لمړی برخه
داسې حال کې چې په ولسوالیو کې د روغتیا، ښوونې او نورو خدمتونو په اړه څیړنې اورپکۍ اغیزمنې کړې دي، د هلمند، ننګرهار او کندوز په درېیو ولسوالیو کې زموږ څېړنې ښيي چې تېرو پنځو کلونو کې د ګوزڼ پېښې لېدل شوې دي. د پولیو یا ګوزڼ له پارهدرملنه نشته خو د مخنیوي له پاره یې اغیزمن واکسین کارول کېږي. خو ولې په افغانستان کې چې له نژدې ۴۰ کلونو راهیسې د پولیو واکسین کېږي، لا هم ځینې ماشومان له دې ویروسه خوندي نه دي؟ د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې یلینا بیلیثا ( د شبکې د نورو غړو په مرسته) همدې پوښتنې ته څه نا څه ځوابونه موندلې دي. د جګړو اغیز، له یوه ځایه بل ته کوچېدل، ناسمه روغتیا ساتنه، په روغتیایي پرېکړو کې د ښځو د ونډې نشتوالی او د واکسینو تګلارې چې بیا غور ته اړتیا لري- د موندل شویو ځوابونو برخه دي.
په اورپکۍ ځپلو سیمو کې د خدمتونو وړاندې کولو په اړه څیړنه د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې او د امریکا د سولې او جګړې انستیتوت ګډه پروژه ده. په دې اړه پخوا هم د څیړنو یوه لړۍ خپره شوې وه چې ( یو هېواد، دوه واکمن (۱) په جګړه ځپلو سیمو کې د خدمتونو رسولو پيژندنه) چې لیکوالان یې یلینا بیلیثا او کیټ کلارک دي. او درې ځانګړې څیړنې: د هرات د اوبې ولسوالۍ په اړه چې سید رضا کاظمي لیکلې؛ د کندوز د دشت ارچې په اړه څیړنه عبید علي کړې او د ننګرهار د اچین ولسوالۍ څیړنه رضا کاظمي او روح الله سروش کړې ده.
په دې شننه کې لیکوال لومړی دې ته کتنه کړې چې پولیو څه شی دی او له منځه وړلو له پاره یې په ۱۳۳۰ لسیزه کې په امریکا، نړۍ او د ۱۳۵۰ لسیزې په وروستیو کې په افغانستان کې څه ډول هڅې پيل شوې. لیکوالې دې ته هم کتنه کړې چې ګوزڼ مخکې له دې چې اوسني حالت ته راورسېږي، څه ډول راکم کړ شو. هغې د هغو تګلارو ارزونه هم کړې چې نویو زیږېدلو او هغو ماشومانو ته چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي، څه ډول واکسین رسول کېږي. ليکوالې په درېیو ولسوالیو کې هغو ځانګړو څیړنو ته هم کتنه کړې چې تیرو پنځو کلونو کې یې پولیو، ماشومان په ګوزڼ اخته کړې دي. د ننګرهار اچین، د هلمند نادعلي او د کندوز دشت ارچي هغه ولسوالۍ دي چې دا پېښې پکې لېدل شوې دي.
پولیو څه شی دی؟
پولیو د پولیوملټیس لنډه بڼه ده او داسې لېږدېدونکې ناروغي ده چې د پولیو ویروس له لارې له یوه بل ته انتقالېږي. د پولیو ملټیس له یوناني ژبې اخیستل شوی دی چې د شمزۍ دننه کوچنیو مغزو ته کارول کېږي. د پولیو درې ډول ویرسونه شته ټول له یوه انسانه بل ته انتقالېږي.(۱) پولیو ویروس یوازې پرانسان اغیز کوي. دا ډول ویروس ډېر خطرناک دی او په چټکۍ له یوه کس نه بل ته په راشه درشه کې انتقالېږي. دا ویروس ډېری وخت د خولې له لارې ځي ، د بېلګې په ډول خولې ته ننوځي او له هغه ځایه د بدن نورو برخو ته رسېږي. هغه کسان چې دا ډول ویروس ولري، په څو اوونیو کې یې چاپیریال ته رسوي او له هغه ځایه په ډېرې چټکۍ د ټولنې نورو برخو ته رسېدلای شي، په ځانګړي ډول هغو سیمو ته چې پاکۍ ته پکې سم پام نه کېږي.
په کوچنیوالي کې د پولیو یو اغېز دادی چې ناروغ فلجوي او هغه ناروغي چې په پایله کې یې رامنځ ته کېږي، د (ماشومانو ګوزڼ) بلل کېږي. پولیو له ناروغ سره دوه ډوله اړیکي ساتي: د داسې ویروس په بڼه چې د اعصابو پر مرکزي سیستم اغیز نه کوي او په دې ډول لږه ناروغي رامنځ ته کوي چې نښې یې کمې لیدل کېږي؛ دویم د داسې ویروس په ډول چې د اعصابو پر منځنی سیستم اغیز کوي چې ښايي ناروغ فلج کړي او یا هم په ځینو حالاتو کې د مرګ سبب ګرځي. په څه نا څه ۹۸ پېښو کې پولیو نرۍ تبه رامنځ ته کوي او یا هم انفلوینزا ته ورته ناروغي پیدا کوي. د پولیو هغه بڼه چې د ګوزڼ سبب ګرځي، ویروس پکې د وینې اصلي جریان ته ځان رسوي او پرعصبي حجرو بریدونه کوي. له دوه سلنې لږ کسان چې پولیو ویروس ورته رسېږي، ګوزڼ یې وهي خو ټول عمر معلول وي.
په نړیواله کچه د پولیو له منځه وړل
د ۲۰ پيړۍ په لومړیو کې پولیو په ډېرو وېروونکو ناروغیو کې راتله. د بېلګې په ډول په ۱۲۹۵ کې د پولیو تر ټولو لومړنۍ پېښې په نیویارک کې وې. په دې مانا چې له ۹۰۰۰ ډېرې د پولیو قضیې ثبت شوې وې او ۲۳۴۳ کسان یې مړه کړل. په ټوله امریکا کې په ۱۲۹۶ کال کې۲۷۰۰۰ پېښې وې او ۶۰۰۰ کسان یې له امله مړه شول. پولیو د اوړي په ګرمو میاشتو کې پراخه شوه او په څو کلونو کې یې په ښارونو کې کچه لوړه شوه. د ۱۳۳۰ لسیزې په وروستیو کلونو کې د دې ناروغۍ د مخنیوي واکسین پیدا شول او ازموینه یې وشوه. په ۱۳۳۲ کال کې ډاکټر جانس سلک د پولیو خلاف د اغیزمن واکسین جوړېدل پیل کړل. د واکسین پراخ پروګرامونه پیل شول چې سملاسي پایلې یې لرلې. په امریکا کې په ۱۳۳۶ کال کې د پولیو د پېښو شمېر ۵۳۰۰۰ نه په ۱۳۳۷ کې ۳۵۰۰۰ ته راښکته شو. په ۱۳۴۱ کې البرټ سابین په دې برخه کې لا مخکښ شو او د خولې د څاڅکو لا اسان واکسین یې جوړ کړل.
( د پولیو د تاریخ په اړه د بي بي سي مهالویش او د واکسین تاریخ دلته لوستلای شئ) د پولیو مخنیوي په پرمختللو هېوادو کې یو څه ډېر وخت ونیو او له یوې لویې ستونزې سره مخامخ شو. پرله پسې واکسین په نړیواله کچه د ملي پروګرامونو د برخې په بڼه په ۱۳۵۰ لسیزه کې پيل شو. په ۱۳۶۷ کې پولیو ویروس په امریکا، بریتانیا، اسټرالیا او ګڼو اروپايي هېوادونو کې له منځه یووړل شو خو له ۱۲۵ په ډېرو هېوادونو کې لا هم پاتې وو. په همدې کال کې د روغتیا نړیوالې ټولنې داسې یوه طرحه منظور کړه چې تر ۱۳۸۰ کال پورې دا ناروغي په بشپړ ډول له منځه یوسي. له هغې راهیسې، د پولیو د ورکاوي نړیوال پروګرام له لارې څه باندې ۲ اعشاره ۵ میلیاردو ماشومانو ته ګوزڼ ضد واکسین ورکړ شوي دي.
د روغتیا نړیوالې ټولنې امریکا په ۱۳۷۴ کال کې له پولیو پاکه سیمه اعلان کړه او په ۱۳۸۱ کال کې یې اروپايي هېوادونه له دې ویروسه پاک اعلان کړل. په هند کې د پولیو وروستۍ پېښه په ۱۳۸۹ کال کې رپوټ شوې وه او په ۱۳۹۳ کال کې له پولیو پاک هېواد اعلان شو. چین په ۱۳۹۲ کال کې له دې ویروسه پاک وبلل شو. له ۱۳۹۱ کال راهیسې په رسمي ډول په درېيو هېوادونو افغانستان، پاکستان او نایجیریا کې دا ویروس لا هم پاتې دي. سره له دې چې په نړیواله کچه د پولیو واکسین د لګېدو له پیل راهیسې ، دا وېریوس کابو ۹۹ سلنه کم شوی، خو د وروستۍ یوې سلنې له منځه وړل یې ګران شوي دي، او دا هغه څه دي چې د پولیو د له منځه وړلو د نړیوال پروګرام په ویب پاڼه کې هم ویل شوې دي:
( شخړې، سیاسي بې ثباتي، خلکو ته په سختۍ لاسرسی او کمزوري پروګرامونه هغه څه دي چې د پولیو په ورکاوي کې مهمې ننګونې بلل کېږي. په هر هېواد کې ننګونې جدا وي چې په سیمه ییزه کچه حل لارو ته اړتیا لري) په افغانستان کې د ۱۳۷۹ کال د مرغومي او د ۱۳۹۷ کال د کب ترمنځ د پولیو ۴۱۴ پېښې ثبت شوې او ناروغان یې فلج کړې دي.
په افغانستان کې د ۱۳۵۷ او ۱۳۹۷ کلونو ترمنځ د پولیو پېښې
د تاوتریخوالي له غځېدو سره سره په تېرو ۴۰ کلونو کې په افغانستان کې د پولیو پېښې کمې شوې دي. د هغو مالوماتو له مخې چې په دې هېواد کې د پولیو پېښې پکې مثبتې ښوول شوي او د اکسفورډ پوهنتون په مالوماتو کې (دلته یې کتلای شئ) هم خپرې شوې دي، جوتېږي چې په ۱۳۸۰ کال کې د پولیو مثبتې پېښې چې د ۱۳۶۰ لسیزې په نیمايي کې ۲۰۰۰ وې، ۴ ته راټیټې شوې وې. سره له دې چې شمېرو کې بدلون راوړل شوی دی، خو بیا هم په افغانستان کې د ۱۳۸۰ او ۱۳۹۰ کلونو ترمنځ په کلني ډول کمې بلل شوې دي چې هر کال د مثبتو پېښو شمېر تر لسو کم و. په مثبتو پېښو کې دا پرتلنه چې په ۱۳۶۰ لسیزه کې سلګونو او آن تر زرګونو رسېدې، په ډاګه کوي چې په دې هېواد کې د واکسین کمپاین په پرتلیز ډول اغیزمن و.

لومړی ګراف: په افغانستان کې د ۱۳۶۰ او ۱۳۷۰ لسیزې پرمهال د پولیو پېښې. د روغتیا د نړیوالې ټولنې دا شمېرې د اکسفورډ پوهنتون پر ویب پاڼه راغلې دي او د افغانستان تحلیلګرانو شبکه یې په ګراف بڼه وړاندې کوي.

دویم ګراف: په افغانستان کې د ۱۳۸۰ او ۱۳۹۷ کلونو ترمنځ د پولیو پېښې. په افغانستان کې د پولیو د مثبتو پېښو په اړه د روغتیا نړیوالې ټولنې مالومات مخامخ د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته ورکړ شوې چې د ولایتونو په کچه بیل شوي او د ګراف په بڼه یې وړاندې کوي.
په افغانستان کې د ۱۳۷۰ لسیزې د لومړۍ نیمايي مثبتې پېښې نژدې په نشت حساب دي. د ۱۳۷۱ کال هغه شمېرې شته چې يوازې دوه مثبتې پېښې پکې ښوول شوې دي. د پام وړ ټکی دا دی چې د طالبانو د واکمنۍ نژدې ټولې شمېرې شته. د روغتیا د نړیوالې ټولنې د مالوماتو له مخې په ۱۳۷۵ کال کې ۱۹ مثبتې پېښې، په ۱۳۷۶ کې ۵۹ پېښې، په ۱۳۷۷ کې ۱۵۰ او په ۱۳۷۹ کال کې ۱۲۰ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د ۱۳۷۴ کال پېښې په ټوله کې ورکې دي، او دا هغه کال و چې تاوتریخوالی ډېر شو او طالبانو پکې په واک منګولې ټینګې کړې. دې ته په پام چې د کورنۍ جګړې او وروسته د طالبانود واکمنۍ پرمهال د روغتیا د نړیوالې ټولنې لاسرسی محدود و، د دې مالوماتو کره والی یوه بله پوښتنه ده.
داسې ګومان هم کېږي چې د پخواني شوروي په ملاتړ په ۱۳۶۰ لسیزه کې د افغانستان د هغه پېر د واکمن رژيم پرمهال د هېواد روغتیايي حالت هم سم نه و. په عمومي ډول که د افغانستان تاریخي مالومات او شمېرې کارول کېږي، احتیاط پکې اړین دی. په افغانستان کې د ۱۳۸۱ او ۱۳۹۶ کلونو ترمنځ د روغتیا د نړیوالې ټولنې د شمېرو ارزونه چې په هر ولایت کې شوې، او د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته یې هم ورکړې دي، دا ښيي چې د پولیو ویروس تر ډېره د افغانستان په ختیځ او په ځانګړي ډول په سویلي سیمو کې موندل شوې دي.
(۱۳۸۱ او ۱۳۹۶ کلونو ترمنځ د مثبتو پېښو شمېرې په دویم ګراف کې کتلای شئ)
په تحلیل کې راغلي چې په جنوب کې په ځانګړي ډول کندهار، هلمند او روزګان کې دا ویروس ډېر ارزول شوی دی. ختیځ بیا د هغه زون برخه ده چې د شمال، خیبر پښتونخوا، کونړ، نورستان او د پاکستان قبایلي سیمې پکې راځي او له یوه ځایه یې بل ته دا ویروس لېږدېږي.
د افغانستان په شمال لکه کندوز او بلخ کې هم د ځینو مثبتو پېښو رپوټ ورکړ شوی. دارنګه د دې سیمې په ختیځه برخه کاپيسا کې بیا یوه مثبته پېښه ثبت شوې وه. په لوېدیځو هرات او فراه ولایتونو کې هم د مثبتو پېښو رپوټونه ورکړ شوي چې فراه پکې له هلمند سره پوله لري. که ۱۳۹۶ کال د بېلګې په ډول په پام کې ونیسو، په افغانستان کې د پولیو ویروس ۲۱ ماشومان شل کړي وو. دې لوړ شمېر ته په پام، له جغرافي پلوه د پولیو د ویروس لېږد د افغانستان جنوب او ختیځو سیمو ته محدود شوی دی او د مثبتو پېښو رپوټونه د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې يوازې له شپږو ورکړ کېږي. د مثبتو پېښو ۱۵ یې په جنوب او ختیځ کې وې چې نهه یې په کندهار کې وې چې هلمند او روزګان سره پر پوله یې د ویروس د لېږد رالېږد شونیتیا شته. په جنوب کې لویه ستونزه د لاسرسي نشتوالی دی. د ۲۰۱۸ کال له می میاشتې راهیسې ۸۴۰۰۰۰ ماشومان له واکسینه بې برخې شوې دي.
روغتیايي خدمتونو ته نه لاسرسی او د ځینو کورنیو له خوا واکسین نه کول ( په اړه یې نور لاندې لوستلی شئ)، په ځانګړي ډول د کندهار شاوخوا سیمو کې داسې لویه ننګونه ده چې په دې هېواد کې د پولیو د ورکاوي مخه ورسره نیول شوې ده. له همدې وجې یې د هغو سیمو پيژندل هم ګران کړې دي چې ویروس ترې لېږدېږي. په ختیځه سیمه کې د پولیو شپږ پېښې د پولیو ویروس د خپرېدو په شمالي زون کې راځي.
د پولیو ویروس د خپرېدو لاملونه څه دي؟
د هغوی له پاره چې غواړی په افغانستان کې کوچنیانو ته د پولیو ضد واکسین وکړي، مهمه پوښتنه دا ده چې دا ویروس په هېواد کې څه ډول خپرېږي؟ د کارپوهانو په وینا، د دې کار دوه لاملونه دي: د واکسیناتورانو له پاره د لاسرسی کموالی او له یوه ځایه بل ته د خلکو کوچېدنه. د پولیو د له منځه وړلو له پاره د افغانستان د تخنیکي مشورو ګروپ د ۱۳۹۵ کال په رپوټ کې ویلي چې د پولیو ویروس د کنټرول شواهد دا په ډاګه کوي چې د دې ویروس په خپرېدو کې د خلکو خوځښتونه او ماشومانو ته نه لاسرسی مهمه ونډه لري. په پاکستان کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر هم مهم رول لري ځکه دا ویروس د هغو کسانو له لارې لېږدېږي چې له ډېورنډ کرښې اوړي. په ۱۳۹۶ کال کې د مثبتو پېښو شمېر ۶ ته راښکته شو، داسې حال کې چې په ۱۳۹۳ کال کې ۳۰۶ مثبتې پېښې ثبت شوې وې، په ۱۳۹۴ کې بیا د ۲۰ پېښو رپوټونه ورکړ شوي وو او په ۱۳۹۵ کال کې د شلو پېښو رپوټونه ثبت شوي دي.
په افغانستان او پاکستان کې د پولیو د ورکاوي هڅې سره تړلې دي او دواړه د دې ویروس د ختمولو له پاره یو پر بل متکي دي، او یا دا چې په دې برخه کې د یوه وروسته والی د بل د وروسته والي په مانا دی . له همدې وجې دواړو هېوادونو د اړیکو داسې چینل په ۱۳۹۶ کال کې ( نور دلته کتلای شئ) جوړ کړی چې پر دواړو غاړو له پنځکلنۍ د کم عمر ماشومانو له پاره د پولیو پر اړین واکسین خبرې وشي.. خو په لرې پرتو محلي سیمو کې روغتیايي خدمتونو ته د خلکو لږ لاسرسی، د ملکي ډاکټرانو کموالی او په ځانګړي ډول روغتیايي خدمتونو ته د ښځو کم لاسرسي هم په افغانستان کې د پولیو د ویروس له خپرېدو سره ډېره مرسته کړې ده.
په افغانستان کې واکسین
په افغانستان کې د پولیو ضد واکسین له ۱۳۶۵ کال راهیسې د عامې روغتیا وزارت له خوا ضروري بلل شوی چې د واکسیناسیون د پراخ کمپاین په نامه پیل شوی دی. د پولیو ضد لومړنی واکسین یا وقایه ټولو ماشومانو ته د پيدايښت په لومړنیو ۱۵ ورځو کې ورکول کېږي. دارنګه څلور نور واکسینونه له هغې وروسته په لسمه، نهمه او څوارلسمه اوونۍ کې او وروستی یې په نهمه میاشت کې ورکول کېږي. سره له دې چې تېرو څو کلونو کې پرمختګ شوی، خو د تاوتریخوالي او روغتیايي خدمتونو د کم لاسرسي له امله پرله پسي او اړین واکسینونه محدود شوې دي. د روغتیا نړیوالې ټولنې د شمېرو له مخې چې هر څوک ورته لاسرسی لري، د هغو افغان ماشومانو د واکسین کچه چې عمرونه یې له یوه کاله ټیټ دي، په ۱۳۶۵ کال کې ۳۳ سلنې ته لوړه شوې، داسې حال کې چې دا کچه په ۱۳۵۹ کال کې درې سلنه وه. ( دا ټکی پام غواړي: ټولې سلنې اټکلیزې راوړل شوې دي، نه د کره شمېرو له مخې)
په ۱۳۷۰ لسیزه کې یې کچه په کلني ډول بیرته ۲۵ سلنه ته ښکته شوه. په ۱۳۷۵ کال کې د پولیو ملي کمپاین یا واکسیناسیون د هغو ماشومانو له پاره پیل شو چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم وو. دا ډول کمپاینونه چې څو ورځې روان وي، له ۱۳۷۹ راهیسې هر کال کېږي. د دې کمپاینو موخه دا ده چې د امکان تر کچې لوی شمېر ماشومان واکسین شي، د پولیو د ویروس د خپرېدو او د بیا پېښدو مخه یې ونیسي. د کمپاین په دې څو ورځو کې د پولیو زرګونه کار کوونکي کور په کور ګرځي چې د نویو زېږېدلو، ناروغو، مسافرو او د وېدو ماشومانو په ګډون له پنځو کلونو د کم عمر هر ماشوم ته د پولیو ضد واکسین ورسېږي.
خو له دې تګلارې سره ځینو سیمه ییزو خلکو مخالفت کړی او د واکسین په اړه یې شکونه هم ښوولې دي. په ځانګړي ډول له ۱۳۸۰ کال وروسته دا ډول شکونه او مخالفتونه ډېر شول چې وروسته به یې پر جزییاتو خبرې وکړو. لکن له دې ټولو سره سره ، دې وروستیو څو کلونو کې د پولیو پرضد وقایه ډېره شوې ده. په دې مانا چې په ۱۳۸۰ کال کې ۲۴ سلنه هغو ماشومانو ته واکسین ورکول کېدل چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم وو، داسې حال چې په ۱۳۹۰ کې دا شمېر ۶۶ سلنو ته لوړ شو. په ۱۳۹۱ او ۱۳۹۲ کلونو کې دا شمېر نور هم لوړ شو او په ترتیب سره یې کچه ۶۷ او ۶۸ سلنو ته ورسېده. په ۱۳۹۴ کې چې ډېری بهرني ځواکونه له افغانستانه ووتل او ټاکنې وشوې، دا پرمختګ یو څه ټکنی شو او په ټوله کې امنیتي حالت خراب شو؛ له همدې وجې واکسیناتورانو ته لاسرسی محدود شو. په ۱۳۹۴ کې د هغو ماشومانو شمیر چې واکسین ورته کېده، ۵۰ سلنې ته راښکته شو. په ۱۳۹۵ دا کچه بیرته لوړه شوه او ۶۰ سلنو ته ورسېده چې په دوو نورو کلونو ۱۳۹۶ او ۱۳۹۷ کې دا کچه همداسې روانه وه. ( وروستۍ شمېرې دلته کتلای شئ)خو دا شمېر لا هم ټیټ دی. په افغانستان کې موخه دا ده چې هر کال باید د نویو زېږېدلو ماشومانو تر ۸۰ سلنې واکسین شي؛ او همدا په نړیواله کچه د واکسین منل شوی معیار دی.
د روغتیايي سکتور ننګونې او کولتوري ملاحظات
په ۱۳۹۰ کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت یا یوناما رپوټ ښيي په دې هېواد کې د پولیو ویروس د شته والي مهم دلیل په پرله پسې ډول د واکسین نه کول دي. نو ځکه نویو زېږېدلو ماشومانو، له پنځه کلنۍ ټیټو ماشومانو او میندوارو مېرمنو ته پر له پسې واکسین د پولیو د ورکاوي یوه مهمه تګلاره ده. عامه کمپاینونه، څارنه، په هغو سیمو کې کور په کور کمپاین چې ویروس پکې خپور شوی او د هغو خلکو پاملرنه چې ګوزڼ وهلي وي ځینې هغې لارې چارې دې چې د یاد ویروس مخه پرې نیول کېدای شي. خو په افغانستان کې روغتیايي سیستم لا هم په هغه کچه نه دی چې په سیستماتیک ډول پرله پسې لومړنۍ وقایه خلکو ته ورسوي.
له بلې خوا په افغانستان کې روغتیايي لګښتونه ډېر لوړ دی. د افغانستان د احصاییې ملې ادارې د شمېرو له مخې خالص عواید له ۹ اعشاریه ۵ سلنې ډېر پر بسپنه ورکوونکو ولاړ دي (۲) چې نژدې ۷۵ سلنه مالي ملاتړ یې بهرنۍ مرستې کوي. ( نور د دې څېړنې په ۱۰ مخ کې) نو ځکه تګلارې تر ډېره بسپنه ورکوونکو پورې تړلې دي. د بېلګې په ډول د افغانستان د بیا رغونې مرسته ( چې د روغتیا برخې لومړني خدمتونه هم پکې راځي – نور مالومات په ۷ لمن لیک کې وګورئ) په بشپړ ډول په بودیجه کې شامله ده خو ټول مالي لګښتونه یې نړیوال بانک ورکوي. ( په افغانستان کې د مرستو او بې وزلۍ په اړه زموږ شننه دلته لوستلی شئ) د روغتیايي کار کوونکو شمېر خورا کم دی. د روغتیا نړیوال سازمان د ۱۳۹۰ کال د څېړنې له مخې، په ټول هېواد کې د هرو ۱۰۰۰۰ کسانو له پاره دوه اعشاریه درې ډاکټران، پنځه نرسان او قابلې فعالیت کوي. په نړیواله کچه په منځني ډول د هرو ۱۰۰۰۰ کسانو له پاره ۱۳ ډاکتران او تر ۲۰ ډېر نرسان او قابلې فعالیت کوي. (۳)
د روغتیا د نړیوالې ټولنې د ۱۳۸۵ کال رپوټ له مخې، د هرو ۱۰۰۰۰ کسانو له پاره ۲۳ روغتیايي کارکوونکي د ۸۰ سلنه زیږونو د پوښښ له پاره اړین دي؛ او دا هغه معیار دی چې د زریزې په پرمختیايي موخو کې هم راوړل شوی دی. په افغانستان کې یوازې ۵۰ اعشاریه ۵ سلنه زېږونو ته د ماهرو روغتیايي کار کوونکو له خوا خدمتونه رسېږي. دا مالومات د روغتیا نړیوالې ټولنې د ۱۳۹۵ کال په وروستیو شمېرو کې خپاره شوي دي. له دوو اړخونو دا شمېرې مهمې دي: د زېږون پرمهال د میندو د مړینې لوړه کچه چې په ۱۳۹۵ کال کې په هرو ۱۰۰۰۰۰ مېرمنو کې ۳۹۶ یې د زېږون پرمهال مړې کېدې، (۴) د زېږون پرمهال د ماشومانو دمړینې لوړه کچه چې په۱۳۹۶ کال کې په هرو ۱۰۰۰ کې ۹۱ وه. دویم، که د زیږون پرمهال مهارت لرونکي کارکوونکي وي، میندې پر خپل وخت له واکسینه خبرولی شي. روغتیايي کارکوونکي د پولیو لومړنی واکسین هم همغږی کولای شي. نو له همدې امله پر ۱۳۹۵ کال د افغانستان د ډېموګرافیکې سروې له مخې په هغو مېرمنو کې چې ماشوم یې زېږېدلی و، یوازې ۱۵ خپلو ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکړی دی (۵)
د بي ایم سي په نامه یوې روغتیايي مجلې په ۱۳۹۶ کې په افغانستان کې د پرله پسې واکسین په اړه یوه مقاله کې لیکلي چې د ټول هېواد په کچه له هغو ماشومانو سره چې خبرې ورسره شوې دي، یوازې ۵۱ سلنه یې په افغانستان کې پرله پسې واکسین شوي دي. (۶) دا مجله د ناروغۍ پر څرنګوالي، تیرې تاریخچې او د هغې پر پوهېدنه پام ټول ساتي. په دې سروې کې ویل شوي چې په ۳۱ سلنه سروې شویو ماشومانو کې يوازې ځینو ته یې واکسینونه شوي او دلایل یې په دې ډول وو: هغه ځای چې ماشوم ته واکسین ورکول کېږي، خورا لرې و (۲۳ سلنه)، میندي نه وې خبرې چې واکسین یې ماشوم ته مهم دی ( ۱۷سلنه )، مور پر واکسین باور نه درلود (۱۶سلنه)، مور ډېره بوخته وه (۱۵ سلنه)، او د واکسین له ضمني زیانونو وېره (۱۱سلنه)
په سروې کې د پوښتل شویو میندو ۱۸ سلنې هیڅکله خپل ماشومان نه دي واکسین کړي، او لاملونه یې هم په دې ډول وو: د واکسین ځای خورا لرې و (۴۱ سلنه)، پر واکسینو نه باور (۳۴ سلنه)، د واکسینو له اړتیا ناخبرتیا (۳۳ سلنه)، له امنیت سره تړلې اندېښنې (۲۱ سلنه)، او ښځو ته د نارینه محرم له نشتوالي پرته اجازه نه ورکول چې کلینیک ته ولاړې شي (۲۱ سلنه) او روغتیايي خدمتونو ته د ښځو نه لاسرسی او له روغتیا سره په تړلو پرېکړو کې د واک نشتوالی هغه څّه دي چې د هغوی د ماشومانو په نه واکسینېدو کې یې خورا مهم رول درلود.
د جنسیتي حساسیتونو په اړه د روغتیا نړیوال سازمان په څېړنه کې ویل شوي:
له روغتیا سره په تړلو پرېکړو کې موندنې روښانه دي او هغه دا چې ښځې د خپلې روغتیا په اړه خپلواکې پرېکړې نه شي کولای؛ او ځینې وخت د روغتیايي خدمتونو د تر لاسه کولو له پاره پایواز ته اړتیا لري. د کور مشران د بېلګې په ډول مېړه، پلار او یا هم وروڼه د کور د ښځو له پاره پرېکړې کوي او همدې دود روغتیايي خدمتونو ته د هغوی لاسرسی کم کړی دی. یوازې دودیز عادتونه نه دي چې ښځې د روغتیايي خدمتونو له لاسرسي راګرځوي. په کليوالو سیمو کې په روغتیايي مرکزونو کې د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو بڼه هم همدومره ستونزې لري. په ۱۳۹۶ کال کې د لېږدېدونکو ناروغیو په نامه مجله کې یوې خپرې شوې څېړنې موندلې چې د پولیو او توبرکلوز په څیر د ځینو مهمو واکسینو د شته والي منځنۍ کچه په عمومي ډول په روغتیایي مرکزونو کې لوړه ( له ۹۰ سلنه پورته) وه، خو په لرې پرتو فرعي کلینیکونو کې دا کچه له ۸۰ سلنې کمه وه (۷)
په یاده څیړنه کې راغلي:
د نورو ځایونو پرتله، د روغتیا په سیمه ییزو مرکزونو کې واکسینونه، د واکسین د ساتنې یخچالونه، یا هم د واکسینونو د ثبت مناسبې لارې چارې او د کارکوونکو کموالی چې په منځني ډول باید یو واکسیناتور وي- هغه څه دي چې پرله پسې واکسینولو ته یې خنډونه جوړ کړې دي. د دې ترڅنګ، په روغتیايي مرکزونو کې باید یوه ښځینه واکسیناتوره وي چې په ګڼو سیمه ییزو مرکزونو کې له سره نشته. دودیزو حساسیتونو ته په پام، ښايي همدې ستونزې د واکسین پر وړاندې لارې ډېرې کړې وي.
په ۱۳۹۷ کې، د یونیسیف د مالوماتو له مخې د دې ټولو لاملونو پایله دا شوه چې له درېیو یو ماشوم چې عمرونه یې له یوه کال کم وو، د وقایې د پروګرام له لارې په مسلسل ډول له واکسینه برخمن شوی دی.
کور په کور کمپاینونه
د پولیو ضد عامه کمپاینونه چې کور په کور کمپاینونه هم بلل کېږي، په دا وروستیو څو کلونو کې په ملي او سیمه ییزه کچه ډېر شوې دي چې د بېلګې په ډول لنډمهالي او اوږدمهالي کمپاینونه یې یادولی شو. په عمومي ډول په کال کې له یوه ډېر کمپاینونه وي، ( د بېلګې په ډول په ملي کچه د دا ډول کمپاینونو جزییات چې د ۱۳۹۷ له چونګاښه، د ۱۳۹۷ کال تر زمري او لړم میاشتو ترسره شوي وو، دلته کتلای شئ) دا ډول کمپاینونه اوږدمهالي او پراخ وي چې ځینې وخت د جغرافیې له مخې هم پېژندل کېږي. مثلا، په ځینو ځانګړو ولسوالیو او ولایتونو کې واکسین کېږي. دا ډول ولسوالۍ او ولایتونه له وړاندې ټاکل کېږي.
د بېلګې په ډول د ۱۳۹۷ کال په زمري میاشت کې موخه دا وه چې ۶ اعشاریه څلور میلیونه هغه ماشومان واکسین کړي چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم وي. په وږي میاشت کې دا هدف ۹ اعشاریه ۹ میلیونه ټاکل شوی او په لړم میاشت کې دا شمېر ۵ اعشاریه ۳ میلیونه په پام کې نیول شوی و. خو د هدف ټاکلو یادې تګلارې هم یوه مهمه ستونزه لرله. په تېر کې د همدې تګلارې له امله ریښتیني خدمتونه نه دي وړاندې شوي او همدا خبره د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې ته هغو دوو نړیوالو سرچینو هم کړې چې د واکسین په کمپاین کې برخه لري. په ځینو بېلګو کې واکسیناتورانو واکسین د خځلو په ټوکوریو کې تش کړي دي خو د دې له پاره چې ټاکل شوي شمېر ته ورسېږي، ماشومان یې واکسین شوي حساب کړې دي. د یادو سرچینو په وینا، په یوه بله بېلګه کې، واکسیناتورانو ته د داسې سیمو مسوولیت ورکړ شوی چې کار پکې له ګواښونو ډک وي خو د واکسین نه کېدو رپوټ یې نه دی ورکړی. د دې کار شونیتیا له دې امله هم شته چې د واکسین شویو ماشومان کره کول ناشوني دي، ځکه په هغه ډول سیمو کې څارنه د امنیتي ګواښونو له امله نه کېږي.

یو افغان روغتیايي کارکوونکی د ۱۳۹۶ کال په لیندۍ میاشت کې د جلال اباد ښار څنډو کې یوه ماشوم ته د پولیو واکسین ورکوي. له ۱۳۸۱ کال راهیسې په سیمه ییزه او ملي کچه د واکسینو کور په کور کمپاین پراخ شوی چې د کمپاین ملي ورځې یې بولي. انځور: نورالله- ای ایف پي.
د بیړني حالت دعملیاتي مرکز مشر ډاکټر میوند احمدزی وايي، پر ۱۳۹۵ کال یې د ارزونې پرمهال دا ستونزې حل کړې دي. د ولسمشر د فرمان له مخې داسې مرکز پرانیستل شو چې د جي پي ایس په کارولو سیمې څاري. د احمدزي په وینا د یاد مرکز په مرسته یې ۹۵ سلنه هغه سيمې څارل کېږي او هلته له خلکو سره خبرې کېږي چې په فزیکي ډول ورتګ ناشونی وي. خو دا کار له پوره احتیاط پرته شوی ځکه د خلکو څارنه ښايي له شخصي حریمه سرغړونه وي او یا هم داسې ضمانت نشته چې د خلکو په اړه راټول شوي مالومات د نورو اهدافو له پاره ونه کارول شي. دې ډول کمپاینونو ځینې وخت سیاسي ترینګلتیا هم رامنځ ته کړې ده. سره له دې چې همغږي کوونکي یې ځانونه بې پرې ګڼي، خو ځینې وخت پرې طالبان شک کوي. د بېلګې په ډول په ۱۳۹۸ کال کې د پولیو د ورکاوي ملي بیړني پلان کې راغلي چې د ولسوالیو، ولایتونو او په لوړه کچه د حکومت له مخالفو وسله والو سره خبرې روانې ساتي چې هغوی ته ووايي چې د پولیو پروګرام بې پرې دی او د فعالیتونود د ملاتړ غوښتنه یې پکې شوې ( نور مالومات دلته ولولئ)
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته پر وټس اپ وویل دې وروستیو کې د پولیو له واکسینه په هلمند، کندهار، غزني، روزګان او ځینو نورو هغو سیمو کې ناسمه ګټه اخیستل شوې چې جګړه پکې توده وه. مجاهد وايي ( دوښمن له واکسیناتورانو ناسمه ګټه اخیسته او پټ مالومات ېې پرې ټولول) د هغه په وینا:
د طالبانو په سیمه کې ګڼ داسې کسان ونیول شول چې ځانونه یې واکیسناتوران بلل خو په اصل کې یې استخباراتي مالومات ټولول. دا کسان د دې له پاره ګومارل شوې وو چې د طالبانو د واکمنۍ په سیمه کې هغه کورونه او سیمې وګوري چې طالب قوماندانان او مشران پکې اوسېږي. واکسیناتورانو په یادو کورونو کې د جي پي ایس څارونکې الې کېښودې چې په مرسته یې حکومت هغه کورونه پېژندلی او په نښه کولای شوای. له دې په ډاګه مالومېږي چې دوښمن په جدي ډول له واکسینه ناسمه ګټه اخیسته.
د پولیو پروګرام مشر ډاکټر میوند احمدزی وايي، دې ستونزو ته حل لار موندل د دوی له پاره اسان نه وو:
موږ یوازې د ګوتو په شمېر کسان لرل چې دا ډول ( طالبانو تر واکمنۍ یا د جګړو سیمو) ته ولاړ شي. هغوی تخنیکي وړتیاوې لرلې، موږ او طالبانو دواړو ته د باور وړ خلک وو. څه نه څه ۵۰ داسې ولسوالۍ شته چې دا ډول خلکو ته اړتیا لري)
په ځینو ځایونو کې بې باورۍ دې ته لار برابره کړې چې یو شمېر کورنۍ واکسین ته زړه ښه نه کړي. (۸) خو له دې ټولو سره سره د وخت په تېرېدو د واکسین منل د خلکو ترمنځ ډېر شوې دي. په ۱۳۹۸ کال کې د بېلګې په ډول د پولیو د ورکاوي بیړني پلان کې پر دې د پوهېدو له پاره چې خلک ولې خپلو ماشومانو ته واکسین نه کوي، د ارزونې یوه څېړنه هم خپره شوې ده. حکومت هم داسې پلانونه لري چې له مخې یې په رسنیو او خواله رسنیو کې هغو ګونګوسیو ته د ځواب هڅه کوي چې خلک له واکسینه را ګرځوي. خو له دې ټولو سره سره، سیاسي ترینګلتیا لاهم پر واکسینو اغیز کوي او ډېر وخت پر واکسین د بندیز لامل ګرځي. پر واکسین بندیزونه د ولسوالۍ او یا په سیمه ییزه کچه د اورپکو د یوه قوماندان له خوا هم لګول کېدای شي، لکه په ۱۳۹۶ کال کې چې په هلمند، کندهار، غزني او روزګان ولایتونو کې ولګول شو. ( په دې اړه نورو لاندې برخه کې)
بیاکتنې:
دا مقاله په وروستي ځل تازه شوې وه ۱۵ ثور / غويی ۱۳۹۹