د کابل ژمي له ځان سره ساه بندوونکي لوګي راوړي، ځکه چې اوسېدونکي یې د خپلو کورونو د تودولو لپاره سکاره، لرګي او ان پلاستیک سوځوي. همدارنګه زاړه وسایط، چې د ښار وچې هوا ته زهرجن لوګی خوشې کوي، کاروي. د اقلیم بدلون، چې د ډېرو تکرارېدونکو او اوږدو وچکالیو او د ناوخته واورو او اورښتونو لامل شوی، دا کړکېچ لا پسې ژور کړی. خو ککړتیا یوازې د ژمي او هوا ستونزه نه ده. د ښارونو په کوڅو کې د فاضلابو (ککړوب) پرانیستې ویالې بد بوی خپروي، غیر معیاري سپتیکونه د ځمکې لاندې اوبه ککړوي او کثافات بې ټولولو پراته وي. شور هم ستونزه ډېروي، د ورځې له خوا د پلورونکو لوډسپیکرونه په لوړ غږ چغیږي او د شپې کوڅه ډب سپي پرله پسې غاپي. د ککړتیا دا سر په سر بڼې د هغو حکومتي بنسټونو ناتواني څرګندوي، چې بنسټیز خدمات، په ځانګړي ډول په ښاري سیمو کې وړاندې کوي. او د ښار اوسېدونکي له ګڼو ګواښونو سره مخامخ کوي. په دې راپور کې د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې مېلمه لیکوال *محمد عاصم مایار د ککړتیا د کړکېچ ځای، وخت، د هغو د لږولو لارې چارې او په دغو شرایطو کې ژوندي پاتې کېدل څېړي. همدارنګه دا ارزوي چې هغه ستونزمن شرایط چې ډېر افغانان په کې ژوند کوي، لا پسې خرابېږي که د ښه کېدو څرک لري.
د کابل سیند په ککړو اوبو کې د تنظیف ورګډ شوي کارکوونکي چې له کثافاتو یې پاک کړي. انځور: جواد جلالي/AFP، د تلې (میزان) ۶، ۱۳۹۱
سریزه
د افغانستان نفوس په تېرو پنځوسو کلونو کې له شاوخوا ۱۳.۵ میلیونو څخه په ۱۳۵۸ کې (Encyclopaedia Iranica) تر ۴۳.۸ میلیونو پورې په ۱۴۰۴ کې (UNFPA)، په څرګند ډول لوړ شوی. په داسې حال کې چې د همدې مودې په ترڅ کې د نړۍ نفوس دوه برابره شوی دی. د افغانستان ښارونو، په ځانګړي ډول کابل هرات، مزارشریف، کندهار، ننګرهار او خوست چټکه وده تجربه کړې ده. دا وده یوازې د طبیعي ډېروالي پایله نه، بلکې ښارونو ته د خلکو د کو چېدو له امله رامنځته شوې، چې د ناپلان شویو مېنو پراختیا او د ښارونو په څنډو کې د نویو مېشت ځایونو جوړېدا ته یې لاره هواره کړې. په دغو سیمو کې تر ټولو لومړنۍ زېربناوې لکه پاخه سړکونه، د اوبو رسونې او ککړوب سیستمونه او د کثافاتو ټولول نشته. له همدې کبله اوسېدونکي اړ کېږي څو د ژوند ځینې هغه بنسټیزې اړتیاوې خپله برابرې کړي چې عموماً د دولتو له خوا تنظیمېږي. له همدې کبله دوی له چاپېریالي ګواښونو سره مخ کېږي او د پاکو اوبو برابرول، ککړوبي (فاضلابي) خدمتونه او د کثافاتو خوندي لېږد نژدې ناشوني ګرځوي.
د نفوس له ډېرېدا سره ککړتیا د ښاري ژوند برخه ګرځېدلې. په ژمي کې کورنۍ سکاره، لرګي او پلاستیک سوځوي. زړې او نا اغېزمنې بخارۍ کاروي چې تریخ لوګی خپروي. همدارنګه زاړه وسایط د کال په اوږدو کې سا بندوونکي لوګي تولیدوي. دفترونه او شتمنې کورنۍ د برېښنا د پرې کېدو پر مهال د برېښنا لپاره ډیزلي جنراتورونه روښانوي. د اقلیم بدلون د منی د ورښت پیل ځنډولی، موسمي اورښتونه یې لږ کړي، تکراري او اوږدې وچکالۍ یې ډېرې کړې دي. له دې کبله خلک هغو ورځو ته هوسېږي چې منظم باران او واورو به هوا په طبیعي ډول پاکوله. د ځمکې لاندې اوبو باندې د کورونو اتکا یو بل خطر ډېر کړی، ځکه سپتیکونه او تشنابونه د ځمکې لاندې اوبو زېرمې ککړوي. که څه هم د اوبو ټانکرونه اوبه په بې نظمه او نا انډوله توګه خلکو ته رسوي. کچرې (کثافات) چې یوازې کله نا کله راټولېږي، غونډۍ جوړې کړې او بد بوی خپروي، په ځانګړي ډول د لوی اختر پر مهال چې خلک ډېر څاروي حلالوي. ورته مهال پرانیستو ویالو کې ککړوب بهېږي. شور دا ګواښونه لا پسې ډېروي، د ورځې له خوا د پلورونکو لوډسپیکرونه ډېر لوړ چغږېږي او د شپې کوڅه ډب سپي د خلکو خوب ګډوډوي.
لوګی، دوړې، د وسایطو ګازونه، ککړوب (فاضلاب) او جامد کثافات یو له بل سره یوځای کېږي او څو پوړیزه ککړتیا رامنځته کوي چې په ټولیزه توګه د دولتي بنسټونو ناتواني ښيي، ځکه چې بنسټیز ښاري خدمات نه شي برابرولای او اوسېدونکي له ګڼو ګواښونو سره مخامخ پرېږدي.
په افغانستان کې د ککړتیا ټولې سرچینې کورنۍ نه دي. هغه بادونه چې د پولې هاخوا له ترکمنستان او ازبکستان را الوزي او یوه برخه یې د ارال جهیل له وچو شویو سیمو سرچینه اخلي، د خاورو توپانونه د افغانستان شمال ته راوړي چې ښارونه او کلیوالي سیمې دواړه اغېزمنوي. همدارنګه هغه بادونه چې له هنده شمال لوېدیځ لوري ته خوځېږي، که څه هم د افغانستان ختیځ ته موسمي اورښتونه راوړي، خو له هند او پاکستانه ککړه هوا هم د ننګرهار، کونړ، لغمان او خوست ولایتونو ته رسوي. په لوېدیځ کې، چې د هندوکش غرونه ورو ورو هوارو ځمکو ته رسېږي، هغه څه شته چې ډېر وخت د باد دهلېز بلل کېږي. دا حالت وچوالی لوړوي او د شمال څخه جنوب ته د دوړو توپانونه رامنځته کوي چې د هرات، فراه، نیمروز او هلمند د اوسېدونکو لپاره ستونزې راولاړوي.
ککړتیا په افغانستان کې یوازې د ښارونو مرکزونو پورې محدوده نه ده، بلکې ګڼې کلیوالې سیمې هم اغېزمنوي. سره له دې لا هم د طبیعت داسې سیمې شته چې ډېرې پاکې پاتې دي. د بدخشان او نورستان درې، د بامیان او غور لوړې څوکې او د واخان لوړ څړځایونه تر اوسه د صنعتي او کورنیو ککړوونکو موادو څخه خوندي پاتې دي. په دغو سیمو کې پاک سیندونه له یخچالونو را بهېږي، هوا صافه ده او د ژویو او بوټو تنوع په داسې بڼه دوام لري چې د کابل له ساه بندوونکې لوخړې او د هرات له دوړیزو توپانونو سره څرګند توپیر لري. دا سیمې موږ ته یادوي چې د افغانستان د چاپېریال کیسه یوازې د تخریب نه، بلکې د پایښت او طبیعي شتمنۍ کیسه هم ده چې د کمزورې ادارې او ښاري فشارونو سره سره لا هم ژوندۍ پاتې ده.
دا څېړنه هڅه کوي چې د هوا او اوبو ککړتیا، جامد کثافات او شور د یو ځای څېړلو سره د ککړټیا یو هراړخیز انځور، چې د کورنیو لپاره د مقابلې لارې چارې او د ادارو سیسټماټيکې نیمګړتیاوې هم روښانه کوي، وړاندې کړي. څېړنه هر ډول ککړتیا جلا ارزوي، د هغې کچه تشریح کوي، که ممکنه وي نقشې یې وړاندې کوي، دا هم ګوري چې څارنه یې کېږي که نه، او په څه ډول، دا هم څېړي چې حکومت کومې کړنې ترسره کړې دي. همدارنګه داسې اقدامات وړاندیزوي چې وکړی شي هغه خطرونه لږ کړي چې اوس مهال د میلیونو افغانانو روغتیا او هوساینه زیانمنوي او ملي اقتصاد ته تاوان رسوي.
د هوا ککړتیا
کابل ډېر ځلې د ژمي په میاشتو کې د نړۍ د ککړې هوا ښارونو کې ګنل شوی. خو د افغانستان د هوا د ککړتیا ستونزه یوازې تر کابل محدوده نه ده او د هوا ټول ککړوونکي کورنۍ سرچینې نه لري. په حقیقت کې، لکه څنګه چې لاندې د نقشې په لړۍ کې ښکاري، د افغانستان تر ټولو خرابه هوا په کابل کې نه، بلکې د هېواد په سوېل لوېدیځ کې د نیمروز او فراه په ولایتونو کې ده. دا سیمې د باد په یوه دهلېز کې راګېرې دي چې د شمال څخه جنوب ته خاورین توپانونه وړي. خو له دې سره سره، نیمروز او فراه تر ډېره د عامه بحثونو او د پالیسۍ له لومړیتوبونو بهر پاتې شوي دي. د اوړي په وچو میاشتو کې دغه ولایتونه له هغو خاورینو توپانو سره مخ وي چې «د ۱۲۰ ورځني توپان» په نامه یادېږي، خو اوس د پرله پسې او اوږدو وچکالیو له امله چې د اقلیمي کړکېچ سره تړاو لري، عموماً تر ۱۶۰ ورځو پورې دوام کوي. د دغو توپانو پر مهال، په نیمروز کې تر ټولو ډېره ککړه سیمه شمال او ختیځ ته غځېږي او هرات، هلمند، فراه او کندهار ولایتونو ته رسېږي.
د خرابې هوا دویمه لویه سیمه د افغانستان په شمال کې ده چې جوزجان، بلخ او کندوز رانغاړي. دې ځای ته دوړې له ګاونډیو ازبکستان او ترکمنستان (د سټلایټ انځورونه د ناسا پر وېبپاڼه وګورئ)، په ځانګړي ډول د اوړي پر مهال چې وچوالی ډېرېږي، راځي. هواره سیمه او د باد لوړ سرعت دا امکان برابروي چې خاورین توپانونه پراخو سیمو ته خپاره شي.
درېیمه ککړه سیمه په ختیځ کې ده چې ننګرهار، کونړ، لغمان او خوست پوښي. دغو ولایتونو ته د هوا ککړتیا تر ډېره له هند او پاکستانه په هغه هوایي لار راځي چې موسمي اورښتونه راوړي.
د کابل ولایت او د هغه په شمال کې د شمالي دښته، په ځانګړي ډول د ژمي پر مهال هم د ناسالمې هوا سره مخ دي. (لاندې برخو کې یې په اړه ولولئ)
د هوا د ککړتیا له بېلابېلو برخو، په هوا کې ځوړند (معلق) واړه ذرات د انسان د روغتیا لپاره ډېر خطرناک ګڼل کېږي، په ځانګړي ډول هغه چې د ۲.۵ مایکرو متره څخه لږ قطر لري او د PM2.5 په نوم یادېږي، دا ذرات د انسان د وېښتو تر پنډوالي شاوخوا دېرش ځله واړه دي. لږ خطرناک یې هغه غټ ذرات دي چې قطر یې تر لسو مایکرو متره کم وي او د PM10 په نوم پېژندل کېږي.
دا ذرات له بېلابېلو سرچینو، لکه د وسایطو لوګي، اور، صنعتي خپروونکو، خامو سړکونو، ساختماني چارو او خاورینو توپانونو څخه رامنځته کېږي. کولی شي سږو ته ژور ننوځي او ان وینې ته دننه شي. د ټوخې، د ستوني د خارښت او د ساه اخیستو د ستونزو تر څنګ، دا ذرات جدي ناروغۍ، لکه ساه لنډي، د زړه ناروغۍ، سکتې او نور تنفسي اختلالات، لا پسې لوړوي. په داسې شرایطو کې د اوږدې مودې لپاره پاتې کېدل کولای شي له وخت وړاندې مړینې لامل شي. د وګړو ځینې ډلې لکه ماشومان، زاړه کسان، میندوارې مېرمنې او هغه کسان چې له وړاندې د زړه یا تنفس ناروغۍ لري، له ډېر خطر سره مخ دي.
د نقشو لړۍ ۱: په افغانستان کې د PM2.5 د کچې ځایي او موسمي وېش
د PM2.5 د کچې ځایي او موسمي وېش، چې رنګونه یې له زرغون (ښه کیفیت)، تر ارغواني او خړ پورې (خطرناک حالت)، د امریکا د چاپېریال ساتنې ادارې د درجه بندۍ د معیارونو پر بنسټ، د ۱۳۹۹ کال د تلې (میزان) څخه تر لیندۍ (قوس) پورې (پورته کیڼ لوری)، د ۱۴۰۰ کال د مرغوي (جدي) څخه تر کب (حوت) پورې (پورته ښی اړخ)، د ۱۴۰۰ کال له غوایي (ثور) څخه تر غبرګولي (جوزا) پورې (لاندې کیڼ لوری) او د ۱۴۰۰ کال له چنګاښ (سرطان) څخه تر وږي (سنبلې) پورې (لاندې ښی اړځ) ښودل شوي. نقشې لیکوال د ښاغلي جلال ناصر فقیر یار په تخنیکي ملاتړ کښلې دي.
پورته د نقشو لړۍ ۱ په افغانستان کې د PM2.5 ځایي او موسمي وېش ښيي. تر ټولو ډېرې اغېزمنې سیمې، یعنې سوېل لوېدیځ، شمال او ختیځ، په څرګند ډول ښکاري. چې د مرغومي (جدي)، سلواغې (دلوې) او کب (حوت) میاشتو په نقشه کې یې هوا نسبتاً ښه کیفیت لري. لیکوال دا نقشې له هغو میاشتنیو او کلنیو له وړاندې پروسس شویو معلوماتو جوړې کړې چې پرلیکه موندل کېږي او په هر متر مکعب کې د PM2.5 اټکل شوې کچه په مایکرو ګرامو ښيي. په نقشو کې ارقام د امریکا د چاپېریال ساتنې ادارې د درجه بندۍ له مخې وېشل شوي، چې له زرغون رنګ چې ښه حالت (په هر متر مکعب هوا کې له ۵۰ مایکرو ګرامو لږ) تر خړ رنګ پورې چې خطرناک حالت ښيي (له ۲۵۰ مایکرو ګرامو ډېر) څرګندوي.
په افغان ښارونو کې صنعتي او ښاري ککړتیا د پام وړ ده. ښاري ککړتیا د ساختماني فعالیتونو، لکه د خښتو بټۍ، صنعتي تاسیسات، د تودېدو او پخلي لپاره پر جامدو سون توکو پراخې اتکا له امله نوره هم لوړېږي. له دغو ککړوونکو موادو یو نایتروجن ډای اکساید (NO2) دی چې د وسایطو، بخاریو، جنراتورونو او کوچنیو صنعتي فعالیتونو له لوګي خپرېږي او په ځانګړي ډول ښاري سیمې اغېزمنوي. د NO2 کچه د فوسیلي سون توکو د عمومي خپرېدنو د اټکل لپاره هم کارېدلی شي.
لاندې نقشې (د نقشو لړۍ ۲) د افغانستان په لویو ښاري مرکزونو او مهمو ترانسپورتي دهلېزونو کې د نایتروجن ډای اکساید لوړې کچې ښيي. شاوخوا سیمې بیا په څرګند ډول ټیټه کچه لري، چې دا د انساني فعالیتونو د کمښت او د نفوس د لږ تراکم ښکارندویي کوي. لیکوال د نایتروجن ډای اکساید نقشې د Sentinel 5P سپوږمکۍ له انځورونو جوړې کړې دي. د معلوماتو ټول پروسس په Google Earth Engine کې ترسره شوی او وروستۍ نقشې جوړول یې په QGIS پروګرام کې بشپړ شوي دي.
دلته هم موسمي بدلون لیدل کېږي. لکه څنګه چې په لومړۍ نقشه کې (د ۱۳۹۹ کال منی – له تلې تر لیندۍ پورې) ښکاري، په همدې فصل کې د نایتروجن ډای اکساید کچه لوړېږي او عموماً په لیندۍ (قوس) کې اعظمي کچې ته رسېږي، هغه مهال چې هوا وچه وي، ځکه اورښتونه د اوږدمهاله منځنۍ کچې پرتله لږ شوي او د اوړي د تبخیر اغېزې پاتې وي. همدارنګه د کور تودولو اړتیا هم د نایتروجن ډای اکساید په لوړېدا کې ونډه لري. ژمی چې هوا سړه شي، ډېر ګازونه خپرېږي، ځکه خلک د تودولو لپاره سون توکي کاروي، خو باران او واوره تر یوې کچې هوا پاکوي. وروسته پسرلی، لکه څنګه چې په دویمه نقشه (د ۱۴۰۰ کال له وري تر غبرګولي پورې) ښودل شوی، وضعیت ښه کوي. دا نسبتاً لوند موسم دی او په ځانګړي ډول په کابل ښار کې د NO2 له ټیټو کچو سره مطابقت لري. په اوړي کې بیا د دې ګاز کچه په تدریجي ډول لوړېږي.
د نقشې لړۍ ۲: د نایتروجن ډای اکساید ځایی او موسمي وېش
د نایتروجن ډای اکساید ځایی او موسمي وېش، چې د ۱۳۹۹ کال د مني کچې په کیڼ لوري او د ۱۴۰۰ کال د پسرلي کچې په ښي لوري کې ښودل شوې دي. رنګونه له آبي (ټیټي کچې) تر سور (لوړې کچې) پورې ښکاره کوي.نقشې لیکوال د ښاغلي جلال ناصر فقیریار په تخنیکي ملاتړ چمتو کړې دي.
باد هم د لوګي په وړلو سره د هوا کیفیت ښه کولو کې مرسته کوي. خو کابل د شاوخوا غرونو له امله د مزار شریف، هرات او کندهار پرتله کمزوری باد لري، له همدې کبله په هوا کې ځوړند ذرات اوږده موده پاتې کېږي. په ژمي کې د تودوخې وارونتوب ککړتیا ځمکې ته نژدې بندوي او په ښاري او ښار ته نژدې سیمو کې له ککړتیا سره د خلکو تماس اوږدوي، همدارنګه هغه کورنۍ چې د تودېدو لپاره جامد سون توکي کاروي، د کور دننه ککړتیا هم لوړوي.
د اقلیم بدلون دا بڼې لا پسې پیاوړې کوي. د وچکالۍ په کلونو کې د PM2.5 او NO2 دواړو کچې په چټکۍ لوړېږي او پراخو سیمو ته خپرېږي، ځکه خاوره وچه وي، د بوټو پوښ لږ شوی وي، خاورین توپانونه ډېر وي او اورښتونه لږ وي. په لمدو او نژدې عادي کلونو کې ډېر اورښت په هوا کې ځوړند ذرات کموي او د ککړتیا په کچه کې څرګند لږوالی راولي، دا لږوالی عموماً له ډېرو ورښتونو سره برابر راځي. د وچکالۍ پر مهال د NO2 د ککړتیا جغرافیایي پراختیا ډېر وخت له ښارونو او ترانسپورتي مرکزونو شاوخوا سیمو ته غځېږي، خو لرې پرتې سیمې تر ډېره لږې اغېزمنې پاتې کېږي.
دا اغېزې ډېر ځله د لا نینا د پدیدې، چې د ارام سمندر د استوايي برخې د اوبو سوړوالی ته ویل کېږي او له اوسط څخه د لږ اورښت او وچکالۍ سره تړاو لري (د افغانستان د خوړو خوندیتوب او کرنې ډلې پرېزنتېشن دلته وګورئ) له امله لا پسې شدیدېږي.
د هوا ککړتیا د خلکو روغتیا ته مستقیم او هم پرله پسې زیان رسوي. د PM2.5 او NO2 لوړې کچې تنفسي ناروغۍ ډېروي، د زړه او سږو شته ناروغۍ، په ځانګړي ډول د زیان منونکو ډلو لپاره، لا خرابوي او د ورځني فعالیت وړتیا راټیټوي. هغه کسان چې په پرله پسې ډول په ککړو سیمو کې ژوند کوي، له اوږدمهاله روغتیايي خطرونو سره مخ وي. ماشومان، زاړه کسان او هغه خلک چې تنفسي یا قلبي ستونزې لري، تر ټولو ډېر اغېزمنېږي. خو حتی روغ بالغ کسان هم د ککړټیا د اوج پر مهال ځینې نښې لکه د سترګو سوځېدل او خارښت، د ستوني وچوالی، ټوخی او د سر درد نښې څرګندوي.
پراخې اغېزې یې د کار د تولید کمښت، له ښوونځي غیرحاضري او د درملنې لوړ لګښتونه دي. له دې سره لا دمخه تر فشار لاندې روغتیايي خدمتونه نور هم تر فشار لاندې راځي.
د اقلیم د بدلون د تطابق لپاره مالي سرچینې ډېرې محدودې پاتې دي. له همدې کبله هغه ټولنې چې په افغانستان کې د هوا له مزمنې ککړتیا او اقلیمي فشارونو سره مخ دي له هغو سرچینو بې برخې پاتې کېږي چې د خطرونو د کمولو، د روغتیا ساتنې او د ځايي مقابلې په لارو چارو کې د پانګونې لپاره اړینې دي.
د هوا د کیفیت څارنه
د هوا کیفیت د هوا د کیفیت په شاخص ارزول کېږي. دا یو ګډ فکټور دی چې د شپږو ککړوونکو موادو، PM2.5، PM10، د ځمکې د سطحې اوزون (O₃)، کاربن مونو اکساید (CO)، نایتروجن ډای اکساید (NO₂)، او سلفر ډای اکساید (SO₂) له اندازو څخه ترلاسه کېږي. هر ککړوونکی د ټاکلو معیاري مودو پر بنسټ اندازه کېږي، د ذراتو لپاره ورځنی اوسط او د ګازي ککړوونکو لپاره لنډې مودې، چې عموماً له درېو تر اته ساعته وي، کارېږي. وروسته دا شمېرې د منل شوو ریاضی فورمولونو له لارې پروسس او د هوا د کیفیت شاخص ته اوړي څو هر وخت او ځای پرې د پرتلنې وړ شي.
د دغو ککړوونکو تر منځ، PM2.5 او PM10 ، په ځانګړي ډول په ښاري او ډېرو دوړو لرونکو سیمو کې، تر ټولو مهم رول لري. له همدې کبله د څار ډېر وسایل د دغو دوو پارامترونو اندازه کولو ته لومړیتوب ورکوي او بیا یې د هوا د کیفیت شاخص ته په عددي شمېرو اړوي.
ځمکنۍ اندازې د هوا د کیفیت د معلوماتو لپاره تر ټولو باوري سرچینه ده او د وخت په تېرېدو سره دقت او ثبات تضمینوي. خو پرمختللې سپوږمکۍ څارنه هم بشپړوونکي معلومات برابروي. د Sentinel-5P سپوږمکۍ د فضا ککړوونکي لکه NO₂، O₃، CO او SO₂ څاري. همدارنګه د مېتان CH₄، چې یو شین کوریز ګاز دی، فارملډیهایډ HCHO چې سرچینه یې د وسایطو لوګي، صنعت او د سکرو سوځول دي، او اېروسولونه چې په هوا کې ځوړند واړه جامد یا مایع ذرات دي لکه دوړې او لوګی، اندازه هم معلوموي. د سپوږمکۍ دا انځورونه چې له ځمکنیو اندازو سره یوځای شي، سیمه ییز پوښښ پراخولی او دقت لوړوي. د PM2.5 او PM10 کچه کېدای شي د ځمکنیو اندازو څخه ترلاسه او یا د اېروسول د انځورونو څخه اټکل شي.
د هوا د کیفیت د شاخص درجه بندي په بېلابېلو حوزو کې توپیر لري. د اروپايي ټولنې (EU)، د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) او د امریکا د چاپېریال ساتنې ادارې (US EPA) معیارونه لوړ دي. برعکس، هند او چین نرم معیارونه کاروي چې د ذروي موادو او نورو ککړوونکو په اړه د دولتونو د زغم لوړه کچه ښيي. دا توپیرونه دا معنا لري چې یوه ټاکلې کچه کېدای شي په جنوبي اسیا یا چین کې منځنۍ وبلل شي، خو د امریکا، اروپايي ټولنې یا د روغتیا نړیوال سازمان په معیارونو ناسالمه وګڼل شي. لوړ معیارونه د عامې روغتیا ساتنې ته لومړیتوب ورکوي، خو نرم هغه د تماس د زیان کچه لږه ښيي. لاندې انځور د امریکا او چین د هوا د کیفیت شاخصونه پرتله کوي.
کله چې د کابل او نورو افغان ښارونو د هوا کیفیت ارزول کېږي، که له نرمو معیارونو کار واخیستل شي، د ککړتیا شدت پټ پاتې کېدای شي او اړین اقدامات ځنډېدای شي. له همدې امله په دې څېړنه کې د امریکا معیارونه کارول شوي دي. هغه سیمې چې د اندازو له مخې ډېرې ککړې دي، کولی شي هدفمندو اقداماتو، لکه د ټرافیکو تنظیم، د سون توکو د کیفیت لوړول او د ښاري هوا د مدیریت تګلارو ته لاره هواره کړي.
انځور ۱: د هوا د کیفیت درجه بندۍ
په امریکا او چین کې د هوا د کیفیت درجه بندي او هغه روغتیايي سپارښتنې چې د خلکو د خوندیتوب لپاره کارول کېږي. سرچینه: لیکوال.
تر دې ډېرو وروستیو پورې افغانستان د هوا د کیفیت د څار یوازې یو پېژندل شوی سټېشن درلود چې په کابل کې د امریکا سفارت د ۱۳۹۸ کال په لړم (عقرب) کې د یوه پراخ پروګرام په ترڅ کې، چې له مخې یې د امریکا سفارتونو په څو هېوادونو کې ورته سټېشنونه جوړ کړل، نصب کړ. دا سټېشن د کابل هوايي ډګر ته نژدې موقعیت لري او په نړیوالو پلېټفارمونو کې په” کابل کې د امریکا سفارت“ تر نوم لاندې ښکاري. له بنسټیز موقعیت او خپرو شوو اندازو پرته، د دې سټېشن د کره ځای او کار په اړه ډېر معلومات نه شته.
د سلواغې (دلوې) په ۵ نېټه، د ترانسپورت او ملکي هوايي چلند وزارت پر X ولیکل چې اسلامي امارت د نیمروز په هوايي ډګر کې د هوا پېژندنې یو سټېشن نصب کړی دی. دې وزارت کې یوې سرچینې لیکوال ته ویلي چې حکومت له چینه د هوا پېژندنې ۳۰ سټېشنونه پېرلي او د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې تخنیکي کارکوونکي د هغوی په نصبولو بوخت دي. دا چې دا نوی پرمختګ دی او تر اوسه د دغو سټېشنونو ارقام او معلومات نه دي خپاره شوي، دا راپور په کابل کې پر شته سټېشن، او دا چې د پلازمېنې د هوا د کیفیت په اړه څه ښيي، تمرکز کوي.
په کابل کې د امریکا سفارت د هوا د کیفیت د څار سټېشن د ۱۴۰۰ کال د زمري تر ۲۴ پورې، چې د اسلامي جمهوریت له نسکورېدو سره سم و، د هوا د کیفیت شاخص نړیوالې پروژې له لارې ارقام په ژوندۍ بڼه خپرول. وروسته سټېشن غیرفعال شو او په ډېرو پلېټفارمونو کې بند پاتې شو. خو د ۱۴۰۲ کال په لړم (عقرب) کې د هند د هوا د کیفیت یوې وېبپاڼې بېرته د همدې سټېشن معلومات خپرول پیل کړل. د ۱۴۰۰ کال له زمري د ۱۴۰۲ کال تر لړم پورې د معلوماتو تشه لا هم موجوده ده. لیکوال له یادې وېبپاڼې سره د سټېشن د وضعیت د تایید لپاره اړیکه نیولې، خو تر اوسه یې ځواب نه دی ترلاسه کړی.
انځور ۲: په ۱۳۹۹ کال کې په کابل کې د هوا د کیفیت ورځني ارقام
د هوا کیفیت په هر متر مکعب هوا کې د PM2.5 ذراتو پر بنسټ په مایکرو ګرامو ښودل شوی. سرچینه: د هوا د کیفیت د شاخص نړیواله پروژه.
پورته انځور ۲ په ۱۳۹۹ کال کې د کابل د هوا ورځنی کیفیت ښيي، چې رنګونه یې د امریکا د چاپېریال ساتنې ادارې له کټګوریو سره سمون لري، له زرغون (د هوا ښه کیفیت) تر تیاره خړ (خطرناک حالت) پورې ښيي. په دې انځور کې موسمي بدلون روښانه لیدل کېږي.
د پلازمېنې د هوا کیفیت بله بڼه په لاندې انځور ۳ کې لیدل کېږي چې د هند د هوا د کیفیت شاخص وېبپاڼې څخه اخیستل شوی. دا وېبپاڼه د امریکا د چاپېریال ساتنې ادارې معیارونه کاروي او د ۱۳۹۸کال له کب (حوت) نه د ۱۴۰۰ کال د زمري (اسد) پورې، هغه مهال چې د ارقامو خپرېدل بند شول، میاشتني ارقام ښيي. دا انځور په دې موده کې د هرې میاشتې منځنی کیفیت ښيي. له مخې یې، کابل ښار د جمهوریت په وروستي ژمي کې د څلورو پرله پسې میاشتو لپاره، یعنې د ۱۳۹۹ کال له لړم څخه تر سلواغې پورې، تر ټولو خرابه هوا لرله. لامل یې له اوسط څخه لږ اورښت و. دا ژمی د یوې بلې وچکالۍ پیل هم و. که څه هم ورپسې کلونه هم وچ وو، اسلامي امارت په کلکه د لوړ پوړو استوګنیزو ودانیو د مرکز ګرمۍ په سیستمونو کې د فلټرونو نصبول عملي کړل. دا پالیسي په ۱۳۹۸ کال کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له خوا اعلان شوې وه، خو په عملي توګه یوازې کابل کې وروسته پلي شوه. همدارنګه فقر هم ښايي ځینې کورنۍ دې ته اړې کړې وي چې بخارۍ لږې وکاروي، ځکه لږ شمېر کورنیو دومره وس درلود چې بخارۍ د اوږدې مودې لپاره بلې وساتي. له همدې کبله په کابل کې د هوا کیفیت کې نسبي ښه والی لیدل کېږي.
په پلازمېنه کې د هوا ککړتیا تر ټولو لوړې کچې د ماښام له پنځو بجو تر نیمې شپې پورې، هغه مهال چې ډېری کورنۍ د تودېدو لپاره بخارۍ روښانوي، ثبتېږي.
انځور ۳: په کابل کې د هوا کیفیت میاشتني ارقام (۱۳۹۹ تر ۱۴۰۳)
په «کابل کې د امریکا سفارت» سټېشن ارقام. د ۱۴۰۰ کال له وږي (سنبلې) څخه د ۱۴۰۱ کال تر تلې (میزان) پورې ارقام نشته. سرچینه: د هوا د کیفیت شاخص، نښې لیکوال ور زیاتې کړې دي
حکومتي غبرګونونه
د هوا د ککړتیا په اړه حکومتي کړنې د جمهوریت پر مهال د ۱۳۸۵ کال د چاپېریال ساتنې قانون له تصویب سره پیل شوې، چې په رسمي توګه یې هوا ته خپرېدونکي، ککړوونکي وبلل او د هغوی د مدیریت مسوولیت یې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې ته وسپاره. د همدې قانوني چوکاټ پر بنسټ، یادې ادارې په ۱۳۸۷ کال کې د هوا د ککړتیا د کمولو او مخنیوي مقرره خپره کړه، چې په ښاري سیمو کې د خپرېدنو د کنټرول لپاره کړنلارې او اداري مسوولیتونه ټاکي. په دې کې د لوړ پوړو ودانیو د تودولو په سیستمونو کې د فلټرونو نصب هم شامل و، هغه اقدام چې ډېر ناوخته یوازې په کابل کې پلی شو.
د کابل د هوا د ککړتیا د ټيټولو لپاره، د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت په ۱۳۹۴ کې د کابل زرغون کمربند پروژه پیل کړه، چې موخه یې د ونو په کرلو د هوا د ککړتیا راټیټول و. ونې د هوا د کیفیت په ښه کولو کې مهم رول لري، ځکه چې پر خپلو پاڼو ککړوونکي لکه معلق ذرات، سلفر ډای اکساید او نایتروجن ډای اکساید نیسي او زیانمن ګازونه جذبوي. همدارنګه، د ښار د تودوخې ټاپوګانو په سړولو سره د لوګي کچه راټیټوي. دا کار د اوزون جوړېدل ورو کوي او په هغو کورونو او دفترونو کې چې وس یې لري، د ایرکاندېشن کارونې اړتیا کموي. ونې د طبیعي فلټر په توګه عمل کوي، ګڼه زرغونتیا ککړتیا ښکته راولي. خو د اغېزمنتیا لپاره د ونو ډول او د کرلو ځای (د وچکالۍ سره مقاومت، د ځایي ډولونو کارول او نور) مهم دي چې باید پام کې ونیول شي.
د لسو کلونو په موده کې د کابل شنه کمربند پروژې موخه دا وه چې د ښار شاوخوا له لس زره هکتاره ډېره شنه سیمه رامنځته کړي، چې شاوخوا څلور زره هکتاره به یې ځنګلي وې. سربېره پر دې د ښار دننه د شنو سیمو د پراختیا لپاره پنځه سوه هکتاره نوره ځمکه هم پلان شوې وه، چې د ښار په مرکز کې د آسمایي او شېر دروازې غرونه، په لوېدیځ کې قرغه او په شمال کې قصبه چې د کابل نړیوال هوايي ډګر ته نژدې ده، رانغاړي. نیالګي او تخمونه د وچکالۍ او سخت اقلیم سره زغم لرونکي ټاکل شوي وو.
د پروژې عملي چارې تر ډېره قرغه کې پرمخ ولاړې، خو د جمهوریت له نسکورېدو وروسته ودرول شوې. د ۱۴۰۰ کال په لیندۍ (قوس) کې د پروژې مسوولیت د کابل ښاروالۍ ته وسپارل شو (د هشت صبح راپور). راپورونه ښيي چې د ۱۴۰۳ کال په سلواغې کې په قصبه کې بیا کارونه پیل شوي، چې دا ښيي پروژه لا هم نیمګړې ده او په یوشان نه ده پلې شوې (د کابل ښاروالۍ اعلامیه دلته ولولئ). په قصبه کې ونې د ۱۲۰ متره ژور کوهي څخه خړوبېږي چې دا کار د ځمکې لاندې اوبه لا کموي.
دې ته موازي د چاپېریال ساتنې ملي ادارې په ۱۳۹۷ کال کې د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې د ګرځنده وسایلو په کارولو سره د هوا د کیفیت څار پیل کړ. د دغو اندازه کوونکو ځینې پایلې د دې ادارې پر وېبپاڼه خپرې شوې دي. لکه مخکې چې یادونه وشوه په ۱۳۹۸ کال کې دې ادارې د لوړ پوړیزو ودانیو لپاره د تودولو په سیستمونو کې د فلټرونو نصب لازمي وګرځاوه، هغه قانون چې اسلامي امارت یوازې په کابل کې پلی کړ. خو په همدې وخت کې امارت سکاره د ټیټې بیې بدل کې د کابل اوسېدونکو ته وېشي، څو د ژمي یخنۍ وزغمي، او دا کار د هوا کیفیت زیانمنوي.
په ټول هېواد کې ځینې هغه اوسېدونکي چې توان لري د ځان ساتنې لارې چارې، لکه د ککړتیا په لوړو ساعتونو کې له کوره نه وتل، کړکۍ تړل او بهر کې ماسک کاروي. د سیستان او بلوچستان په بلوڅو ټولنو کې، چې نیمروز یې هم برخه دی، سړي د شګو توپان پر مهال د لونګۍ پاتې برخه د پوزې او خولې د پټولو لپاره کاروي. دا ورځنی عادت ښيي چې اوږدمهاله دوړو د خلکو چلند بدل کړی او حتی په دودیز لباس یې اغېز کړی چې د سیمې د چاپېریالي فشار ژورتیا څرګندوي.
دا اقدامات یوازې تر یوه حده ساتنه کوي او دا روښانوي چې همغږي شوې عامه تګلاره اړینه ده، نه دا چې یوازې پر انفرادي هڅو تکیه وشي.
راتلونکې لارې چارې
د افغانستان د پلازمېنې او نورو ښارونو لپاره یوازې یوه حل لار بسنه نه کوي. واقعي ځواب د لنډ مهاله او منځ مهاله اقداماتو یوه ټولګه غواړي څو هوا ته د ګازونو خپرېدل لږ کړي او اوسني محدودیتونه هم پام کې ونیسي.
په لنډ مهال کې د سون توکو کیفیت ښه کول اړین دي. د سکرو واردات او کورنی پلور باید داسې تنظیم شي چې هوا ته د زیانمنوونکي ډېر سلفر او ایرو خپرېدل محدود کړي، بې له دې چې د تودېدو مخنیوی وشي. هممهاله د اغېزناکو بخاریو ترویج کولی شي سملاسي د سون توکو مصرف او هوا ته یې د ګازونو خپرول لږ کړي، حتی که سکاره یې اصلي سرچینه پاتې شي. د ودانیو د بهرنیو دېوالونو عایق کول د تودوخې له منځه تګ کموي او ژمی د تودوخې اړتیا راټیټوي. دا کړنه په اوړي کې، هغه مهال چې د سړولو لپاره د انرژۍ اړتیا لوړه وي، هم کورونه ساړه ساتي. دا ګټې هغه وخت زیاتېږي چې ودانیو کې نور اصلاحات، لکه ښه عایق کارول، له کړکیو د هوا تېرېدو مخنیوی، او ښه چت جوړول، رامنځته شي. دا کړنې د سون توکو د ډول پرته د انرژۍ اړټیا راټيټوي. همدارنګه د لمریزې مرکز ګرمۍ سیستمونه، چې ځینو کورونو په وروستیو کې کارولي، هم د ورځې په رڼا ساعتونو کې اغېزمن تمامېدای شي.
په منځ مهاله موده کې د انرژۍ سرچینو ته تنوع ورکول اړین دي. مایع نفتی ګاز ته د لاسرسي پراخول، له عضوي کثافاتو څخه د بایوګاز تولید، او په کورنۍ کچه د لمریزو مرکز ګرمیو سیستمونه کولی شي پر سکرو او محدودو ګازي زېرمو فشار لږ کړي. کابل د لمرېزې انرژۍ لوړه وړتیا لري، نو ګډ تودول، چې د ورځې لمریز سیستم او د شپې حرارتي یا برېښنایي بخارۍ تودوخه وکارول شي، حتی په ژمي کې هم د اوبو او د ورځې د خونې د تودوخې لپاره عملي حل دی.
د هوا د کیفیت د څار ځمکني سټېشنونه هم مهم دي، څو د سطحې واقعي وضعیت روښانه شي، او دا ښه خبر و چې اسلامي امارت په نیمروز کې یو سټېشن نصب کړی او د نورو د نصبولو پلان لري. ځکه چې خرابه هوا مستقیماً عامه روغتیا اغېزمنوي، نو اړینه ده هغه ککړوونکي چې خلک یې تنفس کوي په کره ډول وڅارل شي.
چارواکي باید ژر اقدام وکړي څو نور لوی ښارونه د کابل اوسنیو شرایطو ته ونه رسېږي. دا کار مخکینۍ پلان جوړونه او هدفمند اقدامات غواړي، مخکې له دې چې ککړتیا ژوره او ثابته شي. هممهاله، د افغانستان په سوېل لوېدیځ کې، یعنې د ایران پر پوله په نیمروز ولایت کې، چې وچ شوي هامونونه د دوړو لویه سرچینه دي، د تطابق پروژو اړتیا ده. دې ډول پروژو کې له هغو لارو چارو کار اخیستل کېدی شي چې د ارال جهیل د وچو شویو سیمو د دوړو د کمولو لپاره کارېږي، څو د دوړو تولید او د خاورینو توپانو تکرار لږ کړي (د یورونیوز راپور او په ۱۴۰۲ کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په ۷۸ غونډه کې د ازبکستان د ولسمشر شوکت میرضیایف وینا دلته وګورئ)
په کابل ښار کې د کوټی سنګي پله لاندې ترافیکي ګڼه ګوڼه. انځور: وکیل کوهسار/AFP، د غوایی (ثور)۵، ۱۴۰۲ کال
سربېره پر دې د هوا د کیفیت مدیریت د جلا جلا کړنو پر ځای همغږي غواړي. د ښاري انرژۍ واضح پلانول، د ټیټ عاید لرونکو کورنیو هدفمند ملاتړ، او د معیارونو ريښتني پلي کول کولی شي ککړتیا تر هغو اقداماتو په ډېر اغېزمن ډول لږه کړي چې د بنسټیزو لاملونو پر ځای یوازې د عواقبو غم خوري.
په پای کې د افغانستان د هوا ککړتیا ته باید د لویو ښارونو د معضلې پر ځای د ملي او سیمه ییزې ستونزې په توګه وکتل شي. دا د کورنیو سرچینو، له پولې هاخوا د ککړتیا بهیرونو او د اقلیم له امله رامنځته شوو چاپېریالي بدلونونو تر منځ د تعامل پایله ده. نو اغېزمن ځواب پراخ بحث او د پالیسۍ پراخ لید ته اړتیا لري. په دې کې باید سیمه ییزه همکاري، د اقلیمي تطابق تمویل او له کابله بهر مشخصو ځایونو کې کار شامل شي، یعنې د جغرافیایي شواهدو له مخې چې چېرې هوا تر ټولو ککړه او اقداماتو ته اړتیا ده (په بله ژبه، د ککړتیا په اصلي مرکزونو کې لکه د نقشو په ۱ لړۍ کې چې ښکاري)، نه سیاسي الزامیت ته په کتو یعنې دا چې د چا غږ لوړ دی او لرې ځي.
د اوبو ککړتیا
په افغانستان کې د اوبو ککړتیا تر ډېره ښاري پدیده ده، چې د چټکې ښاري پراختیا، د ککړوب (فاضلابو) د کمزورې زېربنا او د نا منظمې ایستنې څخه رامنځته شوې ده. په لویو ښارونو، په ځانګړي ډول کابل کې، د سطحې او ځمکې لاندې اوبو کیفیت تر دې کچې خراب شوی چې ډېر اوسېدونکي خوندي اوبو ته لاسرسی نه لري.
کثافات ډېر ځلې په ښارونو کې خپاره پراته وي یا مستقیما هغو سیندونو او ویالو ته اچول کېږي چې له ښارونو تېرېږي (په دې هکله نور په راتلونکې برخه کې ولولئ). دا کار نه یوازې سطحې اوبه ککړوي بلکې د اوبو ایستلو سیستم، په هغو ځایونو کې چې شته، کار هم ټکنی کوي، ځکه بندې شوې ویالې د باران د اوبو بهیر کموي او د ځایي سېلابونو خطر ډېروي. دا ډول وضعیت د افغانستان په ګڼو ښاري مرکزونو کې، چې د کثافاتو د مدیریت کمزوری سیستم او د ښاروالیو محدود ظرفیت یې د دې لامل شوی چې جامد کثافات د اوبو په لارو او عامه ځایونو کې راټول شي، لیدل کېږي.
د کابل سیند وضعیت د ښاري اوبو د ککړتیا کچه په ښکاره ډول ښيي. د ښار په ۳، ۵، ۶ او ۱۳ ناحیو کې د ککړوب ډېره برخه بې له تصفیې مستقیماً سیند ته تویېږي. سیند بد بوی لري او پر مخ یې ځګ ښکاري، په ځانګړي ډول هلته چې سیند د پُل چرخي پر سر له پلازمېنې وځي. کله چې ککړې اوبه د کابل ختیځ کې د ماهیپر تنګي نه تېرېږي، د لوړوالي ناڅاپي بدلون د اوبو بهیر ته هوا ننباسي، نور ځګ جوړوي او ډېر بوی خپروي. وروسته په لاندې برخه کې سیند د ډبرو څخه په تېرېدو سره اکسیجن اخلي او د اوبو د عضوي ککړتیا یوه برخه تجزیه کېږي، خو دا پرمختګ کافی نه دی او درانه عناصر لا هم په اوبو کې پاتې کېږي. یونیسف د سروبي ولسوالۍ اوسېدونکو د روغتیا په هکله جدي اندېښنه لرله. په ځانګړي ډول د ماشومانو تر منځ د شدیدې نس ناستې ګڼو پېښو، یونیسف دې ته وهڅاوه چې د ۱۴۰۴ غوایي (ثور) کې د اوبو تصفیه خونه جوړه کړي، څو د څښاک پاکې اوبه برابرې کړي (نور معلومات د یونیسف پر وېبپاڼه ولولئ).
کله چې کابل سیند لږ نور ښکته د نغلو بند زیرمې ته رسېږي، ظاهري ککړتیا یې ډېره نه ښکاري، خو چاپېریالي اغېز یې لا هم څرګند وي. د افغانستان د اوبو کارپوه نجیب الله سدید له خوا د سپوږمکۍ پروسس شوې انځورونه (لاندې نقشه ۳، د ۱۴۰۳ کال د غبرګولي (جوزا) میاشت) ښيي چې د تغذي وي موادو څخه ډک د شنو الجیو ډېرښت له کابله د راوتلو ککړو اوبو سره تړاو لري. ښاري ککړوب درنې فلزي مادې او نور تلپاتې ککړوونکي هم لېږدوي چې د ظاهري نښو له ورکېدو وروسته په سیند کې پاتې کېږي.
نقشه ۳: د نغلو زېرمه
د سپوږمکۍ پروسس شوی انځور چې د کابل سیند د ککړو اوبو څخه په زرغون رنګ کې د الجي وده د بند شمال ته د پنجشیر او تګاب سیندونو د نسبتا پاکو اوبو پرتله ښيي. سرچینه: نجیب الله سدید د X څخه (نور انځورونه وګورئ
د نورو افغان ښارونو څخه د بهېدونکو سیندونو وضعیت د هغه ښار د نفوس، د سیند د اوبو کچې او موسمي بدلونونو سره تړاو لري. په ډېرو مواردو کې د ډېر نفوس او د اوبو لږ یا بې ثباته بهیر د ترکیب له کبله په دغو سیندونو کې د ککړتیا لوړه کچه رامنځته کېږي.
په کابل او نورو پراخېدونکو ښارونو کې ډېرې کورنۍ د څښاک او کورني استعمال لپاره پر هغو ځمکلاندې اوبو متکي دي چې له کوهیانو او برمه شویو څاه ګانو ترلاسه کېږي. د نفوس چټکه وده او د ککړوب د منظم سیستم نشتون د دې لامل شوی څو خام جوړ شوي تشنابونه وکارول شي، چې له هغو څخه انساني فاضله مواد لږو ژورو اوبو ته ننوځي. د راپورونو له مخې په کابل کې تر اتیا سلنه پورې ځمکلاندې اوبه په فاضله موادو، مالګو او زهرجنو کیمیاوي موادو لکه نایټرېټ او ارسنیک باندې ککړې دي او کچه یې د خوندي څښاک له معیارونو لوړه ده (د مرسي کورپس راپور ولولئ). په ډېرو ناحیو کې کورنۍ اړ دي چې اوبه وایشوي یا بل ډول یې تصفیه کړي، چې دا کار میکروبي ککړتیا کموي، خو درنې فلزي مادې او نایټرېټ نه لرې کوي. نورې کورنۍ بوتلي اوبه یا د ټانکرو په واسطه راوړل شویو اوبو خپلې لومړنۍ اړتیاوې پوره کوي (هشت صبح).
په هرات ښار کې د ګوهر شاد د مصلی منارونه تر سخت لوګي لاندې. انځور: وکیل کوهسار/AFP، د سلواغې ۲۵، ۱۴۰۰ کال
په پلازمېنه کې خپلواکو څېړنو او ازموینو هم په بېلابېلو ناحیو کې د میکروبي او کیمیاوي ککړوونکو شتون تایید کړی، په دې کې هغه نایټرېټ هم شامل دي چې د پښتورګو او نورو روغتیايي ستونزو له خطر سره تړاو لري. په ډېرو سیمو کې څېړونکو موندلې چې د اوبو پام وړ برخه بې له تصفیې د څښاک وړ نه ده، چې دا د فاضله موادو ککړتیا او کیمیاوي ناپاکیو دواړو څرګندونه کوي (طلوع نیوز).
په ډېرو کلیوالي سیمو کې، په ځانګړي ډول هلته چې خلک له چینو او لږو ژورو ځمکلاندې اوبو ګټه اخلي، د اوبو کیفیت تر اوسه ښه پاتې شوی. حتی په هغو ځایونو کې چې چینې د معدني زېرمو ترڅنګ راټوکېږي، لکه د بامیان په حاجیګک سیمه کې د اوسپنې د کان شاوخوا اوبه د کورني استعمال لپاره مناسبې دي. خو ځینې مهمې استثناوې هم شته چې په کې د اوبو کیفیت د ښاري کثافاتو له امله نه، بلکې د ځایي جیولوژۍ له امله خراب شوی دی. د ځمکې لاندې ځینې اوبه د طبیعي سرچینو لکه فلوراید او بورون له امله ککړې شوې دي او هغه سیندونه چې له مالګینو ځایونو تېرېږي کولای شي د اوبو کیفیت خراب او د لاندې سیمو په کرنه اغېز وکړي. د دې یوه پېژندل شوې بېلګه د تخار ولایت د نمک آب سیند دی چې په یوه تنګه دره کې بهېږي او شاوخوا غرونه او د سیند بستر یې مالګین رسوبات لري. ځايي ټولنو له اوږدې مودې راهیسې د اوبو د تریوالي او پر کروندو او خاورو د هغه د اغېز شکایت کړی دی.
پرله پسې حکومتونو هڅه کړې چې د نمک آب سیند ستونزه په انجنیري مهارتونو حل کړي. لومړی استنادي دېوالونه جوړ شول، خو په ۱۳۹۷ کال کې سېلابونو ویجاړ کړل (پژواک). وروسته بله طرحه، چې پورته انځور کې ښکاري د ۱.۲ کیلومتره اوږدوالي لپاره د تخته شوې خاورې، نه نفوذ کوونکې پلاستیکي پردې او ساتونکو ګبیونو د ترکیب څخه جوړه شوې وه، پلي شوه. دا پروژه د جمهوریت له نسکورېدو وروسته اتلس میاشتې وځنډېده، خو په ۱۴۰۲ کې د اسلامي امارت تر واک لاندې بشپړه شوه.
د نمک آب سیند د پوښښ پروژه. د سیند په کیڼ اړخ کې پر غونډۍ ستونزه جوړوونکي مالګین سپین رسوبات ښکاري. د پروژې موخه دا وه چې سیند نوي کانال ته، چې په ښي لوري کې لیدل کېږي، واړول شي څو پر مالګو د بهېدونکو اوبو څخه جلا شي. سرچینه: د افغانستان ملي پراختیا شرکت له خوا خپره شوې ویډیو، د مرغومي (جدي) ۷، ۱۴۰۰.
خو په ۱۴۰۳ کال کې له پرانېستو مخکې دا کار سېل یووړ. دې پېښې وښوده چې په دې ډېر بدلېدونکي هایدرولوژیک چاپېریال کې کافي تخنیکي وړتیا نشته.
د تروو اوبو ستونزې په ښاري سیمو کې هم شته. د بېلګې په توګه د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د لب جر سیمه، چې لیکوال په ۱۳۸۹ کال کې خپله لیدلې. دا سیمه پخوا یو ډنډ و او ورته بهېدونکې اوبه په کې ټولېدې. کله چې د ځمکې لاندې اوبو کچه ټیټه شوه، ډنډ وچ شو او پر بستر یې کورونه جوړ شول.
په تخار کې د نمک آب سیند د پوښښ پروژې ویجاړ شوی کانال. سرچینه: د افغانستان ملي پراختیا شرکت، د غبرګولي ۲، ۱۴۰۳ کال.
په ټوله کې د افغانستان په کلیوالي سیمو کې د اوبو کیفیت، په هغو ځایونو کې چې سرچینې یې خوندي وي او د نفوس تراکم لږ وي، د منلو وړ دی. خو په ډېرو سیمو کې ډېر ځله د E-Coli نښې، چې د انسان او حیوان د مدفوع له امله د ککړتیا نښه ده، ثبت شوې دي. دا ککړتیا په پرانیستې فضا کې د رفع حاجت د ختمولو پروګرامونو له لارې چې د حفظ الصحې کړنې ښې کوي او د اوبو سرچینې خوندي ساتي، د پام وړ ډول لږېدلی شي. خو د وچکالۍ پر مهال او په هغو ولایتونو کې چې د اوبو اوږدمهال کمښت لري، لکه نیمروز او بادغیس، خلک اړ کېږي چې ککړې یا تروې اوبه وکاروي.
جګړو هم د چاپېریالي زیانونو دروند میراث پرېښی دی. لکه څنګه چې خبریالې لینزي بیلینګ په ۱۴۰۲ کال کې په Inside Climate News کې خپره شوې څېړنه کې مستند کړي:
ثبوتونه هر چېرې شته، ځینې ساکن او تر خاورو لاندې او ځینې یې تر اوسه ژوندي دي. د جګړې کیمیاوي موادو ځمکه داسې ککړه کړې چې اغېزې یې لا هم په سمه توګه نه دي پېژندل شوې. افغانستان ته د امریکا پوځ تر راتګ وړاندې پر شوروي ځواکونو د نیپالم په ګډون د کیمیاوي وسلو کارولو تور پورې و. وروسته هماغه اډې امریکایانو وکارولې. اوس هلته د طبي، بیولوژیکي او کیمیاوي کثافاتو څو پوړیز پاتې شوني شته چې ښايي هېڅکله پاک نه شي.
لکه څنګه چې بیلینګ لیکي د هوا، اوبو او خاورې له ککړتیا سره د ځانګړو ناروغیو تړل ډېر وخت ستونزمن وي، خو هغو کلیوالو چې نوموړې ورسره مرکې کړې او لویو امریکايي اډو ته نژدې اوسېدل، او هغو ډاکټرانو چې درملنه یې کوله، د کورنیو تر منځ د پراخو او غیر عادي روغتیايي ستونزو خبره کړې ده. په دې کې د پښتورګو، ځیګر او پوستکي ستونزې او د زېږون نیمګړتیاوې شاملې دي. هغې راپور ورکړی چې اډو په لویه کچه فاضله مواد، کیمیاوي کثافات او زهرجن مواد پر ځمکه او د اوبو لارو کې تش کړي، چې هغې ته نژدې ټولنې، کرنیزې ځمکې او ځمکلاندې اوبه یې ککړې کړې دي. همدارنګه کثافات په خلاصو سوځېدونکو کندو کې سوځول کېدل، چې زهرجنې پایلې یې د امریکا د قانون جوړوونکو پام ځانته واړاوه او د پوځ پخوانیو سرتېرو د جبران لپاره قانون تصویب شو. بیلینګ همداراز لیکي چې امریکا ۸۵۰۰۰ ټنه چاودېدونکي توکي غورځولي، چې ډېرو یې د RDX چاودېدونکي توکي، هغه ماده چې د انسان عصبي سیستم اغېزمنولای شي او په امریکا کې د ممکنه سرطاني مادې په توګه پېژندل شوې ده، لرل.
ځانګړې اندېښنه د پرفلورو الکیل او پولیفلورو الکیل (PFAS)، هغه پاتې کېدونکي کیمیاوي موادو په اړه شته چې په امریکايي پوځي تجهیزاتو، د اور وژنې فومونو او ځینو داخلي استعمالونو کې کارول شوي، او ښايي خاوره او اوبه یې ککړ کړې وي. دا مواد طبیعي نه دي او په چاپېریال کې اوږده موده پاتې کېدای شي. ځینې یې زهرجن ثابت شوي او نور لا هم په بشپړه توګه نه دي ازمویل شوي.
د بیلینګ د راپور پای کې Inside Climate News لیکلي چې له څو سیمو یې د اوبو، خاورې او وینې نمونې د لابراتواري ازموینو لپاره امریکا ته استولې دي. خو کله چې لیکوال له بیلینګ سره په دې تړاو اړیکه ونیوه، هغې ورته وویل چې «له بده مرغه نمونې د کار وړ نه وې او پایلې خپرې نه شوې». د دغو وسلو د چاپېریالي یا د اوبو پر کیفیت د اغېزو په هکله تر اوسه په افغانستان کې هېڅ ډول علمي څېړنه نه ده شوې.
سربېره پر دې اغلې بیلینګ د پنتاګون ناعلاقه مندۍ ته اشاره کړې چې د چاپېریالي خوندیتوب ډېرو لږو معیارونو پلي کولو یې د پښتورګو، زړه او سږو، هاضمې او پوستکي جدي ناروغۍ، د زېږون نیمګړتیاوې او بېلابېل سرطانونه رامنځته کړي دي.
د اوبو د کیفیت څارنه
په افغانستان کې داسې یو واحد ارګان نشته چې د اوبو د ښه کیفیت د تضمین بشپړ مسوولیت ولري. د اوبو د کیفیت څار، سره له دې چې نظام بدل شو، دوام کړی او بېلابېلې هغه دولتي ادارې یې ترسره کوي، چې د جګړو وړاندې جوړې او د جمهوریت پر مهال بیا ورغول شوې. اوسمهال دولتي ادارې، نړیوالې نادولتي مؤسسې او خصوصي لابراتوارونه د اوبو د کیفیت فزیکي، کیمیاوي او بیولوژیکي ازموینې ترسره کوي. د افغانستان د ښاري اوبو رسونې او ککړوب (فاضلابو) دولتی شرکت، چې د نلي اوبو شبکې او فاضله سیستم د مدیریت مسوولیت لري او پوښښ یې محدود دی، په منظم ډول د وېشل کېدونکو اوبو کیفیت ازمويي. دوی په خپلو څاه ګانو کې کلورین کاروي څو د ځمکې لاندې اوبه شبکې ته له ننوتلو مخکې ضد عفوني شي.
د کلیو د بیارغاونې او پراختیا وزارت (MRRD) هم یو لابراتوار لري چې له ولسوالیو د اوبو راوړل شوې نمونې څېړي. په وروستیو کې دغه وزارت له ټولو پروژو غوښتنه کړې چې د عملي کار له پیل وړاندې د اوبو د کیفیت د ازمایښت پایلې وړاندې کړي. د همدې بهیر له لارې وزارت ډېر هغه ځایونه (لاندې نقشه کې ښودل شوي) پېژندلي چې په کې د اوبو برېښنايي هدایت لوړ دی او د څښاک لپاره مناسبې نه دي. برېښنايي هدایت د اوبو هغه وړتیا ده چې برېښنا ولېږدوي، او دا کچه د مالګو، منرالو او فلزي موادو د محلول له ډېرېدو سره لوړېږي. لوړه کچه معمولاً د کرنیزو اوبو د بهېدو، فاضله موادو یا طبیعي منرال لرونکو اوبو نښه وي، او ټیټه کچه نسبتاً پاکې اوبه ښيي.
څلورمه نقشه: په افغانستان کې د څښاک د اوبو سرچینو کیفیت
د کلیو د بیا رغاونې او پراختیا وزارت د پروژو په ساحو کې د برېښنایی هدایت وړتیا له مخې د اندازه شویو اوبو د سرچینو کیفیت، له زرغون (خوندي) تر سور (غیر خوندي) پورې. سرچینه: د کلیو د بیا رغاونې او پراختیا وزارت (د لیکوال سره شریک شوی)
بله ګټوره سرچینه هغه انلاین نقشه ده چې د جمهوریت پر مهال د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې د ځمکې لاندې اوبو ریاست چمتو کړې وه. دې نقشې هم د افغانستان په څلور دېرشو ولایتونو کې د ځمکې لاندې اوبو ککړوونکو د موندلو لپاره د برېښنايي هدایت شاخص کارولی (هر ولایت په کلېک کولو سره د ولسوالیو په کچه معلومات هم ښکاره کوي).
یونیسف د ښاري اوبو رسونې او ککړوب (فاضلابو) دولتي شرکت او د کلیو د بیارغاونې او پراختیا وزارت لابراتوارونو سره مرسته کړې او د عامې روغتیا وزارت لپاره یې په کابل، مزار شریف، هرات او کندهار کې د اوبو د کیفیت د ازموینې څلورمرکزونه جوړ کړي. له دې ډلې د کابل او مزار شریف لابراتوارونه په لږ ظرفیت کار کوي، او د هرات او کندهار مرکزونه تر ډېره درېدلي دي. سره له دې، همدغو محدودو ازموینو هم ګټه لرلې ده، ځکه په روغتونو او ښاري شبکو کې ککړې اوبه پېژندل شوې او اصلاحات پلي شوي دي. دا ښيي چې که کافي کارکوونکي، بودیجه او سم مدیریت وي، دغه لابراتوارونه څومره ارزښتمن کېدای شي.
نور بنسټونه هم د اوبو د کیفیت د ازمویلو وړتیا لري. د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت داسې لابراتوار چلوي چې د غیر الکولي مشروباتو کیفیت ازمايي او په کابل کې د اوبو خصوصي پلورونکو ته هر موسم کې جوازونه ورکوي. د اوبو او انرژۍ وزارت هم لابراتوار لري چې نیمه فعال دی، خو لا هم د هایدرولوژیکي سټېشنونو د ځایونو څخه راټولې شوې نمونې څېړي. د احصایې او معلوماتو ملي اداره هر کال له ټولو ۳۴ ولایتونو د اوبو شاوخوا ۲۱۰۰۰ نمونې راټولوي او خپله یې د کیفیت ازموینې وړتیا لري، چې یونیسف سمبال کړې ده. د کانونو او پترولیم وزارت او د چاپېریال ساتنې ملي اداره هم لابراتوارونه لري او د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د کابل د اوبو د کیفیت ځینې پایلې آنلاین خپرې کړې دي. د افغانستان د علومو اکاډمي هم لابراتوار لري چې د اوبو ۲۱ پارامترونه ارزوي.
خو جدي جوړښتي او اداري خنډونه د دولتي لابراتوارونو اغېزمنتیا محدودوي. له بهرني اړخه، د څښاک اوبو د څار لومړیتوب ته لږه پاملرنه کېږي، خصوصي مراجعینو ته د جلب ستراتیژي نشته او د نمونو د سپارلو بهیر پېچلی دی. له دننه خوا، ستونزې د کارکوونکو کمښت او تخنیکي وړتیا، ټوټې ټوټې راپور ورکول، د بودیجې نشتوالی په ځانګړي ډول له کابله بهر، د ساحوي نمونو د راټولولو لپاره د ترانسپورت محدودیت، او د تدارکاتو ستونزې دي چې وسایل بې ترمیمه پاتې کېږي او کیمیاوي مواد زړېږي. له خصوصي ازمایښتونو ترلاسه شوې فیسونه بېرته په لابراتوارونو نه مصرفېږي، چې پایښت یې نور هم کمزوری کوي. په پایله کې، ډېر لابراتوارونه تر عملي خوندیتوب، ډېره سمبولیکه بڼه لري او هېواد له یوه باوري سیستم څخه بې برخې دی چې د څښاک اوبو خوندیتوب وڅاري.
یو شمېر نادولتي او نړیوال بنسټونه هم د اوبو د کیفیت د ازمویلو خدمتونه وړاندې کوي. د افغان کډوالو لپاره د مرستو ډنمارکۍ کمیټه (DACAAR) لا هم د اوبو د کیفیت د تحلیل او هایدرو جیوفزیک نقشو جوړولو کې مخکښه ده او یو مجهز لابراتوار چلوي چې د خپل پروګرام او نورو مراجعینو لپاره د فیس په بدل کې کار کوي. د افغانستان لپاره د سویډن غیر فعالې شوې کمېټې پخوا د اوبو د کیفیت د څار لابراتوارونه لرل. یوناما هم یو کوچنی مرکز لري چې یوازې د خپلو دفترونو د اوبو کیفیت څاري. یو شمېر خصوصي لابراتوارونه، چې ډېری یې په اصل کې د ساختماني موادو د ازموینې لپاره جوړ شوي وو، د اوبو د کیفیت تحلیل هم کوي، خو فیسونه یې لوړ دي او د یوې نمونې د فزیکي، کیمیاوي او بیولوژیکي ازموینو لګښت شاوخوا سل ډالره دی.
په ټوله کې ستونزه د لابراتوارونو نشتوالی نه دی، بلکې د داسې سیستم نشتون دی چې د هغوی اغېزمن کار ته زمینه برابره کړي. اداري خنډونه، نامنظم تمویل، کمزورې همغږي او محدود تخنیکي ظرفیت د دې مخه نیسي چې دغه اسانتیاوې د عامې روغتیا د خوندیتوب لپاره اړین خدمت وړاندې کړي. تر هغو چې بهیرونه ساده، د بنسټونو مسوولیتونه روښانه او باثباته مالي سرچینې برابرې نه شي، په هېواد کې د شته لابراتوارونو شبکه به تر کار لاندې پاتې وي او هغه پراخ څار به ترسره نشي کړی چې افغانستان ورته سخته اړتیا لري.
حکومتي غبرګونونه
جمهوریت تر ډېره پر قانون جوړونې او د ښاروالیو په کچه اقداماتو باندې تمرکز درلود. د ۱۳۸۶ کال د چاپېریال ساتنې قانون کې په رسمي ډول د اوبو ککړټیا په هغو کې د ککړوونکو موادو شتوالی تعریف شوې ده. د همدې قانون پر بنسټ، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې په ۱۳۹۵ کال کې د اوبو د کیفیت د کنټرول مقرره خپره کړه، چې په ټول هېواد کې یې د اوبو د ککړتیا د مخنیوي لپاره کړنلارې او اداري مسؤلیتونه وټاکل.
بله مهمه لاسته راوړنه د ککړوب هغه ماسټر پلانونه و چې د ساساکي د مهندسۍ، پلان جوړونې، او ډیزاین شرکت له خوا د کابل او پنځو نورو سترو ښارونو لپاره جوړ شول. دا پلانونه د ۱۳۹۵ او ۱۳۹۹ کلونو ترمنځ بشپړ شول او د افغانستان د ښاري جوړښت له بېلابېلو بڼو سره سم یې د ککړوب د راټولولو او تصفیې څو پړاويز چوکاټ وړاندې کړ. په دې طرحه کې بېلابېلې حللارې شاملې وې، لکه د غیررسمي مېشت ځایونو لپاره غیرمتمرکز سیستمونه، د منځنیو سیمو لپاره د څو کورونو ګډ سیستمونه، او د پلان شویو ښاري سیمو لپاره لوی شبکوي سیستمونه، چې تصفیه شوی ککړوب به یې کرنه کې کارېده. دا د افغانستان لپاره د ککړوب د عصري مدیریت لومړنۍ هر اړخیزه نقشه وه، خو له بده مرغه هېڅ یو پلان عملي نه شو. سیاسي بې ثباتي، بندیزونه، د نړیوالې رسمیت پېژندنې نشتون او محدود اداري ظرفیت یې د عملي کېدو مخه ونیوله.
په وروستیو کې ښاروالیو، دکابل ښاروالۍ په ګډون، هڅې پیل کړې چې ښاري سیندونو ته د کورنیو فاضله اوبو مستقیم بهیر ودروي. د کابل ښاروالۍ د ۳، ۵، ۶ او ۱۳ حوزې له هغو اوسېدونکو لیکلي ژمنلیکونه اخیستي دي چې خپل ککړوب یې کابل سیند ته وصل کړی و. له هغوی غوښتل شوي چې سپټیکونه جوړ او سیند ته د ککړوب خوشې کول ودروي. د ۱۴۰۴ کال د لیندۍ (قوس) په ۲۸ مه د آینده افغانستان پر یوټیوب خپور شوی راپور ښيي چې د ښاروالۍ موظفین هغه نلونه بندوي چې د کابل سیند ته بهېږي او اوسېدونکو ته د نویو مقرراتو په اړه معلومات ورکوي. دا اقدامات تر ډېره محلي بڼه لري او د سیمې د خلکو پر همکارۍ تړلي دي. په نورو ښارونو کې، له منظم پلان پرته خو د خلکو د شکایتونو یا ښکاره ککړتیا په غبرګون کې، ورته هڅې کله ناکله ترسره شوې دي.
نړیوالو موسسو هم د بشري مرستو د پروګرامونو له لارې ځینې تشې ډکې کړې دي. د بېلګې په توګه یونیسف په سروبي کې د اوبو یوه تصفیه خونه جوړه کړه او په کلیوالو سیمو کې یې د څاه ګانو، لمریزو دړو او نلي شبکو په مرسته د څښاک اوبه برابرې کړې دي. خو دا پروژې د پروګرامونو په کچه محدودې دي او د ککړوب د منظم ملي سیستم ځای نه شي نیولی.
د اوبو د کیفیت د کړکېچ په غبرګون کې د اوبو افغان کارپوه سید عبدالباسط رحماني له ځايي موادو لکه خاورې، شګې او کرېړ (جغل) څخه د تصفیې یو کوچنی سیستم جوړ کړی. که څه هم دا طرحه کوچنۍ ده خو ښيي چې د لږو اوبو په سیمو کې د عملي تطبیق وړ حللارې شته چې د روغتیايي خطرونو په کمولو کې مرسته کولای شي.
د افغانستان د ککړو اوبو روغتیايي اغېزې جدي دي. ککړې اوبه د اوبو له لارې خپرېدونکو ناروغیو لامل کېږي، پر روغتیايي مرکزونو فشار ډېروي او کورنۍ مجبوروي چې د خوندي اوبو د پېرلو لپاره خپل محدود عاید ولګوي. کله چې خصوصي پلورونکي د لوړو بیو بدل کې له ځمکې لاندې اوبه راوباسي او پلوري، نو د خوندي اوبو لاسرسی لاپسې نابرابره او مالي فشار هم ورسره زیاتېږي. په ټوله کې د حکومتونو غبرګونونه د یوې همغږې ملي ستراتېژۍ پر ځای تر ډېره جلا جلا اقدامات پاتې شوي او هېواد لا هم د اوبو د ککړتیا د پراخې ستونزې د حل لپاره پیاوړی اداري بنسټ نه لري.
راتلونکې لارې چارې
په افغانستان کې د اوبو د ککړتیا کمول لنډمهالو عملي ګامونو او د اوږدمهاله جوړښتي اصلاحاتو ترکیب ته اړټیا لري. په لنډ مهال کې ښاروالۍ کولای شي د بنسټیزو روغتیايي مقرراتو په پلي کولو سره، لکه د غیر نفوذي سپټیکونو جوړول، د تخلیې منظم سیستم رامنځته کول او سیندونو ته د ککړوب د مستقیم بهیر بندول، ککړتیا راټيټه کړي. دا ګامونه سترې زیربنايي پانګونې ته اړتیا نه لري، خو پر دوامداره تطبیق او د ټولنې پر همکارۍ ولاړ دي.
په منځني مهال کې پرمختګ د ادارو ترمنځ د همغږۍ په پیاوړتیا پورې تړلی دی. د اوبو د کیفیت د څار لپاره یو واحد ملي چوکاټ چې د ښاري اوبو رسونې او ککړوب (فاضلابو) دولتی شرکت، د چاپېریال ساتنې ملي اداره، د کلیو د بیارغاونې او پراختیا وزارت، د اوبو او انرژۍ وزارت او ښاروالیو ترمنځ تړاو ټینګ کړي، کولای شي د معلوماتو شریکول اسانه، مسؤلیتونه روښانه او هدفمند اقدامات ممکن کړي. د شته لابراتوارونو بیا فعالول به د پرېکړو لپاره لازم تخنیکي بنسټ برابر کړي او له پوهنتونو سره همکاري کولای شي د اوبو د کیفیت د ازمایلو ظرفیت په نسبتاً لږ لګښت لوړ کړي.
یو عملي مسیر دا هم کېدای شي چې د ساساکی له خوا د ککړوب چمتو شوي ماسټر پلانونه بېرته را واخیستل شي. د هغوی پړاويز مېتود چې له غیرمتمرکز او د څو کورونو له ګډو سیستمونو پیلېږي، د اوسنیو محدودیتونو تر سیوري لاندې هم د پلي کېدا وړ دی. د دغو برخو عملي کول به په ښاري سیمو کې د اوبو ککړتیا په څرګند ډول لږه کړي. کره هایدرولیکي څېړنې او مناسبې تخنیکي طرحې کولای شي د نمک آب په څېر سیمو کې چې د کانونو څخه زیانمنې شوې دي، د لا ډېرې ککړتیا مخه ونیسي. د وخت په تېرېدو سره دا سیستمونه کولای شي د اصلي پلان له مخې لویو شبکو ته پراخ شي.
خو پرمختګ د بنسټیزو خنډونو په حل پورې تړلی دی. بندیزونه، د نړیوالې رسمیت پېژندنې نشتون، چې د مرستندویانو تمویل او د اقلیم بدلون د اغېزو د کمولو لپاره مالي سرچینو ته لاسرسی محدودوي، او د ښاروالیو کمزوری ظرفیت د مالي او تخنیکي امکاناتو ترلاسه کول ستونزمن کړي. سربېره پر دې د ککړوب د کنټرول د پالیسیو جدي تطبیق او د راټولولو او تصفیې په خدماتو کې د خصوصي سکتور ګډون کولای شي تدریجي پرمختګ ته لاره هواره کړي. عامه او خصوصي مشارکتونه په ځانګړي ډول د فاضله موادو د تخلیې، غیرمتمرکزې تصفیې او د هغو د بیا کارونې په برخو کې، د ظرفیت لوړولو او پر دولتي ادارو د فشار کمولو یوه عملي وسیله ده.
په پای کې د اوبو کیفیت ښه کول له ښاري حکومتولۍ سره نه بېلېدونکی تړاو لري. که منظم تمویل، روښانه اداري مسؤلیتونه او دوامدار سیاسي تعهد موجود نه وي، ککړتیا به لا پراخه شي. د ککړوب تفصیلي ماسټر پلانونه، محلي تطبیقي هڅې او د ټولنې په کچه نوښتونه ښيي چې که مسؤلیتونه روښانه او د اړوندو لوریو ملاتړ وشي، پرمختګ شونی دی. یو واقعي مسیر دا دی چې نن عملي او پلي کېدونکي ګامونه واخیستل شي او په تدریجي ډول هغه سیستمونه جوړ شي چې د افغانستان د اوبو سرچینې په اوږده مهال کې خوندي وساتي.
جامد کثافات
کچره چې په مسلکي اصطلاح ورته جامد کثافات وایي د افغانستان په ښارونو کې د چاپېریال تر ټولو څرګندو او دوامدارو ستونزو څخه دي. د هوا د ککړتیا برعکس چې د موسم سره بدلون کوي، جامد کثافات پرله پسې ډېرېږي او د ښاروالیو د کمزوري اداري ظرفیت څرګندونه کوي. په کابل، جلال آباد، مزارشریف، کندهار او نورو پراخېدونکو ښارونو کې کثافات په کوڅو، تشو ځمکو، د سیندونو پر غاړو او د اوبو لارو کې راټولېږي چې چاپېریالي او روغتیايي خطرونه رامنځته کوي.
د جامدو کثافاتو او د تشناب د فاضله موادو ترمنځ روښانه توپیر ته اړتیا شته. جامد کثافات د کورنیو پاتې شوني لکه د خوړو پاتې توکي، پلاستیک، کاغذ، بسته بندي، د بخاریو ایرې، د ودانیزو چارو پاتې شوني او په لوی اختر کې د حلالو شویو څارویو پاتې مواد رانغاړي. خو د تشناب فاضله مواد د انسان مدفوع او د سپټیکونو او تشنابونو لجن ته ویل کېږي. که څه هم دواړه په پای کې چاپېریال ککړوي خو د مدیریت لارې یې جلا دي. د جامدو کثافاتو راټولول د ښاروالۍ دنده ده خو د تشناب فاضله موادو مدیریت د ښاري اوبو رسونې او ککړوب (فاضلابو) دولتی شرکت مسؤلیت دی، چې په عمل کې دا کار ډېر وخت خصوصي ټانکرو له سپټیکونو د فاضله مواد په راټولولو ترسره کوي. په واقعیت کې دواړه برخې سره نښلي، ځکه کله چې جامد کثافات سیندونو ته واچول شي، له ککړو اوبو سره ګډېږي او ککړتیا نوره هم ډېروي.
کابل ښار هره ورځ له ۳۰۰۰ ټنو ډېر جامد کثافات تولیدوي. جلال آباد شاوخوا ۲۰۰ ټنه او کندهار نژدې ۸۰۰ ټنه په ورځ کې تولید لري. د مزار شریف او هرات د کثافاتو د ورځني تولید کره کچه لیکوال ته روښانه نه ده.
په ټولو ښارونو کې د کثافاتو ترکیب نژدې سره ورته دی. د خوړو پاتې شوني تر ټولو لویه برخه (په کابل ښار کې د ټولو کثافاتو ۴۵-۵۲ سلنه، مزارشریف کې ۴۸ سلنه، کندهار کې ۳۰ سلنه)، پلاستیکونه د هر ښار اړوند له ۱۰ تر ۴۵ سلنې، کاغذ او کارتن عموماً له ۱۰ تر ۲۰ سلنې پورې برخې جوړوي. او خطرناک کثافات تر ډېره د روغتیايي مرکزونو شاوخوا متمرکز وي. د عضوي موادو لوړه کچه او رطوبت د چټکې تجزیې لامل کېږي چې بد بوی رامنځته کوي او داسې مایع تولیدوي چې خاوره او د ځمکې لاندې اوبه ککړوي. ګڼو ښاري اوسېدونکو د انلاین پوښتنلیک له لارې ویلي چې ښاروالۍ د کثافاتو په اغېزمن مدیریت کې پاتې راغلې دي.
په کلیوالو سیمو کې جامد کثافات عموماً د کورنۍ په کچه تنظیمېږي. عضوي مواد څارویو ته ورکول کېږي، د سرې په توګه کارول کېږي یا سوځول کېږي، او ډېر کلي د ښارونو پرتله لږ نه تجزیه کېدونکی مواد تولیدوي. خو پلاستیک، چې نه تجزیه کېږي، ورځ تر بلې په کلیوالو سیمو کې ډېرېږي. په لرې پرتو درو او ملي پارکو، په ځانګړي ډول په نورستان، کې سیلانیان او نندارچیان پلاستیکي بوتلونه، د خوړو کڅوړې او نور پاتې شوني پرېږدي. دا مواد لسګونه کاله په چاپېریال کې پاتې کېږي او په هغو سیمو کې چې طبیعي بڼه یې تر اوسه خوندي ده، د اوږدمهاله ککړتیا اندېښنې راولاړوي.
د کابل ښارد جنوب ختیځ په ګزک سیمه کې د جامدو کثافاتو ډېران.سرچینه: د ۱۴۰۲ د لړم (عقرب) ۴، د افغان دوستۍ له خوا په یوټیوب د خپرې شوي ویډیو څخه سکرین شات
د جامدو کثافاتو څارنه
افغانستان د دې لپاره چې د جامدو کثافاتو سره څه کېږي د څار منظم رسمي سیستم نه لري. ښاروالۍ په عادي ډول کثافات ټولوي، خو نه یې ترکیب سنجوي، نه د راټول شوي مقدار کره شمېرې لري او نه دا معلوموي چې د څومره کثافاتو سر ازادو ډېرانو، د سیندونو منځ یا د غیررسمي سوځولو ځایونو ته وځي. شته معلومات د دوامداره اداري څار پر ځای تر ډېره د جلا جلا څېړنو څخه ترلاسه شوي دي.
په کابل، جلال آباد، مزارشریف او کندهار کې څېړنو د کثافاتو د تولید او ترکیب ساده انځورونه وړاندې کړي. دغو څېړنو ښودلې چې د راټولولو اغېزمنتیا د ښارونو او حوزو ترمنځ ډېر توپیر لري او ډېری کثافات د خاورې پوښښ، د زهرجنو اوبو د مخنیوي سیستم او نورو چاپېریالي تدابیرو په نشتوالي کې ازادو ډېرانو ته غورځول کېږي. خو دا ارزونې پرله پسې نه دي او د منظم څار برخه نه جوړوي.
غیررسمي بیا کارونه، چې زرګونه کسان پکې بوخت دي او یوازې په کابل کې له شاوخوا ۷ تر ۱۰ سلنې بیاکارېدونکي مواد بېرته راټولېږي، په رسمي ډول ثبت شوې نه ده. د څار پرته ښارونه نشي کولی غیرقانوني ډېرانونه وپېژني، د شتو ډېرانو چاپېریالي اغېزې وارزوي یا په راتلونکو کې ورته د تصفیوي تاسیساتو لپاره پلان جوړ کړي.
د څار نشتون دا معنی هم لري چې هېواد د خپل چاپېریال قانون غوښتنې نه شي پوره کولای، ځکه قانون کثافات ککړوونکي ګڼي او ښاروالۍ یې د خوندي راټولولو او دفعې مسؤلې بولي. په عمل کې نه د چاپېریال ساتنې ملي اداره او نه هم ښاروالۍ د کثافاتو د جریان، ډېرانونو د وضعیت او چاپېریالي اغېزو په اړه منظم ډیټابېسونه لري. دا تشه، پالیسي جوړوونکي له شواهدو بې برخې کوي او عامو خلکو ته د ستونزې د کچې په پېژندو کې خنډ ګرځي.
د څار یو اغېزمن سیستم بنسټیز خو مهم ګامونه لکه د لېږد په مرکزونو او ډېرانو کې د کثافاتو تَلل، د راټولولو لارې او پوښښ نقشه کول، د کچره دانیو او وسایطو شمېر او وضعیت ثبتول او د کثافاتو د ترکیب دوره يي ارزونه غواړي. ان د ټیټ لګښت وسیلې لکه ساده تله، د موبایل په مرسته راپور ورکول او جغرافیایي نقشه جوړول کولای شي هغه معلومات برابر کړي چې د خدمتونو د ښه والي، د بیاکارونې د ملاتړ او د چاپېریالي او روغتیايي زیانونو د کمولو لپاره اړین دي.
حکومتي غبرګونونه
د ۱۳۸۶ کال د چاپېریال ساتنې قانون جامد کثافات ککړوونکي ګڼي او د حکومتي ادارو او افرادو لپاره روښانه مسؤلیتونه ټاکي. قانون حکم کوي چې کثافات باید په داسې ډول راټول، ولېږل، تصفیه او دفع شي چې چاپېریال او عامه روغتیا خوندي پاتې شي. قانون سیندونو، ازادو ځمکو او هغو ځایونو ته د کثافاتو غورځول منع کوي چې خاوره او د ځمکې لاندې اوبه ککړولای شي. ښاروالۍ مکلفې دي چې د کثافاتو د مدیریت سیستمونه جوړ او د دفعې لپاره مشخص ځایونه وټاکي. د همدې قانون پر بنسټ، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې په ۱۳۹۶ کال کې د طبي کثافاتو د مدیریت مقرره خپره کړه، خو دا مقرره ټول جامد کثافات تر پوښښ لاندې نه راولي.
ښاروالۍ آن د کورونو د عادي کثافاتو په مدیریت کې له ستونزو سره مخ دي. د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست له ۳۶۰۰ ډېر کارکوونکي لري، خو داسې تخنیکي پرسونل نه لري چې معیاري ډېرانونه طرحه او وچلوي. جلال اباد د کثافاتو راټولولو یوازې ۲۶ موټر لري، په داسې حال کې چې نفوس یې په چټکۍ لوړېږي. په کندهار کې شاوخوا ۷۰۰ کچره دانۍ د نژدې نیم میلیون نفوس لپاره کارول کېږي، چې ګڼې کورنۍ تر ټولو نېژدې کچره دانۍ ته تر ۳۰۰ مترو ډېر واټن وهي. په ټولو ښارونو کې خلک له نامنظمې راټولونې، ډکو کچره دانیو، په کوڅو او تشو ځمکو کې د کثافاتو غورځولو، د اوبو لارو له بندېدا او د کثافاتو پر غونډیو د کوڅه ډبو سپیو او نورو ژویو له راغونډېدا شکایت کوي. دا ټول د منظم ښاري سیستم، کافي بودجې او اغېزمن تطبیق د نشتوالي نښې دي.
د کابل اصلي ډېران، ګزک ۲، د ښار په سوېل ختیځ کې موقعیت لري چې جامدو کثافاتو په کې غونډۍ جوړې کړې (لکه څنګه چې د یوټیوب په دغه ویډیو کې ښکاري) او د معیاري ځمکني ډېران پر ځای د ازادې غورځونې په توګه کارول کېږي. کثافات په کې تخته کېږي خو خاورېن پوښ نه لري او زهري اوبه یې د ځمکې لاندې اوبو ته ننوځي. د جلال اباد په بهسودو ولسوالۍ کې کثافات په کرنیزو ځمکو کې غورځول کېږي، پرته له دې چې د زهري اوبو د راټولولو سیستم ولري. په مزار شریف او کندهار کې هم ورته طریقې کارول کېږي او کثافات پر ازادو ځمکو اچول کېږي.
په کمزوري ادارې سیسټم سربېره په ځینو ښارونو کې غیررسمي بیاکارونه فعاله ده. یوازې په کابل کې له شاوخوا ۲۰۰۰ تر ۲۵۰۰ کسان بیاکارېدونکي مواد راټولوي او په هغو دوکانونو یې پلوري چې وروسته یې فابریکو ته استوي. المونیم، پلاستیکي بوتلونه، کاغذ او ښیښه د عاید سرچینې دي خو دا سکتور نه تنظیم شوی، نه خوندي دی او د تولید شوې کچې د جبران توان نه لري.
یو هلک او دوه سړي د کابل د بیا کارونې په یوه انګړ کې د ګډو کثافاتو څخه پلاستيکي بوتلونه بوجۍ ته اچوي. انځور: وکیل کوهسار/AFP، د ۱۴۰۴ کال د زمري (اسد) ۱۴
ځینې خصوصي ښارګوټي لکه په کندهار کې عینو مېنه خپل داخلي خدمات لري او د کثافاتو د راټولولو لپاره د اوسېدونکو څخه یو ټولیز فیس اخلي چې د اوبو او ککړوب خدمتونه هم پکې شامل دي.
د کلیوالي روغتیا د ښه والي لپاره د کلیو د بیارغاونې او پراختیا وزارت د جمهوریت په لومړیو کلونو کې د ټولنې پر بنسټ پروګرامونه پیل کړي و او د ۱۳۹۰یمې لسیزې په منځ کې چټک شول. موخه یې چاپېریال کې له تشناب پرته انساني مدفوع او ګوزن ناروغۍ له منځه وړل و (د یونیسف دغه لنډیز ولولئ). وروسته له هغه چې سیمه ییزو کمپاینونو کورنۍ وهڅولې چې تشنابونه جوړ او خوندي کړي او کثافات په خوندي ډول اداره کړي، ډېرې ولسوالۍ له تشناب پرته مدفوع څخه پاکې اعلان شوې. دغو نوښتونو په ډیرو کلیو کې په خلاصه فضا کې د حاجت رفع کول لږ او حفظ الصحې ښه کولو کې مرسته وکړه. خو د جمهوریت له سقوط وروسته دا پروګرامونه ودرېدل او کلیوالي روغتیايي هڅې له اداري ملاتړه بې برخې شوې.
په ټوله کې د جامدو کثافاتو د مدیریت قانوني چوکاټ تر ډېره نه دی عملی شوی. ډېر ښارونه معیاري ډېرانونه نه لري، کثافات په ازادو ځایونو او د اوبو په لارو کې غورځول کېږي او د قانون تطبیق کمزوری دی. د قانوني غوښتنو او عملي وضعیت ترمنځ دا واټن د چاپېریالي حکومتولۍ له څرګندو کمزوریو دی. تر هغه چې منظم راټولول، مشخص ډېرانونه او عامه پوهاوی رامنځته نه شي، افغان ښارونه به د کثافاتو له ډېروالي سره مخ وي، هغه ستونزه چې پر روغتیا، ښاري تګ راتګ او د ژوند پر کیفیت ژور اغېز کوي.
راتلونکې لارې چارې
په افغانستان کې د جامدو کثافاتو د ستونزې حل دا غواړي چې له مقطعي او بې نظمه پاک کارۍ څخه د ښار په کچه یوه منظم پوښښ لرونکی سیستم ته واوړي. داسې سیستم چې له سرچینو د کثافاتو کمولو، د راټولولو ښه والي، خوندي دفعې او بیاکارونې ته زمینه برابره کړي. لومړیتوب باید د ښاروالیو د بنسټیزو خدمتونو پیاوړتیا وي. ډېر ښارونه کافي کچره دانۍ، وسایط او روزل شوي کارکوونکي نه لري. له همدې امله کثافات په کوڅو، د سیندونو په بسترونو او تشو ځمکو کې راټولېږي. د راټولولو د ځایونو ډېرول، د داسې کچره دانیو طرحه کول چې خلک ورته اسان لاسرسی ولري، خو حیوانات ترې بند وي، او د راټولولو د وسایطو ډېرول کولای شي په لنډ وخت کې د خدمتونو پوښښ ښه کړي.
په سرچینه کې بېلول مهم دي. څېړنې ښيي چې په کابل، مزارشریف او کندهار کې شاوخوا نیمايي ښاري کثافات عضوي مواد دي، پلاستیک او کاغذ هم د پام وړ برخه جوړوي. که د دوو کچره دانیو یو ساده سیستم، یوه د عضوي او بله د غیرعضوي موادو لپاره، رامنځته شي ښاروالۍ او خصوصي کارکوونکی کولی شي ډېر کثافات له ازادو ډېرانونو راوګرځوي. عضوي مواد د سرې په توګه کارېدلی شي یا ښایي د کوچنیو بایوګاز سیستمونو لپاره وکارول شي، چې هم په ډېرانونو فشار کموي او هم د ښار شاوخوا کرنې ته ګټه رسوي. غیرعضوي بیاکارېدونکي مواد چې اوس یې زرګونه کسان له ډېرانو راټولوي کولای شي یوې منظمې بیاکارونې شبکې ته ورسېږي.
غیررسمي بیاکارونه د کثافاتو په اقتصاد کې له لږو فعالو برخو ده. څنډې ته د پورې وهلو پر ځای باید ښاروالۍ دا سیستم تنظیم کړي. د کثافاتو راټولوونکي ثبت او د خوندي بېلولو ساحې ورته وټاکي. همدارنګه د راټولوونکو او خصوصي بیاکارونې مرکزونو ترمنځ همکاري اسانه کړي. دا به هم د عاید سرچینې خوندي کړي او هم د بیاکارونې کچه لوړه کړي.
د بیاکارونې او تصفیې د پراختیا لپاره د خصوصي سکتور ګډون اړین دی. کوچني او منځني شرکتونه کولای شي د تجزیه کولو ځایونه، د پلاستیک ټوټه کولو، د کاغذ بیاکارونې او د راټولولو خدمات د ښاروالۍ تر څار لاندې وچلوي. عامه او خصوصي مشارکتونه کولای شي د معیاري ډېرانونو، لېږد ځایونو او بیاکارونې مرکزونو د تمویل برخه کې مرسته وکړي، په ځانګړي ډول هلته چې د ښاروالۍ بودجه محدوده وي.
د دفعې په برخه کې ازاد ډېرانونه باید په تدریجي ډول په معیاري ځمکنیو ډېرانو واوړي. آن ساده تدابیر لکه ورځنی خاورېن پوښښ، کټارې، د اوبو ایستلو نل او د غورځولو د مشخصو ساحو ټاکل، کولای شي بد بوی او د ځمکې لاندې اوبو ککړتیا په څرګند ډول لږه کړي. په اوږده مهال کې ښارونه کولای شي د څو ولسوالیو لپاره ګډ معیاري ډېرانونه طرحه کړي څو لګښتونه یې لږ شي.
په کلیوالو سیمو کې بیله تګلاره اړینه ده. د ټولنې پر بنسټ د کثافاتو د راټولولو ځایونو جوړول، دوره يي پاک کارۍ او سیلانیانو ته د خپلو کثافاتو د بېرته وړلو شرط وضع کول، په ځانګړي ډول په حساسو سیمو لکه نورستان کې، کولای شي طبیعي چاپېریال خوندي وساتي. د کلیوالي روغتیا پخواني پروګرامونه چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له خوا پلي کېدل، که بېرته فعال او له اوسنیو اړتیاوو سره برابر شي، د اوبو د سرچینو د ککړتیا په لږولو کې مرسته کولای شي.
په پای کې د معیار ټاکنې قانوني چوکاټ، خصوصي کارکوونکو ته د جواز ورکول او غیرقانوني ډېرانو کې د جریمې لګونې بنسټ برابروي. یوه همغږې ملي تګلاره، چې ښاروالۍ، د چاپېریال ساتنې ملي اداره، د کلیو د پراختیا وزارت اړوندې ادارې او خصوصي سکتور سره وتړي، کولای شي افغان ښارونه له داسې پاک کاریو چې وضعیت بحراني کوي د کثافاتو د مدیریت یوه کارېدونکي او پایېدونکي سیستم ته وسوي.
شور
د ککړتیا په بحث کې عموماً د غږ او شور ترمنځ توپیر کېږي. شور هغه نا غوښتل شوی، مزاحم یا ځوروونکی غږ دی چې د ارام، تمرکز او روغتیا پر حالت منفي اغېز کوي. هغه څه چې شور له عادي غږه جلا کوي د هغه فزیکي ځانګړتیا نه، بلکې د انسان تجربه ده؛ نامنظم، ناڅاپي یا ډېر لوړ غږونه چې خوب ګډوډوي یا رواني فشار رامنځته کړي غږېزه ککړتیا (شور) ګڼل کېږي. غږ خوندور یا هدفمند وي، شور بیا له روحي فشار (سترېس) سره مل، او که دوامداره وي روغتیايي ستونزې رامنځته کوي.
په افغانستان کې شور تر ډېره ښاري پدیده ده. د ترافیکو ګڼه ګونه، د پلورونکو لوډسپیکرونه، د کوڅو اعلانونه، ډیزلي جنراتورونه، ساختماني چارې او د شپې د کوڅه ډبو سپیو پرله پسې غپېدل د شور اصلي سرچینې دي. له دغې ککړتیا سره د مخامخېدو کچه په مرکز کې لوړه ده، د نفوس او تراکم له لوړېدو سره ډېرېږي. د کال په اوږدو کې د شور کچه نژدې ثابته پاتې کېږي، خو په اوړي کې ځکه ډېره احساسېږي چې خلک کړکۍ پرانیزي. لاندې انځور (۴) د شور د ډولونو بېلګې او د هغوی د کچې اړوندو خطرونه ښیي. دا چې یوازې د شور اندازه د زیان د کچې ټاکلو لپاره بسنه نه کوي؛ بلکې د تماس موده هم مهمه ده. آن که د منځنۍ کچې شور اوږد مهاله دوام ولري، د انسان پر روغتیا اغېز کوي. له همدې امله نړیوال معیارونه د کچې او مودې ګډه ارزونه کاروي. که دا معیارونه د افغانستان پر ښارونو تطبیق شي، ښکاري چې ګڼ اوسېدونکي، په ځانګړي ډول د سړکونو ترڅنګ مېشت خلک، په دوامدار ډول د شور له غیر صحي کچو سره مخ دي.
انځور ۴: د جنراتورونو په مقیاس د غږ فشار کچه په ډیسیبل (dB). سرچینه: ټام هالند، ۱۴۰۱، له Wikimedia Commons څخه
کابل ته تلونکي کسان او په دې ډله کې لیکوال چې په ۱۴۰۳ کې ورغلی و، ډېر وخت د شپې د سپیو د غپېدو له امله د خوب ستونزه لري او د ورځې له خوا د ریکشو او ګرځنده پلورونکو د لوډسپیکرونو له امله ارام نه شي کولای. په وروستیو کلونو کې د څښاک اوبو خصوصي ټانکرونو ډېروالی هم شور ته نوې کچه ورډېره کړې، ځکه چلوونکي خپل شتون په لوډسپیکر اعلانوي (طلوع نیوز).
نور ښارونه هم د شور ورته وضعیت لري، خو د جغرافیې، ښاري جوړښت او اقتصادي فعالیت له مخې توپیر کوي. په هرات کې ګڼ سوداګریز دهلېزونه، د برېښنا پرې کېدو پر مهال د جنراتورونو کارول، استوګنیزو سیمو کې فلزي ورکشاپونه او د اسلام قلعه – تورغونډۍ لارو ډېر ترافیک دوامداره شور رامنځته کوي. اوسیدونکي یې مکرراً د جنراتور شور، د شپې ناوخته د لاریو چلول او ساختماني فعالیتونو راپور ورکوي.
مزارشریف د تېزو موټرسایکلونو، د زرغون جومات شاوخوا لوډسپیکرونو، او تر ناوخته پورې د واده تالارونو شور چې د ښار اوږده سیده واټونه یې نور هم غښتلی کوي، لاندې کړی دی. کندهار کې ګڼ بازارونه، د اصلي لارو ترافیک، د اوړي په میاشتو کې جنراتورونه او د سپیو غپېدل د شور اصلي سرچینې دي. جلال آباد په ډېر شور لرونکو ښارونو کې دی ځکه ګڼې رېکشې، غیررسمي بازارونه، سوداګریز او سیاسي اعلانونه لري او سربېره په کې ترانسپورتي مرکزونو ته نژدې کورونه موقعیت لري. په غزني کې تنګې کوڅې، ګډو کارېدونکو سیمو کې جنراتورونه، د لویې لارې ترافیک او د ودونو مراسم ماښام کې د شور کچه لوړوي. خوست کې لوډسپیکرونه، لارۍ او د جنراتورونو غږ د ښار په کاسه ډوله جغرافیه کې بند پاتې کېږي. کلیوالي سیمې عموماً کرارې دي.
د شور څارنه
د افغانستان په ښارونو کې د شور له ځوروونکی کچې سره سره، تر اوسه شور سره د مخ کېدو مسلسل او کوڅه په کوڅه څار نه دی ترسره شوی. ډېر حکومتي غبرګونونه د منظمې اندازه ګیرۍ پر ځای د خلکو د شکایتونو پر بنسټ وي. د چاپېریال ساتنې په ملي اداره کې یوې سرچینې لیکوال ته ویلي چې دا اداره د شور د اندازه کولو دوه ډوله وسایل لري، خو د تخنیکي وړتیا نشتون له کبله ډېر لږ کارول شوي.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او یا بل ارګان تر اوسه په افغان ښارونو کې معیاري څار نه دی ترسره کړی. ځینو محدود شمېر څېړونکو هڅه کړې، لکه په جلال اباد کې د ځیرکو موبایلو په اپلګېشن د ورځني شور کچه اندازه کړي. دا اپلکېشنونه د شور یو عمومي انځور وړاندې کولای شي، خو دقیقې وسیلې نه دي ځکه د موبایلونو مایکروفونونه د کره غږ سنجونې پر ځای د خبرو لپاره جوړ شوي. مسلکي څار معیاري غږ سنج ته اړتیا لري چې پراخه فریکونسي اندازه کړي.
هغه محدودې څېړنې چې تر اوسه ترسره شوې لکه په جلال آباد کې د ځیرک موبایل اندازه ګیریو او کابل کې سنجونې چې یو کنفرانس کې وړاندې شوې خو چاپ شوې نه دي، ښيي چې د ورځني شور کچه د منلو وړ سطحې څخه اوړي، او دا وضعیت د هدفمندې مداخلې اړتیا څرګندوي.
د حکومت غبرګونونه
شور د افغانستان د چاپېریال ساتنې قانون له مخې د ککړتيا يوه بڼه بلل کېږي. د همدې قانون پر بنسټ، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې په ۱۳۹۵ کال کې د غږيزې ککړتيا مقرره خپره کړه چې په څلورو فصلونو او ۲۶ مادو کې تنظيم شوې ده. په دې مقرره کې د سټنډرډ ملي ادارې ته غږ د منل کېدونکې کچې د ټاکلو مسووليت سپارل شوی، خو مقررې په خپله کوم مشخص حدود نه دي ټاکلي. پر ځای يې ډېر تمرکز پر داسې جريمو شوی چې پر هغو اشخاصو يا ادارو به لګېږي چې له ټاکل شويو حدودو واوړي. د ملي سټنډرډ ادارې تخنيکي کمېټې په ۱۳۹۲ کال کې د غږيزې ککړتيا لپاره يو کوډ چمتو کړی و، خو پکې کارول شوې کچې خپرې شوې نه دي.
دا مقررات تر ډېره عملي شوي نه دي. خو د کابل، مزار شريف، هرات، کندهار، جلال آباد او غزني څخه رسنیز راپورونه ښيي چې اوسېدونکي په پرله پسې ډول د شور په اړه شکايت کوي. د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سيمه ييز مسوولين او پوليس کله ناکله لوډسپيکرونه ضبطوي يا د هغوی کارول محدودوي، خو دا اقدامات لنډ مهاله او مقطعي وي او د ښارونو هغه دوامداره شور نه شي کمولی چې د ورځني ژوند برخه ګرځېدلی.
له شور سره مخامخ کېدل د خلکو پر ورځني ژوند بېلابېلې اغېزې لري. د شپې پر مهال دوامداره شور د خوب نظم ګډوډوي او خلک ستړي پرېږدي، چې ورپسې ورځ کې د تمرکز توان کموي. د کار په ساعتونو کې غږ د ذهني فشار، ژر غوسې او د تمرکز د ستونزو لامل ګرځي، چې پايله يې د مولديت لږېدل دي. د وخت په تېرېدو سره دا ګډې اغېزې د فزيکي روغتيا او د ورځنيو چارو د اغېزمنې ترسره کېدنې وړتيا کمزورې کولای شي.
راتلونکې لارې چارې
په افغان ښارونو کې د غږيزې ککړتيا ستونزې د حل لپاره اړينه ده چې شکايت محوره غبرګونونه منظم څار او ښاري پلان جوړونې ته واوړي. لومړيتوب د اندازه ګیریو د وړتيا پراخول دي. د چاپېریال ساتنې ملي اداره او ښاروالۍ د غږ سنجونې نورو داسې لېږدول کېدونکو او ازمویل شویو وسايلو ته اړتيا لري چې بېلابېلو سيمو کې وکارول شي. که وسایل محدود وي، د موبايل ټېليفون په مرسته اندازه ګیرۍ هم کارېدلی شي، خو لومړی یې باید ارقامو ته د سمون ضريب، چې د مسلکي غږ سنج او ځیرک موبایل د هممهالو اندازه ګیریو له پرتلنې څخه ترلاسه کېږي، جوړ شي. دا کار څېړونکو او ټولنو سره مرسته کوي چې تقريبي خو ګټور مکاني معلومات را ټول کړي.
د ډېرو اندازو په مرسته چارواکي کولای شي د مکاني شننې د سافټوير په کارولو د شور د وېش نقشې جوړې کړي. دا نقشې به ډېرې ستونزمنې سيمې وښيي، د قانون پلي کول به رهبري کړي او له اوسېدونکو سره به مرسته وکړي چې د کورنۍ په کچه د کمولو عملي لارې چارې طرحه کړي.
د کوڅه ډبو سپو غږ د تصادفي له منځه وړلو پر ځای د څارويو د مديريت همغږو تګلارو ته اړتيا لري. واکسينول، شنډول او د کنټرول شويو خوړو سيمو ټاکل، کولای شي په تدريجي ډول د سپو شمېر او د شپې غپا لږه کړي.
ښاري پلان جوړونه او ودانیزې کړنلارې هم بايد بدلون ومومي. نوې ودانۍ بايد د غږ د مخنيوي بنسټيز تدابير، لکه دوه ښيښې لرونکې کړکۍ، عايق لرونکي دېوالونه او ښې تړل کېدونکې دروازې ولري. شته ودانۍ هم د ټيټ لګښت لرونکو کړنو لکه د کړکيو کلک تړل، درنې پردې کارول او د بام عايق کولو سره ښې کېدلی شي. ښاروالۍ کولای شي په ځانګړي ډول د لويو سړکونو پر غاړه د ودانیو د جوازونو په شرطونو کې ساده غږېزې غوښتنې شاملې کړي.
په پای کې د چاپېریال ساتنې ملي اداره هدفمندې تخنيکي روزنې ته اړتيا لري څو د غږ د څار وسايل وکاروي، معلومات تحليل کړي او مقرارت پلي کړي. له تخنيکي وړتيا، ټاکلو کچو او منظم څار پرته، مقررات تر ډېره سمبوليک پاتې کېږي. د همدې بنسټونو پياوړي کول به افغان ښارونو ته دا امکان ورکړي چې مزمن شور لږ کړي او د ميليونو خلکو ورځنی ژوند ښه کړي.
غږيزه ککړتيا د هوا او اوبو ککړتيا په څېر يوه جلا ستونزه نه، بلکې د کمزورې ادارې، بې کنټروله ښاري پراختيا او محدودې ښاري وړتيا نښه ده. له همدې امله يو منسجم ځواب دا غوښتنه کوي چې د شور مديريت د پراخې ښاري پلان جوړونې، چاپېریالي څارنې او عامې روغتيا له تګلارو سره يو ځای شي.
پايله
د افغانستان د ککړتيا کړکېچ د يوې سرچينې پايله نه، بلکې د ادارې، زېربناوو او چاپېریالي مديريت د څو ګونو او پرله پسې ناکاميو حاصل دی. د هوا ککړتيا، ککړې اوبه، نه مديريت شوي کثافات او مزمن شور د چټکې ښاري کېدنې، د اقلیمي بدلون څخه رامنځته کېدونکو وچکاليو او له پولې هاخوا د دوړو د بهيرونو له امله لا پسې ډېرېږي او اوسېدونکي له کمو انتخابونو سره پرېږدي.
دا چاپېریالي فشارونه ژور ټولنيز او اقتصادي لګښتونه لري. هر کال د مخنيوي وړ ناروغۍ او له وخته مخکې مړينې ډېروي چې په سمه توګه نه ثبتېږي. کورنۍ د اوبو د فلترونو، ماسکونو، درملو او خصوصي خدمتونو پېرلو سره ډېرېدونکی مالي بار زغمي، داسې خدمتونه چې د غیر فعالو عامه سيستمونو بديل نه شي کېدای.
هغه څه چې افغانستان ورته اړتيا لري يوازې تخنيکي حل لارې نه دي بلکې همغږی مدیریت، اټکلېدونکې پانګونه او د بنسټيزو چاپېریالي معيارونو د پلي کولو وړتيا ده. يو واقعي مخ په وړاندې مسیر دا غوښتنه کوي چې ککړتيا د ملي او سيمه ييزې ننګونې په توګه وپېژندل شي، بنسټيز ښاري خدمتونه پياوړي او له کورنيو سره د ارزانه بديلو ملاتړ وشي. له داسې اقدام پرته به، د هېواد چاپېریالي زوال رامنځته او د عامې روغتيا، اقتصادي مولديت او د هغو ټولنو مقاومت کمزوری کړي چې لا له وړاندې د شخړو او اقليمي بدلون تر فشار لاندې دي. د زیان کچې، اقتصادي تاوان او هغه کړاو ته په کتو چې میلیونونه هغه کسان چې د هوا له ککړتیا د تېښتې لار نه لري، ورسره مخامخ دي، د افغانستان د چاپېریالي بحران غم خوړل نور تش یو انتخاب نه دی – دا د هېواد د ثبات او راتلونکې ودې یو بنسټیز شرط دی.
تاسو کولی شئ یاد راپور بشپړ په انگریزی ژبه کې په آنلاین ډول وګورئ او د لاندې لینک په کلیک کولو سره یې ډاونلوډ کړئ: (Pollution in Afghanistan)
ډاکټر محمد عاصم مایار د اوبو د سرچينو د مديريت او اقليمي بدلون کارپوه او په افغانستان کې د کابل پولي تخنيک پوهنتون پخوانی استاد دی. نوموړی اوس مهال په جرمني کې خپلواک څېړونکی دی او په X کې د assemmayar1 کارن په نوم لیکل کوي.
بیاکتنې:
دا مقاله په وروستي ځل تازه شوې وه ۱۹ حوت / كب ۱۴۰۴