د افغانستان د خوړو سیسټم تر ډېرېدونکي فشار لاندې دی. کورني حاصلات د اړتیا پوره کولو لپاره بس نه دي او له سیمې سره سوداګریزې لارې هم په وروستیو کلونو کې څو ځله بدلې شوې دي. سږ کال پسرلنی اورښت دومره ښه و چې د غنمو د بې ساری حاصل اټکل یې رامنځته کړ، خو دا لنډ ښه والی د اقلیمي بحران هغه اوږد مهاله او ویجاړونکې ستونزه نه شي پوښلی چې د وچکالیو شمېر او شدت یې ډېر کړی دی. د نفوس چټکه وده، د کډوالو راستنېدل او د خلکو د پېر ځواک لږېدا په کلیوالو او ښاري سیمو کې د خلکو زیانمنتیا نوره هم ژوره کړې ده. په دې راپور کې مېلمه لیکوال محمد عاصم مایار د عمده کرنیزو محصولاتو اړوند ځايي معلومات، لکه تولید، لږوالی او خطرونه سره راټول کړي څو وښيي چېرې خواړه تولیدېږي، چېرته لږ وي او څنګه بهرني ټکانونه، له سیمه ییزو سوداګریزو ګډوډیو نیولې تر اقلیمي بدلون پورې، د هېواد د خوړو په سیسټم اغېز کوي. نوموړی همدارنګه د تولید د لوړولو لپاره ځینې عملي لارې چارې ارزوي، چې اوبو او خړوبونې ته په کې ځانګړی پام شوی.
د بدخشان ولایت، فیض آباد ولسوالۍ په څنډه کې افغان بزګر د غنمو حاصل راټولوي. انځور: عمر ابرار / AFP، د غبرګولی (جوزا) ۵، ۱۴۰۴.
افغانستان له اوږدې مودې راهیسې خپلو خلکو ته د کافي خوړو په تولید کې ستونزه لري. دا ستونزه د هېواد غرنۍ جغرافیې، محدودې کرنیزې ځمکې او د اورښتونو بې ثباته بڼې رامنځته کړې چې اقلیمي بدلون لا پسې ډېره کړې ده. د ۱۳۲۰مې لسیزې له وروستیو تر ۱۳۵۲ کال پورې چې د اوبو لګونې او د اوبو د مدیریت د لسو سترو پروژو په پلې کېدو سره، کرنیزه خړوبېدونکې ځمکه پراخه او د هېواد په مهمو سیندیزو حوزو کې تولیدات باثباته شول، هېواد د خوړو نسبي ځان بسیاینې ته ډېر نژدې شوی و. دغو پروژو خړوبېدونکې ځمکه شاوخوا ۳۳۲۸۰۰ هکټاره ډېره کړه او په ۱۳۴۰مې لسیزې کې یې چې د افغانستان نفوس تر لسو میلیونو لږ و، د خوړو په نسبي بسیاینه کې مهم رول ولوباوه. خو دا لنډ مهاله ثبات وروسته د سیاسي بدلونو او څو لسیزو جګړو له امله پای ته ورسېد او هېواد یو ځل بیا د وارداتو او اقلیمي ټکانو پر وړاندې زیانمنونکی شو. له هغه مهاله تر اوسه د افغانستان نفوس په ۱۴۰۴ کې نژدې ۴۳.۸ میلیونو ته رسېدلی (UNFPA)، خو د کرنیزو ځمکو پراختیا هېڅ منظم بدلون نه دی کړی.
د افغانستان د خوړو اقتصاد د کورني تولید او د خلکو د اړتیا تر منځ د تلپاتې واټن له مخې تعریفېږي. حتی په هغو کلونو کې چې اورښت ښه وي، حاصلات، په ځانګړي ډول غنم او وریجې، د هېواد اړتیا نشي پوره کولی. افغانستان اوس د خوړو له یوه څو اړخیز بحران سره، چې د پرله پسې وچکالیو، د ۱۴۰۰ کال تر سیاسي بدلون وروسته اقتصادي سقوط (نړیوال بانک)، د ۱۴۰۱ کال د کوکنارو بندیز او له ۱۴۰۲ راهیسې له پاکستان او ایرانه د ۵.۴ میلیونو افغانانو د جبري ستنېدا (UNHCR) له امله رامنځته شوی، مخ دی. دغه فشارونه چې د خلکو د پېر ځواک ټیټېدا لا پسې شدید کړي، د دې لامل شوي چې میلیونونه کسان، که څه هم بازارونه د وارداتو له لارې تر یوه حده ډک دي، د لومړنیو خوړو د پېر توان ونلري. له بلې خوا له ۱۴۰۱ کال وروسته د بشري مرستو لږېدا هم د میلیونو بې وزلو کورنیو لپاره هغه مهم خوندیتوب له منځه وړی چې پخوا یې تر یوه بریده د لوږې مخه نیوله.
د دې کمزورتیا د ښې پېژندنې لپاره باید د افغانستان د خوړو د اقتصاد جوړښت ته وکتل شي. د افغانانو خوراکي رژیم تر ډېره پر غلو ولاړ دی او غنم د ډېرو کورنیو د ورځنیو کالوریو اصلي سرچینه جوړوي. دې وضعیت د «غنمو تشه» (د ملي اړتیا، چې نژدې ۶.۹ میلیونه مټریک ټنه اټکلېږي او د کورني تولید، چې ډېر کله له ۴.۵ تر ۵ میلیونو ټنو نه اوړي، ترمنځ توپیر) رامنځته کړې. کرنیز تولید په ټولو سیمو کې یو ډول نه دی. د هېواد شمالي او شمال ختیځې خړوبېدونکې سیمې د افغانستان د غلو کندو بلل کېږي خو د لوېدیځ او د شمال للمي سیمې بیا په تکراري ډول له اقلیمي ټکانو، په ځانګړي ډول وچکالیو، سره مخ وي.
د خوړو خوندیتوب د وروستي نړیوال تحلیل (IPC) له مخې، د ۱۴۰۴ کال د لیندۍ (قوس) او د ۱۴۰۵ کال د وري (حمل) تر منځ د «خوړو لږېدا موسم» پر مهال نژدې ۱۷.۴ میلیونه افغانان د خوړو له ناخوندیتوب سره مخ وو، چې له دې ډلې ۴.۷ میلیونه یې د بیړني وضعیت مرحلې ته رسېدل. تمه کېده چې د حاصلاتو راټولېدا سره به تر وږي (سنبلې) میاشتې پورې وضعیت تر یوه حده ښه شي (لکه څنګه چې د غوایي (ثور) – وږي (سنبلې) لپاره د IPC په وړاندوینو کې لیدل کېږي)، خو اوس ښکاري چې دا ښه والی ښايي تر پخوانیو اټکلونو هم ډېر ښه وي. ځکه د خوړو د ناخوندیتوب لومړنی اټکل د ۱۴۰۴ کال په تله (میزان) یعنې د پسرلنیوښو اورښتونو دمخه شوی وو. همدارنګه د افغانستان د اسلامي امارت د کوکنارو د بندیز له کبله ډېرو بزګرو د غنمو کرلو ته مخه کړې او د مناسب اورښت له کبله ښايي افغانستان سږ کال د تېرو څو لسیزو پرتله د غنمو تر ټولو ډېر حاصل واخلي. په ځانګړي ډول بارانونه په نسبتاً متوازن ډول و اورېدل او د للمي غنمو د ښه حاصل هیله یې ډېره کړې ده. دا اورښتونه یوازې د غنمو لپاره نه بلکې د نورو محصوملاتو او مالدارۍ لپاره هم ښه زېری ګڼل کېږي.
اقلیمي نښې ښيي چې راتلونکی کال هم ښايي د کرنې لپاره مناسب وي. په ارام سمندر کې د ال نینو، چې افغانستان ته تر اوسط ډېر ژمنی اورښت او سړه هوا راولي، د قوي کېدو احتمال شته. که دا حالت د ۱۴۰۶ کال تر پسرلي دوام وکړي، د کرنې لپاره د ښو اوبو شتون په معنی دی. خو دا ټولې مثبتې نښې د جوړښتي محدودیتونو په سر ولاړې دي، خاصتا هغه چې اقلیمي بدلون لکه د وچکالیو ډېرېدا او پراخېدا پورې اړه لري.
دا راپور یوې اساسي پوښتنې ته ځواب ورکوي: آیا افغانستان کولی شي خپل خلک په خوړو ماړه کړي؟ چې ورسره بله مهمه موضوع – د خوړو خوندیتوب – هم تړلی دی. یعنې آیا د افغانستان ټولې کورنۍ د پراخې بې وزلۍ، کمزوري اقتصاد، بازارونو او ځمکو ته د نابرابر لاسرسي په شرایطو کې کولی شي ځان ته خواړه برابر کړي؟
د نړۍ د نورو هېوادو په څېر د خوړو خوندیتوب یوازې د تولید مسئله نه ده. دا د ځمکو د مالکیت، اوبو ته د لاسرسي، پانګې، سوداګرۍ، بازار کې د نرخونو او د ټولنیزو اړیکو له جوړښت سره تړاو لري. یوازې کورنی تولید دا نه شي تضمینولی چې ټول خلک به خواړه ولري خو بیا هم د افغانستان د خوړو سیسټم د پېژندو لپاره مهم پیل ګڼل کېږي چې دا راپور پرې تمرکز کوي. بله پوښتنه دا ده چې آیا افغانستان باید د خوړو په تولید کې د ډېرې ځان بسیاینې هڅه وکړي که لا هم پر وارداتو تکیه پاتې شي؟ ځکه واردات هم د اقتصادي او سیاسي ټکانو پر وړاندې خوندي نه دي.
راپور لومړی د افغانستان د خوړو کسر انځوروي او د خوړو د تولید د اندازه کولو تګلاره تشريح کوي. وروسته د کورني تولید کچه او هغه خطرونه څېړي چې بزګران ورسره مخ دي. ورپسې د مهمو محصولاتو او د غوښې د تولید تفصیلي ارزونه کوي. همدارنګه دا هم ګوري چې د اسلامي جمهوریت او اسلامي امارت حکومتونو د خوړو د تولید لوړولو ته کومې لارې غوره کړې دي.
راپور بیا د خوړو دوو نورو سرچینو یعنې وارداتو او بشري مرستو ته لنډه کتنه کوي او هغه ستونزې ارزوي چې دا دواړه ورسره مخ دي. پای کې د کورني تولید د لوړولو لپاره ځینې عملي وړاندیزونه کوي چې په کې د خوړو د تولید لوړولو لپاره، د خړوبونې تاریخي اغېزمنتیا او د اوبو په مدیریت کې د لیکوال د تجربې پر بنسټ، اوبو ته د اساسي عامل په توګه پاملرنه شوې ده.
د افغانستان د خوړو د تولید کسر
د افغانستان د خوړو کسر تر ټولو ډېر په اساسي خوراکي توکو، په ځانګړي ډول غنمو او وریجو، کې ښکاري ځکه کورني حاصلات یې حتی د ښه اورښت په کلونو کې د هېواد اړتیا نه شي پوره کولی. غنم او وریجې تر ټولو لوی کسر لري، په داسې حال کې چې مېوې یوازینۍ برخه ده چې اضافي تولید لري. لومړی جدول د ۱۴۰۳، ۱۴۰۲، ۱۴۰۱ او ۱۴۰۰ کلونو لپاره د کرنې وزارت د کلنیو راپورونو پر بنسټ د مهمو غلو د اړتیا او د هغو د کسر تخمیني ارقام وړاندې کوي. د کرنې وزارت د غنمو او وریجو جلا راپورونه هم خپروي، چې د ۲۰۲۵ کال اړوند هغه راپورونه یې په ترتیب دلته او دلته د لاسرسي وړ دي.
جدول ۱: په افغانستان کې د کرنیزو محصولاتو اړتیاوې (۱۰۰۰ مټریک ټنه). سرچینه: د کرنې او مالدارۍ وزارت کلني راپورونه
که څه هم دا ارقام کسر ښيي خو پرې د پوهېدو لپاره د کورنی تولید د اندازه کولو په تګلاره پوهېدل اړین دي.
کورنی تولید څنګه اندازه کېږي؟
د افغانستان د پېچلي کرنیز سکتور او د خوړو د څو اړخیز سیسټم انځورول اسانه کار نه دی. دا څېړنه پر هغو اساسي خوړو تمرکز کوي چې د افغانانو د ورځني دسترخوان اصلي برخه جوړوي، لکه غنم او اوړه، وریجې، جوار، حبوبات (مۍ، لوبیا، نخود،…)، د څارویو او کب غوښه، د پخلي غوړ، مېوې او سابه. معلومات یې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له کلنیو راپورونو، د احصاییې او معلوماتو ملي ادارې د سوداګرۍ له کالښود او د امریکا د کرنې وزارت له احصاییو راټول شوي دي.
د غنمو تولید، د سپوږمکۍ د انځورونو او اداري راپورونو څخه په ګډه تخمین کېږي. هر کال د کرنې وزارت د Sentinel 2 سپوږمکۍ انځورونه، چې لس متره ځايي دقت لري، تحلیلوي څو معلومه کړي په څومره ځمکه خړوبېدونکي او للمي غنم کرل شوي دي. په دې بهیر کې د NDVI شاخص کارول کېږي، چې د نباتاتو د روغتیا یو غیر مستقیم شاخص دی او د کرنیزو فصلونو او نور ځمکني پوښښ تر منځ توپیر ښيي. د حاصلاتو د کره اټکل لپاره د سپوږمکۍ معلومات د کرنې وزارت د ولایتي ریاستونو له ساحوي معلوماتو سره یو ځای کېږي. په دغو معلوماتو کې د فصل وضعیت، اورښت او د افتونو زیانونه شامل وي. وروسته ټول تولید د کرل شوې ځمکې او د في واحد محصول د ضرب څخه حسابېږي، چې په کې د في واحد محصول کچه د ولایتو، خړوبېدونکو او للمي سیمو لپاره توپیر لري.
د وریجو تولید هم ورته طریقه لري خو په کې خړوبونه ډېر ارزښت لري. ځکه وریجې په ډنډ ډوله کروندو کې کرل کېږي، نو د سپوږمکۍ په انځورونو کې د کښت او د نبات د ودې په مهمو پړاوونو کې د وریجو کروندې په نسبتاً اسانۍ پېژندل کېدلی شي. د کرنې ولایتي ریاستونه هم د ساحوي کتنو پر بنسټ خپل اټکلونه وړاندې کوي چې وروسته د سپوږمکۍ له معلوماتو سره پرتله کېږي او بیا د ټول هېواد په کچه ارقام ترې جوړېږي.
د نورو مهمو محصولاتو لکه جوارو، حبوباتو او د څارویو د خوراکي غلو لپاره، د کرنې وزارت نسبتاً ساده خو منظم میتود کاروي. د سپوږمکۍ انځورونه د کرل شوې ځمکې د معلومولو لپاره کارول کېږي، خو د دغو فصلونو تشخیص د غنمو او وریجو پرتله ستونزمن وي. له همدې کبله وزارت له ولایتي راپورونو، چې د ساحوي ارزونو پر بنسټ د کرنیزې ځمکې او حاصلاتو اټکل وړاندې کوي، مرسته اخلي. د في واحد محصول منځنۍ کچه د تېرو لسو کلونو د معلوماتو پر بنسټ ټاکل کېږي او وروسته د اورښت، اوبولګونې، افتونو او ناروغیو د وضعیت له مخې اصلاح کېږي. په ټول هېواد کې د منظمې کرنیزې سروې له نشتوالي، د تولید وروستي ارقام د سپوږمکۍ د معلوماتو، ولایتي راپورونو او تاریخي معلوماتو ګډه پایله وي.
کورنی تولید: کچه او میلان
که څه هم لومړی جدول د هېواد د خوړو د کسر عمومي انځور وړاندې کوي، دویم جدول د کرنې وزارت د ۱۴۰۳، ۱۴۰۲، ۱۴۰۱ او ۱۴۰۰ کلونو د راپورونو پر بنسټ د کورني تولید کچې ښيي. د تولید ډېر میلان د هوا له وضعیت سره تړاو لري. ۱۳۹۸ یو نسبتاً لوند کال و او تر اوسط ډېر اورښتونه په کې وشول؛ ۱۳۹۹ تر ډېره نورمال کال و؛ خو له ۱۴۰۰ تر ۱۴۰۳ پورې کلونه د وچکالۍ تر اغېز لاندې وو. سربېره پر دې د ۱۴۰۱ کال د کوکنارو بندیز هم په ورپسې کلونو کې د غنمو په تولید اغېز وکړ.
جدول ۲: په افغانستان کې د کرنیزو محصولاتو لنډیز (۱۰۰۰ مټریک ټنه). د کچالو او پیازو لپاره د اړتیا شمېرې نشته، خو د تولید معلومات یې شته. سرچینه: د کرنې وزارت کلني راپورونه
خو دا تولیدي بڼې یوازې د ارقامو له مخې نشي پېژندل کېدی، ځکه تر شا یې یو لړ اقلیمي او جوړښتي خطرونه شته.
د خوړو خوندیتوب ته خطرونه
د افغانستان د خوړو سیسټم له ګڼو پرله پېیلو خطرونو سره، له اقلیمي ټکانو نیولې تر اقتصادي او ټولنیزو ستونزو پورې چې پر تولید، او خوړو ته د خلکو پر لاسرسي اغېز کوي، مخ دی. وچکالي، په ځانګړي ډول په للمي سیمو کې، لا هم تر ټولو لوی فشار ګڼل کېږي خو نور ټکانونه هم خپله ونډه لري.
د مېوو باغونه د غلو او مالدارۍ پرتله تر یوه حده ډېر مقاومت لري، خو پسرلني سیندیز او ناڅاپي (آني) سیلابونه بیا هم کرنیزې ځمکې، باغونه او د خړوبونې سیستمونه له منځه وړي. که څه هم د زیانونو کچه یې ښايي د هېواد په سطحه لویه نه وي خو د یوه کلي یا یوې کورنۍ د ټول کال د خوړو سرچینه له منځه وړلی شي. د تودوخې ګرمې څپې او تود ژمي په ونو ژر ګل کوي، چې وروسته د یخنۍ پر وړاندې زیان منونکي وي. ږلۍ هم د باغونو مېوو او نورو محصولاتو ته جدي ستونزه ده ځکه افغانستان کې پر باغونو د ساتني جالۍ نه غوړول کېږي.
د مالدارۍ سکتور چې تر ډېره پر څړځایونو ولاړ دی اقلیمي بدلون سخت زیانمن کړی. چې له کبله یې د څارویو د خوراک کمښت او د ناروغیو وخت ناوخت خپرېدل مالداران اړباسي چې خپل څاروي ارزان وپلوري. د څارویو شمېر په ځانګړي ډول په هغو للمي ولایتونو لکه بادغیس، غور، فاریاب او د جنوب ځینې سیمو کې لږ شوی چې وچکالۍ ډېرې ځپلې دي. سړې څپې او تر اوسط پورته یخ ژمي هم د څارویو د تلفاتو لامل کېږي. د بېلګې په ډول د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې پروګرام د معلوماتو له مخې یوازې په غور ولایت کې د ۱۴۰۱ کال د لیندۍ او مرغومي (جد ي) تر منځ د ۷۰۰۰۰ او ۲۰۰۰۰۰ تر منځ څاروي له منځه تللي وو.
د ملخانو حملې په ځانګړي ډول د وچکالۍ پر مهال، کله چې للمي څړځایونه له منځه ځي او د ملخانو ډېرېدا لپاره مناسب شرایط رامنځته کېږي، له پخوا راهیسې د شمالي ولایتو لپاره ستونزه وه چې کله ناکله خړوبېدونکو سیمو ته هم خپرېږي.
له بلې خوا د ۱۴۰۲ کال راهیسې له پاکستان او ایرانه د ۵.۴ میلیونو افغانانو راستنېدل او د زېږون لوړه کچه دا معنی لري چې د نفوس وده لا هم د خوړو د تولید تر ودې چټکه ده. د ۱۴۰۰ کال تر اقتصادي سقوط وروسته د خلکو عاید او د پېر ځواک په کلیوالو او ښاري سیمو کې لږ شوی او د میلیونو کورنیو لپاره یې د لومړنیو خوړو پېر سخت کړی، حتی که بازارونه تر یوه حده ډک هم وي. د سوداګرۍ ګډوډي لکه د پاکستان سره د کرښې تړل او د اوکراین او منځني ختیځ جګړو له امله په نړیوالو مارکېټونو کې د بیو لوړېدا د خوړو د وارداتو لګښتونه نور هم ډېر کړي دي.
دغه ټول فشارونه د داسې خوړنیز اقتصاد رامنځته کېدو لامل شوی چې ډېر کش شوی، په جوړښتي لحاظ په وارداتو متکي دی او د اقلیم او بازار د ټکانونو پر وړاندې ډېر حساس دی.
د محصولاتو کورنی تولید
پورتني اقلیمي او جوړښتي فشارونه په بېلابېلو سیمو کې پر محصولاتو جلا جلا اغېز لري. لاندې برخې د افغانستان مهم محصولات او د غوښې تولید ارزوي، چې پکې د حاصلاتو کچه، کسر، سیمه ییز وېش او موسمي بدلونونه شامل دي.
غنم
غنم د افغانستان د خوړو سیسټم د ملا تیر ګڼل کېږي او د کرنیزې ځمکې او د کالوریو د مصرف تر ټولو لویه برخه جوړوي. د غنمو حاصلات عموماً د غبرګولي (جوزا) له میاشتې تر وږي (سنبلې) پورې راټولېږي او د کمښت موسم یې له سلواغې (دلوې) تر غوایي (ثور) میاشتې پورې دوام کوي.
غنم د هېواد په ټولو ولایتو کې کرل کېږي، خو تولید یې یو ډول نه دی او د جغرافیې او اوبو له شتون سره تړاو لري. د ۱۳۹۸ – ۱۴۰۴ کلونو تر منځ کلني حاصلات یې د ۳.۸ او ۵.۱ میلیونو ټنو تر منځ وو. د ۱۴۰۴ کال حاصل ۴.۵۴ میلیونه ټنه وو، چې اصلي لامل یې د وچکالۍ په اغېز د للمي غنمو د تولید لږېدل وو.
که څه هم د تولید عمومي جغرافیه بدله شوې نه ده او په کندز، تخار، بغلان، هلمند، کندهار او فراه کې د خړوبېدونکو غنمو تولید نسبتاً ثابت پاتې شوی خو د للمي غنمو حاصلات، په ځانګړي ډول په بادغیس، فاریاب، جوزجان، بغلان او د تخار په ځینو برخو کې، د وچکالۍ او بې نظمه بارانونو له امله سخت زیانمن شوي دي (انځور ۱).
انځور ۱: په ولایتو کې د غنمو تولید او د للمي او خړوبېدونکو غنمو وېش (د ۱۴۰۰ – ۱۴۰۲ کلونو منځنۍ کچه). سرچینه:USDA
په هغو کلونو کې چې اورښتونه ښه وي ډېر ولایتونه د غنمو اضافي تولید لري، خو ځینې نور لکه کابل، دایکندي، بامیان، نورستان او پنجشېر، بیا هم له کسر سره مخ وي (انځور ۲ وګورئ).
انځور ۲: په ۱۳۹۸ او ۱۴۰۲ کلونو کې د کرنې وزارت د تخمین پر بنسټ د غنمو اضافي تولید او کسر. نقشه: راجر هېلمز د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې لپاره
د وچکالۍ د اغېزو ترڅنګ دریم انځور دا ښيي چې د ۱۴۰۱ کال د کوکنارو بندیز د غنمو تولید څنګه بدل کړ. په ۱۴۰۲ کال کې د کوکنارو ډېرې کروندې په غنمو واوښتې، په ځانګړي ډول په هلمند کې چې پخوا د هېواد د تریاکو تر ټولو لوی تولیدوونکی ولایت و او د وچکالۍ له دوام سره سره یې حاصلات ډېر کړل. په دغه ولایت کې د Alcis د تخمین له مخې هغه ځمکې چې پخوا په کې کوکنار کرل کېدل، ۹۸ سلنې یې وروسته د غنمو کروندې درلودې.
انځور ۳: په هلمند ولایت کې له کوکنارو غنمو ته بدلون، د بندیز نه مخکې او وروسته. سرچینه: Alcis
وریجې
وریجې له غنمو وروسته د افغانستان دویم مهم خوراکي توکی دی. تولید یې نسبتاً ثابت پاتې شوی او د ۱۳۹۸ – ۱۴۰۴ کلونو تر منځ د ۳۸۳۰۰۰ او ۴۴۷۰۰۰ ټنو تر منځ و. د وریجو کرنه تر ډېره په کندز، تخار، بغلان، ننګرهار او لغمان کې متمرکزه ده. همدغه ولایتونه د هېواد د تولید لویه برخه جوړوي. له بلې خوا، سرپل، بامیان او ارزګان په کې ډېره لږ ونډه لري (انځور ۴).
وریجې تقریباً په بشپړ ډول پر اوبولګونه متکي دي، له همدې امله د اوبو کمښت ته ډېرې حساسې دي. د حاصلاتو راټولول عموماً د تلې (میزان) او لړم (عقرب) په میاشتو کې ترسره کېږي، خو کمښت یې تر ډېره د پسرلي او دوبي په لومړیو کې څرګندېږي.
لاندې دواړه نقشې، چې یوه یې د USDA او بله د کرنې وزارت ده، هغه ولایتونه ښيي چې په کې وریجې کرل کېږي. دواړه یو څه توپیر سره لري چې ښايي د محاسبې د جلا میتود له کبله رامنځته شوی وي.
انځور ۴: په افغانستان کې د وریجو د حاصلاتو وېش. د کیڼ اړخ نقشه د USDA اټکل او ښۍ نقشه د کرنې وزارت معلومات ښيي. ښۍ نقشه راجر هېلمز د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې لپاره جوړه کړې.
جوار
جوار په پراخه کچه د خوراکي بوټي په توګه کرل کېږي. په وروستیو کلونو کې یې د هېواد په کچه تولید د ۱۸۵۰۰۰ او ۳۸۵۰۰۰ ټنو تر منځ و. تر ټولو لوی تولیدوونکي ولایتونه هلمند، کندهار، بلخ، ننګرهار، کونړ او کاپیسا دي، خو د شمال لوړې سیمې لکه سرپل، جوزجان او فاریاب هم په کې یو څه ونډه لري (انځور ۵).
دا چې جوار د غنمو تر حاصل وروسته کرل کېږي نو تر ډېره د خاورې پاتې رطوبت او پر خړوبونه متکي وي. موسم یې د زمري (اسد) او وږي (سنبلې) په میاشتو کې اوج ته رسېږي، او کمښت یې تر ډېره د کورنیو د خوړو د خوندیتوب پر ځای د څارویو د خوراک او چرګانو په تولید اغېز کوي.
انځور ۵: په افغانستان کې د جوارو تولید. سرچینه: USDA
وربشې
وربشې عموماً د هغو سیمو محصول دی چې للمي غنم هم په کې کرل کېږي، له همدې کبله د وچکالۍ له ورته خطرونو سره مخ وي. تولید یې هر کال بدلېږي؛ د بېلګې په ډول په ۱۴۰۰ کې ۶۵۰۰۰ ټنه و خو په ۱۴۰۳ کې ۱۹۰ زره ټنو ته ورسېد. دا بدلون څرګندوي چې وربشې تر ډېره په وچکالۍ ځپلو للمي سیمو کې کرل کېږي او د رطوبت کمښت ته ډېرې حساسې دي. په بادغیس، فاریاب، جوزجان او د غور په ځینو برخو کې یې د وچو کلونو پر مهال حاصل نژدې له منځه ځي. وربشې د کورنیو د خوړو او څارویو د خوراک لپاره مهمه ثبات ورکوونکې ونډه لري، په ځانګړي ډول هغه مهال چې د غنمو تولید لږ شي. کمزوری حاصل یې پر مالدارۍ هم ژور اغېز کوي ځکه د څارویو د لږې خوراکې، په ځانګړي ډول په هغو سیمو کې چې څړځایونه له وړاندې تخریب شوي وي، لامل کېږي.
انځور ۶: په افغانستان کې د وربشو تولید. سرچینه: USDA
د USDA د اټکلونو پر بنسټ د وربشو ځایي وېش، چې په شپږم انځور کې ښودل شوی، تر ټولو ډېر په شمالي او لوېدیځو للمي سیمو متمرکز دی.
سابه (سبزي): کچالو او پیاز
کچالو او پیاز د افغانستان مهم خوراکي سابه (سبزۍ) دي چې د کورنیو د مصرف او بازار کې د پلور لپاره کرل کېږي. د ساتل کېدو او د خوراکي توکو د کمښت موسم، یعنې له سلواغې (دلوې) تر غوایي (ثور) پورې موده کې چې نوی تولید لږ وي، د خوړو تشه تر یوه حده ډکوي.
د کچالو تولید تر ډېره په یخو ولایتونو لکه بامیان چې د هېواد د کچالو اصلي مرکز ګڼل کېږي، همدارنګه دایکندي، غزني او د وردګو ځینو برخو کې متمرکز دی. د دغو سیمو اقلیم د کچالو لپاره مناسب دی. کچالو په هر هکټار کې لوړ حاصل ورکوي، له همدې امله د هغو غرنیو ټولنو لپاره اغېزمن فصل ګڼل کېږي چې محدودې کرنیزې ځمکې لري.
د پیازو کرنه نسبتاً پراخه ده خو تر ډېره پر خړوبونه متکي ده. مهم تولیدوونکي ولایتونه یې کندهار، ننګرهار، بلخ او کندز دي، چې پر کورنیو بازارونو سربېره پاکستان او هند ته هم صادرات لري. د پیازو بیې موسمي بدلون لري؛ د حاصلاتو پر مهال، یعنې د اسد او میزان تر منځ، بیې راټیټېږي خو په ژمي او د پسرلي پیل کې د ساتنې د ضایعاتو له امله لوړېږي. د سړو خونو کمښت لا هم تر حاصل وروسته ضایعات لوړوي، د بزګرانو عاید کموي او د بیو بې ثباتي رامنځته کوي.
انځور ۷: په ۱۴۰۰ کې په افغانستان کې د سبو (سبزیو) خړوبېدونکې ځمکه او حاصلات. سرچینه: د کرنې وزارت
حبوبات
حبوبات لکه نخود، عدس او مۍ چې د افغانستان د کرنې کوچنۍ، خو د خوراکي ارزښت له اړخه مهمه توکی دی، د هېواد په سطحه د کالوریو د مصرف لږه برخه جوړوي.
حاصل یې د فصل، کال، اقلیم، افتونو او د کرنیزې ځمکې د اندازې له مخې توپیر کوي او د ۱۴۰۰ کال بېلګه یې په اتم انځور کې ښودل شوې ده. تولید یې تر ډېره په بلخ، بغلان، کندز، هرات او فاریاب ولایتونو کې متمرکز دی، خو د مرکزي لوړو سیمو په ځینو برخو کې هم په محدود ډول کرل کېږي چې تر ډېره د ځايي مصرف لپاره وي. حبوبات عموماً د چنګاښ (سرطان) او وږي (سنبلې) تر منځ راټولېږي او په بازارونو کې یې شتوالی د مني پیل کې ښه وي. د هېواد په کچه یې د خوړو په خوندیتوب کې ونډه د کرنیزې ساحې له لږوالي او د پروسس د لویو سیستمو له نشتوالي محدوده ده.
انځور ۸: په ۱۴۰۰ کې په افغانستان کې د حبوباتو خړوبېدونکې ځمکه او تولید. سرچینه: د کرنې وزارت
غوړ لرونکي زړي
د غوړو د تولید کښتونه د هېواد په شمال، شمال ختیځ او جنوب کې په خړوبېدونکو سیمو کې په پاشلې توګه کېږي. کونځلې تر ډېره په ننګرهار او د شمال په ځینو برخو کې متمرکزې دي. لمرګلي په بلخ، کندز او جوزجان کې او پنبه دانه په کندهار، هلمند، بغلان، کندز او بلخ کې موندل کېږي.
له نسلونو راهیسې افغان کورنیو له کوچو او زېړو غوړیو یا له کورنيو غوړ لرونکو زړو څخه له ایستل شویو غوړو کار اخیسته. که څه هم دا دود په ځینو کلیوالو سیمو کې شته، خو اوس د پخلي ډېر غوړي له بهره واردېږي. د لمرګلي، کونځلې او د پنبه دانې کورنی تولید د هېواد اړتیا نه شي پوره کولای، له همدې کبله د پخلي غوړ په وارداتو د افغانانو د خوراکي رژیم تر ټولو ډېره تړلې برخه ګڼل کېږي.
همدارنګه د پروسس وړتیا هم محدوده ده. په شمالي ولایتونو کې یو شمېر کوچنۍ محلي فابریکې له پنبه دانې او نورو غوړ لرونکو محصولاتو غوړ تولیدوي. طلوع نیوز په دې وروستیو کې په کندهار کې د یوې عصري فابریکې راپور ورکړی چې هره ورځ د ۲۰۰ ټنو د تولید وړتیا لري.
مېوې
مېوې د کلیوالو خلکو د عاید مهمه سرچینه ده او د غلو برعکس یې تولید په دوامدار ډول له کورنۍ اړتیا څخه ډېر دی. له همدې امله د صادراتي عوایدو یوه مهمه برخه جوړوي (انځور ۹). مهمې مېوې انګور، زردالو، بادام، مڼې او انار دي چې د هېواد په بېلابېلو اقلیمي سیمو کې تولیدېږي. انګور د ټول تولید لویه برخه جوړوي، ورپسې زردالو، بادام، مڼې او انار راځي (د هرې مېوې د کرنیزې سمیې او نسبي ونډې تفصیلي معلومات د کرنې وزارت په راپورونو کې لیدل کېدی شي).
په کندهار، هلمند، هرات، بلخ او سمنګان کې د انګورو لوی باغونه جوړو شویو تاکستانو او د ممیزو د پروسس مرکزونو له امله پیاوړي پاتې شوي. د زردالو تولید هم، په ځانګړي ډول په شمالي ولایتونو او مرکزي لوړو سیمو کې، د پام وړ دی. تازه او وچ زردالو دواړه د کورنیو د عاید او صادراتو برخه جوړوي. بادام چې په کندهار، ارزګان، زابل او سمنګان کې ښه حاصلات لري، لا هم د افغانستان د باغدارۍ له ارزښتناکو صادراتو ګڼل کېږي. د مڼو تولید تر ډېره په یخو غرنیو ولایتو کې متمرکز دی او وردګ، غزنی، بامیان، پکتیا او لوګر د هېواد ډېرې مڼې تولیدوي. د انارو تولید په کندهار، هلمند، فراه او کاپیسا کې ډېر دی او د اوبو له کمښت سره سره یې حاصلات نسبتاً ثابت پاتې شوي دي. انځر، شفتالو، توت او غوزان (چهارمغز)، که څه هم په لږ مقدار تولیدېږي، خو په پرله پسې ډول د هېواد د مېوو برخه جوړوي. دا حاصلات د کورني مصرف او کوچنیو سوداګریو لپاره مهم دي.
خټکي او هندواڼې د افغانستان تر ټولو ډېر مصرفېدونکي فصلي محصولات دي او په ډېره کچه تولیدېږي. مهم تولیدوونکي ولایتونه یې فراه، هلمند، بلخ، کندز، بغلان او ننګرهار دي چې حاصل یې د چنګاښ (سرطان) او وږي (سنبلې) تر منځ بازارونو ته عرضه کېږي. هندواڼې په للمي او خړوبېدونکو سیمو کې کرل کېږي، له همدې امله وچکالي پرې اغېز لري. د افغانستان خټکي، په ځانګړي ډول د کندز او مزار ډولونه، د خپل خوږوالي او د اوږدې مودې ساتنې له کبله مشهور دي.
که څه هم د مېوو تولید نسبتاً ثابت دی خو د زېرمه کولو محدود امکانات او د اوبو کمښت یې کیفیت او بازار ته د لاسرسي پر وضعیت اغېز کوي.
انځور ۹: په ۱۴۰۰ کې په افغانستان کې د مېوو خړوبېدونکې ځمکه او تولید. سرچینه: د کرنې وزارت
غوښه
سره له دې چې د کرنې وزارت ظاهراً، د مالدارۍ ارزونې راپورونه په منظم ډول خپروي خو لیکوال یوازې د ۱۳۹۹ کال کلنی راپور تر لاسه کړی چې په کې د هر ولایت لپاره د مهمو څارویو (پسونو، وزو، غواوو، اسونو، چرګانو او نورو کورنیو مرغانو) ارقام شته.
د منظم کلني راپور د نشتوالي له کبله د غوښې، د چرګانو ساتنې او کبانو د تولید شمېرې تر ډېره د رسنیو او مطبوعاتي اعلامیو له لارې خپرېږي. د بېلګې په ډول افغانستان په ۱۴۰۰ کې شاوخوا ۱.۵ میلیونه ټنه د غواوو او پسونو غوښه تولید کړې وه (MAIL)، او د هېواد د چرګانو لس زره فارمونو په ۱۴۰۳ کال کې هره ورځ شاوخوا ۱۷۰۰ ټنه د چرګ غوښه تولیدوله (پژواک).
د کبانو روزنه هم په غځېدو ده؛ اوس مهال په ننګرهار، کندز، بلخ او هرات کې له ۲۶۰۰ ډېر فعال فارمونه شته (اریانا نیوز). خو د کبانو مصرف لا هم د هېواد د پروټیني مصرف کوچنۍ برخه جوړوي او تولید یې د اړتیا تر کچې لږ دی، په ځانګړي ډول په ژمي کې چې تقاضا لوړېږي.
د غوښې شتوالی ډېر موسمي دی. وچکالي او د څړځایونو تخریب د رمو مقاومت کموي چې له امله یې له یوه کاله تر بله د تولید کچه بدلوي. په داسې حال کې چې د ژمي په میاشتو کې د څارویو د خوراکې د کمښت له امله عرضه تل لږه وي او بیې لوړېږي.
د افغانستان د خوړو کسر په واضح ډول ښيي چې هېواد لا هم نه شي کولی خپل خلک په خوړو ماړه کړي. خو آیا د ښه کېدو وړتیا شته؟ لاندې برخه د تېرو پنځه ویشتو کلونو د حکومتونو هغه کړنې ارزوي چې موخه یې د خوړو د تولید وړتیا لوړول وو.
حکومتي کړنې
د افغانستان د خوړو خوندیتوب ته د حکومتونو غبرګون د وخت په تېرېدو تکامل کړی او د سیاسي نظامو بدلون، اداري وړتیا او بهرنی ملاتړ منعکسوي. لاندې برخې دا ښيي چې پرله پسې حکومتونو څنګه هڅه کړې د افغانستان د خوړو خوندیتوب ښه کړي.
د اسلامي جمهوریت پر مهال
د جمهوریت نسبتاً باثباته دورې (۱۳۸۰ – ۱۴۰۰) کې، حکومت یو شمېر ستراتیژۍ پلې کړې چې موخه یې د خوړو تولید، تغذیې او د کرنې مقاومت لوړول وه، خو بیا هم ونه توانېد چې د خوړو کسر پوره کړي. ډېر دغه پروګرامونه لکه د غنمو د سکتور د پراختیا ستراتیژي، د کرنې د پراختیا ملي لومړیتوب پروګرام، د خوړو خوندیتوب او تغذیې ستراتیژي، د وچکالۍ د زیانونو د مدیریت ستراتیژي او د ۱۳۹۹ څخه ۱۴۰۹ پورې د اوبولګونې د پانګونې لار نقشه (چې لیکوال لېدلې ده) د اشرف غني د حکومت پر مهال رامنځته شول. همدارنګه هڅه وشوه چې د کرنې وزارت یو غیر متمرکز او بزګر محوره بنسټ شي (د وزارت د جامع کرنیزې پراختیا پروګرام د یوې برخې په توګه – په آرشیف شوې وېبپاڼه کې یې ولولئ).
د نړیوالو تمویلوونکو ګڼو پروګرامونو د دغو ستراتیژیو ملاتړ کاوه لکه د کروندې د اوبو د مدیریت پروژه او د افغانستان د کرنیزو توکو پروژه چې دواړه نړیوال بانک تمویلولې. همدارنګه د IFAD له خوا د ټولنې پر بنسټ د مالدارۍ او کرنې پروژه؛ او د اقلیم اړوندې پروژې لکه د اقلیمي بدلون د تطابق پروژه او د ټولنې پر بنسټ د کرنې او کلیوالي پراختیا پروګرام چې د نړیوال چاپېریال صندوق تمویلولې. اروپايي ټولنې او اسیايي پراختیايي بانک هم د کندز، آمو او پنج سیندیزو حوزو د اوبو مدیریت او اوبولګونې څو پروګرامونه تمویلول.
له دې سره موازي د اوبو او انرژۍ او کرنې وزارتونو د اوبو یو شمېر زېربنايي پروژې لکه په نیمروز کې د کمال خان بند، په کابل کې شاه او عروس بند، په هرات کې پاشدان بند، په هلمند کې د زمین داور او موسی کلا کانالونه، په فراه کې د بخش آباد بند انحرافي تونلونه، په ننګرهار کې د کامې بند، په لغمان کې شاهي کانال او بلخ کې د قوش تېپې کانال پیل کړې وې. خو پرمختګ یې یو شان نه و او تر ۱۴۰۰ کال پورې یوازې د کمال خان بند تر ډېره بشپړ شوی و. وروسته امارت ځینې پروژې تعقیب کړې او ځینې یې تر بشپړېدو ورسولې. که څه هم دغه پروژې د اوبو د مدیریت د ښه والي وړټیا لري خو تر اوسه یې د کرنیزو ځمکو په پراختیا لږ اغېز کړی.
په ۱۳۹۶ کال کې د افغانستان د خوړو خوندیتوب او تغذیې اجنډا جوړه شوه چې موخه یې د لوږې او خوارځواکۍ پر وړاندې ګډه څو سکتوري تګلاره وه. خو عملي اغېز یې محدود پاتې شو او تر ډېره یې افغانستان د ملګرو ملتونو د تلپاتې پراختیا له دوو اهدافو یعنې “صفر لوږه” او “همکاري” سره همغږی کړل. دغه پروګرام د جمهوریت له سقوط سره عملاً پای ته ورسېد، خو لا هم د حکومت د راپور ورکولو او د ملګرو ملتونو د ځینو پروګرامونو پر جوړښت اغېز لري (د بېلګې په ډول ۱۴۰۵ – ۱۴۰۷ لپاره د FAO د کرنې سکتور ستراتیژیکه لار نقشه وګورئ).
له دې ټولو پروګرامونو، تخنیکي ملاتړ او نړیوالو مرستو سره سره د جمهوریت په ټوله دوره کې د خوړو په تولید کې د پام وړ ډېروالی رانغی، هغه ستونزه چې د حکومتولۍ او اقتصاد په ټولو نورو برخو کې هم پاتې وه.
د اسلامي امارت پر مهال
له ۱۴۰۰ کال وروسته اسلامي امارت د جمهوریت د دورې یو شمېر نیمګړې پروژې لکه د شاه او عروس بند (آمو)، په فراه کې د بخش آباد بند انحرافي تونلونه (الاماره)، په هرات کې د پاشدان بند (The Diplomat) او د قوش تېپې کانال دویم پړاو (باختر) تعقیب او بشپړې کړې. ځینې کوچنۍ پروژې لکه د لغمان شاهي کانال او یو شمېر بندونه، لا هم تر کار لاندې دي یا د کرنیزو ځمکو د پراخېدو پر ځای، تر ډېره د څښاک اوبو په برابرولو تمرکز لري.
امارت همدارنګه هڅه کړې چې د غَلو هغه دولتي زېرمه کوونکې سیلوګانې بېرته وچلېږي چې له کلونو راهیسې غیر فعالې وې (هشت صبح). څو تر یوه حده د بیو د ثبات لپاره د حاصلاتو پر مهال غنم وپېري او وروسته بازار ته وړاندې شي (The Kabul Times) خو د دې پروګرام پراختیا لا جوته نه ده. رسمي ارقام دا هم ښيي چې افغانستان د چرګانو ساتنې په برخه کې د ځان بسیاینې پر لور چټک روان دی. په ۱۳۹۸ کال کې د ځان بسیاینې کچه ۸۰ سلنه وه او په ۱۴۰۴ کال کې ۹۹ سلنې ته رسېدلې بلل شوې ده. د کرنې وزارت د یوه چارواکي په وینا، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، افغانستان اوس تر ډېره د چرګانو په غوښه کې په ځان بسیا شوی، خو لا هم د نسل اخیستنې لپاره وارداتي چرګوړو ته اړتیا لري. امارت د دې لپاره چې ګاونډیو هېوادونو ته د ژوندیو څارویو قاچاق لږ او خصوصي سکتور پر مالدارۍ پانګونې ته وهڅوي، منځنۍ اسیا ته د پسونو د غوښې صادرات هم پیل کړي دي.
خو د خوړو په تولید کې به د لوی بدلون راوستل اسان نه وي. امارت د اوبولګونې او نورو کرنیزو پروژو د پراختیا لپاره له ګڼو محدودیتونو سره مخ دی. له ۱۴۰۰ کال وروسته نړیوالې مرستې تر ډېره پر بشري چارو متمرکزې دي، ځکه د نړیوالو تمویلوونکو او اسلامي امارت تر منځ سیاسي اختلافات لا هم دوام لري (د سیاسي دلایلو او د مرسته ورکوونکو او امارت ترمنځ د سیاسي بېلوالي لپاره د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې راپور وګورئ).
امارت د پراختیایي پروژو لپاره محدود مالي امکانات لري. یو لامل یې دا دی چې د بودجې لویه برخه امنیتي ادارو ته ځانګړې کوي. د نړیوال بانک د ۱۴۰۵ کال د وري (حمل) اقتصادي راپور ښيي چې د ۱۴۰۴ مالي کال، چې د کب (حوت) په دېرشمه پای ته رسېدلی، ۴۸ سلنه لګښتونه پوځ، پولیسو او استخباراتو ته ځانګړي شوي وو، په داسې حال کې چې یوازې ۱.۶ سلنه بودیجه کرنې ته بېله شوې وه (دا شمېرې د امارت د مالیې وزارت له معلوماتو اخیستل شوې دي). امارت اوس د بودجې ډېره برخه د عادي لګښتونو (لکه معاشونو) پر ځای پر پانګونه مصرفوي. دغه پانګوونکي لګښتونه تر ډېره د اوبو د مدیریت پروژو، په ځانګړي ډول د قوش تېپې کانال، ته ځانګړي شوي. دا بودیجه له تیټې کچې په ډېرېدو ده.
دا هم د یادونې وړ ده چې امارت واک ته له رسېدو سره سم کرنیز مالیات لکه عشر، چې د حاصلاتو لسمه برخه ده او زکات، چې عموماً له مالدارانو اخیستل کېږي، بېرته عملي کړل. دغه مالیات د کرنې وزارت له خوا راټولېږي او د مشرتابه دفتر ته سپارل کېږي یعنې د مالیې وزارت له لارې عمومي بودجې ته نه ځي. په ډېرو اسلامي هېوادونو کې عشر او زکات د دولت له خوا د مالیې اخیستو پر ځای د شخصي خیرات په توګه ورکول کېږي. که څه هم دا تګلاره ښايي پر ملي تولید مستقیم اغېز ونه کړي، خو د کورنیو او ټولنو د خوړو خوندیتوب اغېزمنولی شي.
راتلونکې برخه د یوې ټکنالوژیکې مداخلې تفصیلي ارزونه کوي څو وښيي ځینې مداخلې، پر ګټو سربېره زیان هم راوړي. د لمریزې برېښنا برمې نسبتاً نوې ټکنالوژي ده چې په وروستیو کلونو کې په چټکۍ سره په افغانستان کې خپره شوې. جمهوریت او امارت دواړو یې د مخنیوي لپاره کوم ځانګړی دولتي فشار یا حتی جدي کنټرول نه درلود. چې د دولت ډېره مداخله ښايي په کې ګټوره تمامه شوې وای.
د ځمکلاندې اوبو په کارولو کرنیزه پراختیا او محدودیتونه
په وروستیو کلونو کې هغه برمې چې د لمریزې انرژۍ پر مټ ځمکلاندې اوبه بې محدودیته راوباسي، په پراخه کچه د هېواد په بېلابېلو سیمو کې خپرې شوې دي. دغو برمو له بزګرو سره مرسته کړې چې د وچکالۍ پر مهال خپل حاصلات وساتي او خړوبېدونکې کرنه پراخه کړي.
که څه هم تر اوسه د کورني تولید په ډېروالي کې د دغې برخې د محصولاتو ونډه په منظم ډول نه ده اندازه شوې، خو تولید یې په رسمي احصاییو کې شامل دی.
په ۱۴۰۲ کې د احصاییې او معلوماتو ملي ادارې په ټول هېواد کې شاوخوا ۳۱۰۰۰۰ برمې ثبت کړې وې خو FAO په ۱۴۰۴ کال کې تر دې ډېرې، یعنې ۴۸۹۳۱۴ لمریزې برمې، په ۳۲ ولایتو کې ثبت کړې دي. چې ښيي د برمو شمېر په ځانګړي ډول په ۱۴۰۲ کې په چټکۍ لوړ شوی دی (انځور ۱۰).
انځور ۱۰: په افغانستان کې د ځمکلاندې اوبو استخراج. سرچینه: FAO Afghanistan
په ټول هېواد کې د برمو وېش یو ډول نه دی. تر ټولو ډېر تمرکز یې په هلمند، کندهار او فراه کې لیدل کېږي. په دغو سیمو کې برمو هغه دښتې چې پخوا شاړې وې په چټکۍ په خړوبېدونکو کرنیزو ځمکو بدلې کړې. دا ځمکې چې په ډېره برخه یې پخوا کوکنار کرل کېدل د ۱۴۰۱ کال د کوکنارو تر بندیز وروسته د غنمو کر یعنې هغه فصل ته واوښتې چې نسبتاً ډېرو اوبو ته اړتیا لري او د هر هکټار عاید یې تر کوکنارو لږ دی. د Alcis نقشه د هلمند او کندهار لپاره د ځمکې د کارونې د بدلون اندازه ښيي، چې په کې د پخوانیو شاړو سیمو (دولتي ځمکې بلل کېږي) لویې برخې اوس سطحي اوبولګونې پوښلې دي (دلته یې وګورئ).
که څه هم دې پراختیا د کرنې د ودې ملاتړ کړی خو د اوږد مهاله پایښت په اړه یې جدي اندېښنې راپورته کوي. ځکه که د ځمکې لاندې اوبه تر هغې اندازې چې بېرته ورپوره کېږي، چټکې وایستل شي، نو د اوبو سطحه ټیټېږي او دا اسانه استخراج په پای کې پر یوې لنډ مهالې او زیان اړوونکې حل لارې بدلېږي. راپورونه ښيي چې دا حالت لا دمخه پیل شوی دی خو د هېواد په کچه تر اوسه هر اړخیز معلومات نشته (Yale Environment 360).داسې راپورونه شته چې د هلمند د واشېر ولسوالۍ او د فراه د نواباد ځینې کلي د اوبو د کمښت له کبله، چې د ډېرو برمو کارونې او د اورښت لږېدا رامنځته کړی، شړ شوې دي (د ۱۴۰۲ کال په غبرګولي (جوزا) کې د طلوع نیوز راپور او د هماغه کال د زمري (اسد) مستند فلم وګورئ). د افغانستان په شمال کې هم برمې شوې دي چې د ځمکې لاندې اوبو د سطحې په تدریجي لږېدا کې ونډه لري، خو هلته وضعیت نسبتاً ثابت بلل کېږي. ښايي اسلامي امارت د ځمکلاندې اوبو د همدې لږېدا غبرګون کې په ۱۴۰۲ کال کې د ځمکو د غصب د مخنیوي قانون نافذ کړ، چې د ښاري سیمو د رانغښتلو ترڅنګ، په عامه ځمکو، په ځانګړي ډول دښتو کې، د کرنیزې پراختیا مخه نیسي. دغه قانون هغه بزګر د اجارې په ورکړه مکلفوي چې مخکینۍ ابادې شوې دولتي ځمکې کاروي، که نه د ځمکې کارونې حق د لاسه ورکوي.
دا چې افغانستان نه شي کولای د خپل نفوس لپاره کافي خواړه تولید کړي، نو له لسیزو راهیسې د خوړو د کسر د پوره کولو له پاره پر وارداتو او بشري مرستو متکي دی. خو لکه راتلونکې برخې چې ښيي، دا دواړه امکانات اوس د نړیوالو بې ثباتیو او د مرستو لږېدا له فشار سره مخ دي.
سوداګري: واردات او بدلېدونکې لارې
افغانستان د غنمو، اوړو، وریجو او د پخلي غوړیو په څېر اساسي توکو کې خپل کورنی کسر په وارداتو پوره کوي. په ۱۴۰۳ کې یوازې غنمو او اوړو د خوړو د وارداتو د حجم او ارزښت لویه برخه جوړوله چې دا وارداتو ته د هېواد ژوره اړتیا ښيي.
د افغانستان د خوړو د وارداتو لپاره پاکستان څو لسیزې اصلي لاره وه. د خیبر پښتونخوا له ژرندو اوړه، له سنده وریجې او د کراچۍ بندر له لارې غوړي افغانستان ته راتلل. چې ورسره به د پولې تکراري تړل کېدا (New York Times) په افغان بازارونو کې سملاسي بیې لوړولې. له همدې کبله افغانستان منځنۍ اسیا ته د بدیل په توګه مخه کړه.
له پاکستانه ځان لرې کول د وخت په تېرېدو سره وشول. له ۱۳۹۴ وروسته چې پاکستان د پولې تړل د سیاسي فشار په توګه کارول، افغان سوداګر اړ شول چې بدیلې لارې ولټوي. دا بدلون هغه مهال چټک شو چې د اوکرایین جګړې د نړۍ د غنمو بازار ګډوډ کړ. پاکستان ته د اوکرایین صادرات لږ او ورسره د اوړو سیمه ییز بازارونه له فشار سره مخ شول (BBC). وروسته د هند د غنمو د صادراتو ځنډېدا نړیوالې بیې نورې هم لوړې کړې (BBC). کله چې پاکستانیو ژرندو کې غنم لږ شول، پاکستان کې سوداګرو د افغانستان د جنوبي ولایتو د درمندونو وخت کې د غنمو پېر او له کرښې هاخوا ته وړل پیل کړل. په غبرګون کې امارت د ۱۴۰۱ کال په غوایي (ثور) میاشت کې د غنمو په صادراتو بندیز ولګاوه څو داخلي کمښت رامنځته نه شي (د مالیې وزارت او VOA). خو د سیمه ییزې سوداګرۍ وضعیت لا دمخه بدل شوی و.نهایتاً د ۱۴۰۴ کال په تلې (میزان) کې د امارت له خوا د کرښې تړل کېدا هغه لاره عملاً بنده کړه چې پخوا پرې د افغانستان ډېر خوراکي واردات ترسره کېدل.
افغانستان اوس په ډېرېدونکي ډول پر منځنۍ اسیا، په ځانګړي ډول ازبکستان او قزاقستان، د غنمو او اوړو لپاره متکي دی. د حیرتان او ترمز شمالي لار (چې بلخ ولایت او ازبکستان سره نښلوي) د سوداګریزو وارداتو او بشري مرستو لپاره د هېواد نوی لوژستیکي مرکز ګرځېدلی. وچکالیو هم دا بدلون پیاوړی کړی. هغه شمالي ولایتونه لکه فاریاب، بادغیس، جوزجان او بلخ، چې پخوا یې اضافي غنم تولیدول اوس د FEWS NET د معلوماتو له مخې د خوړو له بحران سره مخ دي (په یوولسم انځور کې ښودل شوي دي). کله چې سیمه ییز اضافي تولید له منځه ولاړ، شمالي دهلېز د غنمو د لویو وارداتو یوازینۍ عملي لار پاتې شوه. د خوړو نړیوال پروګرام او د ملګرو ملتونو نورو ادارو په ترمز کې خپلې زېرمې پراخې کړې څو وچکالۍ ځپلو سیمو ته مرستې په چټکۍ ورسوي، هغه سیستم چې پخوا پر پاکستان ولاړ و.
خو پر منځنۍ اسیا دغه نوې تکیه خپل ابهامات لري. له ازبکستان او قزاقستان سره اړیکې د قوش تېپې کانال له امله پېچلې شوې دي، ځکه دغه کانال د آمو سیند اوبه اړوي او د اوبو د لږېدا په اړه اندېښنې رامنځته شوې دي او دا امکان شته چې سیاسي اختلافات په سوداګرۍ هم اغېز وکړي. خو د اوس له پاره منځنۍ اسیا د افغانستان د غنمو او اوړو اصلي سرچینه ده.
د وریجو سوداګري هم بدله شوې ده. پاکستان په دودیز ډول د افغانستان د وریجو کسر پوره کاوه. خو د کرښې تړل کېدا او سیاسي ترینګلتیاوو دا بهیر ګډوډ کړی او هنديو وریجو د پاکستاني هغو ځای نیولی دی. که څه هم ایران د افغانستان د خوړو په وارداتو کې محدود رول لري خو د ترانزیټ، په ځانګړي ډول د هندي وریجو لپاره چې د بندر عباس او چابهار له بندرونو افغانستان ته لېږدېږي، مهمه لار ګرځېدلی. د اوږدو ترانزیټي لارو او ترانسپورټي لګښتونو له امله بیې لوړې شوې دي. سوداګر وايي ځینې پاکستانۍ وریجې اوس د ایران له لارې واردېږي او افغان بازارو ته له ننوتو وړاندې پرې د هندیو وریجو نښې لګول کېږي.
انځور ۱۱: په افغانستان کې د خوړو له پلوه د شدیدو نا خوندي سیمو ډلبندي، تله (میزان)، ۱۴۰۴. سرچینه: FEWS NET
د پخلي غوړیو واردات هم اغېزمن شوي. پخوا دغه غوړي د پاکستاني بندرونو له لارې راتلل، خو اوس سوداګري د ایران بندرونو او د منځنۍ اسیا عرضه کوونکو ته اوښتې ده، چې ترانسپورټي لګښتونه یې ډېر شوي. د غوښې واردات هم اغېزمن شوي: د پاکستانیو مېښو غوښه، چې پخوا ارزانه پروټین بلل کېده، اوس لږه شوې او بازارونو کې یې بیې لوړې کړې دي.
دغو بدلونونو د خوړو سوداګري ډېره ټوټه ټوټه کړې، بیې یې لوړې کړې او سوداګري یې لا ډېره له سیاسي خطرونو سره تړلې ده. هغه سوداګریز سیستم چې پخوا پر یوې لارې ولاړ و، اوس د جیوپولیټیکي محدودیتونو له امله پر بېلابېلو لارو وېشل شوی. د خلکو د پېر ځواک لږېدا، وچکالۍ او د کورني اضافي تولید کمېدا، د افغانستان د خوړو اقتصاد لپاره د سوداګریزو لارو بدلون مرکزي مسئله ګرځولې ده.
بشري مرستې: پوښښ، تشې او بدلونونه
بشري مرستې چې لنډمهاله ملاتړ بلل کېږي اوس د افغانستان د خوړو د اقتصاد مهمه برخه ګرځېدلې دي او د هغو کورنیو ملاتړ کوي چې نه شي کولی کافي خواړه تولید یا وپېري. خو په وروستیو کلونو کې د بودیجوي محدودیتونو له امله د دغو مرستو پوښښ لږ شوی دی. درېیم جدول د ۱۴۰۰ څخه تر ۱۴۰۴ پورې د خوړو نړیوال پروګرام له خوا وېشل شويو خوراکي توکو لنډیز ښيي (د مرستو ترلاسه کوونکو تفصیل د WFP په کلنیو راپورونو کې وګورئ).
جدول ۳: له ۱۴۰۰ تر ۱۴۰۴ پورې د خوړو نړیوال پروګرام له خوا د خوراکي توکو وېش (مټریک ټنه). *LNS یا د غوړیو پر بنسټ غذایي مکملونه د خوارځواکۍ د مخنیوي او درملنې، په ځانګړي ډول له ۶ تر ۲۳ میاشتنیو ماشومانو او میندوارو او شیدې ورکوونکو ښځو لپاره کارول کېږي. سرچینه: WFP
د مرستو لږېدل د ترلاسه کوونکو په شمېر کې هم ښکاري. په ۱۴۰۱ کې WFP تر ۲۳ میلیونو ډېر کسان رانغښتي وو خو په ۱۴۰۴ کې دا شمېر نژدې ۴ میلیونو کسانو او نیم میلیون راستنېدونکو ته ټيټ شو. دا کمښت په داسې حال کې رامنځته شوی چې اړتیاوې لا هم لوړې دي او د هېواد ډېرې سیمې، په ځانګړې توګه شمالي، لوېدیځې او د مرکز ځینې لوړې للمي برخې، د FEWS NET له خوا د بحراني (IPC 3) او بیړني حالت (IPC 4) په توګه ډلبندي شوې دي.
د مرستو په وېش کې بدلون پر بیو مستقیم اغېز کړی دی. په ۱۴۰۱ کال کې د غنمو ډېر وېش په کلیوالو سیمو کې د بیو د ناڅاپي لوړېدو مخه ونیوله. همدارنګه نغدي مرستو د محلي سوداګرو ملاتړ وکړ او د اکمالاتي تشې مخه یې ونیوله (د WFP ۱۴۰۱ کال لنډیز). خو وروسته د مرستو لږېدا سرچپه اغېز وکړ؛ په هغو ولسوالیو کې چې د خوراکي مرستو وېش لږ شو، په ځانګړي ډول په وچکالۍ ځپلو شمالي او لوېدیځو سیمو کې، د غنمو او اوړو بیې لوړې شوې (د WFP د ۱۴۰۲ کلنی راپور). نغدي مرستې که څه هم په ښارونو کې اغېزمنې وې خو په لرې پرتو سیمو کې یې اغېز محدود و ځکه هلته بازارونه کمزوري دي.
د مرستو پوښښ هم یو ډول نه دی او ځینې سیمې لږې مرستې ترلاسه کوي. شمالي للمي ولایتونه لکه بادغیس، فاریاب، جوزجان او د بلخ او سمنګان ځینې برخې، څو ځله وچکالۍ ځپلې دي او اوس د راستنېدونکو لوی شمېر په کې مېشت دی، خو مرستې په کې منظمې نه دي. مرکزي لوړې سیمې لکه دایکندي، بامیان او غور د اوږدو لارو د ستونزو له امله محدود ملاتړ ترلاسه کوي او په ختیځ (ننګرهار او کونړ) کې، سره له دې چې اړتیا په کې ډېره شوې، مرستې لوېدلې دي. FEWS NET راپور ورکړی چې په ځینو ولسوالیو کې د مرستو نشتون، کورنۍ منفي حل لارو لکه د څارویو پلورلو او د ورځنیو خوړو د شمېر لږولو ته مجبوروي. کابل او هرات ته ورته ښاري سیمې هم، سره له دې چې د خلکو د پېر ځواک په کې لږ شوی، محدودې مرستې ترلاسه کوي.
نهایتاً بشري خوراکي مرستې نه شي کولی د وچکالۍ، اقتصادي رکود، د نفوس لوړېدا او د خلکو د پېر ځواک د لږېدا ګډ فشار جبران کړي. هغه مرستې چې پخوا د ثبات یو مهم عامل بلل کېدې، اوس لږو خلکو ته په لږ اندازه او په اوږدو واټنونو کې رسېږي او میلیونونه کسان د خوړو د ژورېدونکې ناامنۍ پر وړاندې بې دفاع پرېږدي.
د راتلونکي لپاره لارې چارې: عملي او ستراتیژیک انتخابونه
د افغانستان د خوړو د خوندیتوب ستونزه تر ډېره د کرنیزې وړتیا د نشتون له امله نه بلکې د سیاسي، مالي او چاپېریالي محدودیتونو له کبله رامنځته شوې ده. که څه هم هېواد د ځمکې، اوبنیو سرچینو او متنوعو کرنیزو او اقلیمي شرایطو له پلوه دا وړتیا لري چې تولید ډېر کړي، خو د لسیزو جګړې، وچکالۍ، کمزورې زېربنا، پاشلې ادارې او اوسنی اقتصادي بحران د دې لامل شوي چې دغه شتمنۍ په ټینګ او پرله پسې خوراکي تولید بدلې نشي. راتلونکې حل لاره په دې کې نه ده چې کرنه په بشپړ ډول بدله او نوې شي، بلکې په دې کې ده چې داسې عملي ګامونه واخیستل شي چې تولید ټیکاو ومومي، د فشارونو پر وړاندې مقاومت ډېر شي، خلکو ته د خوړو لاسرسی ښه او هغه ادارې بېرته فعالې شي چې د کرنیزې پلان جوړونې او کلیوالي بازارونو ملاتړ کوي.
په لنډ مهال کې د غنمو د تولید ثبات او د اقلیم له امله رامنځته کېدونکو خطرونو لږول باید لومړیتوب وي. غنم د افغانانو د خوړو اساسي برخه جوړوي، خو په للمي کښت د اتکا له کبله د هېواد وچکالۍ ځپلې سیمې ډېرې زیان منونکې دي. د اوبو د مدیریت ښه کول، د اوبولګونې د کانالونو رغول او د لوړ حاصل ورکوونکو تخمونو وېش هغه کړنې دي چې کولای شي د اقلیم اړوند زیانونه راټيټ او د کلیوالو خلکو عاید لوړ کړي، په ځانګړي ډول په هغو مهمو خړوبېدونکو سیمو لکه کندز، تخار، هلمند، کندهار او فراه کې چې د غنمو ستر تولیدوونکي دي.
په ورته وخت کې ځینې وچکالۍ ځپلې للمي سیمې ښايي له دې ګټه واخلي چې ورو ورو هغو فصلونو ته مخه کړي چې لږې اوبه غواړي او د غنمو پرتله ډېر اقتصادي عاید لري. په ځینو سیمو کې دا بدلون لا دمخه راغلی. د بېلګې په ډول په وردګو کې ډېرو بزګرو خپلې کروندې د ډېرې ګټې لپاره د غنمو کر څخه زردالو او د مڼو باغونو ته اړولې دي.
اوبولګونه او د اوبو مدیریت به د افغانستان د کرنې په لرلید کې بنسټیز ارزښت ولري. د اوبولګونې سیستمونو پرمختګ کولی شي د هېواد د غنمو کسر راټيټ کړي، خو د اوسنیو مالي محدودیتونو له امله په نژدې راتلونکي کې د پراخو نویو پروژو عملي کېدل ناشوني ښکاري. سترې زېربنايي پروژې لکه د قوش تېپې کانال، یوازې مالي سرچینو ته اړتیا نه لري، بلکې تخنیکي وړتیا، د ساتنې او مدیریت سیسټم او اوږدمهاله سیاسي ثبات غواړي. له همدې کبله عملي تګلاره به دا وي چې د اوبولګونې د کوچنۍ او منځنۍ کچې پروژې لکه د شته کانالونو بیارغولو، د باراني اوبو ټولوونکو جوړښتونو پراخولو او په کروندو کې د اوبو مدیریت ښه کولو ته لومړیتوب ورکړ شي. دغه کړنې نسبتاً ارزانه دي، په څو پړاوونو کې عملي کېدلی شي او پایلې یې هم ژر څرګندېږي.
تر حاصل ټولونې وروسته د ضایعاتو کمول هم خوراکي توکي ډېرولی شي، پرته له دې چې د تولید په کچه کې کوم لوی بدلون راشي. کچالو، پیاز، مېوې او سابه (سبزيجات) د حاصل پر مهال ډېر وي خو وروسته د سړو خونو او مناسب ترانسپورټ له نشتوالي، لږ او ګرانېږي. مهمو تولیدي مرکزونو لکه بامیان، کندز، کندهار، هرات او ننګرهار ته د سړو زېرمو غځول، د ترانسپورټي شبکو ښه کول او د محلي پروسس صنعت ملاتړ، کولی شي موسمي لږوالی راټيټ او بیې تر ډېره په یوه حال وساتي.
په افغانستان کې د خوړو ښه خوندیتوب یوازې په تولید او زېربناوو پورې اړه نه لري، بلکې ځمکې، اوبو، دندې، پانګې، د پېر ځواک او مطمینو بازارونو ته لاسرسی هم مهم دي. د دغو شرایطو په نشتوالي کې د هېواد د خوراکي توکو ډېروالی، خوړو ته د کورنیو د ښه لاسرسي په معنی نه وي. له همدې کبله هومره چې د خوړو خوندیتوب له تولید سره تړلی دی، همدومره په وېش او حکومتولۍ پورې هم اړه لري.
د بشري مرستو لږېدل او د اقتصاد پرله پسې کمزوری حالت دا معنا لري چې میلیونونه کورنۍ لا هم د وچکالۍ، د بیو د لوړېدا او نورو ټکانو پر وړاندې زیان منونکې دي. د خوړو د ښه خوندیتوب لرلید، د مالي، اداري او اقلیمي محدودیتونو تر اغېز لاندې دي. که څه هم په اوږده مهال کې تولید لوړېدای شي، خو هېواد په نژدې راتلونکي کې د هغو زېربناوو د تمویل توان نه لري چې د خوړو اوسنی کسر له منځه یوسي. د پراختیایي مرستو لږېدل دا معنی لري چې افغانستان د جمهوریت د مهال مالي سرچینو ته لاسرسی نه لري. که څه هم اسلامي امارت د کرنې او اوبولګولو پراختیا ته لېواله دی خو بودیجوي لومړیتوبونه، چې نژدې نیمایي برخه یې امنیتي سکتور ته ځانګړې کېږي، د عملي اقداماتو وړتیا محدودوي.
اوسنیو شرایطو ته په کتو یوه واقعبینانه ستراتیژي باید د لویو او ناڅاپي بدلونونو پر ځای، په تدریجي پرمختګونو تمرکز وکړي. د غنمو د تولید باثباته کول، د اوبو د مدیریت ښه کول، تر حاصل وروسته د ضایعاتو کنترول او د بازارونو پیاوړي کول ترلاسه کېدونکي هدفونه دي او د خوړو د خوندیتوب لپاره دوامدارې پایلې لرلی شي. دا هڅې باید د کرنې له هدفي ملاتړ، د اقلیمي بدلون د تمویل له سرچینو، د اوبو او سوداګرۍ په برخه کې له سیمه ییزو همکاریو او د اوبولګونې، تخمونو او تغذیوي خدمتونو له پانګونې سره یو ځای شي. پرمختګ نهایتاً تر هر څه ډېر د غټو او ښکلو پلانونو پر ځای د عملي، کره او لوړ اغېز لرونکو کړنو په پرله پسې پلي کېدو پورې تړلی دی.
ډاکټر محمد عاصم مایار د اوبو د سرچینو د مدیریت او اقلیمي بدلون متخصص او په افغانستان کې د کابل پولی تخنیک پوهنتون پخوانی استاد دی. نوموړی اوس په جرمني کې د یوه خپلواک څېړونکي په توګه فعالیت کوي. هغه په X کې د @assemmayar1 له کارنه لیکنې خپروي.
بیاکتنې:
دا مقاله په وروستي ځل تازه شوې وه ۱۹ جوزا / غبرګولی ۱۴۰۵