د دوبنیو حاصلاتو د ټولېدو وخت رارسېدلی چې ورسره هغو میلیونو افغان کورنیو ته یو څه موقتي هوسایي راځي چې د خوړو په موندلو پسې هلې ځلې کوي. د ژوندانه معیار چې د ۱۴۰۰ کال زمري کې د طالبانو تر راستنېدو وړاندې لا ټیټ و، د دوی له خوا د واک په نیونې او له دې امله د اقتصاد په پرزېدنې پسې، لا نور وغورځېد. اغېز یې تر پنځکلنۍ ټیټو کوچنیانو او میندوارو یا شیدي ورکوونکو میندو تر ټولو کلک احساس کړ. د کوچنیانو د خوارځواکېدنې (سؤ تغذیې) چټکتیا ډېره شوه. د مرستو له پاره د [نړیوالو] پیسو په کمېدو او د نړیوال خوراکي پروګرام په وروستي اعلان پسې چې وایي که مالي مرستې تر لاسه نه کړای شي د غذایي کڅوړو اندازه به یې چې له وړاندې کمه شوې، د تلې/ لړم [میزان/ عقرب] له وروستیو نوره هم ولوېږي، د حالاتو د لا ویجاړېدنې په اړه اندېښنو نور هم زور واخیست. په افغانستان کې د کوچنیانو د خوارځواکۍ د سمې پوهېدنې په هڅه فابرېزیو فوسکیني او روح الله سروش (د ګلهان دُرزۍ په زیاتونو) شمېرې پلټلي او د روغتیایي برخې د کارکوونکو او کارپوهانو او دغه راز میندو او پلرونو نکلونه یې اورېدلي او جوته کړې یې ده چې دا ستونزه څه ډول د وختونو او سیمو په توپیر جلا بڼې غوره کوي.
د غېږې یو ماشوم په هرات کې د بې پولې ډاکټرانو د تغذیې یوه مرکز کې د خوارځواکۍ له پاره درملل کېږي. عکس: هیکټر ریتامل/ فرانسپریس، د لړم لومړۍ، ۱۴۰۰
کله چې خبره د کوچنیانو د خوارځواکۍ وي، بې ځانګړو اصطلاحاتو نه کیږي. موږ ددغو اصطلاحاتو د تشریح له پاره ددې رپوټ په یوه اینفوګرافیک [جدول] کې یو لړ لغات سپړلي دي. په دې رپوټ کې د ځینو راغلو اصطلاحاتو لنډې بڼې د بې لګې په ډول داسې دي: عمومي حاده خوارځواکي [Global Acute Malnutrition (GAM)] چې دا له شدیدې حادې خوارځواکۍ [Severe Acute Malnutrition (SAM)] او منځنۍ حادې خوارځواکۍ [Moderate Acute Malnutrition (MAM)] جوړېږي.
افغانستان دا ډېره موده له بېوزلۍ او غذایي ناخوندیتوب سره مخامخ دی او دا هغه ستونزه ده چې ناکاره ټرانسپورتي تاسیساتو او جګړو چې سوداګري او د مرستو لوژستیکي چارې ټکنۍ کوي او مخه یې نیسي، نوره هم درنده کړې ده. دغو ځانګړتیاوو له تاریخي پلوه د هېواد ګوښي پراته ولایتونه تر نورو ډېر د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخامخ کړي دي. خو د ۱۴۰۰ کال زمري کې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته د افغان اقتصاد پرزېدو ټولې سیمې اغېزمنې کړې. هماغسې چې د ۱۴۰۰ او ۱۴۰۱ کلونو په اوږدو کې د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې د لړۍ «ژوند په یوه پرزېدلي اقتصاد کې» دریو جلا برخو کې (وګورئ دلته، دلته او دلته) مستنده شوې، تقریباً د هرې طبقې د ژوندانه معیارونه لوېدلي دي. پرله پسې درې کلنې وچکالۍ د ډېرو غذایي خوندیتوب لا نور پسې ویجاړ کړی (په اړه یې د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې رپوټونه دلته او دلته وګورئ).
د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) په وینا، افغانستان اوس په پنځه ویشتو کلو کې له قحطۍ سره د مخامخېدو له ډېر لوړ خطر سره مخامخ دی چې نژدې شل میلیونه وګړي – یا د ټول نفوس څه باندې نیمایي یې له غذایي پلوه پرله پسې ناخوندي دي او د دوی په ډله کې ۶٬۱ میلیونه وګړي قحطۍ وزمه حالت ته رسېدلي دي. حالاتو په بېساري ډول بیړه نۍ بڼه غوره کړې او د تل په څېر یې د قربانیانو شمېر، په تېره بیا د کوچنیانو له منځه لوړ دی، داسې چې د ۱۴۰۲ کال له پاره د بشري غبرګون د تعدیل شوي پلان له مخې تر پنځکلنۍ لاندې شاوخوا ۳٬۲ میلیونه کوچنیان، ۸۴۰ زره میندوارې او شیدې ورکوونکې میندې له شدیدې یا حادې پرله پسې خوارځواکۍ کړېږي.
د کوچنیانو د نړیوال صندوق (یونیسېف) په وینا، افغانستان د هغو هېوادو په منځ کې دی چې تر پنځکلنۍ لاندې ماشومانو د مړینې تر ټولو لوړه کچه لري. د نړۍ د روغتیایي ټولنې په اټکل، په افغانستان کې هره ورځ له داسې رنځونو چې مخه یې نیول کېدلی شي، شاوخوا ۱۶۷ نوي زېږېدلي ماشومان مري، په داسې حال کې چې د کوچنیانو د ژغورنې ادارې (سیو ده چیلډرن) د ۱۴۰۰ کال له مرغومي (جدي) د ۱۴۰۱ کال تر وږي (سنبلې) پورې په خپلو ګرځنده کلینیکو کې د درملل شویو کوچنیانو له منځه، د خوارځواکو ماشومانو په شمېر کې د ۴۷ سلنې (له ۲۵۰۰ نه ۴۲۷۰) ډېروالي خبر ورکړی دی. په داسې حال کې چې غذایي ناخوندیتوب د کوچنیانو او میندو د مړینې لوی لامل دی، سمو روغتیایي مرکزونو او درملو ته نه لاسرسی هم د سکاروي (سینه او بغل) او شري په څېر ناروغۍ په افغانستان کې خورا وژونکې بڼې ته اړوي.
د ماشومانو د خوارځواکۍ لغات
د ماشومانو د خوارځواکۍ لغات
د غذایي خوندیتوب د پړاوونو په توحید شوې درجه بندۍ (IPC) کې چې د غذایي ناخوندیتوب د نړیوالو معیارونو ارزونه کوي، راغلې وړاند وینه تر دې نامه لاندې چې «افغانستان: د ۱۴۰۱ کال د وږي – تلې له پاره د مزمنې خوارځواکۍ حالت او د ۱۴۰۲ کال د غوایي (ثور) له پاره اټکلونه» د ۱۴۰۱ کال په تلې (میزان) کې خپره شوه. په هغې کې اټکل شوی و چې د ۱۴۰۲ په غوایي کې به ۸۷۵۲۲۴ افغان کوچنیان له شدیدې حادې خوارځواکۍ (SAM) او ۲۳۴۷۸۰۲ له منځنۍ حادې خوارځواکۍ (MAM) کړېږي، په داسې حال کې چې ۸۰۴۳۶۵ میندوارې او شیدې ورکوونکې مېرمنې به هم له مزمنې خوارځواکۍ سره مخامخ وي. لاندې نقشه د ۱۴۰۱ کال د مني حالت او دغه راز د ۱۴۰۱ په ژمي او د ۱۴۰۲ پسرلي کې د هېواد بېلابېلو برخو ته د خوارځواکۍ د خپرېدو څرنګوالی ښیي.
د حاصلاتو ژر ټولېدنه به غذایي ناخوندیتوب د موقت مهال له پاره راټیټ کړي (لکه د IPC له خوا د تخمیني غذایي ناخوندیتوب په اټکل کې چې راغلي) او په ټول هېواد کې به خوارځواکي لږ هومره وغورځوي. له دې سره سره به ډېرې کورنۍ د ۱۴۰۲ کال د پسرلي تر تېرېدو پورې د ځینو ډراماتیکو اقداماتو تر سره کولو ته اړې شي چې کورنی اقتصاد یې ورسره له ګواښ سره مخامخېدلی او د ورپسې ژمي او پسرلي د “لوږې فصل” نه یې د تېرېدو وړتیا زیانمنولی شي. دغه اقدامات په غوایي (ثور) کې د ملګرو ملتو د پرمختیایي پروګرام (UNDP) له خوا د ۱۴۰۲ کال له پاره د افغانستان ټولنیز – اقتصادي لرلید کې خپاره شوي دي:
څه باندې ۴٬۳ میلیونو کورنیو تش د خوړو د تامین له پاره پورونه کړي دي. ډېرو کورنیو خپل راتلونکی ګرو کړی او اړې شوي چې خپل ډېر ګټور څيزونه لکه ښځینه څاروي (۱٬۱ میلیونه) او یا د ګټې وټې سامانونه او د لېږدونې وسایل (۰٬۶ میلیونه) او آن خپل کورونه او ځمکې (۰٬۳ میلیونه) وپلوري. په ډېرو مواردو کې کورنۍ اړې شوي چې له سخت غذایي ناخوندیتوب سره د مقابلې له پاره کارونو ته د خپلو کوچنیانو په ګومارلو د هغوی راتلونکې ګرو کړي (څه باندې ۸۵۰۰۰۰) یا خپلې لوڼې تر وخت دمخه واده کړي (نژدې ۸۰۰۰۰) (۶۳- ۶۴ مخونه).
۱ نقشه: حاده خوارځواکي د ۱۴۰۱ کال په وږي – تله کې
سرچینه: IPC د افغانستان د مزمنې خوارځواکۍ تحلیل، د ۱۴۰۱ کال وږی – د ۱۴۰۲ کال غوایی
۲ نقشه: د حادې خوارځواکۍ اټکل، د ۱۴۰۱لړم – د ۱۴۰۲ غوایی
سرچینه: IPC د افغانستان د حادې خوارځواکۍ تحلیل، د ۱۴۰۱ کال وږی – د ۱۴۰۲ کال غوایی
دې رپوټ کې هڅه شوې چې د کوچنیانو د خوارځواکۍ د اړوندو شمېرو له منځه په افغانستان کې د حالت یو انځور وړاندې کړي چې خوارځواکي څه ډول له اقتصادي، جغرافیایي او آن کلتوري عواملو اغېزمنه شوې، څنګه په تېره یوه لسیزه کې لا ډېره شوې او هغوی چې ورسره مخامخ شوي نن پرې څه تېرېږي. د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ددې موخې له پاره د روغتیایي برخې درې کارکوونکي چې هر یو یې د دایکندي، هلمند او تخار ولایتونو له خوارځواکو کوچنیانو سره مخامخ بوخت پاته شوي، او دغه راز د دایکندي (یو)، د هلمند (دوه)، د کابل (دوه) او د تخار (درې) والدین چې کوچنیان یې له خوارځواکۍ کړېږي، غږولي دي.
د لوږې جغرافیه
شخړو، بېوزلۍ، وچکالۍ، غذایي ناخوندیتوب، روغتیایي خدماتو ته محدود او یا نه لاسرسي، بې کیفیته اوبو او حفظ الصحې، د میندو کمزورو خوړو او د کوچنیانو د وقایې ټیټې کچې چې ورسره د ناروغیو فشار ډېرېږي، ټولو په افغانستان کې د خوارځواکۍ پر پراخېدو اغېز درلودلی دی. خوارځواکي په ټول هېواد کې خپره ده، خو په ځینو سیمو او د وګړو په ځینو ډلو کې یې پراختیا تر نورو ډېره ده. موږ په دې برخه کې ځایي او انساني ځانګړتیاوو دواړو ته په کتو، د افغانستان د لوږې جغرافیه نقشه کړې ده. راتلونکې برخه دې ته کتنه کوي چې دا څنګه او ولې د وختونو په اوږدو کې اوښتې ده.
په کلیوالو سیمو کې له خوارځواکۍ سره د مخامخېدو احتمال د هغوی د پراخې بېوزلۍ، لوژستیکي ستونزواو د خوارځواکۍ نښو د نه پېژندنې، او تر دې هم ډېر له دې امله چې خپله سیمه کې روغتیایي آسانتیاوې او د مناسبې درملنې امکانات نه لری، ډېر دی. ګوښي یا غرني ځایونه چې په کلیوالو سیمو کې راځي، لا تر دې هم ډېر اغېزمنېږي. له دې سره جوخت، د روغتیایي خدمتونو لرې والی او هغو ته د رسېدو لګښتونه په دې مانا دي چې د خوارځواکۍ پېښې تر اصلي شمېر لږې رپوټ شي.
په دې ډول نو، د غور ولایت ګوښې پرتې سیمې، او دغه راز په شمال ختیځ کې د تخار او بدخشان ولایتونو کلیوالې سیمې چې ټولې په پرتلیز ډول بېوزلې او په سیمه ییزو محصولاتو ولاړې دي د وروستیو کلونو له وچکالیو او د محصولاتو له بایلنې سختې زیانمنې شوې دي. د تخار ولایت د رُستاق ولسوالۍ د یوې نرسې په خبره چې کاري برخه یې څو کاله له خوارځواکۍ سره تړلې وه، لویې کورنۍ چې د ګټې وټې یوازې یوه سرچینه لري، له دې ستونزې ډېرې کړېږي:
تر ډېره خبره داسې ده چې خوارځواکي کوچنیان د ټیټ عاید کورنیو پورې چې یوازې یو اصلي ګټندوی لري او لویه کورنۍ ورپه غاړه وي، اړه مومي. په تخار کې کورنۍ خورا سختې بېوزلې دي چې [د ورځې] یوازې ۱۸۰ – ۲۰۰ افغانۍ ګټلی شي. خو د غړو شمېر یې بېخي ډېر وي چې آن تر ۱۵ تنو رسېدلی شي او دې ټولو ته یو تن هرڅه راوړي. همدا علت دی چې د کورنۍ هر غړی خوړو ته برابر او بشپړ لاسرسی نه شي درلودلی.
په هلمند کې خوارځواکي ټولو ولسوالیو کې لیدل کېږي، خو ځینې سیمې یې په ځانګړي ډول سختې ځپلې دي. هغسې چې له لښکرګاه څخه د یوې نادولتي موسسی (اینجو) د روغتیایي خدمتونو یوه کارکوونکي یادونه وکړه، شمالي غرنیو ولسوالیو لکه موسی کلا او نوزاد، یا د ډېرو جنوبي هغو لکه د خانشین او دیشو شګلنو ولسوالیو کې د خوارځواکۍ ډېرې پېښې ثبت شوې دي. د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې سره خبرو کې دغه روغتیایي کارکوونکي وویل:
[په دغو ولسوالیو کې] د خوارځواکۍ پېښو د ډېروالي دلیل د کورنیو اقتصادي موقف دی چې په کرنه او مالدارۍ بوختې دي او وچکالۍ سخت زیان ور اړولی دی.
خو د خوارځواکۍ اغېز په لویو او وړو ښارونو کې دننه هم د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د ګڼو ښاریانو د عایداتي سرچینو په وچېدو او پر ښارونو د کلیوالو وګړو په راتویېدو، احساسېږي؛ دغه کسان د اوسېدو په ناخوندي چاپېریال کې شپې اړوي چې پاکو اوبو او حفظ الصحې ته لاسرسی نه لري.
کله چې د کورنیو غذایي خوندیتوب له منځه ولاړ شي، د عمر او جنسیت له پلوه ځانګړي غړي یې تر ټولو ډېر اغېزمنېږي. تر پنځکلنۍ ټیټ کوچنیان د خوارځواکۍ او له هغو سره د تړلو ناروغیو خطر ته مخامخېږي او همدا علت دی چې په اړوندو شمېرو کې دا ډله ډېره راځلېږي. میندوارې او شیدې ورکوونکې مېرمنې دویمه ډېره زیانمنېدونکې ډله ده.
د افغانستان په روغتیایي برخه کې ښکېلو نړیوالو ادارو تر پخوا خپلو تغذیوي مرکزونو کې د نویو زېږېدلو او ډېرو وړو ماشومانو د بسترېدو چټکوالی یاد کړی دی. د بې پولې ډاکټرانو (MSF) په نامه د یوې نړیوالې اینجو د یوه وروستي رپوټ له مخې، په هرات کې د هغې د کوچنیانو د بیړه نۍ تغذیې مرکز کې تر شپږ میاشتنۍ ټیټو وړو ماشومانو د بستر کېدو سلنه په “ډېره اندېښمنوونکې بڼه” مخ په ډېرېدو ښودل شوې او د ۱۴۰۱ کال په سلواغه (دلوه) کې د ټولو ناروغانو ۶۱٬۵ سلنې ته رسېدلې ده. په داسې حال کې چې د بې پولې ډاکټرانو د کابل مرکز کې تر یو کلنۍ د ټیټو کوچنیانو سلنه ۶۷ ته رسېدلې ده. د بې پولې ډاکټرانو د همدغو معلوماتو له مخې:
د مور په شیدو د کوچنیانو د تغذیې چاره، په واړه عمر د نجونو د ودېدو، د تي ورکولو په اړه د ناسمو کلتوري انګېرنو، بچي زېږونې له پاره د پلان د نشتوالي، پاکو اوبو ته د ناکافي لاسرسي او د تي ورکولو د سمې طریقې په اړه د معلوماتو د محدودیت له امله له ننګونو سره مخامخ ده. (۸ مخ)
دغو عواملو پورته یاده شوې سِني ډله اغېزمنه کړې او د (formula) [فورمولا] په څېر د بدیلو خوړو نشتوالي یا یې د بیې بېساري لوړوالي حالت نور هم خراب کړی دی.
په لښکرګاه کې د روغتیایي برخې هماغه کارکوونکي یوه بله خبره هم برسېره کړه او هغه دا چې د خوار ځواکۍ اغېز تر هلکانو پر نجونو ډېر دی ځکه چې په کړکېچنو حالاتو کې ډېر احتمال دی چې د خویندو په زیان، هلکان سم تغذیه او ښه وپالل شي:
نجونې د کلتوري عواملو او نالوستۍ له امله په کورنیو کې له خطرونو سره مخامخې وي. هلکانو ته پام کېږي او غم یې خوړل کېږي. ډېر مې لیدلي چې که هلک ناروغ شوی، مور یې [روغتون ته] رسولی، خو که نجلۍ ناروغه شوې [یوازې] نیا یې کلینیک یا روغتون ته وړې ده. کله چې مې پوښتنه کړې ولې، ځواب یې راکړی چې هلکان مهم دي او پالنه یې باید میندې وکړي. کله چې خواړه لږ وي، میندې او پلرونه هڅه کوي چې د لوڼو پرځای یې زامنو ته ورکړي.
نړیوالو موسسو هم خپلو رپوټونو کې دغه میلان تایید کړی دی. د ساري په ډول، د بې پولې ډاکټرانو ټولنې په ۱۴۰۱ کال کې رپوټ ورکړ چې په کندهار کې د دوی د درملیزې تغذیې مرکز کې له بستر شویو کوچنیانو څخه په ۱۴۰۱ کال کې د نجونو د مړینې کچه تر هلکانو ۹۰ سلنه پورته وه او په دې ډول یې د کورنیو له خوا هم په خوړو او هم درملنه کې نجونو ته د لومړیتوب نه ورکول یاد کړي دي.
دا تبعیض له میندو سره هم کېږي. کله چې کورنۍ کې د خوړو خبره شي نو هغوی له لومړیتوبه غورځول کېږي (یا نور ترې رامخکې کېږي) او ځکه د میندوارۍ پر مهال خوارځواکې وي، تر زېږولو وروسته ډېر ځله د وینې له کمښت سره مخامخ وي او نه شي کولی بچیانو ته سمې شیدې ورکړي چې بیا هغوی هم په خپل وار په خوارځواکۍ اخته کېږي. نورې کلتوري ځانګړتیاوې، لکه د بچیانو د زېږولو برخه کې د منظم پلان نشتوالی، دا ستونزه لا نوره لویوي، لکه هغسې چې په دایکندي ولایت کې د روغتیایي برخې یوې کارکوونکې ورته ګوته ونیوله:
نالوستې کورنۍ هم چې لومړنۍ روغتیایي زده کړې نه لري او تش په زړو دودونو چلېږي، د خوارځواکو بچیانو د درلودو خطر سره مخامخېږي. هغوی د بچیانو زېږولو له پاره پلان نه لري، ځکه نو د زېږوَنو منځ کې واټن ته پام نه کوي. په دې ډول نو هغوی کمزوري کوچنیان زېږوي چې وروسته په خوارځواکۍ اخته کېږي. سربېره پر دې، تر وخت وړاندې زېږېدلي کوچنیان یا هغه کوچنیان چې د زېږېدو وخت یې سم دی خو پوره وزن نه لري ځکه چې میندې یې په میندوارۍ کې خوارځواکې وې، د خوارځواکۍ له خطر سره مخامخ وي.
او بالآخره، د شدت سیمه ییزو میلانو ته په کتو ځینې ناروغۍ لکه شدید نس ناستی، یا شدیدې تنفسې ناروغۍ چې ډېر ځله له خوارځواکۍ سره څنګ پر څنګ راڅرګندېږي، په متقابل ډول یوه پر بلې اخته کېدو ته لار جوړوي. دا ستونزه په ژمي کې چې د ډېرو کورنیو غذایي خوندیتوب مخ په ویجاړېدو ځي، لا ډېرېږي. په ځينو څېړنو کې د ساري په ډول، خوارځواکي له کویډ – ۱۹ سره یوځای، د شري په پراخه خپرېدا کې چې په ۱۴۰۱ کال کې یې د افغانستان ګڼ ولایتونه لاندې کړل، د یوه ښکېل عامل په توګه یاده شوې ده.
د لوږې کرونولوژي
سره له دې چې خوارځواکۍ د افغانستان ځینې سیمې تر نورو، یا نجونې تر هلکانو ډېرې اغېزمنې کړي، په عمومي ډول یې پراخېدنه په تېره یوه لسیزه کې او په لا بېساري ډول د طالبانو تر واک نیونې وروسته چې د افغانستان د اقتصاد پرزېدو ته یې لار جوړه کړه، ډېره شوې ده.
د تغذیې ملي سروې (NNS) چې هره لسیزه افغانستان کې ترسره کېږي، په ۱۳۸۲ کال کې ښودلې وه چې تر پنځکلنۍ ټیټ ۶۰٬۵ سلنه کوچنیان له نیمګړې ودې (stunting) کړېږي په داسې حال کې چې ۸٬۷ سلنه د وزن او قد په نا انډولۍ (wasting) اخته وي. یوه لسیزه وروسته، د ۱۳۹۲ کال د تغذیې ملي سروې تر پنځکلنۍ ټیټو ماشومانو کې د نیمګړې ودې پاموړ ټیټوالی وښود چې ۴۰٬۵ سلنې ته لوېدلې وه خو د وزن او قد د نا انډولۍ سلنه تر پنځکلنۍ ټیټو کې ۹٬۵ ته لوړه شوې وه. دغه راز د کم وزنو ماشومانو حالت کې هم ښه والی راغلی او د ۱۳۸۲ کال له ۳۳٬۷ سلنې څخه ، د ۱۳۹۲ کال ۲۴٬۶ سلنې ته لوېدلې وه. خو ددې ترڅنګ، د ۱۳۹۲ کال سروې، د کوچنیانو د خوارځواکۍ د ډېرېدو خبرداری هم ورکړی او دا اته ولایتونه یې ښودلي وو چې د عمومي شدیدې خوارځواکۍ کچه په کې د روغتیا د نړیوالې ټولنې تر منل شوې کچې چې ۱۵ سلنه وه، لوړه شوې او له دې امله یې حالت “کړکېچن” بلل شوی و: ارزګان (۲۱٬۶٪)، ننګرهار (۲۱٬۲٪)، نورستان (۱۹٬۴٪)، خوست (۱۸٬۲٪)، پکتیا (۱۶٬۷٪)، میدان وردک (۱۶٬۶٪)، کونړ (۱۶٬۲٪) او لغمان (۱۶٪). په راوروسته لسیزه کې د کوچنیانو حالت مخ په خرابېدو تللی دی. د کوچنیانو د خوارځواکۍ حالت له ۱۳۹۳ کال نه (لکه په لاندې جدول کې چې ښودل کېږي)، په ویجاړېدو پیل کړی دی.
له ۱۳۹۴ نه تر ۱۳۹۹ پورې شمېرې “د افغانستان د تغذیوي کلسټر د ۱۳۹۹ کال کلني رپوټ نه؛ د ۱۴۰۰ او ۱۴۰۱ کلونو له پاره په ترتیب سره د هر کال د بشري غبرګون اړوند پلان نه؛ او د ۱۴۰۲ کال د بشري غبرګون له تعدیل شوي پلان نه اخیستل شوې دي. جدول د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې
یوه مهمه پېښه چې د ډېرو افغانانو عایدات یې اغېزمن کړل، هغه د هېواد له ډېرو هغو سیمو د ناټو ځواکونو وتل و چې امنیتي مسوولیتونه په کې د افغانستان خپلو ملي امنیتي ځواکونو ته لېږدېدل، (په دې اړه نور د افغانستان تحلیلګرانو شبکې په موضوعي دوسیه کې ولولئ). د مسوولیتونو سپارنه د ۱۳۹۲ کال پای/ د ۱۳۹۳ کال پیل کې بشپړه شوه. په دې سره نه یوازې امنیتي حالت د خرابېدو خواته ولاړ، بلکې ملي عواید هم ولوېدل ځکه بهرنیو ځواکونو پیسې لګولې او مرستې یې کولې. دغه عواید تر ډېره پراخ ویشل کېدل او تر ډېرو لرې پرتو سیمو پورې چې د حکومت وسله وال مخالفین په کې فعال وو، رسېدل. په سیمو کې د پوځي مرکزونو له تړل کېدو او د لرې پرتو پوستو له ټولېدو سره هم مهاله، د دندو او عوایدو له لاسه تلنه هم په شدت روانه وه. تر ۱۳۹۳ کاله پورې په افغانستان کې د ژوندانه معیار ورو ورو مخ په لوړېدو روان و، خو د ناټو وتنې، له ۱۳۹۴ نه تر ۱۴۰۲ پورې د پېښو شویو اقتصادي ټکانونو د لړۍ لومړی ټکان رامنځ ته کړ چې دې، خپلو بچیانو ته د سمو خوړو د چمتو کولو برخه کې د ګڼو افغان کورنیو پر وړتیا ټکوونکی اغېز وکړ. لاندې شکل همدا نکل بیانوي:
په ۱۳۹۴ کال کې تر پنځکلنۍ لاندې شاوخوا ۱٬۲ میلیونه کوچنیان (د روغتیا د نړیوالې ټولنې د وګړو د تخمین له مخې ددغې سِني ډلې ۳۹ ٪) له عمومي (۵۰۰ زره یې له شدیدې او ۷۰۰ زره یې له منځنۍ) او شاوخوا ۲۵۰ زره میندوارې او شیدې ورکوونکې مېرمنې له حادې خوارځواکۍ کړېدې. په دغه کال، د ملګرو ملتو د بشري چارو د همغږۍ ادارې (OCHA) له خوا د ستراتېژیک غبرګون پلان کې چې د ژوند ژغورنې پر شدیدو اړتیاوو یې پام ټول کړی و، دغې موسسې ته ټاکل شوی هدف تر دغې کچې ډېر ټیټ و – تر پنځکلنۍ د ټیټ عمر ایله نژدې نیم میلیون (۱۵۵۲۷۹ له سختې خوار ځواکۍ زیانمن شوي، ۲۱۰۲۶۵ په متوسطه اندازه زیانمن شوي او ۱۳۴۰۷۱ میندوارې او شیدې ورکوونکې میندې). دلیل یې ددغې موسسې په وینا دا و چې هغه کال مرستندویې چارې «د همکارانو وړتیاوو، د لاسرسي څرنګوالي او د مالي سرچینو شتوالي ته په کتو محدودې شوې وې».
تر پنځکلنۍ لاندې خوارځواکو کوچنیانو شمېر، لکه هغسې چې د ۱۳۹۵ کال له پاره د بشري غبرګون پلان یا د بشري مرستو له پاره کلنۍ غوښتنه کې راغلي، تر ۱۳۹۵ کاله پورې ۲٬۹ میلیونو (د ټول شمېر شاوخوا ۵۸ سلنې) ته رسېدلی و. شاوخوا یو میلیون کوچنیان د مرستو له پاره بېل کړای شول، ځکه سخت خوارځواکي وو (۳۶۵۰۰۰ زره یې شدید او ۶۳۲۰۰۰ یې په منځنۍ اندازه) چې دا د تېر کال پرتله دوه ځله لوړه شمېره وه.
خوارځواکي په ۱۳۹۶ کال کې لا هم د افغان ولس پر اوږو دروند پیټی پاتې و چې تر پنځکلنۍ لاندې ۱٬۳ میلیونو کوچنیانو په کې د حادې خوارځواکۍ له امله درملنې ته اړتیا درلوده او په داسې حال کې چې د ۱۳۹۵ کال له پاره د بشري مرستو د لنډې ارزونې له مخې د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه په ۲۰ کې د شدیدې خوارځواکۍ کچه له ټاکل شوې اضطراري پولې په اوښتو وه.
په داسې حال کې چې د شخړو تودېدو د وګړو معیشت زیانمناوه او ډېرو سیمو ته یې د روغتیایي موسسو او نورو بشري مرستندویانو لاسرسی ګراناوه، د خوارځواکۍ پراختیا هماغسې په ډېرېدو وه. په ۱۳۹۷ کال کې حادې خوارځواکۍ تر پنځکلنۍ لاندې ۲ میلیونه کوچنیان وځپل چې «یو سرساموونکی رقم یعنې ۶۰۰۰۰۰ کوچنیان (۲۹ سلنه)» او ترڅنګ یې نژدې نیم میلیون میندوارې او شیدې ورکوونکې مېرمنې له شدیدې حادې خوارځواکۍ کړېدل. د اغېزمنو شویو کوچنیانو ۷۵ سلنه په ۲۲ ولایتونو کې چې په “لومړیتوب” کې راوستل شوي وو، اوسېدل (وګورئ: د ۱۳۹۷ کال له پاره د افغانستان د تغذیوي کلسټر کلنی رپوټ).
د ۱۳۹۷ کال د خوارځواکۍ د شدت نقشه چې د عمومي حادې خوارځواکۍ (GAM) پراختیا ښیي
سرچینه: د ۱۳۹۷ کال له پاره د افغانستان د تغذیوي کلسټر کلنی رپوټ
د ۱۳۹۸ کال له پاره د افغانستان د تغذیوي کلسټر کلني رپوټ کې د حادې خوارځواکۍ دوه میلیونه پېښې، چې ۶۰۰ زره یې له شدیدې بڼې کړېدل، برسېره شوې.
په ۱۳۹۹ کال کې شمېرې نورې هم پورته ولاړې چې حادې خوارځواکۍ ۲٬۹ میلیونه وګړي اغېزمن کړي وو چې له ډلې یې ۷۸۴۰۰۰ سخت کړېدل (وګورئ: د ۱۳۹۹ کال له پاره د افغانستان د تغذیوي کلسټر کلنی رپوټ). ۶۵۰۴۳۸ میندوارې او شیدې ورکوونکې مېرمنې هم خوارځواکې وې چې بدیلې تغذیې ته یې اړتیا درلوده. هغه کال د کویډ – ۱۹ وبا راخپرېدو ویجاړوونکی اغېز وکړ چې ورسره ۱۰۶۲۱۴ نور کوچنیان شدیدې او ۲۸۴۶۸۸ منځنۍ حادې خوارځواکۍ ته پورې وهل شول او ۸۷۲۹۸ میندوارې او شیدې ورکوونکې مېرمنې یې د خپل ژوندانه د ژغورنې له پاره نورو اقداماتو ته اړې پرېښودې. د هغو ولایتونو شمېر چې د بیړه نیو ډله کې بلل کېدل، له ۲۲ نه ۲۶ ته وخوت (د کویډ – ۱۹ د اقتصادي اغېز له پاره د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې دا رپوټ ولولئ).
په ۱۴۰۰ کال کې د هېواد د لاندې کولو له پاره د طالبانو د هڅو له چټکېدو سره سم، جګړو هم زور واخیست چې ورسره د ډېرو له پاره سوداګري، سفر، کرل او رېبل ګران شول. خوارځواکي پراخه شوه چې تر پنځکلنۍ ټیټ ۳٬۱۳ میلیونه کوچنیان له حادې (۸۹۵۰۰۰ له شدیدې او ۲٬۲ میلیونه له منځنۍ ) خوارځواکۍ سره مخامخ شول. تر څنګ یې ۷۰۰۰۰۰ میندوارې او شیدې ورکوونکې مېرمنې هم په ورته ډول کړېدې (وګورئ: د ۱۴۰۰ کال د روغتیایي کلسټر بولټن او د ۱۴۰۰ کال د بشري غبرګون پلان یا HRP).
د ۱۴۰۰ کال زمري کې د جمهوریت پرزېدو او له هغې را زېږېدلې اقتصادي ړنګېدا، تر ۱۴۰۱ کاله پورې د افغان کورنیو یو بېساری شمېر بېوزلۍ ته پورې واهه. دغه کال شاوخوا ۳٬۸۸ میلیونه تر پنځکلنۍ ټیټ ماشومان له حادې (۱٬۰۸ له شدیدې او ۲٬۸ له منځنۍ) [۶] خوارځواکۍ سره مخامخ وو، دغه راز ۸۳۶۶۵۷ میندوارې او شیدې ورکوونکې مېرمنې هم په ورته ډول اغېزمنې شوې وې. داسې ګڼل کېده چې تر پنځکلنۍ ټیټ یو میلیون کوچنیان د مړینې له خطر سره مخامخ وو. (شمېرې د ۱۴۰۱ کال له HNO او HRP څخه)
د کوچنیانو خوارځواکي په ۱۴۰۲ کال کې: نظریات له سیمو نه
د ۱۴۰۲ کال له پاره د افغانستان د بشري غبرګون پلان اټکل کړی و چې په دغه کال به حاده خوارځواکي څه باندې څلور میلیونه زیانمنېدونکي وګړي وځپي. له دې ډلې، څه باندې ۸۴۰۰۰۰ میندوارې او شیدې ورکوونکې میندې او ۲۳۰۰۰۰۰ کوچنیان به له منځنۍ او ۸۷۵۰۰۰ به له شدیدې خوارځواکۍ کړېږي.
له والدینو او دغه راز په خوارځواکۍ اخته یا له هغې کړېدونکو کوچنیانو سره د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې مرکې، د اقتصادي بحران او د روغتیایي پاملرنې د نشتوالي له امله د حالاتو د ویجاړېدو په اړه یو نظر چمتو کولی شي. د لومړنیو روغتیایي مرستو د مرکزونو کارکوونکي چې د پرسونل او وسایلو شمېر او د درملو زېرمې یې لږې شوي، معمولاً په سختو شرایطو کې فعالیت کوي.
د هېواد روغتیایي سیستم د ۱۴۰۰ کال په زمري کې له دوه ګوني ټکان سره مخامخ شو چې یو یې، لکه هغسې چې د رسنیو خبرونو کې راغلي، د ماهرو کارکوونکو وتل او بل یې د نړیوال تمویل کمېدل وو (وګورئ: د پرمختیایي خبرونو وېبپاڼه – Devexکې راغلي خبرونه) چې له امله یې ډېر ناوړه اغېز پر لومړنیو او سیمه ییزو روغتیایي مرکزونو راغلی دی. د مېرمنو پر کار د طالبانو بندیز چې لومړی د ۱۴۰۱ کال لیندۍ کې له اینجوګانو سره پر کار او وروسته د ۱۴۰۲ کال په غوایي کې د ملګرو ملتو پر کارکوونکو ولګېد، د خوارځواکۍ د مخنیوي برخه کې د پروګرامونو د پلي کولو له پاره د بشري مرستو وړتیا نوره کمزوري کړه. سره له دې چې د روغتیایي برخې ښځينه کارکوونکې تر ډېره له دې بندیز نه ایستل شوې، د بشري غبرګون د تعدیل شوي پلان له مخې چې د ۱۴۰۲ کال په غبرګولي کې OCHA خپور کړ، د ښځینه روغتیایي کارکوونکو له استخدام سره تړلو شرطونو لکه له هغوی سره د محرم د تلو اړتیا «اضافي لګښتونه رامنځ ته کړل، د تمویلوونکو پیسې لږې شوې او د پروګرامونو د پلي کوونکو همکارانو د وړتیا په محدودېدو یې د حد اقل عملیاتي معیارونو د رعایت برخه کې بالقوه ننګونې وټوکولې». (۳۸- ۳۹ مخونه)
د بشري غبرګون په تعدیل شوي پلان کې له وړاندې شویو شمېرو څخه د هغو لا ډېرو شویو ستونزو یو څرک لګېدلی شي چې له خوارځواکو کوچنیانو او د هغوی له میندو سره د مرستې برخه کې راڅرګندېږي:
د ۲۰۲۳ [۱۴۰۱/ ۱۴۰۲] کال په لومړیو څلورو میاشتو کې شاوخوا ۱۴٬۷ میلیونو وګړو لږ ترلږه یو ځل خواړه او د ژوندانه د چلېدو له پاره مرستې تر لاسه کړې دي. د پرتلنې له پاره، دا شمېره په ۱۴۰۱ کال کې ۱۹٬۱ وه. روغتیایي مرستې ۵٬۴ میلیونو وګړو ته رسول شوې دي چې دا شمېر د ۱۴۰۱ کال پرتله چې ۴٬۷ میلیونه و، پورته تللی دی. د حادې خوارځواکۍ د مخنیوي او غم خوړنې له پاره مرستې ۲٬۴ میلیونو کوچنیانو او پالونکو میندو ته رسول شوي چې دا شمېر د ۱۴۰۱ کال پرتله چې ۳ میلیونه وو، پرېوتی دی. (۱۱مخ)
له تخار ولایت څخه یوه پخوانۍ نرسه چې په وري میاشت کې ورسره خبرې شوې وې، د هغو معمولو کړنو یو لنډیز وړاندې کړ چې د هغې په کلینیک کې ترسره کېږي او وروسته یې دا روښانه کړه چې اوس څنګه اړ شوي چې د رنځورانو پالنې ته شا کړي:
که چېرې د کوچني د پاسني مټ اندازه تر ۱۱٬۴ سانتي لږه وه نو ماشوم معمولاً باید کلینیک کې ودرملل شي او بستري شي. که د ۱۱٬۵ او ۱۲٬۵ سانتي مترو ترمنځ وه، درملنه یې د کافي بدیلو خوړو او نورو امکاناتو په ورکولو کوو… درملونکي خواړه [RUTF] او بدیل خواړه [RUSF] هغه نور امکانات دي چې خوارځواکو کوچینانو ته چمتو کېږي. .. هغه کوچنیان چې تر ۳ کیلوګرامو لږ وزن ، لنډه ونه، یا بده اشتها لري معمولاً بستري کېږي او درمل او شیدې ورکول کېږي. کله چې یې حالت کې د ښه کېدو نښې څرګندې شوې، یا یې وزن تر ۴ کیلوګرامو ورسېد، رخصتوو یې او اړین امکانات ورکوو.
روغتیایي کارکوونکی د منځني مټ د پاسنۍ برخې اندازه اخلي چې په کوچنیانو کې د خوارځواکۍ د معلومولو یوه اصلي نښه ده. عکس: بلال ګولر/ انادولو خبري آژانس د فرانسپرېس له لارې، د سلواغې ۱۲، ۱۴۰۰ کال
پر دغه معیارونو ټینګ پاتېدل، د هغې په وینا، د ۱۴۰۰ کال له کب راهیسې ګران شوي او لامل یې د درملونکو خوړو د زېرمو کمېدل او د ناروغ لرونکو کورنیو د شمېر د ډېروالي او نهیلۍ له امله پر روغتیایي مرکزونو د فشار ډېرېدل دي:
له تېرو شاوخوا څلورو میاشتو راهیسې له موږ سره شته امکانات ډېر محدود شوي دي. په همدې موده کې د شدیدې او منځنۍ خوارځواکۍ پېښې تر پاموړ کچې ډېرې شوې دي. د امکاناتو د محدودیت له امله، موږ اړ شو چې ناروغانو ته په خپل کلینیک کې د شتو غذایي موادو ورکړه ودروو… مخکې مو امکانات نه وو محدود شوي. نه پوهېږم چې امکانات راته د اوسني حکومت له امله نه راکول کېږي که څنګه. دادی څلور میاشتې وشوې چې امکانات مو پای ته رسېدلي دي. فکر کوم آغا خان بنسټ یا د خوړو نړیوال پروګرام مرستې راکولې، خو دا مرستې اوس درېدلې دي… زموږ کلینیک ډېر وړوکی دی. خونې یې تنګې دي، کسان مو لږ دي او د کار فشار راباندې ډېر دی.
کله چې له دغې مرکه کېدونکې سره بیا په غبرګولي (جوزا) کې وغږېدو، راته ویې ویل چې نړیوالې مرستې بېرته پیل شوې او د کوچنیانو نړیوال صندوق (یونیسېف) او د خوړو نړیوال پروګرام ورته امکانات چمتو کړي دي. خو دا تجربه یوازې پر دې نه ده تېره شوې. نور کلینیکونه او روغتیایي مرکزونه هم د ناروغۍ پېښو په پرله پسې ډېرېدو او ډېر ځله د امکانات په محدودېدو تر فشار لاندې دي. له دایکندي څخه د روغتیایي برخې د یوې کارکوونکې په وینا، مخکې ولایتي روغتون په یوه وخت کې تر ۱۵ ډېر خوارځواک ماشومان نه درلودل، خو د ۱۴۰۲ کال وري میاشت کې، د خوارځواکۍ څانګه کې هره ورځ له ۲۵ تر ۳۰ کوچنیان بستري کېدل.
کله چې کلینیکونو کې د کارکوونکو شمېر لږ او د ناروغانو خورا ډېر وي، مانا یې دا وي چې سخت خوارځواک ماشومان چې څنګه لږ ښه شول او تش د شدیدې خوارځواکۍ منځنۍ کچې ته واوښتل، رخصت شي. په غورو حالاتو کې، هغوی ته بدیل خواړه او اړین معلومات او لارښوونې ورکول کېږي چې نوره درملنه په کور کې وکړي. خو ښایي دا کار ددې سبب شي چې کورنۍ درملنه سمه تر سره نه شي کړای او په نتیجه کې یې کوچنی بېرته خوارځواک شي. د تخار نرسې وویل:
ځينو کوچنیانو ته موږ خواړه ورکړو خو چې کله بېرته راشي حالت کې یې هېڅ ښه والی نه لیدل کېږي. ډېرئ کورنۍ ګڼ بچیان لري او کوم خواړه او امکانات چې د خوارځواک کوچني له پاره ورکړ شوي له خپلو نورو کوچنیانو سره یې شریکوي. ځینو آن ویلي هغه غذایي ټوټې او یا بېسکټ چې د هغوی خوارځواک کوچني ته ورکړ شوي، مېړونو یا خواښو یې خوړلي دي.
هغې زیاته کړه چې په ځانګړي ډول ژمي کې د ناروغانو رخصتول آسان کار نه دی:
کله چې د کوچنیانو حالت مخ په ښه کېدو شي، والدینو ته یې خبر ورکوو چې راشي او یو یې سي، خو هغوی نه راځي. هغوی خپلې مېرمنې او بچیان نه بیایي ځکه چې دلته یو څه خواړه لکه لوبیا او ډوډۍ ور رسېږي او کلینیک تود هم وي. [کله چې بالآخره راشي] مېړونه یې راته وایي چې کور کې هېڅ خواړه نه لري او سوړ هم دی. ځکه دې هغوی یو څو نورې ورځې هم همدلته تاسې سره وي.
درملنې ته د خوارځواکو کوچنیانو د رسولو لګښتونه یا ګټې هم چې کورنۍ یې په پام کې نیسي، د بریالۍ درملنې لاره کې خنډ کېدلی شي، لکه د یوې نرسې تجربه کې چې ښکاري:
د ځینو کوچنیانو یوازې لومړنۍ درملنه کېږي خو کورنۍ یې بیا د نورو کتنو له پاره نه راوړي ځکه چې پر اوږدو لارو سفر باندې لګښت راځي. هغوی ادعا کوي چې د لارې لګښت یې د هغو خوړو تر بیې ډېر دی چې دوی یې ورکوي، ځکه نو بېرته نه راځي چې درملنه بشپړه شي.
په ځینو مواردو کې، د هغې په وینا، ددې سرچپه حالت هم پېښېږي:
کورنۍ بیا بیا خپل کوچنیان، آن که نور د خوارځواکو ډله کې نه هم راځي، د مرستو له پاره موږ ته راوړي او چې مرسته ورسره ونه شو کړای، غوسه کېږي، چیغې راباندې وهي او وایي چې دروغ ورته وایو او مرستې ځان ته وهو.
له روغتیایي کارکوونکو مو څو ځله دا تورونه اورېدلي چې کورنۍ ورته درناوی نه کوي. داسې حالت ریښتیا پېښېږي، په تېره له ښځینه کارکوونکو سره. دغه راز مو له ځینو والدینو سره خبرو کې پر روغتیایي کارکوونکو هم تورونه اورېدلي، په تېره بیا دا چې ځينې درمل چې اوس کم شوي، هغه چا ته چې اړتیا ورته لري، نه ورکوي او پرځای یې تور بازار کې پلوري.
په تخار کې د یوه دوه نیم کلن خوارځواک ماشوم مورادعا وکړه چې پخپلو سترګو یې روغتیایي کارکوونکي لیدلي چې طبي امکانات د ځان او خپلو کورنیو له پاره وړي. هغې د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې ته وویل: «هغوی دغه راز ځينې شیان لکه د بسکېټو او شیدو په بڼه تیار درملونکي خواړه بازار کې پلوري» او زیاته یې کړه چې دغه ناوړه عمل د یوه بهرني (معلومه نه شوه چې د دفتر کارکوونکی و که مفتش) له خوا له پلټنې او په نتیجه کې د روغتون د کارکوونکو له تغییر او تبدیل سره سره لا هم روان پاتې شوی دی. هغه یې لامل په دې کې ویني چې د جمهوریت تر نسکورېدو وروسته ډېرئ ماهر روغتیایي کارکوونکي ولاړل او ځای یې نویو کسانو ونیو چې کار یې څوک نه شي قانع کولای. هغې د خبرو په دوام وویل چې نوي ډاکټران او نرسان یوازې هغه وخت سمه پالنه کوي چې ناروغان تحفه ورکړي. هغه چې پخپله تاجکه ده دغه راز وایي چې ډاکټران او نرسان له ازبکو مېرمنو سره تبعیضي چلند کوي او نژادپالونکي سپک ټکي ورته کاروي.
ګڼو میندو او پلرونو دا شکایت هم کاوه چې یوازې یې کلینیک ته د لومړۍ مراجعې پر مهال سمه تغذیوي درملنه لیدلې ده. وروسته ورته ویل شوي چې نور ددغې درملنې د غځولو امکانات نه شته، لکه د هلمند ولایت یو پنځه څلوېښت کلن مُلا چې وایي:
لومړی ځل چې روغتون ته ورغلو، تیار شوي درملونکي خواړه او یوه اندازه درمل یې راکړل. وروسته چې هر ځل ورغلي یوو، راته ویل شوي چې نور درملونکي خواړه او درمل نه شته. هرځل یې راته ویلي چې وروسته راشه ځکه کېدای شي چې درملونکي خواړه او درمل رارسېدلي وي، خو نور بېخي پیدا نه شول. زه کولی شم درمل بازار کې وپېرم خو درملونکي خواړه [RUTF] نه پیدا کېږي…. هغه درمل چې د کوچنیانو له پاره راځي، دوی یې نه ورکوي. تل پلمې جوړوي او وایي کلینیک کې څه نه شته. اوس [ مې زوی] لږه لږه ډوډۍ خوړلی شي. هغه ډېر کمزوری دی او چې موسمي ناروغۍ خپرې شي، ژر ناروغه کېږي. دوه کلن دی خو چې ورته وګورې د یوه کال برېښي. لا هم ګرځېدلی نه شي. هماغسې په خاپوړو ځي.
د درملونکو خوړو په نشتوالي کې، ډېرئ کورنۍ ارزانو پوډري شیدو یا تر دې هم ارزن بدیل، لکه خوږو اوبو ته مخه کوي. له هلمند ولایت نه یوه بل پلار د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته وویل چې څنګه یې څلور واړه کوچنیان په خوارځواکۍ اخته شول خو ده وس نه درلود چې کله نا کله له پوډري شیدو پرته ورته قوي خواړه چمتو کړي:
زما څلور واړه کوچنیان خوارځواکي دي. مشر زوی مې شپږ کلن دی او د زېږېدو پر مهال ډېر کمزوری و… د کلي ډاکټر راته وویل چې باید کلینینک ته یې بوځم چې قوي خواړه ورکړي. ما ورته وویل چې نه شم کولی [ځکه] کلینیک له موږ لیرې دی او پیسې نه لرم چې موټر کرایه کړم او زوی مې ورولم. بیا یې راته وویل که نور نه وي پوډري شیدې ورته واخله چې زوی دې ژوندی پاته شي. څرنګه چې دی مې لومړی ماشوم دی او راته ګران دی، له یوه ګاونډي نه مې څه پیسې پور کړې او پوډري شیدې مې ورته رانیولې…. ډاکټر د ویټامینو څه شربت هم راته ولیکل خو د پېرلو وس یې نه لرم. بیا چې کله لږ لوی شو، ډوډۍ مې اوبو کې پستوله او ورکوله. دی لا هم کمزوری او ډنګر دی. … نور بچیان مې هم خوارځواکي دي. مېرمن مې شیدې نه لري، نو تی نه شي ورکولی. ټول بچیان مې په پوډري شیدو لوی شوي. لومړني دوه یې اوس ډوډۍ او نور خواړه تېرولی شي، خو دوه نور یې واړه دي او یوازې پوډري شیدې څښي. کله کله راسره بېخي د پوډري شیدو د پېرلو وس هم نه وي. بیا نو اوبه ایشوو، لږه بوره ور اچوو او د شیدو پرځای یې هغوی ته ورکوو.
هغه ته، اقتصادي محدودیتونه چې د نا کافي خوړو لاملېږي، د خپلې کورنۍ د روغتیایي ستونزو اصلي ریښه برېښي:
[مور یې] په میندوارۍ کې سم خوراک نه درلود. اقتصاد مو ښه نه و او هغې نه شوای کولی ښه خواړه ولري. زه بزګري کوم او بله ګټه وټه نه لرم. له کروندې نه غنم، پټاټې او لوبیا راکوي. ځمکه چې زه په کې کار کوم د بل ده او مالک یوازې د حاصل څلورمه برخه ماته راکوي…. د وچکالۍ له لاسه هم یوازې یو څو مېږې ساتلی شم او هغه هم ډېره خواري غواړي. هرڅه ډېر ګران دي او وچکالي هم ده نو ځکه حاصلات هم ښه نه دي. موږ یوازې وچه ډوډۍ، پټاټی او لوبیا خوړلی شو. ښایي په څو میاشتو کې یو ځل غوښه هم را ورسېږي.
د کورنيو اقتصادي کمزورتیا چې د روغتیایي امکاناتو له نورې کمېدنې سره غبرګه شوې، د ټول هېواد له پاره ترې یوه مرګونې ګډوله جوړه شوې ده. خوارځواکي چې نوره په لرې پرتو کلیوالو سیمو پورې محدوده نه ده، اوس د افغان ښارونو زړونو ته ننوتې ده. دلته د کابل له ښار نه یو پلار پر دې غږېږي چې لور یې څنګه لا هم رنځوره او کمزورې ده:
کله چې مینا وزېږېده، کور کې مو کافي [خواړه] نه درلودل. مور یې هم سم خوراک نه درلود. ښځې چې کله میندوارې وي یا تی ورکوي، باید ښه خوراک وکړي، خو زما مېرمنې سم خوراک نه درلود، ځکه چې اقتصادي حالت مو خراب و. د هغې وینه کمه وه او اړتیا وه چې وینه ورکړ شي ځکه چې عملیات شوې وه. … کله چې مینا وزېږېده، وزن یې یوه کیلو او اته ګرامه و، خو روغ ماشوم له دریو تر څلورو کیلو وزن لري. [۷]
مینا مې یوه حکومتي روغتون ته یووړه. هلته یې راته وویل چې سپکه خوارځواکي لري، نو یې قوي خواړه ورنه کړل. بیا مې بل روغتون ته یووړه. هلته یې د یوې میاشتې له پاره قوي خواړه ورکړل. هغه لا هم کمزورې ده او ویښتان یې نه اوږدېږي. که اوږده هم شي، بېرته توییېږي. کله چې یې ډاکټر ته بوځم، راته وایي ښه کېږي. خو هغه نه لویېږي او زه نه پوهېږم چې څه وکړم. کله چې یې کلینیک ته ورولم نه درمل ورکوي، نه خواړه. راته وایي چې اوس ښه ده او نورو قوي خوړو ته اړتیا نه لري. یا راته پلمې کوي چې هیڅ قوي خواړه ورسره پاته نه دي. هغه د دریو کلو ده، خو چې ورته وګورې فکر به کوې چې یو کلنه لا نه ده. وده یې نه ده کړې او ګرځېدلی نه شي. هغه ډېره کمزورې ده. هډوکي یې له پوستکي را برېښي. خبرې هم نه شي کولی. اوس چې نژدې درې کلنه ده، یوازې اووه کیلو وزن لري.
د مینا داستان د مور او ماشوم د روغتیا ترمنځ پیاوړي تړاوونه روښانه ځلوي. په افغانستان کې میندوارې مېرمنې د هماغو اقتصادي او روغتیایي محدودیتونو خطر ته مخامخې دي چې په کوچنیانو کې د خوارځواکۍ لاملېږي. کله چې د کورنیو اقتصاد لوېږي، لومړنی ناوړه اغېز یې پر میندو راځي، لکه هغسې چې د تخار ولایت نرسې یادونه وکړه:
همدا درې ورځې وړاندې دلته یوه مېرمن راغلې وه چې د اتو میاشتو میندواره وه او پالنې ته یې سخته اړتیا درلوده: هغه خوارځواکه وه چې له امله یې بدن کې وینه کمه شوې وه او د وینې ور تېرېدو ته یې سخته اړتیا درلوده. کورنۍ یې پیسې نه درلودې چې [مناسبه] وینه ومومي او ویې پېري او څرنګه چې د وینې ورکړه له ټاکلي وخته وځنډېده او مخکې له دې چې مېړه یې موټر ومومي او ځان له تالقانو نه رُستاق ته ورسوي، مور او ماشوم دواړه مړه شول. مېړه یې پښو ته په هیټکو ژړل او حیراني ښوده چې څنګه به یې [کور ته] وړي. قابلو شل شل، دېرش دېرش افغانۍ چې ځینو ناروغانو په تحفه کې ورکړې وې، سره واچولې او یو څه پیسې یې هغه ته ورکړې. کله چې روانېده، ویل یې مېرمن یې اوس کورته وړلی شي، خو د تکفین او تجهیز لګښت به له کومه کوي.
پایله
په اقتصادي او روغتیايي برخو کې کړکېچ چې د بهرنیانو له وتنې، د مالي او بشري پانګې له لاسه وتنې او زده کړو، کار او روغتیایي خدماتو ته له لاسرسي د مېرمنو د راګرځولو په اړه د طالبانو د تبعیضي تګلارو له پلې کېدنې راټوکېدلی، دا خطر رامنځ ته کړی چې په افغانستان کې د تېرو دوو لسیزو یوه بریا بېرته په څټ وګرځي. دغه بریا – په هېواد کې د نویو زېږېدلو ماشومانو او نورو کوچنیانو د مړینې کچه کې ورو کموالی دی. دا کچه، (د میندو د مړینې له کچې سره په ګډه، لکه په دې وروستۍ مقاله کې چې ورته ګوته نیول شوې) مخکې د نړۍ په سطحه په خورا لوړو کې راتله او اوس دا خطر رامنځ ته شوی چې بېرته شاته وګرځي.
په داسې حال کې چې پر افغان ماشومانو د ورو بلېدونکي او پرله پسې لمبه کېدونکي بشري ناورین راخپرېدنه ټولو نړیوالو لوبغاړو ته ښه روښانه ده، د مخنیوي له پاره یې د مناسبو لارو موندل ناشوني ایسي. داسې نه برېښي چې طالبان دې د مېرمنو پر کار بندیز یا پر هغوی نور لګولي تبعیضي محدودیتونه پاسته کړي – یا دې لږ تر لږه دغه لور ته لومړنی ګام پورته کړي – ورسره جوخت نړیواله ټولنه هم نوره په افغانستان کې د پروګرامونو له تمویل نه د ستړیا نښې څرګندوي (د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې رپوټ دلته وګورئ).
افغانستان پخوا ښه و، یعنې د نورو کړکېچ ځپلو هېوادونو پرتله ورته ډېر پام کېده. خو دا حالت ښایي په اوښتو وي. دا حقیقت چې د ۱۴۰۲ کال له پاره د بشري غبرګون پلان ته نړیوالې ژمنې تر اوسه ډېرې ورو راروانې دي – یعنې تر دې لیکنې پورې د ۴٬۶ میلیاردو ډالرو غوښتنې ته تش د ۶۳۲٬۲ میلیونو ډالرو ژمنې شوې دي – د خوشبینۍ له پاره ډېر لږ ځای پرېږدي.
د خوړو نړیوال پروګرام د ۱۴۰۲ کال په غوایي/غبرګولي کې اعلان وکړ چې د مالي مرستو د محدودېدو له امله، اړ وځي چې د دویمې پرله پسې میاشتې له پاره څلورو میلیونو وګړو ته خپلې بیړه نۍ مرستې راکمې کړي. د ۱۴۰۲ کال د وري له وروستیو راهیسې، اته میلیونه وګړي د تمویل د پرله پسې کمښت له امله، له بیړه نیو خوراکي مرستو بهر پاته شوي دي. د چونګاښ په ۹ نور بد خبرونه هم راووتل. ددې هېواد له پاره د خوړو د نړیوال پروګرام مدیرې هسیاو – وي لي رویټرز ته وویل: «موږ تش د څو د نورو میاشتو له پاره کولی شو پنځو میلیونو وګړو ته خدمات ورسوو، خو له دې هاخوا نور امکانات نه لرو. همدا زما په فکر د هغه حالت بیړه نی توب څرګندوي چې همدا اوس ورسره مخامخ یوو». هغې وویل چې د خوړو د نړیوال پروګرام له خوا د هغو پیسو او مالي ژمنو د تخمین پر بنسټ چې تمویلوونکو هېوادو د راتلونکو میاشتو له پاره کړې دي، د مرستو کمېدل له زمري میاشتې پیلېږي، په وږي (سنبله) کې نورې لوېږي او په تلې (میزان) کې بېخي درېږي.
دې ګران حالت ته په کتو، د خوارځواکۍ برخه کې اصلي مرسته کوونکو موسسو، د نورو مسایلو ترڅنګ د تمویلوونکو له خوا د مرستو د درولو په مخالفت غږ اوچت کړی او د امارت د جلا کوونکو تګلارو له امله یې له عملي میداني کارونو د بشري فعالانو د وتلو خلاف خبر داری ورکړی دی. پرځای یې هغوی ددې بلنه ورکړې چې د نویو زېږېدلو، لږ څه لویو کوچنیانو او میندوارو او شیدې ورکوونکو میندو تغذیې ته دې لومړیتوب ورکړ شي څو د نویو زېږېدلو ماشومانو د خوارځواکۍ د خطرناکو بڼو او د هغوی د بیا راستنوونکو بهیرونو مخه ونیول شي. دوی دغه راز په سم وخت د منځنۍ شدیدې خوارځواکۍ د درملنې سپارښتنه هم کړې څو شدیدې بڼې ته وانه وړي. هغوی غوښتنه کړې چې په ټول هېواد کې دې پر لومړنیو او ثانوي روغتیایي خدمتونو پام دوه ځله ډېر شي څو د وګړو د هرې ډلې لاسرسی ورته تضمین شي، په میندوارو او شیدې ورکوونکو مېرمنو او کوچنیانو کې دې د خوارځواکۍ د نښو موندنه پیاوړي کړي او سخت شدید حالت ته دې یې له اوښتلو چې سمه درملنه یې ناشونې کېږي، راوګرځوي.
د خوارځواکۍ د مخنیوي له پاره بیړه نۍ مرستې په افغانستان کې د بشري مرستو د تمویل تر ټولو اساسي برخه جوړوي، داسې برخه چې د افغانستان د راتلونکې استازیتوب کوي او د هغه د راتلونکي نسل په پایښت او روغتیا کې راځلېږي. له هغو نه لاس اخیستل، له خطر سره ددغو کوچنیانو او پخپله د افغانستان د راتلونکی د مخامخولو مانا لري.
بیاکتنې:
دا مقاله په وروستي ځل تازه شوې وه ۲۷ سرطان / چنګاښ ۱۴۰۲