Afghanistan Analysts Network – Dari Pashto

اقتصاد، پرمختیا، چاپېریال / اقتصاد، توسعه، محیط زیست

ورځني کړاوونه: د یوه هټۍ وال په اند په کوچني اختر او نوروز کې د خوراکي توکو لوړې بیې پېرونکي او کاروبار څه وړ اغېزمنوي

حامد پکتین تیم ما / زموږ کاري ډله 6 دقیقې

سږ په نادر ډول د مهالښود په اوښتلو، د نوي کال لومړۍ ورځ (نوروز) د روژې په وروستیو لسو ورځو کې راغله. د ورځنیو کړاوونو اړوند دغې لیکنې له پاره حامد پکتین د کابل په زړه کې د منډوي په نامه یوه بوخت مرکزي بازار ته تللی. بازار په دغو ورځو کې له پېرونکو او کاروباریانو،د عطرونو له وږمو او د تازه تولیداتو له خوندونو ډک وي. هغه له یوه تجربه لرونکي عمده پلور سره غږېدلی دی . هټیوال په دې غږېدلی چې د خوراکي توکو لوړو بیو او بېوزلۍ څه وړ له بېوزلو کورنیو څخه ددې ځانګړو ورځو برم تروړلی دی. کاروبار بېخونده شوی خو هغه اوس هم په ښه راتلونکي باور لري.

افغان ها پیش از عید سعید فطر در حال خرید میوۀ خشک در کنار دریای کابل. عکس: وکیل کهسار/ خبرگزاری فرانسه، ۸ حمل ۱۴۰۴

شل کاله کېږي چې د کابل په منډوي کې هټيوال یم. دا کار مې له یوې وړې هټۍ څخه پیل کړ، پیسې مې له ملګرو او کورنۍ څخه پور کړې وې. په هغو لومړیو ورځو کې ما دومره پانګه نه درلوده چې د توکو خپله زېرمه ولرم. ټوله تکیه مې په هغه عمده پلورونکي وه چې د پلور له پاره به مې توکې په پور ځینې پېرل. ورو ورو مې کاروبار لوی او د وچې مېوې په یوه لویه  هټۍ واوښت. زه د بیو په ټیټوالي  او د معیاري توکو په پلورونکي مشهور شوم. پېرونکي مې باور راباندې کوي. ما آن په هټۍ کې څو تنه راسره په کار هم ګومارلي دي.    

په دې کلونو کې ما له ډېرو مشتریانو سره  لوړې او ژورې شریکې کړې دي. وړې نجونې او هلکان چې پخوا  به له خپلو پلرونو او میندو سره زما هټۍ ته د خوراکي توکو پېرلوته را تلل اوس لوی شوي، ودونه يې کړي او اوس چې کله زما هټۍ ته راځي خپل ماشومان هم ورسره راولي. زما د هټۍ د بري لامل یواځې زما شخصي بری نه دی، بلکې له ښاریانو او ټولنې سره زما د دوو لسیزو د چوپړ پایله ده. دا زموږ د ښو  ورځو او سختو ورځو د یون نکل دی.

دوې پر له پسې رخصتۍ

موږ په دوو  اخترونو او نوروز کې ډېر کاروبار لرو: په لوی او کوچني اختر  او نوروز کې. سږ موږ غبرګې خوشالۍ لمانځو. نوروز د روژې له وروستیو لسو ورځو سره برابر شو او  ورپسې کوچنی اختر راغی. نوروز تل د مارچ میاشتې په شلمه یا یوویشتمه ورځ وي. د دوو جنتریو (کلیزو) د توپیر له امله روژه او نوروز د سږ غوندې لږ سره غبرګ راځي. په افغانستان کې نوروز عموما درې ورځې لمانځل کېږ ي. اخترونه او نوروز د خپلوانو کورونو ته په تګ او ماشومانو ته په ډالیو پېرلو سره لمانځل کېږي. عموما په روژه کې کاروبار ښه وي، خو  په افغانستان کې د نظام د بدلېدو راهیسې خلک په لګښتونو کې ډېر احتیاط کوي. دوی له لرې  او نژدې سیمو کابل ته ددې له پاره چې توکې په عمده بیه وپېري، راځي. توکې خو عموما ارزانه دي. تاسې په بازار کې ګڼه ګوڼه ډېره لیدی شئ ، خو زموږ کاروبار د جمهوریت مهال هغه ته بېخي نه شي رسېدلی. پخوا اقتصاد ښه و، خلکو ډېرې نغدې پیسې درلودې، دوې ډېر پراخ لګښتونه کول او په رخصتیو کې یې ډېر توکې پېرل. اوس د اقتصادي رکود له امله خلک یواځې د ګهیځ او ماښام له پاره ډوډۍ په سختۍ موندلی شي. کله چې خلک ډوډۍ په سختۍ سره مومي نو  هرومرو به د اخترونو د لمانځلو په لګښتونو کې ډېر پام کوي.

 افغانستان نژدې ټول توکې له بهر څخه واردوي، نو د اسعارو د نرخ بدلونونه په مستقیم ډول د خوراکي توکو په بیو اغیز کوي ځکه چې موږ توکي په امریکایي ډالرو پېرو، مګر زموږ پلور په افغانیو دی. سږ له پاکستان څخه د واردو شویو توکو بیې لوړې وې، ځکه چې د تورخم پوله د څو اوونیو لپاره تړل شوې وه. همدا ډول خلک په روژې میاشت کې ډیر خوراکي توکي کاروي، د پولې د تړل کېدو له امله ډېر توکي یا په سختۍ موندل کېږي او که وموندل شي، بیې یې لوړې وي.

  نژدې د ټولو توکو بیې لوړې دي

زما هټۍ تر ډېرو خلکو ښه ده، ځکه چې زه خوراکي توکي پلورم او خلک تل خوراک ته اړتیا لري. خو خلک د پخوا په څېر توکي نه شي پېرلی، ځکه نو زموږ کاروبار هم اغېزمن شوی دی. د اوړو، وریځو او غوړیو په څېر د اړینتوکو بیې لوړې شوې دي. پر دې سربېره د ډالرو په مقابل کې د افغانیو د ارزښت په څپ څپاندۍ، نرخونه هم بې ثباته دي. کله چې د افغانۍ ارزښت لوړ شي،د توکو بیې لوېږي، چې ارزښت يې ټیټ شي بیا د توکو بیې لوړېږي.

ما خپل یاداښتونه کتلي دي، نو زه تاسې ته ویلی شم چې د ۱۴۰۰ پرتله، هغه مهال چې په افغانستان کې لا جمهوریت و، سږ بیې څومره لوړې شوې دي. تاسې لیدلی شئ چې د ټولو توکو بیې ختلې دي، ورته مهال خلکو خپل عایدات له لاسه ورکړي او یا لږې پیسې ګټي. کورنۍ خپل لکښتونه نه شي انډولولی.

د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې لخوا چمتو شوی جدول.

د خوراکي توکو په بیو کې یواځې وچه میوه چې د ټولو افغانو کورنیو اړین توکی دی، استثنی ده. د بېلګې په ډول په ۱۴۰۰ کې د یوه کیلو بادامو بیه ۸۰۰ افغانۍ وه ،اوس ۶۰۰ افغانۍ ده او دیوه کیلو ممیزو بیه له ۵۰۰ څخه ۲۵۰ افغانیو ته لوېدلې ده.دا د تر ټولو غوره ممیزو بیه ده. خو ددې بیو د لوېدا مانا دا نه ده چې خلک ډېره وچه مېوه او غوزان پېري. پخوا ددې توکو پلور دومره ډېر و چې هټۍ ته مو پوره کولی نه شول. توکي چې به هټۍ ته راورسېدل، ډېر ژر به وپلورل شول، آن کله کله وچه مېوه موندل کېده نه. چا چې به پخوا له وچو مېوو کڅوړې ډکولې اوس یواځي یوه کیلو یا یو څو ګرامه پېري.

نورو خوراکي توکو ته د خلکو د پېر میلان هم په ورته ډول کم شوی. منډوي د عمده پېر مارکېټ دی. نو خلک عموما دلته د ډېرو توکو پېرلو ته راځي. پخوا به خلکو ډکه بوجۍ اوړه او وریځې پېرلې. اوس یواځې یو څو کیلو ګرامه پېري. زما ځینو مشتریانو به پخوا د اختر له پاره څو بوجۍ دغه خوراکي توکي پېرل. دا يې نه یواځې د ځان له پاره وړل، بلکې بېوزلو ته به یې هم وروېشل. خو اوس همغه مشتریان خپلو کورنیو ته د اړتیا وړ توکې یو من ( اووه کیلو) یا نیم من پېري. په جمهوریت کې داسې هیڅکله نه ده پېښه شوې. اختر ونه د لمانځلو او سخاوت ورځې دي. خو اوس موږ ویلی شو چې اقتصاد څومره لوېدلی او آن هغه کورنۍ چې عاید هم لري د اړتیا له ډېرو بنسټیزو توکو پرته، هیڅ شی نه شي پېرلی.

په لوړو بیو کاروبار کول

هټیوالو وویل چې دا د ټولو افغانانو  له پاره ګران او څپ څپانده وختونه دي. د توکو  دپېرلو وس نه لرلو مانا داده چې دوی باید له اړینتوکو پرته ژوند وکړي. هغه وویل کورنیو او نړیوالو فشارونو  هټیوالو ته د بازار شرایط بې ثباته کړې او دوی یې د ډېرو توکو ساتلو ته بې میله کړي دي.

د بهرنۍ پانګونې د پای ته رسېدو له امله اقتصاد ډېر اغېزمن شوی او کورنی کاروبار وتلو ته اړ شوی دی. اسلامي امارت ګمرکي تعرفې لوړې کړې او لوړې مالیې یې لګولې دي، داکار زموږ ګټې خوري او د توکو بیې ورسره لوړېږي. د ښو مسلمانانو په توګه نه، خو د ښو کاروباریانو په توګه نه غواړو چې پېرونکي مو د اړتیا توکې په لوړه بیه وپېري، خو موږ هم باید خپل کاروبار ته حساب وکړو. که څه هم امارت تل د مالیو او تعرفو  کمولو ژمنې کوي خو تر اوسه پورې دا ژمنې عملي شوې نه دي. دوی د ځینو ځانګړو توکو  له پاره موږ ته نرخنامه راکوي، موږ اړ یو چې هغه بابېزه وګڼو، ځکه چې د امارت له خوا د توکو ټاکل شوې بیې تر هغو ډېرې ټيټې وي چې موږ پېرلي وي.

په بانکونو باندې بندیزونو هم د سوداګرو له پاره په بهر کې د توکو پېرل ستونزمن کړي دي. ځکه چې د بانکي سیستم له لارې موږ پیسې نه شو لېږلی، د پیسو  لېږلو له پاره باید له یوې درېیمې لارې کار واخلو او  ددې کار په بدل کې ډېرې پیسې ورکړو. که موږ غواړو چې خپل کاروبار ته دوام ورکړو، نو له دې پرته بله لار هم نه شته.

د سوچ وخت او د روښانه راتلونکي له پاره هیلې

کاش چې  ویلی مې شوای چې راتلونکی روښانه برېښي. زه د اوس له پاره د تیارو هابلې خواته رڼا نه وینم. اوس اختر او نوروز دی. دا دواړه یواځې د خپلوانو او ملګرو د لیدلو او ښو خوړو نه ، بلکې د راتلونکي له پاره د هیلو د نوي کولو او سوچ وخت هم دی. دا داسې وخت دی چې هیله ولرو او  د خدای په پلان باندې باور ولرو. که څه هم زه دا نه وینم، خو زه باید باور ولرم چې یو غوره راتلونکی شته او یواځې د سیوري هابلې خواته په انتظار دی.

لیکوالان:

تیم ما / زموږ کاري ډله

نور د دې لیکوال څخه