Afghanistan Analysts Network – Dari Pashto

اقتصاد، پرمختیا، چاپېریال / اقتصاد، توسعه، محیط زیست

کويډ-۱۹ په افغانستان کې: د مرستو وېش او د مرستو بدلوونکی سیاست، له هراته د يوه کلې کیسه

سید رضا کاظمی 25 دقیقې

په داسی حال کې چې د کورونا وایرس اړوندې مرستي په افغانستان کې نن سبا د هرې سيمې د بحث موضوع ده، چې په دې برخه کې متاسفانه ځينې پيښې هم رامنځ ته شوې دي، د افغانستان هرات ولایت په يوه کلي کې چې دلته هم دا مرستي را رسيدلې دي يوه لانجمنه او ترخه موضوع ده.  دلته چې مخکې له مخکې ژوند له ستونزو ډک و، د کورونا وایرس له را رسيدلو سره ستونزه نوره هم ستره شوه. سيمه یيزو مشرانو ته دنده سپارل شوې وه څو هغه مرستې چې را رسيږي ډيرو اړمنو خلکو ته و ویشي. د افغانستان تحلیلګرانو شبکې څېړونکی رضا کاظمي د همدې کلي کيسه بيانوي، چې دلته د سيمي مشرانو، مرستو ته څه ډول غبرګون څرګند کړ. دا څېړنه په ټول افغانستان کې د کورونا وایرس اړوند د مرستو او له مرستو سره تړلی سياست را سپړي.

دا راپور د هغې  سيمه يیزې څېړنې پر اساس ترتیب شوی چې د ۱۳۹۹ لمريز کال د غويي د مياشتي له لومړۍ  نېټې څخه بيا تر ۱۰ نېټي پورې د لیکوال له خوا تر سره شوی. راپور د هزاره او سیدانو ټولنه کې، چې دلته یې شاخوا ۲۰۰۰ کورنۍ اوسيږي، تر سره شوی. لیکوال په دې سيمه کې له ۱۳۹۳ لمريز کال را په دې خوا وخت نا وخت څيړنې کړې دي. خو اوسنۍ څېړنه يي په دې سيمه او هرات ښار کې له ټول بنديز وروسته دوره، چې د وري د میشاتي له پنځمي نيټې څخه  د وري د مياشتي تر وروستیو وغځېده، تر سره کړې ده. د دې تر څنګ ليکوال دې سيمې ته د کب د مياشتي په ۲۴  نېټه تللی و څو تازه معلومات تر لاسه کړي، لکه (دلته د خوراکې توکو نرخونه او د مرستو وېش) معلومول. د سرچينو د خونديتابه په خاطر د مرکه کیدونکو نومونه نه دي ذکر شوي. که څه هم دا سيمه له څو کلونو را په دې خوا له ښاري بڼې څخه  کلیوالي ته  اوښتې، ځکه زراعت او مالداري زياته شوې ده، خو بيا هم خلک دا سيمه د شهرک يا ښارګوتي په نامه يادوي، خو په رسمياتو کې ورته کلی وايي.

تر کورونا لاندې ژوند

د ۱۳۹۹ لمریز  کال د وري میاشت په وروستیو کې، یعنی یوه میاشت وروسته له هغه چې په هرات ولایت کې د کورونا ویروس د مخنیوي په هڅه نیمه ټول بندیز اعلان شوی و، په دې ښارګوټي کې ارامه ارامي وه. دلته له خښتو څخه د جوړو کورونو د باندې ماشومان په لوبو او ځوانان يا سپينږیري له یو بل سره په مجلسونو بوخت ول. که څه هم د پخوا پرتله د دوی ډله اوس کوچنۍ شوې وه. په دوی کې یو کم شمېر خلکو ماسکونه تړل، چې د سيمې خلکو په خپله جوړ کړي ول. په ورته وخت کې د ښارګوټي مېرمنې تر ډېره په کورونو کې وې. زياترو مېرمنو دې شپو کې په کور د ننه ډوډۍ پخولو ته مخه کړې وه، چې دا د دوی په ورځنيو کارونو سربېره اضافه کار و.(۱) خو خبره دا وه چې په کور د ننه ډوډۍ پخونه تر بازار ارزانه تمامېدله. تر دې هم مهمه خبره لا دا چې زيات شمېر کورنيو دا فکر کاوه چې په کور دننه ډوډۍ پخولو، بازار ته د خلکو تګ او راتګ کماوه، او ګټه يي دا وه چې خلک په کورونا وایرس اخته نه شي. دا ځکه چې، په بازار کې زياتره وخت پر نانوایانو ګڼه ګوڼه ډېره وي. خو په ماښامونو کې چې د پسرلي په راتګ سره هوا نوره هم نرميږي، ډلې ډلې خلک، چې ماشومان، سړي او مېرمنې هم  په کې راځي، د نژدي غرونو لمنو ته ځي چې هم تفریح وکړي او هم له طبیعت څخه خوند واخلي. هغوی چې ډير محتاط ول د روغتيا خيال یې ساته، يعنی هڅه يي کوله چې په ناسته یا ولاړه کې خپلمنځي واټن ډېر کړي. په همدې دلیل دلته داسې احساسېدله چې نه کورونا شته او نه هم ټول بنديز.

خو د دې تر څنګ، د ښارګوټي پر اوسيدونکو ذهني فشار مخ په زياتېدو و. يو دلیل يې دا و چې د کورونا وایرس په اړه سمو او ناسمو معلوماتو ته لاسرسی زيات و، ځکه دغه ډول معلومات پر تلویزیون، راډيو، ټولنيزو رسنيو او د تلیفونونو له لاري او همدارنګه په مخامخ ليدنو کتنو کې ، کښته پورته کيدل (۲). په دې اړه د همدې ښارګوټي يوه اوسيدونکي چې پلستر کار دی، د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته و ويل: «زه په تلويزيون او تلیفون کې د کورونا په اړه تر حده زيات خبرونه اورم. له ډېرو اوريدلو وروسته زه اوس غواړم د کوم بل شي په اړه خبرونه وا ورم او پرې وغږېږم». همدې نظر د زياتروهغو خلکو استازیتوب کاوه چې په ښارګوتي کې يې د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې سره خبرې کړي. پلستر کار و ويل ځکه خو يي پریکړه کړې څو ودانيز کارونه ودروي، که څه هم دا یې  د ژوندانه مهمه مالي سرچينه ده، خو نوموړي «نه غوښتل دا وایرس له ځانه سره کور ته یوسي». نوموړي ويل چې په ټوله نړۍ کې یواځیني څوک چې اداره کولای یې شول کورنۍ او خپل بچیان وو.

 دې پلستر کار ته ورته چې په کور ناست و، په هرات ولایت کې ټول بنديز تقریبا د ټولو اوسېدونکو ژوند درولی و. ماشومان وړکتون يا ښوونځي ته نه تلل، ځکه حکومت ښوونځي بند کړي ول. په ورته وخت کې زيات شمېر خلکو انلاین زده کړو ته لاسرسی نه درلود، ځکه نه ورسره کمپیوټر و او نه انټرنیټ. لمونځ کوونکي، چې په دې ډله کې زياتره د لوړ عمر کسان شاملېدل، جوماتونو ته نه تلل، که څه هم اذان اوس هم د محلي جوماتونو له لاوډسپيکرونو اورېدل کېده. ځوانان، په ځانګړي ډول هغوی چې هم یې کار او هم زده کړې کولې، هم له دې ټول بنديز څخه اغېزمن شوي ول. د بېلګې په ډول، د سيمي يوې اوسيدونکې چې په هرات پوهنتون کې د غاښونو څانګې محصله ده او په يوه کلینیک کې  کار هم کوي، و ويل:

زما لپاره هر څه ډېر ستړي کوونکي دي. زه هره ورځ حوصله بایلم. زه هېڅ ورځنی کار نه لرم. زما ورځ پرته له کوم ګټور کاره تېرېږي. کله چې پوهنتون پرانیستی و (د هرات پوهنتون هم د کورونا وایرس د مخنيوي په خاطر بند دی) زه هرات ښار ته تلای شوم، هلته دا فرصت و چې يو څه زده کړم او يو نيم کار وکړم. هغه وخت سهار مهال دا جذبه وه چې په شوق  پاڅېږم او ټوله ورځ ځان ویښ و ساتم. زما ملګري هم له ورته ستونزو کړېږي. ځيني وخت موږ سره را ټوليږو، خو له کورونا وایرس سره زموږ ناستې هم کمې شوې دي. زه د څو ورځو لپاره هغه کلینیک ته هم ولاړم چې کار پکې کوم. خو وروسته مي هلته تګ ودراوه، اوس نه ورځم.  کورنۍ مې راته و ویل چې هلته مه ځه، ځکه چې ښایي پر لاره یا سیمه کې زه هم په کورونا وایرس اخته شم. که اخته شوم نو بيا ممکن زه همدا وایرس له ځان سره کور ته راوړم، چې هلته به ماشومان او مشران ټول ور باندې اخته کړم. نو ما هم د دوی خبرو ته غوږ و نيو او اوس نه ځم.

که څه هم پورته ذکر شوي کسان له خپل کاروبار څخه لرې په خپل کور کې پاته شوي، خو زيات شمېر نارینه او مېرمنو بيا دا فرصت هم نه درلود چې له کاره لرې پر کور پاته شي. دا کار د دې لامل شو  چې د وزګارو شمېر زيات شي. په دغه ښارګوټي کې، زياتره هغه مېرمني چې له کوره بهر د کار کولو اجازه لري، په دولتي او يا هم شخصي ښوونځيو کې تدریس کوي. د ښوونځيو بندېدلو دوی په ټولنيز او اقتصادي لحاظ  خورا ورېږدول، ځکه زيات وخت په کور پاته وي او همدارنګه يې مالي سرچينې وچې شوې دي. په دې ښارګوټي کې ددغسې کورنيو شمېر کم نه دی.

په کور د ننه پاته کيدل په ټوله نړۍ کې د کورني تاو تريخوالي د زياتېدو لامل شوي. په نړۍ کې د کورني تاو تريخوالي زياتېدلو ته په اشارې سره برتانوۍ ګارډين ورځپاڼې ليکلي دي: «هغوی چې له کورني تا تريخوالي زورول شوي ميرمنو سره (په هرات ښار کې) کار کوي د خپلو مشتريانو له نظره ويريدلي دي». ځکه مرسته تر لاسه کول له ستونزو ډک دي. يوه رواني ډاکټر همدې ورځپاڼې ته ويلي دي چې «په هرات کې به ښځې له کورونا وایرس څخه ژوندۍ را و وځي خو پر کور له پاته کيدلو څخه  یې ژغورېدا ګرانه ایسي». خو د سيمې له خلکو سره په خبرو کې چې ښځې هم پکې وې، د دې ليکنې ليکوال د کورني تاو تريخوالي زياتوالی نه دی ليدلی. خو مانا یې دا نه ده  چې هیڅ کورنی تاو تریخوالی نشته، ځکه دا ستونزه هم دلته ده او هم په نوره افغاني ټولنه کې شته. په ټوله کې په نړۍ کې څېړنې ښيي چې د کورونا په دوران کې د سړو پرتله ښځې په نا انډولیز ډول متضررې شوي، چې داسې څه په دې ښارګوټي کې هم ليدل شوي دي.

 د زيات شمېر سړيو کارونه هم متضرر شوي دي. د نورو اوسېدونکو په استازيتوب يوه دوکاندار د افغانستان له تحلیلګرانو شبکې سره په خبرو کې و ويل:

هر کس په يو نه يو ډول کاریګر دی. حتی یو ولسمشر هم کاریګر دی. خو هغه کاریګر چې کارونه يي د کورونا له وجې متضرر شوي دي، هغه يا په کارخانو کې کار کوي، لکه د بخار ديګونو جوړولو کارخانه کې چې زه يې پېژنم، یا د رکشو او يا موټرانو ډريوران او يا هم د  ورځ مزدوران چې زياتره وخت د چوک سر ته د کار په لټه وځي. دا وروستۍ کټګورۍ ځکه ډېر متضرر دي چې، که به له کورونا مخکې يو کاریګر په اوونۍ کې يوه يا دوې ورځې کار پيدا کاوه، اوس په اوونۍ کې آن یوه ورځ هم کار نه مومي.

په ورته وخت کې هغه کسان چې د کورونا له لاسه پر کور ناست دي سخت ځپل شوي دي. د بېلګي په توګه د سيمې يو کس چې د موبایلونو په يوه مارکېټ کې يې د پاکولو کار کاوه، ویل چې ټول بنديز له کاره را ګرځولی دی. هغه و ويل:

دا ټول بنديز به تر ډېره روان وي، ،  له ما  سره اندېښنه دا ده چې زه به د کور مصارف څنګه پوره کوم. زما د کور د برېښنا بل راغلی چې ۴۰۰۰ افغانۍ کېږي. خو زه ډاډه نه يم چې زما ګومارونکی به د دوو مياشتو تنخوا راکړي.

که څه هم ځینو  کاریګرو، چې ښځې او سړي دواړه په کې راځي، کولای شول له نیمه بنديز سره سره چې د کورونا د خپرېدلو په اولو ورځو کې اعلان شوی و، کار ته ادامه ورکړي. په دې اړه زموږ پخوانی راپور (دلته) ولولئ. په دې ډله کې زياتره د هرات د صنعتی ښارګوټي د فابریکو کاریګران راځي. دوی به منظم کارونو ته تلل. د فابریکو بسونه به سهار مهال په دوی پسې راتلل اوتر صنعتي ښارګوټي به یې رسول او بیا به يي ماسپښين بېرته تر کوره رسول.  د فابریکو له ډلې هغه چې ماسکونه، روغتيايي کېټونه، مکروب وژونکي مواد او مکروب ضد مواد جوړوي، د حکومت له خوا هڅول شوي چې خپل تولیدات زيات کړي. د دوی تر څنګ هغه فابريکې چې د څښن توکي او يا هم خوړنتوکي يي تولیدول، تيږې يي توږلې، هغوی د ټول بنديز اصول په اسانه مراعات او عملي کړل. په دې اړه د سيمې د يوه اوسيدونکي په وينا «دا فابريکې ټولې په پټه کار کوي، د کار پر وخت دروازه بندوی او د تګ او راتګ پر وخت دروازې ډېرې په غلا پرانيزي. په دې سره د باندې خلک فکر کوي چې فابريکې بندې دي، خو  دننه په کې کار روان دی)).

په ورته وخت کې، څنګه چې د ټول بنديز له وجي رکشاوې او نور مسافر وړونکي واړه موټر بند دي، ښار ته تګ او راتګ هم ستونزمن شوی، په ځانګړي ډول د ښځو لپاره. په دې اړه چې د ښځو لپاره تګ او راتګ څومره ستونزمن دی، يوې ښځې د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته و ويل:

په ښارګوټي کې نن سبا هېڅ رکشاوې نشته. رشکاوې او واړه موټر هېڅ کار نه کوي. يوازي سراچه موټران فعاليت کوي چې هغه هم يوازی د ښارګوټي تر څنګ پر لويه لار چلېږي. د ښځو لپاره د سراچه موټرو کارول ګران کار دی. په همدې خاطر موږ باید تر عمومي سړکه پلي ولاړې شو.. په  سراچه موټرو کې د ښځو لپاره ډېر کم ځای وي، زياتره برخه سړیو نيولې وي او کرایه هم لوړه ده.

همدارنګه، په هرات ښار کي د خوراکي توکو نرخونه هم لوړ شوي دي، په ځانګړي ډول اوړه او غوړي. د يوه دوکاندار په وينا «زياتره کورنيو هڅه کړی ډېر اوړه واخلي. په ورته وخت کې په سیمه یيزو مارکېټونو کې کافي مواد هم نشته، په همدې خاطر نرخونه پورته کېږي». په دې ډله کې د ځينو خوراکي توکو، لکه نخودو، نرخونه لږ پورته شوي ول. تازه ميوه ډېره ګرانه شوې چې د يوه دوکاندار له قوله «د کاریګرو ډله له دې نعمت څخه بېخې محرومه شوې ده. ځکه دوی د کورونا له پیل څخه تر اوسه هېڅ تازه ميوه نه ده خوړلې. پرځای یې سابه خوري، چې ارزانه هم دي». د سيمه یيزو ډاکټرانو  دا مشورې چې تازه ميوه وخورئ څو مو د کورونا وایرس په مقابل کې مقاومت زيات شي، د کاريګرو لپاره هسي بابيزه خبره ده. په ښارګوټي کې خلک زياتره حبوبات او سابه کاروي. دا ځکه چې زياتره خلک دومره وس نه لري  چې تازه غوښه واخلي. په ښارګوټي کې د خوړنتوکو ګرانېدا  په دې مانا وه چې د خلکو اقتصادی پېټی نور دروند شوی دی.

په دې سره په خلکو کې د ژور خفګان ستونزې، د ورځني ژوند ګډوډيدا، بېسارې وزګارتیا  او دې ته ورته نورې ستونزې پيدا شوې. ځکه اړ شوي چې د مرستو لپاره لاس اوږد کړي.

د مرستو بهیر

د ښارګوټي مشرانو، د مسجد د شورا غړو، سپينږیرو او له ټولنيز اړخه فعالو ځوانانو، چې زياتره يي نارينه دي، فعال رول لوبولی چې ښارګوټي ته مرستې را جذب کړي.

څرنګه چې په اقتصادي لحاظ دوی ټول تقریبا مساوي ول، داسې کس په کې نه و پيدا شوی چې چارې په خپل لاس کې واخلي او د سيمې مشران تر خپل نفوذ لاندې کړي. ځکه خو په ګډه سره ټول او په سیمه ییزه کچه فعال شول. (۳) په همدې خاطر خلکو ته جالبه نه وه چې واوري  پلانکي مشر مرستې راوړې دي او په پلانکۍ سیمه کې يي په خپلو خلکو ويشلې دي. په حقیقت کې ځينو سپينږيرو د خپلو خلکو لست چمتو درلود چې که  چا يا کومې دولتي ادارې یې   د لاسنیوي لپاره مرستې راوړې.

که څه هم د مرستو موندنې او ویشنې ځینو  ته دا وس ورکړی و چې  په خپله سيمه کې يو څه واک ومومي، ورسره جوخت نور خلک په خپل کاروبار بوخت ول او د مرستو په اړه يي اندېښنه نه درلوده. سره له دې چې حق هم د دوی و خو بيا یې هم مرستې نه غوښتې.

بل پلو هغه کسان ول چې مرستې يي ورکولې. مرسته ورکوونکي په هرات ښار کې په سیاسي او يا هم اقتصادي لحاظ له مهمو کسانو سره یو ‌ډول تړلي ول. دوی چې د مرستو هر تکل درلود، واک یې خپل و. دوی زياتره مرستي د سپينږيرو په لاس خلکو ته ورکولې (د دې ليکنې ليکوال يوازي يوه داسي پېښه په خپلو سترګو ليدلې چې مرسته کوونکو په کې مرستې په خپله  ويشلې). بهرمېشتو افغانانو هڅه کوله خپلې او یا له نورو تر لاسه کړې مرستې، د خپلو استازو په لاس و ویشي. دا  استازي لږ تر لږه له سيمه يیزو خیريه ډلو سره اړيکي لري. له خیریه ټولنو سره تړاو لرونکي، د ښارګوټي فعالو ځوانانو ته مخ اړوي چې مرستې یې پر خلکو وویشي.

د۱۳۹۹ لمریز کال د وری په لومړۍ نېټه د ليکنې ليکوال د مرستو ويشلو پنځه پروګرامونه، چې د کورونا اړوند ول، په خپله ليدلي دي. که څه هم دا لست ټولشموله نه دی ، خو دا په کې دي چې کومې مرستې خلکو ته ویشل شوې او وېش کې یې څوک دخیل ول چې د دوی په ډله کې، مرسته کوونکي، مرسته اخیستونکي او د ښارګوټي مسؤلين شامل دي:

۱.په اروپا کې يو افغان مرسته کوونکی، چې پخوا يي په همدې ښارګوټي کې د يوه مسجد په جوړولو کې هم مرسته کړې وه، ښارګوټي ته اوړه، وريجي او غوړي را استولي ول. ممکن هغه نغدې پيسې را استولې او بيا يي په هرات کې همدا مرستي ور باندي رانيولې وي. د نوموړي يوه استازي، همدا مرسته را وړه او بيا يي د ښارګوټي په مرکزي مسجد کې د شورا غړو ته و سپارله. له هغه وروسته د شورا غړو د ښارګوټي پنځوبرخو کې پر خلکو دا مرسته و ويشله. په دې ډله کې شاوخوا ۲۴۰ کورونو ته مرسته و رسيدله.

۲.په اروپا کې بل مېشت مرسته کوونکي بيا هرات ته نغدې پيسې رالېږلې او د پوهنتون يوه استاد ته يي سپارلې وې. هغه بيا په دغو پيسو اوړه ، وريجې او غوړي اخيستي ول. دې استاد بیا  هغه فعال ځوانان چې ځینې یې د مسجد د شورا غړي هم وو او ده پخپله پېژندل، موندلي وو. دوی ته يې  ويلي ول چې مرسته تر ښارګوټي ورسوي او پر خلکو یې و ويشي، چې په ټوله کې ۱۲۰ کورونو ته ورسېده.

۳.بل کس له هرات ولايت نه د ولسي جرګې غړی و چې په ۲۰۱۸ ميلادي کال کې يې د پارلماني ټاکنو پر مهال له همدې ښارګوټي څخه رايې هم تر لاسه کړې وې. هغه د سيمي د يوه ارباب په لاس ، چې له حکومت سره ثبت شوی هم دی، مرستې و ويشلې. په دې مرستو کي رُب، آش، وريجې او غوړي شامل ول چې شاوخوا ۷۰ کورونو ته ويشل شوي ووې. دا مرسته په ښارګوټي کې د ارباب د کور شاخوا ټولو کورونو ته ویشل شوې وه.

۴.د هرات  ښار يو سوداګر په خپله همدې ښارګوټي ته راغی او هلته يي په خپله خلکو ته مرسته و ويشله. دا مرسته خوراکي توکي ول چې د هغو کورنيو شمېر چې دا مرستې ورته رسيدلې دي نه دی معلوم او ممکن تر لسو زياتو کورنيو دا مرستې تر لاسه کړې وي.

۵.یو بل کس چې دنده يې نه ده څرګنده، د هغه سپينږيري په مرسته خپله مرسته شاوخوا لسو کورونو ته و ویشله چې خپله يي پېژندل. همدا کورنۍ هم د همدغه سپينږيري له خوا ورښودل شوې وې.

د سږ کال د غوایي د مياشتې تر وروستيو پورې، چې د ليکنې ليکوال هلته په هرات کې و، ښارګوټي ته هېڅ ډول دولتي مرسته نه وه رسيدلې. دغه راز کومې بهرنۍ موسسې یا ټولنې هم مرسته نه وه ور استولې. د ښارګوټي ارباب د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته و ويل چې ولسوالۍ ته، چې دا ښارګوتی او کلی پکې  دی، څه مرسته نه ده راغلې. يوازې د ولسوالۍ رسمي  استازي دلته راغلي ول، هغوی د مجبورو خلکو نومونه واخیستل او کله چې ولاړل بيا نه دي را ښکاره شوي. د ښارګوټي ارباب همدارنګه د خلکو يوه عریضه هم د حکومت د حوادثو ریاست ته استولې وه  چې له اړمنو سره مرسته وکړي. نوموړي و ويل چې «دوی تر اوسه آن تش ځواب نه دی راکړی، د مرستو له پاره راتګ خو یې پرځای پرېږده».

تر دې عریضې يو دوې ورځې مخکې ښارګوټي ته د حکومت يو لوړ پوړی چارواکی (د والي مرستیال) راغلی و. په دې ليدنه کې نوموړي د ښارګوټي اوسيدونکو ته ويلي ول چې د ښارګوټي ښوونځی په کلينيک واړوي چې که خلک په کورونا اخته شول، دلته به قرنطين کيږي. د اپرېل مياشتې وروستيو کې د خلکو تر منځ دا خبرې خپرې شوې چې د هرات ښار سيلو ته له کابل څخه غنم راغلي. دا خبرې ځکه کېدلې چې په هغو ورځو کې ولسمشر اشرف غني ويلي ول چې حکومت به خلکو ته وچه ډوډۍ ويشي چې دا پروسه به د «سيمي د مساجدو له لاري په ولسواليو کې» تر سره کېږي. په ورته وخت کې خلکو دا فکر هم کاوه چې ښایي له ښار ګوټي سره يا ډېره لږه یا بېخي هېڅ مرسته ونه شي. يوه وجه دا وه چې د ښارګوتي خلک په همدې ولايت کې د سيمې د اصلي اوسیدونکو په نامه نه پېژندل کېږي.

 کړکېچنې مرستې

له پورته ذکر شويو مرستو څخه هرې یوې يي، يا  نوې ستونزي رامنځ ته کړې او يا يي هم پخوانۍ هغه را برسېره کړې. دا د هغو ستونزو انعکاس و چې د افغانستان په نورو ولایتونو کې د کورونا وایرس له را رسيدلو سره سم، وليدل شوې. (۴) په دې کې هغه هم راځي چې ښارګوټي يا د ښارګوټي يوې برخې ته را رسيدلي وي. کله چې په لومړي پروګرام کې د همدې ښارګوټي مرکزي مسجد ته مرسته را ورسېدله (چې تر نورو هغو ډېره وه) چې پر اړمنو خلکو و ويشل شي، له پیل څخه د مرستو مدیريت جنجالي و. د همدې مسجد د شورا يوه غړي د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته داسي و ويل:

د مرکزي مسجد په داخل کې سپينږيري په ګرمو بحثونو بوخت شول، چې دا مرسته څنګه و ويشل شي. له هغه وروسته ځينې نور خلک هم راټول شول. هر څه ډېر خراب شول. هر ډول اختلافات را برسېره شول. تاسو پوهيږئ، هر څوک ډيرې خبرې کوي چې پلانکی او پلانکی په هر څه پوهيږي او په دې هم پوهيږي چې هر څه څنګه ښه ترتیب کړي او څوک بايد واک او اختیار ولري. بالاخره موږ و توانيدلو  چې شاوخوا ۲۴۰ اړمنو کورنيو ته چې په پنځومساجدو  پورې اړه لري مرستي ورکړو.

يو بل مشر، چې د همدې مرستو په وېش کې دخيل و، د «ارام» احساس وکړ، ځکه څه نا څه و توانېد  چې د مرستو وېش کې يوې فیصلې ته و رسيږي.

خدایه شکر، چې هر څه له کنتروله و نه وتل. که خدای مه کړه څه پېښ شوي وای نو بيا به مو څه کول؟ موږ په تلويزيون کې وليدل چې په کابل کې په همداسې  اخ و ډب کې يو سړی، چې د مرستو د تر لاسه کولو لپاره ورغلی و، و وژل شو… موږ همدا وايو چې بايد ډېر سره را يوځای نه شو. ځکه ډېر را ټوليدل د وایرس له خپرېدو سره لاس کوي. بده يي لا دا چې که څوک په ټېل ماټېل او ګڼه ګوڼه کې و وژل شي، ټولنې ته به  د خیر پرځای له مرستو شر رسېدلی وي.

څنګه چې د همدې سيمې په يوه برخه کې مرستې وويشل شوې ، لکه چې پورته يي يادونه وشوه، هغه نه يوازي د جنجال لامل شوې  چې خلکو يي په اړه شکونه هم کول، چې د دې مرستو تر شا به څه سياسي پلان وي. د بېلګې په ډول،  درېيم پروګرام چې د پارلمان د یوه وکیل له خوا د نغدو پیسو یا مرستو وېش و، او پاس یې یادونه شوې، ډېر شکونه جوړول. زياترو اوسېدونکو چې مشران هم پکې شاملېږي، د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته و ويل چې دا مرستې د هغه ارباب له خوا خلکو ته ويشل شوې چې د پارلماني ټاکنو پر مهال يي همدې وکيل ته کمپاين کړی و. ځکه نو تش هغه چا ته ورکړ شوي چې ده ته یې رایه ورکړې وه. خو ډېر لږ خلک پوهېدل چې دې وکیل دې په پوهېدلې بڼه تش هغو خلکو ته پيسې ورکړې وي چې په تېرو ټاکنو کې یې رايه ورکړې وه. خو د افغانستان تحلیلګرانو شبکې سره د خبرو پر مهال، ارباب داسې څه و نه ويل چې مرستې دې په سیاسي لحاظ را وړل شوې وي. خو نوموړي دا هم ويل چې مرسته ډېره کمه وه او اړمن بيا بيخي زيات ول.

 په مجموع کې د سيمې خلکو ډول ډول سوچونه درلودل. ځکه  یې دا مرستي معنوي، بشري او يا هم سياسي و بللي چې ښایي ځای ځای دا ګرد اړخونه په کې وو. که له پاسني لست څخه د درېيم پروګرام مرستې سياسي وي، نو بيا د اول او پنځم پروګرام مرستې معنوي ګڼل شوې وي. ځکه خو خلکو دوی ته او د دوی کورنيو ته دعاګانې کولې. په ورته وخت کې د دويم پروګرام مرستې تر ډېره بشرپالونکې بلل شوې دي چې وروسته به بيا هم تشریح شي. (دا چې د څلورم پروګرام مرستې څنګه ويشل شوې وې يا يې تر شا څه و، ليکوال ترې نه دی خبر).

په هرات ښار کې، کله چې  کورونا وایرس را ورسېد، له هغې ورځې راهیسې سوداګر او شتمن  له اړو وګړو سره  مرستې کوي چې زياتره يي خوراکي توکي وي. د افغانستان له تحلیلګرانو شبکې سره خبرو کې، د هرات اوسيدونکو و ويل چې ځيني مرستي د ښه نيت له مخي خکلو ته ویشل شوي وي ځکه دا مرستې لويدلي خلکو ته ویشل شوي وي. خو ځينو نورو بيا مرستي په دې خاطر کړې وې چې ځان  وښیي او يا خپل کاروبار ته تبلیغات وکړي. ښکاره دلیل يې دا دی چې ځينو عمومي اعلانات خپاره کړل (چې د ښار په مرکزې سيمو کې يې لوحې هم لګولې وې) او په ټولنيزو رسنيو کې يي پوسټونه هم کړي ول. په ورته وخت کې ځينو ژورنالستانو ويل چې دې کسانو تاریخ تېر توکي خلکو ته ویشلي دي.

د بديل په ډول، ځينو  وګړو چې د مرستو وېش کې دخيل ول، ويل چې د مرستو دا بهیر له پیله ناسم و، په دوودلیلونو: لومړی دا چې مرستې د ډېر لږ وخت لپاره وې، په ځينو مواردو کې  تش د څو ورځو لپاره وه. د ښارګوټي ارباب و ويل چې «ځينې مرستې دومره لږې دي چې د یوې غټي کورنۍ لپاره د يوې شپې مصارف هم نه پوره کوي». نوموړي دا پوښتنه هم وکړه چې «د بلې ورځې د خوراک شيان به څنګه کوو». یوه بل مشر و ويل:
څه چې الله ورکوي هغه بېل څه دي. راځئ چې خدای ته دعا وکړو چې خلکو ته توفیق ورکړي څو خپل ژوند په خپل لاس برابر کړي. کله چې مرستې راشي، له ختمېدو وروسته به یې څه پيښيږي؟ نو خلک بايد ځان په مرستو عادت نه کړي.

دویمه خبره دا چې، داسې مرستې هم ویشل کيدلې چې نه يوازي وګړي بلکې ټوله ټولنه يي په مرستو متکي اموخته کوله، خو په ورته وخت کې يې ځينو ته ګټه هم رسوله. همدارنګه د دې مرستو په وسيله ځينو  خلکو واک تر لاسه کړ، چې زياتره خلکو فکر کاوه چې له دې کار څخه ناوړه استفاده شوې وه. (۵) د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته زياتو اوسيدونکو و ويل چې ښارګوټی یې د راتلونکو پرمختيايي مرستو له نعمت څخه بې برخې شوی ځکه د حکومت له خوا په تور لست کې شامل شوی. دليل يي دا دی چې پخوا د عامه پروژو مرستې دلته په غلطه کارول شوې وې. دا مرستې د ملي پيوستون د پروسې له خوا ورکړ شوې وې. وروستۍ پروژه چې په دې ښارګوټي کې عملي شوې وه هغه د څښلو د پاکو اوبو د يوې څاه کيندل و چې ټوله ناکامه او نهیلوونکې تجربه وه. ناوړه پايلې يې لا تر اوسه  په دې ښارګوټي کې د ستونزو لامل دي. دلته مخکي له مخکی خلک ډېر بې اتفاقه او ويشلی دي. په وروستيو کې دلته د سيمه ايزو مشرانو تر منځ شخړي هم رامنځ ته شوي وي، ځکه دوه مشران د اوبو رسولو خپل شخصي شرکت لري او غوښتل یي د اوبو نرخ هم پورته کړي. په همدې خاطر دلته د ښارګوتي پرمختيايي شورا پريکړه وکړه چې د ملي پيوستون وروستۍ پيسي باید د اوبو رسولو په خپل سیسټم ولګول شي. د سيمي د خلکو په وينا د ملي پيوستون له ۶۰۰۰۰ ډالرو څخه يوازي ۴۵۰۰۰ همدې ښارګوټي ته رسيدلي وي. که څه هم د اوبو عمومي زېرمه په ښارګوټي کې نصب شوې  ده او نلونه یې تېر شوي،  تر اوسه په دې  عمومي سیسټم کې کورونو ته اوبه نه دي تللې.  زیاترو مشرانو، د هغوی په شمول چې ددې سیسټم لپاره يي هلې ځلې کړې دي، فکر کاوه چې هغه عمومی جوړښت چې د بې اتفاقي له وجي له منځه تللی به بېرته برحاله نه شي.

له يوې کليوالي ټولنې ور هاخوا، په مرستو تکيه په ټول هيواد کې پراخه شوي. دلته د سيمې د خلکو تر منځ د حکومت د هرې کړنې خلاف خبرې کېږي. له کابل څه نيولې بیا د هرات تر ولايته او بيا تر دې ښارګوتي چې په ټولو کې همدا د حکومت په کړنو خبري کيږی. دلته دا تور هم  شته چې حکومت له کورونا وایرس څخه د لنګې غوا کار اخیستی   چې له نړيوالې ټولنې تر خپله وسه پيسې واخلي. د بېلګې په توګه، دا اوازه هم شته چې د سيمې ځينو اوسېدونکو ته پيسې ورکړ شوې وې  چې هغو روغتيايي مرکزونو ته ولاړ شي چې د کورونا ناروغانو ته ځانګړي شوي ول. هلته دوی بايد ځینې نښې لکه ټوخی او نور ښکاره کړي وای چې وښیي ناروغ دي. په دې سره به روغتيايي مرکز له ناروغانو ډک ښکاره شو څو دا مرکزونه د بهرنیو مرستو مستحق وګڼل شي او ورسره لومړی هرات  او بیا ټول افغانستان ته مرستې راماتې شي. تر دې هم بده لا دا چې داسې اوازه هم وه چې ځينو خلکو ځانونه په يوه سپين ټوکر کې پېچلي  وو چې د مړو ګومان پرې وشي او ورسره د کورونا د تلفاتو شمېرې وخېژي.  آن دا اوازې هم وې چې په طبیعي مرګ او یا د مخدرو موادو په کارولو مړه شوي هم د کورونا ویروس د قربانیانو په ډله کې ثبت شول چې وګړو خیالي مړي بلل.

ليکوال ته دا اوازې بې اساسه ښکارېدې ، ځکه تش د خولې په خبرو بنا وې، ليکوال د خپلې څېړنې په موده کې هېڅ داسې قضيه په خپله نه ده ليدلي. په همدې خاطر دا معلومات ناسم ښکاري او زياترو خلکو پرته له دې چې فکر ورباندې وکړي، دا اوازي خپرولې، که څه هم داسي اوازو سخت منفي اغېز درلود، په ځانګړي ډول په سختو حالاتو کې د حکومت تر سوال لاندې راوستل پکې شامل دي. د هرات د روغتيا رياست هم دا اوازې په کلکو ټکو غندلي دي. همدارنګه د روغتيا رياست په دې هم ټينګار کړی و چې غوښتل يي ټول عاجل روغتيايي مرکزونه، چې د کورونا وایرس د تداوۍ  لپاره ځانګړي شوي ول، خالي کړي.

خو بيا هم څومره چې د مرستو خبره مطرح ده، دا اوازې دې ته اشاره کوي چې په افغانستان کې مرستې څومره سياسي شوې دي. دلته د ښارګوټي زياترو اوسېدونکو افغان حکومت ته په دې سترګه کتل چې نړیوالو مرستو ته اړ دی، ، خو حکومت بيا خلکو ته کتل چې د حکومت مرستو ته اړ دي. دا کارونه دې حقیقت ته په کتلو سره تر سره کېدل چې د کورونا وایرس اړوندې مرستې بېخي دې ښارګوټي ته نه دي راغلي. په دې اړه د ډبر توږنې فابريکې يوه کار کوونکي د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته داسي و ويل: «افغان چارواکي يو بحران (کورونا وایرس) د پیسو موندلو له پاره په يوه فرصت بدلوي». همدارنګه نوموړي و ويل: «که دوی څه تر لاسه کړي، د هغو له ډلې څخه به ډيره کمه اندازه لکه زموږ په څېر غريبو خلکو ته هم را ورسېږي». په ورته وخت کې زياتره خلک په دې باور هم دي چې افغانستان کې د نړيوالې ټولنې ځيني غړي هم د مرستو په بې نظمۍ کې دخيل دي، چې دا بيا په افغانستان کې په هره کچه د مرستو د سياست په برخه کې اداري فساد ته اشاره کوي.

حل لاره څه ده

د مرستو پر سر له زياتو سياسي جنجالونو سره سره، چې په دې کې د مرستو ناوړه اغېزې هم راځي چې يوه يي په مرستو تکيه کول دي او بل پکې د عمومي مرستو ګډوډ وېش  ، ډيری خلک په دې باور دي چې کورونا وایرس، د مرستو په ښه کارونه کې او همدارنګه دې سيمي ته د مرستو په رسېدلو کې، هېڅ اغېز نه لري. يوازې لږ شمېر خلک په دې باور ول چې ټولې مرستې بايد په يوه وخت خلکو ته و ويشل شي. مشران پوهېدل او يا يې دا منلې وه چې کاروبارونه به په دې بدليدونکي وضعيت کې په يو شان نه وي بلکې د خرابۍ خواته به ځي. دا نه يوازې د کورونا وایرس خبره وه، بلکې په سيمه او هيواد کې روان جنګ او سیاسي نا ارامي هم ده، چې هیڅوک يي مسؤليت په غاړه نه اخلي، په داسې حال کې چې د ټولنې نور غړي يا له لوږې او يا هم له نورو ستونزو د خلکو په مخکې مړه کېږي.

د ښارګوټي په مرکزي مسجد کې د مرستو د وېش په اړه له جنجالونو وروسته، د مشرانو بېلابېلو ډلو، چې زیاتره د ښارګوټي په هغو سیمو کې چې دوی پکې اوسيدل سره را يوځای کيدل، د راتلونکو مرستو د وېش په ډول باندې فکر کاوه. ليکوال خپله د يوه بدلون شاهد و، چې په واقعيت کې يی د مرستو په وېش باندې مثبت اغېز کاوه. دا بدلون کولای شي چې نه يوازي په سيمه یيزه کچه د مرستو له اغېزمن وېش سره لاس وکړي، لا چې د مرستو يه بشري کېدو کې ونډه درلودلی شي. (که څه هم څرګنده نه ده چې دا به څومره وخت و نیسي). دا د دويم پروګرام  خبره وه (چې اروپا مېشت  یوه افغان د پوهنتون یوه استاد ته مرستې را استولي وې)، چې دلته د مرستو وېش د خلکو له خوا ليدل شوی و، که څه هم د ښارګوټي په ځينو برخو کې و، چې زياتره يي بشري انګيزه لرله.  

کله چې د اپرېل مياشتې په منځ کې د مشرانو يوي ډلې او فعالو ځوانانو د خوراکي توکو ۱۲۰ برخې (په هره برخه کې ۲۵ کيلو اوړه ، ۲۵ کيلو وريجې ، او پنځه ليتره غوړي ول) تر لاسه کړې، دوی پر يوه ګډ پلان موافق شول چې د اړمنو د ټاکلو او د مرستو د وېش لپاره و. دا پروسه د مشورو له لارې او همدارنګه د ځمکنيو واقعيتونو له ارزولو وروسته ټاکل شوي وه. يوه مشر دا پروسه، چې د ټولو له خوا په مشوره، موافقه او په ګډه عملي شوې وه) داسې تشريح کړه:

د دې لپاره چې د جنجال مخه و نيول شي، (لکه په مرکزي مسجد کې چې و) کله چې موږ تېر ځل يو څه مرستې تر لاسه کړې، په خپلو کې مو مشورې وکړې او د هر څه په اړه مو خپله پرېکړه وکړه. موږ هغه کورونه په لست کې ونيول چې په سيمه یيزه کچه مو پېژندل چې مرستو ته يي اړتيا وه. د دويم ځل لپاره موږ ځوانان واستول څو په لست کې شامل شوي کورونه له داخل څخه وګوري. له هغه وروسته موږ هغو کورونو ته مرستې د شپې له خوا و ويشلې، څو زيات شمېر خلک راټول نه شي او پوه نه شي چې دلته مرستې راغلې دي. زموږ سره يوه ډله ځوانان ول څو په موټر کې وګرځي او مرستې هغو کورونو ته و رسوي چې موږ ورښودل.. دې کسانو مرستي د هر کور تر دروازې ورسولې.  که تر دروازې مرستې و نه رسوې، شونې ده چې مرستې ونه رسېږي، ، يا په اخر کې اړمن کس ته ونه رسېږي.. دوی  دغه  کارونه په څو شپو کې وکړل چې زياتره وخت به دا کار په ۹ بجو پيلېده، چې په سیمه کې به ګڼه ګوڼه لږه وه.

که څه هم د دې پروګرام د څار پروسه د ځينو نه خوښېده، خو دا چې مرستې د پيېندل شويو کسانو له خوا تر سره شوې وې، چې له ټولنيز پلوه فعالې مېرمنې هم په کې راتلې، لږ تر لږه د ټولنې مشران خوشاله ول. خو بيا هم داسې یوه ټينګه طريقه هم دا تضمين نه شي کولای چې ستونزې به نه وي. هغه کس چې پاس يې خبرې راغلې، نه يوازې دا پروسه تشريح کړه چې هغه ستونزې یې هم وښودلې چې ور سره مخ شوي ول:

د مرستو ویش ډېر سخت کار و. وروسته ځينو خلکو راته خبر راکړ چې نوم یې لست کې نه دی راغلی. ما ورته و ويل چې موږ فعال ځوانان وليږل څو اړمن کسان پيدا او په نښه کړي. خو بيا هم زموږ له دې کار سره سره، ځيني اړمنې کورنۍ په غیر قصدي ډول له لست څخه پاته شوې وې. د بېلګې په ډول، يو کس چې فلج دی او ستره کورنۍ لري، زموږ په لست کې نه و شامل شوی. کله چې زما مشر زوی په دې باندې پوه شو، د ډوډۍ خوړلو په وخت له  دسترخوانه پورته شو او ولاړ د هغه کس نوم يي په لست کې شامل کړ او دا اطمینان يي تر لاسه کړ چې دغه کس ته مرسته ورسېږي.  موږ له دغسې نارينه او مېرمنو سره د مرستو د وېش په لړ کې مخ شوي يو. لږ تر لږه موږ په خپله ډله کې (د ځوانانو او مشرانو په ګډون)  دا باور درلود چې خپله ټوله هڅه مو کړې او مرسته مو هغو خلکو ته چې ارزول شوي او په نښه شوي وو رسولې چې په ریښتیا ډېر اړمن وو. په ورته وخت کې دا دومره مرسته هم نه وه چې هر چاته  و رسېږي. زموږ په ټولنه کې د مرستو وېش  ډير ګران دی.

د همدې سيمې يو فعال ځوان چې د مسجد د شورا غړی دی او کورونو ته د مرستو په رسولو کې يي برخه هم اخيستې، ځينې ستونزې چې دوی ور سره مخ شوي ول داسې بيان کړې:

دا وروستۍ مرستې چې موږ تر لاسه کړې، یوې ‌ډلې چې له څلورو تر شپږو کسان کېدل د شپې ویشلې،چې د شپې په ۹ بجو پيل او د شپي په ۱۱ بجو پاي ته رسيدلې او کله کله یې وېش تر نیمې شپې هم غځېده. . موږ دا مرستې په فلاینکوچ کې خلکو ته رسولي. مرستې د هغو کورونو دروازو ته رسول کېدې چې له وړاندې په نښه شوي وو. حتا د شپې په هغه وخت کې به ځینو   د کورونو د دروازو تر چاوونو راکتل. دوی غوښتل پوه شي چې څه روان دي. د ورځې په اوږدو کې، هغه کس چې د مرستو وېش يي تنظیماوه د خلکو له خوا درول کېده او ورته ویل کېدل  چې تاسو مرستې راوړئ زموږ نوم هم په لست کې شامل کړئ. وضعيت دې ځای ته رسیدلی و چې کله به هغه غوښتل له خپل کور څخه د باندې و وځي،  لومړی به یې هاخوا دې خوا کتل چې د کور څنګ ته خو به یې څوک ولاړ  نه وي  او چې څوک به و نه ليدل شو، په منډه له کور څخه د خپل کاروبار پر لور روانېده.  د مرستو وېش دغومره ستونزمن و.

همدارنګه ځينو مشرانو په خپل چاپيریال کې د مرستو د وېش څارنه کوله، په دې هيله چې له دوی څخه به يي زده کړي. يوه مشر يو ابتکار چې په همدې ښارګوټي کې خلکو ليدلی و، موږ ته تشریح کړ، خو فکر يې وکړ چې دا ډول ابتکار په نورو سيمو کې د عملی کولو نه دی، ځکه مرستې لږې راتلې:

په يوه سيمه کې (نوم يي نه اخلو) د کلي خلکو هر حکومتي چارواکي ته ويلي چې حکومت دې يا مرستي نه راوړي او که راوړي یې نو بايد د ټولو لپاره وي. د خان او غریب دواړو لپاره. دوی دا خبره ځکه کړې چې د مرستو په وېش سره باید حکومت کليوال په خپلو کې په جنجال اخته نه کړي. په همدې کلي کې حکومت يو څه غنم او غوړي ویشلي ول هغه هم د شپې له خوا.  . ځينو خلکو کيدای شي دا مرستې نه وي اخیستې ځکه اړتيا یې نه ورته درلوده او مهمه يي لا دا چې په اخلاص یې ویل چې اړتیا ورته نه لري.  خو زما په فکر داسې خلک په افغانستان کې ډېر کم دي.

پایله

په هرات ولايت کې له پورته څېړنې څخه موږ يو شمېر زده کړې کولای شو. له دې څېړنې څخه ښکاري چې کوید-۱۹ ناروغي او د هغي له وجې ټول بنديز ټولنيز او اقتصادي زیانونه څومره زياتولای شي. په دغه ارامه او  هوسا ټولنه کې دې ناروغۍ هغه  وګړي چې اجتماعي او اقتصادي ستونزو ته مخکې له مخکې جوړ وو، نور هم و ځپل. دا سې چې نور يي هم رواني فشار رامنځ ته کړ چې ماشومان، ځوانان او سپينږيري يي خپل ورځني کاروبار ته نه پريښودل، دا لا پریږده چې بدیل یې ومومي. دې ناروغۍ د وزګارانو لست ته نور خلک هم ور اضافه کړل او د خوراکي توکو بيې يې لوړې کړې چې نجونې او مېرمني يي نا انډولې زیانمنې کړې دي.

دې خراب ټولنيز او اقتصادي وضعيت په ټولنه کې د ننه او د باندې خلک و هڅول چي یا د مرستو سوال وکړي او يا یي خپله نورو ته چمتو کړي. سيمي ته له نورو هېوادو او خپله د هرات ولايت له مرکز څخه مرستې راغلې چې د سيمې د مشرانو او نورو منځګړو له خوا ویشل شوې دي. د مرستو سمبالوونکو کې هم د مسجد د شورا غړي او هم له ټولنيز اړخه فعال ځوانان راتلل. جالب دا ول  چې دې  کسانو مرستې د افغان حکومت يا نړيوالې ټولنې په نه شتون کې ویشلې.

خو دلته د ځينو ستونزو له وجي د مرستو شتون همېشه جنجالي و. په دې ستونزو کې د مرستو مدیريت، چې په يوه ځای کې خو شخړې ته نژدې شوی و؛ د مرستو تر شا په اراده باندي موجود شکونه. که مرستي به په سیمه یيزه کچه وې، په هغه صورت کې يې تر شا د معنوی انګېزې پرځای سياسي انګيزه په نظر کې نيول کېده؛ ، د مرستو دوام بله ستونزه وه، په مرستو تکيه کول، پخوانيو مرستو ته په کتلو سره د مرستو ناسمه کارونه بله ستونزه وه، او بالاخره پراخي اوازي چې حکومت د کورونا وایرس په دې خاطر کاروي څو نړيوالي مرستې را جلب کړي هم يوه ستونزه وه.  دا وروستۍ ستونزه، که څه هم بې اساسه وه، د خلکو په مرسته تکيه يي په مختلفو اړخونو کې را برسېره کړه. په دې برخه کې په مرستو د خلکو تکيه په بېلابېلو کچو وه، لکه د سيمي خلکو په شخصي او دولتي مرستو تکيه کوله (که څه هم د دولت لخوا هيڅ مرسته دلته نه وه راغلي) خو حکومت خپله بیا په نړيوالو مرستو تکیه کوله.  دا بيا د داسې پروسې له لارې تر سره کېدله چې ګډوډ مدیريت، فساد او   دغه راز سو استفاده پکې موجود ول. په ټولنه کې مرسته غوښتونکي مخکې له مخکې تيار شوي ول، په ځانګړي ډول مشرانو چې د اړمنو کسانو لست يي په لاس کې و، او دوی واک هم درلود چې ځينو ويل غلط کارول شوی.

کورونا وایرس په مختلفو وختونو کې خلک راټول کړل، چې په دې کې خلک وهڅېدل څو اړمنو خلکو ته مرستې و رسوي. په پایله کې مشران مجبور شول  د بدلون لپاره يو څه وکړي. خو ډېر بدلون يي را نه وړ ځکه هيچا نه غوښتل مسؤليت واخلي په داسې وضعيت کې چې ګاونډي کړيدل چې حتی ممکن د دوی د سترګو په وړاندي مړه شوي وای. خو تر دې ور هاخوا په مشورو ولاړ، ريښتینی او سخت کار دا و  چې اړمن خلک په ګوته کړي او مرستي ور وويشي. دا کار د دې لامل شو چې په دې سيمه کې د مرستو سياست نور هم سیمه يیز او  دغه راز منصفانه کړي. په دې سره د هغو کسانو لپاره چې ډېر زيانمن او يا اړمن دي، د همدردي مهمه اشاره رامنځ ته کيدلای شي.

(۱) په دې ښارګوټي کې شاوخوا لس کاله مخکې، د کور مېرمنو ډوډۍ په خپله پخوله. خو د وخت په تېرېدو سره کورنيو له نانوايي ډوډۍ اخيستلو ته مخه کړه. اوس مهال په دې سيمه کې څلور نانوايانې دي. په دوی کې دريو نانوايانو خپل توليد کم کړی او څلورمه اوس بنده شوې، ځکه زياترو خلکو اوس بېرته په کور د ننه ډوډۍ پخولو ته مخه کړې ده. خو دا څرګنده نه ده چې آيا دا رواج به له کورونا وروسته وغځېږي که يه .

(۲) د روغتيا نړيوالې اداري د سمو او نا سمو معلوماتو همدې خپراوي ته د کويد-۱۹ «انفوديميک» نوم ورکړی. د همدې هوايي ځانګړتيا ته په کتلو سره، دا د کورونا وایرس د خپريدلو ته يوه اشاره ده.

(۳) د تفصیلي بحث لپاره د همدې ليکوال پخوانۍ ليکنه ولولئ. سید رضا کاظمي (۲۰۱۸) «د ټاکنو د تر سره کولو په اړه خبرې: په لوېديځ افغانستان کې د ټاکنيز ډګر جوړول» د مرکزي اسيا چارې، ژورنال، ۵ ټوک، ۱۶۰-۱۷۶ مخونه.

(۴) د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې د کورونا وایرس اړوندو مرستو د ناسم مدیریت، سو استفادې او فساد اړوند، زيات لاريونونه شوي دي. په ختيځ لغمان، ننګرهار او کونړ ولايتونو کې يوه ژورنالست د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته و ويل، دلته خلکو ځکه لاريونونه وکړل چې يا خو مرستې خلکو ته و نه رسيدلې او يا له وړاندې داسې چا ته ورکړ شوې  چې ريښتني اړمن نه ول. دې ته ورته لاريونونه په کابل او همدارنګه پروان ولايتونو کې تر سره شول. تر ټولو ناوړه پېښه يي په غور ولايت کې رامنځ ته شوه. هلته د مرستو پر سر لاريون د لاريون کوونکو او پولیسو تر منځ په نښه واوښت، ، چې په پايله کې يې زيات لاريون کوونکي مړه او ټپیان شول.

(۵) په مرستو ولاړ سیسټم کې د ناوړه ګټې اخيستنې په اړه د رکشې يوه چلوونکي و ويل:

يو وخت یو بادشاه غوښتل خپل سرتېري مخامخ و ويني څو پوه شي چې دوی په څه وضعيت کې دي. سرتېرو بادشاه ته شکايت وکړ چې دوی د خوراک لپاره څه نه لري. د دوی کالي او نور وسايل په خراب حالت کې ول او دوی له پامه غورځول شوي وو. دا د ژمي موسم و او واوره هم اورېدله، نو بادشاه له یوه سرتېري وغوښتل څو له واورې څخه يو غټ بوړی جوړ کړي. دې سرتېري نورو سرتېرو ته غږ وکړ چې پر لیکه و دریږي او له يوه څخه بل ته همدا د واوري بوړی ورکړي څو د ليکې  سر ته و رسېږي. کله چې  د واورې بوړی وروستي سرتېري ته رسيده ،  نو دا چې د سرتېرو لاسونه تاوده ول، کله چې د واوري بوړی وروستي سرتېري ته رسېده،  نو بوړی تقریبا ټول اوبه شوی و. بادشاه بيا خپلو سرتېرو ته و ويل چې د دې غټ بوړي په څېر بادشاه همدومره ډېر مواد خپلو سرتېرو ته را استوي. خو دا چې دا مواد له سره بيا تر وروستيو سرتېرو پورې  رسېږي همداسې کېيږي، لکه دا د واوېي بوړی.

د رکشې ډريوار د مرستو وېش په دې ډول تشریح کړ نوموړي و ويل «سرتېري نه پوهيدل چې بادشاه سرتېرو ته څه او څومره را استوي او بادشاه نه پوهيده  چې سرتيري په څه حالت کې دي».

ژباړن: فضل مظهری

لیکوالان:

سید رضا کاظمی

نور د دې لیکوال څخه