تیرو دوو لسیزو کې افغانستان د پخوا پرتله ډیرې وچکالۍ تجربه کړې. نوي معلومات ښيي چې له نسبتا دوو ښو کلونو وروسته به، افغانستان په نوي ۱۴۰۰ (۲۰۲۱) کال کې له منځنۍ تر لوړې کچې وچکالۍ سره مخ شي. د افغانستان نیمایی کرنه د پسرلي په باران پورې تړلې چې د اقلیمي بدلون له کبله یې پر حاصل باور لږ شوی. د څیړونو پر بنسټ، د هیواد په ډیرو برخو کې به کلنۍ وچکالي تر ۲۰۳۰ کال پورې عادي شي. د دې سربیره د هیواد نفوس د ۱۹۶۰ مو کلونو پرتله درې برابره شوی، په داسې حال کې چې کرنیزه ځمکه نده پراخه شوې. د وچکالۍ د پیښو ډېروالي افغانستان لا ډېر وارداتي خوراکي توکو ته اړ کړی او د ډیرو افغانانو د خوراکي توکو د نا بسیاینې لامل شوی. پدې مهم او لږ رپوټ شوي وضعیت کې د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې میلمه لیکوال محمد عاصم مایار* د افغان حکومت کړنو ته کتنه کړې او شک لري چې تر ۲۰۳۰ کال پورې به له وچکالۍ سره د افغانستان د مقابلې ستراتیژي بریالۍ شي.
د امير غازي د اوبو بند چې د کابل ولایت په خاکجبار ولسوالۍ کې موقعیت لري. دا بند د امير / پاچا امان الله خان (۱۹۱۹-۲۹) له خوا جوړ شوی. عکس: توماس روټیګ (۲۰۰۵).
د دوو نسبتاً ښو کلونو (۲۰۱۸/۱۹ او۲۰۱۹/۲۰) وروسته، د افغانستان د اوبو اوسني کال چې د ۲۰۲۰ کال د اکتوبر په لومړۍ نیټه پیل شوی، د نورمالو شرایطو پرتله د اورښت لږه کچه او ورځې ثبت کړې دي. د هوا حالاتو اړوند سپوږمکیو ثبت شوي ارقام ښيي چې د پخوانيو اورښتونو د اوسط کچې پرتله، د ۲۰۲۰ کال له نومبر څخه د ۲۰۲۱ کال د جنوري تر پایه پورې د اورښت کچه په شمالي او سویلي سیمو کې له ۵۰ څخه تر ۷۵ سلنې او د افغانستان په مرکزي غرنیو سیمو کې چې د افغانستان ټول لوی سیندونه ورڅخه سرچینه اخلي، له ۲۰ څخه تر ۵۰ سلنې پورې لږه شوې ده (انځور ۱).
د کولمبیا پوهنتون د اقلیم او ټولنې نړیوال څیړنیز انستیتیوت وړاندوینه کوي چې په روان ژمي کې به د افغانستان په شمالي سیمو کې اورښت نژدې ۵۰ سلنه، او د هېواد په پاتې برخو کې به شاوخوا ۴۰ سلنه لږ شي (انځور ۲). سربیره پردې یاد څېړنیز مرکز د راتلونکي پسرلي لپاره هم په اورښت کې د ورته لږوالي اټکل کړی (انځور ۳). د اورښت دا لږوالی به په نوي ۱۴۰۰ کال کې ( چې د ۲۰۲۱ مارچ په ۲۱ پیلیږي) له منځنۍ تر لوړې کچې وچکالۍ لامل شي. د سږ کال وچکالي، په ارام سمندر کې د La Niña طبیعي پیښې له کبله رامنځ ته کیږي. دا پېښه د نړۍ د هوا په حالاتو کې د سیلابونو او وچکالیو په ګډون د ډېر بدلون لامل کېږي. خو د سیلاب او یا وچکالۍ پیښیدل یې د La Niña پیښې په رامنځ ته کیدونکی موسم پورې تړاو لري.
افغانستان وچ او نیمه وچ اقلیم لري. د اوبو کلنۍ زېرمه یې تر ډیره بریده په غرونو کې د ژمي په اورښت پورې تړلې ده چې د طبیعي یخچالونو، واورو او یخ په بڼه راټولیږي. د اوبو دا طبیعي زېرمې د ځمکې لاندې او سطحي اوبو لګولو سیسټمونو (کارېز او کانال) په مرسته خړوییدونکو ځمکو ته اوبه ورکوي. کارېز د اوبو لګونې هغه پخوانی سیسټم دی چې د افقي تونل په مرسته د ځمکې لاندې اوبه را وباسي. د کارېز افقي تونل د کېندلو، پاکولو، څارنې او اوبو راغونډولو لپاره عمودي څاه ګان هم لري. دا پخوانی تخنیک په سویلي او یو شمیر شمالي ولایتونو کې ډېر کارول کیږي. (د افغانستان د کارېزونو په اړه په بی بی سی پښتو کې د لیکوال یوه مقاله دلته ولولئ). د اوبو کلنی حجم د اورښت په کچه او د هوا په وضعیت پورې چې د واورو او یخونو لاملیږي، اړه لري. چې د کښتونو پر مهال یې دوامداره ویلې کېدل، کرنې ته اوبه برابروي. په افغانستان کې د هندوکش غرونه د هیواد د ۸۰ سلنه نویو کیدونکو اوبو سرچینه دي چې په شمال ختیځ کې د آمو، شمال کې شمالي؛ سویل کې د کابل؛ لوېدیځ کې د هریرود او سویل لویدیځ کې د هلمند سیندونو حوزو ته اوبه ورکوي.
افغانستان پخوا هم وچکالۍ تجربه کړې. د وروستیو جګړو (چې د ۱۹۷۰ لسیزې په پای کې پیل شوې) دمخه، د زېرمو د نشتوالي سربېره، په هېواد کې وچکالۍ د قحطۍ لامل نه کیدلې. ځکه ډیر لږ نفوس او کافي خړوبیدونکو ځمکو شتون درلود. همدارنګه بزګرانو د اوبو د لږوالي ستونزه د کارېزونو په مرسته حل کوله. کارېزونه له جګړو دمخه د افغانستان د ۶ سلنه خړوبیدونکې ځمکې لپاره د اوبو سرچینه وو چې ګڼ شمیر یې د وروستیو جګړو او دوامداره وچکالیو له کبله ویجاړ او یا هم غیر فعال شوي دي.
د ۱۹۴۰ لسیزې له وروستیو تر ۱۹۷۳ کال پورې د اوبو لګونې په برخه کې ډېره پانګونه وشوه. دغه مهال د پاچا محمد ظاهر په مشرۍ حکومتونو د عصري کولو د یوه پراخ پروګرام په ترڅ کې د اوبو مدیریت، کرنیزې ځمکې پراختیا، د کرنې مدیریت او اداره کولو لپاره د اوبو لګونې لس لویې شبکې پلې کړې. د اوبو لګولو دغو شبکو د کرنې وړ پخوانۍ ځمکې ته ۳۳۲۸۰۰ هکټاره خړوبیدونکې ځمکه اضافه کړه، چې له امله یې په ۱۹۶۰ مو کلونو کې افغانستان (چې نفوس یې له لس میلیونو څخه لږ و) د خوړو له اړخه پر ځان بسیا هیواد شو. (۱) له دې هڅو سره سره، له ۱۹۷۱تر ۱۹۷۳پورې، درې کلنه سخته وچکالي د قحطۍ لامل شوه، چې ورسره په دې موده کې ډېر خلک له لوږې مړه شول. د افغانستان حکومت د دې ناورین پر مهال د خوراکي توکو د مرستې لپاره په بې سارې توګه نړیواله غوښتنه وکړه. د ملګرو ملتونو د ماشومانو اضطراري صندوق (یونیسف) زیانمنو سیمو ته بیړني خواړه، درمل او جامې ولېږدولې. دې وچکالۍ د افغانستان سیاسي وضعیت هم اغیزمن کړ او په ۱۹۷۲ کال کې یې د اضطراري وضعیت په کابو کولو کې د پاتې راتلو له امله تر ډېرو نیوکو وروسته د لومړي وزیر عبدالظاهر حکومت استعفا وکړه. وروسته د صدراعظم عبدالظاهر پر ځای محمد موسی شفیق وټاکل شو. دې بحران حتی د ۱۹۷۳ کال د پاچایي نظام سقوط سره هم لاس وکړ (په دې اړه د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې راپور شپږم فصل دلته ولولئ).
بله سخته وچکالي له ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ کال پېښه شوه، هغه مهال افغانستان د طالبانو تر واک لاندې و. وچکالي په سویلي ولایتونو کندهار، هلمند، زابل، ارزګان او نیمروز کې خورا سخته وه. په ۲۰۰۰ میلادي کال کې ملګرو ملتونو اټکل وکړ چې له دوه نیمو څخه تر درې ملیونو پورې خلک بیړنیو مرستو ته اړتیا لري. اوبه دومره لږې وې چې غنم بېخي ونه شول، باغونه وچ شول او له ۵۰ – ۶۰ سلنه څاروي په دې ولایتونو کې له مینځه لاړل. د هغه مهال راپورونو پر بنسټ د ۱۹۹۸/۹۹ کال ژمی، د تیرو ۴۰ کلونو پرتله وچ و، چې ورپسې ژمي یې هم لږ باران درلود. ملګرو ملتونو وویل چې په ټول هیواد کې په دوو کلونو کې د حاصلاتو کچه ۵۰ سلنې ته راټیټه شوې. په ۲۰۰۱ کال کې، د ملګرو ملتونو ۲۳۰ میلیون ډالري مرستې په ټول هیواد کې شاوخوا شپږ میلیونو خلکو ته خواړه ورکړل. ملګرو ملتونو تر ټولو زیانمنې سیمې ته چې د افغانستان له شمال لویدیځ څخه د مرکزي هزاره جاتو له لارې جنوب ته غځېدلې وه د “لوږې کمربند” نوم ورکړ. په دغو کلونو کې د وچکالۍ له امله د مړو شویو کسانو رسمي شمیر ندی ترلاسه شوی، خو د افغانستان په لویدیځ کې د وچکالۍ له امله په لسګونو زره خلک بي ځایه شول. همدارنګه د تودوخې او د بدن د اوبو د لږوالي له کبله د ماشومانو د مړینې راپورونه هم ورکړل شوي دي. (۲)
په افغانستان کې د اوبو د کچې ثبتول په ۱۹۴۶ کال کې د هلمند سیند له حوزې پيل شول چې دا شبکه بیا وروسته ټول هېواد ته وغځیده. د افغانستان د اوبو د ارقامو له مخې په دغه هېواد کې وچکالي په لسیزه کې یو ځل پیښږي چې له دریو څخه تر پنځو کلونو پورې دوام کوي. (د افغانستان د سیندونو د بهیر ارقام چې د وچکالۍ سایکل ورڅخه محاسبه شوی له دې وېب پاڼې تر لاسه کړئ) خو په وروستیو دوو لسیزو کې، افغانستان په هره لسیزه کې دوه ځلې وچکالۍ تجربه کړې. په ۲۰۰۰ لسیزه کې په ۱۹۹۶ – ۲۰۰۱ او ۲۰۰۷ – ۹ ، او همدارنګه په ۲۰۱۰ لسیزه کې ۲۰۱۰ – ۱۳ او ۲۰۱۶ – ۱۸ کلونو کې وچکالي وه. په داسې حال کې چې د اوږدې مودې اقلیم او د هوا وروستني لڼد مهاله وضعیت تر مینځ توپیر لیدل کېږي. په دې کې شک نشته چې د طبیعي یخچالونو د ګړندۍ ویلی دا ترڅنګ افغانستان د اقلیمي بدلون اغیز لیدلی (د اقلیمي بدلون له امله د طبیعي یخچالونو د منځه تلو په اړه د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې تحلیل دلته ولولئ). د وړاندوینو پر بنسټ تمه کېږي چې افغانستان به د هوا اړوند لوړ شمیر سختو پیښو سره مخ شي چې زیانمنوونکي بارانونه او ډیرې وچکالۍ په کې شاملې دي. د افغانستان په شمال او لویدیځ کې پراخې للمي کرنیزې ځمکې د وچکالۍ له کبله ډېرې اغیزمنیدونکې سیمې دي چې د للمي غنمو، خوږو خټکيو او هندوانو اصلي ځای بلل کیږي. د خوراکي توکو نابسیاینه به د نفوس ژر لوړېدو سره چې دا مهال شاوخوا ۳۵ میلیونه اټکل شوی، وضعیت پیچلې کړي، پداسې حال کې چې کرنیزه ځمکه د تیر په څیر ثابته پاتې ده.
تر ټولو وروستۍ وچکالۍ په ۲۰۱۸ کال کې د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه ۲۲ هغه (چې د هیواد له دوه پر درېیمې برخې څخه ډیره سیمه کېږي) په مستقیم ډول اغیزمن کړل. د خوړو او کرنې نړیوال سازمان (FAO) په وینا، په دې ولایتونو کې د ۱۷ میلیونو خلکو څخه تر لس نیم میلیونو ډیر کسان زیانمن شوي. (۳) د ۲۰۱۸ کال په سپتمبر کې ۱۳.۵ میلیونه خلک د “بحران” یا د خوراکي توکو د نابسیاینې له بدې کچې سره مخ وو. همدارنګه د داخلي بې ځایه کېدنې د څار جینیوا میشتي مرکز او د ناروې د مهاجرینو شورا له خوا د داخلي بې ځایه کیدو په اړه نړیوال راپور سره سم، په ۲۰۱۸ کال کې وچکالۍ د ۳۷۱۰۰۰ څخه ډیر نوي خلک، په هېواد کې دننه بې ځایه کړل. دا شمېر کډوال د جګړو له امله د بې ځایه شویو کسانو له شمیر سره د پرتلې وړ دي.
اوس او نژدې راتلونکی: له یوه مهلت وروسته بېرته خرابوالی
له دوو ښو کلونو وروسته اوس یو ځل بیا حالت خراب شوی. د هوا د معلوماتو پر بنسټ، په ۲۰۱۹ کې د اکتوبر څخه تر مارچ پورې هره اوونۍ د باران یا واورې له برکته ټول افغانستان له ښه مهالني ویش سره شاوخوا ۴۵ سلنه ډیر اورښت ولید. د خوړو د بسیاینې راپور پر بنسټ په ۲۰۱۹/۲۰۲۰ کال کې له اکتوبره تر مارچ پورې د افغانستان په ډېرو برخو کې ۴۵ سلنه ډیر باران وشو خو په شمال او شمال ختیځو سیمو کې اورښت د نورمالو شرایطو (۱۹۸۰ – ۲۰۱۰) پرتله ۴۵ سلنه لږ و.
خو د اوبو سږنی کال (چې د اکتوبر په لومړۍ نېټه پیلېږي) لکه څنګه چې په لومړني انځور کې ښودل شوی، د نورمالو شرایطو پرتله د باران او واورو ټیټه کچه او لږې ورځې لري. همدارنګه د وړاندوینو پر بنسټ، فبروري او مارچ میاشتې به یو څه د اورښت ورځې ولري خو په ټولیز ډول د کال په ورته موده کې به یې د اورښت کچه د نورمالو شرایطو پرتله ټیټه وي. د ژمي په اورښت د افغانستان اتکا او د هغو د لږوالي اټکل، او همدارنګه د باران د اوبو ساتلو لپاره د بندونو او زېرمو له نشتوالي، دا پایله ترلاسه کېدای شي چې افغانستان به په ۱۴۰۰ (۲۰۲۱) کال کې له منځنۍ څخه تر لوړې کچې وچکالۍ سره مخ شي.
د اقلیم د وړاندوینو په اړه وروستۍ څیړنې ښيي چې د وچکالۍ خطر به په افغانستان کې د اقلیم د بدلانه تر ټولو مهم منفي اغېز وي او د سیلاب ډېرېدو خطر دوهمه اندېښنه ده. د هیواد په ډېرو برخو کې به تر ۲۰۳۰ کال پورې د وچکالۍ تکراري پېښې ورځنۍ خبره شي. د خوړو او کرنې نړیوال سازمان له خوا د افغانستان په کرنه او خلکو باندې د وچکالۍ د اغیز موډول پایله په ۴ انځور کې ښودل شوې. دا وړاندوینه ښیې چې تر ۲۰۵۰ پورې به د افغانستان د خاورې نژدې ۹۰ سلنه وچکالي وځپي. سربیره پردې د نړۍ د سرچینو انسټیټیوټ(WRI) ، افغانستان په نړۍ کې د هغو هیوادونو کتار کې راوستی چې اوبه یې خورا سختې په کمیدو دي او اټکل شوی چې تر ۲۰۴۰ پورې به د اوبو له ډیر کمښت سره مخ شي.
همدارنګه لیکوال د خپلو څېړونو په پایله کې موندلې چې د سیند د بهیر رژیم په تېرو دوو لسیزو کې توپیر کړی. د کابل د سیند حوزې په سیندونو کې د لوړ بهیر (سیلاب) او لږ بهیر ورځې ډېرې شوې دي. په دې معنی چې د پسرلي په موسم کې د سیلاب ورځو شمیر، او ورپسې دوبي موسم کې د لږ بهیر ورځې ډېرې شوې دي. دا بدلون د کروندو لپاره ویجاړوونکی دی، ځکه هغه مهال (اوړی) چې کروندې اوبو ته اړتیا لري د اوبو لږوالی یې ګواښي. سربیره پر دې د اقلیمي بدلون له امله د تودوخې لوړېدل له نباتاتو د اوبو تبخیر ډېروي چې له امله یې کښت ډېرې اوبَوَنې ته اړټیا مومي.
د حکومت کړنې:
وچکالي یوه طبیعي پدیده ده. له همدې کبله انسان نشي کولی د پېښېدو مخنیوی یې وکړي. خو په ښه حکومتولۍ یې د زیانونو کچه داسې مدیریت کېدای شي چې د خلکو په ژوند یې اغیز بیخي لږ وي. د وچکالۍ وړاندوینه د دې خطر د مدیریت یوه اصلي برخه ده. د اقلیمي بدلون له کبله، موسمي وړاندوینو او د وچکالۍ اټکل حیاتي ارزښت موندلی.
له همدې کبله په ۲۰۱۸ کې د وروستۍ سختې وچکالۍ پر مهال، ولسمشر محمد اشرف غني خپل سلاکار ډاکټر همایون قیومي په کالیفورنیا کې اروین پوهنتون ته ولیږه چې په افغانستان کې د وچکالۍ په اړه د چټکې خبرتیا سیستم جوړ کړي. خو دا چې وړاندیز شوې طرحې د افغان حکومت تمه نه پوره کوله دا تړون لاسلیک نه شو. وروسته د همدې کال په اګست میاشت کې ولسمشر غني د کابل پوهنتون او د کابل پولیتخنیک پوهنتون له استادانو سره د اوبو په اړه د یوه څېړنیز مرکز پر جوړولو بحث وکړ. دا څېړنیز مرکز په رسمي ډول د ۲۰۲۰ کال په مې میاشت کې په کابل پولی تخنیک پوهنتون کې پرانستل شو، چې تر دې دمه یې د پام وړ پایله نه ده درلودلې.
د ۲۰۱۸ کال په وروستیو کې افغان حکومت د خوړو او کرنې نړیوال سازمان څخه وغوښتل چې د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت په همکارۍ د افغانستان لپاره د وچکالۍ د زیانونو د مدیریت ستراتیژي چمتو کړي. دا ستراتیژي چې تر ۲۰۳۰ کال پورې د وچکالۍ د زیانونو د مدیریت لپاره یو لوی پروګرام دی د ۲۰۲۰ کال په فبرورۍ کې خپره شوه.
د افغانستان د وچکالۍ د زیانونو د مدیریت ستراتیژي وړاندیز کوي چې کار دې په ۲۰۱۸ وچکالۍ کې له ډېرو اغیزمنو شويو ولایتونو پيل شي. په دې ستراتیژۍ کې د لنډ، منځني او اوږدمهالو اهدافو لپاره څلور ډوله: (i) د پالیسۍ او پروسیجرونو جوړول (ii) د حکومتي ادارو ظرفیت وده (i) د زیانونو کمول او (IV) څېړنه، څارنه او ارزونه، او د پوهې مدیریت، کړنې شاملې دي. دا کړنې په ملي، سیندیزو حوزو، ولایتي، او ځمکني وېش په سطحه سره تړلې دي. په دې ستراتیژۍ کې د هېواد د اوبو د زېرمه کولو ظرفیت لوړول، د اوبو لګونې ساحې ته تر بالقوه کچې پراختیا (چې د ولسمشر محمد داود د جمهوریت ۱۹۷۳-۷۸ پر مهال سروې شوې) (۵) لپاره د متوسطو او لویو زېرمو جوړول، د اوبَوَنې موثریت او محصولاتو د کچې لوړول، او د اوبو لګونې سکتور عصري کولو وړاندیزونه شوي. دا ستراتیژي به د ولسمشر د دفتر له خوا د شپږو سکتوري وزارتونو، ملي ادارو او د دوی د ولایتي څانګو په همکارۍ پلې کیږي. (۶)
دا ستراتیژي یو جامع لید او لوړ اهداف لري، چې د اوسمهال شرایطو او د اړتیا وړ سرچینو ته په کتو یې پلي کول خورا ستونزمن دي. په داسې حال کې چې تر ۲۰۳۰ کال پورې د ستراتېژۍ موده مناسبه غوندې برېښي، خو د شته ستونزو پرتله د ستراتیژۍ بریا خورا اوږده مهال ته اړتیا لري. د نورو پرمختیایي هېوادونو (لکه ایران) تجربې ښیې چې دا ډول لوړ اهداف نژدې ۴۰ کاله ثابتې حکومتولۍ، حکومتي جوړښتونو او پالیسیو ته اړتیا لري. په دغه ستراتېژۍ کې ډیر مهم او پیچلي عناصر لا تر اوسه د پلان مرحلې ته لږ رسیدلي. د بیلګې په ډول، د پلان شويو زېرمو د امکان سنجۍ مطالعات او ډیزاینونه لا ندي بشپړ شوي.
سربیره پردې، د ستراتېژۍ دا لوی پروګرام تر ۲۰۳۰ کال پورې لږ تر لږه ۵۰۰ میلیارد ډالرو بودیجې ته اړتیا لري. که څه هم دا په بشپړ ډول نوې پیسې نه دي خو د اړوندو وزارتونو د بودیجو د تخصیص یوه برخه په کې شامله ده. په اوسني وضعیت کې د نړیوالو مرستو د لږېدو له کبله، د دومره بودیجې برابرول امکان نلري. (د نړیوالو ژمنو او مرستو وروستيو تمایلاتو په اړه د افغانستان د تحلیګرانو شبکې تحلیل دلته ولولئ.). د ډېر ارزښت سربېره بې ثباته سیاسي وضعیت، د حکومتي جوړښتونو بدلون او امنیتي اندېښنې هم د منځني مهال ستونزې (لکه وچکالۍ) لپاره دا پانګونه ناممکنه کوي. همدارنګه د دې ستراتېژۍ د پلي کوونکو وزارتونو همغږي، او د دوی تر منځ د دوه اړخیزو ګټو د تقابل مخنیوی هم اسان کار ندی.
دا وضعیت د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې (NWARA) په رامینځ ته کېدو نور هم پیچلی شو. د اوبو د تنظیم ملي اداره د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۱۹ د ولسمشر د فرمان پر بنسټ چې د اوبو او انرژۍ وزارت یې لغوه کړ، رامنځ ته شوه. (د انرژۍ د برخې لپاره «د انرژۍ د خدماتو د تنظیم ملي ادارې یا ESRA» په نوم بېله اداره رامینځ ته شوه چې اړوند جزییات د NWARA پر فیسبوک پاڼه دلته وګورئ). دغه فرمان د پارلمان له خوا د اوبو اړوند درې میاشتې مخکې تصویب شوی قانون هم لغوه کړ، چې د نوي قانون لپاره یې اړین تعدیلات تر اوسه ولسي جرګې ته د تصویب لپاره ندي لېږل شوي او د یوې قانوني تشې لامل ګرځیدلی.
د دې اقداماتو هدف په ټولو وزارتونو او د کرنې وزارت د اوبو لګونې معینیت په ګډون، د اوبو اړوندې برخې تر یوه چتر لاندې راوستل دي. خو د فرمان له نافذېدو، نژدې یو کال وروسته هم دا چاره نده بشپړه شوې. په اړوندو وزارتونو کې د سرچینو په وینا، د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره (NWARA) د اوبو له اړوندو ادارو سره له کافي مشورې پرته رامینځ ته شوه. د وچکالۍ د زیانونو مدیریت ستراتیژي هم د پخواني حکومتي جوړښت پر بنسټ ترتیب شوې چې د وروستیو بدلونو له امله بیا کتنې ته اړتیا لري.
سربیره پردې، د وچکالۍ د زیانونو مدیریت ستراتیژي د ملي بودیجې په تخصیص او له پارلمان څخه د تصویب پر مهال په پام کې نده نیول شوې. دا چې په تېرو دوو کلونو کې وچکالي نه وه داسې برېښي چې د یو څه خوښۍ لامل شوې او له همدې امله یې هیره کړې ده.
له دې ننګونو سره سره، د داسې یوه لوی پروګرام له پلې کېدا پرته، په هېواد کې د وچکالۍ زیانونه نشي اداره کیدی. دا ستراتیژي له افغان حکومت سره مرسته کوي له هغو نړیوالو سازمانونو څخه چې د اقلیمي بدلون او په نړۍ کې له طبیعي پېښو سره مبارزه کوي، مالي مرسته وغواړي. خو د افغانستان حکومتي ادارې لا هم د اړینو طرحو او پروپوزلونو د چمتو کولو ظرفیت نلري او تر دې دمه، له دغو سرچینو د ملاتړ په ترلاسه کولو کې پاتې راغلې دي. تر اوسه پورې، درېیمګړې ادارې لکه FAO، UNDP، او نړیوال بانک له مرستندویانو د بسپنې ترلاسه کولو لپاره، له دولتي ادارو سره د طرحو او پروپوزلونو په چمتووالي کې مرسته کوي.
یو هیله بښونکې فرصت دا دی چې د اقلیمي بدلون په اړه د پاریس ۲۰۱۶ کال تړون، کاربن تولیدوونکي هېوادونه مجبوروي چې د اقلیمي بدلون ځپلو هیوادونو سره مرستې وکړي. همدارنګه د طبیعي ناورینونو د زیانونو ټیټولو لپاره د ۲۰۱۵ کال سینډاي چوکاټ (Sendai Framework for disaster risk reduction)، له پرمختللو هیوادونو غواړي چې په نړیواله کچه د طبیعي پېښو سره مبارزه وکړي. دا چې افغانستان له طبیعي پېښو څخه زیانمن کېدونکی هیواد دی، نو کولی شي د طبیعي پیښو د زیانونو تر اداره کولو پورې په منظم ډول په دې برخه کې له مرستندیو ادارو مالي مرستې وغواړي.
پایلې:
په راتلونکو میاشتو کې له نورمالې کچې څخه لږ باران د اټکل سره باید د خلکو پوهاوی په بیړني ډول لوړ شي څو د باران اوبه زېرمه او همدارنګه د اوبو په مصرف کې احتیاط وکړي. افغان حکومت باید په ټولو لویو ښارونو کې په خلکو غږ وکړي چې د اوبو مصرف لږ او د باران اوبه په زېرمو کې ټولې یا ځمکې ته تزریق کړي. سربیره پردې، د کرنې پلانوونکي او بزګران باید هغو کښتونو ته مخه کړي چې د اوبو په لږ مصرف ډېر تولید ولري. دا ډول لارې چارې د اوبو انډول په ساتلو او د وچکالۍ زیانونو په راټیټولو کې یو څه مرسته کوي.
له دغو بیړنیو لنډمهالو کړنو هاخوا د افغانستان د وچکالۍ د زیانونو مدیریت ستراتیژۍ پلې کېدا ته باید سیاسي لومړیتوب ورکړ شي. چې دا کار په اوسنیو موانعو لکه بې ثباته سیاسي وضعیت، امنیتي اندېښنې، د حکومت ظرفیت ټیټوالی، د نړیوالو مرستو ټیټیدو په پایله کې نامناسب مالي ثبات او د بندونو جوړولو څو اړخیزه ننګونو کې یو ستونزمن کار دی. پر نورو دلایلو سربیره، افغانستان به تر هغو تلپاتې اقتصادي پرمختیا تجربه نه کړي، څو په دې هیواد کې د وچکالۍ زیانونه مدیریت نشي. همدارنګه د وچکالۍ ستونزه به د ملګرو ملتونو تلپاتې پراختیایي اهدافو ترلاسه کول، په ځانګړې توګه د غربت کمول، د لوږې له منځه وړل او خلکو ته د څښاک پاکو اوبو برابرول له ستونزو سره مخ کړي.
د افغانستان لپاره به راتلونکی کال ننګونکی وي. د روانې جګړې، د سولې خبرو اترو ، COVID-19 وبا او د هغې لپاره د واکسین کولو اړین کمپاین سربېره، د وچکالۍ خطر به وضعیت نور هم خراب کړي. افغان حکومت اړ دی چې د نړیوالې ټولنې د مرستو له غوښتنې سربېره د وچکالۍ لپاره چمتووالی ژر پیل کړي. که نه نو ډېر افغانان به یوځل بیا، عاجلو مرستو ته د لاسرسي پرته له هغو عواملو چې مخه یې نیول کېدای شي، ژوند وبایلي.
* محمد عاصم مایار د اوبو د سرچینو د مدیریت متخصص او د کابل پولیتخنیک پوهنتون استاد دی. نوموړی د آلمان شتوتګارت پوهنتون کې پر خپله دوکتورا هم کار کوي. د هغه ټویټونه په @assemmayar1 کارن شریکېږي.
(۱) دغه لس پروژې د افغانستان د څېړنې او ارزونې ادارې (AREU) له خوا په ۲۰۰۸ کال کې د خپرې شوې مقالې له مخې په لاندې ډول دي:
- په کندهار او هلمند ولایتونو کې د هلمند ارغنداب د اوبو لګونې شبکه چې ۱۰۳۰۰۰ هکتاره ځمکه خړوبوي.
- په غزني ولایت کې د سردې بند د اوبو لګولو شبکه چې ۱۵۰۰۰ هکتاره ځمکه خړوبوي.
- په پروان او کابل ولایتونو کې د پروان اوبو لګونې شبکه چې ۲۴۸۰۰ هکتاره ځمکه خړوبوي.
- په ننګرهار ولایت کې د ننګرهار د اوبو لګونې شبکه چې ۳۹۰۰۰ هکتاره ځمکه خړوبوي.
- په کندز ولایت کې د خان اباد د اوبو لګونې شبکه چې ۳۰۰۰۰ هکتاره ځمکه خړوبوي.
- په تخار ولایت کې د شاه روان د اوبو لګونې شبکه چې ۴۰۰۰۰ هکتاره ځمکه خړوبوي.
- په بغلان ولایت کې د کېله ګي د اوبو لګونې شبکه چې ۲۰۰۰۰ هکتاره ځمکه خړوبوي.
- په بلخ کې د نهر شاهي د اوبو لګونې شبکه چې ۵۰۰۰۰ هکتاره ځمکه خړوبوي.
- په بغلان ولایت کې د ګورګان د اوبو لګونې شبکه چې ۸۰۰۰ هکتاره ځمکه خړوبوي.
- په بدخشان ولایت کې د سنګ مهر د اوبو لګونې شبکه چې ۳۰۰۰ هکتاره ځمکه خړوبوي.
(۲) Jan Heller, “Kein Schnee, kein Brot: Afghanistan zwischen Währungskrise, Dürre und drohender Hungerkatastrophe”, Südasien, Heidelberg, 4/2000, pp 62-64.
(۳) د خوړو او کرنې نړیوال سازمان (FAO)، “د افغانستان د وچکالۍ د زیانونو د مدیریت ستراتیژي”
(۴) کارپوهانو په ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کې هم د اوبو لږوالی په ګوته کړی و خو په ۲۰۱۸ کې دا توپیر ډېر لوی و. د اوبو ارقامو تحلیل، د محمد عاصم مایار، حامدالله اسدي او جوناتن نېلسن په دې مقاله کې ولولئ: “River Flow Analyses for Flood Projection in the Kabul River Basin.” Центральноазиатский Журнал Исследований Водных Ресурсов (Central Asian Journal of Water Research) 6 (1), 2020, pp 1–۱۷, Almaty).
(۵) د AREU د پورتنۍ مقالې (۴) پر بنسټ د افغانستان د کرنې وړ ځمکه ۷.۷ میلیون هکتاره اټکل شوې چې دا مساحت د ټول هېواد ۱۲ سلنه کېږي. د ۱۹۹۰ لسیزې د ځمکې د پوښښ یوې سروې موندلې چې ۳.۲ میلیونه هکتاره ځمکه په للمي او خړوبېدونکي ډول کرل شوې. له هغه وخته را په دې خوا د اوبو لګونې نوې لویه پروژه نه ده پلې شوې.
(۶) د ستراتیژۍ پلي کوونکي وزارتونه په لاندې ترتیب دي: د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت (MAIL)؛ د اوبو او انرژۍ وزارت (MEW – چې اوس په دوو برخو ویشل شوی. د اوسنۍ کابینې په اړه د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې تحلیل دلته وګورئ)؛ د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت (MRRD)؛ د افغانستان له طبیعي پېښو سره د مبارزې اداره (ANDMA)؛ د ښار جوړونې وزارت (MoUD)؛ د کانونو او پټرولیم وزارت (MoMP)؛ د احصاییې او معلوماتو ملي اداره (NSIA).
بیاکتنې:
دا مقاله په وروستي ځل تازه شوې وه ۲۰ حوت / كب ۱۳۹۹