هر څوک چې د لومړي اسلامي امارت پر مهال افغانستان کې اوسېدلی وي هغوی ته به د طالبانو او نادولتي موسسو (اینجوګانو) – او په اوسني مورد کې د ملګرو ملتو – ترمنځ د ښځو د کار مساله کې مخامختیا آشنا برېښي. دلته بیا هماغسې د اصولو ټکر جوړ شوی: د امارت دریځ چې ښځې باید د ټولنیزې بې نظمۍ او ګناه د خطر د مخنیوي له پاره تر ډېره کورونو کې دننه وساتل شي او د مرسته رسوونکو دریځ چې د مرستو برابراو اغېزناک ویش د ښځینه کارکوونکو له ګډون پرته ناشونی دی. مرسته رسوونکو ته انتخابونه هم آشنا او له یوې مخې بې خونده برېښي: یا به غاړه ږدې، یا به پرېکوڼ کوې او یا به ځان تېروې. د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې کیټ کلارک له یو شمېر هغو کسانو سره چې په ۱۹۹۰ یمو کلونو کې یې افغانستان ته د بشري مرستو د رسونې برخه کې کار کړی او لا هم د افغانستان مسایل تعقیبوي، غږېدلې چې د مشابهتونو او توپیرونو او دغه راز په دې اړه چې څه شی مرسته کولی شي، د هغوی ارزونې ولري.
یوه افغانه مېرمن خپل ماشوم او د چین په همکارۍ د کډوالو چارو افغان وزرات له خوا د وریجو یوه ورکړ شوې بوجۍ لېږدوي. عکس: احمد ساحل آرمان/ د فرانسې خبري آژانس (اې اېف پي)، د ۲۰۲۲ کال د جون ۸.
بندیز
دادی له هغې نېټې څه باندې درې میاشتې اوړي چې طالبانو ښځو ته ویلي چې تر بل امر پورې په نادولتي موسسو کې خپل کار ودروي. د ملګرو ملتو ادارو کې هم د ښځو کار ته د بندیز د غځېدنې نښې د اپرېل په ۴ هغه مهال برسېره شوې چې یوناما په یوه ټویټ کې وویل: «د ملګرو ملتو افغانې کارکوونکې په ننګرهار کې کار ته له تلو راګرځول شوې دي.» ملګرو ملتو له خپلو ټولو کارکوونکو وغوښتل چې د ۴۸ ساعتو له پاره چې د دوی چارواکي له طالبانو سره د «موضوع د یو څه روښانتیا» له پاره ګوري، کورو کې پاته شي، (په اړه یې د الجزیرې رپوټ دلته وګورئ). خو ددغې ادارې بله وینا کې چې د اپرېل په ۵ خپره شوه ، یادونه شوې وه چې دوی ته ویل شوي چې «سر له همدغې شېبې، هېڅ افغانه مېرمن په افغانستان کې له ملګرو ملتو سره د کار اجازه نه لري او دا چې دا لارښوونه به په کلکه پلې کېږي.» په وینا کې راغلي و چې د ملګرو ملتو د هڅو له پاره د سړیو او ښځو دواړو کار حیاتي ارزښت لري او، سربېره پر دې:
دا بندیز د نړیوال قانون له مخې نامشروع دی او ملګري ملتونه یې منلی نه شي.
دا کار د ښځو پر حقونو بېساری تېری، د بشري اصولو څرګنده سرغړونه، او دغه راز د ملګرو ملتو د امتیازونو او مصوونیت په اړه له نړیوالو قوانینو، او په دې ډله له هغو موادو چې د ملګرو ملتو په کارکوونکو پورې اړه مومي، سرغړونه ده.
د افغانستان له پاره د ملګرو ملتو ځانګړې استازې روزا اوتانباییوا تر وسه وسه لوړو بالقوه واکمنو سره خبرې کوي چې ددغې ادارې اعتراض ورته ورسوي او ددغه امر د بېرته اخیستلو غوښتنه وکړي. ملګري ملتونه پر همدې موضوع له غړو هېوادو، مرستندویې ټولنې، او د بشري مرستو د برخې همکارانو سره هم غږېږي.
د ملګرو ملتو سرمنشي انګېرلې وه چې دا بندیز «په حقیقت کې، له تصور پورته دی» (رسنیو ته د اپرېل په ۴ د هغه د ویاند معلومات دلته دي)، خو ددغه ډول بندیز د غځولو وېره په پراخه کچه له هغه مهاله پیدا شوې وه چې اسلامی امارت اینجوګانو ته د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر پر ۲۴ لارښوونه وکړه چې د افغان مېرمنو کار دې ودروي. ددې بندیز پیل لومړی د ډسمبر په ۲۴ د اینجوګانو د همغږي کوونکې ادارې «اکبر» په نامه د اقتصاد وزارت په لیک کې راغی (محتوا یې دلته ټویټ شوې او د افغانستان تحلیلګرانو شبکې له خوا یې له دري نه ژباړه داسې ده):
اخیستونکی: په کابل کې د اکبر محترمه اداره
موضوع: په کورنیو او بهرنیونادولتي موسسو کې د ښځو د کار پای ته رسېدل
لکه چې خبر یاست، اقتصاد وزارت د افغانستان د اسلامي امارت له خوا د کورنیو او نړیوالو نادولتي موسسو د همغږۍ او د هغوی د ټولو هڅو د لارښوونې دنده لري.
په دې وروستیو کې په کورنیو او نړیوالو اینجوګانو کې د بوختو مېرمنو له خوا، د اسلامي حجاب او د اسلامي امارت د نورو اړوندو قوانینو او مقرراتو د نه رعایت په اړه جدي شکایتونه اورېدل شوي دي.
اقتصاد وزارت په کورنیو او بهرنیو اینجوګانو کې د چارو په تړاو د امارت د قوانینو او مقرراتو د همغږۍ برخه کې د خپلو مسوولیتونو او صلاحیتونو له مخې، ټولو محترمو ادارو ته لارښوونه کوي چې په خپلو اړوندو موسسو کې تر بلې خبرتیا پورې د ټولو ښځینه کارکوونکو کارونه ودروي.
هر ډول سرغړونه به ددې وزات له خوا [د سرغړوونکو] موسسو د فعالیت د اجازې او جواز د ځنډېدو سبب شي.
پورتني ټکي تاسې ته ورسول شول چې خپلو همکارو موسسو سره یې هم شریک کړئ چې په دې برخه کې راڼه ګامونه پورته او دې وزارت ته ډاډ ورکړي.
اقتصاد وزیر
قاري دین محمد حنفي
په لیک کې «د اسلامي حجاب او نورو اړوندو قوانینو او مقرراتو پر نه رعایت کلک شکایت» راغلی دی.
د ۲۰۲۲ د ډسمبر د ۲۴ نېټې اعلان پر ښځینه کارکوونکو او دغه راز هغو ادارو چې دوی یې ګومارلې وې، یو کلک ګوزار و، په تېره بیا چې پوهنتونو کې د نجونو پر زده کړو له بندیز یوازې څو ورځې وروسته واورول شو. دا کار سره له دې چې بوږنوونکی و، خو په وروستیو میاشتو کې د محدودیتونو ډېرېدو ته په کتو به یې لږ څوک حیران کړي وي. خو له دې سره سره، اینجوګانو ته ورکړ شوي رسمي توضیحات تر هغه څه چې دوی یې اټکل کاوه، پورته وبرېښېدل: هغوی ویل، چارواکو ورته د کارکوونکو له خوا د امارت د لباس د مقرراتو د نه رعایت په اړه کوم شکایت نه و رسولی. وروسته د ۲۰۲۲ د ډسمبر په ۳۱ له بي بي سي پښتو سره د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد سپیناوی دا و چې د افغانستان اسلامي امارت غواړي د افغان مېرمنو «عزت او عفت خوندي شي» او دا چې دغه ادارې د امارت تر ولکې لاندې نه دي، ښځو ته خطر په کې ډېر دی او موږ ته خطرناک رپوټونه رارسېدلي دي» (خبر یې بي بي سي فارسي ورکړی دی).
دغه رپوټ چې د بندیز تر راوروسته پراخېدنې وړاندې چمتو شوی و، پر دې راټول و چې طالبان او اینجوګانې څنګه کولی شي یا څنګه باید یو له بل سره تعامل ولري، خو دا چې بیه به یې څه وي دا موضوع همدغومره د ملګرو ملتو په ادارو پورې اړه مومي. په افغانستان کې د ملګرو ملتو استازولي په داسې یوه هېواد کې د بشري مرستو د رسولو برخه کې کلیدي ارزښت لري چې اقتصاد په کې د طالبانو له خوا د واک تر ولکه کېدو وروسته پرزېدلی او اړتیاوې په کې لوړې دي. ملګري ملتونه اوس مهال د مرستندیانو له پیسو د میاشتې ۴۰ میلیونه ډالر د بشري مرستو د لګښت له پاره هېواد ته لېږدوي چې اینجوګانې یې په هېواد کې د ویشلو دنده لري. دغه پیسې په لویه کې د هېواد د ټول اقتصاد له پاره هم مهمې دي چې د افغانیو ثبات ټینګوي، انفلاسیون په ټیټه کچه کې ساتي او ډېرو وګړو ته د ګټې وټې وسیله برابروي.
دې رپوټ کې لومړی د نادولتي مؤسسېو سکتور، او په دې لړ کې دا مساله چې پرېکړې څوک کوي او بندیز ته د اینجوګانو لومړنی غبرګون څه و، بیان شوی دی. وروسته د هغو اتو کسانو څرګندونې چې په ۱۹۹۰ یمو کلونو کې یې په افغانستان کې کار کړی یا اوس بوخت دي، په دې هیله راخلي چې تجربې به یې په دې تړاو زموږ له معلوماتو سره مرسته وکړي چې ددغو بندیزو مانا نه یوازې د ښځو بلکې اړمنو افغانانو ته د مرستو د رسولو برخه کې څه کېدلی شي.
په امارت کې له پېښو سره د مبارزې افغان ملي ادارې یو چارواکی د هغې مېرمنې نوم لیکي چې په هرات کې خوراکي مرستو پسې ورغلې ده. عکس: محسن کریمي/ د فرانسې خبري آژانس (اې اېف پي)، د ۲۰۲۳ کال د مارچ ۲.
د نادولتي مؤسسو سکټور
په افغانستان کې نادولتي مؤسسې دومره ډول ډول دي لکه د ځنګله مرغۍ، له ځینو ډېرو کوچنیو کورنیو او نړیوالو هغو نیولې تر هغو پورې چې د شوروي یرغل په وړاندې د نړیوال پیوستون په پایله کې زېږېدلې او هماغسې یې پام پر افغانستان ورټول پاته دی؛ یا له هغو پراخو کورنیو نادولتي مؤسسو چې په ټول هېواد کې یې د پښو خاپونه شته، تر هغو لویو ګڼ ملتیزو ادارو پورې چې افغانستان یې د مسوولیتونو په لویه لړۍ کې تش یوه کړۍ ده. ددې وروستي ډول نادولتي مؤسسو له ډلې ګڼو یې د لسیزو له پاره افغانستان کې کار کړی او له ځانګړو وګړو سره ښکېل پاتې شوې دي – د هغوی احساس ښایي دا وي چې دوی اوس ‘کورني بهرنیان’ دي او سیمو کې دغسې بلل کېږي.
په نادولتي مؤسسو کې د پرېکړو څرنګوالی هم چې مسوولیت یې له چا سره دی، توپیر کوي. د اینجو مرکزي دفتر ښایي دننه افغانستان یا په کومه بهرنۍ پلازمېنه کې وي او، د موسسو د کار پېچلیتاوو ته په پام سره، ښایي د اینجو تر ځایي رییس پورته کچه کې کسان یو له بل سره د مثال په ډول په دې اړه د نظر توپیرونه ولري چې بشري حقونه رالومړی کړی که د خلکو د ژوندانه ژغورل. د اینجوګانو افغانستان مېشتي مشران ښایي اړ وي چې بېلابېلو خواوو ته ځواب ووایي، لکه مرسته کېدونکو، کارکوونکو، خپلو مرکزي دفترونو، د ملګرو ملتو ادارو، تمویلوونکو او په جلا بڼه طالب حکومت او د اینجوګانو له پاره د هغوی رابط فرد یا ادارې ته. کله چې خبره د طالبانو بندیز ته د غبرګون د بڼې برخه کې د اینجو د مشرانو د پرېکړو ارزونه کې وي، ددغو بېلابېلو کسانو اغېز ښایي یو ډول ونه برېښي. پر دې سربېره، ډېرې لږې اینجوګانې له لویو تمویلوونکو نه خپلواکې پیاوړې مالي سرچینې لري (چې پخپله د دغو لویو تمویلوونکو شمېر هم دومره نه دی – امریکا، برتانیا، جرمني، سویډن، جاپان او اروپایي ټولنه د ۲۰۱۶ کال د رپوټ له مخې د خپلو ټولو مرستو له دریو دوې برخې د بهرنۍ پرمختیا انستیتوت پرمټ ویشي). دا پخپله تمویلوونکو ته په تګلاریزو پرېکړو کې په بالقوه ډول تر اندازې لویه ونډه ورکوي.
د فعالیتونو ځنډېدل
د بندیز په سملاسي اغېز، ډېرئ اینجوګانو خپلې چارې وځنډولې، ویل یې د افغان مېرمنو استخدام یوه اړتیا ده. «د خدماتو په وړاندې کولو کې زموږ وړتیا زموږ د موسسې په هره کچه کې په ښځينه کارکوونکو ولاړه ده»، د ژغورنې نړیوالې کمیټې ددغه ټکي په یادولو سره زیاته کړه چې «که د مېرمنو د استخدامولو اجازه رانه کړ شي، اړمنو کسانو ته به د [مرستو] رسولو وړتیا ونه لرو». د ډنمارک د کډوالو شورا وویل: «ښځینه مرستندویانې ‘حیاتي’ دي»، په داسې حال کې چې اسلامیک ریلیف وویل: «که ښځو ته د کار اجازه نه وي، شونې نه ده چې له بشرپالو اصولو سره سم، اغېزناکې بشري مرستې ورسول شي.» میرسي کورپس وویل چې له ښځینه کارکوونکو پرته به ونه شي کړای بشري مرستې «سختو زیانمنېدونکو وګړو او نجونو او مېرمنو ته چې په هېواد کې تر ټولو ډېر زیان ګالونکي دي او شمېر یې په نړۍ کې د بیړني غذایي ناخوندیتابه له پلوه تر ټولو لوړ دی[۱]»، په اغېزناکه بڼه ورسول شي.
د بندیز پراختیا او اغېز ډېر ژر روښانه شو. د افغاني او نړیوالو اینجوګانو او دغه راز د ملګرو ملتو د موسساتو په اړه یوې چټکې سروې چې د یوې همغږې کوونکې ادارې – بشري لاسرسي کاري ډلې (Humanitarian Access Working Group) له خوا د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ په ۱۲خپره شوه، موندلي چې د ۸۷ سروې شویو موسسو له ډلې یوازې ۱۷ سلنې یې په بشپړه کچه فعالیت درلود، په داسې حال کې چې ۶۸ سلنه یې قسمي فعالې وې او ۱۵ سلنه یې یومخ تړل شوې وې.[۲]
دویمې سروې (د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ ۱۳- ۳۰) د یو څه خوځېدنې څرک موندلې خو کوم لوی بدلون یې نه دی ښودلی. د هغو ۱۲۵ موسسو له ډلې چې د دویمې سروې پوښتنې یې ځواب کړې دي، لږ هومره لویې برخې ( ۲۲ سلنې) ویلي چې په بشپړ ډول فعالیت لري، خو دا د هغه مهال خبره وه، او تر دوی یو څه کمو څرګنده کړې چې په قسمي ډول فعالیت کوي (۶۵ سلنه) یا بېخي تړل شوې دي (۱۴ سلنه). دوه ویشتو موسسو (یا ۱۶ سلنې) خپل ډېر نور فعالیتونه ځنډولي – پنځلسو یې له دې امله چې له ښځینه کارکوونکو پرته ورته د چارو ادامه ناشونې شوې وه او پنځو یې د خپلو موسسو د پرېکړې له مخې.
په هغو ۴۵ موسسو کې چې د خپلو چارو د یوې برخې په پیلولو لاسبرې شوې، ۱۴ یې وایي چې کارونه یې له سیمه ییزو چارواکو سره له غږېدو وروسته بیا پیل کړي، ۱۴ یې له هغه وروسته چې په سیمو کې ولسي مشرانو د هغوی په استازۍ خبرې وکړې، یوې یې له دې امله چې یوازې یې له سړیو سره د کار د ادامې پرېکړه وکړه او ۱۷ په دې چې روغتیایي او تعلیمي کارکوونکو ته استثناوې ومنل شوې.
له بندیز نه د مستثنی کېدو احتمال
سره له دې چې اسلامی امارت په رسمي ډول اعلان نه دی کړی خو ګڼو اینجوګانو په خپلو اعلامیو کې د روغتیا، خوړو او ښوونې او روزنې برخه کې ښځو ته د استثنا د منل کېدو یادونه کړې ده.، د ساري په توګه د ۲۰۲۳ د جنورۍ په ۱۵ Save the Children :
یوه قابله او د تغذیې ماهره د میدان وردک ولایت د دایمیرداد ولسوالۍ د تنګي سیدان کلینیک کې چې د افغانستان له پاره سویډن کمیټه یې چلوي، د یوه کوچني وزن معلوموي. عکس: ایلیس بلنشاغ/ د فرانسې خبري آژانس (اې اېف پي)، د ۲۰۲۱ کال د اکټوبر ۶.
په داسې حال کې چې زموږ ډېرئ فعالیتونه لا هم ځنډېدلي پاته دي، په هغو ځایونو کې چې له اړوندو چارواکو مو دا روښانه او باوري ډاډ تر لاسه کړای شو چې زموږ ښځينه کارکوونکي به خوندي وي او له خنډ پرته به کار کولی شي، خپل یو شمېر کارونه – لکه روغتیا، تغذیه او یو شمېر تعلیمي خدمات له سره پیلوو.
له دې سره سره، په داسې حال کې چې پراخ بندیز لا هم پرځای دی، هغو ځایونو کې چې کار ته زموږ د ښځینه کارکوونکو د ستنېدو په اړه باوري ډاډ نه و، زموږ نورې چارې هماغسې ځنډېدلې دي. دغه چارې چې موږ یې د بیا پیلولو هڅه کوو، حیاتي مرستې چمتو کولی شي، خو دا زموږ د ټولو فعالیتونو یوه کوچنۍ سلنه جوړوي.
تر ډېره د روغتیا، تغذیې او ښوونې او روزنې برخه کې منل شوې استثناوې یوازې د هغو مېرمنو په اړه دي چې مخامخ په همدغو برخو کې کار کوي او دغه چارې چې د سرته رسولو اجازه یې ورکړ شوې د ښځینه کارکوونکو له پاره تر پخوا له سختو محدودیتو سره ملګرې دي لکه دا چې محرم باید ورسره وي. په کندهار ولایت کې د روغتیایي برخې ښځینه کارکوونکې تر ډېره، کار نه شي کولی. یو شمېر اینجوګانو ته په ځینو ځایونو کې په سیمه ییزه کچه د نورو فعالیتونو برخه کې استثناوې منل شوې، خو دا په عموي ډول یوازې د خولې خبره وي. د ‘انکار دا احتمال’ سیمه ییز چارواکي د خپلو مشرانو له خولې ژغوري چې که یې د بندیز په ماتولو تورن کړي – هغوی کولی شي ووایي چې دا د دوی کار نه دی. دا کار اینجوګانې هم د چارواکو په تکلونو کې د بدلانه په وړاندې له خطر سره مخامخوي او دغه راز د مقرراتو په ماتولو تورنېدلی او له احتمالي عواقبو سره مخامخېدلی شي.
رابرسېره کېدونکی انځور دومره روڼ نه دی. اینجوګانو متفاوت غبرګونونه درلودلي، او سیمه ییز چارواکي هم همدغسې برېښېدل چې په دې اړه د هغوی معلومات هم ګډوډ وو. د افغانستان د څېړنې او ارزونې ادارې مخکنۍ مشرې اورځلا نعمت، د جنورۍ په ۲۴ یوه لیکنه کې وویل چې «د ملګرو ملتو د لویو ادارو ترمنځ همغږي نه شته، ځينې یې خپلو سیمه ییزو همکارانو ته وایي چې له ښځینه کارکوونکو پرته خپل کارونه له سره پیل کړي، په داسې حال کې چې نور یې بندیز ردوي او د بېخي پورته کولو له پاره یې د هڅېدو ملاتړ کوي». له همدې امله ګرانه ده چې په عمومي ډول د مرستو د پراختیا او ماهیت او دغه راز هغو ته د لاسرسي په اړه چې اوس له منځه تللی، یوه عمومي ارزونه ولرو.
له ۱۹۹۰ یمو کلونو سره توپیرونه او ورته والي
درې لسیزې وړاندې د طالبانو د مخکنۍ واکمنۍ پر مهال (۱۹۹۶- ۲۰۰۱) هغوی د ښځو کارونه تر دې لا پراخ محدود کړي وو (د هغې دورې په اړه د نورو معلوماتو له پاره وګورئ: د ماتیو فیلډن او سیپي آذرباییجاني – مقدم رپوټ ‘د ښځو کاري بوختیا: د اتم نمبر فرمان څېړنه’). ښځې، له روغتیایي او ځینو نورو ډېرو محدودو حالاتو، لکه په کابل هوایي ډګر کې د ښځینه سپرلیو تلاشۍ پرته، له کوره بهر له هر ډول کار کولو بندې شوې وې. اوسمهال ښځې له کوره بهر له اینجوګانو، د ملګرو ملتو له ادارو، له پوهنتونو، هلکانو ته له ځانګړو شویو ښوونځیو، د نجونو له منځنیو ښوونځیو (چې د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر له ۱۷ راهیسې تړل شوي) او په ډېرئ حکومتي ادارو کې (ښځینه کارکوونکو ته ویل شوي چې کورونو کې پاته شي خو لا یې هم معاشونه ورکول کېږي) له کار کولو راګرځول شوې، خو نه له خصوصي سکټور، د نجونو له لومړنیو ښوونځیو او سفارتونوڅخه. د بندیز له پاره هغه مهال وړاندې شوي دلایل او پر هغو شوي اعتراضونه، له اوسنیو سره یو ډول دي – طالبانو ته له شریعت نه د خپل تفسیر پر بنسټ له ګناه نه د وګړو د ساتنې اړتیا، او اینجوګانو ته د نړیوالو بشري قوانینو او د بې پَرې توب، خپلواکۍ او بېطرفۍ په اړه د هغو د بشرپالونکو اصولو د تفسیر له مخې، له تبعیض پرته په اغېزمن ډول د مرستې رسونې حیاتي غوښتنه.
ددې ټکي د جوتولو له پاره چې دا دوه پړاوونه په خپلو کې کوم ورته والي او څه توپیرونه لري او دغه راز له اوسني ټپ درېدلي حالت سره د مقابلې احتمالي لارې به څه وي، لیکوالې له اتو داسې کسانو سره چې په افغانستان کې د دواړو پړاوونو تجربې لري او لږ تر لږه په یوه پړاو کې د بشري مرستو د رسولو برخه کې بوخت پاته شوي، خبرې کړې دي. دوه پوښتل شوي افغانان او شپږ یې بهرنیان دي. په دوی کې دوې مېرمنې او شپږ سړي راځي. ډېرو یې غوښتل چې نومونه یې یاد نه شي، نو ځکه آسانه به دا وي چې د ټولو پوښتل شویو پېژندنه پټه وساتل شي. مرکې د ۲۰۲۳ کال په جنورۍ کې شوې دي. د هغوی نظریات په څلورو لویو برخو کې راتللی شي:
۱. افغان ټولنې څومره بدلون کړی دی؛
۲. طالبان څومره بدل شوي دي؛
۳. اینجوګانې او په ټوله کې د مرستو ډګر څومره اوښتی دی؛ او
۴. دغو اوښتو شرایطو او دې ته په کتو چې ۱۹۹۶ – ۲۰۰۱ کې څه شي کار ورکاوه/ یا یې نه ورکاوه، اوس څه کېدلی شي یا څه باید وشي؟
د لومړیو درېیو موضوعګانو په اړه نظرونه تر څه ځایه سره ورته، او د وروستۍ په تړاو تر ډېره سره ویشلي وو.
افغان ټولنې څومره بدلون کړی دی
طالبانو خپل لومړنی امارت پر ۱۹۹۶ کال د هېواد پلازمېنه، هغه ښار کې اعلان کړ چې په مخکنیو څلورو کلونو کې یې د ښکېلو غاړو په ویجاړوونکو نښتو کې لسګونه زره تنه وژل شوي وو. ګڼو نورو پښې سپکې کړې او د ښار درېیمه برخه په کنډوالو اوښتې وه. په کابل او ځینو نورو سیمو کې د طالبانو واکمنېدا، دیوه پوښتل شوي له خولې چې هغه مهال دغلته اوسېده، تر هغو چې دې ډلې «په ځپلو لاس پورې کاوه او د خلکو مخکنی ورین تندی ورته تریوېده»، ‘یوډول هوسایي’ برېښېده. هلته هم د مقاومت او له لګېدلو مقرراتو د سرغړونو هڅې وې – ښځو، نجونو ته پټ ښوونځي جوړ کړل؛ ځوانو نجونو کوچنیو ته درسونه ورکول؛ اینجوګانو کونډو ته د مادي ګټې وټې له پاره پروژې چلولې – خو په ټوله کې، لکه یوه بل پوښتل شوي چې وویل، هغه یو ‘محکوم او ډارېدلی’ ولس و. د یوه بل پوښتل شوي د یادونې له مخې، د ښځو ټولنې وې، «خو هغوی داسې نه وې چې ښځې را وخوځوي، یا یې مشري په غاړه واخلي او د نورو ډلو غړیتوب ولري».
هغه مهال افغانستان خپلواکې رسنۍ نه درلودې، ټېلېفون نه و او د بهرنیو راډیوګانو لکه بي بي سي او امریکا غږ د اورېدو له یو اړخیز ارتباط پرته، له بهرنۍ نړۍ سره تماس په نشت حساب و. دولتي اداري ماشین په جګړو کې له منځه تللی او لکه یوه پوښتل شوي چې وویل، ‘یو ډېر کوچني، سکېلېټ ډوله حکومت’ پاته و چې طالبانو ته په لاس ورغی. تش یو څو د ګوتې په شمار فابریکې له جګړې نه روغې پاته وې چې لا چلېدې. خو سوداګرو تل خپل کار کاوه او لکه هغسې چې یوه پوښتل شوي وویل، «ددغو کلونو په اوږدو کې یې د افغانانو د ژوندانه بهیر جاري ساته» او «اوس هم همدغه کار کوي».
طالبان، د یوه پوښتل شوي په خبره، نن پر داسې یوه ولس واکمن شوي چې «بېخي بل ډول دی، پېچلی او له نړۍ سره پېیلی دی»، توقعات یې خورا لوړ دي او په خپلو حقونو پوهېږي. خلک تر پخوا بېخي ښه تحصیل کړي، له حکومت نه یې غوښتنې لوړې شوي او د خواله رسنۍ، موبایل ټېلېفونو او انټرنېټ پر مټ، له پراخې نړۍ سره نښتي دي. «آن هغوی چې په لوړو ممتازو پوړیو کې نه راځي هم نن موبایل او ټلوېزیون ته لاسرسی لري»، یوه پوښتل شوي ددې نظر په اورولو، وړاندې وویل: «ددې مانا دا نه ده چې په کلیوالو سیمو کې لا هم داسې څوک نه وي چې د [مخکنۍ دورې] غوندې چلند لري، خو ډېر لږ کسان به داسې وي چې بېخي یې بدلون نه وي کړی یا د فکر کولو نورو ډولونو ته لاسرسی ونه لري». د مدني ټولنې سازمانونه هم له ۲۰۰۱ راوروسته پړاو کې ډېر غوړېدلي دي.
د یوه پوښتل شوي له خولې د پام وړ خبره داده چې په ۲۰۲۱ کې یو روغ چلېدونکی دولت او دغه راز داسې یو خصوصي سکټور طالبانو ته لاس ورغی چې «هرځای او هر څه – معارف، روغتیا او دغه راز سوداګرۍ کې» ښکېل دی.
مېرمنو په تېره بیا ښوونې او روزنې، کارونو او په ټولنه کې پراخې ونډې ته له لاسرسي ډېره ګټه کړې ده. د یوه پوښتل شوي په خبره، چې په ۱۹۹۰ یمو کلونو کې یې افغانستان کې د کار پر مهال د کومې لوڅ مخې افغانې ښځې لیدل په یاد نه دي، ددې نتیجه دا شوه چې «د ښو تحصیل کړو، خبرلوڅو، پیاوړو، ځوانو او مسلکي مېرمنو یو بشپړ نسل رامنځ ته شي». ددې ټولو نتیجه بیا، د یوه بل پوښتل شوي له خولې دا شوه چې منځنۍ طبقه یوې بېخي نوې بڼې ته واوړي:
هغوی د۱۹۹۰ یمو کلونو په انډول ډېر په ځان باوري… تحصیل کړي او تر ډېره شکاک دي. وېره هم لږه ده. سر نه ټیټوي او ښکاره په هغو پرېکړو او واکمنو خاندي چې دوی ته تر نورو ډېر د خندا برېښي. د منځنۍ طبقې اعتبار هم اوس ډېر شوی، پیسې، ملکیتونه او سوداګریزې ګټې لري… د تحصیل کړو وګړو او سوداګرو بحث دادی چې: راځئ خپله وسه وکړو چې چارې وچلېږي او په متقابل تماس کې و اوسو! او ترڅنګ یې: د خدای شکر دی چې نور هغه ډول ډول بهرنیان نه شته چې راته ووایي څه کوئ او څه مه کوئ. اوس د افغانانو خپل غږ ته ډګر پراخ شوی دی. دوی له سلاکارانو، موسساتو، او ورکشاپونو تر پزې رسېدلي وو. اوس دوی د چارو عملي برخې ته ځیر دي، خو وخت به غواړي… مېړني افغانان به بیا، د ۱۹۹۰ یمو کلونو غوندې [طالبانو ته] غاړه کېنږدي. هغه مهال روایتونو توپیر کاوه – تر ډېره پرځان د زړه سوي احساس و. اوس دوی وایي: دا هېواد زموږ هم دی.
له بهرنیانو د ستړیا احساس چې ده یاد کړ، په لومړي امارت کې ډېر لږ لیدل شوی. هغه مهال بهرنیانو ته تر ډېره په ښه سترګه کتل کېدل او په عمومي ډول یې په پرانستې غېږ او دې ګومان چې بالقوه ګټور او په زړه پورې خلک دي، د ښې پېژندګلوۍ هڅې کېدې. خو د بهرنیو سلاکارانو او بهرنیو عسکرو شل کلن شتوالي دغه ښه احساس، آن د ۲۰۲۱ کال تر بدرنګې او ګډې وډې وتنې وړاندې لا پیکه کړی و. د جمهوري حکومت ګڼو نیمګړتیاوو – لکه عمومي فساد او د مالي امکاناتو وهنې او ددغه حکومت د ړنګېدو بهیر کې د هغه د مشرانو د تېښتې نندارې هم د هغه چا په اړه د افغانانو د نظرونو د بڼې ټاکلو کې ونډه درلودلې چې د جمهوریت ملاتړ یې کاوه، پیسې یې هسې بادولې او د حکومت تګلارې یې ‘اداره کولې’.
طالبان څومره بدل شوي
په ۱۹۹۶ کال کې چې طالبانو کابل نیوه، غورځنګ یې ایله دوه کلن شوی و. په اداري برخه کې بې تجربې و، خو له پاتې نړۍ سره یې راشه درشه تر دې هم لږه زده وه. هغه مهال، د یوه پوښتل شوي په خبره، «هغوی ته تر څه ځایه د معصومو واکمنو» په سترګه کتل کېدل. د بل پوښتل شوي له خولې، هغه وخت «له پاسه تر کښته ټول یو ملا عمر و». ټولو یې خبرې ته غوږ ایښوده. هغه، والیان په هرو دریو یا شپږو میاشتو کې اړول – را اړول او هر چاته چې به وویل شول بدل شوی یې، پوښتنه یې هم نه کوله چې ولې. طالبان ټول یو غږ او یو واک و». هغه مهال ملا عمر ته لاسرسی په یو څه محدوده کچه د بهرنیانو په ګډون تر اوسني امیرالمؤنین ملا هیبة الله آسان و.
پر ښځو او نجونو محدودیتونه په ۱۹۹۰ یمو کلونو کې ډېر پراخ وو – له روغتیایي برخې بهر د ښځو کار او دغه راز د نجونو هر ډول تحصیل له یوې مخې بند و. خو سرچپه یې، هغه مهال چارواکو ته ډګر پراخ و چې پر ناقانونه کړنو سترګې پټې کړي. یوه پوښتل شوي ته د معارف وزیر خبره وریاده شوه چې ورته ویلي یې و، «موږ پوهېږو چې تاسې د نجونو ښوونځي لرئ، خو موږ ته به نه وایاست چې شته.» دغه راز یوه والي ورته ویلي و، «زما او زما د معارف مدیر له خوا به لیک درشي [چې د نجونو ښوونځي بند دي] ته دغه لیک واخله او باطله دانۍ ته یې وغورځوه.» همدغه پوښتل شوي وویل چې جګپوړو طالب چارواکو یې اینجو سره تماس نیولی او ښوونځي کې یې د خپلو لوڼو د منل کېدو غوښتنه ترې کړې وه[۳]. هغه په دې اړه چې چاپیریال نن څومره توپیر کړی، وویل:
اوس داسې برېښي چې د [مانور] ساحه لږه ده او هره شېبه تنګېږي. خواله رسنیو دا خبره چې شیان پټ پاته شي، ډېره ګرانه کړې ده او دا چې څه روان دي، هغوی یې څرک په آسانۍ لګولی شي. د ساري په ډول، پکتیا کې [د ۲۰۲۲ کال سپټمبر کې د نجونو د منځنیو ښوونځیو غلې پرانستنه] لومړی خواله رسنۍ ته او وروسته دولتي رسنیو ته ووته او هله یې کندهاریانو په تړلو پسې مټې ونغښتې.
خواله رسنۍ یواځینی دلیل نه دی چې امارت ته یې د هغه څه موندنه چې د هېواد ګوټ ګوټ کې پېښېږي، آسانه کړې ده. د یوې مخالفې ډلې په توګه چې د اوږدو کلونو له پاره یې خپله موازي اداره چلوله، امارت د ادارې چلولو او د معلوماتو په ټولولو کې تر پخوا ډېره تجربه ترلاسه کړې او منظم شوی دی. د واک له نیولو سره سم دغه ډله د حکومتي ادارو او سرچینو چلولو ته په آسانۍ واوښته. یوه پوښتل شوي وویل، د اوسني طالب مشر، « د کار بڼه تر ملا عمر چې ټولې چارې یې له لوړه تر کښته پخپله سمبالولې، توپیر لري. دی خپله کندهار کې وي او ولایتونو کې یې د عالمانو شوراګانې دې ته جوړې کړي چې وګوري د هغه امرونه او فرمانونه پلي کېږي او که نه – آن که د [ځایي] خلکو دریځ، مثلاً د نجونو د زده کړو یا ټولنه کې د مېرمنو د ونډې په اړه بل ډول هم وي.
یوه افغانه مېرمن د کډوالو له پاره د ملګرو ملتو د کمشنرۍ (UNHCR) د ژمنیو مرستو د وېش مرکز کې د یوه طالب جنګیالي ترڅنګ د شړۍ، بړستنې او تودو کالیو ترلاسه کولو ته په انتظار ولاړه ده. عکس: ایمانوېل داناند/ د فرانسې خبري آژانس (اې اېف پي)، د ۱۹۹۶ کال د نومبر ۱۶.
اوسنی طالب غورځنګ په دوحه کې د اوږدو کلونو له خبرو راوتلې ماهره ډېپلماتیکه ډله ده او تر ۱۹۹۰ یمو کلونو خورا پیاوړې شوې پوځي وړتیا لري. مخې ته یې هم کومه پاموړ وسله واله ډله نه ده ولاړه او کولی شي خپل پام پر حکومتولۍ ټول او د واک واحد مرکز رامنځ ته کړي. ښایي تر دې هم مهمه دا چې، د یوه پوښتل شوي په ټکو، پر خپل ځان او دې ټکي د هغوی باور چې د واک چلونې حق په دوی پورې اړه لري، تر ۱۹۹۰ یمو کلونو ډېر پیاوړی شوی دی:
دوی په ۱۹۹۶ کال کې د مجاهدینو ډلګۍ د واک نیونې بهیر کې ماتې کړې وې. اوس یې دادی نړۍ ماته کړې، او په دې سره یې د مسایلو په اړه نظر بېخي بل ډول شوی دی. دوی د خپل ځان له خوا مشروعیت لري. شک هم نه ورلوېږي. څنګه به نو کارونه ترې خرابېږي؟… [باور یې دادی چې] څه یې چې خوښه وي هغه کولی شي: دا د دوی هېواد دی او حق یې دی چې مرستې راورسېږي او هغه باید هغسې چې د دوی زړه غواړي، وویشل شي.
زموږ پوښتل شویو کې، هر چا له اوسنیو طالب چارواکو سره د تعامل یو څه جلا بڼې یادې کړې دي. یوه ویل: «دا یو حکومت وزمه جوړښت دی چې [د جمهوریت پرتله] یې ځان آګاهي ډېره ده او چارې کټ مټ هغسې چې لارښوونو کې راغلي، ترسره کوي.» د اقتصاد وزارت په ګډون چې د اینجوګانو چارې سمبالوي له بېلابېلو وزارتونو سره د تعامل په اړه هغه وویل، «داسې برېښي چې په دوی کې [د جمهوریت پرتله] د رسمي اداري مراحلو یا بیروکراسۍ رعایت او له قانون سره سم چلېدل ډېر وي. دې کار، لږ تر لږه په لومړي سر کې هیلې زېږولې وې – داسې برېښېده چې [د پروژو په اړه] آزادې خبرې شونې دي.» بله پوښتل شوې، د حالاتو په ورو ورو خرابېدو، دده پرتله ډېره خواشینې ایسېده.
[د واک نیونې تر لومړیو ورځو] اوس د مانور ساحه کوچنۍ شوې ده. داسې برېښي چې دوی منګولې لا ټینګوي، د حکومت پر اهرمونو لاسونه راتاووي، او په وېره کنټرولول کوي. خلک ډارېږي چې سپینه خبره وکړي. موږ د مظاهره چیانو مجازاتېدل ولیدل. هغوی بېوزلي سپکوي او فکر کوي چې بېوزلي د بد چلند سزا ده.
د طالب غورځنګ جوړښت په تېرو شلو کلونو کې اوښتی دی. سره له دې چې لا یې هم ډېرئ غړي پښتانه دي، خو اوس یې د ۱۹۹۰ یمو کلونو پرتله د تاجکانو او ازبکانو شمېر هم ډېر شوی، سره له دې چې په جګو پوړیو کې یې شتوالی دومره نه لیدل کېږي. تر پخوا ډېرو طالبانو، په تېره لوړو پوړیو کې، د خلیجي هېوادو او د پاکستانو د ګڼو ښارونو په ګډون له افغانستانه بهر ژوند کړی دی. د ژوندانه د تجربو له مخې اوسنی طالب غورځنګ، تر هغه څه چې په ۱۹۹۰ یمو کې یې واک تر ګوتو کړی و، تر ډېره یوه متفاوته ډله ده. د هغه مهال غورځنګ نژدې له یوې مخې له پخوانیو مجاهدینو او د جنوبي سیمو له پښتون مېشتو مدرسه یي زده کوونکو جوړ و – سره له دې چې ټولنیز اوډون یې اوس هم په هماغه شدت جوت دی.
د اخیستنو دا جلاوالی ښایي د عقایدو جلاوالي، لکه د نجونو د زده کړو مساله کې (وګورئ: د هغو طالبانو په اړه زموږ د کال وړاندې رپوټ چې خپلې لوڼې یې ښوونځیو ته استولې دي دلته ولولئ) او د غورځنګ لومړیتوبونو ته ووځي. دې برخه کې، لکه یوه پوښتل شوي چې څرګنده کړه، ښایي د هغو کسانو چې «د دونیایي کارونو په چلونو پوهېدلي او غواړي افغانان د نړۍ برخه و اوسي، د پیسو ګټلو وړتیا ولري او له نړۍ نه ګوښي پاته نه وي» او هغوی ترمنځ چې «له هېواده بهر یې هېڅ شی نه خوښېږي، تش داسې یو هېواد غواړي چې واک پرې وچلوي او ټول خپلې عقیدې ته واړوي» ژور توپیر موجود وي.
نادولتي موسسي او په ټوله کې د مرستو ډګر څومره اوښتی دی
په ۱۹۹۰ یمو کلونو کې د مرستو کاروبار ډېر محدود و. په هغو کلونو کې افغانستان ته استول کېدونکې مرسته د نړیوال بانک په وینا، له ۲۰۰ تر ۳۰۰ میلیونو ډالرو یا د نننیو پیسو له مخې له ۳۶۰ تر ۵۴۰ میلیونو ډالرو پورې وه. اوس مهال ملګري ملتونه هره اوونۍ د بشري هڅو د تمویل له پاره، د USIP اقتصادي ماهر بیل بیرډ په وینا د هوا له لارې ۴۰ میلیونه یا د کال دوه میلیارده ډالر ورلېږدوي (چې د جنسي او نورو مرستو په ورزیاتولو، د هغه په لیکنه د کال تر ۳ میلیاردو ډالرو رسېږي؛ د پرتلنې له پاره: تر ۲۰۲۱ کال وړاندې کلنۍ ملکي او پوځي مرسته ۸ میلیارده ډالره کېده. په ۱۹۹۰ یمو کلونو کې دغلته د نادولتي موسسو، په تېره بیا د افغاني هغو شمېر خورا لږ و. په هغو کلونو کې، د نړیوال بانک د همدغه رپوټ له مخې، د مرستو ډېره اندازه «پر بشري لاسنیوي چې ډېره برخه یې خواړه او نورې جنسي مرستې وې»، او دغه راز ماین پاکونې لګېدې، په داسې حال کې چې «مهمو پرمختیایي څانګو لکه ښوونې او روزنې او بنسټیزو تاسیساتو ته … د ټولو مرستو یوازې یوه کوچنۍ برخه ورکول کېده.») سره له دې چې د مرستو عمومي کچه اوښتې، پر بشري اړتیاوو پام ساتنه تر ډېره بریده هماغه پخوانۍ برېښي.
یو لړ نور مهم توپیرونه هم وو. د پوښتل شویو په وینا، بهرني مرستندویان ډېرئ هغه کسان وو چې په ۱۹۸۰ یمو او د ۱۹۹۰ یمو لومړیو کې یې دننه افغانستان یا د کډوالو کمپونو کې کار کړی، پښتو یا دري یې زده کړې، دننه هېواد کې پر هره خوا ګرځېدلي او د کورنۍ جګړې په ترخو او نا اټکلېدونکو وختونو او دغه راز کلیوالو سیمو کې یې د کار کولو تجربه چې طالبانو ورپورې اړه درلوده، ټوله کړې وه. یوه پوښتل شوي خپله خاطره یاده کړه: «په اتیایمو او نويیمو کلونو کې به په کوم کلي کې له ملا یا قومي مخور یا جهادي مشر سره ناست وو، بنډار به مو کاوه. [دا ډول مرستندویان] نور نه شته.» ځینې افغان کارکوونکي چې د هغه په وینا، د هغو لومړنیو کلونو تجربې ورسره دي، لا هم پاته دي، خو ډېرئ یې اوس په ښارونو کې له ممتاز ژوندانه سره روږدي شوي: که د اتیایمو او نويیمو کلونو معاشونو ته وګورې، نو دوی د اوسنیو عوایدو یوازې لسمه برخه تر لاسه کوله. د اینجوګانو افغان کارکوونکو ځانو ته په ښارونو کې امتیازي موقفونه موندلي دي. له طالبانو سره هم کلک مخالفت څرګندوي.»
پر ۲۰۲۱ کال د رژیم تر بدلانه وړاندې کلونو کې چې وسله وال مخالفت پراخېده، له جګړو اغېزمنو شویو سیمو کې کار، یا په دې چې د اینجوګانو کارکوونکو ته ریښتیا هم خطرناک و او یا یې امنیتي محدودیتونه لا سختېدل، ورځ تر بلې ګرانېده. یو شمېر افغان کارکوونکي چې هغو کلونو کې یې نړیوالو اینجوګانو ته کار کاوه او ښارونو کې مېشت وو، خپلو پلرنیو کلیو ته چې که د طالبانو تر ولکې لاندې به وې، له بهرنیو موسسو سره د تړاو له وېرې نه شوای تللی. خو لا هم، لکه یوې پوښتل شوې چې ټینګار کاوه، هرڅه له لاسه نه دي تللي: «د اوږدې سابقې درلودونکو اینجوګانو تل دا امکان درلودلی چې په سیمه ییزه کچه په خبرو یوه لار راوباسي.» دا کار لا هم کېدلی شي، خو د هغې په ټکو «اوس تر پخوا څو ځله ګران شوی دی.»
دا ستونزې تر څه ځایه په هغو طریقو کې نغښتې دي چې مرستې ورسره په تېرو شلو کلو کې سیاسي شوې. افغانستان ته ورکړ شویو مرستو کې تل یو پیاوړی سیاسي عنصر ورګډ و؛ د ۱۹۷۸ کال له ثور انقلاب وړاندې کلونو کې د لوېدیځ او شوروي بلاک د سړې جګړې له سیالو مرستو نیولې چې دواړو په کې د کابل د ملګري کولو هڅه کوله، د شوروي ښکېلاک پرمهال جګړه ښکېلو لوریو ته د وسلو او نورو مرستو تر ورکولو او بیا تر هغه پړاوه چې شوروي پلوی حکومت نسکورېده او افغانستان له کمونستانو ‘آزادېده’ او ورسره سم دغه هېواد مسکو او واشنګټن دواړو ته نور ارزښت بایله، مرستې په کې نژدې وچې شوې.
د هرات ښار لوېدیځ پلو مسلخ کمپ کې د نړیوال خوراکي پروګرام مخې ته ټول شوي کډوال. هلته هغه مهال ۴۷ زرو کسانو چې له وچکالۍ او جګړو تښتېدلي وو، په ډېرو بدو شرایطو کې ژوند کاوه. عکس: ب. ک. بنګښ پول/ د فرانسې خبري آژانس (اې اېف پي)، د ۲۰۰۱ کال د فبرورۍ ۱۱.
په ۱۹۹۰ یمو کلونو کې د مرستو برخه کې د طالبانو تر ټولو تازه تجربه ښایي مجاهدینو ته (چې طالبان یې برخه وه) د لوېدیځ پوځي ملاتړ او په کابل کې د حکومت له ولکې بهر سیمو کې ولسي وګړو او په پاکستان کې افغان کډوالو ته چمتو شوې مرسته وه. سرچپه یې، په تېرو شلو کلونو کې د طالبانو د ژوندانه تجربه یا جنګ او یا د هغه حکومت خلاف ډېپلماتیکې هڅې وې چې په بهرني پوځي ځواک او مرستو یې ننګه کېده. د امریکا او نورو هېوادو پوځونو هم، په تېره بیا د حکومتي خدمتونو رسولو او د عوایدو د ګټلو برخه کې ښکاره ددې (بېځایه) باور له مخې له مرستو نه د وسیلې کار واخیست چې په دې سره به د افغانانو ‘زړونه او مغزونه’ له یاغیانو ځان ته راواړوي. بشري مرستندویانو دا تګلاره، پر دې چې څومره مخامخ یې د بې پَرې توب، بېطرفۍ او خپلواکۍ په اړه بشري اصولو سره تناقض درلود، په کلکه غندله. هغوی په حقه وېره څرګندوله چې دا ډول تړاو یې نوم بدوي. د هغوی له فریادونو سره سره، ډېرئ طالبانو دا انګېرنه تر لاسه کړه چې مرستې د یرغل برخه ده او دا عجیبه هم نه وه ځکه امریکایي پوځ پخپله، لکه د ۲۰۰۹ کال د اپرېل میاشتې عسکري تعلیمنامه: پیسه لکه وسله – د قوماندان لارښود کې، مرستې د وسلې په نامه یادې کړې دي. له مرستو سره دې پېچلو تړاوونو، لکه یوه پوښتل شوې چې یادونه کړې، د اینجوګانو کاري چاپېریال واړاوه:
[په ۱۹۹۰ یمو کلونو کې]، طالبانو تر ډېره اینجوګانو ته په ښه سترګه کتل، ځکه موږ ولسي وګړو ته داسې مرستې چې هغوی [طالبانو] نه شوای ورکولی، رسولې. موږ ته پر هرځای درناوی کېده او چا مو د کار مخه نه نیوله.
طالبانو تل له بشري مرستندویانو سره عجیبه راشه درشه درلوده. هغوی د مرستو ارزښت لیده، خو دا فلسفي باور یې هم درلود چې روزي الله ورکوي. له دې امله یې مرستې هېڅکله نه خوښېدې. هغوی په دې اړه شکونه لري او غواړي یوه لاره ومومي چې پر مرستو له تکیې ووځي.
[په ۱۹۹۰ یمو کلونو کې] طالبان نژدې له یوې مخې پر اینجوګانو تکیه وو. د هغوی احساس دوه ګونی و – هغه یې نه خوښېدې، خو دا هم ورته روښانه وه چې بې هغوی نه کېږي. خبره نن هم، لږ تر لږه د هغو کسانو له پاره چې عملوال [پراګماتیست] دي، هماغه پخوانۍ ده. سره له دې چې زه داسې بولم چې هیبة الله د زړه له کومي دا عقیده لري چې اینجوګانې، ملګري ملتونه او نور ټول دې، چې د لوېدیځ وږم یې پورته کېږي، ځي او په دې سره به کوم بدلون رانه شي، ځکه چې رازق الله دی.
په طالبانو کې د اینجوګانو په اړه څو ګونی او ګډوله احساس – درناوی، له اتکاوو ناخوښي، له بهرنیانو (سم یا ناسم) کرکه او دا چې بهرنیان به د ‘دوی’ په ښځو څه راولي په ګډه په ۱۹۹۰ کلونو کې له اوږدېدونکي کمونستي اغېز نه د افغان ټولنې د ژغورنې تلوسې سره یوځای شوی و: طالبانو، د ساري په ډول، ټول دولتي مامورین چې ختیځ بلاک کې یې زده کړې کړې وي، ګوښه کړي وو. نن اینجوګانو ته داسې ګوري چې خطر یې ستر شوی، تر پخوا ډېر موذي شوی او نړیوال شوی دی. نتیجه داده چې طالب د اینجوګانو خدمات غواړي، خو شتوالی او اغېز یې نه دی په کار، په داسې حال کې چې ترڅه ځایه دا باور هم ورسره دی چې امارت ته اصلاً د هغوی اړتیا نه شته.
د پاملرنې نړیوالې ټولنې (Care International) کارکوونکی په کابل کې د یوې کونډې نوم لیکي چې خوراکي بسته تر لاسه کړي. هغه مهال د پاملرنې موسسې یوازې پلازمېنه کې له څه باندې ۷ زرو کونډو سره مرسته کوله او نه یوازې خواړه بلکې ښوونیزو او مسلکي کورسونو ته یې لاسرسی هم ورته چمتو کاوه. عکس: شاه مري/ د فرانسې خبري آژانس (اې اېف پي)، د ۲۰۱۰ کال د جنورۍ ۴.
د بهرني بحث یو اړخ دلته بیا د یادولو دی ځکه چې په لومړي امارت کې و او اوس تر ډېره ورک شوی، خو په طالب پلوو کړیو کې لا هم شته. په ۱۹۹۰ یمو کلونو کې، مرستندویو کړیو او بهرنیو څېړونکو په دې اړه ډېره ژوره پلټنه کوله چې آیا طالبان ریښتیا تش د افغان کلتور معیارونه پلي کوي که څنګه. دا ځل ددغسې پلټنو ډېر کمی دی، ښایي د ښځینه حقونو او مدني آزادیو له پاره د پیاوړو افغان غږونو له ګڼوالي او له دې امله چې په تېرو دوو لسیزو کې دومره ډېرو مېرمنو معاش لرونکي کارونه درلودل او د حکومت، پارلمان، رسنیو او محکمو په ګډون یې ډېرو برخو کې عامه مسوولیتونو ته اوږې ورکړې وې او ورسره جوخت د نجونو یو بشپړ نسل په ښوونځیو کې زده کړې کړې دي. له دې سره سره، یوه پوښتل شوي یادونه وکړه چې دغه ډول یو بحث د طالبانو او د هغوی د پلویانو په دې تورونو کې لا هم ژوندی دی چې اینجوګانې ‘بهرني ارزښتونه’ دودوي:
د [کلتوري معیارونو] بحث اوس په بهرنیو کړیو کې نه کېږي، خو د طالبانو اړخ کې روان دی. هغوی د نجونو پر زده کړو او د ښځو پر حقونو فشار د [بهرنیانو] پلمه بولي چې خپل کلتور وتپي. د ساري په ډول یوه وزیر وویل، «زه دا نه شم منلی چې تاسې [زموږ مېرمنې او نجونې] د زده کړو په نامه فحشا ته بوځئ. موږ د سید الرسل خورا سپېڅلی دین لرو. تاسې نه شئ کولی دا شیان پر موږ وتپئ. دا پرېکړه پر موږ اړه لري چې ښځې کار وکړي او که نه او په کومه برخه کې کار وکړي.»
دا هم د یادولو ده چې په ۱۹۹۰ یمو کلونو کې اینجوګانو ته د طالبانو ډېر درناوی په دې مانا نه و چې هغوی همدومره ډېر اغېز هم درلود. یوه پوښتل شوي، کله چې مېرمنې په دفترونو کې له کاره وګرځول شوې، د اینجوګانو غبرګون داسې یاد کړ:
دا [ په ۱۹۹۶ کال کې] د واک نیونې لومړۍ شپې ورځې وې. ټولو له حالت سره ځانونه سم کړل او پروګرامونه روان شول. احساس هغه مهال تر ډېره دا و چې د چا خبره نه اورېدل کېږي او له ملګرو ملتو پرته چا د اینجوګانو په استازۍ له طالبانو سره خبرې نه کولې. زما دا هم یاد دي چې کله په ۱۹۹۷ کې طالبانو د شپې له خوا روغتونو کې د کار قواعد واړول او ټولې مېرمنې یې [مګر دا چې په روغتونو کې د ښځو او نارینه وو برخې بشپړې جلا وي] کورونو ته واستولې او غوښتل یې چې ناروغانې د ښځو یوه نوي روغتون ته چې بېخي د هغوی منلو ته چمتو نه و، ولاړې شي. اینجوګانو هېڅ نه شوای کولی پرته له دې چې د اوښتي زیان د مخینوي له پاره لاس او پښې ووهي. که شکایت مو کاوه، چاته مو کولی شو؟ روښانه وه چې ددې پرېکړو عواقبو ته تر طالبانو د اینجوګانو پام ډېر و… هلته دا سخت انتخاب هم و چې موږ د اینجوګانو په توګه، په اصل کې له طالبانو سره مرسته کوله چې د جبهې لومړۍ لیکې ټینګې کړي. هغوی اړ نه وو چې روغتیایي سیستم فعال وساتي – دا کار اینجوګانو کاوه – او په همدې دلیل، هغوی دا وس مونده چې پام پر جګړې ورټول کړي.
د طالبانو او نادولتي موسسو ترمنځ هغه یوه مخامختیا د یادولو ده چې امارت په کې اړ شوی و له خپل لومړني امر نه په شا شي چې د ۱۹۹۸ کال د جون په ۲۹ صادر شوی او له ټولو بهرنیو اینجوګانو نه په کې غوښتل شوي و چې د کابل پولي تخنیک بېخي بمباري شویو ودانیو ته چې پخپله اینجوګانو یې د بیا سمولو تکل درلود، ولېږدېږي. داسې برېښېده چې دا کار له ولسي وګړو سره د بهرنیو اینجوګانو د هر ډول تماس د پرېکولو له پاره سنجول شوی و او که ټینګار پرې کېده، ښایي ډېرئ اینجوګانې وتلې وای او دا هغه ګام و چې په پای کې روښانه شوه اسلامی امارت ته یې پورته کول ډېر ګران دي.
په افغانستان کې د نادولتي موسسو د فعالیت یو بل حساس اړخ هغوی ته د نړیوالې پاملرنې کچه ده. د یوه پوښتل شوي په خبره، ۱۹۹۰ یم کلونه، «افغانستان ته د پام د تدریجي لږېدو پړاو و. د مرستو له اړخه دا یو ټپ درېدلی بهیر و. یوازې څو ګوتې په شمار اینجوګانو کار کاوه.» سرچپه یې، په ۲۰۲۳ کال کې د مرستو برخه کې کار، له شلن کلن پراخ نړیوال حضور وروسته فعالیت دی، په دې مانا چې د نادولتي موسسو له کار او د هغوی د فعالیتونو له څار سره بهرنۍ لېوالتیا تر پخوا ډېره پراخه ده.
د لوېدیځ له پاره، د افغانستان روانې پېښې او هلته د مرستې رسونې څرنګوالی دا وایي چې لوېدیځ څه دی او څنګه د هغه حکومت ساتنه کې پاتې راغی چې ده یې پر واک پاتېدل غوښتل. دا د انتخاب سختوالی ډېروي او اینجوګانو ته مخامخ ستونزمن غوراوي په دې تصور چې ګنې په افغانستان کې د دوی کړنې بېرته په تمویلوونکو حکومتو کې انعکاس مومي، ګډوډوي. د همدغه پوښتل شوي له خولې، «دا مهال لوېدیځو هېوادو ته د افغانستان په اړه ډېر تور او سپین [ساده یو اړخیز] خبرونه رسېږي چې نژدې ټول یې د ښځو د کار او د ښځو د زده کړو [پر بندېدو] ټول دي بې له دې چې له توپیرونو او جزییاتو سره یې دومره مینه څرګنده شي – ته وا زموږ ډله ییز روحیات غواړي چې دا رژیم تل بد و اوسي او یوازې همدومره بد و اوسي.»
ددې په توپیر، د ۱۹۹۰ یمو کلونو او نن ورځې یو ګډ اړخ، لکه مارک ډه فیلډ، پاترېشیا ګوسمن او نیکولاس لیډر چې د ملګرو ملتو د ستراتیژیک چوکاټ په اړه خپله څېړنه کې په ۲۰۰۱ کال کې (د سپټمبر د ۱۱ بریدونو نه وړاندې) لیکلي، دادی چې، «لوېدیځ حکومتونه» له طالبانو سره د چلند له پاره «بې له دې چې له رسمي پېژندنې یې غاړه وغړوي… یا د ملګرو ملتو له بندیزونو پرته نور سیاسي وسایل» نه لري. توپیرونه یوازې په هغه څه کې چې ښایي د طالبانو او لوېدیځ راشه درشه وبلل شي، لیدل کېږي. د ۱۹۹۰ یمو کلونو په څېر، اینجوګانې او د ملګرو ملتو ادارې عملاً په هېواد کې د لوېدیځ یا بهرني حضور یواځیني استازي دي. خو په ۱۹۹۰ یمو کلونو کې، سره له دې چې هغوی دننه هېواد کې خپل کاري دفترونه درلودل، مرکزونه یې په عمومي ډول ګاونډي پاکستان کې وو. په توپیر یې، دغه مرکزونه اوس کابل کې دي. څو پوښتل شویو، او په دې ډله کې دې سړي، ددغه کار اغېز ته، ګوته ونیوله:
نادولتي موسسې نن د طالبانو د فشار په وړاندې چې ددغه ډول فشار واردول ورته آسان شوي، ډېرې حساسې دي. کله چې موږ پاکستان کې وو دا شونې وه چې، مثلاً د طالبانو له خوا د هزاره جاتو د کلابندۍ په مخالفت، اوچت غږ پورته کړو[۴]. اینجوګانو علني اعلامیه چمتو کړې وه چې طالبان یې ډېر خوابدي کړي وو.
اینجوګانې او ملګري ملتونه نن طالبانو ته د ګردې ‘نړیوالې ټولنې’ په نیابتي اړخ اوښتي او هغوی چې دننه کار کوي بېخي خطر ته مخامخ دي. دوی اوس، د اړتیا پر مهال هغه پخوانۍ پلمه هم نه لري چې ګنې تش اسلام آباد یا پېښور کې د خپل مشرتابه لارښوونې پلې کوي. د طالبانو غوسې ته په کتو چې حکومت یې په رسمیت ونه پېژندل شو، دا، دومره خوندور حالت نه دی چې سړی ورسره مخامخ وي. سربېره پردې، تمویلوونکي ټینګار کوي چې مرستې د امارت په لاس نه شي ویشل کېدای او د ملګرو ملتو موسسې یې باید اینجوګانو ته تحویل کړي. له دې امله نو دا خطر په ډېرېدو دی چې طالبان او په ټوله کې ولس – په حقه یا ناحقه – د لوړو بیو، فساد، کاري ناوړتیا او د شیانو د کمښت پړه پر اینجوګانو او ملګرو ملتو واچوي.
دغو اوښتو شرایطو او دې ته په کتو چې ۱۹۹۶ – ۲۰۰۱ کې څه شي کار ورکاوه/ یا یې نه ورکاوه، اوس څه کېدلی شي یا څه باید وشي؟
نادولتي موسسو ته چې د ښځو کار له بندېدو سره مخامخ دي، هېڅ موجود انتخاب په زړه پورې نه دی: غاړه ایښودل او یوازې د نارینه کارکوونکو ساتل؛ له بندیز نه د بچېدو هڅه، لکه په سیمه ییزه یا ملي کچه د استثنا حق تر لاسه کول؛ د ښځینه مامورینو د کار دوام په دې هیله چې بندیز به نه پلی کېږي یا؛ پرېکوڼ.
یوه مرکه کېدونکي، هغه احساس یاد کړ لکه هماغه پېښه چې بیا درباندې راشي: څه باندې شل کاله وروسته بیا غونډه کې ناست یې او له طالب چارواکو سره بشري مرستو ته پر لاسرسي غږېږې. هغه داسې ګڼله چې د اوسني بندیز په تړاو د طالبانو د دریځ نا روښانیتا، اینجوګانو ته د بېلابېلو غبرګونو امکان ورکړی دی:
دلته دوې خبرې دي: تحریري امر او لارښوونې او بل د هغو پلې کېدا. په دې دوو کې تل یو واټن وي او په همدې، سړی هڅه کوي هغه [بشري] ساحه چې لري یې، وساتي. د [طالبانو] عمومي خبرتیاوې مو لیدلې، خو د پلې کېدو همغږی چلند یې نه برېښي. ځینونادولتي موسسوهغوی په خپله خبره کې ټینګ کړي، ورته وایي، «موږ کار نه شو کولای». نورو ویل، «کار به کوو او ښځینه کارکوونکي هم تر هغو ساتو چې مخه مو [طالبان] نیسي. هلته به نو بیا بس کوو.»
هغه وویل هڅونو او جرګو مرکو ځينو ځایونو کې بندیز نرم کړی دی:
موسسې او اینجوګانې جلا جلا مخامخ طالبانو ته ورغلي او هغوی یې پوښتلي چې، «کونډو او هغو کورنیو ته به چې مشري یې ښځې کوي، لاسرسی څنګه کېږي؟» په مرکزي او سیمه ییزه کچه ځینې بحثونه وشول او څه لارې چارې وموندل شوې. اوس په روغتیایي او غذایي برخه کې [ښځینه کارکوونکو ته] نا لیکلې استثناوې ورکړ شوې دي. مانا دا چې د کار په ترڅ کې خپله لار باسئ او د اړینو بشري چارو د سرته رسولو له پاره حل لارې لټوئ. خو په ځینو ځایونو کې لا هم ناشونې ده چې فعالیت وشي.
هغه وویل چې خواله رسنیو او باندنیو تبصره کوونکو، په تېره بهر مېشتو افغانانو د جوړجاړي موندنه ګرانه کړې. هغوی تش په دوو کې یوه غواړي: بندیز ته غاړه کېږده که نه د افغانانو د لوږې مسوول یې؛ یا که نه غواړې امارت دایمي شي، له مرستو تېر شه.
د افغانستان اړوند ټول اوسني تاوده بحثونه دومره علني او زهرجن دي چې که هره نادولتي موسسه د نړیوالو بشري قوانینو له اصولو سره سم د مرستې رسونې په موخه وغواړي چې د [بندیزونو] له منځه خپله لار وباسي، تورنېږي چې د دفاع پلمې لټوي یا په خپل تجارت پسې ده…. ځینې اینجوګانې کار کوي او خپله لار باسي، خو څرنګه چې هر څه علني دي، ستونزې لري. په ۱۹۹۰ یمو کې خواله رسنۍ نه وې. هلته شونې وه چې کارونه، بې له دې چې د چا ورته پام شي، ترسره کړې. اوس دې بحثونو کې زهر ګډ شوي او زهرجن شوي، په تېره بیا د بهر مېشتو افغانانو منځ کې.
په بشري برخه کې د مخکنیو کلونو د کار تجربې د هغو توضیحاتو څرنګوالی اغېزمنوي چې پوښتل شوي یې دې پوښتنو ته د ځواب موندنې په ترڅ کې ورکوي چې اوس څه کېدلی شي یا څه باید وشي. د ساري په ډول، دې پوښتل شوي وویل:
موږ لا د مخه په ۹۰ یمو کلونو کې، د «اصولي شدت» په وړاندې د «اصولي عملوالۍ (پراګماتیزم)» بحث کاوه. د ساري په ډول، په ۱۹۹۷ کال کې [د طالبانو له خوا] له زده کړو د نجونو د راګرځولو فرمان به راواخلو. هلته د ملګرو ملتو بېلابېلې ادارې، ECHO او USAID او نورې ولاړې د ترکمنستان عشق آباد ته او ویې ویل، «یوه ټنګه هم معارف ته نه ورکوو، بس خیر و خلاص». خو زموږ اینجوګانو مقاومت کاوه ویل یې، یوه د فرمان خبره ده چې موږ یې مخالفت کوو، خو پر ځمکه نور حقایق هم شته. د نجونو ځينې ښوونځي لا هم چلېږي، طالبان ترې خبر دي خو څه نه وایي.» خو له دې سره سره [ملګري ملتونه او نورې ادارې] پر همدغه سخت دریځ پاته شول.
که چېرې وایاست، «موږ هرڅه دروو،» دا اصولي شدت دی. خو دا هم ویلی شئ چې، «موږ د پروګرام هغه برخې چې له ښځو سره په کې تبعیض شوی، ځنډوو، خو نورو برخو، لکه د ساري په ډول روغتیا کې، دا کار نه کوو.» [زما اینجو] اوس د ښوونکو د روزنې بېلګه لري چې ښځې په کې نورې ګډون نه شي کولای. موږ ودراوه، خو خبرې مو جاري ساتلې دي. پوښتنه داده چې موږ ولې [افغانستان کې یو]؟ تش د هغه څه د دفاع له پاره چې موږ ورته اصولي چلند وایو، که زموږ اصلي موخه د افغان ولس لاسنیوی دی؟ دا دوه سره جلا دي.
ددې پوښتل شوي دریځ دادی چې اینجوګانې که هغه برخې چې ښځې ترې بندې شوي، دروي، ورسره سم دې له دې حالت نه د وتلو او تېرېدنو هڅې هم جاري وساتي او چارواکو سره خبرې کوي – سره له دې چې ویې منله دا کار به ګران وي ځکه د طالبانو له مشر سره د غږېدو امکان نه شته. هغه د یوې طریقې یادونه وکړه چې دده خپلې اینجو له بندیز نه د بچېدو او د ښځینه مامورینو د کار د دوام له پاره موندلې (چې دلته یې نور جزییات نه وړاندې کېږي)، خو ویې منله چې دا کار خطرونه هم لري؛ که اورپکي خبر شول، اینجو به وتړي. هغه دا هم وویل څومره چې ستاسې د اینجو فعالیت ژوند ژغورنې ته ضروري وي، هومره یې غوراوي هم سختېږي:
که چېرې هغوی [د غذایي مرستو برخه کې] ښځې کار ته پرېنږدي، دلته نو سړی له دوه لارې سره مخامخېږي [چې مرستې ودروي که نه]. ځکه که مرستې یوازې سړي هم وویشي، دا ډاډ باید تر لاسه شي چې کورنیو او په دې ډله کې ښځو او کوچنیانو ته رسېدلې دي. د بشري الزام مانا داده چې د ژوندانه د ژغورنې له پاره به ډېرې داسې خبرې منې چې مخکې دې نه منلې. او همدلته ده چې زما په فکر د مرستندویې ډلې منځ کې د یوه جدي بحث اړتیا راپورته کېږي. په روانو بحثونو کې ماته داسې ایسي چې د بشري الزام مفهوم ډېر لږ یاد شوی دی.
آیا د بشري الزام بروالي ته په پام سره چې وایي، «په ناورینو یا کړکېچو کې دې د انساني کړاو د مخنیوي یا د کړاو د کمولو اقدامات وشي او هېڅ شی باید دا اصل وانه ړوي» (دا تعریف له دې ځایه اخیستل شوی دی: د سپیر لارښود: په بشري غبرګون کې د حد اقل اصولو بشري منشور) آیا لازمه ده چې اینجوګانې، ددې پوښتل شوي کس په وینا، «له ښځو نه د طالبانو کرکه» وزغمي او لږ ترلږه د خپلو فعالیتونو ځینې برخې جاري وساتي؟ هغه هم شک درلود.
له بندیزونو سره سره د پروګرامونو د جاري ساتلو غوراوی، او په اصل کې هغو ته غاړه ایښودل، د سختې او اوږدمهالې بیې د پرې کولو خطر له ځانه سره لري. د ژوند ژغورونکو مرستو وېش ته یوازې د سړیو ګومارنه ددې ټکي ‘اثبات’ هم بلل کېدلی شي چې بې ښځو هم د کارونو سرته رسول، بالآخره شوني دي. ډېرئ مرستندویان په دې باور دي چې د ښځینه کارکوونکو درلودل یوازې د اصولو خبره نه ده، بلکې د افغانستان غوندې جنسیتي جلا شوې ټولنه کې یوه عملي اړتیا ده. لکه یو پوښتل شوی چې وایي، «که ښځې په ټولنه کې د اړمنو کورنیو د موندنې له پاره له ښځو سره غږېږي، دغه کار سړي [په دغه بڼه] نه شي کولای. که تاسې د مالدارۍ پروژه لرئ او څاروي ښځې ساتي نو ناشونې ده چې دا کار بې ښځینه کارکوونکو ترسره شي.»
له دې سره هم مهاله، د یوه پوښتل شوي په وینا، دا کار پخپله ښځینه کارکوونکو او دغه راز سړیو ته چې دوی یې غمخوري کوي، خپله سملاسي انساني پایله هم لري. «سمه ده چې ښځې د نهیلۍ احساس کوي. هغوی له نهیلیو، خواشینیو او اندېښنو ډکې دي. سړیو ته هم آسانه نه ده. په ټوله کې، دا یو ناورین دی.» دلته له ښځينه همکارانو او مرسته کېدونکو، دواړو سره د پیوستون یو پیاوړی احساس او دغه راز دا احساس شته چې کار ته برابر لاسرسی یو انساني حق دی او په آسانۍ باید ونه بایلل شي.
د بندیزونو له څنګه د خپلې لارې د موندلو پوښتنې سره د مخامخ دې مرکه کېدونکې هڅې چې له دې دوه لارې نه د وتلو له پاره یې کوي، ښیي چې د اینجوګانو مشران څومره پر خپلو مغزو فشار راوړي چې خپل راتلونکي اقدامات وسنجوي او ډېر ځله په یوه دایره کې تاوېږي.
څه به کوو که یوازې له سړیو جوړې ډلې د کار کولو اجازه ولري؟ ورته ووایو چې نه، موږ اړمنو خلکو ته خواړه نه ویشو؟ دې مساله کې د اینجوګانو خبره یوه نه ده، د تمویلوونکو هم نه ده او د ملګرو ملتو هم. ملګري ملتونه به ګنې ومني چې د کارکوونکو ډلې یې یوازې له سړیو جوړې وي؟ ډېرئ اینجوګانې اوس هغو پروګرامونو ته ورستنېږي چې پلي کولی یې شي – ژمي ته چمتو کول، د خوړو وېش (ځکه که نه یې ویشي، ورستېږي). نورو پروګرامونو ته په کاري ډلو کې ښځې ضروري دي، خو ډاډه نه دي چې که کار وکړي څوک به څه نه ورته وایي. ځکه نو دوی څنګ ته د نورو لارو په موندلو پسې ګوري، لکه د خپلو کارکوونکو پرځای په کورنیو کې له ښځو نه غوښتنه چې مرکې ورته وکړي او [د مرستو چارې] وڅاري. ځینو ځایو کې ښځې کولی شي بهر کار وکړي، خو نه په دفترونو کې – او که ښځې دفترونو کې کار ته دوام ورکوي، له سړیو باید جلا وي، خو دا تر بندیز وړاندې خبره وه [ځکه نو دا اوس حل لاره نه ده]. بس ټولې ستونزې دي. کله چې دې مقاومت پیل کړ او ودې ویل چې نور [د بندیز له امله] کار نه شې کولی او بیا دې زړه وغواړي چې له سره یې پیل کړې، ‘نو ځان دې پخپله خراب کړ‘.
هغه څه چې حالت نور هم، د هغې په وینا خرابوي دادي چې چاپېریال بېخي د بهرنیانو ضد شوی او ځکه یې د طالبانو د قانع کولو له پاره کابو هېڅ په وس نه دي.
فکر کوم طالبان به بېخي خوشحاله وي که له اینجوګانو خلاص شي. موږ ته د جاسوسانو په سترګه کتل کېږي چې بس پیسو پسې یو او بهرنۍ آجنداوې پلې کوو. که ملګرو ملتونو نه خلاص شي، دا یې هم خوشحالوي. په حقیقت کې د اغېز کومه وسیله یا ډېپلماتیک فشار نه شته. دغه راز تمویلوونکو او ملګرو ملتو ته هم ګرانه شوې چې خپل دریځونه سره نژدې کړي. د بېوزلۍ له کمولو پرته نورې ټولې تګلارې، طالبانو ته داسې دي چې یا پرې نه پوهېږي او یا نه غواړي چې ګډون په کې وکړي. فکر کوم ددې اړتیا ده چې بېرته ابتدایي مسالو ته ورستانه شو. سیمو کې پخپله افغانان په کار دي چې [پر چارواکو] د خپلو غوښتنو له پاره فشار راوړي.
د پوښتل شویو ډله کې هیچا هم داسې فکر نه کاوه چې په شرطونو پورې د مرستو او په دې ډله کې د نابشري مرستو تړل به طالبان د خپل دریځ بدلولو ته وهڅوي، اړ ایستل خو یې پر ځای پرېږده. که خبره د فشار وي، نو پر هابله خوا – پر اینجوګانو راځي. طالبان، د یوه پوښتل شوي په خبره، « پر دې حساب کوي چې نړۍ افغانان کړېدو ته نه پرېږدي» او دا هغه نتیجه ده چې بل پوښتل شوي وسپړله:
یو بحث چې له طالبانو سره [د هغوی د خپلې پوښتنې له مخې] کېږي، دادی: آیا ددې مانا داده چې که سړي له لوږې مري خیر دی؟ هغوی پوهېږي چې، هو موږ بشري قوانین تر پښو لاندې کوو، خو تاسې [اینجوګانې] بشري لومړیتوبونه لرئ. هغوی داسې ګڼي چې دوی به پرله پسې فشار راوړي او مرستندویان به بیا هم ژوند ژغورونکې مرستې جاري ساتي.
یوه پوښتل شوي ویل چې کوچنیو اینجوګانو ته د مقابلې خبره په هیڅ ډول مطرح نه ده. «د لویو بودیجو والا، ډېرې پیسې او ورسره ډېر اغېز لري. کوچنیو اینجوګانو کې، چې څومره [پر بندیز] لږ غږېږو هومره ښه ده.» هغه ویل چې ‘مه پوښته، مه څه وایه’ تر ټولو غوره تګلاره ده چې له چارواکو سره د بندیز د پلې کېدا په اړه آن یوه خبره هم ونه شي. یوه بل پوښتل شوي چې د یو څه لویې اینجو مشري کوي، ګواښنه کوله چې، «عمومي غندنې بې ارزښته دي.» یو شمېر نورو پر هغه څه چې د مرستندوی ډګر د ځینو لوبغاړو ځان ښودنه یې بلله، نیوه کې کولې او له طالبانو سره یې د هغوی کتنې ‘تش یو بل ته د خپلو دریځونو اورول’ بلل.
یوه پوښتل شوي ویل نه پوهېږي چې که د مرستندویو ادارو د کار تر ځنډېدو وړاندې پراخ بحثونه شوي وای، ډېر څه به ترې راوتلي وای که څنګه:
که اینجوګانې په خپلو کې بېخي یو موټی وای او ملګرو ملتو هم ورسره لاس ورکړی وای، [د پروګرامونو ځنډېدا] ښایي ډګر، که نور نه وي د خبرو له پاره، لږ هومره پراخ کړی وای. خو دې ته په کتو چې په بهرنیو اینجوګانو او ملګرو ملتو او هغو وګړو کې چې دا خبرې او بحثونه یې پرمخ وړل، اختلاف و، زه فکر نه کوم چې [د مرستو د ځنډولو پرېکړه] به هغسې یوه پایله چې دوی غوښتله، رامنځ ته کړي. دا د چارې له ښه والي سره مرسته نه کوي. خلکو ته یې هم خیر نه رسېږي. فکر کوم چې دا کار په بیړه او له مشورې پرته شوی دی. که د کارونو د جاري ساتلو ترڅنګ یې مشورې پیل کړې او وروسته یې د ټولو موسسو له خوا د هېواد په هر ګوټ کې د فعالیتونو د درولو پرېکړه کړې وای [دا به ښه وه]، خو اوس ددې له پاره ډېر ناوخته دی. آن د ځینو تمویلوونکو دریځونه سره جلا وو: ځينې یې کلک د ځنډېدو پرېکړې تر شا ولاړ دي؛ خو نور یې نه دي.
د تمویلوونکو، اینجوګانو او د ملګرو ملتو د ادارو ترمنځ د ښې همغږۍ غوښتنو سره غوږونه د لومړي امارت – او د هرې بلې دورې له مهاله آشنا دي. له دې سره جوخت، ځینو پوښتل شویو د طالبانو اړخ کې هم بې اتفاقۍ او دې ټکي ته ګوته نیولې چې دا به د ښځو د کار برخه کې پرمختګ ته لاره جوړه کړي که څنګه. یوه پوښتل شوي چې په دواړو دورو کې یې د اینجو مشري په غاړه وه، ددې پوښتنې په ځواب کې چې اینجوګانې باید اوس څه وکړي، د طالبانو تر منځ د نظرونو اختلاف یاد کړ:
مقابله ګټه نه لري. په دې سره به یوازې اورپکي غږونه نور هم لوړ شي، ځکه هغوی غواړي چې مقابله وشي او بیا دا بله خوا [هم] مقابلې ته ودرېږي[۵]. افغانستان د جرګو او تړونو وطن دی. په زور هیڅ نه کېږي. موږ ته په کار ده چې د جوړجاړي لارې ومومو. منځلاري [طالبان] تل وایي، «وخت راکړئ. که موږ هم وینه تویول پیل کړو، بیا زموږ او د ۱۹۹۰ یمو کلونو مجاهدینو توپیر څه شو؟» … یو څه سیالي یې ترمنځ روانه ده، خو دوی غواړي خونړۍ نه شي. دوی هیله من دي چې تر پسرلي خبره سمه خلاصه شي؛ دوی ښکاره دغسې وایي.
ددې پوښتل شوي اټکل دا و چې د ‘منځلارو’ طالبانو شمېر دومره دی چې دغسې یوه هیله ورپورې وتړل شي. د هغه غوښتنه دا وه چې دوی ته باید، آن که د امارت دننه ‘اورپکو’ مخې ته لا په علني ډول نه درېږي، امتیاز ورکړ شي او ملاتړ یې وشي (خو ویې نه ویل د چا له خوا). د بل پوښتل شوي سر کې هم همدا پوښتنه راګرځېدلې وه: آیا د طالب غورځنګ دننه ددغو جلا نظریو او علایقو تر غوړېدو انتظار به وکړای شي چې له دننه خوا څخه لار جوړ جاړي ته چمتو کړي؟ هغه وویل،
که محاسبه دا وي چې د ښځو د حقونو او نورو آزادیو لور ته به کوم چلندي بدلون راشي، دا راته پخه نه برېښي او تېروتنه ده. خو د بېلابېلو طالب قوماندانانو او څېرو او دغه راز په ګاونډیو او لوېدیځو هېوادو کې د غیرطالبانو خبرې اترې روانې دي او دننه [غورځنګ] کې هم ځینې عناصر شته چې د جوړ جاړي له پاره د یو څه ساحې د شتوالي خبره کوي، خو دا چې دا وګړي څومره ځواک لري، زه ترې نه یم خبر. آیا دوی به بهیر کوم ټاکلي لوري ته واړولی شي؟ زه نه پوهېږم، ځکه څه چې دوی وایي او څه چې د دوی له مشر نه راځي بېخي سره جلا دي – او هغه چې څه مشر یې ووایي بې پوښتنې پلي کېږي، آن د هغو کسانو له خوا چې نورې نړۍ ته ځانونه ډېر منځلاري برېښوي.
بل پوښتل شوي یو څه جلا پایله را و ایستله. هغه ددې ترڅنګ چې اوسني حالات ‘بشپړه او مطلقه ګډوډي’ وبلله، هغه جګپوړي طالبان یې هم غندل چې دده په فکر د محدودیتونو له ډېرېدو سره وران وو، خو غبرګون یې ډېر پڅ دی:
ځینې طالبان وایي، «خدای ته وګورئ، په دې مرستو کې موږ خپلې پیسې ګټلی شو؛ څوک یې پروا لري چې ښځې کارکوي که نه یې کوي؟» د هغو طالبانو شمېر چې زړه یې کلک د اسلامي کولو پروژې پورې تړلی، لږ دی. یو شمېر طالب جنګیالي دې کار ته اړتیا نه ویني – هغوی پوره کړېدلي دي. دوی ته اوس داسې برېښي چې غورځنګ یې د مذهبي کسانو، د علماوو شورا لاس ته لوېږي، په داسې حال کې چې دا له لویه سره یو پوځي غورځنګ و. والیان ناخوښي څرګندوي – [وایي] جګړه موږ کړې، وژلي مو دي، وژل شوي یو او اوس اداره له هغه چا سره ده چې هېڅ یې نه دي کړي؟
د پوهنې وزارت ګدامونو کې مېرمنې د کوچنیانو له پاره د ملګرو ملتو ادارې (UNICEF) له خوا مرسته شوي کتابونه غوټه کوي. عکس: مسعود حسیني/ د فرانسې خبري آژانس (اې اېف پي)، د ۲۰۰۸ کال د فبرورۍ ۲۵.
دې پوښتل شوي ته تر ډېره، هغه پوښتنه چې د بندیزونو ډېرېدو او د مشرتابه مخې ته دده له نظره د منځلارو نه درېدو راپورته کړې، د مرګ او ژوندانه پوښتنه ده – که دا ادامه کوي، افغانستان نه به څه ډول هېواد جوړ شي؟ مرستې، د هغه نظره یوازې هېواد د ‘مصنوعي تنفس’ ماشین پورې نښلوي او له دې امله ‘چې څومره ژر یې ساکټ و ایستل شي، هومره ښه ده. پرېږدئ چې طالبان یې خپلو کې سپینه کړي او معلومه شي چې معقولیت لري که اورپکي برلاسېږي.’
له دې سره سره، دا احتمال چې تمویلوونکي دې د طالب تګلارو په ځواب کې خپلې مرستې، په تېره بیا د ښځو له پاره، بېخي کمې کړي، د ګڼو پوښتل شویو او په دې ډله کې ددې یوه، اندېښنې ډېروي:
ژوند سختېږي او لا سختېږي. د فرمان مانا داده چې لا نورې مېرمنې به کارونه له لاسه ورکوي او بیا به د [تحصیل کړو، مسلکي مېرمنو] بهیر په وتو وي. موږ خپل حکومت هڅوو چې [مرستې] نورې کمې نه کړي. ګڼو اینجوګانو لا دمخه هغه قراردادونه چې لار یې ورته څارله، بایللې دي…. اړتیا سخته ډېره ده. تر ټولو وروستي څه چې غوښتل کېدلی شي هغه به دا وي چې تمویلوونکي لاسونه له افغانستانه ومینځي.
دا چې د بودیجې کمېدا به پر عملي ډګر څه مانا ولري، دې ته په پام سره چې د اړتیاوو کچه د ۱۹۹۰ یمو کلونو پرتله پورته تللې، ددې پوښتل شوي لویه اندېښنه جوړوي:
د وګړو شمېر دوه ځله ډېر شوی چې دا پخپله د اړتیاوو د دوه ځله ډېرېدو مانا لري. د [کډوالو] له راستنېدو سره، ښارونو کې استوګنه هم پراخه شوې ده. د کابل اوسېدونکي اوس اوو میلیونو ته رسېدلي. د ۱۹۹۰مې لسیزې وروستیو کې دا شمېر ۷۰۰ زره و. په کلیوالو او ښاري دواړو برخو کې بشري اړتیا خورا لوړه ده. افغانستان تل د طبیعي زېرمو له محدودیت سره مخامخ و چې د طبیعي زېرمو او کرنیزو محصولاتو له پلوه یې د خپلو اړتیاوو د پوره کولو [وس نه درلود]. کله چې یې د هېواد په توګه پر مرستو تکیه ولیدل شي، سړی وبوږنېږي. پر مرستو دا تکیه [د ۱۹۹۰ یمو کلونو پرتله] اوس لا ډېره شوې ده. د ماتې یا بري ارزښت هم ډېر ختلی دی.
احساس دادی چې اروپا په رکود کېوتې، اقتصادي کړکېچ خپور دی، اصلي پام اوکراین ته اوښتی، ساحل، یمن، افغانستان او کوم، کوم ځای ته د تلونکې مرستې ژورېدونکې کندې نور زړونه وهلي دي. ځینې تمویلوونکي تش پلمو پسې دي چې مرستې ودروي، تر څه ځایه په دې دلیل چې اوس ورسره هومره پیسې چې پخوا یې درلودې، نه شته. په نړیواله کچه مرستې کمېدونکې دي. طالبانو تمویلوونکو هېوادو ته د هغه څه له پاره ډېره ښه پلمه په لاس ورکړه چې دوی هسې هم کاوه. وحشتناکه ده – عواقب به یې دلته څه وي.
خو د یوه پوښتل شوي باور نه راته چې مرستو ته دې اړتیا هومره ډېره وي څومره چې د هغه ملګرو ښودلې ده:
دا خبره چې ټول افغانان وږي دي، ډېره له مبالغو ډکه ده. افغانستان د زغم هېواد دی او پوهېږي چې څنګه خپل ځان وپالي. هیڅوک نه غواړي چې ګاونډی یې وږی نس وګرځي. تېر ژمی، د مرغومي (جدي) منځ کې زموږ یوه هزاره چلوونکي چې د کارته سه په یوه ګڼ توکمیزه سیمه کې اوسي، ویل چې د سیمې یوه استوګنه د ګذر وکیل ته ورغله او ورته ویې ویل چې څلور ورځې کېږي څه یې نه دي خوړلي او څه شی نه لري چې خونې پرې تودې کړي. هغه په ټولو کورونو چې شمېر یې ۲۱۰ کېده، وګرځېده او ویې ویل، «که ډېرې نه وي سل سل افغانۍ راکړئ چې هغوی ته خواړه واخلو،» او داسې یې ۳۰ زره افغانۍ راټولې کړې چې یوې یا دوو میاشتو ته یې بس کېدلې. د هغې مېړه د داعش بمي برید کې وژل شوی او څلور واړه بچیان لري. دا هغه افغانستان دی چې زه او ته یې پېژنو. او بل د یونیسېف او نورو افغانستان دی.
شک نه شته چې افغانان به تر هغو چې وس یې رسېږي یو له بل سره پیوستون څرګندوي، خو بیا هم که د مرستو تمویل بېخي ولوېږي، اقتصادي اغېز به یې ډېر پراخ وي. د اقتصاد پوه بیل بیرډ اخیستنه دا ده چې د بشري هڅو دې پراخوالي، د لویې کچې (مکرو – ایکونومي) اقتصادي ثبات سره مرسته کړې، افغانۍ یې ټینګه ساتلې، د صادراتو او وارداتو سوداګریز کسر یې جبران کړی او عواید یې پیاوړي کړي دي.
ددغې مرستې ګټه، د بیرډ په لیکنه، په پای کې «طالب رژیم ته هم لږ تر لږه په نامستقیم ډول رسېږي، ځکه اقتصاد ورسره ټینګېږي او خلک وږي نه پاتې کېږي» او دغه راز له دې امله چې «دغه مرسته طالبانو ته دا وړتیا ورکوي چې له مالیاتو ټول کړي پاموړ عواید – چې د کال شاوخوا دوه میلیارده ډالر کېږي، په خلاص مټ پر نورو مقاصدو ولګوي.» دی خبرداری ورکوي چې په زده کړو او اینجوګانو کې له مېرمنو او نجونو سره د طالبانو د چلند «مانا به په قوي احتمال دا وي چې په نژدې راتلونکې کې پرمختیایي برخې ته هېڅ مرسته را وانه ستول شي یا ډېره لږه شي. په دې توګه به افغانستان ته په راروانه نړیواله عامه مرسته کې لویه برخه د بشري مرستو وي.» بشري مرستې هماغسې مهمې دي، خو ورکړه یې هم ددې له پاره چې د لوېدیځو تمویلوونکو له تګلارو سره سمون ومومي ، ورځ تر بلې ګرانېږي.
او په پای کې، د هغو مواقعو په اړه هم یو لړ اندېښنې شته چې د حالاتو تر وروستۍ خرابېدنې د مخه ضایع شوې. یوې پوښتل شوې وویل، مخکې له دې چې بندیز په پای کې اعلان شي، هڅه یې کوله چې د ښځو پر کار د هر ډول بندیز د اخلاقي او عملي عواقبو د څېړنې له پاره بحثونه پیل شي. دې کار د یوه غوره او همغږي غبرګون د جوړولو برخه کې مرسته کولای شوه. یوې بلې پوښتل شوې، دغه راز د اسلامي جمهوریت په ړنګېدو او د اسلامي امارت په جوړېدو په عمومي ډول د مرستې رسونې په اړه د نظرونو د معلومولو هڅه کړې وه. نوموړې هغه خطر ته ګوته ونیوله چې په جمهوري پړاو کې په مرستو کې له نیمګړتیاوو، د رژیم له اوښتون او آن بندیزونو سره سره، ښایي ټول مرستندوی کاروان یو ځل بیا د هماغو زړو لارنقشو د تکرار تېروتنې ته پورې وهي:
دغه ټول [زاړه] عادتونه او پلانونه لا هم هماغسې روان دي، ځکه هیچا دا امکان نه درلود یا یې وخت ورته بېل نه شوای کړی چې سم غور پرې وکړي یا یې په څټ وګرځوي. ما په ټوکه یادونه کوله چې څنګه به اوس UNDP بیا په اوسني رژیم کې د بې وسلې کولو پروګرام (DDR) ته ځان ورشریکوي[۶].
د هغو ټولو طریقو او فرضیو هیڅ بیا ارزونه ونه شوه چې د تېرو لسیزو پروګرامونه پرې درېدلي وو، او دا سره له دې چې ګرد یې دړې وړې شول. دا کار نه تمویلوونکو کړی او نه مرستندویو ادارو. هر یو لګیا دی هماغه څه کوي چې دا څو لسیزې یې کاوه…. یوه پړاو کې آن داسې برېښېده چې مرستندویه ټولنه چمتو ده چې د [طالب] رژیم دا بې خونده مزه هم وڅَکي او تعامل ورسره وساتي. په دې کار سره به دوی بېرته هماغه حالت ته لوېدلي وای چې په تېر [امارت] کې وو او هغه داسې چې د طالبانو کارونه دوی ترسره کړي [یعنې، په حقه یې وښیي] او بیا خپلو خلکو ته ووایي چې هرڅه سمېږي. خو طالبانو خبره سپینه کړه، او رډ یې ورته وویل «موږ چې څه وو، هغه به یو. بس ویې زغمئ».
اوس نو [له کارونو د ښځو په راګرځولو او د نجونو د زده کړو لا نور محدودیت سره] داسې برېښي چې طالبانو تمویلوونکو ته د کارولو له پاره لږ څه پرېښي دي. خو زما په فکر [طالبانو] دا قمار پیل کړی چې مرستندویان به په هر حال خپل دریځ اړوي. دوی هڅه کوي چې دېوال ته یې مخامخ کړي. او ښایي په دې محاسبه کې نه وي تېروتي. انتظار به کوو. اوس هم لا څه امکان پاته دی.
پایله
امارت په دې کې ری ونه واهه چې د ښځو پر کار بندیز به څه اغېز ولري یا پاتې ولس ته به یې مانا څه وي. پښتو بي بي سي، له طالب ویاند ذبیح الله مجاهد نه د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر پر ۳۱ وغوښتل چې د اینجو د یوې کارکوونکې، او د ۱۲ کسانو روزۍ ګټونکې پوښتنې ته چې خپلو بچیانو ته ډوډۍ له کومه کړي، ځواب ووایي:
لومړی دا چې موږ باید دا په نظر کې ونیسو چې کله یو فرمان د اصلاح له پاره صادرېږي او د شریعت احکام نافذېږي، طبیعي خبره ده چې په نتیجه کې به یې یو شمېر کسان زیانمنېږي. هغوی باید [د ګټې وټې] بدیلې لارې ولټوي. دویم دا چې، موږ ته مهمه داده چې خپل معیشت له کومو لارو تامینوو؛ دا باید د اسلامي شریعت په چوکاټ کې وي. د مثال په ډول، که څوک ووایي ددې له پاره غلا کوم چې بچیان مې ماړه شي، دغسې کس ته بیا هم اجازه نه شته چې غلا وکړي. دا غیر شرعي لارې دي او مسلمان وروڼه او خویندې باید د روزۍ له پاره شرعي لارې ومومي. … هغه ادارې چې په افغانستان کې بشري مرستې ویشي باید یو لړ ارزښتونه په پام کې وساتي. که هغوی اصولو او ارزښتونو ته پام نه کوي، بیا نو افغانان دغه ډول مرستو ته اړتیا نه لري.
دلایل په ۱۹۹۰ یمو کلونو کې هم کټ مټ همدا ډول وو. کله چې لیکوالې د هغه مهال یوه وزیر نه پوښتنه کړې وه چې هغه کونډې به چې کورنۍ کې یې بالغ هلکان نه وي، ځان او بچیانو ته ډوډۍ څنګه ګټي، په ځواب کې ورته ویل شوي وو، «روزي د خدای په لاس کې ده».
ددې ډول بحثونو ورته والی – هم په طالبانو او هم مرستندویو ادارو کې – هغه ګڼ ریښتیني توپیرونه چې د پخواني او اوسني مهال ترمنځ شته، له سترګو پټوي.
شرایط په ځینو اړخونو کې سخت شوي، خو په نورو کې بیا ښه شوي دي. د طالبانو سمبالښت تر پخوا ښه شوی او له هغه څه یې خبرېدا ډېره شوې چې د هېواد بېلابېلو برخو کې پېښېږي، خو تر اوسه یې لږ داسې اصول را ایستلي چې عمومیت لري: دا حقیقت چې لا هم ځينې مېرمنې له کارونو معاش اخلي یا سوداګري کوي، ملګرو ملتو او اینجوګانو ته په هغو برخو کې چې له بندیز نه مستثنا بلل شوي، دا هیله ورکولی شي چې ښایي مېرمنې بېرته په اینجوګانو کې کار ته پرېښودل شي. طالبانو ویلي چې په اینجوګانو کې د ښځو پر کار بندیز موقتي دی او د ‘شریعت چوکاټ کې’ د کارونو او زده کړو د بیا پیل طرحې یې تر غور لاندې دي. خو له دې سره سره، اینجوګانې، دې ټکي ته په کتو چې د نجونو د منځنیو زده کړو په اړه د ورته مقرراتو د را وتلو ژمنه باندې دادی اتلس میاشتې واوښتې، څه ځانګړې تلوسه نه لري. سربېره پر دې، په لومړي امارت کې ‘تر ثاني امره’ د نجونو د زده کړو بندیز تر هغو چې طالبان له واکه شړل کېدل، دوام وکړ او هیڅکله داسې کومه نښه چې ګنې دوی دې یې د لرې کولو له پاره د څه اقدام تکل ولري، ونه لیدل شوه.
یوه کورنۍ د بلخ ولایت د کورنیو بې ځایه شویو یوه کمپ کې د خپلې کېږدۍ مخې ته ناسته ده. د ۲۰۲۱ کال آګست کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، په کمپ کې حالات د خرابۍ پر خوا ولاړل، ځکه ډېرو مرستندویو ټولنو خپلې چارې په لنډمهالي ډول وځنډولې. عکس: سید خدای بیردي سادات/ انالولو آژانس د فرانسې خبري آژانس (اې اېف پي) له لارې، د ۲۰۲۱ کال د نومبر ۱۳.
سمه به وي که وویل شي چې افغان ولس، په تېره هغوی چې د طالبانو د ملاتړ کلیواله کړۍ جوړوي، په دې برخه کې مهمه ونډه درلودلی شي: که دوی د مرستو له کمېدا سره جوړ نه وي، آیا امارت به د خپل دریځ نرمولو ته اړ باسي؟ که نه، داسې به بولي چې اینجوګانې، ملګري ملتونه او ‘بهرنیان’ یې د ستونزو اصلي سرچینه ده؟ که بندیز پرځای پاتېږي، د کلیوالو افغانانو ونډه به په دې برخه کې چې ځانګړي پروګرامونه ادامه کوي، که درېږي، حیاتي وي. په ۱۹۹۰ یمو کلونو کې دوی د پروګرامونو د ادامې له پاره له چارواکو سره په غږېدو کې مهمه ونډه درلودلې وه او نن هم په هر حساب همدغسې ونډه ترسره کوي. ښایي پروګرامونو کې یو چاڼ وشي او کوم یې چې کلیوالو ته ډېر ارزښت لري، ښایي له ځنډېدو یا بندېدو وژغورېږي.
په داسې حال کې چې د بندیزونو په څټ ګرځېدنه نه برېښي، ډېرئ اینجوګانې به څانګه په څانګې، ولسوالي په ولسوالۍ د ښځو د کار بندیزونو کې ځان ته د استثناوو په موندلو کار کوي، خو دا به وخت نیسي، نتیجه یې روښانه نه ده، او په ډېر ښه حالت کې به یې د پوښښ ساحه چې هسې هم کوچنۍ شوې، محدوده او تنګه وي. که مېرمنې او د هغوی ګوماروونکې ادارې د ۱۹۹۰ یمو کلونو په څېر، په ملي یا سیمه ییزه کچه، د چارواکو پر شفاهي هوکړه تکیې ته دوام ورکوي، په دې سره پخپله مېرمنې او د هغوی موسسې له دې خطر سره مخامخوي چې ښایي چارواکي خپل نظر واړوي یا هغوی وروسته وځپي.
ډېرئ اینجوګانې بېخي لېواله نه دي چې خپلې چارې یوازې نارینه مامورینو ته واړوي، تش په دې دلیل نه چې دا به یې د مرستو رسونې اغېزمنتیا او نیاومنتوب (عادلانه والی) راټیټ کړي. دا به یو شاتګ او بې شکه خپلو ښځينه همکارانو او په ټوله کې افغان مېرمنو ته خیانت هم وي. ډېرئ مرستندویان په نړیواله کچه ددې ډول بېلګو د رامنځ ته کېدو خطر هم له پامه نه شي غورځولی. که چېرې هغوی په پای کې ریښتیا هم پرېکړه وکړي چې یوازې په سړیو خپلې چارې ترسره کوي، آیا نور حکومتونه، لکه په یمن کې د حوثیانو حکومت به هم دغسې غوښتنه ونه کړي؟
سملاسي، د بندیز او ځنډ عواقب او د خبرو او استثنا کولو پایلې لا هم جوتې شوې نه دي. دا، اینجوګانو او امارت دواړو ته یو ازمېښتي پړاو برېښي. د بشري چارو له پاره د ملګرو ملتو د همغږۍ دفتر (UNOCHA) په ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان له پاره د بشري غبرګون طرحې (HRP) کې چې د مارچ په ۹ خپره شوه، دا نظر پیاوړی کړی چې اوس مهال، چارې تر څارنې لاندې دي او دې ته په کتو چې له اینجوګانو سره پر کارکوونکو ښځو لګېدلي بندیزونه کومې خواته وځي، ښایي بیا و ارزول شي. دا طرحه (HRP) چې د افغانانو بشري اړتیاوې، غبرګونونه او د راتلونکې کال احتمالي لګښتونه رانغاړي، د بندیز له عملي کېدو وړاندې چمتو شوې وه. خپرېدا یې هم په همدغه دلیل وځنډېده او په پای کې د بندیز په اغېر «دغې تګلارې او پلانونې کې دومره لوی بدلون رانه وستل شو». خو له دې سره سره HRP دا خبره کوي چې،
د بشري همغږۍ ډلې (HCT)، د بشري برخې د همکارانو او د اساسي بشري اړتیاوو ادارو په مرسته د څار او رپوټونې داسې متناسب چوکاټ راجوړ کړ چې د لاسرسي د آزادۍ او د څانګیزو او سیمه ییزو حل لارو، او د (IASC) [دایمي بین الموسساتي کمیټې] د ماموریت له لارښوونو/ حد اقلي شاخصونو سره سم تر بندیز لاندې د فعالیت د امکاناتو په اړه (IASC) ته معلومات وړاندې کړي. د بشري برخې کارکوونکي په ورته وخت کې په ټولو څانګو کې د بندیز د اغېزو ارزونه او له [عملاً واکمنې ادارې] سره په ملي، سیمه ییزه او ولایتي کچه د بندیزونو پر لغوه کېدو خبرې جاري ساتي.
په طرحه کې راغلي چې، «ددې څارنې او د اړوندو حق غوښتونکو هڅو پایلو ته په کتو» به، ملګري ملتونه د فعالیتونو هر اړخیزه بیا ارزونه کوي، او که اړتیا وه، طرحه به اصلاح کوي. اوس چې په اینجوګانو کې پر ښځینه کارکوونکو بندیز لرې شوی نه بلکې نور پراخ شوی دی، نو د افغانستان له پاره د بشري غبرګون طرحې (HRP) سره به څه کېږي؟ د ملګرو ملتو د اغېز کچه باید تر اینجوګانو خورا لوړه وای، خو که داسې وای هم، ښایي په هغو دلایلو چې په دې رپوټ کې راغلل، د حالاتو له داسې سخت بدلانه سره یې د چلند وړتیاوې کافي نه وي. دا موسسه هم له ورته بې خونده انتخابونو سره مخامخ ده: غاړه ایښودل، ځان تېرول، د استثناوو له پاره د خبرو هڅه یا پرېکوڼ.
اینجوګانې په دې خطر پوهېږي چې روان حالت همداسې غځېدلی شي، بندیز به نه پورته کېږي او له استثنا نه به قاعده جوړېږي. په دغسې یوه حالت کې به ځینې اینجوګانې له ښځو پرته د کار کولو سخته پرېکړه کوي، سره له دې چې پوهېږي دا کار یې د مرستو تر لاسه کوونکو مېرمنو او ښځينه همکارانو ته زیان اړوي. نور به په سختۍ له کور نه د مېرمنو له کار سره خپل فعالیتونه جاري ساتي او یا به هغو څانګو ته اوړي چې ښځې په کې کار کولی شي او یا به مامورینو او موسسو ته له خطر سره سره، په دې هیله چې امارت ښایي بندیز دومره کلک او منظم پلی نه کړي، ښځې د پخوا غوندې په کار ګومارلې ساتي. ځينې نورې اینجوګانې به دې ته په پام سره چې که کارونه یوځل ودرېدل، د دفتر بیا پرانستنه ګرانېږي، له هېواده د وتلو پرځای، خپل فعالیتونه کموي. ځینې ښایي بېخي له هېواده ووځي، په تېره بیا که تمویلوونکو پیسې کمولې. لکه یوه پوښتل شوي چې ویل، «اوسنی حالت د ډېرو لوېدیځو ځواکونو په طبیعت ښه برابر راځي. هغوی غواړي د یوې سترې تېروتنې په توګه، افغانستان د شا هېنداره (عقب نما) کې وویني.»
خو تر اوسه، نه ددې ټپ درېدلي حالت د پایته رسېدو کومه نښه شته او نه دا مالومېږي چې د وتلو لار به له هغه څه پرته چې د یوې یا بلې خوا لویې تېرېدنې بلل کېدلی شي، چېرته وي. هغو پوښتل شویو ته چې لا هم په بشري برخه کې کارکوي، د مخالفو موخو، اصولو او اړینتیاوو پخلا کېدنه، خپلو ښځينه همکارانو سره په کلکه وفادارۍ او د مرستو تر لاسه کوونکو، په تېره مېرمنو سره په پیوستون کې ښودل کېږي. له سیمه ییزو وګړو سره د ځینو اینجوګانو د کار سابقه څو لسیزو ته رسېږي. هغوی ته اصول، له عملي او شخصي اړخونو سره اخښل شوي دي. خو یوې پوښتل شوې خبرداری ورکاوه چې «د طالبانو منځ کې داسې یوه ایډیالوژیکه لیکه چې د تېر ایستنې په وړاندې بې زغمه ده» بېخي جوته په برسېرېدو ده.
هغې، د ساده کولو له لارې ددغو انتخابونو د ‘حلولو’ خلاف چې ددې له نظره «ژور، پېچلي او تر ډېره نه حلېدونکي» دي، یا دا چې هر یو خپل دریځونه ‘سم وبولي’ او دفاع ته یې ودرېږي، خبرداری ورکاوه. د هغې په ټکو، «اینجوګانې او تمویلوونکي چې هر انتخاب کوي، لږ تر لږه یوه برخه به یې ورته ناسمه برېښي. په داسې یوه پېچلي حالت کې، ښه انتخاب اصلاً نه شته».
حوالې:
[۱] دغه راز وګورئ: د افغانستان په اړه د بین الموسساتي کمیټې د ډسمبر د ۲۸ وینا د ښځو د کار د اړینوالي په اړه چې باید د ادامې امکان یې ولري، او دغه راز د Christian Aid, Danish Refugee Council, Médecins du Monde مطبوعاتي وینا او د افغانستان له پاره د سویډن کمیټې لیک (چې د خپلو کارونو د بندولو پرځای په کې د «دغه بند د پلې کېدا په اړه د توضیحاتو او د هغو د عواقبو د ارزونې» غوښتنه شوې ده).
[۲] سروې کوونکو د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ د ۲ او ۱۲ ترمنځ له ۸۷ اینجوګانو نه چې ۵۱ یې افغاني وې (په دوې کې د مدني ټولنې موسسات هم راځي چې تر ډېره یې مشري له مېرمنو سره وي یا یې د هغوی پر چارو پام ورټول وي)، ۳۲ نړیوالو اینجوګانو او د ملګرو ملتو له ۴ موسسو ځوابونه ترلاسه کړي وو. د سروې شویو موسساتو په خبره، موخه دا وه چې په عمومي ډول د بشري مرستې رسوونکو موسساتو ته د مخامخ شوي حالت جاج واخیستل شي او دغه راز د ښځو په مشرۍ یا د هغوی پر مسایلو د بوختو افغان اینجوګانو او په دې ډله کې د مدني ټولنې د موسساتو غبرګون تر لاسه شي.
[۳] تش دا نه وه چې د مانور ساحه دې د ښوونې او روزنې برخه کې پراخه وي. اینجوګانو په بري سره خپلو ښځینه مامورینو ته د روغتیایي کارکوونکو په نامه «نوي کارتونه» جوړول. ځینو د څارونکو له سترګو پناه پروګرامونه هم چلول، لکه کونډو ته د پیسو ګټلو پروژې. دې ټکي ته په پام سره چې چارواکو په ډېره لنډه خبرتیا سرغړونې ځپلای شوې، دا کارونه خطرناک برېښېدل.
[۴] د هزاره جاتو لویه کلابندي، تر هغه وړاندې چې په پای کې بامیان د ۱۹۹۸ کال سپټمبر کې د طالبانو ولکې ته ولوېږي، یو کال غځېدلې وه. په راوروسته کلونو کې طالبانو دغه راز (د سمنګانو دره صوف او بلخاب ولسوالیو او د بغلان ولایت) هغو سیمو ته چې د حزب وحدت او حرکت اسلامي په ولکه کې وې، د غذایي مرستو رسول بند کړل. دا کار له ویجاړوونکې وچکالۍ سره سره شوی و چې فصلونه او مالونه یې پوپناه کړل.
[۵] هغه بل ځای، د طالبانو او ‘نړیوالې ټولنې’ دواړو ترمنځ د ‘اورپکو’ شتوالي ته ګوته ونیوله.
[۶]د ملګرو ملتو پرمختیایي پروګرام (UNDP) له ۲۰۰۱ کال راهیسې د بې وسلې کولو، رخصتولو، او په ټولنه کې د بیا ګډولو څلور پرله پسې پروګرامونه – DDR تمویل کړي چې ټول یې ناکام او د ګټې پرځای تاواني وو. له طالبانو سره د امریکا ‘د سوله ییز بهیر’ له تودېدو سره، یو ځل بیا ‘تر سولې وروسته پړاو کې’ د بل DDR په اړه هم خبرې ډېرې شوې وې. په دې اړه د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې دا مطلب وګورئ: Graft and Remilitarisation: A look back at efforts to disarm, demobilise, reconcile and reintegrate
بیاکتنې:
دا مقاله په وروستي ځل تازه شوې وه ۲۰ ثور / غويی ۱۴۰۲