Afghanistan Analysts Network – Dari Pashto

اقتصاد، پرمختیا، چاپېریال / اقتصاد، توسعه، محیط زیست

نړیواله تودوخه او افغانستان: وچکالي، لوږه او تنده په ډېرېدو دي

محمد عاصم مایار 31 دقیقې

په داسې حال کې چې نړیواله ټولنه په COP26 کې سره راټوله شوې څو د اقلیمي بدلون ستونزې ته حل لارې ومومي، افغانستان وار دمخه له نړیوالې تودوخې اغېزمن شوی. سږنۍ وچکالي، چې په وروستیو کلونو کې په ډېرو سختو کې راځي، د دې لامل شوې چې د للمي غنمو فصل له مینځه ولاړ شي، د څارویو بیې ولوېږي او د څښاک اوبه لږې شي. ۱۹ میلیونه خلک – چې د هیواد نژدې نیمایي نفوس کیږي – د خوړو لږوالی ګواښي او بیړنیو مرستو ته اړتیا لري. د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې میلمه لیکوال محمد عاصم مایار* چې د اوبو د سرچینو د مدیریت کارپوه دی، د سږنۍ وچکالۍ شدت او پر خلکو او کرنه یې اغېزو ته کتنه کړې. دی وايي چې د اقلیم بدلون به په افغانستان کې وچکالي ډېره عامه کړي او دې ته کتنه کوي چې د وچکالیو د زیانونو د کمولو لپاره څه کول په کار دي.

په بادغیس ولایت کې یوه کورنۍ  د وچکالۍ له امله له خپله کوره بېځایه کېږي. انځور: هوشنګ هاشميAFP/ اکتوبر ۲۰۲۱

د راپور مهم ټکي

  • افغانستان همدا اوس د تېرو دوو لسیزو په یوه سخته وچکالۍ کې ښکېل دی. د هیواد په سویل، لویدیځ او شمال لویدیځو برخو کې وضعیت ترینګلی دی. په دې سیمو کې د اوبو سرچینې په جدي توګه اغېزمنې شوي، چې له امله یې ۱۹ میلیونه وګړي – د هیواد نژدې نیمایي نفوس – د خوړو له لږوالي او لوږې سره مخ دي.
  • دا راپور په افغانستان کې سږنۍ وچکالي او همدارنګه د واورې او باران په مکاني وېش، نباتي پوښښ، سیندونو او ځمکې لاندې اوبو، د کرنې حاصلاتو او مالدارۍ باندې د هغې اغېز په تفصیلي ډول وړاندې کوي.
  • په داسې حال کې چې وچکالي په افغانستان کې لا روانه او ویجاړونکې پدیده ده، د اقلیم بدلون ډېرو او سختو وچکالیو ته شرایط برابروي. له همدې کبله اوسنۍ وچکالي د ۲۰۱۸ کال هغې پرتله سخته او پراخه ده. د افغانستان د وچکالۍ د زیانونو د مدیریت ستراتیژۍ پر بنسټ، د هیواد په ډېرو برخو کې به وچکالي تر ۲۰۳۰ کاله پورې په یوه دود شوي څیز واوړي. همدارنګه د هوا د وړاندوینې ماډلونه په ۲۰۲۲  کال کې د بیا ځلې وچکالۍ خبرداری ورکوي.
  • د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو په مشرۍ د مرستو راټولولو وروستۍ هڅې د هغو کورنیو لپاره اړینې دي چې بېوزلۍ ته اړې شوې، خو که مرستې ور ورسېږي.
  • بشري مرستې هغه بنسټيزې کړنې نه ترسره کوي چې افغانستان د اقلیمي بدلانه اړوندو ټکانونو ته څه نا څه ټینګوي. ددې ستونزې د حل لپاره د افغانستان د طبیعي ناورینو د کمولو او د مدیریت بنسټونو جوړولو (او بیارغونې)، په ځانګړې توګه د اوبو د مدیریت اغېزمنو میکانیزمونو رامینځته کولو، ته اړتیا ده. همدارنګه د کال په لانده موسم کې د باران د اوبو زېرمه کول او د ځمکې لاندې اوبنیو سرچینو ته یې سیخول په راتلونکې کې د وچکالۍ پر مهال د اوبو کمښت ته غوره غبرګون دی. له همدې امله افغانان باید په کوچنیو ډنډونو کې د باران اوبو د زېرمه کولو او یا هم د ځمکې لاندې اوبنیو سرچینو د بیا ډکولو لپاره سیمه ییز اقدام وکړي. سر بېره پر دې، د اوبولګونې د نويو تخنیکونو کارول (څاڅکیزه اوبَوَنه) او په خړوبېدونکې ځمکه کې د ډول ډول کښتونو کرل، مرسته کوي چې د هر واحد لګېدلو اوبو په تناسب د کښت حاصل لوړ شي.

په افغانستان کې اوسنۍ وچکالۍ ته ځغلنده کتنه

د ۲۰۲۰ کال د پای پر مهال آرام سمندر کې د La Nina پیښې رامینځته کیدل د دې لامل شول چې افغانستان او ځینې ګاونډیان یې د ۲۰۲۰ کال له اکتوبر نه د ۲۰۲۱ کال تر مې پورې د نورمالو شرایطو پرتله وچ او تود موسم تجربه کړي. ټولې مرکزي آسیا او په لویدیځ کې ایران او ترکیې د تیرو کلونو پرتله د پام وړ لږ واوره او باران درلود. د افغانستان لپاره، چې کلنۍ اوبه یې په لویه کچه په غرونو کې د ژمي په اورښت – چې د طبیعي یخچالونو او واورو په بڼه راټولیږي – تړلې دي، د اورښتونو دا لږوالی د داسې وچکالۍ لامل شو چې په تېرو دوو لسیزو کې د سختو څخه یوه ده.

د نړیوال بانک په وینا، شاوخوا ۷۰ سلنه افغانان په کلیوالو سیمو کې ژوند کوي او میلیونونه یې په مستقیم ډول د خپل ژوندانه  لپاره په کرنه تکیه دي (دلته یې ولولئ). په غرونو کې د طبیعي یخچالونو، واورو او کلنګلونو څخه ویلي شوې اوبه – چې د طبیعي زیرمو کار ورکوي – خړوبېدونکې ځمکې، سیندونه او د بندونو زېرمې تغذیه کوي. سږ کال د اوبو کمښت د افغانستان کرنه او څړځایونه ویجاړ کړي او د انساني مصرف لپاره د اوبو د لږوالي لامل شوی. د بېلګې په توګه، سږ کال په ډېرو شمالي سیمو کې د للمي غنمو فصل ناکام شوی. د هیواد د اوبو برېښنا بندونه د معمول کچې څخه ډېر ټیټ تولید لري. په کابل کې د ځمکې لاندې اوبو د کچې د ټیټیدو له کبله د څښاک د اوبو ډیر کوهیان وچ شوي او ماشومان په ساعتونو ساعتونو ژورو څاګانو ته کتار ولاړ وي، چې اکثره یې له خپلو کورونو څخه لرې هم دي (لکه څنګه چې لیکوال لیدلي دي).

د اوسنۍ وچکالۍ تمه د ۲۰۲۱ په پیل کې د یو شمیر متخصصینو له خوا د وړاندوینو او خبرداریو په ورکولو سره کیده (په دې اړه د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې راپور دلته ولولئ). په داسې حال کې چې دې راپورونو د وچکالۍ وړاندوینې او شدت دواړو ته اشاره کړې وه او همدارنګه وچکالۍ وار دمخه کلیوالې سیمې اغېزمنې کړې وې، پخواني حکومت د ۲۰۲۱ کال د جون میاشتې په ۲۲ مه، په هېواد کې د وچکالۍ حالت اعلان کړ (د بېلګې په ډول اړوند راپورونه دلته او دلته ولولئ).

دا راپور د وچکالۍ د خپریدو او د هغې له امله تر ټولو ډېرو اغېزمنو شویو سیمو یو جامع انځور وړاندې کوي. همدارنګه د روانې وچکالۍ شدت، د اقتصاد پر بېلابېلو سکټورونو او افغان ولس د هغې اغېز تحلیلوي. لیکوال همدا شان اوسني او د راتلونکي بحران  احتمال ته په کتو د ځوابي کړنو په اړه تازه تبصره وړاندې کوي.

په افغانستان کې د وچکالۍ شدت

د قحطۍ د خبرداري سیسټمونو شبکې (FEWS NET) د واورین پوښښ د څارنې نقشو له مخې، په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د مارچ په لومړۍ نېټه د واورې لږوالی له ۲۰۱۸ کال څخه واوښت. له همدې کبله سږنۍ وچکالي په تېرو دوو لسیزو کې تر ټولو سخته درېیمه وچکالي ګڼل کېږي. د راپور دا برخه د روان کال ارقام د اوږده مهال منځنۍ کچه او د ۲۰۱۸ کال وچکالۍ سره پرتله کوي (په افغانستان کې د تېرو وچکالیو نقشې دلته وګورئ).

لاندینې انځور (۱) د ۲۰۲۱ او  ۲۰۱۸ کلونو د مارچ په لومړۍ نېټه د واورو د حجم د پنډوالي توپیر (د شته واورې او د اوږدمهاله اوسط کچې ترمنځ توپیر) انځوروي. لکه څنګه چې د ۲۰۲۱ په نقشه کې ښکاري، د افغانستان په غرنیو سیمو کې د واورې د حجم پنډوالی تر دوو مترو لږ شوی دی. د واورې تر ټولو ډېر کمښت د هندوکش په مرکزي غرونو کې ثبت شوی، له کومه ځایه چې د افغانستان ټول لوی سیندونه سرچینه اخلي (په ځانګړې توګه په ختیځ کې چې اورښت معمولا تر نورو سیمو ډیر وي). د ۲۰۱۸ کال په همدې موده کې، که څه هم د هېواد په ډېرو برخو کې سخته وچکالي وه، د واورو په پنډوالي کې کمښت د ۲۰۲۱ کال پرتله په ټولیز ډول لږ و (په نقشه کې خړ رنګ سیمې). همدارنګه په ۲۰۱۸ کې ځینې داسې سیمې هم وې چې د واورې پنډوالی یې ډېر شوی و. په بل عبارت، په ۲۰۲۱ کال کې د واورې لږوالی ډیر او پراخ و.

د ۲۰۲۱ کال په نقشه کې د اوبو د حوزو وېش ښیې چې سږکال د کوکچې سیند په حوزه کې واورو تر ټولو ډېر کمښت درلود چې د هندوکش په غرونو کې د اوبو زېرمه کوونکو طبیعي کنګلونو د ګړندي ویلي کېدنې لاملېږي. د واورو لږ پوښښ طبیعي یخچالونه له خپل وخت وړاندې رابرسېره کوي. چې د تودوخې له امله په چټکۍ ویلې کیږي او د راتلونکو کلونو لپاره د اوبو سرچینې کموي. همدارنګه د ۲۰۲۱ نقشه ښیي چې د کابل او هلمند سیندونو حوزې او د کندز او هریرود سیندونو حوزو کې د معمول پرتله لږه واوره شوې، په داسې حال کې چې د غزني په شمالي برخو او د فاریاب او سمنګان ولایتونو په جنوبي برخو کې هم واوره لږه وه. سږ کال یوازې په سرپل ولایت کې تر نورمال کچې ډېره واوره شوې (د ۲۰۲۱ کال په نقشه کې نیلي شین ځای وګورئ).

انځور ۱: د ۲۰۲۱ او ۲۰۱۸ کلونو د مارچ په لومړیو نېټو د اوږد مهالو شرایطو پرتله د واورې په پنډوالي کې توپیر – سرچینه: FEWS NET

په ژمي کې د واورې لږوالی د کال په اوږدو کې د اوبو حجم او وېش اغېزمنوي. دویم انځور (۲) د واورینو اوبو حجم – د اوبټولېدنې (آبګیر) حوزه کې د شته واورو د اوبو کچه – د هلمند فرعي حوزې لپاره په ۲۰۱۸،  ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ کې پرتله کوي. همدارنګه له ۲۰۰۰ کال راهیسې د ارقامو پر بنسټ اوږد مهاله اوسط، اعظمي او اصغري شرایط هم په کې ښودل شوي. لکه څنګه چې ښکاري، د ۲۰۲۱ کال په جنورۍ کې د واورینو اوبو حجم د معمول شرایطو پرتله د پام وړ لږ دی. همدارنګه دا کچه بیا د ۲۰۲۱ کال له فبرورۍ را وروسته اصغري حد کې ده. د مارچ په څلورمه په دې حوزه کې د عادي شرایطو پرتله د واورینو اوبو کچه یوازې ۲۲ سلنې ته رسیږي. ددې فرعي حوزې اوبه هلمند سیند ته تویېږي چې بیا پر پوله ایران ته اوړي (دا اوبه د دواړو هیوادو ترمنځ د یوې پیړۍ شخړو او ناندریو ریښه جوړوي، دلته او دلته یې ولولئ).

انځور ۲: د هلمند سیند فرعي حوزه کې د واورینو اوبو حجم – په حوزه کې د شته واورو د اوبو کچه – د ۲۰۲۱، ۲۰۲۰ او ۲۰۱۸ کلونو او همدارنګه د اوسط، اعظمي او اصغري شرایطو لپاره. 

د افغانستان د غرونو په څوکو او درو کې واورې د طبیعي زیرمو په توګه کار کوي. په ژمي کې اوبه زېرمه کوي چې په پسرلي او دوبي  کې ورو ورو ویلې کېږي. د هېواد په جنوب او لوېديځ کې واورې د مارچ څخه تر جون پورې ویلې کېږي. د واورو سږنی لږوالی د سيندونو د اوبو د کمښت لامل شوی. دا پروسه په ختیځ کې ورو ده ځکه چې له واورو جوړ شوي طبیعي کنګلونه پرله پسې سیندونه تغذیه کوي. له همدې کبله په ختیځو سیمو کې د سیند بهیر په ۲۰۲۱ کې پام وړ توپیر ندی کړی ځکه د لږو واورو له کبله د طبیعي یخچالونو ویلې کېدل په دې سیمه کې د سیندونو د اوبو په کچه د وچکالۍ اغېز ځنډوي ، یعنې د سیندونو د اوبو توپیر لږ چټک خو اوږدمهاله وي. خو په ۲۰۲۱ کال کې تر عادي کچې د طبیعي کنګلونو ډېره ویلېدا به په تدریجي ډول په راتلونکو کلونو کې په ختیځ کې د سیندونو اوبه لږې کړي. د راپورونو پر بنسټ د ۱۹۹۰ او ۲۰۱۵ کلونو ترمنځ د اقلیم د بدلانه او په تېرو دوو لسیزو کې د وچکالیو د زیاتوالي له کبله، د طبیعي یخچالونو د ټولې پوښل شوې سیمې نژدې ۱۴ سلنه ویلې شوې. (د طبیعي یخچالونو د ویلې کېدو په اړه د نورو جزییاتو لپاره د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې راپور دلته ولولئ)

د افغانستان په مرکزي غرنیو سیمو کې (له وړاندې د لږو شویو) واورو اوبه، لومړی د سیندونو پورتنیو برخو ته نژدې کروندو ته بهیږي. سږ کال په مرکزي سیمو کې د خړوبېدونکو سیمو لپاره د اوبو کچه لږ وه. پاتې اوبه د هیواد لاندینیو برخو ته بهیږي چې کرنیزې سیمې یې ډېرې خو په سیندونو کې یې د اوبو برخه لوېدلې ده.

پر ژمنیو واورو سربېره، د مارچ څخه تر مې پورې اورښت په افغانستان کې د کرنې لپاره مهمه ونډه لري. د ۲۰۲۱ کال په مارچ کې افغانستان له عادي کچې ډېر بارانونه لرل، چې له امله یې پخوانی حکومت او د هېواد عام وګړي په دې باور شول چې د ژمي سخته وچکالي پای ته ورسېده. خو  وروسته د اپریل او مې میاشتې د هیواد په ډیرو برخو کې تر عادي کچې وچې وې. لاندې انځور (۳) د ۲۰۲۱ او ۲۰۱۸ د مارچ څخه تر مې پورې د اورښتونو مکاني وېش ښيي. لکه څرنګه چې په نقشه کې ښکاري د هیواد لویدیځه نیمایي برخه، په ۲۰۲۱ کال کې وچکالۍ تر ټولو ډېره ځپلې.

انځور ۳: په ۲۰۲۱ او ۲۰۱۸ کلونو کې د مارچ څخه تر مې پورې د باران وېش. نارنجي رنګ هغه سیمې ښيي چې له اوسط څخه لږ اورښت لري، په داسې حال کې چې نیلي رنګ له نورمال څخه پورته اورښت سیمې انځوروي. سرچینه: FEWS NET

د مارچ څخه تر مې پورې اورښت تر ډېره د واورې پر ځای د باران په بڼه وي. د واورو برعکس، چې په غرونو کې زېرمه کیږي، د باران اوبه په چټکۍ سره بهېږي. د کرنې د اړتیا او د ځمکې لاندې اوبو بیا تغذیې لپاره لږې را ستنول کېږي او پاتې برخه یې په چټکۍ له هیواده بهر ته بهېږي. د باران اوبو د ساتلو لپاره د زېرمو د نشتوالي له امله هر پسرلی ډیری اوبه په چټکۍ سره ضایع کیږي. په سیندونو کې د اوبني بهیر د لوړوالي او  د اورښت د وخت د توپیر نقشه (انځور ۴) چې FEWS NET جوړه کړې او د اوبو بهیر د ځنډ د مودې نقشه هم بلل کېږي، ښيي چې سطحي اوبه د ۲ څخه تر ۱۴ ورځو موده کې له افغانستانه وځي. دا موده د سیند د حوزې په اوږدوالی پورې اړه لري.

انځور ۴: د افغانستان په سیندونو کې د اوبو بهیر د ځنډ د مودې نقشه. سرچینه: FEWS NET

همدارنګه د لیکوال څېړنه او د ملګرو ملتونو د چاپیریال پروګرام (UNEP) راپور ښیي چې په افغانستان کې اورښت د ژمي د ساړه موسم په پیل کې د نړیوالې تودوخې او د اقلیم د بدلانه له امله وروسته د واورې له بڼې شدیدو بارانونو ته اوړي. په اورښت کې د دې بدلانه اداره کول، د سیلابونو کنټرول او په هیواد کې له اړټیا سره سم اوبو رسولو ته د ډېرو زیرمو جوړولو اړتیا پېښوي.

په ۲۰۲۱ کال کې افغانستان ژمی د لږې واورې او پسرلی په لوېدیځ کې له اوسط کچې لږ باران سره مخ شو، چې په پایله کې یې د سیندونو بهیر او د شته بندونو په زېرمو کې اوبه لږې شوې. د دهلې، کجکي او په دې وروستیو کې جوړ شوي کمال خان بند زېرمو کې، چې په کندهار، هلمند او نیمروز ولایتونو کې موقعیت لري، د اوبو کچه خورا ټیټه ده (په دې اړه د اوبو د چارو د تنظیم ادارې – NWARA – د پخواني رییس خان محمد تکل فیسبوک پوسټ دلته ولولئ).

لاندې شکل (۵) د ۲۰۲۰ او نورمال شرایطو پرتله په ۲۰۲۱ کې د هلمند په لاندیني سټیشن کې د اوبو د بهیر ګراف ښیې. دا ګراف په ۲۰۲۱ کال کې د یاد سیند په بهیر کې د پام وړ لږوالی (شنه کرښه) ښیي چې د راپورونو له مخې د اوبو دې لږوالي افغانستان او ایران اغېزمن کړي. له همدې کبله تهران پر افغانستان تور پورې کړ چې د کمال خان بند زېرمې ایران ته د اوبو اوښتو مخه نیولې ده (په دې اړه د پژواک راپور ولولئ).

انځور ۵: د هلمند په لاندیني ستېشن کې د اوبو د بهیر ګراف – سرچینه: FEWS NET
 

د وچکالۍ اغېز

د وچکالۍ له امله د اوبو لږوالی، د کرنیزو محصولاتو او څارویو په تولید، د څښاک له پاره د اوبو پر چمتوکېدو او له اوبو څخه د برېښنا د فابریکو پر تولید اغېز کوي. په افغانستان کې کرنه، چې تر ټولو ډېرې اوبه مصرفوي، تر نورو برخو ډېره اغېزمنه شوې.

پر کرنه، څړځایونو او باغونو د وچکالۍ اغېز

د بوټو روغتیایي شاخص (Vegetation Health Index -VHI) هغه معیار دی چې د کرنیزو ځمکو د شرایطو معلومولو لپاره کارول کیږي. دا د سپوږمکیزو انځورونو په مرسته د بوټو او ونو د پاڼو وده څاري. د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ټولنې (FAO) په وینا، د VHI نقشې ښیي چې د هیواد په ډېرو برخو کې للمي او خړوبېدونکې کرنې وده زیانمنه شوې. د ۲۰۲۱ کال په اپرېل کې د افغانستان کرنیزې ځمکې (۶ انځور) لپاره VHI په شمالي، لویدیځو او سویل لوېدیځو سیمو کې د ۲۰۲۱ کال له مارچ څخه تر مې پورې د بارانونو د لږوالي له امله ټيټ و. خو په ختیځو او شمال ختیځو ولایتونو کې، چې په دې موده کې یې ډېر بارانونه لرل او خړوبېدونکو سیمو، چې د اوبو پر لږوالي سربېره یې پاڼو په نورمال ډول وده کړې، VHI لوړ و.

که څه هم د اوبېدنکو باغونو لپاره VHI لوړ اندازه شوی، خو دا باغونه د ۲۰۲۱ په جنورۍ او فبرورۍ کې د تودې هوا او وروسته په مارچ کې سخت باران او سړې هوا اغېزمن کړي. د هوا دا ډول توپیرونه د ونو پر ګلانو منفي اغېز کوي، چې د باغونو په حاصلاتو کې د پام وړ کمښت لاملېږي. د بېلګې په توګه د وردګو ولایت د چک ولسوالۍ څو کروندګرو لیکوال ته ویلي چې د دوی د مڼو باغونه په  ۲۰۲۰ – ۲۰۲۱ کې د ژمي د تودوخې او اورښت د توپیر له امله سخت زیانمن شوي او سږ کال به یې حاصلات د پام وړ لږ وي. دوی وايي چې ددغې ولسوالۍ نورې ډېرې سیمې هم همدغومره اغېزمنې شوې دي.

انځور ۶: د ۲۰۲۱ په اپرېل کې د افغانستان د کرنیزې ځمکې د بوټو روغتیایي شاخص – Vegetation Health index (VHI)

لکه څنګه چې په ۶ انځور کې لیدل کیږي، په لویدیځ کې له هرات څخه په شمال کې تر بلخه په ټیټو پرتو سیمو کې، چې اورښت یې هم لږ و، د بوټو روغتیایي شاخص ډېر خراب دی. ارقام ښيي چې په دې سیمو کې للمي غنم تر ډېره د ۲۰۲۰ کال په مني کې کرل شوي او تمه کېده د ۲۰۲۱ کال پسرلي کې به حاصل وکړي. په سویل او شمال کې د ځینې کوچنیو سیمو د بوټو روغتیایي شاخص  لوړ دی چې ممکن د لمریزې انرژۍ په مرسته د ځمکې لاندې اوبو د کارونې له امله (په دې سیمو کې اوسمهال دود شوي) وي. بل خوا په سمنګان، بغلان، کندز، تخار او د سرپل په ځینو برخو کې له اوسط څخه ډېر اورښت د کرنې د ښې ودې لامل شوی.

د نباتي کښت څارونکې ادارې د ۲۰۲۱ کال په سپتمبر کې د خپور شوي نړیوال کرنیز نظارت (Global Agricultural Monitoring – GLAM) راپور پر بنسټ، په ژمي کې د کرل شویو غنمو فصل د افغانستان په شمالي او سویل لوېدیځو ولایتونو کې ناکام شو. په دې معنی چې د تېر موسم په پای کې کرل شويو تخمونو په پسرلي کې حاصل و نه کړ. راپور همدارنګه د افغانستان په مرکزي سیمو کې د غنمو د کښت خرابو شرایطو ته په کتو خبرداری ورکړی چې د اوبو د کمښت له امله به خړوبېدونکې کرنه له اوسط کچې لږ حاصل وکړي. د افغانستان د کرنې وزارت هم اټکل کړی چې د وچکالۍ له امله به د غنمو په حاصلاتو کې ۲۰ سلنه لږوالی راشي (د طلوع نیوز راپور ولولئ). همدارنګه د خوراک نړیوالې ټولنې (FAO) په سپتمبر کې د غنمو په کورني تولید کې د ۲۵ سلنې تخمیني لږوالي ګواښنه اورولې ده.

د اټکلونو له مخې، په ۲۰۲۰ کال کې د افغانستان د غنمو ټوله اړتیا ۶.۴ میلیونه ټنه وه. ۵ میلیونه ټنه غنم په هېواد کې دننه تولید شول او ۱.۴ میلیونه ټنه نور وارد شوي دي. (په دې اړه د هشت صبح ورځپاڼې راپور دلته ولولئ). په ۲۰۲۱ کال کې د وچکالۍ او د غنمو په ملي تولید کې د ۲۵ سلنې کسر له کبله به سږ کال افغانستان ۲.۶۵ میلیون ټنه غنمو واردولو ته اړ وي.

پر فصلونو او باغونو سربیره، لکه څنګه چې په ۶ انځور کې ښودل شوي، څړځایونه هم، په ځانګړې توګه د هېواد په لویدیځ او شمالي برخو کې چې د څارویو لپاره د خوړو اصلي سرچینه ده، وچکالۍ زیانمن کړي دي. پر څړځایونو د وچکالۍ اغېز پر کرنه د هغې له اغېز سره ورته والی لري. په شمالي او سویل لویدیځو ولایتونو کې څړځایونه خورا ډېر اغېزمن شوي.

د ځمکې لاندې اوبو د تغذیې لږوالی

د اورښت او په ځانګړې توګه واورې لږوالي پر ځمکې لاندې اوبو، چې په ښاري او کلیوالو سیمو کې د څښاک د اوبو لومړنۍ سرچینه ده، هم اغېز درلود. په جون کې د پژواک خبري اژانس د راپور له مخې، یوازې په ۲۰۲۱ کال کې په کابل ښار کې د ځمکې لاندې اوبو سطحه (د ځمکې لاندې اوبو ژوروالی) ۱۲متره نور ښکته تللی. د وردګو او لوګر ولایتونو په ځینو برخو کې، چې د افغانستان د پلازمینې پورتنۍ برخې جوړوي، په لمریزه برېښنا د اوبو لګونې لپاره د ځمکې لاندې اوبو پراخه را ایستنه د دې ګړندۍ کمېدنې یو لامل دی. په تېر مارچ کې د افغانستان د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې (NWARA) اعلان وکړ چې د کابل ښار په شاوخوا سیمو کې به د اوبو لګونې نژدې ۸۰ کوهیانو فعالیت دروي چې په کابل ښار کې د څښاک اوبو د لږوالي او د ځمکې لاندې اوبو سطحې د ټیټېدو ستونزه حل شي (په دې اړه د نشانه نیوز راپور دلته ولولئ). خو دا لا څرګنده نه ده چې دا بندیز عملي شو که نه. سربېره پردې، د ۲۰۲۱ کال په جون کې، لیکوال د کابل پولیتخنیک پوهنتون کارکوونکي ولیدل چې ونو او بوټو خړوبولو لپاره د کوڅو او تشناب فاضله اوبه، چې ډېرې تیزابي او زیان رسونکي دي ځکه صابون او مختلف کیمیاوي مواد لري، کارولې. په ګڼ میشتو سیمو کې د اوبو لګونې لپاره د غیر فلټر شويو فاضله اوبو کارول د عامې روغتیا اندېښنو او د هغې بد بوی ته په پام سره منع دي. سربیره پردې، مخکې له دې چې دا ککړې اوبه د غټو ونو ژورو ریښو ته ورسېږي، د ونو شاوخوا خاوره یې فلټروي (چې ممکن په اوږده مهال کې د فلټر وړتیا هم له لاسه ورکړي). خو دا اوبه کولی شي کوچني بوټي او نباتات وچ کړي.

په لویو ښارونو کې د ځمکې لاندې اوبو پر کمښت سربیره، په کلیوالي سیمو کې د اوبو لګونې کوهیانو د وچیدو راپورونه هم ورکړ شوي، د بېلګې په توګه، د ۲۰۲۱ کال په اپریل کې ازادۍ راډیو په ارزګان ولایت کې د غنمو په کروندو د وچکالۍ د اغېزو په اړه راپور ورکړی.

د اوبو څخه د تولیدېدونکې بریښنا لږوالی

د وچکالۍ بله پایله د افغانستان له اوبو څخه د تولیدېدونکې برېښنا لږوالی دی. که څه هم افغانستان خپله ډېره برېښنا واردوي، لوی بندونه لکه د کابل ولایت نغلو او په هلمند کې کجکي بندونه د کورني تولید په برخه کې ارزښتناک دي. دواړه زېرمې اوس مهال د وچکالۍ له امله د اوبو ټیټه سطحه لري، چې د بریښنا د تولید ظرفیت یې خورا لږ کړی.

په هلمند کې د افغانستان د برښنا شرکت (DABS) څانګې د سپټمبر په لومړیو کې راپور ورکړ چې د وچکالۍ او د هلمند سیند په حوزه کې د اوبو د کچې د ټیټیدو له امله د کجکي د بریښنا تولیدي ظرفیت ۸۵ سلنه ټیټ شوی چې په پایله کې یې د کندهار او هلمند برېښنا لږه شوې ده (د نوموړو زېرمو انځورونه دلته او دلته وګورئ).

سربیره پردې، په منځنۍ آسیا کې د وچکالۍ اغېز له خپرېدو سره جوخت، د اوسنۍ وچکالۍ شدت او د راتلونکي په اړه وړاندوینو ته په کتو چې دا ډول وچکالۍ به ډیرې او اوبه به لږې شي، د منځنۍ آسیا د ځینو هیوادونو د انرژۍ اوسنۍ ستراتیژیکه وړتیا تر پوښتنې لاندې راځي. تاجکستان اعلان کړی چې افغانستان او ازبکستان ته به د برېښنا صادرات لږ کړي. همدارنګه د قرغزستان بریښنا سخت کمښت چې په اوبو ډېره تکیه ده، د هغې د صادراتو پلان اغېزمن کړی (په دې اړه د آزادې اروپا/ آزادۍ راډیو راپور دلته ولولئ). خو ترکمنستان چې د بریښنا تولیدي ظرفیت یې د خپلو ګازو پر مټ پراخ کړي ممکن د وخت په تېریدو سره د وارداتو دغه تشه یوه څه ډکه کړي (دلته او دلته یې ولولئ).

په خلکو او اقتصاد د وچکالۍ اغېز

د افغانستان اقتصاد تر ډېره په کرنه تکیه دی. شاوخوا ۷۰ سلنه افغانان په کلیوالو سیمو خاصتا کروندو کې کار او ژوند کوي. د ټولو کورنیو ۶۱ سلنه برخه د خپل ژوندانه لپاره په کرنه ډډه لګوي (د نړیوال بانک راپور دلته ولولئ). دا په دې مانا ده چې د حاصلاتو لږوالی، خوړو او عایداتي سرچینو ته، په ځانګړې توګه کلیوالو سیمو کې، لاسرسی محدودوي. په کرنه او مالدارۍ د وچکالۍ اغېزو د خوراکي توکو نابسیاینه نوره هم لوړه کړې. د خوړو د نړیوالې ټولنې (FAO) په وینا، غنم د افغانانو د ورځنۍ کالورۍ منځنۍ کچې نیمایي برخه جوړوي. د یوه کال لږ حاصل نه یوازې د هغه کال د خوراکي توکو په برخه کې، بلکې د راتلونکي کال د کرلو پر وړتیا هم اغېز لري. په جون کې د ناروې د کډوالو شورا (NRC) خبرداری ورکړ: “۱۲.۲میلیونه افغانان، چې د نفوس ۳۲ سلنه برخه کېږي، اوسمهال د خوړو د خوندیتابه له ‘بحران’ یا ‘بیړنيتوب’ سره مخ دي – چې له امله یې افغانستان د نړۍ په هغو دریو هیوادونو کې شمېرل کېږي چې د بیړنۍ خوراکي نابسیاینې له پلوه د وګړو ډېر شمېر لري. د اړمنو دا شمېر د ۲۰۱۸ – ۱۹ وچکالۍ پر مهال پورته دی”.

د څړځايونو کمښت او په دې توګه په ډېرو اغېزمنو شویو سیمو کې د څارويو د خوراکي توکو لږوالى د څارويو د کيفيت او بيو د ټيټېدو لامل شوي. ځکه چې کروندګر نه شي کولى د څړځايونو د فصل له پاى ته رسېدو وروسته څارویو ته خوراکي توکي وپېري له همدې امله خپل څاروي پلوري. خلک عموما په مارچ او اپریل کې، چې په افغانستان کې د ډېرو څارویو د زېږون میاشتې دي، کوچني څاروي پېري. دوی دا څاروي په نژدې څړځایونو او شنو ځمکو کې څروي او د مني او ژمي په لومړیو کې یې په لوړه بیه پلوري. خو د وچکالۍ پر مهال چې کروندې لږ واښه لري، څاروي ژر پلورل کیږي، چې په پایله کې یې د پلور بیې هم ټیټیږي. د ۲۰۲۱ په جولای کې د FWES NET د معلوماتو له مخې، د څارویو د بیو د لوېدو له امله، چې تمه کیده په راتلونکو میاشتو کې به نوره هم ټیټه شي د کورنیو عاید د تېر کال پرتله لږ و. همدارنګه په وچکالۍ ځپلو سیمو کې بیې د اوسط هغې څخه هم ټیټې وې. د افغانستان په لوېدیځ هرات او بادغیس ولایتونو کې د څارویو بیې تر ټولو ډېرې لوېدلې دي، چې په کې د څارویو بیه د ۲۰۲۱ کال له مارچ څخه تر مې میاشتې تر ۴۰ سلنې ټیټه شوې ده. په مې کې بیا هم بیې له اوسط هغې څخه ۲۰ سلنه ټیټې وې. د FAO د بیړني او انعطاف پروګرام مشر Kaustubh Devale، په سپتمبر کې د متحده ایالاتو د عامه راډیو خبري خپرونې The World سره په مرکه کې د څارویو مالکینو ته مخامخ ګواښونه تکرار کړل:

د بېلګې په ډول د انجيل د څارويو په بازار کې، چې د څارويو له سترو بازارونو څخه دی، د څارويو بيې لا له وړاندې راټيټې شوې وې او په مارچ مياشت کې چې څړځايونه بايد ډېر وای، د څارويو د وښو او نورو خوراکي توکو بيې نژدې دوه برابره شوې وې.

په سیمه ییزو وګړو کې د وچکالۍ اغېز ښایي وروسته څرګند شي، لکه څنګه چې د افغانستان لپاره د ډنمارک د کډوالو شورا (DRC-Danish Refugee Council) مشر، Jared Rowell ویلي: “دا به لږ تر لږه درې کاله وخت ونیسي چې یو بزګر یا مالدار د وچکالۍ له اغېزو بېرته په پښو ودرېږي. خو د دې مودې په اوږدو کې، کورنیو له وړاندې د منفي مقابلې میکانیزمونو ته لاره هواره کړې وه، چې ځینې یې ممکن نه بدلیدونکي وي. د مقابلې په دې میکانیزمونو کې د پور اخیستل، چې کورنۍ یې بېرته ورکولی نه شي، د ښوونځي پرځای د کورنۍ عاید بشپړولو لپاره کار ته د هلکانو لېږل، او د لوڼو ژر ودول شامل دي.

د FEWS NET د راپور له مخې چې د ۲۰۲۱ په جولای کې خپور شوی، په ټول هیواد کې د خوراکي نابسیاینې کچه د “فشار” او “بحران” کچې تر منځ وه او اټکل و چې د ۲۰۲۱ کال د جولای او ۲۰۲۲ کال د جنورۍ تر منځ په خورا ډېرو اغېزمنو شويو کلیوالي سیمو کې وضعیت نور هم خراب شي. د  خوړو نړیوالې ټولنې(WFP) اجراییه مشر، David Beasley رویټرز ته ویلي چې افغانستان “د لوږې په لور روان دی” او د خپلې ادارې د بیړنيو حالاتو خوراکي زېرمو په اړه یې اندیښنه ښودلې. په سپتمبر کې – چې جګړه او اقتصادي سقوط له وچکالۍ سره یو ځای شول – ۱۴ میلیونه خلک، یا په هرو دریو افغانانو کې یو، “د اوږدې وچکالۍ، جګړو او اقتصادي سقوط له امله د خوړو له سخت کمښت سره مخامخ و”. په اکتوبر کې په بې ساري ډول دا شمېر ۱۹ میلیونو ته لوړ شو. (په دې اړه راپورونه دلته او دلته ولولئ).

د خوړو نړیوالې ټولنې (WFP) د اکټوبر په ۲۵ مه، په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې په ډاګه کړه: “افغانستان د نړۍ په خورا ستر بشري ناورین بدلیدونکی دی، چې اړتیاوې به یې له ایتوپیا، جنوبي سوډان، سوریې او یمن څخه واوړي.” دوی د IPC) –The Integrated Food Security Phase Classification ) ارزونې پر بنسټ، چې د خوړنیز خوندیتابه د ارزونې یو نړیوال معیار دی، ویلي،: “۲۲.۸ میلیونه وګړي له شدید خطر سره مخ کیدی شي، پداسې حال کې چې ۸.۷ میلیونه د لوږې بیړنۍ کچې سره مخ دي – دا په لسو کلونو کې چې ملګري ملتونه په هیواد کې د IPC ارزونه کوي د ریکارډ کچه ده.” (په دې اړه د ملګرو ملتونو مطبوعاتي اعلامیه دلته ولولئ).

د خوراکي توکو د نابسیاینې ترڅنګ، اټکل دی وچکالي دننه  افغانستان کې او له پولو ورهاخوا د خلکو د بې ځایه کیدو لامل شي. د ژغورنې نړیوالې کمیټې (International Rescue Committee – IRC) د ارزونې له مخې چې د ۲۰۲۱ کال د جون په ۱۵ خپره شوې، اټکل دی چې د سختې وچکالۍ له کبله د بې ځایه شویو کسانو شمېر لوړ شي، ژوند زیانمن کړي او هغه ستونزې لا پسې ډېرې کړي چې کورنۍ د جګړو او COVID-19 وبا له کبله ورسره مخ دي. د تېرو وچکالیو په ترڅ کې په سلګونو زره خلک له خپلو کورونو بې ځایه شول او ښارونو ته د کار او مرستو د ترلاسه کولو لپاره لاړل. د بېلګې په توګه، په ۲۰۱۸ کې، د IRC په وینا، له ۲۵۰ زرو څخه ډېر افغانان د وچکالۍ له امله بې ځایه شوي دي. ډیرئ دغه کسان بېرته خپلو کورونو ته نه دي ستانه شوي ځکه چې د ستنېدا له پاره یې هیڅ نه درلودل – دوی خپل څاروي پلورلي او د راتلونکي فصل لپاره یې کروندې نه دي کرلې.

د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام (UNDP) د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر په ۹ مه خبرداری ورکړ چې د بدې سناریو په صورت کې به د ۲۰۲۲ کال تر نیمايي پورې ۹۷ سلنه افغانان فقر ته لاړ شي. او د ښې سناریو په صورت کې به (چې احتمال یې نه ښکاري)، دا هیواد د ۷ څخه تر ۱۵سلنې پورې د فقر زیاتوالی وویني. د UNDP په وینا: “د اوږدې وچکالۍ او د COVID-19 وبا پر اغېزو سربیره، افغانستان د اوسني سیاسي لیږد (کنګل شوې بهرنۍ زیرمې، د عامه مالياتو سقوط، پر بانکي سیسټم فشار، او د فقر ډېروالي) له امله رامینځته شوي ناورین سره مبارزه کوي. (د اقتصادي بحران په اړه د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې راپور دلته ولولئ).

د وچکالۍ د اغېزو پر وړاندې ځوابي کړنې:

سره له دې چې د هیواد ډېره برخه له وړاندې د خوراکي توکو د کمښت په بحران کې ده، وخت ډېر مهم دی. د وچکالۍ د اغېزو پر وړاندې ځوابي کړنې، بشردوستانه اقداماتو ته اړتیا لري څو د هغو افغانانو کړاوونه چې په بېوزلۍ کښېوتي، لږ کړي. دا چې د اقلیمي بدلانه پایله کې اورښت تغییر کړی او پر وړاندې يې د افغانستان خلک زیانمنېدونکي دي، د وچکالۍ د اغېز راټیټولو لپاره د اوږد مهالو بنسټیزو تاسیساتو او اداري جوړښت برخو کې هم افغانان کار ته اړتیا لري. پورتنۍ چارې د افغانستان له پراخ اقتصادي او سیاسي کړکیچ څخه نه شي جلا کیدای. بشري مرستې باید له هغو کسانو سره وشي چې د ژمي په اوږدو او پسرلي کې یې حاصلات او څاروي له لاسه ورکړي څو په راتلونکي پسرلي کې د بیا کرنې وس ومومي. همدارنګه د کروندګرو ملاتړ باید تر هغو وشي چې د اوړي حاصلات یې بېرته په خپلو پښو ودروي. په داسې حال کې چې بشري مرستې ممکن بیړنۍ اړتیاوې کنټرول کړي، خو د وچکالۍ په وړاندې د درېدونکو سیسټمونو جوړولو ته اړینه پانګه نه ورکوي (د وچکالۍ پر وړاندې مقاومت لرونکو سیسټمونو لپاره د افغانستان د وچکالۍ د زیانونو د مدیریت ستراتیژي دلته ولولئ).

د جمهوريت له ړنګېدو سره د بسپنې ورکوونکو ملاتړ لږ تر لږه د اوس لپاره درېدلی، ځکه نړیواله ټولنه د افغانستان له نوې مشرتابه سره د خپلې راتلونکې ښکېلتیا په اړه له سره غور کوي. په دې کې د وچکالۍ د مخنیوي او د اوبو د مدیریت پام وړ پروژې، لکه د نړیوال بانک د بیړنۍ خبرتیا او ځوابي کړنو د سیسټمونو د پراختیا ۲۲۲.۵ میلیونه ډالري پروژه، د اسیا پراختیايي بانک له خوا د ارغنداب د اوبو د سرچینو د هر اړخېزې پراختیا پروژه او د افغانستان د وچکالۍ پر وړاندې د پرېکړو لپاره د مخکني خبرداري کمپیوټري پروګرام یا سافتویر جوړول (AF-DEWS: Afghanistan Drought Early Warning Decision Support) – چې په ازمېښتي پړاو کې و – شامل دي. دا ټول اوس له نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

د وچکالۍ له وړاندوینو سره سره، پخواني افغان حکومت د ۲۰۲۱ مالي کال په کلنۍ بودیجه کې د وچکالۍ د زیانونو مخنیوني ته بودیجه شامله نه کړه او نه یې هم د طالبانو په لاس د حکومت تر سقوط مخکې د ځوابي کړنو پلان اعلان کړی و.

د ۲۰۲۱ کال د بشردوستانه غبرګون پلان (Humanitarian Response Plan – HRP)، چې د ۲۰۲۱ په جنورۍ کې پیل شوی، د ۱.۳ میلیارد ډالرو غوښتنه وکړه څو له ۱۵.۷ میلیون افغانانو سره د بشري اړتیاو په برخه کې مرسته وکړي چې د وچکالۍ، جګړو، سیاسي ناکراریو، د COVID-19 وبا په پایله کې لاسنیوي ته اړ شوي. د جولای په ۱۵یا د جمهوريت له سقوط څخه یوه میاشت وړاندې د بشردوستانه کړنو پلان (HRP) له ۴۰ سلنې لږ تمویل شوی و، او د ۸۵۰ میلیون ډالرو کسر یې درلود (دلته یې ولولئ).

د سپتمبر په ۱۳، د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوتېریش، د ملګرو ملتونو د عاجلې غوښتنې پر بنسټ د نړیوال ملاتړ د جلبولو لپاره یو کنفرانس جوړ کړ چې د ۲۰۲۱ کال پاتې پیسو ته د ۶۰۶ میلیون ډالرو بشري مرستې غوښتنه وکړي په دې غونډه کې، د ۱.۲ میلیارد امریکایي ډالرو ژمنې وشوې – چې د لومړنۍ غوښتنې نژدې دوه برابره دي – دا لاسته راوړنه ښاغلي ګوتېرېش د ډیرو افغانانو د کړاوونو د کمولو په ژمنو کې “ناڅاپي ډېروالی” بولي. په داسې حال کې چې نوموړی خبرداری ورکوي چې دا ډول مرستې به “د افغانستان ستونزه، که چېرې یې اقتصاد سقوط کوي، حل نه کړي.”

اروپایی اتحادیې هم د ۵۷ میلیون یورو (۶۵.۵ میلیون ډالرو) بشري مرستو ژمنه کړې او د ۲۰۲۱ کال د اکتوبر په دویمه یې وویل چې “نورې بشري مرستې به هم چمتو شي څو د روغتیا، سرپناه، خوراکي توکو، پاکو اوبو، د روغتیا ساتنې اسانتیاوو ته د لاسرسي، او همدارنګه د خوندیتابه هغو برخو ته چې له ښځو او کوچنیانو سره تړاو لري، پاملرنه وشي. وروسته یې د ۲۰۲۱ کال د اکټوبر په ۱۲ په ایټالیا کې د G20 په سرمشریزه کې، افغانستان او ګاونډیو ته د یو میلیارد یورو (۱.۱۵ میلیون ډالرو) مرستې ژمنه وکړه. په دې کې هغه ۳۰۰ میلیون یورو (۳۴۶ میلیون ډالر) هم راځي چې وړاندې یې له افغانستان سره د بشري ناورین د مخنیوي لپاره ژمنه کړې وه. د اکټوبر په ۲۸مه، متحده ایالاتو په افغانستان کې د روان بشري ناورین له امله زیانمنو شویو ته د نژدې ۱۴۴ میلیونه ډالرو نوې مرسته اعلان کړه، چې په دې سره په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان سره د امریکا ټولې مرستې نژدې ۴۷۴ میلیونه ډالرو ته ورسېدې.

سربېره پردې، اړمنو افغانانو ته د بشري مرستو د اسانولو لپاره، د متحدو ایالتونو د خزانې وزارت د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر په ۲۴ مه دوه جوازونه صادر کړل چې د متحدو ایالتونو حکومت، ملګرو ملتونو او نورو غیر دولتي موسسو ته اجازه ورکوي چې افغانستان ته بشري مرستې چمتو کړي او هغه فعالیتونه ترسره کړي چې د لومړنیو بشري اړتیاوو، لکه د کرنیزو توکو او درملو برابرولو، سره مرسته کوي. دا د متحده ایالاتو د بندیزونو سره سم چې افغانستان ته یې د مرستو بهیر بند کړی و، د بشري مرستو رسولو کې د اسانتیا لپاره مهم ګام و (د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې راپور دلته ولولئ). د ۲۰۲۱ کال د اکتوبر په ۹ او ۱۰ د متحدو ایالتونو د څو ادارو یوه پلاوي په دوحه کې د طالبانو له جګپوړو استازو سره وکتل چې په کې “افغان ولس ته د ډېرو بشري مرستو برابرولو” په ګډون په بېلابېلو مسایلو خبرې وشوې.

د افغانستان له ګاونډیو هیوادونو څخه هم مرستې را روانې دي. قزاقستان له افغانستان سره د پنځه زره ټنو اوړو مرسته وکړه. د جمهوريت له سقوط دمخه هند له افغانستان سره د خپلو بشري مرستو د یوې برخې په توګه د ۱۵۰زره ټنه غنمو ژمنه کړې وه. د طالبانو له خوا د حکومت تر نسکورېدو وروسته د دې ژمنې د پوره کېدو احتمال لږ و. خو هند اوس اعلان کړی چې د خوړنتوکو له بحران سره د مبارزې لپاره افغانستان ته پنځوس زره ټنه غنم لېږي.

وچکالي له څه مودې راهیسې د طالبانو تر نظر لاندې هم وه. په فبرورۍ کې، چې ژمی وچ و، طالبانو په عامو خلکو غږ وکړ چې د استسقا لمونځ وکړي. په ډیپلوماټیک ډګر کې هم طالبانو وروسته له دې چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ یې پر هیواد ولکه ټینګه کړه، له وچکالۍ رامنځته شوی بشري ناورین د هیواد له لویدیځو مرستندویانو سره، ، تر ډېره د ډیپلوماتیکو تماسونو لپاره  کارولی دی (په دې اړه د الجزیرې راپور دلته ولولئ).

طالبانو بشري مرستو رسولو ته اجازه ورکړي تر دې چې یې د اسانتیا برابرولو لپاره هم خپله لېوالتیا څرګنده کړې. د سپټمبر په نیمایي کې ملګرو ملتونو ته په یوه لیک کې طالبانو د نړیوال ملاتړ غوښتنه وکړه. دوی ویلي چې بشري مرستو ته به لاسرسي تضمین کړي او د اړتیا په وخت کې یې بشري فعالینو د امنیت ژمنه هم وکړه. خو اوسمهال، نه د اوبو د تنظیم د چارو ملي اداره، چې بېرته د اوبو او انرژۍ وزارت برخه ګرځېدلې او د وچکالۍ د کمولو، ځوابي کړنو او مدیریت مسولیت لري (د اوبو د تنظیم د چارو ملي ادارې ته د اوبو او انرژۍ وزارت د بدلون جزییات دلته ولولئ) او نه هم د افغانستان له طبیعي پیښو سره د مبارزې ملي اداره، چې د ناورین څخه وروسته د عاجلو مرستو او بیا رغاونې مسؤلیت لري، په بشپړ ډول فعالیت کوي. د اوبو او انرژۍ وزارت اوسني چارواکي د ۲۰۲۰ کال په مارچ کې د اوبو د چارو د تنظیم او د انرژۍ د خدمتونو د تنظیم ادارو ته په دوو برخو ویشل کېدو وروسته د دغه وزارت په بیا تنظیمولو بوخت دي. همدارنګه طالبانو په یوه ښکاره هڅه کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې ته سرپرست مرستیال (حاجي غلام غوث) ټاکلی دی څو یې چارې بیا تنظیم کړي. نوموړي د اکتوبر په ۱۳مه د ملګرو ملتونو د مختلفو ادارو او نادولتي مؤسسو له استازو سره وکتل چې د راتلونکي ژمي لپاره د پلانونو په اړه خبرې وکړي.

بله ننګونه په حقیقت کې د ژمنه شویو مرستو لګول دي چې باید پر وخت او شفاف ډول اړمنو خلکو ته ورسیږي. د طالبانو د واکمنېدو له کبله د افغان حکومت تشکيلاتي جوړښت مات شوی او د ډېرو نړيوالو شريکانو عملياتي ظرفيت يې هم کمزوری کړی. په ځانګړې توګه، د بسپنه ورکوونکو او مرستندویو ادارو د کار کولو څرنګوالی، د طالبانو تر کنټرول لاندې برخو کې، چې ډیرئ سیسټمونه یې چې پخوا د ژوند ژغورنې مرستې رسولو لپاره کارول کېدل سخت زیانمن شوي، له ننګونې سره مخ کړی دی. خو د ملګرو ملتونو یو شمیر ادارې (لکه FAO، UNHCR، WFP، او IOM په ګډون) او بشري نادولتي موسسې لکه د ناروې د کډوالو شورا NRC او د مرستو پراختیا اداره (ORD) اوس هم د افغانستان په ډېرو برخو کې فعالیت کوي چې کولی شي اړمنو کورنیو ته د مرستو په توزیع کې همکاري وکړي. د مرستندویانو تر منځ په دې اړه بحثونه روان دي چې تمویل کوونکي څنګه کولای شي بشري او پرمختیایي چارو ته دوام ورکړي (په دې اړه د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې راپور دلته ولولئ). آیا د ولایتي او ولسوالیو دولتي ادارو سره همغږي به اوس هم یو ګټور انتخاب وي؟ ایا مرستندویه ادارې به وکړی شي چې د شته سیمه ییزو سازمانونو لکه پراختیایي شوراګانو څخه د مرستو په رسولو او ویشلو کې کار واخلي؟ ایا دوی به د ۲۰۱۸ غلطۍ تکرار کړي چې خلک د کډوالو بې کنټروله کمپونو ته (چې د مرستو د ویش مرکزونو په توګه کارول کېدل) د مرستو ترلاسه کولو لپاره راوبولي؟

راتلونکي ته کتنه:

د اقلیم د وړاندوینې ماډلونه څرګندوي چې په ارام سمندر کې د La Nina پېښه به راتلونکی ژمی بیا تکرار شي. دا پېښه په اکتوبر کې پیل شوې، او د افغانستان لپاره په راتلونکي کال کې د وچکالۍ دوام په ګوته کوي. د راتلونکو میاشتو لپاره موسمي اټکل ښیي چې د ۲۰۲۱ کال پاتې موده به ډیره وچه وي، د اوسط څخه لږ اورښت (واوره او باران) به د ۲۰۲۲ تر جنورۍ او فبرورۍ پورې دوام وکړي. د ۲۰۲۲ کال په مارچ کې د اورښت اټکل شته خو د بل کال وچکالۍ مخه به و نه نیسي. د ۲۰۲۲ کال تر مې پورې د اورښت وړاندوینو ته باید د ۲۰۲۱ تر پایه تم شو، مګر دا اوس روښانه ده چې وچکالي راتلونکي کال ته غځېږي. سربیره پردې، د اقلیم وړاندوینې ښیي چې په راتلونکي کې به وچکالۍ ډېرې او سختې شي. د افغانستان د وچکالۍ د زیانونو د مدیریت ستراتیژۍ له مخې، تر ۲۰۳۰ کال پورې به د هېواد په ډېرو برخو کې کلنۍ وچکالي عادي شي او تر ۲۰۵۰ کال پورې به د هېواد نژدې ۹۰ سلنه برخه وچکالۍ ځپلې وي.

وچکالي په یوازې سر د ناورین نه لاملېږي خو هغه مهال ترې ناورین جوړېږي چې یو هیواد اقتصادي انعطاف، بنسټیز تاسیسات، بنسټیز اداري جوړښت او سیاسي اراده ونلري چې له کبله یې اړوند (اټکلېدونکی) چاپیریالي اغېزې اداره کړي. لکه څنګه چې د بیړنيو ځوابي کړنو سطحه لوړېږي، د دې ستونزې اوږدمهال حل لږ روښانه دی. د وچکالۍ له امله د تکراري بیړنیو پیښو د مخنیوي لپاره باید پر اوږدمهالو حل لارو تمرکز وشي.

د هیواد د اوبولګونې بنسټيزو تاسیستاتو جوړول (او بیارغونه)، د اوبو زېرمې، د څښاک د اوبو سیسټمونه او د اقلیم د څارنې ټیکنالوژي د هغه څه برخه نه دي چې په دودیز ډول د بشري مرستو په توګه طبقه بندي کیږي. له همدې کبله د بندیزونو څخه معاف نه دي. که څه هم پر دې برخو پانګونه په راتلونکي کې د وچکالۍ له امله د بشري بحرانونو په مخنیوي کې مرسته کوي. د وچکالۍ په وړاندې مقاومت لرونکي-اقتصاد کې د اړتیا وړ پانګونه به د طالبانو او نړیوالو بسپنه ورکوونکو ترمنځ توافق ته اړتیا ولري څو د هیواد د بنسټیزو تاسیساتو د پراختیا لپاره د دوی ملاتړ ترلاسه کړي. د نړیوال بانک په ګډون پراختیایي شریکان تر دې دمه غلي دي او د افغانستان لپاره اوسنۍ ژمنې یوازې د بشري مرستو لپاره ځانګړې شوي چې د پراختیایي پروژو، چې د پخواني حکومت سره په ملګرتیا کې پلې‎ شوې، د تمویل لپاره نه شي کارېدی. په داسې حال کې چې نړیوال قدرتونه له افغانستان او طالبانو سره د خپلو اړیکو د راتلونکي پړاو په اړه فکر کوي، سیاسي او حقوقي پوښتنې، لکه دا چې څنګه به مرستې او خدمتونه په اغېزناک ډول وړاندې کېږي، دا خبرې او د هغوی عملي کول ننګوي چې تر اوسه اساسي مرحلې ته هم نه دي رسېدلي.

په افغانستان کې یو شمېر غوره کړنې هم شته چې د دې هېواد نړیوال ملګري او د طالبانو حکومت به یې د راتلونکو وچکالیو د زیانونو د کمولو لپاره په پام کې ونیسي. په ځانګړې توګه، که پر لویو بنسټیزو پروژو پانګونه نه کېږي، د اوبو په کوچنیو پروژو باندې پانګونه به د وچکالۍ پر وړاندې د هر ډول ځوابي کړنو یوه مهمه برخه وي چې موخه یې په راتلونکي کې د نورو انعطاف وړ ټولنو ملاتړ ده. د باران د اوبو په زیرمه کولو، لکه د باران اوبو ته د کوچنیو زېرمو جوړول او پر کارېزونو پانګونه د اقلیمي بدلانه او وچکالیو سره د کرنې د توافق په برخه کې منل شوې کړنلارې دي. (په فاریاب کې د اوبو د زېرمه کولو دودیزو لارو چارو په اړه د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې راپور دلته ولولئ). کاریزونه د اوبو لګونې هغه پخوانی سیسټمونه دي چې د غونډیو په اوږدو کې د ځمکې د اوبو سطحې ته د اوږده افقی تونل او عمودی څاګانو په بڼه، چې د ساتنې او پاکونې لپاره کارول کېږي، کېندل کېږي. په افغانستان کې کاریزونه ډېر په جنوبي ولایتونو کې دي. خو  وروستیو وچکالیو او د اوبو لګونې لپاره د لمریزو پمپونو د کارونې دود، ډیر کاریزونه وچ کړي. (د افغانستان د کاریزونو په اړه د لا زیاتو معلوماتو لپاره، په BBC پښتو کې د لیکوال خپره شوې لیکنه دلته ولولئ). له همدې امله، د کوچنیو او منځنیو پروژو پر تمویل سربیره، باید افغانان د اوبو د زېرمه کولو ډنډونه جوړ او د ځمکې لاندې سرچینو د اوبو تغذیې لپاره ډله ییز اقدام وکړي. سربېره پردې، د اوبولګولو د نويو تخنیکونو )د څاڅکیزې اوبَوَنې( کارول او په خړوبېدونکې ځمکه کې د بېلابېلو کښتونو کرل د هر واحد کارېدلو اوبو پرتله د حاصل په زیاتوالي کې ډېره مرسته کوي.

د سپتمبر په لومړیو کې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) د وچکالۍ سره مبارزې لپاره خپله طرحه داسې وړاندې کړه:

یوه بسته ډیزاین شوې چې د خورا زیانمنو شویو خلکو او ټولنو د ژوندانه په سملاسي ښه کېدا کې به مرسته وکړي، همدارنګه د ښځو او نجونو حقونو خوندي کولو ته لومړیتوب ورکوي.

دا بسته پر اړینو خدماتو، محلي ژوندانه، لومړني عاید او کوچنیو بنسټیزو تاسیساتو تمرکز کوي او موخه یې په ۲۴ میاشتو کې د ټولنې پراختیایي پروګرام له لارې له نژدې نهو میلیونو زیانمنو شویو خلکو سره مرسته ده.

د پلان له مخې، تر ټولو زیانمن شوي به د کار په بدل کې د پیسو له پروګرامونو ګټه واخلي. کوچني او منځني تشبثات به چې په ځانګړې توګه د ښځو له خوا پرمخ وړل کېږي، مالي مرستې ترلاسه کړي. همدارنګه کوچنیان، معلولیت لرونکي خلک او زاړه اتباع به د میاشتنيو نغدو پیسو په بڼه لنډمهاله لومړنی عاید ولري.

افغانستان د کار پر وړاندې د پیسو د ورکړې پروګرامونو (د ملي پیوستون او د ولسي تړون) ډېره تجربه لري، چې په سیمه ییزو بنسټونو کې په پانګونه، محلي کارګرانو ته د کار په بدل کې پیسې ورکول کېږي (د بېلګې په توګه دلته وګورئ). په دې توګه د هغو کسانو د لومړنیو اړتیاوو ملاتړ کېږي چې کولی شي ورځنی مزد ترلاسه کړي او د ساختماني قراردادونو د ګټلو په اړه دود شوې شخړې لږې کړي. د سیمه ییزو کارکوونکو ګومارل – چې اوس په افغانستان کې د پراختیایي شوراګانو له لارې یوه اوږدمهاله کړنه ده – د سیمه ییزو وګړو له خوا د پروژو مالکیت او ملاتړ د هغو ​​​​پرتله لوړوي چې د نورو سیمو ګومارل شوي خلک په کې کار کوي. همدارنګه محلي خلک کولی شي د اوبو، ځمکې او خاورې په څېر څیزونو په اړه خپله پوهه وکاروي. د کار پر وړاندې د پیسو پر ورکړه سربیره، خوراکي توکي او نورې مرستې باید هغو کسانو ته، چې د کار وړتیا نه لري، لکه هغه کورنۍ چې ساتنه او پالنه یې د مېرمنو پر غاړه ده، معلولیت لرونکي کسان، او یتیمان، ورکړل شي. دا او نور نوښتونه چې په کروندګرو ټولنو کې د بشري فعالینو له خوا پلي کیږي، کورنۍ هڅوي چې د بې ځایه کېدو کمپونو یا ښاري سیمو ته د اوسېدو لپاره د تګ پر ځای په خپلو کلیو او سیمو کې پاتې شي. دا د عملي حل لارو یوه بېلګه ده چې افغانان او مرستندویې ټولنې یې پیژني خو که مالي او سیاسي مسالې چې د دې پروژو په تمویل پورې تړلې دي، په چټکۍ سره حل شي.

افغانستان ته د پيسو د لېږد او رسولو پر وړاندې پرتو خنډونو ته په کتو، اټکل دی چې وچکالۍ ته د غبرګون په اوسنۍ دوره کې ښايي ځينې ژمنه شوې پیسې افغانستان ته ونه رسېږي. دا ځنډول شوې پیسې باید د راتلونکي کال وچکالۍ ته د ځوابي کړنو لپاره ځانګړې شي. ځکه د دې امکان لږ دی چې د افغانستان لپاره د ژمنو بله نړیواله غونډه په راتلونکي کال کې جوړه شي.

د پرله پسې وچکالیو سره د مقابلې لپاره افغانستان، د اوبو د بنسټونو په پراختیا کې پانګونې ته اړتیا لري. د پاریس تړون او زیانمنېدونکو هیوادونو ته د ناورین د خطر د کمولو ژمنو لپاره، د سینډای چوکاټ څخه راټولېدونکې مالي مرستې، کېدای شي د پراختیایی پروژو تمویل لپاره وکارول شي. د طالبانو ادارې ته د مستقیم تمویل پر ځای، چې تمویل کوونکي یې په اړه اوس زړه نا زړه دي، د افغانستان نړیوال شریکان باید د ملګرو ملتونو او خپلواکو نړیوالو او ملي نادولتي موسسو له لارې د اقلیم د بدلانه له امله له وچکالۍ سره د مبارزې او د طبیعي پیښو د اغېز پر کمولو کار وکړي.

که څه هم افغانستان تر اوسه د اوبو د مدیریت ماسټر پلان نه لري، خو د اوبو لګونې او د اوبو د مدیریت د ګڼو پروژو ظرفیت لري چې کولی شي د وچکالۍ اغېز پام وړ ټیټ او د خوراکي توکو د خوندیتابه له پاره مبارزه وکړي.

پر نورو عواملو سربېره، افغانستان به تر هغې پرله پسې اقتصادي پرمختګ تجربه نه کړي چې وچکالي ښه اداره شوې نه وي. دا به د ملګرو ملتونو اوږدمهالي پراختیايي هدفونه (SDGs)، په ځانګړي توګه د فقر کمېدا، د لوږې ورکېدا او د خلکو لپاره د څښاک پاکو اوبو او روغتیا ساتنې چمتو کېدا، له عملي کېدو راوګرځوي.

پایلې

افغانستان لاهم له طوفان سره مخامخ دی، ځکه نفوس یې د Covid-19 وبا سره مبارزه کوي، سیاسي بدلون رامنځ ته شوی، وچکالي روانه ده، ډېرې مرستې او بهرنۍ زیرمې کنګل شوي او اقتصاد په ځوړ دی. بهرنیو مرستو چې د افغان دولت ماشین چلاوه، او د کرایو لوړوالي چې اقتصاد یې غوړولی و اوس تر ډیره بریده له مینځه تللي. له همدې کبله د افغانستان د اقتصادي زوال څرنګوالی په کرنه پورې اړه لري. د چټکو سیاسي جنجالونو په ترڅ کې، د بشري حقونو سرغړونو او د بشري اړتیاوو بیړنیو سرلیکونو ته په پام سره، دا په اسانۍ هېرېدی شي چې د افغانانو لپاره د وچکالۍ له کبله د خوړو، اوبو او حیواني وښو له کمښت څخه د رامنځ ته کېدونکي مصیبت، چې اټکل یې کېدلی شي، دوام به د افغانستان د اقتصادي بنسټونو او د عامو افغانانو وړتیاوې کمزورې کړي، په ځانګړې توګه هغه کسان چې په کلیوالو سیمو کې اوسېږي او هڅه کوي ځانونه له بېوزلۍ وژغوري.

د دوو لسیزو غفلت او ناسم مدیریت، هېواد لږ تر لږه پرې نه ښود چې وچکالي کابو او اوبه چې د هیواد پر اقتصادي انجن او د عامو افغانانو پر ژوندانه د وچکالۍ اغېز کمېدنې وړتیا لري، سمې مدیریت کړي. لکه څنګه چې وال سټریټ ژورنال په دې وروستیو کې د متحدو ایالتونو حکومت، په ځانګړي ډول د مرستو په اړه راپور کې ویلي: “د افغان  دولت د پیاوړولو ناکامي، د کرنې برخه کې ډېره وه. د متحدو ایالتونو د دوه میلیارد ډالرو لګېدنې سره سره، په تېرو دوو لسیزو کې د کرنې محصول ډېر لږ  لوړ شوی”. (دا چې ولې پالیسي دومره سخته ناکامه شوه د جزییاتو لپاره یې د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې ځانګړی راپور دلته ولولئ).

افغانستان د ۲۰۲۱ کال د ملګرو ملتونو د اقلیم د بدلانه کنفرانس کې (په عام ډول د COP26 په نوم یادیږي) چې اوسمهال په سکاټلنډ کې روان دی، استازی نه لري. په داسې حال کې چې د چاپېریال ساتنې شپږو افغان فعالانو په دې نړیوال کنفرانس کې، چې د نړۍ مشران، کارپوهان او د مدني ټولنو فعالین سره یوځای کوي، د ګډون تکل درلود، د اقلیمي بدلانه په اړه د ملګرو ملتونو د چوکاټ کنوانسیون  (UNFCCC) د افغانستان دې استازو ته باور لیکونه ورنه کړل. دا د افغانستان له پاره، چې د نړې په کچه یوازې ۰.۱۹ سلنه CO2 تولیدوي خو په نامتناسب ډول له اقلیمي بدلانه څخه اغېزمنېږي، نهیلوونکې ده.

 طالبانو پر نړیوالو غږ کړی چې په افغانستان کې خپل کار بیا پیل کړي او په شنو پروژو پانګونه وکړي. د COP26 کنفرانس په لومړۍ ورځ د طالبانو جګپوړي چارواکي سهیل شاهین د ټویټونو په لړ کې وویل:

افغانستان یو ماتېدونکی اقلیم لري. د پام وړ کار ته اړتیا ده. د اقلیمي بدلانه ځینې پروژې چې دمخه تصویب شوي او د شنه اقلیم وجهي صندوق،UNDP ، Afghan AID له خوا تمویلېدې، باید په بشپړ ډول کار پیل کړي. دا به له یوې خوا د اقلیم په ښه والي کې مرسته وکړي او له بلې خوا به خلکو ته د کار زمینه برابره کړي. د افغانستان اسلامي امارت ژمن دی چې نادولتي مؤسسو او خیریه ټولنو ته د کار له پاره امنیت او خوندي چاپیریال برابر کړي.

په داسې حال کې چې تمویلوونکي په دې بحث کوي چې له طالبانو سره څومره ښکېل شي، د هیواد په تولیدي ظرفیت نه پانګونه به د افغانستان لپاره ناوړه پایلې ولري ځکه چې افغانې کورنۍ به د خوراکي توکو نابسیاینې، اوبو ته د نه لاسرسي او بېوزلۍ سره د مقابلې لپاره سږ، راتلونکی کال او له هغې هاخوا هم لارې لټوي.

*محمد عاصم مایار د اوبو د سرچینو د مدیریت کارپوه او د کابل پولی تخنیک پوهنتون استاد دی. هغه د جرمني د شتوتګارت پوهنتون په هایډرولیک او چاپیریال سیسټمونو ماډل کولو انستیتوت کې د دوکتورا نوماند هم دی. نوموړی د @assemmayar1 کارن له لارې ټویټونه کوي.

لیکوالان:

محمد عاصم مایار

نور د دې لیکوال څخه