Afghanistan Analysts Network – Dari Pashto

اقتصاد، پرمختیا، چاپېریال / اقتصاد، توسعه، محیط زیست

په کابل کې درېدلي پرمختیايي کارونه: کور جوړونه د قانوني خنډونو او زیاتېدونکو اړتیاوو تر منځ

نور خان همت 16 دقیقې

په۱۴۰۰هجري کې اسلامي امارت د هېواد تر ولکه کولو لږ وروسته په پلازمېنه کې د کورونو په جوړونه نوي بندیزونه ولګول. دغه بندیز له ورپسې نورو مقرراتو سره چې د کابل ښاروالۍ او د کور او ښار جوړولو وزارت له خوا اعلان شول، په کابل کې د کور جوړونې د سکتور کارونه په بشپړ ډول واړول او د منځنۍ طبقې وګړو ته یې ستونزې پېښې کړې. د چارواکو له خوا دغه بندیز د کور جوړولو کار نژدې په بشپړ ډول درولی دی او په دې سره د۱۴۰۰ هجري په زمري (اسد) کې د طالبانو له واکمنیدا وروسته د درېدلیو بهرنیو مرستو او د یادو مرستو له امله د را پیدا شوې بېکارۍ کچه نوره هم لوړه شوه. د کورونو جوړول د کارموندنې له پاره ډېر اړین دي، ځکه چې د کورونو جوړول د کابل په څېر لویو ښارونو کې د ډېری مسلکي او نامسلکي وګړو له پاره د دودیزې کارموندنې ښه سرچینه ده. د افغانستان تحلیلګرانو شبکې نورخان همت په کابل کې د کارونو او د کابل د جایدادونو په بازار باندې د نویو مقرراتو د اغېز په اړه د کور جوړونې نویو مقرراتو ته کتنه کړې او له کاریګرو، سوداګرو او هغو خلکو سره چې غوښتل یې کورونه جوړ کړي، غږېدلی دی.

افغان کاریګر د کابل شېرپور ته څېرمه د کابل ښاروالۍ د بیارغونې پلان له مخې د یوې ودانۍ بام نړوي. انځور: وکیل کوهسار/اې ایف پي، د ۱۴۰۳ کال د تلې (میزان) ۱۷

زه په کابل کې د تشنابونو له پاره د پایپونو جوړولو کارخونه لرم. موږ درې ډوله پایپونه جوړول، خو د امارت له خوا د کورونو جوړولو په اړه نویو قوانینو زما کار راخراب کړ. د دوی له خوا د کور جوړونې  جواز د اړوند قانون تر اعلان وروسته هم زه تر یوه کال پورې په تمه وم،هیله مې درلوده چې کارونه به سم شي او د کور جوړولو هڅې به بیا پیل شي. د همدې انتظار پرمهال مې هټۍ والو ته د څلورو میلیونو افغانیو پایپونه په پور ورکړل. خو هغوی زما پور بېرته رانه کړ، ځکه چې پایپونه یې نه شو پلورلی . په ښار کې د کورونو رغونۍ کارونه بېخي نه وو. زما کاروبار بېخي ودرېد، آن د صفر کچې ته ولوېد. فکر مې وکړ چې پیسې به مې بېځایه ولګېږي، ځکه نو لاهور ته ولاړم. زما سره ۴۰ کاریګرو کار کاوه. اوس یواځې دوه تنه راسره دي. یو مې کارخانه ساتي او بل چې انجنیر دی، د هغه دنده مې د  پلور افسر ته بدله کړه. هغه اوس په هټیو ګرځي که وکولای شي هغه  څلور میلیونه افغانۍ پور راوکاږي.

سوداګر شاه محمود زموږ یواځینی مرکه کېدونکی نه دی چې له ۱۴۰۰ وروسته یې د کور جوړونې له نویو مقرراتو وروسته یې کاروبار له لاسه ورکړی. هغه خو لا هوښیاري کړې، کار یې پرېیښی او پاکستان ته د یوه واړه کاروبار له پاره تللی ، چې د هغه په وینا دومره ښه کارو بار هم نه دی. ډېری نورو کارونه بدل نه کړل. موږ په کابل کې له لسو نورو سړیو سره هم وغږېدو، چې شپږو یې د کور جوړولو له برخې سره تړلي کارونه کول، ځینې یې مسلکي او ځینې یې نامسلکي ورځني کارکوونکي وو او ځینو بیا د کورجوړونې اړوند توکې جوړول. د پاتې څلورو مرکه کېدونکو له ډلې یو د کورونو د پېر او پلور د لارښوونې دفتر درلود، یو د یوه کور څښتن و چې د کور جوړولو اجازه یې اخیستې وه، یو یې د ځمکې څښتن و او یو هم د خلکو وکیل یا مشر و. ځینو مرکه کېدونکو نه غوښتل چې نومونه یې یاد شي.

له لسیزو راهیسې د ناقانونه کورونو جوړول

 د ولسواکۍ په دوو لسیزو (۱۳۷۹-۱۴۰۰) کې د ځمکو پیراو پلوراو د کورونو جوړول په کابل کې یو ګټور اقتصادي کاروبار و. د ځمکو او کورونو کاروبار چې د بهرنیانو د پیسو پر مټ اوڅارو افغانانو کاوه، په ۱۳۹۳ کې  د بهرنیانو د شمېر له کمېدا (له ملکي وکړو سره د مرستو کمښت) او د جمهوري حکومت په وروستیو کلونو کې له هېواده بهر د ځینو مخورو افغانانو د اوسېدا له غوراوي سره سم ورو شو. په ټیټه کچه بیا په پرتلیز ډول شتمن افغانان د خپل امنیت د خویدیتابه او د کارموندنې له پاره له ولایتونو پلازمینې ته ولاړل. د کورونو جوړولو کاروبار د جمهوریت تر پای پورې دوام وکړ.(USIP راپور)

خو ډېرې جوړې شوې ودانۍ له مقرراتو سره سمې نه وې. د نړیوال بانک د شمېرو له مخې په کابل کې تر ۱۳۸۳ پورې د نارسمي یا ناقانونه ودانیوشمېر اویا سلنه و او د کلونو په تېرېدا سره دا سلنه زیاته شوه. سره له دې چې دا ټول کورونه چې په حقیقت کې د کابل په زړه کې د شېرپور له کورونو نیولې د ښار په څنډو کې تر جونګړو پورې چې د سرپناه له پاره ورته کورنۍ لېږدېدلي، ټولې نارسمي ګڼل کېږي ،خو بیا یې هم په پلازمېنه کې د بېکورۍ د لوی بحران مخنیوی کاوه. په پلازمینې کې د نویو کورونو جوړولو دوام وکړ او د راستنېدونکو او کورنيو بېځایه شویو په ګډون پلازمېني ته د خلکو د ورتګ بهیر پیل شو.  د ناقانونه جوړو شویو کورونو له امله په راتلونکي کې د هر حکومت له پاره،  په قانوني بڼه د ښار رغول او ماسټر پلان پلي کول یوه ننګونه ده.

د کورجوړوني جواز اخیستل څه مهال پیل شو؟

د ۱۴۰۰ په زمري کې وروسته له هغه چې اسلامي امارت واک تر لاسه کړ د غیرپلاني او نامنظور شویو کورونو د جوړولو منع کول يې له لومړیو پرېکړو یوه هغه وه. د ۱۴۰۰د مرغومې په شپږمه د کابل ښاروالۍ د کورونو په جوړولو بندیز ولګاوه. د پژواک د راپور له مخې د بندیز موخه د ناقانونه څو پوړيزو کورونو د جوړولو مخنیوی و. څو میاشتې وروسته، د ۱۴۰۱د غوايي (ثور) په ۲۳ مه د  کور ښار جوړولو وزارت په یوه اعلامیه کې وویل چې «هغو کورونو او ودانیو چې د ملکیت له ثابتولو پرته جوړې شوې، ستونزې جوړې کړې او د پرمختیا په چارو کې د ځنډ او خنډ لامل شوي دي». په اعلامیه کې ویل شوي « د خپلسرو کورونو جوړول د هېوادوالو شتمني اغېزمنوي. ډېری مهال د خلکو ژوند ګواښي او د حکومت د لویو او ګټورو پلانونو د پلي کېدا مخنیوي کوي».

خو د ۱۴۰۱ د وږي په لومړۍ ورځ بندیز له منځه ولاړ. کابل ښاروالۍ وویل چې د خلکو د اړتیاوو، ښاري پراختیا، کارموندنې، اقتصادي فعالیتونو او د هغو خلکو له پاره چې غواړې کورونه او اپارتمانونه جوړ کړي د اسانتیاوو رامنځته کولو له پاره دا پلان بدل شو. د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت الله بارکزي ازادي راډیو ته وویل « هغه خلک چې ځمکې لري او غواړي کورونه جوړ کړي، کابل ښاروالي ته دي د جواز اخیستنې له پاره غوښتنلیک ورکړي. لومړی به د ځمکو ریاست ( د اراضي ریاست) د دوی اسناد ګوري، چې شرعي دي که عرفي او چې یاد ریاست اسناد تایید کړل، کابل ښاروالي په دریو ورځو کې د کار اجازه ورکوي». خو دغه فرصت یواځې شپږ میاشتې دوام وکړ، ددې موده هم تر ډېره په ژمي کې وه، چې په ساړه ژمي، واورو او تر صفر کښته تودوخې درجه کې د کورونو جوړول ناشوني ووو. 

اته میاشتې وروسته  د ۱۴۰۲ د غوايي (ثور) په څلورمه تګلاره یو ځل بیا بدله شوه. د کور او ښار جوړولو وزارت ویاند، محمد کمال افغان سلام وطندار ته وویل:

په ټول کابل کې د کور جوړونې په چارو بندیز لګیدلی، ځکه  چې په کابل کې ډېری ودانۍ او همدا ډول استوګنیزې او سوداګریزې ودانې د ماسټر پلان خلاف ځایونو کې جوړې شوې دي. هغوی ستونزې راپیدا کړې، ځکه نو د یوې لنډې مودې له پاره د کورونو په جوړولو بندیز لګېدلی دی.

هغه دا ونه ویل چې دا لنډه موده به څومره دوام کوي. وروسته د ۱۴۰۲ د غوايي په ۲۱مه د کور او ښار جوړونې وزارت وضاحت ورکړ چې بندیز یواځې د هغو کورونو په جوړولو باندې دی چې د جوړونې جواز نه لري.

ټولو درنو هېوادوالو ته خبر ورکول کېږي چې په ښارونو کې له خپلسرو کورونو جوړولو څخه ډډه وکړي. غیرپلاني او په ناسیستیماتیک ډول جوړو شویو کورونو په ښارونو کې ډېرې ستونزې جوړې کړې دي، د معیاري پراختیا مخنیوی یې کړی او د امارت او خلکو وخت او زېرمې یې ضایع کړې دي.

د کابل ښاروالۍ ویاند له دې سره خپل غږ غبرګ کړ او د ۱۴۰۳ د تلې په دريېمه یې سلام وطندار ته وویل «په کابل کې کور جوړونې ته اجازه ورکړ شوې او ددې ښار هر اوسېدونکی کولی شي له یوه پوړ څخه تر لسو پوړو ودانۍ جوړې کړي.»

بارکزي د ۱۴۰۴ د زمري په لومړیو کې ولس ته د حساب ورکولو په پروګرام کې وویل چې د نویو مقرراتو موخه د یوه ښکلي کابل جوړول دي: «د کابل د هر کور یا د ځمکې څښتن ته اړینه ده چې د اراضۍ له ریاست څخه د کور د څښتنولۍ ثبوت ولري». بارکزي ملي راډیو تلوېزیون ته دا هم وویل چې اسلامي امارت نه غواړې چې یو ځل یو کور جوړ شي او ښاروالي یې بیا و نړوي او د سړک جوړونې یا بل پلان د پلي کولو له امله نیوکې پرې وشي».

د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت الله بارکزی. انځور: وکیل کوهسار/ اې ایف پي، د ۱۴۰۲ د لړم (عقرب) ۲۹

زموږ موندنې ښيي چې د کور جوړولو جواز یواځې لویو پانګوالو ته چې له پنځه تر لسو پوړو ودانۍ جوړوي ورکول کېږي، کټ مټ هغه ودانۍ چې د ۱۴۰۰ په وږي (سنبله) کې يې په جوړولو بندیز لګېدلی و. په دې ډول ودانیو دا مهال د بېلګې په ډول د لسمې حوزې په قلعه فتح الله سیمه کې کار روان دی. زموږ مرکه کېدونکو وویل چې عام او بېوزلې کابلیان د اراضۍ په ریاست کې  د کور جوړونې جواز نه شي اخیستلی. د عامو خلکو د کورونو کار د امارت په پیل کې ودرول شو او بیا پیل نه شو، خو د شتمنو لوړې ودانۍ اوس بشپړېدا ته نژدې دي. ضد او نقیض اعلامیې او دفتري پړاوونه (بیروکراسي) د کورونو جوړولو د مخنیوي لامل شوي دي چې په کابل کې یې کارموندنه ، په ځانګړي ډول د بې وزلو او هغه چا له پاره چې ورځني کارونه کوي،سخته کړې ده.

د کور جوړونې د کمېدا په اړه د ورځنيو کاریګرو او کاروباریانوڅرګندونې

هغو ورځنيو کاریګرو چې پخوا یې د ودانیو په رغولو کې کارکاوه د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته وویل چې اوس کار نه شي موندلی. یوه سړي چې کورنۍ یې نهه غړي لري وویل چې اوس یې ټولې کورنۍ دده د یوې لور معاش ته چې په یوه خصوصي ښوونځي کې د میاشتې ۳۰۰۰ افغانۍ اخلي سترګې نیولې دي. ځکه چې د کورنۍ مشر ته کار نه پیدا کېږي. هغه به هره ورځ سهار له ۶  تر ۱۱ بجو د کار موندنې له پاره چوک ته ته. هغه وویل چې په جمهوریت کې یې ورځنی کار موندلی شو، خو اوس یې نه شي موندلی. په کار پسې شپږ میاشتې وګرځید خو و یې نه موند او ناهیلی شو. وروسته يې د پیسو ګټلو له پاره نورې لارې غوره کړې:

زه پوهیدم چې په کابل کې کار نه موندل کېږي. زه شل زره افغانۍ پوروړی یم. ایران ته د تګ هڅه مې وکړه. په نیمروز ولایت کې قاچاقوړونکي شته،هغوی خلک ایران ته اړوي او په ایران کې زما کلیوالو پیسې په پور راکولې چې قاچاقبر ته یې ورکړم، خو ما تر نیمروز پورې د ځان رسولو وس نه درلود.

نورو مرکه کېدونکو هم ایران ته د تلو هڅې کړې وې، ځینې یې بریالي شوي وو. یوه بل ورځني کاریګر را ته وویل چې ایران ته په اوښتو بریالی شو، خو یواځې یو څو میاشتې یې هلته تېرې کړې:

کله چې امارت په کابل کې د کور جوړونې په کارونو بندیز ولګاوه، ما پاسپورټ جوړ کړ، ویزه مې واخیسته او ایران ته ولاړم. کارونه ښه وو،خو ما د ډېر وخت تېرولو اجازه نه درلوده. ایران هم د افغانانو له پاره هلته د پاته کېدا شرایط سخت کړي وو. ما وېزه تمدید نه کړای شوه نو باید بېرته راغلی وای.

ځینو مرکه کېدونکو یو څو پیسې زېرمه کړې وې خو ډېر ژر یې وخوړلې او بېوزلي شول. یوه بل ورځني کاریګر وویل:

د امارت تر راتلو وړاندې ما تل په بانک کې له څلور سوه زرو تر پنځه سوه زرو افغانۍ درلودې. خو اوس مې په کور کې یوه افغانۍ نشته. د کور د کرایې  څلور میاشتې پوروړی یم. د پیسو موندلو هڅه مې وکړه خو و مې نه موندلي. په دې کورکې مې اته کاله تېر کړي دي.، له نېکه مرغه د کور څښتن زما بېوزلۍ ته ګوري.

یوه بل ورځني کاریګر د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته وویل:

زه اوس په ډېره سختۍ سره یو کار پیدا کوم. ما زوی ته د کوژدې هڅه وکړه. زوی ته مې کوژده وکړه. فکر مې کاوه چې کارونه به بیا سم شي، خو سم نه شول. درې کاله کېږي چې زوی مې کور ته د خپلې ناوې د راوستلو په تمه دی، خو د واده د لګښت پیسې نه شو موندلی.

هغه سوداګر چې د کور جوړونې توکې یې پلورل ، د بېلګې په ډول هغوی چې اوسپنیز تیران یا ګاډراو ورته توکې پلورل هم اغېزمن شوي دي. سلام وطندار ته د اوسپنې ویلونې د کارخونو څو څښتنانو د ۱۴۰۴په وري (حمل) کې ویلي چې د امارت له خوا د کور جوړونې نویو مقرراتو د دوی کاروبار ډېراغېزمن کړی او په ټول هېواد کې د اوسپنې تولید ډېر کم شوی. سلام وطندار په کابل کې د رحیم ګردېزي ګروپ د استازي مسیح الله له خولې لیکلي چې د کورجوړونې نوي مقررات هلته هم د بېکارۍ لامل شوي دي. د یاد ګروپ په کارخونو کې پخوا له ۴۰۰ تر۵۰۰ کارمندانو کار کاوه خو اوس یواځې له ۸۰ تر ۹۰ کاریګرو  د ساتنې وس لري. همدې راپور د اوسپنې د یوې کارخونې مشر شفیق احمد له خولې لیکلي چې کاروبار یې ډېر بد اغېزمن شوی او د بازارغوښتنه ډېره کمه شوې ده. شفیق ویلي « موږ هره ورځ ۲۰۰ ټنه اوسپنه تولیدوله خو اوس ۵۰ ټنه هم نه شو تولیدولی». د  کورونو له پاره  د ودانیزو توکو د یوه بل پلورونکي شرکت څښتن له شفیق سره همغږی و. هغه وویل:

زما کاروبار زښت اغېزمن شو. ما د کورونو د رغولو توکي، د بېلګې په ډول ګاډر، ګېټونه( لوی ورونه) سیمنټ او نور پلورل. موږ دوه شریکان وو. امارت چې په لومړي سر کې د کورونو په جوړولو بندیز ولګاوه، شریک مې وویل چې خپله برخه پلوري. هغه وویل چې فکر نه کوي چې امارت به ژر د کورونو جوړولو اجازه ورکړي. ما د هغه برخه کاروبار هم وپېره. هغه نېکمرغه و، دوبۍ ته ولاړ او هلته یې کاروبار پیل کړ، خو زه په شرکت کې سرېښ پاتې شوم.

ددې شرکت څښتن وویل چې پخوا ۷۰ تنو کار ورسره کاوه، په دې کې موټرچلوونکي، ورځني کاریګر،پښان، د ګاډرو رنګوونکي او نور راتلل. په کابل کې د کاروبار ځوړ د کاریګرو له پاره کارموندنه هم کمه کړه:

زما کاروبار اوس په ټپه ولاړ دی. زه د شرکت د ودانۍ د کرایې او د کورنۍ د لګښتونو په ګډون خپل لګښتونه په سختۍ پوره کولی شم. څلور کاله کېږي په دې تمه یم چې د کورونو جوړول به په بشپړ ډول پیل شي او کاروبار به مې وغوړېږي، خو داسې ونه شول. اوس یواځې اووه تنه کار راسره کوي.

هغه ترکاڼان چې د نویو کورونو له پاره یې ورونه او المارۍ جوړولی هم ډېراغېزمن شوي دي. یوه ترکاڼ چې په یوه داسې شرکت کې یې کار کاوه چې ۴۰۰ کارمندان یې درلودل او نژدې ۸۰ یې یواځې ترکاڼان ول، وویل چې د کور جوړونې د نویو مقرراتو له راوتلو یو څو میاشتې وروسته، شرکت وتړل شو. 

موږ ته وویل شول چې کورونو ته ولاړ شو. دوی ژمنه راسره وکړه چې کله کور جوړونې ته اجازه ورکړ شي، دوی به مو کارته ور وغواړي. موږ د شرکت څښتن ته زنګونه وهل، خو کار بیا پیل نه شو. زه شپږ میاشتې په تمه وم. کله چې وپوهېدم  شرکت کار نه پیلوي، د کابل ښار په څنډه کې مې یوه هټۍ په کرایه ونیوله. تر دوو کلونو ډېره موده کېږي چې خپله هټۍ مې جوړه کړې، خو باور وکړه چې یواځې دومره کار موندلی شم چې د هټۍ کرایه شي. پخوا مې ژوند ښه و. په جمهوریت کې مې ښه معاش اخیست. په تېرو شلو کلو کې مې چې څومره پیسې زېرمه کړې وې، ټولې مې وخوړې. له نېکه مرغه یو زوی مې له خپلې کورنۍ سره په بهر کې دی. هغه کله کله یو څه پیسې رالېږي او ګوزاره پرې کوم.

اوس ډېرې کورنۍ  که کار ورته وموندل شي په ورځني کار باندې تکیه کوي او یا لکه یاد ترکاڼ د بهر څخه د خپلوانو په ورته رالېږل شویو پیسو ګوزاره کوي. لکه د افغانستان تحلیلګرانو شبکې په یوه پخواني راپور کې چې راغلي، د ډېرو کورنیو او په ټوله کې د ټول هېواد ګوزاره له خلیج څخه په رالېږل کېدونکو پیسو ده. نړیوال بانک اټکل کړی چې د بهر مېشتو افغانانو له خوا  په ۱۴۰۱ کې افغانستان ته رالېږل شوې ټولې پیسې له یوه میلیارد څخه تر ۱.۲ میلیارده ډالره وې، چې دا په ۱۳۹۸ کې د رالېږل شویو پیسو دوه برابره دي. که یې د ملګرو ملتونو له مرستو سره پرتله کړو نو په ۱۴۰۱ کې ملګرو ملتونو له افغانستان سره ۱.۸ میلیارد ډالره بشري مرسته کړې وه ( د افغانستان تحلیلګرانو شبکې راپور).

د کورونو پر څښتنانو د نویو مقرراتو اغېز

د افغانستان تحلیلګرانو شبکې د کورونو له څو تنو څښتنانو او د خلکو له یوه استازي ( د ګذر وکیل) سره هم خبرې وکړې. دوی ټولو وویل چې نوي مقررات د عرفي قبالو لرونکو ته چې غواړي کورونه جوړ کړي له دغه کار نه د بشپړې راګرځونې په مانا دي. دوی د کور جوړولو جواز نه شي اخیستلای، ځکه چې امارت وايي چې دا ځمکې دولتي دي. دوی نه نوي کورونه جوړولی شي او نه په پخوانیو کورونو کې نوې ودانۍ جوړولی شي. مرکه کېدونکو وویل چې آن د شرعي قبالو څښتنانو له پاره هم د جواز اخیستل ډېره ستونزمنه چاره ده. ځکه چې یو بل خنډ هم دوی ته ګوري او هغه د اراضۍ له ریاست څخه د کورونو د مالکیت ثبوت اخیستل دي. دوی وویل چې دا ثبوت تر لاسه کول یوه پېچلې پروسه ده، د کاغذي پروسې له امله ډېره ځنډېږي او درغلۍ هم په کې شته.

د افغانستان اسلامي امارت د کور جوړونې جواز اړوند مقررات کلک پلي کوي. د حکومت انجنیران او نور کارمندان د بې جوازه کورونو د جوړونې  مخنیوي له پاره په مختلفو ناحیو کې ګزمې کوي. کله چې کوم جوړېدونکی کور وویني له څښتنانو یې د جوازغوښتنه کوي. که څوک جواز و نه لري، کار یې وربندوي. که کار بند نه شي، د ښارولۍ مسوولین له خپلو مامورینو او کرېنو سره راځي او شوی کار نړوي. په کابل کې د یوې سیمې وکیل د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته وویل چې دوی ته د وټساپ د یوه ګروپ له لارې ویل شوي چې کله په خپله سیمه کې د کور یا کورونو د جوړېدو کار وویني، بې ځنډه دې د ناحیې رییس ته خبر ورکړي. هغه وویل « که وکیل یا د کوڅې استازی داسې و نه کړي ، قانوني چلند ورسره کېږي».

ګل علم چې عرفي قباله لري  موږ ته وویل غوښتل یې په خپل کور کې چې دوې کوټې لري د خپل یوه زوی له پاره چې په لنډ وخت کې واده ورته کوي یوه بله کوټه واچوي:

د زوی له پاره مې چې تېرکال مې واده ورته کاوه، یوه نوې کوټه جوړوله. کار مې پیل کړی و چې د ښاروالۍ چارواکې راورسېدل. د کار جواز یې وغوښت او بیا يې زه له کاره بند کړم. نهه میاشتې په تمه شوم، خو کوم بدلون مې و نه لید.په پای کې مې خپل کور په ۵۰۰۰ افغانۍ کرایه ورکړ او ځان ته مې په ۹۰۰۰ افغانۍ کرایه د څلورو کوټو یو بل کور ونیو.

د کور د ملکیت ثبوت او د کور جوړولو جواز اخیستل یوه اوږده او ستړې کوونکې پروسه ده. د ځمکو د پېراو پلور سوداګر موږ ته وویل:

زه په دې کار کې ډېره تجربه لرم. دفترونه او چارواکې ښه پېژنم او د جواز په اخیستلو پوهېږم، خو بیا هم چې د یوه کور د جوړولو جواز اخلم تر دریو میاشتو زیات وخت مې پرې لګېږي. دا کار به هرومرو  بېوزلو او هغوی ته چې ورسره بلد نه دي، تر دې دوه برابره ډېر وخت وغواړي.

د کور جوړونې یوه شرکت  وویل چې دا کار ریښتیا هم ډېر وخت غواړي، مثلاً له یوه عام وګړي څخه چې غواړي د کور د ملکیت ثبوت او د کار جواز واخلي تر شپږو میاشتو ډېر وخت اخلي. د ځمکو یوه کاروباري وویل چې دا کار د یوه داسې چا سپارښتنې ته چې ښې اړیکې ولري اړتیا لري او یا به بډې ورکوي.  یوه بل مرکه کېدونکی احمدخان چې د ځمکې د ملکیت پوره قانوني اسناد هم لري وویل:

شرعي قباله راسره وه، غوښتل مې چې په اوومه ناحیه کې کور جوړ کړم. ښاروالۍ ته د جواز اخیستلو له پاره ولاړم. راته وویل شول چې ولاړ شم او د ځمکې د ملکیت ثبوت ور ته راوړم. دوې میاشتې مې هڅه وکړه، خو د ځمکې د ملکیت ثبوت مې ترلاسه نه کړ. په پاې کې مې پرېکړه وکړه چې په همدې کور کې چې اوس په ۸۰۰۰ افغانۍ کرایه په کې پروت یم، پاته شم. د جواز له اخیستلو مې لاس واخیست، ځکه وپوهېدم چې یا به بډې ورکوم، که څه هم چا په ښکاره د بډو غوښتنه نه وه کړې او یا باید داسې باوري سړی ولرم چې په دې اړه زما سپارښتنه وکړي. ما د سپارښتنې سړی نه پېژاند اوبډې ورکول مې هم نه غوښتل. ځکه مې د ځمکې د ملکیت له ثبوت اخیستلو لاس واخیست.

نور خلک هم چې غوښتل يې د خپلو شرعي قبالو پر مټ د کور د ملکیت ثبوت او د کور جوړولو جواز تر لاسه کړي، د احمد خان په څېر ناکامه شوي دي. خو ځینې نور لکه دا سړی، وايي چې دوی په پای کې بریالي شوي، خو له بډو ورکولو وروسته:

زه شرعي قباله لرم. هڅه مې وکړه چې له امارت څخه د کور جوړولو جواز واخلم. لومړی مې هڅه وکړه چې د شرعي قبالې په مرسته د کور د ملکیت ثبوت واخلم، خو د ډېرو کاغذي او اوږدو پروسو له امله  د ملکیت په ثبوت او د کور جوړولو په جواز اخیستلو بریالی نه شوم. تر یوه کال ډېره موده مې هڅه وکړه. ډېر ستړی شوم  او له دې کاغذي کارونو مې لاس واخیست. وروسته مې په اړونده اداره کې یو امارتي کارمند وموند او مرسته مې ترې وغوښته. موږ دواړه په دې سلا شوو چې ده ته به ۲۰۰۰ امریکايي ډالر ورکوم او دی به د جواز په اخیستلو کې مرسته راسره کوي. پیسې مې وار له مخه ورکړې او په پای کې مې کور ودان کړ.

د کور یوه بل څښتن را ته وویل چې که څه هم  په دې حکومت کې  تر جمهوریت د بډو اخیستلوغوښتنه لږه ده، خو کله چې دا ډول غوښتنه کېږي، پیسې یې ډېرې وي. « خلک نه شي کولی چې د بډو ورکولو دا لنډه لارغوره کړي او جواز واخلي. دا دومره ډېرې پیسې دي چې په اقتصادي ډول د سړي ملا ماتوي». سره له دې چې اسلامي امارت څو څو ځلي ادعا کړې چې د جواز اخیستلو پروسه یې اسانه کړې، خو زموږ ټولو مرکه کېدونکو وویل چې دا پروسه اوس هم همغسې پېچلې ده.

ښايي د یادولو تر ټولو وړ نکل د کور د هغه څښتن وي چې عرفي قباله لري او د کور جوړولو د جواز اخیستنې هڅه يې کړې وه. هغه اړوندې ادارې ته ورغلی و، خو ورته ویل شوي و چې د عرفي قبالې څښتنانو ته  خو د کور جوړولو اجازه بیخي نشته. په پای کې هغه د یوه حکومتي کارمند د موندلو هڅه کړې وه. هغه وویل چې د امارت له یوه چارواکي سره يې غوږ جنګولی او جوړجاړی یې سره کړی و، خو پایله یې ډېره  ناوړه وه:

ما ۲۰۰۰م ماډل کرولا موټر د امارت یو کارمند ته ورکړ. هغه را ته وویل چې خپل کور دې جوړ کړه. په کور جوړولو مې پیل وکړ، ډاډه وم چې څوک مې مخې ته نه درېږي. نژدې دوې میاشتې مې د کور په جوړولو تېرې کړې وې، چې د ښاروالۍ چارواکې له پولیسو سره یوځای راورسېدل او زما د کور نړولو له پاره يې یو کرېن راووست. ډېرې زارۍ مې ورته وکړې چې کور مې و نه نړوي، خو په زاریو سربېره هم دوی زما کور راونړاوه او ولاړل. زما۲۰۰۰ ماډل کرولا موټر چې نژدې ۵۰۰۰ امریکايي ډالر ارزښت یې درلود، هم زما له ګوتو ووت.

د کور پلورلو هڅه

بله ستونزه د عرفي قبالود څښتنانو د کور پلورلو ده. د افغانستان تحلیلګرانو شبکې  ته د  کورونو د پېر او پلور لارښود دفتر ( رهنمای معاملات) وویل چې نویو قوانینو د کورونو د پېراو پلور بازارهم اغېزمن کړی دی. هغه وویل « کله چې موږ د یوه کور د پلورلوهڅه کوو، پېرونکي د شرعي قبالې غوښتنه کوي،په عرفي قبالو څوک باور نه کوي او ډېر خلک شرعي قبالې نه لري. امارت څو ځله رسمي لیکونه رالېږلي چې هغه کورونه، ځمکې او دوکانونه و نه پلورو چې قبالې یې عرفي وي.

د ۱۴۰۴د زمري په یوولسمه د افغانستان اسلامي امارت د ځمکو د قبالو په اړه یوه طرحه خپره کړ( د افغانستان تحلیلګرانو شبکې یې یو نقل تر لاسه کړی). په طرحه کې راغلي چې امارت به هغه ځمکې چې عرفي قبالې لري په اوسنیو څښتنانو باندې په دې شرط چې د محکمې له خوا رسما غاصبین نه وي پېژندل شوي د ځانګړو شرایطو په لرلو پلوري. په شرایطو کې یو دادی چې د اوسنیوڅښتنانو( امارت د «ذوالید» ویی ورته کاروي) دغه ځمکه باید تر ۱۲ بیسوو زیاته نه وي. په طرحه کې نور شرایط هم شته. تر اوسه دا نه ده مالومه چې دغه لایحه به څه مهال توشیح شي.

په کابل کې د کورونو د بیو راتلونکی

د کابل ښاروالۍ د ۱۴۰۴ د زمري په لومړیو کې وروستی ګام چې د کورونو جوړولو ته یې اجازه ورکړې او آن خلک یې کور جوړولو ته هڅولي د حکومت له خوا د پانګې راجلبولو لېوالتیا او کور جوړونې ته د جواز ورکړې له لارې د بودیجې پیدا کول ښيي. خو همدې  تګلارو د کابل د ډېرو خلکو د کورونو جوړولو او یا د اوسنيو کورونو د نورې پراختیا وس له منځه وړی. دې کار د کابل د ورځنیو کاریګرو کارونه په چټکۍ سره کم کړي دي.

له کلونو بحران وروسته، په افغانستان کې په ځانګړي ډول په کابل او ځینو نورو لویو ښارونو کې د ملکیتونو بازار ښه شوی او بیي یې لوړې شوې دي. د ملکیتونو بازار وروسته له هغه ښه شو چې له ایران او پاکستان څخه ډېر افغان کډوال په زور هېواد ته راستانه کړای شول. د ملګرو ملتونو د کډوالۍ دفتر یا آی او ایم د شمېرو له مخې د ۱۴۰۲ له وږي (سنبلې) راهیسې تر څلور میلیونو زیات افغانان له ایران او پاکستان څخه هېواد ته راستانه شوي دي. ډېر راستانه شوي په ښارونو کې مېشت شوي دي. ډېرئ یې له ستونزو سره مخ دي، ځینې اوس هم  باید کرایي کورونو ته پیشکي (مخکې له مخکې) پیسې ورکړي او ځینې د استوګنې له پاره کورونه یا اپارتمانونه پېري. د کورونو د کرایې زیاتوالي د کورونو په بازار کې سیالۍ راپیدا کړې دي. د کابل ډېرئ اوسېدونکي د کورونو د کرایو له پورته تلو سر ټکوي.

هغه کورونه چې اړتیا ورته شته نه جوړېږي، خو د لوړې سویې کورونه چې پخوا نیمګړي پاتې شوي وو، اوس بشپړېدا ته نژدې دي او ډېری څوپوړیز کورونه او اپارتمانونه چې کار یې د نویو قوانینو یا د بودجې د کموالي له امله ځنډېدلی و، اوس بېرته پیل شوی دی. دا کورونه لوی بډایان جوړوي. د منځنۍ کچې کابلیانو له پاره ډېره سخته ده چې په خپلو کورونو کې نورې ودانۍ جوړې کړې او یا د نویو کورونو جوړولو جواز واخلي. هغوی چې شرعي قباله نه لري د کورونو جوړول یې نژدې یو ناشونی کار دی.

د نویو مقرراتو له امله د کورونو نه پلورل کېدا د کورونو یا ځمکو بیې نه دې ټیټې کړي. د ۱۴۰۳ په لیندۍ (قوس) کې د افغانستان تحلیلګرانو شبکې په یوه راپور کې لیکلي و چې د جمهوریت له نسکورېدا وروسته د کورونو بیې بېخي ټیټې شوې خو دا بیې یواځې په لومړیو دوو کلونو کې ټیټې وې. له هغه وروسته د ځمکو او کورونو پېراو پلور ښه شو او اوس د کورونو بیې او کرایې ډېرې لوړې شوې دي. د کورونو بیې او کرایې اوس نژدې د جمهوریت د مهال غوندې لوړې شوې دي. هغه افغانان چې له بهرنیو هېوادونو پیسې راوړي یا رالېږي او غواړې پانګونه وکړي، نو ځمکې او کورونه پېري.

د اسلامي امارت هغه هڅې چې غواړې د کابل د ودانۍ جوړونې خپلسری  سکتور منظم کړي او د ښاري پراختیا په اړه د حکومت او ښاروالۍ پلانونو ته لومړیتوب ورکړي، یواځې په وړه کچه بریالۍ دي،هغه هم د سرکونو په جوړولو کې. خو دغه لاسته راوړنې د کابل نویو او پخوانیو اوسېدونکو ته په لوړه بیه تمامې شوې دي. هغه تګلارې چې د منځنۍ طبقې کابلیانو ته په کور جوړونه کې خنډونه جوړوي، خلک د لنډو لارو موندلو او بډو ورکولو ته اړ باسي. د وزګارتیا او کور جوړونې ستونزو ته د وړ ځواب له پاره اړینه ده چې اوسنیو پليو شویو تګلارو ته بیا کتنه وشي.

لیکوالان: