په ۱۴۰۱م کې چې اسلامي امارت د کوکنارو پر کښت بندیز ولګاوه، د افغانستان له جنوب څخه یو شمېر افغان بزګران یې د بیا کرلو له پاره د ګاونډي پاکستان ځينو سیمو ته ولاړل. په ۱۳۷۹-۱۳۸۰ کې هم د کوکنارو پر کښت د طالبانو له بندیز وروسته افغان بزګران په ورته ډول خیبر پښتونخوا او بلوچستان ته د دې کښت له پاره تللي وو. د افغانستان تحلیلګرانو شبکې یلینا بلیثا او نورخان همت د پاکستان د بلوچستان ایالت په دوکۍ، کلا سیف الله او کلا عبدالله ولسوالیو کې له اوسېدونکو افغان بزګرانو څخه پوښتي دي چې څه ډول یې پاکستان ته د کوکنارو د کښت د مهارتونو د وړلو پرېکړه وکړه. د خبرو په ترڅ کې بزګران د خطرناک سفر، بډو ورکولو او د ځمکو د اجارې د چټکې لوړېدا په اړه وغږېدل. دوی دا هم وویل چې د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې ځمکې بېلابېل ډولونه لري او په ځینو سیمو کې اوبه هم کمې دي. دوی هیله درلوده چې د غوايي میاشتې په پای کې به ښه حاصل واخلي او افغانستان ته به د خپلو کورنیو د اړتیاوو پوره کولو له پاره ډېرې پیسې ولېږي.
د افغانستان د جنوب هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د کوکنارو د شېرې راټولول. انځور: انډریو ګیلټي، اپریل ۲۰۱۵
زرګونه افغانان بلوچستان ته د کوکنارو کرلو له پاره راغلي دي. یواځې زموږ د ولسوالۍ له هره کوره له هرو دوو تنوڅخه یو د کوکنارو د کښت له پاره دلته راغلی دی. دوی کوکنار یا په بزګرۍ کرلي یا یې د کوکنارو د کښت له پاره ځمکه اجاره نیولې ده.
بزګرانو ته اوس څرګنده شوې چې یو کښت هم د کوکنارو په څېر پیسې نه شي جوړولی. کله چې په ۱۴۰۱ کې اسلامي امارت د کوکنارو پر کر بندیز ولګاوه، بیا نو پاکستان ته د جنوب د ډېرو بزګرانو تګ ښايي د حیرانتیا خبره نه وي. پنځه ویشت کاله وړاندې یعنې په ۱۳۷۹ کې هم چې کله امارت د کوکنارو پر کښت بندیز لګولی و، افغان بزګران د کوکنارو کرلو له پاره بلوچستان او اوسنۍ خیبر پښتونخوا ته ولېږدېدل.
دا ځل امارت د کوکنارو په کښت باندې د بندیز تر اعلان وروسته بزګرانو ته وخت ور کړ: په اعلان کې بزګرانو ته اجازه ورکړ شوه چې د کرل شویو کوکنارو حاصل ټول کړي.له هغه وروسته بیا بندیز په کلکه پلی شو او د هېواد په ډېرو سیمو کې د کوکنارو کروندې واړول شوې ( د افغانستان تحلیلګرانو شبکه). د نشه يي توکو او جرمونو د مخنیوي له پاره د ملګرو ملتونو د ادارې (یو این او ډي سي) د ۱۴۰۲ د کوکنارو د سروې د راپور له مخې په ټول هېواد کې د تازه کوکنارو حاصل چې په ۱۴۰۱ کي ۶۲۰۰ ټنه و، په ۱۴۰۲ کې ۲۳ ټنه ته ولوېد. یو این او ډي سي همدا ډول راپور ورکړ چې هلمند ولایت کې چې په ۱۴۰۱ کې د ټول هېواد د کوکنارو نیمايي په کې کرل شوي وو، په ۱۴۰۲ کې د کوکنارو کښت ۹۹.۹۹ سلنې ته ولوېد او کندهار چې د کوکنارو په کښت کې دریېم ولایت و، د کوکنارو کښت ۸۸.۸۴ سلنه پکې کم شو. هلمند نه یواځې له دې امله چې تر ټولو ولایتونو زیات کوکنار په کې کرل کېږي، بلکې د کوکنارو د تجارت له امله هم ډېرمهم دی. هلمند له بلوچستان سره نښتی چې له لارې یې د افغانستان د نشه یي توکو یوه برخه افریقا او اروپا ته قاچاقېږي ( د افغانستان تحلیلګرانو شبکه).
دا راپور د دریو بزګرانو په مرکو چې دوه يې د هلمند او یو يې د کندهار اوسېدونکی دی او په افغانستان کې په کوکنارو باندې له بندیزوروسته د دې کښت له پاره بلوچستان ته تللي ، ورټول دی. خو لومړی د ډيورینډ کرښې ها غاړې ته د کوکنارو د کښت په یوه واړه شالید تمېږي.
په بلوچستان کې د کوکنارو کښت ته یوه لنډه کتنه
په پاکستان کې د ناروا کښت په اړه د یو این او ډي سي د ۱۳۸۷ د راپور له مخې په ۱۳۷۰ مو کې په دې هېواد کې د کوکنارو کښت چې په ۱۳۷۱ کې نژدې ۹۴۴۱ هیکتاره و، په ۱۳۸۰ کې ۲۱۳ هیکتارو ته را ټیټ شو. خو د همدې دفتر موندنې دا هم ښيي چې په افغانستان کې په ۱۳۷۹/۱۳۸۰ کې د کوکنارو په کښت باندې د طالبانو د بندیز له امله د هغو د محصول بیه لوړه شوه چې امله یې یو ځل بیا په دې هېواد کې د کوکنارو کښت زیات شو. په ۱۳۸۲ کې په پاکستان کې په ۶۷۰۳ هیکتاره ځمکه باندې کوکنار وکرل شول او همدا کال هلته د کوکنارو د کرلو لومړی کال و. تر یو څو کلو پورې په همدې ایالت کې د نشه يي توکو اړوند فعالیتونه د کوکنارو له دودیز قاچاق سره یو ځای ددې کښت تر بیا کمېدا پورې پراخ شول ( په ۱۳۸۳ کې په ۳۰۶۷ هیکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي وو، خو تر ۱۳۸۶ پورې ۴۲۴ هیکتارو ته را کم شول).
له دغو کلونو را وروسته موده کې، د بېلګې په ډول د امریکا غږ راډیو د راپور له مخې په ۱۳۹۳ کې په بلوچستان کې د قانون د نه پلې کېدا، د بېلتون غوښتونکو بلوڅانو د بریدونو او د هغوی په غبرګون کې د حکومت له خوا د سختو اقداماتو په چاپېریال کې د کوکنارو کښت بیا پیل شو. دا کښت بیا هم دومره پراخ نه شو خو په ۱۴۰۱ کې په افغانستان کې پر هغه د اسلامي امارت تر بندیز وروسته، په بلوچستان کې بیا پراخ شو.
د ۱۳۸۱ په څېر د ۱۴۰۱ بندیز هم له هغو خلکو پرته چې د کوکنارو ډېره شیره یې زېرمه کړې وه، ټول بزګران ډېر اغیزمن کړل. د ځینو ژوند د همدې کوکنارو په بزګرۍ او یا په همدې کروندو کې په کار تېرېده. خو ورسره جوخت د کوکنارو بیه په بې ساري ډول لوړه شو (د افغانستان تحلیلګرانو شبکې راپورونه دلته او دلته ولولئ). بلوچستان او خیبر پښتونخوا ته د بزګرانو د تګ غټ لامل د کوکنارو د بیو لوړېدل و. که څه هم دولت به غواړې چې په همدې سیمو کې د کوکنارو د کښت مخنیوی وکړي، خو په دې پراخو ځمکو باندې د لږې ولکې له امله يې نه شي کولی او د ځمکو څښتنان هم په اجاره باندې د کوکنارو کر ته د ځمکو په ورکولو خوشاله دي.
یو این او ډي سي په خپل تر ټولو تازه راپور کې چې د ۱۴۰۳ په لړم میاشت کې يې لیکلی، وايي چې « په سیمه کې غړي هېوادونه د کوکنارو د کښت په ډېرېدا خبر دي». راپور د بېلګې په ډول پاکستان یاد کړی چې حکومت يې راپور ورکړی چې په کوکنارو کرل شوې ځمکه چې په ۱۴۰۰ کې ۲۷هیکتاره وه، په ۱۴۰۲ کې ۳۸۰ هیکتارو ته لوړه شوې ده. په بلوچستان کې د دې راپور د لیکوالانو سرچینې هم وايي چې په ډېرو ولسوالیو کې کوکنار بیا کرل شوي او زیاته کړې یې ده چې د پاکستان حکومت تر اوسه د کوکنارو د مخنیوي په اړه هيڅ هڅې نه دې کړې.
د دې راپور لیکوالانو د بلوچستان د دریو جلا ولسوالیو له دریو بزګرانو سره د مرکو پر مټ مالومات راټول کړي دي ( لاندې نقشه وګورئ). ددې مرکو پوښتنلیک څلور پوښتنې درلودې. لومړۍ پوښتنه دا وه چې ولې، څه وړ او څه مهال بزګرانو د کوکنارو د کښت مهارتونه بلوچستان ته یووړل. دویمه پوښتنه د افغانستان د جنوبي سیمو پرتله په بلوچستان کې د ځمکو د ډول، د اوبو د کموالي او د ځمکو د اجارو د نرخ په اړه وه. درېیمه پوښتنه په بلوچستان کې د کوکنارو د بازار او وروستۍ پوښتنه د کوکنارو له بزګرانو سره د پاکستاني چارواکو د چلن په اړه وه.
د ایډیټ شوې ویکي کامن د بلوچستان د دریو ولسوالیو هغه نقشه افغان بزګرانو د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته افغان بزګرانو ویلي و چې دوی هلته کوکنار کرلي دي. د نقشې سمونه: د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته د زولټ کاوک له خوا.
ولي، څه مهال او څه ډول د کوکنارو افغان بزګرانو بلوچستان ته مخه وکړه
درېواړو مرکه کېدونکو موږ ته وویل چې دوی پاکستان ته یواځې تللي او کورنۍ يې په افغانستان کې پرېیښې دي. دوی وویل چې دا کار ورته له کرښې په ناقانونه اوښتنه کې آسان و. زموږ دوه مرکه کېدونکي بزګران وو چې د کار په مقابل کې يې د حاصلاتو یوه ځانګړې ونډه اخیسته. درېیم مرکه کېدونکی د اجاره کوونکو یو شریک و چې د کوکنارو د کرلو او بزګرانو د سمبالولو مهارت يې زده و: هغه به ځمکې اجاره کولې او له دریو هغو شریکانو سره چې د اجارې پیسې یې ورکولې یو ځای شوی و. مالي ملاتړ کوونکو شریکانو به یې د افغانستان له جنوب څخه هغه ته د کښت له پاره بزګران هم لېږل او د کښت چارې به يې د هغوی په غاړه وې.
د مرکه کېدونکو له ډلې څخه یې یو هغه بزګر دی چې اوس د بلوچستان په کلا عبدالله کې اوسي او یونیم کال وړاندې ورغلی دی.د کوکنارو په حاصل کې د هغه څلورمه برخه ده. پاتې درې برخې د اجاره کوونکو دي. اجاره کوونکي بزګرو ته د خوړو پیسې هم ورکوي، خو بزګران به له حاصل اخیستو وروسته هغه پیسې بېرته اجاره کوونکي ته ورکوي. یوه مرکه کېدونکي له افغانستان څخه پاکستان ته د تلو لاملونه او تګ را تګ داسې بیان کړ:
په هلمند کې کارونه نه وو، ځکه مې پرېکړه وکړه چې بلوچستان ته راشم او کوکنار وکرم. زه له دریو ملګرو سره دلته راغلم. موږ هر یو په خپل وار کور ته ځو، کله د یو څو ورځو له پاره یو ولاړ شي او دوه نور خپل وار ته په تمه یوو. موږ ټول له کورنیو پرته دلته راغلي یوو. بلوچستان ته ډېر افغانان راغلي دي. یواځې د کلا عبدالله په ګلستان سیمه کې سلګونو افغانانو کوکنار کرلي دي خو هیڅوک له کورنیو سره نه دي راغلي.
یوه بل بزګر چې هغه هم د هلمند اوسېدونکی دی او اوس د بلوچستان په دوکۍ ولسوالۍ کې اوسي، وویل:
زه نژدې شپږ میاشتې وړاندې دلته راغلم، ځکه چې په هلمند کې کارونه نه وو. زه له کورنۍ پرته راغلی یم. د کورنۍ د راوستلو فرصت بېخي نه و، ځکه چې د تګ راتګ له پاره رسمي لارې د پاکستان حکومت تړلې دي او قاچاقي لارې ډېرې خطرناکې دي او ډېر لګښت غواړي.
په جنوب کې د افغانستان او پاکستان تر منځ ټولې رسمي پولې د هغو خلکو له پاره چې د تګ راتګ قانوني اسناد نه لري، په ۱۴۰۰م کې د طالبانو له راتګ وروسته سملاسي وتړل شوې. خو افغانانو په ناقانونه توګه په قاچاقي لارو له پولې څخه تېرېدا ته دوام ورکړ. دا لارې تل یو څه خطرونه هم لري. ډېری خلک د هلمند له بهرامچې نه د بلوچستان نوشکي ولسوالۍ ته قاچاقي ور اوړي. کوم موټر چلوونکي چې مسافر له دې پولې په خپلو موټرو کې اړوي، د هر یوه پر سر ۳۰۰۰۰-۳۵۰۰۰ پاکستانۍ روپۍ اخلي. زموږ مرکه کېدونکو وویل چې له هغه ځایه وړاندې بیا تر خپل ټاکلي ځای پورې د سرک پرغاړه پر هره پوسته (پاټک) باید پاکستاني پولیسو ته بډې ورکړي. د بډو کچه د پولیسو په زړه سوي او د مسافر په چالاکۍ پورې تړلې ده. دا لارې، سختې او خطرناکې دي، له دې امله مسافر د خپلو هېودوالو له ډلو سره ګډ ځي.
د ځمکې اجاره وال موږ ټول دلته په بزګرۍ د کوکنارو کر ته راوستي یوو. د کوکنارو په حاصل کې زموږ پنځمه برخه ده. په پاکستان کې زموږ د اوسېدا ټول لګښتونه اجاره وال پرې کوي ، خو له حاصل اخیستو وروسته به موږ هغه لګښتونه ټول بېرته ورکوو. هغه له هلمند څخه پاکستان ته زموږ د قاچاقوړونکي پیسې هم ورکړې دی. خو د قاچاقوړونکي پیسې موږ نه ورکوو، هغه اجاره وال پرې کوي.
د کوکنارو د بندیز له پلي کېدا وروسته ډېرو بزګرانو د نورو کښتونو لکه، غنمو، پُنبې، اوربشو او جوارو کرل پیل کړل. خو لکه د افغانستان تحلیلګرانو شبکې چې د ۱۴۰۳ په لومړیو کې په یوه راپور کې ویلي، هغه چا چې دغو کښتونو ته مخه کړې، بېوزلي شوي دي. زموږ کندهاری (بزګر) مرکه کېدونکی هم له ورته برخلیک سره مخامخ شوی و:
بندیز چې پلی شو، ما غنم او نور فصلونه وکرل، خو ښه حاصل مې وا نه خیست.ځکه مې نو بلوچستان ته د راتګ پرېکړه وکړه. زه نژدې اووه میاشتې وړاندې د کوکنارو کرلو له پاره دلته راغلم. زه یواځې راغلم، په ناقانونه لارو د ټولې کورنۍ راوستل ډېر خطرونه لري.
هغه په کلا سیف الله کې د ځمکې سمبالول داسې بیان کړل.
زه درې شریکان لرم. دوی پیسې راکړې او راته ویې ویل چې ولاړ شه او ځمکه اجاره کړه. زه ځمکه په خپله سمبالوم. وروسته دوی له کندهاره د کوکنارو کرلو له پاره بزګر راولېږل. زما برخه له هغو کسانو سره چې پیسې یې راکړې دي یو شان ده. دوی همدا ډول قاچاق وړونکو ته د بزګرانو د رارسولو پیسې هم ورکوي. دوی زموږ د ټولو بزګرانو لګښتونه هم پرې کوي. کله چې کوکنار وپلورل شي، بزګران به د ټولو هغه لګښتونو پیسې چې موږ کړي دي، بیرته راکوي.
هغه وویل د ډېرو ځمکو اجاره وال « د جنوبي ولایتونو پخواني قاچاق وړونکي او سوداګر دي». هغه وویل دوی ډېرې پیسې لري او په حقیقت کې« دوی بزګران بلوچستان ته د کوکنارو د کرلو له پاره راولي». د کوکنارو کاروبار او قاچاق، په ځانګړي ډول په جنوب کې ډېر پیاوړی کاروبار دی . د چا چې ورځ د همدې کاروبار له امله ښه شوې وي، په پاکستان کې ورته لار جوړول دومره هېښوونکې نه ده. دا هم حیرانونکې نه ده چې څوک پانګه لري د ګټې ډېره برخه هغه ته ورشي او نور یواځې زیارونه ورته وګالي.
د بلوچستان خلک، ځمکه او اقلیم
د بلوچستان له خلکو سره ګډې ژبې او ورته دودونو د افغانستان د جنوبي ولایتونو بزګرانو ته د هغې ټولنې له خلکو سره په ورګډېدا کې مرسته کړې ده. اقلیم او ځمکې یې هم ډېرې سره ورته دي. د کلا سیف الله او کلا عبدالله دوو ولسوالیو اقلیم چې هلته زموږ دوه مرکه کېدونکي ژوند کوي، ترهلمند او کندهار سوړ دی. دوی دواړې د بلوچستان په شمال کې لرې پرتې ولسوالۍ دي. درېیمه ولسوالي ، دوکۍ د بلوچستان په جنوب کې پرته ده او ویل کېږي چې اقلیم یې تر کندهار او هلمند تود دی.
په دوکۍ کې زموږ مرکه کېدونکی خپل لومړني کښت ته چې د غوايي میاشت کې به یې حاصل ټولوي، په تمه دی. هغه ته که څه هم ویل شوي چې د هغه ځای کوکنار تر کندهار او هلمند ډېره شیره لري، بیا هم اندېښمن دی چې ښايي ښه حاصل وا نه خلي:
دا ځمکه ډېره ښه نه ده،ښه کوکنار نه کوي، خو خلک وايي چې د کوکنارو شیره یې د هلمند تر هغې ډېره ده. ما اورېدلي چې د ځینو خلکو ځمکو ښه کوکنار و نه کړل، دوی کښت پرېښود او بېرته افغانستان ته ولاړل. همدا ډول ځینو خلکو داسې ځمکې اجاره کړې چې اوبه یې نه درلودې. دوی ژورې څاګانې (برمې) وکیندلې، خو اوبه یې و نه کړې. له بده مرغه دوی ډېر لګښتونه وکړل خو په پای کې هیڅ په لاس ورنغلل. زه ډېر داسې خلک هم پېژنم چې له کښتونو يې ښه حاصل واخیست.
زموږ مرکه کېدونکو وویل چې په پاتې دوو ولسوالیو کې تر دوکۍ ښه کوکنار کېږي. په کلا سیف الله کې کندهاری اجاره وال خپل کښت ته ښې هېلې لري. هغه وویل « زموږ لومړی کال دی چې په دې ولسوالۍ کې کوکنار کرو، تر اوسه پورې مو دلته حاصل نه دی اخیستی، خو ښه کښت شوی دی، تمه لرو چې ښه حاصل ټول کړو. زه د کښت له څرنګوالي ډاډه یم. خو که ځمکې ته وګورو، دا ځمکه د کندهار تر ځمکې ښه کښت زرغونوي.
د کلا عبدالله بزګر بیا سږ دویم کال دی چې هلته کوکنار کري. هغه د کوکنارو له خپل لومړني کښت څخه خوشاله و. هغه وویل چې پروسږ یې په پنځه هیکتاره ځمکه کوکنار کرلي وو او هغو ۵۶ کیلو ګرامه شیره کړې وه. هغه له دې امله چې ښه کښت يې شوی و، سږ یې ۱۵ هیکتاره ځمکه کرلې ده: « موږ له کښتونو ډاډمن یوو، دا ځمکه ښه کوکنار کوي. د شپې مهال پرخه اوري، د هغو سیمو کوکنار چې پرخه په کې اوري، تر هغو چې نه پکې اوري ، ډېر ګران دي. خو ځمکه يې لکه د هلمند غوندې نه ده. هغه خو ډېره ښېرازه ځمکه ده!».
د هلمند او کندهار په څېر په بلوچستان کې هم اوبه کمې دي. په دوکۍ ولسوالۍ کې زموږ مرکه کېدونکي د خپلې کرل شوې ځمکې په اړه وویل:
دا ځمکه اجاره وال له اوبو سره ګډه اجاره کړې ده. خو له څاه څخه د اوبو راکښلو له پاره نه برېښنا لري او نه لمریزې هندارې. اجاره وال لمریزې هندارې وپېرلې او اوس موږ ددې هندارو پر مټ له څا اوبه راکاږو او کښت پرې خړوبوو. دا یو شپږ میاشتنی تړون و. کله چې دا تړون پای ته ورسېږي، اجاره وال به هندارې د ځمکې څښتن ته ورپرېږدي. ځمکه په ۴ میلیونو پاکستانیو روپیو (۱۴۳۰۰ ډالرو) اجاره شوې وه.
زموږ کندهاري مرکه کوونکي پرهغه ۱۵۰ جریبه ځمکه چې په کلا سیف الله کې يې په ۲ ملیلونو پاکستانيو روپیو ( ۷۲۰۰ ډالرو) اجاره کړې وه، لومړی ژورې څاوې وکیندلې:
د اوبو ګل ډېر لوړ (نژدې) دی. ما څاګان نژدې له دریو تر پنځو مترو پورې ژور کړل.ځکه چې زموږ ځمکه پر لوړه (د سیند) پر غاړه پرته ده، ځینې وخت موږ د سیند په اوبو خپل کښتونه خړوبوو. پخوا به د ځمکې څښتن هم همداسې کول، خو سیند کله کله یوازې پسرلي او اوړې کې بهېږي او ژمی وچېږي. موږ ځینې وختونه د سیند په اوبو کښتونه خړوبولی شو. ځکه نو ما ژور څاګان وکیندل او لمریزې هندارې مې پرې ولګولې. زه چې ځم نو هندارې به د ځمکې څښتن ته پرېږدم. موږ همداسې تړون سره کړی دی.
د کلا عبدالله مرکه کېدونکي وویل چې ۱۸هیکتاره ځمکه يې له اوبو سره یوځای اجاره کړې ده:
په دې ځمکه باندې دوې ژورې څاوې (برمې) کیندل شوې دي. موږ له هرې یوې څخه د ورځې درې انچه اوبه راکاږو. درې ساعته د دولتي برېښنا پر مټ اوبه راکاږو او د ورځې په پاته برخه کې بیا د اوبو را ایستنې له پاره لمریزه برېښنا کاروو. لمریزې هندارې او دولتي برېښنا د ځمکې څښتن چمتو کړي دي. موږ څلور بزګران یوو او په ګډه مو ۱۵ هیکتاره ځمکه کرلې ده. ټوله اجاره شوې ځمکه ۱۸ هیکتاره ده. په دې سیمه کې ډېرې اوبه نشته.
په بلوچستان کې د ځمکې د اجارې نرخ د امارت له خوا د کوکنارو پر کښت تر بندیز وروسته، وخوت. د بېلګې په ډول د کلا عبدالله یوه بزګر چې له تېرو دوو کلونو راهیسې هلته کوکنار کري، د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته وویل چې د ځمکې اجاره نژدې شل ځله لوړه شوې ده: پروسږ اجاره کوونکي دا ځمکه په ۷۰ زرو پاکستانیو روپیو (۲۵۰ ډالرو) اجاره کړې وه خو سږ یې همدغه ځمکه په ۱ میلیون او ۳ سوه زرو پاکستانیو روپیو (۴۶۵۰ ډالرو) اجاره کړه». په دوکۍ کې هم زموږ مرکه کېدونکي وویل چې هغه ځمکه چې د اجارې نرخ یې سل زره پاکستانۍ روپۍ (۳۶۰ ډالر) و، اوس په اته سوه زره پاکستانیو روپیو (۲۸۶۰ډالرو) اجاره کېږي. هغه وویل چې دې کار بزګر اړ کړي چې لږه اباده او ډېره شاړه ځمکه اجاره کړي:
په دې سیمه کې د ځمکو بیې اسمان ته ختلې دي. اوس خلک داسې ځمکې اجاره کوي چې ډېر کار ته اړتیا لري او د کښت له پاره یې چمتو کوي. هغه ځمکې چې کښت ته چمتو وي او اوبه هم ولري په ډېره لوړه بیه دي. کښت ته د ناچمتو ځمکې د اجارې نرخ هم پورته تللی، خو ډېر لوړ نه د ی. بزګر چې دا ډول ځمکې اجاره کوي تر کوکنارو کرلو وړاندې يې باید لومړی اوارې کړي، برمې پرې ووهي او لمریزې هندارې پرې ولګوي.
د کلا سیف الله بزګر چې پر۳۰ هیکتاره ځمکه يې کوکنار کرلي دي وايي چې د ځمکو اجارې دومره لوړې شوې دي چې اوس بېخي د اجارې ځمکه موندل کېږي نه.
دغه فزکي نقشه د سیمې هغه لویې لارې او ښارونه ښيي چې زموږ مرکه کېدونکې پرې غږېدلي دي. نقشه د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته روجر هیلمز کښلې ده.
په بلوچستان کې د کوکنارو بازار
د کلا عبدالله ولسوالۍ په ګلستان بازار کې د کوکنارو پېر او پلور په آزاده توګه کېږي. ګلستان د کوټې ښار نژدې په ۷۰ کیلومترۍ کې د کندهار سپین بولدک ته نژدې پروت دی. که څه هم بزګران افغانستان ته د بانکونو له لارې پیسې نه شي لېږلی، خو د کوکنارو له پلورلو وروسته یې پیسې خپلو کورونو ته د حوالې په سیستم اسانې لېږلی شي.
په کلا عبدالله کې د کوکنارو بزګر یو ځل بیا وویل چې د کوکنارو پلورل ډېر آسانه دي.« ما تېر کال هم خپل کوکنار دلته وپلورل او سږ به يې له حاصل اخیستو وروسته بیا هم همدلته پلورم».
بلوچستان د افغانستان، پاکستان او ایران پر قاچاقي درېلارې پروت دی. زموږ مرکه کېدونکو ته نه وه مالومه چې قاچاق وړونکي کوکنار په کومه لار وړي، خو تمه يې درلوده چې د کوکنارو سوداګر به د کوکنارو پېرلو ته د دوی پټیو ته ورځي. په کلا سیف الله کې کندهاري اجاره کوونکي وویل:
تر اوسه مو کښت نه دی راټول کړی. سږ مې دلته د کوکنارو کرلو لومړی کال دی. زه تر اوسه نه پوهېږم چې کوکنار به دلته وپلورم او که به يې ګلستان ته یوسم. کوکنار په ګلستان کې آزاد پلورل کېږي. کله چې حاصل واخلم بیا به نو زه او زما شریکان پرېکړه کوو چې چېرې یې وپلورو. خو زه فکر کوم چې د کوکنارو سوداګر به دلته راشي او زموږ څخه به يې په پټیو کې وپېري.
له ګلستان څخه ښه لرې د دوکۍ بزګرهم همداسې وویل: «خلک وايي چې د کوکنارو د حاصل پر مهال به د کوکنارو سوداګر دلته راشي او زموږ کوکنار به وپېري. هیڅوک کوکنار هېواد ته نه وړي. موږ يې هم همدلته د پلورلو نیت لرو. د هلمند او دې ځای تر منځ د کوکنارو د بیو توپیر نشته».
په ۱۴۰۱ او ۱۴۰۲ کې د اپیمو د بیو له ډېرې لوړېدا وروسته چې د یو کیلو ګرام بیه یې ۷۳۰ ډالره شوه، د یو این او ډي سي د مالوماتو له مخې په ۱۴۰۳ کې یې بیې ثابتې پاتې شوې دي. دغه بیه اوس هم د کوکنارو په کښت باندې تر بندیز وړاندې هغې، څو ځله لوړه ده. تر بندیز وړاندې د یوه کیلو ګرام اپیمو بیه په اوسط ډول ۱۰۰ امریکايي ډالره وه ( د افغانستان تحلیلګرانو شبکې راپور دلته ولولئ). داسې برېښي چې په بلوچستان کې د کوکنارو د کښت زیاتوالي د اپیمو په بیو دومره اغېز نه دی کړی.
پاکستاني چارواکي د کوکنارو له بزګرو سره څه وړ چلن کوي؟
زموږ مرکه کېدونکو وویل چې پاکستاني چارواکي د کوکنارو په کښت کار نه لري، خو پر ځای يې هڅه کوي چې له بزګرو بډې واخلي. په کلا سیف الله ولسوالۍ کې یوه اجاره وال وویل :« موږ تر اوسه پورې د حکومت له خوا له کوم ګواښ سره نه یو مخامخ شوي. ځینې مهال چارواکي د خلکو کښتونو ته ورځي او د پیسو غوښتنې کوي، خو په دې نه یم خبر چې څومره پیسې غواړي. اورېدلي مې دي چې تېرکال یې هم له بزګرو پیسې اخیستې وې». دغه مرکه کېدونکي د بډو اخیستو یوه څرګند سیستم ته اشاره وکړه:
په وروستیو کې سیمه ییز حکومت د ځمکې له لویو اجاره والو او د ځایي ټولنې له مشرانو غوښتي چې له دوی سره وګوري او دا مالومه کړي چې پاکستاني چارواکي د څومره پیسو اخیستلو تمه لري. د ټولنې مشرانو موږ له دې خبرې خبر کړي یوو. دوی به اوس له حکومتي چارواکو سره کېني، بډې به ورکوي او بیا نو موږ هم باید خپله برخه پرې کړو.
د دوکۍ ولسوالۍ بزګر چې هلته يې د کوکنارو کرلو لومړی کال دی، د سیمې له خلکو څخه په اورېدلو خبرو باور کړی دی:
د دې سیمې د اوسېدونکو او هغو خلکو د وینا له مخې چې دلته یې کوکنار کرلي، حکومت هر کال له خلکو بډې اخلي. دوی وايي چې هر کال د کوکنارو تر حاصل وړاندې حکومت راځي او له خلکو بډې اخلي. بډې د جوړجاړي له مخې اخیستل کېږي. دوی د هرې برمې پر سر له دوه سوه زرو تر پنځه سوه زرو پاکستانيو روپیو ( ۷۲۰-۱۷۹۰ امریکايي ډالرو) د کرل شوې ځمکې کچې ته په کتو بډې اخلي.
په کلا عبدالله کې د افغانستان تحلیلګرانو شبکې مرکه کېدونکي وویل چې بډې اجاره وال ورکوي او اجاره وال يې بیا له بزګرانو څخه نه غواړي:
دا یو ګواښ نه دی. تېر کال حکومت له موږ پیسې وغوښتې. د ځمکو څښتنانو او اجاره والو له چارواکو سره خبرې وکړې او یو څه بډې یې ورکړې، نه پوهېږم چې څومره وې. داسې برېښي چې په کلا عبدالله ولسوالۍ کې حکومت بزګرو ته د کوکنارو کرلو اجازه ورکړې وي.خو بیا هم دوی د حاصل اخیستلو په وخت کې د یو څه بډو غوښتنه کوي، خو په اندازه یې جوړجاړی کېدلی شي او دومره ډېرې به نه وي.
پنځه ویښت کاله وړاندې د امارت له خوا په ۱۳۷۹ کې د کوکنارو په کښت باندې له بندیز وروسته، په بلوچستان کې د کوکنارو کر پیل شو. د ۱۳۸۳ کال په دغه ارشیف شوي انځور کې د پاکستان نیمه پوځي ځواکونه په کلا عبدالله کې د کوتکو پرمټ د کوکنارو کښت ویجاړوي. انځور: نعمت الله/ اې ایف پي، ۲۰۰۴ اپریل
په بلوچستان کې په هره بیه د کوکنارو کر
بلوچستان ته د نشه یي توکو د کښت لېږدېدا، په افغانستان کې لاس ته راوړنې هم د هغه چا له پاره چې د کوکنارو د مخنیوي مټې یې نغښتې دي، پیکه کوي. په هر صورت هغو راپورونو ته په کتو چې ښيي د نشه يي توکو په کاروبار او صادرولو باندې بندیز ډېر کم پلي شوی، داسې برېښي چې اوس هم د نشه يي توکو تولید د هغو لویو سوداګرو په ولکه کې دی چې په بندیز کې یې کاروبار بېخي لږ اغېزمن شوی دی. د بېوزلو بزګرو او بې ځمکو له پاره چې د کوکنارو په پټیو کې به یې مزدوري کوله، بندیز په یو لوی ناورین اوښتی دی. د ځواک او پانګې څښتنان په بندیز نه دي اغېزمن شوي. دوی د دې وړتیا لري چې د کوکنارو کښت د افغانستان له جنوب څخه پاکستان ته ولېږدوي.
تېر درې کلونه د یادو بېوزلو بزګرو له پاره ویجاړوونکي وو. د نړیوال بانک د راپور له مخې په افغانستان باندې د طالبانو له ولکې وروسته افغان اقتصاد نژدې پنځمه برخه ولوېد. که څه هم بشري مرستې بېرته پیل شوې خوملکي مرستې او بهرني پوځي لګښتونه او مرستې هماغه ګړۍ ودرېدل. اټکل کېږي چې له لاسه وتلیو مرستو یواځې لسمه برخه ښايي بیرته راژوندۍ شوې وي. ښايي ورته اقتصادي ګوزار د سلواغې میاشتې په لومړۍ ورځ د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د امریکا د مرستو د بندیز له حکمه وروسته هم احساس شي. د همدې ډول اقتصادي ټکانونو په اړه د افغانستان تحلیلګرانو شبکې کېټ کلارک شننه : کارونه ودروئ! د امریکا د مرستو له بندیدا وروسته مرستې او افغان اقتصاد، ولولئ). زموږ د مرکه کېدونکو په څېر سړیو له پاره د بدیلو عایداتي اقتصادي سرچینو کمښت او لوېدلي اقتصاد ته په کتو، په کوکنارو باندې بندیز یو لوی ناورین دی. بلوچستان یو بدیل کېدای شي. د ډېرو افغانانو په څېر دوی هم په هېواد کې پاته خپلو کورنیو ته د ډوډۍ ګټلو له پاره له ډاروونکي سفر، بډې ورکولو او ناڅاپي کډوالۍ سره مخامخ کېدا ته چمتو دي. له اجاره والو سره د بزګرانو معامله که څه هم ډېره ګټوره نه ده، خو د پانګې له ځواک پرته دوی د چنې وهلو ډېر لږ فرصتونه لري.
د کوکنارو د کښت د ناشوني مخنیوي کیسې یو ځل بیا راڅرګندېږي. په بلوچستان کې آن کښت ته د ناچمتو ځمکو د بیو لوړوالي ته په کتو چې حاصل يې هم ډاډمن نه وي، دا تضمین نه شته چې د کښت حاصل یې په دومره قربانیو و ارزي. خو بزګر په دې باور دي چې پر ټولو خطرونو سربېره هم په بلوچستان کې د کوکنارو د کښت فرصت ورته په هېواد کې د کاري فرصتونو تر نشتوالې غوره دی.
بیاکتنې:
دا مقاله په وروستي ځل تازه شوې وه ۱۷ حمل / وری ۱۴۰۴