Afghanistan Analysts Network – Dari Pashto

اقتصاد، پرمختیا، چاپېریال / اقتصاد، توسعه، محیط زیست

په افغانستان کې د اقلیمي بدلون ډېرېدونکی ناورین – د عملي اقدام هیله څومره ده؟

محمد عاصم مایار 31 دقیقې

ځمکه یوازې یو اټموسفیر لري، له همدې کبله د اقلیمي بدلون اغیز له سیاسي پولو اوړي. افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې خورا لږ شین کوریز ګازونه خپروي، خو د هغو لسو هېوادونو په کتار کې راځي چې د اقلیم د بدلون په اغېز تر ټولو ډېر زیانمنېدونکي دي. د دغه ناورین اغېز په ډېرو شویو وچکالیو کې جوت دی چې د لوږې او کړاو لاملېږي. له بده مرغه اوس څرګنده ده چې ۲۰۲۲ کال کې به هم د هیواد په ډیرو برخو کې وچکالۍ وي. د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې مېلمه لیکوال محمدعاصم مایار*، چې د اوبو د سرچینو او مدیریت کارپوه دی، په تېرو کلونو کې په افغانستان د اقلیمي بحران اغېزو او همدارنګه راتلونکو احتمالي تمایلاتو ته کتنه کړې. نوموړي د نړیوالې تودوخې د ناوړو اغیزو مدیریت په اړه د جمهوري نظام کړنې ارزولې، او په پای کې پر دې بحث کوي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې څنګه له اقلیمي بدلون سره مبارزه وشي، په داسې حال کې چې افغانستان تر پخوا بېوزله، ډیر منزوي او تر بندیزونو لاندې دی.

پسری که به دلیل خشکسالی در ولایت قندهار از خانه خود آواره شده و در یک کمپ موقت در نزدیکی شهر قندهار سرپناه یافته است. عکس: جاوید تنویر/AFP (جنوری ۲۰۲۲)

د باران او واورو لپاره د آسمان څار

هر کال په ژمي او پسرلي کې افغانان اسمان ته ګوري چې په هغه کال به واوره او باران وشي که نه؟ تېر ژمی تر منځنۍ کچې پورته واورو سره پیل شو چې د ډسمبر په پای او د جنورۍ په لومړیو کې وشوې.[i] له هغې وروسته، فبروري او مارچ د اوسط کچې پرتله وچې میاشتې وې. یوازې د مارچ په دویمه اوونۍ کې باران وشو.

د ژمي واوره په افغانستان کې د کرنې لپاره اړینه ده: په لوړو سیمو کې واوره د اوبو زیرمه ګرځي، د اوړي په موسم کې ویلې کیږي او د اوبولګولو لپاره اوبه چمتو کوي – که چېرې اوړی یا پسرلی ډېر تود راشي، د واورې چټکه ویلېدا، کیدای شي د ناورین لامل شي، چې په اوړي کې د کرنیزو اوبو د نشتوالي یا حتی سختو سیلابونو د راوتلو لاملېږي. په ټیټو ځمکو کې، واوره خاوره نمجنوي، خو دا للمي کښت ته نه بسېږي. له همدې کبله د پسرلي اورښتونه د للمي کښت د حاصلاتو لپاره اړین دي.

د ۲۰۲۱ کال د ډسمبر په پای او د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ په لومړیو کې ښو واورو د کروندګرو په زړونو کې هیلې پیدا کړې. له همدې کبله یې په بغلان، کندز، تخار او بلخ ولایتونو کې للمې ځمکې، آن لوړې غونډۍ چې د ټراکټورونو ورختل ستونزمن وي، هم وکرلې. خو له هغه مهال راهیسې، هیلې مړاوې شوې دي. ځکه په للمو سیمو کې د کرل شويو غنمو وده کمزورې ده او کیدای شي سږکال حاصل ونه کړي. همدارنګه د څارویو څښتنان هم اندېښمن دي. د اپریل په پیل کې، د بغلان ولایت د نوي بغلان ولسوالۍ په لویدیځ دشتِ ګبر سیمه کې پوونده وو، یوه همکار ته وویل:

واښه د پخوا پرتله د لمر او هوا د تودوخې د لوړېدو له امله زیانمن شوي. پخوا به د کال دا مهال نیم متر اوچتېدل، اوس یوازې ۱۰ سانتي متره لوړ شوي او د لمر وړانګو تور کړي دي. پوونده دې وضعیت ته ډېر اندېښمن دي – که راتلونکو ورځو کې و نه اوري، خپل څاروي به پلورو.[ii]

د افغانستان په شمال کې هغه سیمې چې د واورو له ویلېدو اوبه ترلاسه کوي ښېرازه دي. په داسې حال کې چې د هېواد په سویل کې وضعیت لا دمخه خراب دی او د خړوبولو اوبه لږې ښکاري. د وردګو ولایت د جغتو ولسوالۍ او د کندهار ښار اوسېدونکو سره خبرو کې څرګنده شوه چې ګڼ کوهیان وچ شوي او خلک اوس د څښاک اوبو له نشتوالي سره مخ دي. د ۲۰۲۲ کال د اپریل په پنځمه طالبانو اعلان وکړ چې د دهلې بند اوبه د ۲۲ ورځو لپاره خوشې کوي څو بزګران وکړای شي د انارو باغونه خړوب کړي. خو بیرته یې ژر بندې کړې. د هلمند د کجکي په څېر په کندهار کې د دهلې بند زېرمه هم نه ده ډکه شوې. خو د عادي اورښت کلونو کې دا مهال له دغو زېرمو اوبه د ډېروالي له کبله پرچاوه کېږي. د ازادۍ راډیو د راپور پر بنسټ په دې وروستیو کې د وردګو ولایت په چک ولسوالۍ کې د دوو کلیو تر منځ د اوبو پر سر شخړه کې یو کس وژل شوی. که چېرې راتلونکي کې له اقلیمي بدلون رامنځ ته کېدونکې وچکالۍ مدیریت نشي، په ټول هېواد کې د دغسې پېښو احتمال لوړېږي.

د طالبانو حکومت تر اوسه په رسمي ډول نه دي ویلي چې وچکالي ده، او ښايي د جمهوریت دورې په څېر یې دا میاشت هم ونه وایي. خو اوس څرګنده شوې چې د افغانستان په ډېرو برخو کې به ۱۴۰۱ هجري لمریز کال بیا وچکالي وي. ددې ترڅنګ، افغانانو ته اوس څرګنده شوې چې اقلیم یې د عادي حالاتو پرتله اوښتی او خراب لوري ته تللی دی.

عادي وګړي چې څومره په باران او اورښت کې په بدلون پوهېږي دومره د تودوخې ډېرېدا نه محسوسوي، خو دا ډېرېدا د اوږدې مودې د معلوماتي ارقامو په ثبت کې له ورایه برېښي. د تودوخې د لوړوالي پایلې خطرناکې دي، ځکه چې د نړیوالې تودوخې لوړوالی د اوبو دوران[iii] اغېزمنوي او د سختو پېښو لکه سیلابونو، وچکالیو، د طبیعي یخچالونو ویلې کېدو او طوفانونو د ډېروالي او د سمندري اوبو د سطحې د لوړېدو لاملېږي. ځمکه یوازې یو اتموسفیر لري او د نړیوالې تودوخې زیان له سیاسي پولو اوړي.

د ځمکې اتموسفیر ته د ډېرو شین کوریزو ګازونو [iv] خپریدل، چې له صنعتي انقلاب سره پیل شوي د اقلیمي بدلون د روان ناورین اصلي لامل ګڼل کېږي. د دې ګازونو په خپرولو کې د پرمختللو هیوادونو ونډه لاهم لوړه ده، په داسې حال کې چې بېوزلي هیوادونه، یا هغه چې د شین کوریزو ګازونو خپرېدا یې د وګړو د شمېر په انډول ټیټه ده، طبیعي زیرمو ته د لږ لاسرسي او د خپل محدود ظرفیت له امله، د اقلیمي بدلون له اړخه خورا زیانمنېدونکي دي. افغانستان په دا وروستۍ ډله کې راځي او د خورا لږ شین کوریز ګاز تولیدوونکی (په ۲۰۹ هیوادونو کې ۱۷۹) هېواد دی. خو د اقلیمي بدلون له اړخه د ډېرو زیانمنېدونکو لسو هیوادونو په کتار کې راځي (په اړه یې دا انځور وګورئ).

د وروستیو وچکالیو خورا څرګند عامل په ارام سمندر کې د استوا خط ته نېژدې د اوبو د تودوخې توپیر دی،      چې د  El Nino (تر عادي حالت ډېر تود) او La Nina (تر عادي حالت ډېر سوړ) باله شي چې د نړۍ د هوا په څرنګوالي کې مهمه ونډه لري. د یادې سیمې په اوبو کې له یوه کاله د بل پرتله بدلون طبیعي دی، خو نړیواله تودوخه د دغو بدلونو د ډېروالي او شدت لامل شوې چې د افغانستان په ګډون یې د ډېرو هیوادونو لپاره بدې پایلې له ځان سره راوړې دي.

په ارام سمندر کې د La Nina له کبله، ۲۰۱۸ کال په افغانستان کې سخت وچ راغی. ورپسې کال په افغانستان کې د کروندګرو لپاره خورا لوند او ښه و، که څه هم په ارام سمندر کې د El Nino له کبله د سیلابونو سره مل شو. وروسته له هغې ۲۰۲۰ په افغانستان کې د اورښت لپاره یو نورمال کال و، په داسې حال کې چې ۲۰۲۱ د La Nina په راستنېدو بیا ډېر وچ شو. د La Nina پېښه اوس هم په ارام سمندر کې روانه ده، همدارنګه د سږني اوبني کال، چې له اکتوبر څخه تر سپټمبر پورې وي، په تېرو شپږو میاشتو کې ټول اورښت ته په کتو، چې د نورو کلونو پرتله تر ۴۵ سلنې لږ دی (نقشه يې دلته شته)، ویلی شو چې وچکالي په افغانستان کې دوام کوي. د تېرو پنځو کلونو څخه په څلورو هغو کې د وچکالۍ او سیلابونو زیاتوالی، په افغانستان کې د اوبو د دوران بدلون ښيي. په تیرو پنځو کلونو کې د دا ډول سختو شرایطو ډېروالی د اقلیمي بدلون پایله ده.

د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې کلیوال، پسونه له سیلاب ځپلې سیمې وړي. ددغه ولایت سېلابونو کې لږ تر لږه ۲۰ کسان مړه شوي او له سختوالي یې کورونه او موټرونه ویجاړ شوي دي. عکس: جاوید تنویر/AFP (۲۰۱۹)
 

پر افغانستان د اقلیمي بدلانه اغیز تر دې شېبې: له تودېدو د سیند تر بهېر

د افغانستان د اقلیمي بدلون هر اړخیز او تازه ارزول او د راتلونکي مهال له پاره یې اټکل په ۲۰۱۶ کال کې د UNEP (د ملګرو ملتو چاپېریالي پروګرام) او WFP (د خوړو نړیوال پروګرام) په تخنیکي ملاتړ د چاپېریال ساتنې ملي ادارې (NEPA) له خوا ترسره شول، چې دلته او دلته یې لوستلی شئ. دا تحلیلونه لاندې ټکي په ګوته کوي:

  • په تېرو دېرشو کلونو کې په ټول هېواد کې د تودوخې درجه لوړه شوې ده. د UNEP د ۲۰۱۶ کال راپور له مخې، د افغانستان منځنۍ کلنۍ تودوخه، چې له ۱۹۶۰ څخه تر ۲۰۰۸ پورې د سانتي ګراد په کچه ۰.۶ درجې لوړه شوې وه، تر دې په را وروسته موده کې په ځیروونکي او چټک ډول ˚C۱.۲ لوړه شوې. دغه بدلون د یخچالونو او واورو ویلې کیدل ګړندي کړي او د آني سیلابونو د زیاتوالي، د یخچالي جهیلونو د ماتېدو او د سیندونو د سېلابونو لامل شوی دی.
  • اقلیمي بدلون د تېرو لسیزو پرتله د وچو کلونو شمیر دوه برابره کړی. د شمېرو له مخې، دا په اوږده مهال کې د اورښت منځنۍ کچه اغېزمنوي او په حقیقت کې د WFP، UNEP او NEPA تحلیلونه او راپورونه ښيي چې د هیواد په ډیری شمالي او مرکزي برخو کې کلنی اورښت لږ شوی.
  • د افغانستان یخچالونه په ویلېدو دي. څېړونکو موندلې چې د ۱۹۹۰ او ۲۰۱۵ کلونو تر منځ د افغانستان په لوړو سیمو کې یخچال پوښلې سیمې ۱۴ سلنه له منځه تللي او وړاندوینه شوې چې د کمښت دا سرعت به دوام مومي. (د افغانستان د یخچالو د ویلېدو نور جزییات د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې په راپور کې دلته ولولئ). د یخچالونو او واورې ویلېدا په دوبي کې سیندونو ته اوبه برابروي، خو چټکه ویلېدا یا د کچې کمېدا یې په اوړي کې د سیندونو پر بهیر مخامخ اغیز کوي.
  • د اورښت په بڼه او تودوخه کې بدلون هم د سیند د بهیر پر بڼه اغیز کړی دی. د بېلګې په توګه، د لیکوال موندنې ښیي چې د کابل سیند حوزه کې اوبنی بهیر د ډېرو اوبو او لږو اوبو درلودونکو ورځو په ډېرېدو یو څه اوښتی دی. دا په دې معنی ده چې د سیلاب او همدارنګه د اوړي په موسم کې د لږو اوبو ورځې یا وچې ورځې دواړه ډېرې شوې دي چې د اوبو د مدیریت او د کال په اوږدو کې کرنې او نورو برخو ته د اوبو د چمتو کولو لپاره بدې پایلې لري. داسې انګیرل کیږي چې د افغانستان په نورو سیندیزو حوزو کې هم ورته بدلونونه راغلي دي.

په راتلونکي کې د افغانستان د اقلیمي بدلون تمایلات

د اقلیمي بدلون په اړه وړاندوینې، د بېلګه ییز غلظت د مسیر Representative Concentration Pathway  (RCP) د بېلابېلو بڼو (سناریو ګانو) له مخې چې په نړیواله کچه د ۲۱ پېړۍ تر پایه د شین کوریزو ګازونو د تولید د کچې په څېر توپیر کوي، ترسره کېږي.[v] د اقلیمي بدلون د پنځمې نړیوال ارزونې راپور پر مهال په ۲۰۱۴ کې د نړۍ د اقلیم د موډل کولو لپاره څلورRCP سناریوګانې کارول شوې وې.[vi] له هغه راهیسې نوې RCP سناریوګانې هم رامنځ ته شوې، خو څرنګه چې د نویو سناریوګانو پر بنسټ د افغانستان لپاره د اقلیمي بدلون څېړنې نه دی ترسره شوې، په دې راپور کې د زړو سناریوګانو له پایلو کار اخیستل شوی. ټولې سناریوګانې اټکل کوي چې افغانستان به تود او اورښت به یې لږ شي، خو د ا کار به یا تر اوسني حالت په پراخه کچه وي او یا ټیټه. دا د ټینګار وړ ده چې د شین کوریزو ګازونو له خپرېدو سره مبارز ه کې، نړۍ په جدي توګه پاتې راغلې او د نویو RCP سناریوګانو پر بنسټ جوړ شوي ماډلونه په نړیواله کچه اقلیم ته ډیرسخت زیانونه اټکلوي.

د افغانستان لپاره د منځنۍ تودوخې د وړاندوینې تمایل، د موډل لپاره د محاسبې د بنسټ موده (خړ رنګ: ۱۹۷۵ -۲۰۰۵) او د سناریو موده (۲۰۰۶-۲۱۰۰)، پر تودوخې د نسبتا محدودو شین کوریزو ګازونو د اغیز سناریو (شین رنګ، RCP4.5، د شین کوریزو ګازونو تولید په ۲۰۴۰ کې اعظمي کېږي او وروسته بېرته ټېټېږي) او د شین کوریزو ګازونو د بې کنټروله  خپرېدا سناریو (سور رنګ، RCP8.5). د ماډلونو د پایلو خپریدل د شفافو ساحو په توګه د خطونو په وسیله ښودل شوي. دواړه تمایلات د احصاییې له پلوه مهم دي او د نیمګړو کرښو په بڼه ښودل شوي. د تمایلاتو شدت او اندازه د دوی په نسبي رنګونو کې ښودل شوې ده. سرچینه: UNEP  او NEPA

د افغانستان د راتلونکي لپاره د اقلیم موډلول په ۲۰۱۵ کې د WFP، UNEP او NEPA له خوا ترسره شوي. هغه اټکلونه چې دوی یې “منځنۍ” سناریو نوموي یعنې RCP4.5 یا دا چې تر ۲۰۴۰ کاله به د شین کوریزو ګازونو تولید اعظمي شي (د دوی راپور دلته وګورئ)، لاندې ټکي جوتوي:

  • په افغانستان کې به د تودوخې درجه د نړیوال اوسط پرتله ډېره لوړه شي او د طبیعي یخچالونو او واورو د ویلېدو، د واورې څخه باران ته د اورښت د اوښتو، د کښتونو د اوبونې اړتیا د لوړېدو او د هغو په خړوبولو کې د ډېروالی لاملېږي.
  • د وچکالۍ او سیلابونو خطرونه به زیات شي. سیمه ییزې وچکالۍ به تر ۲۰۳۰ کال پورې عادي شي، په داسې حال کې چې سیلابونه به دویم خطر وي.
  • واوره به په مرکزي لوړو سیمو کې لږه شي، چې دا به په هلمند، هریرود-مرغاب او شمالي سیندونو کې د پسرلنیو او دوبنیو اوبو بهیر لږ کړي، په داسې حال کې چې د پسرلي باران به د هېواد په ډیرو برخو کې لږ شي.
  • په شمال ختیځ او د سویل او لودیځ په کوچنیو برخو لکه د ایران سره د پولې په اوږدو کې، ښایي د “سختو اورښتو” راتګ پنځه سلنه ډېر شي چې د سیلابونو لاملېدلی شي. په هر حال، دا احتمالي ویجاړوونکې پیښې، ښایي په ډیرو سویلي او د شمال په نورو برخو کې لږې شي.
  • په منځني مهال کې به د پسرلنۍ تودوخې له امله د ویلې شویو واورو څخه رامنځ ته کېدونکو سیلابونو په شمېر کې ډېروالی راشي.

اقتصادي پایلو ته د اقلیم د بدلون د اغیزو اړول پېچلې پروسه ده، که څه هم ځینې هڅې شوي، د بېلګې په توګه د نړیوال اقتصادي فورم له خوا اټکل شوی چې د اقلیم بدلون کیدی شي تر۲۰۵۰ کال پورې د نړۍ په کچه تر ۱۸ سلنې پورې ناخالص تولید راوغورځوي. په داسې حال کې چې د اقلیمي بدلون زیانونه به په پرمختیایي هیوادونو لکه افغانستان کې، چې ډېر په کرنه او اوبنیو سرچینو متکي دي، د نړۍ د اوسط پرتله خورا ډېر وي او په مستقیم ډول به د دغو هېوادو د خوړو خوندیتوب او همدارنګه د طبیعي پیښو په وړاندې ټینګښت (استواري) تر ګواښ لاندې راولي.

 پېښېدونکي اقلیمي  بحران ته د ټینګښت لپاره د افغانانو سره څه مرسته کیدلی شي؟

د اقلیمي بدلون د اغیزو د راکمولو هڅې په عمومي توګه په دوو برخو ویشل کیدلی شي: د اقلیمي بدلون کمول او له اقلیمي بدلون سره ځان جوړول یا تطابق. د اقلیمي بدلون کمول د شین کوریزو ګازونو د تولید د کمولو لپاره د اقتصادي فعالیتونو په تنظیم پورې اړه لري څو لږ ګازونه اتموسفیر ته خپاره شي چې دا د افغانستان لپاره لږ لومړیتوب لري، ځکه افغانستان د ټولې نړۍ د شین کوریزو ګازونو یوازې ۰.۱۹ سلنه تولیدوي. خو له اقلیمي بدلانه سره ځان جوړول خورا مهم او بیړنی کار دی. افغانستان د هغو لسو هیوادونو په کتار کې دی چې له اقلیمي بدلون ډېر زیانمنېږي. دا په دې معنی چې اقتصاد، کرنه، د اوبو مدیریت، انرژي او چاپیریال باید له اقلیمی بدلون سره ځان جوړ کړي څو زیانونه یې لږ شي او ټولنه ورسره د انعطاف وړتیا ومومي.

د اقلیمي بدلون سره مبارزه څو اړخیزو اقداماتو ته اړتیا لري، لکه: اداري پراختیا (د ادارو چوکاټ، ستراتیژي، تګلاره، پلان، او کړنلارې یا طرزالعملونه)، قانون جوړونه، د ظرفیت وده او په فزیکي زیربناوو پانګونه. له همدې کبله، غوره داده چې یو جامع طرزالعمل جوړ او پلی شي څو ټول اغیزمن شوي سکتورونه راونغاړي.

په ورته وخت کې، محلي او کوچنۍ انطباقي کړنې هم د اقلیمي بدلون اغیزو کمولو کې مرسته کولی شي. د بېلګې په توګه، د کوچنیو ډنډونو او بندونو په جوړولو سره د باران اوبو راټولول، وروسته مهال کې د کارولو لپاره د اوبو زیرمه کول چې د سیلاب خطر کمولو کې هم مهم رول لوبوي. د اوبو راټولولو دا ډول تاسیساتو جوړول په ټول هیواد کې ګټور دي په ځانګړې توګه د کاریزونو د اوبو ټولېدا یا آبګیر حوزو کې. کاریز، چې د قنات په نامه هم یادیږي، د اوبو لګولو یو لرغونی سیستم دی، چې اوږده افقي تونلونه او عمودي څاګانې لري، او د غونډۍ په لمنو کې د ځمکې لاندې اوبه له وسیلې پرته د جاذبې قوې په مرسته راباسي. دا د افغانستان په جنوب کې په ډېرو لرو پرتو سیمو کې د اوبو یوازینۍ سرچینه ده. د راپورونو پر بنسټ په دې سیمو کې ډیری کاریزونه وچ شوي، په داسې حال کې چې یوه کوچنۍ پانګونه کولی شي د اوبو دا لرغونې او تلپاتې سرچینې بیا را ژوندي کړي. په ژمي کې، کله چې بوختیاوې لږې وي، خلک کولی شي د خپلو کلیو په درو کې له ډبرو او محلي موادو کوچنۍ زېرمې او د اوبو ډنډونه جوړ کړي څو دا چاره کاریزونه د اوږده مهال لپاره فعال وساتي او د وچیدو مخه یې ونیسي. د خپلې خوښې دا ډول ټولنیز کار حشر بلل کېږي، او ډیری افغانان یې پېژني.

په لویه کچه، په لوړو غرونو کې د یخچالونو تشه، چې د کرنې لپاره د اوبو په برابرولو کې ډېر ارزښتناک  خو اوس مخ په کمېدو دي، د نويو مصنوعي یخچالونو په جوړولو سره جبران کیدی شي. مصنوعي یخچالونه په سړو موسمونو کې د اوبو بهیر د چټکتیا په ټيټولو تر هغو چې د سړې هوا له کبله په کنګل واوړي، جوړېږي. دا ډول کنګلونه مرسته کوي څو اضافي اوبه زېرمه او په تدریج خوشې شي. په افغانستان کې د مصنوعي یخچالونو یا سړوبیو د امکان سنجۍ اړوند د لیکوال یوه مفصله مقاله په پښتو دلته شته او په انګلیسي یې نور توضیحات دلته لوستلی شئ.

سربیره پردې، لکه څنګه چې د اقلیم بدلون د واورو په ټولېدو او ویلې کېدو اغیز کوي، د غرونو واورې اوس د اوړي په موسم کې د اوبو د طبیعي زیرمو په توګه لږ رول لوبوي. په دې توګه، په ۱۹۷۰ لسیزه کې د داود خان د واکمنۍ پرمهال چې د هیواد د اوبنۍ برېښنا او اوبو لګولو ظرفیت معلومولو لپاره کومه ارزونه چې د اوبنیو زېرمو د څومره والي او چېرته والي په اړه ترسره شوې، نور ارزښت نه لري. ځکه نوموړې ارزونې په لوړو سیمو کې د بندونو جوړولو وړاندیز نه دی کړی. له همدې کبله اوس د نوې ارزونې وخت دی چې د نويو اړتیاوو د پوره کولو او د اوبو د تنظیم لپاره د اضافي زیرمو ځایونو په نښه کړي. دا به د وچکالۍ د زیانونو د مدیریت ستراتیژۍ په ښې پلې کېدا کې هم مرسته وکړي او د سیلابونو د خطر په راټیټولو کې به پام وړ رول ولوبوي.

د اوبولګولو په سیسټمونو کې د اوبو د ضایعاتو مخنیوی مرسته کوي چې پراخه سیمه خړوبه شي. د اوبو سربندونو، کانالونو او د اوبو رسونې تاسیساتو په بیارغونه کې پانګونې ته اړتیا ده. د اوبولګولو نوې ټیکنالوژي، لکه څاڅکیزه او اورښتي خړوبونه، که څه هم تر فعالېدو ډېر لګښت غواړي، خو بزګرانو ته دا وس ورکوي چې اوبه په اغیزمنه توګه وکاروي او خپله کرنیزه ساحه پراخه کړي. همدارنګه د مالي مرستو (Subsidisation) پالیسي له کروندګرو سره مرسته کولای شي چې خپلې کروندې د ویالې اوبو لګونې، چې لږ موثره ده، پر ځای د اوبو لګونې نویو بڼو ته، چې ګټورتیا یې ډېره راځي، واړوي. د افغانستان ګاونډیانو ایران او ازبکستان لا دمخه دغه تګلارې پلي کړې، چې په ترڅ کې یې بزګران د نوې ټیکنالوژۍ په کارولو څو کلونو له مالیو معاف شوي دي.

د ځنګلونو احیا یا بیا تاندېدا له اقلیمي بدلون سره د تطابق یو بل اقدام دی چې د دغه بدلون زیان کموي. ځایي خلک کولی شي د ځنګلونو د ورکېدا مخه ونیسي او ورسره جوخت د ځنګلي سیمو د پراخولو مټې ونغاړي. د څاڅکیزې خړوبونې ټیکنالوژۍ کارول کولی شي په اسانۍ سره د غونډیو په څنډو کې ځنګلونه پراخ کړي، په ځانګړې توګه په لویو ښارونو کې چې هوا به هم ورسره ښه شي، او د هوا د ککړتیا او د تودوخې ټاپوګانو (ښاري سیمې د تودوخې ټاپوګان بلل کېږي ځکه د ناښاري سیمو پرتله يې تودوخه لوړه وي)، چې د دوبي میاشتو کې يې تودوخه لوړېږي، په راکمولو کې مرسته وکړي. ځنګل جوړونه غونډۍ هم ټینګوي، چې دا د ځمک ښویېدنې په مخنیوي او د سېلاب پر مهال د اوبو سرعت کمولو کې مرسته کوي.

د افغانستان د شین کوریزو ګازونو د تولید کمولو لپاره، کېدای شي د لمر، باد او نورو نوې کېدونکو انرژیو څخه کار واخیستل شي. افغانستان په ټولو سیمو کې د لمریزې انرژۍ او په لویدیځو ولایتونو کې د بادي انرژۍ د تولید ډېره وړتیا لري. د برېښنا د پرچاوۍ پرمهال حکومت، خصوصي سکټور، نړیوالې مؤسسې او بډای افغانان جنراتورونه کاروي. د لمریزې انرژۍ د کارونې لومړیتوب پالیسي کولی شي د کاربن ګاز تولید تر ځیرېدونکې کچې وغورځوي.

په کلیوالو سیمو کې، کورونو ته د بریښنا چمتو کولو لپاره د نوې کېدونکې انرژۍ کوچنۍ او جلا شبکې جوړېدلی شي. دا ټیکنالوژي لا له وړاندې په کلیوالو سیمو کې د ځمک لاندې اوبو په را ایستلو کې چې ناپایه نه دي او ایستنه یې درول غواړي، کارول شوې ده. د دې لپاره چې د لمریزې برېښنا په کارولو د ځمک لاندې اوبو ایستنه تلپاتې شي، کروندګر باید د را ایستلو اوبو په بدل کې بېرته تر ځمکې لاندې اوبنیو پوړیو ته باراني اوبه ورسیخې کړي.

د جمهوريت پرمهال په افغانستان کې له اقلیمي بدلون سره مبارزه

د جمهوري نظام پرمهال د اقلیمي بدلون سره د مبارزې فعالیتونه دوه ډوله وو: (۱) د ادارو پراختیا، د قانون، پالیسیو او ستراتیژیو جوړول؛ او (۲) له اقلیمي بدلون سره د مبارزې لپاره د مالي سرچینو د چمتو کولو هڅې. دغه کړنې په جلا ډول لاندې څېړل شوې دي.

هغه څه چې روښانول غواړي دا دي چې جمهوریت څه ډول له خپلو پنځلس کلنو هڅو سره سره، له اقلیمي بدلون سره د ځان جوړونې یا انطباق لپاره خورا لږ کار وکړ، سره له دې چې پر مالي ملاتړ سربېره یې تخنیکي ملاتړ هم کېده. له اقلیمي بدلون سره د انطباق فرصت، چې افغانان ورته بېړنۍ اړتیا لري، کیدای شي له لاسه وتلی، یا لږ تر لږه ځنډول شوی وي. د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې د طالبانو له بیا واکمندېدو راهیسې، افغانستان یو ځل بیا منزوي، او ډېر بې وزله شوی، او پرمختیايي مرستو کې یې ډېر لږوالی راغلی. ځکه د ملګرو ملتونو او امریکا بندیزونه په ناڅاپي ډول د یوې وسله والې مخالفې ډلې پر ځای په ټول هېواد پلي شول. له همدې کبله په افغانستان کې د اقلیمي بدلون له ویجاړوونکو اغیزو سره د مقابلې لپاره د لارو چارو موندل خورا ډیر ستونزمن شوي دي.

د ادارو پراختیا او قانون جوړونه

افغانستان ته په کار وه چې د خپلې اړتیا هومره تخنیکي او مالي مرستو د موندلو لپاره بېلا بېل معیاري میکانیزمونه او قوانین جوړ کړي چې لومړی ورسره د اقلیم د بدلون احتمالي اغیزې تحلیل او وروسته یې د زیانونو د ټیټولو هڅه وشي. دا ډول لارې چارې د ۲۰۰۰ مې لسیزې په لومړیو کې د جمهوریت له تاسیس وروسته اړینې وې. خو دلته دا ټینګار په کار دی چې د جمهوریت سیاستوالو ته دا موضوع بیړنۍ ونه ایسېده او اړینه پاملرنه ورته ونه شوه، ځکه داسې ښکارېده چې د نړیوالې تودوخې زیاتوالي ته پاملرنه کیدای شي د مرستندویانو یوه بله غوښتنه وي او یا دا چې د مالي مرستو ترلاسه کولو لپاره یو نوی فرصت وي.

که څه هم نړیواله تودوخه د ۱۹۳۰ لسیزې راهیسې پیژندل شوې، خو تر ۱۹۸۰ پورې له هغې سره د مبارزې اړوند سوچ نه و پیل شوی. له دې وروسته بیا په نړیواله کچه، د اقلیم د بدلون اړوند بنسټونه او پروګرامونه رامینځ ته شول. د اقلیم د بدلون په اړه د ملګرو ملتونو چوکاټیز کنوانسیون (UNFCCC) ۱۵۴ هیوادونو د ۱۹۹۲ کال د جون له ۳ تر ۱۴ پورې د چاپیریال او پراختیا په اړه د ملګرو ملتونو کنفرانس کې، چې په ریودي ژینیرو کې جوړ شوی و، لاسلیک کړ. دغه کنوانسیون د ۱۹۹۴ کال د مارچ په ۲۱ نیټه په جرمن ښار بن کې د ملګرو ملتونو د دارالانشا د مرکزي دفتر جوړېدو سره نافذ شو. د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون لومړی کلنی کنفرانس (COP1) په ۱۹۹۵ کال کې په برلین کې جوړ شو.

افغانستان دغه چوکاټیز کنوانسیون په ۱۹۹۲ کال کې لاسلیک کړ خو ایله یې په ۲۰۰۲ کال کې تصویب کړ. دا لسیزه له هغو کلونو وه چې د جګړې او انزوا له کبله په کې افغانستان، پر اقلیمي بدلون او د هغه پر ناوړو پایلو ډېرې لږې خبرې کړې دي. د ۲۰۰۱ په پای کې د نړیوال ملاتړ لرونکي جمهوریت په رامینځته کیدو، د چاپیریال قوانین په تدریجي ډول رامینځته شول. د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي اداره (NEPA) د ۲۰۰۵ کال په اپریل کې جوړه شوه. افغانستان، د چاپیریال لومړنی قانون د ۲۰۰۷ په پیل کې تصویب کړ. دغه قانون، د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي ادارې دندې، واکونه او دریځ، د داسې یوې موسسې په توګه تعریف کړل چې د هېواد چاپیریالي تګلارې جوړوي او پلې کوي. د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي ادارې  واکونه او اداري چوکاټ ورو ورو پیاوړي شول او په ۲۰۱۰ کال کې په کې د شپږو کلیدي ریاستونو تر منځ، د اقلیمي بدلون ریاست جوړ شو.

د اقلیمي بدلون د کمولو او ورسره د انطباق د پروژو لپاره د مالي ملاتړ ترلاسه کولو په هدف، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د ټول هېواد په کچه د اقلیمي بدلون ارزونه وکړه او نور اړین اسناد يې چمتو کړل. دوی په ۲۰۰۹ کې له اقلیمي بدلون سره د تطابق د عمل ملي پروګرام، په ټولو سکتورونو کې د تطابق د بېلابېلو ممکنو اقداماتو تر ارزونې ورسته رامنځ ته کړ. افغانستان خپل لومړنی ملي راپور په ۲۰۱۳ کې د اقلیمي بدلون په اړه د ملګرو ملتونو چوکاټیز کنوانسیون ته د زرغون چاپیریال صندوق (GEF) او د ملګرو ملتونو د چاپیریالي پروګرام UNEP ادارو په مرسته جوړ او وړاندې کړ.[vii] (د پرتلنې له پاره، د افغانستان شمالي ګاونډي تاجکستان، خپل ابتدايي راپور په ۲۰۰۲ کې وړاندې کړی و). په لومړي راپور کې ویل شوي چې “افغانستان د سالم چاپیریال د ټیکنالوژۍ په اړه د معلوماتو او پوهاوي چمتو کولو لپاره اړین ادارې ترتیبات نلري چې خصوصي شرکتونه او اشخاص ورته اسان لاسرسی ولرلی شي.”

په ۲۰۱۳ کې، افغانستان د کیوټو پروتوکول چې د اقلیمي بدلون په اړه د ملګرو ملتونو د چوکاټیز کنوانسیون او د هغه د اهدافو د پلي کولو لپاره کار کوي، تصویب کړ چې هدف یې اتموسفیر ته په نړیواله کچه د شین کوریزو ګازونو د خپرېدو کنټرول دی څو په اقلیم کې د خطرناکې بشری مداخلې مخه ونیسي.

په ۲۰۱۶ کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د UNEP او WFP په تخنیکي او د GEF په مالي ملاتړ په افغانستان کې د اقلیمي بدلون او د راتلونکې لپاره د اټکلونو هر اړخیزه ارزونه بشپړ کړه. په همدې کال کې، د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) په تخنیکي ملاتړ، NEPA د افغانستان لپاره د اقلیمي بدلون ستراتیژي او د عمل پلان (ACCSAP) جوړ کړل. په دې څیړنې او تحلیل پسې په ۲۰۱۷ کې، افغانستان وتوانید چې خپل دویم ملي راپور وړاندې کړي؛ د دې راپور هدف د اقلیمي بدلون په اړه د ملګرو ملتونو د چوکاټیز کنوانسیون د پلي کېدا لپاره د عملي اقداماتو په اړه د تازه معلوماتو چمتو کول و. په دې کې د شین کوریزو ګازونو د موجودیت، یا د دې ګازونو د تولید د سرچینو لیست، د معیاري میتودونو په کارولو د هغو اندازه کول، او د هیواد په سطحه د اړوندو اقلیمي معلوماتو منظم ټولول او ارزول راتلل. همدارنګه په دې راپور کې له اقلیمي بدلون سره د تطابق او د هغه د کمولو لپاره د ملي ستراتیژیو د جوړولو، د اقلیمي بدلون په اړه د وزارتونو ترمنځ د همغږۍ د میکانیزم او د اقلیمي بدلون ملي کمیټې د پیاوړتیا او د مشرتابه د ټاکنې په اړه هم معلومات ورکړل شول. (په افغانستان کې د اقلیمي بدلون او حکومتولۍ په اړه نور معلومات دلته ولولئ).

د اقلیم بدلون ډېر سکټورونه اغیزمنوي چې د تطابق په ملي پروګرام او ابتدايي ملي راپور کې منعکس شوي لکه: i) کرنه؛ ii) حیاتي تنوع او ایکوسیستمونه؛ iii) بنسټیز تاسیسات او انرژي؛ iv) ځنګلونه او طبیعي زرغونې سیمې؛ v) طبیعي آفتونه؛ او vi) اوبه. له همدې کبله پرېکړه وشوه چې د اقلیم بدلون باید د کرنې، انرژۍ او اوبو، د کلیو پراختیا، عامې روغتیا، ښاري پراختیا، کانونو، له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارتونو او همدارنګه د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي ادارې په مقننه چوکاټونو، سکتوري پالیسیو او ستراتیژیو کې شامل شي. وروسته له هغې  د کرنې وزارت د خوړو او کرنې نړیوالې ټولنې په مرسته د وچکالۍ د زیانونو د مدیریت لپاره ستراتیژي جوړه کړه چې د اقلیم بدلون په کې په پام کې نیول شوی. د اوبو او انرژۍ وزارت په ګډون نورو وزارتونو د جمهوريت تر سقوط پورې او له هغه مهاله تراوسه لا هم خپلې تګلارې نه دي بشپړې کړې.

له پنځلس کلن اداري سمبالښت، قانون جوړونې او حقیقت موندنې وروسته په سخاوت را ایستل شوې یوه پایله به دا وي چې د افغانستان پخوانی جمهوریت په خپلو تګلارو او طرحو کې د داسې هڅو ورګډولو ته نژدې شوی و چې د اقلیمي بدلون اغېز ورسره کمېدلی شي. تر دې په لږ سخاوت شوې ارزونه به دې ټکي ته اشاره وي چې په عملي ډګر کې بریا څومره لږه وه. د طالبانو له لوري، د ۲۰۲۱ کال په نومبر کې د بریتانیا په ګلاسګو کې د اقلیمي بدلون کلني نړیوال کنفرانس COP26 په لومړۍ ورځ، په دوحه کې د طالبانو لوړ پوړي چارواکي سهیل شاهین د اقلیمي بدلون اړوندو پروژو چې “لا د مخه تصویب شوې او د زرغون اقلیم وجهي صندوق، UNDP او AfghanAID” له خوا تمویلېدې، د بیا پیل غوښتنه وکړه (د نوموړي ټویټونه دلته وګورئ). له هغه وروسته په دې برخه کې د لیکوال د معلوماتو پر بنسټ، په دوحه کې د طالبانو او د مرستندویو هیوادونو د استازو ترمنځ ترسره شویو بحثونو کې د اقلیمي بدلون زیانونه ندي مطرح شوي. خو طالبان د اوبو د ښه مدیریت پر اړتیا غږېدلي چې له اقلیمي بدلون سره د تطابق له مهمو برخو ګڼل کېږي.

د اقلیمي ناورین سره د مبارزې لپاره د بودیجې چمتو کولو هڅې

د تمویلي اړتیاوو له ټولو اړینو اسنادو او معلوماتو سره سره چې جزییات یې لاندې راغلي، جمهوریت پخپله، اقلیمي بدلون ته د غبرګون بودیجه نه ځانګړې کوله. مالیې وزارت د ۲۰۲۱/۱۴۰۰ کال د ملي بودجې په تشریح کې ویلي چې د اقلیمي بدلون زیانونه د اندازه کولو نه دي. له همدې کبله یې ټولو سکتورونو ته سپارښتنه کړې وه چې د اقلیم د بدلون پایلو ته له خپلو شتو مالي سرچینو پیسې بېلې کړي. ورته متن د څو کلونو په بودیجه کې پرته له کوم اضافي یا نورو توضیحاتو تکرار شوی او دا د دې ښکارندویي کوي چې د اقلیم بدلون ته څومره لږ ارزښت ورکړ شوی و. یوه جزيې استثنا د اوبو او انرژۍ وزارت وه چې د جمهوریت تر ړنګیدو وړاندې یې ځینې چک ډیمونه، یا کوچني بندونه، چې د اوبو د لارو په اوږدو کې د اوبو د زېرمه کولو او د تخریب کمولو لپاره جوړ کړل، او دا د اقلیمي بدلون د زیانونو د کمولو لپاره د یوې کړنې په توګه ارزول کیږي.

دا چې اقلیمي بدلون په لویه کچه د پرمختللو هیوادونو د ګازونو له تولیده رامنځ ته شوی، ډېرې هڅې له نړیوالو د بودیجې په ترلاسه کولو ورټولې شوې چې د دې ناورین د اغېزو غم پرې وخوړل شي. د اقلیمي بدلانه په اړه د ملګرو ملتونو چوکاټیز کنوانسیون ته په ملي کچه د افغانستان د ټاکل شوې ونډې (INDC)[viii] له مخې، په ۲۰۱۵ کال کې جمهوري نظام اټکل کړی و چې په راتلونکې لسیزه کې هر کال د مرستندویانو څه باندې یو میلیارد ډالرو ته اړتیا لري څو “له اقلیمي بدلون سره د اغېزناکې ځان سمونې لپاره د شتو خنډونو او تشې د پورته کولو اړتیاوې پرې تر ډېره بریده پوره کړي.” جمهوریت پلان درلود تر ۲۰۳۰ پورې له اقلیمي بدلون سره د تطابق لپاره د غوښتل شویو ۱۰.۷ میلیارد ډالرو ۷۰ سلنه د اوبو مدیریت او د اوبنۍ کرنې پراختیا ته ځانګړې کړي. سربیره پردې، دا هم ویل شوي چې تر ۲۰۳۰ کال پورې د ټاکل شویو موخو د ترلاسه کولو لپاره به د شین کوریزو ګازونو د تولید کمولو لپاره ۶.۶ میلیاردو ډالرو ته اړتیا وي.[ix]

د زرغون چاپیریال صندوق (GEF) له ۲۰۰۲ کال وروسته په افغانستان کې د اقلیمي بدلون اړوندې ډیرې پروژې تمویل کړې. د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له تاسیس راهیسې، GEF د درېیمګړو پلي کوونکو لکه UNDP او UNEP له لارې بیلابیلې پروژې تمویل کړې دي. همدارنګه GEF د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت او نورو وزارتونو په چوکاټ کې هم له اقلیمي بدلون سره د تطابق اړوندې یو شمیر پروژې تمویل کړې دي. د پروژو درېیمګړو پلي کوونکو (UNEP, UNDP) هم د GEF د لږو پرمختللو هیوادونو د مالي مرستې پروګرام څخه پیسې ترلاسه کړې. دا پروګرام په ۲۰۰۱ کې د دې ټکي له منلو وروسته جوړ شو چې له اقلیمي بدلون سره د تطابق اړتیاوو پوره کېدا کې ځنډ ښایي زیانمنېدا ډېره او لګښتونه لوړ کړي. په دغو پیسو، د ملګرو ملتو چوکاټیز کنوانسیون ته د افغانستان ملي اسناد، د انطباق له پاره د عمل ملي پروګرام چمتو شوې، او له اقلیمي بدلون سره د انطابق درې لویې پروژې (LDCF-1 له ۲۰۱۳-۲۰۱۶، LDCF-2 له ۲۰۱۴-۲۰۱۹، او LDCF-3، په راپورونو کې یې نیټه نشته) پلې شوې دي.

په ۲۰۱۱ کې د اقلیمي بدلانه په اړه د ملګرو ملتونو چوکاټیز کنوانسیون تر چتر لاندې د زرغون اقلیم وجهي صندوق (GCF) تر جوړېدو وروسته پرمختیایي هېوادونو ته نورې مالي سرچینې هم چمتو شوې چې د ګازونو کمېدا او اقلیم ته د ټینګېدونکې پرمختیا بنسټیزې طرحې وهڅوي. خو افغانستان لا تر اوسه له GCF مخامخ مالي مرسته نه ده ترلاسه کړې ځکه هغه حکومتي ادارې چې له اقلیمي بدلون سره مبارزه کوي لکه (د انرژۍ او اوبو، کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارتونه، او د NEPA اداره) لاهم اړین ظرفیت نلري (دا ستونزه د طالبانو تر واکمنېدو وړاندې لا پرځای وه). د چاپېریال ساتنې ملي ادارې په ۲۰۱۶ کې GCF ته د طرحو د چمتو کېدا آسانچارۍ ته یوه بین الوزارتي ‌ډله غوره کړه، خو لا هم رسمي ثبت شوې نه ده چې له دغه وجهي صندوق نه د پیسو غوښتنه وکړای شي.

په ۲۰۱۵ کې د اقلیمي بدلون کلنۍ غونډې COP21 پر مهال، د اقلیمي بدلون اړوند بین الحکومتي پلاوي (IPCC) له سپارښتنو سره سم، یو نوی نړیوال اقلیمي تړون (د پاریس تړون) لاسلیک شو، چې په ټولو هیوادونو کې د پلې کېدا وړ دی او موخه یې د ۱.۵ او ۲ سانتي ګراد درجو ترمنځ د نړۍ د نورې تودېدا محدودول دي. په دې تړون کې ویل شوي چې له ۲۰۲۰ وروسته به هر کال له عامه او خصوصي سرچینو ۱۰۰ میلیارده امریکایی ډالر د پروژو تمویل ته راغونډوي چې له هیوادونو سره  د اقلیمي بدلون له اغیزو (د سمندر د سطحې لوړوالي، وچکالۍ او نورو) سره په تطابق او یا د شین کوریزو ګازونو په لږولو کې مرسته وکړي. دا مرستې به په تدریجي ډول زیاتېږي او ځینې پرمختیایي هیوادونه به هم ددې جوګه وي چې په خپله خوښه د ډېرو بېوزلو هېوادو مالي تمویلوونکي شي.

أفغانستان له زرغون چاپېریالي صندوق (GEF) او د اقلیمي بدلون په اړه د ملګرو ملتونو چوکاټیز کنوانسیون مالي صندوق (GCF) څخه د مالي مرستو د ترلاسه کولو لپاره د دوی په شرایطو برابره ملي اداره نه لري.سربیره پر دې، د ادارو د ټيټ ظرفیت له امله، حتی د جمهوريت پر مهال، حکومت ونشوای کړی له یادو ادارو په مستقیم ډول اړینې پیسې ترلاسته کړي. له همدې امله درېیمګړې ادارې لکه د آسیا پراختیایي بانک، UNDP، UNEP، د ملګرو ملتونو تعلیمي، علمي او کلتوري سازمان (UNESCO)، WFP، او نړیوال بانک، چې ټول د دې بودیجې ترلاسه کولو ته په شرایطو برابر دي، د أفغانستان لپاره د دې پروسې منځګړیتوب کوي.[x]

د تطباق صندوق یا Adaptation Fund  یوه بله تمویلوونکې اداره ده چې د تطابق پروژې او پروګرامونه تمویلوي او موخه یې په ټولنو، هیوادونو او سکټورونو باندې د اقلیمي بدلون د منفي اغیزو کمول دي. د افغانستان په استازیتوب، UNDP د کارېزونو د بیارغونې لپاره په ۲۰۱۹ کې د اقلیمي تطابق صندوق ته د ۹.۴ میلیون ډالرو مرستې ته یوه طرحه وړاندې کړه. پلان دا و چې دا پروژه د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام او د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت، د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې، په ګډه پلې کړي. د دې تر څنګ د کرنې د پراختیا نړیوال وجهي صندوق IFAD هم په افغانستان کې د کرنې او کلیو پراختیا وزارت له پروژو سره مرسته کړې ده.

افغانستان د ۲۰۲۰ کال په اګست کې د UNDP په مرسته له GCF د ۱۷.۲ میلیون ډالرو او نورو اړوند مؤسساتو څخه د ۴.۲ میلیون ډالرو ګډ تمویل ترلاسه کړ څو د افغانستان په کلیوالو سیمو کې د نوې کیدونکې انرژۍ د کارېدا پروژې پیل کړي. د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ تر میاشتې، د دې پروژې لپاره له ټولو ۲۱.۴ میلیون ډالرو څخه ۴ میلیون ډالره مصرف شوي وو، مګر د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، دا پروژه ځنډول شوې.

د جمهوريت پرمهال افغانستان ته کافي تخنیکي ملاتړ او سرچینې چمتو وې. د اقلیم د ټکنالوجۍ مرکز او شبکه هم په دې کې راتله چې د UNEP له خوا چلېږي او موخه یې د اقلیم په برخه کې د نویو ټیکنالوژیو کارونه ده، څو د تطابق ظرفیت لوړ کړي او په پرمختیایي هیوادونو کې د اقلیمي بدلون ټیټېدا وهڅوي.[xi]

وروستیو څیړنو موندلې چې یوازې شپږ سلنه هیوادونه توانیدلي د خپلو ملي ادارو له لارې د اقلیمي بدلون اړوندې بودیجې ترلاسه کړي. نورو پر نړیوالو ادارو تکیه کړې چې د پروسې په منځګړیتوب کې مرسته وکړي. د اقلیمي مسایلو په اړه د برتانوۍ وېبپاڼې Carbon Brief په لیکنه، افغانستان د هغو هېوادونو په ډله کې دی چې د ملګرو ملتونو د زرغون اقلیم له صندوق څخه یې مخامخ مرسته نه ده ترلاسه کړې. د جمهوريت له سقوط وړاندې او وروسته هم همداسې وه. د ګانا د چاپیریال ساتنې ادارې او د اقلیمي زیانمنېدونکو جرګې غړي ډاکټر Emmanuel Tachie-Obeng د ۲۰۲۲ په جنورۍ کې دغې وېبپاڼې ته ویلي چې “له بده مرغه، [دغو مالي مرستو ته] له اقلیمي بدلون د ډېرو زیانمنېدونکو، لږو پرمختللیو او پرمختیایي هیوادونو لاسرسی یو څه ستونزمن دی،”

د طالبانو تر واکمنېدو وروسته

له خپلو پخوانیو تمویلوونکو یا په عمومي ډول له نړیوال سیسټم  سره د افغانستان د اړیکو پرېکون چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۵ د طالبانو له  بیا واکمنېدو وروسته پېښ شو، د اقلیمي بدلون د زیانونو د کمولو ‌ډېرې چارې اغېزمنې کړې. د طالبانو حکومت د هیڅ دولت له خوا په رسمیت نه دی پیژندل شوی، په دې معنی چې افغانستان په ګلاسګو کې د اقلیمي بدلون په شپږویشتمه نړیواله غونډه کې استازی نه درلود – که څه هم د اقلیمي بدلون ځینو فعالینو هڅه وکړه چې په COP26 کې د افغانستان استازیتوب وکړي، خو دوی ونه توانیدل چې ویزې ترلاسه کړي. په هر حال، منفي اغیز یې تردې لا ډېر دی.

د ملګرو ملتونو بندیزونه چې د طالبانو او حقاني شبکې ځینې غړي یې په نښه کړي او د امریکا بندیزونه چې دا ډله یې په ټولیزه توګه په نښه کړې، هغه مهال ناڅاپه پراخ شول چې طالبان له یوې وسله والې ډلې نه د افغانستان په واکمنو واوښتل. هغه پروګرامونه چې دولتي ادارې ورسره جوړې شوې او یا یې د هغو له لارې کار کاوه، د پرمختیایي مرستو په څېر وځنډول شول. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۲۶۱۵ ګڼه پریکړه لیک چې د ۲۰۲۱ په دسمبر کې خپور شو، یو ډېر امن چاپیریال رامنځ ته کړ، چې د اساسي او بشري اړتیاوو مرستې رسول خورا اسانه کوي. په داسې حال کې چې د متحدو ایالتونو د خزانې عمومي جواز GL-20 چې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په وروستیو کې خپور شو، په افغانستان کې پر سوداګریزو او مالي راکړو ورکړو د حکومتي ادارو په شمول وضع شوي بندیزونه پاسته کړل. په خبرپاڼه کې ویل شوي، موخه یې دا وه چې د امریکا بندیزونه “د افغانستان د خلکو د لومړنیو بشري اړتیاوو د پوره کولو او ملاتړ لپاره د اړینې راکړې ورکړې او فعالیتونو مخه ونه نیسي او له خصوصي سکټور، نړیوالو شریکانو، متحدینو او نړیوالو سازمانونه سره د کار کولو په برخه کې د متحدو ایالتونو پر ژمنتیا ټینګار کوي چې د افغانستان د خلکو مرسته وشي.»

خو د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ د جمهوریت د سقوط معنی دا هم وه چې مرسته کوونکي هېوادونه د هر هغه څه تمویل ته ډیر ځیر دي چې د طالبانو اداره پکې ښکېل وي. د اقلیمي بدلون د کمولو ځینې اقدامات لکه د سیلاب پر وړاندې خونديتوب یا د وچکالۍ پر وړاندې ټینګښت د بشري مرستو په لړۍ کې راځي، خو د اقلیم د کړکیچ هغه لوی پروګرامونه چې هوکړه یې د مخه شوې وه یا یې کار روان وو ځنډول شوي چې ځینې یې په لاندې ډول دي:

  • د وچکالۍ د مخنیوي او د اوبو د مدیریت د پام وړ پروژو لپاره تمویل لکه د نړیوال بانک د ۲۲۲.۵ میلیون ډالرو په ارزښت د وچکالۍ د خبرداري او هغې ته د غبرګون سیستم، د آسیا پراختیايي بانک د ارغنداب د اوبو د سرچینو د جامع پراختیا پروژه او د وچکالۍ په اړه افغانستان کې د مخکني خبرداری د اړوندو پرېکړو ملاتړی سیسټم چې په ازمېښتي پړاو کې وو.
  • د UNDP او د کلیو پراختیا وزارت له خوا د افغانستان په کلیوالو سیمو کې د نوې کیدونکې انرژۍ د پیلولو لپاره د ۲۱.۴ میلیون ډالرو پروژه هم په ټپه دریدلې او له نامعلوم راتلونکي سره مخ ده.
  • د کارېز د بیارغونې پروژه چې د کرنې د پراختیا لپاره د نړیوال وجهي صندوق له خوا تمویل شوې او د ملګرو ملتو د پرمختیایي صندوق او د کلیو د بیا رغاونې او پراختیا وزارت له خوا پلې کېده، وځنډول شوه.
  • د اوبولګولو یوه پروژه چې د FAO او د اوبو او انرژۍ وزارت له خوا د جاپان د نړیوالې همکارۍ ادارې په مالي مرسته د ۹.۹ میلیون ډالرو په ارزښت پلې کېده، هم وځنډول شوه.
  • د UNEP او نورو مرستندویه ادارو له ځنډول شوې تخنیکي مرستې پرته به د چاپېریال ساتنې ملي اداره ونه شي کړای د افغانستان په استازولۍ د اقلیمي بدلون اړوند د ملګرو ملتونو چوکاټیز کنوانسیون ته راتلونکي ملي راپورونه وړاندې کړي. دا به د اقلیمي بدلون د اغېزو په اړه پوهاوی او معلومات له ځنډ سره مخ کړي او تېرې لاسته راوړنې او هر ډول پرمختګ به ټکنی کړي.[xii]

دا ټکی یادول غواړي چې که بندیزونه هم نه وای، ډېرو تمویلوونکو ادارو به د اصلي پلې کوونکې مرجع تر بدلېدو وروسته، چې د طالبانو له خوا د واک په نیونه کې پېښ شول، د خپلو پروګرامونو د بشپړې ارزونې غوښتنه کړې وه.

په افغانستان کې د اقلیمي ناورین د حل لپاره اوس څه کېدلی شي؟

د اقلیمي بدلون د منځ ته راغلو ناورینونو په وړاندې له افغانانو سره د مرستې لپاره شوني اقدامات مخکې ذکر شول چې دا دي: د کوچنیو بندونو څخه تر لویو زیرمو د باراني اوبو د ټولونې تاسیسات؛ د کارېزونو بیارغونه؛ د ویالو اوبونې پرځای څاڅکیزې اوبونې ته اوښتل او له دې سره د کرنې تطابق؛ د وچکالۍ پرمهال د ځمک لاندې را ایستل کېدونکو اوبو د بیا پوره کېدو پروژې؛ د هغو نباتاتو او ونو ترویج چې لږې اوبه غواړي؛ د مالچر کرل او پالنه؛ د ویلې کېدونکو یخچالونو په اوبو کې د تغیر او د اوبو د زېرمو پراختیا لپاره د مصنوعي یخچالونو جوړول؛ د ځنګل وهنې مخنیوی او د افغانانو تخنیکي او ساینسي ظرفیت لوړول. د دې چارو اندازه له کوچنیو ټولنو نیولې تر لویو انجنیري پروژو پورې کېدای شي او همدارنګه ټولنیزې او تعلیمي کړنې هم په کې راځي.

ډیری پوښتنې کیدی شي په دې اړه وي چې ولې د جمهوريت پر مهال، چې مالي مرستو او تخنیکي متخصصینو شتون درلود، لازم اقدامات تر سره نه شول. په داسې حال کې چې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته په دې برخه کې ډېر لږ ملاتړ شته. د ملګرو ملتونو د ادارو او غیردولتي مؤسساتو له لوري د ټولنې په سطحه ځینې کوچني پرمختګونه، د GEF تمویل شویو پروګرامونو په ګډون، په ځانګړې توګه کله چې د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۱ کال د ډسمبر  پریکړه لیک او د امریکا د خزانې وزارت د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ استثنا، محدودیتونه لږ کړل، رامنځ ته کیږي. په اوسني سیاسي کړکیچ کې د کوچنیو لارو موندل هم پیچلي دي. په عمومي توګه، هغه چارې چې د طالبانو حکومت په کې دخیل نه وي او د حکومت د وړتیاوو د لوړولو په هدف نه وي، د دوام او یا پیل په هیله تر ټولو ساده کار دی. د هېواد په کچه، د اقلیمي بدلون د تطابق لپاره روان کار، د ناورین د کچې د ټیټولو یا بیړني حالت برخه کې بېخي ناکافي دی. هغه فعالیتونه او پرمختګونه چې په دې برخه کې ترسره شوي باید په څرګند ډول وڅېړل شي څو د سیاسي وضعیت د ښه والي په صورت کې بېرته د پلې کېدا وړ وګرځي.

دا باید مهمه وي چې له اقلیمي بدلون سره تطابق د طالبانو، مرسته کوونکو او نورو لپاره جنجالي موضوع نه شي. خو برعکس، د بېلګې په ډول د زده کړو په اړه په لویه کچه توافق شته چې باید په اړه یې اقدام اړین او بیړنی وي. افغانستان هم د ټولنیزو کارونو یو پیاوړی دود لري، دلته بنسټیز جوړښتونه او دودونه شته چې په اړونده برخه کې باید ترې ګټه واخیستل شي. روان سیاسي کړکېچ ته په کتو او د مرسته کوونکو هېوادونو له خوا د اړوندو اقلیمي پروګرامونو تر تصویب او بیا پیلیدو، طالبان باید دا ومني چې له حکومت سره د مرستندویانو راشه درشه د اوس له پاره ناشونې ده. له همدې کبله که طالبان غواړي له اقلیمي بدلون سره د تطابق چارې په داسې حال کې مخ ته ولاړې شي چې دوی په رسمیت نه وي پیژندل شوي، باید په دې پروګرامونو کې د ګډون تمه ونلري. ځکه د یوې ډلې لپاره چې پر یوه مشخصه ځمکه پر خپل حاکمیت ټینګار کوي، دا ستونزمن کار دی.

همدارنګه مرسته کوونکي هېوادونه باید د طالبانو له حکومت سره د کار کولو پر خپل مطلق بندیز له سره غور وکړي. د بېلګې په ډول، له هغو ادارو سره چې نېک او تجربه لرونکي او له سیاسي اړخه بې طرفه کسان لري، کېدای شي کار وکړي لکه د کلیو د پراختیا او بیارغونې وزارت سره په داسې حال کې ورو ورو ارزول کېدونکې ښکېلتیا چې دغه وزارتونه خپل صداقت او وړتیا ثابته کړي. د مرسته کوونکو هېوادونو دا پریکړه چې د مرستو پروګرامونه به پرته له دې چې افغان حکومت ته لاره هواره کړي، د ملګرو ملتونو د ادارو له لارې پلي کوي د افغان حکومتي ادارو لکه د چاپېریال ساتنې ملي اداره، د کرنې، اوبو او انرژۍ او د کلیو پراختیا وزارتونو کې جوړ شوی ظرفیت په تدریجي ډول له منځه وړي. همدارنګه، په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو د ادارو له لارې د مرستو رسول ممکن د مرسته کوونکو لپاره خوندي انتخاب وي، خو دوی پر واک د طالبانو د پاتې کېدو برخه کې زړه نازړه دي. د دوی کار به خورا ګران، لږ اغیزمن وي ځکه د افغانستان د مدني ټولنې پرتله د هېواد په اړه په ډېر څه نه پوهیږي. خو په دې چارو کې پر هر مقیاس کار کول څه نا څه د حکومت ښکېلتیا ته اړټیا لري.

د ځمکې د اقلیم ناورین د پرمختللو هیوادونو له خوا رامینځته شوی. د پاریس د اقلیم تړون دا موضوع تائیدوي او له دوی غواړي چې د اقلیمي بدلون د اغیزو راکمولو لپاره بېوزلو هیوادونو ته د اقلیمي تطابق نوښتونو د تمویل له لارې تاوان ورکړي. په تړون کې دا منل شوې چې د افغانستان غوندې هېوادونه د ځمکې اتموسفیر او اقلیم ته په اوښتي زیان کې تر خپلې ونډې خورا ډېر زیان ویني. د افغانانو لپاره دا هم ناعادلانه ده چې د حکومت له اوښتلو سره سم یې په نړیوالو مالي مرستو چلېدونکي پروګرامونه په لویه کچه بند شي په داسې حال کې چې د اقلیم بیړني حالت لا دمخه دا هیواد سخت ځپلی او د لوږې او کړکیچ لامل شوی دی. له اقلیمي بدلون سره د تطابق اړتیا بیړنۍ ده، خو د مرستو او رسمیت پیژندنې اړوند په ټپه درېدلی سیاسي حالت له امله، په نړیواله کچه د تمویلېدونکو او لا د مخه منل شویو پروګرامونو د ډېرو اړخونو ځنډول لا هم غځېدونکی ښکاري. په داسې حال کې چې، د نورو ټولو ناورینونو خلاف چې افغانستان ورسره مخامخ دی، د اقلیمي بدلون بیړنی حالت به دې ته له کتو پرته چې سیاسي مسایل ښایي څنګه او کله سم شي، لا پسې خرابیږي.

*ډاکټر محمد عاصم مایار د اوبو د سرچینو د مدیریت کارپوه دی چې پخوا د کابل پولیتخنیک پوهنتون استاد و. سږکال، هغه د آلمان د شتوتګارت پوهنتون د اوبو او چاپیریال سیسټمونو انسټیټیوټ کې خپله دوکتورا بشپړه کړه. نوموړی د @assemmayar1 کارن له لارې ټویټونه کوي.


یادښتونه:

[i]  لامل یې Madden–Julian Oscillation پیښه بلل کیږي چې د ۲۰۲۱ په ډسمبر کې رامنځ ته شوه. دا پېښه د ورېځو ،بارانونو، بادونو او فشارونو ختیځ خوا ته خوځنده حرکت دی چې د ځمکې په استوایي برخه کې تیریږي او په اوسط ډول له ۳۰ تر ۶۰ ورځو وروسته خپل لومړني ځای ته راستنیږي. د یوې څیړنې له مخې، دا په افغانستان کې د ورځني اورښت پرتله ۲۳٪ زیاتوالی راولي.

[ii]   د بغلان له اوسېدونکو سره وروستۍ اړیکې څرګنده کړه چې للمي کرنې حاصل و نه کړ. د نباتاتو د نورمال توپیر انډکس (NDVI) نقشه په کندز کې د للمي فصلونو له منځه تلل ښیي. برعکس، د همدې نقشې پر بنسټ په بادغیس، فاریاب او جوزجان ولایتونو کې کرنه د تېر کال پرتله ښه ده.

[iii]   په اتموسفیر کې د اوبو پرله پسې حرکت (له بخار څخه مایع او جامد مرحلو) ته د اوبو دوران بلل کیږي. اوبه په اتموسفیر کې د ورېځو او بړاس په بڼه وي چې د باران او واورې په ډول اوري. په پای کې یې اوبه د ځمکې پر مخ بهیږي مخکې له دې چې بېرته فضا ته تبخیر شي.

[iv]   هغه ګازونه چې له ځمکې اتموسفیر ته خپرېږي او تودوخه جذبوي. دا ګازونه د نړیوالې تودوخې د لوړېدو لاملېږي. کاربن ډای اکسایډ او کلورو فلورو کاربنونه د شین کوریزو ګازونو څرګندې بېلګې دي.

[v]    د RCP مسیرونه د اقلیم د بدلون په اړه د بین الحکومتي پلاوي له خوا رامنځ ته شوي چې له موډل کوونکو سره د راتلونکي لپاره د اقلیمي بدلون د وړاندوینو په برخه کې مرسته وکړي. دا مسیرونه په راتلونکو کلونو کې د شین کوریزو ګازونو د اټکل شویو اندازو له مخې توپیر کوي. دا سناریوګانې د لمر د تشعشعاتو د کچې پر بنسټ نومول شوې. د بېلګې په ډول په اتموسفیر کې د انرژۍ نا انډوله اندازه – د ځمکې پرتله د لمر وړانګو څخه ډیره وارده شوې انرژي – چې په هر مربع متر کې په واټ اندازه کېږي. له همدې امله د RCP2.6 سناریو ښيي چې نا انډولي په هر مربع کې ۲.۶ واټه ده. همدارنګه په RCP4.5 کې نا انډولي په هر مربع متر کې ۴.۵ واټه ده او داسې نور.

[vi]   څلور سناریوګانې داسې انګېري چې: د شین کوریزو ګازونو خپرېدا د ۲۰۱۰-۲۰۲۰ ترمینځ لوړیږي او بیا کمیږي (RCP2.6)؛ د شین کوریزو ګازونو خپرېدا د ۲۰۴۰ په شاوخوا کې لوړیږي او بیا کمیږي (RCP4.5)؛ د شین کوریزو ګازونو خپرېدا د ۲۰۸۰ په شاوخوا کې لوړیږي او بیا کمیږي (RCP6) او بالاخره د شین کوریزو ګازونو خپرېدا په ټوله ۲۱ مه پیړۍ کې لوړیږي (RCP8.5).

[vii]   هغه منظم مهالني راپورونه چې د ملي مکالماتو په نوم یادیږي او د اقلیم د بدلون په اړه د ملګرو ملتونو چوکاټیز کنوانسیون له خوا د دې چوکاټ د ټولو غړیو هېوادونو څخه غوښتل کېږي او د زرغون اقلیم صندوق څخه د مرستو ترلاسه کولو لپاره هم اړین دي.  

[viii]   د INDC راپور د یوه هېواد د شین کوریزو ګازو د تولید راکمولو او د اقلیمي بدلون سره د تطابق مرحلې ښيي.

[ix]    د جمهوریت پر مهال د اقلیمي بدلون د کمولو یوه بېلګه د مونټریال پروتوکول، چې پرمختللو او پرمختیایي هېوادونو ته د اوزون د تخریبوونکو موادو د مخنیوي کړنلارې جوړوي، تر چتر لاندې اقدامات دي چې د کلوروفلوروکاربونونو، هالونونو او نورو لږو زیانمنوونکو کیمیاوي موادو لکه هایدروکلوروفلوروکاربونونو (HCFCs) مخنیوی دی. افغانستان د HCFCs ګازونو، چې په یخچالونو یا سړوبیو او د هوا سړوونکو وسایلو کې کارول کېږي او د اوزون طبقه زیانمنوي، تر ۲۰۲۰ پورې ۳۵ سلنه او تر ۲۰۲۵ پورې ۶۷.۵ سلنه لږوالي ته متعهد دی. د دې هدف د ترلاسه کولو لپاره په ۲۰۱۸ کې د افغانستان کابینې د HCFCs کاروونکو وسایلو پر واردولو بندیز اعلان کړ چې د ۲۰۱۸ کال په نومبر کې يې پلې کېدا پیل شوه. له هغه وروسته د ملګرو ملتونو د صنعتي پراختیا سازمان (UNIDO) د تخنیکي پرسونل په روزلو کې له افغان جمهوریت سره مرسته کوله څو دغه بندیز عملي کړای شي. سربېره پر دې، افغانستان یو ځل تر لسو کلو د زړو موټرو پر واردولو بندیز ولګاوه، خو بیا یې د سوداګرو د اعتراضونو له امله دغه قانون لغوه کړ ځکه هغوی ادعا کوله چې  له وړاندې یې ډېر زاړه موټر راغوښتي او افغانان هم د نوي ماډل موټرو د پېر وس نه لري.

[x]   د مثال په توګه، FAO او د زرغون چاپېریال وجهي صندوقGEF  په ۲۰۱۹ کې په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د GCF تمویل کېدونکو پروژې د پلې کېدا لپاره پر ګډ کار هوکړه وکړه. دې پروژې د NEPA ظرفیت لوړولو باندې تمرکز درلود چې وروسته بیا د نورو دوو کلونو لپاره د دې پروژې د غځولو وړاندیز هم وشو. د دې پروژو د پلې کېدا موخه د چاپېریال ساتنې ملې ادارې ظرفیت داسې ځای ته رسول وه څو په خپلواکه توګه د GCF له خوا تمویل شوې پروژې اداره کړي او د GCF اړوندو پروژو په اړه د حکومتي همغږۍ مشري وکړي. د ځینو هغو کوچنیو پروژو لیست چې په افغانستان کې د مختلفو تمویلوونکو له خوا د اقلیمي بدلون برخه کې تمویل شوي دلته شته.

[xi]   سربېره پر دې، د اسیا پراختیايي بانک د اوبو او انرژۍ وزارت کارکوونکو ته د اوبو د جامع مدیریت په برخه کې د ماسټرۍ یو ګډ پروګرام تمویل کړ چې د کابل پولیتخنیک پوهنتون او د استرالیا د ګریفیت پوهنتون له خوا تطبیقېږي. دا چې د دې پروژې بودیجه په پیل کې د آسیا پراختیایي بانک څخه د کابل پولیتخنیک پوهنتون حساب ته لېږدول شوې وه، له همدې کبله د طالبانو له خوا د واک په نیولو پسې له درې میاشتنۍ وقفې وروسته، دې پروګرام په عادي توګه بېرته دوام وکړ.

[xii]   لکه څنګه چې UNEP د اقلیم د بدلون په اړه د ملګرو ملتونو چوکاټیز کنوانسیون ته د ملي راپورونو په چمتو کولو کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سره مرسته کوله، کولی شي د طالبانو د حکومت له ګډون پرته دې کار ته دوام ورکړي چې د اقلیم د بدلون  څارنه کې د ځنډ مخه ونیول شي او د اقلیم د بدلون په اړه د ملګرو ملتونو چوکاټیز کنوانسیون ته د لېږل کېدونکو منظمو راپورونو، د سپارلو رامنځ ته شوې تشه ډکه شي.

لیکوالان:

محمد عاصم مایار

نور د دې لیکوال څخه