په افغانستان کې بې سېکه اقتصاد ددې لامل شوی چې خلک نهیلوونکې پرېکړې وکړي، ځینې آن مجبور شوي چې خپلې وړې لوڼې په پیسو ورکړي. د مسالې د لا روښانتیا له پاره د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې شنونکي علي محمد سباوون (د کېټ کلارک له زیاتونو سره) وپتېیله چې د وړو ناویو له پلرونو سره مرکې وکړي. هغه څه باندې لس دغسې پلرونه وموندل، خو ډېرو یې د شرم او پښېمانۍ له امله له مرکې ډډه وکړه. هغو څلورو تنو چې خبرو ته يې غاړه کېښوده، ویل چې د بېوزلۍ له درندوالي یې دغه کار کړی، خو په دې سخت کړېدلي هم دي. له بده مرغه د وړو لوڼو ولور د دوی ستونزې بیا هم نه دي حل کړې.
په کابل کې د ودونو یو تالار، د ۲۰۲۲ کال د آګست میاشت. که څه هم د اقتصادي ستونزو له امله د وړو نجونو ودولو د زیاتوالي راپورونه زیات شوي ، خو د ودونو د عمر کچه په افغانستان کې په جګېدو ده. انځور: ډانییل لیل/اې ایف پي.
که څه هم داسې کره شمېرې نشته چې وښيي په افغانستان کې د وړو نجونو ودېدل ریښتیا ډېر شوي، خو د خلکو له نکلونو، د رسنیو له راپورونو او له پراخې بېوزلۍ داسې برسېرېږي چې د وړو نجونو ودېدل به ډېر شوي وي. ملګرو ملتونو چې د سپټمبر په لسمه خپور شوي لومړي ځانګړي راپور کې یې د ځینو سروې ګانو شمېرې راوړي د کوچنیو نجونو د ودېدو پر ډېروالي اندېښنه څرګنده کړې ده. د خلکو له څرګندونو برېښي چې افغانان اوس د وړو نجونو د ودېدو خبرې تر پخوا ډېرې اوري. له همدې امله لیکوال پرېکړه وکړه چې له داسې کورنیو سره خبرې وکړي چې وړې نجونې يې ورکړې وي چې جوته شي د وړو نجونو د ودولو پرېکړه څنګه شوې او دغه کار ته لېوالتیا ریښتیا هم ډېره شوې که څنګه.
ددې سکالو په اړه د مرکې له پاره د خلکو موندل ستونزمن و، خو لیکوال وکړای شول چې یوولس داسې پلرونه پیدا کړي چې وړې نجونې يې په ولور ورکړې وې او ټولو ومنله چې دا کار يې کړی. په دوی کې اووو کسانو نه غوښتل چې په دې اړه خبرې وکړي، یواځې څلور کسان غږېدو ته چمتو شول. هغوی چې خبرې یې وکړې او ډېرو هغو هم چې ونه غږېدل ومنله چې په دې کار ځانونه پړه ګڼي او افسوس او شرم ورته درېږي.
هغه څلور پلرونه چې د افغانستان له تحلیلګرانو شبکې سره غږېدلي، د هلمند، کندوز، لغمان او کابل اوسېدونکي وو. د واده شویو یا کوژده شویو نجونو عمرونه د پنځو او دیارلسو کلونو ترمنځ وو. ددوی له منځه، دوې مشرانې چې دواړې دیارلس کلنې وې، یوه يې ۴۵ کلن سړي ته چې بله ښځه يې هم درلوده او بله يې د یوه سړي شل کلن زوی ته چې ددې د پلار په کاروبار کې شریک و او پیسې یې پر پلار يې باندې وې، واده شوې. دوی ته د واده مراسم هم نیول شوي وو. ددې دواړو نجونو پلرونو ویل چې فکر کوي لوڼې يې نوي ژوندانه ته خوشاله دي. دوی به ښايي نه غوښتل له دې خبرې پرته بل ځواب ووايي او نجونو به هم که خوشاله نه وې، ناشونې بلله چې پلرونو ته له خپلې ناخوښۍ سر وټکوي.
د دوو وړو نجونو نکلونه، چې یوه يې یوولس کلنه وه او د یوه ځمکوال شل کلن زوی ته واده شوې او بله يې پنځه کلنه چې د خپل ګاونډي اووه کلن زوی ته ورکړ شوې، یو څه توپیر لري. دوی یواځې کوژده شوې وې. کوژده تش یو تړون دی چې ځینې نکاح هم په کې تړي خو ځینې نور بیا دغه کار نه کوي. په هر صورت که نکاح هم نه وي شوې په افغانستان کې ددې تړون ماتېدا ډېرځله شخړو ته وځي. ددې دوو نجونو کورنیو او د زومانو کورنیو تړون کړی دی چې نجونې به له لویښت ( بلوغ) وروسته او یا کله چې د نجونو مور او پلار پوه شي چې نجونې د ودېدو دي، ودېږي. تر هغو به نجونې د پلرونو پر کاله وي.
له یوې نجلۍ سره هم ددوی د واده د پرېکړې په اړه سلا نه وه شوې. ځینې يې آن له وړاندې خبرې هم نه وې. عموما دا پلرونه وېرېدل چې لوڼې یې ښایي ډېرې وژاړي. البته څلور واړو پلرونو ویل چې له خپلو مېرمنو او د کورنۍ له غړیو سره يې سلا کړې وه. د مېندو له ډلې یوې پرېکړه کړې وه چې خپل راتلونکی زوم او د زوم کورنۍ وویني چې د لور وړتیا یې لري که څنګه. له کتنې وروسته يې مېړه ته ویلي و چې لور ورکړي. د دوو نجونو میندې راضي نه وې خو بیا هڅول شوې یا مجبورې شوې وې. د څلورمې نجلۍ د مور د خوښې په اړه مالومات ونه شول.
په مرکو کې دا ټکی زړه بوږنوونکی برېښی چې یوه پلارهم تر دې وړاندې فکر نه کاوه چې لوڼې به مېړونو ته ور کوي. څلور واړو مرکه شویو ویل چې د پوروړو تر سخت فشار لاندې وو چې پیسې یې ورکړي او له دې پرته يې بله لار نه درلوده. اوس بیا څلور واړه، آن هغوی چې مخکني پورونه یې پرې کړي، بې اسرې شوي یا ګټه وټه نه لري؛ لاس یې تر پخوا ښه نه چلېږي، خو وړې نجونې يې یا ورکړې یا واده کړې دي.
مرکې د ۲۰۲۲ کال په جولای او آګست میاشتو کې مخامخ یا پر تلیفون شوې دي او ځینې جملې د روښانیتا یا روانۍ په هیله یو څه اړول شوې دي.
۱. د شپږو ماشومانو ۶۲ کلن پلار، د غزني پښتون چې اوس په کابل کې اوسي: « زموږ په ټولنه کې ولور ته د لورغوښه وايي. زه د خپلې لور د غوښو په خوړلو بوخت یم او ژر به يې خلاصې کړم».
ما خپله دیارلس کلنه لور په مقر ولسوالۍ کې خپل یوه ۴۵ کلن کلیوال ته ور واده کړه. موږ سره خپلوان یو، خو نژدې خپلوان نه یو. هغه شتمن دی، بله ښځه هم لري چې تر ده مشره ده او درې ماشومان لري. د هغه وروڼه زموږ کره راغلل او له ما يې وغوښتل چې لور مې د دوی ورور ته ورکړم. ما دوی ته وویل چې لږ وخت راکړي چې زه له خپلې کورنۍ سره سلا وکړم. ما له خپلې میرمنې ، زوی او نژدې خپلوانو سره سلا وکړه. دوې اوونۍ وروسته مو سلا دا شوه چې خپله لور د دوی ورور ته ورکړم.
ما مېلمستیا جوړه کړه او دوی مې راوغوښتل. زما د زوم شپږ وروڼه او د دوی ځینې خپلوان راغلل. ماهم خپل نژدې خپلوان او ځینې خپلوانې راوبللې. په دې مېلمستیا کې ما خپله لور ورکړه. موږ یو میلیون پاکستانۍ روپۍ ولور وټاکه چې نژدې پنځه زره امریکايي ډالره کېږي. موږ همدا راز موافقه وکړه چې ناوې ته به کور( جهیز) د زوم کورنۍ پېري. کور ما نه، دوی ورته پېرلی دی.
یوه ۴۵ کلن سړي ته چې بله ښځه يې هم درلوده د وړې لور ودول زما په ژوند کې تر ټولو ستونزمنه پرېکړه وه. خو که ریښتیا ووایم، ما ته بله لار هم نه وه پاته. زه د ډاکټر نجیب الله، کرزي او ډاکټرغني په حکومتونو کې د پولیسو افسر وم. د اشرف غني په وخت کې تقاعد شوم او هر کال مې له تقاعد څخه یو څه پیسې لاس ته راتلې، خو له دوو کلونو راهیسې مې د تقاعد پیسې نه دي اخیستې. زوی مې په کابل کې د کورنیو چارو وزارت کې افسر و. هغه هم دنده له لاسه ورکړه.
په ما باندې د کور د څښتن د اتو میاشتو کرایه چې ۵۰۰۰۰ افغانۍ کېږي پاته وه. ما د خپلې مشرې لور په واده کې هم ځینې لګښتونه کړي وو. هغه ۲۱ کلنه وه او درې کاله وړاندې یوه ښوونکي ته واده شوه. ما د هغې ولور نه دی اخیستی، یواځې مې هغې ته د کور د پېرلو له پاره د زوم له کورنۍ یو څه پیسې واخیستې. د واده په ګډون مې سل زره افغانۍ د واده په بېلابېلو مراسمو کې مصرف کړې. موږ مجبور یو چې ځینې رواجونه هم وپالو، که يې و نه پالې، خلک درپورې خاندې. ددې چارو له پاره مې له ملګرو او خپلوانو ۷۰،۰۰۰ افغانۍ پور کړې. دا پور مې د وړې لور د ولور په پیسو پرې کړ. هغه مې څلور میاشتې وړاندې واده کړه.
د زوم کورنۍ ولور په دریو پړاوو کې پرې کړ. څلور سوه زره يې د کوژدې د مراسمو په وخت کې راکړې ، دوې میاشتې وروسته یې بیا درې سوه زره راکړې او پاته درې سوه زره يې د لور تر ودولو څو ورځې وړاندې راکړې.
لور مې په دا وروستیو کې په سرواره ( د خسر له کوره د پلار کاله ته د ناوې لومړۍ راستنېدا) راغله. د اختر ورځې وې او له موږ سره يې څلور ورځې تېرې کړې. خوشاله وه، ځکه چې له ژونده یې سر نه ټکاوه. دا لور چې مې ورکړه ډېر یې وژړل. زه هم ډېر زړه ماتی او اسکېرلی وم. څو شپې ویده نه شوم. په اوونیو اوونیو کړېدلی ګرځېدم او له هیچا سره مې غږېدا ته زړه نه کېده. خو زموږ له پاره د لور له ورکولو پرته بله چاره هم نه وه، ځکه چې د کورنۍ نورو غړو هم ډوډۍ غوښته.
پخوا هم خلکو کله کله خپلې وړې لوڼې ورکړې یا واده کړې دي، خو له شاوخوا پنځلسو کلو راهیسې ما نه دي اورېدلي چې چا دې وړه لور ورکړې وي. اوس بیا اورم چې دا کار ډېر شوی دی.
ما هیڅکله فکر نه کاوه چې زه به مې یوه لور په وړوکوالې کې ودوم او ولور به يې خورم. زموږ په ټولنه کې خلک دې پیسو ته « د لورغوښې» وايي، ځکه چې ولور اخیستل په اسلام کې په بشپړه توګه حرام دي. خو زه اوس د خپلې لورغوښې خورم او ژر به يې خلاصي کړم.
۲. د کندوز په دشت ارچي ولسوالۍ کې د پنځو ماشومانو یو تاجک پلار: « ما ریښتیا هم ډېره لویه تېروتنه وکړه. ما له بېوزلۍ خپله وړه لور ورکړه، خو لا هم بېوزلی یم».
زموږ کورنۍ اته کسیزه ده. زه دوې مېرمنې او پنځه ماشومان لرم. دا مې مشره لور وه چې ور مې کړه؛ یوولس کلنه ده. ښوونځي ته نه ځي. زما، زما د ښځې او وروڼو په ګډون زموږ ټوله کورنۍ بېسواده ده.
ما په حکومت کې دنده درلوده او میاشتنی معاش مې ۱۳،۰۰۰ افغانۍ و. په دې معاش زما د کورنۍ ګوزاره کېده. چې حکومت ونړېد، زه وزګار پاته شوم. له ولور اخیستو پرته مې بله چاره نه درلوده. ما لور شل کلن سړي ته ورکړه. هغه زموږ د یوه کلیوال زوی دی ، خو خپلوان مو نه دی. زموږ د کورنۍ رواج دانه دی چې وړې نجوني ورکړو. موږ د نجونو تر پېغلتانه پورې انتظار کوو. زه په خپله لویه کورنۍ کې یواځیني پلار یم چې وړه لور ودوم.
ما دا کار وکړ، سره له دې چې مېرمن مې رضا نه وه، خو زما بلې مېرمنې چې د نجلۍ میره ده زما سره د نجلۍ د مور په رضا کولو کې مرسته وکړه. په پای کې، نژدې یوه میاشت وروسته د نجلۍ مور رضا شوه. موږ په لومړي سر کې خپلې لور ته نه دي ویلې چې ورکوو یې. چې خبره شوه، ډېر يې وژړل.
موږ یوه وړه مېلمستیا وکړه چې په ترڅ کې يې زما د لور خسر دېرش زره افغانۍ راکړې. د کوژدې په مراسمو کې موږ بیاځلي یادونه وکړه چې زما لور لویښت ته نه وې رسېدلي ترهغو پورې به نه ودېږي. موږ دا پرېکړه هم کړې وه چې زما د لور خسر به پاتې ټولې پیسې په شپږو میاشتو کې راکوي. ټول ولور دوه سوه پنځوس زره افغانۍ و. تر شپږو میاشتو ډېره موده وشوه ، خو تر اوسه یې ماته نورې پیسې نه دي راکړې.
هغه بد سړی نه دی. ما فکر کاوه چې ډېرې پیسې لري او ماته به يې راکړي، ځکه چې زموږ په کلي کې تر ډېرو خلکو زیاته ځمکه لري. خو له بده مرغه اوس مالومه شوه چې هغه نغدې پیسې نه لري. هغه هم یو پلان درلود چې خپله لور به ودوي او زه پوهېدم چې هغه به غالبا تر ما ډېرې پیسې واخلي، ځکه چې لور يې پېغله وه. زموږ په سیمه کې د یوې ښځې ولور شاوخوا څلورسوه زره تر پنځه سوه زره افغانۍ دی.
هغه خپله لور په یوه بل کلي کې ورکړه. هغه زموږ قومي نه دی. زه يې د کوژدې مراسمو ته ورغلم. فکر کوم چې دوی ولور شپږ سوه زره افغانۍ وټاکه ، خو زما د لور خسر ته يې د کوژدې په مراسمو کې یواځې پنځوس زره افغانۍ ورکړې. له هغه راهیسې يې بیا نورې پیسې نه دي ورکړې.
زه له بېوزلۍ د هغه پیسو ته په تمه یم. ما ريښتیا هم ډېره لویه تېروتنه وکړه. د بېوزلۍ له امله مې وړه لور ورکړه خو بېرته همغه ډول غریب پاته شوم. زه باور لرم چې زه د خپلې وړې لور د ورکولو ازار وهلی یم.
۳- د لغمان ولایت یو پنځوس کلن تاجک پلار: « کله چې مو د پوروړي پور پرې کړ، ډېرې لږې پیسې را ته پاتې شوې. اوس مې ټولې خوړلې دي، زه خوشاله په دې یم چې په ماشومانو کې مې لږ تر لږه یوې لور ته خو درې وخته ډوډۍ رسېږي».
ما خپله ۱۳ کلنه لور یوه شل کلن سړي ته ور واده کړه. زه د دوکاندارانو نژدې یو سل او پنځوس زره پاکستانۍ روپۍ پوروړی وم. په دوی کې ځینو رانه پرله پسې خپلې پیسې غوښتلې. دوی به آن زما خپلوانو ته ورتلل او ورته ویل به يې چې زه يې باید پور ورکړم. په پای کې مې پرېکړه وکړه چې ځمکه وپلورم. ځمکه مې وپلورله او په پیسو مې يې له یو بل سړي سره چې د ننګرهار ولایت اوسېدونکې و، ګډه سوداګري پیل کړه. موږ غواوې اخیستې، یو څه موده مو ساتلې او چې په بازار کې به نرخ ښه شو، بیا مو پلورلې. موږ دواړو دې کاروبار ته پیسې بېلې کړې وې، خو تر ما زما د شریک پیسې په کاروبار کې ډېرې وي.
دوې میاشتې وروسته مو شپږ غواوې په شپېته زره پاکستانیو روپیو ګټه وپلورلې. پېرونکي غواوې بوتلې او موږ ته يې وویل چې پیسې به د حوالې له لارې رالېږي. موږ پرې ځکه باور وکړ چې دوه ځله مخکې يې هم غواوې را نه اخیستې وې. خو سړی وتښتېد او پیسې يې راونه لېږلې. هغه بېخي ورک شو. موږ اوس هم نه پوهېږو چې دی به چېرې وي. موږ په هغه پسې ډېر وګرځېدو، خو پیدا مو نه کړ. زما د سوداګرۍ شریک ماته دوه سوه زره پاکستانۍ روپۍ پور راکړی و. خو کله چې مو هغه سړی چې موږ يې تېر ایستي وو، ونه موند، شریک مې راته زنګونه راپیل کړل او خپل پور یې غوښته. یوه ورځ موږ کره راغی. زما لور چای راووړ. سړي چې نجلۍ ولیده، ماته يې وویل چې نجلۍ باید د ده زوی ته په پور کې ورکړم.
زه ډېر خواشینی شوم .ورته ومې خندل. کله چې هغه لاړ ما مې مېرمنې ته کیسه وکړه. زما مېرمنې وژړل او هیڅ يې و نه ویل. هغه هم زموږ د اقتصادې وضیعت په اړه ډېره اندېښمنه وه. زما شریک زموږ کور ته، ته راته او د پیسو غوښتنه يې کوله. په پای کې مې مېرمنې راته وویل چې زما د شریک کره به ولاړه شي چې د سړي زوی او مور وویني. مېرمن مې ولاړه او چې راغله ما ته يې وویل چې لور ددې سړي زوی ته ورکوو. هغې وویل چې ښه هلک و او مور يې هم ښه ښځه وه، خو زه پوهېدم چې مېرمن مې هماغسې ناخوښه وه.
لنډه دا چې لور مو د خپل شریک زوی ته ورکړه. موږ په کوژده او واده دواړو کې واړه مراسم ونیول. زما شریک هم خپل نژدې خپلوان واده ته راوبلل او ما هم. زموږ په ټولنه کې ولور ډېر زیات نه دی. لوړ ولور اخیستل زموږ رواج نه دی. ما د خپلې لور له خسر څخه یواځې دوه سوه زره افغانۍ واخیستې.
ما چې پور خلاص کړ، نو ډېرې لږې پیسې را ته پاتې شوې. اوس خو مې هغه ټولې خوړلې دي. زه په بازار کې په کار پسې ګرځم. کله کله یو کار ومومم ، خو ډېرځله کور ته تش لاس راستېږم. مېرمن او ماشومان چې ما وویني چې کار مې نه دی موندلی، خوا يې بده شي.
زه فکر کوم چې لور مې په خپله نوې کورنۍ کې خوشاله ده او زه هم په دې خوشاله یم چې لور ته مې لږ تر لږه، درې وخته ډوډۍ رسېږي او په اولادو کې مې لږ تر لږه د یوه خېټه خو مړه ده.
موږ له خپلې لور سره سلا و نه کړه، ځکه پوهېدو که خبره ور یاده کړو، ډېره به وژاړي. د کوژدې په ورځ يې دې او مور ډېر وژړل. خو موږ بله چاره نه درلوده. زه په داسې بد اقتصادي حالت کې وم چې مجبور وم خپله وړه لور ور کړم.
۴. د هلمند ولایت یو پښتون د دریوو ماشومانو پلار: « ما به تل په هغه خلکو نیوکې کولې چې خپلې وړې لوڼې به يې ورکولې یا ودولې. زه بېخې پښېمانه یم چې وړه لور مې ورکړې. له دې پرته مې بله چاره هم نه درلوده.»
ما خپله پنځه کلنه لور په کلي کې یوه اووه کلن هلک ته ورکړه. په دې اړه مې له وړاندې له خپلې مېرمنې سره خبرې کړې وې. د مېرمنې مې نه وه خوښه، خو ما ډېر ټینګار کاوه او په پای کې دا هم رضا شوه، ځکه پوهېده چې له دې پرته بله لار نشته.
ما په پورغوا واخیسته او له دې سره نو سل زره افغانۍ پوروړی شوم . ما فکر کاوه چې غوا به ښه ساتم او شیدې به يې پلورم. په پیسو به يې هم کور وساتم او هم به پور پرې کړم، خو غوا مړه شوه. ما هڅه وکړه چې په لښکرګاه یا د هلمند کوم بل ځای کې ځان ته کار پیدا کړم، خو کار مې پیدا نه کړ. څه موده مې له یوه سړي سره د هغه په هټۍ کې کار وکړ، خو وروسته مې دا کار هم له لاسه ورکړ.
د دندې له لاسه ورکولو درې میاشتې وروسته د پور پرې کولو وخت راورسېد. له چا چې مې پور اخیستی و، په اوونۍ کې دوه ځله زما کور ته راته او خپلې پیسې يې غوښتې. یوه میاشت وروسته مې پرېکړه وکړه چې یوې بلې ولسوالۍ ته کډه شم او له پوروړي ځان پټ کړم، ځکه چې وزګار وم او بله چاره هم نه وه چې د غوا پور ورکړم. خو دوې میاشتې وروسته هغه سوداګر زه پیدا کړم او ټینګار يې کاوه چې پیسې به یې هرومرو ورکوم.
کله چې مې ګاونډی خبر شو چې زه پوروړی یم، هغه وړاندیز را ته وکړ چې لور مې د هغه زوی ته ورکړم. موږ په دې سره سلا شوو چې دی به ما ته درې سوه زره پاکستانۍ روپۍ راکوي. هغه له کوژدې وروسته په یوه اوونۍ کې سل زره روپۍ راکړې او ويې ویل چې پاتې به د نجلۍ د واده په ورځو کې راکوي. موږ په دې هم سره سلا شوو چې لور به مې په پنځلس کلنۍ یعني په لسو کلو کې ودوي.
پیسې چې يې راکړې، د غوا څښتن ته مې ورکړې. اوس یوه روپۍ نه لرم او نه پوهېږم چې کار څنګه ومومم زه په خپله تېروتنه ډېر پښېمانه یم، خو چاره هم نه وه.
ما به تل په هغو خلکو نیوکې کولې چې وړې نجونې به يې ورکولې یا ودولې. زه به آن د هغوی د کوژدو مراسمو ته نه ورتلم. زه اوس ډېر ارمان کوم. هغه مهال مې له خپلو نژدې خپلوانو سره سلا و نه کړه. زه اورم چې کلیوال مې په ما ډېرې نیوکې کوي، خو مخامخ څه نه را ته وايي. تر ټولو ډېر مې هغه نژدې خپلوان غندي چې په دې اړه مې نه وو غږولي.
د څلورو وړو نجونو د ودونو لاملونه
په افغانستان کې د ماشومانو ودونه، په ځانګړي ډول د نجونو ودونه نوې خبره نه ده. وړې نجوني ځینې مهال ډېرو نژدې خپلوانو ته ددې له پاره ورکول کېږي چې ترمنځ يې خپلوي لا پیاوړې شي. د بېلګې په ډول په یوه لویه کورنۍ کې دوه وروڼه ښايي د خپلوۍ د لا پیاوړتیا په پار د نجونو کوژدې و نه ځنډوي او د نجونو تر پېغلتابه په تمه پاتې نه شي. په دې صورت کې نو یو ورور خپله وړه ورېره خپل زوی ته غواړې، خو دوی عموما واده د نجلۍ او هلک تر لویښت پورې ځنډوي.
د وړو نجونو د ودولو ځینې لاملونه تر دې هم ډېر خطرناک او تیاره دي، د بېلګې په ډول په بدیو کې د وړو نجونو ورکول. د ځینو بدیو له منځه وړلو په پار د قاتل کورنۍ د مقتول د کورنۍ یوه هلک/ سړي ته یوه نجلۍ ورکوي. دا ډول ودونه په پرتلیز ډول لږ وي او په وروستیو کلونو کې ډېر نه دي پېښ شوي. د بېلګې په ډول د لیکوال په سیمه کې په وروستیو لسیزو یا په تېرو ۳۵ کلونو کې یواځې درې ورته ودونه شوي دي، چې دوه يې له دوو جلا ځوانانو سره د دوو پېغلو د تېښتې او یوه يې د قتل په بدل کې وه. دا ډول ودونه چې هر ځای کېږي، عموما وړې نجونې پکې قرباني کېږي، ځکه چې دوی نه نیوکه کولی شي او نه نټه (انکار). د وړو نجونو ولورونه تر پېغلو لږ دي، ښایي په همدې دلیل د پېغلو پر ځای وړې نجونې ورکوي.
لکه زموږ څلورو مرکه کېدونکو چې وویل، په عمومي ډول په افغانستان کې بېوزلي او په دې هېواد او ډيرو نورو هېوادو کې د نجونو په سر د ولور اخیستل د وړو نجونو د ودولو تر ټولو عام لاملونه دي. د پېغلو ولورونه لوړ دي خو که یوه کورنۍ پېغله لور ونه لري، د کورنۍ غړي يې پیسو ته اړتیا ولري، اولاس يې ډېر بند وي ، دوی ښايي په دې غور وکړي چې د وړې لور له ورکولو پرته بله چاره نه لري. د اسلامي شریعت له مخې زوم باید ناوې ته مهر ورکړي.د نورو هېوادو په څېر په افغانستان کې ډېرو لږو ناویو ته مهر رسېږي. ناوې خپل مېړه ته مهر وربښلی شي او په خپله خوښه يې خپل پلار ته هم ورکولی شي.
لیکوال په خپله سیمه کې د نژدې خپلوانو ترمنځ داسې کوژدې چې موخه يې د خپلویو لا پیاوړتیا وه او ولور يې نه اخیست، لېدلې دي. که ولور اخیستل شوی هم وي، ډېر لږ دی. هغه داسې کورنۍ نه دي لیدلې چې اقتصاد يې ښه و او خپلې وړې لوڼې يې نژدې خپلوانو ته په ولور ورکړې وي.
ډېری افغانان د وړو نجونو ورکول یا ودول تاواني کار بولي. هغوی وايي چې د وړو نجونو ودول د نجونو د وړوکوالي موده ډېره وختي پای ته رسوي او د زېږون په وخت یې د مړینې خطر زیاتوي ، ځکه هغه نجونې چې د لویښت پړاو کې امیدوارې شي ډېری یې د زېږون پر مهال مري. په وړوکوالي کې د نجونو ودول له دوی دا فرصت هم اخلي چې ووايي څه مهال او له چا سره واده غواړي.
افغان مدني قانون چې په ۲۰۰۹ کال کې تصویب شو، د زلمیانو له پاره د واده قانوني سن ۱۸ او د پېغلو له پاره ۱۶ کاله ټاکلی و، خو که د نجلۍ پلاراو مور یا محکمه وغواړي په ۱۵ کلنۍ کې هم واده کولی شي. دغه قانون تر ۱۵ کلو د کم عمرو نجونو ودول منعه کړي و. دا قانون په عملي ډول هیڅکله پلی نه شو. له قانون نه پرته هم د نجونو د ودولو عمرونه ورو ورو زیاتېږي. په ۲۰۱۶- ۲۰۱۷ کې د هېواد په کچه د ژوندانه د حالاتو د مالومولو ټولپوښتنه وشوه. په هغه وخت کې تر پنځلس کلنۍ کښته ودېدونکو ټولو نجونو شمېر په ټول هېواد کې ۴.۲ سلنه او تر اتلس کلنۍ کښته ودېدونکو شمېر ۲۸ سلنه و. هغه مهال د واده منځنی عمر د ښځو له پاره ۲۱.۶ او د سړیو له پاره ۲۴.۴ و.
د احصایيې د مرکزې ادارې له خوا د شوې سروې پر بنسټ، لاندې جدول د افغان مېرمنو د ودونو د عمر د کچې لوړوالی ښيي. سروې ښيي چې د افغان مېرمنو د ودونو جګ عمر ۳۵ کاله دی او تر ۲۰۱۶-۲۰۱۷ پورې اتلس کاله و، خو د وړو نجونو د ودولو کچه ډېره ټيټه وه. د ۳۰-۳۵ کلنو ښځو ودولو کچه ۵۸ سلنه، له ۲۵-۲۹ کلنو مېرمنو د ودولو کچه ۵۰ سلنه او د۲۰ -۲۴ کلنو د ودولو کچه ۴۰ سلنه وه. يعني د نوي نسل ودونه په پرتلیز ډول ځنډېدلي وو. جدول دا هم ښيي چې د وړو نجونو، یعنې د ۱۵ کلنو یا ترې ټیټو نجونو د ودېدو کچه ورځ په ورځ ټیټېده.
سرچینه: د احصايې مرکزي اداره (۲۰۱۸): په ۲۰۱۶-۲۰۱۷ په افغانستان کې د ژوند د وضیعت مالومولو سروې
اوسنی حالت
د اسلامي امارت اوسني مشرتابه د وړو ماشومانو د ودونو په اړه څه نه دې ویلي. د طالبانو مشر شیخ مولوي هبت الله اخندزاده د ډسمبر میاشتې په درېیمه نېټه د نورو چارو په ګډون د ښځو د حقونو په اړه یو فرمان صادر کړ چې په کې ویل شوي دي چې په زور د کونډې یا پېغلې ودول د شریعت مخالف کار دی، خو د نجونو د ودولو د عمر اخري کچه يې په فرمان کې نه ده ښوولې.(په دی اړه د پژواک را پور دلته ولولئ) د طالبانو یوه قاضي، لیکوال ته د نوم پټ ساتلو په شرط په دې اړه وویل چې له پېغلتابه مخکې د نجونو ودول د اصولو له مخې روا نه دي، خو که ولي ( پلار یا نیکه ) یې له هغې سره د ښېګڼې په هیله دا کار کوي، د بېلګې په ډول که د نجلۍ ولي داسې و انګېري چې دا یو ښه فرصت دی او که دا کار ونه کړي ښايي فرصت له لاسه ووځي، بیا کولی شي چې وړه نجلۍ هم ورکړي، خو ودول يې بېخي نه دي روا. قاضي وویل د ولور اخیستل که نجونې په واړه عمر کې وي او یا پېغلې وي، د اسلامي شریعت له مخې حرام دي. مهر به هرومرو ناوې ته ورکول کېږي خو ولور اخیستل حرام دی.
د ماشومانو د ملاتړ موسسې(Save the Children) په وروستي راپور کې چې «د طالبانو تر ولکې لاندې ژوند» په سرلیک خپور شوی او په کې د ۲۰۲۲ کال په مې او جون میاشتو کې د ۹- ۱۵ کلونو د عمر ۱۲۲ نجونو سره خبرې شوې دي، راغلي چې په هرو شلو نجونو کې له یوې نه ډېرو نجونو ته د دوی د کورنیو له خوا ویل شوي چې« د کورنیو د ښېګڼې په پار ودونه وکړئ». ددې خیریه بنسټ د راپور له مخې دا ډول غوښتنې په هغو کورنیو کې زیاتې وې چې مشري يې ښځو کوله. بنسټ وایي چې « دا کورنۍ له ډېرو لوړو اقتصادي فشارونو او د اړینتوکو له نشتوالي سره مخامخ وې». په راپور کې د نجونو له خولې راغلي چې تر پېغلتابه وړاندې ځکه ودېږي چې:
کورنۍ د اړتیا پوره کولو پیسې نه لري او بېوزلې دي. ماشومان پوهېږې چې دا ډول کړنې تر ډېره بریده نجونې اغېزمنوي چې ډېرې کم عمره هغه هم په کې راځي. څو نجونو یادونه کړې چې که نجلۍ واده شي، نو دومره پیسې يې بیا کورنۍ ته ورکول کېږي چې د هغې نجلۍ خویندې او وروڼه پرې بسیا شي. له دې ورها خوا، له دې امله چې نجونې نورې ښوونځيو ته د تلو اجازه نه لري، پلرونه او میندې یې داسې بولي چې واده به يې بچیانو ته د ښه ژوندانه لاره جوړه کړي.
موږ په خپل راپور کې یواځې د نجونو له پلرونو سره مرکې کړې وې، ځکه نو هغوی د نجونو او د هغوی د میندو د اندېښنو او احساساتو په اړه ډېر څه راته ونه ویل. د ماشومانو د ملاتړ یاد بنسټ، سره له دې چې په کوچنیوالي د نجونو د ودېدو په اړه څېړنه کړې، خو خبرې يې له ناویو سره نه بلکې د هغوی له ملګرو سره کړې دي. د ۹-۱۴ کلنو نجونو، څېړونکو ته ویلي چې د سیمې وړې واده شوې نجونې څه ډول خپلو پلرونو د ښوونځیو پرېښودو یا له خپلې سیمې لېږدېدو ته اړ کړي دي. دې نجونو اندېښنه درلوده چې دوی به هم له ورته پېښو سره مخامخ شي او« په وړوکوالې کې د ودېدو له امله به هيڅکله بیا ښوونځي ته ولاړې نه شي او ښه راتلونکې به ونه لري». دوی ویل چې په وړوکوالي پخو سړیو ته د ودېدو اندېښنه یې خواشینوي. دوی له دې امله چې پلرونه به يې د دوی د راتلونکي ژوندانه یا واده په اړه د دوی خوښې ته غوږ و نه نیسي، زړه ماتې وې اونهیلي ورلوېدلې وه.
په دغو څلورو پلرونو کې یوه یې هم د خپلو لوڼو د راتلونکي ژوندانه په اړه له هغوی سره سلا نه وه کړې. نجونې چې په داسې واړه عمر کې ورکول کېږي، هیڅ وخت سلا نه ورسره کېږي، که وهم شي، بې ژړېدو یې نور وس نه رسېږي.
د یوولسو ورکړ شویو یا واده شویو نجونو له پلرونو سره چې موږ خبرې کولې ټولو يې د شرم احساس کاوه. دوی د خپلو وړو نجونو ودول عادي یا ښه کار نه باله، خو ویل يې چې په داسې حالت کې چې د خوړلو څه يې نه درلودل، اړ شول چې خپل یو ماشوم د کورنۍ د نورو غړو له خوندیتابه قرباني کړي.
د خواشینۍ ځای دادی چې د وړو نجونو په ولور د ډېرو کورنیو لاس د لنډمهال له پاره وچلېد، د لنډ وخت له پاره پرې فشار کم شو خو اصلي ستونزه په خپل حال پاته شوه او حل نه شوه. د دوی تر منځ ډېری کورنۍ د یوه باثباته عاید څښتنانې نه شوې او ډېر ژر به بیا تر نورو پورو لاندې شي.
بیاکتنې:
دا مقاله په وروستي ځل تازه شوې وه ۲۵ عقرب / لړم ۱۴۰۱