Afghanistan Analysts Network – Dari Pashto

اقتصاد، پرمختیا، چاپېریال / اقتصاد، توسعه، محیط زیست

په یوه پر زيدلي اقتصاد کې د خوړو مرستې: هوساینه، لانجې او ادعاوې

مارتینه فان بیلرت تیم ما / زموږ کاري ډله 14 دقیقې

په افغانستان کې بشري کړکېچ ته د ځواب لپاره د نړیوالو مرستو تر ټولو ډېر پام پر دې ټول دی چې څه ډول د دغه هېواد پرزیدلي اقتصاد کې خواړه خلکو ته ورسوي. د افغانستان لویه برخه وګړي خپلو کورنیو ته د کافي خوړو د پېرلو مالي وس نه لري. د اقتصاد په اړه د څېړنو په لړ کې موږ په څلورمه څېړنه کې په ټول افغانستان کې له خلکو سره مرکې کړې دي. په دې څېړنه کې د خوراکي مرستو رسونې، اندازې او پایلو ته یې کتنه شوې. زموږ په بېلګو کې رامالومه شوه چې د فبرورۍ تر ۱۵ څه نا څه نیمايي کورنیو ته لږ تر لږه یو ځل د مرستې یوه بڼه رسېدلې ده. خو د مرستو اندازې، خوړنتوکو او د ویش بڼې یې سره توپیر درلود. مرکه شوي خوښ وو چې په ډېره اړتیا کې یې لاسنیوی شوی او تمه لري چې مرستې رواني وي، خو داسې اندېښنې هم وې هغو کسانو ته چې اړتیا یې تر نورو ډېره وه مرستې نه دي ورکړ شوې. مرکه شویو په ځانګړي ډول د خپلوۍ، واسطو، د شخصي ګټو لپاره د ځانګړو خلکو لاسوهنې او پرتله ییز ډول د لږ فساد یادونه کوله. داسې حال کې چې دغو مرستو تر یوې اندازې د خلکو ورځ چلولې وه، خو ګڼ مرکه شوي پر دې هم پوهېدل چې په اوږده مهال کې دغه مرستې د بې کارۍ په منځه وړلو، ورځني ژوندانه او د اقتصاد بیا رغېدو کې ډېره مرسته نه شي کولای.

په کندهار کې یو سړی د خوړو د نړیوال پروګرام له خوا د غنمو د وېش پرمهال لیدل کېږي. تصویر: جاوید تنویر، ای ایف پي. د ۲۰۲۱ کال د اوکټوبر ۱۹.

دا رپورټ پر دوو برخو ویشل شوي دی:

 لومړۍ برخه:

شالید

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره د افغانستان اقتصاد وپرزېد چې پراخه بې وزلي یې رامنځ ته کړه- په ځانګړي ډول یې خوړنیز ثبات ډېر خراب کړ. ملګرو ملتونو د دې حالت د کابو کولو لپاره د بشري مرستو  پلان جوړ کړ او د څه باندې ۴ اعشاره ۴ میلیارد  ډالرو مرستې غوښتنه یې وکړه. دا د یوه هېواد لپاره د مرستې تر ټولو لویه غوښتنه ده. د دې غوښتنې نژدې نیمايي، د ۲۲ اعشاریه یو میلیون افغانانو د خوړو او کرنې لپاره په پام کې نیول شوې وه چې د افغانستان د ټولو وګړو نیمايي یا له دې هم ډېر دي. خو دا پروګرام له سره ځکه و ارزول شو چې د غوښتل شویو پيسو کچه لوړه وه او ټولې نه شوې. په هغو ځایونو کې چې ملګرو ملتونو پلان درلود اړمنو کورنیو ته د خوړو رسونې پروګرام سل په سلو پراخ کړي، باید کچه یې ۵۰ او یا هم ۷۵ سلنه ته راټیته کړې وای. ملګرو ملتونو دا هم په پام کې لرله چې د خوړو اړتیا او ثبات ته په پام، د کورنیو لپاره د خوړو رسونې پروګرام له څلورو میاشتو، اتو او یا هم ۱۲ ته وغځوي.

د خوړو د نړیوال پروګرام د کلني رپوټ له مخې، په ۲۰۲۱ کال کې ۱۲ اعشاریه ۳ میلیونو خلکو ته د دغه پروګرام خواړه رسيدلي دي چې د ۲۰۲۰ کال پرتله ۶۷ سلنه ډېروالی ښيي. دا کچه له پلان شوې کچې ۱۴ سلنه ډېره وه. د ۲۰۲۱ کال په ډيسمبر کې ۷ اعشاریه ۹ میلیونو خلکو ته د خوړو مرستې رسېدلې دي.

خو په اګست میاشت کې بیا له یو نیم میلیون وګړو سره د خوړو مرستې شوې دي (ښايي شمېر له دې امله لږ و چې سیاسي امنیتي شخړې ډېرې وې او په همدې میاشت کې طالبانو واک ونیو) له هغه راوروسته د خوړو نړیوال پروګرام خپلې مرستې پام وړ ډېرې کړې دي او په ۲۰۲۲ کال کې یې تر اوسه اوولس نیم میلیون وګړو ته مرستې رسولې دي او تمه یې لرله چې په مې میاشت کې دغه کچه تر ۱۸ میلیونو ورسوي. 

د خوړو نړیوال پروګرام په پام کې لري چې په جون کې د مرستو کچه راکمه کړي او څه نا څه ۱۰ میلیونو ته خوراکي مرستې ورسوي- دا شمېر د هغو کسانو نژدې نیمایي هومره کېږي چې خوراکي مرستې او ویټامینونه یې تر لاسه کول. تمه دا ده چې په اوکټوبر کې د مرستو رسولو میکانیزم ته په پام، د خوراکي مرستو کچه بیا لوړه شي. د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په جون کې د غنمو حاصلاتو ته په کتو به د خوړنیزو مرستو کچه راکمه کړي. خو د مرستو کموالي، اغېز او د خوراکي توکو د ثبات رپوټ ته په پام، د دې شونیتیا شته چې مرستې لا نورې هم کمې شي:

داسې حال کې چې د هېواد په ډېرو برخو کې د غنمو حاصلاتو کچه  په منځني ډول کمه وه، د موسمي بارانونو په څېر ځینې نور دلایل هم شته چې ښايي پر حالاتو اغېز وکړي…په ځانګړي ډول، د کورنیو په کچه حالات له بشري مرستو سره تړلي دي چې ښايي له مې میاشتې وروسته نورې هم کمې شي. ټاکل شوې د بشري مرستو کچه د جون او نومبر میاشتو ترمنځ له ۳۸ سلنې نه ۸ سلنې ته راښکته شي، ځکه اټکل دا دی چې مرستې کمېږي.

د خوړو نړیوال پروګرام سره په ۲۰۲۲ کال کې تر غوښتل شویو پیسو، نژدې ۱ اعشاریه ۴ میلیارده کمه مرسته شوې. دا اداره د ۲۰۲۳ کال د ژمني موسم لپاره چې خواړه رسول پکې سخت وي، چمتووالی نیسي. د ۲۰۲۲ کال د بشري مرستو د پلان له مخې- دوی محدود لاسرسي سره مخامخ دي، په سیمو کې یې له خپلو ملګرو ادارو سره عملیاتي مشارکت کم شوی، د سیمه ییزو طالبانو د رول او د نویو اصولو له ناروښانتیا سره هم لاس او ګریوان دي، د ښځو د کار په اړه روښانتیا نشته، لوجیستکي او بانکي ستونزې نور هغه څه دي چې د خوړو نړیوال پروګرام ورسره مخامخ دی. (د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې رپوټ دلته کتلای شئ)

د کافي مرستو نشتوالی په دې مانا دی چې د مرستو د ویشلو لپاره باید ځانګړي ځایونه وټاکل شي. په دې مانا چې هر ځای  ته مرستې نه شي رسول کېدای. د افغانستان تحلیلګرانو شبکې د افغانستان په بېلا بېلو ځایونو کې د خوراکي مرستو، د هغوی د رسېدو د څرنګوالي او احتمالي نه رسېدنې په اړه خبرې کړې دي او پر دې هم ورسره غږېدلې چې د مرستو وېش ورته څنګه ایسېدلی دی.

د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې څېړنه

دا رپوټ د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې د هغو څېړنو برخه ده چې د افغانستان په پرزيدلي اقتصاد کې د خلکو ژوند ارزوي. د لومړي پړاو مرکو کې چې د ۲۰۲۱ کال په نومبر او ډیسمبر کې وشوې، موږ ته مالومه شوه چې ځینو کورنیو ته له وړاندې مرستې رسېدلې دي. بیا مو دویم پړاو مرکې وکړې چې ځینې نورې پوښتنې مو پرې ورزیاتې کړې وې، په ځانکړي ډول پام پر دې ورټول و چې خلک د مرستو خپلې تجربې راته ووايي او دا چې د خوړنیزو مرستو رسېدا څنګه ارزوي.

 په دې رپوټ کې څېړنه په ۳۶ هر اړخیزو مرکو ولاړه ده چې د جنورۍ د ۲۴ او فبرورۍ د ۱۶ ترمنځ مخامخ او یا هم په ټیلیفون شوې دي. مرکې په ۲۲ ولایتونو کې له ښځو او سړیو دواړو سره ترسره شوي چې توکميز، ټولنیز او اقتصادي شالید یې په پام کې نیول شوی دی. موندنې پر هغو عمومي مالوماتو رابشپړې شوي چې د بشري مرستو په اړه د خوړو نړیوال پروګرام راکړې دي.

په مرکو کې مالومه شوه چې د ځینو لېرې پرتو سیمو په ګډون د خوړو مرستې ویشل شوې دي. نژدې هر مرکه شوي موږ ته ویلي چې دې وروستیو کې یې په کلي، ولسوالۍ او چم ګاونډ کې مرستې ویشل شوې دي. نژدې نیمایي مرکه شویو ویل چې د ۲۰۲۱ کال له اګست راهیسې یې لږ تر لږه یو ځل خوراکي مرستې تر لاسه کړې دي. داسې ښکارېده چې په خپله سیمه کې د مرستو له وېشه ځینې ناخبره کسان وسمن او د لویو ښارونو پخواني اوسېدونکي وو. په دې رپوټ کې پر هغو مرستو پام ورټول شوی چې د وېش چارې یې د خوړو نړیوال پروګرام پر غاړه وې، ځکه ډېری مرکه شویو د همدې ادارې ( په ځینو برخو کې د نورو ادارو نومونه هم اخیستل شوي دي) په اړه مالومات درلودل او یا ورته د مرستو وېش  مالوم و.

د مرکو په پوښتنو کې د خوړو د وېش بهیر کې د ستونزو په اړه ځانګړې پوښتنه نه ده شوې، نو دا حیرانوونکې وه چې ګڼو مرکه شویو ویل ګومان کوي چې د وېش بهیر روڼ نه دی او ناسمه ګټه ترې اخیستل کېږي. ډېرو په دې باور درلود چې د مرستو په وېش کې خپلوي پالل کېږي او لاسوهنه پکې کېږي او د مرستو په رسونه کې فساد او وهنه هم شته. ګڼو مرکه شویو له ملګرو ملتونو او نورو خیریه ټولنو غوښتنه کوله چې په سیمه کې د خوړو د وېش پروګرام  وڅاري، سیمه ییز کنټرول پیاوړی کړي او د څارنې او تایید چارې ګړندۍ کړي.

د مرکه شویو خبرو کې دا سپینول ګران دي چې وپوهېږو ریښتیا وایي او که خبره یې ناسمه اخیستې او د مرستو د وهنې او بې انصافۍ په اړه له عمومي ذهنیته اغېرمنه ده. خو له دې هر څه سره سره مرکه شوي د خوراکي مرستو په رسېدو منندوی وو، ځینې چې مرستې نه وې ورکړ شوې، ډېر ناخوښه وو. آن هغوی هم د مرستو په وېش کې د بې عدالتۍ خبره کوله چې اقتصادي حالت یې له نورو ښه و او مرستې یې نه غوښتلې. د ډېرو شکایت دا و چې مرستې هغوی ته رسول کېږي چې پيژندګلوي او یا هم واسطه لري.

په دې لاندې رپوټ کې لومړی دې ته کتنه کوو چې مرستې چاته ورکړ شوې او چاته نه دي، او څه ویشل شوي دي. بیا دا ګورو چې په کلیوالو او ښاري سیمو کې مرستو ته د استحقاق د تثبیت بهیر څه ډول دی او څوک ورته غوره کېږي، ورپسې د فساد، وهنې او خپلوۍ پالنې تورونه هم څېړو. موږ پر دې هم بحث کوو چې ځینو ځایونو کې خلکو څرنګه  هڅه کړې د مرستو په رسېدو دا ستونزې یوې خوا ته کړي، دا هم ګورو چې د مرستو په وېش کې د طالبانو لاسوهنه څه ډول ده. او بالاخره پر دې هم تمېږو چې خوړنیزې بشري مرستې څه ترلاسه کولی او څه نه شي تر لاسه کولای.

۱. د خوراکي مرستو د ورکړې لپاره څوک غوره شوي او څه ورکړ شوي؟

دا چې چا ته خوراکي مرستې ورکول شوې دي، موږ په خپلو بېلګو کې ومونده:

  • له نیمايي ډېرو مرکه شویو- یانې له ۳۶ نه ۲۰ یې ویلي چې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ تر نیمايي یې کورنۍ لږ تر لږه یو ځل خوراکي مرستې تر لاسه کړې دي.
  • نهو مرکه شویو یانې له څلورو یوې برخې ویل، د مرستو د ترلاسه کولو هڅه یې نه ده کړې، آن که ست هم ورته شوی ځکه یې رد کړی چې دوی لکه د نورو بېوزلي نه وو او دا ډول مرستې د دوی لپاره نه وې.
  • اوو مرکه شویو یا پنځو کې یوې برخې ویل، د فبرورۍ تر نیمايي خوراکي مرستې نه دي ورکړ شوي، سره له دې چې اقتصادي حالت یې ډېر بد دی.
  • درېيو نوملیکنه هم کړې وه خو لا یې هم د خوراکي توکو د استحقاق کارټ نه دی تر لاسه کړی. څلور نور له سره سروې شوې نه دي او نومونه یې نه دي لیکل شوي- سره له دې چې هڅه یې ډېره کړې.

په زړه پورې دا ده چې په ځینو ځایونو کې خوراکي توکي، زموږ د معلوماتو له مخې تر مخکنۍ ټاکل شوې کچې ډېر ورکړ شوي، یانې په ځینو ځایونو کې خوراکي مرستې له سره بیا ویشل شوې دي. لږ تر لږه درېیو مرکه شویو موږ ته په ځانګړي ډول د دغه بهیر یادونه کړې ده، خو دوو نورو بیا ویل چې ورته کیسه د دوی سیمه کې هم پېښه شوې ده ( نور مالومات لاندې لوستلی شئ). په دې مانا چې د خلکو په وینا، تر هغه شمېر ډېرو خلکو مرستې تر لاسه کړي چې این جیو ګانو لست کړي وو، خو د مرستو اندازه تر هغې کمه وه چې د خوړو نړیوال پروګرام او همکارو ادارو یې غوښتله.

د خوړو د نړیوال پروګرام د مالوماتو له مخې، په ولایتونو کې د خوراکي مرستو معیاري کڅوړه [اندازه] د یوې اووه کسیزې کورنۍ  د غړو د یوې ورځې اړینې کالورۍ او د خوراکي توکو د اړتیایي معیارونو له مخې حسابېږي. د یوې ورځې پوره کالوري، ۲۱۰۰ کېږي. د آی پي سي ۳ پروګرام  یا د خوړو د ثبات معیار له مخې، هغه ځای کې چې د خوړو ثبات ویجاړ شوی وي، خلکو ته د اړینو خوړو نیمایي هومره ورکول کېږي. په هغو ځایونو کې چې د خوړو ثبات بیړني بلل شوی وي- یانې د آی پي سي ۴ کچه وي- د راشنو اندازه ۷۵ سلنه ټاکل کېږي. په دې مانا چې په دا ډول حالتو کې یوې کورنۍ ته ۷۵ کیلوګرامه اوړه ( یا نور غنمین توکي)، اووه کیلوګرامه غوړ، نهه کیلوګرامه لوبیا، نخود او صفر اعشاریه ۵۷ کیلوګرامه مالګه ورکول کېږي. په آی پي سي ۳ کچه کې چې د خوړو ثبات ویجاړ وي، یوې کورنۍ ته ۵۰ کیلوګرامه اوړه (یا نور غنمین توکي)،څلور نیم کیلوګرامه غوړ، شپږ کیلوګرامه لوبیا، نخود او پنځه سوه ګرامه مالګه ورکول کېږي.

خو د مرستو دا کڅوړه ښايي بدلون وکړي. په ځینو کې مرستې د سیمه ییزو خلکو اړتیاوو ته په پام ورکول کېږي. مثلا په ځینو کې سیمو کې د اوړو پر ځای ورېجې ویشل کېږي. مالي مرستو ته لاسرسی او د سرچینو وخت هم کله نا کله د خوراکي موادو په تر لاسه کولو اغېز پرې باسي. د خوراکي موادو د پېرلو چاري د پیسو له رسېدو وروسته پیلېږي او د پیسو تر لاسه کولو له مهاله تر هغو چې په سیمه کې خلکو ته مرستې رسول کېږي، په منځني ډول له څلورو تر شپږو میاشتو وخت اوړي، په ځانګړي ډول کله چې خوراکي توکي له بلې سیمې او یا هم له نورو هېوادو راوړل کېږي. ځینې وخت د خوراکي توکو د رسېدو پرمهال نه اټکلېدونکي ځنډېدنې دغه بهیر لا نور شاته غورځوي.

دا په لویه کې له هغه څه سره سمون مومي چې مرکه شویو موږ ته ویلي دي. د هغو شلو کورنیو د مرستو کڅوړه کې چې لږ تر لږه یو ځل مرسته ورکړ شوې، یوه بوجۍ اوړه، څو بوتله غوړي (یو، دوه او کله کله لږ ډېر) او ځینې نور توکی شامل وو.

جوزجان کې د یوه خټګر کورنۍ وايي: (پنځه ماشومان لري، مېړه یې مسافر دی)

تېرو څو میاشتو کې څلور ځلې مرستې راکړ شوې وې. په لومړي او دویم ځل یې یوه بوجۍ اوړه او یوه بوجۍ غنم راکړل، په درېیم ځل یې یوه بوجۍ اوړه او دال راکړل. دا میاشت بیا یوه بوجۍ اوړه، ژړ دال، د غوړو پنځه یو کیلويي بوتلونه راکړ شول.

بدخشان کې د پخوانی حکومت یو مامور ( کورنۍ یې دولس غړي لري):

موږ ته د خوړو نړیوال پروګرام درې ځلې په یوه کارت مرسته راکړې. په لومړي ځل غوړ او مالګه راکړ شوي، په دوو نور ځلو کې اوړه، غوړ او  د ماشومانو د تقویې لپاره ۲۰ پاکټه ځانګړي مواد راکړ شوي دي.

د بلخ اوسېدونکی چې کورنۍ یې څلور غړي لري، وايي:

موږ ته یو ځل مرسته راکړ شوې. زموږ په سیمه کې نژدې ۷۰ کورنیو ته د مرستو د وېش کارتونه ورکړ شوي دي. هغوی ټولو ته اوړه، غوړ او لوبیا ورکړ شوې.

د نورستان یو ښوونکی چې کورنۍ یې اووه غړي لري، وايي:

موږ ته دوه ځلې مرسته رسېدلې، یوه بوجۍ اوړه او یو بوتل غوړي. زموږ د کلي ټولو خلکو ته مرسته ورکړ شوې ده.

د غور  ولایت یو کارګر چې کورنۍ یې اته غړي لري، وايي:

ماته دوه ځلې مرسته راکړ شوې. په لومړي ځل یوه بوجۍ غنم او یوه اندازه غوړ و. په دویم ځل، غوړ، یوه بوجۍ اوړه او دال راکړ شوي دي.

پکتیکا کې د پخواني حکومت یو مامور چې کورنۍ یې ۱۴ غړي لري، وايي:

موږ ته د خوړو نړیوال پروګرام مرسته دوه ځلې رسېدلې. دواړه ځله یې یوه بوجۍ اوړه، ۲۴ کیلوګرامه وریجې، پنځه کیلوګرامه غوړ او درې نیم کیلوګرامه مالګه راکړې ده

دا خلک په کابل کې د خوړو نړیوال پروګرام د مرستو د وېش په یوه مرکز کې په لیکه ولاړ دي. تصویر: هېکټر راټمل، ای ايف پي، د ۲۰۲۱ کال نومبر شپږمه.
 

ښايي د مرستو پیل کې د کورنیو لپاره د مرستو کڅوړې توپیر کاوه، ځکه د خوړو نړیوال پروګرم هره میاشت نوي توکي په مرستو کې اضافه کوي. د خوړو نړیوال پروګرام د مالوماتو له مخې، هغه کورنۍ چې خوراکي ثبات نه لري، خوراکي مرستې  یې له اتو تر ۱۲ میاشتو ورځ چلوي. خو ښايي په عمل کې دا کار شونی نه شي، ځکه چې دا اداره کافي پيسې نه لري او کله کله خوراکي توکي پر خپل وخت نه شي برابرولی. کله داسې هم کېږي چې د زیان ګالو کسانو په تړاو خپل لومړیتوبونه یو مخیز له سره ټاکي.

د هغو ۲۰ کورنیو له ډلې چې موږ ورسره خبرې کړې دي؛ د ۲۰۲۱ کال  له اګست نه د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ تر نیمايي پورې اتو کورنیو ته یو ځل مرسته ورکړ شوې، اوو کورنیو ته یې دوه ځلې مرسته رسېدلې، څلورو نورو کورنیو یې درې ځلې تر لاسه کړې او پاتې یوې کورنۍ ته یې څلور ځلې مرسته ورکړ شوې ده.

خو د هغې مېرمنې د خوړنیزو مرستو د کارټ نېټه چې څلور ځله یې مرسته تر لاسه کړې، اوس تېره شوې ده:

ما ته څلور ځله مرسته راکړ شوې ده، یانې هره میاشت کې یو ځل. خو اوس مې د کار وخت پوره شوی دی. هغوی راته ویل چې زما د مرستې وخت پای ته رسېدلی دی او زموږ ګاونډیانو ته یې نوي کارټونه ورکړي دي، سره له دې چې ځینې یې ډېر شتمن دي او لوی کورونه هم لري. زه او ګاونډیان مې د ولایتي ادارې مامور ته ورغلو چې د مرستو لپاره عریضه ورکړو، خو هغوی زموږ عریضه یوې خواته کړه او ویل یې امکان نه لري. اوس مې د راتلونکو مرستو لپاره نوم په لیست کې نشته. نه پوهېږم څه وکړم.

د یوه بل مرکه شوي له خولې چې وايي ګومان کوي د مرستو لپاره د خلکو لیست جوړ شوی او ښايي اوس یې د وېش له پاره چاڼوي. د لغمان یو ښوونکی چې کورنۍ یې لس غړي لري، وايي:

د خوړو نړیوال پروګرام دوه ځلې مرسته راکړې، غوړ او اوړه. د خوړو نړیوال پروګرام بیا زموږ نومونه لیکلي دي، خو اړیکه یې راسره نه ده نیولې.

ډېرو هغو کورنیو چې موږ سره یې خبرې کړې او مرستې ورکړ شوې دي، وايي نه پوهېږي چې د مرستو د وېش کارت به یې تر کله د چلېدو وي او تر کله به مرستې تر لاسه کوي. ښايي د دې کار دلیل دا وي چې د مالي مرستو اټکل شونی نه دی او له همدې امله این جیو ګانې نه شي کولای سیمه ییزو خلکو ته ټینګې ژمنې ورکړي، خو همدا، د بې ثباتۍ حس لا ډېروي اوممکن د روڼتیا د نشتوالي شونیتیا رامنځ ته کړي.

 چا ته تر اوسه هیڅ مرسته نه ده ورکړ شوې؟

هغه شپاړلس مرکه شوي چې تر اوسه مرسته نه ده ورکړ شوې، ښايي په دوو ډلو وویشو:

  • هغه کسان چې مرستو ته یې اړتیا لرله خو له هڅو سره سره د مرستو په تر لاسه کولو بریالي نه شول- د دوی شمېر اووه وو چې زموږ د ټولو مرکه شویو له پنځو یوه برخه جوړوي؛
  • هغه کسان چې ګومان یې کاوه مرستې د دوی لپاره نه دي، ځکه ژوند یې له نورو ښه دی (او یا یې هیڅ نه دي ویلي چې مرستې غواړي او که نه)- شمېر یې نهو کسانو ته رسېده چې د ټولو مرکه شویو له څلورو نژدې یوه برخه جوړوي.

په کابل ښار کې د یوې این جیو پخوانی کارکوونکی چې د ګاونډیانو د خوړو د وېش په پروګرام کې نه و شامل شوی، (خو یوې این جیو چې د حکومت د پخوانيو کارکوونکو ملاتړ کوي، یو څه مرسته ورکړې وه)، د اړمنو کسانو د پېژندلو پر بهیر نیوه کې درلودې. د دغه کس کورنۍ ۱۴ غړي لري او وايي:

له لویه سره این جیوګانې او شخصي خیریه ټولنې خوراکي توکي وېشي. هغوی ستونزه نه لري، ستونزه په هغو کسانو کې ده چې لیست جوړوي. مثلا، د کلي ملک یا وکیل په پاک زړه کار نه کوي. هغوی له خپله واکه ناسمه ګټه اخلي او په لیست کې د خپلو خپلوانو نومونه لیکي. داسې کورنۍ شته چې خورا ډېرې بېوزله دي، خو هیڅ نه ورکول کېږي، داسې خلک هم شته چې هیڅ مرستې ته اړتیا نه لري، خو دوه ځلې د خوړو مرستې ورکړ شوې دي. د مرستو په وېش کې انصاف نه کېږي.

  د هلمند یو پخوانی ملا خپله کیسه کوي چې څه ډول یې له ډېرو شکایتونو وروسته د خپلې سیمې ټولې کورنۍ په لیست کې شاملې کړای شوې، خو لا هم عملي مرسته نه ده ور رسېدلې. د ده کورنۍ شپږ کسیزه ده – یو کوچنی دوه کلن زوی یې دا وروستیو کې مړ شوی دی:

د این جیو کارکوونکي او طالبان په ګډه زموږ سیمې ته راغلل، خو له څلورو کلیو یې یوازې دوه کورنۍ له ځان سره ثبت کړې. کله چې خلکو پر دغه نوملیکنه نیوه کې وکړې او ورته و یې ویل: له ۴۰ کورنیو مو یوازې دوې کورنۍ لیکلي دي. هغوی ژمنه وکړه چې بېرته به راځي او هره کورنۍ به ثبتوي. هغو راغلل او همداسې یې وکړل، خو تر اوسه یوې کورنۍ ته هم مرسته نه ده ورکړ شوې. فکر کوم دا ډېره مهمه ده چې خلکو ته مرستې ورکړ شي. خو  که مرسته نه کېږي، د نومونو لیکل څه ګټه نه لري، او یا هغوی چې نومونه یې نه دي لیکل شوي، هیڅ مانا ورته نه لري.

سره له دې چې ګڼ شمېر مرکه شویو باور درلود، طالبان د مرستو د وېش بهیر کې لاسوهنه کوي، خپل خپلوان او خپل غړي ورپېژني؛ خو هغه طالب چې زموږ د څېړنې برخه دی، تر اوسه مرسته نه ده تر لاسه کړې او لا یې هم نوملیکنه نه ده شوې. ( د طالبانو په لیکو کې یې دنده نه ده مالومه) هغه چې د لوګر دی او کورنی یې ۱۲ غړي لري، موږ ته وویل:

این جیوګانو تر اوسه غوړ، اوړه او لوبیا ویشلې دي، خو زما کورنۍ ته یې لا نه دي ورکړي. د سیمې قوماندانانو او د کلي ملکانو این جیوګانو ته خلک ورپېژندلي دي خو تر اوسه یې موږ نه یوو ورمعرفي کړي. هیچا زموږ د کور سروې نه ده کړې او نه یې زما نوم لیکلی دی. زه این جیو ته ورغلم، ترې ومې غوښتل چې زما نوم هم پکې ولیکي، خو هغوی راته ویل چې ولاړ شئ او د کلي استازي ته مو ووایئ…. ښايي په لسو کسانو کې چې مرستې ورکړ شوې، یوازې یو یې ریښتیا اړمن وي. پاتې نهو کسانو ټولو واسطې درلودې او له وړاندې وسمن وو. بې له شکه حکومت هم په دې فساد کې خپله ونډه لري.

په کابل ښار کې د ځمکو د پېر او پلور یوه سوداګر موږ ته ویل چې په خپله خوښه یې د مرستو له لیسته ځان ایستلی دی. هغه د مرستو د وېش پر بهیر نیوکې کولې، ویل یې: ځینې خلک په لوی لاس د مرستو له لیسته لېرې ساتل شوي. همدا هغه څه دي چې ځینو نورو مرکه شویو هم موږ ته ویلي دي. هغه چې د کورنۍ اووه غړي یې لرل، وویل:

هغوی زموږ په سیمه کې څو ځلې مرسته وویشله، لکه اوړه، غوړ، لوبیا او کله کله نغدې پیسې. یو څوک چې ښايي زموږ د سیمې استازی به و، یوه ورځ زموږ کور ته راغی، زما تذکره او ټیلیفون شمېره یې وغوښته. زوی مې زنګ راته وواهه چې دا خلک غواړي مرسته راسره وکړي. ما ورته وویل چې مننه ترې وکړئ او ورته ووایه چې موږ د دې مرستې وړ نه یوو او زموږ پر ځای دې یې بې وزلو خلکو ته ورکړي. دا د بې وزلو حق دی، خو په حقیقت کې هغو خلکو ته چې مستحق نه دي، تر بې وزلو ډېرې ورکول کېږي.

په زړه پورې دا ده چې یوه مرکه شوي چې د ۲۰۲۱ کال په ډیسمبر کې یې موږ ته ویلي و چې په خپله خوښه یې د مرستو له لیسته نوم ایستلی دی، اوس بیرته د مرستو اخیستو ته اړ شوی دی. همدا د دې یادونه کوي چې د خلکو حالت د وخت په تېرېدو څرنګه بدلېږي.

دویمه برخه یې دلته  لوستلی شي.

لیکوالان:

مارتینه فان بیلرت

نور د دې لیکوال څخه
تیم ما / زموږ کاري ډله

نور د دې لیکوال څخه