په افغانستان کې چې ډېرځله د کونډې په اړه غږېږي، وایي بې سرپرسته ده (یعنې څوک نه لري چې غم یې وخوري). د افغانستان په سخته نرواکه ټولنه کې چې د روزۍ موندلو له پاره سترګې سړیو ته وي او د ښځو کاري امکانات محدود برېښي، کونډېدنه له ټولنیز او اقتصادي پلوه له خطرونو سره ملګرې وي. کونډو ته ډېرځله سپک کتل کېږي، د کار غوښتنې یې نا اورېدلې پاتې کېږي او کورنۍ یې د خپلو اوږو بار بولي. د افغانستان د نژدې نیمې پېړۍ جنګونو یو میراث د کونډو شمېر دی – رسمي احصاییه نه شته خو خبري رپوټونه یې تر دوو میلیونو بولي. د بې زامنو کونډو حالت نور هم ناخوندي وي، په تېره بیا چې د طالبانو له واک نیونې وروسته له ښځو نه دا غوښتنه لا کلکه شوې چې نژدې نارینه خپلوان ورسره د محرم او مشروع سرپرست په توګه ملګری وي. د ورځنیو فشارونو په اړه زموږ د وروستۍ لیکنې موضوع همداسې یوه کونډه ده – داسې یوه مشره مېرمن چې هیڅکله یې بچیان نه درلودل او د کونډتون، اقتصادي کړاوونو او په ټولنه کې د فرعي دریځ منځ کې یې د ژوند کولو لار د خپل عقل په کارولو موندلې ده.
په عمر یوه پخه کونډه مېرمن د ننګرهار په شیمول کلي کې د خپل خټین کور مخې ته ولاړه ده. په جګړه کې یې د زوی او دوو لمسیانو تر وژل کېدو وروسته کورنۍ کې بالغ نارینه نه دی پاتې شوی.
انځور: نورالله شېرزاده/ فرانس پرېس، د ۲۰۱۷ کال د اکټوبر ۲۵
د لوڼو میراث
د هغې کوټې د کړکۍ مخې ته چې زه په کې له خپلو دریو وروڼو او د هغوی له کورنیو سره ګډه اوسم، د امروتو یوه ونه ولاړه ده. دا له هغې وړې څانګې را زرغونه شوې چې پلار مې زموږ په پلرني کلي کې د خپل پلار له بڼ نه پرې کړې او زما له مور سره یوځای یې د کار موندلو او د کورنۍ د ساتلو له پاره د یوه ښه ځای په لټون پسې کابل ته له ځانه سره راوړې وه. دا زما د خاپوړو کور او دا خونه زما میراث دی. دا خونه او د کړکۍ مخې ته یې د امروتو ونه د یوې لور میراث دی – د زوی د ونډې نیمایي هومره – او دا ټول هغه څه دي چې زه یې دې دونیا کې لرم. زه د کورنۍ یواځینۍ لور او تر ټولو کشره یم. زه دغه راز بې بچیانو کونډه هم یم.
ما مې د پیغلتوب کلونه د کور په کارونو او د خپلې مور او پلار په پالنه چې دغه وخت یې روغتیا خرابه شوې او زما غمخورۍ ته اړ شوي وو، تېر کړي دي. ځکه مې دا اټکل نه کاوه چې واده به کوم. خو مور مې چې مړه شوه، پلار مې یوه ورځ له یوه سړي سره کور ته راغی چې ویل یې ماپسې په مرکه راغلی دی. زه ۲۵ کلنه او د افغانانو په معیارونو زړه پېغله وم او ځکه بختوره بلل کېدم چې مېړه راته پیدا شوی دی. زموږ یو لرې خپلوان او څو کاله تر ما مشر و چې له لومړني واده یې یو رسېدلی زوی هم درلود. لومړنۍ ښځه یې د ماشوم په زېږولو مړه شوې وه او مېړه مې چې د خپل زوی غم یې نه شو خوړلی هغه د پالنې له پاره خپلې نیا ته ورپریښي و. زوی یې لا هم هغه مهال د افغانستان په منځنیو غرنیو سیمو کې زموږ په لرې پراته کلي کې اوسېده.
د واده شپه لومړنۍ شپه وه چې د خپل پلار له کوره مې بهر تېروله. موږ د یوې وړې اینجو [نا دولتي ټولنې] د مېلمستون پیاده خانو کې چې مېړه مې په کې د چلوونکي او خدمتکار په توګه کاره کاوه، اوسېدو. هغه یو نرم مزاجه او غمخور سړی و چې خوشحاله طبعه یې درلوده. تل یې راسره د درناوي چلند کړی دی. هیڅکله یې نه وهلې او نه ځورولې یم. اینجو وروسته ماته هم د پاک کارۍ دنده راکړه او د ژوند منظم بهیر ته ور ولوېدو. وروسته د هغه زوی اومېرمن یې هم د کار په لټه کابل ته راغلل، یو څه وخت موږ کره اوسېدل، وروسته یې خپل ځای وموند او خپلې کورنۍ چارې یې روانې کړې. دا د خوشحالۍ کلونه وو او ما فکر کاوه چې تر قیامته به همداسې وي.
د کونډې ناخوندي ژوند
مېړه مې له ما سره تر واده لس کاله وروسته ناببره د زړه له حملې مړ شو. زه اړه شوم چې بېرته د خپل پلار کور کې خپلې خونې ته ستنه شم. له پردیو خلکو ډک کور کې له محرم پرته یوازې د یوې کونډې اوسېدل ټولنې ته د زغملو نه وي. دغه وخت نو زما وروڼو ودونه کړي او خپل بچیان یې پیدا کړي وو. لومړی یې خوا بدوله چې کوټه مې ترې بېرته وغوښته، خو وروسته چې وپوهېدل د کور د خرڅ پیسو کې د ونډې په اخیستو د هغوی مالي بار سپکولی شم، راضي شول. ما د خپل بنزي په مرسته خونه یو څه ترمیم کړه، فرش مې کړه او نوي توشکونه مې ورته واخیستل. څو میاشتې وروسته د اینجو خاوند یو زوړ ټلوېزیون چې نور مېلمستون کې نه کارول کېده، راکړ. د ټلوېزیون راتلو مې کورنۍ کې دریځ پیاوړی کړاو خونه مې د شپې له خوا د ټولېدو ځای شو. که برېښنا به وه، موږ به د ماښام ډوډۍ وخت کې تُرکۍ ډرامې کتلې.
وروسته بیا اینجو خپل مېلمستون وتاړه او زه ناببره وزګاره پاتې شوم.هلته مې کلونه کلونه کار کړی و او په دې امکان مې فکر هم نه و کړی چې د ګټې وټې لار به مې له لاسه وځي. دا یواځینې کار و چې په ژوند کې مې درلود او نه پوهېدم چې بل څنګه وموم. زړو همکارانو مې د خپلو روابطو په کارولو راته کارونه وموندل خو هیڅکله ونه غځېدل. لومړی مې، یوې ښځې سره چې زما د پاک کارۍ طرز یې نه خوښېده او فکر یې کاوه چې [ددې کار له پاره] ډېره زړه یم، او وروسته بیا له یوې بهرنۍ موسسې سره چې وزیر اکبرخان مېنه کې یې لوی مېلمستون درلود [کار کاوه]. دې کار کې یې ښه تنخواه راکوله خو وروسته اینجو کوچنۍ شوه او خپل کارکوونکي یې هوایي ډګر ته څېرمه ودانیو ته ولېږدول. بیا وزګاره پاتې شوم.
د مېړه له مرګ وروسته اړه شوم چې په خپلې راتلونکې غور پیل کړم. زما وفات شوی مېړه ښه سړی و، خو دومره نه چې د راتلونکې له پاره پلان وسنجوي یا د مبادا له پاره څه زېرمه جوړه کړای شي. ما خپل معاش هغه ته ورکاوه، ځکه نو پخپله مې هېڅ نه دي سپمولي. بس یوازې له هماغې خونې سره پاته شوم چې له پلاره میراث راپاته شوې وه. په دې هم پوهېدم چې د مالي مرستې برخه کې مې په وروڼو حساب نه شي کېدای. د هغوی پرځای مې بنزی او د هغه مېرمن په بده ورځ ملاتړوونکي شول. هغوی ښه کار درلود او ښځه یې او دی پخپله مهربان او د خلاص لاس خاوند خلک دي، خو کورنۍ یې په لویېدو وه او فکر مې نه شوای کولی چې تر زړښته خپل ځان د هغوی په ښې ارادې وتپم. ځکه مې میاشت په میاشت د خپل معاش د یوې برخې سپمول پیل کړل. د خپل بانکي حساب د جوړونې هره غوښتنه مې رد کړه. ددې پرځای مې د سرو زرو، په تېره د بنګړیو او نورو وړو وړو ګاڼو پېرل پیل کړل – دا داسې یوه سپما وه چې هره شېبه مې لیدلی، لمس کولی او له ځانه سره ګرځولی شوای.
له ناڅرګندې راتلونکې سره مخامخېدا
له دوه کلن کار وروسته چې کله به و او کله نه او تر ډېره به مې د خپل بنزي په سخاوت ژوند تېراوه، په پای کې مې له یوې ځوانې افغان جوړې سره پېژندګلوي وشوه چې نوې له امریکا نه بېرته افغانستان ته راستنه شوې وه. ښځه میندواره وه او دوی یو څوک غوښته چې کور یې ورپاک کړي او چې ماشوم وزېږېد ویې پالي. ما له دغې کورنۍ سره پنځه کاله کار وکړ. زه له دوی سره وم چې کله یې لور لومړني ګامونه پورته کړل او لومړني توري یې ادا کړل او دغه راز وروسته چې له خپلې دویمې لور سره له امریکا نه راستانه شول. زما له دغې خوشحالې ځوانې کورنۍ سره مینه پیدا شوې وه او پوهېدم چې هغوی هم په مقابل کې زما ښه خیال ساتي.
خو نوره یې ادامه ونه وشوای کړی. افغانستان مخ په اوښتو و. په قطر کې د سولې خبرې روانې وې او ګونګوسي وی چې طالبان بېرته واک ته رسېدونکي دي. آخر [ولسمشر] اشرف غني هېواد پرېښود او هماغه ورځ طالبان هم کابل ته راورسېدل. ځوانې کورنۍ چې ما یې خدمت کاوه، له هېواده د وتلو لارې لټولې. کله چې طالبانو واک ونیو، د هغوی دندې هم ورسره ولاړې او ویې پتېیله چې بېرته امریکا ته ستانه شي چې ژوند یې په کې کړی او د ژوندانه تکیه یې په کې وه. په دې ډول نو، هغوی د قوس په یوه ساړه سهار چې کابل ته د طالبانو د بېرته راتلو څو میاشتې تېرې شوې وې، ووتل. ژړا ګانې وې، غېږې سره ورکړل شوې او د هغوی د ژر راستنېدو ژمنې وشوې.
د هغوی وتلو راباندې کلک روحي او مالي ګوزار راوست. یو ځل بیا له نا روښانې راتلونکې سره مخامخ شوم. ډېر وګړي ددې تکلونو په جوړولو بوخت وو چې څنګه له افغانستانه ووځي او نور داسې یو کار نه و چې د پاخه عمر یوه کونډه دې یې ترسره کړای شي. مخکني همکاران مې چې مخکې یې راسره په کار موندنه کې مرسته کړې وه، نور افغانستان کې نه وو. هغوی ټېلېفونه راوکړل چې حال مې واخلي؛ ځینو یې پیسې هم راواستولې. له نېکه مرغه زما د سرو زرو زېرمه لویه شوې او د لاسبندونو یو کتار راسره و او یو څه نغدې – د څو میاشتو معاشونه – مې هم چې هغې کورنۍ تر تلو وړاندې راکړي وو، ساتلې وې. کله چې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته بانکونه بند شول، د سرو زرو لاسبندونو مې د وروڼو او بنزي د کورنیو دسترخوانو ته د ډوډۍ د راتګ بهیر جاري وساته. هغه مې یو یو وپلورل او ښه بیه یې هم راته وکړه. د سرو بیې وختلې او ما تر هغو پیسو یې ډېرې جوړې کړې چې پرې ورکړې مې وې. خو د هر بنګړي په پلورل کېدو سره به مې لیدل چې د مبادا له پاره د جوړې کړې زېرمې یوه برخه تشه شوې او زه لا هم کار نه لرم.
د تېرو نعمتونو شکر
ښځې په کابل کې د یوې نانوایې مخې ته د ډوډۍ بسپنه د ورکړې لپاره انتظار باسي. انځور: بلنت کیلیک/AFP، ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۱.
زه ریښتیا بختوره وم چې په ژوندانه کې مې دا دومره وګړي چې پر ما یې پام ساته، درلودل. یوځل بیا مې ملګرو او پخوانيو همکارانو د مرستې غږ اوچت کړ. په پای کې مې د یوه پخواني همکار په مرسته یوه کوچنۍ موسسه کې د دفتر د پاک کارۍ دنده ومونده. کار یې آسان دی، خو تنخواه یې ټیټه ده. فکر نه کوم چې بیا دې کله هم هومره پیسې وګټلې شم چې د سپما کڅوړه مې بېرته راډکه کړي. خو بیا هم شکایت نه کوم. د اوس له پاره، دومره ګټم چې ورځ مې پرې وچلېږي او ورېندارې مې دا شکایت ونه کړي ښایي د یوه بل نس مړول هم ور په غاړه وي.
هر ګهیځ کار ته پر لاره، د برقع والو ښځو له څنګه چې یوه له بله نه شي بېلېدای او ټولې د سیمې د نانوایي مخې ته په ټېل ماټېل وي، تېرېږم. هغوی زما غوندې کونډې دي. هغوی ټوله ورځ همدغلته په دې انتظار تېروي چې که کوم مهربان لاروی یا ډوډۍ پخوونکی لږه ډوډۍ ورکړي. دوی ښایي د همدې شاوخوا ځایونو وي. زه یې ښایي یو شمېر وهم پېژنم. خو که لږ یې هم د پېژندګلوۍ نښه څرګنده شي، دا یې ښایي د آبرو (درنښت) تویېدنه وي. که یو څه اضافي پیسې مې درلودای، ښایي څو ډوډۍ مې ورته اخیستې وای. کله چې ترې تېرېږم، هغوی ته دوعا کوم او څښتن ته د هغه د نعمتونو شکر باسم.
بیاکتنې:
دا مقاله په وروستي ځل تازه شوې وه ۲۳ جوزا / غبرګولی ۱۴۰۲