د څارنې او ارزونې کمېټې چې په افغانستان کې د فساد ضد خپلواکه اداره بلل کېږي، همدا څه موده وړاندې د افغانستان د پوهنې وزرات کې د زیان اړوونکي فساد په اړه خپله ارزونه خپره کړه. په یاده څیړنه کې د پوهنې په برخه کې د فساد ۳۶ ډولونو ته اشاره شوې ده او دا هم ویل شوي چې په تېرو لسو پنځلسو کلونو کې فساد دومره پراخ شوی چې دننه په وزارت کې یې سیستماتیکه بڼه غوره کړې ده.
د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې څیړونکې یلینا بلیثا د همدې رپوټ موندنې او وړاندیزونه راغونډ کړي او په پایله کې وايي: دا د افغانستان په یوه اداره کې د شوي فساد په اړه لومړنۍ ارزونې دي. په افغانستان کې ډېر کله دتېرو پنځلسو کلونو یوه مهمه بریا او پرمختګ زده کړې بلل کېږي. ښايي اوس د دې بریا ادعا سرچپه وبلل وشي. د افغانستان په پوهنې وزارت کې د زیان رسوونکي فساد رپوټ چې ۱۷۰ مخه کېږي، (دلته یې بشپړ لوستلی شئ) د لړم پر ۱۶پر پنجشنبه کابل کې خپور شو. دا رپوټ د فساد د څارنې او ارزونې خپلواکې ادارې (۱) خپور کړی دی. په خپاره شوي رپوټ کې د پوهنې وزارت کې د فساد داسې سیستماتیکې کړنې شاملې دي چې د ښوونځيو له کچې نیولې بیا د وزارت تر کچې رسېږي. لکه، د ښوونځي د اجازه لیک اخیستو لپاره د بډو ورکول، د ښوونځیو په جوړولو او د کتابونو په وېشلو کې درغلۍ.
که یې په ساده ټکو ووایو، د دې رپوټ له لوستلو داسې ویل کېدای شي چې د پوهنې ټول سیستم یا له فساده ډک دی او یا هم له فساده زیانمنېدونکی دی. په ځانګړي ډول په دې رپوټ کې ویل شوي چې د هېواد په کچه د ښوونکو ګومارنې یا د وګړوتر اغېز لاندې شوي، یا خپلوۍ پکې پالل شوي او یا هم د بډو په زور ښوونکي ګومارل شوې دي؛ او همدا، د فساد د څارنې او ارزونې ادارې تر ټولو لویې ننګونې بللې دي. دا څېړنې د پوهنې د سرپرست وزیر اسدالله حنیف بلخي په غوښتنه، چې د ۱۳۹۵ کال په زمري کې يې کړې وه، شوې دي. (سره له دې چې ه بلخي د ۱۳۹۵ کال په لیندۍکې ولسي جرګې بې واکه کړ، خو اوس هم د ولسمشر په غوښته ن خپله دنده روانه ساتي.
دا دویم ځل دی چې بلخې خپل وزارت ته ټکان ورکوي. نوموړي په لومړي ځل د ۱۳۹۵ کال په مرغومي کې په ډاګیز ډول د ښوونځیو د شاګردانو هغه شمېرې ( څه باندې ۱۱ میلیونه) وننګولې چې له ده وړاندې پخواني وزیر اعلان کړې وې. بلخي ویلي و چې د ښوونځیو د زده کوونکو شمېر له هغو بیخي ډېر لږ دی چې خلکو ته ویل شوې دي. ( بلخي دشاګردانو شمېرڅه باندې شپږ میلیونه ښوولی. په دې اړه دافغانستان دتحلیلګرانوشبکې رپوټ دلته لوستلی شئ)
د فساد د څارنې او ارزونې ادارې رپوټ د افغانستان په پوهنې وزارت کې د فساد په اړه لومړنۍ ارزونې دي. دا ارزونې په کابل او نه و نورو ولایتونو کې شوي چې ۱۳۸ ښوونځي (۲) رانغاړي. د کابل تر څنګ په دې ولایتونو کې څېړنې شوې دي ( بدخشان، بلخ، فاریاب، غزنی، هرات، خوست، بامیان، پنجشیر او ننګرهار) په رپوټ کې د فساد ۳۶ ډولونه په پوهنې وزارت کې په ډاګه شوي او د ۶۰ په شاوخوا کې وړاندیزونه شوې دي. د فساد پر وړاندې د څارنې او ارزونې ادارې په خپله اعلامیه کې دا بوږنوونکې خبره دا ډول راوړې ( که په ټویز ډول ورته وکتل شي، دا ۳۶ ډوله فسادونه د افغانستان د پوهنې ډېر رېښتینی انځور وړاندې کوي)
د فساد د څارنې او ارزونې ادارې اصلي موندنې
۱ د پوهنې سکتور د فاسدو دندو بازار
د فساد د څارنې او ارزونې ادارې د مالوماتو له مخې د پوهنې وزارت یوازینۍ داسې ځانګړې لویه اداره ده چې تر ټولو ډېر ملکي مامورین پکې کار کوي. په ۲۰۱۵ کال کې د ملکي خدماتو( په ۱۳۹۵ کال کې یې د سمون ژمنه شوې وه، دکارکوونکو شمېر له ۴۰۰۰۰۰ پورته اټکل شوی و. په دوی کې ۲۶۲۰۰۰ د پوهنې وزارت مامورین دي چې د پوهنې وزارت د بشري سرچینو د مالوماتو له مخې ۲۱۶۰۰۰ یې ښوونکي دي. په دې مانا چې د پوهنې وزارت مامورین د ټولو ملکي مامورنیو ۶۸ سلنه جوړوي؛ او د دندو دا بازار د فساد قرباني دي.
د فساد د څارنې او ارزونې ادارې په مرکو کې چې د پوهنې په ټول سکتور کې شوي، دا تایید شوېچې (د ښوونکو په ګومارنو کې د فساد موضوع د ۹۰ سلنې مرکه کېدونو لپاره اصلي ټکی و). دا خبره د رپوټ په ۲۴ مخ کې ذکر شوې ده.
دا پایله د ټولو شپږ ډول مرکه کېدونکو په خبرو کې راپورته شوې چې په ګردو ولایتونو او ټولو ښوونځیو کې کېږي. ټولو هغو چې مرکې ورسره شوي، ویلي په ګومارنو کې خپلوۍ، د پوهنې وزارت د مامورینو له خوا واسطې او د ملي شورا د وکیلانو په ګډون د نورو مخورو کسانو او چارواکو واسطې په پام کې نیول شوې او منل شوې دي. د فساد د څارنې او ارزونې ادارې په سلګونو مرکو کې دا هم موندل شوي چې په پوهنې وزارت کې د ګومارنو پرمهال د خپلوانو، ملګرو او د خپلې خوښې کسانو د ګومارلو لپاره فشارونه دومره ډېر وي چې د ګومارنې اصولو ته اصلا پام نه شي کیدای او دا کار یې په هره برخه کې کېږي.
تر ټولو ډېر فشارونه د ملي شورا غړي راوړي. په مرکو کې دا هم ویل شوي چې د ملي شورا غړي د هرې برخې په ګومارنې، ارتقا او په خپله خوښه د ښوونکو د ګومارنې په ځایونو کې لاسوهنه کوي. ( ۲۴ او ۲۵ مخ)
د دې ترڅنګ، د فساد د څارنې او ارزونې ادارې موندنې ښيي چې په دې سکتور کې د پيسو په بدل ګومارنې هم ډېرې پراخې دي. د دې رپوټ په ۲۵ او ۲۶مخونو کې لیکل شوي (د پيسو په زورګومارنې اوس په یوه دود اوښتې چې له ۵۰۰۰۰ تر ۷۰۰۰۰ افغانیو پورې ورکول کېږي. د پيسو دا اندازه د څوکۍیا دندې په ارزښت پورې اړه لري. ځینې ښوونکي ددې پيسو دپرې کولو لپاره اړ شوي چې د ښوونکي دندې ترڅنګ نورو کارونو ته هم لاس واچوي ځکه اړ دی چې خپلې کورنۍ ته پيسې برابرې کړي او هغه پيسې هم پرې کړيچې د ښوونکي د دندې تر لاسه کولو لپاره یې ورکړې دي.)
په افغانستان کې د دایمي (ټول وخت) دندې پیدا کول ګران دي. د افغانستان حکومت دشمېرو له مخې ۷ عشاره ۲ میلیونه وګړي دندې لري چې یوازې ۱۹ سلنه یې وظیفوي خوندیتوب لري، پاتې ۸۱ سلنه یې بیا وظیفوي خوندیتوب یا ضمانت نه لري. شمېرې ښيي ۲۶ سلنه ځوانان چې کاري وړتیا لري، بې دندو دي.
د فساد د څارنې او ارزونې ادارې موندنې ښيي چې له لویه سره د ښوونکو پراخه بې روزګاري ( له دارالمعلمینو ۷۵ سلنه فارغ شوي دنده نه شي موندلی) د دې فساد مهمه برخه ده. د دې تر څنګ نورې ستونزې هم شته، لکه د ازموینې په فساد ککړ سیستم، د پیسو په بدل کې د ښوونکو د څوکیو تر لاسه کول، د ښوونکو له خوا د تقاعد وخت د ډېرولو په بدل کې بډې ورکول او له ښوونکو د نورو کارونو په بدل کې پيسې اخیستل. د فساد د څارنې او ارزونې اداره په دې برخه کې خپلې موندنې په دې ډول راټولوي چې د فساد له لارې د ښوونکو ګومارنې د زده کوونکو د زده کړو او په ټوله کې د دې سکتور لپاره تر ټولو خطرناکې پایلې لري او د پوهنې پر سیستم یې د خلکو باورته لوی زیان اړولی دی. ( له جګړو مخکې د ښوونکو دنده ډېرهسپیڅلې بلل کېده)
د فساد د څارنې او ارزونې اداره په خپلو موندنو کې دا هم وايي د فساد له لارې ګومارنې، که تل نه وي، ډیری وخت د خپلوۍ له مخې کېږي او یا هم داسې څوک ګومارل کېږي چې د ځانګړو کسانو خوښ وي. په دې موندنو کې راغلي ( هغه کاندیدان چې له ځانګړو کورنیو، قومونو او له ځانګړو سیاسي ډلو سره تړاو ونه لري، په عمومي ډول پر دندو نه ګومارل کېږي.) د دې تر څنګ د ازموینې له ناروښانه پروسې سره د ناسم مدیریت یو ځای کېدو دپوهنې سیستم لا نور فساد ته جوړکړی دی.
۲ درسي کتابونه؛ ناسمه پرمختیايي مرسته
له ۱۳۸۱ کال راهیسي دا وزارت د درسي کتابونو په چاپ او ښوونځیو ته یې په رسولو کې، له لویه سره د بسپنوالو پر مرستو ولاړ دی. مثلا د امریکا نړیوالې پرمختیايي ادارې له هغه وخته راهیسې د لومړنیو او منځنیو ښوونځیو د درسي کتابونو پر چاپ نژدې ۱۳۰ میلیونه ډالره لګولي دي. د ۱۳۸۲ او ۱۳۹۴ کلونو ترمنځ په همدې برخه کې ډنمارک ۱۴۴ عشاریه ۸ میلیونه ډالره مالي مرسته کړې چې نژدې اته میلیونه زده کوونکي ترې ګټه اخلي. ( دا مالومات د ډنمارک د پراختیايي همغږیو د څارنې برخې خپاره کړې دي) ډنمارک دا رنګه د درسي کتابونو د خوندي ساتلو لپاره ۳۸ زېرمه ځایونه هم جوړ کړي دي او ۱۷ کانټینرونه یې هم پیرلي چې کتابونه پکې وساتل شي.( هر زېرمه ځایکې له ۸۰۰۰۰۰ کتابونو نیولې تر یو عشاریه دوه میلیونو کتابونه ځایېدلی شي).
تر ۱۳۸۹کال پورې اصلي ستونزه د کتابونو دچاپ د تدارکاتو بهیر و. مثلا، د ۱۳۸۳ او ۱۳۸۹ کلونو ترمنځ یوه افغان شرکتپه هرو شپږو قراردادونو کې پنځه ترلاسه کول، سره له دې چې په دغه هېواد کې یې د کتابونو د چاپ اړین معیارونه هم نه پوره کول. بسپنوال هېوادونو او ادارو لکه، د امریکا نړیوالې پرمختیايي ادارې او ډنمارک د تدارکاتو بهیر د روڼوالي او دفساد د کموالي لپاره ځینې شرایط وضع کړل، خو د دې پرځای چې د کتابونو د لېږد چاره ښه کړي، لا ټکنۍ شوه. (۶۳ مخ)
کتابونه په لومړي سر کې، د دې پر ځای چې مخامخ د ولسوالیو او یا هم ولایتونو زېرمه تونو ته واستول شي، کابل ته وړل کېدل. دا کتابونه چې بسپنوالو هېوادونو او ادارو چاپول، باید وړیا وېشل شوي وای. خو د فساد د څارنې او ارزونې ادارې څیړونکي لیکلي: «یو تریخ حقیقت چې د څیړنو پرمهال موندلشوی دا دی چې د اوږده مهال لپاره په ښوونځیو کې له شاګردانو سره کتابونه نه وي. ځینې درسي کتابونه یا ډېر زاړه وي، یا یې کیفیت ښه نه وي او یا هم له اصلي کتابونو کاپي شوي وي. ځینې دا کتابونه له درسي نصاب سره همغاړي نه دي، او داسې هم شوي چې یو کتاب درېیو زده کوونکو شریک کړی دی. ډېر وخت هغه کتابونه چې ښوونځیو ته رسيږي، زاړه وي او یا هم تور او سپين چاپ شوي وي؛ په داسې حال کې چې رنګه او د ښه کیفیت لرونکي کتابونه بیا په بازار کې موندل کېږي. ځینو ځایونو یا ښوونځیو کې چې یو شمېر زده کونکي له سرښوونکو او ښوونکو سره ښه اړیکي لري ، پوره کتابونه ورته رسیدلې دي؛ خو په عین ټولګیو کې نور زده کوونکي باید همدغه ډول کتابونه له بازاره وپېري. په ښارونوکې په عمومي ډول هر ډول کتابونه په بازارکې موندل کېږي، خو په کلیوالو او لرې پرتو سیمو کې بیا کتابونه نه پیدا کېږي. نو که شاګردان د ښوونځیو له ادارې د کتابونو غوښتنه کوي، ګټه نه لري، ځکه کتابونه اصلا نه وي. ۶۲ او ۶۳ مخونه)
څرنګه چې په درسي نصابونو کې څو ځلې ادلون بدلون راوړل شوی، د هر بدل شوي نصاب درسي کتابونه له سره چاپ ته اړتیا لري. همدې کار له ۱۳۸۹ کال راهیسې د کتابونو په بیا چاپېدو او وېشلو کې نور فساد ته هم لاره پرانیسته. په دې ډولد فساد د څارنې او ارزونې ادارې موندنې ښيي چې په ګرد هېواد کې زده کوونکي باید درسي کتابونه په بیه واخلي؛ سره له دې چې دا کتابونه د وړیا وېشلو له پاره دي.
۳ بې نظمه وزارت
د پوهنې وزارت کاري ساحه ډېره پراخه ده او د فساد د څارنې او ارزونې ادارې د موندنو له مخې دومره په فساد کې ډوب شوی چې د افغاني مفهوم له مخې یې اداره کولشوني نه ښکاري. دې ته په پام سره چې واګې ټولې له مرکز سره دي؛ چې همدا د ستونزو سرچینه بلل کېږي، حل لارې يې هم باید د سیستم په زړه یانې وزارت او دکابل په دفترونو کې ولټول شي. له تېرو ۱۵ کلونو راهیسي د خپلوۍ پالل، کمزوری کنټرول، ناسمې تګلارې او پالیسۍ او نا اغیزمنې چارې ددې وزارت اوږدمهالې ستونزې بلل کېږي.(۷۳ مخ)
د فساد د څارنې او ارزونې ادارې په موندنو کې دا هم ویل شوي چې د پوهنې وزارت د معاشاتو څانګه د دې جوګه نه وه د هغو کسانو شمېر په ډاګه کړي چې په تېرو درېیو میاشتو کې یې معاشونه ورکړيدي. (۲۴ مخ) د دې ترڅنګ په ډېرو ولایتونو کې معاشونه نغد ورکول کېږي چې د فساد خطر لا ډېروي ( دا ستونزه د افغانستان د پولیسو او اردو په لیکو کې هم وه چې اوس په کورنیو چارو وزارت کې حل شوې ده.
د تدارکاتو بهیر اوس هم دفساد قرباني دی. همدا چاره د ګڼو پروژو د ځنډېدو لامل شوې او ځینې یې ان تر کلونو وروسته اوس هم نه دي بشپړې شوي. د فساد د څارنې او ارزونې ادارې دا هم ویلي چې د ښوونځیو د ودانیو جوړېدل باید د بهرنیو مرستندویانو په ګډون له بهره و ارزول شي. ددې ادارې د موندنو له مخې په پوهنې وزارت کې د توازن یا ارزونې منظم سیستم نشته. د دې ادارې یوه لارښوونه دا ده چې په ښوونځیو کې د زده کړو د کیفیت خپلواکه څارنه وشي. اوسمهال د ښوونځیو کیفیت (اغیزناک او خپلواک) نه ارزول کېږي.
۳ د باوري اسنادو نشتوالی
هماغسې چې د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې د ۱۳۹۶ کال په یوه رپوټ کې ویلي، په ډېرو ادارو کې د باور وړ اسناد نشته؛ او د پوهنې وزارت ډېرې شمېرې په خپلو کې سره ورته والی نه لري( مثلا، په ټول هېواد کې د زده کوونکو شمېر له شپږ میلیونو تر لسو میلیونو یاد شوی دی). خپله همدا توپیرونه په دې وزارت کې د پراخ فساد د شتوالي شاهدي ورکوي؛ او همدا چې شمېرې ناسمې دي، له پرمختیايي مرستو ناوړه ګټې اخیستو ته لار پرانیستل شوې ده.
هغه مالومات چې د فساد د څارنې او ارزونې ادارې له ۱۳۸ ښوونځیو راټول کړي، په ډاګه کوي چې د شاګردانو رسمي شمېر ۲۳ سلنه ترهغو لوړ دی چې ښوونځیو ته ځي. ( دې ادارې د ۱۳۸ ښوونځو له ډلې چې له نژدې یې لیدلي، یوازې د ۸۸ ښوونځیو د شاګردانو شمېرې ټولې کړېدي) دې جرګه ګۍ په ډېر احتیاط ددې برخې له پاره خپلې پایلې داسې راټولې کړې دي:
«د عمومي پایلې د تر لاسه کولو لپاره دا بېلګه ډېره کوچنۍ ده. خو د فساد د څارنې او ارزونې ادارې هغه مالومات نه دي ارزولي چې په لا نورو نا امنو ولایتونو کې یېټول کړيدي؛ ځکه ښايي هلته ښوونځیو ته د تلونکو زده کونکو شمېر له دې هم کم وي. نو ځکه بیړنۍ اړتیا ده چې ددې مالوماتو کیفیت د زده کړو د مدیریت د مالوماتي سیستم EMIS له لارې و ارزول شي».
د فساد د څارنې او ارزونې ادارې په خپلو موندنو کې هغه مالومات هم د پوښتنې وړ بللي چې د زده کړو د مدیریت د مالوماتي سیستم EMIS له لارې په ولایتونو او ولسوالیو کې ټول شوې دي؛ او همدا چې مالومات کره نه دي، د پلانونو په جوړېدو کې یې هم خنډونه جوړ کړې دي. د فساد ضد دې جرګه ګۍ خبرداری ورکړی تر هغو چېد مالوماتو د پروسس بهیر همداسې بې باوره وي، په مرکز کې د مالوماتو پرډیتابېس یا زېرمه باورنه شي کیدای شي. د همدې ناسمو مالوماتو (خیالي ښوونځیو، خیالي زده کوونکو او خیالي ښوونکو ته زمینه برابره کړې ده؛ او دا هغه څه ديچې د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې په ۱۳۹۳ کال کې په خپل یوه رپوټ کې ذکر کړي وو.)
۵ د لویانو لپاره له فساده ډک ښوونیز پروګرامونه
د فساد ضد دې ادارې په خپلو څیړنو کې دا هم موندلي چې د لویانو لپاره په ښوونیزو پروګرامونو کې د پام وړ فساد شته. د هغو خلکو د مالوماتو له مخې چې مرکې ورسره شوي، ډېرو یې ویلي چې دا ډول پروګرامونه اصلا په ځینو ولایتونو کې نشته. د سواد د زده کړو معینیت کې ځینو چارواکو هم په دې برخه کې ډېرې ننګونې منلې او دا یې هم ویلي چې د پوهنې وزارت او د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانوا و معلولینو وزارت د دې ډول پروګرامونو په پلې کېدو کې سمه همغږي نه درلوده. کمزروې څارنې دا ستونزې څو برابره ډېرې کړې دي، ځینو ځایونو کې دا پروګرامونه سم نه دي پلي شوي، نورو ځایونو کې هغه دلایل بیا پټ ساتل شوي چې ولې په کې دا ډول زده کړې نه دي برابرې شوي، په بعضي ځایونو کې آن په درغلیو په کې خلک کینول شوي او له همدې وجې د خیالي زده کړو پروګرامونه جوړ شوې دي.(۶۰ مخ)
د دې ترڅنګ، د تخنیکي او مسلکي زده کړو برخه کې چې پوهنې وزارت یې مخ ته وړي، درسي نصاب زوړ دی او له کاري بازارسره تړاو نه لري. د فساد د څارنې او ارزونې ادارې څیړونکو دا هم موندلې چې د دې برخې ځینې ښوونکي هم په فساد کې ښکېل وو او هغه ګڼ ښوونکي چې د پوهنې وزارت پروګرامونه یې مخ ته وړل، له کاري وړتیا بې برخې وو. په رپوټ کې ویل شوي، د تخنیکي او مسلکي زده کړو هغه پروګرامونه چې ناحکومتي ادارو (نړیوالو او سیمه ییزو) مخ ته وړل، کیفیت یې له هغو ډېر ښه و چې پوهنې وزارت یې مسوولیت درلود.
۶ نورې ستونزې
د فساد د څارنې او ارزونې ادارې ځینې نورې داسې ستونزې هم راپورته کړي چې د پوهنې سکتور باور ته زیان اړوي. ځینې یې دلته د بېلګې په ډول راوړو:د هغو کسانو مسلکي وړتیا په عموي ډول کمزورې ده چې پروګرامونه پلي کوي. د هغو ښوونکو ونډه هم کمه ده چې مسلکي ژمنتیا لري او د درسي نصاب بیا بیا بدلون نور فساد ته لاره پرانیستې ده. د فساد د څارنې او ارزونې ادارې د مالوماتو له مخې پرنوي نصاب د ډېرو ښوونکو سر نه خلاصېږي؛ او له همدې وجېاړ دي په ازموینو کې د زده کوونکو د بریالي کېدو لپاره له ناقانونه میتودونو کار واخلي. نو، همدې روښانه لاملونو د زده کړو د کیفیت کچه ټیټه کړې او په ټوله کې یې د زده کړو پر برابروونکو د ټولنې باور له منځه وړیدی.
د فساد د څارنې او ارزونې ادارې وړاندیزونه
د فساد د څارنې او ارزونې ادارې وړاندیزونه ( چې ۶۶ کېږي) پرلسو برخو وېشل شويدي. په دې وړاندیزونوکې پر سیمه ییزو خلکو غږ شوی چې مسوولیت منونکي واوسي، بنسټونو کې د سمونو غوښتنه شوې، د قوانینو اصلاح غوښتل شوې، روڼوالي ته د ډېر پام غوښتنه شوې او د قانون پلې کېدل غوښتل شوي. په سیمه ییزه کچه د ښوونځیو شاوخوا پر ځایي ټولنو غږ شوی چې لومړني مسوولیت ته غاړه کېږ دي او په ولایتونو کې د پوهنې پر فاسدو ادارو د تکیې پر ځای پخپله ښوونکي غوره کړي. د بنسټونو د اصلاح په برخه کې داسې ویل شوي چې د پوهنې وزارت کاري ساحه او پراختیا دې لږه شي چې د مدیریت وړ شي او د فساد ډېر قرباني نه شي. په دې برخه کې د ښوونکو د ګومارنې د میکانیزم بدلون اود درسي نصاب د اندازې بیاکتنه شامل دي. د فساد د څارنې او ارزونې ادارې د وړاندیزونوله مخې په پوهنې وزارت کې بریالي بدلونونه له دوو اړخونو راتلای شي. په سیمه ییزه کچه د ښوونکو ګومارنې باید د هماغې ټولنې په مشرۍ وشي؛ او په مرکز کې باید داسې پياوړی ځواک موجود وي چې د کابینې بشپړ ملاتړ ولري، او داسې روښانه میکانیزم هم وي چې د ښوونکو د ګومارنې بریا پرې اندازه شي. د فساد ضد ادارې په خپلو وړاندیزونو کې دا هم ویلي چې تخنیکي او مسلکي زده کړې دې په بشپړ ډول د پوهنې وزارت له ادارې وایستل شي او خپلواک بنسټ دې شي.
په قانوني بدلونونو کې ددې ادارې وړاندیز بیا دا دی چې د پوهنې وزارت مشرتوب دې داسې تګلاره جوړه او پلې کړي چې پر بنسټ یې د فساد مخه په فعال ډول ونیول شي. د سملاسي بدلون لپاره به مثبت ګام دا وي چې د شکایتونو د اوریدو او اروزنې لپاره خپلواک بنسټ جوړ شي چې په پوهنې وزارت کې شته فساد وڅیړي او د ښوونکو په ګومارنه کې د سیمه ییزو خلکو مسوولیت منل په روښانه ډول ډېر کړي. د نړیوالې ټولنې لپاره د دې ادارې وړاندیز دا دی چې دخپلواکې ارزونې لپاره د فساد ضد کړنو ملاتړ ته نوی پام ورټول کړي، ځکه همدا د زده کړو د کیفیت ښه کولو اساس دی. د فساد د څارنې او ارزونې ادارې بل وړاندیز دا دی چې د زده کړو د مدیریت په مالوماتي سیستم EMIS ، د بشري سرچینو په سیستم، خپلواکو ارزونو او په پراخه کچه د قانون په پلي کولو کې ( لویه څارنوالي دې په هغو پېښو کې ښکېله شي چې په پوهنې وزارت کې له فساد سره تړلېدي) پرمختګونه رامنځ ته کړي.
وړاندیزونه ښه دي، خو پایله به یې څه وي؟
د فساد د څارنې او ارزونې ادارې رپوټ د افغانستان د پوهنې په سکتور کې د فساد په تړاو تر دې دمه تر ټولو روښانه او مخامخ ارزونه بلل کېږي. پخوا د افغانستان د بیارغاونې لپاره د امریکا ځانګړي عمومي پلټونکي هم په دې وزارت کې دفساد په اړه مالومات خپاره کړي وو، هو هیڅ بنسټ تر اوسه په پوهنې وزارت کې دفساد په اړه دا ډول ژور مالومات نه دي ټول کړي. د دې رپوټ ځینې خورا ښه وړاندیزونه د سملاسي ګام اخیستو غوښتنه کوي.
خو په وزارت کې د فساد پراخوالي او ژوروالي ته په پام سره، د دې رپوټ لوستونکي هک پک دي چې بیرته رغېدل به یې څنګه وشي او څومره وخت به وغواړي. مثلا، د نړیوال بانک د فساد ضد کارپوهان وايي ( ۱۱ مخ) د دا ډول بنسټونو اصلاح لسیزې وخت اخلي. د ښوونکو په ګومارنه کې سیاسي ملاتړ او د پوهنې په سیستم کې نورو سیاسي اړخونو ته په پام سره، ( د افغانستان د تحلیلګرانو او د افغانستان د ارزونې شبکو رپوټ دلته کېکاږئ) د دې ستونزې حل نه یوازې سیاسي ارادې ته اړتیا لري، چې ډېر جرات هم غواړي. خو دا چې د افغانستان حکومت د دې ستونزې د حل لپاره دا ډول سیاسي جرات پیدا کولای شي او کنه، لا روښانه نه ده.
خو دې رپوټ یوه ګټه وکړه. هغه دا چې د دې ادارې خپلې موندنې هر څوک کتلای شي؛ او د نورو پخوانیو حقیقت موندونکو پلاوو پرعکس یې چې ولسمشر ټاکلي وو، خپل رپوټ خپور کړ. دا موندنې اوس هر څوک- زده کوونکي، ښوونکي، مور پلار، د ملي شورا غړي او بسپنوال لوستلای شي. دوی دا موکه لري چې دافغانستان د پوهنې سیستم کې له ناسمو کړنوخبر شي؛ او په شونوحل لارو یې فکر وکړي.
- د فساد د څارنې او ارزونې اداره یو خپلواک بنسټ دی چې په ۱۳۸۹ کال کې دلندن له ژمنو وروسته جوړ شو. دا اداره د ولسمشرۍ د ۱۶/۲۰۱۰ ګڼې فرمان له مخې رامنځ ته شوې ده. د همدې ادارې په غوښتنه د فساد ضد او ارزونې عالي دفتر جوړ شو چې د ۸ مادې له مخې یې د څارنې او ارزونې جرګه ګۍ جوړه شوه. د همدې دفتر په اډانه کې داسې سیمه ییز او نړیوال کارپوهان کار کوي چې د فساد ضد برخه کې تجربې لري. د دې کمیټې د کړنلارې په اتمه ماده کې راغلي ( د حکومتي ادارو د اغیزمنو کړنو لپاره اړینه ده چې د ارزونې او څارنې په موخه یوه اداره موجوده وي چې په شپږو میاشتو کې خپلې ارزونې ولسمشر، ملي شورا، نړیوالې ټولنې، بسپنوالو او ولس ته ورکړي چې د فساد ضد برخه کې یې کوم کارونه کړي دي.) د ۱۳۹۵ کال د تلې پر ۸ افغان ولسمشر ۱۱۵/۲۰۱۶ ګڼه فرمان صادر کړ. په دې فرمان کې د فساد د ارزونې او څارنې ګډې خپلواکې ادارې قانوني حالت، مسوولیتونه او کاري ساحه بدله کړه. د ولسمشرۍ په نوي فرمان کې دې ادارې ته ريښتینې خپلواکي ورکړشوه چې خپل محدود تشکیل یې هم پیدا کړ. د دې ادارې د کړنلارې په درېیمه ماده کې دا هم ویل شوي چې ټول حکومتي اورګانونه او نړیوال بنسټونه مکلف دي چې د فساد د څارنې او ارزونې ادارې سره همکاري وکړي، او هغه مالومات او شمېرې ورکړي چې د ارزونې لپاره اړینې وي. دارنګه مکلف دي چې د دې ادارې وړاندیزونه پلي کړي او په منظم ډول یې مالومات د فساد د ارزونې او څارنې خپلواکې ګډې ادارې ته ورکړي. ددې څارنې او ارزونې په دا خلي جوړښت کې باید کورني او نړیوال کارپوهان موجود وي، په دې مانا چې درې به کورني او درې نور به نړیوال کارپوهان وي. ملي کارپوهان مخامخ د ولسمشر له لوري ټاکل کېږي او ټولې نړیوالې ګومارنې باید د ولسمشر له خوا ومنل شي.
د فساد د ارزونې او څارنې کمېټې ټول ټال په پنځو ګروپونو کې ۵۴۲ مرکې کړې. ۱۰۹ یې د وزارت له چارواکو سره کړي، ۱۲۶ مرکې یې د پوهنې له ولایتي چاروکو سره کړي، ۷۶ مرکې له مسلکي او تخنیکي برخې سره شوې، ۹۳ مرکې یې له ښوونکو سره کړي، ۱۲۵ مرکې یې له زده کوونکو او والدینو سره کړي، او ۲۲ مرکې له پرمختیايي شریکانو او نورو سره شوي. په دې رپوټ کې دارنګه ۱۶۰ ګروپي بحثونه هم شوې دي.
بیاکتنې:
دا مقاله په وروستي ځل تازه شوې وه ۱۵ ثور / غويی ۱۳۹۹