د اوبو لږوالی، چې یو مهال یوازې د افغانستان د وچو ولایتونو لکه فراه او نیمروز ستونزه ګڼل کېده، اوس د هېواد ښارونو ته رسېدلی. دا وړاندوینې چې د کابل د ځمکې لاندې اوبه به تر ۱۴۱۰ پورې ختمې شي، لا دمخه د نړیوالو خبرونو سرټکي ګرځېدلي. خو کابل یوازې نه دی. د هیواد په ښارونو کې نلونه وچېږي، کوهیان باید ژور شي او حکومتي سیسټمونه د اړټیا لوړېدا او اداري فلج له کبله له کاره لوېږي. د ښاري اوبو رسونه د لږ تمویل، ناهمغږۍ او لږې پوهېدنې له امله، د اوږدې مودې راهیسې د افغانستان له پراختیایي اجنډا په څنډه کې پاتې شوې ده. د اقلیمي بدلون چټکېدا او ښاري نفوس له ډېریدا سره دا ډول نه پاملرنه په ناورین اوړي. داسې یو ناورین چې په لسیزو کې رامنځته شوی، اوس په ریښتیني ډول راڅرګندیږي. *میلمه لیکوال محمد عاصم مایار د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته په خپل دغه وروستني راپور کې دا مهمه پوښتنه څېړلې چې: ولې افغان ښارونه وچېږي او مخکې له دې چې ډیره ناوخته شي په اړه یې څه کول په کار دي؟
د هرات په څنډه کې یوه ښځه د اوبو له بوشکو ډکه ګاډۍ بیایي. انځور: محسن کریمي/ آسوشیتد پرس خبري اژانس، د ۱۴۰۴ کال د وري
د ښاري اوبو د خطر زنګ
کابل چې پخوا د ځمکې لاندې زېرمو او طبیعي چینو شتمن ګڼل کېده، اوس د ځمکې لاندې اوبو په پرله پسې او اندېښمنوونکي لږوالي کې ډوب شوی دی. د ۱۴۰۴ کال په غوایي میاشت کې یوې نړیوالې نادولتي موسسې – مرسي کورپس د کابل د اوبو د کړکېچ په اړه خبر ورکړ او و یې ویل چې که عاجل ګامونه وانه خیستل شي، د افغانستان پلازمېنه ښايي تر۱۴۱۰ کال پورې له اوبو خلاصه شي. دغه خبرداری پر هغو شمېرو ولاړ و چې ښيي د اوبو را ایستل د بیا ډکېدنې له کچې اوړي او د میلیونو اوسېدونکو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کېږي. نړیوالو رسنیو لکه «سي اين اين» او «ګارډين» هم دغه خبرداری تکرار کړ.
په حقیقت کې، د کابل نژدې نیم برمه يي کوهیان وچ شوي او پاتې نور لږې اوبه ورکوي. الجزیرې په خپل وروستني راپور کې لیکلي چې په کابل کې شتمنو اوسېدونکو د خپلو څاګانو ژورولو ته مخه کړې، خو غریبې کورنۍ اړې دي نا صحي اوبه وکاروي یا د خپلو کورنیو په ۳۰ سلنه عوایدو له شخصي ټانکرو اوبه وپېري. (په اصل کې دا نوې پېښه نه ده، بلکې د کلونو په اوږدو کې شتمنو تل خپل کوهیان ژور کړي دي.) د حکومتي شبکې نلونو له لارې اوبو رسونه کې ځینې سیمې په هرو دوو یا درېیو ورځو کې یوځل اوبه ترلاسه کوي، خو داسې ځایونه هم شته چې د اوبو رسونې ترمنځ وقفه یې تر دې هم اوږده وي.
لاندې لومړی انځور د ۱۴۰۱ کال د معلوماتو پر بنسټ د کابل ښار ۲۲ ناحیو کې د اوبو د سطحې ژوروالی او وضعیت ښیي. لا دمخه، ډیرو ناحیو بحراني وضعیت درلود، او یوازې دوې یې د لاسرسي وړ اوبو څخه برخمنې وې. په تیرو درېیو کلونو کې وضعیت نور هم خراب شوی دی.
خو د افغانستان په ښارونو کې د اوبو بحران نوی نه دی او نه هم یوازې کابل پورې محدود دی. د دې بحران د کچې د روښانه کولو لپاره د وروستیو راپورونو څو بېلګې دا دي: هلمند او فراه ولایتونو ښاري او کلیوالې ټولنې د اوبو د کمښت له امله په پراخه کچه بې ځایه شوې دي (د ۱۴۰۲ کال غبرګولي کې د طلوع نیوز راپور او د ۱۴۰۲ زمري کې دا مستند فلم وګورئ)؛ په کندهار او هلمند کې د لمریزې بریښنا برمې په چټکۍ سره د اوبو زیرمې کموي. همدارنګه په هلمند کې ډیرئ ښځې او ماشومان اوس د اوبو راوړلو لپاره ساعتونه مزل کوي، د تاوتریخوالي سره مخ دي ځکه چې د سرچینو کمښت شخړې ټوکوي (لکه څنګه چې دلته او دلته خبر ورکړ شوی)؛ د نیمروز ولایت په مرکز زرنج کې، چې د افغانستان-ایران پر پوله پروت دی، کورنۍ په اوونۍ کې یوازې یو ځل له نلونو اوبه ترلاسه کوي؛ او په فراه ښار کې سیسټم یو متر مکعب کورنۍ زېرمه په هرو درېیو ورځو کې یو ځل په سختۍ ډکوي.
۱ انځور: د کابل ښار په ۲۲ ناحیو کې د اوبو د سطحې ژوروالی او حالت
سور، نارنجي او آبي رنګ په ترتیب سره د کړکېچ، د خبرداري، اندېښنې او مناسب زونونه ښیي. سرچینه: فایض الرحمن عزیزي، په انرژۍ او اوبو وزارت کې د اوبنیو سرچینو پخوانی رییس.
د ځمکې لاندې اوبو د لږوالي لاملونه پېچلي دي خو ابهام نه لري. لومړی، د اقلیم بدلون هغه موسمي توازن ګډوډ کړی چې د ښارونو د اوبو سیستمونه پرې له سترګو پناه تکیه وو. ژمنۍ واورې لږې شوې او هغه موده چې په پسرلنیو اورښتونو د واورې ویلېدا به د ځمکې لاندې اوبو زېرمې بېرته ډکولې، لنډه شوې ده. دویم، د ښاري وګړو ډېرېدا، چې کلنۍ وده یې نژدې څلور سلنه اټکلېږي، اړټیا دومره لوړه کړې چې د بنسټیزو تاسیساتو پراختیا ورسره متناسبه نه ده. درېیم او ښايي تر ټولو مهم، سیسټماټیک ناسم مدیریت دی. پرله پسې حکومتونو غیر پلاني ښاري پراختیا ته اجازه ورکړه، پرته له دې چې بنسټیز تاسیسات لکه د اوبو رسونې او ککړوب (فاضلاب) سیسټم ورته برابر کړي. نوي کورونه له پایپي شبکو پرته جوړ شول، زرګونه اوسېدونکي اړ شول شخصي کوهیان وکیني او د ککړوب لپاره سپټیک ټانکونه جوړ کړي. په دې توګه یې له څار پرته اوبه له ځمکې ایستلې او هماغه سرچینه یې ورو ورو ککړوله چې ژوند یې پرې درېدلی و. څلورم، د اوبو د سپما د کلتور نشتوالی، یا په بل عبارت، عامه پوهاوی او د خلکو د قانع کولو هڅې نه وې چې ولې د اوبو سپما بېړنۍ اړتیا ده. له دې سره اقتصادي او سیاسي هڅونې هم نه وې څو د چلند بدلون ته لار هواره کړي.
د دې ټولو تر شا، په پلازمېنه او نورو ښارونو کې، د اوبو سیاسي او اقتصادي اړخ هم شته. شتمن او هغه کسان چې اوبو ته آسان لاسرسی لري، لا هم هره ورځ خپل موټر مینځي، د دوړو د مخنیوي لپاره کوڅې لمدوي، په خپلو انګړونو کې چمنونه او ونې خړوبوي او داسې نور. هغه کسان چې ژورو څاګانو ته لاسرسی لري، عموماً شتمن او زورواکي دي، اوبه ورته وړیا دي، په داسې حال کې چې نور خلک اړ دي له ټانکرو اوبه وپېري. له همدې امله د دې مهمې سرچینې د سپما لپاره هېڅ مالي هڅونه نه شته. همدارنګه بډایان کولای شي هر ډول کمی ژر جبران کړي، ځکه هغوی په خپلو شخصي کوهیانو کې لا ژورې برمې وهي. د دوی لپاره اوبه د ګډې شتمنۍ په توګه ارزښت نه لري. هغوی چې واک لري، کولای شي پالیسیو کې بدلون راولي، خو تر هغو چې یې خپل ژوند له ستونزو سره مخ شوی نه وي، د اقدام انګیزه نه لري. په کابل کې هم وضعیت داسې ښکاري. په حقیقت کې د شتمنو دا توان، چې له کړکېچه ځان وباسي، وضعیت لا خرابوي. د کابل شتمن اوسېدونکي وړیا اوبه ترلاسه کوي، بې له دې چې د اسراف پر مهال یې پر ځان کوم اغېز وویني، خو دا عمل یې د هغو سیمو کوهیان وچوي چې د اوبو سطحه یې ژوره ده او اوسېدونکي یې د ژورو کوهیانو برمه کولو توان نه لري.
هر یو له دغو فشارونو لکه اقلیمي بدلون، د نفوس ډېروالی، د تګلارو نیمګړتیاوې، کلتوري چلندونه او د اوبو سیاسي اقتصاد، متقابل اغېزې څو برابره کړې دي. پایله یې په ښارونو کې ورو راڅرګندېدونکی کړکېچ دی، چې نور یوازې د بېوزلو یا غیر پلاني مېشت ځایونو ستونزه نه ده. پوښتنه اوس دا نه ده چې آیا د افغانستان ښارونه د اوبو له لږوالي سره مخ دي، بلکې دا ده چې ولې دې کړکېچ ته د لا ژورېدو اجازه ورکړل شوه او آیا د بېرته ګرځولو امکان یې لا شته که نه.
دا راپور همدغو پوښتنو ته د ځواب هڅه کوي. راپور پر دې بحث کوي چې د ستونزې ریښه د اقلیم بدلون، ښاري پراختیا او ټوټه ټوټه حکومتولۍ په ګډ اغېز کې نغښتې ده. لکه څنګه چې د واورو وېلې کېدل کمېږي، بارانونه بې نظمه کېږي او د ښارونو نفوس د فلجو ادارو تر سیوري لاندې ډېرېږي، پاکو اوبو ته لاسرسی د هېواد د ښارونو اوسېدونکو لپاره، نه یوازې په کابل بلکې په ټول افغانستان کې ورو ورو د لاسه وځي.
د افغانستان د اوبو وضعیت
افغانستان د لږو اوبو هېواد نه دی خو اوبه یې سمې نه مدیریت کېږي. دا هېواد یوازې د خپلو نوي کېدونکو اوبنیو سرچینو (۵۵ میلیارد متر مکعبه سطحي اوبه او شاوخوا ۱۰ میلیارد متر مکعبه ځمکې لاندې اټکل شوې اوبه) شاوخوا ۳۰ سلنه کاروي. پاتې اوبه بې له کارونې او بې کنټروله ګاونډیو هېوادونو ته بهېږي. حتی په همدې ۳۰ سلنه کې د بېلابېلو سکټورونو ترمنځ وېش ډېر نا انډوله دی: شاوخوا ۹۸ سلنه اوبه کرنه مصرفوي، په داسې حال کې چې د وګړو او صنعت هره یوه برخه یوازې شاوخوا یوه سلنه ده.
په کابل کې یو باغوان چمن خړوبوي؛ د کابل په اوږده او تاوده اوړي کې د چمن زرغون ساتل ډېرې اوبه مصرفوي. انځور وکیل کهسار / آسوشیتد پرس خبري اژانس/ ۱۱ مې ۲۰۲۱
که څه هم د کورنیو د اوبو مصرف نسبتا ټیټ پاتې دی، د اقلیمي بدلون له امله ډېرېدونکې او شدیدې وچکالۍ د اوبو پر سیسټمونو فشار ډېر کړی دی. په وروستیو کلونو کې پرله پسې وچکالیو تر ټولو ډېر اغېز د کلیوالو پر کرنه او ژوندانه راوستی، خو په ښارونو کې یې هم د ځمکې لاندې اوبو سطحه ټیټه کړې ده. د واورې اورښت، چې پخوا د چینو او ځمکې لاندې اوبنیو زېرمو د بیا ډکولو باوري سرچینه وه، اوس بې نظمه شوی دی. په مرکزي لوړو غرونو کې کنګل زېرمې (یخچالونه) کوچني شوي او بارانونه، نه یوازې لږ اټکلېدونکي بلکې ډېر شدید شوي دي. ډیرې باراني اوبه او ویلي شوې واوره، د دې پرځای چې ځمکنیو زېرمو ته جذب شي، بهېږي. دغو بدلونو د هغو ځمکنیو زېرمو د بیرته ډکېدو کچه ټیټه کړې چې ښاري سیمې ورباندې تکیه دي. چې دا توپیر د شتو ځمکنیو اوبو محدودې زېرمې نورې کموي.
ستونزه د فصلونو، یعنې د اوبو د ډېروالي موسم او د لوړې اړټیا موسم، نه مطابقت لا پېچلې کړې ده. ډېر بارانونه د ژمي په میاشتو کې کېږي، پسرلی لږ باران اورېږي، او اوړی – چې د اوبو اړتیا تر ټولو ډېره وي، د هېواد له ختیځو سیمو پرته چې د پشکال (مانسون) سخت اورښتونه پرې راځي – بې بارانه تېرېږي. نړیوالې تودېدنې د افغانستان د اوبو مهالنی وېش هم ګډوډ کړی. د تودوخې لوړېدا واورې او د کنګل زېرمې (یخچالونه) ژر وېلې کوي، له دې امله پسرلی سیندونو کې د اوبو بهیر لوړ وي، په داسې حال کې چې د منځنۍ کچۍ اړتیا ورته لږه او د زېرمه کولو ظرفیت یې محدود وي. په نتیجه کې ډېرې اوبه له هېواده وځي، پرته له دې چې زېرمه شي. په اوړي کې، کله چې د اوبو اړتیا تر ټولو ډېره وي، سیندونه لږې اوبه لري یا حتی وچېږي او دا د کرنیزو او ښاري سیمو د اوبو کمښت لا ډېروي. د اړتیا او عرضې د فصلونو دا توپیر د اوبو د بنسټیزو تاسیساتو د درلودو ارزښت راځلوي، خو افغانستان د کال په اوږدو کې د اوبو ساتنې او وېش موثر سیستم نه لري. له دې امله ښاري سیمې چې پرله پسې اوبو ته اړتیا لري، د اوبو کمښت سره مخ دي.
د دغې اړټیا پوره کولو لپاره د ښار اوسېدونکو، دولتي ادارو او حتی نړیوالو مرسته کوونکو د چټک حل په توګه د ځمکې لاندې اوبو استخراج ته مخه کړې ده. په تېرو شلو کلونو کې دا چاردود پراخ شوی خو نور تلپاتې نه دی. د ځمکې لاندې اوبو کچه په لویو ښارونو کې په چټکۍ سره راټیټه شوې او په ټول هیواد کې مخ په کمیدو ده. د دغه لږوالي یو مهم علت کرنه، په ځانګړي توګه د ښارونو شاوخوا کرنه ده چې شنې خونې او فارمونه یې په لمریزو برمو له ځمکې اوبه راباسي. د احصایې او معلوماتو ملي ادارې (NSIA) د معلوماتو له مخې تر ۱۴۰۲ پورې په ۲۶ ولایتونو کې د کرنې لپاره له ۳۱۰,۰۰۰ څخه ډېر برمه يي کوهیان کیندل شوي، چې ډېر یې په وچو ولایتونو کې دي او د ځمکې لاندې اوبو د لږېدو سرعت یې نور هم ډېر کړی دی. د NSIA نقشه، چې په لاندې انځور (۲) کې ښودل شوې، د لمریزو برمو ځایونه ښیي.
۲ انځور: په ۱۴۰۲ کال کې د ټول افغانستان د لمریزې انرژۍ برمې
سرچینه: د لمریزو دړو په مرسته د افغانستان د ځمکې لاندې اوبنیو سرچینو بې کنټروله استخراج، دري بڼه، NSIA، ۱۴۰۲.
د نقشې د وروستۍ برخې جدول ښیي چې نهه سلنه برمې په هغو سیمو کې دي چې د ځمکې لاندې اوبو د زېرمه کولو ترټولو ټیټ ظرفیت لري (سور رنګ)، ۶۴ سلنه په هغو سیمو کې دي چې د زېرمه کولو منځنۍ وړتیا لري (ژیړ رنګ) او یوازې ۲۷ سلنه په هغو سیمو کې دي چې د زېرمه کولو وړتیا یې ښه ده. NSIA د ځمکې زېرمه کولو دا معلومات د برمو له شمیر سره یوځای کړي څو د ځمکې لاندې اوبو ته پېښ زیان وارزوي. په پورته نقشه کې دا په رنګه ټکو ښودل شوی: سره ټکي هغه برمې ښیي چې د لوړ زیان سیمو کې دي، ژیړ رنګ هغه برمې ښیي چې د منځنۍ کچې زیان سیمو کې دي او نیلي رنګ هغه برمې ښیي چې د ځمکې لاندې اوبو زیان یې ټیټ دی.
د ځمکې لاندې اوبو د بې نظمه استخراج په اړه د اندېښنو د زیاتېدو په ځواب کې، د اوبو او انرژۍ وزارت په دې وروستیو کې په ننګرهار، سمنګان او فاریاب ولایتونو کې سولري برمو ته چې موټر مینځنې، عامه حمامونو او کرنه کې کارېږي، مېترونه لګول پیل کړي (په دې اړه د وزارت پوسټونه دلته او دلته وګورئ). د چارواکو په وینا موخه یې دا ده چې د اوبو کارونې پر بنسټ متناسبه مالیه وضعه کړي، څو د اوبو مصرف لږ او د ځمکې لاندې اوبو بیا ډکېدنې ته هڅونه وشي.
د افغانستان د اوبو د سرچینو کارپوه نجيب الله سدید پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د کابل په شاوخوا کې له ۴۰۰ هکتاره ډېرې شنې خونې هر کال د خړوبولو لپاره شاوخوا څلور میلیارد لیتره ځمکې لاندې اوبه کاروي. لکه څنګه چې درېیم شکل (لاندې) ښيي، ډېرې شنې خونې په مستقیم ډول د پغمان اکویفر (د ځمکې لاندې اوبو طبقه) باندې جوړې شوې دي، د اوبو هغه زېرمه چې اوس د پلازمېنې په کچه خورا چټکه وچېدو ته درومي. په دې وروستیو کې د کرنې لپاره سولري برمو کې، په ځانګړي ډول په لوګر ولایت کې، هغه سیمه چې اوبه یې د کابل شمال ختیځ ته بهېږي، ډېروالی راغلی. خو د ځمکې لاندې اوبو حالت یې تر اوسه ښه پاتې دی.
کابل ښار ته نږدې د شنو خونو ځای په سرو ټکو لخوا ښودل شوی. ډیری یې مستقیما په پغمان اکویفر (د ځمکې لاندې اوبو طبقه) موقیعت لري. دا د پلازمېنې د ځمکې لاندې اوبو هغه زېرمه ده چې اوس د بل هر ځای پرتله ګړندی وچیږي. سرچینه: د نجیب الله سدید د ایکس پاڼه.
صنعتي کارونه هم پر اوبو فشار ډېروي. یوازې په کابل کې د مشروباتو او بوتلي اوبو لسګونه فابریکې شته، چې ډېرې یې د ښار په صنعتي پارکونو کې موقعیت لري. دغه شرکتونه له قانوني څار پرته د تولید لپاره خورا ډېرې اوبه له ځمکې راباسي. یوه ښکاره بېلګه یې د الکوزي مشروباتو شرکت دی چې د رسمي وېبپاڼې له مخې یې هره ورځ ۲.۵ میلیونه لیتره اوبه وباسي. د دغو اوبو کلنی حجم له ۹۰۰ میلیونو لیترو اوړي. د سترو صنعتونو ترڅنګ، کوچني خصوصي ویشونکي هم په غیر رسمي ډول فعالیت کوي، د نا ثبت شویو څاګانو له لارې اوبه وباسي او په ښار کې یې پلوري. دا بڼه په نورو لویو ښارونو کې هم لیدل کېږي. د دغو اوبو د ایستلو ثبت او څار نشته. دغه شرکتونه خپل بنسټیز اومه مواد یعنې اوبه وړیا ترلاسه کوي. دا ډول تجارتي کارونه د شرکتونو لپاره بې مصرفه ده، خو د ځمکې لاندې اوبو د کمېدو لامل کېږي. د کورنیو د مصرف څو برابره ډېرې اوبه له منځه وړي، د زېرمو د تشېدو بهیر ګړندی کوي او د اوبو رسونې پر دولتي سیستمونو فشار، چې لا له وړاندې نازک حالت لري، نور ډېروي.
د اوبو د تجارتي کارونې بله برخه، چې په افغان ښارونو کې په چټکۍ وده کوي، د کنګل جوړولو فابریکې دي. د اقلیم د بدلون له امله د اوړي اوږدو ګرمیو او د شنو ساحو له نشتوالي د ګڼو ودانیو هغه اغېز چې «تودوونکی ټاپو» باله شي، د کنګل غوښتنه ډېره لوړه کړې ده. دغه فابریکې چې ډېرې د ښارونو په منځ کې دي، کنګل ته د ډېرېدونکي اړتیا د پوره کولو لپاره له ځمکې د اوبو ایستنې ته زور ورکوي. کنګل یوازې په ښارونو کې نه پلورل کېږي، بلکې ښاري څنډو او کلیوالو سیمو ته هم وړل کېږي، ځکه په دغو سیمو کې ماشیني یخچالونه محدود دي. که څه هم دا برخه یوه مهمه اړتیا پوره کوي، خو د اوبو د ډېرې کارونې له امله د ښارونو پر اوبنیو زېرمو فشار نور هم ډېروي. کلیوالو سیمو ته، چې د ځمکې لاندې اوبو کچه یې لا ښه وي او یا یې سطحې اوبو ته لاسرسی اسان وي، د دغو فابریکو لېږد کولای شي د ښار له مهمو زېرمو د اوبو ایستنه ټیټه کړي.
ادارې ګډوډي: څوک مسوول دی؟
که د افغانستان په کوم ښار کې له خلکو وپوښتئ چې کورونو ته یې د اوبو رسولو مسوولیت د چا دی، ځوابونه به بېلابېل وي. ځینې به د انرژۍ او اوبو وزارت نوم واخلي، نور به ښاروالي یاده کړي او یو شمېر ښايي د افغانستان د ښاري اوبو رسولو او ککړوب (فاضلاب) دولتي شرکت (AUWSSC) ته، چې یوه دولتي اداره ده، اشاره وکړي. حقیقت تر دې ډېر پېچلی دی. د افغانستان د ښاري اوبو سکتور یوازې کمزوری نه، بلکې له ادارې پلوه هم ټوټه ټوټه دی، داسې چې د خپلمنځي مرستې پر ځای یو د بل مخه نیسي.
په اصولو کې AUWSSC هغه ملي اداره ده چې د افغانستان د ولایتونو په مرکزونو کې د نل شبکې په مرسته د اوبو رسولو مسوولیت لري. د دغې ادارې د کار اصلي برخه د ښاري اوبو د سیستمونو طراحي، جوړونه، چلونه، ساتنه او بلاخره د ککړو اوبو د شبکې مدیریت دی. خو په عمل کې AUWSSC یوازې په ۲۳ ښارونو کې فعالیت کوي او په ۱۱ نورو: غور، پنجشېر، نورستان، دایکندی، بامیان، کاپیسا، پکتیکا، کونړ، هلمند، ارزګان او زابل کې هېڅ حضور نه لري. دغه راز، په ولسوالیو کې چې دویمه درجه ښارونه دي، او کلیوالو سیمو کې هم نشته. فعالیت یې یوازې ګڼ نفوس لرونکو ښاري سیمو پورې محدود ښکاري.
په ولسوالیو کې د اوبو رسونې او ککړوب مسوولیت د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت (MRRD) ته ورګرځي. د دې وزارت دنده یوازې کلیوالې سیمې نه، بلکې د ولسوالیو مرکزونه هم رانغاړي، چې ډېر یې ورځ تر بلې ښاري بڼه خپلوي. د کابل ولایت هغه برخې چې د ښار له اصلي ساحې بهر دي، هم د همدې وزارت تر واک لاندې دي. په بامیان ښار کې د مرستندویو تمویلوونکو وروستۍ پروژې، چې د همدې وزارت په همغږۍ ترسره شوې، ښيي په هغو ولایتونو کې چې AUWSSC نشته، تشه یې دا وزارت ډکوي (د MRRD دا پوست په اېکس وګورئ).
دا وزارت چې تر ډېره پر غیردولتي ادارو یا محلي قراردادیانو تکیه کوي، ډېر ځلې له کافي قانوني څار پرته د مرستندویانو له پیسو کار اخلي. وروسته پروژه د ولایت د کلیو بیارغونې ریاست ته سپارل کېږي. پایله یې د کلیوالو سیسټمونو داسې شبکه ده چې د مرستندویانو په پیسو جوړه شوې او د پرله پسې استفادې او ساتنې هېڅ ماډل نه لري. که سیسټم خراب شي زرګونه اوسېدونکي اوبو ته لاسرسی د لاسه ورکوي. له همدې امله په ډېرو مواردو کې خلک د وروستنۍ حل لارې په توګه کوهیان کیني.
د AUWSSC پر خلاف، د کلیو د بیا رغاونې او پراختیا وزارت د عاید ټولونې او یا د خدماتو د پیسو اخیستنې میکانیزم نه لري. ولایتي ریاستونه یې د لګښت د حساب پاڼې یا بیل ورکولو سیسټم نه چلوي او په ډېرو ولسوالیو کې بانکونه هم نشته چې د فیسونو منظم ټولول ممکن کړي. له همدې کبله، د دغو شبکو ورځنی مدیریت لا هم په عمل کې ټولنیزو پراختیایي شوراګانو (CDCs) ته، سره له دې چې تېر کال رسماً منحل شوې، پرېښودل شوی. محلي انکشافي شوراګانې بیا په خپل نوبت د اوبو کمیټه جوړوي او یو کس په معاش ګوماري څو شبکه وساتي او ټاکل شوی فیس ټول کړي. په پیاوړو ټولنو کې دا میکانیزم کار کوي، خو په ځینو ځایونو کې داسې نه ده، لکه د فراه ښار د څنډو په لاندې دارآباد کلي کې، چې شورا د فیس ټولولو توان نه درلود او له کبله یې شبکه وروسته له کاره ولوېده. اوسېدونکو استدلال کاوه چې اوبه باید وړیا وي، او ساتنه یې باید په پیسو نه وې، چې له کبله یې شبکه فلج شوه.
د اسلامي جمهوریت په وروستیو کلونو کې د کلیو د بیا رغاونې او پراختیا وزارت د اوبو د فیس د نه ورکړې ستونزې د حل لپاره د دیجیټل میترونو او د موبایل کرېدېټ سیستم په څېر اصلاحات، چې د موبایل ټېلېفون د کریډیټ پر میکانیزم برابر شوی و، وړاندیز کړل. دا کارونه د شفافیت د ډېرېدو او د لګول شویو پیسو د بېرته ټولېدنې په منظور وو. خو په ۱۴۰۰ کال کې د حکومت له بدلېدو وروسته دغه نوښتونه وځنډېدل.
په عین وخت کې د هېواد ښاروالۍ په ځانګړي ډول کابل ښاروالي د جامدو کثافاتو د ټولولو، د سېل اوبو ته لار ورکولو، د سړکونو جوړولو او ښاري پلان چمتو کولو په څیر ځینو مهمو دندو مسوولیت لري. دا دندې پرله پسې د اوبو له زیربناوو سره پېیل شوې دي. د ښار جوړونې وزارت چې د پالیسیو او لارښوونې رول لري، هم د پروژو عملي کولو ته ورګډ شوی دی. پایله یې داسې ګډوډي راختلې چې بېلابېل بنسټونه، هر یو له جزوي مسوولیتونو، جلا بودیجو او ډېر ځله متضادو مهالویشو سره، هم مهاله بوخت دي. دې کار د وروستیو کلونو په ترڅ کې د ادارو د رول پولې لا ګډې کړې او حساب ورکونه نوره هم ستونزمنه شوې ده.
د ښاري اوبو رسولو او ککړوب ( فاضلابو) دولتي شرکت کارکوونکي د کابل په څنډو کې د بګراميو د اوبو پمپ سټیشن څاري. انځور: وکیل کهسار/AFP.، د ۱۴۰۴ د غوایي ۳
دا ګډوډۍ عملي پایلې لري. په کابل او نورو ښارونو کې، هم د جمهوریت پر مهال او هم د امارت تر واک لاندې، نوي جوړ شوي سړکونه وروسته بېرته د اوبو نلونو د غځولو له پاره سپړل شوي دي، دا ځکه چې د افغانستان د ښاري اوبو رسولو او ککړوب (فاضلاب) شرکت ( AUWSSC ) او ښاروالۍ د همغږۍ توان نه درلود. آن کله چې د همکارۍ هڅه شوې، د ظرفیتونو توپیر او د مالي سرچینو کمښت د کار بهیر ورو کړی. په ځینو ښارونو کې AUWSSC د پانګې د نشتون له امله نه شي کولای خپله شبکه نویو ښارګوټو ته وغځوي. په نورو ځایونو کې ښارولي د ودانیزو پروژو اجازه ورکوي پرته له دې چې اوبو ته د لاسرسي ډاډ ترلاسه کړي، خلک اړ کېږي شخصي کوهیان وکیني یا له ټانکرو اوبه وپېري.
د دې پایله یو ټوټه ټوټه شوی سیستم دی چې په کې موازي ادارې لکه د افغانستان د ښاري اوبو رسولو او ککړوب (فاضلاب) شرکت، د کلیو پراختیا وزارت، د ښار جوړونې وزارت او ښاروالۍ هر یو د جلا اداري، مالي او تخنیکي چوکاټونو له لارې د اوبو رسولو چارې پرمخ وړي. وېش یوازې اداري نه دی، بلکې جغرافیایي او دنده ییز هم دی چې د هېواد په کچه د خدمت معیارونه او حساب ورکونه ګډوډوي.
په افغانستان کې ښاري اوبو رسونه
افغانستان کې د رسمي اوبو رسونې تاریخ تر یوې پېړۍ هم اوږد دی چې د امیر عبدالرحمن خان د واکمنۍ پر مهال د نولسمې پېړۍ وروستیو کې پیل شو (د نورو معلوماتو لپاره د شاه محمود حنفي دا مقاله ولولئ). هغه مهال موخه شاهي ماڼیو او دولتي ادارو ته د څښاک پاکو اوبو برابرول و. اوبه د ابن سینا روغتون شا ته له چینو اخیستل کېدې او په ساده نلونو کې دولتي ودانیو ته لېږدېدې. دا لومړني سیستمونه د محدودو اهدافو لپاره وو، خو د دولت تر کنټرول لاندې بنسټیزو تاسیساتو ته د اوبو د دودیز مدیریت اوښتل مهم بدلون و.
د کابل لومړۍ منظمه شبکه د امیر حبیبالله خان (۱۲۸۰- ۱۲۹۸) پر مهال جوړه شوه، چې نوموړي د خپل پلار هڅه پراخه او له پغمان سینده یې په نلونو کې ښار ته د اوبو رسولو پروژه بشپړه کړه. دې پروژې څلور برخې لرلې: پغمان کې د سطحي اوبو اوبټول (آبګیر)، تر ده افغانانو ۲۶ کیلومتره پنځه انچه نل، د اوبو زیرمه کولو ډنډ او ښار کې د اوبو مصرف لپاره د وېش شبکه. دا پروژه د یوه انګریز انجنیر له خوا، چې امیر حبیبالله ګومارلی و، جوړه شوه. پر دغو تاسیساتو سربېره، د سقاوې دودیز سیستم لا هم موجود و. وروسته شاه امان الله په خاک جبار کې د امیر غازي بند جوړ کړ څو د کابل ختیځو سیمو ته اوبه ورسوي. ډېرې دغه لومړنۍ پروژې د دارالامان ماڼۍ د مشر انجنیر والټر هارتن په څېر الماني انجنیرانو په مرسته طرحه او پلي شوې.
د شلمې پېړۍ په منځ کې په نورو ښارونو لکه هرات، مزارشریف، جلالاباد او کندهار کې هم د ښاري اوبو شبکې پراخې شوې. خو بیا هم په هېواد کې د ښاري اوبو لپاره یوه واحده ملي اداره نه وه. د ښاري اوبو رسولو او ککړوب ( فاضلابو) شرکت (AUWSSC ) د تاریخ چې له مخې (دلته شته)، دا وضعیت له ۱۳۸۰ کال وروسته واوښت. هغه مهال د افغانستان د چټکې ښاري کېدنې له امله، سره له دې چې زیربناوې ورانې وې، د ښار جوړونې وزارت په چوکاټ کې د ښاري اوبو د ریاست جوړېدو ته لاره هواره شوه. دغه ریاست د ښارونو لپاره د نل د اوبو ملي مدیریت بنسټ کېښود.
همدغه ریاست و چې په ۱۳۸۸ کې د کابینې د پرېکړې او مرسته کوونکو د سپارښتنو پر بنسټ په دولتي تصدۍ واوښت او نوم یې د افغانستان د ښاري اوبو رسونې شرکت کېښودل شو. په ۱۳۹۹ کې یې د ککړوب (فاضله اوبو) د څانګې تر جوړېدو وروسته نوم د افغانستان د ښاري اوبو رسونې او ککړوب (فاضلابو) دولتي شرکت (AUWSSC) ته واوښت. موخه یې دا وه چې د ولایتونو په مرکزونو کې د نیمه سوداګریز ماډل له لارې د اوبو رسونه مسلکي کړي. AUWSSC ته دا صلاحیت ورکړ شو چې ښارونو ته د نل اوبو او ککړوب سیسټمونه طرحه او جوړ کړي، و یې چلوي او ویې ساتي. سیمه ییز زونونه جوړ شول څو د غیر متمرکز مدیریت او د خدماتو د وړاندې کولو کچه لوړه کړي.
د ښاري اوبو رسولو او ککړوب ( فاضلابو) شرکت ته زړې زیربناوې، د پوښښ ټیټه کچه او کمزوری مصرفوونکی بنسټ په میراث ورسېد اوسربېره یې ورسره د اوبو د سیستمونو د پلانولو، جوړولو، چلولو او ساتلو مسوولیت هم تر لاسه کړ. د وخت په تېرېدو، مرسته کوونکو لکه USAID،GIZ او نړیوال بانک ورسره د اوبو د لګښت حسابولو (بیلېنګ) سیستم، میتر لګولو او یو څه پراخولو برخه کې محدوده مرسته وکړه. خو د ویشل شوي مدیریت ستونزې، ټیټو مالي امکاناتو او د اوږدمهالې پانګونې نشتوالي دا اداره پرې نه ښوده چې له خپل ماموریت سره سم کار وکړي.
په څو ولایتونو کې د دې ادارې حضور ډېر محدود دی. د بېلګې په ډول دې شرکت، د ۱۳۹۹ کلني راپور له مخې چې لیکوال ډاونلوډ کړی، په سرپل کې یوازې درې، په فراه کې اووه، په جوزجان کې اته او په فاریاب کې لس کارکوونکي درلودل. په مقابل کې یې تر ټولو لویې څانګې په کابل او هرات کې وې چې د کارکوونکو شمېر یې په وار سره په کابل کې ۳۶۶ او په هرات کې ۲۴۲ و. خو دا شمېرې د فعالیت په اړه ډېر څه نه ښيي. د عوایدو راټولونه پخوا هم کمزورې وه او اوس هم دومره نه دي چې د عملیاتي لګښتونو پوره کولو ته بس شي، په نورو بنسټیزو تاسیساتو (زېربناوو) خو پانګونو پر ځای پرېږده.
د ستونزې یوه برخه د ښاري اوبو رسولو او ککړوب ( فاضلابو) شرکت د تعرفې په سیستم کې ده، چې زوړ دی او له سیاسي محدودیتونو سره مخ دی. دا اداره له کورونو څخه د هر مکعب متر اوبو لپاره ۳۵ افغانۍ (۰.۵۱ ډالر) او له سوداګریزو پیرونکو ۵۰ افغانۍ اخلي، پرته له دې چې د استفادې کچه یې پام کې ونیسي. همدارنګه پیرونکي مکلف دي چې د میتر کلنۍ کرایه ۴۵۰ افغانۍ ورکړي، چې د اوبو له نژدې میاشتنې لګښت (بیل) سره برابره ده، او که میتر عمدا زیانمن شي باید ۲۰۰۰ افغانۍ (۲۹.۳۵ ډالر) جریمه ورکړي. د اوبو د بیل یوه بېلګه لاندې په څلورم انځور کې ښودل شوې. په اصولو کې دغه تعرفې د ساتنې او عملیاتي پراختیا لپاره دي. د ښاري اوبو رسولو او ککړوب شرکت داسې پیرونکي هم لري چې میتر ورته نه دی لګېدلی، هغوی ته د میاشتې ۲۴۰ افغانۍ (۳.۴۷ ډالر) ثابته بیه ټاکل شوې ده. د دې ادارې رسمي پالیسي، لکه څنګه چې یې د جمهوریت د مهال په کلنیو راپورونو کې یادونه شوې، دا ده چې ټولو پیرونکو ته میترونه ولګوي.
په عمل کې دا شرکت د دولت پر مالي رعایتونو (سبسایډیو) متکي دی، په ځانګړي ډول اوس چې د دولتي ادارو یوه ستره برخه د اوبو بیل نه ورکوي. د جمهوریت پرتله د پروژو پر بنسټ د مرسته کوونکو تمویل خورا لږ شوی دی. یوه نادره بېلګه یې یونیسف دی چې د کابل ښار موجودو زېرمو د اړتیا نه پوره کولو ستونزه یې درک کړه او د ۱۱ کیلومتره اوږد ۴۵۰ ملي متره پایپ او د قرغې بند لاندې د دوو نویو کوهیانو د کيندلو لګښت یې ورکړ. د اوبو دا سرچینه د ۱۰ زره مکعب متره ظرفیت درلودونکې اوسنۍ ذخیرې سره چې د کابل پولی تخنیک پوهنتون برسر ته موقعیت لري، نښلول شوې ده. مخکې دغې ذخیرې د کابل د پنځمې ناحیې له څاګانو اوبه ترلاسه کولې چې نور یې په بشپړ ظرفیت د اوبو رسول ممکن نه و. اوس یې اوبه تر ډېره د ښار شمال کې د خیرخانې سیمې ته ویشل کېږي.
وروستۍ بیې چې د ۱۴۰۴ په غبرګولي کې کتل شوې، په کورونو کې پېرونکو ته د هر مکعب متر اوبو بیه ۲۵ افغانۍ (۰.۳۷ ډالر) او سوداګریزو پیرونکو ته ۳۵ افغانۍ (۰.۵۱ ډالر) وه. له ۱۳۹۰ مخکې دا بیه یوازې ۷ افغانۍ (۰.۱۰ ډالر) وه. دا بیې د لګېدلو اوبو څومره والي ته له کتو پرته ثابتې دي. برعکس، د برېښنا تعرفه د استفادې له ډېرېدو سره لوړېږي، چې کاروونکي هڅوي لږ مصرف وکړي. د اوبو لپاره د ورته څو پوړیزې تعرفې ماډل عملي کول، کولای شي کورنۍ او کاروبارونه وهڅوي چې اوبه اغېزناکې وکاروي. یوې سرچینې لیکوال ته ویلي چې د تعرفو دغه ماډل اوس د امارت مشرتابه ته وړاندیز شوی او د امیر تصویب ته منتظر دی.
په ۱۴۰۰ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د دې ادارې تخنیکي او مالي وړتیا لا پسې ټیټه شوې ده. د روزل شویو انجنیرانو او مدیرانو ځای بې تجربې او سیاسي ټاکل شویو کسانو ونیو. د ښاري اوبو رسولو او ککړوب شرکت، چې پخوا یې نړیوال بانک، KfW، UN-Habitat او JICAملاتړ کاوه، وروسته د مرسته کوونکو په راخپلولو کې پاتې راغلی او پروژې یې تر ډېره درېدلې دي.
په ولایتونو کې خدمات لا هم نابرابره دي. شرکت په کابل کې شاوخوا ۹۵ زره پیرونکي او د اوبو پنځه موجودې او اته پلان شوې زیرمې لري، خو ډېری کورنۍ یوازې هرې دوې یا درې ورځې وروسته، یا تر دې هم لږ، اوبه ترلاسه کوي. زیربناوې زړې دي او له نلونو د اوبو د وتلو یا لیکېدو ستونزه شته. د بېلګې په ډول د کابل د قلعه فتح الله سیمې راپورونه ښيي چې کله کله کورونو ته نلونو کې ککړې اوبه ورځي، په تېره بیا د اوبو د جاري کېدو په لومړي سر کې، خو وروسته پاکې شي. په لوګر کې شرکت خپله شبکه غځولې، خو نوي پیرونکي یې نه دي جذب کړي. په خوست کې د متون ښار ټول کاروونکي یوازې ۴۰۰ دي، حال دا چې ښار لسګونه زره کورنۍ لري. د پکتیا مرکز ګردېز یوازې ۱۲۰۰ فعال پیرونکي لري. حتی په هرات کې چې د شرکت یوه پیاوړې څانګه هلته ده، لاسرسی لا هم محدود دی او د اوبو کیفیت ټیټ بلل کېږي.
د نیمروز مرکز زرنج، د ښاري اوبو رسولو او ککړوب شرکت جوړښتي محدودیتونه په خورا راڼه ډول ښودلی شي. دغه ښار خپلې اوبه له ۱۶ کوهیانو، چې ۴۵ کیلومتره لرې موقعیت لري، اخلي. هره ورځ شاوخوا ۶۰۰۰ مکعب متره اوبه پمپوي، چې د ۳۰۰۰۰ مکعب مترو اړتیا یوه برخه پوره کوي. د اوبو وېش د ناحیو تر منځ په وار دی، یعنې اوسېدونکي یوازې په اوونۍ کې یو ځل اوبه ترلاسه کوي. په ورځ کې اوبه د لمر په برېښنا او د شپې د تېلو پر جنراتورونو را ایستل کېږي. شخصي ټانکرونه بیا هر مکعب متر اوبه په ۶۰۰ افغانۍ (۸.۸ ډالر) برابروي.
۴ انځور: د اوبو د لګښت حساب ( بیل) یوه نسخه
د کابل ښار د یوه اوسېدونکي د اوبو بیل (نوم یې توږل شوی) چې د ۳۳ مکعب مترو اوبو لګښت ښيي، د هر مکعب متر په بدل کې ۲۵ افغانۍ (۰.۳۷ ډالره) او د میټر کلنی کرايه ۴۵۰ افغانۍ (۶.۶ ډالره) ده. ۴ انځور
حتی په هغو ښارونو کې چې د اوبو رسولو او ککړوب شرکت فعالیت کوي، خدمات یې پرې شوي او نابرابر دي، د پیرونکو شمېر لږ دی او زیربناوې محدودې دي. د کارکوونکو د شمېر او عاید تر منځ توپیر، په ځانګړې توګه په ولایتي څانګو کې، د دې شرکت د اوږدمهال دوام په اړه پوښتنې راپورته کوي. دا اداره چې د ملي عرضه کوونکي په حیث جوړه شوې وه، په حقیقت کې د ښارونو د جلا جلا تجربو یوه ټوټه شوې مجموعه ګرځېدلې، چې هره یوه یې د بېلابېلو محدودیتونو لاندې فعالیت کوي، ظرفیت او د محلي سیاسي ملاتړ کچه پکې توپیر لري.
د قانوني موقف او اداري مسؤلیت له پلوه د ښاري اوبو رسولو او ککړوب شرکت د افغانستان برېښنا شرکت (DABS) ته ورته دی. دواړه دولتي تصدۍ دي چې د خلکو لپاره د اساسي عامه خدمتونو د وړاندې کولو دنده لري. خو په داسې حال کې چې برېښنا شرکت توانېدلی د هېواد ښاري او کليوالو سیمو ته برېښنا ورسوي، د ښاري اوبو رسولو شرکت تر اوسه د دې جوګه شوی نه دی چې حتی په ولایتي مرکزونو کې د څښاک اوبو او ککړوب لومړني خدمات وړاندې کړي. څو عوامل د دې توپیر سبب شوي: لومړی، اداري ظرفیت دی. د اوبو رسونې د انجنیرۍ لومړنۍ علمي څانګه په ۱۳۸۶ کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون کې تاسیس شوه. دویم، برېښنا شرکت د خپلو شبکو د بیا رغونې او پراختیا لپاره له پراخو مالي او تخنیکي مرستو برخمن و. ډېر وخت د سیمه ییزې برېښنا د شبکو اصلي برخه پخپله برېښنا شرکت جوړوله او محلي ویش یې د خلکو د ونډو څخه تمویلېده. برعکس، د ښاري اوبو رسولو شرکت ونه توانېد چې د لویو پروژو لپاره ورته پانګه یا مرسته ترلاسه کړي. درېیم، د اوبو سیستمونه له تخنیکي اړخه پېچلي دي، ځکه د فشار کنټرول، د کیفیت څارنې او د ککړوب مدیریت ته اړتیا لري، چې دا د ښاري اوبو رسونې شرکت دنده د برېښنایي مزو د غځولو پرتله خورا ګرانوي.
د برېښنا کمښت هم د اوبو رسولو په ګډوډۍ کې ونډه لري، ځکه د زېرمو د ډکولو لپاره برېښنا ته اړتیا ده. د بېلګې په ډول په جلال آباد کې د ښاري اوبو رسولو شرکت په دوبي کې د برېښنا له نشتوالي زېرمو ته د اوبو پورته کولو کې چې وېش یې پرله پسې دوام وموندلی شي، له ستونزو سره مخ کېده. د برېښنا د نشتوالي له امله د نویو پیرونکو جلب هم محدود و. خو په وروستیو کلونو کې، دا ستونزه په ډېرو سیمو کې د زېرمو پر سر د لمریزو دړو په لګېدو تر یوه بریده حل شوې ده.
هغه څه چې د دې ټولو عواملو تر شا مشترکه بڼه جوړوي، هغه جوړښتي بېلګه ده: د ښاري اوبو رسولو شرکت قانوني واک، یو څه تخنیکي ظرفیت او تاریخي مشروعیت لري، خو مالي، سیاسي او اداري ځواک نه لري چې خپلې چارې وچلولی شي. له روښانه اداري ملاتړ، پرله پسې پانګونې او د تنظیم واک له ورکړې پرته، ډېر لږ امکان شته چې دا شرکت دې د افغانستان د ښاري اوبو بحران کنټرول کړای شي.
ویشلی ملاتړ او د پالیسۍ تشې
له ۱۳۸۰ وروسته د افغانستان بیا رغاونه کې نژدې ټول هغه بنسټیز تاسیسات لومړي وبلل شول چې په سترګو لیدل کېدلی شوای، لکه واټونه، دولتي ودانۍ او د امنیتي برخې تاسیسات، په داسې حال کې چې لږ ښکاره کېدونکي خو بې له شکه خورا مهم سیستمونه چې ښاري ژوند پرې چلېده، تر ډېره له پامه وغورځول شول. نتیجه دا شوه چې د اوبه رسونې شبکې، د ککړوب ټولونې سیستم او د سېلابي اوبو د سمې ایستنې تاسیسات نیمګړي تمویل شي او وده ونه کړي. د ملي پلان جوړونې لومړني پړاو همدا نا انډولي منعکسه کړې. که څه هم د ۱۳۸۷ – ۱۳۹۲ کلونو له پاره د افغانستان د ملي پراختیا ستراتیژۍ (ANDS) کې د ښاري اوبو رسولو او ککړوب شرکت یادونه شوې او د ښار جوړنې وزارت تر چتر لاندې راوستل شوی، خو د دې ادارې، ښاروالیو او نورو اړوندو بنسټونو تر منځ یې د همغږۍ روښانه میکانیزم نه دی ټاکلی. روښانه اداري سلسله مراتب په کې نه دي تعریف شوي، چې ورسره د ادارو دندو کې تداخل رامنځته شو او د حساب ورکولو چوکاټ مبهم پاتې شو. دغه اداري ګډوډي د اغېزناکو خدمتونو او اوږدمهالې پلان جوړونې په وړاندې دایمي خنډ پاتې شوی او د ښاري اوبو سکتور یې جوړښتي کمزوری او مزمن نیمګړی پرېښی دی.
د افغانستان د ښاري اوبو سکتور د جمهوریت تر وروستیو پورې یوازې وخت ناوخت د مرسته کوونکو پام ځان ته را اړولی دی. که څه هم دغه ملاتړ ګټور و، خو منظم نه و او د چټکې ښاري ودې او د اوبو د ادارې د پېچلتیاوو د سمبالښت ځواب یې نه شوای ویلی.
له ۱۳۸۰ وروسته لومړیو کلونو کې ګڼ لوبغاړي د ښاري اوبو ډګر ته ننوتل. نړیوال بانک په مهمو زیربناوو پانګونه وکړه او د ادارې د اصلاحاتو ملاتړ یې وکړ چې پکې د ښاري اوبو رسولو او ککړوب شرکت (AUWSSC) جوړېدل شامل و (لکه دلته چې بیان شوي). د آلمان پراختیایي بانک (KfW) په هرات او د کابل په ځینو برخو کې د نلونو شبکې ورغولې(TOLOnews) . د جاپان پراختیایي ادارې (JICA) د انجنیرۍ څېړنې او ازمایښتي پروژې تمویل کړې، او د ملګرو ملتونو د هستوګنې ادارې (UN-Habitat) ځایي اوسېدونکو ته په کتو د اوبو او حفظ الصحې پروژې مخ ته بوتلې. خو ډېرئ دغه مرستې ټوټه ټوټه وې، د لنډو پروژو له لارې وړاندې کېدې او په ډېرو مواردو کې له موازي میکانیزمونو سره تړلې وې چې د اوږدمهالې ظرفیت جوړونې په برخه کې یې لږه مرسته کوله. د ښاري اوبو رسولو شرکت تر یوه بریده ترې ګټه پورته کړه.
یوه د پام وړ استثنا کابل ته نژدې د لوګر پر سیند د ځمکې لاندې اوبو بیا پوره کولو پروژه (Managed Aquifer Recharge, MAR) وه چې د آسیايي پراختیایي بانک له خوا تمویل شوه. د دغه ابتکار موخه دا وه څو د باراني میاشتو اضافي سطحي اوبه په ځانګړو ځایونو کې ځمکې ته ننه باسي چې د لوړې ښاري اړتیا سیمو کې د اوبو کچه پایېدونکې شي. که څه هم د ځمکې لاندې اوبو د بېرته پوره کولو پروژې (MAR) له تخنیکي پلوه پیاوړې او کم لګښته وې، خو محدودې وې او له خطر سره مخامخ نورو ښارونو ته منظمې ونه غځول شوې.
ماشومان په مزارشریف کې د څښاک اوبو بوشکې ډکوي. انځور: عاطف آرین/ آسوشیتد پرس خبري اژانس ، د ۱۴۰۲ کال د سلواغې ۸
ښایي د ښاري اوبو د اوږد مهالې پلان جوړونې تر ټولو ستره هڅه د ساساکي ستراتېژیک چارچوب وه. دا پلان آسیايي پراختیایي بانک (ADB) تمویلاوه او د اشرف غني په دویمه دوره کې د یوه امریکایي شرکت له خوا په ۱۳۹۶- ۹۷ کلونو کې د کابل لپاره جوړ شو. په دې ماسټر پلان کې د ۳۰ کلونو د پراختیا لید وړاندې شوی چې د اوبو رسونې، د ککړوب مدیریت، د سېلابونو کنټرول او د ځمکې کارونه یې له ښاري ترانسپورت، انرژۍ او اقتصادي زونونو سره یوځای کړي وو. دا پلان د پړاوونو په بڼه ترتیب شوی و، لنډمهالې، منځمهالې او اوږدمهالې موخې یې ټاکلې وې او د لویو متمرکزو زیربناوو ترڅنګ یې د ودانیو په کچه د تصفیې سیستمونو په څیر پرغیرمتمرکزو حللارو ټینګار کاوه. وروسته آسیایي پراختیایي بانک دغه بېلګه د هېواد پنځو سترو ښارونو کندهار، هرات، مزار، کندوز، جلال آباد او خوست ته هم وغځوله. خو د سیاسي بې ثباتۍ، مالي محدودیتونو او اداري تداخل له امله عملي پړاوونو ته ونه رسېده او ټول پلانونه یوازې د طراحۍ پړاو کې پاتې شول.
له ۱۳۸۰ کال وروسته د ښاري پراختیا پالیسۍ کې بل مهم فرصت هم له لاسه وتلی دی. کله چې د کور جوړولو اړتیا لوړه شوه، د ښار جوړونې وزارت حتی په رسمي ناحیو کې پرته له دې چې د پاکو اوبو او ککړو اوبو زیربناوې پکې له وړاندې موجودې وي، د کور جوړولو اجازه ورکړه. د ودانیو څښتنانو د شخصي کوهیانو او سپټیک ټانکونو جوړول د موقتي حل په توګه غوره کړل، خو دې کار په تدریج سره د ځمکنيو اوبو کیفیت خراب کړ او وروسته یې د زیربناوو غځونه له تخنیکي او مالي يلوه پېچلې کړه. په اصل کې دا غیر رسمي حللارې د رسمي عمل په توګه ومنل شوې. د ښاري اوبو رسولو شرکت د دې واک نه درلود چې د وصلېدو شرطونه تطبیق کړي یا غیرپلاني سیمو ته خدمات ورنکړي، وروسته اړ شو چې هغو ښاري سیمو ته خدمات ورسوي چې هیڅکله یې د پلان برخه نه وې.
د پالیسۍ دغې خلا اوږدمهالې پایلې درلودې. پروژې هر وزارت په جلا توګه عملي کړې. وزارتونو زیربناوې جوړې کړې پرته له دې چې د ښاري اوبو رسولو او ککړوب شرکت یا ښاروالیو سره همغږي وکړي. سړکونه پخېدل پرته له دې چې د ځمکې لاندې شبکو ته یې پام وشي، وروسته بېرته کیندل کېدل چې نلونه په کې تېر شي. کوم مرکزي تنظیموونکی میکانیزم نه و چې د سیسټمونو یو ځایوالی او اوږدمهالی دوام یقیني کړي. پایله دا شوه چې د افغانستان ښارونه د نیمګړو سیستمونو ټاپوګان پاتې شول، داسې پمپونه چې د ترمیم فابریکې نه لري، داسې نلونه چې تل بهاندې اوبه نه لري، یا داسې تاسیسات چې د روزل شوو کارکوونکو نشتوالي له کاره غورځولي دي.
په لنډه توګه، که څه هم له ۱۳۸۰ کال وروسته پړاو کې د ښاري اوبو مدیریت ته بېسارې نړیوالې سرچینې راواړول شوې، خو د ستراتېژیکې همغږۍ، د قانون د تطبیق او اداري وضاحت له نشتوالي دغو سرچینو یوازې ټوټه ټوټه پایلې راوټوکولې. اوس چې افغانستان د سیاسي او اقتصادي شرایطو نوي پړاو ته سیخ شوی، دغه سکتور له دوه هومره ننګونو سره مخ دی: د هغو جوړښتي تشو ډکول چې پخوانۍ هڅې یې کمزورې کړې وې او د مرسته کوونکو د علاقمندۍ بیا راماتول، چې د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې د دغه راپور له مخې ډېر لږ امکان لري.
اوبه د افغانستان په قوانینو کې
د افغانستان د ۱۳۸۳ اساسي قانون اوبو ته لاسرسی په روښانو ټکو د انساني حق په توګه نه دی یاد کړې، خو د نهمې مادې پر بنسټ یې حکومت د اوبو په ګډون د هېواد د طبیعي سرچینو د ساتلو مسوول ټاکلی دې. د افغانستان د مدني قانون ۲۳۴۷ مادې څرګنده کړې: “د سیندونو او د هغو د څانګو اوبه عامه ملکیت ګڼل کېږي. هر څوک دا حق لري چې خپله ځمکه په همدغو اوبو خړوبه کړي یا د خړوبولو لپاره ویاله وباسي، مګر دا چې دا کار د عامه ګټو یا ځانګړو قوانینو خلاف وي”. د ۱۳۹۹ کال د اوبو چارو د مدیریت قانون دغه اصل لا نور ټینګ کړی او اوبه یې د عامه ملکیت په توګه پېژندلې چې د انسان د څښاک، کرنې او انرژۍ تولید لپاره باید وکارول شي. خو کورني مصرف، په ځانګړي ډول د څښاک اوبو ته لومړیتوب ورکړ شوی. دغه قانون ټینګار کوي چې اوبه باید وړیا وي، خو عرضه کوونکو ته اجازه ورکوي چې د رسولو او ساتنې لګښتونه بیرته ترلاسه کړي. که څه هم اسلامي امارت د جمهوریت قوانین او د بشري حقونو ژبه نه مني، په عمل کې یې د اوبو په برخه کې هماغه پالیسۍ ته دوام ورکړې. د ښاري اوبو رسولو او ککړوب شرکت یوازې د عرضې او عملیاتي لګښتونو بدل کې له پېرونکو پیسې اخلي، او د کلیو د پراختیا وزارت (MRRD) په کلیوالو سیمو کې ورته اصل پلي کوي، چې فیسونه د ځایي لګښتونو او ساتنې اړتیاوو له مخې توپیر لري. MRRD هغو کلیو ته کوهیان برابروي چې د اوبو سرچینې نه لري، خو هغه ځایونه چې شخصي یا ګډ کوهیان لري باید خپله اړټیا تنظیم کړي. په لږ نفوس لرونکو سیمو کې لا هم د تشنابونو او شخصي څاګانو کارولو ته اجازه شته، یعنې ټولې کورنۍ د نل اوبو د بیې پرې کولو مکلفیت نه لري.
خو په ښاري سیمو کې وضعیت د بدلون په حال کې دی. لکه څنګه چې د ځمکې لاندې اوبه کمېږي او په ګڼ مېشتو سیمو کې کوهیان وچېږي، هغه اوسېدونکي چې شبکې ته نه دي نښلول شوي له ډېرېدونکو ستونزو سره مخ دي. په اوږد مهال کې حکومتونه، اوسنی یا راتلونکي، کولای شي دغه خدمات له ککړوب سیستم سره د تړلو له لارې، چې کله جوړ شو، خلک دې ته وهڅوي چې د اوبو شبکې سره وصل شي. پرته له داسې نښلېدو به، کورنۍ قانوني اجازه ونه لري چې ککړوب وباسي. دا به یې اړ کړي چې له شبکې سره ونښلي او شخصي کوهیان پرېږدي.
ښاري وده د ځمکې لاندې اوبو کړکېچ سره مطابقت لري
د افغانستان ښاري برخه لا هم په چټکۍ وده کوي، خو د اوبو سیستمونه یې هماغسې په ځای ولاړ پاتې دي. د ښاري کېدو د څلور سلنه کلنۍ کچې په ترڅ کې د کابل، کندهار، هرات او مزار شریف ښارونه د رسمي جوړې شوې زېربنا له حدودو ډېر پراخ شوي. پایله یې دا شوه چې د ځمکې لاندې اوبو سرچینو باندې تکیه ورځ تر بلې ډېره شي. دا سرچینې په نامنظمو ژورو برمه شویو کوهیانو، کورنیو څاګانو او د لمریزې برېښنا پمپونو کارېږي.
په ډېرو افغان ښارونو کې د خلکو اړتیاوې یوازې له ځمکې لاندې اوبو څخه پوره کېږي چې له څاګانو راوځي. سره له دې چې د نلونو محدودې شبکې شته، ځمکې لاندې اوبه د ښاري اوبو د سیستمونو پټه ستنه پاتې شوې. خو دا ستنه اوس په ماتېدو ده. له اقلیمي بدلانه څخه د باران او تودوخې رامنځته شویو بدلونو ترڅنګ بې کنټروله استخراج د ځمکې لاندې اوبو سطحه لا نوره کښته غورځولې ده. د ککړتیا خطر هم ډېر شوی، ځکه چې په ګڼ مېشتو ښاري سیمو کې د کانالیزاسیون کمزورتیا یا نشتوالي، د اوبو زیرمو ته د ککړو موادو د ورننوتلو لاملېږي (په دې هکله نور جزییات وروسته).
په کابل کې د اوبو د کمښت او ککړتیا دواړه ستونزې ډېرې څرګندې دي. د ښار د ځمکې لاندې اوبو سطحه پرله پسې ښکته ځي. غیر رسمي عرضه کوونکي دغه تشه ډکوي او د ژورو څاګانو اوبه په لوړه بیه ټانکرونو کې پلوري. د نل شبکه یوازې یوې برخې ته، هغه هم په دوو یا درېیو ورځو کې یو ځل، اوبه رسولی شي.
د نیمروز ولایت مرکز زرنج، د شدید کمښت یوه بېلګه ده. دا د هېواد تر ټولو وچ ځای دی او وچکالۍ د ښکتنیو سیمو خلکو باندې ډېر اغېز کوي. د اقلیمي بدلانه له امله د افغانستان په کچه تر ټولو لوړه تودوخه په همدې ولایت کې ثبت شوې ده (د تودوخې د بدلون نقشې د ملګرو ملتونو په دغه راپور کې وګورئ). د نل شبکې څخه یوازې شپږ زره کورنۍ په اوونۍ کې یو ځل اوبه ترلاسه کوي، حال دا چې د ښار نفوس تر دې ډېر زیات دی. له همدې امله د اوبو شخصي سوداګرۍ وده کړې ده. د وچکالۍ پر مهال خلک د سیند په منځ کې کوهیان کيني چې اوبه ترې وباسي (له لیکوال سره د ۱۴۰۰ کال وچکالۍ پر مهال شریک شوي انځورونه دلته وګورئ).
کندهار ښار هم تر ډېرېدونکي فشار لاندې دی. سره له دې چې د دې ښار د اوبو سرچینې د پغمان د غرونو له هغې خوا او د غزني له سیمو پیلېږي، د لمریزې برېښنا پمپونو په مرسته د برمو پراخه کارونه د اوبو سطحه په چټکۍ ټیټوي. دغه اوبه ایستنې په هېڅ ډول مقرراتو تنظیم شوي نه دي او د طبیعي بیا ډکیدنې بهیر نور د اړتیاوو پوره کولو توان نه لري.
په فراه کې خلک وايي چې د اوبو رسونې دولتي شرکت (AUWSSC) د نل شبکه په درېیو ورځو کې هم یو متر مکعب ټانکۍ نه شي ډکولی. د بارانونو په بدلون د ځمکې لاندې اوبو بیا ډکېدنه لږه شوې ده. خو د بخش آباد بند پروژه چې تر کار لاندې ده، په اوږده مهال کې د اوبو یوه بدیله سرچینه ګڼل کېږي.
کارګران په کابل کې په یوه ساختماني ساحه کې کار کوي. پلازمینه او نور ښاري مرکزونه له ۱۳۸۰ کال راهیسې پراخ شوي، پرته له دې چې اوبو رسونې یا فاضله موادو ته یې پام وشي. انځور: وکیل کهسار/ آسوشیتد پرس خبري اژانس ، د ۱۳۹۲ کال د کب ۸
په خوست کې، د یوه پخواني چارواکي په وینا، د متون ښار شبکه یوازې ۴۰۰ کورنیو ته اوبه رسوي او خلک شخصي کوهیان د باور وړ ګڼي. هرات کې د ښاري اوبو رسولو شرکت شبکه یو څه پراخه ده، خو د خدماتو کیفیت په مرکز او څنډو کې ډېر توپیر لري.
په سمنګان کې د ایبک ښار بیا یو استثنايي حالت لري. د یوه چارواکي په وینا چې نوم یې نه غوښت څرګند شي، دغه ښاري شبکه د خرم سارباغ ولسوالۍ له طبیعي چینې تغذیه کېږي او په یوه ۷۰۰ ملي متري نل کې ورته اوبه رسېږي. د ښاري اوبو رسولو شرکت په وینا، دلته ۷۵۰۰ کورنۍ نژدې پرله پسې اوبه لري، خو دا سیمه له نورو سره د پرتلې نه ده.
مزار شریف هم په تاریخي ډول د اوبو له کمښت سره مخ و، خو د قوش تېپې کانال کېندنه کولای شي دغه فشار ټیټ کړي. جلال آباد او کندز د ورڅېرمه سیندونو له برکته یو څه خوندي ښکاري، خو کمزوری بنسټیز جوړښت او خراب مدیریت دوی راتلونکي کې زیان ته مخامخوي.
شبرغان تر اوسه په کړکېچ کې نه دی، خو د ځمکې لاندې اوبو د سطحې د نسبي لوړې کچې ترڅنګ، د کرنیزو څاګانو او د لمریز پمپونو ډېروالی د اندېښنې وړ دی. که څارنه او کنټرول یې ونه شي، ښايي ډېر ژر د اوبو له کړکېچ سره د مخامخو ښارونو کتار ته ورګډ شي.
په ټولو دغو بېلګو کې یوه ګډه بڼه ښکاري: د ښارونو چټکه پراختیا، د مقرراتو نشتوالی او بې همغږۍ زېربنايي جوړښت پر کمېدونکو اوبنیو زېرمو له اندازې زیاتې تکیې ته لار جوړه کړې ده. د ډېرو ښارونو ځایي سرچینې په ختمېدو دي او پرته له پانګونې، تنظیم او بدیلو سرچینو، د افغانستان د ښاري اوبو کړکېچ تر دې لا نور ژورېدلی شي.
ککړوب او سېلابي اوبه: د ښاري اوبو نیمه هېره شوې برخه
که څه هم ښاري اوبه رسونه د ټولو بحثونو په سر کې ده، خو د ککړوب او باراني اوبو د ایستلو سیستم نشتوالی همدومره جدي ننګونه ده. د ککړو اوبو بهیر د ښارونو له پرانیستو ویالو، سړکونو او سیندونو ته روان دی، چې روغتیا او چاپېریال ته سخت خطرونه جوړوي. په کابل او نورو ښارونو کې د ککړو اوبو په خټو ډکې ویالې، په ځانګړي ډول د باران پر مهال چې اوبه پر لارو او کورونو ورماتېږي، د ژوند عادي پېښه ګرځېدلې ده.
د ښاري اوبو د سرچینو ککړتیا د خطر بله طبقه زیاتوي. په کابل کې د ککړو اوبو د ټولېدو او تصفیې د منظم سیستم نشتوالی دا مانا لري چې ککړوب ډېر ځله هماغو زیرمو ته ننوځي چې د څښاک لپاره کارېږي. د کارپوهانو څېړنو، همدارنګه د لیکوال کتنو، ښودلې چې ښار کې د لږو ژورو څاګانو اوبه باکتریاوو او کیمیايي موادو په لوړه کچه ککړې کړې دي. راپورونه ښيي چې د کابل تر اتیا سلنه ځمکې لاندې اوبه د ککړوب، زهري موادو، ارسنیک او نایتریتونو له ککړتیا سره مخ دي، چې د ماشومانو او زړو وګړو روغتیا ته جدي ګواښ دی (الجزیره). دا وضعیت نه یوازې د خوندي اوبو اندازه راکموي، بلکې د عامې روغتیا لپاره هم لوی خطر جوړوي. ورته ککړتیا له نورو ښاري سیمو هم رپوټ شوې، په ځانګړي ډول هلته چې غیر پلاني مېشتځایونه د ککړوب له معیاري جوړښت پرته پراخ شوي دي.
د جمهوریت په وروستیو کلونو کې د کابل د ښاري ډیزاین لپاره د ساساکي چوکاټ هڅه وکړه دغه ستونزه د ښاري پلان جوړونې اصلي برخه کړي. پلان د ککړوب د مدیریت لپاره پړاویز او انعطاف منونکې لار وړاندې کړه، چې د پلازمېنې د محدودو اداري او مالي ظرفیتونو سره برابره وه. درې کچې یې وړاندیز کړې وې. لومړی د کورونو په کچه د سپټیک ټانکونو یا وړو تصفیه کوونکو په مرسته د ککړوپ چاڼ. دویم د څو ګاونډیانو نښلول د تصفیې له ځايي تاسیساتو سره. وروستی پړاو بیا د ټول ښار لپاره د یوې پراخې شبکې جوړول و، چې ککړوب ټول او د تصفیې فابریکو ته ورسوي. د مکروریانو د ککړوب د شړو شویو تصفیه خونو بېرته فعالول د لنډ مهالې حل لارې په توګه په پلان کې شامل و، څو د اوږدمهالو تاسیساتو تر جوړېدو د منځني پړاو د یوې حل لارې په توګه وکارېږي.
ساساکي همدارنګه د کابل لپاره د باراني اوبو د ایستلو عمومي پلان جوړ کړی و. په دې کې د باران د اوبو د ساتلو او کنټرول لارې، لکه د بایوسوېل ویالې، د اوبو زېرمه کولو حوضونه او تخنیکي کانالونه شامل وو، څو ښاري سېلابونه لږ کړي او د سطحي اوبو جریان مدیریت کړي. خو په عملي ډګر کې دا وړاندیزونه تر اوسه نه دي پلي شوي. د کابل ښاروالۍ اړینو پانګونو ته ژمنه نه ده کړې او د ښاري اوبو رسولو او ککړوب دولتي شرکت د باراني اوبو د ایستلو لپاره قانوني واک نه لري. دغه شرکت د هرات، جلال آباد، مزار شریف او څو نورو ښارونو لپاره د ککړوب د مدیریت لومړني پلانونه جوړ کړي دي، خو یو یې هم له کاغذ هاخوا نه دی تللی.
د ککړوب برخه کې دغه اداري او مالي غفلت د ښاري عامې روغتیا کړکېچ ژور کړی دی. د ککړوب معیاري سیستم په نشتوالي کې ټولنې لا هم په لومړنیو تشنابونو او پرانیستو ویالو تکیه کوي چې د څښاک د اوبو له هغو سرچینو سره ګډېږي چې د خلکو ژوند پرې ولاړ دی. تر هغو چې د ککړوب او د سېل اوبو ایستنې ته جدي پام ونه شي، د اوبو رسونې تر ټولو ښې طرحې به هم په پای کې شنډې شي.
په اوسني نظام کې ځینو اداري اصلاحاتو دوام کړی. رییس الوزرا ملا محمد حسن آخوند د ۱۴۰۳ د لړم په ۳۰ نېټه یو فرمان صادر کړی، چې حکومتي ادارې دې خپلو ودانیو ته له ملي بودجې څخه د ککړوب د تصفیې مرکزونه جوړ کړي. که دا پرېکړه عملي او سمبال شي، کېدای شي د ښار د ککړو اوبو پر ایستونکي سیستم فشار لږ کړي او د غیر متمرکزې تصفیې ارزښت وښيي. خو د بودیجوي محدودیتونو له امله د دې کار بشپړېدل په نژدې راتلونکي کې ناشوني ښکاري.
۵ انځور: د سرپرست رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند حکم
سرپرست ریس الوزرا ملا محمد حسن اخوند د ۱۴۰۳ د لړم په ۳۰ نېټه حکم کړی چې پلازمینه او ولایتونو کې دې ټولو دولتي ودانیو ته د ککړوب د تصفیې د غیر متمرکز سیسټمونو سروې، ډیزاین او د لګښت اټکل د ښاري اوبو رسونې او ککړوب شرکت له مقرراتو او لارښوونو سره سم تر سره او د ۱۴۰۴ ملي بودیجه کې شامل شي. دا حکم د ښاري اوبو رسونې او ککړوب شرکت د وړاندیز پر بنسټ شوی.
کله چې خصوصي برخه راښکېل شي: فرصتونه او محدودیتونه
هلته چې دولتي سیستمونه پاتې راغلي، ډېر ځلې خصوصي ودانوونکي رامخ ته شوي دي. تر ټولو څرګنده بېلګه یې د ښارونو په څنډو کې نوي استوګنیز کمپلېکسونه دي. دا کمپلېکسونه ښيي چې د اوبو یو فعال سیستم څنګه وي، خو په عین وخت کې د غیرمنظمې او نابرابرې عرضې خطرونه هم څرګندوي.
یو ټانکر د کابل په غرونو کې استوګنیزې سیمې ته اوبه رسوي. هغه کسان چې د نل اوبه یا شخصي څاه نه لري په اوبو خورا ډیرې پیسې لګوي، په داسې حال کې چې خصوصي شرکتونه یې له ځمکې لاندې عامه سرچینو راباسي. عکس: وکیل کهسار/ آسوشیتد پرس خبري اژانس ، د ۱۴۰۴ د غوایي ۷
په کندهار کې عینو مېنه ډېر وخت د یوې نادرې بریا په نامه یادېږي. دا ښاري مېنه د افکو نړیوال شرکت په نامه یوه خصوصي شرکت جوړه کړې ده. دا مېنه د پاکو او ککړو اوبو خپله زیربنا لري، چې د ښاري اوبو رسونې او ککړوب شرکت پورې تړلې نه ده. اوبه له ژورو کوهیانو را ایستل کیږي، پاکېږي او د یوې تړلې شبکې له لارې ویشل کېږي. تعرفه یې په هر مکعب متر یوازې ۱۷ افغانۍ ده، چې د ښاری اوبو رسونې شرکت تر بیې نیمایي ارزانه پرېوځي. ککړوب یې له یوې تصفیې خونې سره نښلول شوی او پاکې شوې اوبه د شنو ساحو د خړوبولو لپاره کارېږي، چې د ځمکې لاندې اوبو پر سرچینو فشار کموي. اوسېدونکي د میتر د نصب لګښت پخپله ورکوي او د کارونې مقرراتو باندې ټینګ پاتې کېږي. دا داسې یو ماډل دی چې حساب ورکونه هڅوي. خو د عینو مېنې ټولې برخې تر پوښښ لاندې نه دي راغلي. لومړۍ برخه چې شاوخوا شل سلنه کورونه کېږي د نل له شبکې محروم دي. اوسېدونکي له کورنیو څاګانو کار اخلي چې ډېر یې اوس وچ شوي، او دا د دې ښکارندویي کوي چې حتی په ښو مدیریت شویو خصوصي هڅو کې هم نیمګړتیاوې شته.
د کابل په سویل کې د “امید سبز” تړلی ښارګوټی بله کیسه لري. دغه پروژه هم د پاکو او ککړو اوبو خپلواک سیستم سره پیل شوې وه چې یوه خصوصي شرکت اداره کوله. خو د وخت په تېرېدو یې خدمات خراب شول. اوسېدونکي څو میاشتې له اوبو بې برخې پاتې شول او وروسته یې د اوبو د بېرته راتګ لپاره اضافي پیسې ټولې کړې. د ککړوب د تصفیې مرکز یې خراب شو او د ساتنې چارې یې له پراختیا سره همغږې نه شوې. په دې وروستیو کې یې خدمات وروسته له هغی بېرته فعال شول چې اوسېدونکو یې نوې مالي ونډې راټولې کړې. دا کړنې یې د اوږدمهالي ثبات او د خدماتو د دوام د وړتیا په هکله پوښتنې راپورته کوي.
د رژیم له بدلون وړاندې یوه بله خیالولې هڅه هغه پروژه وې چې د کابل په دولسمه او دوه ویشتمه ناحیو کې د اوبو رسونې لپاره پلان شوه وه. دا پروژه د نویو جوړو شویو او پلاني سیمو لپاره طرحه شوې وه، په کې د اوبو ځیرکه شبکه شامله وه. دا د جوړولو، چلولو او لېږد (BOT) ماډل په بڼه ډیزاین شوې وه چې په کې یو خصوصي پانګوال تر هغو د زېربنا تمویل او مدیریت کوي چې څو کاله وروسته حکومت ته سپارل کېږي. د امکان سنجونې مطالعات، چې لیکوال کتلي، او د ښاري اوبو رسونې شرکت پر وېبپاڼه خپاره شوي ښیی چې پروژه له تخنیکي او مالي پلوه د شاوخوا ۵۵ میلیونه ډالرو په کچه عملي کېدونکې وه. دا د خصوصي او دولتي همکارۍ یوه نادره بیلګه وه. خو د ۱۴۰۰ کال له سیاسي بدلانه او د جمهوري نظام له سقوط وروسته پروژه په نامعلوم برخلیک کې پاتې شوه او د کور جوړونې زرګونه سیمې د اوبو رسونې له باوري سرچینې بې برخې پاتې شوې.
دغه ډول خصوصي هڅې د ښاري زیربناوو د شبکو فرصتونه او محدودیتونه دواړه ښکاره کوي. که ښه پلان شوې وي او له تخنیکي اړخه سمې وي، دا شبکې په دولتي سیستمونو بار کمولی شي او د کیفیت له پلوه غوره خدمات وړاندې کولی شي. خو له څارنې، مقرراتو او د ښار له پراخو پلانونو سره له یوځای کېدو پرته دا شبکې کولی شي د ویشل شویو خدماتو، نابرابرۍ او د ځمکې لاندې اوبو د ناپایدارې کارونې په څېر هغه ستونزې چې د حل لپاره یې جوړې شوې وې، تکرار کړي.
سربېره پر دې، دا هڅې یوه بله پراخه ستونزه هم برسېروي. کله چې دولت د خدماتو له وړاندې کولو په شا کېږي، یوازې هغه کسان چې په تړلو ښارګوټو کې د ژوندانه یا اضافي پیسې د ورکړي وس لري، له پاکو اوبو برخمن وي. پاتې خلک په زبېښل شویو دولتي شبکو یا غیررسمي عرضه کوونکو پورې تړلي پاتې کېږي چې د افغان ښارونو دننه نابرابري نوره هم ژوروي. خصوصي سکتور کولای شي د ښارونو په اوبو رسونه کې برخه واخلي، خو له منظمې دولتي پانګونې، د پالیسیو له پلي کېدو او له چاپېریالي خوندیتابه پرته دا هڅې په داسې یوه سیسټم کې چې لا له وړاندې بنسټیزې ستونزې لري یوازې موقتي حللارې برېښي.
کارګران په کابل کې د استوګنې په یوه باغ کې د اوبو څاه کینی. هغه کسان چې پیسې لري توانیدلي چې د اوبو د کمښت او د ځمکې لاندې اوبو د لا کښته لوېدلې سطحې ستونزې له منځه خپله لار وباسي. انځور: وکیل کهسار/ آسوشیتد پرس خبري اژانس ، د ۱۳۹۷ کال د لړم ۲۲
راتلونکی: حل لارې که د کړکېچ پراختیا؟
افغانستان کې د ښاري اوبو کړکېچ نور د راتلونکي ګواښ نه دی، بلکې همدا اوس لګیا دی پېښېږي. خو آیا دا ستونزه حل کېدونکې ده؟ له تخنیکي اړخه، ځواب هو دی. خو له مالي او اداري اړخه لار اوږده، ناهمواره او له سیاسي محدودیتونو ډکه ده. ځینې پروژې پیل شوې دي، نورې لا هم یوازې پر کاغذ پاتې دي. اوسنۍ مهمه پوښتنه دا ده چې افغانستان به دا وس ومومي چې له ناوخته کېدو وړاندې له ټوټه ټوټه هڅو یوه منظم سیسټماټیک ځواب ته واوړي که نه.
په لنډ مهال کې یو شمېر ګامونه شته چې د وضعیت د نورې خرابۍ مخه نیسي. یو یې د ځمکې لاندې اوبو د بیا ډکولو مدیریت دی. په دې کې سطحي اوبه، باراني اوبه او له ککړوب راپاکې شوې اوبه بېرته ځمکې ته ورخوشې کېږي څو زیرمې ډکې شي. دا ډول یوه آزمېښتي پروژه تر ۱۴۰۰ کال مخکې د لوګر د سیند پر غاړه پیل شوې وه چې د کابل په شاوخوا کې یې د بیا ډکولو سیمې پېژندلې وې. موخه دا وه چې د زیربناوو او د ځمکې د کارونې ترمنځ یو ګډ مدیریت رامنځته شي. خو پروژه وروسته ودرېدله او یوازې د سمبولیکې هڅې په بڼه پاتې شوه. سره له دې، لا هم د افغانستان لپاره یو عملي مفهوم ګڼل کېږي، په ځانګړي ډول هلته چې د نویو سطحې اوبو زیربناوې نه شي جوړېدای.
بله حل لاره د حوزو په منځ کې د اوبو لېږد دی. دوه بندونه – شاه و عروس چې د کابل د شمال په شکردرې ولسوالۍ کې جوړ شوی خو لا بشپړ فعال نه دی او شاه توت چې په چارآسیاب ولسوالۍ کې دی خو کار یې لا نه دی پیل شوی، د دې لپاره طرحه شوي وو چې کابل ته د اوبو رسونې لپاره د کابل سیند له لوړو برخو موسمي اوبه برابرې کړي. له پنجشېره کابل ته د اوبو رارسول هم بله طرحه ده، خو ډېرې پانګونې ته اړټیا لري. که عادلانه او د چاپېریال له اصولو سره سم مدیریت شي، دا به ډېره مرسته وکړي. خو دغو پروژو د ځنډېدو، د تمویل د تشې او د نامعلوم سیاسي وضعیت له کبله تر اوسه کومه پایله نه ده ورکړې. که جوړې هم شي، اړتیا به دا وي چې د کابل له ماتې شوي شبکې سره سمې ونښلي.
بله هیله بښونکې لاره د طبیعت له مخې حل لارې دي چې په ښاري پلانونو کې مدغم شي. دغه لارې لکه د باراني اوبو زېرمه کول او د تفریحي سیمو عصري ډیزاین، کولی شي تر ځمکې لاندې اوبو له ډکېدو سره مرسته وکړي او ښاري سېلابونه کم کړي. په کابل کې د انرژۍ او اوبو وزارت او کابل پولیتخنیک پوهنتون د باراني اوبو د زېرمه کولو بنسټیز سیستمونه، چې د ودانیو له بلیو اوبه ځانګړو زیرمو ته اړوي، پلي کړي دي. ورته کړنې کولی شي ټول ښار ته وغځول شي، لکه د سړکونو ترمنځ شنې سیمې چې باید د اسفالټ له سطحې ټیټې جوړې شي. د موټرو تګ راتګ په فلزي کټارو بېل شي؛ پارکونه او لوبغالي د باراني اوبو راټولېدو ته جوړ طرحه شي. دا ټول ټیټ لګښتي او په سیمه کې د مدیریت وړ بدلونونه دي. دغه لارې نه یوازې د اوبو ضایعات کموي بلکې د سېل د لږوالي او د ځمکې لاندې اوبو د کمېدو په وړاندې د ښاري مقاومت کچه هم لوړوي.
ماشومان د کابل د یوې غونډۍ لمنو کې د اوبو ټولېدنې ډنډ نه بوتلونه ډکوي. انځور: وکیل کهسار/ آسوشیتد پرس خبري اژانس ، د ۱۴۰۳ کال د مرغومي ۲۴
په سوداګریزو برخو کې د اوبو کارونه لکه د موټر مینځلو ځایونه، عمومي حمامونه او سوناګانې، چې تر ډېره د ښارونو منځ یا ورڅېرمه ځایونو کې فعالیت کوي، هره ورځ د ځمکې لاندې اوبو ډېره اندازه له لاسه باسي. په داسې حال کې چې د ځمکې لاندې اوبو کچه په ټیټېدو ده، د دې کاروبارونو د دوام لپاره اړینه ده چې د اوبو د بیا کارونې او ځمکې ته د بیرته جذب بنسټیز سیستمونه جوړ کړي. دا ډول زیربنا نه یوازې د دوی چاپېریالي اغېز کموي بلکې د ښاري اړتیاوو لپاره د ځمکې لاندې اوبو سرچینې هم خوندي کوي.
سربېره پر دې، د مشروباتو د تولید فابریکې او د بوتلي اوبو شرکتونه اوس مهال خپل اومه مواد، یعنې اوبه، پرته له کوم لګښته راوباسي. د ښارونو په منځ کې په دغه ډول ایستنه د مالیې وضع کول، کړی شي شرکتونه دې ته اړ کړي چې یا د سطحې اوبو کارونې سیستمونه جوړ کړي یا خپلې چارې له ښارونو لرې ځایونو ته ولېږدوي.
د دغو مفکورو ځینې برخې د وروستیو پلانونو برخه هم وې. د کابل لپاره د ساساکي چوکاټ د لنډمهالو، منځمهالو او اوږدمهالو تګلارو وړاندیز کړی و څو د ښاري اوبو د مقاومت سیستم پیاوړی کړي، چې په کې د باراني اوبو پراخه راټولونه هم شامله وه. که څه هم ډېری وړاندیزونه یې یوازې پر کاغذ پاتې شول، د نن ورځې د کړکېچ په رڼا کې د دغو پلانونو بیا کتنه او د تطبیق هڅه د راتلونکې لپاره یو روښانه لوری ښودلی شي.
اداري اصلاحات لا هم ښایي تر ټولو پرېکنده فکتور وي. له روښانو مقرراتو او توحید شوي مسؤلیت پرته به تر ټولو غوره تخنیکي حل هم نیمګړي پاتې شي. اوس مهال د ښاري اوبو مدیریت د AUWSSC، د کلیو د پراختیا وزارت او ښاروالیو ترمنځ وېشل شوی. ډېرې نوې استوګنیزې سیمې د هېڅ ادارې د عملیاتو ساحه کې نه راځي. داسې اجباري پالیسي نشته چې د ودانیو له جوړوونکو وغواړي چې د کار تر پیل وړاندې خپله ودانۍ د پاکو او ککړو اوبو له عامه شبکو سره ونښلوي. د دې پایله دا ده چې لومړی ښارونه پراخېږي او وروسته ورته بنسټیز تاسیسات یا زیربنا جوړېږي او هغه هم که جوړ شي. د دې بهیر په څټ ستنول یوازې د نویو پالیسیو غوښتنه نه کوي، بلکې د تطبیق میکانیزمونه، د ښاري پلان جوړونې د همغږۍ او د عامه حساب ورکونې اړتیا هم لري.
په اوږده مهال کې، که غوښتنه دا وي چې سیستم ړنګ نه شي، پر بنسټیزو تاسیساتو او اداري وړتیاوو پانګونه اړینېږي. د ښاري اوبو سیستمونه باید د اوبو د نړیوالې میټر لګونې لور ته ولاړ شي، د بیو داسې اصلاحات ترسره شي چې د عرضې لګښتونه په کې سنجول شوي وي خو د بېوزلو مصرف کوونکو ساتنه هم په کې وي او د ځمکې لاندې اوبو زېرمو د بیا ډکوونکو سیمو لپاره روښانه زونونه وټاکل شي او د اوبو ایستنه ترې محدوده شي. پرته له دغو چوکاټونو، اوسنی وضعیت، په ځانګړي ډول د څاګانو بې کنتروله کيندنه او د برمو بې مهاره پراخېدل به د اوږدمهالي دوام په وړاندې پرله پسې ګواښ پاتې وي.
نړیوال لوبغاړي لا هم، خو د نویو محدودیتونو تر سیوري لاندې، رول لوبولی شي. له ۱۴۰۰ کال وروسته ډېرو مرسته کوونکو د ښاري اوبو رسونې اوککړوب شرکت په څېر مرکزي ادارو مخامخ ملاتړ ځنډولی دی. ځینو سیمه ییزو پروګرامونو ته مخه کړې، د غیردولتي سازمانونو یا داسې پلي کوونکو له لارې کار کوي چې عملاً خپلواک دي. لږ شمېر مرسته کوونکي لکه آسیایي پرمختیایي بانک (ADB) لا هم سکتوري، په ځانګړي ډول د اوبو زیربنا او د سېل د زیانونو مدیریت کې، پانګونې ته لېوالتیا ساتلې ده، خو دغه پانګونې د کچې له پلوه محدودې دي او د سیاسي احتیاط محدودیتونو سره مخ دي. د لویو حل لارو لپاره به د نويو مالي میکانیزمونو اړتیا وي، لکه له اقلیمي بدلانه سره د ځان سمولو صندوقونه چې د بې طرفو منځګړو په لاس، یا د عامه او خصوصي مشارکت ماډلونو له لارې چې خطرونه د ځایي ادارو او بهرنیو شریکانو ترمنځ وویشلی شي، پلي کېږي.
د افغانستان د ښاري اوبو سیستم اصلي ستونزه د تخنیکي حللارو نشتوالی نه ، بلکې د اداري تکل، مالي ژمنتیا او همغږه شوي عمل نشتوالی دی. عملي او سیمه ییزو شرایطو ته برابرې کړنې لکه د باراني اوبو راټولونه، د ځمکنیو زېرمو د ډکولو له پاره د د ځانګړو ځایونو موندنه او د ښاري پلان جوړونې اصلاحات لا له وړاندې پېژندل شوي او ځینې یې آزمویل شوي هم دي. خو د یو موټې ملي ستراتیژۍ له نشتوالي دا هڅې جلا جلا پاتې دي. له مانا والو سمونو او ادغام پرته، هېواد د داسې یوه ټوټه شوې غبرګون خواته روان دی چې د ښاري غوښتنو د ډېرېدو یا د اقلیمي بدلانه او د نفوسو د ګړندۍ ډېرېدنې فشار ته نه شي ټینګېدلی.
پایله
د افغانستان د ښاري اوبو کموالی د یوې تېروتنې پایله نه ده او نه هم د طبیعي کمښت داسې پایله ده چې ډډه ترې نه شي کېدای. دا یو کړکېچ دی چې ورو ورو د څو لسیزو په اوږدو کې د بې نظمه ښاري پراختیا، د ادارو د ټوټې کېدو او اوږد مهالو ستونزو ته د لنډ مهالو حل لارو له امله جوړ شوی. هېواد له اوبو خالي نه دی، خو له داسې یوه سیستمه خالي دی چې اوبه اداره کړي، ویې ویشي او ویې ساتي.
د تېرو سلو کلونو په اوږدو کې ګڼو حکومتونو هڅه کړې چې د اوبو داسې یو سیستم جوړ کړي چې د یوه عصري دولت وړ وي. ځینې یې لنډ مهاله بریالي شول، خو ډېر یې پراخولو کې پاتې راغلل. له ۱۳۸۰ کال وروسته په افغانستان کې په زیربناوو میلیاردونه ډالر ولګېدل، خو په دومره ډېرو پروژو کې لږو یې د پاکو او ککړو ښاري اوبو مسالې باندې پام ټول وساته. پر ځای یې د ملکیتونو بې کنترولې پراختیا، د مقرراتو د پلي کېدو له نشتوالي سره یوځای، داسې پراخې استوګنیزې سیمې رامنځ ته کړې چې یوازې د پاکو او ککړو اوبو په خصوصي څاګانو تکیه دي. د ادارو ګډوډي دا ستونزه داسې ښکاره کوي چې هېڅ دولتي لوری په بشپړ ډول د بریا او ناکامۍ مسؤل نه ګڼل کېږي. حساب ورکونه د اوبو د تبخیر په څېر ګړندۍ ورکه شوه. د ځمکې لاندې اوبو ته د نه خلاصېدونکې چینې په سترګه کتل کېدل، چې دادی اوس تر ښارونو لاندې تری تمېږي.
د دې ټولو ترڅنګ اقلیمي بدلون هم چټکوونکی رول لري. د واورې کمښت، د کنګل زېرمو ویلېدا او نامنظم بارانونه د افغانستان د اوبو د زېرمو د موسمي ډکیډا وخت لنډ کړی دی. همدارنګه وچکالۍ، په تېره بیا د ښارونو څنډو کې د کر له پاره پر ځمکې لاندې اوبو تکیه ډېره کړې ده. د افغانستان د ښاري اوبو ستونزه نور یوازې د کابل داستان نه دی، او نه هم یوازې په نویو څاګانو یا د مرستندویانو په تمویل شویو پایپي شبکو حل کېدلی شي.
د لاس تر زنې ناستې بیه په لوړېدو ده. همدا اوس په زرنج او فراه کې کورنۍ یوازې په اوونۍ کې یو ځل د نل اوبه ترلاسه کوي. په نورو ښارونو لکه کندهار او هلمند کې د لمر انرژۍ پمپونه په چوپتیا کې د اوبو زېرمې له منځه وړي. په ټول هېواد کې ډېر اوسېدونکي، ګران بیه او زوږن ټانکرونه کاروي، چې د کورنیو بودیجه کېکاږي، په داسې حال کې چې دغه ټانکرونه پخپله عامه سرچینه یا د ځمکې لاندې اوبو کچه راکموي. په ورته وخت کې بېوزله ټولنې له ککړو اوبو او روغتیایي خطرونو سره مخامخ دي.
د افغانستان ښارونه به تش نه شي، خو د ژوندانه لګښت به یې په اقتصادي، فزیکي او ټولنیزو برخو کې همداسې پورته درومي. له پرله پسې پانګونې، اداري وضاحت، پلي کېدونکو پالیسیو او سیاسي ارادې پرته به، د افغانستان د ښاري اوبو کړکېچ لا ژور شي، نابرابري به پخه شي او د ښاري ژوندانه بنسټونه به کمزوري شي. دا چې دا بهیر لا هم د بدلېدو دی که نه، روښانه نه ده. خو دا څرګنده ده چې په ځنډولو څه نه کېږي. د لاس تر زنې کېناستو پایلې به ویجاړوونکې وي.
*محمد عاصم مایار د اوبو د سرچینو د مدیریت او اقلیمي بدلون متخصص دی. نوموړی د جرمني له شتوتګارت پوهنتونه د اوبو د سرچینو په مدیریت او د چاپېریال انجینرۍ برخه کې دوکتورا لري. نوموړی د کابل پولی تخنیک پوهنتون پخوانی استاد دی او اوس مهال په جرمني کې د خپلواک څېړونکي په توګه فعالیت کوي. ښاغلي مایار په X ټولنیزه شبکه کې د @assemmayar1 کارن کاروي.
تاسو کولی شئ یاد راپور بشپړ په انگریزی ژبه کي په آنلاین ډول وګورئ او د لاندې لینک په کلیک کولو سره یې ډاونلوډ کړئ: ۲۰۲۵۰۹۱۸ Urban Water FINAL
بیاکتنې:
دا مقاله په وروستي ځل تازه شوې وه ۱۶ میزان / تله ۱۴۰۴