د مرستو وېش لپاره د نوملیکنې لانجمن بهیر او د مرستو ځانګړي کول
په کندهار کې د خوړو نړیوال پروګرام په یوه مرکز کې خوراکي توکي د وېش لپاره چمتو شوي دي. تصویر: جاوید تنویر، ای ایف پي، د ۲۰۲۱ کال ډیسمبر.
دا رپورټ پر دوو برخو ویشل شوي دی:
لمړۍ برخه یې دلته لوستلی شي.
دویمه برخه:
د دې بهیر هغه برخه چې تر ټولو ډېرې نیوه کې پرې کېږي، د خلکو نوملیکنه او تر یوې اندازې هرې ولسوالۍ او هر کلي ته د مرستو ځانګړي کول دي. ځینې مرکه شوي د دغه بهیر په اړه وايي چې د خلکو د نوملیکنې بهیر کې این جیو ګانو، سیمه ییزو ملکانو، په ښارونو او ښارګوټو کې د ګذر وکیلانو، امامانو او ځینو ځایونو کې سیمه ییزو قوماندانانو مرسته کړې ده. داسې ښکاري په ځینو ځایونو کې د طالبانو حکومتي چارواکي مخامخ په دغه بهیر کې ښکیل وو او یایې له لویه سره خپل اغېز پکې کارولی دی. ګڼو مرکه شویو موږ ته ویلي چې د سروې پرمهال د این جیوګانو له کارکوونکو سره سیمه ییز حکومتي چارواکي یو ځای د دوی کلیو ته ورغلي دي. ځینو بیا دا هم ویلي چې د مرستو په لیست کې یې د شاملېدو لپاره د طالبانو د ځايي حکومتي ادارو مکتوبونه ور وړي دي.
مرکه شویو شکایت کاوه چې سیمه ییزو استازو د نوملیکنې بهیر کې خپلوۍ پاللي، طالب چارواکو او نورو غړو پکې لاسوهنه کړې، فساد یې کړی او د این جیو ګانو د کارکوونکو د ناسمو کړنو په مخنیوي کې پاتې راغلي دي. ګڼو مرکه شویو د ښه مدیریت لپاره د کلکې څارنې او د مرستو د عادلانه وېش بهیر غوښته.
ښايي د مرستو د وېش بهیر په اړه مرکه شویو څرګندونې هر اړخیزې نه وي، نو ځکه مو د خوړو له نړیوال پروګرامه وپوښتل چې د مرستو وېش لپاره نوملړ څرنګه جوړېږي او دا چې مرستې څه ډول ځانګړې کېږي. د هغوی د ځواب لنډیز په دې ډول دی:
د خوړو نړیوال پروګرام په مرکزي کچه لومړني پلانونه جوړوي، شته بودجې ته په پام په ولایتو کې موخې ټاکي، ټول هغه خلک ارزوي چې د خوړو د اړتیا کچه یې په کړکېچن او بيړني حالت کې وي. د مرستو د وېش اصلي پلانونه د ولسوالیو په کچه د خلکو د زیان ګالنې ارزولو ته په پام جوړېږي. د خوړو نړیوال پروګرام دغه شننه د خپلې همغږې شوې محتوايي شننې پر بنسټ جوړوي (په تحلیل کې وچکالي، په پراخه کچه د کار نشتوالی، شخړې، لېرې والی، د خدمتونو نشتوالی، د بې وزلۍ سابقه او هېرې شوې سیمې په پام کې نیول کېږي.) د خوړو نړیوال پروګرام همدغه ډول بهیر د سیمه ییزو شریکانو په مرسته او دهغوی د سیمه ییزې پوهې او تجربې په مرسته شرایطو ته په پام پلی کوی.
د مرستو لپاره د خلکو د ټاکلو بهیر هغه کمیټه کوي چې له استازو او سیمه ییزو مشرانو جوړه شوې او د زیانمنېدو د ۱۳ شرایطو په پام کې نیولو سره خلک د مرستو مستحق بلل کېږي. هغه شرطونه چې یوه کورنۍ پکې د مرستې وړ بلل کېږي دا دي: مشري یې ښځه یا ماشوم کوي، لوی نارینه ونه لري، له نهو ډېر غړي د یوه کس پر ګټه وټه چلېږي، داسې بالغ نارینه یا ښځه ونه لري چې کار کوي، داسې څوک یې مشري کوي چې معلول وي، اوږدمهالې ناروغي ولري، د کور مشر یې ډېر عمر ولري، د شتمنۍ څه ونه لري، د ګاونډیانو په کور کې اوسېږي یا د نورو کوربتوب وکړي، لنډمهالو کورونو یا پنډغالو کې واوسېږي، یوازې په پور ژوند وکړي، سوالګر وي یا ذکات غواړي، ژوند یې پر داسې کار چلېږي چې اوږدمهالی نه وي، د ژوندانه لپاره د ګټې وټې سرچینه ونه لري، د کورنۍ یو یا څو غړي یې معلولیت یا اوږدمهالې ناروغۍ ولري، د خوندیتوب ادارو پېژندلي وي، میندواره مېرمن وي یا ماشوم ته تی ورکوي، یا له پنځو کلونو کم عمره ماشوم ولري.
همغږې کوونکي ادارې چې اکثره وخت این جیو وي، باید د خپلې کمیټې د غړو لست د خوړو نړیوال پروګرام څارونکو ته وسپاري چې شتوالی یې روښانه کړي او دا مالومه کړي چې ورکړ شوې دندې ترسره کولای شي که نه. همدغه کمیټه د هغو کسانو لومړنی لیست چمتو کوي چې مرستې پرې ویشل کېږي او دغه لیست همغږې کوونکې اداره چې این جیو وي، تاییدوي. د تاییدۍ پروسه له افرادو سره د مرکو له لارې او یا هم کورونو ته په ورتګ مخ ته وړل کېږي. پروسه د خوړو د نړیوال پروګرام د کارکوونکو له خوا څارل کېږي، کله کله خپله سیمې ته ځي او څارنه یې کوي او هم یې له نورو درېیمګړو څارونکو پوښتنه کوي.
د مرکه شویو له خبرو برسېرېږي چې د مرستو لپاره د خلکو د نوملیکنې بهیر له لویه سره هغه کسان کوي چې د خوړو نړیوال پروګرام یې په سیمه کې ښکېل بولي- تر یوې اندازې این جیو ګانې او همکار ملګري یې دي.
په ښاري سیمو کې دغه بهیر کې تر ډېره د ګذر وکیل ښکیل وي، د ګذر وکیل د کوڅو له مشرانو سره په شریکه مالومات راټولوي او بیا یې د این جیو مسوول ته د مرستو د وېش لپاره استوي. د نوملړ په جوړولو کې د این جیو ګانو رول په اړه بېلا بېل نظرونه شته. د بېلګې په ډول د بغلان دا مېرمن وايي چې د این جیو کارکوونکي یې کور ته ورغلي وو چې مالومه کړي د مرستو وړ ګڼل کېږي او که نه. دا مېرمن چې پنځه ماشومان لري، داسې وايي:
زموږ د کوڅې وکیل د مرستو کارټ راکړ. څارونکي یې زموږ کور ته راوستل. هغوی زموږ کور او پخلنځی ولید…د این جیو مامور هره میاشت پنځه نوي کارټونه راکوي. د هغوی په بدل کې مرسته راکول کېږي، هره ورځ یوه کلي ته مرستې ویشي.
خو ځینو نورو مرکه شویو بیا ویل چې د این جیو کارکوونکي د ګذر وکیل پرېږدي چې د مرستو وېش لپاره د خلکو لیست چمتو کړي. مثلا د کابل یو ټکسي چلوونکی چې کورنۍ یې لس غړي لري وايي، نه یې نوم په لست کې لیکل شوی او نه هم مرسته ورکړ شوې ده:
له هغه راهیسې چې نړیوالې مرستې پیل شوې دي، د ګذر وکیل او خیریه ټولنې یې ویشي. سیمه ییز مشران د خلکو لست چمتو کوي، د موبایل شمېرې او د تذکرې نمبرونه یې لیکي او بیا یې د ګذر مشر ته ورکوي، هغوی یې د ناحیو او یا هم ولسوالیو مشرانو او این جیوګانو ته ورکوي چې مرستې ووېشي. کله د سروې خلک هم زموږ کورونو ته راځي. خو ډېرځله د ګذر وکیل لست ته نومونه ټاکي.
د نورو مرکه شویو په ډول، دی هم په دې باور دی چې د لست په جوړولو کې خپلوۍ پالل کېږي او د خپلې خوښې کسان پکې لیکل کېږي:
زموږ کورنۍ او هغوی چې پر شاوخوا مو اوسېږي، هیڅ ډول مرسته نه ده تر لاسه کړې. وکیل له ۵۰ کورنیو، یوازې پنځه د مرستو لپاره ټاکلې دي. وروسته د پنځو نورو کورنیو لیست هم جوړ شوو، خو د کلي او کوڅې مشر هڅه کوي خپل کسان په نوملړ کې راولي. هغه کسان چې په ریښتیا اړتیا لري، مرسته نه ورکول کېږي، آن په لیست کې یې نومونه لا نه لیکل کېږي.
د فراه ښار یوه محصله وايي، سره له دې چې کورنۍ یې سروې شوې هم ده، خو بیا یې هم مرسته نه ده تر لاسه کړې او د مرستې د وېش کارت نه دی ورکړ شوي. هغه چې کورنۍ یې ۱۵ غړي لري، وايي:
هغوی زموږ کور ته څو ځلې راغلل، سروې ګانې یې وکړې، خو لا هم هیڅ نه دي راکړ شوي. وروستی ځل دوې اوونۍ مخکې راغلي وو. نه یې د مرستو کارت راکړ او نه یې زنګ وهلی دی. یوازې یې د تذکري مالومات ور سره واخیستل.
دغه محصله پر دې نهیلي وه چې مرستې نه دي ورکړ شوي او وايي هغه کسان چې مرستې ته اړتیا نه لري او بې وزلي نه دي، څو ځلې مرستې ورکړ شوې دي:
زه پوهېږم دا بهیر پر واسطو ولاړ دی، ځکه ومې لیدل چې زموږ ګاونډیانو چې بې وزله هم نه دي، مرستې تر لاسه کړې. هغوی د طالبانو غړي نه دي، خو شتمن دي. پلار مې د ګذر له وکیل سره څو ځلې خبرې وکړې، خو هغه هر ځل ورته وايي: کاکا صبر وکړه، درکوي یې. خو کله چې مرستې راشي، موږ ته وايې له وړاندې ویشل شوې وي. هرځل که مرستې راځي، زموږ د کوڅې پنځو بې وزلو ته باید ورکړ شي، خو همغو کورنیو ته ورکړ کېږي چې پخوا یې تر لاسه کړې دي. او نغدې پیسې چې د کونډو لپاره دي، هغو نجونو ته ورکول کېږي چې لا تر اوسه واده شوې هم نه دي او یا هغوی ته ورکول کېږي چې مېړونه یې ژوندي دي. د مرستو د وېش بهیر باید روڼ وي، او باید هغوی ته ورکړ شي چې حق یې وي، نه هغوی ته چې مرستې په مارکیټ کې پلوري. خو دا بهیر شفاف او روښانه نه دی. کورونه زموږ سروې کوي، خو مرستې نورو ته ورکوي. موږ څه کولای شو؟ آن که غږ پورته هم کړو، څوک یې نه اوري.
یو له هغو کسانو چې موږ سره یې خبرې کړې دي او خپله یې مرستو ته اړتیا نه لرله، د دې بهیر د ستونزو پر نورو اړخونو غږېدلی دی. د هرات پوهنتون دغه استاد وايي، هغه د خپلې سیمې له وکیل سره خبرې وکړې او دې ته یې وهڅاوه هغه کسان په نوملړ کې راولي چې ريښتیا مرستو ته اړتیا لري ( وايي وکیل اوس داسې نه کوي):
په ټوله کې هغه مرستې چې یونیسف او نورې خیریه ټولنې یې وېشي، څه نه څه ۵۰ سلنه یې بې وزلو ته ورکول کېږي. دا د ګذر او یا هم د کوڅې د وکیل مسوولیت دی چې این جیوګانو ته د مستحقو لیست ورکړي او مرستې خپله وويشي. زموږ په سیمه کې د ګذر وکیل داسې لیست له ځان سره لري چې د خلکو اقتصادي حالت پکې مالوم دی. ما له خپل وکیل سره خبرې وکړې ځکه حالت بیخي ډېر بد دی. موږ باید په صداقت خپل کار وکړو، هاغسې چې زموږ مذهب یې راته وايي. ما وکیل ته وویل دا ښه کار نه دی چې په لیست کې د بې وزلو پر ځای د شتمنو خلکو نومونه ولیکل شي. فکر کوم هغه به اوس هڅه وکړي چې مرستې بې وزلو ته وویشل شي.
یو له هغو کسانو چې موږ سره یې خبرې کړې دي، د ګذر وکیل و. ده لومړی په عمومي ډول دغه بهیر روښانه کړی او بیا پر هغو ستونزو هم غږېدلی چې ورسره مخ دی. هغه وايي دا چې کافي مرسته یې سیمې ته نه ده رسېدلې، نو ځکه ګڼې کورنۍ د نوملړ په اړه شکایت کوي. دی وايي چې کار یې آسان نه دی:
کله چې خیریه موسسه راشي، ما ته زنګ وهي چې ورشم. هغوی په سیمه کې له امام او قومي مشر نه هم غوښتنه کوي. موږ په ګډه په یوه جومات کې سره ټولېږو او زموږ د سیمې د وګړو مالومات ورسره شریکوو. زه ورسره کومک کوم او خپلې سیمې ته یې بیایم، هغوی له بې وزلو سره مخامخ خبرې کوي او خپله یې ویني. لومړی معلول، کونډې او یتیمان لیکي او وروسته نور بې وزله په نوملړ کې اضافه کوي.
زما په سیمه کې چې زه پکې لیست چمتو کوم، ۸۰۰ کورنۍ او ۱۱ جوماتونه دي. موږ تر اوسه یوازې ۶۰ کورنیو ته مرسته ورکړې. کله چې مرسته ویشل کېږي، طالبان یې د څارلو لپاره خپل استازي را استوي. این جیوګانې لا هم خلک سروې کوي د مرستو لپاره لیستونه جوړوي. همدا څو ورځې وړاندې یې خلکو ته زنګونه ووهل او د دویم پړاو لپاره یې له خلکو بایمویټریک مالومات غونډ کړل. هیڅوک نه پوهېږي چې دوی به څه ډول مرستې ویشي، ځکه چا ته څه نه وايي.
په هغه بڼه چې این جیوګانې مرستې ویشې، ستونزې رامنځ ته کوي، ځکه یوازې لس سلنه خلکو ته یې ورکوي. نو کله چې این جیوګانې لاړې شي، خلک ماته راځي او راته وايي چې ولې دې موږ ته را نه کړې؟ دلته ټول خلک بې وزله او وږي دي خو موسسې یوازې څو کورنیو ته مرستې ورکوي او بېرته ځي. کله چې پاتې خلک شکایت کوي، زه باید ورته ووایم چې زه د حل لار نه لرم او هیڅ مرسته نه شم کولای. کله چې یوه کس ته مرسته ورکول کېږي، او نور پاتېږي، حتما به خواشیني وي او شکایت به کوي.
د بغلان یو سوداګر چې کورنۍ یې لس غړي لري، وايي:
دې کار خلکو ته ډېرې ستونزې پیدا کړې دي. ځینې دا بهیر له توکمپالنې سره تړي، ځینې خلک په دې فکر دي چې د سیمو وکیلان مرستې خپلو خپلوانو او هغو کسانو ته ورکوي چې د خپل قوم یې وي، خو په اصل کې مرستې این جیو ګانې ویشي او د ګذر وکیل ونډه په کې نشته. دا ډېره ګرانه ده چې خلک وپوهول شي د این جیوګانو د کار دود څه ډول دی.
په کلیوالو سیمو کې هم خلکو د دغه بهیر په اړه ورته څرګندونې کولې. په لرې پرتو سیمو کې د کلیو نفوس او د بې وزلو لیست د کلي شورا ټاکي او د شورا مشر دغه نوملړ این جیو ته سپاري. مرکه شويو موږ ته د این جیوګانو د کارکوونکو په اړه ویلي چې څه ډول کلیو ته سفرونه کوي. د لغمان یو ښوونکی چې کورنۍ یې لس غړي لري، په دې اړه وايي:
موږ ته عموما مرستې هغه موسسه راکوي چې تل د افغانستان ختیځ کې کار کوي- خو نوم یې نه راځي. هغوی د خوړو نړیوال پروګرام پروژې پلې کوي. هغوی کلیو او لرې پرتو سیمو ته ځي چې بې وزله خلک مالوم کړي. کله چې هغوی راغلل، ما ورته ویل چې مرستې ته اړتیا لرم. هغوی زما کور ولید او د مرستې کارت یې راکړ او خوراکي توکي پرې راکوي.
سره له دې چې له ښاري سیمو پرته په کلیوالو سیمو کې دغه بهیر له لویه سره د ټولنې خلکو پورې تړلی و، خو نیوه کې د ټولو، سره ورته وې. مثلا په پکتیکا کې د پخواني حکومت یو مامور تور پورې کوي چې د مرستو لیست کې د خپلو خپلوانو نومونه لیکل کېږي، خو خپله ده ته هم دوه ځله مرسته ورکړ شوې ده.
د مرستو ليست کلیوالې شوراګانې د کلیو مشرانو سره په سلامشورې جوړوي او بیا یې د ملګرو ملتونو استازو ته سپاري. په هر کلي کې د وګړو شمېر ته په کتو، کورنۍ غوره کېږي. وروسته هرې کورنۍ ته کارټ ورکول کېږي. بیا موسسې زنګ ورته وهي او خلک د مرستو تر لاسه کولو ته ورځي.
د پکتیکا دغه اوسېدونکی چې کورنۍ یې ۱۴ غړي لري، وايي:
خو هغو خلکو ته چې تر ټولو ډېر مرستې ته اړ دي، نه ورکول کېږي. زموږ په سیمه کې لس داسې کورنۍ چې له قحطۍ سره مخ دي، هیڅوک مرسته نه ورکوي. مرستې تر ډېره د طالبانو او د کلي د مشرانو خپلوانو ته ورکول کېږي. هغوی رسنیو ته دروغ وايي چې کله وايي: موږ هغو خلکو ته مرستې ته ورکوو چې مستحق وي. خو په حقیقت کې هغوی ته مرسته نه رسېږي. خلک د بې وزلۍ تر کرښې لاندې دي او مري. موږ له هغو هېوادونو مننه کوو چې مرسته کوي خو له بده مرغه مرستې هغوی ته نه رسېږي چې اړتیا ورته لري.
مرکه شویو ویل، په دې باور دي چې مرستې په کلیو او یا هم سیمو کې د خلکو د نفوس له مخې ټاکل کېږي، خو له لویه سره یې پر دغه بهیر شک درلود او ځینو یې ویل چې خلک پکې له خپل اغېز نه کار اخلي او انصاف نه کوي. د دایکندي یو معلول هټیوال چې کورنۍ یې نهه غړي لري، وايي:
د موسسو استازي وايي : موږ د ولسوالیو او ولایتونو له شوراګانو لیستونه اخلو او د شورا په لیستونو کې د وګړو په تناسب مرستې ویشو. خو زه نه پوهېږم چې په اصل کې ریښتیا هم همداسې کېږي او که نه. ځینې وختونه داسې خبرې هم کېږي چې هغې یا دغې شورا ته له نورو ډېره مرسته ورکړ شوې ده.
ځینې بیا وايي، وېره یې دا ده چې لېرې پرتې سیمې له پامه غورځول شوې دي- چې ګومان کوي ښايي دلیل یې توپیري چلند او یا هم لېرې والی وي. په غور کې د باري ګاډو یوه موټر چلوونکي چې کورنۍ یې لس غړي لري، او په خټه هزاره دی، موږ ته وویل :
په ولسوالۍ کې نورې مرستې هم ویشل کېږي خو زموږ کلي ته یوازې یو ځل ورکړ شوې دي ځکه موږ د ولسوالۍ له مرکزه بیخي ډېر لېرې یو. دا مرستې د خلکو لپاره ډېرې ښې دي خو د ویشلو بهیر یې روڼ نه دی. د موسسو خلک په خپل سر کارونه کوي او لېرې پرتو سیمو ته نه ځي. سیمه ییز چارواکي هم د مرستو رڼې ویشنې ته ډېره لیوالتیا نه لري او هیڅوک یې څارنه هم نه کوي. این جیوګانې خپلو دفترونو او بسپنه ورکوونکو ته ښه او ډېر غوره رپوټونه ورکوي، خو حقیقت بل څه دی. ګومان کوم که د څارنې بهیر یې درلودای، ښايي د مرستو وېش به ډېر روڼ و.
د باري ګاډي د دغه چلوونکي په ګډون ګڼو مرکه شویو موږ ته ویل چې د دغه بهیر د روڼوالي لپاره د څار میکانیزم ته اړتیا ده او ټینګار کوي، که دغسې یو څه وای، ښايي دا پروسه به ورسره ډېره رڼه او مرستې به سمو خلکو ته رسېدلې وای. موږ د خوړو له نړیوال پروګرام نه پوښتنه وکړه چې ایا د څار کوم میکانیزم لري او که نه. هغوی ویل د نوملړ د جوړولو پرمهال د تاییدۍ له بهیر پرته چې یادونه یې وشوه، د وېش په مرکزونو کې د څارونکو تر څنګ ګڼ نور داسې میکانیزمونه شته چې د خوړو نړیوال پروګرام یې په کارولو د خلکو شکایتونه اوري او دا کار د خپلو ځایي همکارو شریکانو په مرسته کوي. دغه اداره وايي، که کورنۍ ګومان کوي چې په بې انصافۍ د مرستو له لیسته ویستل شوې دي، د آواز په نامه مرکز ته دې شکایت وکړي او همدارنګه کولای شي په سیمه ییزه کچه د نظر اخیستنې میکانیزم په کارولو خپل شکایت ثبت کړي.
خو ټول خلک ښایي په دې پوه نه شي چې څه ډول شکایت ثبت کړي، او ښایي ټولو شکایتونو ته رسېدنه هم ونه شي. کله چې شکونه ډېر پراخ او دغه راز سم هم وي، داسې نه ښکاري چې ټول یا لږ تر لږه ډېره برخه دې یې وڅېړل شي.
د مرستو بیا وېش
موږ په خپلو مرکو کې دا هم وموندل چې په ځینو ځانګړو ځایونو کې خلکو ته مرستې بیا ځلي ویشل شوې دي. د مرکه شویو له خولې، دا چاره په لېرې پرتو هزاره توکمو سیمو کې شوې ده خو شونې ده چې ورته کار په ځینو نورو کوچینو سیمو کې هم شوی وي.
د دایکندي معلول هټیوال په دې اړه وايي :
کیسه داسې ده چې د این جیوګانو استازي راځي او زموږ د شورا مشر او غړو ته وايي چې ستاسې د وګړو د شمېر او د کلي د نوملړ له مخې موږ په دومره شمېر کارټونه در کوو، تاسې باید هغه کسان را وپيژنئ چې تر ټولو ډېر بې وزلي وي. زموږ شورا، کارتونو ته په پام د تذکرو شمېرې او نور مالومات ورکوي. نو د بې وزلو سروې او پېژندنه په دغه ډول ترسره کېږي.
توپیر په دې کې دی چې بالاخره هر چاته د مرستو یوه برخه رسېږي، نه دا چې مرستې یوازې هغوی ته ورکړ شي چې کارتونه لري. د دایکندي یو پخوانی پولیس چې کورنۍ یې څلور غړي لري، وايي:
د کلي شورا د هغو کسانو لیست جوړوي چې تر ټولو ډېر اړمن وي. کله چې مرستې راشي، د کلي شورا سره ټولېږي او ځايي خلک په درېیو برخو ویشي.: تر ټولو ډېرې بې وزلۍ کورنۍ چې د مرستو په هر لیست کې راوړل کېږي؛هغه کورنۍ چې لا هم د مرستو مستحقې دي؛ او هغه کورنۍ چې اقتصادي حالت یې له نورو ښه دی. خو دوی هڅه کوي چې هر چاته د مرستو یو څه برخه ورسېږي. ځکه هر سړی بېوزلی دی، یوازې د بې وزلۍ کچه یې توپیر لري.
د دایکندي د معلول هټیوال په خبره، ځايي خلک این جیو کارکوونکو ته غوږ نه ږدي او مرستې په ټولو ویشي:
زموږ د کلي شورا کې یو اصل شته، هغه دا چې، مثلا که یوه این جیو له ۳۰ کورنیو سره مرسته کول غواړي، او موږ ۶۰ کورنۍ یو، نو د ۳۰ کورنیو مرسته پر ۶۰ کورنیو ویشو. کله چې مرسته کلي ته راوړل شي او موږ ته وسپارل شي، موږ یې په ټولو تقیسموو. آن د این جیو کارکوونکي وايي چې دا کارتونه د شرېکولو لپاره نه دي، خو د کلي خلک ورته غوږ نه ږدي او مرستې په ټولو وېشي. دلیل دا دی چې مرستې ټولو خلکو ته نه رسېږي او د ویش پر سر یې تل لانجې وي.
د دایکندي یوه بل اوسېدونکي له موږ سره په خبرو کې ویل، سره له دې چې د بې وزلو خلکو مرسته په نورو له سره ویشل مناسب کار نه دی خو په کلي کې د ستونزو د حل او همغږۍ د پایښت لپاره مهم کار دی. دی وايي، که مرستې هر چاته ورکړ شي، خلک به طالبانو ته د مالیې ورکولو توان پيدا کړي او د طالبانو له حکومت سره به یې لانجې نه پیدا کېږي او پام به یې نه ور اوړي. د ښوونځي یو سر ښوونکی چې کورنۍ یې پنځه غړي لري، وايي:
کله چې مرستې تر موږ را ورسېږي، نه یوازې د کلي پر بېوزلو ویشل کېږي، چې د کلي په ټولو خلکو برابرې ویشل کېږي. بې شکه چې دا کار د بې وزلو په حق کې ظلم دی، خو دوی یې له منلو پرته بله چاره نه لري. پخوا داسې نه وه، یوازې له څو میاشتو راهیسې داسې کېږي. په تېر حکومت کې که څوک مستحق و، هغوی ته مرستې ورکول کېدې او له نورو سره نه شرېکېدې. خو اوس یې باید شریکې کړي، ځکه که دا سې ونه کړي، طالبانو ته مالیه نه شي ورکولای او بیا د طالبانو له حکومت سره لانجه کې ښکېل وي. نو ځکه باید په خپلو منځو کې سره سلا شي . زموږ کلي کې ۳۰ کورنۍ دي، که هر ځل مرسته راځي، ټولو ته یو څّه ورکول کېږي – پر همدې ټولو هوکړه کړې ده. خو دا مرسته ډېره نه ده، یوازې اوړه دي.
ډېره شونې ده چې دا ډول جوړ جاړی شوی وي او په خپله ټولنه کې د ښې همغږۍ لپاره یو مناسب دود وبلل شي. د نورو مرکه شویو په خبرو کې هم د خلکو ترمنځ د همغږۍ ورته خبرې شوې دي خو روښانه نه ده چې د مرستو د بیا ویش لپاره ځانګړی سیستم لري او که نه.
۳. د طالبانو د خالت او لاسوهنې
په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د بسپنه ورکوونکو ترمنځ داسې بحثونه وو چې وګوري ایا د دې شونیتیا شته چې له طالبانو سره له ښکېلتیا پرته مرستې خلکو ته ورسېږي او بیا ډاډه شي چې دا مرستې ددغې ډلې حکومت ته له ګټې اړولو پرته، مخامخ رسېږي. په عمل کې این جیوګانې او مرستندویې ادارې د مرستې رسونې چارو همغږۍ او بې پرې والي لپاره اړې دي چې له سیمه ییزو واکمنو سره ښکېلې شي. دلته کله کله د توازن ساتل ګرانېږي.
د بشري مرستو په پلان کې یوه مهمه خبره دا راوړل شوې چې ” اغېزمنو شویو وګړو ته د واکمنو له مداخلې پرته لاسرسی” چټک شي او این جیوګانو او نورو شریکو ادارو ته دې اجازه ورکړ شي چې په چټکۍ د خوړو مرستې ورسوي. په همدې وخت کې په دغه پلان کې څو داسې پېښې يادې شوې دي چې د مرستو لپاره د خلکو په نوملړ کې لاسوهنه شوې چې ” ښايي دا د هغو واکمنو د لاسوهنې پایله وي چې غواړي بشري مرستې هغو سیمو ته مخامخ شي چې هغوی ته ځپل شوې ښکاري.”
مرکه شویو موږ ته ویلي چې ځايي حکومتي چارواکو د مرستو د بېلولو، د نوملړ د جوړولو او د مرستو د ویشلو بهیر په ګډون په ډېرو برخو کې د لاسوهنې هڅه کړې، په هغو ځایونو کې هم د لاسوهنې کوښښ شوی چې مالومه نه وه د بهیر مشري څوک کوي.
په زابل کې د یوې این جیو پخوانی کارکوونکی وايي، چې حکومتي مامورین هم د هغو کسانو په لیست کې وو چې مرستې ورته ویشل کېدې. دی چې په خپله خوښه یې د مرستو له لیسته ځان ایستلی او خپل ځای یې نورو ته پریښی، وايي:
حکومت له این جیوګانو سره په ګډه د غوراوي کمیټه جوړوي. په کمیټه کې د بیړنیو حالتو لپاره ولایتي استازي، د کډوالو ریاست، بېلابېلې ولایتي ادارې او د ګذر او یا هم سیمو مشران برخه لري.
د بغلان یوه سوداګر چې کورنۍ یې لس غړي لري، موږ ته وویل:
نژدې دوې میاشتې وړاندې د خوړو نړیوال پروګرام یوه بوجۍ اوړه، غوړ او لوبیا راکړل. د هغوی ډله زموږ کلي ته راغله، بې وزله او معلول یې سروې کړل. هغوی ته یې چې ډېر زیانمنېدونکي وو، نغدي پيسې او نور خوراکي توکي ورکړل. هغوی د ښاري پراختیا له ادارې او پراختیایي شوراګانو سره په ګډه دغه کار کاوه. د بې وزلو لیست یې د کلیو د بیا رغاونې ریاست نه اخیستی و.
د لغمان یوه ښوونکي بیا ویل:
له بېلا بېلو کلیو ګڼ خلک په نوملړ کې د مرستو لپاره ولیکل شول. یو کس د مرستندویې ادارې، یو د استخباراتو، یو د کلیو د پراختیا، یو د کرنې ریاست او ځینې له نورو ادارو سره راټول شوي وو. دوی په ګډه هر ځای ته تلل او بې وزلي یې موندل. کله چې دلته راغلل، ما ورته وویل چې زه بې وزلی یم، هغوی زموږ کور ولید او بیا یې د مرستو کارت راکړ.
طالبان د مرستو د وېش بهیر څاري چې وګوري سم روان دی او که نه. هغه څوک چې نوملړ جوړوي، که اووه کسان وي- شپږ یې د طالبانو حکومت پورې اړه لري او یو یې د خوړو د نړیوالې ادارې کارمند وي.
د پکتیکا یو بزګر بیا طالبان او د کلي ملکان تورنوي چې په لیست کې د خپلې خوښي کسان لیکي. د هغه وړاندیز دا و چې که د غوراوي کمیټه پراخه شي او د هرې برخې خلک پکې وي، ښايي شفافیت ډېر شي.
ملګري ملتونه خپلې مرستې د کلي د ملکانو له لارې کوي. همدا اوس یوه سروې روانه ده؛ خلکو ته کارتونه ویشي. د کلي مشر لیست چمتو کوي او بیا یې د مرستو د ویش لپاره مرستندویې ټولنې ته ورکوي. وروسته د دغې ادارې یو استازی له یوه طالب سره کور په کور ګرځي او اړ خلک پیدا کوي. خو دوی تر ډېره هغه کسان ټاکي چې د کلي ملک ورپيژندلي وي. هغه کسان چې له طالبانو سره تړلي وي، د مرستو تر ټولو ډېره برخه ورسېږي. ځکه کله چې مرستې راشي، طالبان یې خپلو هغو کسانو ته ویشي چې د کورنۍ غړي یې وژل شوي وي. بې وزله خلک کرۍ ورځ په لیکه کې تېره کړي، خو څوک مرسته نه ورکوي. پر ځای یې موږ وینو چې خلک د اسلامي امارت له موټرو سره راځي او مرستې ورکول کېږي.
زما په ګومان د بې وزلو خلکو د بېلولو لپاره باید د قومي مشرانو په ګډون ځانګړې ډلې ولاړې شي. مثلا په دغه ډله کې باید د مرستندویې ادارې یو استازی، د طالبانو یو استازی او د کلي یو استازی کور په کور وګرځي. د کلي امام هم باید موجود وي چې په لیست کې ريښتیا د مستحقانو نومونه ولیکل شي. دا انصاف نه دی چې ملک یو لیست جوړوي خو چې کله مرستې راشي، د طالبانو په امر ویشل کېږي.
ګڼو خلکو په خپلو مرکو کې دا هم ویلي چې فکر کوي طالبان خپلو خلکو ته مرستې ورجلبوي او دا کار پرته له دې چې مالومات یې ورکړي، کوي. مثلا د خوست یو خبریال چې کورنۍ یې ۱۶ غړي لري، وايي:
د نړیوالې ټولنې بشري مرستې هغو خلکو ته ورکړ شوې چې د ویشلو پرمهال مذهب، سیمه، قومیت او توکم په پام کې نیسي. او ځینو یې فساد هم کړی دی…. طالبانو ته هغه کسان ډېرمهم دي چې تېرو شلو کلونو کې یې لاس ورکړی و. نو مرستې هغه چاته ویشي چې د دوی خپلوان دي او یایې پيژني. د هغوی لپاره خان او فقیر توپیر نه لري. نو مرستې بې وزلو ته نه ورکول کېږي، په ځانګړي ډول هغوی ته چې له نورو ځایونو کډوال شوي او خوست ته راغلي دي.
له ځینو لېرې پرتو سیمو، یو شمېر مرکه شویو په خپلو خبرو کې ویل چې ځايي طالب چارواکي مخامخ په مرستو کې لاسوهنه کوي، پیسې او مرستې غواړي. هڅه کوي د وېش پر بهیر خپل اغیز پرېباسي چې مرستې کومو کلیو ته ورکړ شي. مثلا د دایکندي دوو مرکه شویو ویل:
زموږ کلي ته چې ډېر لېرې دی – د ولسوالۍ له مرکزه نژدې ۹۰ کلیومتره لېرې، خورا لږه مرسته را ورسېده. ویشل شوې مرسته د خلکو لپاره ډېره مهمه وه خو له بده مرغه ډېرې لاسوهنې پکې وشوې. طالبانو په هغه ځای کې خلکو ته دوه درې ځلې مرستې وویشلې، له شورا یې پيسې راټولې کړې او ځان ته یې وویشلې. په مرستو کې یې هم برخه واخیسته او خوراکي توکي یې ښکاره بازار کې وپلورل. هیڅوک ورته څه نه شي ویلی.
بې شکه چې د مرستو وېش بیخي ښه کار دی، خو که سمې وویشل شي. له بده مرغه دغسې نه کېږي. د طالبانو ځايي چارواکي د این جیوګانو په کارونو کې مخامخ لاسوهنه کوي او له خلکو نه ځان ته پيسې ټولوي. د این جیو سیمه ییز کارکوونکي چې تر ډېره د وردګو او یا هم د جلال اباد دي، لېرې پرتو سیمو ته نه ځي- خو که کليوال طالبانو ته بډې ورکړي، هغوی یې مجبوروي چې کلیو ته ولاړ شي. این جیوګانې پر دې خبرې دي، خو ځانونه یې غلي کړي او بهرنیو چارواکو ته یې رپوټ نه ورکوي.
په همدې حال کې یوه مرکه شوي د مرستو د وېش بهیر کې د فساد خبره کوله، ویل یې له پخواني حکومت نه یې ډېر توپیر نه دی کړی. د نورستان یو ښوونکی چې کورنۍ یې نهه غړي لري، وايي اوس یوازې د فساد لوبغاړي بدل شوي دي:
حکومت او موسسې دواړه زموږ په سیمه کې مرستې ویشي. خو خلک وايي که طالبان مرستې ویشي، ټولو هغو ته یې نه ورکوي چې بې وزله دي. مثلا، که ولسوال ته نغدې پيسې د ویشلو لپاره ورکړشي، هغه یې یوازې د خپلې خوښې خلکو، ملګرو او پلویانو باندې تقسیموي. هغوی ته یې نه ورکوي چې پخواني حکومت او یا یې پوځ کې کار کړی وي. وامې ورېدل چې تېره میاشت یې خپلو پلویانو ته له ۱۵۰۰۰- تر ۲۰۰۰۰ افغانۍ ویشلې وې.
په تېر کې موږ ته هیڅ ډول مرسته نه ده راکړ شوې. د تېر حکومت پر مهال هم مرستې همدغه ډول ویشل کېدې، لکه اوس چې کېږي، هیڅ نه دي بدل شوي. تېر حکومت کې هم مرستې هغوی ته ورکول کېدې چې خپل خپلوان یې په حکومت کې وو – کټ مټ هماغه څه چې اوس یې طالبان کوي. ډېره زیاته مرسته کېږي خو ډېره برخه یې سمه نه ویشل کېږي. کله چې طالبان مرسته تر لاسه کړي، په بازار کې یې پلوري، ځکه اړتیا ورته نه لري. د طالبانو د حکومت او د پخواني حکومت دواړو پرمهال مرستې د ځانګړو خلکو لاس ته لوېدې، نورو ته یې نه ویشلې. هغوی چې مرستو ته اړتیا لري، نه ورکول کېږي. که ورکول کېدای، د ډېرو ژوند به ورسره اوښتی وای.
یوه غوښتنه چې ټولو کوله، څارنه او روڼتیا وه. په خوست کې د خبریال په وینا:
نړیواله ټولنه باید دا ډاډ ترلاسه کړي چې مرستې په مناسب ډول او رڼې د رسنیو او مدني فعالانو ترمخه ویشل کېږي، ځکه باید اړمنو خلکو ته ورسول شي. زما په ګومان نړیواله ټولنه باید د مرستو پر ویش پوره او بشپړ واک ولري، ټولو ولایتونو ته په مناسب ډول ورسېږي، نه دا چې ځینو ځانګړو خلکو ته ورکړ شي.
۴. مرستې څه دوا کولای شي- څه نه شي؟
په مرکو کې دا په ډاګه شوه چې مرستو ريښتینی فشار او کړاو لږ کړی دي. ډېر یې د لوږې له اندېښنې خلاص کړل- لږ تر لږه د لنډې مودې لپاره، او له همدې امله ګڼو مرکه شویو په خبرو کې مننه کوله.
په جوزجان کې یوه ښځه چې مېړه یې ایران ته د کار لپاره په تللو کې پاتې راغلی و، وايي:
څلور ځلې مرسته راکړ شوې، هره میاشت کې یو ځل. دا زما لپاره ډېره مرسته ده. هغوی ته مې چې مرسته یې کړې ده، ډېرې دوعاګانې وکړې. مېړه مې دلته نشته او مرستو دومره وکړل چې خپلو بچیو ته پرې خواړه برابر کړم.
د کندوز یو هټیوال وايي:
زما په ګومان په اوسنیو شرایطو کې چې ګڼ خلک خواړه نه لري، دا مرسته ترټولو مهمه وه. خدای دې پر هغوی رحم وکړي چې مرسته یې کړې ځکه همدې د ډېرو خلکو ژوند ژغورلی دی.
د دایکندي یو پخوانی پولیس چې څلور بچیان لري، وايي:
دوې – درې میاشتې مخکې حالت تر دې لا بد و. هر چا د راتلونکې هېلې بایللې وې ځکه هیچا ته معاش نه ورکول کېده. اوس چې معاشونه ورکول شوي دي، حالت یو څه ښه دی. هغو مرستو چې تېرو درېیو میاشتو کې ووېشل شوې، د خلکو ژوند بدل کړ او پر مورال یې مثبت اغېز وکړ. نه پوهېږم که مرستې نه وای، او خلکو ته معاشونه هم نه وای ورکړ شوي، څه به کېدل. حالت به بد و او ورځ تر بلې به لا خرابېده.
سره له دې چې په مرکو کې خلکو ښکاره مثبت ټکي یادول- ښايي وېره یې دا وه چې مرستې پرې بندې نه شي، ډېر وخت یې د ستونزو او سرګردانیو خبرې هم کولې. مثلا، د دایکندي یو ځایي ډاکټر وايي:
د مرستو وېش خلکو ته ډېر مهم و او په خورا حساس وخت کې ور ورسېدې. خو داسې رپوټونه شته چې د مرستو وېش کې ستونزې وې، خو د مرستو له پاره روحیه ډېره ښه وه.
په کندهار کې د یوه شرکت څښتن چې کورنۍ یې لس غړي لري، وايي:
ما له حکومت او یا هم این جیو نه خوراکي مرسته نه ده اخیستي، ځکه دا د بې وزلو لپاره وه. زما په سیمه کې ۱۸ کورنیو ته دغه مرسته ورکړ شوې ده، ځینو ته نغدې ورکړ شوې، نورو ته بیا خوراکي توکي ویشل شوي دي. درې یې ډېر بې وزلې وې، نورې ۱۵ کورنۍ شتمنې وې- ځینو یې آن څو هټۍ درلودې. فکر کوم تر یوې اندازې د مرستو د ویش بهیر شفاف دی. سره له دې چې شتمنو ته هم مرسته ورکول کېږي، خو بې وزلي هم نه دي پاتي شي.
ډېری مرکه شوي په دې باور وو چې مرستې د لنډمهال لپاره د ټولنې یو بې وزلی پاټکی تکیه کولای او د څه وخت له پاره د خلکو لاسنیوی کولی شي.
په کابل کې د کورونو د پېر او پلور یو کاروباری چې کورنۍ یې اووه غړي لري، وايي:
که د بېړنیو حالاتو خبره وي؛ نو هو مرستې د خلکو لاسنیوی کولای شي. خو له لویه سره، زه ګومان نه کوم چې دغه ډول مرستې د بې وزلو خلکو ژوند کې بدلون راوستلی شي. مرستې یې د څو ورځو لپاره له لوږې ژغورلی شي، خو په اوږده مهال کې ورته ګټه نه کوي.
د بغلان یو کاروباري چې کورنۍ یې لس غړي لري، بیا وايي:
په کلیوالو سیمو کې د افغانستان ټول خلک مرستو ته اړتیا لري. موږ خلک په خپلو سترګو وینو او راته مالومېږي او ټول باید د مرستو لیست کې ولیکل شي ځکه ټول بې وزله دي. هغوی پیسې نه لري، دوکانونه او کاروبار نه لري. هغوی یوازې د پسرلي او اوړي په تمه وي چې که یو څوک ترې د کار غوښتنه وکړي. مرستې کافي نه دي، نه د کورنیو چاره پرې کېږي او نه د هغه چا شمېر دومره دی چې د ټولنې هر لور ته ورسېږي. زما په سیمه کې نژدې ۸۰۰ کورنۍ اوسېږي، یوازې ۶۰ ته یې مرستې ورکړ شوې دي- په دې مانا چې ۷۴۰ کورنۍ پاتې دي. له ۸۰۰ کورنیو ښايي ۴۰ یی شتمنې وي، پاتې ټولې یې اړمنې دي.
د غور یو کارګر چې کورنۍ یې اته غړي لري، وايي:
دلته نژدې ټول خلک بې وزلي دي، که یو څوک په ژمي کې د خپلو خوړو پيسې ولري، هغه په موږ ټولو کې شتمن ایسي. که مرستې نه وای، ښايي خلک له لوږې مړه شوي وای. نو مرستو د هر چا لاسنیوی کړی دی. خلکو د خوراک لپاره هیڅ نه درلودل، اوس لږ تر لږه د یوې یا دوو میاشتو خواړه لري. خو دا مرسته په هیڅ ډول بسنه نه کوي. کورنۍ غټې دي، د ګټې وټې هیڅ درک نشته او د کال په دې موسم کې د کار څرک هم نه لکېږي.
د لغمان یو ښوونکی چې کورنۍ یې لس غړي لري:
په افغانستان کې نژدې ۹۵ سلنه خلک خوار دي. که مرستې ډېرې شي او کورنیو ته ورکړ شي، ډېره هوسایي به راولي. خو فساد باید نه وي، ځکه ځینو کورنیو څو ځلې مرسته تر لاسه کړې، خو نورو ته آن یو ځل هم نه ده ورکړ شوې. هیله لرم چې مرستې په شفاف ډول وشي، خو ګومان نه کوم مرستې دې رڼې وي. په عمومي ډول دا مرستي کافي هم نه دي- یوې لویې کورنۍ ته یو بوتل غوړ او یوه بوجۍ اوړه په هیڅ ډول بسنه نه کوي.
په پای کې، ګڼو مرکه شویو په خبرو کې هیله څرګندوله چې دا ډول مرستې وروسته په یوې اوږدمهالې حل لارې واوړي، کاري فرصتونه رامنځ شي چې خلک نور پر مرستو تکیه نه وي.
د هرات پوهنتون یو استاد چې کورنۍ یې شل غړي لري، په دې اړه وايي:
ګومان کوم مرستې بسنه نه کوي، او ښې هم نه دي ځکه خلک د مرستو په تکیه روږدي کوي. په تېرو شلو کلونو کې خلکو ته مرستې ورکړ شوي او هغوی ورسره روږدي شوي دي. بیا ناببره ودرېدې او اوس خلک په ډېر بد حالت کې دي. موږ باید د نورو مرستو ته په تمه کېننو. که نن غوړي، اوړه او غنم ورکړ شول، سبا به څه کوي او که مرستې وچې شوې، بیا به څه کېږي؟ موږ باید پر لنډ مهالو ګټو ډده ونه وهو. په کار ده خپلو اقتصادي ستونزو ته اوږدمهالې حال لارې ومومو.
په سرپل کې یو اروا پوه چې کورنۍ یې اووه غړي لري، وايي:
که خلکو ته کاري فرصتونه برابر شي، نو خپله ورځ چلولی شي. ګومان کوم دغه لار تر مرستو غوره ده. ځکه مرستې پر خلکو لټي راولي او تل به یې سترګې د نورو لاس ته نیولې وي.
د پای خبرې
په دې رپوټ کې چې مالومات یې د خلکو پر مرکو ولاړ دي، د دې بهیر په اړه د وګړو هغه اندېښنې را پورته شوي چې وايي د خوړو مرستې په سم ډول هغو خلکو ته چې اړتیا یې لري، نه رسېږي. په همدې وخت کې موږ دا حقیقت هم له پامه نه شو غورځولی چې نژدې نیمايي مرکه شویو ته مرستې رسېدلې دي- آن په ډېرو لېرو پرستو سیمو کې هم. دا مرستې د ژمي له را راسېدو مخکې کورنیو ته رسېدلې وې. همدا په ډېرو سختو حالاتو کې د ګڼ شمیر این جیو ګانو، دهغوی د کارکوونکو، د سیمه ییزو کارکوونکو، د حکومت د ملکي مامورینو او د ملګرو ملتونو د کارمنانو ژمنتیا او سخت زیار ښیي.
دا مرستې هغو کورنیو او خلکو ته چې ورکړ شوې، خورا ارزښت لري. ګڼو مرکه شویو ویل که دا مرستې نه وای، نه پوهېږي چې څه به یې کولی. خو اندېښنه دا ده چې د هغو خلکو شمېر ته چې مرستې ورکول کېږي او د مرستو بیا بیا وېش ته په پام سره او دغه راز د مالي ژمنو د کموالی له امله د مرستو کچه ښایي ټیټه شي.
په دې رپوټ هغه ستونزې هم په ډاګه شوي چې د مستحقینو د نوملړ، د مرستو د وهلو، غبن او بلې خواته د مرستو د اړولو په اړه ځايي خلکو په مرکو کې یادې کړې دي. بوږنوونکې دا وه چې ګڼو مرکه شویو پرته له دې چې وپوښتل شي، دغه مسالې راپورته کولې. د مرستو د وېش سیستم له لویه سره هغه ډول دی چې د طالبانو له حکومت وړاندې د جمهوریت پرمهال و.( آن د مرستو په وېش کې ګڼ کسان، د این جیوګانو کارمنان، سیمه ییز مشران، ځینې حکومتي سیمه ییز کارکوونکي په ځانګړي ډول ټېټ پوړي کسان همغه پخواني دي) څه چې اوښتي ښکاري، له لویه سره د مرستو اندازه او د مرستو د رسونې ساحه ده چې له نویو واکمنانو سره باید همغږې شي او خبرې پرې وشي.
په افغانستان کې د مرستو د پراخ بهیر څارل او پلي کول آن په ډېرو ښو شرایطو کې هم ډېر سخت وي، خو دا د دې مانا نه لري چې دغه اندېښنې دې له پامه وغورځول شي او کوچنۍ انګیرنې دې وبلل شي. په تېره بیا، اوس داسې ښکاري هغه پروګرام چې باید نور چټک او پراخ شوی وای، د څارنې میکانیزم یې دومره ښه نه و.
دې ته په پام چې د مرستو لپاره د خلکو د نوملیکنې بهیر له لویه سره پر سیمه ییزو استازو، په تېره د کلي پر مشرانو او د ګذر پر وکیلانو ولاړ دی، سره له دې چې پیاوړی برېښي، ورسره ورسره زیانمنېدونکی هم دی. په دې مانا چې که دا ډول خپلمنځي ولسي ګډون سیمه ییز مالومات او مسوولیت مننه ښه کوي، دغه راز د فشار، د مرستو د ناسمې کارونې او د خپلوۍ پالنې ادعاوې هم ټوکوي.
روښانه نه ده چې دغه ادعاوې به تر کومه سمې وي. په هغو ځایونو کې چې د خلکو اړتیاوې خورا ډېرې وي، د مرستو د وېش بهیر ډېرځله لانجمنېږي. ځینې شکایتونه ښايي د ناسم پوهاوي، تورونو او غبن په اړه د عمومي ولسي انګېرنو برخه وي. خو په دغه ډول حالاتو کې ښایی په کلیو او ښاري سیمو کې په دې اړه پوره روڼتیا چې مرستې په کومو شرطونو او د څومره مودې له پاره خلکو ته رسول کېږي، د شکونو او لانجو په لږولو کې مرسته وکړي.
طالبان په ملي کچه په ټول هېواد کې هڅه کوي په رسمي ډول د مرستو رسونه کې خپل واک ډېر کړي. د ۲۰۲۲ کال په مې میاشت کې د طالبانو اقتصاد وزارت اعلان وکړ یوه کمیټه یې جوړه کړې چې د بشري مرستو د وېش بهیر وڅاري، خو په دې اړه یې ډېر لږ مالومات خپاره کړل. د طالبانو د لومړي وزارت د دفتر په یوه فرمان کې چې د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ پر ۱۵ خپور شوی دی، راغلي چې “والیان دې د طبیعي پېښو پرضد د مبارزې له ولایتي ادارو سره له همغږۍ پرته د مرستو وېش ته اجازه نه ورکوي.” که څه هم د طبیعي پېښو پرضد د مبارزې ریاستونو او نورو تخنیکي ادارو سره همغږي بې ځایه نه ښکاري، خو دغه فرمان به طالب والیان او چارواکي زړور کړي چې مرستې په خپله زړه د خپلې خوښې کسانو ته ورسوي. په عملي ډګر کې به د این جیوګانو لپاره دا ګرانه وي چې له سیمه ییزو چارواکو سره له ښکېلتیا پر څنګ تېر شي او خپلې چارې مخامخ سمبال کړي.
له نیکه مرغه هغسې پراخه قحطي چې تېر کال یې اندېښنې راپورته شوې وې، لږ تر لږه تر اوسه رامنځته ته نه شوه. ( که څه هم د غور ځینو سیمو کې لېدل شوې) له شک پرته هاغسې چې د حکومتي معاشونو بیا پیل مرسته کړې، بشري مرستو هم د پام وړ ګټه کړې خو یوازې مرستې بسنه نه کوي. ډېرئ هغو کورنۍ چې مرستې ورکړشوي، لا هم نه شي کولای ځانو ته پرله پسې خواړه برابر کړي. ( په دې اړه د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې د مارچ رپوټ دلته لوستلی شئ. په دې رپوټ کې له مرکه شویو سره خبرو کې د هغوی پر اقتصادي حالت ډېرې خبرې شوې دي)
افغانان ژمن، خواريکښ او داسې خلک دي چې یو بل ته لاس ورکوي خو اوسنی حالت یې داسې دی چې له پخوانیو سختیو ډېر بد برېښي او ګوزاره ورسره ګرانه ده، نو ځکه ډېر خلک پيسې پوروي او یا هم د ژوندانه لپاره د کورونو توکي پلوري. اوسنیو خوراکي مرستو یې لاسنیوي کې مرسته کړي چې کورنیو ته یې خواړه برابر کړي- که څه هم ښايي د لنډې مودې لپاره وي. خو افغانان د خپل اقتصاد بیا پښو درېدو ته خورا ډېره اړتیا لري، حکومت او معاشونه یې باید داسې وي چې خلک پرې تکیه وکړای شي او د کوچنیو کاروبارونو لپاره باید چاپیریال تر دې لا ښه شي.
بیاکتنې:
دا مقاله په وروستي ځل تازه شوې وه ۳۰ اسد / زمری ۱۴۰۱