Afghanistan Analysts Network – Dari Pashto

اقتصاد، پرمختیا، چاپېریال / اقتصاد، توسعه، محیط زیست

په افغانستان کې د ګوزڼ ناروغۍ پېښې په ډېرېدو دي: امارت څه وړ د واکسین کمپاین سمبالوي؟

یلینا بلیثا نور خان همت 17 دقیقې

وروسته له هغه چې تېر زېږدیز کال د ګوزڼ ناروغۍ ضد کمپاین دوه ځله وځنډېد، بالاخره اسلامي امارت د لړم لومړیوکې تر پنځکلنۍ لاندې ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین لګول بیا پیل کړل، خو کورونو ته د ورتلو پر ځای يې د واکسین لګولو له پاره مسجدونه یا په کليو کې ځینې کورونه د واکسین د مرکزونو په څېر وټاکل. نور به واکسیناتوران کور په کور نه شي ګرځېدای. داسې برېښي چې د واکسینونو د کمپاینونو ځنډ او د دې بهیر د ډول بدلون د ګوزڼ د ناروغانو شمېر زیات کړی وي. د ۱۴۰۲ژمي نه د ۱۴۰۳ ژمي پورې په هېواد کې ۲۵ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د روغتیا نړیوال سازمان د شمېرو له مخې دا په تېرو څلورو کلونو کې د ګوزڼ د مثبتو پېښو تر ټولو لوړ شمېر دی. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند د ګوزڼ یادې پېښې نه مني او وايي چې « په هېواد کې د ګوزڼ ناروغۍ یوه پېښه هم نه ده موندل شوې». د افغانستان تحلیلګرانو شبکې یلینا بلیثا او نور خان همت د افغانستان له هغو شپاړسو ولایتونو څخه په ځینو ولایتونو کې چې د ۱۴۰۳هجري  کال په لړم او لیندۍ میاشتو کې د ګوزڼ د کمپاین له پاره په نښه شوي وو، تر پنځکلنۍ  لاندې ماشومانو له پلرونو او میندو سره خبرې کړې دي او له هغو یې پوښتي دي چې د ګوزڼ ناروغۍ  د مخنینوي له پاره د امارت اوسنۍ تګلارې ته په کومه سترګه ګوري.

په کندهار کې یو افغان روغتیايي کارمند یوه ماشوم ته د کمپاین پر مهال د ګوزڼ د مخنیوي واکسین ورلګوي. انځور: ثناؤالله صیام ، د ۲۰۲۴ د ډیسمبر په ۲۳مه / اې ایف پي

ورور مې زما لیدو ته راغلی و او راته ویې ویل چې د ګوزڼ ناروغۍ واکسیناتوران راغلي وو او د مسجد مخ ته یې ماشومان واکسینول. ما له وروره وغوښتل چې تر مسجد پورې د دوو ماشومانو په وړلو کې مرسته راسره وکړي. که هغه نه وای راغلی، زه په کمپاین نه خبرېدم او ماشومان به مې بې واکسینه پاتې شوي ول. د ګوزڼ د مخنیوي واکسین د اعلان په وخت کې مې مېړه په مسجد کې نه و. هغه په پټي کې کار کاوه. دا زما له پاره ډېره سخته ده، که مې ورور نه وای، خپل ماشومان مې د واکسینولو له پاره نه شوای وړلی. دا د یوې ښځې له پاره ډېره ستونزمنه ده چې داسې ځای ته ماشومان یوسي چې ډېر نارینه راټول شوي وي. زه خپله شرمېدم چې هلته ولاړه شم. کور په کور واکسین تر دې ښه دی. زه ښه پوهېږم چې که نارینه په کور کې نه وي، ځینې مېرمنې به بیخي خپل ماشومان د واکسین له پاره مسجد ته ور نه وړي.

پورته خبرې د هلمند ولایت په مارجې ولسوالۍ کې ګل سیمې چې دوه ماشومان يې تر پنځکلنۍ لاندې دي را ته وکړې. هلمند ولایت د ګوزڼ د پېښو د لوړې کچې مخینه لري. ګوزڼ یوه ویروسي ناروغي ده، د ناروغ د بدن ځینې برخې په بشپړ ډول شلَوَلی شي اوعموما ماشومان پرې اخته کېږي. کله چې تر لسو اوونیو ځنډ وروسته (د زمري له ۱۳ مې د لړم تر اوومې) په لړم او لیندۍ میاشتو کې د ګوزڼ واکسین بیا پیل شو، ګل سیمه یوه له هغو افغانانو څخه وه چې موږ ورسره غږېدلي یوو.

زموږ ډېری مرکه کېدونکي د ګل سیمې په څېر، د جنوبي ولایتونو اوسېدونکي دي. ټول نه، خو ځینې له کمپاین څخه خبر شوي وو. دا یواځې ګل سیمه نه وه چې ناڅاپه خبره شوې وه. ځینو پلرونو وویل چې واکسین ته د ماشومانو وړلو له پاره یوه ورځ کار ته نه وو تللي. ځینې بیا د کار له لاسه ورکولو له ډاره ،کار ته تللي وو او ماشومان يې بې واکسینه پاتې شوي وو. نژدې ټولو مرکه کېدونکو د ماشومانو په واکسینولو کې یا ستونزې درلودې او یا خوشاله نه وو. دوی ویل که واکسین کور په کور شوی وای، کار به آسان او د واکسینو بهیر به هم ښه و. دا راپور د دغو مرکه کېدونکو تر خبرو وړاندې په افغانستان کې له ۱۳۸۰هجري راهیسې  د ګوزڼ حالت او په تېر کال کې ددې ناروغۍ د مخنیوي پر کمپاینونو تم شوی دی.

له ۱۳۸۰ راهیسې په افغانستان کې د ګوزڼ ناروغۍ ته یوه لنډه کتنه

کله چې له ۱۳۵۷ راوروسته د پراخو کمپاینونو پروګرام تر نامه لاندې د ګوزڼ د مخنیوي کمپاین پیل شو، په افغان ماشومانو باندې د واکسینونو لګول حتمي شول، له هغه راهیسې د ګوزڼ ناروغۍ پېښي د ۱۳۶۰مو کلونو پرتله چې په زرګونو وې، په ۱۳۷۰ مو کې سلګونو ته راټيټې شوې او تر ۱۳۸۰ مو کلونو پورې  هر کال د ګوتو شمېر کچې ته راټيټې شوې دي.

له ۱۳۸۰ راهیسې د ګوزڼ د پېښو راټیټېدل د ګوزڼ د مخنیوي یا معافیت د پراخو کمپاینونو پایله ده. د بېلګې په ډول په ۱۳۸۰ کې  یواځې ۲۵ سلنه ماشومانو ته درېیم او وروستی پړاو واکسینونه ورسېدل، خو تر ۱۴۰۲ پورې  دا کچه نژدې ۶۸ سلنې ته لوړه شوه.

داسې کلونه هم ول چې په دې اړه پرمختګ پرځای ودرېد او یا شاتګ وشو. د بېلګې په ډول  په ۱۳۹۳ کې چې کله ډېری بهرني ځواکونه له افغانستانه ووتل او د ولسمشرۍ ټاکنې وشوې، د ګوزڼ د مخنیوي واکسین تر پنځوس سلنه ماشومانو پورې راټيټ شو.دا دواړه کارونه په عمومي ډول د امنیت د ویجاړېدا او بېلابېلو سیمو ته د واکسیناتورانو دلږ لاسرسي لامل شول.

همدا ډول  په ۱۳۹۰ او ۱۳۹۱ کې په ترتیب سره۸۰ او ۵۶ د ګوزڼ پېښې وموندل شوې ( لاندې اول جدول وګورئ). سختې جګړې، په عمومي توګه په هېواد کې د واکسین د بهیر کمه څارنه او په سیمه ییزه توګه د طالبانو له خوا کور په کور د ګوزڼ د کمپاینونو بندیز د ګوزڼ د پېښو د زیاتوالي لاملونه وو. د ۱۳۹۹ له وري میاشتې څخه تر چونګاښ پورې د کورونا د وبا له امله کمپاینونه بېخي و نه شول، خو تر دې یو کال وړاندې د ۱۳۹۸ غویي میاشت کې طالبانو کور په کورکمپاین باندې بندیزاعلان کړ چې په ورپسې کال له وري میاشتې څخه تر غبرګولي پورې بیخي کمپاین ونه شو.

په افغانستان کې  له ۱۳۸۰ څخه تر ۱۴۰۳  پورې د ګوزڼ د مثبتو پېښو کلنی شمېر

شمېرې د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال پروګرام څخه را اخیستل شوې دي. جدول د افغانستان تحلیلګرانو شبکې جوړ کړی دی.

په عمومي ډول له ۱۳۸۰ راهیسې د ګوزڼ ویروس د افغانستان په جنوبي سیمو کې او ډېر لږ د هېواد په نورو برخو کې موندل شوی دی. د ګوزڼ پېښې په جنوب کې په عمومي ډول په هلمند ، کندهار او د هغو په ګاونډیو ولایتونو کې موندل کېږي. د بېلګې په ډول په ۱۳۹۰ کې له ۸۰ پېښو څخه ۶۲ هغه یې د افغانستان په جنوب کې شوې وي. همدا ډول د ۱۳۹۹ کال په ۵۶ پېښو کې ۳۸ هغه په جنوبي حوزه کې رامنځ ته شوې وي ( هلمند ۱۶، کندهار ۱۴،اوروزګان۴،زابل ۳ او نیمروز ۱). په ۱۴۰۳ کې هم په ۲۵ مثبتو پېښو کې ۲۱ هغه يې په جنوبي ولایتونو کې ۱۴ په کندهار او اووه په هلمند کې ثبت شوې وې. 

د ګوزڼ د مخنیوي په کمپاینونو کې وروستي ځنډ

په ځینو ولایتونو کې د ګوزڼ د مخنیوي کمپاین هره میاشت کیږي. دا کمپاینونه یا په ملي کچه وي یا په نیمه ملي کچه وي چې ځانګړې سیمې په کې په نښه کېږي. هر یو کمپاین له دریو تر پنځو ورځو پورې وي. په دې سربېره ځینې واړه کمپاینونه چې د پېښو په وړاندي ځوابي  کمپاینونه ورته وايي هم په منظم ډول کېږي. میاشتني کمپاینونه تر پنځکلنۍ  لاندې میلیونونه ماشومان په نښه کوي. لاندې دوه نوملړونه د ۱۴۰۲ او ۱۴۰۳ کلونو د ګوزڼ د مخنیوي د کمپاینونو ډول ،  په هر میاشتني کمپاین کې د واکسین شویو ماشومانو شمېر او په هره میاشت کې د ګوزڼ د رامنځ ته شویو پېښو شمېر ښيي. ۱۴۰۳ په شمېرو کې دوه ځله راغلي خنډونه هم لیدل کېږي.

د ۲۰۲۳ د ګوزڼ د کمپاینونو ډولونه، په هر کمپاین کې د واکسین شویو ماشومانو شمېر او د ګوزڼ د مثبتو پېښو شمېر. شمېرې د ملګرو ملتونو د نړیوال خوراکي پروګرام له شمېرو څخه اخیستل شوې دي. نوملړ د افغانستان تحلیلګرانو شبکې جوړ کړی دی.
د ۲۰۲۴ د ګوزڼ د کمپاینونو ډولونه، په هر کمپاین کې د واکسین شویو ماشومانو شمېر او د ګوزڼ د مثبتو پېښو شمېر. شمېرې د ملګرو ملتونو د نړیوال خوراکي پروګرام له شمېرو څخه اخیستل شوې دي. نوملړ د افغانستان تحلیلګرانو شبکې جوړ کړی دی.

د هلمند ولایت کجکي ولسوالۍ اوسېدونکي د دریو ماشومانو پلار سید محمد چې درېواړه یې تر پنځکلنۍ لاندې دي  وویل :

د ګوزڼ د مخنیوي کمپاین ډېر وځنډېد. ما هم په خبرونو کې اورېدل چې امارت کور په کور واکسین بند کړی دی. زه ريښتیا هم ډېر خواشینی وم او فکر مې کاوه چې له دې وروسته به موږ هیڅکله د ګوزڼ پر وړاندې خپل ماشومان  واکسین نه کړو او امارت به دا بېخي بند کړي. شکر دی واکسین بیرته پیل شو.

 ګارډین ورځپاڼې د افغانستان د روغتیا د یوه چارواکي له خولې لیکلي چې د  ۱۴۰۳د زمري میاشتې د ۲۳ مې او د لړم د ۷ تر منځ واټن کې وروسته له هغه چې امارت په موقت ډول د ګوزڼ د مخنیوي واکسین وځنډاوه، یو افغان ماشوم هم نه دی واکسین شوی. دغه چارواکي ګارډین ته ویلي و چې «د ګوزڼ واکسین د کمپاین د پلي کولو په ډول کې د ستونزو  له امله ځنډېدلی دی».  دوی  ویلي چې ستونزي امنیتي او په کمپاینونو کې د ښځینه کارمندانو ګډون دی. ازادۍ راډیو د وږي  میاشتې وروستیو کې په ننګرهار ولایت کې د ګوزڼ د مخنیوي د یوه کارمند له خولې ویلي چې د « ګوزڼ واکسین کمپاین د سیمه ییزو طالب چارواکو له خوا له مرستندویو سازمانونو څخه د مالیې په غوښتنه ځنډېدلی و».

چارواکي د ګوزڼ د مخنیوي کمپاین د ځنډ په اړه په ډاګه ډېر لږ غږېدلي دي، له دې امله ددې ځنډ لامل اوس هم نه دی مالوم. خو کله چې واکسین بېرته پیل شو او کور په کور واکسین کمپاین باندې بندیز ولګېد،نو لږ تر لږ دا مالومه شوه  چې چارواکي د کور په کور واکسین کمپاین ته په اجازه ورکولو کې زړه نازړه وو، ځکه يې کمپاین درولی و. دوی اوس واکسین ته اجازه ورکړې ده، خو پلرونه یا میندې به ماشومان د واکسین له پاره د ګوزڼ د مخنیوي  موقتو مرکزونو، لکه مسجدونو ته ور وړي.

د طالبانو له پاره د واکسین د پلي کېدا ډول له اوږده مهال راهیسې یو لانجمن ټکی و. د افغان حکومت او بهرنیو ځواکونو په وړاندې د طالبانو د جګړې پر مهال طالبانو له دې وېرې چې واکسیناتوران ښايي جاسوسان وي کور په کور کمپاین یې بند کړی و. « په دې اړه د افغانستان تحلیلګرانوشبکې دا راپور ولولئ). هغه روغتیايي چارواکي ګارډين ته ویلي و چې دا وېره لا هم شته. هغه ویلي: «د کور په کور کمپاین بندولو یو لامل امنیت دی. په جنوب، په ځانګړي ډول کندهار کې د طالبانو مشران اوسي او دوی اندېښمن دي چې واکسیناتوران به د هغوی ځایونه بهرنیو ګواښونو ته وبرسېره کړي».

خو د چارواکو له خوا اندېښني په ټولیزو اخلاقو متمرکزې وې. یوه سیمه ییز روغتیايي کارمند ګارډین ته ویلي چې حکومت کور په کور د ښځو ګرځېدل نه خوښوي. دې خبرې ته په نورو ویناوو کې هم اشاره شوې ده، د بېلګې په ډول د بي بي سي  د مرغومې  په درېیمه نېټه خپاره شوي راپور کې. بي بي سي د عامې روغتیا د ګوزڼ د مخنیوي واکسین د رییس، ډاکټر عبدالقدوس بریالي له خولې لیکلي چې د کندهار د علماوو شورا او د کندهار، هلمند او اوروزګان ولایتونو د استازو « له غوښتنې وروسته مولوي هبة الله اخندزاده  کور په کور د ګوزڼ واکسین بند کړ». بریالي وویل د علماوو شورا اندېښنه درلوده چې «کله چې رضاکاران د دوی دروازې ور وټکوي،ښايي نارینه په کور کې نه وي». ددې راپور له پاره زموږ په مرکو کې موږ داسې خبرې وا نه ورېدې.

دې بنديز روغتیاپالان اندېښمن کړي دي، ځکه دوی فکر کوي چې دا بندیز به تلپاتی شي. د کور په کور واکسین پر مټ واکسیناتوران کولی شي چې نویو زېږېدلو، ویدو، ناروغو او هغو ماشومانو ته چې  له میندو سره د خپلوانو کورونو ته تللي وي هم ځانونه ور ورسوي. دوی هغو میندو ته هم ځانونه رسولی شي چې  له کورونو، نه وځي: زموږ په مرکو کې به ولولئ چې ډېر ځله داسې مېرمنې وې چې له نارینه وو پرته له کوره نه وتلې خو دا هم شونې ده چې میندې یا پلرونه معیوب یا ناروغان وي او خپل ماشومان واکسین ته نه شي وړلی او یا د وړلو له پاره وسیله نه لري او له دې امله نه شي کولی ماشومان د واکسین لرې مرکز ته یوسي. ښايي پلرونه يې لرې وي او یا چېرې کار کوي. دا به کورنیو ته چې واکسیناتوران يې د کور وره ته ورشي او دوی خپل ماشومان واکسین کړي، تر هغه چې لرې مرکزونه ته یې یوسي، ډېر آسان وي.

میندې او پلرونه څه وايي؟

موږ وغوښتل چې د تېر اوړي په پای کې د ګوزڼ د مخنیوي د واکسین د ځنډ او بیا وروسته کور په کور ددې کمپاین د بندیز په اړه د پلرونو او میندو تجربې واورو. موږ د امارت له خوا د کمپاینونو له بیا پیلولو سره سم له شپاړسو ولایتونو څخه په پنځو کې چې د لړم او لیندۍ په میاشتو کې د ګوزڼ د مخنیوي کمپاینونه په کې شوي وو، له لسو پلرونو او میندو سره  دوه ځلې مرکې وکړې.  له اووو پلرونو او میندو سره مو چې تر پنځکلنۍ ټیټ ماشومان یې درلودل خبرې وکړي. دوې مرکې مو په کندهار، دوې په هلمند او یوه یوه په زابل، اوروزګان او کندوز ولایتونو کې وکړې. په دې سربېره مو د مرغومي میاشتې په ۵ مه د پیل شوي دویم کمپاین له پای ته رسېدا وروسته درې نورې مرکې په کندوز، کابل او زابل ولایتونو کې وکړې. موږ په کندهار کې له هغه پلار سره هم بیاځلي وغږېدو چې په لړم میاشت کې يې ماشومان له واکسینه پاتې شوي وو. موږ له هغوی سره د یوه پوښتنلیک له مخې وغږېدو.

بالاخره زموږ ټولو مرکه کېدونکو یعني اتو تنو په لړم او دوو په لیندۍ کې خپل ماشومان واکسین کړل. په دې کې ډېرئ د کمپاین له پیلېدا وړاندې خبر شوي نه وو.ځینې د کندهار د عینو مېنې د اوسیدونکي او تر پنځکلنۍ وړو دوو ماشومانو پلار نور محمد په ګډون د لړم میاشتې په کمپاین ناڅاپه خبر شوي وو.

موږ بېخي اعلان اورېدلی نه دی او واکسیناتوران مو هم کور ته نه دي راغلي. څو میاشتې وړاندې دوی زموږ کور ته راغلي وو او زموږ ماشومانو ته یې واکسینونه ورکړي وو. زموږ له پاره مسجد یا کوم مرکز ته د ماشومانو وړل ستونزمن کار نه دی. زموږ کورنۍ لویه ده او شکر څلور موټر لرو. خو په کمپاین نه خبرېدل مو یوه ستونزه ده.

موږ د لیندۍ له کمپاین وروسته له هغه سره بیا خبرې وکړې. دا ځل یې هم پخپله د کمپاین نه و اورېدلي، خو ناڅاپه او د کمپاین په پای کې چا خبر کړی و:

دوی زموږ د خبرولو ډېره هڅه نه کوي. موږ نېکمرغه وو چې یوه ملګري مې د کمپاین په څلورمه ورځ زنګ را وواهه او پوښتنه یې وکړه چې ماشومان مو واکسین کړي دي که نه. هغه خبر و چې په لړم میاشت کې زموږ ماشومان له واکسین څخه پاتې شوي وو. کله چې مې دا خبره واورېده ژر مې خپل ماشومان د سیمې روغتون ته یووړل او واکسین مې کړل.

همدا ډول د کابل ولایت اوسېدونکي تر پنځکلنۍ وړو دوو ماشومانو پلار عزیزخان  هم  د لیندۍ میاشتې د کمپاین پر مهال په ناڅاپي ډول خبر شوی وو:

ما تېره اوونۍ خپل ماشومان واکسین کړل. په لړم میاشت کې مې دوی واکسین نه کړای شول، ځکه چې موږ خبر نه وو. آن زموږ په مسجد کې یو اعلان لا نه دی شوی. زه د کمپاین په وروستۍ ورځ خبرشوم. خپل ورور ته مې وویل چې د واکسین مرکر ولټوي او ماشومان واکسین کړي. ورور مې واکسیناتوران ولټول کله چې يې هغه وموندل، هغوی له ده غوښتي و چې که خپل کور ورته د یوه ساعت له پاره د واکسین د مرکز په توګه ورکړي. هغوی ورته ویلي و چې ډېر کم خلک کورونه د واکسین د مرکز په توګه د یوه لنډ ساعت له پاره  ورکوي. ورور مې اجازه ورکړې وه.په دې توګه موږ خپل ماشومان هم واکسین کړل.

د کندوز ولایت دشت ارچي ولسوالۍ تر پنځکلنۍ وړو دریو ماشومانو پلار رحمت الله موږ ته وویل چې د لیندۍ میاشتې په کمپاین خبر شوی و. هغه وايي چې د هغوی په مسجد کې اعلان هره ورځ کېده خو هغه پرېکړه کړې وه چې ماشومان به په لیندۍ کې نه واکسینوي، ځکه چې کار کوي او کار د واکسین له پاره نه شي پرېښووی( دا پریکړه به د هغه د ماشومانو له پاره خطرناکه وي، ځکه چې د ګوزڼ د مخنیوي درې دورې اړینې دي). « ما مې د واکسین له پاره ماشومان د واکسین مرکز ته یو نه وړل». هغه وویل چې تازه  یې د کوهي کیندلو کار پیدا کړی دی:« زه هر ورځ ګهیځ وختي درې کیلومتره لرې  یوه کلي ته ځم. نه مې شوای کولی چې دا کار له لاسه ورکړم».

د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ اوسیدونکی محمد عمرهم په لیندۍ میاشت کې  له ورته پېښې سره مخامخ شوی و. هغه په خپله ځمکه کې په يوې کولو بوخت و چې کمپاین پیل شو. خو تر پنځکلنۍ د دریو وړو ماشومان دې پلار هم په لیندۍ کې د واکسین د مرکز په اړه نیوکه درلوده:

نژدې څلوېښت ورځې وړاندې ( په لړم میاشت کې) مو خپل ماشومان واکسین کړل. په وروستي کمپاین( لیندۍ) کې مې نه دي واکسین کړي. تېر ځل ښه و، مرکز مسجد ټاکل شوی و، مېرمنې مې ماشومان د واکسین له پاره ور وړي وو، خو دا ځل زموږ د مسجد ملا او ځینو نورو مشرانو ویلي وو چې مسجد باید د واکسین د مرکز په توګه و نه کارول شي او د مسجد پر ځای يې دوه نور ځایونه د واکسین د مرکز په توګه په نښه کړي وو. یو مرکز ډېر لرې و، د یوې له پاره مې یوټراکتور کرایه کړی و او زه د تخم په شیندلو بوخت وم. مېرمن مې ماشومان واکسین ته نه وو وړي، ځکه چې ښځه ده. زموږ دود دی چې مېرمنې له کوره د باندې نه پرېږدو، دومره لري خو یې بېخي نه پرېږدو.

دویم مرکز موږ ته نژدې و. ښايي پنځه دقیقې لار به وه، خو موږ ماشومان هلته د واکسین له پاره یو نه وړل، ځکه چې مرکز د هغه سړي په کور کې جوړ شوی و چې موږ ستونزې ورسره لرو. ما خپلې مېرمنې ته وویل چې ماشومان د هغه کور ته د واکسین له پاره ور نه وړي.

د کندهار ولایت د ارغستان ولسوالۍ څخه د څلورو ماشومانو چې درې يې تر پنځکلنۍ ټیټ وو، یوې بلې مور موږ ته وویل چې مېړه يې د ماشومانو د واکسینولو له پاره یو ورځ له خپله کاره رخصتي واخیسته:

مېړه مې د انارو په بڼ کې کار کوي. هغه هره ورځ ګهیځ شپږ بجې کار ته ځي. د واکسین په ورځ هغه کار ته نه ولاړ، ځکه اړ و چې له ما سره زموږ درې ماشومان د واکسین مرکز ته ورسوي. دوی درېواړه تر پنځو کلو لاندې دي. مېړه به مې هیڅکله مسجد ته د ماشومانو د واکسینولو له پاره پرېنږدي، ځکه هلته ډېر خلک وي. هغه را ته وايي چې له هغه پرته مسجد ته باید ماشومان د واکسین له پاره یو نه سم. هغه را ته وايي «مسجد ته یواځې مه ځه، ماشومان به نه مري». زموږ دود داسې دی. ښځې له سړیو پرته یو ځای هم نه ځي.

داسې ښکاري چې په سیمه ییز ډول د کمپاین له پاره د عامه پوهاوي هلې ځلې او څرګند اعلانونه کله کله شوي دي. چې دې کار پلرونو او میندو ته د ماشومانو د واکسینولو د وړتیا فرصتونه نور هم کم کړي دي. د کور په کور واکسین کمپاین له پاره اعلانونه ګټور دي، خو که ماشومان په یوه ځانګړي مرکز یا مسجد کې واکسینېږي بیا نو اعلانونه ډېر اړین دي. زموږ ډېرو مرکه کېدونکو د عامه پوهاوي پر بڼه نیوکې درلودې. ځینو ډېرې مثبتې تجربې درلودې، د بېلګې په ډول سید محمد د هلمند کجکي ولسوالۍ کې تر پنځکلنۍ  د دریو وړو ماشومان ‎پلار:

د لړم میاشتې په کمپاین له راډیو او په کلي کې د واکسیناتورانو له اعلانونو څخه خبر شوم. موږ خپل ماشومان مسجد ته یووړل او هلته يې واکسین ورکړ. مسجد مو کور ته ډېر نژدې نه دی. پخوا زه په کلي کې اوسېدم خو اوس مې په خپل پټي کې نوی کور جوړ کړی او هلته اوسم، پټي ته له نژدې اوسېدا خوند اخلم.

هغه د کور په کور واکسین هوسایۍ پسې ډېر ارمان کاوه.

دا اوسنی سیستم زما له پاره ډېر ستونزمن دی. که په کور کې نه یم، مېرمن مې خپل ماشومان واکسین ته نه شي وړلای. ناروغه ده، ماشومان مسجد ته نه شي وړای. پخوا واکسین زموږ له پاره ډېر آسان و. زه باور نه لرم چې هیڅوک دې هم مسجد په مسجد واکسین غوره وګڼي.

د زابل ولایت شاجوی ولسوالۍ د دریو ماشومانو پلار حسن خان چې دوه يې تر پنځکلنۍ واړه وو، هم په مسجد کې د واکسینو اعلان اورېدلی و.

زه په کور کې نه وم، خو مشر زوی مې اعلان اورېدلی و او خپل واړه وروڼه يې مسجد ته د واکسین له پاره بېولي وو. ورور مې هم واکسیناتور دی او هغه یوه بل کلي کې د ماشومانو واکسینولو ته تللی و. خپل دوه ماشومان يې واکسین نه کړای شول، ځکه چې مېرمن يې نه غوښتل ماشومان د واکسین له پاره مسجد ته یوسي. ځینې مېرمنې د واکسین له پاره مسجد ته نه ځي، دوی یا هلته د تګ اجازه نه لري او یا خپله شرمېږي. ما واورېدل چې زموږ په کلي کې نور ماشومان هم بې واکسینه پاتې شوي دي.

د کندوز ولایت دشت ارچي ولسوالۍ اوسیدونکي د شپږو ماشومانو پلار دوست محمد چې درې يې تر پنځکلنۍ واړه دي وویل چې د واکسین یو مبلغ ګهیځ وختي د دوی مسجد ته ورغی او خلکو ته يې وویل چې ټول خپل ماشومان واکسین ته ورولي. دوست محمد وویل چې ده هم خپل ماشومان د واکسینولو له پاره هلته وروستل. د اوروزګان ولایت د چارچینو ولسوالۍ اوسېدونکي د کلي ملا عبیدالله جان د اتو ماشومانو پلار چې درې يې تر پنځکلنۍ واړه دي، په خپل مسجد کې په خپله د واکسین له پاره اعلان کړی و. خو هغه وویل چې  مشر زوی یې تر ځان کشران مسجد ته ور وستل ، ځکه چې دی ( ملا) د خلکو هر کلي ته ولاړ و.

زموږ ټولو مرکه کېدونکو وویل چې د دوی په سیمو کې واکسیناتوران پخوا هم  نارینه وو او اوس هم نارینه دي. یواځې د کابل اوسیدونکي د دوو ماشومانو پلار د ښځینه کارمندانو خبره وکړه. هغه وویل :«مبلغین ښځینه وو، خو واکسیناتوران نارینه وو». له ۱۳۹۹ راهیسې هغه پروګرام چې ښځې به د نورو دندو تر څنګ د واکسین پروګرام هم مخته وړي، تر اوسه دریو ولایتونو ته په ازمېښتي ډول غځېدلی دی. دا «د واکسین له پاره ښځینه مبلغینې دي». د ټولنې مېرمنې، سره له دې چې د رګ د پېچکارۍ مسلکي زده کړې هم نه لري، ماشومانو ته د ګوزڼ څاڅکي ور کولی شي، د ګوزڼ ناروغۍ له منځه وړلو او د روغتیا په اړه عمومي مالومات نورو مېرمنو ته ورکولی شي. د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال پروګروام د راپورونو له مخې په ۱۴۰۳ کې د هېواد له ۳۴ ولایتونو څخه په ۲۰ هغو کې دا پروګرام له ۶۰۰ څخه زیاتو کارمندانو په مټ پلی شو.  د روغتیا نړیوال پروګرام او یونیسف د ګوزڼ له منځه وړلو په راپورونو کې ویلي چې ښځینه مبلغینې په ننګرهار، خوست او هلمند ولایتونو کې وې.

د روغتیا یوه افغانه کارمنده یوه ماشوم ته د ګوزڼ د واکیسین تر ورکولو وروسته د ماشوم ګوته په نښه کوي. ۲۰۲۴ اتمه جولای، انځور: محسن کریمي/اې ایف پي

 ددې پروژې موخه داده چې مېرمنې مېرمنو ته اسان لاسرسی ولري: په خوست کې د راضیې په نامه یوې مبلغې یونیسف ته ویلي و چې  د خلکو د ذهنیتونو بدلول د ډېرو ماشومانو د واکسینولو له پاره تر ټولو لومړنی او اړین ګام دی « ټولنه زما ډېر درناوی کوي، زه یوه مور یم، یوه انا یم، مېرمنې مې خبرو ته غوږ نیسي، زه مشرې مېرمنې هڅولی شم او دوی غواړې چې لوڼې یې هغه چوپړونه چې تر اوسه یې نه درلودل، ولري». یونیسیف د ښځینه مبلغینو له خولې لیکلي، کله چې مېرمنو د باوري ګاونډیو مبلغو مېرمنو له خولې د خپلو پوښتنو ځوابونه واورېدل د ولسوالۍ په هغه سیمه کې چې دوی کار په کې کاوه د واکسین په وړاندې د خلکو باورونه ښه شول.

واکسیناتوران که نارینه وي که ښځینه، زموږ د ټولو مرکه کېدونکو په وینا، کور په کور واکسین غوره ګڼي، ځکه چې دوی ورسره هوسا وي، وخت سپموي او بې لګښته وي ( نه وسایلو ته اړتیا شته او نه پیسې پرې لګېږي). په دوی کې د اوروزګان ولایت  د یوه مسجد ملا چې واړه ماشومان يې مشر زوی واکسین ته وروستي وو، هم کور په کور واکسین خوښاوه. په هغو سیمو کې چې په عمومي ډول مېرمنې یواځې مسجد یا د واکسین مرکز ته نه شي تلای او په کور کې باید یو نارینه وي چې مسجد ته د ماشومانو په وړلو کې ملتیا ورسره وکړي، د کور په کور کمپاین بندېدا له امله به له شک پرته لږ ماشومان واکسینېږي. لکه د کندهار د عینو مینې تر پنځکلنۍ لاندې دوو ماشومانو پلار چې په لنډو یې را ته وویل:

موږ له شک پرته کور په کور واکسین غواړو. که موږ په کمپاین باندې خبر شو بیا خو ماشومان د واکسین مرکز ته وړل زموږ له پاره ستونزه نه ده. خو د هغو کورنیو مېرمنو ته چې یواځې یو نارینه په کور کې لري او هغه هم کار کوي، د واکسین مرکز یا مسجد ته د ماشومانو وړل ډېر ګران وي. زموږ په ګډون ډېر خلک خپلو مېرمنو ته له کوره د وتلو اجازه نه ورکوي.

کارپوهان څه وايي؟

داسې نه ده چې یواځې میندې او پلرونه کور په کور واکسین غوره ګڼي. کارپوهانو د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته وویل چې په ۱۴۰۳ کې دوه ځله د کمپاین ځنډ لا ځینې زیانونه درلودل، خو کور په کور د واکسین بندېدا بیا ډېر بد زیانونه ودرلودل. د یونیسیف یوه پخواني ویاند د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته وویل د کور په کور کمپاین پر مټ پخوا نژدې سل سلنه تر پنځکلنۍ لاندې ماشومانو ته لاسرسی کېده.« مسجد په مسجد کمپاین بریالی نه دی، ځکه چې خلک ماشومان مسجد ته نه وړي. تر ټولو ستر لامل یې دود دی. ښځې له سړیو پرته ماشومان مسجد ته نه ور ولي». هغه وویل د کمپاین له اوسني ډول سره د پخواني ډول توپیر ډېر څرګند دی « پخوا به هم چې کله مسجد په مسجد واکسین کېده،د واکسین ډلو یواځې ۶۰ سلنه ماشومان واکسینولی شول. هغه کمپاین بریالی بلل کېږي چې تاسې لږ تر لږ ۹۵ سلنه ماشومان په کې واکسین کړای شئ».

دې ته ورته پایله د هلمند ولایت نادعلي ولسوالۍ  یوه واکسیناتورهم د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته وړاندې کړه. هغه وویل چې ډلې یې د ۱۴۰۳په لړم میاشت کې له ۱۲۰۰ ماشومانو څخه چې دوی به تل د کور په کور کمپاین پر مټ واکسینول یواځې  ۷۰۰-۷۵۰( له دوه درېیمې څخه لږ) ماشومان واکسین کړل. هغه وویل څرنګه چې نارینه به په کارو بوخت وو، ښځو ماشومان بې سړیو مسجدونو ته د واکسینولو له پاره نه وروړل.    

د ګوزڼ ناروغۍ له مثبتو پېښو څخه د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت نټې ستونزه لا زیاته کړې ده. دا خبره  احساساتي یا عجیبه برېښي: د وزارت دا ادعا چې په افغانستان کې د ګوزڼ ناروغۍ یوه پېښه هم نشته په دې بنسټ ولاړه ده چې اوس د ګوزڼ ناروغانو د مالومولو له پاره د ناروغ سمپل د پاکستان لابراتور ته لېږل کېږي. ډېرو سرچینو چې نه يې غوښتل نوم یې یاد شي د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته وویل چې وزارت د ګوزڼ د مثبتو پېښو د نټې په پلمه غواړي په افغانستان کې د لابراتوار جوړولو له پاره پانګه تر لاسه کړي، خو دا نټه له پلرونو او میندو سره د ګوزڼ د ویروس له خپرېدو څخه د دوی د ماشومانو په خوندیتابه کې مرسته نه شي کولی.

له ډېرو مالي امکاناتو او پاملرنې سره سره هم  افغانستان او پاکستان د نړۍ یواځیني دوه هېوادونه دي، چې د ګوزڼ ناروغي لا هم په کې شته. د ګوزڼ په خلاف ددې دواړو هېوادونو هڅې سره تړلې دي.د ګوزڼ  په ورکاوي کې د یوه هېواد بری د دویم بری دی او نابریالیتوب هم همداسې. د نړیوال روغتیايي پروګرام د شمېرو له مخې په ۱۴۰۳ کې په پاکستان کې هم د ګوزڼ مثبتې پېښې ۷۲ ته ورسېدې چې د ۱۴۰۲  پرتله شپږ پېښې زیاتې شوې وې.د وباپېژندنې شواهد ښيي چې په افغانستان کې له یوه ځایه بل ته د وګړو تګ د ګوزڼ ویروس د لېږد ډېر لوی لامل دی. په پاکستان کې د ګوزڼ د مثبتو پېښو شمېر له افغانستان سره پر ګډه لیکه د وګړو تګ راتګ له امله د ګوزڼ په خپرېدا کې لوی رول لوبوي. ځکه نو په واکسین کې د څو څو ځلي ځنډ، او د ناروغۍ د مخنیوي د کمپاینونو ګډوډ ډولونه او همدا ډول له اړتیا پرته ددې بهیر سیاسي کوَنه، د بېلګې په ډول چې لابراتوار باید چېرې وي، د ماشومانو له خوندیتابه سره مرسته نه کوي. ځکه چې دا ځانګړې ستونزې یواځې له ۱۳۸۰ راهیسې په افغانستان کې شته.

پخوا به ښايي ماشومانو ته لاسرسی تل د جګړو او د امنیت د نشتوالي له امله محدودېده،خو اوس د ښځو په وړاندې د حکومت چلن او د ښځو په خپلواکۍ او خوځښت باندې کلتوري محدودیتونو ماشومانو ته لاسرسی محدود کړی دی. هیله ده چې په ۱۴۰۴ کې د واکسین کمپاینونه منظم شي. تر هغو کور په کور کمپاینونه بیا پیل نه شي، داسې برېښي چې ډېر افغان ماشومان به له شک پرته د ګوزڼ له ویروس نه خوندیتوب ونه لري.

لیکوالان: