د هغو تلفاتو نژدې څلورمه برخه چې په طبیعي ناورینو کې پېښېږي، له سېلابو راځي او اټکل دی چې ستونزه هغو اټکلونو ته په کتو چې د سختو پسرلنیو اورښتونو او ورسره لویو مونسوني څپو د راتلو په اړه شوي، تر دې لا لویه شي. او چې د وګړو شمېر لوړېږي، ورسره سم د سېلابونو له خطر سره مخامخ سیمو کې د اوسېدونکو شمېر هم ډېرېږي. د اسلامي جمهوریت د واکمنۍ پر مهال ځینو تدبیرونو د ځانګړو خطرونو مخنیوي کې مرسته وکړه، لکه خپرو شویو نقشو چې خطر ته مخامخ سیمې په کې په دقیق ډول ښودل شوې وې، یا د خطر په اړه له وړاندې د خبرداري سیستم ایجاد او یا په ځینو سیمو کې د دېوالونو جوړول چې اوبه له بهېدو راوګرځوي. خو په ۱۴۰۰ کال کې د اسلامي امارت تر بیا ټینګېدو وروسته پر نړیوالو بسپنو محدودیت (چې تر ډېره بشري دي، نه پرمختیایي) د نور پرمختګ مخه نیولې ده. سږ پسرلی، د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې د مېلمه لیکوال محمد عاصم مایار په وینا هماغسې چې اټکل و، تر منځنۍ کچې پورته اورښتونه وشول. که د څو کلونو وچکالي یې ورسره یووړه، ویجاړوونکي سېلابونه یې هم وبهول. مایار پر دې ټکي ژور تم شوی چې په اوس او راتلونکي مهال دواړو کې د سېلابونو د خطر مخه څنګه نیول کېدلی شي.
یوه ښځه په هرات ولایت کې د سېلابو له بهېدو وروسته په خټو پوښلي سړک باندې یو کوچنی لېږدوي. عکس: محسن کریمي/ د فرانسې خبري آژانس، د ۱۴۰۳ کال د غویي (ثور) ۱۶
کله چې موږ ددې رپوټ په چمتو کولو بوخت وو، پر سوځېدلې او وچکالۍ وهلې ځمکه را کښته شویو درندو اورښتو ناڅاپي سېلابونه راوبهول چې د افغانستان ډېرئ ولایتونه یې زیانمن کړل او کچه یې په ځینو کې تر نورو لوړه وه. سېلابونو ولس، د هغوی کورونو، څارویو او کرنیزو ځمکو ته زیانونه واړول (د رسنیو رپوټونه چې د یوه حکومتي ویاند خبرې په کې راخیستل شوي دلته او د بشري چارو د همغږۍ ادارې (OCHA) رپوټ دلته وګورئ). دا ډول شدیدې سېلابي پېښې د اقلیمي بدلانه ساینس پوهانو اټکل کړي او په داسې حال کې چې افغانستان د اقلیم ککړوونکو غازونو د خورا لږ تولیدوونکي په توګه د اقلیمي بدلانه په ورو کولو کې دومره څه نه شي کولای، د سېلابي خطرونو د کمولو له پاره ورته ډېر څه کول شوني دي. (په افغانستان کې د اقلیمي بدلون په اړه زمونږ دا رپوټ ولولئ)
دا رپوټ لومړی په افغانستان کې د وګړو، ودانیو او کروندو د خوندي کولو په موخه د سېلابي خطرونو د کمېدو، یعنې تر بهېدو وړاندې د سېلاب د کم خطره کولو شالید څېړي. وروسته د سېلابونو د مخنیوي او د هغو د زیانونو د کمولو له پاره د اغېزناکو اقداماتو له پاره مهمو ضروري وسایلو ته چې هغه د ټول افغانستان په کچه د سېلابي خطرونو د لومړنۍ نقشې چمتو کول دي، کتنه کوي. په رپوټ کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د راوتونکو سېلابونو د جلا بڼو د تشریح او د هغوی د اقتصادي عواقبو د ځلولو له پاره له نقشو کار اخیستل شوی دی. د اقلیمي بدلانه په اغېز چې پرله پسې او لا لوی سېلابونه راجوړوي او د عاجلو اقداماتو اړتیا رامنځ ته کوي، هر شی مخ په ویجاړېدو دی.
د رپوټ په بله برخه کې په دې اړه مفصله تشریح راغلې چې د سېلابونو د مخنیوي هر ډول پلان کې دې درې عناصر او ددغو غوښتنو د عملي کولو له پاره د جمهوریت د مهال اقداماتو ته بیا کتنه شامله وي: چمتووالی، په تېره دقیق او په خپل وخت د سېلابونو اټکل؛ اقدامات، یعنې چې حکومت او نورې موسسې د سېلابونو تر راوتلو وروسته څه وکړي؛ او ژغورنه او مدیریت، یعنې چې حکومت او نورې موسسې له زیانمنو شویو کورنیو سره څنګه مرسته وکړي او دا ډاډ تر لاسه شي چې د راتلونکې له پاره د سېلاب خطر کم شوی دی. په دې رپوټ کې دغه راز ځینو هغو اقداماتو ته هم کتنه شوې چې اسلامي امارت ترسره کړي دي. په رسمیت د امارت نه پېژندل کېدو د اقداماتو له پاره د هغه وړتیا کمه کړې، ځکه چې مرستندویان د پرمختیایي مرستو پرځای بشري مرستو ته لېوالتیا لري او دغه راز نه شي کولای د اقلیمي بدلانه له پاره د ملګرو ملتو صندوق ته چې د کم ودې هېوادونو له پاره جوړ شوی، لاسرسی ولري.
رپوټ د هغو اقداماتو تر ارزولو وړاندې چې د سېلابي خطرونو د کمولو او د اوښتو زیانونو د مدیریت له پاره یې کول حتمي او ضروري دي، په ۱۴۰۳ کال کې د سېلابي خطرونو په څېړنه پای ته رسېږي. ځینې دغه اقدامات، د لیکوال په باور همدا اوس ترسره کول غواړي، خو نور یې کېدای شي په یوه مفصل ملي پروګرام کې ونغښتل شي.
شالید
د افغانستان پر لوړه او ژوره ځمکه سېلابونه د څو بېلابېلو عواملو په اغېز راوځي: جړۍ (شدید اورښت)، پر واوره باران، د تودې هوا له لاسه د واورې چټکه ویلېدا، د یخچالونو ماتېدا، د طبیعي ډنډونو ډکېدا او آن پر بندونو د اوبو اوښتنه او بهېدا. سرچینه یې که هرڅه وي، سېلابونه کلي په مخه وړي، کروندې ویجاړوي او د ځمکې جوړښت او بڼه اړوي.
د افغانستان جغرافیا له غرنیو تړو او هوارو سطحو سره، دا هېواد بېخي د سېلابونو زیان ته مخامخ دروي. د پخوا خلاف چې د نفوس لږوالي او یو له بله د کورونو جلاوالي او واټن په سېلابونو کې د تلفاتو شمېر ټیټاوه، د هېواد د وګړو چټکې ډېرېدا اوس تر پخوا ډېر وګړي د سېلابونو خطر ته مخامخ کړي دي. د ځمکو کموالي ته په کتو، خلک هغو ځایونو کې کورونه جوړوي چې د سېلاب خطر ورته ډېر دی.
د اوبو د مدیریت سیستم په اصل کې د پېړیو په اوږدو کې د کرنیزو اوبو د زېرمه کولو، خو ورسره ورسره د سېلابونو د مخنیوي له پاره جوړ شوی و. د ساري په ډول، کمال خان بند چې په یوولسمه پېړۍ کې د سیستان کروندو ته د اوبو د سیخولو او دغه راز د سېلابونو د مخنیوي له پاره جوړ شوی و، په دیارلسمه پېړۍ کې د تیموري ځواکونو له خوا سیمې ته د سزا ورکولو په نامه ویجاړ شو. سلطان بند غزنویانو په لسمه پېړۍ کې غزني ښار ته د اوبو د چمتو کولو او د سېلابونو د ستنولو له پاره په وردګو ولایت کې جوړ کړ. زنه خان بند هم په همدې ولایت کې دی خو د ودانولو نېټه یې ناپېژندلې پاتې ده. په دې نژدې تېرو وختونو کې د کابل ولایت په خاکِ جبار ولسوالۍ کې «امیر غازي بند» چې د شاه امان الله (۱۲۹۸-۱۳۰۷) پر مهال جوړ شوی او یوه جرمن انجنیر تایید کړی و، هم یې سېلابونه راګرځول او هم یې د افغان پلازمېنې شاوخوا سیمو ته د پوره اوبو رسونه ډاډمنوله. دغه راز د ۱۳۰۹ شاوخوا، نادرشاه هم په لوګر ولایت کې د خروار بند د جوړولو لارښوونه وکړه، خو د تخنیکي ستونزو له امله هیڅکله بشپړ نه شو.
د سېلابي خطرونو دمخنیوي اوسمهالي اقدامات په ۱۳۲۵ کال کې هله پیل شول چې د هلمند سیند حوزه کې د اوبو د اندازه کولو وسایل ولګول شول او وروسته ټول هېواد ته وغځېدل. (وګورئ: د امریکا د متحدو ایالتونو د جیولوجیکي سروې (USGS) رپوټ). دا اقدامات د اوبونې د لسو پراخو سیستمونو په جوړېدو چې د اوبو زېرمه کول هم په کې راتلل، د ۱۳۲۰مو له وروستیو نه تر ۱۳۵۲ کاله راسمبال شول. موخه یې دا وه چې سېلابي اوبه د کروندو د پراخولو او عصري کولو له پاره ټولې شي. په نتیجه کې یې، د ټولنیزې ودې له پاره د داود خان د حکومت لومړني اووه کلن پلان (۱۳۵۵- ۱۳۶۲) کې د سېلابي خطرونو د مدیریت پروژې هم په پام کې ونیول شوې. خو د ۱۳۵۷ کال له کودتا وروسته رامنځ ته شوي سیاسي کړکېچ یې عملي کېدا په نیمه کې ګډه وډه کړه.
خلک د ننګرهار ولایت په مومند درې ولسوالۍ کې له ناڅاپي سېلاب وروسته، خځلې او خټې لرې کوي. عکس: صفی الله کاکړ/ د فرانسې خبري آژانس، د ۱۴۰۲ کال د وږي (سنبلې) ۲۸
د شوروي ښکېلاک پرمهال ځینې کارونه وشول چې د سېلابي خطرونو له مدیریت سره یې نامخامخ مرسته وکړه. د ساري په ډول، د ۱ پر ۱۰۰ زره مقیاس له مخې د افغانستان د ټولو سیندونو مفصله توپوګرافیکي نقشه چمتو شوه. دې ته ورته، د لومړني امارت پرمهال د «افغانستان د اطلاعاتو د مدیریت اداره – (AIMS)» (نور معلومات یې پر ویکیپډیا له دې ځایه تر لاسه کړئ، ځکه (AIMS) اوس تړل شوې او وېبپاڼه یې کار نه کوي)، په ۱۳۷۶ کال کې د ملګرو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (UNOCHA) له خوا چې هغه مهال یې د پاکستان له اسلام آباده فعالیت کاوه، رامنځ ته شوه. (AIMS) د افغانستان د سیندونو، سیندنیو حوزو، اداري پولو، ښاري مرکزونو، هوایي ډګرونو او روغتیایي مرکزونو د نقشو په ډیجټلي کولو کې مخکښه ونډه ودرلوده. دې معلوماتو په افغانستان کې د سېلابونو د ډیجټلي تجسم د چمتو کېدو بنسټ راجوړ کړ. له دې سره هم مهاله په نړیواله کچه، ملګرو ملتو د طبیعي ناورینو د غم خوړنې برخه کې پرمختګ پیل کړ، لکه د لا خوندي نړۍ له پاره د یوکوهاما ستراتېژي او د عمل کړنلاره [Yokohama Strategy and Plan of Action for a Safer World] (۱۹۹۴)، د ناورینو د کمولو له پاره نړیواله ستراتېژي [the International Strategy for Disaster Reduction] (۱۹۹۹)، د هیوګو د عملي اقداماتو چوکاټ [the Hyogo Framework for Action] (۲۰۰۵ – ۲۰۱۵)، او په تېره بیا د ناوریني خطرو د کمولو له پاره د سیندای چوکاټ [the Sendai Framework for Disaster Risk Reduction] (۲۰۱۵ – ۲۰۳۰) چې ځانګړی پام یې د ناورینو د خطر پر کمولو ورټول دی. د ناورینو د خطر د کمولو همغږي او د سیندای چوکاټ د پلې کېدا مشري د ناوریني خطر د کمولو له پاره د ملګرو ملتو د دفتر [The United Nations Office for Disaster Risk Reduction (UNDRR),] په غاړه ده چې د ملګرو ملتو د عمومي غونډې په (۵۴/ ۲۱۹ ګڼه پرېکړه لیک) په ۱۳۷۸ کال کې جوړ شوی دی.
خو د څو پېښو له لنډو رپوټونو پرته نور په افغانستان کې د سېلابونو د راوتلو ګڼ موارد مستند شوي نه دي. ځکه نو دا نه جوتېږي چې په افغانستان کې راتلونکي سېلابونه ښایي چېرې او کله راووځي یا یې د غم خوړنې کوم پلان جوړ شته که څنګه چې له امله یې سېلاب ځپلو سیمو ته د مرستو رسولو کې ځنډ راغی. د معلوماتو د دغسې یوې تشې عواقب د هېواد له پاره ډېر درانده وو. د سېلابي پېښو په اړه د معلوماتو سخت کموالی او په راتلونکي کې یې د پېښېدو په اړه د پوهې نشتوالی په ۱۳۸۸ کال کې جوت ولیدل شو. د افغانستان په شمال کې یوازې یوې سېلابي پېښې د ۹۴ کسو ژوند واخیست، ۸۰۰۰ کورونه یې په ۲۰۷ کلیو کې ویجاړ کړل، نژدې ۶۰۰ کلیومتره سړک یې یووړ او سل پلونه یې ونړول. (خبر یې رویټر د یونوچا (UNOCHA) له خولې ورکړی و). که چېرې سېلابونه مخکې مستند شوي وای، ځایي چارواکو ښایي دا وس موندلی وای چې د سېلابونو راوتل او د هغو بالقوه خطر اټکل کړي، د مناسبې غم خوړنې پلان یې جوړ کړي او ځپل شویو ته په سم وخت کې ځانونه ورسوي. دغه ډول اقداماتو کولی شوای هغه تلفات او زیانونه چې سېلاب واړول ټیټ پاتې وساتي. خو له دې سره سره، د سېلابونو اټکلولو کې، لکه راتلونکې برخه کې چې یې اسناد ښودل شوي، ښه والی راغی.
په افغانستان کې د سېلابي خطرونو نقشه کول
په ۱۳۸۴ کال کې د سېلابونو له پاره د چمتووالي کاري ډله د یوناما، یونیسېف، یو این هبیتات، آیساف او نورو ښکېلو اړخونو په ګډون جوړه شوه چې د سېلابونو د مدیریت چارې همغږې کړي. ددې کاري ډلې اصلي کار دا و چې اټکل او تحلیل وکړي، میکانیزمونه همغږي کړي، مرستې ورسوي یا یې غم وخوري، خبرتیا ورسوي او د چمتووالي پروګرامونه جوړ کړي. په دا بل کال یې آیساف (د امنیت مرستندوی نړیوال ځواک) په افغانستان کې د سېلابونو د یوې مفصلې نقشې د جوړولو اړتیا ومنله. د سېلابونو له خطر سره د مخامخ سیمو په اړه د معلوماتو نشتوالي په امنیت ساتنه او مرستو رسونه کې د آیساف چارې له خنډ سره مخامخولې او ځکه دغسې یوې نقشې ته اړتیا، په تېره بیا ددغو ځواکونو له خوا «رغاونیزو چارو» ته په کتو له هر بل وخت ډېره شوې وه.
دا هرڅه د شلمې پېړۍ په وروستیو کې د سافټ ویرونو او ځایي تحلیلي وسایلو، لکه د جغرافیایي معلوماتو او له لرې واټنه معلومات اخیستنې لکه د سپومکیزو (سټلایټي) انځورونو سیستمونو تر جوړېدو وروسته پېښېدل. په دې سره ساینس پوهان وتوانېدل چې د سېلابي بهیرونو د ښودلو ډیجټلي وسایل جوړ کړي او دې کار په نړیواله کچه د سېلابي خطرونو په اټکلولو او د سېلاب تر راوتلو وړاندې له خطر سره د مخامخ سیمو د نقشه کولو برخه کې له هغوی سره مرسته وکړه.
د آیساف د غوښتنو د پوره کولو له پاره، ناټو ددې برخې یو کارپوه ډاکټر ایملېن هیګن وګوماره چې د سېلابي خطرونو یوه نقشه وکاږي. د افغانستان د سیمه ییزو وګړو د محرمیت اندېښنې او دغه راز د بنسټیزو تاسیساتو لکه پلونو او بندونو په اړه امنیتي اندېښنې چې ټول یې له سپوږمکیو نه په اخیستل شویو تصویرونه کې معلومېدل، ددې سبب شوې چې دا ډیجټلي ترسیمونې په هاګ کې د ناټو په تاسیساتو کې ترسره شي. له بلې خوا، د معلوماتو، لکه د سپوږمکیزو انځورونو او د ډیجټلي موډلونو خپرول هغه مهال له محدودیت سره مخامخ و خو اوس ورته لاسرسی آزاد شوی دی. د سېلابي خطرونو نقشه په ۱۳۸۸ کال کې آیساف ځواکونو او افغان حکومت ته وسپارل شوه. دا په ټول هېواد کې د سېلابونو د عمومي انځور لومړنۍ ملي نقشه وه. په دې کې هغه سیمې ښودل شوي چې که اورښت اوږد شي یا واوره چټکه ویلي شي سیندونه په کې څپاند او سېلابي کېږي. په هغې کې دغه راز د سیندنیو سېلابونو پراخوالی او د هغوی احتمالي ژوروالی ښودل شوی (خو تېر سېلابونه یا د هغو د پېښېدو تخمیني تناوب نه ښیي). دې ټکي ته پام مهم دی چې د خطرونو نقشه د سېلابونو تر راوتلو وړاندې خبرداری نه ورکوي، خو پرځای یې له خطر سره مخامخ سیمې ښیي. د سېلابي خطرونو دا نقشه ټوله د سیندونو سېلابي کېدو ته ځانګړې ده او هغه سیمې چې له ناڅاپي سېلابونو سره مخامخ دي، نه ښیي. هیګن وروسته د هغو سیمو د نقشې په جوړولو کې لاس وکړ چې ناڅاپي سېلابونه په کې راوځي. دا نقشه په ۱۳۹۴ کال کې د افغانستان د ځایي ډیټا (معلوماتو) مرکز ((ASDC له جوړېدو سره هم مهاله راووته. هیګن ددې مرکز په جوړولو کې هم له نظري او هم علمي پلوه ډېره مهمه ونډه ودرلوده (د افغانستان د ځایي ډیټا مرکز ((ASDC د مرکزي ډلې په اړه دا معلومات وګورئ).
د افغانستان د خاورې غرني جوړښت ته په کتو، که چېرې سخت اورښت وشي، د هېواد د هرې برخې درو کې د ناڅاپي سېلابو د راوتلو احتمال لوړ دی. ځکه نو د ناڅاپي سېلابونو د احتمال نقشه کې د هېواد ډېرئ سیمې راغلې دي. دې نقشې ته د جمهوريت پر مهال آزاد لاسرسی کېده، خو اوس ددې مقالې لیکوال ونه شوای کړی د بشري چارو د ځایي ډیټا مرکز (Humanitarian Spatial Data Centre) کې د لټون په ګډون یې آنلاین ومومي.
د سېلابي خطر نقشه کې شاوخوا اووه نیم میلیونه وګړي (د ټول نفوس ۲۲٬۴ سلنه)، یو میلیون کورونه او د افغانستان د ټولې ځمکنۍ سطحې ۱۱٬۳ سلنه د سېلابونو له خطر سره مخامخ ښودل شوي دي. په هر افغان ولایت کې داسې سیمې چې سېلاب یې ګواښي شته (۱ شکل وګورئ). په غرنیو سیمو کې د اوبو کچه ژر لوېږي او د سېلابونو زیان دومره ژور نه وي. خو اوبه که هوارې ځمکې ته ورسېدې نو بیا پراخه سیمه لاندې کولی شي.
۱ شکل: د افغانستان د سېلابي خطر نقشه کې د لوړ سېلابي خطر سیمې (سور رنګ) او د منځني خطر سیمې (آبي رنګ) ښودل شوې دي. د نقشې آنلاین بڼه خورا ډېره پراخېدلی (اینلارج کېدلی) شي او اصلي بڼه یې په عادي ډول تر ۱: ۱۰۰٬۰۰۰ مقیاس پورې د دقیقې پراخونې امکان ورکوي. د ځمکې په لوړو سطحو کې اوبه چټکې وځي او له ځانه سره د خطر یوه نرۍ ساحه راجوړوي، په داسې حال کې چې نسبتاً هوارو ځمکو کې د خطر دغه ساحه دې ته په کتو چې څومره بهاندې اوبه لا هم په کې شته، په هماغه انډول پراخېږي. سرچینه: Hagen et al (2010)
د سېلابي خطر نقشه د ۱۳۸۸ کال د تلې (میزان) په ۲۸ د طبیعي ناورینو د خطر د کمولو پر نړیواله ورځ د افغانستان له پېښو سره د مبارزې ملي ادارې ته وسپارل شوه او هغو حکومتونو او بشري ادارو ته چې افغانستان کې یې کار کاوه هم وویشل شوه او وروسته په ۱۳۹۴ کال کې د افغانستان د ډیټا (معلوماتو) د ځانګړي مرکز په جوړېدو سره لا نوره خپره او تعمیم شوه. دغه مرکز د سېلابي خطر نقشې وویشلې او پر ځمکه د وګړو د خپرېدو، کرنیزې ځمکې، ودانیو او مېشتځایونو په اړه چې له خطر سره مخامخ دي (د بېلګې په ډول ۲ شکل وګورئ) او د نورو طبیعي خطرونو په اړه معلومات شریک کړل. نړیوال بانک هم په ۱۳۹۶ کال کې د افغانستان له پاره د طبیعي حوادثو د خطرونو پروفایل (disaster risk profile1) خپاره کړل. خو د افغان حکومت د ظرفیتونو د محدودیت او انټرنېټ ته د سیمه ییزو حکومتي ادارو د کاواک (غیر مطمئن) لاسرسي له امله، دغه معلومات په سیمه ییزه کچه هومره چې په کار ده و نه کارول شول. په نتیجه کې سېلابونو تر هغه څه چې باید وای، پرله پسې پورته زیان اړاوه.
۲ شکل: په ولایتي کچه له سېلابي خطرونه سره د مخامخ ټولو وګړو، کرل شوې ځمکې، ودانیو او مېشتځایونو انځوریزه ښودنه. سرچینه: د امریکا د متحدو ایالتونو د نړیوالې پرمختیا اداره (USAID)/ IMMAP
د افغانستان د ځایي ډیټا (معلوماتو) مرکز تر ۱۳۹۹ کاله خپلې چارې د IMMAP له لارې چې له بشري او پرمختیایي موسسو سره د معلوماتو د مدیریت برخه کې د مرستې یوه نړیواله اداره ده، چلولې. تر هغه وروسته د افغانستان له طبیعي پېښو سره د مبارزې ملي ادارې ته وسپارل شو او نوم یې د افغانستان د طبیعي خطرونو معلوماتي مرکز (Afghanistan Natural Hazards Data Centre) ته واړول شو. له طبیعي پېښو سره د افغانستان ملي ادارې ددې سیستم د چلولو او د طبیعي ناورینو د ثبتولو مسوولیت درلود. خو یو کال وروسته د جمهوریت په ړنګېدو سره یې کارونه وځنډېدل او د امریکا د نړیوالې پرمختیا ادارې وروسته IMMAP ته د هغه د بیا فعالولو دنده وسپارله. اوس مهال دغه سیستم د IMMAP له خوا د بشري چارو د ځایي ډیټا مرکز [Humanitarian Spatial Data Centre] په نامه چلېږي.
یوه بله نقشه چې د ټولې نړۍ په کچه په سلو کلو کې د سېلابونو د یو ځلي پېښېدو احتمال ښیي او د نژدې پنځو کیلومترو په اندازه ځایي رڼو جزییاتو (ریزالیوشن) سره د اروپایي کمیسیون د ګډ تحقیقاتي مرکز (JRC) له خوا جوړه شوې چې له سېلابي خطر نه د خبرېدنې د نړیوال سیستم (GloFAS) له لارې ورته آزاد لاسرسی کېدلی شي. سربېره پر دې، سوداګریزې موسسې د نړیوال سېلابي خطر لا روښانې ځایي نقشې ته چې ریزلیوشن یې لا لوړ یعنې تر لسو مترو دی، لاسرسی لري.
ددې پرمختیاوو ترڅنګ، د بشري چارو د همغږۍ له پاره د ملګرو ملتو دفتر (UNOCHA) یو ځانګړی ډیجېټل وَر (پورتال) هم لري چې (Reliefweb) نومېږي چې دنده یې د نړۍ په کچه د طبیعي ناورینو د اړوندو معلوماتو مستند کېدا ده، چې افغانستان هم په کې راځي. دغه وېبپاڼه پر خپله اصلي کړکۍ (dashboard) له ۱۳۹۱ کال راهیسې د سېلابونو په ګډون له طبیعي ناورینو راټوکېدلي تلفات او زیانونه ثبتوي.
د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د سېلابونو خطر څنګه توپیر کوي
په افغانستان کې سېلابونه تر ټولو ډېر تکرارېدونکي طبیعي ناورینونه دي چې هر کال خورا ډېر ټولنیز او اقتصادي زیانونه اړوي. ۳ شکل دا انځوروي چې څنګه سېلابونه د پېښېدو د تناوب له پلوه په افغانستان کې د ټولو طبیعي پېښو نیمایي جوړوي او د تلفاتو د شمېر له مخې یوازې تر زلزلې وروسته پاتې کېږي او په دویمه درجه کې راځي.
۳ شکل: په افغانستان کې طبیعي ناورینونه: (الف) تناوب (د تکرار څومره والی)، (ب) تلفات. سېلابونه د ټولو طبیعي ناورینو منځ کې د بیا بیا پېښېدو لوړه کچه لري او خورا درانده زیانونه اړوي. د وچکالۍ تناوب یا د پېښېدو تکرار لږ دی، ځکه د څو پرله پسې کلونو وچکالي یوه واحده پېښه شمېرل کېږي. د «ډله ییزې خوځېدا» (‘mass movement (wet)’) کته ګورۍ کې ځمک ښویېدنه، د واورې ښویېدنه، د خټو ښویېدنه، ډبر لوېدنه او د ځمکې ناڅاپي کېناستنې په ګډون ناورینونه راځي. د معلوماتو سرچینه: په بهرنیو ناورینو کې د امریکا د متحدو ایالاتو د مرستې ادارې (OFDA) او په ناورینو کې د وبا پېژندنې د مرکز (CRED) د نړیوال ناورین معلوماتي زېرمه (ډیټابېس)، ۱۳۹۸- ۱۴۰۱. له ۱۳۷۹ کال وړاندې معلومات په هغو کې د تبعیض له امله وغورځول شول.
په افغانستان کې سېلابونه په جلا جلا فصلونو کې پېښېدلی شي چې د ارتفاع او هوا څرنګوالی یې پر بڼو اغېز لري. په ټیټو برخو کې سېلابونه د هوا په بدلانه د کال په وروستیو میاشتو (سلواغه – کب) کې پېښېږي چې پسرلنۍ تودېدونکې هوا واوره په باران اړوي او پرځمکه پرته واوره ویلوي. د سېلابونو د پېښېدو مقدماتي نقشه چې د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبنیو سرچینو د مدیریت څانګې له خوا چمتو شوې همدا انځوروي (۴ شکل). په کب او سلواغه کې په لوېدیځو ولایتونو – بادغیس، هرات، فراه، نیمروز، هلمند، کندهار، زابل او ارزګان، او په کب – غوایي میاشتو کې په شمالي ولایتونو – سمنګان، بلخ، سرپل، جوزجان او فاریاب کې د سېلابونو د راوتلو احتمال وي. په پاتې ولایتونو کې د غوایي او چونګاښ میاشتو ترمنځ سېلابونه راوتلی شي، ځکه چې پسرلی له خپلې تودې هوا او ځنډېدلې واورې ویلېدنې سره، غرونو ته په ځنډ رسېږي.
ختیځ او جنوبي ولایتونه لکه کونړ، ننګرهار، لغمان، پکتیا، خوست او پکتیکا هم په چونګاښ او زمري میاشتو کې که چېرې سخت مونسوني اورښتونه، په تېره د وچکالیو پر مهال وشي، د سېلابونو خطر درلودلی شي (۷ لمنلیک وګورئ). دا اورښتونه په وروستیو کلونو کې د اقلیمي بدلانه په اغېز لا شدید شوي او لوړو سیمو ته هم رسېږي او تر کابل، پروان، لوګر، وردګو او غزني ولایتونو پورې یې لمن اوږدېږي.
۴ شکل: د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت د کال هغو موسمو ته په کتو چې له سیندونو په کې سېلابونه راخپرېږي، ټول هېواد په زونو ویشلی دی. دا نقشه د وزارت تخنیکي کارکوونکو په نیپال کې یوه ورکشاپ ته د ښودنې (پرېزنټېشن) پر مهال پرلیکه (آنلاین) شوې وه. اوس هغه نقشه پر انټرنېټ نه موندل کېږي.
په افغانستان کې د سېلابونو تلفات او زیانونه
سېلابونه هرکال شاوخوا سل زره تنه اغېزمنوي، سلګونه وژني او تر دې لا ډېر له خپلو مېنو او کروندو کوچېدنې ته اړباسي (د ۱۳۹۶ کال له پاره د نړیوال بانک له خوا په افغانستان کې د خطرونو څرنګوالی دلته وګورئ). سېلابونه، د بېلګې په ډول د مونسوني فصل په هغسې ناڅاپي بڼو کې چې په ۱۴۰۱ کال کې یې د لوګر ولایت خوشي ولسوالي لاندې کړه (په اړه یې د الجزیرې رپوټ دلته وګورئ) بشپړ کلي له یوې مخې ویجاړولی شي. د هغه کال په چونګاښ او زمري میاشتو کې، په ۱۶ ولایتونو کې سېلابونه راووتل چې په ۱۳ کې ډېر سخت وو (په اړه یې د سره صلیب د نړیوال فدراسیون او د سرو میاشتې د نړیوالو ټولنو دا رپوټ وګورئ). ۱۵۶ کسانو ژوند وبایله او ۱۲۴ ټپیان شول. څه باندې ۳۵۷۰۰ کورونه په کې اغېزمن شول چې وران شوي (۱۶۰۰۰) او زیانمن شوي (۱۹۷۰۰) وو. په ټوله کې دوه نیم سوه زره وګړي په کې زیانمن شول. د ۱۳۹۳ غبرګولي کې سېلابونو په ۱۴ شمالي ولایتونو کې ۹۰ زره کسان وځپل چې ۲۰ زره ورسره بې ځایه شول او د مالي زیان کچه یې تر ۱۰۰ میلیون ډالرو واوښته (وګورئ: د طبیعي حوادثو د خطرونو پروفایل [disaster risk profile]). د بدني ژوبلونې تر څنګ، سېلابونه دغه راز [روحي] صدمې هم پېښوي.
په لوګر ولایت کې د ناڅاپي سېلابو لاندې کړو کروندو یو هوایي انځور. عکس: سید خدای بردي سادات/ انادولو آژانس د فرانسې د خبري آژانس له لارې، د ۱۴۰۱ کال د زمري (اسد) ۳۱
تر کومه چې یې د اقتصادي زیانو خبره ده، سېلابونه د طبیعي حوادثو د خطرونو پروفایل [disaster risk profile] له مخې هرکال په افغانستان کې په منځني ډول د ۵۴ میلیون ډالرو په ارزښت زیانونه اړوي. په کوچنۍ کچه، یو وړوکی سېلاب کولی شي د یوه کلي د عوایدو اصلي سرچیني په مخه یوسي او د ډېرو وګړو پر ژوندانه د ناڅرګندتیا څادر خپور کړي. لوی سېلابونه بیا نه یوازې د سیمه ییزې ټولنې بلکې د ټولې لویې ساحې او کله کله د ټول هېواد د زیانمنولو وس لري، لکه هغه سېلاب چې په ۱۳۸۶ کې پر ګڼو سیمو وبهېد. لوی سېلابونه مواصلاتي لیکې، د برېښنا د وېش سیستم، سړکونه او پلونه ویجاړوي. سېلابونه ښایي د څښاک اوبه هم ککړې کړي چې ورسره ناروغۍ خپرېږي او بنسټیز تاسیسات ورانوي چې دا بیا په خپل وار د مرستو رسېدا له خنډ سره مخامخولی شي. د سېلابونو د زیان لوی پیټی د نړیوال بانک له خولې، پر سوداګریو او مېشتځایونو راځي چې په ترتیب سره د ټول سېلابي زیان ۴۰ او ۳۰ سلنه کېږي. نړیوال بانک دغه راز وایي چې یوازې یو واحد لوی سېلاب هم دا توان لري چې تر ۵۰۰ میلیونو ډالرو زیان پېښ کړي.
په افغانستان کې کروندو ته چې د ټول ناخالص ملي عاید درېیمه برخه (د نړیوال بانک په ټکو په ۱۴۰۱ کال کې ۳۶ سلنه) ترې راځي، د سېلابونو زیان په ځانګړي ډول لوړ دی. ددې مانا داده چې کله سېلاب حاصلات او څاروي یوسي، ټول اقتصاد ورسره خوږېږي چې د خوړو د بیو لوړېدا هم په کې راځي. که کرنیزه ځمکه د اوږدې مودې له پاره تر ډېرو اوبو لاندې شي، د ځمکو او باغونو حاصلات له منځه ځي. شدید یعنې ډېر څپاند بهېدونکي سېلابونه د کرنیزې ځمکې ښېرازوونکی پوټکی توږي او پر سر یې داسې رسوبات ډېرۍ کوي چې بوټي په کې وده نه شي کولی. په دې سره ځمکه تر ډېرې مودې له خپلې زرغوونکې وړتیا بې برخې کېږي (ورو بهېدونکي سېلابونه له بلې خوا ځمکې ته ښېرازوونکې خټه راوړلی شي). سېلابونه د اوبونې سیستمونه لکه ویالې، سربندونه (چې له سیند څه ویالو ته اوبه راماتوي) او کارېزونه هم ویجاړوي.
د ناڅاپي سېلابونو په راوتلو مالدارانو ته هم دا وخت نه پاتې کېږي چې خپل څاروي خوندي ځایونو ته وباسي. کله چې یو څاروی په سېلاب کې مري، اقتصادي زیان یې یوې خواته، جسد یې دغه راز د مرضونو د خپرېدو او د څښاک اوبو د ککړېدو سبب کېدلی شي. ددغو جسدونو پورته کول او پټول ډېر ضروري دي او سملاسي اقدام غواړي، خو ښایي بېخي ونه شي. په ۱۳۹۸ کال کې سېلابونو ۱۱۸۶۴ څاروي ووژل او ۹۷۳۲۵ جریبه ځمکه یې یووړه چې ورسر د ۲۲۸۰۰۰ وګړو ژوند اغېزمن شو (د ۱۳۹۸ کال له پاره په افغانستان کې د بشري غبرګون پلان دلته وګورئ).
له بده مرغه د اوږدو کلونو کړکېچونو افغانستان د نړۍ په کچه د ماینونو په یوه ډېر پوښل شوي هېواد اړولی دی. ځینې بمونه له پلاستیکونو جوړ شوي چې اوبه یې وړلی شي. له سختو سېلابونو وروسته خلکو په خپلو کروندو کې ماینونه موندلي چې ځينې یې ژوبللي یا وژلي او که نور نه وي وګړي یې له تګ راتګ او کرکیلې راګرځولي دي.
په افغانستان کې د سېلابونو خطر څه ډول د اقلیمي بدلانه په اغېز لا پورته ځي
د سېلابونو له لاسه زیانونه به لا نور زیاتېږي، ځکه چې اقلیم په بحران اخته دی. وار دمخه لا د سېلابونو سختوالی او پرله پسېوالی (تناوب) ډېر شوی دی. نړیوالې تودوخې په آرام سمندر کې د ایل نینو (El Niño) او له نینا (La Niña) پېښېدل ډېر کړي چې له امله یې په افغانستان کې پسرلني بارانونه (د ایل نینو) او مونسوني اورښتونه د (له نینا) په اغېز لا ډېر شوي چې ورسره په خپل وار سیندني سېلابونه په پسرلي او ناڅاپي سېلابونه په دوبي لا لوی شوي دي. پسرلني سېلابونه په تېره بیا که کال لوند وي، بیا بیا پېښېږي او لویېږي. د بېلګې په ډول، د ۱۳۹۸ په وري میاشت کې په کندهار کې د ۳۰ ساعتونو په اوږدو کې ۹۷ ملي متره اورښت وشو (Reliefweb وګورئ). چې په قرینه کې یې راوړو، د افغانستان اوبني تاسیسات په ۲۴ ساعتو کې د احتمالي اورښت تر دې ډېره ټیټه اندازه، یعنې ۶۰ ملي متره ځایولی شي. سربېره پر دې، د ملګرو ملتو چاپېریالي پروګرام (UNEP) په ۱۳۹۵ کې خبر ورکړ چې د افغانستان په شمالي او مرکزي غرنیو برخو او دغه راز د جنوب ختیځ په لوړو سرحدي سیمو کې د سختو پسرلنيو اورښتونو د راتلو پېښې له ۱۰ تر ۲۵ سلنه ډېرې شوې دي.
په وچو کلونو کې، مونسوني اورښتونه او ورسره تړلي سېلابونه (چې په دودیز ډول د لغمان، ننګرهار، کونړ او خوست غوندې ولایتونو کې پېښېږي) تر پخوا ډېر شدید شوي او اوس لوړې پرتې سیمې هم اغېزمنوي. په ۱۳۹۹ کال کې ناڅاپي سېلابونه په مرکزي سیمو کې هم راووتل چې د پروان ولایت د چارېکارو بېلګه یې پاموړ وه. رسنیو خبر ورکړ چې ۲۰۰ تنه وژل شوي او ۱۷۰ ژوبلېدلي او ترڅنګ یې ۱۰۵۵ کورونه نړېدلي او شاوخوا ۳۰۰۰ نور زیانمن شوي دي. څو کلیومتره سړک یې هم وړی و (د Reliefweb دا رپوټ وګورئ).
د لیکوال د ۱۳۹۹ کال څېړنې هم چې د اوبنیو څېړنو له پاره د منځنۍ آسیا مجله (Central Asian Journal of Water Research) کې خپره شوې، د کابل سیند حوزه کې د سېلابونو شدت موندلی دی. کارپوهان داسې بولي چې د هېواد په نورو سیندنیو حوزو کې هم سېلابونه لا ډېرېږي. د نړیوال بانک د ناورینو معلوماتي برخه کې یادونه شوې چې ښایي تر ۱۴۳۰ کاله پورې هر کال د هغو وګړو شمېر چې سېلابونه یې ځپي، دوه برابره شي، ځکه چې اقلیمي بدلون او د نفوسو ډېرېدا چې له امله یې د سېلاب له خطر سره مخامخ سیمو کې د کورونو شمېر ډېرېږي، سره ګډ شوي دي. بانک دغه راز اټکل کړی دی چې د سېلابونو له لاسه اوښتی زیان به هم هرکال ۷۰۰ – ۸۰۰ میلیونه امریکایي ډالره وي.
د سېلابونو غم خوړنه – څه په کار دي او څه شوي دي
په ځانګړي ډول دې ته په کتو چې د سېلاب راوتلو شدت او تناوب (پرله پسې والی) لا نور هم د خرابۍ خواته ځي، د خطرونو غم خوړنه یې بېخي بیړه نۍ شوې ده. یوازې دا نه ده چې کله پېښه وشوه مرسته ورسول شي، بلکې له لویه سره د سېلاب جوړېدنې د مخنیوي هڅه وشي، په دې تکل چې وګړي، ودانۍ او کروندې ترې وساتلای شي. د سېلابي خطر غم خوړنه یوه درې پړاویزه دنده ده: لومړی: چمتووالی؛ دویم: غبرګون؛ او درېیم: د عواقبو سپکول او له هغو نه راوتل. د جمهوریت پرمهال دا دندې ځانګړو وزراتو ته نه وې بېلې شوې. نتیجه یې دا وه چې څو بېلې دولتي ادارې ښکېل وې او د هرې دغې دندې برخه کې یې موازي هڅې کولې. د مسوولیتونو تیت والی تر ننه را روان دی.
چمتووالی
سېلاب ته چمتووالی په لومړي ګام کې سم دقیق اټکل غواړي. جمهوري حکومت په خپل ټول شل کلن موجودیت کې ددې پرځای چې له پېښې وړاندې زیانونه سپک کړي، خپل ټول پام په اساسي ډول د سېلاب تر راوتلو وروسته پر غبرګون ټول کړی و. له دې سره سره، په هغو کلونو کې سېلاب ته د چمتووالي د ډېرولو برخه کې ځينې ګټور نوښتونه او وسایل هم رامنځ ته شول.
د سېلابي خطر د نقشې او د افغانستان د ځایي معلوماتو د مرکز تر جوړېدو وړاندې، افغانستان د سېلابونو د اټکلولو هېڅ وسیله نه درلوده. خو په نړیواله کچه د سېلابونو د اټکل سیستم په غوړېدا، چې د هوا د حالاتو اټکل یې هم برخه ده، په دغه هېواد کې هم ورو ورو د سېلابونو اټکلېدا راجوړه شوه. د افغانستان د ځایي معلوماتو مرکز اوس اوس له سېلابونو د خبرېدا نړیوال سیستم (GloFAS) له ځانه سره ګډ کړی چې تر لسو ورځو وړاندې د سېلاب د راتلو اټکل کولی شي.
په ۱۳۹۶ کال کې، (په ځانګړي ډول په بهرنیو ناورینو کې د امریکا د مرستې ادارې، OFDA ) او دغه راز د ترکیې د هوا پېژندنې دولتی موسسې د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې سره د هوا د حالاتو د اټکل پربنسټ، د مقدماتي خبرداري سیستم په جوړولو کې مرسته وکړه (پر Reliefweb دا رپوټ وګورئ). دا سیستم د سپوږمکیزو (سټلایټي) انځورو له مخې وریځې او د هوا د حالاتو (میتیورولوجیکي) شاخصونه څاري او د سختو اورښتونو د راتلو امکانات ارزوي. ددغو څارنو له مخې، د سېلاب تر بهېدو وړاندې د ولسوالیو په کچه خبرداری ورکوي. دا خبرداري په دودیزو او خواله رسنیو خپرېږي او چې څوک یې ګوري مخکې له مخکې خبرېږي چې د سېلاب د راوتلو احتمال دی. د افغانستان د هوا پېژندنې دولتي ادارې د ۱۳۹۶ کال د زمري (اسد) پر ۲۳ د سېلابونو د راوتلو په اړه خپل لومړنی خبرداری خپور کړ. (په اړه یې پر Reliefweb دا رپوټ وګورئ). تر اوسه خپاره شوي خبرداري تر ډېره سم ختلي، که څه هم د نقشو روڼوالی (ریزلیوشن) لا هم دومره لوړ نه دی چې د وګړو له ایستلو سره مرسته وکړي. ددې له پاره چې دا چاره شونې شي، د ولسوالیو په کچه د خبرداري د اوسني سیستم پرځای، د کلیو په سطحه د لوړ روڼوالي (ریزلیوشن) معلوماتو ته اړتیا ده.
د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبنیو سرچینو ریاست هم په دې کلونو کې ښه شوی او په ټول افغانستان کې وار دمخه د سیندونو د څپاندېدو خبرداري خپروي. نړیوال بانک هم په ۱۴۰۰ کال کې د منځنۍ آسیا له پاره له سېلابونو د مقدماتي خبرداري سیستم را وایست چې د افغانستان شمالي سیمې هم رانغاړي (ددې سیستم په اړه نور د نړیوال بانک پر وېبپاڼه ولولئ). د جمهوریت تر ړنګېدو وروسته نړیوال بانک په افغانستان کې خپلې چارې چې ددې مقدماتي سیستم نوي کول هم په کې راتلل، ودرولې. ددوی ترڅنګ، نړیوالې موسسې چې په افغانستان کې غذایي خوندیتوب او د بشري مرستو بحران څاري، لکه د قحطۍ په اړه د مقدماتي خبرداري سیستمونو شبکه (Famine Early Warning Systems Network) (FEWS NET) چې د امریکا جیولوجیکي سروې (USGS) ورسره مرسته کوي، د یوې راروانې اوونۍ د هرې ورځې له پاره د هوا د حالاتو اټکل خپروي. د خوړو د نړیوال پروګرام اړوند د ناورینو اتوماتیکه ارزونه او نقشه جوړونه (Automatic Disaster Analysis and Mapping) هم د ګډون له لارې خپلو کاروونکو ته د سېلابونو تر راوتلو وړاندې خبرداري استوي. سربېره پر دې، د امریکا د سمندرونو او اتموسفیر ملي ادارې اړوند د اقلیمي اټکلونو مرکز هم د سختو هوایي واقعاتو په اړه چې ښایي ځینې یې د افغانستان او منځنۍ آسیا په ګډون ځانګړو سیمو کې د سېلابونو د راوتلو سبب شي، اوونیز مقدماتي خبرداري خپروي. د سانتا باربارا پوهنتون د اقلیمي خطرونو مرکز او «حاره یي معلومات» (Tropical Tidbits) هم د اورښتونو د احتمال مفصل اټکلونه خپروي چې د سېلابونو په اټکلولو کې ترې کار اخیستل کېدلی شي.
د سېلابونو په وړاندې د لا ډېر چمتووالي بله هڅه «د افغانستان د مقاومولو کنسورسیم» (Afghanistan Resilience Consortium) له خوا چې مشري یې «د افغان ایډ» په نامه نادولتي موسسې کوله، شوې ده. دوی د ناورینو له خطر سره مخامخ د افغانستان د اتو ولایتونو لکه بدخشان، تخار، کابل، سمنګانو، سرپل، جوزجان، بلخ او غور د ۲۵ ولسوالیو په کچه د ځایي وګړو په مرسته د مقدماتي خبرداري سیستمونه جوړ کړل (د نورو جزییاتو له پاره یې دا ځای وګورئ). دې شبکې سیمه ییزې ټولنې د کلیوالو استازو پرمټ سره ونښلولې او وګړو ته یې چې له خطرونو سره لکه سېلابونه مخامخ وو، خبر ورکاوه او ورسره جوخت یې د طبیعي پېښو د تلفاتو معلومات حکومت ته ورکول. د جمهوریت پرمهال د مقدماتي خبرداري د موسساتي سمبالښت څرنګوالی په ۵ شکل کې ښودل شوی دی. خو دې پروګرام ته یوه نژدې کس په دې شرط چې نوم یې ونه ښودل شي، لیکوال ته وویل چې په امنیتي اندېښنو او د جوماتونو، سیمه ییزو مشرانو او حکومت د خپلمنځي تړاو له نشتوالي، مقدماتي خبرداری لرې پرتو سیمو ته تش کله کله رسېده. د تلفاتو معلومات هم په خپل وخت حکومت ته نه رسېدل.
۵ شکل: په ۱۳۹۹ کال کې په افغانستان کې د مقدماتي خبرداري د موسساتي سمبالښت څرنګوالی. سرچینه د ملګرو ملتو چاپېریالي پروګرام.
د تکنالوژۍ د وروستیو پرمختیاوو له برکته په ټوله نړۍ کې د سېلابونو د اټکل برخه کې ښه والی راغلی دی. د «ګوګل د سېلابونو د اټکلولو نوښت» (The Google Flood Forecasting initiative) یې یوه ښه بېلګه ده چې غواړي د ټولې ځمکنۍ کُرې له پاره تر یوه متره پورې په ډېر لوړ روڼوالي (ریزلیوشن) د مقدماتي خبرداري یو سیستم راجوړ کړي (په اړه یې نور دلته ولولئ). دا سیستم د ګرځنده ځیرکو وسایلو په کارولو د سېلابونو راوتل اټکلوي او د کاروونکو موقعیت ته په کتو ترې هغوی خبروي. دا سیستم په ۱۸۰ هېوادونو کې فعال شوی، خو افغانستان لا په کې نه شته، سره له دې چې لیکوال ورته د افغانستان د سیندونو د پخوانیو اوبنیو اندازو معلومات ورکړل چې د سېلابي کچې په ټاکلو کې له دغه سیستم سره مرسته وکړي (وګورئ په ایکس شبکې د لیکوال لیکنه).
بله نړیواله پرمختیا د ۱۴۰۱ کال په لړم (عقرب) کې هغه مهال پېښه شوه چې د ملګرو ملتو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش د ښېکلو اړخونو په ۲۷ کنفرانس (COP27) د اقلیمي بدلانه په اړه یوه اعلامیه لاسلیک کړه چې موخه یې د ټولو له پاره د مقدماتي خبرداري د راجوړولو نوښت و. په هغې کې ددې ټکي د باوري کولو ژمنه شوې چې «په نړۍ کې هریو کس د ۱۴۰۶ کال تر پایه د ژوند ژغورونکي مقدماتي خبرتیا سیستم پرمټ د هوا، اوبو او اقلیمي پېښو له خطر نه [د سېلابونو په ګډون] خوندي وساتل شي.» خو که دا کار په انټرنېټي نښلېدا اړه مومي، د افغانستان په ډېرو کلیوالو سیمو او نورو ځایونو کې به یې کارېدا د انټرنېټ د محدودیت یا لګښت له امله محدود وي. ددې سیستم ځانګړي جزییات او د پلې کېدا څرنګوالی یې لا برسېره شوی نه دی. جرمني هم اوس اوس د ټول هېواد له پاره د خبرداري یو مقدماتي سیستم و ازمایه چې انټرنېټ نه غواړي (وګورئ: د جرمن د tagesschau.de خبري ادارې دا رپوټ). له لږو پرمختللو هېوادو لکه افغانستان سره ددې ټکنالوژۍ شریکول به د خبرداري لا آسان رسول شوني کړي او په دې توګه به تلفات ورسره ولوېږي.
ددې تر څنګ، د معلوماتو نوې ټولګې هم راوتلې چې د سېلابونو خطر سپکولی شي. د ودانیو، سړکونو، کلینیکونو، ښوونځیو او نورو اداري مجتمع ګانو معلوماتي زېرمه د افغانستان د احصاییې او معلوماتو ادارې سره شته. دغې ادارې په دې وروستیو کې د ټول افغانستان په کچه د شاوخوا ۶٬۳ میلیونو ودانیو په اړه خپل راټول کړي معلومات خپاره کړل. په دغو ودانیو کې، ۵٬۸ میلیونه استوګنځایونه، ۴۰۰ زره یې په ودانېدو او پاتې یې نا استوګنیزې ودانۍ دي (د احصاییې او معلوماتو ادارې دا لیکنه پر ایکس شبکې وګورئ).
دغه راز مایکروسافت هم په دې وروستیو کې د ټولې نړۍ د ودانیو «کمپیوټري ټول شوي معلومات» (footprint data) خپاره کړل چې په افغانستان کې یې د هغوی شمېر شاوخوا ۶٬۵ ګڼلی دی. (د مایکروسافټ له خوا په GitHub کې دا معلوماتي زېرمه وګورئ). ځينې تجارتي موسسې هم د کورونو د موقعیت په اړه معلومات ساتي. په دې ډول، له سېلابي خطر سره مخامخ بلل شوي کورونه، روغتیایي مرکزونه، ښوونځي او نورې ودانۍ د ډیجټلي اتصال له لارې د سېلابي خطرونو او د ناڅاپي سېلابونو د احتمال له موجودو نقشو سره د پرتلنې له لارې جوتېدلی او پېژندل کېدلی شي.
دې پرمختګونو ته په کتو داسې انګېرل کېدلی شي چې د سېلابونو اټکلول ښایي په څو کلونو کې دومره ساده شي لکه د هوا د حالاتو اټکل. خو د افغانستان غوندې هېوادونه به لا هم په خپلو بنسټیزو تاسیساتو او عملي وړتیاوو کې د نیمګړتیا له عواقبو سره همداسې لاس ګرېوان پاتې وي.
غبرګون (اقدامات)
د افغانستان پخواني جمهوري حکومت سېلاب ته د غبرګون چارې د یوه بین الوزارتی بورد پرمټ چې له طبیعي پېښو سره د مبارزې ملي کمیسیون بلل کېده او مشري یې مرستیال ولسمشر کوله، سمبالولې. په ولایتي او ولسوالۍ کچه هم دغه ډول کمیسیونونه له والیانو او ولسوالانو جوړېدل. د ولایتي او ولسوالۍ کمیسیونو غړي د اړوندو وزارتونو له ځایي رییسانو او مدیرانو جوړېدل. په افغانستان کې له پېښو سره د مبارزې ملي ادارې او د هغې اړوندو ولایتي څانګو ددغه کمیسیون د دارلانشاء او همغږي کوونکې ادارې په بڼه کار کاوه. د لویو طبیعي ناورینو په پېښېدو کې به ددې کمیسیون غړي او په دې ډله کې د دفاع او عامې روغتیا وزارتونو استازي سره ټول شول چې د حکومت د غبرګون څرنګوالی وڅېړي. شونې وه چې دفاع وزارت د ژغورنې عملیاتو له پاره پوځ واستوي او د عامې روغتیا وزارت روغتیایي خدمتونه سمبال کړي. خو د سرپناه او خوراکي توکو چمتو کول له طبیعي پېښو سره د مبارزې د ملي ادارې پر غاړه وو. پیسې ورته د ملي بودجې د اضطراري ۹۱ کوډ له لارې چې ولسمشر او د هغه مرستیالانو ورته له طبیعي پېښو سره د مبارزې چارو کې لاسرسی درلود، چمتو کېدلې.
افغاني سرې میاشتې هم د سرپناه او خوراکي توکو په چمتو کولو طبیعي پېښو ته غبرګون ښوده. خو څرنګه چې بودجه یې کوچنۍ وه، یوازې یې کله کله له ناورینو وروسته له اغېزیانمنو شویو وګړو سره د مرستې وړتیا درلوده.
له عواقبو راوتل او د هغو سپکول
جمهوري حکومت د سېلاب له عواقبو د راوتلو له پاره لیکلې کړنلاره نه درلوده. د کلیو د پراختیا، کرنې او انرژۍ او اوبو وزارتونو په سېلاب وهلو سیمو کې د بېلابېلو امدادي پروژو له لارې د استنادي دېوالو، سربندونو او ویالو په جوړولو د زیانونو یوه برخه بېرته سموله.
تر کومه چې د سېلابي خطرونو د سپکولو خبره وه، اصلي مسوولیت هم هغه مهال او هم اوس د اوبو او انرژۍ وزارت پر اوږو راځي. خو د جمهوریت پر مهال، وزارت نه یوازې د اړینو بنسټیزو تاسیساتو په جوړولو کې پاتې راغی، بلکې په دې برخې پورې کومه تړلې تګلاره او ستراتېژي یې هم جوړه نه کړای شوه. په ۱۳۹۵ کال کې وزارت د سېلابونو د مدیریت د ملي طرحې مسوده د دویم مرستیال ولسمشر دفتر ته چې د قانون جوړوونکو چارو مسوولیت یې درلود، وسپارل شوه، خو رد شوه. د ښار جوړونې وزارت هم په ۱۳۹۸ کال کې ښارونو ته د سېلابونو د مخنیوي کړنلاره طرحه کړه، خو په ښارونو کې د سېلابي خطرونو د کمولو له پاره عملي پروګرامونه راڅرګند نه شول (دغو اسنادو ته عمومي لاسرسی نه شته، خو که وغوښتل شي د دري ژبې نسخې یې لیکوال سره شته).
یوه کورنۍ چې کور یې په لوګر ولایت کې سېلاب وران کړی، خټې او خځلې پاکوي او د خپل کور سامانونه راباسي. عکس: سید خدای بردي سادات/ انادولو آژانس د فرانسې د خبري آژانس له لارې، د ۱۴۰۱ کال د زمري (اسد) ۳۱
د عمومي تګلارې، کړنلارې یا پالیسۍ له نشتوالي سره سره وزارت وروسته د سېلابي خطرونو د سپکولو چارې بېرته له سره پیل کړې. ددغه مقصد له پاره اقداماتو کې یې په ۱۳۹۸ کال کې د سېلابي خطرونو د کمولو له پاره د سیندونو په اوږدو کې د استنادي دېوالونو د جوړولو یوه طرحه او د وړو اوب ګرځوونکو بندونو (چک ډیمونو) د تړلو یو پروګرام چې په ټول هېواد کې ۳۰۰ بندونه جوړ شي، پیل کړل. دا پروګرام په ۱۴۰۰ کال کې له دې امله چې ورته بېلې شوې پیسې د روانې جګړې چارو ته واړول شوې، وځنډول شو.
ولسمشر حامد کرزي د لویو بندونو جوړولو ته لومړیتوب نه ورکاوه، ځکه غوښتل یې له ګاونډیانو سره چې د اوبو بهیر ورته اغېزمنېدلی شو، روابط ښه وساتي. په هرات ولایت کې د افغان – هند د دوستۍ بند (چې د سلما بند هم بلل کېږي)، په کابل کې د شاه و عروس بند، په نیمروز کې د کمال خان بند لومړی پړاو، په هرات کې د پاشدان بند او په پکتیا کې د مچلغو بند پروژې د هغه د واکمنۍ پرمهال له سره پیل شوې، خو یوه یې هم په دغه پړاو کې بشپړه نه شوه. دغه راز پام د پروژو په امکان سنجونه او د ډیزاینو په چمتو کولو ټول وساتل شو.
د جمهوریت په دویمه لسیزه کې ولسمشر اشرف غني د اوبو او سېلابي خطرونو د مدیریت له پاره په ۱۳۹۶ کال کې د ۲۷ او په ۱۳۹۹ کال کې د ۴۴ بندونو د جوړولو اعلان وکړ. خو ډېرو پلان شویو بندونو ډیزاینونه نه درلودل او دومره پیسې او تخنیکي یا مدیریتي وړتیا نه وه چې دا پروژې بریالۍ کړي. څرنګه چې د غني حکومت د اوبو پر مدیریت ټینګار درلوده نو یې په فاریاب کې د دهن دره او المار بندونو، په بادغیس کې د قادس بند، په غور کې د پوزه لیچ بند، په دایکندي کې د سوختک بند او په فراه کې د بخش آباد بند چارې هم پیل کړې. امنیتي خطرونو ننګونې جوړولې او ګڼ جمهوري پرسونل په کې ژوند بایله او د کارونو پرمختګ یې ځنډاوه. د قراردادي شرکتو د ټیټې وړتیا، د پروژو د بشړتیا ځنډ او بودجوي فشارونو له امله دغه پروژې په موقت ډول وځنډول شوې. دا چې ددې ځنډ پړه پر کوم وزارت راتله، د ۱۳۹۵ کال د تلې پر ۲۵ نېټه د طلوع نیوز په دې رپوټ کې راغلې وه. دا پروژې او دغه راز په وردګو ولایت کې د چک د برېښنا او اوب ګرځونې بند چارې وروسته له سره پیل شوې. خو کله چې په ۱۳۹۹ کال کې د اوبو او انرژۍ وزارت له سره سمبال او د اوبو (د اوبو د تنظیم ملي ادارې) او انرژۍ (د انرژۍ تنطیم ادارې) په نامه دوو جلا څانګو وویشل شو، د بنسټیزو تاسیساتو د اړوندو ګڼو پروژو کارونه هم چې د چک د برېښنا د تولید بند هم په کې راته، په نیمایي کې ودرېدل، ځکه سم نه پوهېدل چې له دغو دوو ادارو په کومې یوې پورې اړه مومي. دا ځنډ د جمهوریت تر پایه پرځای پاتې شو.
جمهوري حکومت دغه راز د سېلابونو د کابو کولو او د کابل ښاریانو ته د اوبو رسولو له پاره د ۱۳۹۹ کال د سلواغې په ۲۱ له هند حکومت سره په کابل ولایت کې پر میدان سیند د شاتوت بند د جوړولو تړون هم لاسلیک کړ. خو پر بند لا عملي کار پیل شوی نه و چې جمهوري نظام وروسته د بل کال په نیمایي کې ړنګ شو. جمهوریت دغه راز د ولسي ملاتړ د خپلولو له پاره په ۱۴۰۰ کال کې د بند جوړونې پروژو د پیل په موخه د اوبو او انرژۍ وزارت او ملي پراختیا شرکت ترمنځ چې د پروژو د پلې کېدا مسووله دولتی موسسه وه، ګڼ تړونونه لاسلیک کړل. خو دغو پروژو نه ډیزاین او نه هم بودجه درلوده. له دې سره سره د ملي پراختیا شرکت د پروژو سیمو ته یوه لږه اندازه تخنیکي وسایل (ماشینري) واستول چې وښیي کار پیل شوی دی او چې جګړو په دغه کال کې لا زور واخیست، د یادو شویو پروژو ټول پلانونه ټپ ودرېدل.
دغه راز نړیوالې مرستندویې موسسې چې چارې یې د ملګرو ملتو د بشري چارو د همغږۍ اداره (UNOCHA) همغږې کوي، هم هغه مهال او هم اوس د سېلابي خطرونو د غم خوړنې برخه کې مهمه ونډه لري چې بېلابېلې ډلې یې له طبیعي پېښو سره د مبارزې ملي ادارې او حکومت د غبرګون د سمبالښت په موخه په ځانګړو تخنیکي برخو کې په کومک رسونې او د مسلکي مرستو په چمتو کولو بوختې دي.
د امارت تر بیا واکمنېدو وروسته د سېلابي خطر د مخنیوي چارې
په دویم اسلامي امارت کې، د افغانستان له طبیعي پېښو سره د مبارزې ملي ادارې له طبیعي پېښو سره د مبارزې له پاره د دولت وزارت په توګه خپلې چارې وساتلې، خو په خورا لږو مالي امکاناتو ځکه چې مرستندویانو د جمهوریت له نړېدو وروسته د مرستو منلې پیسې هماغه ګړۍ ودرولې. په ۱۳۹۸ (د کووېد په خپرېدو د مرستو او پیسو له موقتي زیاتوالي دمخه د جمهوریت وروستي کال) کې ملي بودجه ۳۹۶ میلیارده افغانۍ (۵٬۵۵ میلیارده امریکایي ډالره) وه چې د مرستندویانو د ژمنه شوو پیسو اندازه په کې ۱۸۹ میلیارده افغانۍ (۲٫۶ میلیارده امریکایي ډالره) وه. په ۲۰۰۲ کال کې د امارت د نړېدو په دا بل کال، د هغه ټوله بودجه ۱۹۳٬۹ میلیارده افغانۍ (۲٬۷ میلیارده امریکایي ډالره) وه.
د پیسو کموالی د امارت په واکمنۍ کې د سېلابي خطر د کمښت اړوندو هلوځلو د کمزورتیا یو دلیل دی. نړیوالو موسسو هم چې له طبیعي پېښو سره د مبارزې ملي ادارې، د اوبو او برېښنا، کرنې او د کلیو پراختیا وزارتونو ته یې مسلکي او مالي مرستې چمتو کولې، خپله همکاري ودروله. ډېرو مهمو کارکوونکو چې له طبیعي پېښو سره د مبارزې برخه کې یې تجربې پخې شوې وې، یا د ۱۴۰۰ کال په یومخیزه ایستنه کې له هېواده ولاړل او یا لکه د طبیعي پېښو سره د مبارزې ملي ادارې د ولایتي رییسانو په مورد کې، نوي حکومت له دندو لرې کړل. د افغانستان د طبیعي ناورینو د معلومات ټولونې مرکز چارې چې د سېلابي پېښو په ګډون د ناورینو په مستند کولو بوخت و، ودرول شوې.
د حکومت په بدلېدو سره تر ټولو لوی ګوزار په ځانګړي ډول د پرمختیا له پاره په لګښتونو راغی. د سېلابي خطر د سپکولو له پاره اقدامات هم په دې برخه کې راځي. د ملګرو ملتو او امریکا په بندیزونو کې استثناوو چې د اغېز ساحه یې ورمحدوده کړه، کولی شوای چې د بندیزونو په محدوده کې د سېلابي خطر د سپکولو د یوه اغېزناک پروګرام چلېدو ته لار جوړه کړي. خو مرستندویانو لېوالتیا نه درلوده چې له بشري مرستو او ډېرو ابتدایي خدماتو هاخوا پَل واخلي. له دې سره جوخت، امارت لکه چې وویل شول په شدید بودجوي محدودیت کې چارې پرمخ بیایي او د عوایدو ډېره برخه پر عملیاتي لګښتونو لګوي. په ۱۳۹۸ کال کې جمهوریت د خپلې بودجې ۳۳٬۷ سلنه پرمختیایي چارو ته بېله کړې وه. په ۱۴۰۱ کال کې د امارت له خوا دغې برخې ته بېلې شوې پیسې ۵٬۵ سلنې ته ولوېدې.
په همدغو محدودیتونو کې امارت، د اوبو د بنسټیزو تاسیساتو له پاره لویې پروژې لومړیتوب ته راوستې (د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې رپوټونه دلته او دلته وګورئ). خو دا د سېلابونو د غم خوړنې پرځای معمولاً د اوبو د زېرمه کولو یا د کروندو د اوبولو له پاره دي. د امارت نیمه پرمختیایي بودجه په ۱۴۰۲ کال کې په قوش تېپې کانال ولګېده چې له آمو سیند نه د اوبو په را اړولو، له بلخ نه پر جوزجان او وړاندې فاریابه پورې کروندو ته اوبه چمتو کوي. امارت دغه راز په کابل ولایت کې د شاه و عروس بند، په فراه ولایت کې د بخش آباد بند له پاره د تونل، په نیمروز ولایت کې د کمال خان بند او اوس اوس په هرات ولایت کې د پاشدان بند چارې له سره پیل کړې دي. دغه راز یې په زابل ولایت کې د نوي «تورې» بند په جوړولو هم لاس پورې کړی دی. د کجکي بند د دویم پړاو چارې هم د دولتي – خصوصي مشارکت تړون له مخې چې په جمهوریت کې لاس شوی و، روانې دي. د نورو بندونو پروژې چې د مسیر په کوزنیو برخو کې سېلابي خطرونه کمولی شي، لاهم هماغسې ځنډېدلې پاته دي.
یو سړی په پروان ولایت کې له ناڅاپي سېلاب وروسته چې لسګونه یې وژلي، کورونه یې ویجاړ کړي او شتمنیو ته یې زیان اړولی، په خوارۍ د خټو له منځه خپله لار باسي. عکس: سید خدای بردي سادات/ انادولو خبري آژانس د فرانسې د خبري آژانس له لارې، د ۱۴۰۱ کال د وږي (سنبلې) ۵
امارت دغه راز په دې وروستیو کې د سېلابي خطر د کمولو او اوبو د زېرمه کولو له پاره د افغانستان په هره ولسوالۍ کې د یوه کوچني بند (چک ډیم) د ودانولو نوښت اعلان کړی دی (د پژواک دا رپوټ وګورئ). خو په ولسوالیو کې ځینې تر نورو لویې دي او ځکه به ورته تر یوه د ډېرو بندونو اړتیا وي.
سربېره پر دې، د امریکا د نړیوالې پرمختیا ادارې (USAID) د بشري او پرمختیایي موسسو د معلوماتي مدیریت نړیوالې موسسې (IMMAP) ته بیا ویلي چې د افغانستان له پاره د ځایي معلوماتو د مرکز چارې له سره پیل او د بشري پروګرامو له پاره معلومات چمتو کړي. نړیوالو موسسو هم په ډېره ټیټه کچه د اوبو د مدیریت نوښتونه راپیل کړي چې د بشري پروګرامو له لارې د سېلابي خطرونو غم خوري. د غونډیو لمنو کې ګڼې کندې کیندل شوې چې د باراني اوبو په ټولېدو، د سېلابونو خطر کم او تر ځمکې لاندې اوبو زېرمه پیاوړې کړي. دغه راز نادولتي موسسو او د ملګرو ملتو د خوړو او کرنې پرګرام (FAO) له خوا د کوچنیو بندونو (چک ډیمونو) د جوړولو لارښوونه هم شوې چې ۷۰۰ یې جوړ شوي دي (د ۱۴۰۲ کال د سلواغې (دلوې) پر ۱۸ پر ایکس شبکه د FAO دا لیکنه وګورئ).
ځوان فعالان هم د بهرمېشتو افغانانو له خوا په بسپنه شویو پیسو د اوبو د زېرمه کولو تاسیسات جوړوي. د بېلګې په ډول، فعالانو د ننګرهار ولایت په هسکې مینې ولسوالۍ کې ۱۲ چک ډیمونه جوړ کړل (وګورئ: د سلام وطندار پاڼه). دا نوښتونه که څه هم د سېلابي خطر په کمولو کې مرسته کولی شي، خو کچه یې په هېڅ ډول دومره نه ده چې د دومره پراخې ستونزې غم وخوړلی شي. سربېره پر دې، د ځینو هغو چک ډیمونو تصویرونه چې وروستیو سېلابونو ویجاړ کړل، پر رسنیو خپاره شوي چې هم د ډیزاین او ودانیزو چارو ټیټوالی او هم د سېلابونو شدت ښیي (د بېلګې په ډول پښتو بي بي سي وګورئ).
په ۱۴۰۳ کال کې په افغانستان کې د سېلابونو احتمال
ویل کېږي چې د ایل نینو [El_Niño] وروستۍ واقعه بشپړه شوې او آرام سمندر بېرته خنثی حالت ته اوښتی دی (په اړه یې د آسترالیا د هوا پېژندنې ادارې د ۱۴۰۳ کال د وري د ۲۸ دا رپوټ وګورئ). د ایل نینو تېرې راڅرګندېدنې، لکه په ۱۳۹۸ کال کې تر منځنۍ کچې پورته اورښتونه راوستل. خو د سږني لانده فصل د اورښتونو اندازه لا همدا اوس تر منځنۍ کچې اوښتې ده. د ایل نینو بهیر او د لانده فصل اټکلونو ته په کتو (۵ شکل)، د ۱۴۰۲ کال په کب او د ۱۴۰۳ په وري میاشتو کې د سختې واورې او باران د راتلو اټکل شوی و، چې راغلل (د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې وروستی رپوټ دلته وګورئ). په دغو میاشتو کې اورښت، په تېره بیا چې له دومره اوږدې وچکالۍ وروسته راشي، د لوړې تودوخې له امله د سېلابونو د بهولو احتمال له ځانه سره درلود. تر منځنۍ کچې پورته تودوخې واوره تر وخت وړاندې ویلې کړه چې د سېلابونو بهېدو او پر دوبي د اوبو کمېدو ته یې لار جوړه کړه. ددې رپوټ د بشپړېدو پرمهال د افغانستان له دریو نژدې دوې برخې ولایتونو کې سېلابونه راوتلي؛ ځینې یې ډېر شدید وو چې ۹۰ کسه یې وژلي، څه باندې ۲۰۰۰ کورونه یې زیانمن کړي او زرګونه څاروي یې وړي دي (وګورئ: Reliefweb). د نورو سختو اورښتونو اټکل شوی او د سېلابونو د راوتلو وېره وه.
۶ شکل: د ۱۴۰۳ کال د وري – غوایي – غبرګولي میاشتو له پاره موسمي وړاند وینې په ټول افغانستان کې له منځنۍ کچې پورته اورښتونو اټکل لري. سرچینه: د کولمبیا پوهنتون، د کولمبیا د اقلیم پېژندنې پوهنځني وبېپاڼه.
سربېره پردې، له بده مرغه د مونسوني ناڅاپي سېلابونو اټکل هم چې [معمولاً] د ایل نینو پرکال کمزوري کېږي، شوی دی.
اټکل دی چې په ۱۴۰۳ کال کې به له ایل نینو څخه «له نینا» [La Nina] ته مخامخ تېرېدنه ددې سبب شي چې په افغانستان کې د ۱۴۰۳ کال ژمی وچ راشي (په اړه یې د کرنیزې برخې اقلیم پېژندونکي ویسټن اندرسن دا ټویټ وګورئ). خو راتلونکی دوبی ښایي بیا له سختو ناڅاپي سېلابونو سره ملګری راشي.
بیړني اقدامات او اوږدمهالی، هر اړخیز ملي پلان
د سېلابي خطر د سپکولو له پاره په کار ده چې یو لړ اقدامات بې ځنډه همدا سږکال ترسره شي. تر هرڅه وړاندې باید موجود کانالونه، کارېزونه او ویالې پاکې شي چې اوبه په کې کښته آزادې وبهېږي. دا کار باید هرکال د سېلابي موسم تر رارسېدو وړاندې وشي. ترڅنګ یې، د اوبو د ستنولو او د باراني اوبو د زېرمه کولو تاسیسات کولی شي په ګڼ مېشتو او خطر ته مخامخ سیمو کې د سېلاب خطر تر ډېره ټیټ کړي. دا چارې کېدی شي د بشري مرستو د روانو پروګرامونو په چوکاټ کې ترسره شي. داهم خورا اړینه ده چې د مقدماتي خبرداري په مرسته خبرتیا ډېره او د سېلاب تر رابهېدو وړاندې له سیمې نه د وګړو د ایستلو پلان چمتو شي. اړوند معلومات په سیمو کې د وګړو د ټولېدو له ځایونو، لکه جوماتونو، خپرېدلی شي.
خو په افغانستان کې د سېلابي خطرونو اغېزناک او پایېدونکی کمښت داسې یو هراړخیز پلان غواړي چې موجود امکانات تر وسه وسه سم وکارېږي او د ټولو ښکېلو خواوو ونډې روښانه تعریف کړای شي. یو دغسې مورد د افغانستان د وچکالۍ د خطر کمولو تګلاره (۱۳۹۸ – ۱۴۰۹) ده چې د ملګرو ملتو د خوړو او کرنې سازمان او د کرنې وزارت په ۱۳۹۸ کال کې په ګډه چمتو کړه. که څه هم دا تګلاره د وچکالۍ خطرونو د غم خوړنې له پاره ده خو پلې کېدا کې یې اووه عامه ادارې چې په افغانستان کې د سېلابي خطرونو غم خوري، ګډون لري. په یوه داسې ګڼ پوړیزه کړنلاره کې د خطرونو د کمولو له پاره ددې ټولو اقداماتو ګډول چې په ملي سطحه سیندنۍ حوزې، د ولایتونو ترمنځ ګډې او د سیمه ییزې کچې اوبنۍ حوضې [اوب ډنډونه] راونغاړي، کولای شي د یوې داسې پراخې ملي تګلارې بنسټ شي چې هم مهاله په ملي کچه هم د ویجاړوونکو سېلابونو او هم وچکالۍ د خطرونو غم وخوري. د وچکالۍ خطرونو د کمښت تګلاره به دغه راز د سېلابونو له پاره د ستراتېژۍ، پالیسۍ او د عمل کړنلارې په ګډولو هغه تشه هم ډکه کړي چې همدا اوس ددې برخې په عمومي چوکاټ کې شته.
تر اوږدې جړۍ (پرله پسې اورښت) وروسته ناڅاپې سېلابونو په جوزجان ولایت کې کورونه او کروندې ډوبې کړي دي. عکس: د فرانسې خبري آژانس، د ۱۳۹۳ کال د غوایي (ثور) ۵
ددې ډول پروګرام د تمویل مالي امکانات کېدای شي د ملګرو ملتو په بشري پروګرامونو یا د اقلیمي بدلانه په ځانګړو صندوقونو کې وموندل شي. د اقلیمي بدلانه ځانګړو صندوقونو ته چې له اقلیمي بدلانه سره د ځان سمولو (تطابق) له پاره د لږو پرمختللو هېوادونو لاسنیوی کوي، د افغانستان لاسرسی له دې امله بند شوی چې پیسې یې د دود له مخې د رسمي پېژندل شویو حکومتونو له لارې لګول کېږي چې امارت هغسې نه دی. د زرغون اقلیم صندوق چې د اقلیمي بدلانه په اړه د ملګرو ملتو د چوکاټیز تړون اصلي تمویلوونکې اداره ده، له افغانستان سره هر ډول اړیکي ځنډولي دي. خو دوو نورو صندوقونو، د زرغون چاپېریال تسهیلات (Green Environment Facility) او د تطابق صندوق (Adaptation Fund) اړیکي نه دي ځنډولي.
د افغانستان له پاره د ملګرو ملتو ستراتېژیک چوکاټ (UNSFA) (۱۴۰۲- ۱۴۰۴) په افغانستان کې د «لومړنیو بشري اړتیاوو» برخه کې د ملګرو ملتو د مرستې له پاره درې لومړیتوبونه ټاکلي دي: ۱ لومړیتوب: پایېدونکي ضروري خدمات؛ ۲ لومړیتوب: اقتصادي امکانات او مقاوم معیشت؛ ۳ لومړیتوب: ټولنیز پیوستون، ګډون، جنسیتي برابري، بشري حقونه او د قانون واکمني. که څه هم دا چوکاټ اقلیمي بدلانه ته چې د ناورینو خطر کمول هم په کې راځي، بیا بیا ګوته نیسي، په افغانستان کې د ملګرو ملتو د ۱۴۰۲ کال کلني رپوټ له مخې، په دې برخه کې د ملګرو ملتو هڅې اساساً پر «خوندي لومړنیو اوبو» او دغه راز اساسي حفظ الصحې او روغتیایي خدماتو راټولې دي. په بله ژبه، په داسې حال کې چې دا ستراتېژیک چوکاټ د ناورینو خطر کمونه د یوې جاري اندېښنې په توګه مني، په خپلو ټاکلو لومړیتوبو کې ورته کومه ځانګړې ماده نه بېلوي. ښایي لامل یې دا وي چې داسې یو اقدام له اسلامي امارت او د هغه له بېلابېلو ادارو سره مخامخ راشه درشه او همکاري اړینوي او په اوسني سیاسي چاپېریال کې د ملګرو ملتو وړتیا چې دغسې یوه اقدام ته یې جوړ کړي، بېخي محدوده ده.
له دې امله په دې برخه کې لوی خنډ د یوې داسې ادارې نشتوالی دی چې د زرغون اقلیم صندوق او د تطابق (ځان سمونې) صندوق اعتبارلیک ورکړی وي او دا وړتیا او/ یا لېوالتیا ولري چې له اقلیمي بدلانه سره د ځان سمونې (تطابق) پروژې راپیل کړي. دا دوه صندوقونه نا دولتي ټولنو (اینجوګانو) ته اجازه ورکوي چې د ملي تطبیقوونکو بنسټونو په توګه ثبت شي او بیا د تطابق پروژو پلې کېدا کې لاس وکړي. خو اوسني بندیزونه چې بانکي او افغانستان ته د پیسو د انتقال بندیزونه هم په کې راځي، ښایي لوی خنډونه شي او کېدای شي مانا یې دا راوخېژي چې هره اینجو چې غواړي په خپلو چارو کې د ناورینو خطر کمونه هم شامله کړي، اړ وځي چې د همدې ځانګړي موخې له پاره د امریکا د خزانې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول ریاست (OFAC) نه له بندیزو څخه د مستثنی کېدو غوښتنه وکړي. که چېرې دغه صندوقونه دا ډول اینجوګانې ومومي او د ځایي شریکانو په شراکت ورته د سېلابي خطرونو د کمولو پروژو د پلي کولو اعتبارلیک ورکړي، په دې سره شونې کېږي چې د اقلیمي بدلانه اړوندې پیسې د اوسنیو چینلو لکه د نغدو پیسو د منظم انتقال په کارولو، د ملګرو ملتو له لارې افغانستان ته واستول شي.
هر ډول جامع پلان، که د هر چا له خوا تمویلېږي یا اجرا کېږي، اړ دی چې د خطرونو د مدیریت کړۍ سره ځان برابر کړي چې د چمتووالي، غبرګون، ژغورنې او غم خوړنې پړاوونو څخه جوړه ده چې هره برخه کې یې بیا ګڼې دندې راځي. د چمتووالي پړاو کې لومړیتوب دادی چې خطر وپېژندل شي، پلان ورته جوړ شي او وار دمخه د خبرولو یو سیستم چمتو شي. په افغانستان کې د مقدماتي خبرونې له پاره شتو امکاناتو ته په کتو، په دې پړاو کې، لکه لیکوال چې دمخه وښودل، همدا اوس پرمختګ راغلی دی. خطرونه او خطرونو ته مخامخ ځایونه او دغه راز د ودانیو اونورو تعمیرونو موقعیت په هغو نقشو او پورتالو کې چې لا دمخه چمتو شوي (لکه د افغانستان د ځایي معلوماتو مرکز او د افغانستان د طبیعي ناورینو د معلوماتو مرکز چې اوس د بشري چارو له پاره د فضایي معلوماتو په مرکز اوښتی) ښودل شوی دی. د خوندي کولو اقدامات یې لومړیتوبونو او د خطر درجې ته په کتو طراحي کېدلی شي.
د حکومت د عایداتو محدودیت د مقدماتي خبرداري سیستم کې د پانګونې مخه نیسي. هیله داده چې په نړیواله کچه پرمختګونه، لکه د ګوګل له خوا د سېلابونو وړاند وَیَنه، د مقدماتي خبرداري سیستم د ټولو له پاره، او د منځنۍ آسیا د سېلابي خطرونو د مقدماتي خبرداري نوښتونه په دې برخه کې واټن راکم کړي. خو د وچکالۍ له پاره د موجودو پالیسیو، ستراتېژیو او د عمل کړنلارو پراخول چې د سېلابونو مدیریت هم راونغاړي، د پیاوړې پلان جوړونې او غم خوړنې له پاره حیاتي ارزښت لري. دغسې یوه تګلاره به له ډېر خطر سره مخامخ سیمو کې د غم خوړنې یا مدیریت چارې لومړیتوب ته راولي. دغه راز، د مقدماتي خبرونې سیستم د کارولو او د سېلابي خطرونو د غم خوړنې اقداماتو په اړه، په تېره بیا د هېواد د لر او بر هغو سیمو کې چې کورونه په کې جوړېږي، یا همدا اوس په جوړېدو دي او یا دمخه جوړ شوي، پراخې عمومي آګاهۍ ته هم اړتیا ده.
پېښې ته د غبرګون پړاو کې ډېر ټینګار پر بیړنیو اقداماتو دی چې د مقطعي چارو پرځای د یوه جامع پلان برخه وي. د هغه اغېزناکه پلې کېدا په ټول هېواد کې د هرې سیمې د وګړو په ګډون د ناورینو د مدیریتي اقداماتو په پراخولو سره شونې کېدلی شي. په دې کار کې دغه راز، د سېلاب ځپلو ژغورنې ته د پوځي پرسونل د ورګډولو او د سپوږمکیزو (سټلایټي) انځورونو د کارونې اړتیا هم راځي چې د ملګرو ملتو د سټلایټ مرکز، د کوپرنیک د بیړنیو حالاتو د مدیریت خدماتو (the Copernicus Emergency Management Service) او د نورو نړیوالو سېلاب څارونکو ادارو له خوا هرو دریو ورځو کې یو ځل وړاندې کېږي. ددې ترڅنګ، خواړه او اوبه د افغانستان د طبیعي پېښو سره د مبارزې ملي ادارې یا افغاني سرې میاشتې پرمټ ویشل کېدلی شي. د امکاناتو تخصیص د طبیعي خطر د پېښېدو او له هغه سره د وګړو د مخامخېدو احتمال ته په کتو کېدلی شي او یا هم ښایي هغو سیمو ته چې تر ټولو ډېر زیان یې ګاللی، لکه ښارونه، واستول شي.
د ژغورنې او کړاو سپکونې پړاو باید د هر ډول جامع پلان تر ټولو لویه برخه وي. په دې کې باید د ویجاړو شویو تاسیساتو بیا رغونه او په راتلونکې کې د سیلابي خطرونو د سپکولو له پاره نوي اقدامات شامل وي. ګڼ داسې تعمیراتي او غیر تعمیراتي، لوی او واړه اقدامات شته چې سېلابونه کمولی شي. په تعمیراتي اقداماتو کې د لویو اوبنیو زېرمو، ډنډونو، د اوبو د مسیر اړوونکو بندونو، استحکامي دیوالونو جوړول او ځانګړي بهیر ته د اچولو پرځای د سیندنیو مسیرونو پرانستل چې په طبیعي ډول خوندي وبهېدلی شي، شاملېږي. ددې کار له پاره ښایي اړتیا وي چې سیندني مسیرونه پراخ شي یا یې عرض بېرته، په تېره بیا ښارونو کې لومړني حالت ته واړول شي او خنډونه او رسوبات یې له مخې پورته شي.
یو کور چې په لوګر ولایت کې ناڅاپي سېلاب وړی دی. عکس: سید خدای بردي سادات/ انادولو آژانس د فرانسې د خبري آژانس له لارې، د ۱۴۰۱ کال د زمري (اسد) ۳۱
غیر تعمیراتي اقدامات چې ډېرځله یې «طبیعي حل لارې» بولي، چاپېریال ته زیان نه رسوونکې حل لارې دي چې د طبیعي بهیرونو په پیاوړولو اوبه سمبالوي او د ځمکې د مخ په اوب زېرمو او ښاري چاپېریال کې د اوبو د پاتېدو او ټولېدو وړتیا لوړوي. په طبیعي بنسټ راجوړې شوې ګڼې لویې او وړې حل لارې پخپله طبیعت وړاندې کوي چې هره یوه یې خپله ځانګړې وړتیا لري. د اوبني بهیر په پاسنیو ډنډونو، په تېره بیا هغو سیمو کې چې بنسټیز تاسیسات یې حد اقل وي، د طبیعي حل لارو پلې کېدا د سېلابي خطر د ټیټولو خورا ډېره وړتیا لري. د سېلابي خطر د کمښت څومره والی مخامخ په دې اړه لري چې ترسره شوي اقدامات څومره پراخ دي.
د پراخې کچې طبیعي حل لارې لکه اوب ستنوونکي ډنډونه چې د جړیو (سختو اورښتونو) په وړاندې سیمه ټینګه ساتي او د سېلاب بهېدا له هغه نه د اوبو په ستنولو او وروسته خوشې کولو ورو کوي، د جبه زارونو (لندو ځمکو) او ډنډونو جوړول چې سېلاب راټول کړي، د سېلابونو د کمولو لوړه وړتیا لري، خو دې ته پراخه ورشو په کار ده. پر خلاف یې، د وړې کچې ګڼې طبیعي حل لارې لکه د پلي تګ اوب جذبوونکې مسیرونه (سورۍ سطحې)، ښاري ځنګلونه، باراني باغونه او په حویلیو کې او د اوب ټولونې اقدامات، شته؛ اوب ټولونکي ډنډونه (چې سوري ونه لري او اوبه په کې پاتې کېږي) ښاري سیمو ته جوړ دي او لږ ځای غواړي.
داسې یوه تګلاره چې د سېلاب او وچکالۍ دواړو د خطرونو کمول په کې یوځای شوي وي، کېدای شي پراخې تعمیراتي پروژې او د محدودې کچې ډول ډول اقدامات سره راټول کړي. د سترو پروژو تطبیق چې د پرمختیایي پروژو په لړ کې بلل شوې او په تېر کې یې د نړیوالو موسسو له خوا لوی مالي امکانات راخپلولی شول، اوس تر ډېره ناشونې دي، ځکه چې لویو مرستندویانو سیاسي پرېکړه کړې چې له [اوسني] حکومت نه په څنګ تېر شي. خو له دې سره سره، د کوچنۍ کچې اقدامات چې د بشري مرستو د جاري پروګرامونو یا د نغدو پیسو په بدل کې د کار له لارې پلې شي، د سېلابونو او وچکالۍ خطرونه خورا ډېر کمولی شي. د کوچنۍ کچې اقدامات باید د سیمه ییزو پرمختیایي شوراګانو په فعال ګډون له کلیوالو سیمو نه ښارونو او پراخو ښاري سیمو ته وغځول شي. د بنسټیزو تاسیساتو لویې پروژې، که چېرې یا کله پرمختیایي مرستې په لوی مقدار بالآخره بیا افغانستان ته راماتې شوې، پلې کېدلی شي.
خطرونو ته د مخامخ سیمو نقشې شته، خو لومړی باید د ځایي وګړو استازو سره خبرې وشي او د سېلابونو او وچکالۍ د مدیریت له پاره د اقداماتو بشپړ لست هم موجود وي. په دې لست کې باید پلې کېدونکو اقداماتو ته د سیمې مناسب والی یاد شوی وي چې وروسته، مالي تخصیص او د لوړ خطر سیمو لومړیتوبونو ته په کتو پلي شي. نتیجه یې باید دا شي چې ځایي وګړي او انجنیران په ګډې همکارۍ ددغو اقداماتو ارزښت او د پلې کېدا څرنګوالی و ارزوي. هغه چې ډېرې بیړنۍ نه دي، مالي تخصیص او شرایطو ته په کتو راتلونکو کلو کې پلې کېدلی شي. په دې ډول یوه چلند سره، هم د طراحۍ مرحله او هم وروسته د پروژو د تطبیق سیمه کې د سیمه ییزې ټولنې د استازو ګډون د چارو د کیفیت او پرمختګ په څارنه کې باوري کېدلی شي.
د عاجلو اقداماتو اړتیا
په افغانستان کې د سېلابونو ژورو ټولنیزو او اقتصادي عواقبو ته په کتو، ددغو خطرونو غم خوړنې ته عاجله اړتیا ده. سره له دې چې له خطر سره د مخامخ سیمو او وګړو د پېژندني لومړنۍ وسیلې او سرچینې شته، کوم جامع اجرایي چوکاټ چې د سیلابي خطرونو د مدیریت له پاره پالیسۍ، ستراتېژۍ او کړنلارې ولري، لا هم نه لیدل کېږي. له دې سره سره، د وچکالۍ خطر د غم خوړنې اوسنۍ ستراتېژي دا هیله ټوکوي چې شونې ده د سېلابي خطر د رانغښتلو په موخه نوره پراخه شي.
هره موسسه چې د وچکالۍ خطر د مدیریت د جامع ملي ستراتېژۍ پلې کېدا ته ملا تړي اړوځي چې له دولتي ادارو او په دې ډله کې سکتوري وزارتو سره راشه درشه وساتي. د امارت او د افغانستان د لویو مرستندویانو ترمنځ اوسني ټپ درېدلي حالت ته په کتو، اوس مهال دغسې یوه موخه تر لاسه کېدونکې نه برېښي، په تېره بیا چې دا کار ښایي پرمختیایي فعالیتونو ته د نړیوالو بسپنو د بېلولو اړتیا رامنځ ته کړي.
د بشري مرستو موجود چوکاټونه، لکه د ناوریني خطرونو د کمولو له پاره د سیندای چوکاټ، هڅونه کوي چې د ناوریني خطرو د کمولو له پاره د بشري اقداماتو او بحرانو د اوسنيو جوړښتو له لارې لا نورې مالي مرستې چمتو کړای شي.
داسې یو اقدام به ددې خبرې اړتیا رامنځ ته کړي چې ملګري ملتونه او د بشري مرستو نور فعالین او په دې ډله کې هره اینجو چې د پورتنیو یادو شویو اقلیمي صندوقونو اعتبارلیک لري، ناورینو ته چمتووالی او د هغوی مخنیوی په راتلونکې کې د خپلو بشري طرحو لومړۍ لیکې ته راوباسي (عمومیت ورکړي).
که څه هم د امریکا د خزانې وزارت د بهرنیو شتمنیو د څار ادارې (OFAC) له خوا له بندیزونو نه ځینې اعلان شوې استثناوې د سېلابي خطرونو پر مخ نیوونکو پروژو د لګښتونو اجازه ورکوي، خو مرستندویان لا هم دغه کار ته زړه نه ښه کوي. له بندیزونو د دغه ډول مستثنی کېدنې کارول له کښته نه پورته خواته اقدام لازموي څو د سیمه ییزو پرمختیایي شوراګانو په څېر جوړښتو له لارې له خطر سره مخامخ وګړي پخپله په سیمو کې د جوړ شوي ملي پروګرام په مرسته خوندي شي. د ناورین کمونې جامع ملي نوښت د رامنځ ته کولو له پاره یو امکان ښایي د ملګرو ملتو د ادارو او هغو اینجوګانو ترمنځ شراکت وي چې د اقلیمي بدلانه صندوقونو اعتبارلیک لري.
خو له اسلامي امارت سره د نړۍ د اړیکو څرنګوالی ددغسې یوې نظریې د پلې کېدا لار کې یواځینی خنډ نه دی. دغه راز اړتیا ده چې د نړیوالو مرستو په تخصیصولو هم له سره غور وشي څو د ناوریني خطرو د کمولو هڅو ته د بشري مرستو ځانګړی تمویل لا ډېر شي. په اوس مهال کې نړیوال مالي تخصیص اضطراري غبرګون په پام کې نیسي، ددې پرځای چې خطر کمونې ته بېل شي. د ۱۴۰۲ کال په وږي (سنبله) کې د ملګرو ملتو د ناوریني خطر د کمښت صندوق له خوا د سیندای چوکاټ منځمهالې ارزونې داسې موندلي و:
په ۱۴۰۰ کال کې د اقتصادي همکارۍ او پرمختیا سازمان (OECD) د پرمختیایي مرستو کمیټې د رپوټونې د عمومي معیار په معلوماتي زېرمه کې د نړیوالو مرستو له پاره له ثبت شویو مرستو څخه ۳۰٬۶ میلیارده ډالر د ناورینو د اړوندې برخې په هلوځلو لګېدلي دي. دا رقم د ټولې نړیوالې مرستې چې همدغه کال ثبت شوې، ۱۲ سلنه جوړوي. ناورینو ته ددې بېلو شویو پیسو لویه اکثریت برخه (نژدې ۸۵ سلنه یا ۲۶٬۱۱ میلیارده ډالر) بیړنیو غبرګونو ته تللي دي. تش ۱۲ سلنه (۳٬۶۶ میلیارده ډالر) یې د ناورینو د کمولو له پاره په ګڼ سکټوریزو هڅو یا ناورینو ته په چمتووالي او مخنیوي لګېدلي دي. درې سلنه نورې یې (۰٬۸۶ میلیارده ډالر) په بیا رغاونه، جبراني مرستو او بیا توانمندۍ لګېدلي دي.
د افغانستان په اړه په دې ارزونه کې موندل شوي چې په ۱۴۰۰ کال کې هېواد ته د ورکړ شوې بشري مرستې شاوخوا یوه سلنه ناورینو ته په چمتووالي او مخنیوي لګېدلې، خو پرتله یې ۹۰ سلنه بیړه نیو غبرګونو ته، یعنې چې کله ناورین سم راورسېده، ورکول کېږي، تللې ده. (وګورئ: د بشري مرستو او بحرانو چوکاټ کې د ناوریني خطر د کمولو تمویل (Financing Disaster Risk Reduction in Humanitarian and Crisis Settings) چې د ۱۴۰۲ کال په وږي میاشت کې خپور شوی دی). دا ارقام په ډېر پاخه ډول ښیي چې د ناوریني خطرو د کمولو ډېرو حساسو هڅو ته څومره سرسري کتل شوي او اصلي پام د ناورین له پېښېدو وروسته مرستو ته د اړو وګړو پر لاسنیوي ساتل شوی دی.
سرچینه: د ملګرو د ناوریني خطرو د کمولو محاسبې، هغسې چې په بشري او بحراني چوکاټو کې د ناوریني خطرو د کموونکو هڅو تمویل کې، د رپوټونې د عمومي معیار د ۱۴۰۰ کال د وږي میاشتې د معلوماتو پر اساس، راغلي دي.
ډېره عجیبه داده چې افغانستان چې د ککړو ګلخانه یی غازونو په ډېرو لږو تولیدوونکو (له ۲۰۹ هېوادو څخه په ۱۷۹ پوړۍ) کې راځي، له هغو لسو هېوادو څخه یو دی چې د اقلیمي بدلانه له اغېزه تر ټولو ډېر زیان ګالي (ددې مسالې انځوروونکی ګرافیک دلته وګورئ). دا نابرابري په دې لا نوره ډېره شوې چې هېواد نه شي کولای هغو پیسو ته چې له اقلیمي بدلانه سره د تطابق له پاره د لږو پرمختللو هېوادو مرستې ته بېلې شوي، لاسرسی ولري. اقلیمي بحران افغانانو ته یوازې د سېلابونو او د هغو د عواقبو ډېروالی له ځانه سره راوړلی شي، چې دا بیا، همدا اوس سملاسي اقدام ته اړتیا نوره هم په ډاګه برسېروي.
ژباړه: AAN
بیاکتنې:
دا مقاله په وروستي ځل تازه شوې وه ۲ اسد / زمری ۱۴۰۳