Afghanistan Analysts Network – Dari Pashto

اقتصاد، پرمختیا، چاپېریال / اقتصاد، توسعه، محیط زیست

د افغانستان لپاره د اقلیمي بدلون اقتصادي پایلې: زیانونه، وړاندوینې … او د کمولو لارې چارې

محمد عاصم مایار 37 دقیقې

د نړیوالو شین کوریزو ګازونو له خورا لږ تولید سره سره، افغانستان د اقلیمي بدلون له امله د اقتصادي او ټولنیزو کړکېچونو له ډېرېدو سره مخ دی. د اقلیم ټکانونه، لکه سیلابونه، وچکالۍ، د ځمکې ښویېدنې، واورې ښویېدنې (ایمال یا برف کوچ)، سختې تودې پیښې هر کال د اقتصادي زیانونو لاملېږي، چې په نورمال لانده کال کې یې کچه د ۵۵۰ میلیون ډالرو او په وچ کال کې د درې میلیاردو ډالرو ترمنځ اټکلېږي. دا کچه د کورني ناخالص عاید (GDP) د ۳.۲ تر ۱۸ سلنې معادل ده. هېواد له اقلیمي بدلونو سره د تطابق لپاره له بې وزلو هیوادونو سره  ژمنه شوې مالي مرستې ندي ترلاسه کړې، له همدې کبله د اقلیم اړوندو خطرونو ته په ډېریدونکې توګه ماتېدونکی پاتې شوی. د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې مېلمه لیکوال، محمد عاصم مایار، په افغانستان کې د اقلیمي بدلون اقتصادي زیانونو ته د کتنې په ترڅ کې د اسلامي امارت په رسمیت نه پیژندنې او د اقلیمي بدلون د تمویل لپاره د مرستندویو هېوادونو له لورې د سختو شرطونو ایښودو له امله رامنځته شوې ننګونې ارزولې دي.

په کابل کې ښځې او ماشومان د شګو له توپانه تیرېدو ته ځانونه تیاروي. انځور: ټیډ الجیب/د فرانسې خبري آژانس، د ۱۳۹۰ کال د چونګاښ ۲۶

سریزه

د افغانستان اقتصاد ذاتاً یو نازک او زیانمنونکی اقتصاد دی، چې د څو لسیزو جګړو، سیاسي بې‌ ثباتۍ او پر بهرنیو مرستو د ډېرې اتکا له امله زیانمن شوی دی. دری سکتورونه عمدتاً د هېواد اقتصاد جوړوي: خدمات، کرنه او صنعت، چې هر یو په ترتیب د ناخالصو کورنيو عوایدو ۴۵، ۳۳.۷ او ۱۶.۱ سلنه جوړوي. د نړیوال بانک د معلوماتو له مخې په ۱۴۰۲ کې د افغانستان ناخالص ملي عاید تش ۱۷.۲۳ میلیارده ډالر و، چې دا یو ډېر کوچنی اقتصاد ګڼل کېږي. له همدې امله دا هېواد نشي کولی مالي خپلواکي ولري. د اسلامي جمهوریت په تېرو شلو کلونو کې، افغانستان د حکومت د تمویل او پراختیایي پروژو د پلي کولو لپاره ډېر پر بهرنیو مرستو متکي و، حال دا چې نظامي مرستې او د بهرنیو پوځونو لګښتونه په ډېرو کلونو کې تر ملکي مرستو لوړ و. په ځانګړي ډول، د خدماتو سکتور له هغو فعالیتونو سره تړلی و، چې د بهرنیو ځواکونو له شتون سره یې مستقیم تړاو درلود. کله چې په ۱۴۰۰ کې بهرني ځواکونه له افغانستانه ووتل، ورسره سم د اقتصاد ځوړ هم پیل شو، چې دا وضعیت د جمهوریت له پرځېدا وروسته نژدې یومخ اقتصادي سقوط ته ورسېد. سره له دې چې په  ۱۴۰۲-۱۴۰۳ کې یو څه محدوده اقتصادي بیا تاندېدا ولیدل شوه – په ځانګړي ډول د ۱۴۰۱ ژمي کې د پراخو بشري مرستو له امله – خو لا هم ژورې جوړښتي ستونزې شته، چې افغانستان د کورنیو او بهرنیو ټکانونو په وړاندې ډېر زیانمنونکی کوي.

په داسې یوه حالت کې، د اقلیم بدلون د افغانستان له وړاندې لا کمزوری اقتصاد نور هم ګواښي، او پر شته زیانمنتیا یې فشار نور ډېروي. ناڅاپي پېښې لکه سیلابونه، او ورو ډېرېدنکي بدلونونه لکه وچکالۍ دواړه پراخې او ژورې اغېزې لري. سیلابونه زیربناوې له منځه وړي، سړکونه، پلونه، د برېښنا مزي، صنعتي تاسیسات ورانوي، او د ښاري اقتصادونو او سوداګرۍ چارې ګډوډوي. په کلیوالو سیمو کې، سیلابونه کرنیز فعالیتونه او د کورنیو عواید سخت ځپي، چې له امله یې د اقتصادي ثبات بنسټونه له منځه ځي. له بلې خوا، وچکالي تر ټولو ډېر د کرنې سکتور زیانمنوي، هغه سکتور چې د ناخالصو کورنیو عوایدو ۳۳.۷ سلنه جوړوي او د هېواد ډېرئ وګړي په کې بوخت دي. اقلیمي بدلون ته ډېر حساس سکټور – کرنه، د بارانونو د لږېدا او تر وخت وړاندې د واورې د ویلېدا په ګډون د هوا د حالاتو بدلانه ته ډېر حساس او ماتېدونکی دی. د اسلامي امارت له‌ خوا د کوکنارو پر کر، چې د افغانستان له بدلېدونکي اقلیم سره یې ښه سمون درلود، بندیز کرنیز سکتور نور هم کمزوری کړی او کلیوال اقتصاد یې ځپلی دی. د پرله‌ پسې وچکالیو له کبله د کرنیزو تولیداتو کمېدو، خوراکي ناخوندیتوب، د کلیوالو بې ‌وزلۍ، او اجباري کډوالۍ ته لار جوړه کړې ده.

د وچکالۍ له لاسه له خپل کلي کډه شوې کورنۍ کندهار ښار ته څېرمه د یوه کمپ په کېږدو کې مېشتې شوې دي  عکس: جاوید تنویر/ د فرانسې خبري آژانس، د ۱۴۰۰ کال د کب ۱۶

د افغانستان ناهمواره جغرافیه او محدود بنسټیز تاسیسات (زیربناوې)، هېواد د طبیعي پېښو لکه سیلابونو اوځمک ښویېدنې په وړاندې نور هم زیان ګالی کړی دی. د هېواد د اوبو سرچینې، چې تر ډېره د واورو ویلیدا پر موسمي دوران متکي دي، اوس د کنګل زېرمو (یخچالونو) د لږېدو او د بارانونو د بې‌ نظمۍ له امله له ګواښ سره مخ دي. د اوبو کچه ورځ تر بلې ټیټېږي، چې دې کار کرنیز تولیدات، د ښارونو اوبه رسونه، د برېښنا تولید اغېزمن کړي، او په کلیوالو سیمو کې یې فقر ډېر کړی.

د افغانستان د پرله پېیلي اقتصاد یوه ځانګړنه دا ده چې د اقلیمي بدلانه د اړوندو ټکانونو څپې یې ټول سکتورونه اغېزمنوي. د ترانسپورت شبکې، د انرژۍ سیستمونه، د روغتیا او تعلیم په څېر عامه خدمات ټول اغېزمنېږي، چې له کبله یې یو په بل پسې رامنځته کېدونکې ننګونې، اقتصادي او ټولنیزې زیانمنېدنې ژورېږي. خلک د اقلیمي بدلون اغېزې په دوو بڼو تجربه کوي: لومړی، ناڅاپي پېښې لکه سیلابونه، ځنګلي اورونه، واورې ښویېدنې، غر ښویېدنې، د شدیدې تودوخې پېښې، خاورین توفانونه، او ږلۍ؛ او دویم، ورو پراخېدونکي بدلونونه لکه وچکالۍ، د واورو کمېدا او د باران په بڼه یې اورېدا، د اورښت د شدت اوښتنې (تېز، او ورو)، تر وخت وړاندې د واورې ویلېدا، د کنګل زېرمو ویلېدا، او د ځمکلاندې اوبزېرمو ورو بیا ډکېدنه. دا بدلونونه ښارونو کې د څښاک اوبو، د کرنې اوبو او له اوبو د برېښنا د تولید ثبات ته مستقیم ګواښ پېښوي.

دا تغییرات چې د اقلیم په بدلانه رامنځته کېږي، د خوړو ناخوندیتوب ته لمن وهي، خلک اړباسي چې خپلې سیمې پرېږدي، د روغتیا او تعلیم سیستمونه کېکاږي، او په ځانګړي ډول په زیانمنونکو کلیوالو سیمو کې د جنسیتي تاوتریخوالي کچه لوړوي – لکه څنګه چې د ملګرو ملتونو د ۱۴۰۰ کال په راپور ”د ښځو زغم د پېښو پر وړاندې“ کې یې یادونه شوې ده. که څه هم د ارقامو او ارزونو د نشتوالي له کبله، د اقلیمي بدلون ټول اړخونه نه شي څېړل کېدای، دا راپور په افغانستان کې د اقلیمي بدلون لوی اقتصادي عواقب سپړي. لیکوال دا زیانونه د هېواد له مالي ظرفیت سره پرتله کړي او ارزولي چې د اقلیمي بدلانه سره په سمون کې پانګونه څومره کولای شي د راتلونکو خطرونو کچه ټیټه کړي. دا تحلیل ټینګار کوي چې د افغانستان د راتلونکي اقتصادي خونديتابه لپاره باید سملاسي د اقلیمي بدلون په وړاندې ټینګېدا باندې پانګونه وشي.

د اقلیمي بدلون اقتصادي زیانونه

افغانستان په ۱۳۸۸ کال کې د نړۍ په هغو لسو هېوادو کې وبلل شو، چې د اقلیم په بدلانه تر ټولو ډېر زیان ګالي (دا انځوریزه تشریح وګورئ). دا برخه هغه عواقب، تر ډېره طبیعي پېښې، څېړي چې د اقلیم د بدلون له امله اوس ډېرې تکرارېږي او یا یې شدت ډېر شوی دی. دا څېړنه پر هغو پایلو چې د اندازه کېدو دي، یا ‌اندازه شوې نه دي ،یا هغه چې نشي اندازه کېدای تمېږي.

افغانستان څومره د اقلیمي بدلانه له کړکېچه ځورېږي؟

د تېرو څو لسیزو اقلیمي بدلون او د هغه بدې پایلې روښانه او محسوسې دي. افغانستان د تودوخې له ډېروالي او د بارانونو د نظم له ګډوډۍ سره مخامخ شوی دی. په ۱۳۹۴ کال کې د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملی ادارې  (NEPA)د ملګرو ملتونو د چاپېریال پروګرام او د خوړو نړیوال پروګرام په مرسته له دغو اندېښمنوونکو بدلونونو پرده پورته کړه.

د هېواد د تودوخې کلنۍ اوسط درجه له ۱۳۳۸ تر ۱۳۸۶ پورې په منځني ډول ۰.۶ سانتي ‌ګراده لوړه شوې وه، او تر هغه وروسته بیا ۱.۲ سانتي ‌ګراد نوره هم وختله. دې تودوخې د کنګل زېرمو او واورو ویلې کېدل ګړندي کړي، چې له امله یې د ناڅاپي سیلابونو د راوتلو، د کنګلي جهیلونو د ماتېدو، او د سیندونو د سیلابي کېدو پېښې زیاتې شوې دي. همدا راز د وچکالیو پېښې دوه برابره شوې دي، او د کلني اورښت اندازه ټیټه شوې ده. د افغانستان کنګل زېرمې یا یخچالونه، چې د ۱۳۶۸ او ۱۳۹۳ ترمنځ یې ۱۴ سلنه سطحه له لاسه ورکړې، لا هم کوچني کېږي، او دا بدلونونه په دوبي کې د سیندونو پر بهېر ژور منفي اغېز کوي، ځکه چې د اوبو بهېدل تر ډېره د واورو او کنګل زېرمو له ویلېدا سره تړلي دي.

د بارانونو د نظم ګډوډۍ او د تودوخې بدلون د سیندونو پر بهېر هم اغېز کړی. د بېلګې په توګه، د کابل پر سیندېزه حوزه شوې څېړنه ښيي چې د دوبي پر مهال هم د لوړ بهیر (سیلاب) او هم د ټیټ بهیر (وچې دورې) لرونکو ورځو شمېر ډېر شوی، او دا د کرنې او نورو سکتورونو لپاره د اوبو مدیریت لا پېچلی کوي. همدارنګه واورې تر ټاکلي وخت وړاندې ویلې کېږي. دا ډول بدلونونه ښایي د هېواد په نورو سیندیزو حوزو کې هم روان وي.

د راتلونکي په اړه وړاندوینې د بېلګه ییز غلظت د مسیر Representative Concentration Pathway  (RCP) د بېلابېلو بڼو (سناریو ګانو) له مخې چې اټموسفیر ته د شین کوریزو ګازونو د استولو د کچې پر بنسټ توپیر کوي، ترسره کېږي. ټولې سناریوګانې افغانستان ته لا نور ویجاړېدونکی اقلیمي وضعیت اټکلوي. د منځنۍ کچې ګازونو د تولید سناریو (RCP 4.5) پر بنسټ، د افغانستان د تودوخې زیاتوالی له نړیوال اوسط کچې ډېر اټکل شوی، چې له امله به یې کنګل زېرمې نورې هم کوچنۍ شي، د واورو پر ځای به باران راځي، او د اوبو لګونې اړتیا به ډېرېږي. اټکل دی چې تر ۱۴۰۸ پورې وچکالي تل روان حالت شي، او سیلابونه په دویم ګواښ واوړي. په مرکزي غرونو کې د واورو کمښت، په ځانګړي ډول د هلمند او هریرود-مرغاب سیندیزو حوزو کې د پسرلنیو او دوبنیو اوبو اندازه لږولی شي. په داسې حال کې چې ځینو سیمو کې به د سختو بارانونو پېښې ډېرې او ورسره د ناڅاپي سیلابونو خطر لوړ شي.

۱ شکل : د افغانستان لپاره د منځنۍ تودوخې کلنۍ درجه (۱۳۵۴-۱۴۷۸)

د افغانستان لپاره د منځنۍ تودوخې د وړاندوینې تمایل، د موډل لپاره د محاسبې د بنسټ موده (خړ رنګ: ۱۳۵۴ -۱۳۸۳) او د سناریو موده (۱۳۸۴-۱۴۷۸)، پر تودوخې د نسبتا محدودو شین کوریزو ګازونو د اغیز سناریو (شین رنګ، RCP4.5، د شین کوریزو ګازونو تولید په ۱۴۱۸ کې اعظمي کېږي او وروسته بېرته ټېټېږي) او د شین کوریزو ګازونو د خپلسرۍ خپرېدا سناریو (سور رنګ، RCP8.5). د ماډلونو د پایلو خپریدل د شفافو ساحو په توګه د خطونو په وسیله ښودل شوي. دواړه تمایلات د احصاییې له پلوه مهم دي او د نیمګړو کرښو په بڼه ښودل شوي. د تمایلاتو شدت او اندازه د دوی په نسبي رنګونو کې ښودل شوي دي. سرچینه: د افغانستان د اقلیمي بدلون ساینسي لرلید ، UNEP  او  NEPA

سربېره پر دې، د ځمکلاندې اوبزېرمو د لږې بیا ډکېدا میلان یا له سطحې د ځمکې منځ ته د اوبو لږ نفوذ او هلته د اوبنیو زېرمو کمښت، له ځمکې او نباتي قشر د تبخیر ډېرېدنه، د ځنګلي اورلګېدنو ډېروالی، او د ګرمو او سړو څپو ډېره پېښېدا د افغانستان د اوبو پر سرچینو، کرنه او ښاري سیسټمونو فشار ډېروي.  اقلیمي بدلون ځینې ثانوي اغېزې، لکه د خلکو بې‌ ځایه کېدل، د خوړو ناخوندیتوب، او د عامې روغتیا کړکېچونه، هم لري چې په نا انډوله توګه کلیوالي ټولنې اغېزمنوي.

د اقلیمي بحران د اقتصادي اغېزو اندازه کول

په افغانستان کې د اقلیمي بدلون اقتصادي عواقب پراخ دي، او د ژوندانه تقریباً هر اړخ – له کرنې او اوبو نیولې تر روغتیا او زیربناوو پورې اغېزمنوي. د دغو اغېزو اندازه کول او یا هم تخمیني سنجونه د مخامخ او نامخاخو اغېزمنوونکو او تر څنګ یې د اوږد مهالو بدلونونو د ارقامو د نشتوالي له کبله پېچلې ده. د دې کار لپاره لیکوال یو داسې عملي میتود کارولی چې په ترڅ کې به یې د هغو طبیعي پېښو په اقتصادي زیانونو تمرکز کېږي چې اقلیمي بدلون یې شدت او تکرار ډېر کړی دی. همدارنګه د هغو اغېزو یادونه کوي چې تر اوسه نه دي اندازه شوي او ښايي هیڅکله اندازه نه شي.

سیلابونه، وچکالۍ، د واورې او ځمکې ښویېدل، سړې او ګرمي څپې هغه پېښې دي چې د زیانو د جوتونې  بنسټ جوړوي. دا پېښې د کرنیز حاصل کمښت، د خدماتو او سوداګرۍ ګډوډۍ په ګډون زېربنا ته پاموړ زیان اړوي چې ډېرئ یې مستند شوي او له امله یې د کره ارزونې امکانات رامنځته کېږي.

خو د اقلیمي بدلون د نورو اغېزو لکه د بارانونو کمښت، د واورو زر وېلېدا، د کنګل زېرمو کوچنۍ کېدا، د خاورینو طوفانو ډېروالی او د ګرمو څپو یا په اوبو کې د خپرېدونکو ناروغیو له امله د روغتیایي لګښتونو د لوړېدو اندازه کول ډېر پېچلي دي. که څه هم دا اغېزې خورا مهمې دي او د هېواد اقتصادي زیانمنېدا څو برابره کوي، خو د ارقامو نشتون او په هغو کې د اقلیمي بدلون د ونډې ټاکلو میتودولوژیکې ستونزې د اقلیمي بدلانه په اغېز د رامنځته شوي مالي زیان ورګډول محدودوي.

په دې راپور کې د کارول شوي مېتود اصلي فرضیه دا مني چې د طبیعي پېښو لکه سېلابونو او وچکاليو اقتصادي زیانونه پخوا هم افغانستان کې پېښدل. خو اقلیمي بدلون د دغو پېښو تکرارېدل او شدت ډېر کړي چې له کبله یې اقتصادي زیانونه هم لوړ شوي. که چیرې غواړو د اقلیمي بدلون خالص اقتصادي زیان محاسبه کړو، باید د پخواني زیان اندازه ترې وایستل شي. خو دا کار هم اوس ځکه نه شي کېدلی چې د پخوانیو زیانونو کره معلومات نشته. بله خوا کې ځینې هغه زیانونه چې نن سبا د اقلیمي بدلون له امله پېښېږي هم نه شي اندازه کېدلی، له همدې کبله دا نا اندازه شوي زیانونه د پخوانیو زیانونو سره معادل دي. دا میتود داسې چوکاټ برابروي، چې د اقلیمي بدلون له امله رامنځته شویو زیانونو ته یو تناسب ورکړي او د هغوی اندازه اټکل کړي، سره له دې چې د پراخو سیسټماتيکو اغېزو د شمېرنې محدودیتونه مني.

دا راپور لومړی پر هغو طبیعي پېښو تمرکز کوي چې اقتصادي زیان یې اندازه کېدلی شي. دا د اقلیمي بدلانه د اقتصادي اغېزو د پېژندلو لپاره لومړنی باوري پیل دي. همداراز، راپور ټینګار کوي چې افغانستان اړ دی چې د معلومات – ټولونې او ارزونې سیستمونه ښه کړي، څو د اقلیمي بحران اغېز په بشپړ ډول وڅارل شي.

اوسنی وضعیت چې اسلامي امارت په کې د افغان حکومت په څېر په رسمیت نه دی پېژندل شوی او له همدې امله یې د اقلیمي بدلانه مالي مرستو ته لاسرسی محدود دی، پر دې ټکي پوهېدنه مهمه کړې چې اقلیمي بحران د افغانستان اقتصاد څومره اغېزمن کړی دی. په دې سره دا ارزونه شونې کېږي چې افغانستان دې څومره هغه مرستې چې په حقیقت کې ورسره تر اوسه نه دي شوي، ترلاسه کړي.

اقلیمي بدلون کومې طبیعي پېښې ژورې کړې چې اقتصادي زیان یې اندازه کیدی شي؟

اقلیمي بدلون د هوا اړوند یو لړ طبیعي پېښې رامینځته کوي: دا راپور یوازې په هغو پیښو تمرکز کوي چې د ارزونې راپورونه یې شته.

په ۱۳۹۳ کې د افغانستان د ځایي معلوماتو مرکز تاسیس د طبیعي پېښو د ارزونې او د زیانمنونکو سیمو په پیژندلو کې د پام وړ ګام شو په ۱۳۹۵ کې نړیوال بانک د افغانستان د طبیعي پېښو د زیانونو پروفایل خپور کړ، چې د لویو طبیعي پیښو اقتصادي زیانونه په کې شامل و او د اقلیمي بدلانه د بېلابېلو سناریوګانو پر بنسټ (په دې اړه لري چې انسانان څومره کاربن ډای اوکساید غاز هواته خوشې کوي) اټکلونه وړاندې کړل. سربېره، په دې راپور کې د سړو څپو او د ځنګلونو د اور په تړاو ترسره شوې اضافي ارزونې هم پام کې نیول شوي دي. لاندې د مختلفو طبیعي پیښو لنډ توضیحات او د اوسنيو اقتصادي زیانو اټکلونه دي، چې اقلیمي بدلون یې شدت او تکرار ډېر کړی دی.

  1. سېلابونه

د نړیوال بانک د ۱۳۹۵ کال د اټکلونو له مخې په افغانستان کې سېلابونه هر کال شاوخوا ۵۴ میلیونه امریکایي ډالره زیان اړوي. خو یو شدید سېلاب کړی شي له ۵۰۰ میلیونو ډالرو ډېر زیان واړوي، چې دا د دغې پېښې ویجاړوونکی توان څرګندوي. دا زیان د افغانستان د ناخالص کورني تولید نژدې ۰.۳۱ تر ۲.۹ سلنه جوړوي.

۲ شکل: د هر سکټور لپاره د احتمالي سیلاب د زیانونو نسبي کچه

سرچینه: په ۱۳۹۶ کې د نړیوال بانک له خوا د افغانستان د ګڼ اړخیزې زیان ارزونې خپور شوی راپور

سېلابونه بېلابېلو سکتورونو ته زیان اړوي، او تر ټولو ډېر تجارتي سکتور ځپي. د نړیوال بانک د ګڼ اړخیزې زیاڼ ارزونې راپور پر بنسټ، دا برخه د ټول کلني زیان ۴۰ سلنه، استوګنځي (کليو او ښارونو کې) ۳۲.۷ سلنه، کرنه ۱۸.۵ سلنه، مواصلات (په ځانګړي ډول سړکونه) ۷ سلنه او روغتیايي مرکزونه ۲ سلنه جوړوي. دا وېش ښيي چې د افغانستان اقتصادي او بنسټیز سیستمونه څومره د سېلابونو په وړاندې زیان ګالي دي.

سېلابونه مهم بنسټونه لکه سړکونه، ښوونځي، روغتونونه او د برېښنا د وېش مرکزونه له کاره غورځوي او ورځني ژوند او اقتصادي فعالیتونه زیانمنوي. د بېلګې په ډول که په سلو کلو کې یو ځل پېښېدونکی سېل راشي نو شاوخوا ۲۲۵۷ کیلومتره سړکونه، ۳۷ روغتیايي مرکزونه، ۱۱۱ ښوونځي او زرګونه کورونه له خطر سره مخامخولی شي.

  • وچکالي

وچکالۍ د افغانستان له تر ټولو ویجاړوونکو طبیعي پېښو څخه دي چې کرنیز اقتصاد او د اوبو سرچینې ډېر زیانمنوي. هر کال د وچکالۍ له امله شاوخوا ۲۸۰ میلیونه ډالره اقتصادي تاوان اټکل شوی، خو د شدیدو، په ځانګړې ډول د پراخو سیمو ځپونکو او اوږدو وچکالیو پر مهال، د زیانونو کچه له ۳ میلیاردو ډالرو هم اوړي، چې د افغانستان د  ناخالص کورني عاید ۱.۶۳ تر ۱۷.۴ سلنې جوړوي. د بېلګې په توګه د نړیوال بانک د ۱۴۰۳ د وري (اپرېل) میاشتې د راپور پر بنسټ  د ۱۴۰۱ کال وچکالۍ د افغان اقتصاد کچه ۶.۶ سلنه ټیټه کړه.

کرنه چې د هېواد د اقتصاد د ملا تیر ده، تر ټولو ډېره ځپل کېږي. د اوبو لږوالی د حاصل کمښت رامنځته کوي، د خوړو بیې لوړوي او د میلیونونو کسانو لپاره د خوړو ناخوندیتوب رامنځته کوي. دا وضعیت بې ‌وزلي لا پسې ډېروي او خلک مجبوروي چې په ډوډۍ موندنې پسې له خپلو مېنو وکوچېږي. دغه ستونزه د څښاک تر اوبو او څارویو پورې هم غځېږي، چې کلیوال ژوند نور هم بې ‌ثباته کوي. سربېره پر دې، وچکالي په دښتو کې د شنو وده لږ کوي چې له امله یې پر کرنه د ملخانو بریدونه ډېرېږي او خړوبېدونکې کروندې له منځه وړي. دا آفتونه فصلونه نور هم ویجاړوي، او د بزګرانو د اوبو او حاصلاتو د کمښت ننګونې لا ژوروي.

  • ایمال (واورې ښویېدنه)

د واورو ښویېدل (ایمال) د افغانستان د هندوکش غرنۍ سیمې یو تکرارېدونکی خطر دی، چې د ژوند او زیربناوو جدي ویجاړۍ، په ځانګړي ډول په ژمي کې چې د واورو ډېروالی یې احتمال لوړوي، رامنځته کوي. د نړیوال بانک د ۱۳۹۶ کال د افغانستان د طبیعي پېښو د زیانونو پروفایل له مخې، شاوخوا ۲ میلیونه کسان، د ۱۰۰۰۰ کیلومتره سړکونو په شمول د ۴ میلیاردو ډالرو په ارزښت شتمني د واورې ښویېدنې له خطر سره مخ دي. یوازې په بدخشان ولایت کې د ۹۹۰ میلیونو ډالرو شتمني له دې خطر سره مخ ده.

که څه هم د افغانستان د طبیعي پېښو د زیانونو پروفایل د واورې ښویېدنې د کلني اقتصادي زیان په اړه معلومات نه ورکوي، خو اټکل دا دی چې په عادي کال کې ۲ سلنه او په لانده (له اوسط کچې ډېر اورښت لرونکي) کال کې ۵ سلنه شتمني له منځه وړي. د وچ (د اوسط کچې پرتله په پام وړ لږ اورښت لرونکي) کال کې تمه کیږي چې واورې ښویېدنه پېښه نشي او یا په ډېر لږ حد کې وي. په دې ترتیب د کلني زیان کچه له ۸۰ میلیونو تر ۲۰۰ میلیونو ډالرو یا د ناخالص کورني عاید له ۰.۴۶ تر ۱.۱۶ سلنې ته رسېږي.

د واورې ښویېدنې له امله تر ټولو ډېره زیانمنېدونکې زېربنا کې د ترانسپورت مهم دهلیزونه، لکه د سالنګ لویه لاره چې د افغانستان شمال او سویل سره نښلوي، شامل دي. دا دهلیزونه، چې د سوداګرۍ او تګ راتګ لپاره مهم دي ډیر وخت د واورې ښویېدنې او همدارنګه د ژوند د لاسه ورکولو له امله – د بېلګې په ډول په ۱۳۹۴ کې د سالنګ په لویه لاره کې د واورې ښویېدنې لړۍ تر ۳۰۰ ډیر کسان ووژل – له ګډوډۍ سره مخ کیږي.

  • ځمک ښویېدنه

په افغانستان کې ځمکه د ناټینګ جوړښت، درنو ورښتونو او ځنګل ‌وهنې له امله ښویېږي، او کله کله یې زلزله هم لامل وي. د افغانستان د طبیعي پېښو د زیانونو پروفایل پر بنسټ، له درې میلیونو ډېر افغانان او د ۶ میلیارد ډالرو په ارزښت شتمني له دې خطر سره مخ ده، چې په کې ۴۰۰ ښوونځي او ۳۰۰ روغتیايي مرکزونه هم شامل دي. په بدخشان ولایت کې چې ځمک ښویېدنه ډېره لري، د ۸۰۰ میلیونو ډالرو شتمني او ۲۸۰۰۰۰ وګړي له خطر سره مخ دي. د ځمک ښویېدنې اغېز په ډېر شېب لرونکو سیمو کې چې کورونه، کرنیزې ځمکې او سړکونه له منځه وړي او د وګړو په ایسارولو د بیړنیو مرستو ور رسول ځنډوي، لوړ دی. مهمې لارې، چې لرې پراته ولایتونه سره نښلوي، دې خطر ته ډېر مخامخ دي او ډېر وخت د ځمک ښویېدنې له امله بندېږي. دا نه یوازې سوداګري، بلکې اړینو خدماتو لکه روغتیا، او ښوونې ته لاسرسی هم محدودوي.

د افغانستان د طبیعي پېښو پروفایل د واورې ښویېدنې د کلني زیان په اړه معلومات نه ورکوي، خو ځینې تخمینونه کېدای شي. اورښت په ځمک ښویېدنه کې مهم رول لوبوي او چې کال وچ وي اټکل دادی چې ځمک ښویېدنه یا نه پېښېږي یا به دومره وي چې سترګې پرې پټېدای شي. په نورمال اوبیز کال کې تمه ده دوه سلنه او په لانده کال کې پنځه سلنه شتمني له منځه یوسي. په دې ترتیب د زیانونو کچه په عادي اوبیز کال کې ۱۲۰ میلیونو ډالرو په لانده کال کې ۳۰۰ میلیونو ډالرو ته رسېږي، چې دا د ناخالص ملي عاید ۰.۷ تر ۱.۷۴ سلنه جوړوي.

  • د ځنګلونو اور

که څه هم د نورو طبیعي پېښو پرتله لږ پېښېدونکی دی، خو د اقلیمي بدلون او د چاپېریال خرابوالي له امله یوه ډېرېدونکې ستونزه ده. دا اورونه عمدتا په ختیځو ولایتونو، په ځانګړې توګه نورستان او کونړ، کې متمرکز وي چې پېښېدا یې تر ډېره د اوږدو وچکالیو او د تودوخې لوړې درجې سره په برابرۍ کې راځي.

د دغو اورونو اقتصادي اغېز څو اړخیز دی. د اوښتو زیانونو په هکله خپاره شوي تخمینونه نشته. د لرګیو، مېوو، درملي بوټو او نورو طبیعي سرچینو له منځه تلل، هغه محلي اقتصادونه زیانمنوي چې پر دغو سرچینو متکي دي. ډېر وختونه د نژدې سیمو کرنیز فصلونه او څړځایونه، د اور په غځېدو زیانمنېږي. سربېره پر دې چاپېریالي اغېز یې هم ډېر دی او دغه راز د خاورې د تخریب، د اوبیزو حوزو د ویجاړېدا، او د حیاتي تنوع له منځه تلو لاملېږي، چې اوږد مهال کرنیز تولید او چاپېریالي ثبات ته زیان اړوي.

عامې روغتیا ته هم تاوان رسېږي، ځکه د ځنګلونو د اورونو لوګی تنفسي او د زړه ناروغۍ، په ځانګړي ډول په زیانمنېدونکو خلکو کې، ډېروي. د روغتیايي لګښتونو ډېروالي او د صحي کارکوونکو کاري ظرفیت ټیټدل د اقلیمي بدلون اقتصادي زیانونه ډېروي.

د ۱۴۰۱ کال د غبرګولي (جوزا) له ۴ تر ۱۸، یوازې په کونړ او نورستان کې ۴۲ ځنګلي اورونه ثبت شول، چې ۶۸ هکتاره ځنګل یې وسوځاوه. د یوې ساینسي څېړنې پر بنسټ، د هر هکتار ځنګله ارزښت (د هوا پاکوالي، د اوبو تنظیم، خوړو، ریښو او حیاتي تنوع له نظره) ۴۳۰۶ ډالره دی. خو سوځېدلی ځنګل ممکن د لسو کلونو په ترڅ کې احیا شي. په دې ترتیب د ۱۴۰۱ کال د ځنګلي اورونو اقتصادي زیان شاوخوا ۲.۹۳ میلیونه ډالره اټکلېږي.

لکه څنګه چې افغانستان د اقلیمي بدلانه په اغېز په راتلونکي کې له لوړو تودو څپو او د اورښت ډېرېدونکي بدلون سره مخ دی، د ځنګلیز اور د ډېرې پېښېدنې او سختېدنې احتمال لوړېږي. په راتلونکو کلونو کې په ځانګړي ډول د وچکالیو پر مهال، د تودوخې لوړېدا ته په کتو د ۱۴۰۱ په څېر ځنګلي اورونو ته ورته ، سوځېدنې ډېرې محتملې دي.

  • سړې څپې

په افغانستان، خاصتاً د غور په څېر ولایتونو کې سړې څپې خلک او څاروي ډېر اغېزمنوي. همدارنګه د باغونو پر محصول ‌ بد اغېز لري (دا څېړنه ښيي چې د ژمي سړې څپې د افغانستان د مېوه یي او مغزي ونو حاصلات څپي). د ۱۴۰۱ کال د لیندۍ او مرغومي (قوس او جدي) ترمنځ، افغانستان له یوې شدیدې سړې څپې سره مخ شو. د خوړو او کرنې د نړیوال سازمان (FAO) د راپور له مخې، په غور ولایت کې تودوخه تر منفي ۳۳ درجې سانتي ‌ګراد پورې ښکته شوې وه. یاده سړه څپه ډېره وژونکې وه. د یخنۍ له امله ۱۲۴ کسان مړه شول، او څارویو ته هم ستر زیان واوښت، چې شمېر یې له ۷۰ زرو تر ۲۰۰ زرو پورې اټکل شوی دی. په منځنۍ کچه، په دې سیمه کې د هر څاروي بیه ۱۵۰ امریکايي ډالره ده. له همدې کبله یوازې د څارویو د مرګ له پلوه مستقیم اقتصادي زیان له ۱۰.۵ تر ۳۰ میلیونو ډالرو رسېږي. په لمدو کلونو کې دا ډول پېښې، چې لږ تر لږه نیمایي دومره تاوان اړوي، په ټول افغانستان کې د بیا پېښېدو احتمال لري.

د پنجشیر ولایت پریان ولسوالۍ کې د افغان پوځ یوې چورلکې له خوا د مرستو ویشلو پر مهال د واورې ښویېدنې څخه ژوندي پاتې شوي افغانان. انځور: شاه مری/AFP، ۱ مارچ ۲۰۱۵

د دې ډول زیانونو اقتصادي پایلې ډېرې پراخې دي. څاروي د کورنیو عاید، د خوړو خوندیتوب، کلیوال ژوندانه او ملي اقتصاد ته مهم رول لري. د څارويو له منځه تلل، د کورنیو د عاید د ټیټېدا او د شيدو او غوښې په څېر محصولاتو ته د لږ لاسرسي مانا لري. د خوړو او کرنې د نړیوال سازمان  د راپور له مخې د ۱۴۰۱ کال د سړې څپې له خپرېدو وروسته، ۷۶ سلنه زیانمنو شویو کورنیو ویلي، چې د اړین توکو د پېر وس یې کم شوی، او ۷۱ سلنه کورنیو خپل لږ [محصولات] پلورلي دي . دا په ښکاره د کورنیو اقتصاد ته ضربه ده.

خو ستونزه یوازې د څارویو د مرګ تر بریده نه محدودېږي. ژوندي پاتې شوي څاروي د سړو له امله کمزوري کېږي، روغتیا یې خرابیږي، تولید یې کمېږي، او د ناروغیو په وړاندې یې مقاومت هم ټیټېږي. دا حالت، په ځانګړي ډول په کلیوالو سیمو کې د خوړو نا خوندیتوب او بې ‌وزلي لا پراخوي. کله چې کورنۍ څاروي د لاسه ورکړي، اړ وځي چې یا خپل نور تولیدي توکي وپلوري، یا پور واخلي – او دا کار یې لا ژورې بېوزلۍ ته ټېل وهي.

  • د اوبو په برېښنا یې اغېز

که څه هم افغانستان کې د اوبو د برېښنا تولید محدود (۲۵۵.۵ میګا واټه) دی، خو د اقلیم بدلانه رامنځ ته کړې وچکالۍ دا تولید نور ټیټوي. د بېلګې په توګه په ۱۴۰۰ کال کې د کجکي بند د برېښنا تولید د وچکالۍ له امله ۸۵ سلنه لږ شوی و چې (د  Alcis GEOنقشو) له مخې د برېښنا دا کمښت د اقتصادی زیان، او د برېښنا پر نورو سرچینو د خلکو د اتکا لاملېږي. بله ‌خوا، کله چې کال لوند وي، د زېرمه کولو د امکاناتو نشتون له کبله، اضافي اوبه ډېر وخت کښته بهېږي، چې دا د برېښنا پوتنسیل د لاسه تلو معنا لري. د وچکالۍ پر مهال د برېښنا تولید نیمایي کېدو ته په پام سره د دې سکټور اقتصادي زیان شاوخوا ۲.۱ میلیونه ډالر اټکلېږي.

د اقلیمي بدلون کومې اغېزې تر اوسه نه دي اندازه شوې؟

د اقلیمی بحران ځینې نورې اغېزې لکه د ګرمۍ څپې، د دوړو او ږلۍ طوفانونه هم اقتصاد ته زیان اړوي، خو دا زیانونه تر اوسه نه دي اندازه شوي او نه هم پوره څېړل شوي. چې یوه لویه څېړنیزه تشه ښيي. دا پېښې بې له شکه د اندازه کېدو وړ اقتصادي زیانونه لري، خو د هغو منظمه اندازه کېدنه او اقتصادي پایلې تر اوسه نه دي ارزول شوې. له همدې کبله پرې دا څېړنه تمرکز نه کوی.

خو بیا هم، دا برخه په لنډ ډول دغو اغېزو ته ګوري. ورپسې د اقلیمي بدلانه غیرمستقیمو ټولنیزو او اقتصادي اغېزو ته، چې مطمینا شته خو اندازه کول یې پېچلي دي، هم اشاره کوي. د دې لپاره چې دا نا اندازه شوي زیانونه په بشپړ ډول له پامه ونه غورځول شي، یو بدیل یې دا ګڼل شوی چې د طبیعي پېښو له محاسبه شویو زیانونو هغه برخه چې د اقلیمي بدلون تر رامنځ ته کېدو مخکې په هېواد کې وو او باید اوس ترې منفي شي، د نا محاسبه شویو اغېزو پر ځای پام کې نیول شوې.

  1. ګرمې څپې

په افغانستان کې د ګرمو څپو ستونزه ورځ تر بلې جدي کېږي، او شونې ده چې د تېرو کلونو د تودوخې ریکارډونه مات او د ټولنیزو او اقتصادي ننګونو یوه لړۍ رامنځته شي. په Nature Communications خپرونه کې د ۱۴۰۲ کال یوې علمي څېړنې، افغانستان هغه هېواد ګڼلی چې تر ټولو ډېر د بې ‌سارو ګرمو څپو له ګواښ سره مخ دی. دا ګواښونه ځکه ډېر اغېزناک دي، چې دلته د روغتیا ساتنې او انرژۍ سیستمونه کمزوري دي.

که څه هم دا څپې تر ډېره په دوبنیو میاشتو کې پېښېږي او د انسانانو، په ځانګړي ډول د نویو زېږېدلو ماشومانو او زړو کسانو روغتیا ګواښي، د ژمي یا پسرلي هغه تودوخې هم چې له عادي حالت لوړې وي، ګرمې څپې ګڼل کېږي. د ښارونو د تودوخې لوړېدل او د تودوخې ښاري جزیروي اغېزې د هوا سړولو اړټیا لوړوي چې دا بیا د برېښنا له کمزوري سیستم سره ټکر کې ده او د برېښنا د پرچاوېدو لاملېږي.

لوړې تودوخې کرنیز تولید هم ټيټوي، چې دا کار د خوړو خوندیتوب او د بزګرانو ژوند ته مستقیم زیان رسوي. د بېلګې په ډول، د ګرمو څپو له امله مېوه لرونکي باغونه تر وخت مخکې غوړيږي، او وروسته یې سړه هوا زیانمنوي، یعنې یا ګل نه کوي او یا ډېر لږ حاصل نیسي.

همداراز، د کور دباندې فضا لکه کرنه او ساختماني سکټورنو کې د کارګرو تولیدي ځواک د تودوخې څپو له امله ټیټیږي، او اقتصادي زیانونه زېږوي. له تودوخې سره تړلي ناروغۍ د روغتیا پر سیستم فشار ډېروي، روغتیایي لګښتونه لوړوي او د کارکوونکو تولیدي ځواک ټیټوي.

  • د ډنډونو (wetlands) له منځه تلل

د افغانستان لوی ډنډونه، چې پخوا د اوبنیو ژویو او حیاتي تنوع لپاره مهم چاپېریال، او د کلیوالو لپاره د عاید یوه سرچینه وه، اوس د اقلیمي بدلون او انساني لاسوهنو له کبله د ورکېدو خواته ځي. مهمو ډنډونو لکه دشت ناور، آب ایستاده او هامونو ډېر زیان لیدلی. د دې ډنډونو د لاسه وتل حیاتي تنوع تهدیدوي او د ژوند پیچلی توازن چې پدې چاپیریال پورې اړه لري ګډوډوي. د غزني ولایت په شمال ختیځ کې د دشت ناور ډنډ، چې د کډوالو مرغانو د هګۍ اچونې مهم ځای و، اوس مکمل وچ شوی او د پخواني جهیل نښې هم په کې پاتې نه دي. دې بدلون د مرغانو په نسلونو، حتی فلیمنګو مرغانو په ګډون چې پخوا به یې دلته ګڼه ګوڼه وه خو نور نه لیدل کېږي، ډېر ناوړه اغېز کړی. همدارنګه د غزني په جنوب لوېدیځ کې د “آب ایستاده” ډنډ هم د وچکالیو په کلونو کې څو وارې وچ شوی دی، چې دا چاره د کبانو پر نسلونو، او اوبو ته د خلکو پر لاسرسي ناوړه اغېز لري. همداراز، د هامون ډنډونه، چې له ایران سره پوله باندې ګډ سیسټم جوړوي او په افغانستان کې د نیمروز، فراه او هلمند ولایتونو ته غځېدلي دي، هم د اوبو له کمښت سره مخ دي. دغو جهیلونو پخوا کب نیونې، کرنې، او د مرغانو کډوالۍ ته شرایط برابرول، خو اوس یې وچېدو د سیمې اقتصاد او طبیعي سیستمونه سخت ځپلي دي. که څه هم د دغو ډنډونو د له منځه تلو کره اقتصادي زیانونه تر اوسه نه دي ثبت شوي، خو د کب نیونې، کرنې، او د اوبو پر سرچینو متکي خلکو ته یې سخت زیان رسولی دی.

  • شګلن توپانونه

اقلیمي بدلون په افغانستان کې د شګو او دوړو د توپانونو زور زیات کړی دی. د طلوع نیوز د راپور له مخې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې دا توپانونه له اقلیمي وچکالیو سره تړلي بللي دي. دا توپانونه ښېرازې ځمکې له دوړو ‌ډکوي، خاوره زیانمنوي او د صحراګانو پراخېدو ته لار جوړوي. د دغو توپانونو اغېز یوازې طبیعت نه، بلکې روغتیا، کرنه او زېربناوې هم ځپي. د بېلګې په ډول، د Islamic Relief د راپور له مخې د ۱۴۰۲ کال په تلې میاشت کې، د افغانستان لوېدیځ ته د زلزلې له لاسه کډه شوي خلک له سخت شګلن توپان سره هم مخ شول، چې د هغو وضعیت یې لا نور سخت کړ.

  • ږلۍ

ږلۍ د افغانستان په ډېرو سیمو کې، هر کال په ځانګړي ډول باغونو، مالدارۍ او وړو پانګونو لکه د لمریزې بریښنا سیسټمونو، ته شدید مالي زیانونه اړوي. د مثال په توګه، د ۱۴۰۲ کال يه وري میاشت کې د خوست او وردګو ولایتونو په یو شمېر ولسوالیو کې ږلۍ د غنمو، سبو، او مېوو بوټو ته ډېر زیان واړاوه (هشت صبح). همداراز، د ۱۴۰۲ کال د غویي میاشتې په دولسمه، د آریانا نیوز د راپور له مخې په بدخشان ولایت کې یوې سختې ږلۍ ۸۰ پسونه ووژل.

که څه هم تر اوسه د ږلیو له امله وارد شوي مالي زیانونه منظم نه ‌دي ثبت شوي، خو د پراخو سیمو اغېزمنېدو او د فصلونو مختلفو مرحلو ته زیان رسولو، دا ستونزمنه کړې چې کره ارزښت یې وټاکل شي. خو دا طوفانونه د زېربناوو، کرنې، او استوګنې لپاره خطرناک دي، او دا اړتیا نوره هم جوتوي چې د زیانونو د ثبت، وړاندوینې، او محافظتي تدابیر پراخ شي.

  • د اوبو سرچینې

اقلیمي بدلون د افغانستان د اوبو په سرچینو خورا ژور اغېز کړی دی. ګڼې علمي څېړنې، لکه په ۱۴۰۲ کال کې په Hydrological Sciences Journal  کې خپره شوې مقاله، ښيي چې د واورې پر ځای باران، د واورې ژر ویلېدا، د غرنیو کنګل زېرمو ویلې کېدو، او د تبخیر زیاتېدو د اوبو طبیعي دوران بدل کړی دی. د اوبو په سرچینو کې د بدلون یوه روښانه بېلګه په هلمند او آمو سیندنیو حوزو کې د واورې ۳۰ سلنه لږ کېدل دي چې د غرنیو سیمو د هر اړخیزې پراختیا نړیوال مرکز (ICIMOD) له خوا په ۱۴۰۳ کال کې موندل شوېده. دغه بدلونونه کرنه اغېزمنوي، د ځمکې لاندې اوبو زیرمه ټیټوي، او په سیندونو کې د اوبو بهیر بدلوي. چې وروستی هغه له ګاونډیو هیوادونو سره د اوبو پر سر ستونزې هم ډېرې کړې دي.

۳ شکل: د واورې پوښښ له امله رامینځته شوې ستونزې، د ۱۴۰۲ له لړم نه د ۱۴۰۳ تر وري پورې

د ۱۴۰۲ له لړم نه د ۱۴۰۳ تر وري پورې د هندوکش–هیمالیا سیمه کې د واورې په اندازه کې بدلون (یعنې هغه وخت چې د واورې اندازه له عادي یا اوسط حالته ډېر توپیر ولري). په نقشه کې سور رنګ هغه سیمې ښيي چې په کې تر منځنۍ کچې لږه او آبي رنګ هغه ځایونه دي چې تر منځنۍ کچې ډېره واوره اورېدلې ده. د افغانستان ډېرئ برخو کې همدغه مهال د واورې پوښښ شاوخوا ۳۰ سلنه لږ شوی دی. سرچینه: د غرنیو سیمو د هر اړخیزې پراختیا نړیوال مرکز (ICIMOD).

ښاري سیمې هم د اوبو له کمښت سره لاس او ګرېوان دي، او د مدیریت او وېش ستونزې یې نورې هم زیاتې شوې دي. سره له دې چې دا بدلونونه ښه مطالعه شوي، خو د هغو د کره اقتصادي زیانو محاسبه لا هم ستونزمنه ده. سربېره پردې، اوبه اکثراً د اقتصادي توکو په دوران کې اومه مواد ګڼل کېږي، نو ځکه یې د توکو په وروستي ارزښت کې د اقتصادي ونډې ټاکنه آسانه نه ده.

د اقلیمي بحران غیرمستقیمې ټولنیزې–اقتصادي پایلې

د ځینو هغو پایلو اندازه کول چې اقلیمي بدلون یې رامنځته کوي، ستونزمن دي، خو سره له دې، دا عواقب خورا ډېر دي او د ټولنیز او اقتصادي ثبات لپاره ژورې اغېزې لري.

د بېلګې په توګه، د اقلیمي بحران له امله رامنځته کېدونکې طبیعي پېښې کولی شي خلک کډوالۍ– لکه په هېواد دننه بې‌ ځايه کېدنې، ښاري کېدنې، او له هېواده وتنې – ته اړ کړي. د بېلګې په ډول د ۱۳۹۷ کال وچکالۍ له دوه سوه پنځوس زرو ډېر افغانان په هېواد کې دننه بې ‌ځايه کړل (هغسې چې د ژغورنې نړیوالې کمیټې د ۱۴۰۰ کال د غبرګولي په راپور کې راغلي). ځینې کلیوال اوسېدونکي چې د اوبو له کمښته یې کرنه له لاسه ورکړې، اکثرا ښارونو ته په دې هیله، چې هلته به یې ژوند لږ خوندي وي، دایمي کډوال کېږي. دا بهیر بیا ښاري بنسټونو، استوګنځایونو او عامه خدماتو باندې نور فشار راوړي. د د طلوع‌ نیوز د ۱۴۰۲ کال د زمري میاشتې یوه مستند راپور له مخې په فراه ولایت کې د اوبو سخت کمښت زرګونه کورنۍ بې ‌ځايه کړې دي. د کډوالو نړیوال سازمان د آسیا او آرام سمندر سیمه‌ ييز دفتر د افغانستان د اقلیم زیانمنېدو د ارزونې لومړنی پړاو (د ۱۴۰۳ مرغومی) ترسره کړی او موندلې یې ده چې: “د اقلیم بدلون او د طبیعي پېښو اقتصادي اغېزو له امله، په تېرو ۱۲ میاشتو کې تر ۱.۳۷ میلیونو ډېر کسان له خپلو ټولنو څخه وتلي”، او تر ټولو زیان‌ رسوونکې پنځه پېښې یې سیلابونه، وچکالي، د کرنیزو آفتونو بریدونه، درانه بارانونه او دروند واورین اورښت بللي دي (اړوندې وېب پاڼې ته مراجعه وکړی).

طبیعي پېښې له هغه فکټورونو څخه دي چې افغانان لېرې او نېژدې هېوادونو کې د ښه ژوند لټون ته هڅوي. د اقلیمي بدلون له امله د خلکو بې ‌ځايه کېدل او کډوالېدل چې اقتصادي اغېزې لري، یوه ډېره نا څېړل شوې برخه ده. دا یوه بله مهمه تشه ده چې له کبله یې د اقلیمي بدلون ټول زیانونه بشپړ نه شي درک کېدای.

د اقلیمي بدلون اړوندو طبیعي پېښو، لکه وچکالۍ او سیلابونو، تکرار او شدت د روغتیا ستونزې، لکه خوارځواکي او د اوبو له لارې خپرېدونکې ناروغۍ ډېروي. همدا راز په اوړي کې د ګرمۍ څپې ډیر روغتیايي خطرونه رامنځته کوي، په ځانګړې توګه زیانمنېدونکو ډلو  لکه ماشومانو او زړو کسانو ته چې د ناروغیو او مړینې خطر پکې زیات وي. دا روغتیايي ننګونې د هېواد محدود روغتیايي بنسټونه تر فشار لاندې راولي، د طبي لګښتونو د ډېروالي او د کاري ځواک د تولیدي وړتیا د کمښت لاملېږي.

د اقلیم بدلون د ښځو او نجونو پر زده‌ کړه او فرصتونو هم اغېز کوي؛ دا بدلونونه شته زیانمنېدا او نابرابرۍ لا پیاوړې کوي. کله چې د اقلیم له امله جوړېدونکې طبیعي پېښې د خلکو ژوند یا کورونه زیانمن کړي، کورنۍ اکثراً ښوونځي ته د ماشومانو د لېږلو پر ځای بقا او بیا رغونې ته لومړیتوب ورکوي. په دې حالتونو کې د کورنۍ ټول غړي، آن ماشومان اړ دي چې د کورنۍ اقتصاد کې ونډه واخلي. په ځانګړې توګه نجونې ډېرې اغېزمنېږي، ځکه د دودیزو جنسیتي تمو او د سرچینو د کمښت له کبله د زامنو زده ‌کړو ته لومړیتوب ورکوي، ځکه تمه دا وي چې لوی شي د کورنۍ اقتصاد ته ګټه رسوي؛ خو لوڼې بیا ښایي اړې وي چې د کور کارونه یا د کوچنيانو پالنه وکړي. همدارنګه طبیعي پېښې، لکه سیلابونه او ځمک ښویېدنې، ښوونځي هم له منځه وړي، زده‌ کوونکي او ښوونکي بې ‌ځايه کوي، او زده‌ کړو ته اوږدمهاله خنډونه پېښوي.

ښځې هم د طبیعي پېښو له امله د پرېکړو په بهیر کې ډېر وخت له پامه غورځول کېږي، چې دا بیا د سرچینو او بیا رغونې د فرصتونو له لاسه وتو لاملېږي.

اقلیمي بدلون د افغانستان د بې ‌ثباتۍ او شخړو په برخه کې هم اغېزناک فکټور ګڼل شوی. د تېرو دوو لسیزو په ترڅ کې اقلیمي بدلون د هغو ټولنو ترمنځ کړکېچونه رامنځته کړي، چې د محدودو سرچینو لپاره سیالي کوي. د بېلګې په ډول، د اوبو کمښت د پورته او کښته پرتو ټولنو ترمنځ، په ځانګړې توګه په کلیوالو سیمو کې چې کله ناکله مرګوني پایلې هم لري، لانجې زېږولې دي. د بېلګې په توګه، په ۱۴۰۲ کال کې د وردګو ولایت د چک ولسوالۍ د زمان ‌خېلو او لوړ کليو ترمنځ د اوبو پر سر یوه شخړه لږ تر لږه د یوه کس د وژل کېدو لامل شوه (ازادي راډیو). د اوبو د سرچینو پر سر دې سیالۍ د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ، په ځانګړې توګه له ایران، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان سره کړکېچونه هم ډېر کړي. که څه هم اقلیمي بدلون د افغانستان د شخړو اصلي لامل نه دی، خو د شخړو د پارونې احتمال یې باید له پامه ونه غورځول شي. د اقلیمي بدلون له پایلو سره د تطابق د اغېزناکو طرحو پلي کول کړای شي د هغو کسانو ژوند ښه کړي چې د اقلیم بدلون مستقیم اغېز پرې کړی او همداراز د هغو کسانو هم چې د اقتصادي ستونزو او بې‌ ثباتۍ له امله شخړو ته څَکَول کېږي.

اقتصادي زیانونه – اوس او راتلونکي کې

د اقلیمي بدلانه زیان سنجونه کې باید د اورښت او تودوخې د تدریجي بدلانه عواقب او د اړوندو طبیعي پېښو په تکرار او شدت کې ډېروالی پام کې ونیول شي. د اقلیم بحران اغېزې تل شته، خو دا اغېزې په هغو کلونو کې چې ‘عادي’ نه وي – یعنې ‘وچ’ یا ‘لانده’ وي – تر ټولو پورته ځي. همداراز د اقلیم بدلانه اړوندې طبیعي پېښې هر کال او یا هم ټولې په یوه وخت نه پېښېږي. د دې توپیرونو د لا ښه درک لپاره، لیکوال د اوږدمهال منځني وضعیت پرتله د اوبو د شتوالي له مخې د عادي، لمدو او وچو کلونو لپاره بېل بېل اقتصادي زیانونه اټکل کړي دي.

د درنو ورښتونو له امله رامنځ ته کېدونکې طبیعي پېښې، لکه سیلابونه او د یخ څپې، عموماً په لمدو او عادي کلونو کې پېښېږي. برعکس د ځنګلونو اورونه – چې په لمدو کلونو کې یې احتمال ډېر لږ دی – او وچکالۍ، د وچو کلونو پېښې شمېرل شوې دي. سربېره پر دې، د دوبي ناڅاپي سیلابونه د وچکالۍ په کلونو کې هم پېښېږي، ځکه چې وچه خاوره د سیلاب د چټکتیا او شدت لامل ګرځي.

دا کړنلاره د اقلیمي بدلون سره تړلو اقتصادي زیانونو په اړه خورا ریښتني او کره، له مهالني او چاپېریالي بدلونونو سره برابر، پوهاوی وړاندې کوي. لنډیز یې لاندې ورکړ شوی دی.

۱ جدول: د اقلیمي بدلانه اړوند سنجول شوي اقتصادي زیانونه:

۱. د ۲۰۲۵ کال ارقام د افغانستان د طبیعي پېښو د زیانونو پروفایل څخه اخیستل شوي، لکه څنګه چې په ۴م شکل کې ښودل شوي دي.
۲.  د لیکوال اټکل شوي ارقام چې د شته معلوماتو او په متن کې د نقل شویو سرچینو پر بنیاد دي.
۳. د ۲۰۲۵ کال ارقام د افغانستان د طبیعي پېښو د زیانونو پروفایل څخه اخیستل شوي. په عادي کال کې، د خطر سره مخ شتمنیو دوه سلنه، او په لامده کال (مرطوب کال) کې تر پنځه سلنه له منځه تلل اټکل کې نیول شوي.
۴. د زیانونو دا کچه د خوړو او کرنې نړیوال سازمان د “افغانستان کې پر څارویو د سړې څپې د اغېزو ارزونې” راپور څخه اخیستل شوي، چې په متن کې یادونه یې شوې ده.

په افغانستان کې د اقلیمي بدلانه څخه رامنځته شویو طبیعي پېښو له کبله ټول اقتصادي زیانونه د عادي کلونو لپاره شاوخوا ۵۵۰ میلیونه ډالر، د لمدو کلونو لپاره ۸۶۰ میلیونه ډالر، او د وچو کلونو لپاره ۳.۱۰۵ میلیارد ډالر اټکل شوي دي. د دې شمیرو د ښه درک لپاره، دا د افغانستان ملي اقتصاد او بودیجې سره پرتله شوي. د نړیوال بانک د ۱۴۰۲کال د پرمختیایي راپور له مخې، د افغانستان د ناخالص کورني عاید (GDP) ارزښت ۱۷.۲۳ میلیارد ډالر او بودیجه یې ۳.۱۲ میلیارده ډالر وه. که دا شمېرې پرتله کړو، د اقلیمي بدلانه له امله اقتصادي زیانونه د عادي کلونو پر مهال د ملي بودیجې ۱۷.۶۲ سلنه، د لمدو کلونو لپاره ۲۷.۵۶ سلنه او د وچو کلونو لپاره یو حیرانوونکی رقم ۹۹.۵۲ سلنه جوړوي. د GDP پرتله دا زیانونه د عادي کال لپاره ۳.۲ سلنه، د لمدو کلونو لپاره ۵.۰ سلنه او د وچو کلونو لپاره ۱۸.۰۲ سلنه کېږي.

دا اټکلونه اوسني اقتصادي زیانونه دي. خو لکه څنګه چې د اقلیم بحران ژورېږي، د ۴ م شکل د وړاندوینو پر بنسټ، د زیانونو کچه هم لوړېږي. د افغانستان د طبیعي پېښو د زیانونو په اړه د نړیوال بانک راپور د بیلا بیلو سناریوګانو، یا دې ته په کتو چې نړۍ به د ګرموونکو ګازونو د وتلو مخه یو څه ونیسي یا به یې بېخي ونه نیسي، د سیلابونو، وچکالیو، واورو او ځمک ښویېدنو اټکلونه وړاندې کوي. د منځنۍ (SSP4) او لوړې (SSP5) کچې د ګازونو تولیدوونکو سناریوګانو له مخې اټکل دی چې تر ۱۴۳۰ پورې به افغانستان کې د سیلابونو له امله مرګ ژوبله دوه برابره شي، او د کلني اقتصادي زیان اوسط کچه به د ۷۰۰–۸۰۰ میلیونه ډالرو ترمنځ وي.

د وچکالۍ زیان هم کېدای شي د اورښت د کمېدو، د واورو د چټکې ویلېدا، د اورښت د بڼې بدلون او د تبخیر د زیاتوالي له امله لوړ شي. په یوه سخت حالت کې، د اغېزمنو شویو کسانو شمېر ممکن تر ۵۰ میلیونو پورې لوړ شي. خو د سیلابونو پرعکس، نړیوال بانک د ۱۴۳۰ کال لپاره د وچکالۍ اقتصادي زیان اټکل نه دی کړی، ځکه دا محاسبه ډېرې پېچلتیاوې لري.

په تر ټولو بده سناریو کې نړیوال بانک اټکلوي چې د واورو او ځمک ښویېدنې له امله به کلني اقتصادي زیانونه شاوخوا ۲۰ میلیاردو ډالرو ته ورسیږي. لیکوال هم اټکل کوي چې تر ۱۴۳۰ پورې به د سړو هوایي څپو، ځنګلي اورونو، او د برېښنا د تولید د ګډوډۍ له امله اقتصادي زیانونه هم د سیلابونو او وچکالیو په څېر لوړ شي.

د سیلابونو، واوروې او ځمک ښویېدنې د اقتصادي زیانونو په ګډون د دې زیانونو د راتلونکي اټکل ۴م شکل کې ښودل شوی، او همداراز د افغانستان د طبیعي پېښو د زیانونو پروفایل او د ګواښونو څو اړخیزې ارزونې راپور کې تشریح شوې دي. د وروستیو کلونو د بڼې او د وچکالۍ د تکرار د پېښېدو پر بنسټ، اټکل دی چې وچ کلونه د لمدو او عادي کلونو پرتله ډېر شي. دا په راتلونکو کلونو کې د اقتصادي زیانونو د ډېروالي لاملېدلی شي. له همدې امله د وخت په تېرېدو د اقلیمي بدلون له کبله اوسط اقتصادي زیانونه هم لوړېږي. اټکل دی چې تر ۱۴۳۰ پورې- آن تر ټولو خوشبین حالت کې – ټولیز اقتصادي زیانونه ډېر پراخ شي.  

۴ شکل: د سیلابونو، ځمک ښویېدنې او واورې ښویېدنې اقتصادي اغیزو اټکلونه (۱۳۹۶ – ۱۴۳۰)

ګډې ټولنیزې-اقتصادي لارې (SSP) 1-5 په راتلونکي کې د اقلیمي بدلون مختلفې سناریوګانې څرګندوي. انځورونه د افغانستان د طبیعي پېښو له پروفایل څخه د ترلاسه شویو هغو اصلاح شوې بڼې لري.

د اقلیمي بدلون مصارف څنګه  تامین شي؟

د پاریس د اقلیمي هوکړې او د اقلیمي بدلون اړوندو کلنیو کانفرانسونو (COP) یو اصل دا دی هغه هېوادونه چې لږ پرمختللي دي او د نړۍ د ګرمېدو یا اقلیمي بدلون په رامنځته کېدو کې یې لږه ونډه لرلې، باید د شتمنو هېوادونو له ‌خوا ملاتړ ترلاسه کړي، څو د اقلیمي بدلون له زیانونو سره مقابله وکړی شي. همدا علت دی چې د اقلیمي بدلون د اقتصادي لګښتونو ښه درک کول ډېر مهم دي. ددې لیکنې دا برخه لومړی په لنډ ډول د اسلامي جمهوریت پر مهال کړنو ته کتنه کوي او بیا ۱۴۰۰ کال کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته پرمختګونه ژور سپړي. واک ته د طالبانو د رسېدو پایله دا شوه چې افغانستان له هغو بېلابېلو مالي سرچینو بې ‌برخې شي چې له اقلیمي بدلون سره د مبارزې له پاره بې ‌وزلو هېوادونو ته ځانګړې شوې وې، ځکه چې اسلامي امارت په رسمیت نه دی پېژندل شوی. همدارنګه نړیوال تمرکز تر ډېره بشري مرستو ته واوښت، چې په دې سره د اقلیمي بدلونو له خطرونو د افغانانو د ځان خوندي کولو وړتیا اغېزمنه شوه. که څه هم اسلامي امارت په رسمیت نه دی پېژندل شوی خو لا هم یو شمېر محدودې لارې شته چې افغانستان کولای شي له اقلیمي کړکېچ سره په مخامختیا کې ترې ګټه واخلي. دا راپور د همداسې یوه مثبت امکان په یادولو سره پای ته رسېږي.

د جمهوریت او امارت پر مهال د اقلیمي بدلانه مالي مرستو ته لاسرسی

د جمهوریت په شل کلنه دوره کې، افغانستان د اقلیم د بدلانه او طبیعي پېښو د مخنیوي او مدیریت لپاره د کافي مالي مرستو په جلبولو کې له ننګونو سره مخ و، ځکه چې اداري وړتیاوې یې محدودې وې. له همدې امله، د ملګرو ملتونو ادارو، نړیوال بانک، او نړیوالو نادولتي موسسو (INGOs) ډېر کله د منځګړو رول ادا کاوه. دوی به د افغان حکومت په استازولۍ پروژې ترتیبولې او بیا به یې په ګډه پلې کولې.

افغان حکومت د اقلیم د بدلانه د ملي ونډې خپل لومړنی راپور (NDC) په ۱۳۹۵ کال کې وړاندې کړ، چې د اقلیم د بدلون پر وړاندې د اقدام لپاره د حکومت تګلارې پکې شاملې وې. دې سند غوښتنه کوله چې د ۱۴۰۰–۱۴۱۰ لپاره دې ۱۰.۷۸۵ میلیارده ډالر له اقلیمي بدلانه سره د تطابق او ۶.۶۲ میلیارده ډالر د اغېزکمونې لپاره ورکړل شي. یو شمېر پروژې پیل یا تصویب شوې.

خو د جمهوریت تر سقوط وروسته، پر طالبانو پخواني بندیزونه ټول افغانستان ته وغځېدل. پایله کې یې له اقليمي بدلانه سره د تطابق ۲۸ روانې پروژې، چې شاوخوا ۸۲۶ میلیون ډالره ارزښت یې درلود، د تمویل کوونکو له ‌خوا ناڅاپي ودرول شوې. یواځې بشري مرستې له دې امله چې اقتصادي بحران جوړ او د بیړنیو اړتیاوو د پوره کولو ضرورت رامنځ ته شو، بیا پیل شوې. په یادو ۲۸ پروژو کې ځینې پر بنسټیزو برخو لکه کرنه او د اوبو زېرمه کولو تمرکز درلود. یوه یې د “ارغنداب د اوبو سرچینو د پراختیا پروژه” وه چې ۵۸۸.۷۸ میلیون ډالره ارزښت یې درلود او د آسیایي پراختیایي بانک، نړیوال بانک او د کرنیزې پراختیا نړیوال صندوق (IFAD)  له ‌خوا تمویلېده. د دې پروژې هدف دا و چې په کندهار کې د دهلې بند لوړ کړي او د کرنیزو اوبو کارونې اغېزمنتیا ډېره کړي. بله مهمه پروژه د “ژر خبرداري، ژر تمویل او ژر اقدام” پروژه وه چې نړیوال بانک ورته ۲۲۲.۵۰ میلیون ډالره ځانګړي کړي و. دې پروژې له وړاندې د وچکالۍ د خبرداري سیستم جوړولو برخه هم لرله. خو اوس دا پروژه د نړیوال بانک له ‌خوا تړل شوې ده.

همداراز، “په کلیوالو سیمو کې د وېشل شوې نوي کیدونکې انرژۍ پروژه” چې د زرغون اقلیم صندوق (GCF) تمویل کړې وه او د ملګرو ملتو د پرمختیایي صندوق (UNDP) او د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت  له خوا پلي کېده، ۲۱.۴ میلیون ډالره بودیجه لرله. دا پروژه هم په عملي توګه درول شوې، ځکه چې د حکومت له بدلون وروسته، د زرغون اقلیم صندوق له اسلامي امارت سره اړیکې پرې کړې، او د ملګرو ملتونو ادارو هم له امارت سره کار نه دی کړی. همدارنګه د “تطابق صندوق” خپله ۹.۴ میلیون ډالري پروژه هم بنده کړه چې موخه یې په پنځو ولایتونو (هرات، کابل، لوګر، پکتیا، او وردګو) کې د کاریزونو بیارغونه وه.

وروسته، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۲۶۱۵ پریکړه لیک  چې د ۱۴۰۰ کال لیندۍ کې صادر شو، او د امریکا د خزانې وزارت عمومي ۲۰ ګڼه جواز (GL-20) چې د ۱۴۰۰ کال د کب په لومړیو کې راووت، د افغانستان لپاره د بشري مرستو او اساسي اړتیاوو تمویل ته یو څه اسانتیاوې برابرې کړې. له دې سره، د  خوړو او کرنې نړیوال سازمان (FAO) له‌ خوا له اقلیمي بدلانه سره د تطایق دری پروژې بېرته پيل شوې چې د نړیوال چاپېریالي صندوق (GEF) له ‌خوا تمویلېږي. دا پروژې د ټولنې پر بنسټ (بې له دې چې چارواکي په کې شامل وي) د ځمکو او ځنګلونو پایېدونکی مدیریت، د ځمکو د خرابېدو مخنیوي، او د حیاتي تنوع د لاسه ورکولو پر مخنیوي تمرکز لري. همداراز، دا پروژې هڅه کوي په کرنه، ځمک کارونې او نورو برخو کې ظرفیت لوړ کړي چې افغانستان کې د اقلیمي بدلانه د اغېزکمونې او تطابق اهداف وڅارل او رپوټ شي.

د ۱۴۰۲ په لړم  کې، د ملګرو ملتونو یوه پلاوي په کابل کې د اسلامي امارت له چارواکو سره د اقلیمي بدلانه په اړه یوه ګډه ناسته کې ګډون وکړ. سره له دې هڅو، اسلامي امارت ته اجازه ورنه کړل شوه چې د ۱۴۰۲ کال په COP28 کانفرانس کې چې دوبۍ کې وشو، ګډون وکړي. خو په ۱۴۰۳ کې، د طالبانو له واکمنېدو درې کاله وروسته، د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي ادارې (NEPA) پورې تړلي طالب چارواکي د COP29 ناستې ته چې په د آذرباییجان په باکو کې جوړه شوې وه، د کوربه هېواد په بلنه د څارونکو په توګه ورغلي وو، (په دې اړه د افغانستان تحلیلګرانو شبکې دا راپور ولولئ).

د ۱۴۰۳ په غبرګولي کې، د نړیوال چاپېریالي صندوق (GEF) له ‌خوا د “ټولنې پر بنسټ له اقلیم سره د همغږي معشیت او ځنګل جوړونې” تر عنوان لاندې پروژه تصویب شوه، چې په ۱۳۹۸ کال کې دغه بنسټ ته وړاندې شوې وه. همداراز، د GEF د سرچینو د شفاف وېش سیستم (STAR)  له‌ خوا بله پروژه، چې ارزښت یې ۱۰.۹۶ میلیون ډالره دی، هم ومنل شوه او ورسره ۱.۱۶ میلیونه ډالر د حیاتي تنوع لپاره ځانګړي شول، او ۰.۶۵ میلیونه ډالر د افغانستان د اوزون کمیټې بیا فعالونې ته ورکړ شول.

د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي ادارې (NEPA) د اقلیمي بدلون ملي ونډې سند (NDC) ، هغه ستراتیژیک پلان چې له اقلیمي بدلانه سره د مبارزې او دغه بدلانه ته د ټینګېدونکو بنسټیزو تاسیساتو د جوړولو لپاره د حکومت لومړیتوبونه په ګوته کوي، له بیا ځلي ارزونې وروسته نوی کړ. دا نوی شوی سند د پخواني ۱۳۹۵ هغه په څېر د مالي ملاتړ غوښتنه، خو دا ځل له ۱۴۰۳ نه تر ۱۴۰۹ پورې کوي. د سند دې بڼه کې د غوښتل شوي مالي ملاتړ کچه له ۱.۷ میلیارد ډالرو ۳.۴۸ میلیارد ډالرو ته لوړه شوې ده. خو دا تمه نشته چې دومره بودیجه امارت ته ورکړ شي، ځکه چې لا هم په رسمیت نه دی پېژندل شوی او د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلانه چوکاټ (UNFCCC)  سره اړیکه نه لري. همداراز، نوي NDC او دوه کلن راپورونه تر اوسه UNFCCC ته نه دي سپارل شوي.

د اسلامي امارت هغه هڅې چې له نړیوالو تمویلوونکو سره د اقلیمي بدلانه برخه کې همکاري زیاته کړي، څو وارې پر ښځو د امارت د لګولو محدودیتونو له کبله ګډوډې شوې. دې تګلارې له تمویل کوونکو سره اړیکې خرابې کړې او د اقلیمي پروژو پر پلي کېدو یې منفي اغېز کړی، ځکه چې د نړیوالو د ملاتړ ترلاسه کولو لپاره ډېر ځله د ښځو شمولیت شرط وي.

په ۱۴۰۲ کال کې، UNEP د اقلیمي بدلون سره “تطابق کې د تشې راپور” خپور کړ، چې د پرمختلونکو هېوادونو لپاره یې د اقلیمي بدلانه سره د تطابق اړوند لګښتونه، اړتیاوې، او نړیوال تمویل ارزولی دی. دا ارزونه نړیواله وه. د راپور پایلې چې په عنوان کې نغښتې دي “لږ تمویل، لږ چمتووالی” چې د ناکافي پانګونې او پلانونې معنا لري، پرمختلونکي هېوادونه په ټوله کې د اقلیمي بدلانه ډېر اغېزمنوونکي حالت ته پرې اېښي دي. افغانستان، چې له نژدې ټولو بهرنیو مرستو بې ‌برخې شوی، تر ډېرو نورو هېوادونو لا ډېر زیانمنوونکی دی.

راتلونکې لاره او د زیان لږولو چاره

په افغانستان کې بشري مرستې معمولاً تر طبیعي پېښو وروسته بیارغونې ته ځانګړې شوې وي. دا مرستې تر ډېره د مخنیوي یا تلپاتې حللارو پر ځای د پېښو پر مهال چټک او عاجله ځوابي بڼه لري. سره له دې چې دا مرستې عاجلې اړتیاوې پوره کوي، خو په راتلونکي کې له اقلیمي بدلانه څخه د رامنځته کېدونکو طبیعي پېښو احتمال نه کموي. له بده مرغه د دغو مرستو یواځې ډېره لږ برخه د کار بدل کې د نغدو پیسو د ورکړې په بڼه کوچنیو پروژو ته ځانګړې شوې، څو د اقلیمي بدلون د زیانونو د کمولو لپاره محدود اقدامات تر سره کړي. له همدې امله، بشري مرستې نشي کولای د اقلیمي بدلون سره تطابق ته د ځانګړو شویو مالي سرچینو ځای ونیسي؛ ځکه دا ځانګړې مالي منابع د ټولنې د مقاومت لوړولو او د اوږد مهالو طبیعي پېښو د زیان کمولو لپاره اړینې دي.

یوه ښځه د خپل کور په دروازه کې ناسته ده چې د بغلان ولایت بورکې کلي کې ناڅاپي سېلابونو ویجاړکړی. د ۱۴۰۳ کال پسرلي کې، سختو بارانونو او ناڅاپي سېلابونو د افغانستان په شمال کې ګڼ کلي ویجاړ کړل، چې په ترڅ کې یې سلګونه کسان مړه او ټپیان شول. انځور: محمد یاسین / Middle East Images د فرانسې د خبري آژانس له لارې، د ۱۴۰۳ د غوایي ۲۴

تر دې بتره دا چې د افغانستان لپاره نړیوالې بشري مرستې لږې شوې دي او اټکل دی چې نورې به هم لږې شي. دا کمښت ځکه راغلی چې له امارتي ادارې سره د نړیوالو همکاریو لیوالتیا لوېدلې او نړیوال تمرکز د اوکراین، غزې او سوډان په څېر نورو بحراني سیمو ته اوښتی، چې له کبله یې د مرستندویانو بودیجه هم تر فشار لاندې ده. په دغو شرایطو کې، د اقلیمي بدلون سره د تطابق پروژې کولی شي یوه تلپاتې حللاره وړاندې کړي چې د طبیعي پېښو زیانونه لږ او تر پېښو وروسته د بیارغونې لګښتونه ټیټ کړي. خو د اقلیمي بدلون سره د تطابق په برخه کې دوه ستر خنډونه شته: یو دا چې د افغانستان اسلامي امارت د مشروع حکومت په توګه په رسمیت نه دی پېژندل شوی، او بله دا چې که څه هم د ملګرو ملتونو او امریکا بندیزونه نرم شوي، خو لا هم د عادي راشه درشه مخه نیسي. دغه وضعیت نړیوال مرسته کوونکي، په ځانګړې توګه نړیوال غیر دولتي سازمانونه (INGOs)  له دې راګرځوي چې له امارت سره مستقیم کار وکړي، نو ځکه په نژدې راتلونکي کې له اقلیمي بدلانه سره د تطابق مالي صندوقو ته د لاسرسي امکانات ډېر لږ ښکاري.

له اقلیمي بدلانه سره د تطابق لپاره غیرمتمرکز مالي میکانیزم یوه نرۍ حللاره ده، چې هم د مرستندویو هیوادونو شرطونو ته ځواب وایي او هم د افغانستان بیړنۍ اړتیاوې پوره کولی شي. د دې میکانیزم پر بنسټ به د ملګرو ملتونو ادارې، نړیوال بانک، نړیوالې او ملي غیردولتي موسسې، له اقلیمي بدلون سره د تطابق پروژو پلی کولو کې ونډه اخلي. د ملګرو ملتونو ادارې او نړیوال بانک چې د اقلیمي مالي سرچینو لکه  GEF، د تطابق صندوق (Adaptation Fund) او د کرنې لپاره نړیوال پراختیايي صندوق (IFAD) سره اعتبار لري، کولی شي د افغانستان په استازولۍ رسمي وړاندیزې طرحې (پروپوزلونه) مخامخ وړاندې کړي. یواځینۍ اړتیا دا ده چې افغانستان کې د اقلیمي بدلون لپاره د تماس ادارې یا (NEPA) څخه موافقه ترلاسه شي، چې دوی د دې کار لپاره خپله همکاري مخکې ښودلې. وروسته بیا پروژې له امارت سره له مستقیم تعامل پرته پلي کېدای شي. یوه باوري سرچینه، چې نه ‌غواړي نوم یې واخیستل شي، وایي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (UNAMA) هڅه کوي چې د ملګرو ملتونو د چاپېریال پروګرام (UNEP)  بېرته افغانستان ته راستون کړي. دغه پروګرام د جمهوريت له پرځېدو مخکې په افغانستان کې خپل فعالیت درولی و. د دې هڅې هدف دا دی چې افغانستان ته د اقلیمي بدلون د چوکاټ تړون (UNFCCC) د لارښوونو له مخې خپلو مکلفیتونو ته د رسېدو فرصت برابر شي یا لږ تر لږه اړین راپورونه چمتو او د موجودو خلاوو ډکولو ته لار جوړه شي. خو لا هم روښانه نه ‌ده چې UNEP به څنګه تخنیکي همکاري وکړي یا به له NEPA او نورو امارتي ادارو سره کوم ډول تعامل ولري. سربېره پر دې، د اقلیمي بدلون صندوقونه کولی شي ملي غیر دولتي موسسو ته د کوچنیو پروژو د مدیریت واک ورکړي، چې دا مرستې به د افغانستان د اقلیمي بدلون ملي ژمنو(NDC) سند له لارښوونو  سره سمون ولري. دا پروژې به لومړی د طبیعي پېښو د زیانونو پر کمولو ټولې وي، خو وروسته به د تلپاتې تولید او تولیدي وړتیاوو د لوړولو لوري ته واوړي.

د اقلیمي بدلون صندوقونو سره نوي مالي مرسته کوونکي هېوادونه چې د COP28 او COP29 کنفرانسونو کې یې د اقلیمي بدلون لپاره د مرستو ژمنې کړې او له امارت سره نژدې اړیکې لري (لکه قطر، سعودي عربستان، متحده عربي امارات، چین او هند)، کولی شي خپلې مالي مرستې، د دې پر ځای چې یوازې د نړیوالو اقلیمي صندوقونو له لارې مصرف شي، مستقیما هغو بنسټونو ته ورکړي چې په افغانستان کې له اقلیمي بدلون سره د تطابق پروژې پلي کوي. دا ډول تمویل کولی شي هغو هېوادونو ته چې د امریکا او ملګرو ملتونو تر بندیزونو لاندې دي لکه افغانستان، له اقلیمي بدلون سره د تطابق لپاره د مالي سرچینو لار جوړه کړي. بله بدیله لاره دا ده چې مرستندوی هېوادونه د دوه اړخیزو همکاریو له لارې مخامخ ځانګړې ادارې یا پروژې تمویل کړي، څو اقلیمي ننګونو ته حل لارې ومومي. درېیم انتخاب دا دی چې سیمه ‌ییزې یا څو-هېوادیزې ادارې چې د اقلیمي بدلون د اغېزو څارنه کوي او افغانستان یې خپلو طرحو کې شامل کړی، تمویل شي. دا ډول نوښتونه کولی شي هغو طرحو ته مرستې ترلاسه کړي چې د افغانستان په ګډون پراخې سیمې څاري.

دا بدیلې لارې کولی شي د افغانستان لپاره له اقلیمي بدلون سره د تطابق عملي میکانیزمونه برابر کړي، چې هم د مرستندویو ادارو شرایط پوره شي او هم له سیاسي خنډونو سره مقابله وشي.

د راتلونکو زیانونو د مخنیوي لپاره له اقلیمي بدلانه سره د تطابق احتمالي کړنې

د افغانستان محدودو مالي سرچینو ته په کتو اړینه ده چې ارزانې او اغېزناکې تطابقي کړنې لومړیتوب ومومي. د وړاندې خبرداري پر ګرانبیو سیستمونو د پانګونې سپارښتنه نه کېږي، ځکه چې نړیوال سیسټمونه لکه د Copernicus بیړني خدمات، د وچکالۍ د څارنې نړیواله اداره، د اقلیم او ټولنې د نړیوالو څېړنو مرکز موسمي وړاندوینې، او د هوا حالاتو د وړاندوینې سیسټمونه لکه  Tropical Tidbits  کولای شي له طبیعي پېښو مخکې افغان متخصصینو ته په وخت معلومات ورکړي. له همدې کبله د دې پر ځای باید شته مالي سرچینې د کوچنۍ او منځنۍ کچو د زیان کمونې اقداماتو ته وقف شي، څو خلک ترې ژر او مستقیمه ګټه واخلي.

د باران د اوبو زېرمه کولو او د ځمکنيو اوبو د بیا احیا زیربناوې کولای شي د اوبو د کمښت ستونزه حل او د کرنېز تولید ظرفیت لوړولو کې مرسته وکړي. په وچکالیو کې د پایېدونکو نباتاتو کرنه، لکه د عناب ونې یوه بله عملي کړنه ده چې په وچو سیمو کې پایېدونکی ژوند رامنځته کولی شي او د خوړو خوندیتوب ته وده ورکوي. په ښاري سیمو کې د شنو کمربندونو جوړول کولای شي د هوا کیفیت ښه، ګرمي ټيټه، او عامه روغتیا پیاوړې کړي. همداراز، د ککړوب (فاضل آب) د اغېزمن مدیریت سیسټمونه د ځمکنيو اوبو د ککړتیا او د چاپېریال د ویجاړۍ د مخنیوي لپاره اړین دي.

په کوچنیو او منځنیو تصدیو پانګونه کولای شي اقتصاد متنوع کړي، په ځانګړي ډول د نیمروز په څېر ولایتونو کې چې کرنه یې له پرله پسې وچکالۍ زیانمنه شوې ده. له کرنې پرته نورو برخو ته د پانګونې اړول، د خلکو د اقتصاد د پیاوړتیا، د کاري فرصتونو رامنځته کولو او د اقلیمي بدلونونو په وړاندې د مقاومت لوړولو لاملېږي.

افغانستان کې د انرژۍ برخه د شین کوریزو ګازونو تر ټولو ستره تولیدوونکی ده، ځکه چې تر ډېره پر عضوي سون توکو تکیه لري. د کلیوالو سیمو لپاره د لمریزې انرژۍ پر ویشل شوې بڼه پانګونه یوه عملي، پاکه او تلپاتې حللاره ده. دا نه یوازې د ګرمۍ څپو سره مبارزه کې مرسته کوي، بلکې دا سیمې له مخابراتي شبکو او انټرنېټ سره هم نښلوي، چې دا کولی شي ټولنیز بدلون رامنځته کړي. د زړو موټرو پراخه کارونه، چې د بېوزلۍ له امله ساتل کېږي او بدلون یې غیر عملي دی، بله لویه ستونزه ده. که څه هم په لویو ښارونو کې پر دې موټرو بندیز د هوا کیفیت خورا ښه کولی شي.

ځینې پورتني اقدامات اوسمهال په افغانستان کې تطبیقېږي، خو نورو سیمو ته یې غځول پراخ مالي او نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري. دا هم باید ومنو چې کوچني اقدامات که څه هم د وخت په تېرېدو اغېز لري، خو له پراخو اقلیمي ناورینونو سره، چې د افغانستان شته زیربنا ځپي، مقابله نه شي کولای. له همدې کبله، یو ګډه لاره اړینه ده – داسې لار چې هم پر ځایي اقداماتو ولاړه وي او هم پر ملي زیربناوو پانګونه وشي.

د بېلګې په ډول د سېلاب د کنټرول زیربنا جوړول، د اوبو د زېرمه کولو ظرفیت لوړول، او د تخریب شوې ځمکې احیاء، دا ټول اقدامات د هیواد د ټولیز مقاومت د پیاوړتیا لپاره اړین دي. یوه هر اړخیزه ستراتیژي، چې عاجل او اوږدمهالي اقدامات سره یوځای کړي، د افغانستان له لا ډېرېدونکو اقلیمي ننګونو سره د اغیزمنې مبارزې او د انعطاف اوپایېدونکي پرمختګ د لارو برابرولو لپاره اړینه ده.

پایله

د اقلیمي بدلون ډېرېدونکو اغېزو د افغانستان اقتصادي او ټولنیزه زیانمنېدا ډېره کړې. د وچکالۍ په کلونو کې د افغانستان کلنی زیان د ناخالص کورني عاید تر ۱۸ سلنې رسېږي، چې د هېواد د اقتصادي ثبات وړتیا خورا محدودوي. د اقلیمي بدلون څخه رامنځته شوې طبیعي پېښې زیربنا، کرنې، او د خلکو ژوندانه ته دروند زیان اړوي، فقر لا ژوروي، او د خلکو د بېځایه کېدو لاملېږي.

د افغانستان سیاسي حالت دا ستونزې لا پېچلې کړې دي. د امارت په رسمیت نه پېژندنې، افغانستان له نړیوالو اقلیمي مرستو بې برخې کړی، او اړ دی یواځې پر بشري مرستو چې یوازې غبرګوني دي نه مخنیوونکې، تکیه وکړي. که څه هم د ملګرو ملتونو ادارې او نړیوالو سازمانونو د اقلیمي بدلانه پروژو د پلي کولو هڅې لږ ثبات راوستی، خو د اوږد مهالي او منظم تمویل نشتون افغانستان د اقلیمي بدلانه اغېزو ته بې ‌تیاري پرېښی دی.

سره له دې ټولو ننګونو، لا هم بدیلې لارې شته. د اقلیمي بدلانه د غیرمتمرکز تمویل میکانیزم جوړول، له نویو تمویلوونکو سره مستقیم تعامل، او سیمه ‌ییزه همکارۍ هغه لارې دي چې کولای شي افغانستان ته له اقلیمي بدلانه سره د تطابق مرستې راجلب کړي، پرته له دې چې مستقیم سیاسي تعامل ته اړتیا پېښه شي. د لویو پانګونو په نشتون کې، کوچنۍ خو ارزانه او مؤثرې کړنې – لکه د باراني اوبو زېرمه کول، وچکالۍ سره مطابقت لرونکې کرنه، او د نوې کېدو وړ انرژۍ پراختیا – لا هم کولای شي د اقتصادي زیانونو مخه ونیسي او د خلکو مقاومت لوړ کړي.

د افغانستان اقلیمي بحران یوازې چاپېریالي نه، بلکې دغه راز بیړنۍ اقتصادي او بشري موضوع هم ده. که عاجل اقدامات ونه‌ شي، د افغانستان مالي ثبات او د خلکو هوساینه به لا پسې خرابه شي. د اقلیمي بدلون مرستو ته لاسرسی، که څه هم له دودیزو لارو نه وي، خورا مهم دی، څو له اقلیمي بدلانه څخه رامنځته کېدونکو طبیعي پېښو په وړاندې د هېواد راتلونکی خوندي شي.

ژباړن:  محمد عاصم مایار

لیکوالان:

محمد عاصم مایار

نور د دې لیکوال څخه