هم یادې شوې دي خو ۲۰۱۵- ۲۰۲۴ کلونو ته دبدلون لسیزې نوم هم ورکوي. په عین حال کې د ټرمپ له ویناوو کارپوهان داسې انګیري چې په دغه هېواد کې د امریکا ۱۶ کلنې ښکیلتیا ته له اصلي ځواب نه ډېر توپیر لري.
د پورته یادو شویو کسانو په ګډه اعلامیه کې د ټرمپ د ولسمشر کېدو د احتمال په اړه دا هم ویل شوي و چې ټرمپ د امریکا د پوځ د اعلی سر قوماندانۍ وړتیا نه لري او له لویه سره په زړه پاک شخص نه دی. په اعلامیه کې زیاته شوې:
«د امریکا د زور او اغیز په اړه د هغه لید لوری له لویه سره ناقض لري. هغه په یوه جمله کې له یوې خیالي نړۍ نه د پوځ پېچلومسایلو ته ځي. په دې نښتې نړۍ کې د پانګونې په اړه د هغه ترخې خبرې یو ستر اقتصادي مصیبت دی. د هغه له خوا د ربړونو ستایل اصلا د منلو نه دي. له مسلمانانو یې د کرکې څرګندونې هغه هڅې سختي زیانمنوي چې په اسلامي نړۍ کې له ملګرو هېوادونو سره په ګډه د تند لارو پرضد کېږي. د دې ترڅنګ، دا ډول څرګندونې د هغو امریکايي مسلمانانو ازادي هم له ګواښ سره مخامخوي چې اساسي قانون یې د خوندیتوب ضمانت کړی.)
شخصي ستونزې
د ټرمپ تجربو ته په پام سره، واشنګټن پوست او ګارډین ورځپاڼو لیکلي چې نوی ولسمشر ښايي د پرسونل او همغږۍ تګلارې دنده مرستیال ولسمشر مایک پینس ته پرېږدي . واشنګټن پوست مرستیال ولسمشر د ټیتې کچی او سرسري سړی بللی چې د ولسي جرګې پخوانی غړی و. ښايي ټرمپ د بهرنۍ تګلارې چارې د جورج بوش امنیتي سلاکار جمهوریتپالي سټېفن هډلی ته وسپاري. دا سړی د ګونګوسو له مخې خپلې پخوانۍ دندې ته لیواله دی. (۳)
ډېلې بیسټ وايي کله چې په ځانګړي ډول د امنیتي څوکیو خبره مخ ته راځي، ټرمپ له وړاندې د لنډمهالې ادارې په جوړېدو کې له ستونزو سره مخامخ دی:
«ټرمپ پر ځینو مهمو څوکیو ګومارنه کې له ستونزو سره مخامخ دی، یا یې هم د کاندیدانو په موندلو کې ننګونې ترمخه دي، ځکه له وړاندې سلګونو لوړه کړې چې د ټرمپ له ادارې سره به کار نه کوي، او یا یې هم مخامخ له ټرمپ سره د ملګرتابه غوښتنې رد کړې دي. دا خبره د امریکا ګڼو پخوانیو او اوسنیو چارواکو چې د واک له لېږده سره مخامخ سروکار لري، ډیلې بیسټ ته کړې ده. د ټرمپ خپلې ډلې آن له ټاکنو یوه میاشت وړاندې– چې لا هم نظر پوښتنو د ده ممکنه بریا نه وه اټکل کړې، د بریا تمه نه لرله. کله چې د ټرمپ چارواکو، د باور حوړولو لپاره، د ملي امنیت په برخه کې د ټرمپ ولسمشرۍ ته د تجربه کارو کاندیدانو د موندلو هڅه پیل کړه، نو دوی په ټول هېواد کې دملي امنیت د مسلکي [جمهوریت پالو]کسانو له مقاومت سره مخامخ شول».
د ډيلي بیست په حواله، هغو کسانو ته به چې د ټرمپ ضد لیک یې لاسلیک کړی، په نوې اداره کې دندې ور نه کړ شي. د سمندري ځواکونو متقاعد امنیتي سلاکار جېفر ډې ګورډن چې څلور کاله یې د دفاع وزیرانو ډونالډ رمسفیلډ او رابرټ ګېټس ویاندي کړې، ټرمپ ته نژدې کس بلل کېږی. دی د کمپاین پرمهال لوړ پوړی امنیتي سلاکار و. فلېن مرستیالې ولسمشرۍ ته کاندید و خو بالاخره پېنس مرستیال ولسمشر شو. د پولیټېکو د رپوټ له مخې فلېن د ټرمپ تر ټولو د خوښې وړ جنرال دی. نیویارک ټایمز لیکلي چې د ملي امنیت په ټیم کې د ټرمپ لپاره له جنرال فلېن نه دبل چا ښه تاریخ نشته.
د هغه په تجربو کې دادي چېد لاندینیو پوځي واحدونو او ادارو د استخباراتو د مشر په توګه یې افغانستان ته یوشمېر سفرونه کړي دي: په ګډ ځانګړي ځواک ۱۸۰ کې چې په دغه هېواد کې یې د تلپاتې آزادۍ عملیات (د ۲۰۰۲ تر جولای پورې) سمبالول، د ګډوځانګړو عملیاتو په قوماندانۍ کې، د امریکا په مرکزي قوماندانۍ کې (د ۲۰۰۸ له جولای نه د ۲۰۰۹ تر جونه) او په افغانستان کې د آیساف او امریکایي ځواکونو په ګډې درستیزوالۍ کې (د ۲۰۰۹ له جون نه د ۲۰۱۰ تر اکټوبره) چې بیا په افغانستان کې د امریکا د انساني استخباراتو د کمزورتیا په اړه وغږېد. خو له هغه مهاله وروسته بیا له اصلي مسایلو څنګ ته شو. په ۲۰۱۴ کې، د پوځي استخباراتو د مشرتابه له دندې ګوښه کړای شو، د سپینې ماڼې له خولې «د مشرتابه د مسالو» له امله، خو پخپله د فلېن په وینا «د هغه دریځ له امله چې ما د افراطي اسلامیزم او د القاعدې د پراخېدو په اړه» د “سیاسي شوي” استخباراتي سیستم په وړاندې غوره کړی و. هغه پر ټویټر ولیکل چې «له اسلام نه وېره منطقي ده» او ویې ویل «موږ د اسلام له افراطي برخې سره په جګړه ښکېل یو، او هغسې چې زه فکر کوم دغه اسلام یوه سیاسي ایډیالوژي ده چې پر مذهب ولاړه ده».
د پولیټېکو د رپوټ له مخې د مهمو څوکیو لپاره د ځینو نورو څېرو نومونه هم رامخ ته شوې دي. په دې کسانو کې د جمهوریت پالو د سناتور باب کروکر چې اوس د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو د کمیسیون مشر دی هم شته. دارنګه د بهرنیو چارو وزارت له پاره د سنامجلس د پخواني مشر نیوټ ګېنګریچ نوم هم راغلی دی. د دفاع وزارت لپاره بیا دالاباما ایالت سناتور جیف سېسزن نوم هم په نویو کسانو کې راتلای شي. د ټرمپ د دفاعي پلان لپاره مشر هم جیف سېسزن و چې له رسنیو سره یې په دې تړاو خبرې کولې. (د ټرمپ دفاعی پلان دلته لوستلی شئ). د رپوټونو له مخې ټرمپ په ملګرو ملتونو کې دامریکا پخوانی استازي جان بولټن هم په پام کې نیولی دی.
په واشنګټن کې د داسې یوه کس په اړه هم خبرې کېږي چې افغانانو ته ډېره مشهوره څېره ده. هغه ټرمپ یوې غونډې ته د وینا لپاره ور وپېژانده. خو ښايي دا یواځې له دې امله چې هغه هلته د غونډې کوربه و ( په دې اړه وېډیو دلته کتلای شئ)
… د ولسمشر بوش د واکمنۍ پرمهال د افغانستان، ملګرو ملتونو او عراق لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم د یوه مهم پوست لپاره د کاندیدانو په لیست کې دی. خلیلزاد چې په واشنګټن کې یې دبهرنۍ پالیسۍ په اړه جوړې کړې غونډې ته خبرو لپاره ټرمپ ور وباله، له سي این این سره په مرکه یې د ټرمپ په اداره کې د کار کولو لپاره څه نه دي ویلي
د افغانانو غبرګونونه
په افغانستان کې د حکومت دوو سیاسي مشرانو ولسمشر اشرف غني او اجراییه مشر عبدالله عبدالله په دې تړاو خپرو کړو اعلامیو کې ( د خبر پاڼو لپاره دلته او دلته کېکاږئ) لکه د تل په څېر په ډيپلوماتیک ډول ټرمپ ته د بري مبارکې ویلې ده. دواړو په اعلامیو کې د کلمو په ډېر کم توپیر د افغانستان او امریکا ستراتيژيکه ملګرتیا مهمه بللې. د ولسمشر غني په اعلامیه کې بیا د دواړو هېوادونو اړیکي د افغانستان د پرمختګ او له ترهګرۍ سره د جګړې لپاره ارزښتناک بلل شوي دي.
د ملي امنیت د څارګرې ادارې دوو پخوانیو مشرانو امرالله صالح او رحمت الله نبیل لږ په خلاص مټ هغه څه روښانه کړي چې افغانان یې تمه لري. نبیل بیا تمه ښوولې چې امریکا به په پاکستان کې د ترهګرۍ ځالې له منځه یوسي او د ترهګرو د ملاتړي پاکستان مخه به ډب کړي.
پخواني ولسمشر حامد کرزی چې ډېر ځله پر سیاسي مسایلو خپل دریځ خپروي، هم د مبارکیو له دې لړۍ سره له ځنډ پرته یوځای شو. سره له دې چې په ۲۰۱۳ کال کې- هغه مهال چې ښاغلي کرزي له امریکا سره د دوه اړخیزې امنیتي همکارۍ د هوکړې له لاسلیک سره مخالفت کاوه، ټرمپ د ټوېټر په یوه پيغام کې ویلي و: ( ایا تاسې باور کولای شئ چې د افغانستان ولسمشر کرزي بیا بیا د دغې هوکړې لاسلیکول رد کړې دي؟ هغه ته ووایه، ځه ورک شه!)
کله چې ټرمپ ټاکنې وګټلې، کرزي په ټویټر پيغام کې تمه ښوولې چې «د افغانستان په تړاو به د امریکا تګلاره او د ترهګرۍ پر وړاندې به یې کمپاین بدل شي. دارنګه د افغانستان له پولو بهر به د ترهګرۍ ځالې په نښه کړي».
افغانستان تل دامریکا د جمهوري پالو ولسمشرانو پلوی و ځکه د ترهګرۍ پر ضد د بوش، [ډیک] چیني او رمزفیلډ جګړه یې د خپل هېواد اړتیا بلله. خو له دې ها خوا یې دا هم غوښتل چې د طالبانو پوځي وړتیا له منځه یوسي او پاکستان دې ته وهڅوي چې د طالبانو له مالي مرستو لاس واخلي. خو اوس هم په دې اړه بېلا بیلې انګېرنې کېږي. طالبانو د تل په څېر د یوې مهمې غوښتنې په بڼه له ټرمپ نه غوښتنه وکړه چې له افغانستانه خپل پوځیان وباسي. په دې اعلامیه کې راغلي:
«زموږ پيغام ورته دادی چې نور دې د امریکايي حکومت تګلاره داسې جوړه کړي چې په نړۍ کې د نورو ولسونو آزادۍ نه سلبوي او خپلې ګټې د نورو ملتونو په هلاکت او محکومیت کې نه لټوي، چې په داسې کولو سره ټوله نړۍ په امن کې شي، او روان بحرانونه پای ومومي. تر ټولو مهمه داچې له افغانستان څخه دې خپل ګرد پوځونه وباسي، د تېرو امریکايي واکمنو په څېر دې نور په افغانستان کې خپل ځان او خپلو جنرالانوته د ماتې او رسوايي لقبونه نه ګټي، او نه دې په دې ناکامه جګړه کې د ښکېلتیا له امله د امریکا حيثیت، اقتصاد او عسکرو ته زیان اړوي. افغانان دې پريږدې چې دیوه آزاد ملت په حيث د خپلواک نظام په درلودو سره تر خپل منځ او نړیوالو سره داسې تعامل ولري چې ټول یو د بل له ضرره څخه خوندي وي».
افغانستان ته خطرونه
د ټرمپ په ولسمشري کې چې کوم څه پر افغانستان اغیز کولای شي، ښايي د مسلمانانو پر وړاندې دهغه ناسمې خبرې، امریکا ته د مسلمانانو په ورتګ بندیز او د ایران د اټومې هوکړې نه خوښېدل وي. د واک پرمهال ښايي دا کار وکړي او یا یې ونه شي کړای، خو بیا هم د دې هوکړې له منځه وړل روښانه نه دي. خو که چېرې دا کار وکړي، ښايي افغانستان ته زیانونه ډېر وي، ځکه په سیمه کې د جګړې د ډېرېدو امکان شته. د ټرمپ د ګوښي توب تګلاره له افغانستان سره ډېره تړلې ده. که چیرې په همدې تګلاره کې بریالی شي، افغانستان ته هم له پوځي او هم مالي پلوه خطرناک پرېوځي. همغسې چې د کارپوهانو لیک کې د امریکا راتلونکي ولسمشر ته ویل شوي و، دا به په دې مانا وي چې په افغانستان کې له ۲۰۰۱ کال راهیسې تر ۲۰۱۶ کال پورې دامریکا یو ټرېلیون لګېدلي ډالر په سیند لاهو شي. ښايي دا کار سخت وي او پر ټرمپ هغه ډول نیوکې ډېرې شي لکه له عراق نه چېد امریکايي ځواکونو د وتلو پرمهال پر اوباما وشوې. دا به په دې مانا هم وي چې امریکا له طالبانو پښې سپکوي.
د ټرمپ هغه شعار چې بیا پیاوړې شوې امریکا غواړي، ښايي ده ته ددې ډول کارونو اجازه ور نه کړي. خو هغو خبرو ته یې په پام سره چې ( ملت جوړونه او ناشکره افغانان)، ښایي دداسې کولو تصور ترې وشي. په لګښتونو کې د کموالي شونیتیا آن لا ډېره ښکاري. دې ته په پام سره چې د افغانستان تر ټولو ډېره تکیه پر امریکا ده، د افغان پالیسۍ په اړه د ټرمپ هر ډول پرېکړه پر افغانستان لوی اغېز ښندلی شي.
بیاکتنې:
دا مقاله په وروستي ځل تازه شوې وه ۱۵ ثور / غويی ۱۳۹۹