د اسلامي جمهوریت له نړېدا وروسته، یوې افغانې ادارې د مرغانو لومړنۍ سروې وکړه. او دا لومړی ځل شو چې افغانستان د اوبنیو الوتونکو کلنۍ نړیوالې سرشمېرنې ته ورګډېږي. دا یوه نړیواله هڅه ده چې ۱۸۹ هېوادونه یې ګډونوال دي. د رضاکارو یوې ډلې چې مرغان پېژندونکي ( متخصصین) یې هم برخه وو، د اوبلنو ځمکو شپږ ځایونه وکتل. دا ټولې هغه سیمې وې چې ښايي د منځنۍ آسیا د مرغانو د لېږد په لار کې د هغوی د دمې یا تمېدا مهم ځایونه وي. مرغان په کال کې دوه ځلې دغه ستر فصلي کوچ کوي. هغوی د خپلو خوړو له ژمنیو سیمو څخه چې هند او پاکستان دي، په اوړي کې د نسل ډېرونې له پاره منځنۍ آسیا او سایبیریا ته لېږدي. د سروې تر بشپړېدا پورې لا دغه کوچېدا نه وه پیل شوې، خو د افغانستان د چاپېریال ساتنې یوې نوې نادولتي ادارې « Organization Rewild» په دغو سیمو کې د مېشتو او ژمی تېروونکو مرغانو او د هغوی د استوګنځایونو ارزونه وکړه. دوی هغه ځایونه وکتل چې ښايي مرغانو ته د تمېدا او دمې له پاره خوندي وي یا ښايي نه وي. د افغانستان تحلیلګرانو شبکې کېټ کلارک لیکي چې د ښکاریانو د ګواښونو او د اوبلنو ځمکو د وچيدا له امله مرغان له پاموړ خطرونو سره مخ دي.
د غزني ولایت په سردې بند کې د اوبو مرغان. انځور: او آر، کال/۱۴۰۴
د او آر(Oganization Rewild ) ډلې د کنګل شویو درو او لرې پرتو اوبلنو ځمکو له منځه لار وهلې او د افغانستان شپږ مهمې اوبلنې سیمې یې د کابل سیند له زېرمو نیولې د آمو سیند د سېلابي دښتو ترهغو ډنډونو او لندو ځمکو پورې چې له لوخو او زرڼو ډکې وې، څېړلې دي. دوی د اوبو مرغان وشمېرل، د ځالو وضعیت یې وارزاوه، له سیمهییزو خلکو سره یې د هغو بدلونونو په اړه خبرې وکړې چې د کلونو په اوږدو کې یې لیدلي دي او د آبِ ایستاده وچې حوزې ته هم ولاړل چې پخوا د ډینګانو له پاره پناهځای او د منځنۍ آسیا او د پخوانیو سایبیریايي جګو او اوږد غاړو مرغانو (چې اوس له منځه تللي) تمځای و.
شپنو وویل چې دا جهیلونه اوس د پخوا په څېر له اوبو نه ډکېږي. بزګرانو د موسمونو د بدلون یادونه کوله. خو د آمو سیند په پټو اوبلنو ډنډونو کې لا هم زرڼو ژمی تېروونکو مرغانو ته پناه ورکوله. دې چارې د سروې ډلې ته دا ور وښوده چې طبیعت لا د بېرته ژوندي کېدو ځواک نه دی بایللی.
له همدې امله د یوې نوې نادولتي ادارې، Organization Rewild، رضاکارو ساینسپوهانو د افغانستان د شپږو اوبلنو سیمو د سروې رپوټول پیل کړل (کولای شئ دا په نقشه کې د افغانستان ټکي پر کېکاږلو ولولئ). افغانستان د کوچېدونکو مرغانو له پاره ډېر مهم ځای دی. هغوی په پسرلي کې شمال ته او په مني کې جنوب ته د خپل اوږده سفر پرمهال همدلته تمېږي او دمه کوي.
خو په وروستیو څو لسیزو کې د مرغانو له پاره خوندي ناسته لا سخته شوې ده، ځکه تاریخي اوبلنې ځمکې د اقلیم بدلون او د ځمکنیو اوبو د زیات استخراج له امله وچې شوې دي او د کرنې پراختیا، ککړتیا او ښکار د مرغانو استوګنځایونه او يخيله مرغان له ګواښ سره مخ کړي دي.
د Organization Rewild اجرائیه رئیس، ایوب علوي، د چاپېریال ساتنې په برخه کې ډېر کلونه کار کړی دی. هغه تر ډېره له سیمهییزو ټولنو سره د خوندي سیمو د جوړولو، مدیریت او پلان جوړونې په چارو بوخت و، او وروستی مهم کار یې د Rewild بنسټ اېښودل دی.
د هغه له پاره د مرغانو سروې یوه نوې تجربه وه. هغه وویل:
«د سروې له ډلې سره په ساحه کې ګډ کار ډېر څه رازده کړل .دا یوه ډېره خوشحالوونکې تجربه وه. زه د کار له پاره له دفتره ساحې ته په وتلو ډېرخوشالېدم».
هغه وویل نېکمرغه وو چې په خپله کاري ډله کې یې د مرغانو دوه تجربه لرونکي کارپوهان درلودل:
میرزا حسین رضایي د وحشي ژوو د څارنې او ساتنې په پروژو کې لس کلنه او سید نقیبالله مصطفوي شل کلنه تجربه درلوده. مصطفوي په افغانستان کې د مرغانو ۶۰۰ ډولونه ثبت کړي، چې هغه لویمښوکی مرغان هم په کې وو، چې دا سل کاله په هېڅ ځای کې نه دي لیدل شوي.(د افغانستان تحلیلګرانو شبکې راپور دلته ولولئ) ددې ډلې څلورم غړی، نورالله احمدزی، د ژویو مرستیال ډاکتر (وترنر) او د اقلیم بدلون د تطابق کارپوه دی.
سروې د اوبنیومرغانو د نړیوالې سرشمېرنې د پروګرام د یوې برخې په توګه وشوه.دا سروې له ۱۳۴۶هجري راهیسې هرکال کېږي. د دې پروګرام ویبپاڼه وایي: «د شمالي اروپا له ساحلي سیمو نیولې د اسیا او افریقا تر استوایي سیندغاړو او اوبو تر څنډو پورې، رضاکاران او مسلکي کسان دواړه په دې نړیوالې ولسي علمي هڅه کې برخه اخلي او موخه یې د اوبنیو مرغانو د شمېر او د هغو اوبلنو ځمکو د وضعیت څار ده چې مرغان پرې بسیا دي».
د سروې موخه د Organization Rewild له پاره د اوبلنو ځمکو د استوګنځایونو او د اوبنیو مرغانو د شمېر په اړه بنسټیز معلومات راټولول او ثبتول ، د مرغانو د راتلونکې ساتنې او څېړنې لپاره لومړیتوبونه پېژندل او د افغانستان د چاپېریال ساتنې له ملي ادارو سره د اوبلنو ځمکو د ساتنې د اړتیا په اړه ګډ کار کول و.
په سردې بند کې د او آر کاري ډله د کار په حالت کې. انځور: او آر، کال/ ۱۴۰۴
سروې شوې اوبلنې ځمکې
Organization Rewild خپله سروې د کال په پیل کې وکړه چې د افغانستان ډېر جهیلونه او لندې سیمې لا کنګل وي. له همدې امله دوی پر هغو شپږو سیمو پام ټول وساته چې تمه یې لرله لږ تر لږه به تر یوه بریده بې کنګله او د اوبنیو مرغانو له پاره مناسبې وي. په دغو سیمو کې دوې طبیعي اوبلنې ځمکې وې:
د تخار ولایت د دښت کلا ولسوالۍ ( په ساسکخول (آیخانم) کې د آمو سیند پر غاړه زېمناکه سېلابي دښته.
آبِ ایستاده: د غزني ولایت په ناوې ولسوالۍ کې یو مالګین جهیل دی چې د هندوکش د جنوبي لمنو په یوه لویه ژوره کاسه کې پروت دی.دا ژوره سیمه د چمن د زلزلې د درزونو له امله رامنځته شوې ده. دغه جهیل تر ډېره په ځمکنیو اوبو ډکېږي. د غزني او ګردېز سیندونه هم آبِ ایستاده ته بهېږي، خو داسې ډېر کم پېښېږي چې له دې جهیل څخه اوبه بهر ووځي (یعنې دا یو تړلی جهیل دی). د جګړې تر پیل وړاندې، حکومت دا سیمه د اوبنیو مرغانو او ډینګانو له پاره د خوندي پناهځای په توګه اعلان کړې وه، او ساتونکي یې ګومارلي وو چې د هګیو راټولولو او نورو مزاحمتونو مخنیوی وکړي).
پاتې څلور سیمې د اوبو زېرمې (بندونه) دي. لومړني درې یې د برېښنا د تولید له پاره جوړې شوي او د یوې بلې ادارې BirdLife International موسسې له خوا په ګډه د مرغانو د مهمې سیمې په توګه پېژندل شوې دي:
- د نغلو بند چې په ۱۳۴۰مو هجري کلونو کې د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې د کابل پر سیند جوړ شوی.
- د سروبي بند: دا په همدې ولسوالۍ کې یو کوچنی بند دی چې په ۱۳۳۰مو هجري کلونو کې جوړ شوی. دا بند د نغلو له بند څخه اته کیلومتره جنوب لورې ته په هغه ځای کې چې د پنجشېر سیند له کابل سیند سره یوځای کېږي، جوړ شوی دی.
- د درونټې بند په۱۳۴۰مو هجري کلونو کې د ننګرهار ولایت د جلالآباد ښار ته نژدې د کابل سیند په ښکتنۍ برخه کې جوړشوی دی.
د سردې بند : دا بند د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې په ۱۳۳۰مو هجري کلونو کې د دې ولایت سوېلي سیمو ته د ډاډمنې اوب رسونې له پاره جوړ شوی و. هغه خپلې اوبه د شمالختیځو غرونو د واورو له ویلې کېدو تر لاسه کوي. دغه اوبه د ګردېز سیند ته (چې جیلګه یا سردې سیند هم بلل کېږي) بهېږي.
څلورمه زېرمه د اوبو د رسولو د ډاډ له پاره جوړه شوې وه.
د افغانستان اوبلنې ځمکې د هغو په ګډون چې د ۱۴۰۴ په جدی کې سروې شوې وې. سرچینه. او آر
تر ټولو غوره سیمه او ځای چې د سروې ډله یې تر ټولو ډېره حیرانه کړې، د سردې بند و. دا بند پخوا تر څارنې لاندې نه و نیول شوی. علوي وویل« دې ځای د خوندیتابه ځینې فرصتونه لرل او که خواري پرې وشي، پاموړ پایلې به ولرلای شي».
د سروې پر مهال په سردې بند کې د اوبنیو مرغانو شمېر تر ټولو ډېر و او د سروې پام هم پر دې بند ډېر ټول پاتې شو. په ځانګړي ډول د هغه په ختیځه برخه کې که څه هم غاړو ته یې کرنه پراخه شوې، خو اوبه لږې ژورې دي او ډېره سیمه یې نیولې ده. د بند لوېدیځ څنګ ته پرتې ژورې برخې د ساتیرۍ ځینې اسانتیاوې لکه د پښو په واسطه چلېدونکې کښتۍ هم لرلې. د سروې ډلې په سردې کې د مرغانو ۴۵ بېلابېل ډولونه ثبت کړل، چې د ځینو شمېر یې خورا ډېر و، یعنې نژدې ۳۰۰ عامې بتې یا هیلۍ (common teal)، تر ۶۰۰ د ډېرو عامو هیلیو یو بل ډول، او نژدې ۲۰۰۰ یوروشیايي هیلۍ.
د سروې ډلې تمه درلوده چې په سروبي کې به ډېرشمېر مرغان وویني، خو علوي وویل چې «د جالونو پر مټ د کب نیولو، ښکار او نورو انساني فعالیتونو له امله مرغان هلته نه شي مېشتېدلی» . که څه هم سروبي د ختیځې سیمې له سروې شویو ځایونو څخه د اوبنیو مرغانو د ټولېدو تر ټولو لویه سیمه وه، خو شمېر یې بیا هم د سردې پرتله ډېر لږ و.هلته یواځې ۱۹ ډولونه ثبت شول، چې پکې د پورته ډوله مرغانو شمېر په ترتیب سره ۳۲، ۸ او۲۵۶و.
د سروې ډلې د درونټې په بند کې ډېر لږ مرغان ولیدل، یعنې یواځې ۱۵ ډوله. علوي وویل: «تر ټولو څرګنده صحنه دا وه چې د تورو بازانو یوه ډله د بند په لوېدیځه برخه کې پر یوه ټاپوګي ولاړه وه او له یوې پلاستیکي ټوټې سره یې داسې لوبې کولې لکه ښکار چې یې موندلی وی».
په نغلو بند کې ۱۲ ډوله مرغان ولیدل شول، چې یوازې څلور یې اوبني وو. علوي وویل چې د کابل سیند درې واړو بندونو کې د سروې ډلې د بندونو عادي ستونزې ولیدې، لکه د ساتنې او ترمیم نشتوالی، د کرنیزو ځمکو پاتې شوې ټوټې او اوبلنو سیمو ته د اوبو بهېدا.علوي وویل «لنډه دا، چېرې چې پخوا اوبه وې، اوس هلته مالګه ، دوړه او خاوره لیدل کېږي. هغه وویل چې د اوبو کچه راټیټه شوې وه، او د سروبي او درونټې په شاوخوا کې هغه زېمناکې ځمکې چې پخوا د بندونود غاړې برخه وې، اوس په کرنیزو ځمکو بدلې شوې دي. ددغې سروې کوونکې ډلې راپور کې راغلي چې د وچکالۍ پر مهال د کابل سیند اوبه چې لومړی نغلو ته بهېږي، تر ډېره «د ښار ناولې اوبه» دي او دا د بند د اوبو د ککړتیا او کوزو سیمو ته د بهېدونکو اوبو د کیفیت د خرابېدو لوی لامل دی.
کله چې د Rewild د سروې ډله آبِ ایستاده (ولاړو اوبو) ته ولاړه، هلته یې بېخي اوبه ونه موندلې. دغه اوبلنه سیمه پخوا نژدې ۱۳ زره هکتاره پراخه وه او په شاوخوا کې یې له نیم کیلومتر څخه تر اووه کیلومترو پورې خټینې ځمکې هم وې. (Scott)علوي وویل « په ۱۴۰۴ هجري د مرغومي(جدی) میاشت کې آبِ ایستاده په بشپړه توګه وچه شوې او له اوبنیو مرغانو بېخي تشه شوې وه».
آبِ ایستاده: د غزني ولایت په ناوې ولسوالۍ کې یو مالګین جهیل دی. آنځور : او آر/ کال /۱۴۰۵
هغه وویل که په پسرلي کې هلته اوبه پیدا شي کوچېدونکي مرغان ښايي د لنډ مهال له پاره په کې تم شي«خو هلته به د ډینګانو د استوګنځای بیا راژوندي کول ډېر سخت وي».
د ۱۴۰۵ کال د غبرګولي (جوزا) میاشتې لومړۍ نیمايي تازه معلومات: د او آر ادارې د غزني ولایت له دوو مهمو اوبلنو ځمکو څخه لیدنه کړې او هلته یې د اوبنیو مرغانو شتوالی ثبت کړی دی. آب ایستاده، چې د ۱۴۰۴ په مرغومي میاشت کې د دوی دډلې د لیدنې پر مهال په بشپړه توګه وچ شوی و او نږدې هېڅ مرغان پکې نه وو، اوس بیا اوبه او اوبني مرغان لري. همدارنګه د ناور سیمه اوس د دې ادارې د اجرائیه رئیس (CEO) په وینا، د « پاموړ شمېر مرغانو» کوربنه ده.
دا د ډینګانوهغې لویې ډلې ته اشاره وه چې د مغولي امپراتورۍ بنسټاېښودونکي بابر په ۸۸۳ هجري کې د غزني او کابل په لور د سفر پر مهال لیدلې وه. بابر لیکلي و:
“آبِ ایستاده ته لا یوه کروه لار پاتې وه، موږ یوه زړه راښکونکې صحنه ولیده: کله کله به لکه د ماښام د لمر پاتې وړانګې… سره رڼا وځلېده. موږ چې ورنژدې شوو، پوه شوو چې د وحشي ډینګانو سترې ډلګۍ دي.
بابر لیکلي وو چې هلته له لسو زرو تر شلو زرو پورې مرغان وو. د افغانستان تحلیلګرانو شبکې څېړونکي توماس روتېګ د شلمې پېړۍ د سروېګانو یادونه هم کوي او په ۱۳۴۸ کال کې ۵۱۰۰ ته رسېدلی و، سربېره پر دې شاوخوا ۱،۰۰۰ ځوان مرغان هم وو چې د جهیل په ځینو ټاپوګانو کې راوتلي وو. په ۱۳۴۹ کال کې دډینګانو شمېر ۲۹۰۰ ثبت شوی، په داسې حال کې چې د غزني په آب ناور سیمه کې نژدې ۱۲۰۰۰ډینګان موجود وو. روتېګ د جرمني د مرغانو د متخصص ګونتر نوګې له خولې لیکلي: «ځینې ډینګان د کابل ژوبڼ ته ونیول شول او هلته په بریالیتوب سره وساتل شول او لوی شول.»روتېګ لیکلي چې په ۱۳۵۰ کې د سختې وچکالۍ پر مهال په افغانستان کې واوره او باران کم وشول او آبِ ایستاده وچه شوه. تر دې وړاندې په ۱۳۴۹ کې د نوي جوړ شوي سردې بند له امله هغه فرعي سیند چې اوبه یې دې جهیل ته بهېدې، ودرول شو. په هماغه کال د اوبو کچه دومره ټیټه شوه چې خلک د هغو ټاپوګانو تر منځ چې ډینګانو ځالې په کې جوړې کړې وې، پلي اوښتی شول. الماني مرغان پوهانو د ښکار داسې نښې ولېدې چې د مرغانو د نسل ډېرېدنې مخه یې نیوله.
په ۱۴۰۲ هجري کې د ملګرو ملتونو د چاپېریال ساتنې پروګرام (UNEP) د ډلې د ورتګ پر مهال د جهیل تل او د اوبو ورغلې لارې په بشپړه توګه وچې وې او د تل اوبه شاوخوا درې متره ښکته شوې وې. د سیمې خلکو ویلي و چې «له ۱۳۷۸ کال راهیسې جهیل هر کال وچېږي». دوی دا هم ویلي وو چې « د سیمې خلک د اوبنیو مرغانو او ډینګانو ښکار کوي».
د Rewild ډلې بیا په سیمه کې یواځې اووه ډوله مرغان ولیدل چې یو یې هم د اوبو مرغه نه و. علوي وویل: « د وچ شوي جهیل په تل کې یواځې سپېرکونډکې ګرځېدې او پسونه څرېدل».
د غزني آب ناور سیمه/انځور: او آر/ کال/ ۱۴۰۵
دې ډلې د آمو سیند په اوبلنو سیمو کې یو څه ګډ انځور ولید. د دوی په وینا، دا «سختې زیانمنې شوې سیندغاړې او اوبلنې سېلابي سیمې» دي. اوس هلته یواځې د نویو ځنګلونو او د سیند پر غاړو او ټاپوګانو د بوټو په ګډون ددغو استوګنځایونو ټوټې پاتې دي.
د امام صاحب ولسوالۍ او درقد سیمې د BirdLife International له خوا د مرغانو د مهمو سیمو په توګه پېژندل شوې دي . دا پخوا د شاهي ښکار خوندي سیمې وې. د سروې ډلې د دښت کلا ولسوالۍ په ساسوخکول کې په پرتلیز ډول یوه روغه سیمه وموندله.
دا سیمه د پنج او کوکچې سیندونو د یوځای کېدو په ځای کې پرته ده او شاوخوا ۴۵۰ هکټاره زېمناکې ځمکې او د سیند غاړې ځنګلونه لري. د سروې ډلې وویل چې دا د آمو سیند پرغاړه «په پرتلیز ډول له روغو اوبلنو سیمو»څخه یوه هغه ده او د منځنۍ اسیا د وچو سیمو د پخوانیو سیندغاړو ایکوسیستمونو یوه نادره بېلګه ګڼل کېږي.
د ۱۳۸۶ کال یوه سروې دا سیمه داسې راپېژني:
«د سپېدار او ولې د ونو بېلابېل ځنګلونه،غز ، سنځلې، ترخې سنځلې، د لوړو لوخو پراخې سیمې او چمنونه، د مېشتو او کوچېدونکو ژوو لپاره پناهځایونه برابروي. د توغای ځنګلونو ایکوسیستم د اوبو او خاورې د ساتنې لپاره هم ډېر ارزښت لري». خو سروې کوونکو لیکلي و چې دا سیمې تر ټولو ښه حاصل کوي او ډېری یې په کرنیزو ځمکو بدلې شوې دي. پاتې سیمې بیا د وهل شویو ونو او د څارویو د څرولو له امله زیانمنې شوې دي.
په ۱۴۰۵ هجري کې د Rewild د سروې ډلې هلته ۲۱ ډوله مرغان ، چې ۱۳ یې اوبني وو، ثبت کړل. د دوی په راپورکې ویل شوي چې د پراخو لوخو له امله د سیمې بشپړه لیدنه ستونزمنه وه. دوی باور درلود چې ساسوخکول لا هم د لېږد لارې په اوږدو کې د منځنۍ آسیا د مرغانو له پاره د ژمي تېرولو او تمېدا وړ ځای کېدای شي، خو له اندېښنو پاکه لار هم نه ده:
تر اوسه د دې اوبلنې سیمې پاتې کېدل تر ډېره له سېلابونو اوبو د جوړو شویو اوبلنو ځمکو او له زرڼو ډکو ډنډونو له برکته دي، چې د کرنې او څرولو مخه یې نیولې ده. د لوخو پراخ ځنګلونه لا هم د مرغانو له پاره د ژمي او استراحت مهم ځایونه دي. مرغان ډېر ارام ښکاري او له خلکو ډېر نه وېرېږي. خو اوس دا وضعیت بدلېږي، ځکه چې په سیمه کې د پولې د کنټرول او سوداګرۍ زېربناوې جوړېږي او د سرو زرو د راایستلو( استخراج) وړې چارې هم پیل شوې دي.
د دوی په وینا د مرغانو د استوګنځایونو ویجاړېدل «خطرناک برید ته رسېدلی» ځکه چې شاوخوا ډېرې سیمې په کرنیزو ځمکو او څړځایونو بدلې شوې دي.
علوي د سروې ډلې عمومي پایله داسې بیان کړه:
« وضعیت د پخوانیو راپورونو پرتله، ښه نه دی. مرغان تر فشار او ګواښ لاندې دي. بشپړ انځور ترلاسه کول ګران دی، ځکه ډېرې اوبلنې سیمې لا نه دي سروې شوې. موږ غواړو چې لږ تر لږه ۲۸ نور ځایونه وګورو. خو هغه سیمې چې موږ لیدلې انځور یې ریښتیا هم ښه نه دی».
د افغانستان په شپږو اوبلنو سیمو کې د لیدل شویو مرغانو ډولونه
مرغان چېرته دي؟
د مرغانو د شمېر، استوګنځایونو او ډولونو د تنوع په اړه سیمهییز انځور جوړول ډېر اړین دی. ځکه چې موږ نه پوهېږو د منځنۍ آسیا د مرغانو لېږدلاره د انساني فعالیتونو، لکه د اقلیم بدلون له امله څه وړ اغېزمنه شوې او له دې اغېز سره مرغان څنګه ځانونه روږدوي.
علوي اټکل وکړ چې د کوچېدونکو مرغانو سېلونو ښايي زده کړي وي چې د شمالي دښتو په څېر سیمو کې چې د مرغانو د ښکاریانو له پاره نوموتې سیمې دي،تم نه شي او که شونې وې په عمومي ډول د هندوکش سوېل ته په ټولو ځایونو کې له تمېدا ډډه وکړي.
هغه وویل:
« خلک مرغانو ته د ژمې تېرول، نسل ډېرول او یا د لنډ مهال له پاره تمېدل ناشوني کولی شي».هغه زیاته کړه «هغه مرغان چې له جالونو او ډزو ژوندي ووځي، دا نه هېروي چې کوم ځایونه دوی ته خطرناک او کوم خوندي دي». ښايي مرغان اوس د ځان ژغورنې له پاره د انسانانو له مېشتځایونو لري په لوړو سیمو کې تم کېږي او که هوا (موسم) اجازه ورکړي، هڅه کوي چې تر شوني بریده له خلکو ګوښه و اوسي. خو هغه وویل چې دا موضوع لا ژورې او هر اړخیزې څېړنې ته اړتیا لري.
علوي وویل چې هوا هم یو ډېر مهم لامل دی ځکه چې خرابه هوا کولی شي کوچېدونکي مرغان اړ کړي د خلکو سیمو ته نژدې کېني چې دا د هغوی ژوندي پاتې کېدو فرصت هم ډېر کموي. پروسږکال په وري میاشت کې له دوو شپو سخت باران وروسته، علوي او رضایي وموندله چې د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ یوه ښکاري په یوه شپه ۲۰۰ جګ پښي اوږدغاړي مرغان نیولي وو. مرغان مجبور شوي وو په داسې سیمه کې کیني چې عموماً به دوی هلته د نه خوندیتوب له ډاره نه کيناستل.
علوي او رضایي هغه مهال د Wildlife Conservation Society په یوه پروژه کې کار کاوه. د پروژې موخه دا وه چې په هغو سیمو کې د مرغانو د کوچ پر مهال د اوږدغاړو مرغانو د ښکار او نیولو په اړه نور معلومات راټول کړي چې د ښکار خطر په کې ډېر وي. د کابل د مرغانو په بازار کې، علوي او رضایي وموندله چې په ۱۵ هټیو کې دوو هغو یې ژوندي اوږدغاړې مرغان پلورل او د یوې جوړې بیه یې ۱۰۰ امریکایي ډالره وه. دوی همدارنګه د بګرام ولسوالۍ په دریو هټیو کې ټولټال ۱۸ حلال شوي اوږدغاړي مرغان ولیدل چې غوښې یې پلورل کېدې او د هر یوه بیه شاوخوا ۷ ډالره وه.
د پروان ولایت د سیدخېلو ولسوالۍ په یوه کلي کې دوی د مرغانو د نیولو ۱۳ ځایونه ولیدل .هغوی مصنوعي حوضونه چې جالونه ترې چاپېر وو، جوړ کړي وو، او د مرغانو د ژوندي نیولو او جذبولو له پاره يې له پلاستیکي مرغانو او د اوږدغاړو مرغانو له ثبت شویو غږونو څخه کار اخیست چې ورته غږول کېدل.
علوي او رضایي دې پایلې ته ورسېدل چې:
د شمالي په هواره دښته کې نیول شوي ډېری اوږدغاړي مرغان د پلور لپاره نیول کېدل، او لږ شمېر یې د غوښې له پاره.
د اوږدغاړو مرغانو بیه اوس پاموړ راټیټه شوې ده. په ۱۳۹۶ کې یوه جوړه اوږدغاړي مرغان تر ۲۵۰۰ ډالرو پورې پلورل کېده. ښايي لامل یې په کابل کې د شوقي توکو د پېر له پاره د پیسو کمېدل او د غوښتنې راټيټېدل وي او یا ښايي خراب موسم د مرغانو شمېر زیات کړی او بیې یې راټیټې کړې وي.
دا کلنګ (Grus virgo) مرغان دي چې د ۲۰۲۵ کال د پسرلي په موسم کې، د شمال پر لور د کډوالۍ پر مهال، د کابل ولایت د بګرام ولسوالۍ کې د خرابې هوا له امله ښکته کېدو ته اړ شول او ونیول شول. د ارام ساتلو او د اهلي کولو لپاره یې سترګې پوښل شوې وې. دوی باید په سیمه ایز بازار کې ، لکه د کابل د مرغانو په بازار کې د کورني مرغانو په توګه وپلورل شي. انځور: ایوب علوي.
د شمالي وادۍ خلک د مرغانو د پیاوړیو ښکاریانو او نیونکو په توګه مشهور دي. په دې اړه د لیکوالې یو پخوانی راپورهم وګورئ چې په کې لیکل شوي چې د بګرام یوه دوکاندار هڅه کوله یو نهخوړل کېدونکی ( مردار) لوی تورسری سمندري مرغه ( Great black-headed Gul) (سمندري کارګه) د ډېرې خوندورې غوښې په نوم وپلوري.
علوي او رضایي لیکي چې د مرغانو د کوچ پر مهال په دغو سیمو کې د بالغو او ځوانو مرغانو مړینه، د سایبریایي لوېدېځو اوږدغاړو مرغانو د شمېر د کمېدا او له منځه تلو تر ټولو لوی لامل دی.
دوی زیاتوي چې اوس مهال ځوان ښځینه مرغان او یوریشیايي مرغان هغه اصلي ډولونه دي چې ښکاریان یې د وري له لومړۍ اوونۍ څخه د غوايي تر دویمې لسیزې پورې ښکار کوي.
تیاره حالت ته یو فعال غبرګون
سره له دې چې د Organization Rewild سروې د اوبنیو او کوچېدونکو مرغانو له پاره یو خواشینوونکی انځور وړاندې کوي، خو علوي یوه مثبته خبره کوي او هغه د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي ادارې (NEPA) څخه د مرستې د ژمنې تر لاسه کول دي.
علوي ویلي چې د افغانستان د چاپېریال ساتنې ادارې ورته د مرستې ډاډ ورکړی دی. کله چې یې د افغانستان چاپېریال ساتنې ادارې ته د سروې په اړه مالومات ورکړل، ددې ادارې چارواکو د ګډ کار وړاندیز ورته وکړ. د بېلګې په توګه علوي وویل « د چاپېریال ساتنې اداره به خپل کارمندان له موږ سره ساحوي سفرونو کې ولېږي».
علوي دا هم وویل چې د افغانستان چاپېریال ساتنې ادارې مشر وړاندیز ورته کړی چې د چاپېریال ساتنې اړوند راپورونه، د بېلګې په ډول د ښکار او نورو په اړه له دوی سره شریک کړي چې اړونده اداره د مرکزي حکومت په مرسته د ښکار د رسمي بندیز په پلي کولو کې هلې ځلې وکړي (پژواک).
هغه وویل، که لندې سیمې ښه مدیریت شي او د سیمې خلک مرکزي رول په کې ولري، نو ګټه به یې یواځې مرغانو او طبیعي ایکوسیستمونو ته نه وي، بلکې دا سیمې به د تفریح له پاره ښې ساحې او د ګرځندویانو له پاره ښې اسانتیاوې چمتو کړي. اوس ځینې ګډ فعالیتونه پیل شوي دي. ، د پسرلني لېږد یا کوچېدا تر پیل وړاندې، د وري په میاشت کې Organization Rewild او او د افغانستان چاپېریال ساتنې ادارې په ګډه د اوږدغاړو مرغانو د ساتنې لنډمهاله کاري ډله جوړه کړه.
Rewild وویل دغه ډله د رسنیو له لارې « د مرغانو د نه ښکارولو، نه نیولو،د ناقانونه سوداګرۍ د منع کولو، نه ځورولو او د افغانستان له لارې د پسرلني کوچ پر مهال اوږدغاړو مرغانو ته د خوندي تېرېدلو د پیغامونو له پاره کمپاین کوي». دغې کاري ډلې له وړاندې لا د کوچېدونکو مرغانو د تمېدا سیمو او د ښکار پېژندل شوو خطرناکو ځایونو ته ساحوي سفرونه کړي دي.
له دغو سیمو څخه یوه د شمالي هواره ځمکه ه وه چې د کابل شمال ته د کاپیسا او پروان ولایتونو په ځینو برخو کې پرته ده. Rewild وویل چې دا سیمه «د ډېرو مرغانو، په ځانګړي ډول د اوږدغاړو مرغانو له پاره د کوچ یوه مهمه تنګه لار ده»، ځکه مرغان دلته راټولېږي او بیا د هندوکش په غرونو اوړي او د منځنۍ اسیا په لېږدلار شمال ته ځي.
خو لکه وړاندې چې مو یادونه وکړه دا سیمه د خپلو ښکاریانو له امله هم مشهوره ده. اوس باید په بېړني ډول د اوبو او انرژۍ وزارت او د بندونو له اړوندو ادارو سره د سردې او سلطان حوض( ډنډ) د چاپيریالي اوبو د پرله پسې بهېدو د منظمولو او خوندي کولو له پاره همږغي وشي.
دوی وايي دا کار لږ تر لږه د هایډرولوژیکي (د اوبو د سیستم) شرایطو د بېرته رغولو او د اوبلنو سیمو د بیرته ژوندي کولو له پاره ډېر ارزښت لري. همدارنګه د اوبو د مدیریت او د بیا رغونې په تکل د اوږمهالې پلانونې له پاره د ځمکنیو اوبو د وضعیت او حرکتونو په اړه د کره او غوره مالوماتو اړتیا شته.
د راپورونو له مخې یو ووړ،خو ښه خبر دا دی چې د ۱۴۰۵ هجري د وري تر ۱۶مې پورې د څو ورځو پرلهپسې بارانونو او د سلطان بند [چې د آبِ ایستاده په پورتنۍ برخه کې پروت دی] د اضافه اوبو له خوشې کېدو وروسته، په دې لنده سیمه کې د پام وړ اوبه راټولې شوې وې.
علوي همدارنګه د چاپېریال ساتنې د برخې هغه ګڼ کارونه یاد کړل چې لا بشپړول غواړي. د سروې ډله لېواله ده چې نورې لندې سیمې او استوګنځایونه لکه لوېدیځې دښتې چې د افغانستان له پاره ځانګړي ارزښت لري او د نادره هباره مرغانوکوربنې دي ،هم وڅېړي.
دغه مرغان د عربي خلیج د ښکاریانو، چې په بازانو پسې ګرځي، ډېر خوښېږي. دا هغه ښکاریان دي چې د عربو په ټاپووزمه کې یې دا ډول مرغان نژدې تر پوپناه کولو ښکار کړي دي، او اوس یې په ښکار پسې افغانستان او پاکستان ته د سفر ملاوې تړلې دي او لګښتونه پرې کوي.
دا ډله همدارنګه غواړي هغه ټپوسان (vultures) وڅاري چې د پسرلي او ژمي په موسمونو کې د سالنګ له درې څخه لېږدي. لکه: ږیرور یا هډوکيخوړونکی ټپوس،مصری ټپوس، سپین سری ټپوس.
دوی دا هم غواړې چې د بامیانو په هغه لوړه سطحه کې چې د ښکاري مرغانو او تي لرونکو حیوانانو له پاره مهمه ده او د جمهوري نظام پر مهال د خوندي طبیعي منظري په توګه اعلان شوې وه، له سیمهییزو خلکو او حکومت سره ګډ کار وکړي.
علوي وویل:«د سیمې پراخوالي او د استوګنځای ډول ته په کتو به، دا یو بېساری فرصت وي». علوي د طبیعي سرچینو د ټولن محوره مدیریت په برخه کې تجربه لري، خو هیله دا ده چې د لندو سیمو د مرغانو دا سروې به په افغانستان کې د چاپېریال ساتنې د لا پراخو هڅو له پاره د پیل لومړنی ګام شي.
د سروې ډله وايي دا سروې په خپله هم ځانګړی ارزښت لري: « دا یواځې د مرغانو شمېرنه نه وه بلکې له نړیوالې لېږد لارې سره د افغانستان بېرته نښلول او په ملي کچه د مرغانو لومړنۍ او نوې سرشمېرنه وه. دې سروې د اوبنیو مرغانو د نړیوالې څارنې په برخه کې د افغانستان ګډون بیا ټینګ کړ او د هېواد د ځینو مهمو لندو سیمو په اړه یې له څو لسیزو وروسته لومړني نوي بنسټیز مالومات چمتو کړل. دغه مالومات به د اوبلنو سیمو د ښه مدیریت او ساتنې د پلان د ملاتړ له پاره له ملي ادارو سره شریک شي».
علوي مني چې د مالي ملاتړ د نشتوالي له امله یې د پخوانیو سروېګانو بشپړه تګلاره پلې نه شوای کړای. هغه وايي چې که څه هم په ۱۴۰۵ م کې د Organization Rewild له خوا د افغانستان د اوبلنو سیمو د مرغانو سروې محدوده وه، خو دا یې روښانه کړه چې د مرغانو استوګنځایونه، د هغوی ډولونه او شمېر په خورا لویه کچه کم شوی دی.
دې څلور کسیزې ډلې د دې څېړنې لګښتونه د چا له ملاتړ پرته په خپله کړي وو. د خپلې خوښې دا ډول کارونه تل غځېدلی نه شي. افغانستان له شک پرته داسې متخصص ساینسپوهان لري چې ډېر لوی کارونه کولی شي، خو له مالي ملاتړ پرته به دا سخته وي چې تخصص یې عملي پایلې ولري.
بیاکتنې:
دا مقاله په وروستي ځل تازه شوې وه ۱۰ سرطان / چنګاښ ۱۴۰۵