Afghanistan Analysts Network – Dari Pashto

اقتصاد، پرمختیا، چاپېریال / اقتصاد، توسعه، محیط زیست

یو هېواد، دوه واکمن: پر پولیو واکسین اختلاف

عبید علی 14 دقیقې

درې ځانګړې څېړنې

۱. د ننګرهار اچین ولسوالي

په اچین کې اوږدمهالې او پېچلې جګړې شوې دي.( په اړه یې زموږ رپوټ دلته ولولئ) خو د ۱۳۹۸ کال له لومړیو یې ډېرې برخې د حکومت تر واک لاندې دي. له دې وړاندې ۱۳۹۴ او ۱۳۹۷ کلونو ترمنځ د اچین ډېرې برخې د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش تر ولکې لاندې وې. داعش لا هم د دې ولسوالۍ په ځینو برخو کې له جنوبي غرونو کله نا کله فعالیتونه کوي. له داعش مخکې د دې ولسوالۍ په ځینو برخو کې د ۱۳۸۶ او ۱۳۹۴ کلونو ترمنځ طالبان واکمن و. همدې لاس په لس کېدو په اچین کې خورا ډېرې ګډوډۍ رامنځ ته کړې او  په کور دننه یې ګڼې کورنۍ له خپلو مېنو ووېستې ( نور دلته او دلته لوستلی شئ) او د روغتیايي کارکوونکو لاسرسی هم ورته لږ و. د دې ترڅنګ، په جګړو کې د روغتیايي ودانیو پراخې برخې ویجاړې شوې. خو آن د ۱۳۹۸ کال په لومړیو کې لا هم په هغو سیمو کې روغتیايي خدمتونه نه وو چې داعش پرې واکمنې کړې وه؛ نورې  عمومې ستونزې خو لا پر ځای دي. مثلا، په یاده ولسوالۍ کې هیڅ ډاکټره نشته.

په افغانستان د پولیو پېښو په اړه د روغتیا د نړیوالې ټولنې شمېرې ښيي چې د ۱۳۹۷ د کب میاشتې او د ۱۳۹۸ کال د وري میاشتې ترمنځ په اچین ولسوالۍ کې د پولیو ۶ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. یوه پېښه په ۱۳۹۰، دویمه په ۱۳۹۲او څلور نورې بیا په ۱۳۹۴ کال کې ثبت شوې دي. په دې مانا چې دوه پېښې پر یادې ولسوالۍ د طالبانو د واکمنۍ پرمهال ثبت شوې او څلور پېښې هغه وخت شوې دي چې داعش ډلې پر ۱۳۹۵ کال د اچین ځینې برخې ونیولې او مومند دره یې په خپل اصلي مرکز بدله کړه. په عین حال کې طالبانو په ۱۳۹۴ کال کې په ننګرهار کې هم په هغو سیمو کې واکسین بند کړل چې پرې واکمن وو. دا بندیز په اچین، هسکه مېنه او روداتو ولسوالیو کې لګول شوی و( نور دلته ولولئ). له امنیت سره تړلې دا دواړه پېښې ښايي د دې لامل شوې وي چې ماشومانو ته د واکسین په رسېدو کې ستونزې پیدا شي او لکه په دې (رپوټ) کې چې ویل شوي، د پولیو څلور مثبتې پېښې وموندل شوې. په اچین کې د هغه مهال د واکسین د برخې مشر ډاکټر صبغت الله د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته وویل په یاد یې دي چې په ۱۳۹۴ کال کې له هغو څلورو ماشومانو چې ګوزڼ وهلي وو، دوه یې د طالبانو د کورنیو وو. جالبه دا ده چې په اچین کې د داعش د واکمنۍ پرمهال د پولیو هیڅ  مثبته پېښه نه ده لېدل شوې، سره له دې چې داعش ډلې د حکومت پر روغیتايي خدمتونو کلک بندیز لګولی و.

په اچین کې د روغتیايي خدمتونو په اړه د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې څیړنې موندلې چې داعش اورپکې ډلې تر خپل واک لاندې سیمو کې هم پر روغتیايي خدمتونو او هم د واکسینونو پر هر ډول کمپاین بندیز لګولی و. ښايي دلیل یې بل څه وي، خو په اچین کې یو ډاکټر عرب شاه صمیم د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته وویل په یاده ولسوالۍ کې د ۱۳۹۵ او ۱۳۹۷ کلونو ترمنځ د پولیو هیڅ مثبته پېښه نه ده ثبت شوې، ځکه له هغو سیمو ډېری خلک تښتېدلي وو چې داعش پرې واکمن و. په اچین کې د پولیو مثبتې پېښې دا په ډاګه کوي چې د واکسیناتورانو لږ لاسرسی- ښايي د ناامنیو او یا هم بندیز له امله- د ټولنې پر روغتیا اغیز لرلای شي.

۲. د هلمند نادعلي ولسوالي

سره له دې چې په اچین او نادعلي دواړو ولسوالیو کې  نژدې ټول پښتانه دي، خو د نادعاي ولسوالۍ د خلکو دودونه او کلتور یو څه توپیر لري. په اچین کې له لویه سره شینواري اوسېږي چې تر ډېره سره ورته دي خو په سیمه ییزه کچه تاوتریخوالي پکې ډېر وي ( د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې رپوټ یې په اړه دلته ولولئ) په نادعلي ولسوالۍ کې بیا خلک خپاره پراته دي او د کرنې او مالدارۍ د هغو حکومتي پلانونو له مخې سره تیت شوي چې په ۱۹۵۰ لسیزه کې پيل شوي وو. ډېوېډ منسفیلډ په ۱۳۹۶ کال کې په خپل کتاب ( پر شګو دولت جوړونه) کې ( مخ ۲۴۷) لیکلي په اصلي ځايي خلکو کې د نورو خلکو ورګډېدل ( تېتېدنه، سیاسي او په خپله جغرافیه کې اغیز راکموي)

د نادعلي خلک له لویه سره پر اپینو متکي دي. په ۱۳۷۰ لسیزه کې او له هغې را وروسته یاده ولسوالي په پرله پسې ډول د اپينو په تولید کې په لومړي یا هم دویم ځای کې راغلې ده. په ۱۳۸۰ لسیزه کې یې د کوکنارو کښت راکم شو او په هلمند کې د خوراکي زون پروژه په ۱۳۸۷ کال کې پیل شوه او هدف یې دا و چې د کوکنارو پر ځای بدیل قانوني فصلونه وموندل شي.

همدې د ډیرو کورنیو ګټه وټه کمه کړه او روغتیايي لګښتونه یې هم وغورځول. په ۱۳۹۷ کال کې لا هم نادعلي د ټول هېواد په کچه داسې ولسوالي وه چې تر ټولو ډېر کوکنار پکې کرل کېدل او پر ۲۱۳۹۶ هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوې و، داسې حال کې چې په ټول هېواد کې ۲۶۳۰۰۰ هکتاره ځمکه باندې کوکنار کرل شوې و. د روغتیا نړیوال سازمان د شمېرو له مخې، په تېرو ۱۴ کلونو کې د ۱۳۹۴ او ۱۳۹۶ کلونو ترمنځ مودې پرته، په یاده ولسوالۍ کې د پولیو یوه پېښه ثبت شوې  ده. مثبتې پېښې په ترتیب سره یوه په ۱۳۸۴، دوه په ۱۳۸۵، دوه په ۱۳۸۶ ، څلور پېښې په ۱۳۸۷، درې پېښې په ۱۳۸۸ او تر ټولو ډېرې یانې اته پېښې په ۱۳۸۹ ثبت شوې دي. په ۱۳۹۰ کې شمېر بیرته ټیټ شو، پر یاد شوي کال یوه پېښه، په ۱۳۹۱ کې یوه، او له هغې وروسته په څلورو کلونو کې هیڅ مثبته پېښه  نه ده ثبت شوې. په ۱۳۹۷ کال کې بیا یوه تازه پېښه ثبت شوې ده.  د ۱۳۸۴ او ۱۳۹۰ کلونو ترمنځ د پولیو مثبتې پېښې ښايي له دې امله ډېرې شوې وي چې د نادعلي  ولسوالۍ د ډېری بزګرانو ګټه وټه کمه شوې  وه. خو په نادعلي کې د پولیو پېښو د ډېرېدو په اړه نورې نظریې هم شته. د پولیو د ورکاوي په اړه د یونیسیف کارپوه سید کمال شاه د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته وویل په ۱۳۹۰ کال کې د افغانستان د پولیو د مثبتو پېښو ۸۰ سلنه د هغو کسانو له خوا لېږدول شوې چي کله نا کله پاکستان ته تلل- چې ۱۱ پېښې يې په هلمند کې وې.

د یاد شوي نظر له مخې، له کرښې اوښتو را وښتو د پولیو ویروس په لېږد کې مهم رول درلود. هغه د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته وویل د واکسینو ناسم کمپاین، د خلکو ترمنځ نه همغږي، جګړه او د واکسیناتورانو او څارونکو ناغیړي هغه لاملونه دي چې په ۱۳۹۰ کال کې د پولیو د ډېرو پېښو سبب شول. د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته د هلمند ولایت یوه اوسېدونکي دا هم وویل چې کولتوري محدودیتونو هم په دې برخه کې مهم رول درلود. دا خبرې یې په جګړه ځپلو سیمو کې د خدمتونو د رسولو په اړه زموږ یوې شننې ته کړې دي:

د کولتوري محدودیتونو له مخې کورنۍ نه غواړي چې ښځې یې له کورونو ووځي. خلک بې وزله دي، او د کورنۍ نارینه غړي د یوې ډوډۍ مړۍ په موندلو پسې دي، ، یا مزدوري کوي او یا هم خپلو ځمکو کې کارونه. نو ځکه ځینې ماشومان له واکسینه بې برخې کېږي او له همدې وجې په هلمند کې د پولیو پېښې شته.

د پولیو د ورکاوي ملي پروګرام وايي، په نادعلي کې د ناامنیو له امله روغتیايي خدمتونو ته په ګرانه لاسرسی کېږي او همدا سبب دی چې واکسین پکې سم نه لګول کېږي.  

د دې ترڅنګ، په نادعلي کې د کوکنارو ناقانونه کرکیلي هم کورنۍ او بزګر اړ ایستي چې له حکومتي روغتیايي خدمتونو ځانونه لرې وساتي. په عین حال کې طالبان چې له ۱۳۹۵ کال راهیسې د دې ولسوالۍ پر ډېرو برخو واکمن دي، په عمومي ډول د واکسین مخالفت نه کوي.  پرخلاف یې، د افغانستان تحلیلګرانو شبکې څېړنې ته مرکه کېدونکي ویلي، هغوی د خپلې سیمې خلک د عامې روغتیا ریاست ته ورپيژندلي چې د واکسیناتورانو په ډول یې وګوماري. خو له دې ټولو سره سره د ۱۳۹۷ کال د غوايي او لیندۍ ترمنځ بیا هم طالبانو کله کله په څلورو ولایتونو هلمند، کندهار، غزني او روزګان کې پر واکسینو بندیزونه لګولې دي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد  ویلي پر واکسینو بندیز د طالبانو د روغتیايي چارو کمیسیون لګولی دی او د امارات مشرتابه د امنیتي دلایلو له مخې منلی دی. هغه د طالبانو هغه ادعا بیا تکرار کړه چې ګنې د واکسین کارکوونکي د استخباراتي مالوماتو له پاره کارول کېږي:

دوښمن د پولیو له واکسینه په هلمند، کندهار، غزني، روزګان او ځینو نورو هغو سیمو کې ناسمه ګټه اخیسته چې جګړه پکې توده وه. دوښمن له واکسیناتورانو ناسمه ګټه اخیسته او پټ مالومات یې پرې ټولول. موږ د داسې سیمو شاهدان وو چې شپني  عملیات او بمبارۍ د هغو مالوماتو له مخې شوي چې د واکسینو په  بهیر کې راټول شوي وو. په دې بمباریو کې د طالبانو قوماندانان او مشران ووژل شول.

خو مجاهد د واکسینو اړتیا هم یاده کړه:

په عین حال کې ماشومانو ته د واکسینو جدي اړتیا ده. نو له همدې وجې د طالبانو د روغتیايي چارو کمیسیون پر یوې بلې حل لارې کار و کړ. هغوی پرېکړه وکړه چې واکسیناتوران به د کلي د ملک کور او یا جومات ته ځي او کورنۍ به خپل ماشومان د واکسین له پاره وروړي. کمیسیون دا هم خلکو ته وویل چې کله واکسیناتوران یوه کلي ته ځي، د جومات پر لوډسپيکر به اعلان کېږي…کله چې پر دې پرېکړه وشوه، مجاهدین به کلي په کلي ګرځي او خلک به د واکسین له نورې تګلارې خبروي.

خو هغه وویل په ۱۳۹۷ کال کې ( د استخباراتي مالوماتو) راټولول په هېواد کې نه دي لیدل شوي نو له همدې وجې په نورو ولایتونو کې واکسیناتورانو ته اجازه ورکړ شوې وه چې کور په کور وګرځي او ماشومان واکسین کړي.(۹) روغتیايي چارواکو او نورو اړوندو کسانو د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته په نادعلي کې ویلي د طالبانو پلان ناسم و ځکه ډېری خلک په ځانګړي ډول ښځې جومات ته ماشومان نه شي وړلي. دا چې یوه مرکزي ځای ته رسېدل ګران و، د ۱۳۹۷ کال د کب پر ۶ ټولو اړخونو پرېکړه وکړه چې هر کلي کې د واکسین مرکزونه پرانیزي او دا هغه نېټه وه چې په نادعلي کې د پولیو وروستی کمپاین بیرته پرانیستل شو. نادعلي یوازې یو مثال دی او دا ترې په ډاګه کېږي چې په افغانستان کې د پولیو واکسین څه ډول کېږي او هغه اړخونه ښيي چې په واکسینو کې ښکیل دي. جالبه دا ده چې طالبان ځینې وخت د روغتیا په اړه پرېکړې د سیمې په کچه کوي [د زون په کچه] او بندیزونه یوازې د خپل سیمه ییز قوماندان په خوښه نه لګوي چې همدا ډول پرېکړه په ۱۳۹۶ کې د کندوز په دشت ارچې ولسوالۍ کې هم شوې وه ( نور لاندې برخه کې لوستلی شئ)

له دې دا هم په ډاګه کېږي چې د پولیو تګلارې هم ناسمې پایلې لرلې دي.  د پولیو د واکسین هغه تګلاره چې د طالبانو خوښه وه او ملاتړ یې کاوه، ډېره وروسته پلې شوه او دا کار نژدې یو کال له هغې وروسته وشو چې په نادعلي کې یو درې کلن ماشوم ګوزڼ وواهه او د تل له پاره یې معلول کړ.

۳. د کندوز دشت ارچي ولسوالي

دشت ارچي د کندوز په شمال ختیځ ګوټ کې پرته ولسوالي ده چې نژدې ټوله د طالبانو په واک کې ده. ( زموږ پخوانۍ شننه دلته ولولئ) طالبانو په هغه ولسوالۍ کې په ملي کچه موازي جوړښتونه جوړ کړې، داسې حال کې چې افغان حکومتي چارواکي هلته نشته او خپلې  چارې له لرې  له ولایتي مرکزونو ترسره کوي. سره له دې چې طالبان په خپله هیڅ ډول خدمتونه نه وړاندې کوي، له ځینو حکومتي او ناحکومتي ادارو سره د خدمتونو په وړاندې کولو کې مرسته کوي چې لا هم په ولسوالۍ کې روان دي. د روغتیا نړیوالې ټولنې د مالوماتو له مخې، په دشت ارچي کې د ۱۳۹۵ په کب میاشت کې د پولیو یوه پېښه ثبت شوې وه. دا پېښه هغه وخت وشوه، چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر کمیسیون د ۱۳۹۴ د کب میاشتې او ۱۳۹۵ د سلواغلې میاشتې ترمنځ په کندوز کې پر واکسین بندیز ولګاوه.

په یاده  ولسوالۍ کې د هغو سرچینو له خولې چې د افغانستان تحلیلګرانو شبکې سره یې خبرې کړي،  په کندوز کې پر واکسین د بندیز دوه لاملونه وو. لومړی، د طالبانو سیمه ییزو استازو ویل چې د پولیو واکسین ماشومانو ته زیان اړوي او د واکسین ګټه نشته. دویم دلیل یې بیا له امنیتي مسایلو سره تړلی و. طالبانو ویل واکسیناتورانو د هغوی د ځای ځایګي تصویرونه اخیستي او بیا یې حکومت ته ورکړې دي. د روغتیا نړیوالې ټولنې د اټکلونو له مخې د همدې بندیزونو په پایله کې ۱۷۶۰۰۰ ماشومان په ۱۳۹۴ او ۱۳۹۵ کلونو کې له واکسینه بې برخې شول. هماغسې چې د ۱۳۹۴ د ولسي مرګ ژوبلې په اړه د یوناما په رپوټ کې ویل شوي، د ۱۳۹۵ کال په لړم  میاشت کې د واکسیناسیون د کمپاین پرمهال ۵۰ سلنه ماشومان له واکسینه بې برخې شول او دلیل یې دا و چې یوه برخه ماشومانو ته د وسله والو له بندیزونو واکسین ونه رسېد او دویم دلیل يې جګړې وې.  له طالبانو سره د سیمه ییزو خلکو له خبرو وروسته، پر واکسین بندیز لرې کړل شو او واکسیناتورانو ته د واکسین اجازه ورکړ شوه. په سیمه ییزه کچه د قومي مشرانو، حکومتي ولایتي چارواکو او د طالبانو ترمنځ دې حل لارې ته په پام، دا په ډاګه کېږي چې که د یوې مسالې په اړه قومي خلک یوه خوله وي، څومره ګټور او ځواکمن پرېوتلی شي. د واکسین په اړه دا د قومي مشرانو پیاوړی دریځ و چې د طالبانو د کمیسیون د پرېکړې خلاف پولیو واکسین ماشومانو ته ورکړ شو.

پایله

درېیو ځانګړو څیړنو په ډاګه کړه چې په سیمه ییزه کچه امنیت او سیاسي شرایط د پولیو د کمپاین په بریالیتوب کې خورا مهمه ونډه لري. د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د درېیو سیالو اړخونو ترمنځ پیچلې او ډېری وخت بې رحمه جګړې د روغتیايي خدمتونو د رسولو پر وړاندې مهمې ننګونې وې، په ځانګړي ډول د ماشومانو د واکسین پر وړاندې. په نادعلي او دشت ارچي کې چې هغه هم د جګړې ځایونه ( یوازې د دوو اړخو ترمنځ) او سیاسي ناندریو ځایونه دي، بندیزونه او جګړې په ګډه د واکسین پر وړاندې لوی خنډونه وو. بندیزونه ښايي د ولسوالۍ په کچه ( ممکن په سیمه ییزه کچه حل شوې وي)، په سیمه ییزه کچه او یا هم د څو ولایتونو په کچه لګېدلې وي. بندیزونه لکه د جنوب په څیر (روزګان، هلمند، کندهار، او غزني)  د طالبانو د مرکزي قوماندانۍ له لورې لګول کېږي چې د یوې تګلارې له پلوه د خپلو سیمو د کنټرول له پاره د حکومت هیڅ ډول شکمنې وسیلې ته اجازه ور نه کړي.

په څلورو ولایتونو کې د ۱۳۹۷ کال د واکسین پر یوې ځانګړې تګلارې بندیز دا په ډاګه کوي چې ښايي طالبان دې ستونزې ته پر نورو حل لارو فکر وکړي او د جګړو پرمهال ماشومانو ته د واکسین چاره وشي. د بېلګې په ډول د ملک کور ته د ماشومانو ورټولول او یا هم جوماتونو کې ماشومانو ته واکسین کول ښايي هغومره د طالبانو غبرګونونه را ونه پاوري څومره چې کور په کور کمپاین ته غبرګون ښيي. د طالبانو دا هڅه چې د واکسین له پاره یوه لاره پيدا کړي، ښایي د حیرانتیا وړ نه وي، ځکه پخواني مالومات ښيي په افغانستان کې د پولیو ضد  لومړني عمومي کمپاینونه په ۱۹۹۰ لسیزه کې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال شوي وو ، او دا هغه وخت و چې د افغانستان جنوبي سیمي ټولې د طالبانو په واک کې وې. کور په کور کمپاین له ۱۳۸۰ کال را وروسته لانجمن شو او ښايي دا تګلار بیا غور ته اړتیا ولري. داسې حال کې چې د پولیو کمپاینونو پرمهال باید ډېری ماشومانو ته واکسین ورسول شي، خو ښایي اورپکي او د خلکو دا باور یې چې زیان رسوونکی دی،  له ماتې سره مخامخ کړي.

د کور په کور کمپاین له پاره اړینه ده چې طالبان، حکومت او نور ښکېل اړخونه سره کینې او د کمپاینونو په اړه باور پیاوړی کړی او مالومات ډاډمن کړي. پخوانۍ بېلګې ښيي چې په عمومي ډول حل لارې موندل شوې دي، نو  ځکه له پخوانیو تجربو ګټه اخیستل ښايې له تش کېناستو ښه وي. سره له دې چې طالبان د ملي کمپاینونو د مودې ټاکلو کې د بحث برخه نه دي، خو روغتیايي ادارې یې په ورګډولو غور کولای شي چې په پلانولو کې یې سلا مشورې ورسره وکړي او د کمپاینونو له پاره یې ملاتړ راجذب کړي. په افغانستان کې به د پولیو له منځه  وړل په راتلونکو کلونو کې هم  مهم روغتیايي لومړیتوب وي. د تاوتریخوالي کموالی او یا بشپړ پای به یې افغانستان کې د ماشومانو د واکسین له پاره تر ټولو مهم او ګټور لامل وي. دې ته له پام پرته چې د سیاسي جوړجاړي له پاره اوسنۍ خبرې څومره ښې او یا بدې دي، لا هم داسې شونیتیا شته چې تر څه ځایه د پولیو واکسین په سم ډول  تر ماشومانو ورسېږي.

په جګړه ځپلو سیمو کې د روغتیايي خدمتونو په اړه د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې پر له پسې څېړنو موندلې چې د ولسوالیو په کلیوالو سیمو کې د روغتیايي خدمتونه کچه خورا ټیټه ده. په روغتیايي مرکزونو کې د ښځینه کارکوونکو له نشتوالي رانیولې بیا د واکسینو د ساتلو له پاره د یخچالونو تر نشتوالي او داسې ډېر نور څه سهولتونه په کلینیکونو کې نشته. په ځانګړي ډول په لرې کلیوالو سیمو کې روغتیايي اسانتیاوې له سره نشته. افغان مېرمنې چې د خپلو ماشومانو د واکسین له پاره خورا مهمې دي، له یوه بل خنډ سره هم مخامخ دي: هغوی د دویزو محدودیتونو له وجې له روغتیا سره د تړلو موضوعاتو په اړه پرېکړې نه شي کولای. مانا دا چې د کور سړي د خپلو ښځو او ماشونو د روغتیا په اړه پرېکړې کوي. که ښځو د زېږون پرمهال تکړه روغتیايي کارکوونکو ته لاسرسی لرلی، نو اړین واکسین په اسانۍ ماشومانو ته ورکول کېدل. خو په یادو ولسوالیو کې د نجونو د زده کړو کچه هم ډېره ټیټه ده، او دلیل یې ډېری وخت ناامني او دودونه وي، نو له همدې وجې له نوموړو سیمو داسې نجونې نه فارغېږي چې نرسانې، قابلې او یا هم ډاکټرانې شي. په عین حال کې د نورو سیمو ښځې بیا  هلته کار کولو ته زړه نه ښه کوي.

په افغانستان کې د واکسین پر وړاندې د مقاومت دلایل ډېر دي، خو جګړې، بې وزلي، د ښځو د حقونو نشتوالی او د افغانستان او پاکستان ترمنځ ګډه پوله هغه دلایل دي چې د پولیو د ویروس په خورېدو کې لا هم خورا مهمه ونډه لري. ښايي افغانستان اوس د روغیتايي خدمتونو پر وړاندې کولو له سره غور وکړي، او خلکو ته روغتیايي خدمتونه داسې برابر کړي چې په راتلونکو پنځو کلونو کې د مور او ماشومانو مړینه –چې لا هم تر ټولو لوړه ده، راکمه کړي. ښځو ته واک ورکول او د جوماتونو، راډیو، تلویزیون او نورو اړوندو وسایلو په مرسته ښځې او نارینه دواړه پوهول او له ښکته نه پورته هغه تګلاره ده چې ټولنه کې د جنسیت یا جندر په برابرۍ کې ډېره مرسته کولای شي.

روح الله سروش او رضا کاظمي د ننګرهار په اچین، عبید علي د کندوز په دشت ارچي او علي محمد سباوون د هلمند په نادعلي کې د روغیتايي خدمتونو په اړه شننه کړې او فضل مظهري بیا د څیړنې په نورو برخو کې مرسته کړې ده.

(۱) اینټرو ویروس د ار این این په نامه د ویرسونو له ډلې دی چې په خیټه کې پیداکېږي او د اعصابو د مرکزي سیستم په ګډون د بدن نورو برخو ته رسېږي. په دې ویرسونو کې تور زیړی یا هیپاټیس بي هم شامل وي (نور دلته لوستلی شئ)

(۲) دا ټیټه سلنه نه ده. د هغو هېوادونو له پرتلنې سره چې ګټه وټه یې خورا لوړ ده، روغتیايي لګښتونه د خالصو تولیداتو ۱۲ سلنه کېږي.

(۳)عمر لا هم په افغانستان کې ډېر لنډ دی. د ښځو عمر ۶۳ کاله او دوه میاشتې دی خو د سړیو عمر بیا یوه څه اوږد دی ۶۳ کاله او شپږو میاشتو ته رسېږي. داسې حال کې چې د نړۍ په ډېرو نورو هېوادونو کې د نارینه وو پرتله د ښځو عمر اوږد وي، په افغانستان کې بیا نارینه پرتله ییز ډول اوږد عمر لري.

(۴) د ګارډین د ۱۳۹۶ کال د یوه رپوټ له مخې، د زېږون پرمهال د میندو د مړینې کره شمېره ښايي لا ډېره لوړه وي. دغې ورځپاڼې د یوه ناخپاره شوې رپوټ له مخې لیکلي د افغان حکومت موندنې ښيي چې په منځني ډول په افغانستان کې په هرو ۱۰۰۰۰۰ زېږونو کې د میندو د مړیني کچه د ۸۰۰ او ۱۲۰۰ کسانو ترمنځ ده.

(۵)  په ۱۳۹۴ کال کې د افغانستان د ډېموګرافیۍ او روغتیا سروې له پاره له ۲۴۳۹۵ کورنیو سره خبرې شوې وې چې ۲۹۴۶۱ داسې واده شوې مېرمنې هم پکې وې چې عمرونه یې د ۱۵ او ۴۹ کلونو ترمنځ وو.

(۶) د توبرکلوز د بي سي جې واکسین او پنځه ډوله نور واکسین هم په یو ځل ورکول کېده. په دې پنځه ډوله واکسینونو کې تورزیړی ، انفلوینزا، شنه ټوخلې، شري، پولیو او ځینې نور شامل وو. دا مرکې چې د بي ایم سي په نامه روغتیايي مجلې هم خپرې کړي، د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې شوې دي. په دې مرکو کې له هغو ۶۱۲۵ روغتیايي کارکوونکو سره خبرې شوې دي چې د ۱۲او ۲۳ میاشتو ترمنځ کوچنیانو پالنه کوي.

(۷) په ۱۳۸۲ کې د افغانستان د روغتیايي خدمتونو لومړني پروګرامونه وړاندې کشوي دي. د دې لومړنیو پروګرامونو موخه دا وه چې لرې پرتو سیمو کې روغتیايي اسانتیاوو ته د خلکو لاسرسی اسان کړي چې د افغانستان څه نا څه ۷۰ سلنه وګړي جوړوي. د روغتیايي خدمتونو په لومړنیو کڅوړو یا پروګرامونو کې  مور او ماشوم ته پاملرنه، د ماشوم روغتیا، واکسین او د لېږدېدونکو ناروغیو د مخنیوي په ګډون ځینې نور مهم خدمتونه هم وو. دا پروګرامونه له ۱۰۰ کورنیو نیولې بیا تر زرګونو کورنیو رسول کېدل چې د ولسوالیو او نورو کوچنیو کلینیکونو له لارې وړاندې کېدل. هغه خدمتونه چې د یاد پروګرام له لارې وړاندې کېدل، د روغتونو غټوالي او کوچنیوالي ته په پام  ویشل کېدل. په دې مانا چې لوی روغتون ته روغتیايي اسانتیاوې د کوچني یا فرعي روغتون یا کلینیک پرتله ډېرې ورکول کېدې. د ولسوالۍ روغتون د خپلې بڼې تر ټولو ستر بلل کېده او تر ټولو ډېرې  اسانتیاوې به ورکول کېدې.

(۸) د هغو شکونو د کره کولو د یوې هڅې په ډول چې ګنې د القاعده مشر اسامه بن لادن د پاکستان اسلام اباد ته نژدې په یوه پټن ځای کې اوسېږي، امریکا هلته په ۱۳۸۹ کال کې د واکسین داسې پروګرام پيل کړ چې د هغه کور شاوخوا د اوسېدونکو ډي این ای راټوله کړي، چې اوسامه پکې اوسېده. ( نور دلته او دلته ولولئ) همدې مسالې په افغانستان او پاکستان کې د و اکسین په اړه د خلکو شکونه پیدا کړل ( نور دلته ولولئ) او ځینو کورنیو له دې وجې خپلو ماشومانو ته له واکسین ډډه  کوله چې ښايي حکومت یې په اړه مالومات ټول کړي.

(۹) طالبانو د ۱۳۹۸ د وري پر ۲۲ اعلان وکړ چې د سره صلیب  نړیواله کمیټه او د روغتیا نړیواله ټولنه د افغانستان په هغو سیمو کې د لنډ وخت له پاره کار نه شي کولای چې د هغوی تر واک لاندې دي؛ او طالبان د هغوی د کار کوونکو امنیتي ضمانت نه شي کولای.  طالبانو په خپله خبرپاڼه کې ویلي و د روغتیا د نړیوالې ټولنې ځینو کارکوونکو د واکسین کمپاین پرمهال ځینې (شکمن کارونه) کړې دي او د سره صلیب نړیواله کمیټه د هغو ژمنو په پلې کولو کې پاتې راغلې چې طالبانو سره یې کړې وې. ( نور دلته ولولئ)

لیکوالان: